د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وزیري
23.04.2011

په تیر پسی...

له حضرت عبد الله بن مسعود رض نه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل حیات او وصال امت ته رحمت بیان کړی ده.
حیاتی خیرلکم تحدثون وتحدث لکم، و وفاتی خیرلکم تعرض علی أعمالکم، فما رأیت من خیر حمدت الله علیه، وما رأیت من شر استغفرت الله لکم. (بزار، المسند، پنځم جلد، صفحه ۳۰۸، رقم: ۱۹۲۵) او (هیثمی، مجمع الزواید، نهم جلد، صفحه ۲۴)
ترجمه: زما ژوند تاسی لپاره خیر دی ځکه چی تاسی له ما سره خبری کوی او زه له تاسی سره خبری کوم، او وفات زما هم تاسی ته خیر ده ځکه چی ستاسی اعمال په ما باندی پیش کیږی. کله چی زه په کی نیک اعمال ووینم نو د الله جل جلاله حمد بیانوم، او که بد اعمال په کی ووینم نو ستاسی لپاره له الله جل جلاله نه مغفرت غواړمه.

که د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه بعد په ده صلی الله علیه وسلم باندی توسل ممنوع وای نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به هیچری هم وفاتی خیرلکم او استغفرت الله لکم نه وای ویلی.

امام دارمی په خپل السنن کی له ابو الجوزاء اوس بن عبدالله نه په صحیح سند سره روایت کړیدی چی:
قحط أهل المدینة قحطا شدیدا فشکوا الی عائشة، فقالت: انظروا قبر النبی صلی الله علیه وسلم فاجعلوا منه کووًا الی السماء حتی لا یکون بینه وبین السماء سقف، قال: ففعلوا فمطروا مطراً حتی نبت العشب، وسمنت الابل حتی تفتقت من الشحم، فسمی عام الفتق. (دارمی، السنن، اول جلد، صفحه ۴۳ او ابن جوزی، الوفاء بأحوال المصطفی، دوهم جلد، صفحه ۸۰۱)
یو دفعه د مدینی خلک په سخت قحط کی مبتلا شول، او خپل د قحط شکایت یی حضرت بی بی عائشه صدیقه رضی الله عنها ته پیش که نو هغی مبارکی ورته وویل: لاړ شی د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک ته او هغه د اسمان به طرف کړکۍ یی پرانیزی تر څو د قبر مبارک او اسمان ترمنځ حائل نه وی. راوی وایی چی خلکو همداسی وکړل نو ډیر زیات باران وشو حتی چی دومره واښه را شنه شول چی ټول اوښان ډیر چاغ شول او داسی فکر کیده چی اوښان به نور له چربی نه وچاودیږی. لهذا د هغه کال نوم خلکو[عام الفتق یعنی د شینوالی او پراخی کال] په نامه ونوماوه.

امام ابن ابی شیبه رحمه الله په خپل المصنف کی روایت کړیدی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه بعد بعضی خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبر مبارک باند حاضر شول او رسول الله صلی الله علیه وسلم یی الله جل جلاله ته وسیله کړو. حضرت مالک دار رض چی د حضرت عمر فاروق رض په عهد کی د خوراک ناظم وه وایی:
أصاب الناس قحط فی زمن عمر، فجاء رجل الی قبر النبی صلی الله علیه وسلم فقال: یا رسول الله! استسق لأمتک فانهم قد هلکوا، فأتی الرجل فی المنام فقیل له: ائت عمر فأقرئه السلام و أخبره أنکم مسقیون وقل له: علیک الکیس! علیک الکیس! فأتی عمر فأخبره فبکی عمر، ثم قال: یا رب لا آلو الا ما عجزت عنه. (ابن أبی شیبة، المصنف، ۶: ۳۵۶، رقم: ۳۲۰۰۲) او (بیهقی، دلائل النبوة، ۷: ۴۷) او (ابن عبدالبر، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، ۲: ۴۶۴)
ترجمه: د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کی خلک له قحط سره مخامخ شول. یو شخص د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبر اطهر باندی حاضر شو او وی ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! ته له الله جل جلاله نه خپله امت ته سیرابی وغواړه ځکه چی ستا امت هلاک شو. په خوب رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ورغی او ورته یی وویل چی لاړ شه او حضرت عمر رضی الله عنه ته زما سلام ووایه او پس له سلامه ورته ووایه چی تاسی به سیرابه شی. او عمر رض ته ووایه چی عقل مندی اختیار کړه، عقل مندی اختیار کړه. دی صحابی ټولی خبری حضرت عمر رضی الله عنه ته وکړی. حضرت عمر رضی الله عنه وژړل او وی ویل: ای الله جل جلاله! زه ( په خدمتِ خلق کی) کومه کوتاهی نه کوم مګر چی له څه شی نه عاجزه شمه.

علامه ابن تیمیه په خپل کتاب [اقتضاء الصراط المستقیم، صفحه ۳۷۳] کی دا روایت تائید کړیدی – او حافظ ابن کثیر په [البدایة والنهایة، جلد ۵، صفحه ۱۶۷] کی لیکی دی چی ددی روایت ټول اسناد صحیح دی. او حافظ ابن حجر عسقلانی په [فتح الباری، دوهم جلد، صفحه ۴۹۵] کی لیکلی: دا روایت ابن ابی شیبه په صحیح روایت سره بیان کړیدی او سیف بن عمر تمیمی به [الفتوح الکبیر] کی دا هم ویلی دی چی خوب لیدونکی یو صحابی حضرت بلال بن حارث مزنی رض وه. او امام قسطلانی په [المواهب اللدنیة، څلورم جلد، صفحه ۲۷۶] کی لیکلی چی ابن ابی شیبه دا روایت په صحیح اسنادو سره کړیدی. او علامه زرقانی په [شرح المواهب اللدنیه، ۱۱: ۱۵۰] کی امام قسطلانی تائید کړیدی.

نور بیا...


وزیري
23.04.2011

په تیر پسی ...

د رسول الله صلی الله علیه و سلم د خپلولۍ په خاطر دده په تره (کاکا) باندی توسل:
په صحیح بخاری کتاب فضائل الصحابه کی له حضرت انس رض نه روایت ده چی:
أن عمربن الخطاب رض: کان اذا قحطوا استسقی بالعباس بن عبدالمطلب. فقال: اللهم انا کنا نتوسل الیک بنبینا فتسقینا، وانا نتوسل الیک بعم نبینا فاسقنا، قال فیسقون.
(بخاری، الصحیح، کتاب الاستسقاء، باب سؤال الناس الامام الاستسقاء اذا قحطو) او بخاری، الصحیح، کتاب فضائل الصحابه، باب ذکر العباس بن عبدالمطلب رضی الله عنهما)
ترجمه: کله به چی قحط شو نو حضرت عمر رضی الله عنه به د باران دعاء د حضرت عباس بن عبد المطلب رضی الله عنه په وسیله سره کوله او ویلی به یی: ای الله جل جلاله! مونږه به ستا په درګاه کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم واسطه نیوله او تا به پر مونږه باران کولو او اوس مونږه ستا په دربار کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاکا وسیله نیسو نو ته پر مونږ باران وکړی. راوی وایی چی بیا به الله جل جلاله باران کولو.
په مستدرک د امام حاکم کی همدا روایت د یو څه الفاظو په تغییر سره له حضرت عبد الله بن عمر رض نه داسی روایت ده:
استسقی عمربن الخطاب عام الرمادة بالعباس بن عبدالمطلب فقال: اللهم هذا عم نبیک العباس نتوجه الیک به فاسقنا فما برحوا حتی سقاهم الله. قال: فخطب عمر الناس فقال: أیها الناس ان رسول الله صلی الله علیه وسلم کان یری للعباس ما یری الولد لوالده یعظمه ویفحمه ویبر قسمه، فاقتدوا أیها الناس برسول الله فی عمه العباس واتخذوه وسیلة الی الله عز وجل فیما نزل بکم. (حاکم، المستدرک، دریم جلد، صفحه ۳۷۷، رقم: ۵۴۳۸) او (عسقلانی، فتح الباری، دوهم جلد، صفحه ۴۹۷)
ترجمه: حضرت عمر رضی الله عنه په عام الرمادة (د قحط او هلاکت کال) کی حضرت عباس بن عبد المطلب رضی الله عنه وسیله که او له الله جل جلاله نه یی باران وغوښت. بیا یی خلکو ته خطبه واوروله او په کی یی وویل: خلکو! رسول الله صلی الله علیه وسلم به حضرت عباس رضی الله عنه ته داسی مقام او حیثیت ورکاوه لکه یو ځوی یی چی خپل پلار ته ورکوی. (یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم، حضرت عباس رض د پلار په منزله شماره). رسول الله صلی الله علیه وسلم به دده تعظیم او توقیر کولو او دده قسمونه به یی پوره کول. خلکو! تاسی هم د حضرت عباس رضی الله عنه په باره کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقتداء وکړی او هغه الله جل جلاله ته وسیله ونیسی ترڅو په تاسی باران وشی.

په پاسنی مذکوره دوو احادیثو کی دا ثابته شوله چی غیر له نبی ص نه په بل چا هم توسل جائز ده. په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل خو هرچا ته معلوم ده او د حضرت عمر رض دا الفاظ انا کنا نتوسل الیک بنبینا پخپله په دی باندی شاهد ده چی صحابه وو به په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کولو. په یاد ولری چی په دی حدیث کی [کُنَّا] فعل د مضارع ده چی په [نتوسّلُ] باندی داخلیږی او د ماضی استمراری فائده ورکوی. په کوم کی چی حضرت عمر رض د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیات ظاهری او یا بعد د وصاله مقید کړی نه ده.
او دا هم عام او خاص ته معلومه ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت عمر رض په باره کی فرمایلی دی:
- ان الله جعل الحق علی لسان عمر و قلبه (ترمذی، السنن، کتاب المناقب، باب فی مناقب عمربن الخطاب)
ترجمه: بیشکه الله جل جلاله د عمر په ژبه او زړه باندی حق جاری کړیده.

- عمر معی و انا معه والحق بعدی مع عمر حیث کان (طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۸: ۲۸۰)
ترجمه: عمر زما سره او زه د عمر سره یم، او له مانه بعد به حق عمر سره وی چیرته چی دی وی.

- لو کان بعدی نبی لکان عمربن الخطاب (ترمذی، السنن، کتاب المناقب، باب فی مناقب عمربن الخطاب)
ترجمه: که له مانه بعد بل نبی وای نو حضرت عمر بن خطاب به وه.

- اقتدوا بالذین من بعدی أبی بکر و عمر فانهما حبل الله الممدود من تمسک بهما فقد تمسک بالعروة الوثقی لا انفصام لها. (هیثمی، مجمع الزوائد، نهم جلد، صفحه ۵۳)
ترجمه: زما نه بعد د ابوبکر او عمر رض دواړو اقتداء وکړی، دوی دواړه د الله جل جلاله قوی رسّی دی- چا چی دوی دواړه ونیول نو دوی منګولی ولګولی په یوه رسّی محکمی باندی چی نه شی پریکیدلی هغی لره.

د حضرت ابو ایوب انصاری رضی الله عنه دا الفاظ چی [جئت رسول الله صلی الله علیه وسلم ولم آت الحجر] نه استدلال:

نور بیا...


السلام عليکم

أبوخليل قدوسي
23.04.2011

السلام عليکم
کوم ورور چي په ذوات فاضله وو دتوسل داثبات په هکله دلايل وړاندي کوي له هغه نه پوښتنه کوم چي ايا انبياء عليهم السلام او اولياء کرام په پټو(غيبي امورو) خبر دي اوکه نه؟
او په رسول الله صلی الله عليه وسلم دحاضر او ناظرعقيده لرې او که نه؟
او رسول الله صلی الله عليه وسلم بشر دی او که نور؟
له ليکنواوزيار څخه مو ډېره مننه


وزیري
23.04.2011

ګرانه ابوخلیله وروره:

که وخت لری نو د خپلو دوه اولنی پوښتنی ځواب زما په لاندینی مفصلو بحثونو کی وګوره:
د علم غیب لپاره زما بحث په لاندی لینک کی وګوره:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6056

د حاظر او ناظر لپاره زما بحث په لاندی لینک کی وګوره:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6442

د دریمی پوښتنی په ځواب کی باید ووایم چی رسول الله صلی الله علیه وسلم بشر ده.


وزیري
23.04.2011

په تیر پسی...

د حضرت ابو ایوب انصاری رضی الله عنه دا الفاظ چی [جئت رسول الله صلی الله علیه وسلم ولم آت الحجر] نه استدلال:
امام احمد بن حنبل په خپل مسند کی روایت کړیدی چی یو دفعه د مدینی حاکم مروان بن حکم حضرت ابو ایوب انصاری رض د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبر باندی ولید چی خوله یی پری سولوله. نو ورته یی وویل: ته دا څه شی کوی؟؟ ددی په جواب کی ابو ایوب انصاری رض ورته وویل، د مسند احمد الفاظ دی:
عن دأود بن ابی صالح قال: أقبل مروان یوما فوجد رجلا واضعا وجهه علی القبر، فقال: أتدری ما تصنع؟ فأقبل علیه فاذا هو أبو أیوب رض، فقال: نعم، جئت رسول الله صلی الله علیه وسلم ولم آت الحجر، سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: لا تبکوا علی الدین اذا ولیه أهله، ولکن ابکوا علیه اذا ولیه غیر أهله. (أحمد بن حنبل، المسند، پنځم جلد، صفحه ۴۲۲، رقم: ۲۳۶۳۳) او (حاکم، المستدرک علی الصحیحین، څلورم جلد، صفحه ۵۱۵) او (طبرانی، المعجم الکبیر، څلورم جلد، صفحه ۱۵۸، رقم: ۳۹۹۹) امام حاکم او امام ذهبی د امام احمد بن حنبل روایت کړی حدیث په اسنادو صحیح بللی دی.
ترجمه: له حضرت داؤد بن صالح رضی الله عنه نه روایت ده چی یوه ورځ مروان وړاندی وکتل چی یو شخص خپله خوله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبر مبارک باندی ایښی ده. نو مروان ورته وویل: آیا ته پوهیږی چی ته څه کوی؟ کله چی مروان د هغه په طرف ورنیژدی شوه، څه ګوری چی ابو ایوب انصاری رضی الله عنه ده. جواب کی یی ورته وویل: هو، زه پوهیږم، زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی یم، کومی تیګي ته نه یمه راغلی. ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دا اوریدلی دی چی په دین هغه وخت مه ژاړی چی ولی یی اهل وی، په دین هغه وخت وژاړلی چی ولی یی نااهله وی.

د توسل عقیده او د ائمه او محدّثینو نظریات
نور بیا...


مننه

أبوخليل قدوسي
23.04.2011

وروره د اوږدو پرپړو دلوستلو وخت نلرم زما وخت ډېر مصروف دی په لنډو ټکو کي به دي راته ويلي وو لکه دبشريت ځواب چی دي راکړی وو:
آيا انبياء او اولياء په غيبو خبردي؟ هو يانه
آيا رسول الله (ص) حاضر ناظر دی ؟ هو يانه
اوبس خير الکلام ماقل


وزیري
24.04.2011

ښه صاحبه چی ته وخت نه لری نو په لنډو به یی درته ووایمه:

انبیاء پخپله د غیبو علم نه لری خو که الله یی ورکړی نو بیا هو لکه: عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا (26) إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ
او اولیاء الله په غیبو نه پوهیږی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم حاظر او ناظر نه ده.

والسلام


وزیري
24.04.2011

په تیر پسی...

د توسل عقیده او د ائمه او محدّثینو نظریات

اول: امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله
د خیر القرون دا عظیم امام، امام ابوحنیفه رحمه الله په نزد په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل نه یواځی درست کار ده بلکی له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اِستمداد هم جائز ده. د مشروع والی لپاره یی په خپل منظوم کلام [قصیدة النعمان، صفحه ۲۰۰] داسی مصرع ویلی دی:
لم یکن لأبی حنیفة فی الأنام سواک. یعنی په مخلوق کی د ابوحنیفه غیر له تانه بل څوک نشته ده. یعنی ستا د جود او عطا امیدواریم.

