د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دلولاک حدیث دروایتي اودرایتي اصولوپه رڼاکي

مومن مهاجر
24.03.2011

دلولاک حدیث دروایتي اودرایتي اصولوپه رڼاکي
لیکنه : مؤمن مهاجر
دنړۍ په علمي کچه منل شوی اصل دی چي لِکّلِ فَنٍ رجالٌ یعني هرفن خپل ځانګړي پوهان اومتخصصین لري،هرماهر دفن له هغومعیارونوسره سم تحقیق اوڅېړنه کوي چي په دې لړکي دنظراوبصیرت دخاوندانو ترمنځ منل شوي اوله علمي وعقلي زاویې معقول وي .
علم حدیث یاحدیث پوهنه په اسلامي علمي کړیوکي یوداسي علمي فن دی چي دساتنې،تحقیق ،نقل ، نقد،تدریس اواستنباط لپاره یې داسلامي تاریخ په اوږدوکي پوهانوخوراډېرزحمتونه کښلي، خوارۍ یې ګاللې ، دسفرستړې یې زغملي ، دشرعي قواعدوپه رڼاکي یې معیارونه اواصول ورته ټاکلي اوبالاخره یې دمنلوشرعي اوعقلي اصولوپه رڼاکي ددې فن لپاره داسي بنسټ ايښی چي دموزونواومعقولومعیارونوپه درلودویې کره اوجعلي دلمرپه شان روښانه اوجوت دي .
نبوي احادیث چي په اسلامي شریعت کي دقرآن تشریحي منبع بلل کېږي دمسلمانانولپاره دشریعت پوهنې یوه اساسي سرچینه ده، همداوجه ده چي داسلام دښمنانودنوروحربوترڅنګ دشریعت دارڼه چینه هم بې داغه نه ده خوشي کړې ،کله یې له ځانه جوړشوي روایایت پرې ګډکړي اوکله یې بیادهغې دپیکه کولو او له منځه وړلوپه موخه ډول ډول دسیسي پرکاراچولي دي .
داسلامي نړۍ په ځانګړي ډول زموږپه سیمیزوعلمي کړیوکي له بده مرغه یوه خورابوږنونکي المیه داده چي پوهنیزچاپیریال موداسي جوړدی چي قرآن اودحدیثي علومو،اصولواومعیارونوته په کي ډېره کمه پاملرنه کېږي،زموږپه سیمه کي علم ته منسوب کسان داسي فکرکوي چي ددوئ په مروجودرسي کتابونوکي نقل شوي روایات په هیڅ ډول درد،نقد،تحقیق اوسمون وړنه دي . که کوم عالم داحادیثوله روایتي اودرایتي معیارونوسره سم پرهغونقدیاجرح کوي نوتش په نوم علمي څېرې یې نه یوازي مخالفت کوي بلکي دهغه دمنزوي کولواوترټلولپاره خپله ترټولومهمه ټاپه (وهابیت) پرې لګوي اوپه دې ډول ددوئ دوکاندرۍ ته ورپېښ ګواښ سمدستي له منځه وړي . مګرپه حقیقت کي هم له شریعت،هم له ځان اوهم له مسلمانانوسره جفاکوي .
خوهغوئ بایدنورپوه شي چي پرعلمي چاپیریال ددوئ دیکتاتوري،استبداداودټاپي په خطرپوښلی ګواښ نورله منځه تللی ، خلګ په ځانګړي ډول ددیني علوموزده کوونکي ورووروپوهېږي چي دسیمې په علمي کړیوکي له پېړیوراهیسی واکمن استبدادیوازي یوڅوکسانودپردیوپه شعوري یاغیرشعوري لمسون ددې لپاره ساتلی ووچي ددوئ دخېټوبازارپه کي ګرم وي ، په علمي کړیوکي نوښت ، وده ، پرمختګ او تحقیق له منځه ولاړشي، دمسلمانوزده کوونکوعلمي تانداستعدادونه ونه غوړېږي اودجمودپه هغوتیاروي کي لالهاندپاتي شي چي دسبالپاره یې هیڅ دتحقیق لمرڅرک ونه وهي .
داسلامي تاریخ په اوږدوکي دحدیث پوهنې دفن ماهرینوداسي اصول وضع کړي چي په مټ یې ددې فن هرزده کوونکی داړینې سویې په ترلاسه کولوکولای شي صحیح اوسقیم سره بېل کړي . هغوئ نه یوازي دروایت کوونکودتللواومېزان لپاره اصول رامنځ ته کړي بلکي دمتن دتشخیص اومعاینې لپاره یې هم داسي قوانین وضع کړي چي په وسیله یې صحت اونه صحت معلومېدای شي .
دروایت کوونکوپه معیاري اومنلواصولوکي ضروري ده چي هغه مسلمان،عاقل،متقي،له دروغوپاک،دښې حافظې خاوند،غیرمدلس،نقاد اودخپل استادهم عصروي . له دې سره سره دروایت په تصحیح کي متساهل اوسهولت خوښوونکی نه وي . په پوره ایماندارۍ له بشري وس سره دخپل روایت په تحقیق کي معیاري مراحل پوره اوتکمیل کړي .
دمتن په سلسله کي اصول دادي چي نه به معلول اونه به شاذوي . محدثینوپه ددوولنډوټکوکي دمتن دتحقیق لپاره داسي شرائط وړاندي کړي چي خوراجامع اومعقول دي . که دحدیث په متن کي ښکاره اویا خفي علت وي نوروایت هیڅکله دمنلووړنه دی اوکه شاذوي یعني ثقه راوي دهغه چامخالف کړی وي چي ترده ډېرثقه اوباوري وي نوهم خپل اعتبارله لاسه ورکوي .
همدې اصولوته په پام هرروایت چي کله دحدیث په بڼه وړاندي کېږي نواړینه ده چي له همدې مراحلو سره به مخ کېږي که یې پوره کړل نبوي حدیث دی اوکه یې ددې مراحلوپه تکمیل کي نیمګړتیادرلوده نو پوه شئ چي حدیث نه بلکي دخلکوخپلې خبرې دي . اوس راځئ چي دلولاک روایت دپورتنۍ تلې په معیارونووتلو.
ددې روایت الفاظ داسي دي :
((لَوْلَاکَ لَوْلَاکَ لَمَاخَلَقْتُ الْاَفْلَاکَ ))
داروایت په همدې الفاظودعقیدې په یوه کمزوري کتاب نورظلم کي راغلی چي دحدیثوپه بل هیڅ متداول کتاب کي وجودنه لري اونه دنورظلم لیکوال دحدیثوکومې مجموعې ته منسوب کړی دی بلکي هغه حدیث قدسي بللی . له دې سره سره یې ترمتن پورې دراویانوسلسله هم نه ده ذکرکړې چي دروایتي اصولو په معیارونووتلل شي،له همدې امله په پوره باورویلای شوچي داروایت دروغ اوله ځانه جوړشوی دی .
ددرایتي اصولوله مخې هم داروایت هیڅ اصل نه لري،ځکه دقرآن کریم له ګڼو ایتونواوصحیحو نبوي احادیثوسره په ټکرکي دی . په قرآن کریم کي الله جل جلاله وايي :
((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ ))(الذاریات : ۵۶)
ژباړه : ماپېری اوانسان یوازي دخپل عبادت لپاره پیداکړی دی .
په دې آیت کي الله جل جلاله په صراحت وویل چي دپېری اوانسان دپیدایښت هدف صرف اوصرف دادی چي دالله جل جلاله بندګي اوعبادت وکړي . الله جل جلاله خبره په مااواِلّاسره ذکرکړي چي پرحصردلالت کوي یعني دپیدایښت هدف یې له دې پرته بل هیڅ نه شي کېدای . نوایایوداسي روایت چي نه یې سندمعلوم دی نه تخریج اونه یې متن داعتباروړدی هغه ددومره محکم آيت تفسیر،تشریح،تخصیص اواستثناکولای شي ؟ نه هیڅکله نه!
په یوبل ځای کي الله جل جلاله وايي :
((هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً )) (البقرة : ۲۹)
ژباړه : دی هغه دئ چي په ځمکه کي یې ستاسولپاره هرڅه پیداکړي دي .
همدارازالله جل جلاله وايي :
((اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْماً)) (الطلاق : ۱۲)
ژباړه : الله هغه دئ چي اووه اسمانونه اودهغوپه مثل ځمکې یې پیداکړې ، ترمنځ یې دده حکم نازلېږي څوپوه شئ چي الله جل جلاله پرهرڅه قادردئ اوالله پرهرڅه دعلم په اعتباراحاطه کړې ده .
دااودې ته ورته ګڼ آیتونه موږته وايي چي الله کائنات دهیچادوجودپه موخه نه دي خلق کړي بلکي هغه دهغوموخواواهدافولپاره پنځولي چي په قرآن کریم اوصحیحونبوي سنتوکي بیان شوي دي . څوک چي فکرکوي دنیااومافیهادرسول الله صلی الله دوجودپه موخه پیداشوې نوهغه هم پرالله اوهم دهغه پررسول افتراکوي، دداسي نطریې خاوندنه په شریعت پوه دی اونه یې الهي تشریعي مصادرپه سمه معنی پېژندلي دي درسول الله صلی الله مقام اومرتبه پرخپل ځای مګرهغه مرتبه ورکول چي شریعت نه وي ورکړې غلوده اوپه اسلامي دین کي له غلواوحدتېرېدنې څخه په کلکه منع شوې ده . الله جل جلاله وايي :
((يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَـهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلاً)) (النساء : ۱۷۱)
ژباړه : اې اهل کتابو! په دین کي له حده تېری مه کوئ اوپرالله له حق پرته بل څه مه وایاست ، بې شکه مسیح عیسی بن مریم صرف دالله رسول او(دکن ) دکلمې (مخلوق دی) چي مریم ته یې القاکړه اودده ( له خوادجبرائل په واسطه پوک کړل) شوې ساده ، نوپرالله اودهغه پررسولانوایمان راوړئ ، مه وایاست چي الهه درې دي له دې منع شئ دادرته غوره ده بې شکه الله صرف یودئ ، له دې پاک دئ چي اولادولري دځمکې اواسمان هرڅه دده دي اوالله په کارجوړولوکي کافي دئ .
په دې آيت کي څو اساسي مضامین بیان شوې :
اول داچي اهل کتاب په دین کي دالهي مقرراتوله تجاوزاوتېري منعه شوي .
دویم داچي دوئ کوم الهي مقررات اوحدودمات کړي ووهغه ورته ښودل شوي .
دریم داچي دکوم علت پربنادوئ دتېري نظریه خپله کړې دهغه سمه تشریح یې ورته کړې اوهغه باطله مفکوره چي دوئ خپله کړې وه هغه یې ردکړې اودوئ ته ویل شوي چي له دې کیفیته مواخذغلط اوناسم دئ .
اوپه څلورم قدم کي سیخه اونېغه لارورته په ګوته شوې ده . دانه یوازي اهل کتابوته خطاب دی بلکي هرمسلمان مکلف دی چي له الهي مقرراتوتجاوزاوتېری ونه کړي . څرنګه چي الله جل جلاله دنیادمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم له کبله نه ده پیداکړي نوکه موږدانظریه خپله کړو چي پیداکړې یې ده نو دا په دین کي له الهي مقرراتوتېردی چي الله جل جلاله اورسول الله صلی الله علیه وسلم دواړوکلکه منع ترې کړې ده . نوربیا...


