نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
و.افغان
13.01.2011
دا د پټي سر دی، پټۍ وروسته سورور دی.
محترم عرفان وحدت صاحب:
ما خو د دې بحث د لوستلو لپاره تکړه تکړه طلاب العلم دعوت کړيدي، هغوی ته ما
ستاسې ډېر صفتونه وکړل، چې د پير سيف الرحمان ډېر تکړه شاګرد دی، او د پير
سيف الرحمن له خوا د هر څه جوابګوی دی، په فنونو کې هم ډېر رسېدلی دی.
د خبرو په سليقه هم پوهيږي، د پير سيف الرحمان سره يې ملازمت کړی دی.
تاسې خو په دې لنډه منډه زه خپل ځان پورې ډېر خجالت کړم. :oops: :oops:
کم نه کم لږ صبر خو وکړئ، خبرې لا ډېرې پاتې دي، او ما ستاسې د مراعات لپاره
سره ويشلي دي، او يوه يوه، يا چې ډېرې زياتې شي؛ دوه دوه خبرې مطرحوم، او له
تاسې څخه پرې غير عاجل بحث غواړم:
زمونږ بحث اوس د پير سيف الرحمن په اړه دی، او سرليک يې همداسې دی، چې
د پير سيف الرحمان د عقائدو او افکارو په اړه.
نو ترتيب به داسې وي؛ چې زه به وايم، پېر سيف الرحمان داسې عقيده لري؛ او ته
ووايي چې، هو، يا نه، نه په دليل سره وايي، او هو به بيا سره څيړو.
تاسو راته ويلي وو:
[quote:81594f8a63="Erfan Wahdat"]
زه تاسی ټولو د پیر صاحب مخالفینو ته دا پیشنهاد لرم چی مهربانی وکړی د پیر صاحب سیف الرحمن نقص راته د سوال په طور بیان کړی چی یا خو یی درته ځواب کړم او ستاسو شک له منځه یوسم او یا خو یی درسره ومنم.
[/quote:81594f8a63]
او داسې مو هم ويلي وو:
[quote:81594f8a63="Erfan Wahdat"]
له څرنګه می چی مخکی لیکلی دی تاسی د صحی لاری د معلومولو کوشش وکړی او صحی لاره هغی ته وایی چی کتاب الله، سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم، اجماع او قیاس کی راغلی وی.
تاسی خو د پیر صاحب لاره په همدی څلورو ترازو ګانو کی وتلی او مشکل یی راته راوباسی. پریږده چی زه یی په اسلام کی درته را ونه باسم.
سبحان الله! هیڅ داسی یو کار له پیر صاحب نه نه دی صادر شوی چی هغه د اسلام له دایری سره اړخ ونه لګوی. خو دا چی مخالفینو له پچی نه پیچومی جوړ کړی دا نو بیا د هرسړی خپل کار ده. او که صحی بیان یی پیداکول غواړی نو دا بیا ستاسو کار ده.
وروڼو پیر صاحب هیڅکله لکه پتوال صاحب چی لیکلی د معجزی وینا نه ده کړی، معجزه خو پیغمری خاصیت ده او کرامت د اولیاوو ده. ده مبارک په دی ټول ژوند حتی هغه د کراماتو خبره هم نه ده کړی
[/quote:81594f8a63]
او دا مو هم ويلي وو:
[quote:81594f8a63="Erfan Wahdat"]
دوهم: پیر ساحب سیف الرحمن رحمه الله نامه ته سپکاوی نه منم. بحث به مو د ادب په چوکاټ کوی. اهانت او ښکنځلی په کی د بحث د شنړیدو ماده ده.
دریم: د پیر صاحب د طریقت جوابګویی کوم نه د امثالهم.
[/quote:81594f8a63]
ما درسره ټولې خبرې ومنلې.
فې الحال ما يواځې او يواځې د پير سيف الرحمن دوه خبرې مطرح کړيدي، چې تا
د هغوی په اړه ځواب نه دی ويلي، زه به لوستونکو د هغو دوه خبرو مصور سکين
د انځور په شکل کې وړاندې کړم، تر څو لوستونکي فيصله وکړي؛ چې د پير
سيف الرحمن د خبرو په اړه ستاسې پرتوګ جوړول، يا له د پير څخه د هغه د خبرې نفي
کول، او انکاري کېدل څومره وزن لري.
زه خپله ډېر مصروف يم، دا اوس مخې 6 د دوکتورا رسالې پرتې دي، زه هم عجله نه
کوم، او له تاسې هم ډېر وخت نه غواړم، د پير سيف الرحمن د يوې خبرې ځواب سوکه
سوکه په دمه راکوه.
البته لنډه منډه دې منم.
په درنښت
[quote:81594f8a63="Erfan Wahdat"]
ساپی صاحب:
بهتره به داوی چی ته دده په باره کی علمی څیړنه وکړه او د چا خبرو ته غوږ مه ږده، خیر ده خپل وخت مه پری ضایع کوه که یو کال کی دی هم پوره کړه بده به نه وی. بیا دی هم ورور په خدمت کی ده. که دده په اقوالو یا افعالو کی دی کومه منفی نقطه ولیدله نو اول خو مهربانی وکړه په خپل علم تکیه مه کوه او دده دلایل په اسلامی ترازو کی وتله.
[/quote:81594f8a63]
ګوره ګرانه، زما چالاکي او چوتاري نه خوښيږي، او نه د چا خبرو ته په ناحقه غوږ
ږدم، دلته اوس ما سره د پير سيف الرحمان خپل کتاب پروت دی، دوه ورځې مخکې
مې راوغوښت، او راورسېد، زه مستقيما له همغه کتابه نقلوم، او سکان به يې هم
کړم.
[quote:81594f8a63="Erfan Wahdat"]
اول خو به ان شاء الله څه مشکل په کی پیدا نه کړی او که احیانا یو څه مشکل دی په کی پیداکړو نو بیا لطف وکړه ټول سوالونه دی راته په یو دفعه لیست کړه او ماته هم لږ وخت راکړه چی یو یو وڅیړم بیرته په ډیر انسانیت او منصفانه ډول خپل جوابونه درته په مخکی کیږدم. که زما وس پری ونه شوله نو مونږه په سیفیه دربار کی علماء لرو مفتیانو لرو هغوی به هیڅکله هم داسی ونه وایی چی کتاب څه کوی خو چی پیر صاحب ویلی خو منه یی کنه. هغوی به په اسلامی کتاب کی د پیرصاحب خبره تلی او بیا به راته وایی چی په فلانی دلیل دا خبره داسی ده.
[/quote:81594f8a63]
هيله در څخه کوم، چې وخت په دې آخوا دېخوا خبرو راضایع نه کړې، مشکل مشکل
دی، او يو يو ستاسې مخې ته دروړاندې کوم، زه د پير سيف الرحمان په اړه يقيني
معلومات لرم، ستاسې لارښووني ته هيڅ اړتيا نه لرم، دلته بحث په دې دی، چې زه
وايم، پير تور دی، او ته وايي چې سپين دی، زه به يې تورول په اثبات رسوم، او ته
يې سپينول په اثبات ورسره، زه د دې ممانعت نه کوم، چې له خپلو مفتيانو او نورو
پيرانو کومک وغواړې، دا چې هغوی بيا دا خبره کوي چې د پير سيف الرحمن دا
خبرې غلطي دي او که صحي؛ ما پورې هيڅ اړه نه لري، او نه زمونږ له بحث سره څه
تعلق لري.
[quote:81594f8a63="Erfan Wahdat"]
دا دین د الله جل جلاله دی او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لیاری یی مونږه ټول امت ته رالیږلی دی. هیڅوک هم په کی د تغییر او تبدیل حق نه لری. که څوک یی په همدی ترتیب بی چون او چرا تعقیبوی نو ډیره ښه ده او که یی نه تعقیبوی نو دا خو به لا پیر وی چی پیغمبر هم شی نه یی منم.
یقین په هغه ذات وکړه چی ټول کائینات یی پیداکړیدی چی د دین یو حکم به چی الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم پری خفه کیږی په ۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ پیرانو هم ورنه کړم.
پیر ته چی زه پیر وایم نو د دین محمدی په خاطر ورته پیر وایم نور هیڅ هم په کی نشته.
دا ګمان ونه کړی چی زه پیر پرسته یمه. زه الحمد الله الله پرسته یمه او اوسم به. مونږه ته به خپل پیر علیه الرحمه ویلی چی ډیر داسی کسان په تاسی کی پیژنم چی کله ماته راځی نو لنګوټی په سر کوی او کله چی بیرته خپلو کورو ته ستانه شی نو لنګوټی بیا نه په سر کوی.
پام کوی چی دا پیرپرستی ده نه خدا پرستی.
په تصوف کی دومره غلطی هم د سالک باطن پوره له منځه وړی نو کوشش وکړی چی ټول عبادات مو خاص په خاطر د الله جل جلاله وی.
ما له پیر صاحب سره ۱۳ کاله تیر کړیدی. که قسم وکړم نو حانث به نه شم پری چی یو مستحب یی هم نه دی قضاء کړی. نو د دین غټ حکم به څنګه پیمالوی.
او دا به یی هم ویلی چی که تاسی له ماسره ۱۰۰ کاله هم تیر کړی او په ټولو سنتو پابند ونه اوسی هیڅ شی به هم درنه جوړ نه شی هسی یو پیرپرسته به مړه شی.
والله اعلم
[/quote:81594f8a63]
مه راته د ځان تزکيه کوه، او ما راته د خپل پير تزکيه کوه، او نه زما له خوا ستاسې
د تزکيې منل به تاسو ته کومه ګټه ولري.
زمونږ معلوم الحدود بحث دی، يواځې په هغه کې راسره غږېږه، او بس.
او له لوی الله جل جلاله څخه د حقې لارې هدايت او ورباندې ثبات وغواړه، او زه به
يې هم غواړم.
په درنښت
پښتون.
13.01.2011
Erfan Wahdat
[quote:7e7f16be17]ګرانه ساپی صاحب:
په ټول افغان فورم کی بل هرځای کی لیکنه کولی شم خو یواځی زما او ستا بحث نه شمه راخلاصولای.
چی پری کلیک کوم نو راته لیکی:
[/quote:7e7f16be17]
Erfan Wahdat
16.01.2011
محترم ساپی صاحب:
زما جوابی لیکنی ته ستا له انتظار نه یوه نړی مننه. الله جل جلاله دی خیر او برکت درکړی.
ستاسی د دوه پوښتنو د جواب په ارتباط به زه د خپل جدوجهد قیصه داسی درته وکړم.
بعد له عمیق سوچ نه ما ستاسی دوه پوښتنی له خپل علم نه اوچتی وګڼلی نو د جواب لپاره می دا مناسبه وګڼله چی هدایة السالکین کتاب پیداکړم کوم چی ما په خپل ژوند کی تراوسه نه وه لیدل بلکی یواځی ددی کتاب نوم می اوریدلی وه ترڅو پوره متن ولولم او د خبری په رابطه که کوم صحی نص رانقل شوی وی هم پری باخبره واوسم.
ما تقریبا لس کتابخانی وکتلی چی هدایة السالکین کتاب په کی پیداکړم خو بدبختانه د کتاب په پیداکولو بریالی نه شومه.