دوهم: امام مالک رحمه الله
امام مالک رحمه الله په فقهاء اربعه کی یو ځلیدونکی مقام لری. دده په حواله قاضی عیاض په [الشفاء] کی، علامه سبکی رح په [شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام] کی، علامه سهمودی په [خلاصة الوفا] کی، امام قسطلانی په [المواهب اللدنیة] کی، ابن جماع په [هدایة السالک] کی او ابن حجر هیتمی مکی په [الجواهر المنظم] کی روایت کړیدی. دوی وایی چی یو دفعه خلیفه ابو جعفر منصور مدینی منوری ته راغی او له امام مالک رحمه الله نه وپوښتل چی د دعاء په وخت کی زه خپله مخ کعبی طرف ته کړم او که د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک ته؟ امام مالک رح ورته جواب ورکړ:
ولِمَ تصرفُ وجهک عنه، وهو وسیلتک و وسیلة أبیک آدم علیه السلام الی الله تعالی یوم القیمة؟ بل استبقله واستشفع به، فیشفّعک الله، قال الله تعالی: ولو أنّْهم اذ ظلموآ أنفسهم جآءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما. (قاضی عیاض، الشفا بتعریف حقوق المصطفی، دوهم جلد، صفحه ۵۹۶)
ترجمه: ای امیره! ته ولی له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مخ اړوی حالانکه هغه صلی الله علیه وسلم ستا لپاره او ستا د نیکه حضرت آدم علیه السلام لپاره په ورځ د قیامت وسیله ده؟ بلکه ته د هغه صلی الله علیه وسلم قبر مبارک طرف ته متوجه شه، او د شفاعت یی طالب شه چی هغه صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله په مخ کی ستا شفاعت وکړی. الله جل جلاله فرمایلی دی: او که چری دوی په هغه وخت چی ظلم یی کړی وی په ځانونو خپلو باندی راغلی وی تالره، پس طلب د بخښنی کړی وی دوی له خدایه او طلب د بخښنی کړی وی دوی دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم، نو خامخا موندلی به وو دوی خدای توبه قبلونکی مهربانه.

دریم: د امام شافعی رحمه الله
علامه ابن حجر هیتمی په خپل تصنیف [الصواعق المحرقة علی أهل الرفض والضلال والزندقة، صفحه ۱۸۰] کی د امام شافعی رحمه الله هغه شعر را نقل کړیدی چی امام شافعی صاحب پری باندی اهل بیت وسیله کړیدی.
شاه عبدالحق محدّث دهلوی رح په [أشعة اللمعات شرح مشکاة المصابیح، دوهم جلد، صفحه ۹۲۳] کی د حضرت موسی کاظم رحمه الله د قبر د انوارو په رابطی سره د امام شافعی رحمه الله لاندی قول را اخیستی دی:
د حضرت موسی کاظم رحمه الله د قبر انوار د دعاء د قبولیت لپاره تریاقِ مجرّب وه.

څلورم: امام احمد بن حنبل رحمه الله
علامه یوسف بن اسماعیل نبهانی رحمه الله په [شواهد الحق فی الاستغاثة بسید الخلق، صفحه ۱۶۶] کی لیکلی دی چی امام احمد بن حنبل رحمه الله به امام شافعی رحمه الله وسیله کاوه.
امام احمد بن حنبل رحمه الله په خپل مسند کی له حضرت علی کرم الله وجهه الکریم نه مروی روایت بیان کړیدی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: په شام کی ۴۰ ابدال همیشه موجود وی د کومو په وسیله او برکت سره چی بارانونه کیږی، په دشمنو فتحی حاصلیږی او د شام خلک له عذابه بچ کیږی. (احمد بن حنبل، المسند، اول جلد، صفحه ۱۱۲)

پنځم: علامه ابنِ جریر طبری رحمه الله
علامه ابنِ جریر طبری رحمه الله د دی آیت مبارک [وکانوا من قبل یستفتحون علی الذین کفروا] په تفسیر کی د حضرت ابن عباس رض په حواله نقل کړیدی چی یهودو مخکی له ولادته د رسول الله صلی الله علیه وسلم، په ده مبارک باندی توسل کولو. (طبری، جامع البیان فی تفسیر القرآن، اول جلد، صفحه ۳۲۵)

شپږم: امام ابو منصور محمد بن محمود ماتریدی رحمه الله
امام ابومنصور ماتریدی رحمه الله د فقه حنفی نه علاوه د علم الکلام او علم الاصول امام هم وه. هغه د دی آیت [وکانوا من قبل یستفتحون علی الذین کفروا] په تفسیر کی لیکلی دی. له بعثت نه مخکی به یهودو په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل کولو او له الله جل جلا له نه به یی پری مدد غوښتلو. (ماتریدی، تأویلات أهل السنة، اول جلد، صفحه ۷۰)

اووم: امام طبرانی رحمه الله
امام طبرانی رحمه الله په المعجم الأوسط، شپږم جلد، صفحه ۳۱۳ کی له حضرت عمر رض نه روایت کړیدی چی حضرت آدم علیه السلام په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل کړیدی او له الله جل جلاله نه یی پری مغفرت غوښتی دی.

اتم: امام ابوبکر احمد بن حسین بیهقی رحمه الله
امام بیهقی رحمه الله په دلائل النبوة، پنځم جلد، صفحه ۴۸۹ کی د حضر آدم علیه السلام توسل په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ذکر کړیدی. هغه له حضرت عثمان بن حنیف رض نه مروی روایت هم رانقل کړیدی.

نهم: شیخ ابنِ تیمیه
شیخ ابن تیمیه د توسل پر مسئله په خپل کتاب [قاعدة جلیلة فی التوسل والوسیلة] کی له دی آیت یایها الذین امنوا اتقوا الله وابتغوا الیه الوسیلة لاندی لیکلی دی:
د الله جل جلا له په بارګاه کی وسیله پیش کول صرف رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ایمان او د دده صلی الله علیه وسلم د اتباع په وجه ده. په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی د اتباع او ایمان له وجه دا وسیله هر اُمتی باندی په هر حال ظاهرا او باطنا، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیات او بعد له وفاته، موجودګی او غیوبت کی فرض ده. د الله جل جلاله رحمت ته د رسیدو لاره او له عذابه یی د بچ کیدو لاره صرف او صرف په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ایمان او د دده صلی الله علیه وسلم اطاعت وسیله کولو نه غیر بله لاره نشته. (ابن تیمیه، قاعدة جلیلة فی التوسل والوسیلة: ۵، ۶)

یو پیرته له شیخ ابن تیمیه نه پوښتنه وشوه چی آیا په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل جائز ده او که ناجائز؟ ده ورته په جواب کی وویل:
الحمد لله! أما التوسل بالایمان به صلی الله علیه وسلم ومحبته وطاعته والصلاة والسلام علیه ودعائه وشفاعته ونحو ذلک مما هو من أفعاله وأفعال العباد المأمور بها فی حقه فهو مشروع باتّفاق المسلمین.
ترجمه: الحمد لله! په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ایمان، د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبت او اطاعت، په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی صلوة او سلام، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء او شفاعت او همدارنګه دده افعال او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کی د بنده ګانو هغه احکام چی په دوی واجب شویدی، وسیله کول د ټولو مسلمانانو په اتفاق مشروع عمل ده. (ابن تیمیه، الفتاوی الکبری، اول جلد، صفحه ۱۴۰)

همدارنګه نورو عالمانو هم په لاندی کتابونو کی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل مخکی له پیدایښت، په حیات کی او بعد له وفاته روا عمل بللی دی:

1. ابن حجر عسقلانی، فتح الباری بشرح صحیح البخاری، ۲: ۴۹۵
2. ابن کثیر، تفسیر القرآن، اول جلد: صفحه ۶۹۱
3. ابن کثیر، البدایة والنهایة، ۱: ۱۳۱
4. سبکی، شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام: ۱۶۱
5. نسفی، مدارک التنزیل وحقائق التأویل، ۱: ۱۰
6. بیهقی، السنن الکبری، ۳: ۳۵۲
7. ابن جوزی، الوفاء بأحوال المصطفی، ۱: ۴۴
8. رازی، التفسیر الکبیر، ۳: ۱۸۰
9. سیوطی، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، اول جلد، صفحه ۲۱۷
10. احمد بن حنبل، المسند، اول جلد، صفحه ۱۱۲
11. ملا علی قاری، مرقاة المفاتیح شرح مشکوة المصابیح، اول جلد، صفحه ۴۶۰
12. شاه ولی الله، فیوض الحرمین: ۸۲
13. شاه عبد العزیز محدث دهلوی، تفسیر عزیزی: ۳۲۹
14. اسمعیل دهلوی، طراط مستقیم: ۸۵
15. شوکانی، تحفة الذاکرین: ۳۷
16. شوکانی، الدر النضید فی اخلاص کلمة التوحید: ۶
17. ابن عابدین شامی، رد المختار علی الدر المختار، اول جلد: صفحه ۴
18. وحید الزمان، حاشیة هدایة المهدی: ۲۰
19. بهوپالی، مسک الختام شرح بلوغ المرام، ۱: ۲۸۶
20. وحید الزمان، هدیة المهدی من فقه المحمدی: ۴۷: ۴۹
21. خلیل احمد سهارن پوری، المهند علی المفند: ۳۱
22. مبارک پوری، تحفة الأحوذی بشرح جامع الترمذی، ۱۰: ۲۵
23. تهانوی، نشر الطیب، فصل نمبر: ۳۸
24. شبیر احمد، تفسیر عثمانی، اول جلد، صفحه ۵۲

و من الله التوفیق


السلام عليکم

وصيل پېروز
24.04.2011

ټولو لوستونکو ستړي مه شئ !
الوزيري صاحب ! ستاسو له زيار او هڅو يوه نړۍ مننه کوم او الله جل جلاله ته سوال کوم چي موږ ټولو ته د نېغي لارې هدايت وکړي .
ستاسو ليکنه مي ولوستله او ما درته تر هغو ځواب درکول نه غوښتل څو تاسو خپله ليکنه پای ته ونه رسوئ ، له دې کاره مي يوازينی هدف داوو چي دواړه لوري په ساړه زړه خپل دلائل ووايي او وخت ومومي څو تر مقابل لوري او لوستونکو خپله نظريه ورسوي ، که ما درته په لومړي سر کښي ځوابي ليکنه ليکلې وای نو تاسو به ددې پر ځای چي خپلې ليکنې ته دوام ورکړئ زما ځواب راکولو ته اړ واست .
ان شاء الله له دې وروسته به ستا پر ليکنه سره وغږېږو.
دا يادونه ضروري بولم چي زما د ليکنې اصلي محور دادی چي ذوات الله جل جلاله ته وسيله کېدای شي که يا؟ تاسو که څه هم د توسل په اړه ټول تفصيلات روښانه کړل مګر په ځوابي ليکنو او نورو کښي به زما زور پر همدې اړخ ډېر وي .
په مينه او درنښت
م . وصيل پېروز


أبوخليل قدوسي
24.04.2011

په پټو او يا غيبو کوم علم چي تاسو ښودلی دا معنا لري چي هغوی په غيبو علم نلري مګر که يې الله تعالی ورباندي خبر کړي او دا يوازي تر انبياوو منحصر ندی الله تعالی چي دهرچا خبرول وغواړي نو خبرولای يې شي او چي الله تعالی څوک خبر کړي بيا غيب نشوعمر (رض) په منبر نارې وهي : يا سارية الی الجبل .
الله تعالی فرمايي:
مَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَا هَادِيَ لَهُ وَيَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ (186) يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَا إِلَّا هُوَ ثَقُلَتْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةً يَسْأَلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِيٌّ عَنْهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (187) قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (188)
بل ځای فرمايي :
وَلَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلَا أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَنْ يُؤْتِيَهُمُ اللَّهُ خَيْرًا اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنْفُسِهِمْ إِنِّي إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ (31)
بل ځای فرمايي :
قُلْ لَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ (50)
[color=cyan:7a2604281d]استنتاج :[/color:7a2604281d]
په غيبو له الله تعالی پرته بل څوک علم نلري
رسول الله (ص) حاضر او ناظر نه دی
رسول الله (ص) بشر دی .
همدا دمؤمن عقيده وي او ستا دا ښکلي عقيده ستا له دې اوږدو ليکنو سره چي د مبتدعيتو او برېلويت عقيده جوته کوي اړخ نه لګوي ديوه ناصح په توګه درته وايم ټولي ونړوه او الله تعالی ته تائب شه


SADEQ MUSALMAN
24.04.2011

قدوسي صاحب سلام
[quote:004af35c87="أبوخليل قدوسي"]
استنتاج :
په غيبو له الله تعالی پرته بل څوک علم نلري
رسول الله (ص) حاضر او ناظر نه دی
رسول الله (ص) بشر دی .
همدا دمؤمن عقيده وي او ستا دا ښکلي عقيده ستا له دې اوږدو ليکنو سره چي د مبتدعيتو او برېلويت عقيده جوته کوي اړخ نه لګوي ديوه ناصح په توګه درته وايم ټولي ونړوه او الله تعالی ته تائب شه
[/quote:004af35c87]
قدوسي صاحب ليکني موسمي نه دي لوستي اونه موالوزيزيه لنډځواب سم کتلی
لکه چې دې لنډته مودوخت له کبله نه بلکه ديوبل څه له امله سترګي نه دي غړولي.
[quote:004af35c87="Alwazirya"]
ښه صاحبه چی ته وخت نه لری نو په لنډو به یی درته ووایمه:

انبیاء پخپله د غیبو علم نه لری خو که الله یی ورکړی نو بیا هو لکه: عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا (26) إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ
او اولیاء الله په غیبو نه پوهیږی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم حاظر او ناظر نه ده.

والسلام
[/quote:004af35c87]
داخبري واړه ستاله عقېدې سره غيرمتضادي دي.
نوته
ته توبه ولي پرې باسې؟؟؟
دی هم وايي نبي عليه السلام حاضراوناظرنه دی
اوته هم
دی هم وايي له الله پرته څوک په غيبوعلم نه لري
اوته هم
دی هم وايي نبي عليه السلام بشردی
اوته هم
نوتوبه په څه شي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
توبه تاسووباسئ چې دبۍ جاني مودومره سردرګرځولی چې نه دبل چادليل منې
اونه وخت ورته لرې چې دليل يې واورې.
اوکه وايې هم ورې پرې پوهېږې نه.
خپه نشې لږحق ومنه خپل سري مه اختياروه اومه خپله پوهه ترنوروزياته ګڼه.
په مينه اومننه
داخبري مي قصدانه دي کړي بلکه يوازي اويوازي ستاسوله پاره ترڅوخپل ځان درته
برښکاره نشي چې دا فی الحقيقت يوه ستره بې تداوي بيماري ده.


عادل عادل
24.04.2011

السلام عليكم

صادق صاحب پوښتلي:-

[quote:8857c9273d]نوتوبه په څه شي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:8857c9273d]

محترم ورور قدوسي صاحب

د پورتنی پوښتنې ..... خلص ...... ځواب ته دې زه هم انتظار باسم .

