نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
انا لله وانا الیه راجعون
نوروز خان
02.05.2011
امریکایي مشر بارک اوباما اعلان کړه چې دیولړ پټو عملیاتو په ترڅ کې یې داسلامي امت یوستر مشر او دنړیوال جهاد مجدد شیخ اسامه بن لادن په شهادت رسولی .
که داخبره سمه وي ،ددې ستر ویر له امله درست اسلامي امت ته تسلیت وایم ،اونوموړي مسافر او مهاجر مجاهد ته ددې ستر ویاړ مبارکی وایم .
الله تعالی دې دده شهادت قبول او موږ له دې ستر ویاړ څخه نه بې برخې کوي آمین ثم امین
http://www.bbc.co.uk/persian/world/2011/05/110430_u03_osama_dead.shtml
..Ahmadzai
02.05.2011
الله تعالی دې دده شهادت قبول او موږ له دې ستر ویاړ څخه نه بې برخې کوي آمین ثم امین
څه غملړلی سهار وو!
إنا لله و إنا إليه راجعون.
هوتک
02.05.2011
انالله واناالیه راجعون.
اول دې خدای ج وکړی چه داخبر دروغ وې اوکه روشتیا وې الله ج دې ددې دومره زحمتونو اوتکلیفونو چه داسلام دپاره یې پر ځان تیر کړل ثوابونه ورنصیب کړې آمینننننن
خدای تعالی دې کورنۍ ته دزړه صبر ورکړی آمیننننننن
نوروز خان
02.05.2011
یوځل بیا هم درستومسلمانانو ته تسلیت وایم
اوپه دې سخته لحظه کې په ځای بولم چې دشیخ دګلګون جسد څخه اوریدل کیدونکې دزبان حال داکریغه له تاسو سره هم شریکه کړم
[color=white:cd70cff81f][size=24:cd70cff81f][/size:cd70cff81f]بودیم وکسې قدر ندانست که بودیم
باشد که نباشیم ، وبدانند که بودیم [/color:cd70cff81f]
SADEQ MUSALMAN
02.05.2011
وروڼو
السلام عليکم
[quote:77244d32b7="بي بي سي"]وی گفت که بن لادن روز یکشنبه در پناهگاهی در پاکستان کشته شد و جسدش در اختیار آمریکا است.[/quote:77244d32b7]
که جسديې رښتياهم له دوئ سره وي نووبه ګوروچې کله يې مطبوعاتوته ښکاره کوي
اوکه يې نه کړښکارڅه فکرکوئ چې دروغ ده که رښتيا؟
الله دې دروغ کړي لکه نوري ادعاګاني يې چې په سوچ دروغوبنادي.
و.افغان
02.05.2011
که چېرې دا خبرې رښتيا وي؛ نو:
انا لله وانا اليه راجعون.
د يوه مسلمان په توګه پرې سخت خفه شوم.
الله جل جلاله دې ورته جنتونه ورکړي، او کړي ګناهونه دې الله جل جلاله ورته معاف
کړي.
له ميډيا څخه په ښکاره توګه جوتيږي، چې د دې امريکايي عملياتو په کاميابېدو
کې پاکستان يو ډېر لوی رول لوبولی دی، بلکه لها منها نصيب الأسد.
د دې خبرې دا معنا کېدلی شي؛ چې امريکې پاکستان لپاره يا ډېر امتيازات منلي دي،
او يا يې له مخکې څخه اوس د جدي تهديد سره مخ کړی دی؛ چې په ترځ کې يې
پاکستان دومره مخلص تعاون ته غاړه کېښوده.
پوښتنه دا ده، چې دا کار خو مخکې هم ممکن وو، نو ولې امريکايانو د پاکستان په
کومک په دغه کار باندې اقدام نه کاوه؟؟؟
په اوسني توقيت يا وخت کې 2011 کال د امريکا او پاکستان له خوا د داسې ګام
اوچتول څه معنا لرلی شي؟؟؟؟
الجزيره وايي چې اسامه په دغه وخت کې په ايبټ آباد کې وو، تاسو ټولو څخه به پټه
نه وي، چې ايبټ آباد يوه فوځي سيمه ده، چې د پاکستاني فوځ د کامل کنټرول لاندې
ده، او له اسلام اباد څخه نږدې 70 کيلومټره لرې سيمه ده.
