نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سوله ييز ملي پاڅون
پتوال
22.02.2011
چپرهاری صيب ، قريش صيب، نوروز خان صيب ، تندر صيب ،منلی پتنګ خان ورور اوښاغلی عادل عادل او ټول خوږو خوږو ورونو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
چپرهاری صيب ليکي :
پ[quote:4d835553c2]توال صاحب راځه که بل هڅوک نه راسره کیږی زه اوته به دا کار شروع کړو دوه په دوه ،او دپنجا بیانو په ضد به مسلح جنګ پیل کړو ټوپک به راواخلو که تاسی سره نه وی نو ما سره یو ۳۰میله اسلحه تیاره شته او په خپلو پیسو می اخستی نه می چانه غلا کړی او نه چا دکوم کار لپاره راکړی دا به راواخلو او چی هرځای کی مو کوم تورسړی لیده دپنجابی په نیت به یی په ټوپک ولو چی پتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتته یی ولګیږی .
او خیردی آمر به می هم ته یی زه به دی عسکر یم داسی به راسره ومنی !
ځه مړه داکارخو وکړه ددی تششششششوپشششششششششششششو خبرو نه څه نه جوړیږی.
دپتوال صاحب د لبیک په هیله[/quote:4d835553c2]
وروره !
دا ٣٥ کاله کيږي چې سلاح پورته کيږي او افغانستان نور هم ددوښمن په منګولو کې ښکېليږي ، نو داسې بريښي چې دا لار نوره اغيزمنه نه ده پاتې شوې ،
ولې د هيواد آزادي د لر افغانستان په شمول پر مونږ ټولو فرض دی .
د لر افغانستان د آزادۍ لاره هم دبر افغانستان له آزادۍ پرته ممکنه نه ده، ځکه نو اوس ددې مبارزې وخت دی چې د برافغانستان په آزادۍ کې د لر افغانستان د آزادۍ له پاره اساس ولټوو لومړی فکري - سياسي پړاو او بيا عملي - سياسي
دی او د لرافغانستان له آزادۍ وروسته بيا کولی شو چې د سياسي- پوځي لارې غم هم وخورو ، کېدای شي چې هله ستاسې څو ميله وسله هم استعمال پيدا کړي
او يواځې زه نه په زرګونو اوميليونو افغانان در سره په يو غږ ولاړ وي !
خو ګوره مونږ بايد د مصر او ايران د شاهي او جمهوري واکمنانو د راپرځولو لار ونيسو، په هند کې د ګاندي لار او په پښتونخواکې
د خان غفار خان لار خو د خپل ملت لوی افغان او لوی افغانستان له پاره د لر او بر افغانستان د آزادۍ غږ پورته کړو يعنې له وسلو پرته
هم لر او بر پښتون راپورته کړو ، لومړي دردونه سره ګډ کړو ، پيا يې په ګډه چاره ولټوو ، بيا دواړه خواوې له وسلو پرته راپورته شو،
د لوی افغانستان عظيم الشانه سياسي پاڅون رامنځته کړو داسې عظيم غورځنګ چې د اسيا په زړه کې اسيا ولړځوي چې ، مصر ، هند ، ايران
او نور ورته نقل هم نه وي .
هو دغه لار بايد لومړی د لر افغانستان له پاره فوري راونيسو تر څو چې د هيواد آزادي له لويديځوالو څڅه ژر تر ژره ، په پوره ملي وحدت او ملي ملاتړ
د ټولو افغانانو په ګډون او برخې اخيستو سره لاسته راوړو .
باور لرم چې په همدې بهير کې به لا لر محکوم افغانان له مونږ سره ملاتړ ته راودانګي په سوله ييزه مبارزه کې هغوی لا ښه تجربه ،
دېسيپلين او پياوړتيا لري،
نو له آزادۍر وروسته به مونږ ولې او څنګه همدغه غورځنک لر افغانستان ته نه غځووو ؟؟؟؟
وسله بايد صرف د سوله ييز غورځنګ د ساتلو او دفاع له پاره د يو ګواښ په ډول وکارول شي نه داچې د هغې ځای ونيسي
او يا ترې دوښمنان د آزادۍ د سياسي سوله ييز غورځنګ د مخنيوي له پاره ناوړه ګټه پورته کړي !
نو ستا تياری او چمتو والی غنيمت ګڼم د ٣٠ ميله سلا ح پر ځای ٣٠ تنه تکړه ملګري پيدا کړه، يو څو تنه به په جرمني کې هم دغه مقدس سياسي مقاومت
له پاره ملګتوب ته راوبولو، همدغسې به يو شمير نور هم له نورو ځايونو څخه ملګري کړو ، افغانستان ته به لاړ شو، په ديني عالمانو ، ملتپالونکو قومي او غير قومي مشرانو او ولسواکو ځواکونو به هم غږ وکړو
ورته به ووايو څوک چې ديني عالم وي بايد بشپړ ملتپال او ملي اسلامي ولسواک هم وي نو هله دې له مونږ سره برخه واخلي، څوک چې ملتپال وي نو بهترين مسلمان او ملي اسلامي ولسواک دې هم وي نو هله دې له مونږ سره شريک شي او څوک چې ملي اسلامي ولسواک وي نو طپيعي ده چې بهترين مسلمان او بهترين ملتپال هم اوسي، که نه له مونږ سره دې نه يوځای کيږي ، هغه دې په خپله ځان ته لار پاتې شي او ځان ته دې خپله لار يواځې تعقيبوي انشا الله چې دغسې ډلې به ګوښې او تجريد پاتې شي او ملت به له هرې لارې ، هم د اسلام له لارې ، هم ملتپالنې له لارې او هم د ملي اسلامير ولسواکۍ له لارې سره يوموټی شي بيابه يې کوم ظالم طاقت ددنيا مخه ونيولای شي ؟؟؟؟ هله به د الله (ج) مرسته او د ملت زړونه ټول له مونږ سره وي او برياليټوب به حتمي تاريخي او بې ساري مثمر اوسي !
و من الله التوفيق !
[color=blue:4d835553c2] تا خو په ما زما د زړه حالونه ټول وويل
................................................................. آيا په زړۀ کې به مې زړه ته څه درمل ولرې ؟؟؟؟ [/color:4d835553c2]
عنوان
chaparharay
23.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
پتوال صاحب یوه مقوله ده وای چی ملاصاحب تاسی ښی مسلی کوی خو ځمونږ کلی ملا نه نیسی!
ستاسی خبری تریو حده ښی دی او زه ورنه دصداقت خوشبوی محسوسوم خو متاسفانه چی دافغانستان تاریخی پیښلیک له نظره دا سی انګیرو چی دمصر او نورو هیوادونو جغرافیای وضع تاریخی وضع او دوګړو دود او دستور یی کاملا مونږ نه مختلف دی مونږ چی په تاریخونو کی لوستی او داپه سترګو مو چی ولیدل نو بغیر له جنګ او جګړی دامسلی په بلی لاری نه حل کیږی !
هو دا ځمونږ داعمالو مجازات دی چی مونږ ته یی الله راکوی که چیری مونږپه ځان کی بدلون راوستو او ځان مو الله ته وسپاره او دالله !ج ټول اوامر مو عملی کړل او دهغو شیانو نه چی مونږ یی منع کړی یو منع شو نو الله به مونږ سره شی او چی کله الله مونږ سره شو نو ټول کارونه به مو صحیح شی او بیا به دا لره پښتونخوا لا څه چی لره بره امریکابه هم مونږته مسخره شی او که همداسی یو او هرڅه په خپل فکر کوو نو دانسان فکر ناقص دی او بیا ځمونږ دافغانانو به پداسی حالاتو کی څه فکر کار وکړی نو کارونه به مو همداسی وی بلکی دی نه به هم بدتر وی .
