د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پير سيف الرحمان د عقائدو او افکارو په اړه

Erfan Wahdat
07.01.2011

وهاج خانه تاخو دی خلکو ته ډیری غټی دعاوی کړیدی. تا خو ددوی حشر په ورځ د قیامت له اولیاء الله سره غوښتی دی او دا خو ټول خره دی.

رابه شمه د یوی بلی خبری سپیناوی ته:
تاسی ټول په دی فورم کی هغه سره راټول شوی یاست چی په الله جل جلاله یقین وکړه ټول بی ثبوته غږیږی. زه تاسی ټولو سره دا منم چی هغه چاته چی اسلام جاهل، بدعتی، فاسق، فاجر، مشرک، کافر او څه او څه ویلی دی باید ټول اسلامی امت یی ورته ووایی او هیڅوک هم نباید د هغه طرفداری وکړی.
تاسی چی حضرت اخندزاده پیر سیف الرحمن رحمه الله ته کوم الفاظ استعمالوی، آیا ددیو به کوم دلیل هم لری او که هوا کزوی؟

زه تاسی ټولو د پیر صاحب مخالفینو ته دا پیشنهاد لرم چی مهربانی وکړی د پیر صاحب سیف الرحمن نقص راته د سوال په طور بیان کړی چی یا خو یی درته ځواب کړم او ستاسو شک له منځه یوسم او یا خو یی درسره ومنم.

یوه یادونه کوم او هغه به داسی وی چی سوالونو ته مو یوه جلا لیکنه وکړی او په دی لړۍ کی یی مه شریکوی. شایعات به نه لیکی، هغه د پتوال خبره چی پیر صاحب ویلی چی په بدر غزا کی زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم توره ومه، که درته ووایمه چی دلیل یی وړاندی کړه نو خوله به دی بیا زیړه پاتی وی. مدلل سوالونه به را وړاندی کوی. او په لیکنه کی مو د بی ادبه کلماتو له استعمال نه جلوګیری غواړم.

ستاسی د سوالونو په طمعه.


و.افغان
07.01.2011

[quote:0a7290183b="Erfan Wahdat"]وهاج خانه تاخو دی خلکو ته ډیری غټی دعاوی کړیدی. تا خو ددوی حشر په ورځ د قیامت له اولیاء الله سره غوښتی دی او دا خو ټول خره دی.
.[/quote:0a7290183b]

ښه چې عرفان صاحب، څه پوه شوې؛ زما په خبره دې لکه چې ځان هډو پوه نه کړو، که
چېرې پير سيپورامان زما لپاره ښه شخصيت وي؛ نو دغه نور چې تا يې خبرې راوړي
دي؛ هغوی به هم ضرورا زما لپاره ښه اشخاص وي؛ ځکه يې د پير سيپورامان د يو
ځای حشر دعا ورته کوم.
او که چېرې خبره بالعکس وي؛ نو د دواړو لپاره نتيجه عکسي ده.

[quote:0a7290183b]
زه تاسی ټولو د پیر صاحب مخالفینو ته دا پیشنهاد لرم چی مهربانی وکړی د پیر صاحب سیف الرحمن نقص راته د سوال په طور بیان کړی چی یا خو یی درته ځواب کړم او ستاسو شک له منځه یوسم او یا خو یی درسره ومنم.

یوه یادونه کوم او هغه به داسی وی چی سوالونو ته مو یوه جلا لیکنه وکړی او په دی لړۍ کی یی مه شریکوی. شایعات به نه لیکی، هغه د پتوال خبره چی پیر صاحب ویلی چی په بدر غزا کی زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم توره ومه، که درته ووایمه چی دلیل یی وړاندی کړه نو خوله به دی بیا زیړه پاتی وی. مدلل سوالونه به را وړاندی کوی. او په لیکنه کی مو د بی ادبه کلماتو له استعمال نه جلوګیری غواړم.

ستاسی د سوالونو په طمعه
[/quote:0a7290183b]

عرفان وحدت صاحب:
پير سيپورامان پرېږده، هسې هم تللی دی، خدای دې نه بخښي، دا ته يې شاګرد يې،
او د هغه په نقش قدم به ضرور روان يې، راځه تا سره ستا د عقيدې په بحث وکړو، داسې
به لوستونکو ته څرګنده شي؛ چې هغه استاذ چې ته يې په قدم قدم ږدي؛ په صحي
لاره روان وو، او که په غلطه؟

راځه، اوس دې په دې فيديو طبيعت جوړ کړه،
لوستونکو تاسې ترېنه هم خوند واخلئ، که د پيرسيپورامان په اړه نور مالومات نه
لرئ؛ نو دا ويډيو د هغه د شخصيت په اړه کافي ده.

http://www.youtube.com/watch?v=w6uCx-NxmKs

په درنښت


وزیري
07.01.2011

دروند او محترم ساپی صاحب، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

د بحث له سر نه تر اخیره پوری لوستلو نه وروسته زه دی نتیجی ته ورسیدم چی ووایم:

عرفان وحدت ورور چی د کومو کتابونو نه لیکنی راخیستی دی بغیر له عرف الجادی نه د نورو ټولو نومونه می اوریدلی خو لیدلی می نه دی.

هر هغه چا چی دا لیکنی کړیدی زما په آند، رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو ته په سپکاوی سره یی زه د اسلام له دایری نه وتلی خلک بولم.

پاتی شوه د سیف الرحمن مولوی صاحب په باره کی ستاسی څرګندونی،
وروره که ریښتیا راباندی وایی، تاسی په دی باره کی یو څه افراط نه کار اخیستی دی.
که مو یاده وی څو کاله مخکی د سیف الرحمن مولوی صاحب او مفتی منیر شاکر یو څه جنجال پیښ شوی وه. له هغی نه را په دیخوا په مولوی صاحب پسی ایف ایم رادیوګانی چلیدی او بسته جریدی پسی چاپیدلی ترڅو دی په ناحقه توګه په عوامو کی یو بدعتی، فاسق او فاجر معرفی کړی. دا د هماغو بی اساسه تبلیغاتو نتیجه ده چی نن سبا اکثره کسان له مولوی صاحب نه متنفره دی.

زه پخپله دوه دفعی د مولوی صاحب مسجد ته ورغلی یمه او له نیژدی نه می ورسره لیدلی دی.
سیف الرحمن مولوی صاحب د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو پوره پوره متبع انسان وه. په مذهب پوره حنفی وه او د اهلسنت والجماعت پیروان وه.

ما دده په مجلس کی داسی څه نه دی لیدلی چی د الله جل جلاله کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو ارشاداتو سره په ټکر کی وی.
هو! داسی څه ډیر له سترګو کیږی چی بعضی کسانو ته یو څه نا اشنا شانته ښکاری لکه وجد، تواجد، د لاسونو مچو کول، توجه کول، د وجد اخیستی نفرو منډی، تحفه او نور داسی شیان خو دا څه نوی شیان نه دی چی دی مولوی صاحب دی راباسلی وی او له ده نه مخکی ددی شیانو موجودیت په اسلام کی اډو بیخی نه وه. که هر څوک په دی باره کی عمیقه اسلامی مطالعه ولری نو کیدای شی دا ورته په ډاګه شی چی دا کارونه کوم بدعت نه ده.

زه باور لرم چی تاسی به دده په مجلس کی نه یاستی ناست او له ده سره به مو ګفتګو نه وی راغلی. که مو په صحی معناو له نیژدی نه پیژندلی وای نو کیداشی چی داسی اهانت مو نه وای کړای.

په دری کی یو متل ده چی شنیدن کی بود مانند دیدن. نو وروره د مفتی منیر شاکر اخبارونو او ایف ایم رادیو ګانو د ډیرو خلکو اذهانو ته غلط غلط راپورونه ورکړل. ما پخپله د مفتی منیر شاکر رادیو اوریدلی ده او دا بی ځایه پروپاګند هیڅ قسمه حقیقت نه درلود.

تاسی ټولو وروڼو ته زما دا یوه د مسلمانی مشوره ده چی هرکله مو وخت پیدا کړ نو د مولوی صاحب له یو داسی مرید سره چی عالم وی یو څه د زده کړی په طریقه ناست پاسته وکړی او د ورورګلوی په طریقه ترینه ددوی عقیده د اسلام په رڼا کی وپوښتۍ، ان شاء الله العزیز بیا په عمر کی هم داسی ونه وایی.

خبره را ټولومه او صرف دومره نور هم وایمه چی اسلامی نظر دا ده چی که د یو چا په باره کی پوره مدارک په لاس کی نه وی نو هیڅوک هم دا حق نه لری چی یو بشر ته بی ځایه اهانت وکړی.