په درنښت
عادل عادل
02.05.2011
إنا لله و إنا اليه راجعون
الله ج وکړي چې دا خبر درواغ وي، که خدای مکړه رښتیا شي، نو الله ج دې دغه لوی شهید ته لوړترین درجات او د ژوند د ټولو کړاوونو بدل او اجرونه ورکړي، دا چې د فی سبیل الله جهاد د استمرار تر ټولو ستر محرک پخپله د سپیڅلو شهیدانو د شهادت کاروان دی نو په دې اساس ټولو مجاهدینو او د اسلامي امت هر كلمه ويوونكي ته د نوموړي شهید د شهادت په اړه تسلیت وایم او ورنه د پوره صبر او زغم غوښتنه کوم، إنالله و إنا اليه راجعون.
الله ج دې هغه ټولو شهیدانو ته لوړ درجات ورکړي چې زمونږ د ګران هېواد د اشغال په ضد په نیولي تود سنګر کې د ورځې د معمول په توګه په شهادت رسي. إنالله و إنا اليه راجعون
---------------------------------------------------------------------
محترم وهاج صاحب
پاکستان د نیمې لارې مکار ملګری او معامله ګر هیواد دی، دا پیښه به کېدای شي په اوسني وخت کې اشغالګرو ته له ګران هیواد افغانستان څخه د حتمي تېښتې لپاره یوازینی ابرومندانه بهانه جوړه کړي.
Kamil
02.05.2011
انا لله وانا اليه راجعون
زما خو هيڅ يقين نه راځي
و.افغان
02.05.2011
عادل عادل صاحب ليکي:
محترم وهاج صاحب
پاکستان د نیمې لارې مکار ملګری او معامله ګر هیواد دی، دا پیښه به کېدای شي په اوسني وخت کې اشغالګرو ته له ګران هیواد افغانستان څخه د حتمي تېښتې لپاره یوازینی ابرومندانه بهانه جوړه کړي.
ــــــــــــــــــــــــــ
محترم عادل صاحب: زما په زړه کې هم دا خبره او نورې راوګرځېدې، کاش چې داسې
وشي؛ لکه څنګه چې ته وايي.
افسوس په دې راځي، چې مشر ملا عمرحفظه الله پرې خپل دولت حکومت او له خپل
اسلامي او ملي غرور پرته هر څه له منځه يوړل، او پاکستان په دومره اسانه خرڅ کړ،
حتا چې په مړ جسد يې هم ورته تجارت وکړ.
الله المستعان، الله المستعان، الله المستعان.
په درنښت
رښتینی
02.05.2011
انا لله وانا الیه راجعون
په دی پیښه به خامخا هرمسلمان دردمن شوی ځکه دمسلمانان دښمنان
لګیاد ی اتڼونه کوی او دخوشالی لاریونونه یی ایستلی دی خوپه موجوده حالاتو
کی ددی پیښی رامنځته کیدل یوڅه حیرانوونکی بریښی !!
عجیبه خو داده چی امریکایانو داڅومره موده داسامه دنیولو یا له منځه وړلو
له پاره بیخی ډیری هڅی کړی دی خو دوی هرځل نامراده باتی شوی دی او اوس
هغه په داسی عملیاتوکی له منځه وړل کیږی چی خلک یی په پیل او پای دواړو
یو ځای خبرشول !!
راتلونکی وخت به دحقایقو پرمخ پرتی پردی لری کړی
و.افغان
02.05.2011
جنرال حميد ګل څو شېبې وړاندې له الجزيرې ټلويژن سره په مرکه کې وويل:
خبرياله ترې پوښتي چې تاسې د اسامه بن لادن د مرګ د کيفيت په اړه معلومات لرئ.
حميد ګل: زه نه يم خبر، امريکايان ولې عکسونه نه خپاره کوي، کوم ځای کې چې اسامه
وو، هلته خو کامرې هم موجودې وې.
خبرياله: په دې عملياتو کې ايا له پاکستاني اړخه تعاون موجود وو،او کوم شکل تعاون وو؟؟؟
حميد ګل: زه خبر نه يم، او نه پوهېږم چې له کومه طرف امريکايانو سره تعاون شوی دی.
حالت ډېر حساس دی.