الله دی اول مونږ مومنان او بیا افغانان جوړ کړی لکه ځمونږ سلف چی وو نو هند هم ورته مسخر وو او چی رامنډه به یی کړه ترډهلی به ورتیر وو اوس چی مونږدا خپل کور هم نشو ساتلی خو دا ځمونږقصور دی مونږ خو که اسلام ته وګورو او بیا ځان ته وګورو نو ډیر واټن سره لرو همدا راز که اصلی افغانیت ته وګورو اوبیا ځان ته وګورو نو مونږپه څه شی افغانان یو پدی چی په پشتو خبری کوو په پښتو خو روسانو ۵۰کاله مخکی هم خبری کولی او اوس خو دومره ارزانه شوه چی چینایان هم په پښتو خبری کوی چی چینایان یی جوړکړ ی نو بیا خو به ارزان وی کنه!
او تاسی د باچا خان خبره کوی نو خفه نشی دا باچا خان خو دومره بی غیرته او بی پښتو سړی وو الله دی ونه بښی چی مونږ کله مهاجر شو نو ډیر سخت وخت وو او په کیمپو کی ژوند وو چی ځوک به مو پوښتنی ته راغله ډیربه خوشحالیدو چی ځه یوڅوک خو مو پوښتنه کوی ددنیا ټول خلک به راتلل چا به ښه ویل چا بد خو دا پښتون غفاری یوه ورځ هم رانغی چی ای ځما (دغفارخان په نظر)غولیدلو پښتنو بچیانو څنګه یاست ؟!
او ټوله کابینه او دا ګوند یی تراوسه هم مونږ پښتنو سره داسی وران دی لکه مونږ او امریکایان!
او دببرک سره چی دکفرسربیره پاړسو ژبی هم وو او دپښتنو سره یی ورانه وه خو هغه به یی ښوده چی ببرک ولی بهای بهای یعنی ببرک او ولی خان ورونه ورونه دی .
نوربیا
اسد مومند
23.02.2011
السلام عليكم ورحمت الله وبركاته!
[quote:6fb5893b64]دا ٣٥ کاله کيږي چې سلاح پورته کيږي او افغانستان نور هم ددوښمن په منګولو کې ښکېليږي ، نو داسې بريښي چې دا لار نوره اغيزمنه نه ده پاتې شوې ،[/quote:6fb5893b64]
په تېرو ۳۵ کالو کې موږ خپله آزادي د سلاح په زور څو څو ځله د دښمنانو د منګولو څخه ژغورلې ده ، د چپرهاري نظر سل په سلو کې تاییدوم چې د افغانستان جغرافیايي وضعیت، تاریخ، دود، عنعنات، او ټولنیز څرنګوالی د مصر او نورې نړۍ څخه کاملا مختلف دی تاریخ شاهد دی چې هغه چا چې د سولییزې مبارزې لار نیولې لا نور هم د دښمن په منګولو کې ټینګ شوي دي.
موږ شورويان د سولییزې مبارزې په مټ مات کړل او که د وسلې په زور؟
تر هغه وروسته مو د شورویانو د ګوډاګیانو څخه د فکرې مبارزې په واسطه ازادي ترلاسه کړه او که د سلاح په زور؟
بیا مو د پاټکیانو ټغر د سولییزې مبارزې له لارې ورټول کړ او د وسله والې مبارزې له لارې؟
او اوس امریکایي یرغلګر، سولییزې مبارزې تېښتې ته مجبور کړي او وسلې والې هغې؟
هو، دا چې په دغو هره یوه مرحله کې موږ څومره خپل هدف لاسته راوړی او څومره راڅخه لوټل شوی؟ د وسله والې مبارزې قصور ندی وسله والې مبارزې خو خپل مسئولیت ادا کړو چې موږ ته یې ازادي راوبښله او د دښمن د منګولو یې وژغولو، خو دا چې موږ څومره د خپلې وسله والې مبارزې قدردانې وکړ (لکه د روسانو د شکست نه وروسته مو خپل اصلي مرام هېر کړ او پخپله مو د دښمنانو په منګولو کې ځانونه وغورځول) د هر انسان په نفسي او شیطانو خواهشاتو پورې اړه لري، نو پر همدې اساس په لنډه توګه ویلای شو چې همدا وسله واله مبارزه ده چې د تاریخ په اوږدو کې افغانانو د هغې په واسطه خپل حق غوښتی، او ترلاسه کړی، مګر دا چې ترکومه حده یې دا ترلاسه کړی حق ساتلی؟، انسان پورې اړه لري چې څومره د ملي ګټو څخه خپلو نفسي خواهشاتو ته تن ورکوي؟ او په هیڅ صورت د وسله والې مبارزې نیمګړتیا نه شمېرل کیږي.
اوس راځم ستا د خبرو اصلي ټکي ته:
[quote:6fb5893b64]د لوی افغانستان عظيم الشانه سياسي پاڅون رامنځته کړو داسې عظيم غورځنګ چې د اسيا په زړه کې اسيا ولړځوي چې ، مصر ، هند ، ايران
او نور ورته نقل هم نه وي .
هو دغه لار بايد لومړی د لر افغانستان له پاره فوري راونيسو تر څو چې د هيواد آزادي له لويديځوالو څڅه ژر تر ژره ، په پوره ملي وحدت او ملي ملاتړ
د ټولو افغانانو په ګډون او برخې اخيستو سره لاسته راوړو .
باور لرم چې په همدې بهير کې به لا لر محکوم افغانان له مونږ سره ملاتړ ته راودانګي په سوله ييزه مبارزه کې هغوی لا ښه تجربه ،
دېسيپلين او پياوړتيا لري،
نو له آزادۍر وروسته به مونږ ولې او څنګه همدغه غورځنک لر افغانستان ته نه غځووو ؟؟؟؟
وسله بايد صرف د سوله ييز غورځنګ د ساتلو او دفاع له پاره د يو ګواښ په ډول وکارول شي نه داچې د هغې ځای ونيسي
او يا ترې دوښمنان د آزادۍ د سياسي سوله ييز غورځنګ د مخنيوي له پاره ناوړه ګټه پورته کړي !
نو ستا تياری او چمتو والی غنيمت ګڼم د ٣٠ ميله سلا ح پر ځای ٣٠ تنه تکړه ملګري پيدا کړه، يو څو تنه به په جرمني کې هم دغه مقدس سياسي مقاومت
له پاره ملګتوب ته راوبولو، همدغسې به يو شمير نور هم له نورو ځايونو څخه ملګري کړو ، افغانستان ته به لاړ شو، په ديني عالمانو ، ملتپالونکو قومي او غير قومي مشرانو او ولسواکو ځواکونو به هم غږ وکړو
ورته به ووايو څوک چې ديني عالم وي بايد بشپړ ملتپال او ملي اسلامي ولسواک هم وي نو هله دې له مونږ سره برخه واخلي، څوک چې ملتپال وي نو بهترين مسلمان او ملي اسلامي ولسواک دې هم وي نو هله دې له مونږ سره شريک شي او څوک چې ملي اسلامي ولسواک وي نو طپيعي ده چې بهترين مسلمان او بهترين ملتپال هم اوسي، که نه له مونږ سره دې نه يوځای کيږي ، هغه دې په خپله ځان ته لار پاتې شي او ځان ته دې خپله لار يواځې تعقيبوي انشا الله چې دغسې ډلې به ګوښې او تجريد پاتې شي او ملت به له هرې لارې ، هم د اسلام له لارې ، هم ملتپالنې له لارې او هم د ملي اسلامير ولسواکۍ له لارې سره يوموټی شي بيابه يې کوم ظالم طاقت ددنيا مخه ونيولای شي ؟؟؟؟ هله به د الله (ج) مرسته او د ملت زړونه ټول له مونږ سره وي او برياليټوب به حتمي تاريخي او بې ساري مثمر اوسي ! [/quote:6fb5893b64]
ډېر ښکلی تجویز دی خو یې محض آرزو، امید، او خیال بللی شم د حقیقت په دنیا کې اقدام کول پکار دي. پتوال صېب تاسو د یو مفقود څیز په تمه ناست یئ او الله ته امید لرئ چې په غیبي او معجزانه توګه ټول کارونه درجوړ کړي، تا چې کومه طرحه وړاندې کړې داسې په زرهاوو طرحې شته او هر افغان د ځان لپاره مستقله طرحه لري خو په عملي میدان کې یې راته وښایه چې شروع د کومه ځایه کوې؟ (چپرهاري صیب یوه عملي طرحه هم درته وړاندې کړه خو هغه دې هم ونه منله او بیرته د خیال نړۍ ته ستون شوې).