له دینه بعد می له سیفیه دربار سره تماس ونیو چی د هدایة السالکین کتاب ترینه وغواړم.
په سیفیه دربار کی یو خلیفه مخکی له دی چی زه د کتاب د ضرورت په باره کی ورته ووایم، داسی راته وویل: هدایة السالکین څه کی؟ هغه خو اوس د وهابیانو په راکټ بدل شوی.
دی خبری ماته یوڅه شکونه را ولاړ کړل او زما او ستا د بحث ټول جریان می ورته بیان کړلو.
خلیفه صاحب راته وویل: وروه! پام چی څوک دی غلط نه کړی.
هدایة السالکین اوس په نوی بڼه وهابیانو چاپ کړیدی او په پیرصاحب پسی یی بلا ډیر درواغ تړلی دی او دا هیڅکله هم څوک په ثبوت نه شی رسولی چی هدایة السالکین دی د پیرصاحب د عقایدو څرګندوی وی.
د هدایة السالکین د اولنی چاپ مؤلف مولانا ضیاء الله صاحب ده چی نه سیفی ده او نه په سیفیه دربار پوری کوم تړاو لری او لاتر اوسه پوری حیات هم ده.
او دا اوسنی دوهم دفعه چی چاپ شوی نو دا خو د مولانا ضیاء الله هم نه دی دا د وهابیانو له خوا تحریف شوی هداية السالکین دی چی د سیفیه وو په نیزد خو حتی د لوستلو قابلیت هم نه لری.
لکه څنګه چی تاسی هم په پاسنۍ لیکنه کی لیکلی دی دا کتاب په اردو ژبه ده نو پیر صاحب خو قطعا په اردو ژبه نه پوهیدو حتی چی دومره یی هم نه وه یاده چی (کیا حال هی).
ددی خلیفه له وینا نه بعد می دا خبره په دربار کی له نورو علماءو نه هم وپوښتله هغوی هم په عینی شکل سره جواب راکړ. بیا می د پیرصاحب له لمسی نه وپوښتله هغه خو راته وویل:
په دی کتاب که یوه خبره هم په پیرصاحب ثابته شوه نو زه به نهه ګونی جرم درکړم.
دا ټول د وهابیانو پلیتو خلکو درواغ دی چی په قسما قسم طریقو یی د خلکو اذهانو ته ورپیچکاری کوی.
خلاصه:
نو ساپی صاحب! تاسی به هم په ډیر شوق دا کتاب لاس ته راوړی وی او زما په مقابله کی به مو لکه راکټ پاکاوه او غوړاوه چی فایرونه به پری کوم. خو بدبختانه چی ستاسی د راکټ پټاقی هم پوچه وختله او نور د ډز کولو نه ولوید.
Erfan Wahdat
16.01.2011
محترم ساپی صاحب:
زما جوابی لیکنی ته ستا له انتظار نه یوه نړی مننه. الله جل جلاله دی خیر او برکت درکړی.
ستاسی د دوه پوښتنو د جواب په ارتباط به زه د خپل جدوجهد قیصه داسی درته وکړم.
بعد له عمیق سوچ نه ما ستاسی دوه پوښتنی له خپل علم نه اوچتی وګڼلی نو د جواب لپاره می دا مناسبه وګڼله چی هدایة السالکین کتاب پیداکړم کوم چی ما په خپل ژوند کی تراوسه نه وه لیدل بلکی یواځی ددی کتاب نوم می اوریدلی وه ترڅو پوره متن ولولم او د خبری په رابطه که کوم صحی نص رانقل شوی وی هم پری باخبره واوسم.
ما تقریبا لس کتابخانی وکتلی چی هدایة السالکین کتاب په کی پیداکړم خو بدبختانه د کتاب په پیداکولو بریالی نه شومه.
له دینه بعد می له سیفیه دربار سره تماس ونیو چی د هدایة السالکین کتاب ترینه وغواړم.
په سیفیه دربار کی یو خلیفه مخکی له دی چی زه د کتاب د ضرورت په باره کی ورته ووایم، داسی راته وویل: هدایة السالکین څه کی؟ هغه خو اوس د وهابیانو په راکټ بدل شوی.
دی خبری ماته یوڅه شکونه را ولاړ کړل او زما او ستا د بحث ټول جریان می ورته بیان کړلو.
خلیفه صاحب راته وویل: وروه! پام چی څوک دی غلط نه کړی.
هدایة السالکین اوس په نوی بڼه وهابیانو چاپ کړیدی او په پیرصاحب پسی یی بلا ډیر درواغ تړلی دی او دا هیڅکله هم څوک په ثبوت نه شی رسولی چی هدایة السالکین دی د پیرصاحب د عقایدو څرګندوی وی.
د هدایة السالکین د اولنی چاپ مؤلف مولانا ضیاء الله صاحب ده چی نه سیفی ده او نه په سیفیه دربار پوری کوم تړاو لری او لاتر اوسه پوری حیات هم ده.
او دا اوسنی دوهم دفعه چی چاپ شوی نو دا خو د مولانا ضیاء الله هم نه دی دا د وهابیانو له خوا تحریف شوی هداية السالکین دی چی د سیفیه وو په نیزد خو حتی د لوستلو قابلیت هم نه لری.
لکه څنګه چی تاسی هم په پاسنۍ لیکنه کی لیکلی دی دا کتاب په اردو ژبه ده نو پیر صاحب خو قطعا په اردو ژبه نه پوهیدو حتی چی دومره یی هم نه وه یاده چی (کیا حال هی).
ددی خلیفه له وینا نه بعد می دا خبره په دربار کی له نورو علماءو نه هم وپوښتله هغوی هم په عینی شکل سره جواب راکړ. بیا می د پیرصاحب له لمسی نه وپوښتله هغه خو راته وویل:
په دی کتاب که یوه خبره هم په پیرصاحب ثابته شوه نو زه به نهه ګونی جرم درکړم.
دا ټول د وهابیانو پلیتو خلکو درواغ دی چی په قسما قسم طریقو یی د خلکو اذهانو ته ورپیچکاری کوی.
خلاصه:
نو ساپی صاحب! تاسی به هم په ډیر شوق دا کتاب لاس ته راوړی وی او زما په مقابله کی به مو لکه راکټ پاکاوه او غوړاوه چی فایرونه به پری کوم. خو بدبختانه چی ستاسی د راکټ پټاقی هم پوچه وختله او نور د ډز کولو نه ولوید.
دپیرسیف الرحمن د عقایدو او افکارو
chaparharay
16.01.2011
السلام علی من اتبع الهدی
عرفان صاحب هسی تاسی خو به د هغه هدایه السالکین اصلی نسخی کوم متن راکاپي کړی وو چی د جعلی سره یی توپیر هم معلوم شی او خلک وپوهیږی چی واقعی دا چا تحریف کړی
خو دی سره خو سړی ته هغه د مراوس ټوقی خبره وریاده شی هغه ته چا ویلی وو چی ټولی سندری دی خرابه کړی ودی شرمولی او یعنی تحریف دی کړی دا کوچانو سندری ولی نه خرابوی او نه یی شرموی هغه ورته وویل چی هغه نو نورڅرنګه وشرموم دهغی نه خو نوری نه شرمیږی
نو دا ستاسی کتابونه به نو نور څرنګ تحریف شی تحریف خو خلک هغه کتاب کی کوی چی ښی خبری پکی وی هغه تری وباسی اوبدی پکی ورننباسی د پیر کتابونو کی به نو نور څه تحریف وشی الله دی تاسی ته هدایت وکړی
کومه بله بهانه وګوره دا خو لوستونکو ته هم قابل قبول نده نو ستاسره باحث وهاج ساپی صاحب به یی څه در سره ومنی ؟
لاحول ولا قوهّ الابالله العظیم
و.افغان
16.01.2011
ډېر ښه ګرانه.
د دروغو مزل لنډ وي.
لومړی خو دې د پير له خبرو دفاع پيل کړه، چې راګېر شوې، نو ودې ويل چې ليکل
نه شم کولای، اوس وايي چې دا کتاب وهابيانو په نوي بڼه چاپ کړی دی.
ګوره ګرانه.
زما دا عادت نه دی، چې سړی تر کوره وځغلوم، په پورتنيو ادعاءاتو کې درسره لانجه
نه کوم، خو دومره راته ووايه، چې وهابيانو دا کتاب کله په کوم کال کې په کومه
کتابخانه کې له تحريف سره چاپ کړی دی، او د خط ډول يې څه دی؟؟؟ يواځې يوه
پاڼه ترې سکين scan کړه، که خرچه پرې راځي؛ هغه به هم زه درکړم.
او دا له تا سره چې اصلي نسخه ده؛ هغه څنګه ده؟ تاسو خو لوی سيفيه دربار لرئ،
آيا په دغه لوی دربار کې د پير سيف الرحمن د دغه کتاب اصلي نسخه نه پيدا کيږي،
باور وکړه، چې په پيسو يې له همدا تا څخه رانيسم، راوړاندې يې کړه.
يوه پاڼه يې سکين کړه، او د انځور په شکل کې يې ټول افغان کې کېږده.
د خدای انصافداره ، لږ صبر خو به دې کړی وو، چې ما د دغې نسخې يو څو پاڼې
دلته په ټول افغان کې ايښې وې، بيا به دې د دروغو ټاپه پرې لګولي وی، اوس تاسې
خپله پخپلو لاسونو ځان وتاړه. نو ګيله هم له ځانه وکړئ. :lol: :lol:
په درنښت
[quote:7bb574870d="Erfan Wahdat"]محترم ساپی صاحب:
زما جوابی لیکنی ته ستا له انتظار نه یوه نړی مننه. الله جل جلاله دی خیر او برکت درکړی.
ستاسی د دوه پوښتنو د جواب په ارتباط به زه د خپل جدوجهد قیصه داسی درته وکړم.
بعد له عمیق سوچ نه ما ستاسی دوه پوښتنی له خپل علم نه اوچتی وګڼلی نو د جواب لپاره می دا مناسبه وګڼله چی هدایة السالکین کتاب پیداکړم کوم چی ما په خپل ژوند کی تراوسه نه وه لیدل بلکی یواځی ددی کتاب نوم می اوریدلی وه ترڅو پوره متن ولولم او د خبری په رابطه که کوم صحی نص رانقل شوی وی هم پری باخبره واوسم.
ما تقریبا لس کتابخانی وکتلی چی هدایة السالکین کتاب په کی پیداکړم خو بدبختانه د کتاب په پیداکولو بریالی نه شومه.
له دینه بعد می له سیفیه دربار سره تماس ونیو چی د هدایة السالکین کتاب ترینه وغواړم.
په سیفیه دربار کی یو خلیفه مخکی له دی چی زه د کتاب د ضرورت په باره کی ورته ووایم، داسی راته وویل: هدایة السالکین څه کی؟ هغه خو اوس د وهابیانو په راکټ بدل شوی.
دی خبری ماته یوڅه شکونه را ولاړ کړل او زما او ستا د بحث ټول جریان می ورته بیان کړلو.
خلیفه صاحب راته وویل: وروه! پام چی څوک دی غلط نه کړی.