په درنښت


أبوخليل قدوسي
24.04.2011

صادق جانه او عادل عادل صاحب !
وعليکم السلام
نن صباډېر مصروف يم ديوه کتاب په ليکنه ټول دنيوي کارونه راڅخه پاته دي اونه اوږدې ليکني کولای او يا لوستلای شم، خو چي کله داسي څه ووينم چي د مسلمان سوچه عقيده چېلنج کوي بيا سکوت راته ګران شي زما او د ليکونکي ورور په هغو معتقداتو کي ټکر نشته کوم چي ماذکر کړي دي خو هغه په خپلوليکنو کي دقبرونو عبادت ته نور وربولي او ددې لپاره دلايل هم وړاندي کوي، داسلام او نورو مذاهبو فرق په همدې کي دی چي اسلام دتوحيد دين دی او په نورو مذاهبو کي دالله تعالی تر څنګ نورو ځواکونو ته هم ګروهنه وي چي دانسان او کايناتو په چارو کي تصرف کوي او دالله او بنده ترمېنځ دتماس کړۍ وي.
په اسلام کي الله تعالی بنده مکلف ګرزوي چي هرڅه له هغه څخه مستقيماً وغواړي نو بيا توسل هغه ولي فرض بولي الله تعالی فرمايي :
وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ (186) البقرة
او چې بندګان مې زما په اړه تاكله وپوښتى نو (ورته وايه چى) زه بالكل نږدې يم، دغوښتونكى سوال قبلوم كله چې ما وربولي، نو زما (بلنه) دې هم ومني او پرما دې ايمان راوړي ترڅو په سمه لار محكم پاتې شي .
[color=cyan:ed0e7d6c2a]قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (53) وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (54) وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ (55) أَنْ تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَا عَلَى مَا فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ وَإِنْ كُنْتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ (56) أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ (57) أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ (58) بَلَى قَدْ جَاءَتْكَ آَيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ (59) وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّةٌ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ (60) وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (61) اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ (62) الزمر[/color:ed0e7d6c2a]
ورته ووايه! اې زما هغو بندګانو چې پر خپلو ځانو يې ظلم كړى د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، يقيناً الله ټول ګناهونه بخښي بې شكه هماغه ډېر بخښونكى مهربان دى او خپل رب ته وروګرځئ او هغه ته غاړه كېږدئ تر هغه مخكې چې عذاب درته راشي بيا به له تاسو سره څه مرسته نه كېږي او دهغه غوره شي متابعت كوئ چې د خپل رب له خوا درته نازل شوى، له هغه مخكې چې ناڅاپه عذاب درته راشي او تاسو خبر هم نه ياست (هسې نه) چې بيا څوك ووايي هاى افسوس زما پر هغې لنډ پارۍ چې د الله په هكله مې كړې وه او چې زه بې شكه له ملنډو وهونكو څخه وم يا (داسې) ووايي چې كه الله راته سمه لار ښوولې واى، زه به هم خامخا له متقيانو څخه وم يا ووايي كله چې عذاب وويني: كاشكې زما بل وار ورتګ واى، بيا به زه له نېكانو څخه وم هوكې! تاته خو زموږ اّيتونه درغلي وو خو تا دروغ وګڼل، كبر دې پرې وكړ او له كافرانو څخه شوې او ته به ووينې چې د قيامت په ورځ دهغو كسانو مخونه تور شوي كوم چې الله پورې يې دروغ ويلي، اّيا د كبر كونكو استوګنځى په جهنم كې نه دى؟ او چا چې تقوى كړې وي، الله به هغوى په خپلې كاميابۍ سره يې وژغوري، نه به كومه سختي ورته ورسيږي او نه به خپه كيږي الله د هر شي پيدا كونكى او هماغه په هر شي باندې ساتونكى دى .
ځکه مي وروڼو ورته ويلي چي توبه وباسه مونږ هم توبه باسو دالله تعالی مقصر بندګان يو الله تعالی دي نکړي هېڅکله هم ځان بر نه ګڼم.
صادق جانه ښه ده ځما ځای (دبۍ) خو درته معلوم دی خو ستا ځای او حقيقي نوم لا تراوسه والله چي نده راته معلوم
له پېرزوينو څخه مو ډېره مننه


السلام عليکم

وصيل پېروز
24.04.2011

[quote:a46707757a="Alwazirya"]
الله جل جلاله قادرِ مطلق ده او ددی امر پابند نه ده چی د دعاء د قبولیت لپاره دی څوک دده په دربار کی وسیله وګرځی. الله جل جلاله بلا واسطی په دی باندی توانا ده چی د خپلو بنده ګانو دعاءوی واوری، قبولی یی کړی او په خپل لطف او کرم سره یی ونازوی. ولی زیاتره نفوسِ قدسیه او اُمور صالحه نه یواځی چی د عمل د برکت سبب کیږی بلکی د الله جل جلاله په درګاه کی د دعاءء د قبولیت درجه هم اوچتوی. د رضایِ الهی او عطایِ الهی د حصول لپاره د صالحو اعمالو او نیکو بندګانو وسیله کول کوم شرک یا بدعت نه ده، بلکه دا یو مشروع، مباح او جائزه طریقه ده. په قرآن کریم او احادیث مبارکه و کی داسی ډیر دلایل وجود لری چی نه صرف ددی امر جواز را ښایی بلکی دا هم راته وایی چی په حضور اکرم صلی الله علیه وسلم، انبیاء علیهم السلام او اولیاء الله رحمهم الله باندی توسل د دعاءء لپاره د أقرب الی الاجابت ذریعه ده. په دی بحث کی به د وسیلی د جواز او مشروعیت په باره کی د شرعی دلایلو په رڼا کی پوره بیان او په دی باندی د شویو اعتراضاتو او اِشکالاتو وضاحت وکړمه تر څو دا په ثبوت ورسوم چی له ابتداء نه تر اوسه پوری الله جل جلاله ته مقبول او محبوب بنده ګان وسیله کول د اُمت مسلمه معمول پاتی شویدی.
[/quote:a46707757a]
الله جل جلاله له خپل ستر قدرت او جلال سره سره په شريعت کښي دا هم روا کړې ده چي يو بنده يې ده ته خپل اعمال ، د الله صفات او د يوه نېک سړي دعا وسیله کړي څو عفوه ترې وغواړي او وکړای شي چي خپله کړې غلطي جبران کړي . په دې اړه وړاندي مفصل بحث تېر شوی دی او يوازي او يوازي د قرآن و حديث په رڼا کښي يې تفصيل وړاندي شوی دی چي په اسلام کښي همدا جائزه او روا وسيله ده .
مګر اوس پوښتنه دا رامنځ ته کېږي چي ايا ذوات هم الله جل جلاله ته وسيله کېدای شي که يا؟ دا يوه مهمه او بنسټيزه پوښتنه ده چي ځواب يې بايد يوازي او يوازي د اسلام له دوو اصلي سرچينو قرآن وسنت څخه ورکړل شي ، په همدې تکل مو غوښتل دا مسئله په رڼو ټکو کښي خلکو ته څرګنده کړو چي ايا ذوات الله جل جلاله ته وسيله کېدا شي؟؟؟.
الوزيري صاحب پر دې ټينګار کوي چي هو! دا کار کېدلای شي مګر ځيني اهل علم دا نه مني او د بطلان په سترګه ورته ګوري ، دلته به موږ د خپل علم له مخې د الوزيري صاحب پر راوړو دلايلو بحث وکړو او ان شاء الله په سړه ټنډه به د الوزيري صاحب شوې ليکنه تعقيب او له اسلامي اصولو سره سم ځواب به ورته ووايو.
وړاندي تر دې چي شوي بحث ته سر ور ښکاره کړو زه هم په دې خاطر چي بحث نور هم مفصل او واضح شي غواړم لومړی د توسل تعريف وکړم او مفهوم يې څرګند کړم .
غواړم ووايم چي د توسل تر بحث وړاندي دا خبره ياده لرئ چي د توسل ټول اقسام کفر او شرک نه دي بلکي ځيني يې بدعت ، ځيني يې رسوم او ځيني يې هم روا او جائز دي چي ان شاء الله په راتلونکي کښي به ورته ګوت نيونه وکړو مګر لومړی راځئ د توسل په لغوي مفهوم وپوهېږو.
د وسيلې يا توسل لغوي معنا :
{ ۱ } ( الوسيلة : هی القربة . عن ابی وائل والحسن ومجاهد وقتادة وعطاء والسدی وابن زيد وعبد بن کثير وهی فعلية ، من توسلت اليه ای تقربت ) . (تفسير القرطبي ۶ / ۱۵۹ ، اضواء التوحيد ص ۷۲۴)
ژباړه : وسيله د قرب يا نژدېکت په معنا ده لکه څرنګه چي له وايل ، حسن ، مجاهد ، قتادة ، عطاء ، السدي، ابن زيد او عبد بن کثير څخه نقل شوی دی . دا د فعيلة پر وزن ده چي له توسلت (ما قرب تر لاسه کړ) څخه مشتق دی .
علامه جار الله زمخشري او علامه الوسي رحمهما الله د وسيلې د لغوي مفهوم په بيانولو سره ليکي :
{ ۲ } ( " الوسيلة " کل ما يتوسل به ای يتقرب من قربة او صنيعة او غير ذلک فاستعيرت لما يتوسل به الی الله تعالی من فعل الطاعات و ترک المعاصی ) . ( تفسير الکشاف ۱ / ۶۲۸ واللفظ له ، روح المعانی ۴ / ۱۲۴)
ژباړه : وسيله هر هغه شي ته وايي چي په واسطه يې نژدېکت يا قرب تر لاسه شي لکه قرباني ، نېکه کړنه او يا بل څه ، دا لفظ د الله تعالی د قرب حاصلولو ، ښه کار کولو او ګناه د پرېښودلو مستعار نوم دی .
همداراز د جاهليت د وخت په شعري کلام کښي هم وسيله د قرب او تقرب په معنا راغلې ده :
( ان الرجال لهم اليک وسيلة * ان يأخذوکِ تکحلی وتخضبی ) (اوضع الاشارة فی الرد علی من اجاز الممنوع من الزيارة ص ۲۷۵)
د وسيلې پر لغوي معنا په بحث کولو سره ښاغلی عزت علی عطيه ليکي :
{ ۳ } ( والتوسل لغة : من وسل يسل من باب وعد ، ای رغب و تقرب ومنه اشتقاق الوسيلة ، وهی : ما يتقرب به الی الشیء والجمع الوسائل وتوسل الی الله بوسيلة تقرب اليه بعمل ) . ( البدعة ص ۳۷۳ واللفظ له ، المصباح المنير ۲ / ۸۲۴ حرف الواو )
ژباړه : التوسل په لغت کښي له وسل يسل څخه د وعد پر وزن دی چي درغبت کولو او قرب حاصلولو معنا لري او وسيله هم له همدې ځايه اشتقاق يا اخيستل شوې ده چي د يوه شي بل ته د نژدې کېدلو معنا لري د وسيلې جمع وسائل راځي ، الله جل جلاله ته د وسيلې نيولو مطلب په ښه عمل هغه ته نژدې کېدل يا د هغه قربت غوښتل دي .
ښاغلی حسن عميد هم په فرهنګ عميد کښي توسل داسي تعريفوي :
{ ۴ } ( بوسيله چيزي بکسي نزديکي جستن ، وسيله قرار دادن ، دست بدامن شدن ) ( فرهنګ عميد ۱ / ۶۳۹ حرف التاء )
ژباړه : د يو شي په واسطه چاته نژدې کېدل .
زه غواړم وړاندي تر دې چي د الوزيري صاحب ليکنې ته ځواب ورکړم غواړم د توسل پر اقسامو هم لږ څه سره تم شو څو يې په ممنوعو اقسامو هم وپوهېږو او د ليکنې په راتلونکو برخو کښي له هر ډول ستونزو خوندي پاتي شو ، وروسته به د روان بحث ځوابي ليکنو ته راستانه شو.
نور بیا ...
[quote:a46707757a="Alwazirya"]

په توسل باندی د لا ښه پوهیدو په خاطر د توسل مفهوم واضح کول اړین بولم او بعد له هغی نه د قرآن او سنتو نه دلایل په ترتیب سره ذکر کوم.

د توسل لغوی مفهوم:
د لغت امامانو، وسیله د مقصد د حاصلولو ذریعه بللی ده. لاندی د لغت د ماهرینو او مفسرینو له کتابونو نه د وسیلی د لفظ معنی او مفهوم را اخیستل شویدی.

اول:
امام راغب اصفهانی (متوفی ۵۰۲ هجری) د وسیلی مفهوم داسی بیانوی:
الوسیلة: التوصل الی الشیء برغبة (راغب أصفهانی، المفردات فی غریب القرآن: ۸۷۱)
ترجمه: وسیله یعنی په رغبت سره د یو شی په طرف رسیدل.

دوهم:
علامه ابن اثیر جزری رحمه الله (متوفی ۶۰۶-۵۴۴ هجری)، ابن منظور افریقی او مرتضی زبیدی د وسیلی د لفظ تعریف داسی کوی:
الوسیلة: هی فی الأصل ما یتوصل به الی الشی ویتقرب به (ابن اثیر، النهایه فی غریب الحدیث والاثر، ۵: ۱۸۵، او ابن منظور، لسان العرب، ۱۱: ۷۸۵، او زبیدی، تاج العروس، ۱۵: ۷۸۴)
ترجمه: وسیله په حقیقت کی هغه واسطه ده چی د هغی په ذریعه یو شی ته نیژدی والی کیږی او د هغی قرب حاصلیږی.

دریم:
علامه جار الله زمخشری رحمه الله (متوفی ۵۳۸-۴۲۷ هجری) په خپل تفسیر کی د وسیلی د لفظ معنی داسی لیکی:
الوسیلة: کل ما یتوسل به ای یتقرب (زمخشری، الکشاف عن حقائق عوامض التنزیل، ۱: ۴۸۸)
ترجمه: هر هغه شی چی د هغه په وسیله قرب حاصلیږی، وسیله بلل کیږی.

د توسل شرعی مفهوم:
نور بیا....[/quote:a46707757a]


په تېر پسي ...