عملي حل لاره:
پرته لدې چې د طالبانو د مقدس پاڅون ملاتړ وکړو، بشري نېمګړتیاوې او تېروتنې یې ورسمې کړو، د دښمنانو د توطئو او دسیسو څخه یې وژغورو، خپلې شخصي وړتیاوې د دې پاڅون د تشو د ډکولو څخه قربان کړو، پرته ددې به هیڅ یوه هڅه نه اشغال ته خاتمه ورکړي، او نه به د ملي پاڅون بڼه غوره کړي.
نو پتوال صېب د خیالاتو له نړۍ راووځه، یوه عربي مقوله ده چې: (معالجة الموجود خیر من انتظار المفقود) د موجود سمول بهتر دی د غیرموجود تر انتظار څخه.
تاسو ددې پرځای چې د موجود د رغولو کوښښ وکړئ، د مفقود په انتظار خپل وخت او استعداد ذوب کوئ.
پتوال
23.02.2011
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ورونو متل وايي چې په ګوړه مري په زهرو يې ولې وژنې ؟
او که نه تاسې پښتانه جګړه خوښي او جګړمار بولئ ، چې په جګړه ازادي لاسته راځي په سوله ييزه لار يې نه غواړي ؟ لسګونه کاله جګړه
تر دوه مياشتو سوله ييز ې مبارزې چې نت؟يجه يې يوه خو تلفات د جګړې سل چنده ډير وي بياهم جګړه غوره بولي ؟؟؟؟ ايا پښتانه
جنګ په پيسه او جګړه له خدايه غواړي ؟؟؟ ايا دوی جګړه هدف بولي نه يوه لار او وسيله ؟؟؟؟
ايا پښتانه د جګړې له پاره غلامي هم خوښوي ؟ او په جګړه کې غلام کېدل او غلامول دواړه مني ؟؟؟ ايا د ابدالي افغانستان
تر جوړولو دمخه ټول تاريخ
دپښتنو په غلامۍ او غلامولو کې نه دی تير شوی ؟؟؟؟ هغه وخت ددوی کومه اتنيکي ډله خو د ګبر کافر په نامه دظلم له امله نه ده مشهوره شوې ؟؟؟
ايا پښتون سيد جمال الدين پښتانه بې کرکې وژونکي او بي کرکې مرګ کونکي نه دي بللي ؟
ايا پښتانۀ ستاسې په اټکل په سر کې له جګړې پرته بل هېڅ شي نه لري؟؟
اوصرف د جغرافيې تابع دي ؟؟
که دې ټولو پوښتنو په هو سره ځوابول صحيح بولئ
نو بيا مو دا وړاندې کړی نظر هم درسره تايدوم او په لوی خدای مو سپارم ٠
larghonay laraway
24.02.2011
سوله ييز ملي پاڅون:
پتوال صيب ښې لارې ته اشاره کړې خو اوس يې وخت نه دی او دلايل مې دا دي:
مونږ يو حکومت نه لرو، مسؤول چارواکي نه لرو، يوه اداره نه لرو او حتی حکومت نه لرو نو د چا په وړاندې به لاريون يا ملي پاڅون وکړو؟
په افغانستان کې کرزي سمبوليک ولسمشر دی نور نو ۳۴ هيوادونه دي، د هر يو خپل پوځ، خپله قومانده، خپله خوښه او خپله تګلاره ده.
مونږ او تاسو ګورو چې په افغانستان کې له پاڅون پرته هم بهرني لنډغر په کورونو بمبارد کوي، غټ واړه او ښځې په کې وژل کېږي نو په ډاډ سره بايد ووايو چې پاڅون ډېره مرګ ژوبله رامنځته کړي.
بله دا چې زمونږ په ټولنه کې د پاکستان ISI د ايران اخوندانو او نورې نړۍ دومره ژورې ريښې کړي چې ملي پاڅون به هم د پرديو د ګټې لپاره وکاروي او يا به يې د خپلو بادارانو په ګټه تخريب کړي.
د اوسني حکومت په لومړيو کې چې د کرزي اصلي څېره خلکو نه وه پېژندلې او تر ډېرو بدو ورځو او تاړاکونو وروسته ورته د سولې سمبول ښکاريده نو يوه ورځ يې د پاکستان پر ضد تقرير وکړ او په سبا يې يو شمېر افغان ملت ځوانانو د پښتونستان په څلور لارې کې لاريون ووېست او غوښتل يې چې د پاکستان د سفارت مخې ته خپل غږ پورته کړي. نو څو چې دوی اخوا ديخوا کېدل د کابل د دشت برچي نه هزاره ګانو له تيږو ډکې لارۍ بار راوستې او د پاکستان په سفارت يې ګوزارونه وکړل او پرې وروختل.
بله دا چې افغانان تر اوسه د لاريون په چل نه پوهېږي او په لاريون کې دومره بې کنټروله شي چې ته به وايې غزا ته روان دي. تاسو په افغانستان کې په همدې اوسني حکومت کې ګڼ لاريونونه ليدلې وي چې نه پرې بهرنيانو او د دې حکومت لنډغرانو لاس نيولی او نه په خپله لاريون کوونکو په اصولي توګه خپل غږ پورته کړی دی.
په ننګرهار کې يې د نورې ورانۍ سره سره عامه کتابتون ته اور واچاوه.
په لوګر کې يې د ولسوالۍ وداني وسوزوله
د کابل پوهنتون پر محصلينو پوليسو بې رحمه ډزې وکړې او ويې وژل
د کابل په هودخېلو کې بهرنيو لنډغرانو د لاريون خلک ووژل
په وردګو کې يې عامه ځايونه تخريب کړل
په کابل کې د ټلوالې لاريون تر نيمايي زيات ښار چور او وران کړ
او دې ته ورته په لسګونو نورې بېلګې
ملي پاڅون هغه وخت کېږي چې لومړی ملت کې ملي شعور پياوړی شي. تاسو وګورئ په همدې بحث کې هم په ډاګه کېږي چې اکثره د پنجاب د ISI او کله کله لا د ايران تاليڅټي هم په کې پيدا شي. په همدې ترتيب د اوسني حکومت او بهرني کوبايانو خلک هم شته نو لاريون په چا کوئ.
[color=darkred:0b38a41868]رابه شو د عربي نړۍ پاڅونونو ته![/color:0b38a41868]
دا به ومنو چې عربي چارواکي يوازې په شهوت او لذت پسې ګرځي او په اوسني عصر کې هم دوی همغه د شاهي استبدادي نظامونه چلوي. له ساينس، تخنيک او ټکنالوجۍ ځان نه خبروي. حتی د عربي اماراتو ملي اردو او ملي پوليس هم د هند، پاکستان او بنګله ديش خلک دی.
[color=blue:0b38a41868]خو زما په نظر اوسني پاڅونونه د عربانو خپل پاڅونونه نه دي، بلکې په کلونو کلونو په کې امريکې کار کړی او دا د امريکې پاڅونونه دي!
ما مخکې هم په دې بحث کړی ؤ او اوس يې بيا هم وايم چې امريکا غواړي د اسلام علم له عربانو واخلي او ايراني شيعه ګانو ته يې ورکړي. په عراق کې يې همداسې وکړل او په نورو عربي هيوادونو کې يې شروع کړې ده. کله چې په عربي هيوادونو کې ګډوډي جوړه کړي نو هغوی به تضعيف شي او واګي په يې ايران ته ورکړي.
د ايران، امريکې او يهودو اوسنۍ دښمني هم د ملاعمر او کرزي په څېر جعلي او زرګري جګړه ده. [/color:0b38a41868]
نو په افغانستان کې اوس لا ډېر وختي دی چې د ملي پاڅون خوب وليدل شي.
په دې ترڅ کې چپرهاري باچاخان ته ډېره سپکه خوله ښوځولې چې دا نه وه په کار.
زه چپرهاري ته همدومره وايم چې مخکې مې هم درته ليکلي وو چې ډېر لوله او لږ ليکه!