أبوخليل قدوسي
17.04.2011

وروڼوالسلام علیکم له لیکنو څخه مو مننه!
چاچي زما درېځ تائيد کړی له هغو څخه هم مننه او چاچي زما په لیکنه نېوکه کړي کړی له هغوڅخه لا زیاته مننه، چي زه يې متوجه کړم، له بحثه وتل او خبره په بله خوابېول دحوار دادابو خلاف کار دی.
الله تعالی فرمايي :
والذين يؤذون المؤمنين والمؤمنات بغير ما اكتسبوا فقد احتملوا بهتانا وإثما مبينا (الأحزاب)
څوک چي نارېنه او ښځېنه مسلمانانو ته بې موجبه ضرر رسوي بېشکه هغوی بهتان او څرګنده ګناه په غاړه واخېسته
دمؤمن مهاجر صیب خبره په ځای دی چي (لولاک لما خلقت الأفلاک) حدیث نه دی دادهغه دعوا نه ده بلکه دمحدثینو پرېکړه ده. اوچاچي ويلي چي مدلول يې دحدیث دی هغه هم محدثینو کمزوري خبره بللي ده .
قال علي القاري في تذكرة الموضوعات: حديث لولاك لما خلقت الأفلاك قال العسقلاني موضوع كذا في الخلاصة (الآثار المرفوعة في الأخبار الموضوعة للعلامة اللکهنوي) کوم کتابونه چي په موضوعي احادیثو کي علماوو لیکلي هغوی ټولو داموضوعي بللی یعني حدیث نه دی دروغ دي چي په رسول الله (ص) پوري تړل شوي دي .
زه دفورم په سطحه ددیني مسایلو او معتقداتو په هکله دداسي ناندرېزو بحثونو پلوی ځکه نه يم چي خلګ ورته بل رنګ ورکوي، اوپه مونږ کي دمسایلو دڅېړلو اخلاقي استعداد نشته اودخبرو اترو دادابو مراعات نکوو پداسي ځای کي احتیاط ځکه ډېر په کار دی چي رسول الله (ص) فرمايي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اَللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ:
إِنَّ اَلرَّجُلَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ، لَا يُلْقِي لَهَا بَالاً، يَهْوِي بِهَا فِي اَلنَّارِ (صحیح ابن حبان)
ډېر ځله يوه خبره انسان وکړي چي ورته پام يې نه وي خو هغه يې جهنمي کړي
اسلام بشپړ دین دی، سلف صالحینواو علماوو(رحمهم الله) په خپلو لیکنو کي تدوین کړی څوک پکي زياتی یا کمی نشي راوستلای، مفتي أبوالفضل صاحب زه نه پېژنم خو ځېنو ضعیفو روایاتو ته دقوت رنګ ورکوي، هغه که حوالې ذکر هم کړي خو پدې باندي کمزوري روایات قوت نه پیدا کوي.
ما چي دکلچر خبره کړي ځېني داسي شیان شته چي له اسلام او مذهب سره تړاو نلري خو په کلچر کي يې دمعتقداتو ځای نېولی دی دهغو دلېري کولو لپاره مټي رانغښتل په کار دی، ځکه چي ترڅو بشپړ اسلام په رېښتوني معنا ونه پېژنو اوعمل ورباندي ونکړوپه خپلو ستونزو نشو برلاسي کېدلای .
دوهمه خبره داده چي مونږ ټول احناف يو خو ددې معنا دانده چي له حنفیت څخه دبدعاتو په خپرولو او دکمزورو عقایدو په ترویج کي کار واخېستل شي.
ما خو داسي فکر نه کاوه چي تاسي به زما لیکنه داسي جدي ارزوﺉ، (مادټوکي رنګ ورکړی وو او هغه هم خاص مؤمن مهاجرته) زما لیکنه که دچا دزړبداوي باعث شوي وي بښنه غواړم او سمدلاسه يې ړنګوم او په ځای يې دالیکنه مښلوم.
که هرڅوک هرنظر لري خو زه وايم چي هرمسلمان چي داسلام ددښمنانو په وړاندي يې يوه مورچه سمبال کړي وي ، له اسلام، معتقداتو او مسلمانانو څخه دفاع کوي ترځان يې غوره ګڼم او زما دسترګو تور دی.
بله خبره داچي سپک توري کارول او یا ښکنځلي کول نه خو چاته ضرر رسولای شي او نه يې مقام راغورزولای شي بلکه دويونکي لپاره تاوان دی چي دلوستونکیو په نظر کي دهغه اخلاقي انحطاط او فسق جوته کوي رسول الله (ص) فرمايي :
وعن ابن مسعود رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم سباب المسلم فسوق وقتاله كفر (متفق عليه)
مسلمان ته ښکنځل کول فسق دی او ورسره جنګېدل کفر دی.


نوروز خان
17.04.2011

[quote:3b135266c5="أبوخليل قدوسي"]وروركه منې يې په چا ؟ مفتي صاحب أبوالفضل دهمدې لپاره ناست دی چي زوړ کلچر له مېنځه لاړ نشي ، او مېله خو به هلته وي که د زرمت خلیفه صاحب دادمحمد درباندي خبر شو هغه خو له تاویذانو بکسه ډکه ګرځوي چي ورختم شي بيا يې فوټو کاپیاني وباسي، اوس ددې لپاره چي نسل يې ختم نشي په کراچۍ کي یوه ډېره غټه مدرسه هم جوړوي ترڅو ډېر خلیفه ګان وروزي، ټاپې ته دي ځان جوړ کړی داخبري مکوه، که نه نو بيا به دي خیر نه وي، ما دادی خبر کړې.[/quote:3b135266c5]
قدوسي صیب په زوړ کلچر کې څه مشکل نشته که زه او ته په ځان کې دخپلو والدینو نیمه مسلماني هم پیدا کړو باید چې شکرونه وباسو ، عمومي قضاوت وایي چې یوه ورځ مشر وي هم نه پيدا کیږي .
مګر ستاسو نوی کلچر هم خورا لانجمن دی ، یو وخت موله ملاسیدخان سره دښمني اعلان کړې وه ، چې په ټس کې یې ګڼ شمیرسپین خره هم دمرمیو خورک شول ،خوورسره مو دوهابیانو ریالونو ته هم لمن ښه هواره کړې وه ، او جهري آمین به مودوچ نهر په محمد شیبانی جومات کې کڼووکې ازانګې جوړولې ، بیا موچې کله په خپل ملاانجینر اخوند پسې د زهق الباطل په ایتونو دچهاراسیاب دسهارلمونځ ادا کړ، نوپه کابل مو دفتح مبین دګټلو لپاره برید خښ کړ ، زمونږ دکلي ولي جان چې دچهاراسیاب له خط مقدم نه راستون شو ، کلیوالو ورته ویل څه کوې چې ځان دې له غاړې دی ، ده ویل حکمتیار صیب په خپله وعده راکړې چې که کابل موراته ونیو ، یوپوخ کور او یوه کابلۍ نجلې په انعام کې رانه نغده چغده وغواړئ ، مګراصلي خوند مو هلته پرې وکړ چې دهمآهنګۍ شورامو سازه کړه ،او په شمشتو کې موله خپلو دیوالونو لیکل شوی شعارونه وتوږل ، دشمشتو ددیوالو خروکي مو رښتیا لږ وروسته دماهیپر له غونډې بعد هم پرې واړول .
مګر راځم وروستۍ خبرې ته ،قدوسي صیب مشوره مې درته داده چې په خپل درسره (نوي کلچر) پورې ډیر مه څڅوړی کیږه ، ځکه داینجا نر حکمتیار(له اینجا نه مراد شمشتو ده ) ستاسو انقلاب ځپلی کلچر هم اوس نه خوښیږي نو ځکه یې اوس دبل دین تدوین ته په ملاپړی اچولی ، که تاسوتنویر تعقیب کړی په هره ګڼه کې یوه برخه نشروي ، چې خورا په زړه پورې ده
باید ووایم چې ستاسو په نوي دین کې امام بخاري دسلفیانو دمشر په توګه داعتماد وړ نه بلل کیږي ،نوځکه له مؤمن مهاجر سلفي سره ستاسو موافقه او دیوې پښې ماله ، دشمشتو له اصولو سره سر نه خوري
مننه


و.افغان
17.04.2011

نوروز خانه:
نورې خبرې دې په خپل ځای، خو د أبو الفضل د سقطاتو په وړاندې دې ولې په خپلو
غوږونو درنې څپېړې اچولي دي؟؟؟

زه خو د کوم مسؤول طالب ادرس نه لرم، او ته خو به يې خامخا لرې؛ دغه يوه پوښتنه
مې ورسره څخه وکړه، او ځواب یې دلته شريک کړه، آيا په طالب ملايانو
کې دومره قحطي ده، چې د يوه داسې بې علمه شخص ناپړيتې خپروي؟؟؟؟؟؟ داسې
ناپړيتې چې ستا په اصطلاح په اينجانر صاحب به شکر وباسې.
او که خبره د مساومې وي؛ نو محترما د بن لادن په اړه مساومه که جرم وي؛ نو دومره
غټ جرم به نه وو؛ څومره جرم چې دغه د طالب او د دې ناپړيتو ملا تر منځ مساومه ده.

په درنښت


G U L A P
17.04.2011

کړه !
دقدوسي دالیکنه مې تر سترګو شوه چي پکي خلیفه صاحب دادمحمد پکي په نامناسبو الفاظو یاد شوی وو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تر دې ځايه دې خبره سمه ده، لطفا خپل دليل وړاندې کړه. بحث مه شخصي کوه.