خبرياله: ځينې عکسونه مووليدل، جيو خپاره کړل، اور لګېدلی وو،
امريکا وايي چې: د مسلحو عملياتو په ترځ کې يې اسامه بن لادن وژلی دی، امريکاي وايي عمليله مسلحه، که تاسو دغه عکسونه ليدلي وي، کيداي شي د هليکوپټر د غورځېدو
په وجه اور لګېدلی وي، ستا له نظره د يوه استخباراتي تجربه کار په توګه دغه عمليات
په څه ډول ترسره شوی دی؟؟؟
حميد ګل: دغه عکسونه له لرې ځای څخه اخيستل شوي دي، او د پاکستاني حکومت له خوا اخيستل شوي دي،او دا په دې دلالت نه کوي؛ چې امريکايانو دې اسامه وژلی وي.
دلته يوه د پردې تر شا بله قيصه هم پټه ده، تر څو چې عکسونه نه وي ښکاره شوي؛ مونږ
د اسامه د قتل تأييد نشو کولی.
خبرياله: پاکستان ولې ځان غلی کړی، ولې په دې اړه رسمي بيان نه ورکوي؟؟
حميد ګل: زه د اسامه بن لادن د مرګ په اړه متشکک يم، غالبا د دا ډول خاصو عملیاتو په
اړه په پوره توګه معلومات نه ورکول کيږي، زه پوهېږم چې عمليات شوي دي، خو ضرور نه ده چې هلته اسامه وي؛ هغوی ته اول د هغه د وجود پته نه وه، او اوس وايي چې په پاکستان کې دی.
خبرياله: آيا د پاکستان حکومت د امريکايي اړخ انتظار کوي، او که د خپل تعاون په وجه
د القاعدې له انتقامي عملياتو څخه ويريږي؟
ځواب: دا خبره صحيح ده، ستا دا معلومات حقيقي دي، هلته د پاکستاني حکومت له خوا
تعاون وو، پاکستاني استخباراتو امريکي ته مخکې هم معلومات ورکړي دي.
پاکستان ډېر وارخطا دی، کېدای شي چې امن يې خطر سره مخ شي، داخلي قتل او قتال رامنځ ته شي، ځينې پاکستاني ځايونه او حتا ايټمي ځايونه په نښه شي، انتقامي حملې تر سره شي؛ ځکه نو د پاکستان حکومت ډېر له تأکيد څخه کار اخلي، تر څو له امريکايي
اړخه د دغو عملياتو په اړه پوره معلومات لاسته راوړي.
په درنښت
هلال
02.05.2011
إنالله وإناإلیه راجعون!
الله ج دی شیخ اسامه بن لادن شهادت په خپل دربارکې قبول کړی;
آمین ثم آمین
عادل عادل
02.05.2011
السلام علیکم
د اسامه بن لادن نیول/شهادت د پاکستان له تعاون څخه پرته ناممکن وو او وي به.
د پاکستان د تعاون په صورت کې به دوی کله هم د پېښې ځای د پاکستان د ننه ایبټ اباد نه وای اعلان کړی، بلکه د افغانستان د ننه یوه لرې پرته غرنی سیمه کې به یې مطبوعاتي ډرامه په کار اچولې وه.
نو د پورته ټکو په رڼا کې د لاندې دوه احتمالاتو وړاندوینه کیدای شي:-
لومړی:-
امریکایانو په مستقله توګه استخباراتي مالومات تر لاسه کړي او بن لادن یې په شهادت رسولی، چې دا احتمال یو څه غیر ممکن بریښي.
دوهم:-
د پاکستان په تعاون سره یې همدا عملیات سر ته رسولي خو تعاون به په داسې ډول وي چې په غلط ادرس یې عملیات کړي وي، په دې توګه به له یوې خوا خپل اخلاص ورته وښایي او له بلې خوا به د اسامه بن لادن د غږیزې آډیو/ویډیو په محتمل خپریدو سره داسې څپېړه په مخ ورکړي چې په ټوله نړی کې وشرمیژي. د همدې احتمال د رښتیا کیدو په هیله.
تراب
02.05.2011
بعد له سلامه::
خدای ج سته چه د شیخ اسامه صیب په شهادت مې سخت تکان وخوړ .
نن دمسلمانانو لپاره ډیره غمجنه ورځ ده..
انالله واناالیه راجعون.
روح دې ښاد او یاد دې تل وې
و.افغان
02.05.2011
[quote:4b1d51cf61="عادل عادل"]
لسلام علیکم
د اسامه بن لادن نیول/شهادت د پاکستان له تعاون څخه پرته ناممکن وو او وي به.
[/quote:4b1d51cf61]
هيڅ شک په کې نشته.
