نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عادل عادل
29.03.2011
السلام علیکم
دروند ورور وهاج صاحب
ستاسو د پوهې او شان سره ورته مسایل شاربل اصلا نه ښایي.
دا به کېدای شي زمونږ لپاره (د قراینو له مخې او لکه څنګه چې مشر ورور پتنګ صاحب ورته اشاره کړې) ډیر بې ځایه او له حقیقت څخه لرې قضاوت وي چې ووایو:
تاسو د خپل تېر ژوند په مسیر کې عقدې راټولې کړې دي او نن یې د حاصل کړي علم په رڼا کې ددې پر ځای چې خفه او یا یې محو او نابودې کړی، ښکاره کوی یې، الله پاک وکړي چې د علم تحصیل ته مو له همدې سببه مخه نه وي شوې.
[quote:ac2a6aac55] دغه د شهواني آزاديو خردجال څه مردارې سندرې ، څه مردار اېکټونه
اوڅه مردار حرکتونه کوي چې په واقعيت کې له فحشه ډک غربي سترېپتيس تمثيلوي او بس!
الله دې وژغوري او دنيکۍ هدايت دې ورته وکړي ، مخکې له دې چې طالبان يې په .... وچ موګي ور ټک وهي!
ملل متحد په دواړو جامنو ... خوري چې ددۀ غوند يوۀ غربزده مردار خور ته لا د سولې سفير وايي (!!!) [/quote:ac2a6aac55]
دروند پتوال صاحب
ډیرې ښکلې او پر ځای خبرې مو کړې دي، فرهاد دریا به یوازې هغو ډم-صفته افغانانو ته د منلو وړ وي چې لشم او غربي فرهنګ ځپلي دي.
و.افغان
29.03.2011
[quote:11bcc7f3f5="pattang"]
له طالبانو سره ماډېر تماس لاره او لرم يې هغوی قومي او ژبنيز اختلافونه ګناه
بلل او بولي يې.
[/quote:11bcc7f3f5]
محترم او مشر ورور پتنګ صاحب:
من حيث الشرع يې ګناه بلله، خو واقع بل څه وو.
د ورته موضوعګانو له طرحه کولو سره څخه مې موخه يواځې دا ده، چې دغه حالت بيا
تکرار نشي، ځکه په دې يقين او ايمان لرم، چې طالبان د دې وطن اصلي بچي دي،او
دوی د افغانستان آينده دي، دا اوسنۍ حکومت او ورسره ولاړ خلک د اوبه ځګ دي، د
دوی د بقاء علت: = امريکايي عسکري زور+ ډالري زور دی او بس، يو يې هم د وطن
سره د مينې له کبله يا د ولسي غيرت له کبله په کابل کې نه دي ناست.
طالبان بايد ځانونه د ټول ملت يو شانته بچي وبولي، او په خپل ذهنونو کې مثبت
تغييرات راولي، او د داسې پراخ نظر خاوندان شي، چې خپل ټول ولس په کې
راونغاړي، نه داسې چې يو سمت يا يو قبيله باندې منحصر شي.
که چېرې په حقيقي معنا يو اسلامي ملي خوزښت رامنځته شي؛ نو ان شاء الله چې زه
به يې په اول صف کې ولاړ يم، او د سر قربانۍ ته به په کې هم تيار يم، او په کې شهادت
به د جګړې د شهيد له شهادته کم نه بولم، بلکه تر هغه به يې ډېر لوړ بولم.
[quote:11bcc7f3f5="pattang"]
طالبان خو وطني ، د لونګۍ او پټکي خلک دي نو تاسو اوس څه ترې غواړۍ !
[/quote:11bcc7f3f5]
يواځې ټولنيز عدالت ترې غواړو، په صحي مفهوم د اسلام تطبيقېدل ترې غواړو،
چې د الله جل جلاله په مشيئت د ښه ژوند، او ښې خاتمې ضامن شي.
د لونګۍ، پټکي او وطنيتوب له اړخه خو دومره
درانده دي، چې په سپکو خلکو به يې په غير مستقيمه توګه ښه دروند اثر پرېوځي.
او دا ډېر د خوښۍ ځای دی.
الله جل جلاله دې بيا طالبان راولي، خو داسې طالبان نه چې په 5 کاله کې يې حکومت
له منځه لاړ شي، مونږ يو مبارک طويل المدته حکومت د طالبانو غواړو، چې په خپل
داخل کې د بقاء، او استقرار له اسبابو او عواملو کاملا برخمند وي .
[quote:11bcc7f3f5="pattang"]
سرتور سر خو په کليوالي کلچرکې هم ګناه لري او خپل پلار به مې هم ماته وېلې
چې سرتور سر ګناه لري دکفارو کاردی.
په طالبانوپسې هغو خلکو پروپاګنده کوله چې دکليوالي کلچرپه ضد ، دشرابو
اونورو عياشويو پلويان وو اودي ٠
[/quote:11bcc7f3f5]
د طالبانو دغه دروند خوی، دروند لباس او دروند تعامل ډېر د ستايلو وړ دی، او د
افغانستان غوڅ اکثريت (پرته له يو څو غرب زده وو) هم دغه ډول دروند کلچر غواړي، غواړي چې خپل کلچر
وساتي، غواړي چې داسې حکومت ولري چې دوی سره د دغه دروند کلچر په بقاء
او دوام کې مرسته وکړي.
لومړی دا زه نه غواړم چې د افغانستان په اوسني ګنده ماحول کې زما زوی يا لور هلته
ستر شي.
خو
اسلامي حکومتدارۍ کې دغه کار هر څه نه دی، بلکه د دغه کار د استمرار او بقاء
لپاره اړ يې چې نورې ټولې جبهې هم مخ په وړاندې بوځې، هر هغه دولت چې عسکري
زور ولري، اعلامي زور ولري، او اقتصادي زور ولري؛ او غواړي د خپل کلچر حفاظت
وکړي؛ نو له نورو زيات کولی شي.
خو ماته څوک د دې ځواب راکولی شي؛ چې طالبانو د حکومت په سطحه يو حکومتي
تلفزيون نه لره، کم نه کم چې دغه تلفزيون له لارې دوی کولی شو، د دنيا مختلفو
کونجونو ته خپل اواز ورسوي، د خلکو سره برای راس محاورې وکړي، د نورو واوري،
د اقتصادي ستونځې خبره خو هيڅکله دلته مطرح نه ده، ډېر متوسط الحاله اشخاص
نن سبا خپل شخصي تلويزونونه لري.
زه له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نه ځايېږم، کله چې ګورم ځينې طالب نمايندګان د نټ
له لارې له خلکو سره محاوره اونقاش کوي، کاش چې دوی دغه مناقشه په خپلو رسمي
نومونو کولی؛ نو آغېز به دوه جانبه نور هم زيات وی. (يعنې هم په دوی، او هم په خلکو).
[quote:11bcc7f3f5="pattang"]
وهاج صيب خدای پاک دې له داسې خلکو څخه وساته ! اوکه وهاج افغان هغه
مخکې وهاج ندی ??
[/quote:11bcc7f3f5]
آميين، آميين.
ولا يجرمنکم شنآن قوم علی ألا تعدلوا.
د يوه قوم سره دښمني دې په تاسو باعث ونه وګرځي؛ چې له عدل څخه په څنګ شئ.
محترم اومشر پتنګ صاحب:
هره مسئله چې زه طرحه کوم د خپلې اسلامي عقيدې، شرعي پوهې او د اسلامي لوړو
مقاصدو له مخې يې مطرحوم، دلته فوروم دی؛ له يو بله به يې زده کوو، انسان دی
خطا کيږي، که چېرې د شرعې له مخې مې په ليکنه کې څه کوږوالۍ تر سترګو کېده؛
نو د هر چا انتقاد قبلولو اومنلو ته پوره پوره تيار يم.
خلاصه:
د روانې سکالو څخه موخه د قبيلوي تعصب رد وو؛ چې په ډېره پراخه کچه وو، او اوس
هم شته.
د روانې سکالو څخه موخه د سمتي تعصب رد وو، چې د طالبانو په وخت کې هم وو،
او اوس هم شته.
شواهد او دلائل يې د ټولو په وړاندې واضح دي، چې په هيڅ توګه ترې انکار نشي کېدی، د قبيلوي په نسبت بيا سمتي ښه ترا واضح دي، او ورته د پرتوګ جوړولو پر
ځای بايد په سختو ټکو وغندل شي.
د واقع څخه د انکار پر ځای د اصلاح لپاره کوښښ کول پکار دي.
ليکونکي دا موضوع د تعصب د رد لپاره مطرح کړې؛ او هيڅ اجازه نه ورکوي چې د
تعصب په طرف کش کړی شي؛ او په تعصب يې اتهام د خندا وړ خبره ده، ځکه چې نور
زه نه د کومې سيمې استاځی يم، او نه د کومې قبيلې، د افغانستان هره سيمه زما سيمه
ده، او هر قام يې زما قام دی، زه مسلمان يم، افغان يم او بس.
زما پيدايشت د هجرت په ديار کې شوی، او که ووايم چې په ټول عمر کې مې له ۳
مياشتو (هغه هم په متقطع ډول) زيات په افغانستان کې نه دي تېرې کړي؛ نو غلطه به
نه وي؛ خو خپل وطن او ولس سره مينه لرم، او د خپل وطن او ولس ښېرازتيا غواړم.
په درنښت
z.shaheen
29.03.2011
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:34700605eb]
هيله ده چې د بحث موضوع ته ځېر شې، دغه د فرهاد د دريا د سندرو او آهنګونو ډکه
ليکنه دې چې ړنګه شوه، د ښکیلاک، اشغالګر او ګوډاګیان نامه فوروم کې ثبت کړه.
دلته يو اسلامي ملي بحث روان دی، او د ملي اسلامي غورځنګونو په خونه کې د يوه
اسلامي ملي غورځنګ په اړه روان دی.
په درنښت
[/color:34700605eb]
هیښ
09.04.2011
سلامونه
اول خو ددې ښاغلي ابن تیمیه دافرموده:
إن الله يقيم الدولة الكافرة بعدلها ولايقيم الدولة المسلمة بظلمه
چې دافغانستان دطالبانو داسلامي تحریک دقدرت نه دعقب نشینئ په هکله پرې استناد شوئ
بالکل ددنیائې تحولاتو او حقایقو سره سرنه خوري ،ځکه ددې مانا داده چې کوم رژیمونه چې پایښت لري او دوام ئې پيدا کړئ دئ نو عادلانه دي اوالله تعالی(ج) ورته ثبات ورکړئ دئ او کوم چې تغیرخوري اوله منځه ځي هغه استبدادي او ظالمانه دي او دخدای (ج) قهر پرې نازل شوئ دئ .
خو په عملي ډګرکې موږ وینو چې دیکتاتور او مستبد نظامونه دراشدینو خلفاوو نه وروسته داسلامي دنیا وولسونه دظلم ،جبر او اختناق په وسیله څومره ځپلي چې دفقر،لوږې ،بې سوادئ،بې درملئ ،بې کورئ او بیکارئ او نورو کړاوونو او عذابونوګالل ئې د ورځني ژوند سره ملګري دي او سره ددومره وسیعو طبیعي زیرمو او بشري قواوو بیا هم د نورو د مغرضانه خیراتونو او مرستو په امید ئې دهر کس اوناکس په دروازو کې دسوال او فقرکولو کچکولونه په غاړه ولاړدي او داسلسله دسل هاوو کلونو نه را په دیخوا روانه ده او دخاتمې ئې هم څرک نه لګیږي،نو دپیړیو ،پیړیواستبدادي نظامونو تداوم او ظالمانه تسلط په دې نظامونو کې ایا داجتماعي عدالت دپلي کولو له کبله دئ چې په په پاداش کې ئې الله تعالی(ج) ورته پایښت ورکړئ دئ؟
حال داچې استبداد او ټولنیز عدالت دوې متضادې پدیدې دي چې دیوې وجود دبل په عدم کې ممکن دئ ،یعنی که استبدادوي نو اجتماعي عدالت نشته او که اجتماعي عدالت وي نو استبدادله منځه تللئ دئ.