ستاسی خواخوږي


نوروز خان
07.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
دوهاج صیب له خوا په وړاندې شوې ویډیو کې چې ویل کیږي دباړې دپیر سیف الرحمن ده چې ما کومې صحنې ولیدلې ، دتصوف له روح او روان سره ۱۸۰ درجې په ټکر کې دي ، په رښتیا هم چې داډول پیران ډير ځله دین ته دخیر رسولو په ځای لوی ورانی رامنځته کوي ، او رښتیې تصوف او تزکیې څخه دخلکو زړونه ګرځوي .
په عموم کې دتصوف اوپیري مریدي په اړه باید ووایم چې زه په خپله له لس دولس کلونو راهیسې دنقشبندیې طریقې مرید یم ، زمونږ دبیعت طریقه دکابل دقلعه جواد دحضرت ضیاء المشایخ فضل عمر مجددي قدس الله سره طریقه ده ، چې سلسله یې ترامام ربانی ( ددوهمې زریزې نامتو نوښتګر) شیخ احمد سرهندي چې په مجدد الف ثاني باندې شهرت لري ،پورې رسیږي ،وروسته داسلسله مولانا یعقوب چرخي ،شاه بهاءالدین نقشبند اویس قرني اوله نورو څخه تیریږي او حضرت سلمان فارسي رضي الله تعالی عنه ته رسیږي ، په دې طریقه کې په جهر ذکر ، سرخوځول یانور حرکات قطعا نشته ، ګوښه نشیني هم په کې نشته ،بلکه (دست به کار دل به یار ) یې مهمه کاري فارموله پیژندل کیږي یوازې لومړی پنځه لطائف دي ،دزړه په شمول په سینه کې پنځه لطایف دی ، چې قلب ،روح ، سر ، خفي او اخفي ورته ویل کیږي ، داټول دالله دلفظ ادا کول دي ، ورپسې دلااله الا الله ، دکلمې ادا کول شروع کیږي چې نفی او اثبات ورته وایي ،له دې وروسته بیا مراقبې دي ، مراقبه یوازې تفکر او ترقب ( انتظار ) دی ،په زړه باندې دالهي انوارو او شیوناتو دنزول ، خو زه تراوسه تردې ځایه نه یم کې رسیدلی ځکه ډیرڅه په کې نه وایم ،اصولا په نقشبندیه طریقه کې ټول اذکار پټ او خفیه دي ، مرید ته اجازه نشته چې په زړه کې دالله دلفظ له ادا کولو سره ژبه وښوروي ، یاسینې او سرته حرکت ورکړي ، زمونږ مرشد چې دوه کاله وړاندې وفات شو الله دې غریق رحمت وګرځوي ، ماته یې وویل چې دنقشبندیې طریقې مرید چې په اوبو کې ولاړ او ذکر کوي ، که یې دسینې په برابر یعنی له لطایفو سره موازي او به هم وښوریدلې ، نو دا ذکر نه دی بلکې یوازې ورزش او دبدن حرکت دی ، ذکر به له ډير نه ډیر خفیه وي ،ماتراوسه دهمدې طریقې یو پیر او مرشد هم دوجد یا جذبې په حالت کې نه دی لیدلی ، او نه یې جذبه کمال بلله ،دقلعه جواد دمجددي حضراتو خلیفه صاحبان همیشه خپلو مریدانو ته توصیه کوي ، چې له وجد او جذباتو نه ځان وساتي ،ددوی په وینا دمصنوعي جذبې او وجد په حالت کې دایمان خطره ده ، ځکه ریا خفیه شرک بلل کیږي ، دغه راز که وجد بې اختیاره وي ، نو داغماء حکم لري لمونځ ورسره فاسدیږي اودس ماتیږی ،اودذکر په شمول ټول عبادات خرابوي ،دوی به ویل چې کله ناکله په انسان دوجد حالت راتلل دکمال نښه نه بلکې دکمزوری علامه ده او دمرید په کم ظرفیت باندې دلالت کوي چې باید ځان ترې وباسي .
په ټوله کې باید ووایم چې دتصوف اوس ډیرې طریقې رواج دي ، چې اکثره یې له بدعتونو او خرافاتو ښې ډکې دي ، چې له همدې امله یې هغه برحقه طریقې هم ورسره اغیزمنې کړیدي ،دکابل دحضراتو چې همدااوس ،دغزني ،پکتیا، پکتیکا،میدان وردګو په ولایتو کې ځینو علماء کرامو(خصوصاد غزنی دنورالمدارس فاروقیه مدرسي معلمینو او متعلمینو ) په هماغه پخوانۍ طریقه ساتلې که څوک یې له نږدې وارزوي هیڅ کومه خدشه به په کې ونه وینې ، دلته دذکر حلقې ، سرونه غورځول ، شورماشور ، دپيربې ځایه عزت ، پښې مچول ،پیسو ته چلونه او نورې کیسې نه شته ، او نه دخوبونو او کشفیاتو بازار ګرم دي ، دلته یوازې خفیه ذکر دی اوبس ،
ددې طریقې ددومره صافې پاتېدو یوه وجه داکیدای شي ، چې امام ربانی رحمه الله اصلا داطریقه په هند کې دبدعتي پیرانو او دوحدة الوجود دسرسختو معتقدانو په مقابل کې په ډير اصلاح شوي او له سنتو سره په برابره طریقه راتازه کړه ، نو ځکه خرافات او غلو په کې نشته ، دې ټول جریان ته علامه ابوالحسن علي ندوي په رجال الدعوت والفکرت في الاسلام نومی کتاب کې پوره اشاره کړې او ده دخپل دې معتبرکتاب یوبشپړباب دامام رباني صیب ژوندلیک او کارنامو ته ځانګړی کړی دی ،متاسفانه دلته ددې فورم ځینې ګډونوال تصوف له سره نه پیژني او نه یې پیژندلو ته اماده دي او ښایي زما په خبرو ووایي چې زه دې باغ نه وینم ته راته تاروګان ښیې ،نوځکه زه هم نه غواړم ،خپل درانه مرشدان او دطریقت نومیالي دبحثوالوستغو سپورو ته پریږدم .
کنه دغه تصوف چې مالیدلی تراوسه مې هیڅ کوم غیرشرعي عمل په کې نه دی لیدلی ترڅو څوک پرې اعتراض وکړي ،زه یوځل بیاهم وایم چې دنن زمان دفتنو په عصر کې دمسلمانانو خصوصا دځوان نسل داصلاح یوازیني لاره همدا رښتینی تصوف کیدالای شي ،ځکه تصوف لکه ځنګه چې امام غزالي صیب تشریح کړی دی دانساني دباطني امراضو چې دګناهونو سرچینه بلل کیږي ، اصولي شفا ده ، په رښتیني طریقت کې داهڅه کیږي ، چې سالک خپلو ګناهونو ته متوجه شي لومړی توبه وباسي ،بیا په په خفیه او بې ریا ذکر سره خپل باطن صفا کړی ، په دې طریقه دنوموړي شیطاني صفات په ملکي واوړي ، او ښه کارونه یې دمزاج او فطرت برخه وګرځي او بې تکلفه ترې صادریږي .
اما کوم څه چې دباړې پير دتصوف په نامه ترسره کړي دی که چیرې همداسې وي لکه ويډیو چې وایې ، دانه تصوف دی او نه طریقت دایوازې تجارت دی او کیدای شي الله تعالی ددې سترغدرله وجې په قیامت کې سزا ورکړي


Erfan Wahdat
08.01.2011

الوزیری صاحب، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ګرانه ستا له وجدان، ګوتو او قلم نه ځار شم.
په دی نه چی زما د پیرصاحب صفت دی کړیدی، په دی ترینه ځاریږم چی د پیر صاحب په باره کی دی د مفتی منیر شاکر ګمراهانه او بی اساسه اخبار او رادیو هم اوریدلی دی او بیا دی هم یقین نه ده پری کړی او په خپله دی مستقیما له ده سره لیدلی او د حالاتو جاج دی اخیستی. همدی ته بصیرت وایی.

د قاضیانو په کتابو کی یی لیکلی چی فیصله به هغه وخت کوی کله مو چی دوه طرفه قضیه واوریده. یو طرف خو به هرڅه هرڅه وایی ځکه ژبه خو لمده ده هری خواته اوړی او هغه مسلمانی چیرته ده چی ژبه په دروغو ونه چلیږی.

ډیره مننه، هزار بار دی درباندی آفرین وی چی دوه طرف قضیه باندی دی ځان پوه کړیدی او اصلیت دی پیژندلی.

پتوال صیب ډیر زیات دی په دی خوشحاله کړمه چی ستاسو دوهمه لیکنه د اولی لیکنی په پرتله یو څه ادبناکه وه. ډیر مننه.
ما خو بحث د وهابیانو او غیر مقلدینو راخیستی وه او باید هماغه مو څیړلی وای خو تاسو دا پوره کوشش وکړو چی د بحث خوله بلی خواته واړوی او بیچاره پیر صاحب سیف الرحمن رحمه الله مو په کی بی موجبه راګیر کړلو.

نوروز خانه وروره!
تا هم ډیر زیات په دی خوشحاله کړمه چی اهل طریقت یی او له حضرت ضیاء المشایخ فضل عمر مجددي قدس الله سره مو بیعت کړیده.

تا هم په خپله لیکنه کی د حضرت پیر صاحب سیف الرحمن رحمه الله په باره کی منفی ټکی کړیدی او د خپلی طریقی په پرتله کولو سره مو سیفیه رد کړیده. کوم چی یو ډیر غلط کار دی.