[quote:4b1d51cf61="عادل عادل"]
د پاکستان د تعاون په صورت کې به دوی کله هم د پېښې ځای د پاکستان د ننه ایبټ اباد نه وای اعلان کړی، بلکه د افغانستان د ننه یوه لرې پرته غرنی سیمه کې به یې مطبوعاتي ډرامه په کار اچولې وه.
[/quote:4b1d51cf61]
ضرور نه ده. پاکستان خو د امريکا کوم سيال هېواد نه دی، چې دغه رنګ سلوک ورسره
غوره کړي.
[quote:4b1d51cf61="عادل عادل"]
لومړی:-
امریکایانو په مستقله توګه استخباراتي مالومات تر لاسه کړي او بن لادن یې په شهادت رسولی، چې دا احتمال یو څه غیر ممکن بریښي.
[/quote:4b1d51cf61]
دا بيخي ناممکنه ده، اېبټ آباد له يوې مخې يوه پوځي سيمه ده، او له بلې خوا هند
سره نږدې ده، او دا نا ممکنه ده، چې داسې يو پراخ عمليات چې هليکوپټرې په کې
برخه اخلي، او دوی دې نه خبريږي، يا کم نه کم په عاجله توګه تدخل ونشي کړی.
[quote:4b1d51cf61="عادل عادل"]
دوهم:-
د پاکستان په تعاون سره یې همدا عملیات سر ته رسولي خو تعاون به په داسې ډول وي چې په غلط ادرس یې عملیات کړي وي، په دې توګه به له یوې خوا خپل اخلاص ورته وښایي او له بلې خوا به د اسامه بن لادن د غږیزې آډیو/ویډیو په محتمل خپریدو سره داسې څپېړه په مخ ورکړي چې په ټوله نړی کې وشرمیژي. د همدې احتمال د رښتیا کیدو په هیله
[/quote:4b1d51cf61]
دا احتمال به زمونږ ټولو لپاره د خوښۍ ځای وي، غربي استخبارات چې په مکرر ډول
سره شرمېدلي دي، که چېرې دغه خبر دروغ وخيږي، نو له هغوی څخه به د پرتوګ
ويستلو پرته بله معنا ونه لري.
په درنښت
م افغان
02.05.2011
انالله واناالیه راجعون:
الله ج دې شهادت قبول کړی او ټولو مسلمانانو ته دې الله ج دزړه صبر ورکړی آمین:
زما زړه ته نه لویږې چه شیخ اسامه دی شهید سوی وی .کله چه اسامه ډیر وخت څه غږیز پیغام راوانستوی نو امریکایان دده دمعلومولو لپاره داسې اعلانونه کوې؟
عادل عادل
02.05.2011
السلام علیکم
د جیو ټلویژن د خبر په حواله د پاکستان د طالبانو تحریک د اسامه بن لادن د وژنې خبر دروغ بللی او ویلي یې دي چې هغه ژوندی دی:-
http://www.geo.tv/5-2-2011/80991.htm
نوروز خان
02.05.2011
خدای دې وکړي چې دا امریکایانو د نورو ګڼو ادعاګانو غوندي دا ادعاهم دروغ وخیږي
تراوسه طالبانو او دالقاعدې بریښنایي پاڼو په دې اړه هیڅ نه دي ویلي ،او نه کوم تیلفیزیون دنوموړي جسد ښودلی
عبدالوكيل
02.05.2011
انا لله وانا لله راجعون اللهم اجرنا فى مصيبتنا واخلف لنا خيرا منها
الله دی ټول اسلامی امت ته ددی مصیبت په بدل کی اجر ورکړی او ددی څخه غوره بدیل دی راباندی ولوروی . آمین
پتوال
02.05.2011
د لوی مجاهد او د دې زمانې د ستر دجال امريکا پر ضد يواځينی مهدي اسامه بن لادن رحمة الله عليه روح دې الله تعالی غريق رحمت وګرځوي،
که شهيد شوی وي الله دې شهادت قبول او جنة الفردوس دې ځای شي !
که پيښه جعلي وي که حقيقي هدف يې يو دی :
په دې وروستيو کې د امريکا اړيکې له پاکُستان سره سړې شوې وې، ښايي پاکُستان په دې توګه دخپل بډای بادار پخلا کول غواړي،
که پيښه جعلي ډرامه هم وي چې د اسامه په بڼه يې بل سړی چې د هغه کټ مټ کاپي وي قرباني کړی وي، څو امريکايان يې د بدن په طبيي
څېړنه کې هم ونه پيژني، نو په دې صورت کې به ISI بيا حقيقي اسامه ته نور چانس ورنکړي چې کله هم په ويديويې خپرونه کې بيا ژوندی راڅرګند شي .