بلمقابل چیرته چې استبدادي رژیمونه نشته ،تغیر او تحول ډیر په کمه موده کې راځي ،حکومتونه ډیر ژر ژر بدلیږي،خلک دسیاسي ،اجتماعي ،اقتصادي ،فرهنګی او نورو ستونزو او پرابلمونو دحل دپاره مکرراًداولیائې امورو په کړنو تجدید نظر ورکوي ،نوي تصمیمونه نیسي او نوې فیصلې کوي او نور اشخاص او ډلې دملک دادارې او اجرائې ا مورو دسرته رسولو دپاره مؤظف کوي او مسؤلويت ورته سپاري ، ترڅو داجتماعی عدالت استقرار او دخلکو دحقوقو دلا ښه خوندیتوب او حفاظت په برخه کې خپلې فني او مسلکي وړتیاوي او تجربې عملاً وښيي،که په خپلو ورسپارل شویو وظایفو کې لکه څرنګه چې دوولس غوښتنه او تقاضاده بریالي نه شول نو بې له بهانو،دوکو، فشار او زور نه دوئ بدلیږي او په ځائ ئې نور راځي،نوایا دا بدلونونه داجتماعي عدالت دنه موجودیت له کبله کیږي او الله تعالی ئې نړوي؟
په انساني دنیا کې هر څه چې پیښیږي ، دښه والي او بدوالي مسؤلیت ئې پخپله دانسانانو په غاړه دئ ،ځکه الله تعالی دهر عمل داجرا کولو عام او تام اختیار ورکړئ دئ ،هو دائې هم ورته په خپل مقدس کتاب قران کریم کې او دخپل حبیب او رسول (ص) په افعالو او اقوالو کې ورته واضح کړي دي چې کوم کار دکړو دئ اودخدای پاک رضایت په کې نغښتئ دئ او کوم منع دئ چې دالله تعالی (ج) رضایت په کې نشته .
داسلامي ټولنو جعلي مشران چې داسلام دین ئې دخپلو شخصي او نفسي غوښتنو دپوره کولو اوبقا دپاره یوه پلمه ګرزولئ دئ او یوشمیر دنیاپرسته او خدای ناترسه روحانیون ئې دخپلو کاذبو او غصب شویو قدرتونو دمشروعیت دپاره دفتوا ورکولو له پاره اجیر نیولي دي همیشه ئې کوښښ کړئ دئ چې خپل نامشروع واک د الله تعالی (ج) له لوري دیوې لورینې اوالهي موهبت په توګه توجیه کړي اوخپل په ریا ،دروغو ،توطئو او زور سره لاسته راوړل شوئ قدرت ئې مقدس ګرزولئ دئ اوځانونو ته ئې داولی الامر مقام ورکړئ چې اطاعت ئې فرض اوبغاوت ورڅخه دالله تعالی (ج) دحکم څخه ښکاره سرغړونه ده. په دې توګه ئې ددوئ دهر ظلم او جفا په مقابل کې دخلکو داعتراضونو او نیوکو مخه ډب کړې ده ،ځکه داسلام ددین پيروان په خپل ژوند کې هرې قربانۍ او تاوان ته دخپلو عقایدو او دینی مقدساتود ساتلواو پاللو دپاره حاضردي او په دې برخه کې هر مشقت ،زجر ،ځاني او مالي تاوان تحمل کوي ،چې متاسفانه دکتاتورانو او مستبدینو ددوئ ددې ژورواوپاکو عقیدوي احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړې او غصب شوئ قدرت ته ئې دتقدس په ورکولو سره دخلکو نه دتصمیم نیولو او اقدام جرائت اخستئ دئ اوهمدا وجه ده چې دخپل عمل او کړنو مسؤلیت په غاړه نه اخلي ،دا شهامت او درایت نه لری چې په خپلو غلطیو اقرار وکړي او دهغې داصلاح په لټه کې شي او دبیا تکرار مخه ئې ونیسي ،بلکه دمسؤلیت نه په تیښته ځانونه خلاصوي او په دې باندې ځان ته برائت ورکوي چې دالله (ج) له طرفه به داسې مقرر وه.
حال داچې الله تعالی (ج)انسانان ازاد پیدا کړي دي او هغه لوئ نعمت چې عقل نومیږي ورته ئې ورکړئ دئ ،چې دهغې په وسیله دخیر اوشر توپیر وکړي ،روا دناروا نه بیل کړي ،دشیطاني پالیسیو په ځائ رحماني ارشاداتو ته مخه کړي او په کومو موضوعاتو او مسائيلو کې چې دعقل دساحې نه خارج وي او عقلي محاسبات اوتفکرات ئې دحل کولو څخه عاجز وي دالله تعالی(ج) کتاب او دحضرت رسول اکرم (ص)احادیثو ته مراجعه وکړي او دحل لارې په کې ولټوي.
دا رنګه استدلال چې د اسلامي امارت سقوط ددوئ دظلم له وجهې و،دامانا لري چې غربي تجاوزکاران او اشغالګران او ددوئ داخلي مزدوران چې داسلامي امارت په ړنګولو کې ئې برخه درلوده حق په جانب دي او هغه څوک چې ددې تجاوزکارانو او اشغالګرانو په مقابل کې مبارزه،مقاومت او جهاد کوي ناروا دي ،ځکه یو ظالم نظام ئې له منځه وړئ دئ او دتجاوز او اشغال په مقابل کې دمقاومت او مبارزې په ځائ باید افغان وولس دتجاوزګرانو ،اشغالګرانو او ددوئ دتالي څټو مدیون او ممنون واوسي.دا ډول بیانونه او دریځونه دهغه چا له لوري وړاندې کیږي چې یا دافغانستان دواقعاتو نه بالکل بې خبره دي او دیرغلګرو دپروپاګندونو تر تاثیر لاندې راغلي دي او یا دطالبانو داسلامي تحریک سره عقدوي او تعصبي کینه لري ،چې په دواړو صورتونو کې ئې خبرې او نظر بې ارزښته او بې وزنه دئ او هسې هوائي ګوذارونه کوي او یوازې دتجاوزکارانو ،اشغالګرانو اوددوئ داجیرانو دشیطاني تبلیغ په ژرنده اوبه ورسموي ،بله هیڅ ګټه نه ترې حاصلیږي.
کله چې د افغانستان دطالبانو اسلامي تحریک دتنظیمي ـ ستمي جنګي جنایتکارانو دوحشت او جنایت په مقابل کې سرراپورته کړ،نو ټولو جنګې جنایتکارانو او دوولس قاتلانو به ویل چې دا یوه امریکائې پروژه ده ،خو کله چې دامریکائې یرغل او اشغال سره دسازش او تسلیمۍ په ځائ دخپل وولس ترڅنګ دمقاومت او مبارزې په سنګر کې ودریدل ،نو خپل استقلالیت او ولسي توب ئې په عمل کې ښکاره کړ او دشراو فساد دعاملینو ټول تبلیغات ئې دروغ ثابت کړل اوبالمقابل همغه اشخاص او بانډونه ئې چې طالبان به ئې دامریکا خلک بلل په ډیره بې شرمۍ دټولو دیني ،ملي او کلتوري ارزښتونو خلاف خپل شرف او ناموس دامریکایانو په خدمت کې واچاوه اوملي خیانت ته ئې ملا وتړله ،نو بیائې دمقاومت په جبهه بالخصوص دطالبانو په اسلامي تحریک پسې ئې دآی ،اس ،ائ ټاپه راوخستله ،چې ګوندې وي په دې تورسره ددوئ استقلالیت ترپوښتنې لاندې راولي ،خو وائې زر چې پاک وي داوره ئې څه باک وي او انشاءالله تعالی دا پوچ تور به هم په خپل وخت سره دروغ ثابت شي او دتورلګونکو سترګې به مړې او سرونه به ئې ځوړند پاته شي.
دطالبانو په اسلامي تحریک دقومي ،قبیلوي او سمتي تعصب تور لګول ماته دپورتنیو تورونو او افواهاتو په شان یوه بې اساسه اوبې بنیاده خبره ښکاري ،ځکه تحریک دداسې یوه مکتب (اسلام )پیروي کوي چې عصبیت او توپیر(قومي ،قبیلوي ،نژادي ،لساني ،جنسي ،رنګي،جغرافیایې او نور) په کې هیڅ ځائ نه لري او دانسان مقام په تقوا او پرهیزګارۍ (په دیني ،اخلاقي،سیاسي ،اقتصادي ،علمي او فرهنګي)مسائیلو کې ارزیابي کیږي،نو هغه څوک چې ځانونه داسلام انسان سازه مکتب ته مؤمن او متعهد بولي او دبشریت دنجات او نیکمرغۍ یوازینئ لاره ئې ګڼي او ددې لوړوارمانونو دپیاده کولو له پاره ترځان او ژوند تیروي ،هیڅکله به دقومیت او خيلتوب دتعصب په چټلئ کې ځانونه الوده نه کړي .بیا هم که په استثنائي توګه دا ډول کړنې او عکس العملونه شوي وي ،دا به دافرادو مسؤلیت وي ،نه دتحریک دپالیسیو چې باید مخه ئې ونیول شي.
دیوه تحریک او سازمان په هکله دقضاوت کولو معیار باید دا نه وي چې په اجرائي امورو کې ئې دکومې ژبې ،سمت ،قوم او یاخيل څومره اشخاص په کار ګومارلي دي ،بلکه په دې باندې وي چې دا مامورین ملي مقدساتو،ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته څومره وفاداره او متعهد دي؟
شخصي او نفسي ګټې ورته مطرح دي او که دوولس او هیواد منافع؟
دوولس او وطن په سر معاملې ،سوداګرئ او سازش ته تن ورکوي او که دخپل سر په بیه ورڅخه دفاع کوي؟
دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک په خپلو قربانیو او شهادتونو سره دشریرې تنظیم واکۍ ټغر ورټول کړ،دخلکو عزت ،شرف ،ناموس ،ځان او مال ئې دتنظیمي ،ستمي او مذهبي جنګي جنایتکارانو او دانسان په څیره کې ددرنده حیواناتو دوحشیانه او ظالمانه تجاوزونو نه خلاص کړ،د افغانستان دتجزئې شومه دسیسه چې دبهرنیانو او دهغوئ داجیرانو له لارې طرح شوې وه رسوا او شنډه کړه ،دافغانستان دخاوري بشپړتیا ئې تاءمین کړه ،دکوڅو او ملوک الطایفئ بې بندوباره او بې مسؤلیته حکومتونه ئې ختم کړل او دیوې واحدې مرکزي ادارې لاندې ئې داسلامي شریعت ترقانون لاندې خلکو ته دامن ،ابرو او انساني کرامت نه ډک ژوند دکولو زمینه مساعده کړه.
همدا وجه وه چې د وولس دعام او تام ملاتړ او تائید نه برخورداره وو او د امارت په ټوله دوره کې دخلکو له طرفه کوم اعتراض او نارضایتي ونه ښودل شوه ،په ااستثنا دجنګي جنایتکارانو ،ډمانو،محتکرینو،غلو او دپردیو داجنټانو نور ټول وولس ورسره ولاړ وو .نو دا خبره ډیره غلطه ده چې دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک دوولس څخه فاصله نیولې وه او دوولس ملاتړ ورسره نه و،بلکه طالبان دوولس څخه زیږیدلې ،دوولس په غیږ کې رالوئ شوي او دوولس تر حمایت او حفاظت لاندې نن ورځ هم دجهاني شیطاني او وحشیانه تجاوز او اشغال په مقابل کې دخپل وولس دازادۍ او خپلواکۍ دحاصلولو له پاره په سرشاره مبارزه او جهاد لګیادي او دا حمایت او ملاتړ به ترهغه پورې دوام مومي چې دطالبانو اسلامی تحریک خپل وولسیتوب ته وفاداره پاته شي او په خپلو پالیسیو کې دخلکو غوښتنې ،تصمیمونه او انتخاب ته اولویت ورکړي.
مننه
پتوال
10.04.2011
کله چې صدام حسين د تړلي ورۀ تر شا د ا ُپېک په يوه غونډه کې د تيلو په اړه د امريکا د منافعو په ضد ټول ګډونوال يو موټي کېدو ته راوبلل
امريکا د هغه د راپرځولو تصميم ونيوۀ او ورپسې يې عراق اشغال کړ .
په کټ مټ ډول خو له دې وړاندې کله چې طالب استازو په جرمني برلين کې د پاپلاين د تيرو لو په اړه د امريکايي کمپنۍ سره د تړون کول رد کړ او پر ځای يې
دارجنټاين هغې کمپنۍ ته چې سعودي عرب ( داسامه د ټاټوبي ) يوه کمپنۍ هم په کې شريکه وه ترجيح ورکړه، نو امريکا اړشوه چې د طالبانو
د راپرځو لو له پاره د بريد په موخه پلمې راجوړې کړي او بيا پرې بريد پيل کړي
. ١١ د سپتمبر ٢٠٠١ پېښه يوه جوړه شوې ډرامه وه چې متاسفانه د القاعدې
له ځينو ترهګرو له کړنو څخه هم په کې کار اخيستل شوی و په داسې ډول چې په اړونده برجونو د طيارو د ورننوتلو سره سم هغه ماينونه چې CIA
د نوموړو اسمان ګرونکو ماڼيو د ړنګولو له پاره په تاکاويو کې ځای په ځای شوي ووله ليرې څخه د رمونټ کنترول پواسطه وچاودول شول .