آیا تاسی ټولو وروڼو دا آیت کریمه نه دی لوستی چی الله جل جلاله په قرآن کریم کی وایی چی تاسی ښکنځاوی مه کوی هغه چاته چی غیر له الله جل جلاله نه د بل شی عبادت کوی. مطلب دلته څه شی دی چی الله جل جلاله له ښکنځاوو نه منعه کوی؟ مطلب ورسته خپله پسی وایی چی دا کافران به بیا تاته د ښکنځلو په بدل کی ستا خدای ته ښکنځاوی وکړی.

نو وروره تا که زما پیر صاحب پسی خبره کړیده او رد کړیدی دی نو زه هم مجبوره یمه چی په جوابی حمله کی ستا پیر پسی خبری وکړمه خو کلا وحاشا زه به هیڅکله هم داسی ونه کړم، ځکه چی هغه یو دوست د الله جل جلاله ده او د الله جل جلاله دوستان په عذابول خو د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د جنګ اواز ده.

خلاصه کلام:
له څرنګه می چی مخکی لیکلی دی تاسی د صحی لاری د معلومولو کوشش وکړی او صحی لاره هغی ته وایی چی کتاب الله، سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم، اجماع او قیاس کی راغلی وی.

تاسی خو د پیر صاحب لاره په همدی څلورو ترازو ګانو کی وتلی او مشکل یی راته راوباسی. پریږده چی زه یی په اسلام کی درته را ونه باسم.

سبحان الله! هیڅ داسی یو کار له پیر صاحب نه نه دی صادر شوی چی هغه د اسلام له دایری سره اړخ ونه لګوی. خو دا چی مخالفینو له پچی نه پیچومی جوړ کړی دا نو بیا د هرسړی خپل کار ده. او که صحی بیان یی پیداکول غواړی نو دا بیا ستاسو کار ده.

وروڼو پیر صاحب هیڅکله لکه پتوال صاحب چی لیکلی د معجزی وینا نه ده کړی، معجزه خو پیغمری خاصیت ده او کرامت د اولیاوو ده. ده مبارک په دی ټول ژوند حتی هغه د کراماتو خبره هم نه ده کړی

په مینه


عادل عادل
08.01.2011

سلامونه

عرفان وحدت صیب

تاسو نورو ته د ادب او احترام توصیه کوی خو خپل ځان مو هیر دی، خدای پاک دې په تاسو ورحمیژي، د باړې پیر سره به خامخا د شیطانانو لښکرې ملګرې وې چې داسې ګرمه دوکانداري یې روانه کړې وه، دا خو به کیدای شي چې د ډیرو له وسه پوره وي چې د ویډیو د ډول د نڅا په خاطر تاسو په پیریانو را واړوي، نو بیا به خامخا د پیر په ځای د هغوی پسې ځی؟؟ نعوذ باالله له دې ټولو نه

زه د باړې د پیر شخصیت او علمي مستوی د ده د ملاقات د اکثریت شایقینو له مخې پیژنم، حتی چې ډیرې ښځې به د میړه له اجازې پرته دده لیدو ته ورتلې، بې علمه پټکي په سر عوام او داسې نور چې نه په اسلامي عقایدو خبر وو، نه یې اسلامي تاریخ پیژانده، نه یې په ځان او خپل اهل کې د شریعت د تطبیق هڅه کوله، قران کریم به یې د کور د ګردجنو تاخچو په دوړو کې پوښلی وو خو دوی به د حق موندنې په نوم د باړې ګمراه کوونکي پیر ته ورتلل؟

د هر مسلمان د توزین یا تللو بهترین معیار په سختو شرایطو کې جهاد کول دي، لکه څنګه چې ښاغلي پتوال صیب ورته اشاره کړې، د باړې پیر ولې په جهاد کې برخه نه ده اخیستې، ویریژم چې عرفان صیب ونه وایي چې د مجاهدینو د ټوپکو جري-جوک به پیر سیپرامان صیب سمبالول !!!

د قلعه جواد د مبارکو حضراتو رحمه الله تعالی شخصیتونه ددوی د راسخ قرار له مخې پیژندل کیدای شي چې د تیر جهاد په لومړیو شپو ورځو کې د وحشي کمونستانو په وړاندې ساکت پاتې نه شول اوبالاخره په شهادت ورسیدل.


نوروز خان
08.01.2011

السلام علیکم
عرفان وحدت صیب !
خداې دې عارف او موحد لره ،ستادخبره په رابطه باید ووایم چې مادبحث دسیاق او سباق له کتلو پرته یوازې په ویډیو باندې خپل نظر ورکړ،پیرسیف الرحمن الله دې وبښي زه نه پیژنم او نه مي لیدلی ،خوکه داویډیو یقینا دده وي ، نوزه داډول جریان دتصوف برخه نشم بللی او که وي هم ویډیو ډکول یې او بیا یې نشر دطریقت لپاره زیان بولم .
په حقیقي تصوف کې دومره غورځې پرځې او زرق او برق نشته ،تصوف برسیرن شی نه دی بلکه پټ شی دی ، تردې دتصوف کتابونه لیکي داله خدای سره دومره خفیه رابطه ده چې ملایکې هم نه ترې خبریږي ،دغه راز یو عالم وایي چې تصوف پخوا یوحقیقت وه چې تعبیر او نوم یې نه درلود اوس ترډیره تعبیرات پاته دی خو دحقیقت یوازې څرک لګیږي ،دوجد او جذب په اړه باید ووایم چې نفس ثبوت یې شاید وي خو دومره بده ورځ لکه په ويډیو کې چې شکاري دتصوف په هیڅ کتاب او تاریخ کې هم نه ده ثبت شوې او نه یې اټکل شوی دی ماته خو داحرکات ترډیره اختیاري ښکاري ،داډول اختیاري حرکات ماډیر لیدلي دي ،په پیښور کې به چې داډول دوچې مریدان دمیلاد کومې جلسې ته تلل نو په یوه لاس او یوه پښه به یې ځان په موټر پورې سریښ کړی وه او په عیني حال کې به جذبه وه اوسرونه به یې غورځول ،داشیان صراحتا دهغه تصوف مخالف دی چې ما په مثنوی ، مکتوبات امام رباني ، احیاء علوم الدین ،الرسالة القشیریه ، کشف المحجوب ، غنیة الطالبین ،فتح الرباني او نورو معتمدو کتابونو کې مطالعه کړی دی .
زه نورڅه نه وایم


Erfan Wahdat
08.01.2011

د وجد په باره کی علمی تحقیق ته می ډیر زړه وشو خو بدبختانه وخت ډیر کم لرمه، صرف لږ څه به درته ولیکم، الله جل جلاله دی وکړی چی ویی لولی او د ټایپینږ غلطیو ته می په غصه نشی.

سوال: د وجد او تواجد حقیقت څه شی ده، آیا د قرآن او حدیث نه ثابت ده؟

جواب:
د تلاوت قرآن پاک، نعت رسول الله صلی الله علیه وسلم، حمد شریف او د اولیاء الله د تعریف او توصیف د اوریدلو په وخت کی د اهل ایمان والاو په بدن باندی د یو خاص کیفیت طاری کیدلو ته چی په نتیجه کی دده جسم کی اضطراب او حرکت پیدا کیږی او په بی توګه طریقی سره یوه خوا او بله خوا غورځی، وجد حقیقی وایی. ددی محمود او مستحسن کیدل له قرآن او احدیث مبارکه وو نه په لاندی توګه سره ثابت دی.

اول:
الله نزل احسن الحدیث کتابا متشابها تقشعر منه جلود الذین یخشون ربهم ثم تلین جلودهم وقلوبهم الی ذکر الله (پ ۲۳، ع ۱۷)

دا آیت نص قطعی الثبوت او قطعی الدلالت ده په وجد باندی.
د لازیاتو معلوماتو لپاره تفسیر صاحب مدارک، صاحب جلالین او د تفسیر مظهری لیکنی دی وکتل شی.

دوهم:
فلما تجلی ربه للجبل جعله دکا وخر موس صعقا (پ ۹، ع ۷)
په دی ځای کی صفاتی تجلی موسی ع بی هوشه کړو او غر یی ټوټی ټوټی کړو نو د ذاتی انوارو او تجلیاتو به څه حال وی؟ د لازیاتو ملاحظاتو لپاره تفسیر مظهری پسی وګوری.

دریم:
واختار موسی قومه سبعین رجلا لمیقاتنا فلما اخذتهم الرجفته. په دی آیت شریف کی د صاحب روح المعانی استدلال قابل د غور ده، ویی ګوری.

څلورم:
فلما راءینه اکبرنه وقطعن ایدیهن (پ۱۲ ع ۱۴)
په دی ځای د مصر ښځو د یوسف ع د جمال په لیدلو سره په ځان پوه نه شوی او خپلی ګوتی یی پری کړی نو د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم انوار چی په چا باندی طاری شی څنګه به ځان کنترول کړی. روح البیان مطالعه دلته ډیره مفیده ده.

پنځم:
انما المؤمنون الذین اذا ذکر الله وجلت قلوبهم (پ ۹، ع ۱۵)

په دی پاسنی پنځه آیاتونو کی وجد په واضحا توګه سره ثابت شو. له دیو نه انکار به د قرآن له دی پنځه آیاتو نه انکار وی.