باچاخان د کوم جومات ملا امام نه ؤ بلکې هغه سياسي مشر ؤ چې د روس او هند سره ملګرتيا يې هم سياسي وه، نه عقيدوي او دا يې درک کړې وه چې د افغانستان جګړه د افغانانو په ګټه نه ده. وطن يې ورانېږي، خلک يې مري او بالاخره ګټه امريکا کوي. چې همغسې وشول.
[color=red:0b38a41868]باچاخان په کابل کې د هند سفير ته ويلي وو:
افغانان، پښتانه به هيڅکله کمونيزم يا روسيه ونه مني. دوی به مړه کېږي. څوک چې کولی شي وطن به پرېږدي.
زه بايد د برژنيف سره خبرې وکړم . زه به هغه ته ووايم (رحم وکړه).
زه به ريګن ته هم ووايم (رحم وکړه)
کمونستان نه يوازې، خلک، بلکې ونې هم په افغانستان کې له منځه وړي.
انقلاب په يو ظلم باندې اوښتی دی.
سفيره! تاسو ځوان يئ، خو تاسو بايد يوه غميزه وپېژنئ، اوس په افغانستان کې داسې غميزه روانه ده.
مجاهدين د شپې وژنه کوي، روسي عسکر سهار وژنه کوي.
[/color:0b38a41868]نتيجه يې دا ده چې پښتون مري. (زمونږد باچا خبرې، Dixit,An Afghanistan Diary: Zahir Sha To Taliban ۳۰ مخ(
نو چپرهاريه ګرانه: کوشش وکړه چې هيڅکله هم سپکه خوله ونه ښوځې چې دا د مسلمانانو او پښتنو خويونه نه دي.
اسد مومند په دې هم ښه پوهېږي چې د تاريخ په اوږدو کې تر ټولو وسله والو جګړو وروسته هدف نه دی ساتل شوی خو بيا هم په وسله والو جګړو ټينګار کوي چې د حيرانتيا خبره ده.
اسد مومند صيب دا چې ډېرې وسله والې جګړې شوي او په نتيجه کې افغانان تر خپل پخواني حالت هم ډېر خراب شوي نو ښه نه ده چې په وسله والو جګړو فکر وشي؟
مونږ بايد دا ومنو چې زمونږ وسله والې جګړې هم د نورو له خوا په مونږ راتپل شوي او هم د نورو له خوا جګړې ته هڅول شوي يو. په اصل کې جګړه د نورو وي خو د جګړې د ابزارو په څېر له مونږه ګټه واخلي چې نيجه يې د جګړې د اصلي طراحانو د يوې خوا په ګټه او د بلې په زيان شي.
د حديث شريف مفهوم دی چې انسان يوځل له دوو سوړو نه چېچل کېږي.
دا چې خپله ښه پوهېږې چې مجاهدينو روس مات کړ خو وروسته ترې ورانه شوه. نو معلومه شوه چې دوی د وطن جوړولو او حکومت کولو هدف نه درلودو او يوازې د امريکا لپاره يې روس مات کړ او امريکا يې د نړۍ باداره کړه. دلته جګړه د روس او امريکې له خوا طرحه شوې او په مونږ تپل شوې وه نو ځکه يې نتيجه هم مونږ ته مثمره نه وه.
په همدې ترتيب طالبانو پاټکيان مات کړل خو جګړه د نورو له خوا طرحه شوې او تپل شوې وه نو همغو ګټه وکړه .
نو ړوند خو يو ځل همسا ورکوي ته ولې مونږ ته د همسا ورکولو او بيا بيا چيچلو عملي لارې راښيې؟
عنوان
chaparharay
24.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
لرغونی لاروی صاحب تاسی ډیری ښی او ملغلری خبری وکړی الله دی تاسی ته ستاسی دنیت او اخلاص بدل درکړی.
محترم لاروی صاحب تاسی سره د لاریون په خبرو کی ۱۰۰٪ موافق یم او دغفار خان باره کی به درته ووایم چی ما دا ګیله نده کړی چی ولی یی دافغان جهاد تاید نه کړی . که څه هم افغان روس جهاد یو سپیڅلی جهاد وو او مونږ اوس هم ورباندی پښیمانه نه یو ډیر تکلیفونه مو پکی ګاللی هم دهجرت او هم جهاد او په دواړو کی مو پوره ونډه اخستی البتة بیا دافغانستان له ازادۍ روسته مو په خپل منځی جنګونو کی یوه ګړۍ هم شرکت ندی کړی او غندلی مودی نو دا وایم چی هغه یو پاک او سپیڅلی جهاد وو روس مستقیما په افغان هیواد حمله کړی وه اوښکیلول یی غوښتل چی ناکام شو!
اوس که ددی جګړی فایده امریکا پاکستان یا عربوته هم رسیدلی وی خو جهاد ددی لپاره نه وو دا یو غلط شایعات دی اصل حقیقت دا دی چی روسانو ښکیلاکګر تیری کړی وو او دافغانستان ښکیلول یی غوښت او دالله په قدرت او افغانانو په همت سره ناکام اوشرمیدلی وتښتیدل او دلته یی دا ګوډاګیان تراوسه ټیټ سرونه ګرځی .
او دا دامریکا افغان جنګ جګړه هم دبل چا لپاره نده که دبل هر چا پکی ګټه وی وی به خو امریکا ځمونږ هیواد اشغال کړی او ښه په شین زور یی اشغال کړی او په زور به تښتی نوره بله خبره پکی نه ځاییږی .
ښه دغفارخان نه مونږ پدی ګیله من نه یو چی ولی یی ځمونو دا سپیڅلی جهاد ندی تایید کړی بلکه ځمونږ اعتراض دا دی چی دی خو دپښتو دعوه کوله نو مونږ خو هم پښتانه وو او افغانان وو که مونږ سره په سیاسی لحاظ جوړ نه وو او په سرکی یی کمونستی فکر او زړه کی یی هندومت عقیده وه خو بیا هم په پښتو او افغانیت کی خو راسره شریک وو نو ولی یی یوه ورځ هم مونږ سره په کیمپ کی ملاقات او لیدلو ته رانغی او دده په فکر غولیدلو او غلط شوو ورونو ته یی ونه ویل چی ای ځما غولیدلو ورونو څنګه یاست!
خو هغه پښتون نه وو محض پدی نوم یی خلک غولول نور یو کمونست او هندومت فکر خاوند وو او بس!
او ښه تاسی دا خبره کوی چی جنګ د حل لاره نده او بیا پتوال صاحب ته دا هم توصیه کوی چی لاریون هم مکوی دا یی وخت ندی !
نو څه باید وکړو؟ ایا ددی داښکاره مطلب ندی چی امریکنیانو ته تسلیم شی او غلامی قبوله کړی او په ټیټ سر یی ومنئ!!!
larghonay laraway
24.02.2011
بس چپرهاريه خانه تکړه شه او جنګ کوه ځکه چې ته په ډاګه وايې چې که جګړه کې د هرچا ګټه وي وي به په مونږ يې څه خو مونږ جګړه کوو. ته نو بيا انسان نه بلکې کلاشينکوف يې نو ډزېږه له خيره!
عنوان
chaparharay
24.02.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
لرغونی لاروی صاحب په لنډه یی مه خلاصوه ،خبره پوره کوه ماته وای چی جنګ دحل لاره نده ،او بیا چی پتوال صاحب وای چی راځۍ لاریون وکړو نوبیا وای چی نه لاریونه هم مه کوۍ ځکه چی ځمونږ خلک په لاریون نه پوهیږی او ورانی کوی، نو څه باید وکړو؟
تاسی یی دحل لاره وښایی چی په هغی بیا وغیږیږو که ښه لاره وی او دافغانانو خیر پکی وو نو حتما یی درسره منو، ځه تاسی دا کار وکړۍ اوپه خپل اند یوه لاره غوره کړی چی نه جنګ وی او نه لاریون وی او مونږ خپله ازادی هم حاصله کړو او یرغلګر هم ځمونږ هیواد پریږدی او وتښتی!
ستاسی دطرحی په هیله!.