نه يواځې يهودي کارکونکي اګاهانه په دغه ورځ کار ته نه و راغلي او په دې پيښه کې مړه نشول ، بلکې دوه ورځې مخکې د اړونده طيارو هوايي کمپنيو هم
خپل اسهام له اړونده شرکتونو څخه ويستلي وو څو ددې پېښې په نتيجه کې خپل ارزښت و نه بايلي او په ميليونو ميليونو ګټه وټه پرې ترلاسه کړي !
پايله : د طالبانو د ړاندۀ او جذباتي تصيم په نتيجه کې
ددوی قدرت او د افغان ولس ژوند د القاعدې د مشر اسامه بنلادن دعربي نيشنليستي ګټو ښکار شول او تر نن ورځې پورې افغان بچي د سعودي - ارجنټايني نفتي کمپنۍ په ټس کې قرباني کيږي !
[color=blue:b2ec73b173]
هيله ده طالبان ورونه په دې پوهېدلي وي چې سياست په کورمغزۍ اوتشو عقيدوي جذباتو چلول ملي خيانت او تباهي ده
اوله خپل ملت سره ژمنه وکړي چې په راتلونکې کې د پاکستان په شمول بيا د القاعدې او هېچا له پاره ترې ورته حرکت سر و نه وهي ![/color:b2ec73b173]
په دې سر بېره اړينه ده چې په لومړۍ انتقالي دوره کې د حکومت شکل په جدي توګه مراعات شي يعنې توازن وساتل شي ، نو د نفس پاکۍ، ملي او اسلامي خصوصيتونو معيارونه سربېره د ورونو
قومونو تر منځ د استازو تناسب په حکومت کې وساتل شي او آزادو، شفافو سري ، عامو او عادلانه انتخاباتوته په چټکۍ
سره تياری ونيول شي . اساسي قانون تعديل او يا له سره نوی جوړ او په لويه جرګه کې فيصله کړي او د اساسي قانون په چوکاټ کې
انتقالي حکومت انتخابات تر سره کړي ! ومن الله التوفيق
و.افغان
10.04.2011
محترم دروند هيښ صاحب:
ډېرې ښکلې مرغلرينې خبرې مو کړي.
ستاسو د يو مرغلرې ارزښت ته لوستونکي متوجه کوم.
[quote:b7fcde5c9c]
دیوه تحریک او سازمان په هکله دقضاوت کولو معیار باید دا نه وي چې په اجرائي امورو کې ئې دکومې ژبې ،سمت ،قوم او یاخيل څومره اشخاص په کار ګومارلي دي ،بلکه په دې باندې وي چې دا مامورین ملي مقدساتو،ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته څومره وفاداره او متعهد دي؟
شخصي او نفسي ګټې ورته مطرح دي او که دوولس او هیواد منافع؟
[/quote:b7fcde5c9c]
يو پوښتنه لرم.
که چېرې د يوه مسؤول شخص علمي او مسلکي حالت په داسې انداز کې وي؛ چې
ملي مقدسات، ملي ګتې، او ملي ارزښتونه له سره پېژني نه؛ نو ملي ارزښتونو ته
به د هغه وفادار او متعهد پاتې کېدل څه معنا ولري.
په درنښت
نوروز خان
11.04.2011
[quote:7e6b358aee]پايله : د طالبانو د ړاندۀ او جذباتي تصيم په نتيجه کې
ددوی قدرت او د افغان ولس ژوند د القاعدې د مشر اسامه بنلادن دعربي نيشنليستي ګټو ښکار شول او تر نن ورځې پورې افغان بچي د سعودي - ارجنټايني نفتي کمپنۍ په ټس کې قرباني کيږي ![/quote:7e6b358aee]
عجیب سرچپه انصاف دی ، مګر ښه شوه چې طالبانو دیونیکال وړاندیز رد کړ، او داپایپ لاین دامریکایانو په مرسته ونه غزول شو، کنه بیا به طالبان له دې توره چا سپینول ، چې داخوځښت امریکایي یونیکال شرکت دخپلو آني ګټو لپاره ساز کړی او قدرت ته رسولی دی .
پتوال صیب نه پوهیږم طالبان به کوم حالت کې ځان درنه خلاصوي ، که له امریکاسره دښمني کوي ، نودعرب مزدوران یې بولئ ، اوکه یې نه کوي بیایي دپاکستان په لاس دامریکا مخلوق بولئ .
مګر په دې ډاډه اوسئ چې دافغانستان اولس داسې فکر نه کوي ، او دسپتمبر دپیښې په اړه عندیه دې بیخي راته نوې ښکاره شو
حمید هڅــاند
11.04.2011
محترم نوروز خان وروره؛
د سپتمبر یوولسمې ته مو اشاره کړې. پتوال صیب په دې اړه بېخې سم وایې. ټولې خپلواکه څېړنې او ډاکومینټرۍ ښیې چې د سپتمبر یوولسمې پېښه له مخکې پلان شوې پېښه وه او پخپله د امریکا د څارګرۍ له خوا ترسره شوه. په ودانۍ کې د بمونو ځای پرځای کول هم په ثبوت رسېدلي دي او ټولې ازادې څېړنې یې په شواهدو سره په زبات رسوي چې څنګه امریکا پخپله دا پېښه ترسره کړه. دوی د پیرل هاربر په څېر یوه بله پېښه غوښته ترڅو خپلې اږدمهاله ګټې په نړۍ کې خوندې کړې او د خپل زبېښاک لپاره پلمه پیدا کړي. د پلمې لټول او پخپله زمینه ورته جوړول د امریکایانو د تاریخ قوي برخه ده. له لمړۍ نړیوالي جګړې څخه یې راوخله بیا د وېتنام او اوسنیو جګړو ټولو لپاره دې دوه مخو په لوی لاس پلمې جوړې کړي. په دې هیله چې له بحثه ونه وزم؛ په وروسیو خبرو کې غواړم دومره ووایم چې اسامه او القاعده ددوی د موخو د ترلاسه کولو لپاره کارول شوې ده او کارول کېږي، که یې دا معیار وبولو نو القاعده ددوی په اشاره خوځېږي او د اسامه ساتل د امارت ښه پرېکړه نه وه، ځکه خو په دې اړه( چې امارت باید اسامه ته ځای نه وای ورکړي او دا چې باید سپارلی یې وای او د امرېکا یرغل ته یې پلمه نه وای جوړه کړې) زه هم د پتوال صیب هم نظری یم.
په درنښت
نوروز خان
11.04.2011
هڅاند صیب سلامونه
دسپتمبر دپیښې دغه راز دپرل هاربر دپیښې په اړه ماهم یوڅه مطالعه کړې ده ، ددې دواړو پیښو جوړښت تردې لوړ دی چې جاسوسي لوبه ورته ووایو ، په پرل هاربر کې دجاپان دهوایي ځواک ګڼو پیلوټانو په امریکایي هډه سرتیري عملیات وکړل ، او دسپتمبر په پیښه کې خو هغه دی ۱۸ نفره معلوم الهویته عرب مجاهدین ښکيل وه ، هغه وخت چې داپیښه کیدله زما والد ماجد په سعودي عرب کې اوسیده ، هغه ویل چې یوه عرب راته وویل چې ددې حملو کوونکو له جملې لس تنه ،په ځانګړي شناخت سره پیژنم حتی کورونه او کلي یي رامعلوم دي ،چي دسعودي عرب دی
سي آی اې به هرڅه وي مګر آیا په دې توانیدلی شي ، چې دبل ملک مسلمان وګړي دې ته وهڅوي ترڅو ددوی داستخباراتي سناریو دتکمیل لپاره له خپل خواږه ژونده تیر شي .
دسبتمبر دپیښې دمصنوعي ثابتولو لپاره داصف ننګ په نوم یوچا پوره کتاب لیکلی خو خبرې یي ټولې ذهني انګیرني بریښي ، والله اعلم
او داسامه او نورو مسافرو مجاهدینو موضوع تاسو په اسلام او اسلامي فقه عرض کړئ ، بیا یي طالبانو ته دشړلو یا امریکا ته په لاس ورکولو جواز ورکړئ ، زه به مو ټولې خبرې ومنم .
اسلام چې طالبانو خپل قانون باله خپل ټاکلی چوکاټ لري ، اسلام دچرچل فارمول نه دی چې په کي ویل شوي دي .
مونږ ټاکلي دښمنان یا ټاکلي دوستان نه لرو بلکې ټاکلي ملي ګټې لرو ..
په درنښت
بشري
11.04.2011
دپوځي له نګاه نه هم داسامه سپارلو ښې پايلي نه درلودې .
حمید هڅــاند
11.04.2011
محترم نوروز خان وروره، وعلیکم سلام.
امریکا څنګه لمړۍ نړیوالې جګړې ته ننوته، څنګه یې پېرل هاربر پلمه کړ او ولې د سپتمر یوولسمه ددوی د څارګرۍ کړنه وه. هریوه ته بېل بېل راځم:
د امریکا ننوتل لمړۍ نړیوالې جګړې ته:
ایډوارډ هاوس چې د ویلسن( دهغه مهال د متحد الاتو ولسمشر) مشاور ؤ او له نړیوالو بانکرانو سره یې نژدې اړېکي درلودي غوښتل امریکا په یوه نه یوه بهانه جګړې ته ننه باسې. زه هرځل د بانکرانو خبره ځکه کوم چې د اوسني عصر لویې جګړې په هېښوونکې توګه د یوڅو بدصفته کورنیو چې نړیوال بانکي سیسټم په لاس کې لرې، رامینځته کېږي. دا بدصفته خلک خپله ګټه له هرڅه نه زیاته په جګړه کې ویني. ایډوارډ په دې جګړې کې د امریکا ننه ویستلوته لستوڼي بډوهلي ؤ.
د جرمنې له خوا د لوسیتانیا په نوم امریکایې بېړۍ له غرقولو نه څو ورځې وړاندې د ګرې( دهغه مهال د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر) او اېډاوار هاوس ترمینځ لېدنه وشوه، ددې تاریخې لیدني جزیات اوس هم ثبت پاتې دي چې په راوروستو کې تر رسنیو او تاریخ لیکونکو ورسېدل. په دې ناسته کې ګرې چې د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر دی له ایډوارډ هاوس نه پوښتنه کوي چې که د امریکا یوه مسافر وړونکې بېړۍ د جرمنې له خوا غرقه شي، ایا ستاسو اولس به جګړې ته د ننوتلو لېوال نه شي؟ ایډوارډ ځواب ورکوي چې د امریکایانو ترمینځ به د غصې اور وشیندي او دا پخپله کافې ده چې موږ جګړې ته ننباسي. په دې توګه د پلان له مخې د لوسیتانیا په نوم بېړۍ په سمندر کې هغو اوبو ته ننوېستل شوه چې د جرمنې تر سمندرې ولکې لاندې وې. د جګړې د قانون له مخې چې مخکې له مخکې اعلان شوی ؤ، هره پردۍ بېړۍ چې ددوی له اجازې پرته د جرمنې سمندرې سېمې ته داخلېده، دوی حق درلود چې ډوبه کړې یې وای. ځکه خو جرمنیانو دا بېړۍ وویشته او ډوبه یې کړه، په بېړۍ کې د چاودېدونکو توکو شتون ددې لامل شو چې ۱۲۰۰ مسافر په کې ووژل شي. او داپه داسې حال کې چې د جرمني سفارت په امریکا کې نیویارک ټایمز کې خبرتیا هم خپره کړې وه چې هره بېړۍ چې ایرلنډ ته لنده زموږ اوبو ته ننوزي هغه به غرقېږي.
امریکا بهانه پیداکړه او جګړې ته ننوته او د ۳۰ بیلیونه ډالرو لګښت یې پکې وکړ( چې له ریزرو بانک څخه په پور او سود اخیستل شوي ؤ) . راکې فېلر چې بانکې کورنۍ ده د امریکا له ننوتلو څخه ۲۰۰ میلیونه ډالره ګټه وګړه.
دوهمه نړیواله جګړه او پېرل هاربر:
.................................................
د ۱۹۴۱ کال د ډسمبر په اوومه جاپان په بېرل هاربر بندر باندي چې د امریکا د فوځ اډه وه، برید وکړ او امریکا دې جګړې ته ننوته.