هدایة السالکین اوس په نوی بڼه وهابیانو چاپ کړیدی او په پیرصاحب پسی یی بلا ډیر درواغ تړلی دی او دا هیڅکله هم څوک په ثبوت نه شی رسولی چی هدایة السالکین دی د پیرصاحب د عقایدو څرګندوی وی.
د هدایة السالکین د اولنی چاپ مؤلف مولانا ضیاء الله صاحب ده چی نه سیفی ده او نه په سیفیه دربار پوری کوم تړاو لری او لاتر اوسه پوری حیات هم ده.
او دا اوسنی دوهم دفعه چی چاپ شوی نو دا خو د مولانا ضیاء الله هم نه دی دا د وهابیانو له خوا تحریف شوی هداية السالکین دی چی د سیفیه وو په نیزد خو حتی د لوستلو قابلیت هم نه لری.
لکه څنګه چی تاسی هم په پاسنۍ لیکنه کی لیکلی دی دا کتاب په اردو ژبه ده نو پیر صاحب خو قطعا په اردو ژبه نه پوهیدو حتی چی دومره یی هم نه وه یاده چی (کیا حال هی).
ددی خلیفه له وینا نه بعد می دا خبره په دربار کی له نورو علماءو نه هم وپوښتله هغوی هم په عینی شکل سره جواب راکړ. بیا می د پیرصاحب له لمسی نه وپوښتله هغه خو راته وویل:
په دی کتاب که یوه خبره هم په پیرصاحب ثابته شوه نو زه به نهه ګونی جرم درکړم.
دا ټول د وهابیانو پلیتو خلکو درواغ دی چی په قسما قسم طریقو یی د خلکو اذهانو ته ورپیچکاری کوی.
خلاصه:
نو ساپی صاحب! تاسی به هم په ډیر شوق دا کتاب لاس ته راوړی وی او زما په مقابله کی به مو لکه راکټ پاکاوه او غوړاوه چی فایرونه به پری کوم. خو بدبختانه چی ستاسی د راکټ پټاقی هم پوچه وختله او نور د ډز کولو نه ولوید.[/quote:7bb574870d]
Erfan Wahdat
16.01.2011
ګرانه ساپی صاحب،
ځان مه تیروه، ما په کوم ځای کی دا لیکلی چی مونږه یی اوله نسخه منو ولی دا دوهمه یی نه منو ځکه چی تحریف شویده.
نه یی اوله منو او نه یی دوهمه منو او نه زمونږ کتاب دی. او نه یی مؤلف سیفی دی.
په دی ښه پوره ځان پوه کړه چی هدایة السالکین یو حرف هم زمونږه نه دی او نه یی په دربار کی ساتو. همدارنګه دفاع هم نه ترینه کوو.
ته پوه شه او هدایة السالکین، په نامربوطه کتابونو څنګه تاسره تاسره بحث وکړم.
داسی یو کتاب را پیدا کړه چی سیفیانو چاپ کړی وی او سیفیانو لیکلی وی او د هغوی عقاید او نظریات په کی وی.
بیا پری بحث وکړو.
:lol:
و.افغان
16.01.2011
ټولو لوستونکو څخه هيله کوم، چې له ما سره يو ځای ووايي:
ألا لعنت الله علی الکاذبين.
جعلي پير او د پير مريد چې دروغ ونه وايي؛ نو کله يې سيکه چليږي، خو کله چې رسوا شي؛ بيا د ټينګي نه وي، او د تېښتې لار غوره کوي.
دلته يوه ټوکه را په ياد شوه، وايي چې په پېښور ښار کې يو وخت هجړا ګان سره راټول
شوي وو، چې راځئ بدمعاشي پيل کړو، او خلک ولوټو،لار يې ونيوه،
سنګرونه يې سره وويشل، او د خلکو په لوټلو يې پيل کړ، دې وخت کې يو داسې سړی
پرې راپېښ شو، چې يو هجړا يې پېژنده، نو ورته ويې ويل: ته څنګ ډاکه اچوې، ته
هغه فلانی هجړا نه يې؟ نو هجړا نورو هجړاګانو ته غږ کړ، چې راځئ خويندو، ويې
پېژندو.
نو جعلي پيران او د جعلي پيرانو مريدان چې کله پوه شي، چې د داسې خلکو سره مخ
شو، چې په زېروزبر مو پېژني، خو خپله غوټه راټوله کړي، او خپلو ملګرو ته وايي،
چې راځئ ويې پېژندو.
[quote:764e902518="Erfan Wahdat"]
[color=white:764e902518]
هدایة السالکین اوس په نوی بڼه وهابیانو چاپ کړیدی او په پیرصاحب پسی یی بلا ډیر درواغ تړلی دی او دا هیڅکله هم څوک په ثبوت نه شی رسولی چی هدایة السالکین دی د پیرصاحب د عقایدو څرګندوی وی.
د هدایة السالکین د اولنی چاپ مؤلف مولانا ضیاء الله صاحب ده چی نه سیفی ده او نه په سیفیه دربار پوری کوم تړاو لری او لاتر اوسه پوری حیات هم ده.
او دا اوسنی دوهم دفعه چی چاپ شوی نو دا خو د مولانا ضیاء الله هم نه دی دا د وهابیانو له خوا تحریف شوی هداية السالکین دی چی د سیفیه وو په نیزد خو حتی د لوستلو قابلیت هم نه لری[/color:764e902518]
[/quote:764e902518]
ښه ښاغليه: کولای شې، چې دغه لمړنۍ نسخه، چې د مولانا ضياء الله ده ستا په قول،
او دويمه چې د وهابيانو تحريف شوې ده، لوستونکو ته وړاندې کړې، يو دوه درې
لمړني مخونه ترې scan کړه، مصرف به يې هم درکړم.
محترم عرفان وحدت صاحب:
تاسو څه فکر کوئ؛ چې ستاسې په دې حرکت به زه د پير سيف الرحمن عقيده
نوره بربنډه نه کړم؟ لکه څنګه چې ځانته زما نه بلکه د زرګونو علماوو عقيده ده، چې
پير جعلي او دروغجن پير وو، نو ستاسې په اړه هم ورته حالت بعيد نه دی.
نن يا سبا به د کتاب پاڼې لوستونکو ته وړاندې کړم، بيا به ګورو، چې لوستونکي
د چا خبرې تصديقوي؛ او د چا تکذيبوي.
آيا د پاکستان او افغانستان اهل حديث، ديوبنديان، تبليغيان، او نور علماء چې د اتباعو
عدد يې په لسګونه مليونونو ته رسيږي، هغوی ټول ستا د پير په اړه دروغ وايي؟
ولې ، هغوی څه مجبوريت لري؛ چې يواځې ستا د پير په باره کې داسې په يوه خوله
فيصله وکړي؟؟ آيا هغوی ټول کذابين دي؛ او يواځې ستا پير معصوم الصادق
والمصدوق دی؟؟
لوی الله جل جلاله دې زړه ته رڼا کوزه کړه، رب دې درته هدايت وکړي.
په درنښت
[quote:764e902518="Erfan Wahdat"]
ګرانه ساپی صاحب،
ځان مه تیروه، ما په کوم ځای کی دا لیکلی چی مونږه یی اوله نسخه منو ولی دا دوهمه یی نه منو ځکه چی تحریف شویده.
نه یی اوله منو او نه یی دوهمه منو او نه زمونږ کتاب دی. او نه یی مؤلف سیفی دی.
په دی ښه پوره ځان پوه کړه چی هدایة السالکین یو حرف هم زمونږه نه دی او نه یی په دربار کی ساتو. همدارنګه دفاع هم نه ترینه کوو.
ته پوه شه او هدایة السالکین، په نامربوطه کتابونو څنګه تاسره تاسره بحث وکړم.
داسی یو کتاب را پیدا کړه چی سیفیانو چاپ کړی وی او سیفیانو لیکلی وی او د هغوی عقاید او نظریات په کی وی.
بیا پری بحث وکړو.
:lol:[/quote:764e902518]
عادل عادل
16.01.2011
سلامونه
[quote:65a7e611a7] دا کتاب په اردو ژبه ده نو پیر صاحب خو قطعا په اردو ژبه نه پوهیدو حتی چی دومره یی هم نه وه یاده چی (کیا حال هی). [/quote:65a7e611a7]
عرفان وحدت صیب ستاسو پیر چې په اردو نه پوهیده نو د خپلو پنجابي مریدانو سره یې ځنګه تفاهم کاوه، که په اردو نه پوهیده نو سبق یې چیرته ویلی وو؟ که یې سبق په افغانستان کې ویلی وي، نو بیا یې په باړه یا پاکستان کې څه کول؟
وحدت صیب توپونه به نه ولې، د ښاغلي وهاج صیب سره په سړه سینه بحث وکړه، که مو د خپل پیر حقانیت ثابت کړ، نو زه وعده درکوم چې ستاسو د سیفیه پیرانو مرید به جوړیژم.
زما په نظر دا به کیدای شي چې امکان ولري تر څو پیر سیف الرحمن غیر ګمراه ثابت کړی، خو غیر ګمراه کوونکی یې ابدا نشی ثابتولای، په بل عبارت ګمراه به خدای خبر وو که نه، خو ګمراه کننده زر په سلو کې وو.
Erfan Wahdat
17.01.2011
ساپی صاحب محترمه!
دومره ګرم یی لکه سهر دی چی هګۍ خوړلی وی. لږ اوبه پسی وچیکه، ظالمه ځان به ووژنی، احتیاط کوه دومره ګرمه مه خوره.
ستا د لعنت خبره خو هیچا هم نه ده درسره غبرګه کړی. زه به یی ورسره غبرګه کړم صرف د آیت د لوستلو په طریقه چی وایی لعنت الله علی الکذبین. نه د لعنت ویونکو په طریقه ځکه چی لعنت ویل ښه کار نه دی.
ټوکه می د هم خوښه شوه.
که دی وس وشو ټول کتاب سکن کړه او په ټول افغان بحثفورم کی ځانته یو فولډر ورته واچوه. یوه متل می خولی ته راغی خو نه به یی وایمه ځکه چی تاسی ته په کی اهانت کیږی.
خیر دی خلک چی هرڅه وایی ودی وایی. ازاده ازادی ده هسی خو هم د بیان ازادی ده او په څنګ کی یی سوټکراسی هم ده.
له دعاوو نه دی یو جهان مننه. الله جل جلاله دی ستا دعاء د ټول اهل اسلام لپاره قبول کړی.
او عادل صاحب:
پیر صاحب په ریښتیا هم په اردو نه پوهیده، دا کولای شی چی ته سیرچ کړی.
او ته هم عجیبه سړی یی، وایی چی له ساپی صاحب سره بحث وکړه.
بحث په څه شی کی وکړم په داسی یو کتاب کی چی ټول کفر ده. د حق او باطل مقابله کیږی؟
دا که د پیر صاحب کتاب وایی، نو زما لپاره خو دا یو ډیر ښه دلیل وه چی د پیر صاحب مریدتوب می پریښی وای ځکه چی دا خو یی ټول کفر غږولی.
خو نه داسی نه ده، دا د پیر صاحب د عقیدی څرګندوی نه ده.
