د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

pattang
13.03.2011

دا لنډغر کوشان دی چې مونږ رټلی او دادارې له خوا شړل شوی دی ٠
دا دغربيانو محصول دی او غربيان داسې لنډغر غواړي٠

[quote:2c7642703d="اسد مومند"]افغان صاحب مننه. خبره همداسې ده.
خو چپرهاری صیب مشوره دې ډیره ښه مشوره ده دې نه پس به دې فورم ته ډیر ډیر سر راښکاره کوم. خو تاسو لکه چې لاندې ویډیو نده لیدلې:
http://www.youtube.com/watch?v=-r2WXWAdq18&feature=related
دلیدلو نه وروسته پرې خامخا خپله تبصره تیره کړه. مننه[/quote:2c7642703d]

و.افغان
15.03.2011

السلام عليکم.
د سولييز ملي پاڅون په اړه خو بحثونه روان دي، او لا نور به هم وغځيږي، ډېرو
افغانانو تر اوسه د سولييزو ملي پاڅونونو په کاميابۍ تأثير بلکه د مجرد پيل په
امکان باور نه درلود،
خو فکر کوم چې نن سبا به د افغانانو لويه سلنه ميډيا ګوري، او لويې سلنې به يې د عربي
هيوادونو له ملي سولييزو پاڅونونو څخه ضرور الهامونه اخيستي وي، کومو ته چې
زه د اوږدو کلونو کلونو د سبق په سترګه کتلی شم.
جګړه هيڅکله د حل لاره نه ده، دا خبره ځانته په کولو نه کيږي، بلکه په دې خبرې هم
عقيده لرل او هم پرې عمل کول پکار دي.
د افغانستان د جګړې اوږدوالی د ښکېلاګرو په پرتله افغانانو ته ډېر زيانمن تماميږي.
که چېرته افغانان په دې وتوانیږي، چې په مؤقته توګه سوله رامنځته کړي؛ او بيا ټول
په ګډه سره د ولسي مظاهرو له لارې د بهرني ځواکونو د ويستلو لپاره هڅې پيل کړي،
ډېر ژر به دغه ډول هڅې مثبت نتايج ولري؛ که مثبت نتايج يې ونه لرل؛ نو مسلحه جګړه
څوک له افغانانو نشي تښتولی؛ داسې حال کې چې شاوخوا هېوادونه تقريبا ټول چمتو
دي؛ چې د افغاني مقاومت پوره پوره مرسته وکړي.

دا زما نظر دی، د صحي او غلط دواړو احتمال په کې شته؛ پرې د انتقال پوره حق لرئ.

په درنښت

عادل عادل
16.03.2011

السلام علیکم

[color=white:150a153e4b]د ملي سولییز پاڅون په نوم تر مشابه سرلیکونو لاندې بحثونه روان دي، نو ځکه خو زه خپله هغه لیکنه چې ورته بل بحث ته یې ظاهرا د پای ټکی ایښئ دلته رانقلوم:-[/color:150a153e4b]

درنو د بحث ګډونوالو لوستونکو وروڼو خویندو

راځی چې هر څه ته په خلاصو سترګو وګورو، هیڅ ملت نه غواړي چې په پیل کې د متشنج وسلوال پاڅون لاره غوره کړي، دا سمه ده چې د سواد، فرهنګ او سیاسي شعور لوړه کچه د پاڅونو او انقلابونو په جهت کې کارنده رول لوبوي او د انحراف او ګډوډی مخه یې نیسي، خو زما په نظر دا د موضوع یو اړخ دی.

په تونس، مصر، لیبیا، عمان، بحرین، اردن ...... ټولو کې ولس سولییز ملي پاڅون پیل کړ، دا چې یو لږ متشنج بل ډیر او بل تر وسلوال اخ و ډب پورې رسیژي، دا د ولس ګناه او کمی نه دی، بلکه د حاکم نظام د برخورد او عکس العملونو محصول یې بللی شو، په بل عبارت د سولییز او وسلوال پاڅون بڼې د حاکم نظام تر عکس العمل پورې اړه لري چې څومره ژر د ولس ارادو ته د تسلیمی غاړه ږدي او یا تر کومه د دوی د روا غوښتنو په وړاندې د فرعون صفته قذافي په شان د کبر، غرور او بربریت سیاست په لاس کې نیسي.

سره لدې چې زمونږ د ګران وطن افغانستان شرایط او روانه تحمیل شوې غمیزه په هیڅ اړخ کې د پورتنیو انقلابونو او پاڅونو سره مشابهت او ورته والی نلري، ځکه چې په پورتنیو هیوادونو کې هر څه کورني پیښيژي، تر پرونه که حاکم نظامونه هر څو هم د بهرنیو استعمارګرو تر تاثیر لاندې وو، خو ولسونو یې د مصلحت له مخې د رضایت غاړه وړله او له نن وروسته یې اوښتون او بدلون غواړي.

که څوک په افغانستان کې د اشغالګرو او ددوی د وحشي لاسپوڅو په وړاندې د ملي سولییز پاڅون توصیه کوي، نو دا محض د تیوری او کاغذ پر مخ یوه خبره کیدای شي، لکه چې ما پورته اشاره وکړه، د سولییز پاڅون سولییزه یا خونړی بڼه که په پورتنیو هیوادو کې د حاکمو نظامونو تر عکس العمل پورې مربوطه وه، زمونږ په ګران هیواد کې د غاصبو پردیو یرغلګرو په عکس العمل پورې تړلې ده چې تر سپږمو پورې په وژونکو وسلو سمبال دي، دلته نه د پوهې کچه او نه هم سیاسي شعور د ملي پاڅون په انساني ضایعاتو کې مرسته کولای شي او نه هم غاصب اشغالګر زر له خپلې پاکې خاورې څخه ایستلی شي. د پوهې لوړه کچه او سیاسی شعور مونږ ته یوازې له بري وروسته پړاو کې تر هر څه لوړ اهمیت لري او بس.