وهاج افغان


شبيراحمد
17.04.2011

ټولووروڼوته
اسلام عليکم
[quote:ed573c3079]وروركه منې يې په چا ؟ مفتي صاحب أبوالفضل دهمدې لپاره ناست دی چي زوړ کلچر له مېنځه لاړ نشي ، او مېله خو به هلته وي که د زرمت خلیفه صاحب دادمحمد درباندي خبر شو هغه خو له تاویذانو بکسه ډکه ګرځوي چي ورختم شي بيا يې فوټو کاپیاني وباسي، اوس ددې لپاره چي نسل يې ختم نشي په کراچۍ کي یوه ډېره غټه مدرسه هم جوړوي ترڅو ډېر خلیفه ګان وروزي، ټاپې ته دي ځان جوړ کړی داخبري مکوه، که نه نو بيا به دي خیر نه وي، ما دادی خبر کړې.[/quote:ed573c3079]

قدوسي صاحب لږګوزاره :oops:
نوی کلچرمي هم ليدلی چې څه نه کوي اوزوړکلچرهم شکردی ترتاښه پېژنم.
[color=white:ed573c3079]........................................................................................................................
.......................................................................................
[/color:ed573c3079]
دانګرېزاوشوروي شرمونکي ماته دهماغه زاړه کلچربرکت وو، کله چې زاړه کلچر
په هيوادکي دظلم زياتي په خلاف دجهادغږوکړټول افغان ازبک، تاجک، هزاره،
پښتون اونورټول قومونه په يووارپورته اوداتفاق په سوک يې دښکېلاک خوله ورماته کړه همدابرکت وچې لاتراوسه يې ماغزه په قرارنه دي.
اونني نوي کلچرچې دادی په برکت!؟ يې تاسوهم نازېږئ دومره هم ونه کړای شوای
چې دشمشتوپه څېردمهاجرکمپ دمهاجرينوکورونه دبلډوزروله کرغېړنوخولووژغوري.
هغوئ وران شول خوشمشتوچې نوی کلچرنه بلکه کلچرونه يې خپل کړي مستقيم په خپل مکان دی.
مقصدداچي په اشخاصونيوکه مه کوئ.
هيله کوم
اومننه چې په دې ځای کي موهم ځان راوپېژاند.


chaparharay
17.04.2011

السلام علیکم
ورونو سم دم بحث مه خرابوی که څوک دمومن مهاجر صیب په لیکنه کوم نقد کولی شي نو ودي کړي اوکنه دي بدو خبرو ته څه حاجت دی ؟
نه دي وهاج افغان صیب ستوغي خبري کوي اونه دي نوروزخان صیب.
راځي ددي پرځاي چي بدي خبري وکړو اوهغه ځمونږدښمنان کمونستان او افغان ملتیان او پرتوګ ایستلي دیموکراتان راپوري وخاندي چي وا وا ملایان سره په جنګ دي نو دوي د پروپاګنډو مخه ونیسی او دا د اصحاب کهف سپی سپین وو که تور وو نورپریږدي مسله نه تري واضح کیږي هسي زړه بداوی ولي کوي .
او یا همدا د لولاک او نور موضوعي احادیث وڅیړي چي څوک تراوسه هم لا ندي پوه چي پوه شي.
کنه نوري ډیري ضروري سیاسي او دیني خاصکر عقیدوي مسلي دي چي ډیر خلک پري نه پوهیږي او ما چي ډیر افغانان لیدلي دي نوپه لاشعوري توګه شیعه ګان وي او هغه عقیدي اوباورونه چي شیعه ګان يي لري دوي يي هم هماغه شان مني او بیا واي زه حنفي یم .
که یو داسي حنفي عالم پیداشي چي د حنفي مذهب سوچه عقیده چي نه د شیعه ګانو اپلتي وي او نه د ماتوریدیانو بدعات وي بلکي سوچه حنفي عقیده وي او دابوحنیفه رحمةالله علیه عقیده يي بیان کړي وي تدریس کړي نو ډیر ورونه به ورنه مستفید شي او احناف به خپله عقیده وپیژني او پدي به هم پوه شي چي مونږ احناف یو نه شیعه ګان او نه ماتوریدیان او نه بدعتیان.
قدوسي صیب هم حنفي دي اوکله ناکله په اهل حدیثو هم سکونډکي لګوي خو دلته يي چي دمومن مهاجر صیب خبره تايد کړي نو حقیقت به يي پکي لیدلي وي کنه نو فکر نه کوم چي دکوم تعصب له امله به يي تایدکړي وي او نوروزخان صیب نه هم دادرخواست کوم چي خپل اصلي حنفي مذهب دي راټینګ کړي نو زه ورته د مومن مهاجرصیب لخوا ډاډ ورکوم چي د ابوحنیفه رحمة الله علیه په عقیده به هڅ رد ونکړي خو که هسي د امام ابوحنیفه رحمةالله علیه د نوم نه په استفادي سره ماتوریدیت او بدعات خپریږي نو هرمومن موحد يي باید رد کړي .
هیله ده چي دي لیکني نه روسته نورنوداسکالو وتړله شي او نورد دین او جهاد دښمنان کمونستان دهریان او غرب ځپلي دیموکراتان په ځان خوشحاله نه کړي.
په ډیر احترام


و.افغان
17.04.2011

ځوانانو هر يو نوروز خان محترم، ګلاپ خان معزز، او شبير احمد خان مکرم.

ولې چټي پټي غوسې کوئ؟؟؟، همغه سرزوري هستئ، په نټ کې هم خپل زور او
ديکتاتوري کاروئ۰
تغيير الی الأفضل يو محمود کار دی؛ خو تاسو لا د مثبت تغيير جوګه نه ياستئ.
ولې د خلکو په خولو لاسونه ږدئ.
که د ابو الفضل ناپړيتې در باندې ډېرې ګرانې وي؛ نو په منطق او استدلال ترېنه دفاع
وکړئ.
د اشخاصو تقديس په اسلام کې نشته، د زورواکۍ په ځای د منطق او استدلال لاره
ونيسئ.
د خدای لپاره دا څه قسم ملايان ياستئ تاسې، د الله جل جلاله د دين، قرآن او سنت
څخه د دفاع کولو لپاره مو ګوتې نه پورته کيږي؛ خو د يوه غلط سړي دفاع کې سره
او شنه کېږئ.؟؟؟؟!!!!!!

په درنښت


رښتینی
17.04.2011

وهاج صاحب دی موضوع ته ځیر اوسه !
خبره فعلا بیخونده ده او ترشخصیاتوورسیدله


و.افغان
17.04.2011

محترم حامد صاحب:
نن سبا يو کتاب ليکلو کې بوخت یم، سر او کار مې له کمپيوټر سره دی، نو ټول افغان
ته خامخا پرله پسې سر راښکاره کوم، که څوک بېخونده ليکنه کوي؛ يا بحث شخصي
کوي، نو خپل ځان به تکليفوي؛ د محترم او معزز مولانان حليمي په اصطلاح په ټي
ثانيه کې به يې ليکنه يا ايډېټوم، او يا ډيلټوم.:)

په درنښت

[quote:497e9d9819="حامد"]وهاج صاحب دی موضوع ته ځیر اوسه !
خبره فعلا بیخونده ده او ترشخصیاتوورسیدله[/quote:497e9d9819]


وصيل پېروز
17.04.2011

سلام علی من اتبع الهدی
الله جل جلاله خپل دين د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند پر مهال بشپړ او مکمل کړ له دې وروسته دا دين هيڅ ډول پټيو ته اړتيا نه لري ، الله جل جلاله د خپل دين يوه ستره معجزه ټولي نړۍ ته څرګنده کړه چي له يوې اوږدې مودې راهيسي لا هم خوندي پاتي دی او تل د حق پلويانو ترې بدعتونه ، شرکونه او خرافات ايستلي دي چي يوه ژوندۍ بېلګه يې همداده .
روان بحث هم يوه ديني موضوع ده او مومن مهاجر صاحب پر دې موضوعي حديث داسي نقد کړی زه فکر کوم ددې حديث هیڅ پلوي يې هم ځواب نه لري ، که نه دا حديث د بېنوا پاڼې له لارې خپور شوی وو چي خپل عنوان هم پرې دروند وو اوس دي هغه ملا را وړاندي شي او حديث دي د هغو اصولو له لارې خلکو ته سيي ثابت کړي چي د محدثينو له لوري مراعات شوي او په حديث کي مراعت کېږي .
هيڅ حديث هم د خلکو په ويناوو نه صحي کېږي کوم حديث چي له حديثي اصولو سره سم وخېژي سيي دی که نه غلط دی .
زه شخصاً له مومن مهاجر څخه خواست کوم چي موږ يې د شروع کړي مضمون راتلونکې برخې ته سترګې پر لاره يو څو ژر تر ژره راتلونکې برخه چمتو او خپره کړي او حقپال ترې د باطل پالو پر ضد کار واخلي .
ابو خليل قدوسی صاحب ! ستاسو دا جرأت د ډېر ستايلو وړ دی چي حق ته مو حق ويلي مګر تاسو بايد د دې پر ځای چي نور د حق له پيغام خپرولو راګرزولي وای بايد دې ته مو تشويق کړي وای چي لاهم خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د اسلامي د بنسټيزو اصولو په رڼا کښي حق او باطل سره بېل کړي .
دلته نوی او زوړ کلچر مطرح نه دی بلکي يو اسلام مطرح دی که اسلام وي نو بيا نننی او پرونی اسلام هيڅ توپير نه سره لري بلکي هماغه يو اسلام وو ، يو دی او ان شاء الله يو به وي ، موږ ته لاهماغه قرآن او هماغه حديث پراته دي چي خپل مشکلات پکښي په ډېر ښه ډول حل کولای شو مګر هو ! که له دې لارې څوک پر بله تللی وي او بيا هم پرې په بې ځايه ټينګار پاتېږي نو داد ناپوهۍ اخيري حد دی .


شبيراحمد
17.04.2011

له وصيل پېروزنه مننه کوم
او وهاج صیب!
[quote:6c7a30e3e7]که د ابو الفضل ناپړيتې در باندې ډېرې ګرانې وي؛ نو په منطق او استدلال ترېنه دفاع
وکړئ. [/quote:6c7a30e3e7]
ابوالفضل که هرڅوک دی باوروکړه ترننه يې هويت نه دی رامعلوم.
خوکه موږديوچاپه شخصيت اعتراض کړی وي تاسويې ولي پرې کوئ.
[size=29:6c7a30e3e7]آيا[/size:6c7a30e3e7]
[quote:6c7a30e3e7]فتي صاحب أبوالفضل دهمدې لپاره ناست دی چي زوړ کلچر له مېنځه لاړ نشي ، او مېله خو به هلته وي که د زرمت خلیفه صاحب دادمحمد درباندي خبر شو هغه خو له تاویذانو بکسه ډکه ګرځوي چي ورختم شي بيا يې فوټو کاپیاني وباسي، اوس ددې لپاره چي نسل يې ختم نشي په کراچۍ کي یوه ډېره غټه مدرسه هم جوړوي ترڅو ډېر خلیفه ګان وروزي[/quote:6c7a30e3e7]
داپه يوشخصیت اعتراض نه ګڼئ؟؟؟
ولي داسي کوئ چې ستاسوپه ناپړيت ويونکوڅوک څه وليکي نوليکنه يې ړنګېږي
خوکه به بل مسلمان څه وليکل شي نونه يوازي يې ليکنه نه ړنګېږي بلکه
شاباسی هم ورکول کېږي.
دابولفضل او.....پيروي ،کارونواوليکنوته دي ناپړيتي اوبې ځایه وويل شي هيڅ پروانشته ولي چې غلطي يې خلکوته په ګوته کېږي.
اوکه څوک ستاسوغلطي اوحزب پرستي ته ګوته ونيسي نوبيايې لکنه دکتلووړنه بولئ.
ولـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