او ساپی صاحب لیکلی دی چی تا په اول کی د پیر صاحب نه پیروی کوله او وروسته بیا ترینه په شا شوی.
ساپی صاحب ښه وایی. په اول کی ما د ددوو سوالونو جوابونه یو څه ورکړل خو هغه د پیروی په خاطر نه وه بلکی حقیقت وه. د تبلیغیانو په باره کی به زه تاسی ته لاندی یو لیکنه کیږم. دا می د دی دلایلو په سبب ورکړی وه. او د دوهمی پوښتنی په جواب کی زه بند شومه. ما ویل چی هلکه دا پیرصاحب څنګه داسی خبره کړیده چی له اسلام سره څنګ نه لګوی. کله می چی تفتیش وکړو نو کتاب او خبره د پير صاحب نه وه.
د تبلیغیانو په باره کی:
د مولوی الیاس نوم خو به دی اوریدلی وی. الیاس د تبلیغی جماعت مؤسس ده. اول به دده عقیدی ته یو لنډ نظر وکړو او بیا به د تبلیغی جماعت نورو غټو کپریو طرف ته هم یوڅه ناڅه سر ورښکاره کړو. له دینه بعد به د ددوی نوری عقیدی او حکم ته یو ځغلنده نظر وکړو. الله جل جلاله دی وکړی چی تر اخیره راسره پاتی شی.
مولوی الیاس او مولوی اسماعیل دهلوی په خپلو تعلیماتو کی لیکی:
- په لمانځه کی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په طرف خپله قلبی توجه له دینه هم بدتره ده چی یو سړی دی په لمانځه کی خر ذهن ته راولی، نعوذباالله منها نعوذباالله. (تقویت الایمان، صفحه ۴۴)
- د چا نوم چی محمد او یا علی وی، هغه د هیڅ شی مالک او مختار نه ده. (تقویت الایمان، صفحه ۳۳) دی کی هم تبلیغیان دی طرف ته اشاره کوی چی انسان مسلوب الاراده ده.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم عزت صرف دومره پکار دی لکه د مشر ورور له دینه زیات نه ځکه چی هغه هم یو انسان ده. (تقویت الایمان، صفحه ۴۸)
- فقط د روضی مبارکی لپاره مدینی ته سفر شرک ده (تقویت الایمان، صفحه ۴۸)
- مولوی اسماعیل وایی، ما په خوب کی کنتم خیر امت اخرجت للناس آیت ولید نو ماته وویل شول چی مونږه ته د پیغمبر په حیث لیګلی یی (ملفوظات الیاس، صفحه ۵۰)
- د لااله الا الله محمد الرسول الله ذکر نشته دا مه کوی (فتاوی نظیریه، صفحه ۴۴۹)
- الله جل جلاله دروغ ویلی شی (براهین قاطیه)
-
مولوی قاسم ناتوی په خپل تعلیماتو کی وایی:
- انبیاء چی د خپلو امتونو نه ممتاز دی صرف د علومو په خاطر دی کنه په عمل کی خو اکثره وخت امت ورسره مساوی وی او یا ورڅخه زیات هم وی.
مولوی رشید احمد ګنګوهی په خپلو تعلیماتو کی وایی:
- د (رحمت للعالمین) لفظ خاص د رسول الله صلی الله علیه وسلم صفت نه ده یعنی د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه غیر نور څوک هم رحمة للعالمین کیدای شی (فتاوی رشیدیه جلد دوم)
مولوی اشرف علی تهانوی ته یوه ورځ خپل شاګرد وویلی چی په خوب کی می کلیمه ویلی چی (لااله الاالله) ددی نه بعد به می خولی ته (اشرف علی رسول الله) راتللو. نو چی له خوب نه هم راپاسیدم او کوشش می وکړو چی محمد رسول الله ووایم نو بیا به می خولی ته اشرف علی رسول الله راتللو.
نو اشرف علی تهانوی ورته وایی چی تسلی وکړه دا ځکه داسی کیدل چی زه د سنت متابعت کوم (رساله الامداد، ماه صفر، سنه ۱۲۳۶ هجری)
د تبليغيانو عقيده او حکم:
تبليغيان وايي: چي د راونډ يو لمونځ په يو کم پنځوس کروړه دی دا خبره غلطه او بیځايه ده په دليل د دغه حديث شريف سره:
ولاتشدالرحال الا الْی ثلاثة مساجد: مجسدالحرام، و مسجدي، والمسجد الاقصْی. [بخاري ج ۱ ص ۲۵۱]
رسول اللهﷺ فرمايي چي: تاسو سفر مه کوئ بې له دغه درېيو ځايونو څخه، لکه مسجدالحرام يعني مکه مکرمه او مسجد نبوي مدينه منوره او مسجد اقصْی بيت المقدس. ددغه حدیث په باره کی د لازیات معلوماتو لپاره وګوری:
[اشعات اللمعات شرح د مولانا شيخ عبدالحق دهلوي(رح) ج ۱ ص ۳۴۸ وګورئ]
او د ملا علي قاری(رح) مرقات شرح د دغه حديث شريف وګوره ځکه موږ رانقل نه کړل چي ډېر زيات اوږد بحث پر سوی دی نو خلاصه او حاصل د مطلب د دغو دوو امامانو د قولونو څخه دا راوزي، چي که دغه نهي تحريمي سي نو راونډ او يا مسجد د راونډ ته سفر کول حرام دی او که دغه نهي تنزيهي سي نو مکروه دی خو په هر صورت ثواب نه لري او خصوصاً پر تقدير د حرمت په دعوه کي د ثواب ډېره خطره د ايمان سته.
۲- تبليغيان چي يو مسجد ته ورسي درې شپې هلته کوي چي سه روزه ورته وايي او تر هر لمانځه وروسته تبليغ کوي او مسلمانان په نفرت کي د دين څخه اچوي او ډېر يې د اسلام څخه خوا پټه کوي دغه عمل د دوی غلط او بیځايه دی په دليل د دغه حديث شريف سره:
(وعن شقيق(رض) قال کان عبدالله ابن مسعود(رض) يذکرالناس في کل خميس فقال له رجل يا ابا عبدالرحمْن لوددت انک ذکرتنا في کل يوم اما انه يمنعني من ذالک اني اکره ان املکم و اني اتخولکم بالموعظة کماکان رسول اللهﷺ يتخولنابها مخافة السامة علينا متفق عليه). [مشکْوة ج ۱ ص ۳۳]
ترجمه: عبدالله ابن مسعود(رض) و خلکو ته يوه پنجشنبه او بله پنجشنبه وعظ او تبليغ د دين کاوی يو سړي ورته وويل چي هره ورځ زما خوښه ده چي ته موږ ته تبليغ کوې ده ورته وويل چي خبر او آګاه اوسه! منع کوي ما د دې هري ورځي د تبليغ څخه دا خبره چي مکروه ګڼم دا چي زه خوا پټه کم تاسو د دين څخه او حال دا دی چي ساتمه تاسو په وعظ سره لکه چي وو رسول اللهﷺ ساتلو يې موږ په تبليغ سره په سبب د بیري د خوا پټه کیدو پر موږ باندي.
نو د دغه حديث څخه ښکاره معلومیږي چي د تبليغيانو دغه عمل چي تر هر لمانځه وروسته بيان کوي دا ناروا او بیځايه عمل دی او بل د دوی پر دغه عمل باندي حديث د عبدالله ابن عباس(رض) دی، چي عبدالله ابن عباس(رض) وويل و عکرمه(رض) ته چي ته تبليغ کوه په هرو اوو ورځو کي يوه فلا او که د زيات تبليغ خواهش کوې نو په هفته کي دوه واره تبليغ کوه او که د زيات خواهش لرې نو په هفته کي درې واره تبليغ کوه په داسي حال کي چي ته به خلک نه خوا پټه کوې له قرآن څخه او زه دي تا پيدا نه کړم په داسي حال باندي چي ته و خلکو ته راسې او دوی په خپل مجلس اخته وي نو ته تبليغ ورته شروع کړې او د دوی مجلس ور قطع کړې او دوی په خوا پټه توب کي واچوې بلکي پټه خوله کښینه څه وخت چي دوی تا امر کړي نو تبليغ ورته وکه او په داسي حال کي چي د دوی به اشتهاء او شوق ورته کیږي. [رواه البخاري، مشکْوة ج ۱ ص ۳٦].
۳ - تبليغيان چي هر مسجد او محلې ته ورسي نو دوی هلته په کوڅو او لارو کي د سرايو او کور دروازې ورټکوي او خلک په کورو کي د مجلس اوکارو څخه باسي او په تکليف کوي يې يا په موټرانو کي سپاره وي خلکو ته تبليغ کوي او په بازارو کي دکاندارانو ته ورځي يا بل ځای چي مجلس جوړ وي نو دوی هلته ځان ور رسوي چي خلکو ته تبليغ وکړي چي خلک له دينه خواپټه کوي، نو دغه
د دوی عمل مردود او غلط او باطل دی په دليل سره د تیر سوي حديث د عکرمه (رض) او بل دليل د فساد د دغه عمل دا حديث شريف دی، چي د رسول اللهﷺ څخه سوال وسو؟ د دوو خلکو د حال څخه چي دوی په بني اسرائيلو کي وه، يو عالم وو چي فقط فرضي لمونځونه يې کول او بيا به کښیناستی خلکو ته بې علم ورښودی او هغه بل به د ورځي روژه نيول او د شپې به يې لمونځ کوی، چي په دغه دوو کي کوم يو افضل او بهتر دی، نو رسول اللهﷺ ورته وفرمايل چي: فضيلت د دغه عالم چي فرضي لمونځ کوي او بيا کښیني خلکو ته علم ورښيي پر هغه عابد باندي چي د ورځي روژه نيسي او د شپې لمونځ کوي داسي دی لکه فضيلت زما- ستاسو پر يوادنْی سړي باندي نو نبيﷺ خو داسي فرمايلي دي چي وروسته تر لمانځه کښیني پر خپل ځای او يا مسجد کي چي تعليم د علم و خلکو ته کوي او داسي يې نه دي فرمايلي چي بستره وتړئ کوڅه پر کوڅه ګرځئ د خلکو دروازې ورټکوئ. [رواه الدارمي، مشکوْة ج ۱ ص ۳٦]
او بل دليل د فساد د دغه عمل دا حديث شريف دی، چي ابوسعيد خدري(رض) فرمايلي دي چي: رسول اللهﷺ وفرمايل چي: په تحقيق سره خلک ستاسو تابع دي او په تحقيق سره خلک راځي و تاسو ته د اطرافو څخه د مځکي او طلب د علم کوي دوی ستاسو څخه، تر ما وروسته په سبب د دې چي تاسو تر ما وروسته عالمان پاتی کیږی او زما خليفګان پاتی کیږی هر وخت چي دوی راغلل و تاسو ته زما وصيت د دوی په باره کي قبول کړئ د خير. يعني په ښه اخلاقو دين و دوی ته ور زده کړئ. [رواه الترمذي، مشکوْة ج ۱ص ۳۴]
نو له دغه حديثه معلومه سول چي خلک به راځي دين به زده کوي داسي نه چي مسلمانان به په کورو او بازارو ګرځي و خلکو ته به دين ور زده کوي نو دغه د دوی ګرځیدل په بازارو کي د دين او اسلام سپکتيا ده.