له احادیثو نه ثبوت:

اول:
په احادیثو کی داسی ډیر ځای شته چی د صحابه کرامو له مبارکو خولو نه به تلاوت کیدلو نو په څنګ کی ولاړ اس به په رقص راتلل. په آس باندی چی وجد طاری کیږی نو په انسان ولی نه؟

دا په یاد ولری چی د تواجد په جواز باندی یواځی زمونږه فتوی نه ده بلکی د علامه سید جلال الدین سیوطی رحمه الله، علامه بلیقنی رحمه الله، علامه برهان الدین انباسی رحمه الله، شیخ الاسلام عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله فتوی وګوری په (الحاوی الفتاوی، جلد دوهم، صفحه ۲۲۴)
دوی مبارکان لیکی چی ذکر که په ولاړه وی، که په ناسته وی، که په ملاسته وی، که په اختیاری ډول وی او که په بی اختیاری ډول وی جواز لری. ورپسی لیکی چی د داسی خلکو نه انکار هم نه دی په کار او له دی کار نه یی منعه کول هم نه دی په کار. علامه بلیقنی او علامه برهان الدین رحمه الله لیکی چی صاحب حال مغلوب ده، او له دی نه منکر محروم ده ځکه چی منکر یی د تواجد لذت نه ده لیدلی. شیخ الاسلام عزالدین بن عبدالسلام رحمه خو خپله په رقص کی اشتراک کړیدی. (پورتنی حواله وګوری)

علامه ابن عابدین شامی رحمه الله په مجموعة الرسائل جلد اول صفحه ۱۱۷۳ او فتاوی شامی، دریم جلد صفحه ۳۰۷ کی د وجد مع تواجد ثبوت باسلی ده، ویی ګوری.

دوهم حدیث:
په فتاوی الحاوی، دوهم جلد، صفحه ۲۲۴ کی علامه جلال الدین سیوطی رحمه الله وایی:
وان انضم الی هذا القیام رقص او نحوه فلا انکار علیهم لان ذلک من لذة الشهود والمواجید وقد ورد فی الحدیث رقص جعفر بن ابی طالب بین یدی النبی صلی الله علیه وسلم، لما قال له شبهت خلقی وخلقی ذالک من لذة هذه الخطاب ولم ینکر ذالک علیه النبی صلی الله علیه وسلم فکان هذا اصلافی رقص الصوفیته الخ

سیوطی رحمه الله وایی چی اهل تواجدو باندی رد او یا له دیونه انکار جایز نه ده ځکه چی رقص خو جعفر بن ابی طالب هم د محمد صلی الله علیه وسلم په مخ کی کړی وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه نه کړلو.
نو آیا دا حدیث د تواجد په حالت کی د رقص جواز نه ورکوی؟

د حضرت جعفر بن ابی طالب رض رقص د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکی په لانید حوالو سره هم پیدا کولی شی
الحاوی للفتاوی دوهم جلد صفحه ۲۳۴
سیرت طیبه دوهم جلد صفحه ۲۵۲
السیرة نبویة والاثار المحمدیه او صدیقة الندیه، دوهم جلد صفحه ۵۲۴
تفسیر احمد صفحه ۶۰۲ او ۶۰۳
تفسیر روح البیان صفحه ۲۱۱، ویخرون للازقان ویزیدهم خشوعا په تفسیر کی لیکی چی حضرت ابی هریره رض جذب شوی وه. ترمذی شریف باب الزهد هم مفید ده

همدارنګه سید احمد طحطاوی په خپل کتاب حاشیة الطحطاوی علی درالمختار، څلورم جلد، صفحه ۱۷۶ – ۱۷۷ او الحدیقة الندیة شرح طریقة المحمدیة، دوهم جلدؤ، صفحه ۵۲۲ کی او امام شعرانی په انوار قدسیه اول جلد صفحه ۳۹ کی د ددی جواز باسلی دی.

په پاسنی حوالو کی تاسی کولای شی د ابوبکر شبلی، ابوالحسن نوری، سمنون المجیب، معدون المجنون په شان جلیل القدر اولیاوو رقص پیدا کولی شی.

حضرت شاه غلام علی دهلوی په خپل کتاب مکاتیب شریفه ، صفحه ۷۸ او ۸۲ کی لیکی چی حضرت خواجه محمد بهاء الدین شاه نقشبند رحمه الله په مریدانو ته توجه کوله او په هغوی باندی به یو عجیب او غریب کیفیات طاری کیدل.

بعضی کسان وایی چی ابن عابدین رحمه رقص منع فرمایلی دی. د جواب لپاره مهربانی وکړی د ابن عابدین رحمه الله مجموعة الرسایل ۱۷۲ او ۱۷۳ صفحو کی شفاء العلیل وګوری:

په لمانځه کی ځان ته ټګانونه ورکول له صحابه کرامو رض نه ثابت دی وګوری البدایه والنهایه، ۸ جلد، صفحه ۶. حضرت علی رضی الله په خپله د سحر په لمانځه کی دا کار کړیدی. په پاسنی حواله اوی حلیتها الاولیاء صفحه ۷۳ جلد اول کی حضرت علی رض بیان وګوری.

همدارنګه امام احمد علیه الرحمة په خپل مسند کی له حضرت انس رض نه حدیث نقل کوی چی یو حبشی د محمد صلی الله علیه وسلم په مخکی رقص کاوه او دای یی ویلی چی محمد عبد صالح.

په لمانځه کی که په یو چا باندی دا حال راشی نو دی مغلوب الحال ده او لمونځ یی نه فاسدیږی حتی مکروه کیږی هم نه، وګوری:
هدایه، اول جلد صفحه ۱۳۵
فان فیها او تاوه ابکی فاتفع بکاوه (ای حصل منه الحروف) فان کان (ای کل ذلک) من ذکر الجنة والنار لم یقطعها لانه یدل علی زیادة الخشوع وان کان من وجع او مصیبة قطعها لان فیها اظهار الجزع والتاسف فکان من کلام الناس.

همدرانګه په بحرالرائق کی خو یی لا دا هم لیکلی ولو صرح بهما فقال الهم این اسئلک الجنته و اغوذ بک من النار، لم تفسد صلاته.

همدارنګه یی وګوری فتاوی تاتارخانیه، اول جلد صفحه ۵۷۹.
علامه علاء الانصاری وایی: فان کان من ذکر الجنته اوالنار فصلاته تامته عند ابی حنیفه و محمد و فی الخنفته فحصل له حروف.

وګوری فتاوی عالمګیری اول جلد صفحه ۱۰۰

وګوری فتاوی بزازیه علی هامش عالمګیر اول جلد صفحه ۱۳۲.

وګوری علامه شیخ احمد طحطاوی حاشیه الطحطاوی علی مراقی الفلاح صفحه ۱۷۳ چی وایی:
الوجد له مراتب و بعضه بسلب الاختیار فلا وجهه لمطلق الانکار و فی التتارخانیه ما یدل علی جوازه للغیوب الذی حرکاته کحرکات المرتعش اه.

علامه الوسی رحمه الله په روح المعانی دریم جلد صفحه ۱۸۶ الجزء التاسع کی لیکی:
واختار موسی قومه سبعین رجلا عن اشراف قومه ونجباء هم اهل استعداد والصفاء والارادة والطلب والسلوک فلما اخذتهم الرجفته ای رجفته البدن التی هی من مبادی حقیقته الفتاء عند طریان بوارق الانوار وظهور طوالع لتجلیات والصفات من اقشعرار الجسد وارتقاده وکثیر اما تعرض هذه الحرکته السالکین عند الذکر او سماع القران او ما یتاثرون به حتی تتفرق اعضاء هم وقرشا هذا ذالک فی صلاتهم عیاح معه (الی ان قال) وقد کثر الانکار علیهم وسمت بعض المکرین یقولون ان کانت هذه الحالته مع الشهود والعقل ......

هغه کسان چی وایی چی صاحب روح المعانی ویلی چی وجد اودس ماتوی د هغوی لپاره دا جواب ده:
روح المعانی دریم جلد صحفه ۸۶ کی لیکی:
والحق ان ما یصتری هذه الطائفة غیر ناقض الوضو لعلم زوال العقل معته ولکنه مبطل للصلوة هاضیه من اصیاح الذی یظهر به حرفان مع امور تاباها الصلوة

څومره به درته ولیکم ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
الله جل جلاله دی وکړی چی همدا درته کفایت وکړی.
حضرت پیر صاحب سیف الرحمن رحمه الله به څنګه داسی کار کاوه چی یو ذره قدری هم له اسلامه وتلی وی. هیڅکله یی هم نه دی کړی.
صرف او صرف ستاسی لازیاتی مطالعی ته ضرورت دی.