ډاکټر څپاند
25.02.2011
محترم داسې ليکي
[quote:c31e97f186]ښه دغفارخان نه مونږ پدی ګیله من نه یو چی ولی یی ځمونو دا سپیڅلی جهاد ندی تایید کړی بلکه ځمونږ اعتراض دا دی چی دی خو دپښتو دعوه کوله نو مونږ خو هم پښتانه وو او افغانان وو که مونږ سره په سیاسی لحاظ جوړ نه وو او په سرکی یی کمونستی فکر او زړه کی یی هندومت عقیده وه خو بیا هم په پښتو او افغانیت کی خو راسره شریک وو نو ولی یی یوه ورځ هم مونږ سره په کیمپ کی ملاقات او لیدلو ته رانغی او دده په فکر غولیدلو او غلط شوو ورونو ته یی ونه ویل چی ای ځما غولیدلو ورونو څنګه یاست!
خو هغه پښتون نه وو محض پدی نوم یی خلک غولول نور یو کمونست او هندومت فکر خاوند وو او بس! [/quote:c31e97f186]
دهندومت کله راته نوې اختراع برېښي،خو فخر افغان ته کمونست ويل ستره
ګناه ده٠ښه به داوي چه توبه وباسې،ځکه چه بې ثبوته مفتري،په هر مذهب کې
دمجازاتو وړ دی٠
مګر ولې کوزو پښتنو په پاکستان کې د "افغاني مجاهدينو"ملاتړ ونکړ؟
په اسطلاح جهاديان، له افغاني پولې ورتېر او په اسلام اباد کې دپښتون دسر
دښمن،پنجابي ته ورغلل او دپنجابي تر مستقيم هدايت لاندې ئي جهاد وکړ!
نو ايا پښتنو او فخر افغان ته لازم وه چه دپنجاب دغلام سره همدردي وکړي؟
"جهاديانو" دافغان ملت دازادئ قهرمان،غازي امان الله خان چې لا اقل نيم
افغانستان ئي دانګليس له جغ نه ازاد کړ،مرحوم محمد داود اوحتی مرحوم
محمد ظاهرشاه ته هم دکافر اوکمونست نسبت کاوه٠نو هغه کسان چې د
افغان ملت تاريخي شخصيتونه او مشران نه مني اوپر هغو دبيدن نوم ورټومبي
ددې وړتيا لري چې دافغان ملت د نيم بدن،لر پښتون له خوا په شا وډبول شي؟
"جهاديان" دروس تر يرغل کلونه دمخه، د داود خان په دوره کې د پنجابيانو
دغلامۍ کړئ په غاړه کړې وه،مګرداسې نده؟
قريش
25.02.2011
ثبات صاحب زه لکه څرنګه چې حلیمي صاحب ته احترام لرم تاسو هم داحترام وړ ګڼم. خودچپرهاری په جواب کی درسره موافق نه یم.
تاسو په ملیونونو افغان مهاجر چی دپاکستان خاوری ته مهاجر شوی دپنجاب غلامان وګرځول!! داسې نده؟
ستافخر افغان که دجهادی رهبرانو ملاتړ نشو کولای دومره خو یی کولای شو چی په دومره وخت کی دیوی ورځ دپاره دافغان درپه دره مهاجرو په کیمپ ودریدلای وای اوخپله همدردی یی ورسره ښودلی وای؟
ستا فخرافغان که ټول افغان مهاجر دجهادی غولیدلو مشرانو په تول کی راوستل همدا ستا دفخرافغان سره مناسبه وه؟؟
بیا فخرافغان ولی خپل مسئولیت نه ادا کاوو؟
دجهادی مشرانو سمه رهنمایی دفخر افغان مسئولیت نه وه؟ فخرافغان په دی تړاو کومه کارنامه کړی؟؟
خودفخرافغان دامفکوره ډیره عجیبه ده چی دمیلونونو افغان مهاجرو سره یی علی الاقل ځکه دهمدردۍ څرګندونه ونکړه چی دپنجاب غلامان دی؟
که دپنجابیانو ترحکومت لاندی اوسیدل غلامی وي نو بیا ترفخرافغان لوی غلام دپنجاب څوک دی؟
عنوان
chaparharay
25.02.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
ثابت صاحب دا چی تاسی مهاجر او مجاهد نه یی نو ددی معنی دا نده چی داسی سپکی سپوری ولیکی !
تاسو چی مستقیما د روس غلامی قبوله کړی وه او دا هیواد مو په قباله ورکړی وو دا غلامی وه او که مونږ دضرورت په اساس دیوڅو شپو لپاره ورغلی وو؟
دا د پنجاب نوم چی یادوی دابه ددی لپاره وی چی له خلکو ځنی دا خپل جرم او غلامی هیره کړی خو تاسی چی کوم جرم کړی نو دا په هڅ صورت کی دمعاف کیدو ندی دا چی تاسی ولی ځمونو دی بی غیرتو او حکومت پرسته مشرانو ربانی سیاف ګل بدین او نورو معاف کړی دا هم یوه اشتباه وه چی دوی نه شوی که نه نو تاسی ځکه دمعافی وړ نه ویی چی اول دمرګ او تخریب تهداب همتاسی کمونستانو ایښی او هرڅوک به چی ستاسی له نظر سره موافق نه کمونست به نه وو هغه به مو واژه او همدا ستاسی ظالمانه کړنی ددی ټولو بدبختیو عامل شوی .
او دا چی تاسی دظاهر خان او امان الله خان خبره کوی او دافغان اتلان یی بولی نو داستاسی په کم علمی دلالت کوی تاسی له تاریخ نه بیخی ناخبره یی تاسی فقط هورا هورا چیغی وهلی نور نو ستاسی څه شی زده دی ؟
مونږ خو اوس د افغانستان له ازادۍ روسته چی له روس نه یی واخسته رامعلوم شو چی هغه خلک چی دکمونستی رژیم پوری مربوط وو او په افغانستان او حتی په روسیه کی یی تعلم سرته رسولی وو پغیر د فحاشۍ نه یی نورهڅ هم نه ووخبر اوس تاسی پداسی خبرو څه پوهیږی چی هغه دتاریخ او علم پوری اړه لری !
هوکه چیری د فحاشۍاو سازو سرود خبری وی نو تاسی ته په امتیاز قایل یو نومری مو پکی له هرچا ډیری وی!
او دا ستا فخر افعان چی دی نور به څه ووایم خو فقط دومره به ووایم چی دا ف حرف پکی زیادی دی چی په سرکی مو ورنخلولی دی دا دفخر نه د ف حرف لیری کړی بیا یی ټول حروفو سره منو!
ډاکټر څپاند
25.02.2011
محترم چپ لاری صيب،
ستاسو دنورو ليکنو په هکله به نور افغانان قضاوت وکړي٠
کله چه زه "جهادي" مشران،قاچاقبران او غلامان يادوم،لکه چه تا ورته ګوته
نيولې هماغه رباني،مسعود،سياف،مجددي،يونس خالص او نور او نور دي٠
که جنګسالاران ول او يا عام مهاجر،دا ټول د پورتنيو غلامانو تر کنترول لانې
او دلرافغان د ازادۍ د ځواک سره نا شنا او مخالف٠
ماته دې د کمونست او روس نوکر او هورا ويونکي خطاب کړی دی،بيا هم درته توصيه کوم چه توبه وباسه،داځکه چه دروغ ويل او ليکل ګناه ده٠
زه هيڅکله هم کمونست نه وم،دکمونستانو دقدرت په وخت کې زما سپينسرې مور شهيده شوه،زه اوبيا ځما کوچنی ورور زنداني شوو،نو ته څنګه ماته کمونست او هورا ويونکی وائي؟
زه دې داسې يوې ازادې ټولنې غوښتونکی يم چې په اسلامي او افغاني اصولو
استوار او دې هر ډول افراط او پنجابي،ايراني،سعودي،روسي،چيني،انګريزي
امريکائي اوصليبي غلامۍ نه په امان کې وي٠
تاريخ شاهد دې،هر هغه ځواک چه دپرديو په اوږو بار وي،کوږ باردی او کور
بار تر منځله نه رسي٠
عنوان
chaparharay
25.02.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
ثبات صاحب همدا خو ستاسی بی علمی ده کنه چی له کوم شی نه به خبر نه یی او بحث پکی کوی!