او وهاج صاحب دامي هم واوره
چې هغه څوک چې تاسوسره ټول افغان په اسلامي بحثونوکي فعاله ونډه لري اوتاسوسره اوږه په اوږه ستاسوخبري تائداودنورو ردوي
په خپله دهارون يحی کتابونه ژباړي اوافغان بې چاره اولس چې لاهم په تياره کي دی
په هغهغه تياره کي ساتي.
هارون يحی په خپله وپلټئ چې څوک دی؟
خودوئ يوازي دخپل جيب دډکولوله پاره په بېلابېلونومونودې کارته مټي رابډوهلي
اونه يوازي دوئ بلکه نورهم دې کارته هڅوي.
هيله ده لږخدای ته تسليم شئ.
دنوروپه ليکنوکه ردونه کوۍ اوفتوی ګانوته يې کتني کوئ په خپله لږګرېوان ته سر
ټيټ کړئ ترڅوخپل حقيقت درته څرګندشي.
:oops: :oops: :oops:


نوروز خان
17.04.2011

[quote:c95501570e="وهاج افغان"]نوروز خانه:
نورې خبرې دې په خپل ځای، خو د أبو الفضل د سقطاتو په وړاندې دې ولې په خپلو
غوږونو درنې څپېړې اچولي دي؟؟؟

زه خو د کوم مسؤول طالب ادرس نه لرم، او ته خو به يې خامخا لرې؛ دغه يوه پوښتنه
مې ورسره څخه وکړه، او ځواب یې دلته شريک کړه، آيا په طالب ملايانو
کې دومره قحطي ده، چې د يوه داسې بې علمه شخص ناپړيتې خپروي؟؟؟؟؟؟ داسې
ناپړيتې چې ستا په اصطلاح په اينجانر صاحب به شکر وباسې.
او که خبره د مساومې وي؛ نو محترما د بن لادن په اړه مساومه که جرم وي؛ نو دومره
غټ جرم به نه وو؛ څومره جرم چې دغه د طالب او د دې ناپړيتو ملا تر منځ مساومه ده.

په درنښت[/quote:c95501570e]
وهاج صيب كه فوټبال څومره په قوت په دیوال ورووهې ، دیوال یې په همدومره قوت ستا په خوا شړي ، دنیاوي تعاملات هم همداسې دي ، که حقیقت ووایو له ابوالفضل صاحب نه تاسو ( څو معلومو نومونو) ابوالفضل جوړ کړ، هغه زما دمعلوماتو له مخې یو مدرس غریب ملا وه خپل تدریس یې کاوه ، خو ستاسو پله پسې تعرضونو دې ته اړ کړ چې په سپینه ږیره نټ او کمپیوټر ته لاس رسی ومومي ، اوس که نوموړی کومې ناندریزې لیکنې کوي دده دغلیمانو دکړنو برکت دی ، چې دی دزړه تشولو او په هغو داور تویولو لپاره بله لار نه لري
وهاج صیب لکه تاسو چې دابوالفضل اړوند هیله کړې ، زه هم هیله لرم چې ددې فورم ماجراجو سلفیان نور کنټرول کړئ ، زه ډاډ درکوم چې په تیرو لسو کلنو کې مو نه څوک ددې فورم له لارې وهابي کړی او نه به یې په راتلونکې کې له حنفیت څخه واړوئ ، که تاسو په مذهبي خلکو لکه ابوالفضل صاحب باندې ونه لګیږئ ښایي هغه هم په دې بې ځایه ناندریزو بحثونوباندې وخت مصروف نه کړي .
پاته شوه دسلفیانو او مذهبیانو ترمنځ دپریکړې خبره ،ګومان نه کوم ، چې داوړۍ شړۍ شي ، په جوماتونو کې داډول بحثونه همیشه د توکدانیو په ګذارونو پای ته رسیږي او دلته په ترخو خبرو او شخصي تعرضونو ..
له ابوالفضل او مؤمن مهاجر دواړو نه خواست کوم چې کومه بله خواري ځان ته وغواړي یا دحامد صیب غوندې ټولګټي لیکنې وکړي ، مننه


أبوخليل قدوسي
17.04.2011

وروڼوالسلام علیکم له لیکنو څخه مو مننه!
چاچي زما درېځ تائيد کړی له هغو څخه هم مننه او چاچي زما په لیکنه نېوکه کړي کړی له هغوڅخه لا زیاته مننه، چي زه يې متوجه کړم، له بحثه وتل او خبره په بله خوابېول دحوار دادابو خلاف کار دی.
الله تعالی فرمايي :
والذين يؤذون المؤمنين والمؤمنات بغير ما اكتسبوا فقد احتملوا بهتانا وإثما مبينا (الأحزاب)
څوک چي نارېنه او ښځېنه مسلمانانو ته بې موجبه ضرر رسوي بېشکه هغوی بهتان او څرګنده ګناه په غاړه واخېسته
دمؤمن مهاجر صیب خبره په ځای دی چي (لولاک لما خلقت الأفلاک) حدیث نه دی دادهغه دعوا نه ده بلکه دمحدثینو پرېکړه ده. اوچاچي ويلي چي مدلول يې دحدیث دی هغه هم محدثینو کمزوري خبره بللي ده .
قال علي القاري في تذكرة الموضوعات: حديث لولاك لما خلقت الأفلاك قال العسقلاني موضوع كذا في الخلاصة (الآثار المرفوعة في الأخبار الموضوعة للعلامة اللکهنوي) کوم کتابونه چي په موضوعي احادیثو کي علماوو لیکلي هغوی ټولو داموضوعي بللی یعني حدیث نه دی دروغ دي چي په رسول الله (ص) پوري تړل شوي دي .
زه دفورم په سطحه ددیني مسایلو او معتقداتو په هکله دداسي ناندرېزو بحثونو پلوی ځکه نه يم چي خلګ ورته بل رنګ ورکوي، اوپه مونږ کي دمسایلو دڅېړلو اخلاقي استعداد نشته اودخبرو اترو دادابو مراعات نکوو پداسي ځای کي احتیاط ځکه ډېر په کار دی چي رسول الله (ص) فرمايي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اَللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ:
إِنَّ اَلرَّجُلَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ، لَا يُلْقِي لَهَا بَالاً، يَهْوِي بِهَا فِي اَلنَّارِ (صحیح ابن حبان)
ډېر ځله يوه خبره انسان وکړي چي ورته پام يې نه وي خو هغه يې جهنمي کړي
اسلام بشپړ دین دی، سلف صالحینواو علماوو(رحمهم الله) په خپلو لیکنو کي تدوین کړی څوک پکي زياتی یا کمی نشي راوستلای، مفتي أبوالفضل صاحب زه نه پېژنم خو ځېنو ضعیفو روایاتو ته دقوت رنګ ورکوي، هغه که حوالې ذکر هم کړي خو پدې باندي کمزوري روایات قوت نه پیدا کوي.
ما چي دکلچر خبره کړي ځېني داسي شیان شته چي له اسلام او مذهب سره تړاو نلري خو په کلچر کي يې دمعتقداتو ځای نېولی دی دهغو دلېري کولو لپاره مټي رانغښتل په کار دی، ځکه چي ترڅو بشپړ اسلام په رېښتوني معنا ونه پېژنو اوعمل ورباندي ونکړوپه خپلو ستونزو نشو برلاسي کېدلای .
دوهمه خبره داده چي مونږ ټول احناف يو خو ددې معنا دانده چي له حنفیت څخه دبدعاتو په خپرولو او دکمزورو عقایدو په ترویج کي کار واخېستل شي.
ما خو داسي فکر نه کاوه چي تاسي به زما لیکنه داسي جدي ارزوﺉ، (مادټوکي رنګ ورکړی وو او هغه هم خاص مؤمن مهاجرته) زما لیکنه که دچا دزړبداوي باعث شوي وي بښنه غواړم او سمدلاسه يې ړنګوم او په ځای يې دالیکنه مښلوم.
که هرڅوک هرنظر لري خو زه وايم چي هرمسلمان چي داسلام ددښمنانو په وړاندي يې يوه مورچه سمبال کړي وي ، له اسلام، معتقداتو او مسلمانانو څخه دفاع کوي ترځان يې غوره ګڼم او زما دسترګو تور دی.
بله خبره داچي سپک توري کارول او یا ښکنځلي کول نه خو چاته ضرر رسولای شي او نه يې مقام راغورزولای شي بلکه دويونکي لپاره تاوان دی چي دلوستونکیو په نظر کي دهغه اخلاقي انحطاط او فسق جوته کوي رسول الله (ص) فرمايي :
وعن ابن مسعود رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم سباب المسلم فسوق وقتاله كفر (متفق عليه)
مسلمان ته ښکنځل کول فسق دی او ورسره جنګېدل کفر دی.


و.افغان
17.04.2011

محترم او دروند نوروزخان صاحب:
ستاسو او د ځينو نورو د دې ناسم حرکت څه توپير دی، چې په ځای د دې چې په موضوع
باندې د صحيح دليل او سالم استدلال له مخې علمي بحث وکړئ؛ خبره د وهابيت او
حنفيت په طرف بوځئ،تر څو په بحث کې په خپل علمي افلاس پرده واچوئ، او د بل
خوله بنده کړئ، کاش چې تا د امام ابو حنيفه صاحب، د صاحبينو او متقدمينواحنافو عقيده پېژندلئ.

دلته د حنفيت او وهابيت خبره هيڅ مطرح نه ده، زما لپاره د تمذهب خبره يوه ډېره وړه
خبره ده، درسي ملګري مې راته حنفي وايي، او زه هغوی ته د شوافعو، مالکيانو او
حنابله وو نسبت کوم.

دلته خبره د اسلاميت او اسلامي عقيدې مطرح ده، ته يو ځل دا ناپړيته ولوله:

(((محترمه ! دا کيدلاۍ سي چي د الله پاک يو وَلي له نبي (صلی الله عليه وسلم) سره ملاقات وکړي ، وې ويني ، خبري ورسره وکړي او د أحاديثو په باب معلوماتونه ورڅخه حاصل کړي ، همدا سبب دئ چي اوليآءِ کرامو په اتفاق سره يو حديث ، حديث بللئ وي نو زه وهر عالم ته (کوم چي د مستقيمي لاري عالم وي) دا وايم چي دغه ډول حديث که څه هم علماوو د حديثو څه ګفتګوۍ پکښي کړئ وي بايد حديث وبلل سي . ))))

پوهېږئ چې د دې ناپړيتې په اعتقاد څه مرتبيږي؟ او څه نتائج منځ ته راوړي؟؟؟
دا چې ابو الفضل د لولاک موضوعي درواغ روايت ثابت حديث بولي؛ نو سبب يې
همدغه ناپړيته ده.
نو که څوک پرې رد کوي؛ نو په تاسې دنيا ولې تنګیږي؟؟
دغه سړي د طالبانو په مخکنۍ دوره کې هم اثر او رسوخ لره، بې علمه فتواوې به يې
ورکولې، او خپلې ناپړيتې به يې خپرولې، او ډېرو خلکو يې پيروي هم کوله.