مونږ ټولو ته تر لمر څرګنده ده چې د تېرو دېرشو کلونو په اوږدو کې مظلوم ولس د هر بهرني اشغالګر او کورني لاسپوڅي نظام په وړاندې په تش لاس (سولییز) ډول پاڅون کړی، خو د اشغالګرو یا د دوی د لاسپوڅو له خوا له داسې وحشي غبرګون سره مخ شوي چې نور یې د تش لاس پر ځای وسلې ته لاس اچولی، د روسانو په وړاندې ملي ولسي مقاومت په تش لاس او سولییزه توګه پیل شو، د کورنیو جګړه مارانو د له منځه وړلو په موخه ولس یعنې طالبان د خپل پاڅون په پیل کې تش لاس او په بشپړه سولییزه توګه د شر او فساد مرکزونو ته ننواتې ورتلل، نتیجه دا چې افغانان هیڅکله هم د کړکیچونو سره د برخورد لپاره سختې لارې چارې نه خوښوي، او نه خو هم تر بل هیڅ ولس د ټیټ تاریخ او فرهنګ خاوندان دي، سره لدې چې افغانان دېرش کاله پرله پسې غمیزو ځپلي خو بیا هم د همدې اسلامي او افغاني فرهنګ پر مټ یو خودکاره قانون ته ژمن ولس دی چې تر ډیرو قانونمندو ولسونو نه د خپل منځ بهترین ولسي متقابل احترام او حقوقي تعامل او راشه درشه څښتنان دي.

زما د پورتنی خبرې بل ښه ثبوت د تاریخي عراق د اشغال پیښې او نتیجې دي، همغه اشغالګرو زمونږ خاوره هم اشغال کړې ده، د پوهې او سواد د لوړې کچې تقاضا خو دا ده چې عراقي ولس دې خپل برحقه مقاومت د افغانانو په نسبت زر ځله په ښه توګه رهبري او د کامیابی پړاو ته رسولی وای، ولسي تلفات باید چې د افغانستان په نسبت ډېر کم وای، خو حقیقت سل په سلو کې ددې بر عکس دی، چې دا د افغانانو په خودکاره مدیریت، سیاسي نبوغ، په خدای ج او ځان تکیه، او اوچت فرهنګ باندې دلالت کوي.

د افغانانو د لا وحدت او یرغلګرو د حتمي ماتې په هیله

و.افغان
16.03.2011

[quote:7c64d38d26="عادل عادل"]السلام علیکم

[color=white:7c64d38d26]د ملي سولییز پاڅون په نوم تر مشابه سرلیکونو لاندې بحثونه روان دي، نو ځکه خو زه خپله هغه لیکنه چې ورته بل بحث ته یې ظاهرا د پای ټکی ایښئ دلته رانقلوم:-[/color:7c64d38d26]

د افغانانو د لا وحدت او یرغلګرو د حتمي ماتې په هیله[/quote:7c64d38d26]

محترم او دروند عادل صاحب:
په نورو خبرو به بيا راځم، خو له افغانستان سره د عراق مقايسه ډېره ناسمه په نظر
راځي، په دې چې عراق کې طائفي احتقان موجود وو، او نږدې 25 کاله ايراني
اخوندانو دغه احتقان نور هم په پوره قوت سره تغذيه کړی وو.
همدا وه چې عراقي شيعه ګانو سوچ کاوه، چې دوی مظلوم دي، او 30 د سنيانو له لاسه
ځورېدلي، کړيدلي، او وژل شوي دي.
حال دا چې صدام يو داسې ديکتاتور وو، چې د سني او شيعه تر منځ يې توپير نه کاوه،
هر څوک يې چې مخې ته پورته کېده؛ له منځه يې وړه، حتی چې هغه ته اقرب الناس
يې هم له تېغه تېر کړي دي.
هېره دې نه وي، چې په عراق کې شيعه ګان له سنيانو زيات ، يا کم نه کم نيم په نيمه دي،
ځکه خو شيعه ګانو امريکايي اشغال د سرو زرو چانس وباله، او د بېګناه سنيانو په
وژلو، بندي کولو، او تباه کولو باندې يې د خپلو زړونو جوش سوړ کړ.

عراق له افغانستان څخه درې کاله وروسته اشغال شو، خو نن عراقيان په دې توانيږي
چې په خو لويو مظاهرو کې راووځي، د احتلال ختمېدل وغواړي، د طائفيت ختمول
وغواړي، او ټول ولس لپاره حقيقي ديموکراسي او اجتماعي عدالت وغواړي.

افغانستان کې دغه رنګ مذهبي طائفيت نشته، پښتانه اکثريت دي، او ټول يې د يوه
مذهب پيروانان دي، او نور ورونه قومونه هم اکثريت يې سنيان دي، او په خپله ځمکه
د ښکېلاګرو وجود نشي زغملی.
مونږ کولی شو، چې د قبيلوي انتماء څخه لرې په ټول افغانستان کې د سولييز پاڅونونو
او هرتالونو له لارې د اشغالګرو وتل وغواړو، او د خپلې خوښې حکومت رامنځته
کړو، چې په رأس کې يې پاک مخلص او ملي خلک واقع شي؛ کوم چې بد بکګرونډ
ونه لري.

په درنښت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more