د نومبر په ۲۵ مه نېټه یانې اته ورځې له برید څخه وړاندي( دا وخت دوی پوهېدل چې برید کېدونکی ؤ) د هنري سټیمسن( د امریکا د جګړې وزیر چې دا پوست بیا په رواروستو کې د دفاع په وزارت بدل شو) او روزویلټ( دهغه مهال د امریکا ولسمشر) ترمینځ په یوه ناسته کې چې اوس د تاریخ د پاڼو برخه شوې ده، سټیمسن روزویلت ته وایې:
[ پوښتنه دا وه چې ځنګه جاپانیان دې ته اړویستل شي چې لمړی دوی ماشه کېکاږي ترڅو ددې پوښتنه پاتې نه شې چې څوک حمله کوونکی او څوک مدافع ؤ].
روزویلټ د جاپان د قهرولو لپاره هرڅه وکړل ترڅو یې اړ باسې برید وکړي:
ــ ده د جاپان صادرات امریکا ته بند کړل؛
ــ د چاپان پانګه یې په امریکا یې بانکونو کې کنګل کړه؛
ــ له انګلستان او نورو سره یې د جاپان پرضد مالې او وسله ییزه مرسته وکړه؛
امریکا په دې توګه له جنګې قانونه سرغړونه وکړه او عملا یې د جابان په وړاندي مورچل نیولی ؤ ترڅو چاپان اړشې برید وکړي. د دې برید نه څلور ورځې وړاندي د استرالیا څارګرۍ روزویلټ ادارې ته هېښونه ورکړه چې جاپانې ځواکونه راروان دي، خو روزویلټ هرڅه له پامه وغورځول او د ۲۴۰۰ سرتېرو د وژنې په پلمه په دوهمه نړیواله جګړه کې امریکاننوته.
ما دا نه دې ویلې چې دا پېښه د امریکا د څارګرۍ له خوا ترسره شوه. مالومه خبره ده چې د جاپان هوایې ځواک برید وکړ او دابرید خورا پلان شوی برید ؤ؛ ما دا ویلي چې امریکا په لوی لاس غوښتل دا برید وشې او ورته یې په لوی لاس لاره هواره کړه.
د سپتمبر یوولسمه:
...................................
د سپتمبر یوولسمه پېښه یو پلان شوې پېښه وه؛ ټولې خپلواکه څېړنې ددې اثبات کوي چې دا یوه د حکومت پلان شوې پېښه وه. په دې اړه په دې ودانۍ کې د ژوندې پاتې شویو کارکونکیو، کارپوهانو او انجینرانو ګډ توضیحات او له پېښې څخه د وېډیو ګانو اخیستل په واضحه توګه ښیې چې دا پېښه په لوی لاس پلان شوې پېښه وه او په دې کې هیڅ شک نه پرېږدي. زه به یې یواځې د بمونو په اړه ددې څېړنو ډېره کمه برخه ولیکم.د بېلګي په توګه د الوتکې د ټکر له پوړ څخه درویشت پوړه لاندي د چاودنو کېدل او په وېډیو کې له ورایه ښکارېدل او د سیمې د خلکو له خوا ددې چاودنو د غږونو منل او همدارنګه د بې بې سې او سې ان ان د خبریالانو په رپورټونو کې خبریالان د پیښې په اوږدو کې وایې چې اه بله چاودنه وشوه یا داده بیا چاودنې سیمه ولړزوله. د اوروژونکیو ډله چې له پېښې بېرته يې ځانونه ژوندي ویستلې ؤ، دریو نفرو یې په مصاحبه کې وویل چې د څلورم بېسمنټ په ځای کې ډېره قوې چاودنه وشوه چې له ورایه څرګندېده چې بم والوت. ددوی په وینا بم ځای په ځای شوي ؤ. د ساتونکو ټیپ چې په داخل د ودانیو کې د غږونو ثتبولو کار یې کاوه او له مینځه نه ؤ وړل شوی هم خوندي وساتل شو. دا ټیپ یې تر دوه زره دویم کال پوري خوندي وساته خو بیا ووت. ددې ټیپ په خبرو کې ساتونکې په لویه خوله چیغې وهې چې داده بل چاودنه وشوه، هغه ده د هغه بلې ودانۍ په دې پوړۍ کې وشوه.
بین فاونټین چې د مالې چارو د کارپوه په توګه یې په نړیوال سوداګریز مرکړ کې دنده درلوده رسنیو(پېپل مګزین) ته وویل:
تر دې پېښې یوه اونې وړاندې د ودانې په ځینو برخو کې د کېندنې ترسره شوې او نوم یې امنیتې تدابیر کېښودل شو، درې ورځې وروسته یې له ودانۍ څخه د چاودېدونکو توکو موندونکې او بویونکې سپیان لري کړل چې ګواکې نور دوی ته اړتیا نشته.
ددې اقدام کوونکي د ولسمشر جورج بوش ورور، ماروین بوش ؤ. دې د سیکیورکام چې امنیتې کمپنۍ وه مشر وه او د نړیوال سوداګریز مرکز د ودانۍ امنیتې چارې ددې کمپنۍ په لاس کې وې. په دې اړه به د یوبل امنیتې کارکونکې مرکه چې له نیویارک نیوزډې سره یې کړې ده ټکی په ټکی چې په انګلیسې ژبه ده او د بین فاونټین د خبرو تصدیق ته دلته رانقل کړم.
The World Trade Center was destroyed just days after a heightened security alert was lifted at the landmark 110-story towers, security personnel said yesterday [September 11]. Daria Coard, 37, a guard at Tower One, said the security detail had been working 12-hour shifts for the past two weeks because of numerous phone threats. But on Thursday [September 6], bomb-sniffing dogs were abruptly removed. [NY Newsday]
تاسو د عرب الوتکو تښتونکیو یادونه کړې ده. ما دا نه دې ویلې چې ددې الوتکو تښتونکې د سې ای اې امریکایې کارکوونکې ؤ. نه، دا پېښه یې په عربو ترسره کړه او تښتونکې عرب سرتېري ؤ او هویتونه یې اوس په ډاګه دي. خو دهغوی کار ته لاره هوارول او د هغوی مشرانو ته، چاچې دا سرتېري په دې ماموریت ګمارلي ؤ، سې ای اې وظیفه سپارلې وه او پخپله یې لاره ورته هواره کړه. او چې القاعده پخپله پکې لاس لرل منې نو دا ددې سپیناوی کوي چې القاعده ددوی د موخو لپاره کارول کېږي او مشران یې( البته کشران نه، څوک چې خبر نه دي او ددوی د کړنو قربانیان دی) د امریکایانو دښمنان نه بلکه دوستا ن دي.نو ځکه خو زه وایم چې ددې شبکې ساتل په افغانستان کې د امارت لویه تېروتنه او بیا نه سپارل یې بله لویه تېروتنه وه.
په درنښت
نوروز خان
11.04.2011
محترم حمید هڅاند ورور
یوځل بیا سلامونه او ښې چارې
وروره لیکنې مو خورا مفیدې ، خوږې او محتوا لرونکي دي خدای دي وکړي چې په فورم کې همیشنۍ ملګرتیاراسره وپالئ .
ستاسو دلوړو توضیحاتو په اړه باید ولیکم ،چې په ټوله کې مو دلوړو پیښو موخو او عواملو ته داقتصاد دیوه شاګرد په توګه دخپلو درسی لیکچرونو اوځانګړي ذهني جوړښت له زاویې کتلي دي ، داسمه ده چې اقتصاد ښایي په نړیوال سیاست بازار کې دچلښت وړترټولو مهمه سکه وي ، خو روان ژوند ټول اقتصاد نه دی ، او نه دهرې پیښې عوامل اوموخې اقتصادي بللی شو.
تاسو وایئ دپیرل هاربر څخه په رامنځته شوي جګړه کې ،امریکایانو ۲۰۰ میلون ډالره وګټل ، خودامو نه دي ویلي چې څومره یې وبایلل ،څومره چې زه پوهیږم پیرل هاربر دامریکا په تاریخ کې ترټولو ستره او حساسه پیښه بلل کیږي ، چې دتکرار دمخنیوي لپاره یي دنړۍ ترټولو ستر استخباراتي سازمان ورغول شو .
داخبره ما له دې وړاندې هم بیا بیا اوریدلې ده ، چې دانړۍ ټوله دیوڅوتنو میلیاردرانو په لاسونو کې لوبیږي ، دغه راز مې داهم اوریدلي دي ،چې په ځانګړي توګه امریکایي سیاست له کلونو راهیسي دوال سټریټ دڅو پیسه دارو له خوا برمته شوی دی ، اوچې هغه څه غواړي سپینه ماڼۍ په هماغه لوري ځغلي .
داخبره لکه تاسو چې فرمایلي دیوې انګیرنې ترحده ښایي سم وي ، خویو منل شوی واقعیت ورته نه شو ویلی ، که نور هیڅ نه شي ، لویديځ اولسونه په تیره امریکایان خورا بیدار او ویښ خلک دي ،هلته ولسواکۍ خورا ژورې ریښې لري ،اودابه خورا ګرانه وي چې څوتنه دې دڅوسوه میلیوني اولس په اعتبار لوبې وکړي بیا هم والله اعلم .
سره له دې چې زه القاعده وال نه یم بلکي ددې تنظیم په ځینو کړنو اساسي نیوکې لرم ، خودا تور راته خورا دروغجن او بې ځایه بریښی که څوک ددې اسلامي تنظیم رهبري ترامریکایي استخباراتو وتړي .
دالقاعدې دراپنځیدلو ټول معقول او قناعت بښونکي دلائل موجود دي ،القاعده که سړی ووایي کوم عمل کوونکی نه ، بلکې عکس العمل ښوونکی تنظیم دی ، له کلونو راهیسې دعربي نړۍ په چارو کې دامریکا مداخله دعربي زیرمو غصب ، دفلسطین په مسئله کې دامریکایانو دښمنانه چلند اوداسې نور عوامل ددې لپاره کافي بللی شو ، چې عرب ځوانان قهر وړي کړي ، او داسې یوبهیر ته یي سوق کړي .
که تاسودافغان جهاد سره دعربو دتړاو، افغانستان ته دعربو ځوانانو دراتګ ، اوپه اړه یې ترکي الفیصل او سي آی اې لومړنۍ اندیښنې له ملک فهد سره داسامه مخامخ لانجه دخلیج په جګړه کې دامریکايي مداخلې په وړاندې داسامه دریدل او داسې نورو پیښو په اړه خپل معلومات لا غني کړئ ښایي دالقاعدې په اړه مو یو رښتینی انځور په ذهن کې کیني .
دې خبرې ته ترډيره ایرانیان زور ورکوي چې القاعده سي آی اې جوړه کړې ، دهغوی داسلام ټایمز په نامه دیوه سایټ ترټولو مهم همیشنی عنوان همدادی چې القاعده دامریکایي استخباراتو له خوا جوړه شوې ده .
زما په فکر امریکا چې په عراق غوندې هیواد باندې بې مقدمې برید کولای شوای دافغانستان لپاره یي ګرسره یوې دومره اضافي او تاواني مقدمې ته اړتیا نه درلوده ، بله داچې آیا که القاعده نه وای ، ستا څه خیال ده چې داسلامی نړۍ مړتتو واکمنانو به اوس دامریکا په مقابل کې چانټې تړلې وې چې ولې دمسلمانانو په خاورو یرغل کوي ، هڅاند صیب اوس بي ننګي په سیالۍ ده ، دنړۍ هرواکمن غواړي امریکا ورسره ستراتيژیکه همکاري ولري او په خاوره کې یي څوامریکایي هډې شتون ولري .
داچې امریکا په اسلامي ملکونو له مخامخ مداخلې ځان ګوري ، له حکومتونو نه ویریږي بلکې له همدې افراطي افکارو ویریږي چې موږ اوتاسو یې په عربي نړۍ کې په القاعده تعبیروو
حمید هڅــاند
12.04.2011
محترم نوروزخان وروره؛ هیله لرم جوړ به یاست.