په حجة المبلغین کی یی قرآن داسی تحریف کړیدی:
د نمونې په توګه په حجة المبلغين، په صفحه ۹۴ کي د اول چاپ کی د الزمر نهم آیت تحريف يې کړی دی:
د يعلمون څخه هغه علماء نه دي مراد چي دوی علم د درمختار، مسبوط او فتح القدير څخه زده کړی وي، بلکه هغه علماء ځني مراد دي چي دوی مسلمانان وي علم يې پر حقيقت د دين اسلام راوستلی وي او پر حقيقت د توحيد يې علم راوستلی وي، نو اوس دلته ډېر بارک کتل په کار دي چي علم د درمختار، مسبوط او علم د فتح القدير اسلام نه سي لکه دوی چي وايي: نو به علم
د اسلام سړی چيري پيدا کړي، نو دغه خو تبليغيانو د خپلي عقيدې په فساد خپله شاهدي ادا کړې ده.
د تبليغيانو يوه بله دعوه:
تبليغيان د کلمې شريفي ترجمه داسي کوي، چي يقين جوړول پر هر څه کولو د اللهﷻ او يقين پر هر څه نه کولو د بنده، دغه ترجمه باطله او مردوده ده، په دليل د دې آيت مبارک:
(شَهِدَاللهُ) اي بين لخلقه باالدلائل والايات (اَنهُ لاَاِلْه) اي لا معبود بحق في الوجود (اِلاَهُوَ) و شهد بذالک (الملائکة) باالاقرار (وَاُولُوالعِلمِ) من الانبياء و المؤمنين بالاعتقاد واللفظ (قَائِماً بِالقِسطِ لاَاِلْهَ اِلاَهُوَالعَزِيز) في ملکه (الحَکِيم) في صنعه). [جلالين ج۱ ص ۴۸]
وجه د دلالت دا ده چي معنْی د (لااله الاهو) چي نسته لايق
د عبادت مګر يو اللهﷻ لايق د عبادت دی اصل مقصد دا دی چي شريک نه لري نه په ذات کي نه په صفات کي نو دغه توحيد سو، او بله خبره دا ده چي دغه ترجمه مذهب د جبريه وو دی، او
د جبريه وو په شان کي دا حديث مبارک راغلی دی:
(وعن ابن عباس(رض) قال قال رسول اللهﷺ صنفان من امتي ليس لهما في الاسلام نصيب المرجيه والقدريه). [رواه الترمذي، مشکوْة ج ۱ ص ۲۳]
او بله خبره دا ده چي کلمه شريفه خو جز د ډېرو آيتو ده په دغه باطله ترجمه کي خو د دغه ټولو آيتو تحريف راځي، او چي څوک په قرآن شريف کي تحريف وکړي، نو دغه سړي ته کتاب شديد ګمراه او مضل او فاسق ويلی دی.
د تبليغيانو د مشرانو فيصله:
مولانا جمشيد مولانا فهيم په اسلام آباد پاکستان کي د سې روزې په تقرير کي پر ۲۹ تاريخ د اپريل د مياشتي په ۲۰۰۹م کال کي داسي وويل چي اسلام د امن مذهب دی له دې وجي مسلمانانو ته د طاقت په ذريعه د خپلي عقيدې جوړولو پر ځای د اسرائيلو په شمول په پوره ټوله دنيا کي د ورورګلوۍ چاري د تبليغ کولو دي او مولانا محمد احمد وويل چي هغه خلک ناپوه دي چي دا فکر کوي د طاقت په زور شريعت نافذ کیدای سي، او د درې ورځني تبليغي جلسې د ختمیدو په ورځ يې خبري کولې امير حاجي عبدالوهاب وويل چي د اسلحې په زور شريعت نه سي نافذ کیدای که داسي وای نو الله تعالْیﷻ به د انبياوو
د ساتني او د دوی د مذهبو د چلولو لپاره ملايکي را استولي وای، او دوی وويل چي زموږ نبيﷺ هيڅکله د زور استعمال نه دی کړی بلکه په (اَمنَه) طريقه سره يې د اللهﷻ پیغام خپور کړی دی دوی د اسلام په نامه پر انتها پسندي او شدت پسندي بد وويل، او د تبليغي ډلي مشرانو د توپک په زور د شريعت چلول رد کړل او دغه بيان زموږ په ښار کي تقريباً د هر ملا څخه کتلای سئ پاکستانی اخبار دی په ټوله دنياکي تقسيم سوی دی ځکه دغه رسمي اعلان وو د تبليغيانو په مشرق اخبار کي، د اخبار سرنامه. [کوئټه اور حب سڤ شائع هونيوالا واحد قومی روزنامه]
نو دغه دعوه يا اعلان باطل دی په دليل د دغه آيت مقدس سره:
(ياايهاالنبي جاهدالکفار) اي بالسيف (والمنافقين) اي باللسان والحجة (واغلظ عليهم) ای بالانتهار والمقت (وماوهم جهنم وبئس المصير). [جلالين ج ۲ ص ۴٦٦]
نو دلته ښه ښکاره سول چي تبليغي جماعت د دغه آيت مقدس څخه منکر دی او په انکار د آيت کريمه څخه خطره د ايمان سته، نو مذهبي خلک ښه پوهیږي چي د رسول اللهﷺ غاښ مبارک شهيد سو او د قرآن شريف ډېر آيتونه د دغه شاهدي ادا کوي چي اسلام په توره راغلی دی او تر قيامته پوري و موږ ته امر دی چي موږ به جهاد کوو، نو که څوک درې ورځي تبليغ ته ولاړ سي نو هغه بيا جهاد نه کوي که وخت ډېر ورسره تیر کړي نو بيا د جهاد څخه منکر سي اللهﷻ مو دي د دغه فاسدي طريقې څخه وساتي او اللهﷻ دي استقامت د جهاد را په برخه کي آمين يا رب العلمين.
تبليغيان په خپل کتاب (حجةالمبلغين ص۴۳) کي دا خبره کوي چي په دعوت واللهﷻ ته رسولان پوهیدل او زموږ جماعت چي شيخ محمد الياس تأسيس کړی دی په دعوت واللهﷻ ته موږ پوهیږو، نو دا خبره د دوی باطله ده په دليل د دغه آيت شريف:
(سبحان ربک رب العزة) ای الغلبة (عمايصفون) ای بان له ولداً (وسلام علی المرسلين) ای مبلغين عن اللهﷻ التوحيد والشرائع (والحمدلله رب العْلمين) ای علی نصر هم وهلاک الکافرين). [جلالين ج ۲ ص ۳۷۹]
د ښځو جماعت د تبليغيانو څه حکم لري:
او تبليغيان د ښځو جماعتونه جوړوي بيا هغه کور پر کور ګرځي و ښځو ته تبليغ کوي، او حقيقت دا دی تاسو د علماوو څخه پوښتنه وکړئ زموږ د مذهب کتابونه و ښځو ته د فرضي لمانځه لپاره مسجد ته د ښځو تګ منع کړی دی نو ستا غيرت او ايمان دا څنګه قبلوي چي خپله زنانه د بل کور ته استوې او پر خپل غيرت پرده اچوې چي هغه فرضي جهاد پر مسلمانانو فرض دی هلته ولي خپله بي بي نه درسره بيايې چي هلته بيا ستا او
د ښځي غيرت معلومیږي ځکه په غزاګانو کي د صحابه کرامو(رض) سره خپلي بي بي ګاني د جنګو لپاره تللي دي، او د تبليغ لپاره نه دي تللي ځانونه پوه کړئ چي اسلام تر ننه پوري په توره راغلی دی او تر قيامته به په توره چلیږي په خبرو که اسلام غواړې نو د علماوو څخه پوښتني کوه د علماوو سره مجلسونه او محبت کوه ځکه وارثان د نبيانو دي او د طالبانو سره محبت او وصيله رحمي شفقت کوه ځکه طالبان بيا ستا په همکاري علماء جوړېږي و طالبانو او ملايانو ته بد مه وايه قدر او عزت يې کوه.
دليل زموږ د مذهب:
(وقال العلامة ابن عابدين(رح) و اذا منع حضورالجماعة فمنعها عن حضورالوعظ والاستسقاء اولْی، و ادخله العيني في الجماعات و ما قلناه اولْی). [منحة الخالق بهامش البحر، ج ۱ ص ۳۵۹]
(وقال شمس العلماء العلامة ابن نجيم(رح) قال المصنف في الکافي والفتوْی اليوم علی الکراهة فی الصلوْة کلها لظهورالفساد، و متْی کره حضورالمسجد للصلْوة فلان يکره حضور مجالس الوعظ خصوصاً عندهْؤُلاء الجهال الذين تحلو بحلية العلماء اولْی). [ذکره فخرالاسلام اه، البحر الرائق ج ص ۳۵۸]
(وقال العلامة عالم بن العلاء(رح) و الفتوْی اليوم علی الکراهة في کل الصلْوة لظهور الفساد و متْی کره حضورالمسجد للصلْوة لان يکره حضور مجالس الوعظ خصوصاً عندهْؤُلاءِ الجهال الذين تحلو بحلية العلماء اولْی). [الفتاوْی التتارخانية ج ۱ ص ٦۲۸]
که نور زيات تفصيل غواړئ نو (الکفايه مع فتح القدير ج ۱ ص ۳۱۸) وګورئ او د مفتي رشيد احمد رساله (اکرام مسلمات) وګورئ نو به ښه درته ښکاره سي چي د ښځو لپاره د کوره وتل او په نور کورو کي تبليغ کول څه حکم لري نو محترمو وروڼو د مذهب
د علماوو د ټولو اتفاق دی چي د ښځو لپاره تبليغ ناجائز دی.