تاسی ټول مهاجر په یوه ګاڼی تلی چی دا سمه خبره نده ،هو په اخرکی په افغانستان کی داسی څوک نه وو پاتی چی هغه دی کمونست نه وی او روغ وجوړ دی پاتی وی ټول هغه خلک چی کمونستان نه وو هغوی یی یا ووژل یا یی بندیان او ورک کړل اویا یی هم هجرت ته مجبور کړل .
خو بالعکس په مهاجرو کی ډیر داسی خلک وو چی هغوی جهادیان نه وو فقط مهاجر وو او بس ځینی یی دافغان ملت ګوند سره وو او بیا ځینی یی بیخی له یوه پلو سره هم نه وو او پدی باندی هغه څوک ښه پوهیږی چی هغه دهجرت په کورکی شپی کړی وی او چا چی د روسانو سره هورا هورا چغی وهلی وی نو هغوی بیا په څه شی پوهیږی چی پدی به پوه شی!
تاسی دکوم بل مهاجر نه وپوښتی چی رښتیا هم ټول مهاجر د جهاد یانو دکنترول لاندی وو اوکنه مهاجر ازاد وو که څوک جهاد کوی او کنه خپله خواری مزودوری کوی یا هسی خپل کورکی اوسیږی ؟ نوبیا به درته درمعلومه شی چی حقیقت څه شی دی خو بس له کوم چا نه مو اوریدلی چی دا پاکستان ته مهاجر شوی خلک ټول مجاهدین دی نوتاسی یی هم وای چی هو همداسی ده نه خو د حقیقت نه ځانونه خبروی ،اونه ددی موضوعاتو په تحلیل پوهیږی .
بیا هم په ځغرده درته وایم چی تاسی کمونستان داس دګاډۍ غوندی ساتل شوی یی او پدی خبرو نه پوهیږی نه داسلام نه خبریی نه دافغانیت نه ، نه دغیرت نه او نه بیا دسیاست نه !
په هماغه څه پوهیږی چی کوم تاسی لیدلی او اوریدلی دی او بس.
هیله ده چی پوه شوی به یی.
پتوال
28.02.2011
راځئ اصلي موضوع ته راستانۀ شو :
آيا جګړه د قدرت د بدلون يواځينۍ لار ده که په سوله ييزه توګه هم قدرت بدلېدلی شي ؟
که څوک جګړه د قدرت د بدلون يواځينۍ لار ګڼي ايا جګړه د لانجې د حل يوه لار
هم ده ؟؟؟؟
که جګړه د حل لار نه وي او له حل پرته جګړه هم نه ختميږي، نو د موجوده قدرت له ختمولو وروسته به جګړه څنګه ، څوک او په څشي ختميږي ؟؟؟؟
آيا يو پوځي ديکتاتوري حکومت ته د حل نوم ورکولی شو ؟؟؟؟
که دا يوه پوښتنه هم په هو نشي ځوابېدای، نو آيا اړينه نه ده چې د بهرنيانو وتل او ملي سوله لاس په لاس او متناوب ډول تر سره شي ؟؟؟؟؟؟
متناوب يعنې څنګه ؟
داسې چې د يوې کلکې موافقې سره سم دې د بهرنيو سرتيرو د هر ٢٠ زرو تنو په وتلو سره دې يو طالب مشر ته دملي سولې د حکومت په کابينه کې
غړيتوب وروسپارل شي تر څو چې د کاًبېنې په سلو کې ٣٠ غړي طالبان پوره شي.
د اوسني حکومت له استازو ته دې هم ٣٠٪ وزارتخاني ورکړل شي . نور ٣٦ ٪ بايد پې طرفه ملي شخصيتونه وي . په دې صورت کې کېدای شي د بهرني سرتيرو ويستل په سملاسي توګه هم پيل شي او امنيت دملي پوځ او
طالب ولسوالو له خوا په ګډه تامين شي. د انتقالي دورې حکومت دې د يو بېطرفه شخصيت لکه فاروق اعظم په مشرۍ جوړ او نور غړي دې ددواړو خواو
اشخاص وي .
د يو سوله ييز پاڅون هدف دې هم ددغسې يو حل رامنځته کول اوسي ! دا په دې معنی ده چې حکومت دې دغه حل لار پلې کړي او که نه سوله ييز پاڅون به يې
پرې پلې کړي ! انشا الله
آيا په افغانستان کې سوله ييز پاڅون امکان نه لري ؟
ډاکټر څپاند
01.03.2011
چپلياری صيب بيا سلام!
تاسو چه ماکمونست بولئ،نوکه خفه نشئ،تاسوته هم دپنجابيانو په ژنده داوبو
داړونکي د نوم سزاوار ياست٠
دافغان ولس د نفوسو شمېر يواځې خدای ج ته معلوم دی٠خو د ٢٠ او ٣٠ ميلونو تخمين ئي کيږي٠فرض کړه ١٠ ميلونه مهاجر شوي ول،که دا باقي ټول
کمونستان ول نو ولې دکمونستانو رژيم سقوط وکړ؟چيرې دي نن دا ميليونه
کمونستان؟
زه په ١٩٨٤ کې پيښورته "مهاجر" شوم٠هلته دخپلې کورنۍ سره ديوه
نږدې خپلوان په کور کې دېر وم،زما ږيره لنډه وه،خلکو راته کړه که پدې
قيافه ښار ته ورشې،نو خدای دې دحکمتيار صيب د جابرانو ساته٠
زما دتره زوئ چه "مائويست" وو په رڼا ورځ مسلح افغان مجاهدو له ځانه سره بوته چه مړی-ژوندی ئي ورک شو٠
او محترم پتوال صيب،تر سلامونو وروسته،
دا ملا فاروق اعظم دې کله راهيسې ناپييلې شو؟
لقمان
01.03.2011
پتوال صیب سلامونه : السلام علیکم
(جګړه هیڅکله دحل لار نده) دا خبره طالبانو آن له هغه وخته کوله چې امریکایانو په موږ باندې جګړه نه وه راپیل کړې.
اوس هم طالبان په همدې باندې ټینګار کوي چې څرنګه چې جګړه د حل لار نده او دجګړې اصلي پرمخ بیوونکي خارجي فوځونه دي نو خارجیان دې ژر تر ژره د افغانستانه ووځي، افغانستان دې افغانانو ته پریږدي او په دې ډول به دجګړې اصلي عاملین له صحنې ووځي او جګړې ته به دپای ټکی کیښودل شي.
پتوال صیب ستا خبرې مې ډیرې خوښې شوې خو یوه پوښتنه راجواب کړه چې:
[color=blue:edb8e29775]دجګړې داصلي عاملینو د موجودیت او تراشراف لاندې به سولییز پاڅون څومره شفاف، او ترکومه بریده یې ولسي پاڅون بللي شو؟؟؟[/color:edb8e29775]
عنوان
chaparharay
01.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
لقمان صاحب ښه چاری
او ایله دی د نښی منځ ویشتی ، همداسی ده جګړه په افغان اولس (طالبانو)رامسلط شوی ده یو سړی دچا کورته راشی او کور ورنه اشغال کړی او بیا وای چی مقامت مه کوه او مونږ هم ورته وایو چی هو رښتیا ده کنه ولی د غل صاحب سره مقامت کوی خو ژاړه او بس ژاړه همدا د حل لاره ده او پدی به غل صیب بیرته ستا کور خوشی کړی او چی مقاومت کوی نو دا خو بیا خون خرابه راځی داسی مه کوه !
نو دا به بیا دحل لاره وی ؟!
یرغلګر دی هرڅه کوی خو دکورخاوند دی فقط ژاړی او چغی دی وهی ځکه چی چغی وهل او ژړه باندی حل کیږی په جنګ نه.
لقمان صاحب ښه دلیل وړاندی کړی چی دا جنګ خو طالبانو ندی پیل کړی بل چا پیل کړی او اوس هم پکی ښکیل دی هغه دی جنګ بند کړی او ورک دی شی طالبان به بیا په چا ډز کوی چی کافر ورک شی ؟
لقمان صاحب نه مننه
م . ق
02.03.2011
........