[زموږ کلنیو ازموینو ته یواځې دوې اونۍ وخت پاتې دی، ډېر څه نشم لیکلی خو ژر به هڅه وکړم چې خپله تبصره ثبت کړم]
[quote:8b00812f31]په ټوله کې مو دلوړو پیښو موخو او عواملو ته داقتصاد دیوه شاګرد په توګه دخپلو درسی لیکچرونو اوځانګړي ذهني جوړښت له زاویې کتلي دي ، داسمه ده چې اقتصاد ښایي په نړیوال سیاست بازار کې دچلښت وړترټولو مهمه سکه وي ، خو روان ژوند ټول اقتصاد نه دی ، او نه دهرې پیښې عوامل اوموخې اقتصادي بللی شو[/quote:8b00812f31]
زه منم چې په ځینو ځایونو کې ما پېښوته له اقتصادې زاویې کتلي دي او انګېزې مې یې مالې ګټې بللي دي. خو ان که زه د اقتصاد شاګرد نه وای هم نو په هغو مواردو کې به زما دریځ همداسې ؤ. د امریکا د ننوتلو لامل لمړۍ نړیوالې جګړې ته ما د بانکرانو مالې ګټې بللې دې؛ دا یو منل شوی واقعیت دی. هو، لامل خو د لوسیتانیا د بېړۍ غرقول او د جرمنیانو وحشي کړنې ښوودل کېږي خو که خپلواکه څېړنو(لکه زیټجست،نیوورلډاورډر، بېسک رېزنس، نوې تاریخې پانو او د مسلمانو سیاستوالو کتابونو اونور) ته مراجعه وشې نو هغوي یې لامل د نړیوالو بانکرانو پټې ګټې بولي...داټول خلک د اقتصاد شاګردان نه دي. له نورو جګړو که راتېرشو او اوسنیو هغو ته راشو نو زما په اند دلته څو لامله شتون لرې. د اوسنیو جګړو دینې اړخ خورا قوی دی. زه ورته صلیبې جګړې ځکه وایم چې غربیانو نور په امریکا او اروپا کې د اسلام خپرېدل نه شوای منلی او ویې غوښتل مسلمانان بدنام کړي او په تروریست یې ونوموي، خو دا ددې خبري زېږنده نه ده چې ګواکي دا ښاغلي نو په عیسویت ډېرټنګ ایمان لري، اوسنې عیسویت په ښکاره له ساینس سره په ټکر کې دی؛ خو ددې خلکو کارونه د شیطان د پلانونو علمي کول دی او بس. مالې اړخ هم ډېر ځواکمن دی، د نړۍ سرچینې ترلاسه کول او ورباندې خېټه اچول ددې خلکو موخه ده نن ورځ. خو؛ د لوېدیځ ښکلېلتوب ته په لیبیا کې زه مالې انګېزه وایم. په دې هم باور لرم چې نړیوال فوځې ماشین او ایتلاف که هرډول موخې ولرې، نړیوال بانکران لګیا دې دا دولتونه ترخپلو پورونو لاندي کوي او خپله سلطه لا ټينګوي، د حقیقت په توګه دد ې خلکو ګټه په جګړې کې ده اوبس، او چې په راس کې یې یهودې کړۍ دي نو زه باور لرم چې د ددې جګړو په رامینځته کولو او ساتلو کې ترټولو لوی لاس دوی لري.
نوروزخانه وروه، زه دا نه وایم چې اقتصاد او مالې انګېزي یواځینې لاملونه دي، ډېر نور لاملونوله همدې لامل سره څنګ په څنګ کار کوي او چې زه د اقتصاد شاګرد یم نو کېدای شې زه به یې دې بعد ته طبعا زیاته توجه ورکوم. خو دومره درته ویلی شم چې زه له خپلو لکچرنوټونو څخه نه غږېږم، زه له خپلو لکچرنوټونو څخه بېزاره یم او مجبورا یې زده کوم. د اوسنې اقتصادي سیستم په زده کړه کې ما ته بېشمېره پوښتنې پیداشوي دي( لکه ولې باید ډفلیشن راشې، ولې په اقصادي بیکارو تیوریو خلک تکیه کوي، ولې شیونه شاګردانو ته مغلق کېږي او نور..). زما ذهنیت زما داستادانو ذهنیت نه دی، هغوی په دې ذهنیت دې چې اوسنی موډل له ټولو تشو سره سره زموږ د راتلونکې ضامن دی او موږ یې باید په پټو سرګو ومنو او پوښتنه پکې سمه ځکه نه ده چې موږ د کینس په څېر لوی عالمان نه یو چې نیوکه وکړای شو او زموږ پوښتنې به یې په دې تېر ایستې چې تاسو لاړ شئ او یوبل سیستم چېرې را پیدا کړۍ چې داسې تشې ونه لري.
[quote:8b00812f31]تاسو وایئ دپیرل هاربر څخه په رامنځته شوي جګړه کې ،امریکایانو ۲۰۰ میلون ډالره وګټل ، خودامو نه دي ویلي چې څومره یې وبایلل ،څومره چې زه پوهیږم پیرل هاربر دامریکا په تاریخ کې ترټولو ستره او حساسه پیښه بلل کیږي ، چې دتکرار دمخنیوي لپاره یي دنړۍ ترټولو ستر استخباراتي سازمان ورغول شو[/quote:8b00812f31]
زما مخکینې تبصره بېرته وګورئ، ما دا نه دې ویلې چې امریکایانو ګواکي مالې ګټه وکړه، ما ویلې چې راکې فیلر کورنۍ وګټل ( دا یوه بانکې کورنۍ ده او د امریکا د ریزرو بانک له څښتنانو څخه یو یهودی دی دی.) دا ۲۰۰ میلیونه ډالر په حقیقت کې د امریکایانو تاوان ؤ. لکه اوسنۍ فوځې لګښت چې د بانکرانو ګټه ده، همداسې همدا ۲۰۰ میلیونه ډالر دامریکا د فوځ لګښت ؤ او له سود سره یوځای د راکې فیلر د کورنۍ ګټه.
[quote:8b00812f31] لویديځ اولسونه په تیره امریکایان خورا بیدار او ویښ خلک دي ،هلته ولسواکۍ خورا ژورې ریښې لري ،اودابه خورا ګرانه وي چې څوتنه دې دڅوسوه میلیوني اولس په اعتبار لوبې وکړي بیا هم والله اعلم.
[/quote:8b00812f31]
دا بیا بېله خبره ده، بېل بحث ته اړتیا لري، زه یې د انګېرنې ترکچه سمه نه بولم بلکه زه په دې خبره باور لرم، امریکا ولسواکي لري ، په دې کې هیڅ شک نشته خو ددوی عامه ذهنیت کنترول شوی دی....زه نه غواړم په دې اړه ډېر څه ولیکم ځکه دا بېخې بیل بحث دی.
[quote:8b00812f31]سره له دې چې زه القاعده وال نه یم بلکي ددې تنظیم په ځینو کړنو اساسي نیوکې لرم ، خودا تور راته خورا دروغجن او بې ځایه بریښی که څوک ددې اسلامي تنظیم رهبري ترامریکایي استخباراتو وتړي .
[/quote:8b00812f31]
یووخت اسامه زما اتل ؤ، القاعده ما ته یواځینی ځواکمن جهادي سنګر اېسېده او هرچا چې به یې مخالفت کاوه، مابه ورته ویل چې دا هسې تهمتونه دي....هیڅ وخت د مسلمان تخریب مه کوئ او داسې نور.
ما یې فقط کړنو ته کتلې دي... د القاعده کړنې سمې نه دې او نه د یوه داسې تنظیم په توګه کار کوي چې هغه په پوره ژمنتوب سره خپله اسلامې دنده تر سره کوي. دوی د بیګنا خلکو په وژلو او د اسلام په بدنامولو کې لاس لري، او داسي خو کيدای نه شي چې کړنې بدي خو موخه سمه وي.
[quote:8b00812f31]دالقاعدې دراپنځیدلو ټول معقول او قناعت بښونکي دلائل موجود دي ،القاعده که سړی ووایي کوم عمل کوونکی نه ، بلکې عکس العمل ښوونکی تنظیم دی ، له کلونو راهیسې دعربي نړۍ په چارو کې دامریکا مداخله دعربي زیرمو غصب ، دفلسطین په مسئله کې دامریکایانو دښمنانه چلند اوداسې نور عوامل ددې لپاره کافي بللی شو ، چې عرب ځوانان قهر وړي کړي ، او داسې یوبهیر ته یي سوق کړي .
[/quote:8b00812f31]
د ټولې اسلامې نړۍ ځوانان د امریکا په کړنو قهرېدلې دي. او هغه هم ستاسو د خبري په تایید د عکس العمل په توګه..... امریکایې غصب او زبېښاک ډېري نارواوي کړې دي او کوي یې ...خو دا ټول ددې توجیه نه کوي چې دوی دې یې بدل د بېګنا خلکو په عاموژنه واخلې....بې ګنا خلک دې ووژنې او ددې کار دکولو لپاره له همدې قهروړلو عرب ځوانانو ګټه واخلې. او که خبره بل ډول وي نو تاسو ددوی د کړنو سمتوب ثابت کړئ، زه به یې هرو مرو درسره ومنم. د القاعدې په وړاندي د ایران دښمنۍ څخه دومره نه یم خبر او چندان دلچسپي هم پکې نه لرم.
[quote:8b00812f31]زما په فکر امریکا چې په عراق غوندې هیواد باندې بې مقدمې برید کولای شوای دافغانستان لپاره یي ګرسره یوې دومره اضافي او تاواني مقدمې ته اړتیا نه درلوده[/quote:8b00812f31]
د یوولسم سپتمبر پېښه د اوسنیو ټولو لاسوهنو لپاره وکارول شوه، دا پېښه یواځې د افغانستان لپاره نه ده کارول شوې. د سپتمبر یولسمه ددې لامل شوه چې امریکا خپلو ټولو لاسوهنو (که په افغانستان کې دې که په عراق، لیبیا او یا راتلونکې بل هر هېواد کې ) ته د ځان او ددوی په وینا د متمدنې نړۍ د ساتلو او بشرحقوقو د ساتلو نوم ورکړي.
[quote:8b00812f31]داچې امریکا په اسلامي ملکونو له مخامخ مداخلې ځان ګوري ، له حکومتونو نه ویریږي بلکې له همدې افراطي افکارو ویریږي چې موږ اوتاسو یې په عربي نړۍ کې په القاعده تعبیروو
[/quote:8b00812f31]
ښاغلی نوروز خان وروره، همدې القاعدې په عراق کوم داسې کار وکړ چې د امریکایان په تاوان دې تمام شې، ځانمرګې یې وکړل، هره ورځ یې په لسګونو مسلمانان ووژل او پړه یې هم پخپله په غاړه واخیسته. په عراق او افغانستان کې د جهاد کریډت القاعدې ته مه ورکوئ. په افغانستان کې ډېر بې نومه ځوانان شته چې مخامخ يې په صلیبیانو یرغلونه کړې دې، دا د هغوی دایمان زور دی، القاعده یواځې داسې کارونه کوي چې تر غربیانو یې تاوان مسلمانانو ته ډېر وي. ددوی دا فراطي کارونو اغیز منفې دی او که امریکایان ان پښه هم نېسې نو دا د القاعدې شاهکار نه دئ.
په درنښت
طالبان!
محمود سعيد
12.04.2011
ښاغلو او درنو سلامونه!
ستاسو ټولې لیکنې مې تر پایه ولوستې. ښاغلي وهاج ښو ټکو ته نغوته کړې ده.
طالبانو د ښیګنو تر څنګ ګڼې نیمګړتیاوې درلودې. چې یوه ېې هم همدا سمتي او ټبریزه پالنه وه. ان تر دې چې د قندهار ځینو پټ سترګو طالبانو چې له خپل کلي پرته ېې بل څه نه وو لیدلي، د ځینو پښتون میشتو سمو خلک هغه هزاره ګان بلل چې پارسي ېې تر نورو لږ اسانه ده. او دا زما دسترګو لیدلی حال دی.
له دې پرته دوی د خپل قانون د پلي کولو لپاره له ډیر زور زیاتي کار اخیست.
په یو اختر کې زموږ د کلي خلکو پریکړه وکړه چې د قربانۍ د څارویو پوستکي به د کلي یو بیوزله ملاصاحب ته ورکوي. همداسې وشول، خو کله چې د طالبانو د عشر، زکات او پوستکو ټولولو مسؤلین پرې خبر شول نو کلي ته راغلل، او هغه ملاصاحب د یوه ناپوه طالب له خوا ډیر وځورول شو، او پوستکي ېې په زور ترې یوړل.
زه په خپله د همداسې ډیرو پیښو شاهد پاته شوی یم.
په زور د زکات او عشر ټولو د هرې ورځې لوبه وه.
د لنګۍ له برکته به هر څه شوني وو. ما غوښتل چې د نهم ټولګي له لوستو وروسته چې په کور کې مې لوستی وو د لسم ټولګي لپاره د شاملیدو لار پیدا کړم. یو ځل د پوهنې ریاست ته په خولۍ کې ورغلم خو چا مې مرسته ونه کړه.