دا چې تاسې يو حکومت له لاسه ورکړ، او اوس هم لا حکومت په لاس کې نه لرئ؛ نو
ستاسو د راتلونکي حکومت د ديکتاتورۍ او عدم ديکتاتورۍ په اړه فيصله خلک
له اوس نه ستاسو انټرنيټي سلوک ته په کتلو سره کولی شي.

په درنښت

[quote:99b4c4b960="نوروزخان"][quote:99b4c4b960="وهاج افغان"]نوروز خانه:
نورې خبرې دې په خپل ځای، خو د أبو الفضل د سقطاتو په وړاندې دې ولې په خپلو
غوږونو درنې څپېړې اچولي دي؟؟؟

زه خو د کوم مسؤول طالب ادرس نه لرم، او ته خو به يې خامخا لرې؛ دغه يوه پوښتنه
مې ورسره څخه وکړه، او ځواب یې دلته شريک کړه، آيا په طالب ملايانو
کې دومره قحطي ده، چې د يوه داسې بې علمه شخص ناپړيتې خپروي؟؟؟؟؟؟ داسې
ناپړيتې چې ستا په اصطلاح په اينجانر صاحب به شکر وباسې.
او که خبره د مساومې وي؛ نو محترما د بن لادن په اړه مساومه که جرم وي؛ نو دومره
غټ جرم به نه وو؛ څومره جرم چې دغه د طالب او د دې ناپړيتو ملا تر منځ مساومه ده.

په درنښت[/quote:99b4c4b960]
وهاج صيب كه فوټبال څومره په قوت په دیوال ورووهې ، دیوال یې په همدومره قوت ستا په خوا شړي ، دنیاوي تعاملات هم همداسې دي ، که حقیقت ووایو له ابوالفضل صاحب نه تاسو ( څو معلومو نومونو) ابوالفضل جوړ کړ، هغه زما دمعلوماتو له مخې یو مدرس غریب ملا وه خپل تدریس یې کاوه ، خو ستاسو پله پسې تعرضونو دې ته اړ کړ چې په سپینه ږیره نټ او کمپیوټر ته لاس رسی ومومي ، اوس که نوموړی کومې ناندریزې لیکنې کوي دده دغلیمانو دکړنو برکت دی ، چې دی دزړه تشولو او په هغو داور تویولو لپاره بله لار نه لري
وهاج صیب لکه تاسو چې دابوالفضل اړوند هیله کړې ، زه هم هیله لرم چې ددې فورم ماجراجو سلفیان نور کنټرول کړئ ، زه ډاډ درکوم چې په تیرو لسو کلنو کې مو نه څوک ددې فورم له لارې وهابي کړی او نه به یې په راتلونکې کې له حنفیت څخه واړوئ ، که تاسو په مذهبي خلکو لکه ابوالفضل صاحب باندې ونه لګیږئ ښایي هغه هم په دې بې ځایه ناندریزو بحثونوباندې وخت مصروف نه کړي .
پاته شوه دسلفیانو او مذهبیانو ترمنځ دپریکړې خبره ،ګومان نه کوم ، چې داوړۍ شړۍ شي ، په جوماتونو کې داډول بحثونه همیشه د توکدانیو په ګذارونو پای ته رسیږي او دلته په ترخو خبرو او شخصي تعرضونو ..
له ابوالفضل او مؤمن مهاجر دواړو نه خواست کوم چې کومه بله خواري ځان ته وغواړي یا دحامد صیب غوندې ټولګټي لیکنې وکړي ، مننه[/quote:99b4c4b960]


نوروز خان
17.04.2011

ِښاغلی وهاج !
لومړی خو ستاسو لوی مشکل دادی چې هره مسئله درته دعقائدو مسئله ښکاري ،او که څوک ددین اړوند په هره مسئله کې لږ مخالف ووینئ ، نودستي له بغل جیب د مخالفې عقائدو لپاره حک شوې درنه ټاپه پرې راوباسئ ، همدا وجه ده ، چې درښتینو سلفیانو په باور په اوسنۍ نړۍ کې دمؤمنانو نفوس خورا کم دی .
همدا نن مې له یوه ملګري چې سلفیت له نږدې پیژني وپوښتل ، چې سلفیان تصوف ته په څه نظر ګوري ، ده لنډ ځواب راکړ چې شین کفر یې بولي ، اوس که تاسو دتصوف موضوع داعتقاد پرځای ترعمل پورې تړلې وای لږ به مو فتوی سپکه وه ، او دکفر په ځای به مو فسق ورته وایه په هرحال . . .
دابوالفضل په اړه ډاډه اوسه چې دطالبانو نماینده یا کوم ځواکمن سړی نه ده بلکې یوازې یې طالبان په خپله پاڼه کې هغه لیکنې خپروي چې دطالبانو دپاڼي له پالیسي سره سمون لري .
بله داچې تاسو محترم دچپرهاري صیب غوندې زما عقائد چیلنج کړي زه به انشاء الله خپله عقیده یو وخت تفصیل واره درته ولیکم او بیا تاسو نقد پرې وکړئ ، چې څنګه کیږي ، خوتاسو هم لطفا خپله عقیده ولیکئ


و.افغان
17.04.2011

محترم او دروند نوروزخان صاحب.
الأصل في المسلمين السلامة
ستاسې د عقيدې په اړه مې تاسې ته کوم چېلنج نه دی درکړی، او د چېلنج ورکولو کوم
حق هم نلرم، خو چېرته چې د قرآن او سنت او پاکې عقيدې څخه د دفاع ځای وي؛ تاسو
په کې ځان غلی نيولی وي، او چېرته چې د شرکي او بدعي عقيدې رد وي؛ نو د دفاع
لپاره يې ميدان ته راووځئ؛ آخر دا ولې؟؟

ما مطلق تصوف ته نه فسق ويلی دی، او نه کفر. ولې راباندې د بل خبرې راتپې.
عقيده لرم، چې تصوف د تاريخ په اوږدو کې له پيل څخه تر اوسه په مختلفو
مراحلو کې خپل رنګ وخت په وخت بدل کړی دی.

پيل يې په زهد او تقوی کې له مبالغې څخه وو. چې کوم مذموم کار نه ګڼل کيږي، تر
کومه چې د يوه فرد تر خپل شخصه پورې خاص وي، او په نورو يې نه لازموي.

خو په تدريجي ډول رنګارنګ غلط کارونه په کې راووتل، چې د اسلام له دين څخه
په کامله توګه انسلاخ وو، چې د مثال په ډول يې تاسې ته ابن عربي، جلال الدين رومي
بلخی او اوسنۍ سيف الرحمن وغيرهم در ښوولی شم.

که چېرې څوک له تصوف څخه مراد تقوی، زهد او تزکية النفس اخلي، او همدغه يې
هدف وي؛ نو هيڅ اعتراض پرې نه لرم، خو دومره وايم، چې له شرعي الفاظو څخه که
بهر نشې؛ نو ستا د دين عقيدې او عمل د سلامتيا لپاره به ډېره ښه تمامه شي.
تصوف نه کوم دیني لفظ دی، نه د لغت له لحاظ مناسب، ښه به دا وي، چې د تقوی
له کلمې کار واخلې، چې په لسګونه کرته قرآن کې راغلې، د زهد له کلمې کار واخله
چې په لسګونه کرته حديثو کې راغلې، او نورې داسې کلمې چې سلفو صالحينو
د تقوی، زهد او تزکية النفس لپاره کارولې وي؛ او د لغت عربي سره سمون خوري.

په درنښت

[quote:19640871c3="نوروزخان"]ِښاغلی وهاج !
لومړی خو ستاسو لوی مشکل دادی چې هره مسئله درته دعقائدو مسئله ښکاري ،او که څوک ددین اړوند په هره مسئله کې لږ مخالف ووینئ ، نودستي له بغل جیب د مخالفې عقائدو لپاره حک شوې درنه ټاپه پرې راوباسئ ، همدا وجه ده ، چې درښتینو سلفیانو په باور په اوسنۍ نړۍ کې دمؤمنانو نفوس خورا کم دی .
همدا نن مې له یوه ملګري چې سلفیت له نږدې پیژني وپوښتل ، چې سلفیان تصوف ته په څه نظر ګوري ، ده لنډ ځواب راکړ چې شین کفر یې بولي ، اوس که تاسو دتصوف موضوع داعتقاد پرځای ترعمل پورې تړلې وای لږ به مو فتوی سپکه وه ، او دکفر په ځای به مو فسق ورته وایه په هرحال . . .
دابوالفضل په اړه ډاډه اوسه چې دطالبانو نماینده یا کوم ځواکمن سړی نه ده بلکې یوازې یې طالبان په خپله پاڼه کې هغه لیکنې خپروي چې دطالبانو دپاڼي له پالیسي سره سمون لري .
بله داچې تاسو محترم دچپرهاري صیب غوندې زما عقائد چیلنج کړي زه به انشاء الله خپله عقیده یو وخت تفصیل واره درته ولیکم او بیا تاسو نقد پرې وکړئ ، چې څنګه کیږي ، خوتاسو هم لطفا خپله عقیده ولیکئ[/quote:19640871c3]