و.افغان
02.03.2011
محترم او ښاغلی ننګرهاری صاحب:
ډېر ښکلی شعر دې فرمايلی، زمونږ د فوروم يو زوړ ملګری هم اوس همداسې شعرونه
ليکي، کله خو يې درېپ او جاز موزيګ سره هم زمزمه کوي.
نو که ستاسې دا شعر هم هماغسې زمزمه کړي؛ نو له مزې به يې خوند زيات شي.
په درنښت
[quote:37fc82b6ff="Nangrahari"]جګړه دپښتون شان دی
همدغه ئی ایمان دی
ټوپک ئی راړولی په خپل ځان دی
خیردی که دده کور په کی وران دی
د دشمن خو یی ودان دی
چی د دشمن کور کی اوسیږی
نو څه ئی په کی تاوان دی[/quote:37fc82b6ff]
اسد مومند
02.03.2011
[quote:09eaebe4ff]زمونږ د فوروم يو زوړ ملګری هم اوس همداسې شعرونه
ليکي، کله خو يې درېپ او جاز موزيګ سره هم زمزمه کوي.[/quote:09eaebe4ff]
ساپی صاحب تیز فکر ته دې سلام!! :)
هغه ویډیو مې که پرون نه وای لیدلې خدای خبر که نن ستا ددې کنایې په مطلب پوه شوی وای.
ژوندی اوسې ساپی صاحب :)
عنوان
chaparharay
03.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
اسد مومند صاحب هرسړی همداسی وی چی اول ځل راشی نو د یو چا په مطلب ښه نه پوهیږی نو ډیر کله تائید یا تنقید وکړی او څه پری ولیکی یا ورنه خوښ اویا زړه بدی شی خو چی بیا روسته ګوری خبره بل شان وی.
نو دلته ډیر ډیر سر راښکاره کوه بلد به شی بیا به دهرچا په خبره دلیکلوسره سم پوهیږی چی څه یی مطلب دی !
په درناوی
م افغان
03.03.2011
چپرهاری صیب مومند صیب خویې په مطلب پوه سوی دی خو فکرکوم ته دمومندصیب په خبره نه یې پوه سوی لږ فکر ورته وکړه خبره ډیره ساده ده
اسد مومند
04.03.2011
افغان صاحب مننه. خبره همداسې ده.
خو چپرهاری صیب مشوره دې ډیره ښه مشوره ده دې نه پس به دې فورم ته ډیر ډیر سر راښکاره کوم. خو تاسو لکه چې لاندې ویډیو نده لیدلې:
http://www.youtube.com/watch?v=-r2WXWAdq18&feature=related
دلیدلو نه وروسته پرې خامخا خپله تبصره تیره کړه. مننه
م افغان
04.03.2011
سلام.
توبه توبه توبه داڅه شی وو مومند صیب ددی مردار مې مخکی نوم اوریدلی وو خوپه داسې حالت کې می نه وو لیدلی ؟
هیښ
13.03.2011
سلامونه
دازادۍ ،خپلواکۍ ،ټولنیز عدالت او دخلکو په خوښه دیوه نظام دجوړولو دپاره او دداخلي او خارجي استبداد دمنځه وړلو له پاره بې له مبارزې او جهاد بله لاره نشته ،ځکه اشغال ،استعمار،استبداد او تجاوز یوازې زور ،ظلم او جبر پیژني او دخپل ناروا وجود،حضور او تداوم دپاره پرې تکیه کوي ،مګر زور یوازې په زور سره له منځه تللائ شي ،نه په زاریو،ننواتو ،نصیحتونو او مواعظو باندې .
دا چې دیوه لوئ هدف دلاسته راوستلو له پاره دمبارزې کوم شکل (سوله ایز یا مسلحانه) او یا دواړه باید په کار واچول شي دیوې ټولنې په سیاسي ،اجتماعي وضعیت او داستبداد په نوعیت او شدت پورې اړه لري ،چې دخپلې بقا دپاره دمبارزینو په مقابل کې څومره خشونت او جنایت ته لاس اچوي .
که په ټولنه کې دسوله ایزې مبارزې له لارې دخلکود حقوقو تاءمین میسریږي او ټولنیز عدالت برقراره کیږي ،نو دمسلحانه مبارزې له پاره هیڅ ضرورت نه لیدل کیږي او خلک دخپلو اعتراضونو او پیشنهادونو له لارې خپلو غوښتنو او ستونزوته ته مثبت ځوابونه او دحل لارې په لاس راوړي.خو دا په هغه حالت کې امکان لري چې ټولنه ازاده او خپلواکه وي اووولس په ټولنیزو،سیاسي ،کلتوري ،امنیتي او اداري مسائیلو کې دتصمیم نیولو او انتخابولو دحق څخه مستفید وي اوواکداران دخلکو رائې او قدرت ته وفاداره ، متعهد او مؤمن وي.
خو که په ټولنه باندې استبداد حاکم وي او دټولنې دافرادو،ډلو،سازمانونو او ګوندونو سره دزور،قهر،ظلم اوتجاوز په ژبه برخورد کیږي او خلک دابتدائې ترینو حقوقو څخه برخورداره نه وي اوهر مخالف ته داسلحې اوبرچې په وسیله ځواب ویل کیږي ،بیانو دسوله ایزي مبارزې له پاره ځائ نشته اوپه ټولنه کې ددې غیر انساني وضعیت دبدلولو له پاره مسلحانه مبارزې ته ضرورت دئ . څوک چې په دې ډول داختناق او وحشت په فضا کې دسوله ایزې مبارزې خبرې کوي ،مخصد ئې داستبداد دتداوم او دهغې سره دسازش نه بل څه نه دي.
په افغانستان کې چې نه ازادي شته او نه خپلواکي ،هیواد دنویو استعمارګرانو له لوري تروحشیانه تجاوز او اشغال لاندې دی،داشغال دشروع نه ترنن ورځې پورې دافغان وولس عام وژنه په ظالمانه او وقیحانه توګه روانه ده او وولس دیوه منظم اوسازمان شوي ترورسره لاس او ګریوان دئ،دخلکو مال ،ځان او ناموس دیرغلګرو او ددوئ داجیرانو دغیرانساني تجاوزونو سره مخامخ دئ او ټول هیواد ددوئ دبربریت او جنایت ډګر ګرزیدلئ دئ،دتجاوز او اشغال هر مخالف څه په فردي اوڅه په ګروهي توګه ترتعقیب لاندې دئ او بې له پوښتنې ،تحقیق او محکمې په مرګ محکوم دئ ،خارجي استبداد دهیواد په سیاسي ،اقتصادي ،فرهنګي او اداري برخو مستقیماً خپل تسلط خور کړئ دئ ،په کوم منطق ،امکاناتو او وسایلو سره به سوله ایزه مبارزه او قیام دعمل جامه واغوندي او ددې ناورین دختمولو له پاره به مؤثره او ګټوره تمامه شي؟
ایا تجاوزکاران او اشغالګران به دخپل وحشیانه طبیعت اوخاصیت خلاف چې په زور او ظلم سره په نورو وولسونو خپل ناروا نفوذ او تسلط تحمیلول دي، دې ته حاضر شي چې دخلکو دازادۍ غوښتنې فریاد واوري او بې له فشار او دقوې داستعمال څخه دوولس دحق خود ارادیت حق ته تسلیم شي او خپلویونیفورمي او حرفه اي قاتلانو ته دوتلو امر وکړي؟
که دې جانیانو دوولسونو ازادۍ ،خپلواکۍ ،فرهنګ ،دخاورې تمامیت ،خپل برخلیک په خپله ټآکلو،تاریخ او انساني حقوقو ته احترام درلودئ ،نو بیا دڅه دپاره ئې دمهلکو اوزهر جنو وسلو په زور سره په یوه ازاد او خپلواک هیواد باندې دزرهاوو کیلومتره لیرې فاصلې نه وحشیانه تجاوز کولو او یو بیچاره او ضعیف هیواد ئې اشغالولو؟
له دې کبله واقعیت دادئ چې تجاوزکارانو او اشغالګرانو ته نه وولسونه او نه دهغوئ ازادي او خپلواکی مطرح ده او نه دوولسونو غوښتنې او حقوق ،بلکه دخپلو غیرانساني ګټولاسته راوستل او خپلو شیطاني هدفونو ته رسیدل ئې مخصد او مرام دئ او ددې مخصد او مرام دلاسته راوستلو له پاره هیڅ اخلاقي ،انساني او بین المللي اصولو ،مقرراتو، نورمونو او معیارونو ته ارزښت نه ورکوي او دهر رنګه جنایت او وحشت نه مخ نه اړوي.نو دداسې انساني ارزښتونو نه خالي اووحشي ځناورانو دوحشت او ځناورتوب نه دخلاصون لاره یوازې مقاومت او مسلحانه مبارزه ده ،چې ددښمن دکبر او غرور سرونو ته سد راولي او دې ته ئې مجبوروي چې د نورو وولسونو په امورو کې بې شرمانه مداخله ونه کړي.