بل ځل مې لونګۍ کږه وږه پر سر کړه. په څو شیبو کې مې ټول کارونه وشول، او په لسم ټولګي کې کښینستم، خو بیا مې هم د لنګۍ د نه په سر کولو په خاطر په څو ځله سپکاوی شوی دی.
زما نیکه له روسانو سره جهاد کړی وو. د هغه وخت یو انګریزي ټوپک ورسره وو، چې د ډیرو روسانو ککرۍ ېې الوزولې وې او ډیر پرې ګران وو. کله چې دا سپینې پرښتې راغلې، نو په ډیره سپین سترګۍ ېې هغه ټوپک زموږ له کوره په زور یووړ...همداسې ېې له ټول افغانستان څخه وسلې ټولې او موټر موټر پاکستان ته یوړې. اوس ېې تاسو څرک هم نه شئ لګولی.
ښاغلی نوروز خانه!
زه یو ځل بیا وایم چې که طالبان په رښتیا د هیواد بچیان او د اسلام ساتونکي وي، نو ښکیلاکګر دې په دې تندي تندي وولي، تر څو ېې خلک لاسونه ښکل کړي. هسې دې خپل وخت او ځواک په وړو وړو خبرو نه ضایع کوي.
په همدې ورځو کې د وردګو ولایت په تنګي دره سیمه کې امریکایانو پښې سپکې کړې دي. لامل ېې یوازې د هغه ځای د مجاهدینو هڅې وې چې دوی ېې په نښه کول. د ملي اردو سره په ګد کتار کې به د ملي اردو موټر تیر شو او د امریکا ټانګ به والووت. همدا لامل شو چې د اردو او طالبانو تر منځ اړیکې جوړې شي او ان تر دې چې امریکایانو د ملي اردو یو قوماندان له سیمې، له طالبانو سره د اړیکې په تور یووړ...
زه دا په پوره باور درته وایم چې نن هر افغان له امریکايي او بهرني یرغلګر څخه کرکه لري، خو ټول اوس د پاڼ او پړانګ تر منځ بند دي....
ژوندي دې وي رښتیني مجاهدین.
نوروز خان
12.04.2011
محترم حمید هڅاند صیب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هڅاند صیب مونږ شرعا او عقلا په دې مأمور یو ، چې په هغه څه باور وکړو او ویې منو ، چې زمونږ ظاهري او باطني حواس یي درک کوي ، که موږ ته زمونږ ذایقه حس ووایي چې شات خواږه دي باید خواږه یي وبولو ،او په دې ځان تیر نه باسو چې کیدای شي حس یا عمومي قضاوت خطا وي ، دپخواني منطق کتابونو دیوې داسې ډلې خلکو حکایت کړی ، چې په خپلو حواسو یې باور نه درلود ، دوی اصلا هیڅ باور نه درلود ، دوی به هرڅه ته په شک کتل ،تردې چې ویل به یي دا دنیا داسې نه ده لکه موږ یې چې وینو داکیدای شي هسې اوهام وي ،چې زمونږ دسترګو په وړاندې لراوبر کیږي ، ددې کسانو سترشعار داوه چې شات خواږه نه دي او دحنظل ( مڼه غوڼي ) په تریخوالی باور نه دی په کار . . .
هڅاند صیب که مونږ همدا اوس په نړیوالو مشهودو جریاناتو کې همداسې شکوکو ته ځای ورکړو ، او پیښې لکه چې څنګه دي هماغسې ونه بولو،ښایي عمومي قضاوت یي راسره ونه مني اویوازې به مو ځان دهماغه شکاکیانو په جم کې درولی وي .
نړۍ لکه څنګه چې وینو همداسې ده ، زمونږ حواس او عقل دوکه نه دی ، بلکې موږ ته یي رښتیا ویلي دنړۍ روان جریانات هریو منطقي دلیل لري ،آیا کوم بشر په دې توانیدلی شي ، دنړۍ دومره سترجریانات دنړیوالو له سترګو پټ وساتي ، دابه ښایي داسې نا ممکن وه لکه لمر ته نقاب وراغوستل .
دامریکا دجاسوسي کړنو ، او پټو پروګرامونو په اړه ډیرڅه ویل کیږي ، زه همدااوس دامریکا دپټو کړنو او جاسوسي دنیا په اړه دیوه ضخیم کتاب په مطالعه بوخت یم چې نږدې مې پای ته رسولی ،دsteve coll کتاب Ghost wars چې دموضوع اهمیت ته په پام سره دپولیتزر جایزه ورکړل شوې او خلک یې په سیمه کې دامریکا دشل کلنو جاسوسي پروګرامونو پټ تاریخ بولي ، مګر تاسو باور وکړئ دامریکا دپټې جاسوسي نړۍ ددې اوږدې کیسې په مهال مې تراوسه داسې فوق العاده څه نه دي ترسترګو شوي ، چې زما لپاره پټ وي ، دسي آی اې پټه نړۍ هم هو به هو زمونږ همدا ښکاره نړۍ ده ، خوموږ یې یوډول تعبیروو او دوی بل ډول .
موږ که دشوروي خلاف جهاد کاوه ، له امریکا نه دوسلې بلاعوضه اخیستلو هم راته شرعي جواز درلود او هم مودهیواد ددفاع لپاره یوه ملي چاره بلله ، مګر دوی بیا همدا چاره خپله یوه مهمه پټه جګړه بولي او داسې تعبیروي لکه موږ یې چې تیرایستلي یو ، په هرحال ، زما په باور دامریکایانو دپټوتوطئو په اړه دومره اندیښنه هم نه ده په کار ، چې مونږ او تاسو بالاخره په هرڅه بدګمانه کړي ،مونږ دعقل په بنسټ ظاهر ته په پام سره مکلف یو ، کوم څه چې زمونږ له عقل او حواسو ماوراء دي ، په هغه مو خدای نه نیسي .
راځم وروستۍ خبرې ته که چیري تاسو رښتیا القاعده دامریکا ګوډاګۍ بولئ ، اودسپتمبر پیښه دامریکایانو په فرموده یو ترسره شوی کار بولئ بیا له ماسره په دې اړه مهمې پوښتني دي چې باید ځواب یي کړئ ، ځکه په دې تقدیرداپیښه ستاسو دخپل تحلیل په بنسټ هم سره کوشیریدلای نه شي .
حمید هڅــاند
12.04.2011
محترم نوروزخان وروره؛
زما دلیکنې کوم ځای په شکوکو ولاړ دی؟ زه نه وایم چې د نړۍ ټول جریانات له موږ پټ ساتل شوي دي، تاسو د ghost wars په نوم مشهور کتاب مطالعه کوئ او دا ددې ګواهې ورکوي چې پټې کړنې پټې نه پاتېږي. نه پوهېږم تاسو ولي سوچ وکړ چې زه په هوایې خبرو پسې ګرځم او نه پوهېږم ولې په دې ګروهه شوئ چې زه د پېښو تر شا منطقي دلایل نه منم. زما پوهه به هرومرو په ډېرو ځایونو کې ماته له پېښو نه غلطه اخیستنه راکوي، ځکه انسان پوره کېدای نه شي خو زما هماغه ناسمهخبره ما ته وښایاست او پوه مې کړئ چې دا خبره دي له دې وجهې ناسمه ده.
زه تل هڅه کوم چې هرڅه مدلل وپلټم او دهرڅه ترشا ستاسو ذکر شوی دلیل پسې ګرځېدلی یم. زما کومه خبره په شک ولاړه ده؟ ایاپه جګړه کې د بانکرانو د ګټو په اړه ناسم غږېدلی یم او که بل څه؟
که ستاسو لیکنه په دې اړه ده چې زه ولي د نړۍ واکمنان یوڅو ګوتې په شمار کورنۍ بولم، نو هغه بیا بیخې بېله خبره ده او زه نه غواړم دلته پرې بحث وکړم ځکه له بحثه بیخې بهر خبره ده او په تېره لیکنه کې مې هم لیکلې ؤ چې دا خبره نه ښایې دلته وشاربله شي. او که تاسو د القاعدې په اړه خبره کوئ، نو زه هم ستاسو په قاعده تللی یم، مالومو شواهدو او پېښو ته مې کتلي دي او ددوی کړنې مې څارلي دي اوبس. خو که تاسو د القاعده کړنو په اوس وخت کې جواز ورکوئ اوشوې کړني یې پرځای او سمې بولئ نو دلایل یې راسره شریک کړئ، زه به یې هرومرر درسره ومنم.
په درنښت
نوروز خان
12.04.2011
محترم هڅاند صیب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خدای دې نه کړي چې زما له خبرو مو ناسم تأثر اخیستی وي او یاپرې خفه شوي یاستئ ، زما مطلب یوازې ستاسوپام دې ته راګرځول وه ، چې ځیني کسان دنړۍ دیوشمیر پیښو په اړه له عمومي باور څخه بغاوت کوي ، اوپه ظاهر یي قناعت کول کافي نه بولي ،مثلا همدا دسپتمبر پیښه ده ، نړیوال عمومي باور او څه چي موږ لمس کړي دادي ، چې داپیښه دالقاعده له خوا دڅوتنو معلوم الهویته عربانو په توسط له امریکا څخه دانتقام اخیستلو په موخه ترسره شوه ،په همدې شکل ددې پیښه سیاق او سباق ټول منطقي دی ، چې نړیوال ذهنیت درک کړی او کومه پوښتنه نه په کې راولاړیږي ، که ترټولو لویه پوښتنه وي هغه به داوي چې ولې امریکایي استخباراتو دومره ستر پلان کشف نه شو کړای ؟ ځواب یي داکیدلای شي چې یوازې خدای پوره دی دامریکا توان بشري توا ن دی چې حد لري او پای ټکی لري .
اوس په دې اړه ځیني کسان ،نه عامه باور ،دپیښې په همدې ظاهري لیدل شوي جوړښت باندې شک کوي ، دوی وایي کیسه داسې نه ده لکه لیدل کیږي چې ، بلکې دابرید خپله امریکایانو ترسره کړی دی ، البته دالقاعدې په توسط ، اوس که موږ دیادې پیښې سیاق او سباق په دې اعتبار ارزوو ښایي له ډيرو لاینحله پوښتنو سره مخ شو، چې دهغو دحل لپاره به اړ یو نورې همداسې ناندریزې فرضیې وتراشو . . هلم جرا
هڅاند صیب دایوازینۍ پیښه نه ده بلکې که ووایم دنړۍ دهرواقعیت په اړه همداسې دوه ګوني قضاوتونه موجود دي ، چې هرڅوک دخپل تبلیغاتي او ذهني جنګ لپاره ترې استفاده کوي ، القاعده ، طالبان ، ایران ، صدام حسین ، پاکستان ،سعودي شاهي رژیم ، شمال ټلواله اوداسې دنورو واقعیتونو په اړه خلکو داسې فرضیې جوړي کړي دي ، زما مطلب دادی که مونږ په دې فرضیو پسې سر ګرځوو کیدای شي حقایق ورک کړو ، موږ که دهرواقعیت ترشاه نور واقعیتونه لټوو کیدای شي کله هم په حقائقو باور ته ونه رسیږو ، ښه داده لکه څنګه چي نړیوال دوددی دپیښو په مخامخ شکل باور وکړو ترڅو له دا ډول شکوکو خلاص یو .
القاعده چي یو اسلامي تنظیم بولم ، زه یي یوازې په دې ویاړم چې مسلمانان دي او په جهاد عقیده لري ، ددوی دپالیسیو دفاع مې کله هم نه ده کړې او نه یي کوم ،دوی په دې وروستیو کې سخت اشتباهات کړي دي ، په تیره دعراق په جګړه کې یي ډیراشتباهات وکړل ،زه په دې اړه لتاسو سره یوه خوله یم ، خودانه درسره منم چې دهمدې اشتباهاتو له وجې دي څوک دااسلامي تنظیم دامریکا ساخت وبولي
په درناوي
حمید هڅــاند
13.04.2011
محترم نوروز خان وروره؛ یو ځل بیا سلامونه او درناوي.
نه ورورجانه، ولې به خپه کېږم، تاسو زما مشر وروریاست او تاسو حق لرئ چې زما هره تېروتنه په ګوته کړئ. زما د وروستۍ تبصرې موخه داوه چې په زما ناسمې خبرې د Quote په کارولو سره په ګوته کړئ او دځند سبب مې دا ؤ چې ازموینې مې نژدې دي، ډېر کم د ټول افغان کړکۍ پرانیزم.