وصيل پېروز
25.04.2011

په تېر پسي ...
د وسيلې تر تعريف وروسته د وسيلې قسمونو يا ډولونو ته راځو.
وسيله پر دوه ډوله ده :
(۱) مشروع .
(۲) غير مشروع لکه بالاموات يا بذات الاشخاص چي تفصيل يې ان شاء الله را روان دی .
مشروع وسيله :- هغه وسيله ده چي قرآن کريم يې حکم کړی وي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم په څرګندو ټکو کښي امت ته ښوولې وي او صحابه کرامو رضی الله عنهم عمل پرې کړي وي ، دا څو ډولونه لري .
دلته يې موږ له دې وجې له راوړلو ډډه کوو چي اختلاف پکښي نه شته او هر مسلمان يې له ولي او څرنګه پرته مني ځکه دا په صريح نص ثابته وسيله ده او هيڅ په نوم مسلمان ترې انکار نه شي .
غير مشروع وسيله :- هغه وسيله ده چي يو څوک غواړي په داسي عمل د الله تقرب تر لاسه کړي چي د کتاب الله او د رسول د سنتو خلاف وي .
د مثال په توګه په ځمکه او اسمان کښي چي د الله جل جلاله کوم مخلوقات دي هغوئ بذاته الله جل جلاله ته وسيله شي لکه فرشتې ، انبياء ، صالحين . همدارنګه سپېڅلي ځايونه الله جل جلاله ته وسيله شي لکه کعبة الله ، مشعر الحرام ، رمضان المبارک ، د قدر شپه ، ذی الحجه او داسي نوري د حرمت مياشتې الله جل جلاله ته واسطه شي مګر په هغو کښي چي د کومو اعمالو د يادونې ويل شوي هغه له پامه وغورزوي .
د ممنوع وسيلې حکم :-
غير مشروع يا ممنوع وسيله حرامه ده البته حرمت يې بايد د وسيلې له کيفيت او د هغې د طريقو په اعتبار وپېژندل شي .
د حرامې وسيلې اعلی ډول کفر او ادنی يې هغه دی چي د کوم شرعي حکم مخالفت پکښي شوی وي .
د حرامې وسيلې کوونکی بايد لومړی توبه وباسي که یې له دې ډډه کوله نو مسلمان لارښود يا امير واک لري چي حد پرې جاري کړي څو له دې لارې را وګرزول شي مګر هو ! تر سزا وړاندي بايد په دلايلو دا ورته ثابته شي چي دا حرامه وسيله ده يا په بل عبارت تر سزا وړاندي دي نصيحت او وعظ ورته وشي .
د غير مشروع وسيلې ډولونه :-
کوم کسان چي حرامه او غير مشروع وسيله حلاله ګڼي هغوئ یې په دې درو طريقو کوي .
اول :
کوم ذات يا شخص وسيله کول د مثال په توګه د يو ځانګړي سړي نوم واخلي ووايي چي اې الله ! زه ستا په دربار کښي فلانی سړی وسيله کوم ته د ده په وسيله زما اړتيا پوره کړې . د وسيله کوونکي په زړه کښي له "فلاني سړي " د هغه سړي ذات مراد وي .
دويم :
د چا په مرتبه ، حق ، حرمت او برکت وسيله نيول د بېلګي په ډول يو څوک ووايي : " اې الله ! ستا په وړاندي چي د فلاني سړي کومه رتبه ده هغه وسيله کوم ، يا پر تا چي د فلاني سړي کوم حق دی هغه وسيله کوم ، يا د هغه سړي حرمت او برکت وسيله کوم چي ته زما اړتيا پوره کړې ."
درېيم :
د چا په وسيله په الله قسم کول مثلاً يو ويونکی ووايي : " د فلاني سړي په وسيله په تا قسم خورم چي زما اړتيا پوره کړې . "
څلورم :
له مړو دعا غوښتل .
پنځم :
مړي وسیله کول .
د ممنوع وسيلې حرام ګڼونکي په همدې پنځو طريقو وسيله نيسي چي په حقيقت کښي پنځه واړې باطلې او د اسلامي دين له اصولو سره ټکرې وسيلې دي .
کله چي موږ وايو چي د وسيلې پورتنۍ پنځه واړې طريقې حرامې او د شريعت خلاف دي له همدې وجې هيڅ سړي ته روا نه ده چي له هماغو پنځو طريقو يوه اختيار کړي مګر هغه کسان چي دا پنځه واړه طريقې روا بولي او د الهي تقرب په نظر ورته ګوري ، له دې لارې دعا کول ورته د د عا د قبلېدلو مؤثره وسيله ښکاري نو دا تضاد او اختلاف به څرنګه له منځه وړل کېږي؟ مګر دا کوم ستونزمن کار هم نه دی .
اختلاف کوم نوی شی نه دی او نه يوازي زموږ تر منځ اختلاف پيدا شوی دی . اختلاف يوه قدرتي او طبعي خبره ده مګر الله جل جلاله یې د لرې کولو لاره هم ښودلې ده هغه داده چي الله او د هغه د رسول سنت امر وبولو او خپله ستونزه په هواره کړو ، لکه الله جل جلاله چي وايي :
((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً )) ( النساء : ۵۹)
ژباړه : اې مومنانو ! د الله او د هغه د رسول پيري وکړئ او په تاسو کښي چي څوک د حکومت څښتنان دي د هغوئ هم که ستاسو پر کومه خبره اختلاف شو نو که تاسو پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ د الله او د هغه د رسول حکم ته رجوع وکړئ ، دا ښه خبره ده او پا يله يې هم ښه ده .
د دې ايت په رڼا کښي دواړه مخالف لوري دې ته را بلل شوي چي د الله او د هغه د رسول امر وروستۍ پرېکړه وګڼي او خپل اختلافونه په همدې محکمه کښي فيصله کړي ، تر فیصلې وروسته پرې هیڅ خپګان احساس نه کړي او د حق وروستۍ پرېکړه یې وګڼي ، که یې داسي ونه کړل نوبيا یې ايمان نه شته لکه الله جل جلاله چي وايي :
(( فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا )) ( النساء : ۶۵)
ژباړه : ستا په رب قسم دا خلک تر هغو مومنان کېدای نه شي څو په خپل منځي ستونزو کښي تا منصف نه کړي او وروسته پر پرېکړه په زړه کښي کوم خپګان احساس نه کړي بلکي په خوښي يې ومني .
لهذا که دواړه لوري د الله او د هغه در سول په محکمه کښي د دوسيو پر وړاندي کولو ، د هغې فيصلې په منلو او عملي کولو راضي و متفق وي نو راځئ ! دواړې ډلې به خپلې دوسيې له دلائلو سره وړاندي کړو.
تر کومه چي زموږ خبره ده نو موږ په پيل کښي د مشروعې وسيلې په اړه دلائل وړاندي کړي ، په نص سره مو ثابته کړې او دا مو ويلي چي الله او رسول همدا وسيله روا کړې ده .
غواړم لومړی د همدې درو نامشروعو اقسامو په اړه لږ څه تفصيل وړاندي کړم وروسته به د الوزيري صاحب راوړو دلايلو ته ځير شو.
د نامشروع وسيلې لومړی ډول د يو سړي ذات وسيله کول :-
نور بيا ...


وصيل پېروز
26.04.2011

په تېر پسي ...
د نامشروع وسيلې لومړی ډول د يو سړي ذات وسيله کول :-
د الله جل جلاله په دربار کښي کوم ذات او شخص وسيله کول يو غير شرعي او ناروا عمل دی چي نه يې الله جل جلاله امر کړی او نه رسول الله صلی الله عليه وسلم بلنه ورته کړې ده بلکي الله جل جلاله د داسي وسيلې غندنه کړې ده چي له اتباع او عمل څخه خالي وي ، لکه د دې غندل شوې وسيلي د مرتکبينو په اړه چي الله جل جلاله وايي :
((أَلاَ لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ )) ( الزمر : ۳ )
ژباړه : خبردار ! خالص عبادت يوازي د الله جل جلاله لپاره دی او کومو خلکو چي له ده پرته نور دوستان نيولي ( دوئ وايي ) موږ يې له دې وجې عبادت کوو چي الله جل جلاله ته مو نژدې کړي ، نو الله جل جلاله د هغه څه په اړه پرېکړه کوي چي دوئ پکښي اختلاف کوي ، بې شکه الله جل جلاله دروغجن او ناشکره کس ته هدايت نه کوي .
په دې ايت کښي الله جل جلاله د يو سړي ذات وسيله کول رد کړي او نه يې دي منلي ، په دې ايت کښي الله جل جلاله د دوو خبرو غندنه کړې ده :
لومړی :- له الله جل جلاله پرته د نورو د بندګۍ .
دويم :- اشخاص او مخلوقات د الله جل جلاله دربار ته د نژدېکت په تمه وسيله کول .
ځکه دا دواړې خبرې عيب ، ګناه ، باطل او دروغ دي .
همداراز په سورة سبأ کښي الله جل جلاله دا خبره رد کړې ده چي يوڅوک دي په خپلو زامنو او اولاد مقرب جوړ شي بلکي د نژدېکت لپاره يې صالح اعمال معيار ټاکلي دي . له دې ځايه څرګندېږي چي کوم څوک په الهي دربار کښي لوړ لوړ مقامونه تر لاسه کوي هر څه د خپلو صالحو اعمالو په وسيله کوي ، په مرتبه او واسطه هيڅ هم نه شي موندلای (په نا مشروع ) .
داسي وسيله په دين کښي بدعت او نوی کار دی چي هيڅ ډول اصل نه لري ، موږ په دې اړه له قرآن او حديث څخه هیڅ سند هم نه لرو برخلاف د کثرت حاجات او دواعی ، د مثال په ډول پر سلفو صالحينو ډول ډول ستونزې راتلې لکه وچکالي ، همداراز تل به په جهادي ډګرونو کښي له ډول ډول او پېچلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو مګر بيا هم په دې ستونزمنو او سختو حالاتو کښي هغوئ بيا هم هيڅ يوه هستي يا يوذات د الله جل جلاله دربار ته وسيله نه کړ او نه يې د هغوئ د ذات په وسيله کولو له الله جل جلاله کوم څه وغوښتل .
هو ! مګر د دې برعکس موږ د دې ثبوت موندلای شو چي سلفو صالحينو د نېکو خلکو دعاوې وسيله کړې دي لکه امير المؤمنين عمر فاروق رضی الله عنه چي د خپل خلافت په دور کښي د عباس رضی الله عنه دعا وسيله کړې خو عمر فاروق رضی الله عنه دا ونه کړل چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر ته په تللو یې دعا کړې وي او يا يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ذات الله جل جلاله ته واسطه کړی وي د باران غوښتنه دي کړې وي . د عمر فاروق رضی الله عنه دا کار د عشره مبشره ، د بدر ، احد ، احزاب ، حديبيې ، مهاجرينو او انصارو په منځ کښي تر سره کېدی مګر بيا هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ټولو اصحابو يوه هم عمر فاروق رضی الله عنه ته دا ونه ويل چي تا ولي د رسول الله صلی الله عليه وسلم واسطه کول پرېيښي او د عباس رضی الله عنه په دعا وسيله نيسې؟؟؟.
اخير څه وجه ده چي امير المؤمنين عمر فاروق رضی الله تعالی عنه په دې نامساعدو او ستونزمنو حالاتو کښي په رسول الله صلی الله عليه وسلم د وسيلې نيولو پرېښودل او د عباس رضی الله عنه دعا وسيله کوي ، خو بيا هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم له اصحابو پرې هیڅوک اعتراض نه کوي بلکي ټول ورسره متفق کېږي او تائيد يې کوي ، اخير ولي؟؟؟.
وجه يې دا وه چي عمر فاروق رضی الله عنه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم اصحاب رضی الله عنهم په قرآن ډېر ښه پوهېدلي او روا و ناروا يې په ډېر غوره ډول درک کړي وو.
الهي وينا ده :
((إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ )) ( الزمر : ۳۰ )
ژباړه : اې پيغمبره ! يوه ورځ دوئ او ته مړه کېدونکي ياست .
او دا ايت :
(( وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ )) ( آل عمران : ۱۴۴)
ژباړه : او محمد (صلی الله عليه وسلم ) يوازي يو رسول دی او تر ده مخته څو رسولان تېر شوي دي ، ايا که دی مړ شي او يا ووژل شي نو تاسو به واوړئ ( له اسلام څخه کفر ته ) او که څوک واوړي ( کفر ته ) نو الله جل جلاله ته به هيڅ ضرر هم ونه رسوي او الله به شکر ايستونکو ته ژر بدله ورکړي .
همداراز د دې اياتونو په څېر د عائشې رضی الله عنها دا خبره :
( عن عائشة قالت مات النبی صلی الله عليه وسلم وانه لبين حاقنتی و ذاقتنی ) ( رواه البخاری ، کتاب المغازی ، باب مرض النبی صلی الله عليه وسلم و وفاته ، وقول الله تعالی (انک ميت وانهم ميتون )
همداراز د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امت غوره سړی سيد نا ابو بکر صديق رضی الله عنه خلکو ته وايي :
( فقال ابوبکر : امابعد ، فمن کان منکم يعبد محمداً فان محمداً قد مات ومن کان منکم يعبد الله فان الله حی لايموت ) ( رواه البخاری ، کتاب المغازی ، باب مرض النبی صلی الله عليه وسلم ووفاته )
ژباړه : ابوبکر صديق رضی الله عنه وويل : اې خلکو ! په تاسو کښي چي چا د محمد عبادت کاوی نو پوه شئ چي هغه مړ شو مګر کومو کسانو چي د الله عبادت کاوی هغه ژوندی دی نه مړ کېږي .
دا خطبه ابوبکر صديق رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته د هغه پر منبر په درېدلو ورکړې وه چي وروسته ټولو د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وفات با ور وکړ.
لنډه دا چي کله په عام الرمادة کښي امير المؤمنين عمر فاروق رضی الله عنه په رسول الله صلی الله عليه وسلم وسيله نيول پرېښودل او د عباس رضی الله عنه دعا یې وسيله کړه ، بيا دده له دې کار سره د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجماع له دې وجې وشوه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شوی وو او عباس رضی الله عنه ژوندی وو.
د رسول الله صللی الله عليه وسلم د اصحابو له دې اتفاقي او اجماعي عمل څخه دا څرګندېږي چي په مړو هر ډول وسيله نيول روا نه دي او په شريعت کښي هيڅ جواز نه لري که څه هم د الله رسول محمدرسول الله وي ، که نه د رسول الله صلی الله عليه وسلم اصحابو به د عباس رضی الله عنه د دعا د وسيله کولو پر ځای د رسول الله صلی الله عليه وسلم وسيله کول نه پرېښودل .
علامه سيد محمد آ لوسي رحمه الله دې لورته په اشاره کولو سره په روح المعاني کښي ترې دې ايت :
((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ )) ( المائده : ۳۵)
ژباړه : اې مؤمنانو ! له الله جل جلاله ووېرېږئ او ده ته وسيله ولټوئ .
لاندي ليکي :
( فانه لو کان التوسل به عليه الصلاة والسلام بعد انتقاله من هذه الدار لما عدلوا الی غيره بل کانوا یقولون: اللهم انا نتوسل اليک بنبينا فاسقنا وحاشاهم ان يعدلوا عن التوسل بسيد الناس الی التوسل بعمه العباس وهم يجدون ادنی مساغ لذلک فعدلوهم هذا مع انهم السابقون الاولون وهم اعلم منا بالله تعالی و رسوله صلی الله عليه وسلم و بحقوق الله تعالی و رسوله عليه الصلاة والسلام و مايشرع من الدعاء و ما لايشرع وهم فی وقت ضرورة ومخمصة يطلبون تفريج الکربات و تيسير العسير وانزال الغيث بکل طريق دليل واضح علی ان المشروع ماسلکوه دون غيره ) ( روح المعاني ۴ / ۱۲۶ )
ژباړه : له دې دنيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته که دده په ذات سره وسيله روا وای نو صحابه کرامو رضی الله عنهم به هيڅکله بل چا ته رجوع نه کوله ، بلکي دا به یې ويل : اې الله ! موږ تا ته ستا پيغمبر وسيله کوو موږ ته باران راکړه . په الله پناه غواړو دا څرنګه کېدلای شي !!! چي صحابه کرام رضی الله عنهم د سيد الاولين و الاخيرين د وسيلې په پرېښودلو د هغه اکا عباس وسيله کړي حال داچي ګنجائش يې هم وو . صحابه کرام رضی الله عنهم د السابقون الاولون په کېدلو تر موږ په حقوق الله او حقوق الرسول ښه پوهېږي ، دا خبره هم ښه درک کولای شي چي د دعا کومه لاره روا او کومه ناروا ده ، د حالاتو نامساعد والی او د باران سخته اړتيا دا ټول حالات دا څرګندوي چي هماغه عمل جائز دی چي دوئ ترسره کړ نه بل .
نور بيا ...


وزیري
27.04.2011

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

وصیل جانه، زه له تانه یوه پوښتنه لرم او هغه دا چی آیا ته دی ته آماده یی چی د صحی دلایلو په وړاندی خپل ځان تسلیم کړی او که هرقسم دلیل ته به دلیل پیدا کوی او جوابی حمله به کوی؟
پوه شه! چی ستا کوم دلایل دی هغه ټول زه درسره منم او ما ټول لیدلی دی. ستا په پورتنی لیکنه کی فقط یو آیت شریف شته چی الا لیقربنا الی الله ده او داسی ډیر زیات به نور هم راوړی. خو جار دی شم دا ټول د بتانو په حق کی نازل شویدی. د بت او رسول الله صلی الله علیه وسلم او یا د اولیاء کرام رحمه الله فرق وکړه.

حضرت عمر رضی الله عنه چی په حضرت عباس رضی الله عنه وسیله نیوله دا ددی لپاره وه چی خلکو ته وښایی چی ګوری غیر له نبی نه په بل چا هم وسیله روا ده.
بله خبره دا ده چی ته یو دفعه زما مذکوره روایات جواب کړه بیا خپل وړاندی کړه.