حق منل

أبوخليل قدوسي
20.04.2011

الله تعالی فرمايي :
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا (36) سورة الأحزاب
هېڅ مسلمان نارينه او مسلماني مېرمني ته ددې حق نشته چي کله الله تعالی او دهغه رسول ديوڅه په هکله يوه پرېکړه وکړي او دوی دي پکي خوښ رضاوي (که يې زړه وي مني به يې اوکه يې زړه نه غوښتل نه به يې مني) اوچاچي دالله تعالی او دهغه درسول له حکم څخه سرغړونه وکړه نو په څرګنده ګمراهي باندي اخته شو.
زمونږ دليکنو مقصد ترکومه ځايه چي معلومات لرودحق څرګندول دی نه داچي يوڅوک په مناظره کي بېوسه کړو او ياکوم څوک وځپو، اعتدال يوه غوره تګلاره ده چي هرڅوک يې بايد مراعات کړي
وهاج صاحب چي دتصوف په هکله کوم څه ويلي دا داعتدال لاره ده ، امام أبوحامد الغزالي رحمه الله دتصوف امام او مخکښ دی او کتاب احياء علوم الدين يې پدې ارزي چي يوڅوک يې د ورد او وظيفې په توګه هره ورځ يو فصل مطالعه کړي ولوکه يې اصحاب التخريج ځېني حديثونه ضعيف جوته کړي، خو په مجموع کي داخلاقو او زهد لپاره غوره جامع کتاب دی او پښتو ته هم عبد الحميد بهيج صاحب ژباړلی دی .
دلته ديوه يمني ملګري خبره را په زړه شوه هغه ويل چي مسلمان بايد داسي وي چي له هېچا څخه بايد کرکه ونلري، هغه په فروعوکي بايددخپل مذهب پيرو وي، عقيده يې بايددسلف صالحينو وي، نظم يې بايددالإخوان المسلمون وي ، مطلب داچي له هرچا څخه ښه خويونه او مثبت ټکي وراخلي او په پټو سترګو نه خو په چا پسي ځي او نه په پټو سترګو پرېکړي کوي ، دا هغه کړنلاره ده چي له يوه رېښتوني مسلمان سره وړ ده .
دا هم بايد پټه نه وي چي يو کار چي په دين کي اساس او بنسټ نلري او دين ته يې څوک منسوبوي دا له دين سره غټه جفا او دهغه پخپل لاس ورانول دی او دا هغه چاته دتحمل وړ نه وي څوک چي د رېښتوني ايمان څښتن وي او الله تعالی دومره پوهنه ورکړي وي چي غلطي درک کړي اوځواب يې ووايي .
پداسي حالت کي چي څوک بدعات تروېجوي او يو پوه مسلمان ورباندي خبر شي خو سکوت غوره کړي نو دستري ګناه مرتکب کېږي، او له حق ويلو ډډه کوونکی مسلمان دحديث له مخي ګونګ شيطان پېژندل شوی دی .
عايشه رضي الله تعالی عنها فرمايي :
والله ما انتقم لنفسه في شيء يؤتى إليه قط حتى تنتهك حرمات الله عز وجل فينتقم لله عز وجل .
رسول الله صلی الله عليه وسلم کله هم دځان لپاره ندی په غصه شوی خو کله چي به دالله تعالی په حکمونو تېری کېدلو ترهرچا به زيات غصه کېدلو او يوازي دالله تعالی لپاره به يې غچ اخېست .
إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآَيَاتِ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ (105) سورة النحل
الله تعالی د هغو وروڼو ته ستر اجرونه ورکړي څوک چي په دين او معتقداتو يوازي د الله تعالی درضا لپاره خوا بدوي او نور دي يې هم الله تعالی ايمانونه ځواکمن کړي.
لوستونکي وروڼه يې بايد ملاوتړي او ترشا يې ودېرېږي .
په دې فورم کي درې کسان داسي دي چي زما په باور يې ليکني علمي او داستدلال له ځواک څخه برخمني دي وروڼه يې بايد ليکني دفقهي مرجع په توګه ولولي، او په ديني او عقيدوي مسايلو کي له دوی څخه پوښتني کوي، چي هم احناف دي او هم حق ويونکی دي او هم کولای شي ځواکمن دليلونه وړاندي کړی :
۱ - حامد صاحب
۲- وهاج صاحب
۳- طالب جان صاحب چي اوس کم راځي نه پوهېږم چي ولي
له هغو وروڼوڅخه چي په پښتوکي خو غوره اديبانه ليکل کولای شی خو علمي پانګه يې ددين له پلوه ځواکمنه نوی هېله کوم چي په ديني او عقيدوي مسايلو کي دچېړ چاړ نکوي، کله خو يو څوک پدې ډول ناندرېزو ليکنو کي بې پامه خپل ايمان ته نقصان ورسوي .
عن أبي هريرة رضي الله عنة عن النبي صلی الله عليه وسلم قال: إن العبد ليتكلم بالكلمة من رضوان الله لا يلقي لها بالا يرفعه الله بها درجات وإن العبد ليتكلم بالكلمة من سخط الله لا يلقي لها بالا يهوي بها في جهنم (رواه البخاري)
ابوهريره رضي الله تعالی عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله خو انسان يوه خبره وکړي چي هغه ته څومره وزن نلري خو الله تعالی ورڅخه پې خوشاله شي او درجې يې دالله تعالی په وړاندي ورباندي لوړي شي او کله بيا يوه داسی خبره وکړي چي دده ورته پام نه وی خو هغه خبره الله تعالی په غصه کړي چی هغه يې په جهنم کي غورزار کړي (داحديث امام بخاري رحمه الله رانقل کړی دی)
نور له وروڼو څخه ددعا په تمه خپله ليکنه ختموم السلام عليکم


وزیري
23.04.2011

ټولو وروڼو ته له یوه سره السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

محترمینو، شخصی او سیاسی بحثونه مو نه در شاربم خو صرف خپل نظر دومره درسره شریکوم چی د لولاک حدیث غلط ده ولی په دی لاندی حدیث باندی معتقد یمه چی الله جل جلاله حضرت آدم علیه السلام ته وویل:
ولو لا محمد ما خلقتک.
او که چیرته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه وی نو ته به می هم نه وی پیدا کړی.

• حاکم، المستدرک علی الصحیحین، دوهم جلد، صفحه ۶۱۵، رقم: ۴۲۲۸
• بیهقی، دلائل النبوة، پنځم جلد، صفحه ۴۷۹
• امام حاکم رحمه الله دی حدیث ته صحیح ویلی دی او امام بلقینی رحمه الله هم په خپله فتاوی کی دا حدیث صحیح بللی دی.
• امام تقی الدین سبکی رحمه الله په [شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام] صفحه ۱۲۰ کی د شیخ ابن تیمیه تنقید او رد په دی حدیث بی ځایه بللی دی او د امام حاکم رحمه الله قول یی تصدیق کړیدی.

ماته خو دا محدیثین چی دا حدیث یی صحیح بللی ده ډیر غوره ښکاری له هغی خبری نه چی زه او ته یی کوو.

والسلام


السلام عليك

أبوخليل قدوسي
23.04.2011

[color=cyan:4aa5f68a6c]حدثنا أبو عبد الله الحافظ ، إملاء وقراءة ، حدثنا أبو سعيد عمرو بن محمد بن منصور العدل إملاء ، حدثنا أبو الحسن محمد بن إسحاق بن إبراهيم الحنظلي ، حدثنا أبو الحارث عبد الله بن مسلم الفهري ، بمصر ، قال أبو الحسن هذا من رهط أبي عبيدة بن الجراح ، أنبأنا إسماعيل بن مسلمة ، أنبأنا عبد الرحمن بن زيد بن أسلم ، عن أبيه ، عن جده ، عن عمر بن الخطاب ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " لما اقترف آدم الخطيئة ، قال : يا رب أسألك بحق محمد لما غفرت لي ، فقال الله عز وجل : يا آدم وكيف عرفت محمدا ولم أخلقه قال : لأنك يا رب لما خلقتني بيدك ونفخت في من روحك رفعت رأسي فرأيت على قوائم العرش مكتوبا : لا إله إلا الله محمد رسول الله ، فعلمت أنك لم تضف إلى اسمك إلا أحب الخلق إليك ، فقال الله عز وجل : صدقت يا آدم ، إنه لأحب الخلق إلي وإذ سألتني بحقه فقد غفرت لك ، ولولا محمد ما خلقتك " تفرد به عبد الرحمن بن زيد بن أسلم من هذا الوجه عنه وهو ضعيف[/color:4aa5f68a6c]
[color=red:4aa5f68a6c]قال عنه البيهقي في "دلائل النبوةتفرد به عبد الرحمن بن زيد بن أسلم ، وهو ضعيف وقال عنه شيخ الإسلام ابن تيمية روي مرفوعا وموقوفا على عمر بن الخطاب رضي الله عنه ، وفيه : عبد الرحمن بن أسلم، ضعيف باتفاقهم ، ويغلط كثيرا وحكم عليه الألباني بأنه موضوع[/color:4aa5f68a6c]
دلايل النبوة للبيهقي وايي چي يواځېنی شخص چي دا حديث يې رانقل کړی عبد الرحمن بن زيد بن اسلم دی چي ضعيف يې ګڼلی دی شيخ الاسلام ابن تيميه وايي چي دا سړی ډېر غلط کېږي او دمحدثينو په اتفاق ضعيف دی الباني دا حديث موضوعي ګڼلی دی (والله تعالی أعلم)
خو دېته څه اړتيا ده چي دخپلي خبري داثبات لپاره په کمزوريو او متنازع فيه رواياتو استناد کوو ولي يې له مقابل لوري سره نه منو الله تعالی وايي چي ما انسانان او پېريان يواځي دخپلي بندګي لپاره پيدا کړي دي او تاسو واياست چي نه د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره يې پيدا کړي دي (سم قضاوت کوﺉ له الله تعالی ووېرېږﺉ)


Re: السلام عليكم

وصيل پېروز
24.04.2011

[quote:3838fdb721="أبوخليل قدوسي"][color=cyan:3838fdb721]حدثنا أبو عبد الله الحافظ ، إملاء وقراءة ، حدثنا أبو سعيد عمرو بن محمد بن منصور العدل إملاء ، حدثنا أبو الحسن محمد بن إسحاق بن إبراهيم الحنظلي ، حدثنا أبو الحارث عبد الله بن مسلم الفهري ، بمصر ، قال أبو الحسن هذا من رهط أبي عبيدة بن الجراح ، أنبأنا إسماعيل بن مسلمة ، أنبأنا عبد الرحمن بن زيد بن أسلم ، عن أبيه ، عن جده ، عن عمر بن الخطاب ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " لما اقترف آدم الخطيئة ، قال : يا رب أسألك بحق محمد لما غفرت لي ، فقال الله عز وجل : يا آدم وكيف عرفت محمدا ولم أخلقه قال : لأنك يا رب لما خلقتني بيدك ونفخت في من روحك رفعت رأسي فرأيت على قوائم العرش مكتوبا : لا إله إلا الله محمد رسول الله ، فعلمت أنك لم تضف إلى اسمك إلا أحب الخلق إليك ، فقال الله عز وجل : صدقت يا آدم ، إنه لأحب الخلق إلي وإذ سألتني بحقه فقد غفرت لك ، ولولا محمد ما خلقتك " تفرد به عبد الرحمن بن زيد بن أسلم من هذا الوجه عنه وهو ضعيف[/color:3838fdb721]
[color=red:3838fdb721]قال عنه البيهقي في "دلائل النبوةتفرد به عبد الرحمن بن زيد بن أسلم ، وهو ضعيف وقال عنه شيخ الإسلام ابن تيمية روي مرفوعا وموقوفا على عمر بن الخطاب رضي الله عنه ، وفيه : عبد الرحمن بن أسلم، ضعيف باتفاقهم ، ويغلط كثيرا وحكم عليه الألباني بأنه موضوع[/color:3838fdb721]
دلايل النبوة للبيهقي وايي چي يواځېنی شخص چي دا حديث يې رانقل کړی عبد الرحمن بن زيد بن اسلم دی چي ضعيف يې ګڼلی دی شيخ الاسلام ابن تيميه وايي چي دا سړی ډېر غلط کېږي او دمحدثينو په اتفاق ضعيف دی الباني دا حديث موضوعي ګڼلی دی (والله تعالی أعلم)
خو دېته څه اړتيا ده چي دخپلي خبري داثبات لپاره په کمزوريو او متنازع فيه رواياتو استناد کوو ولي يې له مقابل لوري سره نه منو الله تعالی وايي چي ما انسانان او پېريان يواځي دخپلي بندګي لپاره پيدا کړي دي او تاسو واياست چي نه د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره يې پيدا کړي دي (سم قضاوت کوﺉ له الله تعالی ووېرېږﺉ)[/quote:3838fdb721]
محترم قدوسي صاحب !
الله جل جلاله مو ژوندی او بريالی لره
ستاسو په ليکنه ډېر خوښ شوم اوپه تېره ستاسو منطقي استدلالونه راته ډېر په زړه پوري ښکاري يقيناً هر ځای ستاسوليکنه په مينه لولم .
ستاسو تاندې هڅې لاهم تاندې غواړو
په مينه او درنښت