ومن الله التوفیق


كابل جان
08.01.2011

محترم عرفان وحدت صيب كه هدايت دي مقصد وي نو دا دحنفي علماء أقوال ځان لپاره دليل وګرزوه:
فتنة الأناشيد الموسومة بالإسلامية مما اُبتلي به المسلمون من قديم، ولكن مع اختلاف التّسمية، فقد كانت تُسمّى في عصر الإمام الشافعي رحمه الله {التغبير} وسميت ب{القصائد الصّوفية، أو الزّهديات، وغير ذلك، وظهرت الفتنة في هذا العصر بهذا المسمى الجذاب {الأناشيد الإسلامية}، إخفاءً لحقيقتها وترويجا لها على الجهّال وبين السذاج من الفتيات والفتيان
وهي تسمى في القارة الهندية ب{النّعت} كما هو بيِّن ذلك من أقوال علماء الحنفية عند ردها أو عند الرّد على بعض الفرق المنحرفة.
وعند البحث عن أصلها نجد أنها أحدثت من عهد قديم كما يدلّ على ذلك قول الإمام الشّافعي رحمه الله، حيث يقول: (خلفت ببغداد شيئا أحدثته الزنادقة يسمّونه "التّغبير" يصدّون به النّاس عن القرآن).
وكما يدلّ عليه قول الإمام أحمد رحمه الله حيث كرهه وقال: "بأن التّغبير بدعة ومحدث".
وعند النّظر في حقيقتها نجد أنها تستعمل غالبا لغرض من الأغراض التي يقصد أصحابها وراء ذلك ما يهدفون له، كما هو مشاهد ذلك عند بعض الفرق الإسلامية، فقديما كان الزّنادقة يستعملون ذلك لصرف النّاس عن استماع القرآن كما يظهر من كلام الإمام الشافعي رحمه الله، والصّوفية يستعملون ذلك في سبيل الذّوق مع استعمالهم في ذلك آلات الطّرب والغناء، و يستعملونها في نشر عقائدهم الفاسدة بزعم حب النّبي وهكذا الرافضة وغيرهم.
ومن ذلك ما يقوله الإمام العلامة المجدد الشيخ ابن التركماني الحنفي رحمه الله:
(أما ما يبتدع من السّماع، فقد انتشر في جميع الأقطار، فترى أهله يتواجدون على سماع الأشعار، ويطربون على ذكر الخد والقدّ والعذار، ويرقصون على ضرب الكف والقصب والطّار، فتضر المساجد) إلى أن قال:
(فيخرجون بقولهم وفعلهم عن طريق النّبي المختار، والصّحابة الأخيار، والتّابعين الأبرار). ينظر: اللمع في الحوادث: 1/76.
ويقول الإمام العلامة الألوسي الحنفي رحمه الله مبيّناً صيانة المسجد عن الأعمال المكروهة: (وإدامة العبادة والذّكر ودراسة العلوم الشرعية فيها، ونحو ذلك، وصيانتها مما لم تبن له في نظر الشّارع كحديث الدنيا، ومن ذلك الغناء على مآذنها كما هو معتاد الناس اليوم لاسيّما بالأبيات التي غالبها هجر من القول) روح المعاني: 10/65.
كما ذكر ذلك الإمام أحمد الرّومي الحنفي رحمه الله مبيّنا ما فيها من المفاسد حيث قال: (وكذا من يحضر التّراويح في ليالي رمضان لاستماع تسبيحات المؤذّنين في الجوامع، والمساجد فإنّ أسماء الله الواقعة فيها، مثل: يا حنان، يا منان، يا ذا الجود والإحسان، ونحو سبحان ذي العزّة والجبروت، وغير ذلك من الأسماء الحسنى، والصفات العليا بكثرة الأنغام والألحان يغيّرونها ويحرّفونها ويخفونها إلى مرتبة لا يمكن تمييزها وتشخيصها مثل قولهم: سُوبحانَ المَالِيكِ الحانان، سُوبحانَ المَالِيكِ المَانان، فإفراط المدّ في ضمّة الّسين، وفتحة النّون والميم، وفي كسرة اللام والكاف، وغير ذلك..) إلى أن قال:
(فينبغي للمسلم أن يحترز عن حضورها وسماعها، ويطلب مسجداً خالياً عنها، إذْ صُورتها عبادة وحقيقتها معصية كبيرة، فلعلّه يستحسنها وينهدم دينه وهو لا يشعر، والحال أنّ الجهل لا يكون عذرا، ولا يظنّ أحد أن المراد بالتّغنّي للنّاس قراءة الأبيات والأشعار بالأصوات الموزونة دون قراءة القرآن والأذكار فإنه ظنّ فاسد)
مجالس الأبرار، صفحة: 280
ثم لم يكن من هدي الصّحابة أنهم كانوا يجتمعون للذّكر في المساجد ولا في غيرها، مع أنهم كانوا أكثر ذكرا لله من غيرهم، فهم قوم لا يشغلهم عن ذكر الله تعالى أيّ شيء آخر كما قال تعالى: رِجَالٌ لا تُلْهِيهِم تِجَارَةٌ وَلا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْماً تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ( )، ولكن مع ذلك لم يرد عنهم أنهم اجتمعوا له، وذلك لما يعلمون أنّ ذلك لم يكن من هدي النبي ، فأي عبادة لم تكن على هدي النبي  فإنها بدعة بل باطلة، ويدل لذلك أثر ابن مسعود ، وهو:
أن المسيّب بن نخبة( ) جاء إلى عبد الله، فقال: إني تركت في المسجد رجالاً يقولون: سبّحوا ثلاث مائة وستين، فقال: قم يا علقمة واشغل عنّي أبصار القوم، فجاء، فقام عليهم، فسمعهم يقولون، فقال: "إنّكم لتمسكون بأذناب ضلال، أو إنكم لأهدى من أصحاب محمد ، أو نحو هذا"( )
وعلى هذا فقد ردّ علماء الحنفية الاجتماع للذّكر في المساجد ورفعهم الصّوت به، يقول الإمام العلامة قدوة الزمان الإمام الرباني قاضي القضاة ابن الضّياء الحنفي رحمه الله: (ومنها: [أي من البدع] اجتماع الرّجال في المسجد حلقات ذاكرين، وقرّاء يذكرون ويقرؤون برفع الأصوات المشوشة على الطائفين والمصلين).
وقال أيضا: (ومنها: قراءة القرآن جوقات برفع الأصوات المشوّشة على المتعبدين). ينظر: يتزيه المسجد الحرام عن البدع، ص: 190.
ومن البدع التي أحدثها الصوفية في المساجد الرّقص عند الذكر، حيث جعلوا ذلك غاية اهتمامهم فيه، ونفس المؤمن تأبى أن تشاهد مثل هذه الحركات التي لا يتصوّرها الإنسان إلا عند الشخص المجنون، ولكن هؤلاء ليسوا بأقل المجنون لِما أعمى الله بصيرتهم فأعرضوا عن المشروع إلى شيء مُضحك ومُذهل، وعلماء السّنّة من الحنفية وغيرهم قد ردّوا مثل هذه الحركات التي يجعلها الصّوفية دينا لهم وشعارا، يقول الإمام العلامة شيخ الزمان وقدوة العلماء ابن التركماني الحنفي رحمه الله:
(أما ما يُبتدع من السّماع، فقد انتشر في جميع الأقطار، فترى أهله يتواجدون على سماع الأشعار، ويطربون على ذكر الخد والقد والعذار، ويرقصون على ضرب الكف والقصب والطار، فتضرّ المساجد والزوايا لنطّهم وتتلاشى الحُصر، وينكسر البلاط والأحجار، فيخرجون بقولهم وفعلهم عن طريق النّبي المختار، والصّحابة الأخيار والتّابعين الأبرار.وقد حرّم هذا السّماع أبو حنيفة، وأحمد، ومالك، فلا تلق نفسك أيها الرّاقص في البدعة والمهالك، فتهلك هذه النّفس المسكينة لخراب المساجد، ولخروجها عن طريق صاحب المعجزات والسّكينة..) إلى أن قال ناصحا ومحذّرا من اجتناب هؤلاء القوم:
(فلا تتبع القوم _أيها العابد_ لتحشر معهم، وتنجو من الكرب والشّدائد واجتنب الأكل الزّائد، ودع النطّ والتمايل والتواجد، ولا تخرب بنطّك الزّوايا والمساجد، اعلم أن طريق الآخرة لا تقطع بالنّط، وقد ندب الحقُّ تعالى عباده إلى الدخول في طريق توصّلهم إليه، بقوله تعالى: وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ، وقد بيّن النبيّ  الصّراط المستقيم بقوله: »عليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين من بعدي« ينظر: اللمع في الحوادث: 1/76.
ومن البدع التي أحدثها الصوفية في المساجد الرّقص عند الذكر، حيث جعلوا ذلك غاية اهتمامهم فيه، ونفس المؤمن تأبى أن تشاهد مثل هذه الحركات التي لا يتصوّرها الإنسان إلا عند الشخص المجنون، ولكن هؤلاء ليسوا بأقل المجنون لِما أعمى الله بصيرتهم فأعرضوا عن المشروع إلى شيء مُضحك ومُذهل، وعلماء السّنّة من الحنفية وغيرهم قد ردّوا مثل هذه الحركات التي يجعلها الصّوفية دينا لهم وشعارا، يقول الإمام ابن التركماني الحنفي رحمه الله:
(أما ما يُبتدع من السّماع، فقد انتشر في جميع الأقطار، فترى أهله يتواجدون على سماع الأشعار، ويطربون على ذكر الخد والقد والعذار، ويرقصون على ضرب الكف والقصب والطار، فتضرّ المساجد والزوايا لنطّهم وتتلاشى الحُصر، وينكسر البلاط والأحجار، فيخرجون بقولهم وفعلهم عن طريق النّبي المختار، والصّحابة الأخيار والتّابعين الأبرار.
وقد حرّم هذا السّماع أبو حنيفة، وأحمد، ومالك، فلا تلق نفسك أيها الرّاقص في البدعة والمهالك، فتهلك هذه النّفس المسكينة لخراب المساجد، ولخروجها عن طريق صاحب المعجزات والسّكينة..) إلى أن قال ناصحا ومحذّرا من اجتناب هؤلاء القوم:
(فلا تتبع القوم _أيها العابد_ لتحشر معهم، وتنجو من الكرب والشّدائد واجتنب الأكل الزّائد، ودع النطّ والتمايل والتواجد، ولا تخرب بنطّك الزّوايا والمساجد، اعلم أن طريق الآخرة لا تقطع بالنّط، وقد ندب الحقُّ تعالى عباده إلى الدخول في طريق توصّلهم إليه، بقوله تعالى: وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ( )، وقد بيّن النبيّ  الصّراط المستقيم بقوله: »عليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين من بعدي


Erfan Wahdat
09.01.2011

کابل جانه، دا هم لیکنه بولی چی غړز له یو سایت نه یی راکاپی کړی.