چیلینج:
که په مړو وسیله نه وی روا نو په لاندی اشخاصو باندی به یا د ګمراهی فتوی راکوی او یا به یی منی.

اول:
امام شافعی رحمه الله د حضرت ابوحنیفه رحمه الله په قبر توسل کاوه.
انی لأتبرک بأبی حنیفة، و أجیء الی قبره فی کل یوم ..... یعنی زائرا ..... فاذا عرضت لی حاجة صلیت رکعتین، و جئت الی قبره، و سألت الله تعالی الحاجة عنده، فما تبعد عنی حتی تقضی.
تاریخ بغداد، ۱: ۱۲۳
الخیرات الحسان: ۹۴
مقالات الکوثری: ۳۸۱
رد المختار علی درالمختار، ۱: ۴۱

امام شافعی صاحب د امام اعظم رحمه الله قبر ته څه لپاره ورته، چکر یی واهه او که د تبرک او وسیلی لپاره. دوهم هلته یی چی دوه رکعته لمونځ کاوه ولی یی په مسجد کی نه کاوه. او بیا ته دی عقیدی ته ګوره چی دی وایی چی زه به بیرته نه راستنیدم ترڅو پوری به می چی مشکل نه وه حل شوی.
همدارنګه شاه عبد الحق محدث دهلوی رحمه الله په اشعة اللمعات جلد دوهم صفحه ۹۲۳ کی د امام شافعی رحمه الله دا قول ذکر کړیدی چی د حضرت موسی کاظم رحمه الله قبر د دعاء قبولیت لپاره ډیر مجرب ده.

دوهم:
امام ابن الجوزی رحمه الله د صفة الصفوة په کتاب کی د ابراهیم بن اسحاق حربی په باره کی لیکی:
و قبره ظاهر یتبرک به الناس. (صفوة الصفوة، ۲: ۲۶۶)

دریم:
امام ابوالقاسم قشیری رحمه الله چی شمار یی په اکابرو صوفیه او محدثینو کی راځی د حضرت معروف کرخی رحمه الله په باره کی داسی وایی:
کان من المشائخ الکبار، مجاب الدعوة، یستشفی بقبره – یقول البغدادیون: قبر معروف تریاق مجرب.
الرسالة القشیریة: ۴۱
تاریخ بغداد، ۱: ۱۲۲
صفة الصفوة لابن الجوزی، ۲: ۲۱۴

والسلام


وصيل پېروز
28.04.2011

[quote:1fc56c0252="Alwazirya"]
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

وصیل جانه، زه له تانه یوه پوښتنه لرم او هغه دا چی آیا ته دی ته آماده یی چی د صحی دلایلو په وړاندی خپل ځان تسلیم کړی او که هرقسم دلیل ته به دلیل پیدا کوی او جوابی حمله به کوی؟ .
[/quote:1fc56c0252]
وعليکم السلام
هو ! زه تيار يم چي د هر سيي او سم ځواب په وړاندي ځان تسليم کړم او له خپلې نظريې واوړم ، مګر هغه دليل چي بنسټ يې يوازي او يوازي قرآن او صحي حديث وي ځکه د هر چا کړنه او عمل حجت نه دی ، په دين کښي يوازي د هغه چا کړنه او عمل دليل بلل کېدای شي چي د قرآن او حديث پر بنا ترسره شوی يا ويل شوي وي .
الوزيري صاحب ! تاسو د بحث له اصولو په سرغړونه کولو سره هيڅ ښه کار نه دی کړی چي زما د خبرو تر ختمېدلو وړاندي مو بيا د بحث موضوع بدله کړه او زما په خبرو کښي مو د پاکستانيانو په اصطلاح رکاټ يا خنډ رامنځ ته کړ ، څو زما خبرې پای ته نه وي رسېدلې تاسو بايد چوپ پاتي شوي وای .
[quote:1fc56c0252="Alwazirya"]
پوه شه! چی ستا کوم دلایل دی هغه ټول زه درسره منم او ما ټول لیدلی دی. ستا په پورتنی لیکنه کی فقط یو آیت شریف شته چی الا لیقربنا الی الله ده او داسی ډیر زیات به نور هم راوړی. خو جار دی شم دا ټول د بتانو په حق کی نازل شویدی. د بت او رسول الله صلی الله علیه وسلم او یا د اولیاء کرام رحمه الله فرق وکړه.
[/quote:1fc56c0252]
مګر زه نه پوهېږم چي ته له ما سره کوم دلايل منې ايا دا خبره منې چي په ذواتو وسيله نه شي نيول کېدای که څرنګه ؟ دا جمله مو يو څه وضاحت غواړي .
ما چي په خپله ليکنه کښي په کوم ايت استدلال نيولی هغه په رښتيا هم د بتانو په اړه دی مګر دا راته ووايه چي د بت عبادت کوونکو همدې ډبرو ته عبادت کاوی ، همدا ډبرې يې تراشلې وې او غوښتل يې ويې لمانځي؟؟؟ که يې تر شا کوم حقيقت يا بل څه هم پټ دي؟؟؟.
په صحيح البخاري کښي په دې اړه ابن عباس رضی الله عنه وايي چي بتان د صالحو خلکو انځورونه دي دا هسي نه دي تراشل شوې بلکي د بت عبادت کوونکو به ويل (هؤلاء شفعاء نا عند الله ) يعني دا خلک د الله جل جلاله په وړاندي زموږ شفاعت کوي ، ور نژدې کوي مو او موږ ته بخښنه غواړي . پر دې موضوع وړاندي هم بحث شوی دی .

[quote:1fc56c0252="Alwazirya"]
حضرت عمر رضی الله عنه چی په حضرت عباس رضی الله عنه وسیله نیوله دا ددی لپاره وه چی خلکو ته وښایی چی ګوری غیر له نبی نه په بل چا هم وسیله روا ده.
[/quote:1fc56c0252]
نه پوهېږم دا توجيه ورته کوئ ، که د کوم لاسوند يا دليل له مخې دا خبره کوئ؟؟؟.
په دې صحابه کرام رضی الله عنهم ډېر ښه پوهېدل چي له نبي پرته د بل صالح سړي په دعا هم وسيله نيول کېدای شي ، هغوئ په نبوي دربار کښي وخت تېر کړی وو او تر ما وتا د اسلام په احکامو ډېر ښه خبر وو ، مګر ستاسو دا توجيه په بشپړ ډول غلطه ده چي عمر رضی الله عنه له دې کاره دا هدف درلود . !!!
تاسو بايد د دليل په رڼا کښي ثابته کړئ چي عمر رضی الله عنه په رښتيا هم له دې کاره دا هدف درلودی څو خلکو ته ثابته کړي چي له نبي پرته په بل چا هم وسيله نيول کېدای شي .
تاسو د يو څرګند دليل په وړاندي غواړئ توجيهاتې وکړئ او خپله باطله نظريه سيي ثابته کړئ ، د ډېري حيرانۍ ځای دی چي تاسو د اشخاصو د توسل په لړ کښي د ثبوت په هدف دا روايت هم راوړی دی مګر دا داسي روايت چي که په دې اړه نور روايات نه وای هم د ذواتو د توسل د ناجائزوالي په اړه کافي وو.
څو اقوالو ته مو پام غواړم .
د دې پېښي تر يادونې وروسته شاه ولی الله رحمه الله په استنباط کولو ليکي :
( ازين جا ثابت شد که توسل بګذشتګان وغائبان جائز نداشته اند وګرنه عباس رضی الله عنه از سرور عالم صلی الله عليه وسلم بهتر نبود چرا نګفت که توسل ميکرديم به پيغمبر تو و الحال توسل مي کنيم بروح پيغمبر تو ) ( البلاغ المبين ص ۳۷ )
ژباړه : له دې ځايه ثابته شوه چي په مړو او غائبانو توسل نه دی روا که نه عباس رضی الله عنه تر رسول الله صلی الله عليه وسلم غوره نه وو څه لپاره يې نه ويل چي وړاندي مو ستا په پيغمبر توسل کاوی او اوس ستا د پيغمبر په روح؟؟؟.
همداراز د " مقدمة الواسطة بين الحق والخلق " ليکوال د ذواتو د توسل د عدم جواز په اړه د عمر رضی الله عنه دا عمل دليل نيسي او ليکي :
( ولو لم يکن فی النصوص علی عدم جواز التوسل بذوات الأنبياء والصالحين غير توسل عمر بن الخطاب بدعاء العباس وترکه التوسل بذات النبی لکفی فی الرد علی هذا الفريق ) ( مقدمة الواسطة بين الحق والخلق ص ۶ )
ژباړه : د انبياء او صالحينو په ذات د وسيلې نه نيولو روايات که نه وای پرته د عمر رضی الله عنه له فعله چي د عباس رضی الله عنه دعا پکښي د وسيلې په ډول نيول شوې ده او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ذات وسيله يې پرېيښې ده نو د مخالف لوري د رد او ترديد لپاره بس وو.
تاسو د دې دليل په وړاندي هيڅ ځواب هم نه لرئ پرته له دې چي له خپل ناجائز موقف څخه تېر شئ !!! مګر هو ! يوازي دناروا تاويل او بې ځايه توجيهاتو دروازې مو په وړاندي پرانيستې دي . !!!!!!
[quote:1fc56c0252="Alwazirya"]
بله خبره دا ده چی ته یو دفعه زما مذکوره روایات جواب کړه بیا خپل وړاندی کړه.
[/quote:1fc56c0252]
بله خبره داده چي څو زما خبرې خلاصي شوې نه وي تاسو بايد هيڅ هم ونه واياست ځکه روان بحث ګډوډېږي او د روان بحث موضوع بل لوري ته اوړي يعني په بې ځايه نارو او ناندريو بدلېږي .
زه ستا ځوابونو ته راځم ان شاء الله هر يو به جلا جلا په مفصل ډول وڅېړم سپين ته به سپين او تور ته به تور ووايم ، هر لوستونکی د سالمو دلايلو په رڼا کښي ماته زما غلطي راښودلای شي .
زه غواړم لومړی غير مشروع وسيله خلکو ته د دلايلو په رڼا کښي ثابته کړم له هغه وروسته بايد هغه روايات تر نظر تېر شي چي غير مشروع وسيله مشروع ثابتوي ، د اصولو له مخې هم بايد داسي وشي او عقل يې هم متقاضي دي .
[quote:1fc56c0252="Alwazirya"]
چیلینج:
که په مړو وسیله نه وی روا نو په لاندی اشخاصو باندی به یا د ګمراهی فتوی راکوی او یا به یی منی.
[/quote:1fc56c0252]
زه غواړم دا ووايم چي له قرآن او حديث پرته د هيچا عمل هم د حجت وړ نه دی ، که کوم چا د خبرې سرچينه قرآن او حديث وي نو منل يې ضروري دي او ځاني خبرې يې په دين کښي هيڅ ارزښت نه لري .
[quote:1fc56c0252="Alwazirya"]
اول:
امام شافعی رحمه الله د حضرت ابوحنیفه رحمه الله په قبر توسل کاوه.
انی لأتبرک بأبی حنیفة، و أجیء الی قبره فی کل یوم ..... یعنی زائرا ..... فاذا عرضت لی حاجة صلیت رکعتین، و جئت الی قبره، و سألت الله تعالی الحاجة عنده، فما تبعد عنی حتی تقضی.
تاریخ بغداد، ۱: ۱۲۳
الخیرات الحسان: ۹۴
مقالات الکوثری: ۳۸۱
رد المختار علی درالمختار، ۱: ۴۱

امام شافعی صاحب د امام اعظم رحمه الله قبر ته څه لپاره ورته، چکر یی واهه او که د تبرک او وسیلی لپاره. دوهم هلته یی چی دوه رکعته لمونځ کاوه ولی یی په مسجد کی نه کاوه. او بیا ته دی عقیدی ته ګوره چی دی وایی چی زه به بیرته نه راستنیدم ترڅو پوری به می چی مشکل نه وه حل شوی.
[/quote:1fc56c0252]
ډېر ښه ...
لومړی بايد د دې روايت پر صحت خبرې وشي ځکه امام شافعي او خطيب بغدادي نه دي سره ليدلي امام شافعي رحمه الله په (۱۵۰) کي پيدا او په (۲۰۴) کښي وفات شو او خطيب بغدادي په (۳۹۲) کښي پيدا ، په (۴۶۳) کښي وفات شو.
اوس دا راته ووایه چي دا خبره خطيب بغدادي ته په کوم سند رسېدلې ده؟ ، مهرباني وکړه سند مو وړاندي کړئ چي د اشخاصو پر صحت او ضعف يې خبرې وکړو.
ښه ، که د مثال په ډول تر دې سند تېر هم شو (که څه هم ناممکن دی ) ايا ته په مطلق کتاب کښي راغلې خبره منې؟؟؟ په همدې تاريخ بغداد کښي چي د امام ابوحنيفه رحمه الله په اړه کومې نوري خبرې راغلې دي منلو ته يې تيار يې که ...؟؟؟
همداراز په شامي ، درالمختار ، الهداية او نورو کښي د ذواتو د توسل د عدم جواز فتوی ورکول شوې ده چي نقل يې د امام ابو يوسف رحمه الله په واسطه له امام ا بوحنيفه رحمه الله څخه شوی دی ، ته ووايه که امام شافعي رحمه الله امام صاحب ته دومره درناوی درلود له عقيدې او رايې به يې خبر هم وو که يا؟؟؟ که خبر وو ولي يې داسي کار ترسره کاوی سره له دې چي ده یې د عدم جواز فتوی هم ورکړې ده ؟؟؟ .
عجيبه انصاف دی . !!!
[quote:1fc56c0252="Alwazirya"]
همدارنګه شاه عبد الحق محدث دهلوی رحمه الله په اشعة اللمعات جلد دوهم صفحه ۹۲۳ کی د امام شافعی رحمه الله دا قول ذکر کړیدی چی د حضرت موسی کاظم رحمه الله قبر د دعاء قبولیت لپاره ډیر مجرب ده.
[/quote:1fc56c0252]
له دليل او سند پرته هم د هيچا خبره هم نه شي منل کېدای ، دلته هم بايد تېره ياده شوې طريقه خپله کړې .
[quote:1fc56c0252="Alwazirya"]
دوهم:
امام ابن الجوزی رحمه الله د صفة الصفوة په کتاب کی د ابراهیم بن اسحاق حربی په باره کی لیکی:
و قبره ظاهر یتبرک به الناس. (صفوة الصفوة، ۲: ۲۶۶)
[/quote:1fc56c0252]
که د خلکو عمل دليل وي نو د مکې مشرکانو هم د صالحو کسانو عبادت کاوی ايا روا دی؟؟؟.
دلته د کلام سباق او سياق ډېر ضروري دی ځکه تا خو صرف دومره راوړي چي ابن الجوزي وايي د حربي رحمه الله پر قبر داسي کارونه کېږي ، ايا دا عمل یې سيي ګڼلی دی؟؟؟.
ايا ابراهيم بن اسحاق حربي ويلي دي چي خلک دې ته وهڅوئ څو زما پر قبر داسي چارې ترسره کړي؟؟؟.
[quote:1fc56c0252="Alwazirya"]
دریم:
امام ابوالقاسم قشیری رحمه الله چی شمار یی په اکابرو صوفیه او محدثینو کی راځی د حضرت معروف کرخی رحمه الله په باره کی داسی وایی:
کان من المشائخ الکبار، مجاب الدعوة، یستشفی بقبره – یقول البغدادیون: قبر معروف تریاق مجرب.
الرسالة القشیریة: ۴۱
تاریخ بغداد، ۱: ۱۲۲
صفة الصفوة لابن الجوزی، ۲: ۲۱۴

والسلام [/quote:1fc56c0252]
همداراز امام ابو القاسم قشيري رحمه الله په (۳۶۴) هـ کي پيدا او په (۴۶۵) کښي وفات شوی، مګر متأسفانه د معروف کرخي په اړه کوم معلومات نه لرم دلته بايد له سند سره سره دا هم وڅېړل شي چي نوموړی په څو کښي پيدا او په څو کښي وفات شو؟؟؟ مګر دا خبره دلته دومره مهمه نه ده د ابو القاسم قشيري له لوري چي کومه خبرې شوې ايا کومه سرچينه لري که يا ؟ او که د ليکنې مخکينۍ او وروستنۍ ټوټه په مکمل ډول راوړل شي نو لابه ګل ګلزار شي څو حقيقت سپين او روښانه شي .
بيا هم دا خبره کوم چي د هيچا خبره له دليل پرته د منلو نه ده ، د هرچا خبرې د دلايلو په رڼا کښي د منلو دي ، دليل ته يې بايد وکتل شي چي تر کومه ځايه سيي او د اعتبار وړ دی؟؟؟.
په مينه او درنښت


وزیري
28.04.2011

پیروز جانه! دغه خو غم ده په تاسی کی چی زور درباندی راشی بیا آیات او حدیث نه غیر نور هیڅ هم نه منۍ او مخه مو چی بیا خلاصه وی نو بیا د همدی علماء اقوال ښه په درز سره را نقلوی لکه د شاه ولی الله رحمه الله قول دی چی را اخیستی. قصه که همداسی وی نو خپلی ټولی لیکنی ته دی پریږدم خو یو قول هم غیر له حدیث او آیت نه نه منم. ټولی خبری به ستا په آیت او حدیث باندی ولاړی وی، د عالم قول ته به پناه نه ور وړی ځکه چی ته له دی ټولو نه لوی عالم، محدث، مفسر او فقیه یی.
تاسی لیکلی چی خطیب بغدادی د امام شافعی رحمه الله په وخت کی موجود نه وه نو دلیل نه شی جوړیدای. دا خو کوم مهمه خبره نشی کیدای چی څوک دی د چا په وخت کی موجود نه وی او بیا دی دهغه اقوال راوړی. امام بخاری رحمه الله خو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کی موجود نه وه نو ولی یی د رسول الله صلی الله علیه وسلم افعال، اقوال، کردار او تقریر بیان کړیدی؟

مهربانی وکړی ټوله لیکنه مو مکمله کړی خو پام مو وی چی ګوره غیر له آیت او حدیث نه بل څه بیان نه کړی.