وهابيان له مذهبه اجنبيان

عبدالحميد/افغ
25.04.2011

السلام عليکم(په نيت کي مي مسلمانان دي که څه هم مجلس ګډوډدئ )
که وهاج که قدوسي دئ
له مذهبه اجنبي دئ
نه يې سر په څه خلاصيږي
مهاجرغوندي غبي دئ
له حسده سوځېدلئ
هم له بغضه وهابي دئ
قدرمنومسلمانانوپه دې فورم کي وهابيان خوپرېږده اهل سنت والجماعت اوحنفي مذهبه ليکونکي هم متاسفانه له دينه زيات واقفيت نلري هوخواخوږې اوزړه شینئ يې ډېرخوندراکړ ، اومحترم حامد صاحب په نرمي اوله حياڅخه ډکي لهجې هم زما په زړه کي ځاۍ ونيوئ ـ
پیروز پورته دتحيې پرځاۍ داسي ليکلي دي « السلام علي من اتبع الهدي » لږفکروکړئ اياداډول سلام دکافرانولپاره نه دئ څه فکرکوئ !!!
اياپه فورم کي مذهبي خلګ ده په خپل نيت کي په کومه ډله کي شمېرلي دي.
ددې خبري په اړه چي زوړ کلچر اونوئ کلچر يې ذکر کړيدئ لږفکروکړئ ايازوړ کلچرڅه وو دامت سپېځلي علماء فقهاء امامان په زوړ کلچر کي نه دي داخل دغه دوې دده دبې علمي دپاره کافي دي ـ
ددغه بې علمه اشخاص چي امام ماتريدي ته مبتدع وايي دې ته وګوره ، په الفکر الصوفي کتاب کي چي داسلامي امت بالکليه ټول اولياء کرام مرتدين بللي دي ، دامام اعظم اړه يې هغه څه ويلي دي چي خوله په شرميږي ، تاسوفکر مه کوۍ دابطال دپاره به کافي اوشافي جواباتاومفصل جوابونه پيداکړۍ .
ددوۍ ودې فاسد عادت ته وګورۍ چي د خپلي خبري د اثبات دپاره چي کوم دليل نقل کوي نو دعبارت پر يوه برخه سترګي پټوي ، دلولاک دحديث دمعني داثبات په اړه دامت دغټو امامانو کتابونه وګورۍ .
اوپه خپله ملاعلي قاري دکتاب دغه توري يې پرې ايښي دي چي فرمايي :
« ولکن معناه صحيح فقدروي الديلمي ... الخ »
اومحدث عبدالحي الکهنوي په الاثار المرفوعة کي دملاعلي قاري رحمه الله تعالي دخبري تاييدکړيدي ـ

اودارنګه محدث امام بيهقي فرمايلي دي چي :
« وروي عن کعب الاحبار ان آدم وجميع المخلوقات خلقوا لاجل محمد » ـ
او تقي الدين السبکي په شفاء السقام ، ص۲۹۵
اوقندوزي هم په ينابيع المودة کي، ج۲ ص، ۳۳۶ ،
اوصالحي شامي په سبل الهدي والرشاد ،ج۱، ص۷۴ او ۸۵
اوزيني دحلان په الدرر السنية في الرد علي الوهابية ، ص۹ ـ
،او ابوالشيخ انصاري متوفي ، سنة ۳۶۹ ـ په خپل کتاب طبقات المحدثين باصبهان ، ج۳ ص، ۲۸۷
اوثعلبي دتفسير ثعلبي په، ج۷ ، ۶۱ مخ کي
اوامام سيوطي صاحب دالخصائص الکبري داول جلد په ۱۲ او۱۴ صفحه کي
اوبيهقي د دلائل النبوة په پنځم جلد ،۴۸۹ ،
اوحلبي دسيرة حلبية داول جلد په ، ۳۵۴ ، مخ کي ،
دلولاک دحديث په معني یوبل حديث ذکر کړئ دئ ـ
اوعجلوني دخپل کتاب کشف الخفاء داول جلد په ۴۶ مخ کي په حواله سره دديلمي داحديث هم ذکرکړيدۍ :
(اتاني جبريل فقال يا محمد لولاک ماخلقت الجنة ولولاک لما خلقت النار )
يعني اي محمده کچيري نه واۍ ته نونه به واي پيداکړي ماجنت اوکچيري نه واي ته نونه به واي پيداکړي ما دوږخ ـ

اودارنګه ابوبکر دمیاطي دخپل کتاب اعنة الطالبين داول جلد په ۱۳ مخ کي په دغه حديث سره دليل نيولۍ دۍ پر دې خبره باندي چي نبي عليه الصلوة والسلام اصل دپيدايښت دټول مخلوق دۍ ـ
اوعلامه امام زرقاني په شرح مواهب اللدنیة جلداول کي دغه حديث ذکرکړئ دئ :
ـ عن ابي الشيخ والحاکم عن ابن عباس رضي الله تعالي عنهما اوحی الله تعالی الی عيسي بن مريم يعيسي لولا محمد ماخلقت ادم ولاالجنة ولاالنار ـ
وروي الحاکم مثله وصححه ورواه السبکي والبلقيني ـ

اوبل حديث حاکم ذکرکړئ دئ چي امام بيهقي اوامام طبراني صحيح کړئ دئ هغه حديث دادۍ :
عن عمر بن الخطاب رضي الله تعالي عنه قال قال النبي صلي الله تعالي عليه وسلم قال الله تعالي لآدم ياآدم لولا محمدما خلقتک رواه الحاکم وصححه البيهقي والطبراني

نوايادمحدثينوداخبره مقبوله ده چي داحديث موضوعي دئ اوداخبره يې نه ده مقبوله چي ددې معني صحيحه ده ؟؟؟
فاانصفوا يااهل الانصاف !!!

اووهاج وهابي وايې چي دادوهابيت اودحنفيت موضوع نه ده بلکي داداسلام اوعقيدې موضوع ده اودعلامه ابوالفضل صاحب دام فيضه الجاري حقائق ناپړيتي بولي اودرؤية النبي يقظتا عقيده کفر بولي ، نو تاسوفکروکړۍچي په دې خبره سره خو دامت نامتو علماؤقول کړئ دئ لکه
(۱) : ابن حجرهیتمي .
( ۲) : دجلالین مصنف امام سیوطي .
( ۳) : امام شعراني .
(۴ ) : امام غزالي .
(۵ ) : امام بارزي .
(۶) : تاج سبکي .
(۷) : ابن ابی جمره .
(۸) : مناوي مصنف دفیض القدیرشرح جامع الصغیر وغيرهم .
اودارنګه ټول صوفيه ء کرام پردې عقېده دي .
فهل کلهم مبتدعون يااتباع ابن تيمية والنجدي !!!
دارنګه دده په نزدخو العياذ بالله داحديث هم ناپړيته سوه چي :
« من رآني في المنام فسيراني في اليقظة »
اودوۍ يوبل عادت دالري چي په ټولو کتابوکي دوۍ تحريف شروع کړئ دئ ، لنډمثال يې په پورتني وهابيانو کي مهاجردئ چي ده په يوبيان کي ليکلي وه چي په لراوبر کي دتقليدپه نامه نشرده چي امام سرخسي دونه تحريف په قرآن شريف کي کړئ دئ چي په دغه آيت کي يې چي «فردواالي الله والرسول » ويلي دي چي له دې آيت څخه مرادردول وقياس صحيح ته دي .
تاسي خپله دکتاب «اصول سرخسي » دغه ځاۍ مطالعه کړۍ ، ځکه چي امام سرخسي خوپه خپل کتاب داسي ويلي دي چي
: وأما الكرخي فقد احتج بقوله تعالى { فاعتبروا يا أولي الأبصار } والاعتبار هو العمل بالقياس والرأي فيما لا نص فيه وقال تعالى { فإن تنازعتم في شيء فردوه إلى الله والرسول } يعني إلى الكتاب والسنة ـ اصول السرخسي (2/106) چاپ بېروت ـ

نوددغه مفسد ودونه غټي افتراء ته وګورۍ ـ
لنډه داچي دادوهابيانو بحث فورم دئ اودوۍ په هيڅ نه دي بند اونه داځاۍ دبحث کولو دي چي زه خبره اوږده کړم .
فقط .