ته خو یی خپله یو دفعه ولوله او بیا یی حقیقت او نه حقیقت معلوم کړه. او که فقط همدی ته خوشحاله یی چی ځه هلکه عربی خو می را نقل کړه.

دا ما چی په پاسنیو معتبرو کتابو حوالی ورکړی وی، دا به ډیری معتبری وی او که ستا عربی.

غلی کینه چیرته ځان مه بیابه کوه.


و.افغان
09.01.2011

[quote:34b3fca0c6="Erfan Wahdat"]کابل جانه، دا هم لیکنه بولی چی غړز له یو سایت نه یی راکاپی کړی.
ته خو یی خپله یو دفعه ولوله او بیا یی حقیقت او نه حقیقت معلوم کړه. او که فقط همدی ته خوشحاله یی چی ځه هلکه عربی خو می را نقل کړه.
دا ما چی په پاسنیو معتبرو کتابو حوالی ورکړی وی، دا به ډیری معتبری وی او که ستا عربی.
غلی کینه چیرته ځان مه بیابه کوه.[/quote:34b3fca0c6]

عرفان وحدت صاحب:
دا د محترم کابل جان خپل کتاب دی، چې د 600 صفحو شاوخوا يې په عربي ژبه کې
ليکلی دی، زه ترې هيله کوم، چې دغه خبرې پښتو ته وژباړي، او که چېرې ما وکولای
شول، نو زه به يې وژباړم، ته خو هم ملا يې، او هم د الوزيريې مدرسې مدرس، په
عربي ژبه خو ضرور پوهېږې.

په هر حال راځم ستا دليلونو او استدلالونو ته.

کوم چې قرآني دلائل دي؛ نو قرآن محفوظ عن التحريف والنقصان دی، خو نقصان
ستا په استدلال کې دی، زه له تاسې پوښتنه کوم، چې آيا هغه تفسير او معنا چې ته
له دغو آيتونو اخلې؛ آيا پيغمبر صلی الله عليه وسلم اخيستې ده، که وايې چې هو:
نو دليل وړاندې.
آيا دغه رنګ تفسير صحابه کرامو کړی دی؟ که وآيي چې هو: نو دليل وړاندې کړه.
آيا دغه رنګ تفسير تابعينو امامانو او سلفو صالحينو کړی دی دی، ؟ که وايي چې
هو؛ نو دليل و ړاندې کړه.

آيا د قرآن په تفسير باندې تاسې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم، صحابه کرامو، تابعينو
امامانو او سلفو صالحينو ښه پوهېږئ؟
آيا دغه رنګ کارونه چې ستا پير سپورامان کول، او هغه وجد او رقص چې د هغه
مريدانو په مسجدونو کې کاوه، چې اودسونه به يې هم په کې ماتېدل، نعوذ بالله کومو
صحابه کرامو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په مخکې کړيدي، آيا تابعينو د صحابه
وو په مخکې کړيدي؟
آيا سلفو صالحینو د خپلو استاذانو په مخکې کړيدي؟
بيعت خو د امام لپاره ، يعنې د امير المؤمنين لپاره.
آيا صحابه وو، له پيغمبر صلی الله عليه وسلم وروسته کوم يې کس دغه رنګ په پيرۍ
نيولی دی؟
آيا دغه رنګ بيعتونه يې ورسره کړيدي؟
آيا تابعينو امامانو دغه رنګ کارونه کړيدي؟

خبره د سند سره غواړم، د صحي سند سره، که له کوم عربي کتاب نصوص رانقلوې
نو بايد لومړی يې عربي متن وړاندې کړې؛ بيا يې پښتو ته وژباړې.

پاتې شو ستاسې نقولات له ځينو علماوو څخه.
نو په هغې باندې تر هغو نه غږېږم، تر څو د هر عالم اصلي په عربي ژبه نص مونږ سره
له جز او صفحې کېږدې، پښتو ته يې وژباړې؛ بيا به سره پرې غږيږو.

اما کومې خبرې چې د آلوسي رحمه الله څخه رانقل کړيدي؛ نو آلوسي رحمه الله يو لوی
موحد حنفي عالم دی، او خبرې يې ۱۰۰٪ کې صحي دي.
د قرآن د تلاوت سره، د الله د ذکر سره، د جنت او دوزخ د يادولو سره، د مؤمن زړه
نرميږي، غونی يې ځيږيږي، ژړا ورته راځي، خولې پرې راماتيږي، ژاړي، دا هر څه
صحابه کرامو کړيدي، يو حديث شريف کې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ژړا صفت
داسې بيانيږي، چې کان لصدره أزيز کأزير المرجل.
د سيني څخه يې داسې اواز خوت، لکه چې د ايشيدلي کټوې څخه خيږي.
البته حتا په لوړ آواز ژړا کول، چيغي سورې وهل؛ هم د شرعې خلاف دي.
الله جل جلاله فرمايي: واذکر ربک في نفسک تضرعا وخيفة ودون الجهر من القول.
او يادوه رب خپل په خپل نفس کې په زارۍ او وېرې سره، پرته د اواز له اوچتولو.
د علامه الوسي دې خبرې ته ستاسې پام رااړوم، چې تاسې رانقل کړېده، او تصحيف
او تحريف هم په کې شوی دی، زه به يې په صحي بڼه رانقل کړم:

والحق أن ما يعتري هذه الطائفة غير ناقض الوضوء لعدم زوال العقل معه لكنه مبطل للصلاة لما فيه من الصياح الذي يظهر به حرفان مع أمور تأباها الصلاة ولا عذر لمن يعتريه ذلك إلا إذا ابتلي به بحيث لم يخل زمن من الوقت يسع الصلاة بدونه فإنه يعذر حينئذ
ولا قضاء عليه إذا ذهب منه ذلك الحال كمن به حكّة لا يصبر معها على عدم الحك.
ژباړه: حق خبره دا ده، کوم حالت چې دغو خلکو ته ورپېښيږي، هغه اودس نه ماتوي،
ځکه چې عقل ورسره نه زائليږي، مګر لمونځ باطلوي، ځکه چې په دغه کار کې چيغي
وهل کيږي، داسې کارونه کيږي؛ چې په لمانځه کې ځای نه لري؛ او هغه چا باندې چې
دغه حالت راځي؛ هغه هيڅ عذر نه لري چې لمونځ يې صحيح وشمېرل شي؛ مګر که دغه
انسان داسې حالت ته ورسيږي، چې دومره وخت ونلري؛ چې يو لمونځ په کې ادا کړي،
او هر وخت ورباندې په مکرر ډول پرته له دې چې د يوه لمانځه امکان په کې وي؛ دغسې حالت راځي، نو بيا معذور دی.

زما تبصره: محترمو وروڼو! آیا له لمانځه اوچت بل ذکر شته، آیا له لمانځه اوچت بل
عبادت شته؟ دوی باندې ولې دغه حالت په لمانځه کې نه راځي؛ چې بهر له لمانځه
نه پرې راځي؟؟؟؟؟
که رښتيا دوی د الله جل جلاله له وېرې غورځي او پرځي.
حقيقت دا دی چې دوی د الله جل جلاله له ويري نه غورځي؛ بلکه شيطان ورته نوشادر
ږدي، دغه ټول رياضي حرکات دي؛ چې انسان پرې ځان تمرين کړي؛ او لږ وخت په کې
تېر کړي؛ نو دغه چلونه زده کړي.
هو: که چېرې انسان د الله جل جلاله له وېرې، د جنت او دوزخ د آيتونو د اورېدولو له
ډېر تأثر څخه ضعف شي، په غيبوبه کې شي؛ نو دا حالت د دغه انسان له اختياره وتلی
دی؛ د دغه حالت فاعل ګناهګار نه دی، بلکه د الله جل جلاله ويرې يې په زړه کې ځای
نيولی دی؛ صادق انسان دی، د دغه حالت لپاره ده کوم خاص رياضت د سيني او سر
او نور تمرينات نه دي کړي؛ چې تاو راتاو شي، ښه ځان ګرم کړي، مسجد هم ګرم کړي،
بد بويه يې کړي؛ بيا يې عقل هم په کې غايب شي.