په افغانستان کې دتجاوز او اشغال په مقابل کې دافغان وولس مقاومت او قيام دتجاوز داولې ورځې نه راشروع شوئ دئ،دا قیام ،مقاومت اومبارزه دیوې ډلې ،سازمان او تحریک پورې نه منحصرکیږي ،ځکه دوحشیانه تجاوزسره دیوې ډلې او تحریک ازادي اوخپلواکي نه ده پایمال شوې ،بلکه دټول افغان وولس په ازادۍ ،خپلواکۍ ،مځکنئ بشپړتیا ،مقدساتو او نورو ملي ارزښتونو باندې مستقیم تیرۍ او تجاوز صورت موندلئ دئ ،چې جبراً اوقهراً ئې وولس په مقابل کې راپورته شوئ اودمقاومت دجبهې په تشکیل سره ئې په مبارزه لاس پورې کړئ دئ اودالله(ج) په مدد او دافغان وولس د میړنیو او با ایمانه بچیانو په سرښندنوسره دا مقاومت او مبارزه ورځ په ورځ شدت پیدا کوي ،مجربه کیږي،دسیاسي شعور کچه ئې لوړیږي ،دنظرساحه ئې پراخیږي،پخه کیږي ،حقانیت ئې په ثبوت رسیږي او په دښمن باندې ئې ضربې اوحملې دقیقې او کاري کیږي او هدف ته درسیدو اوبریالیتوب په لور مطمئنه او استواره قدمونه اخلي.
دازادۍ او خپلواکۍ په دې تاریخي مبارزه او قیام کې چې دافغان وولس له لوري دخپل حقه او طبیعې حق دلاسته راوستلو له پاره ئې په مخ بیائي،دافغاني ټولنې دافرادو ،ډلو ،سازمانونو او ګوندونونیت، اصلیت او ماهیت دعمل په ډګر کې ښکاره کیږي،چې څومره او په کومه کچه دخپل وولس سره مینه، پیوند او بستګي لري او دا پیوند او بستګي ئې صادقانه او مخلصانه ده ،که هسې دزرو،منصب ،شهرت اوکاذب قدرت دلاسته راوستلو له پاره ئې دوولس دوستئ دعوا کوله؟.
همدا صحنه او وخت دئ چې دیوه مسلمان مسلماني ،دیوه وطنپرست وطنپرستي ،دیوه ملتپال ملتپالنه
په اسلامي ،وطني او ملي ارزښتونو او اصولو ارزول کیږي اود ادعاوو وزن ئې په عملونو باندې تلل کیږي.
بیا هم که څوک دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دحاصلولو او په وولسي اقتدار ولاړ نظام دجوړیدو دپاره دمقاومت دجبهې مسلحانه مبارزه چې دافغان وولس عام او تام ملاتړ او تائید ورسره دئ او متجاوز او اشغالګر دښمن ئې په خپلو سرښندنو او شهادتونو په ګونډو کړئ اوتیښتې ته ئې مجبور کړئ دئ کافي نه ګڼي اوپه بریالیتوب کې ئې شکمن وي او دسوله ایزې مبارزې له لارې وطن داشغالګرانو له ناروا تسلط نه خلاصول غواړي دا خوډیره ښه خبره ده او دا كارئې باید دتجاوز داولې ورځې نه شروع کړئ وئ .خو پوښتنه داراولاړیږي چې ددې نظر خاوندان ولې خپله تیوري نه عملي کوي او په لاریونو ،اعتصابونو او جاده اي اعتراضونو لاس نه پورې کوي ،څه ته معطل دي ؟ څوک دې چې ددوئ ددې ډول مبارزې په مقابل کې خنډ واقع کیږي او مخه ئې نیسي؟
دوولس له لوري اود مقاومت دجبهې له طرفه خو هیڅ ممانعت نشته ،بلکه تشویق او تقویه کیږي،ځکه هدف مشترک دئ یعنی دافغانستان ازادي ، خپلواکي او داستبداد له منځه وړل دي،نوکوم عوامل دي چې ددوئ ددې مبارزې دشروع کیدو او جاري کیدو دپاره دیوال ګرزیدلي دي او که هسې دعربي هیوادونو اوښتونو او پاڅونونو ئې دسوله ایز پاڅون دپاره اشتها او شوق را پيداکړئ دئ او دخیالونو او خوبونو په نړی کې چکروهي.حال داچې دعربي هیوادونو په نیم ځانه او عاطل وجود کې همدغه دافغانستان دخلکو تش لاس مبارزې ،قربانیو اوقهرمانیو داستبداد او فرعونیت نه دنجات دپاره دتحرک اوالهام روح ورپو کړاو جراات ئې ورکړ چې دخپلو حقه حقوقو دلاسته راوستلو له پاره راپورته شي او دهغو ظالمو،مستبدو او منفورو نظامونو ټغر ورټول کړي کومو چې کلونه کلونه دغربي امپریالستانو تر چتر او حمایت لاندې په خپلو تروریستي او اختناقي طریقو سره خپل وولسونه زنداني کړي وو او هر دحق غوښتنې غږ ئې په وحشیانه توګه په ستونیوکې خاموشولو.
واقعیت دادئ چې دافغان وولس قیام ،مبارزه او مقاومت دتجاوزګرانو او اشغالګرانو اودهغوئ دمزدورانو دوحشت او بربریت په مقابل دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دلاسته راوستلو له پاره او دداسې یوه سیاسي نظام داستقرار دپاره چې دوولس اراده، واک او قدرت په کې واضح اوښکاره انعکاس پیداکړي وي په ښه خرپ روان دئ ،نو ټولو په
دین ،وطن ،وولس او افغاني فرهنګ مینو او متعهدو افغانانو ته په کاردي چې
د دې قیام او مبارزې
دلا تنظیم ،موثریت ،وولسیتوب او هدف ته درسیدو دپاره د چټکوالي په برخه کې خپل استعداد ،علمیت ،تجربې ،مادي اومعنوي امکانات او وسایل په کارواچوي او خپل دیني ،ملي ،افغاني اوانساني مسؤلیت دافغانستان دتاریخ په دحساسه مرحله کې ادا کړي او په خپلوکړو وړو ،مشورو ،سالمو اوسازنده انتقادونو سره پرې نږدي چې دافغان وولس ددې قیام اومبارزې په نتیجه کې دیوه ظلم او استبداد نه ځانونه خلاص کړي ،خو دبل استبداد په منګولو کې ونښلي او دنورو وولسي قیامونو په شان ګټه ئې دافغانستان دښمنان او تاوان ئې زموږ وولس ته پاته شي ،بلکه دیوه داسې نظام دجوړیدو دپاره کوښښ وکړي چې استبداد او دیکتاتورۍ ته که داخلي وي او که خارجي او که تر هرعنوان او نامه لاندې وي دتل دپاره د رد اونفي ځواب ووائې او هغه بدبختیو ته چې ددې استبدادونو دوجود اوتداوم نه په تاریخ کې زموږ دمظلومو خلکو په نصیب شوې دي دپائ ټکۍ کیږدي.
مننه