ښه وخت درته غواړم.


السلام عليکم

وصيل پېروز
29.04.2011

[quote:c1e0d46214="Alwazirya"]
پیروز جانه! دغه خو غم ده په تاسی کی چی زور درباندی راشی بیا آیات او حدیث نه غیر نور هیڅ هم نه منۍ او مخه مو چی بیا خلاصه وی نو بیا د همدی علماء اقوال ښه په درز سره را نقلوی لکه د شاه ولی الله رحمه الله قول دی چی را اخیستی. قصه که همداسی وی نو خپلی ټولی لیکنی ته دی پریږدم خو یو قول هم غیر له حدیث او آیت نه نه منم. ټولی خبری به ستا په آیت او حدیث باندی ولاړی وی، د عالم قول ته به پناه نه ور وړی ځکه چی ته له دی ټولو نه لوی عالم، محدث، مفسر او فقیه یی.
[/quote:c1e0d46214]
الوزيري صاحب ! دغه خو غم ده چي تاسو د ليکنې د مفهوم د سم درک پر ځای يوازي له احساساتو کار اخلئ، لومړی بايد تاسو زماليکنې په ښه ډول په ځير لوستلې وای څو مو مفهوم تر لاسه کړی وای چي ايا په رښتيا هم زه له قرآن او حديث پرته څه نه منم؟.
الوزيري صاحب !
ما دا ويلي وو او وايم چي له قرآن او حديث پرته د بل چا قول او عمل د حجت وړ نه دی ، اعنی ( :lol: :lol: :lol: ) که يو صالح او ښه عالم داسي کار وکړي چي په قرآن او حديث کښي موجود نه وي نو ضروري نه ده چي موږ به يې هرو مرو پيروي کوو او د سنت درجې په سترګه به ورته ګورو.
هيله ده پوه شوی به يې .
که زه کوم شی د دين برخه ګڼم نو زه به هرو مرو هڅه کوم چي ددين له اساسي اصولو پرې دليل وړاندي کړم ځکه د يو چا په عمل او قول سره يو شی د دين برخه نه شي ګرزېدای ( من احدث فی امرنا هذا ما ليس منه فهو رد ) دا حديث به مو ښه ياد وي او ښايي په مفهوم به يې هم ښه پوه ياست ، دلته چي ما د علماوو کوم اقوال وړاندي کړي يوازي د تائيد لپاره دي نه دا چي زه پرې هغه شی د دين برخه ګرزول غواړم ، څو خلکو ته حقيقت څرګند شي چي په رښتيا هم زموږ اسلافو دا تګلاره لرله .
زه هيڅکله هم دعوه نه کوم چي تر فلاني پوه يا ښه عالم يم ، بلکي زه د خپلو اسلافو په علميت ، تقوی ، فقاهت ، محدثتوب او جهاديت وياړ کوم ، هغوئ زموږ د سترګو تور دي ، هيڅ مسلمان یې هم ديني احساسات هېرولای نه شي ، مګر له دې هرڅه سره سره يې بيا هم هغه عمل او قول چي په دين کښي نه وي حجت نه شي ګرزېدلای .
[quote:c1e0d46214="Alwazirya"]
تاسی لیکلی چی خطیب بغدادی د امام شافعی رحمه الله په وخت کی موجود نه وه نو دلیل نه شی جوړیدای. دا خو کوم مهمه خبره نشی کیدای چی څوک دی د چا په وخت کی موجود نه وی او بیا دی دهغه اقوال راوړی. امام بخاری رحمه الله خو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کی موجود نه وه نو ولی یی د رسول الله صلی الله علیه وسلم افعال، اقوال، کردار او تقریر بیان کړیدی؟
[/quote:c1e0d46214]
تاسو داسي خبره کړې لکه يو ماشوم چي يې کوي يقيناًدومره مي ورته خندلي لکه د ټوکو ټکالو په خونه کښي چي ټوکي لولم . ( :lol: :lol: :lol: )
زما مطلب دا وو چي خطيب بغدادي رحمه الله او امام شافعي رحمه الله خو په يوه زمانه کښي نه وو نو خطيب بغدادي خو امام شافعي نه دی ليدلی چي هغه دی د امام صاحب رحمه الله په قبر توسل کوي ، نه امام شافعي رحمه الله ورته ويلي چي زه داسي کار کوم ځکه دوئ سره ليدلي نه دي ، نو هرو مرو به تر دې منځ يو څو راويان وي چي خطيب بغدادي ته به يې کيسه کړې وي چي امام شافعي رحمه الله (ستا په نظر ) دامام صاحب په قول توسل کاوی ، که به نه وي؟.
که وي نو بايد وړاندي شي څو يې د صحت او ضعف پر اړخ د جرحې او تعديل په رڼا کښي لږ تفصيل وړاندي شي .
ستاسو راتلونکې پوښتنه هم دې ته ورته ځواب لري ، محمد بن اسماعيل البخاري رحمه الله چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم احاديث بيان کړي له هغو سره سند هم شته ، که دا سند نه وي نو هيڅ منل کېدلای نه شي او بله ضروري خبره پکښي دا ده چي راويان به يې ثقه وي ، رښتيا به وايي ، دروغ به نه وايي ، د ښې حافظې څښتنان به وي ، له يو بل څخه به يې سماع ثابته وي او داسي نور شرطونه چي الحمدلله د ا مام بخاري رحمه الله په احاديثو او ان ټولو صحيحو احاديثو کښي دا شرطونه مراعات شوي دي ، له همدې وجې نه پرې څوک رد کولای شي او نه ترې انکار . الحمدلله
[quote:c1e0d46214="Alwazirya"]
مهربانی وکړی ټوله لیکنه مو مکمله کړی خو پام مو وی چی ګوره غیر له آیت او حدیث نه بل څه بیان نه کړی. [/quote:c1e0d46214]
زه به ان شاء الله خپله ټوله ليکنه بشپړه کړم او څه چي د دين برخه ګڼم له ديني اساساتو به پرې دليل هم راوړم چي د هر ديني عالم او مومن تګلاره ده .
په مينه او درنښت


السلام عليکم

وصيل پېروز
04.05.2011

دويم :
دچا په حق ، حرمت او ... وسيله نيول
الله جل جلاله ته د چا په حق ، مرتبه او حرمت وسيله نيول يو غير شرعي عمل او کار دی چي نه يې الله امر کړی ، نه رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته ويلي چي داسي کوئ او نه پر دې کار د صحابه کرامو رضی الله عنهم عمل په صحيح ډول ثابت دی .
کوم کسان چي دا ډول وسيله روا بولي يوه پوښتنه ترې کېږي چي د کوم چا په حرمت او مرتبه چي تاسو الله جل جلاله ته وسيله نيسئ هغه دا مرتبه او مقام څرنګه تر لاسه کړ؟ ايا هغه دا هر څه عزت او مرتبه په اطاعت ، نافرماني نه کولو ، د بديو په پرېښودلو ، له شيطان سره په مبارزه ، د الله جل جلاله په لار کښي په جهاد کولو، د نېکيو په کولو او ... ترلاسه نه کړ؟ که هغه داسي نه وای کړي نه به یې دا مرتبه تر لاسه کړې وه او نه دا جاه و جلال .
که حقيقت همدا وي نو وواياست ايا د هغوئ له نېکو اعمالو به تاسو ته هم کومه برخه درکول شي؟ ښکاره ده چي ځواب به يې دا وي چي هيڅ برخه به بل ترې ورنه کول شي بلکي ثمره به يې يوازي او يوازي ده ته ورکول کېږي ، بل څوک پکښي برخه نه لري .
که دا درمعلومه وي چي دا هرڅه هغه يوازي په خپلو هڅو او هاند ترلاسه کړ او مېوه به يې هم دی خوري نو هغه څه ولي الله ته وسيله کوئ چي خاوندان يې نه ياست؟ کله چي تاسو پر هغه د يوې ذرې په اندازه حق نه لرئ نو دا حق څرنګه وسيله ګرزوئ؟ الله جل جلاله وايي :
(( وَأَن لَّيْسَ لِلإِنسَانِ إِلاَّ مَا سَعَى * وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى * ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاء الأَوْفَى )) ( النجم : ۳۹ ، ۴۱ )
ژباړه : او انسان هغه څه تر لاسه کوي چي کوشش يې کوي او کوشش به يې ژر وليدل شي، بيا به يې بشپړه بدله ورکول شي .
د مسلمان امت کوم صا لح کسان چي د خپلو نېکو اعمالو په مټ په الهي دربار کښي منل شوي هغوئ به ان شاء الله خوښ او خوشاله وي ځکه دا يې د نېکېو پايله او د کوششونو مېوه ده ، هيڅوک هم حق نه لري چي د هغه کړي اعمال د ځان لپاره وسيله کړي .
غواړم په دې اړه د تائيد په ډول د ځينو ديني علماء کرامو رحمهم الله نظريات هم درسره شريک کړم څو د هغو کسانو زړونه ډاډه شي چي د تحقيق او پلټنې څپې يې په زړونو کښي په غورځنګ دي او غواړي وپوهېږي چي مسلمان علماء د يادې مسئلې په اړه کوم نظر لري؟ .
امام ابو العز الحنفي ( د شرح عقيدة طحاويه شارح ) او ملاعلی قاري رحمهما الله توسل بالذوات د ناجائز والي په اړه د امام ابوحنيفه رحمه الله او صاحبينو اقوال داسي راوړي :
( ولهذا قال ابو حنيفة وصاحباه : رضی الله عنهم يکره ان يقول الداعی : اسألک بحق فلان او بحق انبيائک ورسلک وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام ونحو ذالک ) (شرح العقيدة الطحاويه ص ۲۶۲ واللفظ له ، شرح فقه الاکبر ص ۱۱۰ )
ژباړه : امام صاحب او ياران يې وايي : دعا کوونکی دچا په حق ( د حرمت او عزت په واسطه ) سره ، يا د انبياوو او رسولانو په حق سره ، يا هم د بيت الحرام او مشعر الحرام نو دا مکروه او حرام دی .
د الدر المختار مصنف د تنوير الابصار ددې قول د تعليل په بيانولو ليکي :
( وکره قوله بحق رسلک وانبيائک واوليائک او بحق البيت لانه لاحق للخلق علی الخالق تعالی ) ( درالمختار ، فصل فی البيع )
ژباړه : الله جل جلاله ته د رسولانو ، انبيا وو ، اولياوو او بيت الله د حق او مرتبې وسيله کول مکروه او حرام دي ځکه د خالق پر ذمه د مخلوق حق نه شته .
همداراز د هدايې مصنف رحمه الله په دې اړه ليکي :
( ويکره ان يقول فی دعائه بحق فلان او بحق انبيائک ورسلک لانه لاحق للمخلوق علی الخالق ) ( هدايه ۴ / ۴۷۳ ، کتاب الکراهية مسائل متفرقة )
ژباړه : دعا کوونکی بايد په خپله دعا کښي د چا په حق سره دعا ونه کړي يا دا ووايي چي اې الله ! زما د انبياوو، رسولانو په حق سره تاته دعا کوم نو دا ټول مکروه دي ځکه د خالق پر ذمه د مخلوق کوم حق نه شته .
د ذواتو د توسل پر مهال چي زياتره وخت کوم الفاظ اسعمالېږي په هغوئ کي تر ټولو زيات مشهور حق او حرمت دی ، مګر فقهاوو يې تر منځ توپير نه دی کړی او پر دواړو کلمو يې د کراهيت حکم کړی دی .
لکه بزازيه فتاوی چي (په کتاب الکراهیة ) کښي همداسي وايي .
دا هم ياده ولرئ چي که د فقهاوو په قول کښي د مکروه والی لفظ له کوم تقييد پرته راشي نو مراد ترې مکروه تحريمی دی لکه درالمختار او تنوير الابصار چي همداسي کاږي . ( در المختار ، کتاب الحظر والاباحة، تنوير الابصار ، کتاب الحظر والاباحة )
په دې اړه د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله څرګندونې هم د ځانګړې يادونې وړ وې مګر متأسفانه او بيا هم متأسفانه چي د وخت د کمښت او لږوالي له وجې مي رانه وړلای شوای .
يادونه : ليکنه له دې وجې وځنډېده چي زه په درسي چارو بوخت وم او يو لړ ازموينې وې .
نور بيا ...


وزیري
14.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وصیل پیروزی صیب، تاسی خو زما په آند مصروف یاست او یا مو دا موضوع بیخی هیره کړه. په هر صورت بعد له ډیر انتظار نه زه خپله جوابی لیکنه درته لیکمه ترڅو دا واضحه کړمه چی د چا په حق، حرمت او ... وسیله نیول جائز عمل ده.
وصیل پیروزی ورور په خپله پاسنی لیکنه کی لیکی:
الله جل جلاله ته د چا په حق ، مرتبه او حرمت وسيله نيول يو غير شرعي عمل او کار دی چي نه يې الله امر کړی ، نه رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته ويلي چي داسي کوئ او نه پر دې کار د صحابه کرامو رضی الله عنهم عمل په صحيح ډول ثابت دی .

جواب:
دچا په حق ، حرمت او ... وسيله نيول
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله په خپل ځان او انبیاء توسل کړیده.
له حضرت انس رضی الله عنه نه روایت ده چی کله د حضرت علی بن ابی طالب والده فاطمه بنت اسد بن هاشم وفات شوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریف رواړلو او سر سره یی کیناست. بیا یی وفرمایل: ای موری! الله جل جلاله دی پر تا باندی رحم وکړی، زما له مور نه وروسته ته زما مور وی. تا به زه مړولم او خپل ځان به دی وږی پریښود. تا به ماته جامه راکوله او ددی پرځای چی خپله ښه شی وخوری ماته به دی راکولو. او داسی نور ډیر صفت یی وکړو.
بیا یی له خپل څادر نه ورته کفن ورکړلو. اسامه بن زید، ایوب انصاری، حضرت عمر او بلال حبشی رض ته یی وویل چی قبر ورته وکندی.
نو چی قبر تیار شو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه قبر کی څملاست او دا یی وویل:
الله الذی یحی و یمیت وهو حی لایموت، اغفر لامی فاطمة بنت اسد ولقنها حجتها، و وسع علیها مدخلها بحق نبیک و الانبیاء الذین من قبلی، فانک ارحم الراحمین.