دغه نور متأخرينو اقوال چې مو راخيستي دي؛ نو د هغوی اقوال د کتاب الله، سنت
رسول الله صلی الله عليه وسلم، د صحابه کرامو، تابعينوامامانو، د حنفي مذهب د
مشهورو متقدمينو او متأخرينو علماوو په وړاندې په نشت (عدم) حساب دي.

يوه اړينه يادونه: د وجد قضيه چې پورته پرې خبرې وشوې؛ په سيپوري طريقه کې
يوه معمولي وړه خبره ده، نور هغه شرعي مخالفتونه او د اسلامي عقيدې سره د هغه
د تګلارې تضادونه؛ نو هغه ډېر لوی، او له اسلامي دين څخه ويستونکي دي.

په درنښت


وزیري
09.01.2011

ګرانه ساپی صیب

ستا دا د الوزیریه مدرسی خطاب عرفان صیب ته په سلو کی ۵۰۰ فیصده ګناه ده ځکه چی ایمان دی په ګمان بایللی دی او بی ځایه ګمانونه او شکونه کول له ګناه نه دی.

زما د سیف الرحمن مولوی صاحب پشتیبانی او په تاسی باندی د افراط غږ د الله جل جلاله د رضا لپاره وه ځکه چی تاسی د سپکاوی خوله خوشی کړی وه.

آیا ته دا کوشش کول غواړی چی د اسلام په طرف بلنه وکړی او که په دی فورم کی ځای باتور معرفی کړی؟

زما په نظر خو ته دا کوشش کوی چی ځان باتور معرفی کړی نه اسلام طرف ته بلنه ځکه ستا د بلنی طریقه غیر اسلامی ده. دا په دی خاطر وایم چی ستا لیکنی په اخیر کی تشدد ته وځی او اهانت کوی. آیا اسلام ته بلنه په حکمت سره کیږی او که کنځلو سره؟

خفه کیږه مه، کوشش وکړه چی لیکنه کی دی یو څه ادب ښکاره کړی. او داسی فکر هم مه کوه چی ته به په دی لیکنو او یا مسئلو څیړلو کی غټ عالم یی

په درناوی


و.افغان
09.01.2011

محترمينو هر يو عرفان وحدت صاحب، او الوزيريه صاحب:
له وطنه ډېر لرې يم، دومره فضول پيسې نه لرم، چې د پير سيپورامان کتابونه پرې
راوغواړم، او نه دومره فضول وخت لرم، چې د هغه د کتابونو لوستلو او اقتباس ته يې
ورکړم.
تاسو چې د هغه ژوندي شاګردان يئ، نو تاسې زما څو پوښتنې ځواب کړئ؛ تر څو د پير
حقانيت او بطلان معلوم شي؛ ځکه چې تاسې ته د هغه تګلاره سمه ښکاري، او په هغې
روان ياست؛ نو ضرور به ما ته د هغه د تګلارې مطابق ځواب راکوئ.
لنډ لنډ ځوابونه، د تاسو تکليفول نه غواړم.
ښه په سړه سينه، په دمه دمه يې ځواب کړه.
زمونږ ورور يې؛ غواړو چې حق ته ورسيږو.

پوښتنه: په اولياء الله وحي راځي، يا هغوی ته الهام کيږي؟ آيا دغه د الهام د اسلامي
شرعې مصدر ګڼل کېدلی شي؟

دويمه پوښتنه: آيا په الله کې د فاني کېدو باندې عقيده لرې؟ او که لرې يې؛ نو فاني
کېدل څه معنا؟

درېيمه پوښتنه: آيا اولياء الله له پيغمبرانو پورته کېدی شي؟
څلورمه پوښتنه: آيا اولياء الله د رب عرش ته ختلی شي؟
پنځمه پوښتنه: آيا په وحدة الوجود ايمان لرې؟ او که لرې؛ نو وحدة الوجود څه معنا؟
شپږمه: آيا په حلول او اتحاد ايمان لرې؟ او که ايمان لرې؟ نو حلول څخه موڅه موخه ده؟
اوومه: آيا اولياء الله په غيبو پوهيږي؟
اتمه: آیا په تناسخ الأرواح ايمان لرې؟
نهمه: صوفي بسطامي وايي: خضنا بحرا وقف الأنبياء بساحله.
يعنې مونږ په داسې بحر ورګډ شوي يو؛ چې پيغمبران يې په غاړه ودرېدلې دي
آيا په دې خبرې ايمان لرې.
لسمه: آيا پيغمبر صلی الله عليه وسلم په عرش استوا کړېده؟ لکه ابن عربي يې چې وايي؟
يوولسمه: آيا عرش، اسمان، ځمکه او کرسۍ د پيغمبر له نوره پيدا ده؛ لکه ابن عربي
يې چې وايي؟
دولسمه: آيا اولياء الله معصوم دي؛ يعنې ګناه ترې نه کيږي؟
آيا هر څه چې کوي؛ هغه صحي وي؟ او ستاسې پير سيپورامان معصوم دی.
ديارلسمه:آيا اولياء الله دا فعلي اختياري قدرت په خپل لاس کې لري، چې خلکو
ته شفا ورکړي، باران رانازل کړي، دا دنيا له ورانېدو وساتي، مړي ژوندي کړي؟
څوارلسمه: آيا د انسان د ښه عمل په مقابل کې د الله جل جلاله څخه جنت غوښتلی
شي، الله جل جلاله ته ځارۍ کولی شي؛ تضرع کولی شي؛ چې جنت راکړې، او له
دوزخه مې په امان کړې؟ او که دا کار ستاسې په عقيده د کمال عقيدې مخالف دی؟؟

پنځلسمه پوښتنه: آیا د پيرۍ په مراحلو کې داسې مرحله شته؛ چې پير رسېدلی پير
شي؛ او مکلفيت ترې ختم شي؟؟ او که نه؟
ځکه چې پير کله ورسيږي؛ نو اوامر او نواهي مستقيما نعوذ بالله له خدای نه اخلي؟
آيا همداسې ده؟
شپاړسمه: د پير خوب ليدل حجت دي؟؟

اوولسمه: آيا اسلامي شرعه ظاهر او باطن لري؟ که چېرې يو ولي الله په ظاهره کې
په غير اسلامي کار وليدل شي؛ نو د دې څه تأويل کېدی شي؟ مثلا کوم شرعي
مخالفتونه چې مونږ د ذکر په حلقو کې ګورو، د ښځو او نرو يو ځای ګډېدل، خلوتونه
کول، اختلاط کول، حتا ځينې يې شرابونه هم څښي.

اتلسمه: آيا پير د خپلو مريدانو له اسرارو خبرېدلی شي؟؟
نوولسمه: آیا د شر مقاومت جائز، د کافرو ظالمو پاچاهانو سره جهاد واجب دی؟
او که دغه حالت د الله اراده ده، او بايد مخالفت يې ونشي؟
شلمه: آيا پيران د خضر عليه السلام سره ارتباط لري، او خضر عليه السلام هغوی ته شرعي اوامر او نواهي فرمايي؟
يوويشتمه: آيا صوفي رقص شرعي رقص دی؟
دوه ويشتمه: آيا ولي چې کله ظاهرا وفات شي؛ کولای شي له قبر څخه ودنيا ته راشي؟
خپلو مريدانو سره، خپلو خپلوانو او کورواله سره خبرې وکړي.
درويشتمه: آيا د ولي کرامت د ولي په لاس کې وي؟ يعنې د هغه په اختيار کې وي؟
څلورویشتمه: پير ته سجده کول جواز لري؟
پنځه ويشتمه: پيران له ملائکو سره مستقيما خبرې کوي؟ آيا دا خبره صحيحه ده.
شپږويشتمه: آيا پيران کولای شي؛ پيريان تسخير کړي؟
اوويشتمه: پير کولای شي، چې په ويښه پيغمبر صلی الله عليه وسلم وويني، له هغه
سره ملاقات وکړي، او خبرې اترې ورسره وکړي؟
اته ويشتمه: آيا پير کشف کولی شي؛ او کشف د هغه په اختيار کې دی؟ او که يې
نو کشف څه معنا؟ په لنډه توګه.
نهه ویشتمه: آيا پير د خپلو مريدانو د زړونو په خبرو پوهیږي؟ کوم ته چې هغوی
فراست وايي؟
دېرشمه: آيا پير د الله جل جلاله خبرې اوري؟ کوم چې هغوی هتاف وايي؟
يودېرشمه: آيا پير پورته اوه اسمانو ته خيږي، اسراء او معراج کوي؛ او له ځان سره
علوم او اسرار راوړي؟
دوه دېرشمه: آيا په پيروان کې غوث او اقطاب شته دي؟ کوم چې غوث دي؛ که مړ يې
او که ژوندی؛ په هر ځای کې چي وي؛ د هغه کس مرستې رسيږي؛ چې ده ته يې غږ
کړی وي؟ همدارنګه اقطاب په دنيا کې تصرف کوي؟ راټوليږي او د دنيا د کارونو
خزائنو، او په خلکو د وېش اندازه کول کوي؟
درې دېرشمه: آیا پير کولای شي؛ چې ارواح حاضر کړي؟
څلور دېرشمه: آيا پيران واجب الطاعة دي؟
پينځه دېرشمه: آيا قرآني آيتونه ظاهر او باطن لري؛ چې ظاهر يې دعوامو لپاره وي،
او په باطن يې اولياء الله پوهيږي؟
شپږ دېرشمه: د ابن عربي د دې شعر په اړه څه وايي:
الرب عبد والعبد رب فليت شعري من المكلف؟
اوه دېرشمه: يو پير وايي: وما الكلب والخنزير إلا إلهنا وما الله إلا راهب في كنيسة.
د دې خبرې څه معنا ده؟ او څه موخه يې ده ترې؟
اته دېرشمه: آیا پيران په مسلح جهاد ايمان لري؟ او که يې لري؛ تاريخ کې يې مثالونه شته؟