او شيخ الحديث مولانا عبدالستار صاحب په ملتقط صفحه ۲۳ کي داسي ليکلي دي:
(تنبيه علْی خطاء حکم اهل التبليغ بان صلْوةً واحدة ً في وقت الخروج الی التبليغ وايضاً اداء صلْوة واحدةً في روانِدتبليغ مقدارتسع و اربعين کرور(۴۹۰۰۰۰۰۰۰) وهذالحکم يستخرجونه من ضم حديثين والضرب بين العددين للثوابين الذين ذکرا فيهما فانا اذکرالحديثين ثم اجيب عن استدلالهم بهما . الحديث الاول مذکورفي ابن ماجه ص: ۲۰۳عن علي بن ابي طالب و ابي الدرداء وابي هريرة وابي امامة الباهلي و عبدالله بن عمر وجابربن عبدالله وعمران بن حصين(رض) کلهم يحدث عن رسول الله ﷺ انه قال من ارسل بنفقةٍ في سبيل الله واقام في بيته فله بکل درهم سبع مائة درهم ومن غزا بنفسه فی سبيل الله وانفق في وجه ذْلک فله بکل درهم سبع مائة الف درهم). [ابن ماجه باب فضل النفقة فی سبيل الله ص : ۲۰۳]
ترجمه:- د تبليغيانو د حکم پرخطاباندي تنبيه: تبليغيان وايي چي کله سړی په تبليغ ولاړسي د هغه يولمونځ او دارنګه په راونډ کي يولمونځ په نه څلويښت کروړه دی دغه حکم دوی
د دووحديثونوله ضمیدو څخه کوي (يعني دوی دوه حديثنونه سره يوځای کوي) اوپه هغودووحديثونوکي چي کوم ثواب ذکردی په هغو کې ضربوي يعني ديوه عددپه هغه بل کي ضربوي هغه دوه حديثونه يو په ابن ماجه کي له علي بن ابي طالب ، ابي درداء، ابي هريره، ابي امامة الباهلي، عبدالله بن عمر، جابربن عبدالله اوعمران بن حصين(رض) څخه روايت دی چي رسول اللهﷺ وويل چي کوم څوک دالله تعالْیﷻ په لارکي نفقه ولیږي او دی په خپل کورکي کښیني نود ده لپاره د هردرهم په عوض اووه سوه درهمه دي اوکوم څوک چي دالله تعالْیﷻ په لارکي غزاوکړي اوپه دې لارکې نفقه ورکړي نو د ده لپاره د هر درهم په عوض اووه سوه زره (يعنی اووه لکه ) درهمه دي. [ابن ماجه باب فضل النفقة فی سبيل الله ص: ۲۰۳]
(والحديث الثاني مذکورفي ابي داؤد في باب تضعيف الذکرفي سبيل الله عزوجل عن زبان بن فائدعن سهل بن معاذعن ابيه قال قال رسول اللهﷺ ان صلْوة والصيام والذکريضاعف علی النفقة في سبيل الله عزوجل بسبعمائة ضعف). [ابوداؤدص۳۳۸مطبع سعيد]
(فاهل التبليغ ضربوا العددالمذکور في الحديث الاول في العددالمذکور في الحديث الثانی هکذا ۷۰۰۰۰۰� ۷۰۰، حصل ۴۹۰۰۰۰۰۰۰)
ترجمه: دوهم حديث په ابوداؤدباب تضعيف الذکرفي سبيل الله عز وجل کي له زبان بن فائداوسهل بن معاذ اود هغه له پلارڅخه روايت دی چي رسول اللهﷺ وويل چي دالله تعالْیﷻ په لارکي د لمانځه، روژې، ذکر او ثواب د نفقې (کومه چي دالله تعالْیﷻ په لارکي وي) په اووه سوه (۷۰۰)چنده دی نو تبليغيانودغه عددکوم چي په اول حديث کي دوی ضرب کړی دی په هغه عددکي کوم چي په دوهم حديث کې ذکر دی هغه ضرب يې داسي کړی چي۷۰۰۰۰۰ اووه لکه يې په (۷۰۰) سوه کي ضرب کړي دي نوحاصل يې (۴۹۰۰۰۰۰۰۰) نهه څلوېښت کروړه کیږي.
(والجواب الاول عن استدلالهم ان حديث ابي داؤد ضعيف قال خليل احمد(رح) فی بذل المجهود شرح ابي داؤدوالحديث ضعيف لان في سنده زبان بن فائد وسهل بن معاذ اه ). [بذل المجهود ص : ۲۰۱ج : ۳ ]
ترجمه: د دوی له استدلال څخه د اول جواب خلاصه داده چي مولاناخليل احمد(رح) په بذل المجهود شرح ابوداؤد کي ويلي دي چي د ابوداؤد حديث ضعيف دی، ځکه چي په سندکي يې زبان بن فائداوسهل بن معاذراغلي دي .
(والجواب الثاني ان هْذين الحديثين قد وردا في فضيلة الجهاد وللجهاد فضائل وخصائص ليست لغيره من الاعمال الصالحة فکيف يقاس غيره عليه کما قاس اهل التبليغ تبليغهم عليه کما ان نفقة غيرالصحابة(رض) مثل جبل اُحُد لاتساوی نفقة الصحابةرض قدرمُدٍکماهومصرح فی الحديث .
ترجمه: دوهم جواب دادی چي دغه دواړه حديثونه د جهاد په فضيلت کي راغلي دي اود جهاد لپاره داسي فضائل او خصائص سته چي د نورواعمال صالحه لپاره نه وي نوڅرنګه به بل شی پرقياس سي لکه څرنګه چي تبليغيانوداسي قياس کړی دی لکه څرنګه چي په حديث شريف کي راغلي دي: چي له صحابه(رض) پرته د بل چانفقه که څه هم د اُحُدد غره برابره وي د صحابه(رض) دنفقې له يوه مُد( ۶۸تولې ۳ماشې) سره نه ده برابره .
(والجواب الثالث علی التنزل نقول ان سبيل الله المذکورفي الحديثين عام يشمل الحج والخروج في طلب العلم والجهاد و زيارة المدينة المنورة و زيارة الصلحاء و زيارة الابوين واعطاء ذی القربْی واليتامْی والارامل والمساکين و ابن السبيل وغيرذْلک من الاعمال الصالحة فما لهْؤُلاءِ الاغمارخصوا و حصروا سبيل الله العام فی التبليغ وغرهم في صنيعهم هذاما کانوايفترون وقد او قعوا العوام الهمج الارزال في الخديعة فيظنون ان انفاق الدرهم فی سبيل التبليغ يبلغ کذا وکذا درهما فيترکون الاولادالصغار والازواج هملا بلازاد ونفقة ويقولون نحن متوکلون علی الله تعالْی فيتکفف الناس اولادهم وزراريهم وازواجهم وهذا کما قالت اهل اليمن حين يحجون نحن متوکلون ولم يتزودوا فاذاوصلوا الی مکة سأ لواالناس فردالله تعالْی عليهم کماهو مذکور في القرآن العظيم)
ترجمه: درېيم جواب تنزلي دی يعني موږ وايوچي د الله تعالْیﷻ لاره عامه ده حج، علم، جهاد، زيارت د مدينې منورې، زيارت د صالحانو، زيارت د موراو پلار، قريبانو ته ورکړه، يتيمانو، ارامل، مسکينانو، مسافرو او نورو اعمالو صالحه ووته، نوڅه وجه ده د دغو خلکو د سترګو د پټیدو چي دوی د الله تعالْیﷻ لار يوازي په تبليغ پوري خاصه کړې ده او په خپل کارخطاوتلي دي دغه دوی له ځانه جوړه کړې ده اوعوام يې په دوکه کي اچولي دي دوی ګُمان کوي چي اِنفاق د يوه درهم د تبليغ په لارکي دومره، دومره درهمو ته رسیږي نوخپل کوچني اولادونه اوخپلي ښځي بیله خرچې اونفقې پرېږدي او بياوايي چي موږ پرالله تعالْیﷻ باندي توکل کړی دی نو د اولادو او ښځولپاره له نوروخلکوڅخه کفاف غواړي دارنګه به اهل يمن هم ويل کله چي به حج ته تلل نو ويل به يې چي زموږتوکل پرالله تعالْیﷻ باندي دی له ځانه سره به يې شی نه اخيستی خوکله چي به مکې مکرمې ته ورسیدل نوبيابه يې له خلکوڅخه سوال کاوه نوالله تعالْیﷻ پردوی باندي رَد وکړ لکه څرنګه چي په قرآن عظيم کي راغلي دي.او په ملتقط صفحه ۲۴ کي داسي ليکلي دي:
(اعلم ان التبليغ لايجوز لکل احد سواء کان عالما اوجاهلا بل يجوز للعالم فقط قال فی الهندية الامربالمعروف يحتاج الْی خمسة اشياء اولها العلم لان الجاهل لايحسن الامربالمعروف والثاني ان يقصد وجه الله تعالْی و اعلاء کلمته العلياء والثالث الشفقة علی المامور فيأمره باللين والشفقة والرابع ان يکون صبورا حليما والخامس ان يکون عاملا بمايأمره کيلا يدخل تحت قوله تعالْی [ لِمَ تقولون ما لا تفعلون] ولا يجوزللرجل من العوام ان يأمر بالمعروف للقاضي والمفتي والعالم الذي اشتهرلانه رُبَما کان به ضرره في ذْلک والعامي لايفهم ذْلک کذافي الغرائب اه). [هندية ص: ۳۵۳ج: ۵ مکتبه ماجدية پاکستان]
(وايضاً قال فی المدارک و مِن للتبعيض لان الامربالمعروف والنهي عن المنکرمن فروض الکفاية ولانه لايصلح له الامن علم بالمعروف والمنکر وعلم کيف يرتب الامرفي اقامته فانه يبدأ بالسهل فان لم ينفع ترقی الی الصعب اه). [مدارک علْی هامش الخازن ص: ۳۶۸ج : ۱ مطبع بيروت ]
(وايضا قال فی الجلالين و مِن للتبعيض لان ما ذکر (ای الامر بالمعروف والنهي عن المنکر) فرض کفاية لايلزم کل الامة ولايليق بکل احد کالجاهل اه). [جلالين ص : ۵۷ج : ۱ مطبع اصح المطابع کتب خانه رشيديه دهلي]
ترجمه: پوه سه! چي تبليغ د هرچا لپاره که هغه عالم وي ياجاهل نه دی روابلکه يوازي د عالم لپاره روا دی په هنديه کي دي چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر پنځوشيانوته ضرورت لري اول له هغو څخه علم دی، ځکه چي جاهل په امر بالمعروف نه پوهیږي دوهم داچي قصد به يې د الله تعالْیﷻ رضا او د کلمته العليا لوړوالی وي درېيم داچي پر مامورباندي به شفقت کوي په نرمي اوشفقت سره به امر ورته کوي څلورم دا چي صبرکوونکی اوحليم (د زغم خاوند) به وي پنځم داچي په کوم شی چي امرکوي د هغه به پخپله کوونکی وي د دې لپاره چي تردې قول د الله تعالْیﷻ ( لِمَ تقولون مالا تفعلون) لاندي نه سي .
او د عوامو لپاره نه ده رواچي قاضي، مفتي او هغه عالم ته چي مشهور وي د امر بالمعروف امر وکړي، ځکه چي ډېر وخت داسي وي چي په دې ضرر د هغه شي هر عام سړی نه پوهیږي دارنګه په غرائب کي دي. او دارنګه په مدارک کي دي چي (مِن ) د تبعيض لپاره دی، ځکه چي امربالمعرو ف او نهي عن المنکر له فرض کفايي څخه دي او له علم پرته څوک د امربالمعروف والمنکر صلاحيت نه لري اوعلم به پرکيفيت د اقامت د آمر لري، ځکه چي شروع به په آساني سره کوي که يې چيري نفع نه ورکوله نوبيابه سختي کوي.
دا رنګه په جلالين شريف کې دي چي (مِن) د تبعيض لپاره دی، ځکه چي هغه ذکرسوی (امربالمعروف والنهي عن المنکر) فرض کفايي دی پرټول امت باندي، نه دی فرض اونه لايق دی هرجاهل ته.