المعجم الکبیر للطبرانی، ۲۴: ۲ – ۳۵۱، رقم: ۸۷۱
المعجم الأوسط للطبرانی، ۱: ۳ – ۱۵۲، رقم: ۱۹۱
حلیة الأولیاء لابی نعیم، ۳: ۱۲۱
العلل المتناهیة للجوزی، ۱: ۹ – ۲۶۸ رقم: ۴۳۳
مجمع الزوائد، ۹: ۷ – ۲۵۶

نو په پاسنی حدیث کی دا ثابته شوه چی پخپله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا الفاظ استعمال کړل (بحق نبیک و الانبیاء).

دوهم:
په سائلینو توسل:
حضرت ابوسعید خدری رض روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
من خرج من بیته الی الصلاة فقال:
اللهم! این اسألک بحق السائلین علیک، و اسألک بحق ممشای هذا ... الخ.

سنن ابن ماجه: ۵۷
مسند احمد بن حنبل، ۳: ۲۱
عمل الیوم لابن السنی: ۳۰، رقم: ۸۳
الترغیب والترهیب، ۲: ۴۵۸
مصنف ابن ابی شیبة، ۱۰: ۲ ۰ ۲۱۱
المتجر الرابح فی ثواب العمل الصالح: ۲ – ۶۴۱
میزان الاعتدال للذهبی، ۲: ۴۴۷

په دی کی خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مونږه ته دا تعلیم راکړو چی د سائلینو نامه سره له الله جل جلاله نه وغواړی (بحق السائلین علیک).

زه دا یو پیرته بیا واضحوم چی هیڅوک هم پر الله جل جلاله حق نه لری چی داسی په زغرده یی ترینه څوک وغواړی خو داسی سوال کول د قبولیت درجی کی اضافه والی راولی ځکه انبیاء، اولیاء، علماء او فقهاء الله جل جلاله ته محجوب دی او د محبوب شی که ذوات فاضله وی او که نیک اعمال، وسیله یی روا ده.

که د ذوات فاضله یا بحق .... سره سوال کولو کی د علماء اقوال راسره منی نو بلاشک چی د لسګونو جیدو علماؤ اقوال راسره همداسی ټایپ شوی پراته دی له حوالو سره چی دا عمل یی مستحسن بللی. د نمونی په څیر خو دا یو در واخله:

علامه سید محمود آلوسی رحمه الله، د اهل الله په وسیله کولو کی او له دوی نه د روحانی استمداد د امکان او جواز په باره کی د سورة النازعات د اولنیو ۵ آیاتونو بالخصوص د (فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا) په تفسیر کی لیکی.
اذا تحیرتم فی الأمور فاستعینوا من أصحاب القبور أی أصحاب النفوس الفاضلة المتوفین، ولا شک فی أنه یحصل لزائرهم مدد روحانی ببرکتهم و کثیرا ما تنحل عقد الأمور بإنامل التوسل ‌إلی الله تعالی بحرمتهم.
ترجمه: کله چی تاسی له مشکلاتو سره مخ شی نو له اهل مزاراتو نه د مدد طلب وکړی. یعنی د الله جل جلاله هغه محبوب او مقبول بندګانو نه د مدد طلب وکړی چی خاوندان د نفوس قدسیه دی او وفات شویدی. په دی کی هیڅ شک نشته چی که څوک ددوی په مزار باندی حاضر شی نو ددوی په برکت سره روحانی مدد حاصلیږی او اکثره وخت ددوی د حرمت وسیله کولو په خاطر د مشکلاتو غوټی خلاصیږی.

حواله: روح المعانی، ۳۰: ۸ – ۲۷

نو وروڼو!!! که دا کار شرک او یا ناروا وی چی سړی دی د چا په حرمت له الله جل جلاله نه سوال وکړی او یا دی د وفات شوی او یا ژوندی نفوس قدسیه وو نه امداد وغواړی نو اولنۍ د شرک، تکفیر یا ګمراهی ټاپه مو په همدی عظیم الشان مفسر باندی ولګوی چی مونږه هم پوه شو چی تاسی کی څومره زور ده.

والسلام


وصيل پېروز
16.05.2011

سلامونه او ښې چارې
ښاغلی وزيري صاحب ! د ډېر مصروفيت له وجې روانه ليکنه يو څه وځنډېدله چي له امله يې بخښنه غواړم ، اوس مي هم والله تر ډېر زحمت وروسته دې ليکنې ته ځان فارغ کړ.
تاسو بايد لږ صبر کړی وای که څه هم زه ډېر وځنډېدلم مګر زه به ان شاء الله په هيڅ صورت دا لړۍ پرې نه ږدم او په هر حالت کي به يې روانه وساتم ، بياهم په احترامانه ډول درڅخه هيله کوم چي لومړی ما ليکنې ته پرېږدئ وروسته به په ساړه زړه د يو بل ځوابونو ته راشو.
درېيم :
په الله قسم کول
د قسم او حلف حقيقت دادی چي په الله سره وخوړل شي يا واخيستل شي ځکه قسم عبادت دی او عبادت له الله پرته بل چاته نه شي سيي کېدلای . په بخاري او مسلم کښي د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه وينا ده : " که څوک غواړي قسم وکړي نو د الله په نوم دي وکړي که نه چوپ دي اوسي ." همداراز په ترمذي کي داسي دي " که چا په غير الله قسم وکړ شرک يې وکړ . "
له دې څخه معلومه شوه چي په مخلوق د مخلوق قسم حرام دی نو بيا د يو مخلوق په نوم په يو خالق څرنګه سيي کېدلای شي؟؟؟ د مثال په ډول که څوک ووايي : اې الله ! په فلاني بزرګ په تا قسم خورم ، يا د فلاني بزرګ په واسطه له تا غوښتنه کوم چي زما دا اړتيا پوره کړه . دا ډول ويل سراسر حرام دي .
څلورم :
مړي وسيله کول :
له مړو د خپلو اړتياوو د پوره کولو غوښتنه کول ، هغوئ را بلل ، له هغوئ استغاثه او استعانت غوښتل ، دا هر څه له ډېر پخوا راهيسي په عواموکښي خورا نفوذ لري .
که څه هم خلک دا وسيله ګڼي خو په حقيقت کښي دا وسيله نه ده ځکه وسيله خو له الله جل جل جلاله څخه يو شی په مشروع واسطه غوښتلو ته وايي ، لکه ايمان ، عمل صالح ، د الله تعالی لوړ اسماء او صفتونه ، د ژونديو صالحينو دعا .
له دې پرته مړي را بلل ، هغوئ ته نارې وهل ، د ګټې او تاوان اميد ترې کول په حقيقت کښي له الله جل جلاله څخه اعراض دی دا وسيله له کومه ځايه ده؟؟؟ يا په بل عبارت شرک اکبر ورته ويلای شو.
الهي وينا ده :
(( وَلاَ تَدْعُ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَنفَعُكَ وَلاَ يَضُرُّكَ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ )) ( يونس : ۱۰۶)
ژباړه : له الله جل جلاله پرته هغه چاته نارې مه وهئ چي نه ګټه او نه زيان درته رسولای شي که دي داسي وکړل نو له شک پرته به له ظالمانو څخه شې .
يو بل ځای داسي راغلي :
(( وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ لاَ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ 20 أَمْواتٌ غَيْرُ أَحْيَاء وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ )) ( النحل : ۲۱ – ۲۱ )
ژباړه : او دا مشرکان چي له الله پرته کومو معبودانو ته نارې وهي هغه هيڅ هم نه شي پنځولای بلکي په خپله پيدا شوي دي ، دا مړه دي ژوندي نه دي ( دانسان په څېر روح پکښي نه شته ) او په دې هم نه پوهېږي چي څه وخت به را پاڅول کېږي؟. !!!
پنځم :
له مړو دعا غوښتل :
د مړو په اړه داسي ويل چي موږ ډېر ګنهکار يو لکه څرنګه چي تاسو د الله جل جلاله غوره بندګان ياست له همدې وجې د الله جل جلاله په دربار کښي زموږ لپاره دعا وکړئ مثلا داسي ووايي " يارسول الله ادع لی" يا داسي ووايي " يا علی ادع لی " يا " يا عبدالقادر جيلانی ادع لی " نو دا وسيلې ټولي ممنوع او غير شرعي دي ځکه په حديث کښي دي :
( اذا مات الانسان انقطع عمله الا من ثلاث الا من صدقة جارية او علم ينتفع به او ولد صالح يدعو له )
( صحيح مسلم ، کتاب الوصية ، باب ما يلحق الانسان من الثواب بعد وفاته )
ژباړه : کله چي انسان مړ شي نو اعمال يې منقطع کېږي مګر له درو عملونو پرته له صدقیې جاريې پرته ، يا ګټور علم يا نېک اولاد چي دده لپا ره دعا کوي .
له همدې وجې د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته صحابه کرام رضی الله عنهم دده قبر ته نه ولاړل څو يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په واسطه له الله جل جلاله د خپلو ستونزو حل غوښتی وای .
په همدې اړه شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي :
( واما سؤال الميت فليس بمشروع ولا واجب ولا مستحب بل ولا مباح ولم يفعل هذا قط احد من الصحابة والتابعين لهم باحسان ولا استحب ذلک احد من سلف الامة ، لأن ذالک فيه مفسدة راجحة وليس فيه مصلحة راجحة ، والشريعة انما تأمر بالمصالح الخالصة او الراجحة وهذا ليس فيه مصلحة راجحة بل اما ان يکون مفسدة محضة او مفسدة راجحة وکلاهما غير مشروع ) ( التوسل والوسيلة ص ۴۴ )
ژباړه : تر کومه ځايه چي د مړو د وسيله کولو خبره ده نو دا په شريعت کښي ناروا يا نامشروع ده ، دا نه واجب ده ، نه مستحب او نه هم مباح په صحابه کرامو او تابعينو کښي يوه هم مستحب نه دی ګڼلی وجه یې داده چي هيڅ ډول مصحلت پکښي نه شته بلکي سراسر فساد دی . شريعت يوازي او يوازي د هغو چارو د کولو امر کوي چي څرګند مصالح پکښي نغښتلي وي مګر له مړو په سوال کولو کښي د لحاظ وړ مصلحت نه موندل کېږي بلکي يا پکښي سوکر ( خالص ) فساد دی يا راجح مفسده او دواړه په شريعت کښي جواز نه لري .
وما علينا الا البلاغ المبين
دا د غير مشروع وسيلې پنځه غير مشروع قسمونه وو ، اوس به ان شاء الله په راتلونکې برخه کښي د الوزيري صاحب ځوابونو ته راشم چي د همدې غير مشروعو اقسامو د مشروع کولو هڅه يې کړې ده . نور بيا ...