د یوولسم سپتمبر د پېښې په اړه مو د عامه ذهنیت یادونه کړې ده؛ دې پېښې ته د دسېسې نوم ورکول د یو یا دوه تنو کار نه دی، له دې ډلې څخه د چارو پوهان، انجینران او د اووم بلډینګ څښتنان دي، دوی یواځې تور نه لګوي بلکه د ثبوت ترکچې مخکې تللي دي، بوش دې خبرو ډېر اندېښمن کړی ؤ، هغه ان د یوه خبریال پوښتنې ته بنده خوله پاتېږي او نه پوهېږي په کومو ټکو دهغه پوښتنې ته په دې اړه ځواب ووایې. او پاتې شوه د عامه تصور او ذهنیت خبره؛ د سپتمبر ۲۰۰۸ کال هغه سروې چې د وورلډ سروې له خوا په غټو اسیایې او امریکایې هېوادونو کې وشوه او تر اوسنې دمه ترټولو د اعتبار وړ او په لویه پیمانه سروې ده، په داسې ډول ده:
په اوسط ډول ددې اوولس هېوادونو نظرپوښتنه ښیې چې یواځې ۴۶ سلنه خلک په دې ګروهه ول چې دا کار القاعدې کړی دی؛ دا ډېر نادر حالت دی؛ باید چې دا لږ تر لږه اتیا سلنه وای، ددوی د رسنیو او تبلیغاتو زور ته په کتو سره. دا ددې ښکارندوی دی چې همدا ستاسو په وینا د متضاد نظر خاوندان په دې اړه څومره دقیق دی. د بیلګې په توګه د ترکیې ۳۶ سلنه خلک په دې ګروهه دې چا دا کار امریکا پخپله وکړ او د مکسیکو ۳۰ سلنه په همدې باور دي. په حیرانونکې توګه د مصر هېواد ۱۱ سلنه خلک په دې باور ؤ چې دا کار القاعده کړی خو ۴۳ سلنه په دې باور ؤ چې اسرایلو په کې لاس درلود.
اوس تاسو پریکړه وکړئ چې عامه ذهنیت په کوم لوری دی، خو هیله لرم ونه وایاست چې سروې غلطه ده، ځکه دا سروې ترټو د اعتبار وړ سروې ده. وتلیو رسنیو یې راپور ورکړی او د چارو شنونکیو منلې ده، په دې برسيره ولډ سروې د هرڅه په اړه نړیوالو سروې ګانو کې لاس لري او پایلې یې د اعتبار وړ دي.
په درنښت
پتوال
13.04.2011
درنو ورونو بحث مو په درز کې روان دی زه به هم خپله اندکتنه در سره شريکه کړم :
نوروز خان د هڅاند ته په ٢ وروستيو ځوابونو کې ليکي :
[quote:52a02c6ecd]راځم وروستۍ خبرې ته که چیري تاسو رښتیا القاعده دامریکا ګوډاګۍ بولئ ، اودسپتمبر پیښه دامریکایانو په فرموده یو ترسره شوی کار بولئ بیا له ماسره په دې اړه مهمې پوښتني دي چې باید ځواب یي کړئ ، ځکه په دې تقدیرداپیښه ستاسو دخپل تحلیل په بنسټ هم سره کوشیریدلای نه شي .....
القاعده چي یو اسلامي تنظیم بولم ، زه یي یوازې په دې ویاړم چې مسلمانان دي او په جهاد عقیده لري ، ددوی دپالیسیو دفاع مې کله هم نه ده کړې او نه یي کوم ،دوی په دې وروستیو کې سخت اشتباهات کړي دي ، په تیره دعراق په جګړه کې یي ډیراشتباهات وکړل ،زه په دې اړه لتاسو سره یوه خوله یم ، خودانه درسره منم چې دهمدې اشتباهاتو له وجې دي څوک دااسلامي تنظیم دامریکا ساخت وبولي .[/quote:52a02c6ecd]
زما په اند تاسو دواړه هومره سره متضاد نه غږېږئ لکه څومره چې ظاهرا بريښي ، په دې معنی چې حقيقت په دواړو برخو کې پروت دی يو څه د يوۀ او څه د بل په طرحه کې، دا په دې معنی چې يو څه يو او يو څه بل په ناحقه ياست يا ستاسو څبرې
سره تېز او انتې تيز جوړوي، ځال داچې حقيقت يې په سينتېز کې پروت دی ، په بله وينا لکه څنګه چې د کابل ګوډاګی حکومت د تېز په توګه د طالب انتې تيز له خوا نفې کيږي ، خو ملي روغه جوړه به د نفې نفې پواسطه داسې منځته راځي چې
هم وطن آزاد شي او هم دواړه د يوۀ دريم ملي طاقت د رهبرۍ لاندې په يوه حکومت کې سره ګډون وکړي ، همدغسې دلته هم سمه ده چې القاعده نه د امريکا ګوډاګۍ ده او نه يې امريکا جوړه کړې ده، خو دا بيا دا معنی نه لري چې امريکا نشي کولی له دوی څخه ګټه پورته کړي .
دنيا ته معلومه ده چې امريکايان په نړۍ کې لانجې راپورته کوي او زياتره د خپل دوښمن په لاس، څو بيا يې نړيوال منېچمنټ په خپل لاس کې ونيسي او د خپل هدف مطابق ترې ګټه پورته کړي .
دا په دې معنی ده چې د سپتمبر د ١١ نېټې پيښه القاعدې پخپله تر سره کړې خو مخکې له مخکې د CIA د څار لاندې وه او کولای يې شوه چې مخه يې هم ونيسي ، خو د مخنيوي له پاره دوی تر څار لاندې نه وه نيولې بلکې د پوره کوچ د راايستلو له پاره يې غوښتل داسې يې وشاربې چې څنګه يې خوښه وه :
د CIA ملا خپل خير د نورو په بېخيرۍ کې ليدۀ نو
١- په هوايي ډګر کې يې ترهګر (عطا او نور) په ډيره آسانۍ پريښودل چې له دتالاشۍ څخه تير شي .
٢- داچې ترهګر عطا عرب او له المان څخه تللي او په امريکا کې يې د پيلوټۍ تمرينات کول دا او نور ځرکتونه يې يو هم له FBI او CIA له څارنې پټ پاتې نه وو .
٣- د برجونو رالوېدل په عمودي توګه ړنګول يواځې په هغه صورت کې کيږي چې
برج نړولو د موسسې له خوا په لوېديځ کې هر ځای تر سره کيږي ، يعنې د برجونو په تاه کاويو کې ماينونه ځای په ځای شوي وو اوله برجونو سره دطيارو د ټکر سره جوخښت له ليرې څخه د رېموټ کنترول پواسطه انفجار ورکړل شوی و . که نه ،
په تخنيکې لحاظ نۀ ټوله ماڼۍ تر تاداوه پورې داسې نه ړنګېدله او نه په داسې منظمه عمودي توګه نړېدله !
٤- د طيارو کمپنيو له پيښې دوه ورځې د مخه خپل اسهام ويستلي وو، څو په رهبري شوې ( لهذا پلان شوې) شوې پيښه کې په ميلياردونو ډالر
وګټي .
٥- داچې يهودي کارکونکي هم په نوموړې ورځ په برجونو کې حاضر شوي نه وو ، دا هم د CIA له خوا د پيښې رهبري کول په ګوته کوي .
٦- کله چې دامريکا ولسمشر بوش له پيښې څخه خبر شو ډير ناګاره ، مشکوک او بچه ګانه عکس العملونه يې وښودل چې علت يې يواځې د مخه خبرتيا او
په څرګند مصنوعي او غير طبيعي توګه ځان ناګاره ښودل وو .
[color=red:52a02c6ecd]نو دومره خو سل په سلو کې ثابته ده چې هو القاعدې غچ اخيسته، که يې نه غوښتل او نه ترې خبره وه ، هم امريکې ورسره لا د مخه موافقه
لرله او CIA د يوښۀ چانس په توګه ورسره غير مستقيم مرسته کړې ده ! دواړو د خپلو ملي ګټو له پاره پردي ولسونه قرباني کړل ، القاعده صرف ناکامه او امريکا بريالۍ شوه ،
خو قرباني افغانان شول او لا لر او بر پښتون اوس هم قرباني کيږي ! څوک چې له دې قربانيو سترګې پټوي هغوی ملي خاينان او حرفوي جنايتکاران دي !
[/color:52a02c6ecd]
نوروز خان
13.04.2011
پتوال صیب که القاعده یا اسامه بن لادن دامریکا ګوډاګی وي باید لاندې پوښتنې ځواب ومومي .
ــــ اسامه دالقاعدې مبتکر نه بلکې میراتخور دی ، ددې تنظیم هسته په لومړي ځل دفلسطیني مبارز عبدالله عزام له خوا کیښودل شوې ده ، نوموړی چې په نړیوال کچه دمعاصر جهاد مجدد بلل کیږي ، یو فوق العاده عرب او مسلمان وه ، دنوموړی څوجلدي ملفوظات چې ما مطالعه کړي دي ، له اخواني فکر سره دنوموړي تړاو په ګوته کوي ، دغه راز نوموړی یوپوره عالم او دمعاصرې نړۍ په سیاستونو او باریکیو پوه انسان بریښي ، چې دنړیوال ویښتابه دکترین یې له امریکا او امریکا پلوو اسلامي واکمنو څخه دخلاصون په نظریه استوار دی ، نوموړی داسامه او ټولو سترو القاعده والو مربي ، محرک او استاد ګڼل کیږي ، آیا داشک کیدلای شي چې امریګا دې یوداسې هوښیار فلسیطنی جنګیالی د دومره لرې اهدافو لپاره په خپله ګټه اجیر کړي ، په داسې حال کې چې دیوه فلسطیني په حیث دنوموړي ذهن له امریکا ضداحساساتو ډک وي ؟
ـــ اسامه او ایمن ظواهري هم هغه خلک دي ، چې ټول سوانح یې څرګند دی ، په دوی باندې کله هم څوک له امریکايي ګټو سره زړه تړاوی نه شي ثابتولای ، ددوی په اړه ویل کیږي چې له کوچنیوالي لمانځه ، جومات او سل فیصده اسلام ته متعهد خلک پاته شوي دي ، ویل کیږی چې داسامه کوچنیوالۍ په جده کې دمحمد قطب ترسیوري لاندې تېر شوی دی ، نوامریکا به څه مهال توانیدلې وې ددې مسلمانو ماشومانو اذهان ومینځي ؟
ـــ دعبدالله عزام ترشهادت وړاندې اسامه یوه عادي سړی وه ، چې هیچا یې دمشرتابه تصور نه کاوه ، کوم وخت چې دنوموړي دزدکړو دوران وه ، هغه وخت امریکا اوسنی اهداف نه درلودل ځکه دشرقي بلاک په وجود کې امریکا په هیڅ ختیځ هیواد کې دمداخلې خیال نه شو وهلی ، او نه یې دا اټکل کولای شوای چې شوروي به په افغانستان حمله کوي ، بیا به شوروي پکټ ماتیږي او موږ ته به په اسیا کې دمداخلې لپاره دبهانې ضرورت وي ، ځکه دشوروي سقوط تاریخ لیکونکي دشلمې پیړۍ معجزه بولي ، چې هیچا یې تصور نه کاوه حتي امریکا استخباراتي تګلاره جوړونکو ؟
ــــ داهم ویل کیږي چې عبدالله عزام داسامه په نسبت ډیر مبتکر ، هوښیار او په اسلامي نړۍ کې اعتبار درلودونکی وه ، چې دالقاعده غوندې یو تنظیم یې په پښو ودراوه ، که چیرې القاعده امریکا دځان لپاره جوړه وي دې ته څه اړتیا وه ، چې دخپلې اجیرې ډلګۍ یو مبتکر ، منل شوی او هوښیار رهبري کوونکی له منځه یوسي او نورو بې تجربې هغو ته یي په لاس ورکړي ؟
ـــ دالقاعده ګډونوال له اوله تراوسه ، ټول بانفوذه ، هوښیار ، تعلیمیافته ، زړور او قربانۍ ته حاضر خلک پاته شوي دي ، تردې چې دابوخباب په نامه دمصر داټومي پروګرام اتیا کلن مشر هم ددې ډلې یوفراري غړی وه ، نوموړی دکیمیاوي علومو نابغه استاده وه چې له ساده موادو یې زهریله شیان جوړول دی وړم کال په واڼه کې شهید شو ، آیا امریکا ته څنګه ممکنه وه په مختلفو اسیايي او افریقایي هیوادونو کې داسې زبده او هوښیار خلک اجیران کړي ، او بیا یوداسې اورنۍ تنظیم پرې وپالي ؟ ...