دپیر سیف الرحمن د عقیدی او افکارو په اړه
chaparharay
17.01.2011
السلام علی من اتبع الهدی
عرفان صاحب د وهاج ساپی صاحب سره اول خبره خلاصه کړه یایی ورسره ومنه او یا یو معقول ځواب چی په شرعی نصوصو (کتاب الله؛سنة رسول الله؛اجماع د امت؛صحیح قیاس)بنا وی وریی کړه او لوستونکو ته حق را څرګند کړی همداسی منځغړوپه یی مه پریدئ
بیانو ښاغلی خذیفه صاحب سره که بحث شروع کوی بیا درته اجازه ده داسی نه چی دلته غوپه هلته غوپه دادی څه شروع کړی
او د حذیفه صاحب نه هیله لرم چی ورسره شروع ونه کری داسی معلومیږی چی دا سړی اوس تختی خو لار ورڅخه ورکه ده پریدی چی همداسی چورلیګی چی در نه اونه اوزی تر څو یی حق ته غاړه نه وی ایخی
او د ښاغلی وهاج ساپی صاحب ته هم داعرض کوم چی فقط د اهل حدیثو نه چی ایرفان پری ګذارونه کړی وو دفاع وکړی او دا تبلیغی حضرات هسی هم ...دی پریده چی هر څه پی وای اګر چی د هغو په حق کی هم یوڅه ظلم کړی خو یو څه حق یی هم پسی لیکلی هغوی هم لکه د پیرانو پشان خلک د الله دکتاب نه منع کړی او په خرافاتو یی اخته کړی هغوی خو همداسی ښه دی
وماعلینا الا البلاغ
Erfan Wahdat
17.01.2011
چپلیاریه وروره!
زه له ساپی سره هیڅ هم نه لرمه چی ورسره خلاص یی کړمه. ستا خو په خبره سر نه دی خلاص شوی خو زه به یی په لاندی ډول درته خلاصه کړمه.
ما ویلی وه چی که هرڅوک په پیر صاحب باندی کوم رد لری نو مهربانی وکړی.
ساپی صاحب یو کتاب (هدایة السالکین) پیداکړ، ګمان کیده چی دا به د پیرصاحب کتاب وی او په هغه کتاب کی یوڅه کفری لیکل شوی وه.
ما هم داسی ګمان کاوه چی دا د پير صاحب کتاب ده. خو تر ننه پوری ما دا کتاب نه وه لیدلی صرف نوم می اوریدلی وه.
کله چی ساپی صاحب ددی کتاب له منځ نه یو څو خبری را وښکلی نو ماته یی یو څه شکونه راپیدا کړل، ځکه حق وه.
بیا ما په دی باره کی معلومات را پیداکړل چی دا کتاب د پیرصاحب نه ده او نه د پیرصاحب عقیده څرګندوی.
که دا د پیرصاحب کتاب وای نو بیا خو دا ډیره سخته خبره وه. خو خوشبختانه داسی نه ده.
نو اوس وروره، کتاب چی د پیرصاحب نه ده نو څنګه یی تاسی په ما راتپی او څنګه به زه په داسی کتاب کی بحث وکړم چی نه یی شم کولای. ځکه چی دا خو زه هم په داګیزه توګه وایم چی دا کتاب ګمراه کوونکی ده.
او که ته بیا دا په ثبوت رسوی شی چی دا د پيرصاحب ده نو زه بیا درته له دی مریدۍ تیریږم. بس ده!!!
دپیرسیف الرحمن د عقایدو او....
chaparharay
17.01.2011
عرفان وروره مونږ او تاسی الله مکړه کومه شخصی دښمنی نه لرو خو د حق او باطل معلومول وو تاسی هم ډیر کتابونه ذکر کړی وو چی دا د اهل حدیثو تعنی وهابیانو دی چی مونږ رد کړل یو کتاب مو پیژانده چی هغه هم د یو مذهبی عالم مفسرالقران الشیخ محمدطاهر صاحب کتاب وو او دا چی مونږ حنفیان نه یو او الشیخ صاحب ډیر جیدجید عالمان شاګردان لری هغه یی باید ځواب کړی خو چی تر اوسه پوری دهغه صاحب شاګردانو ځواب ونه وای نه پوهیږم ولی
او هغه نور کتابونه مانه پیژندل نو ومی لیکل چی نه یی پیژنم خو که هرچا لیکلی وی که همداسی واقعی وی چی کوم تاسی رانقل کړی نو بیاخو تاسی نه اول یی مونږ ردوو
اوس چی تاسی هم ددی کتاب نه انکار وکړ چی د پیر صاحب نه دی نو که رښتیا هم دپیر صاحب اویا دهغه د شاګردانو اود هغه د لاری کتاب نه وی نو اوس دومره خبره باقی ده چی ساپی صاحب یی ثابته کړی چی دا دپیرصاحب سیف الرحمن یا دهغه د پیروانو کتاب دی نو که ثابت شوه ستاخو دا وعده شوه چی دا طریقه به پریدی او حق به اخلی حقپرست به شی
خو که ستاسی یوی خبری ته پام وی نو تاسی لیکلی وو چی د سیفیه دربار منجاور راته وویل چی دا کتاب اوس وهابیانو تحریف کړی او بل یی چاپ کړی اوس دا هغه کتاب نه دی پاتی نو په دومره لوی ګوند (السیفیه)کی خو به د کوم ملګری سره مو هغه اصلی نسخه وی چی سکین یی کړی پریده چی دا د ساپی صاحب شرط هم پوره شی او لوستونکی هم پوه شی چی دا د پیرصاحب کتاب نه دی او رښتیاهم هسی چا پری ورتپلی دی
وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد واله واصحابه اجمعین
Erfan Wahdat
17.01.2011
چپلیاریه وروره:
ستا د اخیری خبری په رابطه:
کوم چا چی ماته په سیفیه دربار کی دا ویلی وه چی دا هغه پخوانی کتاب نه ده نو مطلب ترینه دا نه ده چی هغه اولنی زمونږه ده او دا دوهم تحریف شویده.
مطلب ترینه دا ده چی دا کتاب اوس په هغه اوله بڼه نه ده پاتی، یعنی مخکی لږ ښه وه خو اوس بیخی د بدو نه بدتر شویده.
پاتی شوه ستا او د ساپی صاحب اندیښنه.
الله جل جلاله حاظر او ناظر ده چی ما ورته د اولی نسخی ویلی دی، او هغه هم راسره وعده وکړه چی زه به یی درته ولټوم.
له دینه هم دا په ډاګه معلومیږی چی دا کتاب مونږه سره کوم تړاو نه لری که یی لرلی نو حتما به مونږه سره په کتابخانه کی موجود وایی. یو څوک چی کتاب لیکی نو هغه سره خو یی حتما یو جلد وی. خو په ټول سیفیه دربار کی نشته.
بیا هم دا زه تاکیدا وایم چی کتاب راپیدا کوم، خو وخت غواړی.
نوروز خان
17.01.2011
السلام علیکم
عرفان وحدت صیب او نورو یارانو ته السلام علیکم
عرفان وحدت صیب نن مې ستا دلیکنو له جملې هغه اوږده ځوابیه تریوه حده ولوسته ، په کومه کې چاتاسو په خپل زعم دتبلیغیانو غلط عقائد رابرسیره کړي دي .
ستاسو په دې ځوابیه کې تاسو ددیوبندي مسلک برجسته علماء په نښه کړیدي ،خپل ګیډي افترأات مو رااخیستي او بیا مو ویلي چې دوی داسې فرمایي ، وروره زه یې نوره نه درسره چیړم او نه دا بحث په زیاتي اوږدولو ارزي ، خو ستالیکنو ماته دومره فایده وکړه ، چې دباړې دمرحوم پیرصیب دنظریې په اړه مې سردپخواپه نسبت ښه خلاص شو ،ماڅو کاله وړاندې یو کوچنوټی کتاب لیدلی وه چې نوم یې وه (جعلي پیر ) په دې کتاب کې دباړې دپیر صیب خدای دې له ګناهو ورتېر شي ،له مختلفو کتابونو څخه عجیب او غریب اقتاباسات رااخیستل شوي وه ، او بیا پرې قضاوت شوی وه ، دهغه کتاب ډیرې خبرې مې نه دي یاد خودا ځای مې په کې یاد دی ، چې دهغه کتاب په وینا پیرصیب په خپل لیکنو اوملفوظاتو کې فرمایلي وه ، چې سلفیان ، مودودیان ، تبلیغیان ، نشنلیان ،مسلم لیګ ،پیپلیان او نورې مسلمانې ډلې مطلق کافران دي ، رایونډ دکفر ستر مرکز دی ، سره له دې چې زه ځان دیوبندی نه بولم ، ځکه دیوبند یوازې یوکلی دی ، زه ځان دافغانستان مسلمان بولم ، خوڅرنګه چې په اصولو او فروعو کې دافغانستان احناف کټ مټ دیوبندیانو ته ورته دي ، نو ددیوبندیانو په اړه مې دپیر صیب نظریه هم په کې وپلټله ، پیر صیب دهماغه کتاب ( جعلي پیر) په حواله دومره ګوزاره کړې وه ، چې دده په ټکو جمعیت علماء اسلام او دیوبندیان ترنورو لږ ښه دي خو په صراط مستقیم دوی هم نه دي برابر ....
دغه رنګه زما یوجیدعالم ملګري چې تراوسه مې دروغ نه دی ترې اوریدلي او نه مې ددروغجن شک پرې راځي خپل دسترګو لیدلی حال راته بیاناوه ده ویل چې څوکاله وړاندې ددارالعلوم حقانیي له سترشیخ الحدیث مفتي محمد فرید چې خپله هم ستر صوفي او دمولانا نصیرالدین غورغوشتوی رحمه الله خلیفه مجاز دی ،له ده څخه چا پوښتنه وکړه چې په لمانځه کې جذب څنګه دی ،شیخ صیب په ځواب کې ورته وویل چې دغه جذبه به خالي نه وي یا به په دروغووي یا په رښتیا ، که په دروغو وي لمونځ فاسدوي او که په رښتیا وي لمونځ خوفاسد دی اودس هم ورسره ماتیږي ځکه دی بي اختیاره بلل کیږي ،چې خپل مفاصل او اعضاء په کنترول کې نه شي ساتلی ،دنوموړی مولوي صیب په وینا کله چې داخبره دباړې مرحوم پیر ته ورسیده دستي یې فتوا ورکړه چې مفتي فرید هم کافر دی ، نعوذ بالله ...
نوعرفان وحدت صیب ستا لوړې خبرې اوپه برحقو علماء باندې غلط تورونه او الزامونه چې ګورم ، یوازې مې دهغه کتاب ( جعلي پیر) دمحتویاتو په اړه شک په یقین بدل شو،هیله کوم چې په داډول موضوعاتو کې دومره جسارت او بي احتیاطي مه کوه ، لوړ علماء چې تا ډیرې ګډوډې پورې تړلې دي ، دعامه تواتر له مخې هریو په خپله وخت کې جید عالم ، شیخ الحدیث اودخدای ولي وه ، چې ښایی ستا پیرصیب به یې ګرد ته هم ونه شي رسیدای هیله کوم ، دپیرصیب دفاع په داسې انداز وکړې چې نور برحق علماء او مسلمانان درڅخه مجروح نه شي
په همدې هیله
رښتینی
17.01.2011
که دا بحث د ملی اواسلامی غورځنګونوفورم ته نقل شی نوډیره
به ښه وی او یا که ناندرییزی بحثونوته ور وتوغول شی خو ډیره به
ښه وی اوس چی بحثفورمونه د نظم په لور روان دی نو بایداړوند
مسئولین خپلو دندوته ځیر واوسی
په مینه
و.افغان
17.01.2011
محترمو!