خو که پيښه جعلي نه وي او شهادت يې واقعيت وي لکه چې همداسې ښکاري هم ، نو دالقاعده به خپل ګوزارونه اوس پاکستاني دولت ته
او اخوا پښتانه پيرويان به يې خپل ملي اسلامي رسالت ته متوجه کړي چې خپله آزادي د پاکستان له پنجابي خبيثې اروا څخه واخلي !
القاعده بايد اوس د فلسطين له آزادۍ مخکې د پښتونستان آزادۍ ته پام واړوي او د لر او بر پښتون او ټولو افغانانو ملاتړ تر لاسه کړي .
اوس نو هغه وخت دی چې لومړی لږ تر لږه پښتونستان آزاد او بيا که ممکنه وه متباقي پاکُستان هم د انګليس او امريکا له غلامۍ څخه راوويستل شي !
ومن الله التوفيق !
هو، دا موضوع چې د اسامه بن لادن مبارزه د تر کومه حده سم او صحيح جهاد و
هم بايد وڅېړل شي او د راتليزې له پاره ترې نتيجه ګيري وشي !
زما په اند خو جهاد د پټې خبره نه ده، بلکې تل بايديو علني سياسي مرکز او علني سياسي مشرتابۀ ولري ، ټول امت او اسلامي هيوادونو
په رسميت پيژندلی وي ، ځکه خو له هجرت او د اسلام د مرکز په توګه د مدينې له ټاکلو مخکې جهاد په مسلمانانو نه و فرض . آيا همداسې نه وه ؟
chaparharay
02.05.2011
انالله واناالیه راجعون.
الله دي وکړي چي درواغ وي خو که رښتیاشي نو مومنانو مجاهیدینوته لوي
خفګیان او زیان دی اولویه خواشیني ده خو امریکایانو ته هڅ ګټه نده رسیدلي
که یو اسامة قتل شي نو سلواو زربه نور ورته پیدا شي خو بیاهم مونوتاسو ته
دخورا لوي خواشینی خبر دي.
عادل عادل
02.05.2011
السلام علیکم
د سی-ان-ان د تلویزیوني شبکې څخه لومړني نشر شوي تصویرونه جعلي دي:-
http://www.asriran.com/fa/news/164374/آیا-عکس-جسد-بن-لادن-فتوشاپی-است؟-تصاویر-مقایسه-ای
یاددښت: د سرچ ځای ته د پورتني لینک سره یوځای فاړسي توري هم کاپي-پېسټ کړی.
عبدالوكيل
02.05.2011
دی دواړو انځورونو ته په ځیر وګورئ:
[img:66d087f149]http://www.iraqup.com/up/20110502/6VKfq-g3S2_9409668.JPG[/img:66d087f149]
mehman
02.05.2011
قصیدهٔ شمارهٔ ۴۸ ناصرخسرو بلخی
چون تیغ به دست آری مردم نتوان کشت
نزدیک خداوند بدی نیست فرامشت
این تیغ نه از بهر ستمگاران کردند
انگور نه از بهر نبید است به چرخشت
عیسی به رهی دید یکی کشته فتاده
حیران شدو بگرفت به دندان سر انگشت
گفتا که «کرا کشتی تا کشته شدی زار؟
تا باز که او را بکشد آنکه تو را کشت؟»
انگشت مکن رنجه به در کوفتن کس
تا کس نکند رنجه به در کوفتنت مشت
نوروز خان
02.05.2011
السلام عليكم
عبدالوکیل جانه ډیر مهم انځورونو مو رامیندلي دي ، وایي العربیه ټیلویزون هم داسامه همدا انځورونو دشهادت دثبوت په ډول خپاره کړي دي ، که دامریکایانو په لاس کې ثبوت یوازې همدا وي ، نوپه یقین سره ویلای شو ، چې امریکایان خدای یوې بلې رسوایي ته جوړوي ، ځکه په دې خو ماشومان هم پوهیږي چې دا داسامه په همدې پخواني عکس کې ایډيت شوی دی ، ا و یوازې لنګوټه ترې ایسته شوې ده ، که ملګري سم ورته ځیر شي کټ مټ هماغه پخوانی عکس دی