أبوخليل قدوسي
25.04.2011

فاضل صاحب
که دي زه په مسلمانانو ګڼلی يم نو سلام ته دي وعليکم السلام وايم
زه نور دليلونه نه درسره وايم خو له دې ليکني څخه مي مقصد ستاسو پوهول او وېښول دی او بس .
دلته زياتره وروڼه زما په شمول احناف دي او زه تر اوسه لا له فقهي او علمي پلوه ددې وړتيا او اړتيا نلرم چي ځانته بله لاره انتخاب کړم مذهب او اسلام دچا خصوصي ملکيت ندی چي څوک يې خوښ وي هغه ورپرېږدي او چي خوښ يې نشو هغه وشړي.
دزاړه کلچر خبره ماکړي او دامي هم ليکلي وو چي له زوړ کلچر څخه ځما مقصد هغه خرافات او اباطيل دي چي په اسلام کي اصل نلري خو دټولني په افرادو کي يې دمعتقداتو ځای نېولی دی، خو دلته به يې څه واضح کړم لکه دقبرونو طوافونه، دقبرونو خاوري خوړل، دبادو او دردونو لپاره يې په لکړو مېخونه ټک وهل، پوسونه او غوايي ورباندي حلالول، پېرانوته سجدې لګول، دپېر له نوم سره جل جلاله ويل، داشخاصو تقديس، په معمولي خبره دکفر ټاپې لګول، دخپلو مخالفينو په وړاندي دبېوسۍ په حالت کي په هغوی تورونه لګول او له ملته اېستل، قرانکريم دتبرک لپاره دکور په هسک ځای کي تر يو فوټ ګړزونو لاندي چي نه يې څوک وراخلي او نه يې تلاوت کوي تش دمسافر درخصتولو په وخت کي دطواف لپاره ساتل، له کنز الحسين څخه دتاويذونو او شيطاني مجهول المعنی نومونو او اعدادو ليکل او بيا په غريبانو خرڅول، دجادو او پېري په پلمه شعوذه يا دمسلمانانو جېبونه لوټول، دمذهب په نوم دخرافاتو او بدعاتو تروېجول، دين او مذهب دتجارتي توکيو په څېر ددنيا او منصب دلاسته راوړلو دوسيلې په توګه کارول، مذهبي انحصار چي مذهب يوازي دمحدودو اشخاصو ملکيت ګڼل کېږي او دغفران او کفران، جنت او دوزخ ټکټونه وېشي، او نور مسلمانان دڅارويو غوندي کاروي، چي دکلېسا غوندي مذهبي فاشېزم ورته ويلای شو، همدا راز دا انګېزه چي العوام کالأنعام بل هم أضل، ددې ډول خرافاتو په وړاندي سکوت غوره کول، وغيره دا زوړ کلچر دی چي ما ويلي په خلاف يې جهاد کول ضروري ده الله تعالی دي وکړي چي سر دي ورباندي خلاص شوی وي .
تل دنورومسلمانانو ويناوي او ليکني حتی الامکان په سم سمت کي تعبيروه الله تعالی فرمايي :
[size=18:c42e2c9320]﴿اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنْ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ﴾ .[/size:c42e2c9320]
اې مؤمنانو تاسو له ډېرو ګمانونو ځانونه وساتئ بېشکه ځيني ګمانونه ګناه وي .
عمر رضي الله تعالی عنه فرمايي :
[size=24:c42e2c9320]لا تظنن بكلمة خرجت من أخيك سوءا وأنت تجد لها في الخير محملا .[/size:c42e2c9320] (شعب الايمان للبيهقي)
ستامسلمان ورور چي يوه خبره وکړي او ته ورته دخير احتمال موندلای شې نو بدګماني مه ورباندي کوه .
عبد العزيز بن عمر بن عبد العزيز فرمايي چي ماته خپل پلار وفرمايل:
[size=24:c42e2c9320][size=18]يا بني إذا سمعت كلمة، من امرئ مسلم فلا تحملها على شيء من الشر ما وجدت لها محملا من الخير (حلية الأولياء).[/size:c42e2c9320][/size]
بچيه! کله چي دمسلمان ورور يوه داسي خبره واورې چي دخير احتمال لري نو دشر او بدو خواته يې کله هم مه اړوه .
خوتاسو لا په سلام کي ځېني مسلمانان وروڼه مستثنا کړي څه چي له اسلامه مو اېستلي وو او همدغه مو ښه زده دي.
دوهم داچي تاسو بايد دذکرشوي اثر ((لولا محمد لما خلقتک)) په هکله خپل دلايل ويلي وای او نور دي څه نوای ويلي ښه به وای، علماوو او لوستونکيو ته به دي قضاوت پرې اېښی وای چي هغوی دچا دلايل مني او دچا ردوي په ښکنځلو او سپکو ويناوو حق نه جوته کېږي .
داچي دحامد صاحب حياء دي ستايلي ده ډېره مننه هغه زمونږ ډېر ګران دوست دی کاشکې تاسو هم کارولي وای .
دامنقول که بالفرض ستاسو په وينا صحيح حديث هم وي نو دعلماوو او محدثينو دذکر شوي منقول په سر اختلاف مونږ ته ددې دايره پراخوي چي ويې منو او يايې رد کړو.
محدثينو او علماوو رحمهم الله دفقهي اختلافاتو په سر نه خو څوک وهابيان او نه برېلويان بللي بلکه هريوه خپل دلايل ويلي او نور ساکت پاته شوي او هر يو يې دالله تعالی په وړاندي مأجور هم دی .
امام ابن تيمية رحمه الله زمونږ د احنافو فقهاوو پخپلو مصنفاتو کي دشيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله په نامه يادکړی، ردالمحتار او البحر الرائق او نور کتابونه او فتاوی وګوره او تاسو ورته ديوه سپک تربور په سترګه هم ندي کتلي، ستاسو دا توهين دهغه درجات نور هم لوړوي او دا زمونږ لپاره ستر وياړ دی چي تاسو راته ويلي (( يا أبناء ابن تيميه)) الله تعالی مو دي دخپلو اسلافو حقيقي زامن او پيروان وګرزوي. خو تاسو زما دا ليکنه ياد ساتئ چي دامت دنامتو علماوو په شان کي ددې ډول ګستاخي ثمره به هرو مرو پخپل ژوند کي ووينئ، او مونږ ليدلي څوک چي دامت په اسلافوعلماوو پسي بد وايي هغوی بالاخره يا لېونيان شوي ، يامنحرف شوي او يا هم په قتل او يانورو لويو فتنو اخته شوي دي .
امام ابن عساکر رحمه الله فرمايي :
[color=cyan:c42e2c9320]أعلم يا أخي وفقني الله وإياك لمرضاته وجعلني وإيّاك ممن يخشاه ويتقيه حق تقاته أن لحوم العلماء مسمومة، وعادة الله في هتك أستار منتقصهم معلومة، وأن من أطلق لسانه في العلماء بالثلب ، بلاه الله قبل موته بموت القلب ، فليحذر الذين يخالفون عن أمره أن تُصيبهم فتنة أو يصيبهم عذاب أليم .[/color:c42e2c9320]
[color=yellow:c42e2c9320](ژباړه)[/color:c42e2c9320]
[color=cyan:c42e2c9320]ګوره ورورکيه! الله تعالی دي ما اوتاته دهغه دراضي کولو توفيق راکړي او له هغه چا مو دي وګرزوي چي له ده څخه په رېښتيا وېرېږي او رېښتوني تقوايې خپله کړي وي، بېشکه چي دعلماوو غوښي زهرجني دي او دالله تعالی قانون دهغه چا په هکله جوته دی څوک چي دعلماوو شان او منزلت راټېټوي چي الله تعالی به يې رسوا او پرده به ورڅخه لېري کړي، چاچي په علماوو کي بده ژبه وکاروله الله تعالی به يې تر مړيني له مخه دزړه په مرګ اخته کړي ، ودي وېرېږي هغه څوک چي دالله تعالی له حکمونو سرغړونه کوي چي يا خو به په فتنه اخته شي او يا به دردوونکی عذاب ورته ورسېږي .[/color:c42e2c9320]
او پدې هم باور وکړه چي ددې حاضر عصر ټول علماء او مفتيان ستاسو او دعلامه ابوالفضل صاحب په شمول دشيخ الاسلام ابن تيمية ديوه شاګرد مقام ته په تقوا او علم کي نشي رسېدلای او مونږ خو نه علماء يو اونه دا دعوا کوو خو لکه چي امام شافعي رحمه الله فرمايي :
أحب الصالحين ولست منهم ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لعلي أن أنال بهم شفاعة
وأكره من تجارته المعاصي ــــــــــــــــــــــــــــــــــ ولو كنا سواء في البضاعة
نوربه دادعا کوو چي الله تعالی دله مونږ سره په نېکه لاره روان کړه او خاتمه دي له مونږ سره په ښايسته ايمان شه .
داهم دامام شافعي رحمه الله شعر دی:
الصمت زين والسكوت شجاعة ــــــــــــــــــــــــ فإذا نطقت فلا تكن مكثاراً
فـإذا نـدمـت على سكوتك مـــرة ـــــــــــــــــــــــــــــ فلتندمن على الكلام مراراً


SADEQ MUSALMAN
26.04.2011

[quote:769ea82863]دپېر له نوم سره جل جلاله ويل[/quote:769ea82863]

[color=red:769ea82863][/color:769ea82863]غلط[size=29:769ea82863][/size:769ea82863]


عادل عادل
26.04.2011

السلام علیکم

د مذهبي اختلافاتو شاربل د لوړترین اخلاقي ظرفیت متقاضي دي، چې متاسفانه په نوي کلچر کې ډېر کم دی.

زما په نظر د دین او عقیدې په اړه هر ډول زده کړه او پوهه حاصلول او تحقیق کول چې د ورځې په تېریدو سره د محصل/طالب د فکر دایره د عامو مسلمانانو وروڼو په وړاندې تنګوي، علم او نیکمرغي نه بلکه زما په نظر د غاړې طوق دی.

مسلمان باید چې د خپلو وروڼو مسلمانانو په اړه د هغه پلار صفات خپل کړي چې هر زوی ورته په خپل ځای کې ګران وي، سترګې یې پرې روښانه کیژي، او زړه یې پرې سوځي، سره له دې چې د هر زوی سلیقه او اخلاق به یوتر بله خامخا فرق کوي.

علامه سید جمال الدین رحمه الله د خپل لوړ فکر له وجې نه خو یې په نوم کوم مذهب په میراث راپاته دی، نه هم د اربعه مذاهبو له جملې څخه یوه ته منسوب دی، او نه د مابقیه وو سره په اختلاف کې یاد شوی، نو یوازینی کړنلاره به یې خامخا همدا وه چې په یوه یې عمل کړی او له نورو سره یې بې کچې مینه ساتلې او پاللې ده.

زه چې کله هم د وروڼو هغه سوالونه ولولم چې وایي، ددې حدیث!!، روایت!!!، کیسې!!!!، قول!!!!!، او خبرې!!!!!! سند؟؟؟؟؟ دې وړاندې کړه !!!! نو زما نږدې وي چې ښکر راشنه شي، ځکه چې د مشهورو اقوالو په اړه هره ورځ تکرار تکرار اسناد غواړي، د مسلمان ورور ژامې هره ورځ پرې ګوري او غاښونه یې شمیري!!!

زمونږ عوامو چې دتبلیغیانو په قول د ایت او حدیث په مفهوم سره عمل او خبرې کوو، خدای خبر مونږ او زمونږ د سند نه خالي خبرو ته به د بوسو په اندازه اهمیت هم ورکوي کنه، د عقیدې ورور مو شمیري کنه؟ ............

د ټول افغان د بحث په خونو کې ناندری، بې چوکاټه ټوکې، ستوغ سیاسي بحثونه ددې سبب جوړیژي چې د تل لپاره د ټول افغان څخه خدای پاماني واخستل شي، خو ..............!!!،

......... د بحثونو له خونو څخه به زما د احتمالي خدای پامانی اصلي اسباب پورتني نه بلکه همدا د مذهب پر سر تاوده وروڼه وي چې د ارزښتناکه لیکنو په لوستلو سره یې کله هم مثبت تاثر نه اخلم، ځکه چې د دوی اختلاف کله هم هغه نه دی چې رحمت بلل شوی بلکه یو تر بله د بیزاری او پاشلو تخم زمونږ په ماغذو کې شیندي، د لیکنې د محتوی او افادې څخه یې نیت جوت وي چې نزدیکت نه غواړي بلکه یو تر بله پراخیدونکی واټن او نفرت ته لار پرانیزي؟؟

ماته ټول قدرمن یاست، او د همدې ټکي خپلولو ته تاسو هم رابولم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more