کوښښ به کوو، چې بحث ګډوډ نشي، او بل طرف ته لاړ نشي.
هدايت السالکين د پير سيف الرحمن خپل کتاب دی، د کوم په سبب چې الله جل جلاله
شرمولی او رسوا کړی دی.
دغه کتاب 15 کاله مخکې د پير خپلې مدرسې چاپ کړی دی.
اوس ترې د هغه خليفګان ولې انکار کوي؟ آيا هدايت يې موندلی دی، او که بل څه؟
حقيقت دا دی چې دغه خليفګان اوس د سيفيانو دربار ګرم ساتي، او دربار کې هم
د پيسو کمۍ نه وي، او هم د جنس.
دغه د پير سيف الرحمن له برکته.
که چېرته له دغو کفريات چې پير سيف الرحمن په خپل دغه کتاب او نورو کې غږولي
دي؛ عام خلک خبر شي؛ نو د دوی سيفيه دربار ته دړې وړې شي.
لکه څنګه چې په باړه کې دړې وړې شو، او بيا يې لاهور ته نقل کړ.
زه تاسو د دغه کتاب يو څو پاڼې چې نن ماخوستن سکين کړي دي؛ ږدم.
اوس تاسو لوستونکي فيصله وکړئ، چې دغه کتاب د پير سيف الرحمن دی، او که نه؟
که چېرې زه پوهېدی چې عرفان وحدت صاحب به راته د قسم په حالت کې دروغ نه وايي
نو ما به قسم ورکړی وو؛ چې دغه کتاب د پير سيف الرحمن دی او که نه؟
خو اوس زه په الله جل جلاله هم قسم نه ورکوم، ځکه چې متيقن يم چې دی به راته دروغ
وايي، لکه څنګه چې روافض شيعه ګان دروغ د خپل دين برخه لري؛ همدارنګه دروغ
ويل، دجل، بهتان، او چوتار د دغو پيرانو د تګلارو لازمه برخه ده.
اوس دا تاسې او د پير سيف الرحمان د کتاب يو څو پاڼې:
په درنښت
و.افغان
17.01.2011
[img:3f3b0bd88c]http://i54.tinypic.com/k3n4av.jpg[/img:3f3b0bd88c]
و.افغان
17.01.2011
پير سيف الرحمن دغه کتاب د يوه بل شخص چې پير محمد چشتي نوميږي، د هغه
د انتقادي ليک په مقابل کې ليکلی دی.
پير سيف الرحمن د کتاب په پيل کې اعتذار وړاندې کوي، چې مورنۍ ژبه يې پښتو
ده، خو په اردو ګرامر کې به ترې يو څه تقصير کيږي.
اوس تاسې او د پير محمد اعتراضي ليک چې پير سيف الرحمن ته يې رالېږلی وو، چې
د پير محمد چشتي په خپل قلم سره مؤرخ ليکل شوی دی، او پير سيف الرحمن د خپل
کتاب په پيل کې د هغه کاپي ايښې ده، تر څو پرې رد وکړي.
[img:54c19dc948]http://up.arab-x.com/Jan11/UMN19169.jpg[/img:54c19dc948]
[img:54c19dc948]http://up.arab-x.com/Jan11/k6M19169.jpg[/img:54c19dc948]
[img:54c19dc948]http://up.arab-x.com/Jan11/Udw19169.jpg[/img:54c19dc948]
و.افغان
23.01.2011
د پير مريد او خليفه صاحب، عرفان وحدت او وزيريه صاحب.
چېرته ورک شوئ؟
د پير سيف الرحمن په اړه مو بحث کې لا ډېر څه پاتې دي.
په درنښت
و.افغان
26.01.2011
فوروم ته د ښاغلي عرفان وحدت د بيا را ګرځېدو په مناسبت:
پير سيف الرحمن وايي ، چې دی 8000 خليفګان لري، او د دغو خليفګانو له جملې د يوه
خليفه څخه انکار کفر دی.
بيا پير خپل خليفګان او مريدان له پيغمبرانو سره مقايسه کوي، يعنې د هغوی درجه
ورکوي، وايي، لکه څنګه چې په يوه پيغمبر کافر کېدل په ټولو پيغمبرانو کفر شمېرل
کيږي؛ همدارنګه زما د يوه خليفه د ولايت نه انکار هم کفر شمېرل کيږي.
نو محترمو وروڼو! تاسو دغې ګمراه او احمقې عقيدې ته سوچ وکړئ، چې پير سيف
الرحمان پرې خلک پر خپل ځان راټولول، زه خپله سوچ کوم، چې پير چې دومره هوښيار
وو، چې دومره خلک يې په چالاکۍ او چوتارۍ سره دوکه کړي وو؛ فکر نه کوم، چې
پير دې خپله په دې چټياتو عقيده لرله، ځکه هغه خپل ځان ډېر ښه پېژنده، چې هيڅ يې
هم له لاسه نه کيږي، مګر ډېر خلک يې ګمراه کړي، اود ځان تابع کړي دي؛ دا چې
ځينې خليفګان يې اوس د هغه څخه په کلکه دفاع کوي، سبب يې دا دی چې بيا د خپل
پير ميراث = دربار سيفيه نشي خوړلی؛ کوم کې چې داسې غوړې چڼې پيدا کيږي، چې
په انټرکانټ هوټلونو کې به هم نه وي:
نور بيا.
[img:76cf97b54b]http://up.arab-x.com/Jan11/5m119170.jpg[/img:76cf97b54b]
په درنښت
و.افغان
27.01.2011
محترمو لوستونکو!
راځئ چې د پير سيف الرحمان د غرائبو او عجائبو په نړۍ کې يوه بله غريبه او عجيبه
خبره تاسې ته نقل کړم.
پير خپل ځان په خپلو مريدانو او خليفه ګانو د خوبونو له لارې منلی دی، او دغه خوبونه
يې د عقيدې يو مصدر ګڼلی دی، ځکه خو يې خپلو مريدانو ته منسوب خوبونه او د هغو
تعبيرونه په خپل کتاب راوړي دي.
په لانديني خوب کې پير دعوا لري چې د ده درجه د عبد القادر الجيلاني رحمه الله څخه
پورته ده، او د ده مثال داسې دی لکه لمر، او د پير جيلاني مثال داسې دی لکه سپوږمۍ،
او دا چې د عبد القادر جيلاني رڼا د ده په رڼا کې جذب شوې ده، او دا چې عبد القادر
جيلاني به د ده د مبارک مخ ديدار لپاره راتلو.
دی په دغه خوب کې عبد القادر الجيلاني ته د غوث الأعظم خطاب کوي، د غوث
الأعظم معنی: تر ټولو لوی ترينه هستي چې انسان ورته پناه وړي، يا د مصيبتونو په
وخت کې هغه ته فرياد او چيغي کوي، چې کومک ورسره وکړي، او له مصيبته نجات
ورکړي، او دا هغه صفت دی، چې يواځې او يواځې د الله جل جلاله سره ښايي.
پير سيف الرحمن عبد القادر الجيلاني ته د غوث الأعظم خطاب کوي، خو بيا خپل ځان
له هغه هم لوړ ثابتوي.
اوس تاسې او د پير دعوې ، خوبونه، او تعبيرونه:
[img:4232b45715]http://up.arab-x.com/Jan11/UFc22012.jpg[/img:4232b45715]
Erfan Wahdat
27.01.2011
ساپی صاحب محترم سلامونه!
زه چیرته نه یمه تښتیدلی او نه می عقبنشینی کړیده. صرف دیته می انتظار
باسه چی ستا سینه یخه شی او زما مطلوب هم لاسته راشی.
خو بدبختانه زما مطلوب لاس ته رانغی نو یو ځل بیا درته وایمه چی
د کتاب ورقی ماته که سکن کړی او که سکن نه کړی هیڅ فایده نه لری.
زه دیته منتظره یمه چی ماته دا په ثبوت ورسوی چی هدایة السالکین د پیر سیف الرحمن
کتاب ده.
اوس هم منتظر یمه، که دا راته ثابته نه کړی نو بیا له تاسره چټیات ویل څه فایده نه کوی.
و.افغان
30.01.2011
عرفان وحدت صاحب:
د يوه مسلمان په توګه ستاسې په هدايت خوښېږم.
البته زما لپاره دلته ضرور نه ده، چې خامخا تاسې په سمه لاره راشئ، او نه دا ضرور
ده چې خامخا د پير سيف الرحمن د عقيدوي ګمراهيو باندې اقرار وکړئ، کومې چې
اظهر من الشمس دي، يا د هغه د مشهور کتاب هدايت السالکين، او مشهورو جوابونو
لکه جوابات سیفيه باندې اعتراف وکړئ.
زما لپاره دلته له تاسې ډېر مهم درانه لوستونکي دي، چې هغوی څه فيصله کوي، زه
حيران دېته شوم، چې هغه کس چې تاسو نږدې د عالم، ولي بلکه د مجدد او پيغمبر درجه
ورکوئ، هغه ته دومره قائل کېدلی نشئ، چې هغه دې د يوه کتاب مؤلف وي؛ او اوس
د هغه د دربار د غوړو چڼو د استمرار او دوام لپاره د هغه له ټولو کتابونو او کتاباتو
منکرېږئ؟؟؟
تاسې يوه بله لاره هم لرله، چې په هغه کې چا نشوی نيولی؛ چي ويلي مو وئ، چې پير
سيف الرحمان دغه رنګ عقيده لرله، او مونږ د هغه وارثين يو، پير له خپلو دغه رنګه
غلطو عقائدو رجوع کړېده.
دا خبره به خامخا ځينو خلکو درسره منلې وه.
اما چې د پير د هغو ګمراه کتابي خبرو ، کتاباتو، او سماعي نقولو چې په زرګونه علماء
پرې خبر دي، منکرېږئ؛ نو فکر نه کوم چې کوم د عقل خاوند ستاسې دريځ عاقلانه
وګڼي.
نور بیا
په درنښت
و.افغان
07.02.2011
دلته وګورئ چې پير سيف الرحمن د خپل مخالف د ځپلو لپاره د څه رنګ وسلې څخه
کار اخلي.
څنګه چې دی په پاکستان کې افغان مهاجر وو، نو دی ځان د پيغمبر صلی الله عليه وسلم
سره مشابه کوي، چې هغه په مدينه کې مهاجر وو، خو قائد وو، نو دی هم په پاکستان
کې مهاجر دی، خو د ټولو پېشوا دی، او د الله ولي دی، او د پاکستانيانو لپاره رحمت
دی.
او بيا خپل مخالف پير محمد چشتي د ده په اصطلاح اګر که پآکستانی يا چترالی دی،
ليکن منکر حق، روسي ايجنټ، مکفر مسلمين، ګستاخ اهلحق، دشمن حکومت، کذاب او منافق دی .... او داسې نور.
[img:6e68f75b1e]http://up.arab-x.com/Feb11/jsD09158.jpg[/img:6e68f75b1e]