پتوال صیب تاسو همدا ځوابوئ ، سریې لا په دریاب کې دی
پتوال
13.04.2011
دروند ورور نوروزخانه السلام عليکم ورحمة الله !
آيا تاسې زما دليکنې دغه دوه مهم ټکي له پامه نه دي غورځولي ؟ :
لومړی :
[color=blue:b57fd18a02]دنيا ته معلومه ده چې امريکايان په نړۍ کې لانجې راپورته کوي او زياتره د خپل دوښمن په لاس، څو بيا يې نړيوال منېچمنټ په خپل
لاس کې ونيسي او د خپل هدف مطابق ترې ګټه پورته کړي . دا په دې معنی ده چې د سپتمبر د ١١ نېټې پيښه القاعدې پخپله تر سره کړې
خو مخکې له مخکې د CIA د څار لاندې وه او کولای يې شوه چې مخه يې هم ونيسي ، خو د مخنيوي له پاره دوی تر څار لاندې نه وه نيولې
بلکې د پوره کوچ د راايستلو له پاره يې غوښتل داسې يې وشاربې چې څنګه يې خوښه وه [/color:b57fd18a02]
په دې تړاو به زياته کړم چې امريکې په کټ کټ ډول شوروي هم پر افغانستان باندې بريد ته ننګولی او هڅولی و او ددې ننګونې او هڅونې
پلان جوړونکی برېژينسکي د امريکا د ولسمشر کاتر مشاور و ، کوم چې تر نن ورځې پورې په دې ننګونې او هڅوني ښکاره وياړي !
ولې څوک ويلی شي چې شوروي د امريکا ګوډاګی يا همکار و ، دغسې القاعده هم ما د امريکا ګوډاګۍ نه ده بللې ! د القاعدې عربي
نېشنالستي هوښياري داده چې د فلسطين له پاره د عربو پر ځای پرې عجم اسلامي ولسونه ، تر ټولو هوښيار ولس پښتون (!)
د اور لمبو ته ورغورځوي !
دوهم ، ما پاس داسې نتيجه ګيري کړې وه :
[color=red:b57fd18a02]نو دومره خو سل په سلو کې ثابته ده چې هو القاعدې غچ اخيسته، که يې نه غوښتل او نه ترې خبره وه ، هم امريکې ورسره لا د مخه موافقه
لرله او CIA د يو ښه چانس په توګه ورسره غير مستقيم مرسته کړې ده ! دواړو د خپلو ملي ګټو له پاره پردي ولسونه قرباني کړل ،
القاعده صرف ناکامه او امريکا بريالۍ شوه ، خو قرباني افغانان شول او لا لر او بر پښتون اوس هم قرباني کيږي ! څوک چې له دې
قربانيو سترګې پټوي هغوی ملي خاينان او حرفوي جنايتکاران دي !
[/color:b57fd18a02]
البته پاکستان د خپلو ملي ګټو له پاره لر او بر د پښتون په دې قرباني کولو او تباهۍ کې د کتليست او محرک رول لوبوي .
او زرنګې القاعدې ته به د افغان غږ داسې جمله بندي کم :
[color=blue:b57fd18a02]لکه خس پرې اولسونه سيزل غواړې
.................................................................... د بټۍ والا ته وايې لعنتي يې (!؟؟؟ )
اورلړوني غوندې ما په لمبو سيزې
................................................................ ته چې اور سره لوبېږې جنتي يې ؟؟ [/color:b57fd18a02]
و.افغان
13.04.2011
خبره همدغسې ده، تر دې ځايه خو يقيني ده، او د دې احتمال هم شته، چې د القاعدې
په هرم کې د سي آی اې غړي موجود وو.
دا سمه ده چې د بريد په ورځ په دغو الوتکو کې د القاعدې ځوانان وو، د کومو چې تر
اوسه کورونه، مور او پلار، قام قبيله او هستوګن ځای معلوم دی.
خو هيڅوک دا په ثبوت نشي رسولی؛ چې دغو ځوانانو دې دغه الوتکې په برجونو
ورغوټه کړي وي، زه فکر کوم، چې سي آی اې دغه الوتکې د رېموټ کنټرول لاندې په
دغو اهدافو ورسمې کړې.
حتا دا هم ويل کيږي، چې دغه کسان مخکې له مخکې تصفيه شوي وو، او کار يواځې
او يواځې د دغې شيطاني ادارې په لاس صورت موندلی.
د دغې حملې په اړه د سعودي، اردن په شمول ډېرو دولتونو امريکا ته خبردارۍ ورکړی
وو، حتی ځينو طالب چارواکو لکه مولوی متوکل صاحب هم امريکا خبره کړې وه، خو
هغې ورباندې هيڅ غوږ ونه ګروه.
لنډ دا چې پروګرام مدبر وو، القاعدې په کې هغه رنګ کردار ادا کړ؛ کوم چې امريکا
غوښت، دا چې دغه کردار په مستقيم ارشاد ترسره کېده او که غير مستقيم بېله خبره
ده.
خو زمونږ خوار ولس، او ګران هېواد يې قرباني شو.
طالب په دې قضيه کې د افغانستان او افغان ولس په وړاندې مسؤوليت لري، او بايد
ځواب ووايي.
په درنښت
[quote:0045f7b138="پتوال"]دروند ورور نوروزخانه السلام عليکم ورحمة الله !
آيا تاسې زما دليکنې دغه دوه مهم ټکي له پامه نه دي غورځولي ؟ :
لومړی :
[color=blue:0045f7b138]دنيا ته معلومه ده چې امريکايان په نړۍ کې لانجې راپورته کوي او زياتره د خپل دوښمن په لاس، څو بيا يې نړيوال منېچمنټ په خپل
لاس کې ونيسي او د خپل هدف مطابق ترې ګټه پورته کړي . دا په دې معنی ده چې د سپتمبر د ١١ نېټې پيښه القاعدې پخپله تر سره کړې
خو مخکې له مخکې د CIA د څار لاندې وه او کولای يې شوه چې مخه يې هم ونيسي ، خو د مخنيوي له پاره دوی تر څار لاندې نه وه نيولې
بلکې د پوره کوچ د راايستلو له پاره يې غوښتل داسې يې وشاربې چې څنګه يې خوښه وه [/color:0045f7b138]
په دې تړاو به زياته کړم چې امريکې په کټ کټ ډول شوروي هم پر افغانستان باندې بريد ته ننګولی او هڅولی و او ددې ننګونې او هڅونې
پلان جوړونکی برېژينسکي د امريکا د ولسمشر کاتر مشاور و ، کوم چې تر نن ورځې پورې په دې ننګونې او هڅوني ښکاره وياړي !
ولې څوک ويلی شي چې شوروي د امريکا ګوډاګی يا همکار و ، دغسې القاعده هم ما د امريکا ګوډاګۍ نه ده بللې ! د القاعدې عربي
نېشنالستي هوښياري داده چې د فلسطين له پاره د عربو پر ځای پرې عجم اسلامي ولسونه ، تر ټولو هوښيار ولس پښتون (!)
د اور لمبو ته ورغورځوي !
دوهم ، ما پاس داسې نتيجه ګيري کړې وه :
[color=red:0045f7b138]نو دومره خو سل په سلو کې ثابته ده چې هو القاعدې غچ اخيسته، که يې نه غوښتل او نه ترې خبره وه ، هم امريکې ورسره لا د مخه موافقه
لرله او CIA د يو ښه چانس په توګه ورسره غير مستقيم مرسته کړې ده ! دواړو د خپلو ملي ګټو له پاره پردي ولسونه قرباني کړل ،
القاعده صرف ناکامه او امريکا بريالۍ شوه ، خو قرباني افغانان شول او لا لر او بر پښتون اوس هم قرباني کيږي ! څوک چې له دې
قربانيو سترګې پټوي هغوی ملي خاينان او حرفوي جنايتکاران دي !
[/color:0045f7b138]
البته پاکستان د خپلو ملي ګټو له پاره لر او بر د پښتون په دې قرباني کولو او تباهۍ کې د کتليست او محرک رول لوبوي .
او زرنګې القاعدې ته به د افغان غږ داسې جمله بندي کم :
[color=blue:0045f7b138]لکه خس پرې اولسونه سيزل غواړې
.................................................................... د بټۍ والا ته وايې لعنتي يې (!؟؟؟ )
اورلړوني غوندې ما په لمبو سيزې
................................................................ ته چې اور سره لوبېږې جنتي يې ؟؟ [/color:0045f7b138][/quote:0045f7b138]
نوروز خان
13.04.2011
[quote:160b05b293]طالب په دې قضيه کې د افغانستان او افغان ولس په وړاندې مسؤوليت لري، او بايد
ځواب ووايي.
[/quote:160b05b293]
وهاج صیب ځه که ستاسو په کاڼي یې وتلو ، او دایوه امریکایي توطئه وبولو چې پخوایي هم دهڅاند صیب دتفصیل له مخې جرمني او جاپان ته جوړې کړي دي ، په دې احتمال که تاسو دملامحمد عمر په ځای وای ، په کومه به تیښتیدئ
(له دوی سره به کیدئ که ددوی له دښمن سره ) ځکه بوش خبره په همدې دوو احتمالونو کې رایساره کړې وه ؟؟؟؟
او پتوال صیب بښنه غواړم ماچې تیره لیکنه خوندي کوله ستاسو د ورتېرې لیکنې یوازې پورتنۍ داقتباس برخه پرځای وه ، ماته ښکاري ورتېره لیکنه مو اپډېټ کړې ځکه زماپوښتنې ورسره سر نه خوري
و.افغان
13.04.2011
محترم نوروز خان صاحب:
که چېرې زه د مشر ملا صاحب په ځای وای؛ نو داسې به مې کړي وو:
د نړۍ د دولتونو ژورناليستان او ديپلوماتان به مې راغوښتي وو، او يوه لويه ميډيايي
غونډه کې به مې اعلان کړی وی چې:
۱-د يوه وړوکي افغان ماشوم وينه، د يوې کونډې مور اوښکې او د يو بېګناه افغان
معصومه وينه ما ته د دې مجرم او اجرامي ډلې څخه ډېره ارزښتمنه ده.
۲- له ما څخه د دې ولس په حق کې ډېره لويه اشتباه شوې ده، چې داسې مجرم او اجرامي
ډلې ته مې ځای ورکړی دی.
۳-زه ، زما حکومت او زما ولس د دې مجرم او اجرامي ډلې څخه بېزاره دی.
۴- د تاسو ټولو اعلامیانو او ديپلوماتانو د کمرو د عکاسۍ په وړاندې زه دا مجرم او
مجرمين له افغانستان څخه شړم، دومره به يې مشوره واخلو، چې د افغانستان له شرقي
حدودو څخه بهر ځي، او که له غربي، يا جنوبي او يا شمالي حدودو؟؟؟؟.
په درنښت
[quote:c25f78f2ad="نوروزخان"][quote:c25f78f2ad]طالب په دې قضيه کې د افغانستان او افغان ولس په وړاندې مسؤوليت لري، او بايد
ځواب ووايي.
[/quote:c25f78f2ad]
وهاج صیب ځه که ستاسو په کاڼي یې وتلو ، او دایوه امریکایي توطئه وبولو چې پخوایي هم دهڅاند صیب دتفصیل له مخې جرمني او جاپان ته جوړې کړي دي ، په دې احتمال که تاسو دملامحمد عمر په ځای وای ، په کومه به تیښتیدئ
(له دوی سره به کیدئ که ددوی له دښمن سره ) ځکه بوش خبره په همدې دوو احتمالونو کې رایساره کړې وه ؟؟؟؟
او پتوال صیب بښنه غواړم ماچې تیره لیکنه خوندي کوله ستاسو د ورتېرې لیکنې یوازې پورتنۍ داقتباس برخه پرځای وه ، ماته ښکاري ورتېره لیکنه مو اپډېټ کړې ځکه زماپوښتنې ورسره سر نه خوري[/quote:c25f78f2ad]
chaparharay
13.04.2011
السلام علیکم
ستاسی خپل ګپ دی زه پکی نورڅه نه وایم چی خراب نشی خو دومره وایم
چی الله جل جلاله فرمای چی یهود او نصاری له تاسی په بل هڅ شی نه راضی
کیږی ترڅو ددوی د ملت اودین پوره تابعداری ونه کړی یعنی یهودی اوصلیبی نشی.
نو که ملا محمدعمر صیب یی داخبره منلی وای چی په هڅ شریعت او قانون
دمنلو هم نه وه خو بیاهم که فرضا دا ناروا یی کړی وای نو امریکا به ورنه
راضی شوی وه اوبیا به یی حمله نه وه کړی ؟