اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
رښتینی
26.04.2011
......... د بحثونو له خونو څخه به زما د احتمالي خدای پامانی اصلي اسباب پورتني نه بلکه همدا د مذهب پر سر تاوده وروڼه وي چې د ارزښتناکه لیکنو په لوستلو سره یې کله هم مثبت تاثر نه اخلم، ځکه چې د دوی اختلاف کله هم هغه نه دی چې رحمت بلل شوی بلکه یو تر بله د بیزاری او پاشلو تخم زمونږ په ماغذو کې شیندي، د لیکنې د محتوی او افادې څخه یې نیت جوت وي چې نزدیکت نه غواړي بلکه یو تر بله پراخیدونکی واټن او نفرت ته لار پرانیزي؟؟
محترم عادل صاحب کاش ستاله هوښیارو خبرو دا وروڼه یوڅه زده کړی
په الله باور وکړه چی له همدی کبله زه دی اختلافی موضوعاتو ته نه ورنږدی
کیږم ځکه که په هرڅومره سپین نیت او دالله له پاره په یوچا سالمه نیوکه
وکړی بیاهم هغه دا نیوکه دځان سپکاوی بولی !!
داپه موږ افغانانو کی یوه عجیبه لعنتی ناروغی ګرځیدلی ده چی هیڅکله
نقدته وږی نه ټیتوو که هغه هرڅودیوه مخلص او بی غرضه انسان له لوری وی
نوځکه خو داختلافی مسائلو پر سر هغه چلند غوره کوو چی هیڅ سالم طبعیت
دهغه زغملوته نه وی تیار دایو منل شوی حقیقت دی چی اختلاف یو طبعی شی
دی حتما به موږ ټول یونظرنه یو خو دی ټکی ته کاش موږ متوجه شوی وای چی
اختلاف مو دخپلمنځی مینی او محبت خرابوونکی نه بللای
عادل صاحب دفورم پریښودلو داحتمالاتو خبری هم خوند نه کوی
له دی ستونزو نه که دفورم په پریښودلو موږ خلاصیدلی شوای دا
نن نن به می پری ایښی وای خو زموږ هیواد اوسیمه دی مصیبت په
سر اخیستی ده الله دی رحم وکړی
حمید هڅــاند
26.04.2011
د بحث ټولو محترمو ګډونوالو او درنو لوستونکو ته؛
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د بحث کولو موخه همدا ده چې په یوه مسله خبري وشي، ډېر کم پېښېږي چې ټول دي یوه خوله واوسي. پایلي ته رسېدل د بحث له مهمو ځانګړنو څخه ده، او که بحث پایلي ته درسېدو په نیت ونه شي او یو دبل خبري ته غوږ کې نه ښودل شي، هغه بیا بحث نه بلکي ناندرۍ او دوخت مصرفول دي. د یو بل راګېرول او بند اچولو نه غوره داده چې؛ سم دلیل، که د هر چا وي، باید ومنل شي.
[quote:3e6a9a1880]مسلمان باید چې د خپلو وروڼو مسلمانانو په اړه د هغه پلار صفات خپل کړي چې هر زوی ورته په خپل ځای کې ګران وي، سترګې یې پرې روښانه کیژي، او زړه یې پرې سوځي، سره له دې چې د هر زوی سلیقه او اخلاق به یوتر بله خامخا فرق کوي. [/quote:3e6a9a1880]
زما خپل نظر دادی چې مسلمانان باید د قران او سنت لاري ته یو بل راوبولي او یو له بل څخه یې زده کړي، هسي دي یو له بل سره تعصب نه کوي. یوه له بل سره تعصب کول کېنې ته لاره پرانېزي او دا کار ډېري ناوړه پایلي لري. او چې یو نفر په حق وي، بل یې باید ورسره ومني، او څوک چې په حق خبر وي، د هغه پټه خوله پاتي کېدل هم نا انصافي ده.
[quote:3e6a9a1880]که په هرڅومره سپین نیت او دالله له پاره په یوچا سالمه نیوکه
وکړی بیاهم هغه دا نیوکه دځان سپکاوی بولی !! [/quote:3e6a9a1880]
خو بیا هم د حق خبره باید وشي. اختلاف شته خو حل ته یې لاره هم لرو:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (النساء : ۵۹)
ژباړه : اې مومنانو! دالله ، رسول اوخپلوچارواکواطاعت وکړئ ، که موپه یوشي کي جنجال شي نو( دفیصلې لپاره ) یې الله (قرآ ن ) اودهغه رسول (دده په ژوندکي شخصاده ته اوتروفات وروسته دده فعلي ، قولي اوتقریري احادیثو) ته وسپارئ که تاسوپرالله اودقیامت پرورځ ایمان لرئ . دادرته غوره اودانجام په اعتبارښه ده .
په تلوار مې لیکنه وکړه، که مې خبري لاندي باندي وي، بښنه غواړم، هیله لرم خپل مطلب مې په سمو جملو کې روښانه کړی وي.
په درنښت
مومن مهاجر
14.05.2011
یوځل بیاټولولوستونکوته سلامونه اوزه به دښاغلي فاضل دشعرځواب په شعرورکړم :
چي دحق پرلاررهي دی
یووهاج بل قدوسي دی
مهاجرکامل مؤمن دی
لامذهبه مذهبي دی
دافاضل یي شوبي فضله
ځکه غرق په ګمراهي دی