په مينه او درنښت


وصيل پېروز
20.05.2011

ټولو ګډونوالو ته
سلامونه او ښې چارې
د توسل په لغوي معنا کي کوم اختلاف نه شته له همدې وجې ضروري ده چي شرعي منزلت او مقام يې وڅېړل شي له همدې وجې ستاسو له دويمې برخې پيل کوم .
[quote:9ae3a0020f="Alwazirya"]
د توسل شرعی مفهوم:
په الهی بارګاه کی د قُرب حاصلول، د خپل کوم حاجت او ضرورت په وخت کی د مراد حصول یا د پریشانیو او مصیبتونو دفع کولو لپاره د دعاء په وخت کی مقبول عمل، صالح بزرګ، یا بابرکته مقام او زمان واسطه پیش کولو ته توسل وایی. د شرعی نقطه نظر له پلوه، هر هغه شی چی د دعاء د قبولیت لپاره ذریعه جوړه شی توسل ده. د الله جل جلاله په درګاه کی اعمالِ صالحه او ذواتِ صالحه دواړه محبوب او مقبول دی نو د دواړو وسیله کول یو جائز او مقبول عمل ده.
د توسل عقیده نصوصِ قطعیه نه ثابته ده نو ددی له شرعی جواز نه انکار مطلقا د قرآنی آیات نه دانکار مترادف ده، کوم چی کفر ده. د توسل ډیری معناوی کیدای شی، دا د حاجت، رغبت، منزلت او قربت په معناوو استعمالیږی.
[/quote:9ae3a0020f]
توسل که په عام اعتبار را واخلو نو تاسو چي کوم څه ته توسل ويلي کولای شو چي توسل یې وبولو مګر که له شرعي ليدلوري ورته وګورو او يوازي تر هغې دايرې يې منحصر کړو چي شريعت يې اجازه ورکوي نو بيا هغه څه ته توسل ويل کېدلای شي چي په شريعت کښي د توسل لپاره خاص شوي وي لکه صالح اعمال ، د نېک ژوندي سړي دعا ، د الله جل جلاله نومونه او صفتونه واسطه کول . په همدې اعتبار يوازي هغه څه په الهي دربار کښي منل کېږي چي په نص ثابت وي او په شريعت کښي شتون ولري .
موږ منو چي په نص د توسل عقيده ثابته ده که څوک ترې انکار کوي هغه د اسلام له دايرې وتلی دی مګر ايا په دې هم يو څوک کافروئ چي هغه د ذواتو له توسل څخه منکر شي؟؟؟.
[quote:9ae3a0020f="Alwazirya"]
قربتِ الهی
د الله تعالی په دربار کی قرب بنفسه یوه وسیله ده – کله چی یو بنده ایمانِ کامل، اتباعِ سنت، په شرعی احکامو او عباداتو باندی پابند وی او ددی په سبب د الله جل جلاله قرب حاصلوی نو دا په خپله دده لپاره یوه وسیله ده. هر هغه کس چی په نیک نیت او خلوص سره د الله جل جلاله عبادت کوی، الله جل جلاله به دا شخص د خپل نیت په خاطر د شیطان له وسوسو نه په امن کی وساتی. دا نیک او خالصه نیت دده لپاره یوه وسیله شوه چی دی یی له ګمراهی نه وساتلو (احمد بن حنبل، المسند، ۳: ۳۵۴)
[/quote:9ae3a0020f]
هو ! کولای شو نېک او صالح عمل الهي دربار ته وسيله کړو څو پرې دعاګانې طلب کړو او يا هم د يو څه غوښتنه وکړو ، (انما الاعمال بالنيات ) يعني ټول اعمال په نېت سره دي که يو څوک د الهي مينې له وجې ذکر کوي ، له الله وېرېږي نو الله جل جلاله به نور هدايت هم ورته وکړي او په خپلو ابدي نعمتونو به يې ونازوي .
[quote:9ae3a0020f="Alwazirya"]
مطلق مُتَوَسَّل بِه
هر هغه شی چی د قرب د حاصلولو ذریعه جوړه شی وسیله شمارل کیږی. که هغه افراد وی او یا اعمال ځکه چی په قرآن کریم کی د وسیلی د تلاش حکم مطلق پاتی شویدی. په سورة المائده کی الله جل جلاله وایی:
یا ایها الذین امنوا اتقوا الله وابتغوا الیه الوسیلة.
ترجمه: ای هغه کسانو چی ایمان مو راوړیدی، وویریږی له الله جل جلاله نه (عذاب نه)، او ولټوی ده ته واسطه.
د دی آیت اطلاق اعمال او افرادو دواړو باندی کیږی او د کوم خاص شی سره خاص کیدای نشی. دا آیت کریمه د توسل د مشروعیت لپاره د صریح جواز درجه لری.
[/quote:9ae3a0020f]
په قرآن کريم کښي الله جل جلاله د وسيلې نيولو امر کړی دی مګر په څه شي سره؟. په قرآن کريم کښي ستاسو په اند د توسل يادونه په مطلق ډول شوې ده مګر داسي نه ده بشپړ ایت ته لومړی پام وکړئ ! :
(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُواْ فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ))
( المائدة : ۳۵ )
ژباړه : اې مومنانو ! له الله ووېرېږئ او دهغه لور ته وسيله ولټوئ او د الله په لار کښي جهاد وکړئ څو بريالي شئ .
لومړۍ خبره داده چي په ايت کښي زموږ د هغې رايې تائيد شوی چي وړاندي مو بيان کړه چي صالح اعمال الهي دربارته وسيله کېدای شي لکه څرنګه چي ايت اشاره ورته کوي او خلک دې ته هڅوي چي نېک اعمال ترسره کړي او بيا يې الهي دربار ته د وسيلې په ډول وړاندي کړي . د ايت په حقيقي مفهوم کښي په غور کولو سره موږ پوهېږو چي په ايت کښي د مخلوقاتو او صالحینو د ذات د وسيله کولو بېخي يادونه هم نه شته ، په ايت کښي صرف هغه څه ته اشاره شوې چي شرعي وسيله یې بللای شو او يا هغه څه چي ټول يې په ګډو منلو ته تيار دي ، ايت صرف د هغه څه تائيد کوي چي موږ وړاندي بيان کړل هغه صالح اعمال په الهي دربار کښي وسيله ګرزول .
دويمه خبره داده چي په دې اړه يو شمېر مفسرينو لکه ابن عباس ، مجاهد ، ابووائل ، حسن ، قتاده او سدي همدا فتوی ورکړې ده چي په دې سره صالحو اعمالو ته اشاره ده .
غواړم د مفسرينو له کتار څخه د الوسي حنفي رحمه الله وينا د تائيد په ډول رانقل کړم :
( واستدل بعض الناس بهذه الآية علی مشروعية الاستغاثة بالصالحين وجعلهم وسيلة بين الله تعالی وبين العباد . والقسم علی الله بهم بان يقال : اللهم انا نقسم عليک بفلان ان تعطينا کذا ومنهم من يقول للغائب او الميت من عباد ا لله تعالی الصالحين : يا فلان ادع ا لله تعالی ليرزقنی کذا وکذا ويزعمون ان ذالک من باب ابتغاء الوسيلة ويروون عن النبی صلی الله عليه وسلم انه قال : اذا اعيتکم الامور فعليکم باهل القبور او فاستغيثوا باهل القبور وکل ذالک بعيد عن الحق بمراحل ) .
ژباړه : ځينو خلکو په دې ايت سره له نېکو خلکو د دعا غوښتلو لپاره دليل ګرزولی دی او هماغه نېک کسان يې د الله او خلکو ترمنځ وسيله کړي دي او په هغوئ د الله قسم کول هم جائز ګڼي چي اې الله ! زه تاته د فلاني قسم درکوم چي ته موږ ته فلانی شی راکړې او له همدې کسانو ځيني مړو ياغائبو کسانو ته وايي : اې فلانيه ! زما لپاره له الله تعالی څخه دا او دا وغواړه او دا هرڅه الله جل جلاله ته د توسل په نوم کوي . په همدې ضمن کښي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دا روايت هم نقلوي چي ( کله مو معاملې خپه کړي نو قبرونو ته رجوع وکړئ يا ترې مرسته وغوا ړئ ) او دا هرڅه له حق څخه ډېر لرې دي .
همداراز امام شوکاني رحمه الله داسي وايي :
( ان الوسيلة التی هی القربة تصدق علی التقوی وعلی غيرها من خصال الخير التی يتقرب العباد بها الی ربهم ) .
ژباړه : وسيله چي د قربت په معنا ده پر تقوی او د خير پر نورو خصالو صادقېږي چي په وسیله يې خلک د الله نژدېکت يا قربت تر لاسه کوي .
درېيمه خبره داده چي دعا عبادت ده او په عبادت کښي عامه قاعده داده چي د يو عبادت د ثبوت لپاره به نص هرومرو موجود وي که نه له دې پرته په دين کښي د عبادت په نوم بل څه نه منل کېږي ، قرآن کريم پر محمدرسول الله نازل شوی هغه موږ ته په خپلو قولي او فعلي حديثو د توسل همدا تعريف کړی چي ما درته بيان کړل له دې پرته هر څه د خلکو ځاني خبرې او يا هم پر هغو حدیثو ولاړې دي چي د حديثي اصولو له مخې پرې استدلال سيي کېدای نه شي چي په دې اړه ستاسو راتلونکي دلايل به ان شاء الله وڅېړو.
په مجموعي ډول ويلای شو چي د قرآن کریم د دې ايت تفسير په حديثو کي په هماغه ډول بيان شوی لکه څرنګه چي وړاندي بحث پرې وشو ، نه هغه چي تاسو يې ادعا کوئ ، بيا هم دا وایم چي ستاسو راتلونکي دلايل ان شاء الله څېړم .
[quote:9ae3a0020f="Alwazirya"]
شاه اسماعیل دهلوی رحمه الله وایی: د دی آیت نه مراد د مرشد رهنمائی ده او وایی:
اهل سلوک این آیت را اشارت بسلوک می فهمند، و وسیله مرشد را می دانند، پس تلاش مرشد بنا بر فلاح حقیقی و فوز تحقیقی پیش از مجاهده ضروری است. و سنت الله برهمین منوال جاریست، لهذا بدون مرشد راه یابی نادر است. (اسماعیل دهلوی، صراط مستقیم: ۵۸)
[/quote:9ae3a0020f]
که د ايت تشرېح شخصیاتو ته پرېښودل شي او په دې اړه د اشخاصو اقوال کافي وګڼل شي نو زه په چيلنج سره درته ويلای شم چي په دې اړه زه د صحابوو ، تابعينو او تبع تابعينو اقوال په لاس کښي لرم چي هغوئ د دې ايت تفسير په هماغه ډول کوي لکه څرنګه چي يې زه بيانوم ، بېلګي يې تاسو په خپلو سترګو وليدلې .
نوربيا ...


وصيل پېروز
21.05.2011

[quote:41adb514de="Alwazirya"]
د توسَّل بنیادی ارکان:
توسَّل په حقیقت کی د دی ښکارندوی ده چی بنده په خپله عاجزۍ او بی کسۍ اعتراف کوی او د دعاء د قبولیت لپاره د نیکو اعمالو او یا نیکو اشخاصو وسیله، د دعاء د زر قبلولو لپاره یو ضروری امر بولی. توسَّل لاندی څلور ارکان لری.
- وسیله: نفس مسئلی ته وسیله ویلی شی.
- مُتَوَسّل: یعنی هغه شخص چی په خپله دعاء کی نیک عمل او یا نیک شخص وسیله کوی.
- مُتَوَسّل بِه: یعنی هغه شی چی الله تبارک و تعالی ته وسیله ګرځول کیږی.
- مُتَوَسّل الیه: خپله د الله جل جلاله ذات مبارک مُتَوَسّل الیه ده.
[/quote:41adb514de]
توسل له يو لړ شرائطو سره مسلمانانو ته روا شوی چي دوئ پرې کولای شي له دې لارې هم الله جل جلاله ته خپل مشکلات او ستونزې وړاندي کړي ، ښاغلی وزيري صاحب ! په دې ځای کښي مو د توسل بنيادي ارکان ښه تشرېح کړي يعني په وسيله کښي فعال کارکوونکي او ورته کارکېدونکي مو خلکو ته ور پېژندلي دي .
[quote:41adb514de="Alwazirya"]
الله جل جلاله ته وسیله کول په دی معنی نه ده چی بغیر له دی وسیلی نه الله جل جلاله دعاء نشی قبلولی نعوذ باالله، او یا دا شخص، کوم چی د خپلی عاجزۍ اعتراف کوی دومره ګناهګار ده چی اوس ددی قابلیت هم نه لری چی د الله جل جلاله په درګاه کی دی، دده دعاء قبوله شی. الله جل جلاله هر بنده ته ډیر نیژدی دی او د هر بنده اواز په ډیری ښی طریقی سره اوری: په دی باره کی الله جل جلاله وایی:
واذا سألک عبادی عنی فانی قریب. ترجمه: او هرکله چی پوښتنه وکړی له تانه بنده ګان زما، زما په باره کی، نو بیشکه زه نیژدی یم.
وسیله صرف ددی لپاره ده چی الله جل جلاله د دی نیک بنده او یا ددی نیک عمل د برکت په خاطر دا دعاء قبوله او یا زر قبوله کړی.
[/quote:41adb514de]
په دې ځای کښي کوم د اختلاف ټکی نه شته ، بنده يوازي د زړه د ډاډه کولو په هدف غواړي چي الله جل جلاله ته يو وسيله ولټوي څو يې د اړتيا په لرې کېدلو کښي ځنډ رامنځ ته نه شي او يا هم له پامه ونه غورزېږي .
[quote:41adb514de="Alwazirya"]
د توسل د عقیدی صحیح تصور:
بعضی خلک دا فکر کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وسیله کول د الله جل جلاله نه د مستقیماً دعاء غوښتلو منافی ده او دا کار شرک ده خو داسی هیڅ قسمه دعاء د اجابت مقام ته نشی رسیدلی کومه چی الله جل جلا له نه مستقیماً نه وی. وسیله هیڅکله د الله جل جلاله او بنده ترمنځ د شریک پیدا کولو په معنی نه ده. په وسیله کولو کی به یی هم له الله جل جلا له غواړی او بی وسیلی به یی هم له الله جل جلاله غواړی. شرک خو هغه وخت واقع کیږی چی د الله جل جلاله د ذات سره په څنګ کی بل څوک د نفعی او نقصان مالک او د دعاء اوریدونکی وبلل شی. او په وسیله کی مطلقاً دا کار وجود نه لری.
[/quote:41adb514de]
په اسلامي شريعت کښي صرف درې ډوله وسيلې ته اجازه ورکول شوې ده او پر دې هيڅ ډول بنديز نه شته بلکي يو جائز او ښه کار دی چي څوک يې کوي ، د اسلام امر پر ځای کوي او پر اسلامي تګلاره عمل کوي ، مګر که يو څوک له دې لارې په انکار کولو پکښي له ځانه بدعات رامنځ ته کوي او غواړي چي په يوه او بل نوم داسي څه رامنځ ته کړي چي هغه په دين کښي نه وي ، يا له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت نه وي نو بدعت ورته ویلای شو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل ژوند په دوران کښي موږ ته بشپړ دين په خپلو قولي او فعلي احاديثو داسي تشرېح کړ چي شپه يې هم لکه ورځ داسي شوه د همدې حديثو په ذخيره کښي موږ دا ملغلرې تر لاسه کولای شو چي دعا عبادت دی او د يو عبادت په جواز کښي به هرومرو نص وي که څوک له کوم دليل پرته په عبادت کښي بدلون راولي او يا په دين کښي داسي عبادت رامنځ ته کوي چي تر شا يې له ديني اساساتو دليل نه وي نو مردود دی او نه منل کېږي ، پر همدې وسيله ورتپلای شو موږ هيڅکله نه شو کولای چي الله جل جلاله ته رسول الله صلی الله علیه وسلم واسطه کړو په داسي کولو که به مو له يوې خوا يو غير شرعي کار کړی وي له بل پلوه به يوه دا سي بدعت او ګمراهۍ اخته شوي يو چي د دين په اساسي اصولو کي به هيڅ ځای نه لري مګر هو ! کولای شو چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کي مو ترې دعا غوښتې وای ، يا هم اوس له کوم صالح سړي څخه دعا وغواړو چي د الله په دربار کي زموږ لپاره د بخښنې دعا وکړي ، داسي چارې په نص ثابتې دي مګر دا چي تر مرګ وروسته د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ذات الله جل جلاله ته د کوم مشکل او ستونزې د حل په خاطر وسيله کېدای شي يو غير شرعي او حرام عمل دی چي په هيڅ ډول ديني دليل ثابت نه دی .
ايا د مکې مشرکانو چي د بتانو عبادت کاوی عقيده يې دا وه چي رزق دوئ ته د همدې بتانو له لوري ورکول کېږي ، ژوند د هغوئ له لوري ترې اخيستل کېږي يا څه بل څه ... ؟؟؟ که همداسي وي د صحيحو دلايلو په رڼا کي زه دا ثبوت غواړم چي هغوئ په رښتيا هم دې ته ورته عقيده لرله ...
که حقيقت د دې برخلاف دی ؟؟؟ :
(( وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى ))
بل ځای د ( هؤلاء شفعاء نا عند الله ) الفاظ هم شته .
[quote:41adb514de="Alwazirya"]
حضرت عمر رض په خپله یو نیک صحابی ده د چا چی توصیف ته ضرورت نشته او الله جل جلاله ته د دده دعاء قبوله وه. سره له دی هم حضرت عمر رض د باران غوښتلو په وخت کی حضرت عباس رض، الله جل جلاله ته وسیله ګرځاوه. [/quote:41adb514de]
دلته بايد په ډاګه دا حقيقت ټولو ته څرګند کړم چي حقيقت مو په سرچپه ډول تعبير کړی دی، عمر فاروق رضی الله عنه عباس رضی الله عنه وسيله نه دی ګرځولی بلکي د هغه په وسيله يې دعا کړې ده ، په دې اړه وړاندي ښه توضيحي بحث تېر شوی .
له دې حقيقت څخه انکار نه شي کېدلای چي عمر فاروق رضی الله عنه د عباس رضی الله عنه په واسطه دعا غوښتله ( او پر ځای يې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ذات وسيله نه کړ ) نه دا چي په ذاتي ډول یې عباس رضی الله عنه وسيله کاوی ، که همداسي ده؟؟؟.
که همداسي ده ؟؟؟ د پوښتنې تر ځواب وروسته به په دې اړه ږغېږو.
زه له تا پوښتم :
رسول الله صلی الله عليه وسلم غوره دی که د هغه امتي عباس رضی الله عنه؟؟؟.
يعني يو نبي غوره دی که يې لاروی؟؟؟.
که نبي غوره وي نو اميرالمؤمنين عمر فاروق رضی الله عنه ولي د رسول الله صلی الله عليه وسلم ذات الله جل جلاله ته واسطه نه ګرزاوی چي پر ځای يې د عباس رضی الله عنه دعا وسیله کړه ؟؟؟.
راتلونکې خبرې مو په کوم ځواب نه ارزي معنا دا چي بايد تائيد يې وشي .
[quote:41adb514de="Alwazirya"]
د توسل شرائط:
که د توسل شرایط په صحیحه توګه ونه پیژندل شی نو دا له امکان نه وتلی نه ده چی توسل کونکی به په شرک کی واقع شی. ددی لپاره چی له شرک نه ځان وساتل شی، باید د وسیلی شرایط چی په لاندی ډول دی وپیژندل شی:

- د توسل اولنی شرط دادی چی متوسل باید متوسل بِه صرف یوه ذریعه او واسطه وشماری.
- متوسل باید دا په نظر کی ونیسی چی توسل فقط د دعاء کولو یوه طریقه ده او په دی کی حقیقی مقصود صرف د الله جل جلاله ذات مبارک ده.
- متوسل باید دا په نظر کی ونیسی چی هغه څه چی زه یی الله جل جلاله ته د وسیلی په ذریعه پیش کومه، الله جل جلاله ته ډیر ګران ده ځکه به زما د دعاء د قبولیت د امکان درجه پورته بوځی. که متوسل بِه د څه شی مالک وګڼل شی نو دا بذات خود یوه ګمراه عقیده ده او له ایمان نه د خارجیدلو شک نشته. ځکه چی درسته عقیده دا ده چی مخلوق هیڅکله هم بالذات مفید یا مضر کیدلی نشی.
[/quote:41adb514de]
نوربيا ...
په مينه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more