آيا د پورتنيو عقيدو معتقد په سمه لاره روان دی؟

په درنښت


كابل جان
09.01.2011

عرفان صيب أول خو دا كومه ليكنه چه ما كړي ده دا ځما خپله ليكنه ده،
دويم دا چه كوم كتابونه ما ذكر كړي دي دا دحنفي علماء كرامو دي أو ته دي معتبر نه واي
داسي راته خكاري چه دقدري أو خلاصي نه دي بغير نور څه ندي ليدلي، نو ددي وجي نه خو دي سترګي أخوا ديخوا نه أوړي.
أو دا يو عبارت به رانقل كړم دماغ دي ورباندي خلاص كړه بيا به يي روسته ژباړه كړم ځكه دا ستا په پير أو دهغي مريدانو باندي خه تطبيق لري، أو كومي ويډيو ګاني چي ما وګتلي ددي غوره مثالونه دي.
إمام ابن التركماني الحنفي واي :
((أما ما يُبتدع من السّماع، فقد انتشر في جميع الأقطار، فترى أهله يتواجدون على سماع الأشعار، ويطربون على ذكر الخد والقد والعذار، ويرقصون على ضرب الكف والقصب والطار، فتضرّ المساجد والزوايا لنطّهم وتتلاشى الحُصر، وينكسر البلاط والأحجار، فيخرجون بقولهم وفعلهم عن طريق النّبي المختار، والصّحابة الأخيار والتّابعين الأبرار. وقد حرّم هذا السّماع أبو حنيفة، وأحمد، ومالك، فلا تلق نفسك أيها الرّاقص في البدعة والمهالك، فتهلك هذه النّفس المسكينة لخراب المساجد، ولخروجها عن طريق صاحب المعجزات والسّكينة..) إلى أن قال ناصحا ومحذّرا من اجتناب هؤلاء القوم:
(فلا تتبع القوم _أيها العابد_ لتحشر معهم، وتنجو من الكرب والشّدائد واجتنب الأكل الزّائد، ودع النطّ والتمايل والتواجد، ولا تخرب بنطّك الزّوايا والمساجد، اعلم أن طريق الآخرة لا تقطع بالنّط، وقد ندب الحقُّ تعالى عباده إلى الدخول في طريق توصّلهم إليه، بقوله تعالى: وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ، وقد بيّن النبيّ صلى الله عليه وسلم الصّراط المستقيم بقوله: »عليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين من بعدي)


Erfan Wahdat
09.01.2011

یاره ساپی صیب منمه دی چی داسی نغده دی د زړه غوټه راوسپړله.
شف شف مه لره شفتالو ووایه. لکه دا ودی چی ویلی.
لکه څنګه چی دی ویلی لنډ لنډ ځوابونه راکړه نو واوره لنډ ځوابونه. دا زمونږه عقیده ده.

اول: اولیاوو رحمه الله ته الهام کیږی او دا د اسلامی شرعی مصدر نه کڼل کیږی.

دوهم: هو، په فانی کیدلو باندی عقیده لرو. دا ستا له عقل نه وتلی خبره ده. دا داسی یوه خبر ده چی له تشریح نه یی چی ابوهریره رضی الله عنه ساکت پاتی شوی وه. هغه د مشکوة شریف حدیث خو به دی اوریدلی چی ابوهریره رض وایی چی ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دوه کنډوله علم اخیستی ده یو می تاسی ته خپور کړ او که دا بل خپور کړم نو خلک به می چنغړه پری کړی. یعنی حلال به می کړی. فنا داسی یو شی ده چی ستاسی مغز ترینه معذور دی.

دریم: نه! هیڅکله نه، اولیاء له پیغمبرانو نه نه شی پورته کیدای، حتی د یو پیغمبر د پښو خاورو ته هم یو ولی الله نشی رسیدلی.

څلورم: هو، اولیاء الله د الله جل جلاله په امر د رب عرش ته روحا ختلی شی. ځکه خو رحمن بابا وایی: چی په یو قدم تر عرش پوری رسی: ما لیدلی دی رفتار د درویشانو.

پنځم: په اولیاء رحمه الله کی هم وحدت الوجود او وحدة الشهود یوه اختلافی مسئله ده. مونږه یی نه پری لرو.

شپږم: نه! په حلول او اتحاد ایمان نه لرو.

اووم: نه! اولیاء الله په غیبو نه پوهیږی خو که الله جل جلاله یی ورته د ملائیکی په ذریعه د یو خاص شی خبر ورکړی نو بیا هو.

اتم: په تناسخ الارواح عقیده نه لرو

نهم: په دی خبره دی نه پوهیږم. خو له شریعت نه ډیره وتلی ده.

لسم: له استوا نه ستا مطلب څه شی دی؟ استواء په عرش د الله جل جلاله خاصه ده او بس.

یوولسم: هو، په بعضو اقوالو کی راغلی دی.

دوولسم: اولیاء الله معصوم نه دی، ګناه ترینه کیږی.

دیارلسم: اولیاء الله فعلی اختیاری قدرت په لاس کی نه لری. نه چاته شفاء ورکوی شی او نه مړی را ژوندی کوی شی او نه باران کولای شی او نه دنیا له ورانیدو ساتلی شی. دا د الله جل جلاله ذاتی صفات دی. هو یو شی کولای شی چی الله جل جلاله ته دعاء وکړی او د یو چا شفاء نصیب شی یا باران وشی ځکه چی دوی نظر و ما او تا ته مستجاب الدعوات دی.

څوارلسم: هر انسان کولای شی چی الله جل جلاله ته زارۍ وکړی او جنت ترینه وغواړی او له دوزخ ځنی پنا وغواړی. الله جل جلاله په دی ډیر خوشحالیږی چی دده بنده له ده نه څه وغواړی.

پنځلسم: نه هیڅکله داسی مرحله نشته چی پیر دی داسی اندازی ته ورسیږی چی مکلفیت ترینه ختم شی. هیڅکله نه اوامر او نواهی له الله جل جلاله نه نه اخستل کیږی هغه مخکی له مخکی جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړیدی او هر انسان که ولی ده او عاصی ده پری مکلف ده.

شپاړسم: د پیر خوب لیدل په اسلام کی حجت نه دی. خو حسن ظن پری مستحب ده.

اوولسم: شرعه ظاهر او باطن لری خو باطن په ظاهر ښایسته کیږی. هر هغه څوک چی په ظاهره په سنتو ملبس نه وی هیڅکله پیر یا ولی الله کیدلی نه شی. سنت یو اهم رکن ده چی د خپل ژوند به ظاهر او باطن کی به یی عملی کوی. د نر او ښځو یو ځای کیناستل مستحسن نه دی. شراب که څښل که په هره جامه وی مطلق ناروا دی. هیڅ هغه عمل چی رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه کړی وی جواز نه لری ولو که په هر جامه وی.

اتلسم: په کشف القلوب عقیده لرو، پیر کولای شی چی د زیات زهد او تقوی په نتیجه کی د الله جل جلاله له خوا کشف القلوب پیدا کړی او بیا که وغواړی نو د مریدانو د زړونو اسرار معلوموی شی. خو دا دده کسب کړی شی نه ده بلکی د الله جل جلاله عنایت ده.

نولسم: د کافرو ظالمو پادچاهانو په مقابله کی ودریدل واجب دی

شلم: پیران کیدای شی له خضر ع سره روحا ووینی او هغه ورته شرعی اوامر او نواهی نه شی ورکولای ځکه ددی زمانی اولیاء د د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په راوړی احکام مکلف دی نه د خضر علیه السلام.

يوویشتم: صوفی رقص، که په حقیقی وجد کی وی بیا شرعی جواز لری او که ساعت تیری کوی نو بیا حرام ده.

دویشتم: ولی الله چی کله وفات شی نو بیا له قبر نه بیرته دنیا ته نشی راتللای.

درویشتم: د ولی الله کرامت هیڅکله هم دده په لاس کی نه وی. دا د الله په لاس کی ده.

څلوریشتم: غیر له الله جل جلاله نه بل هر څوک چی وی سجد ورته مطلقا ناروا ده ولو که حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم وی نور خلک خو لا پریږده.

پنځه ویشتم: اولیاء کرام رحمه الله په خپل قدرت سره نه شی کولای چی له ملائیکو سره وګوری مګر الله جل جلاله ورته اجازه ورکړه.

شپږویشتم: د پیریانو تسخیر د پیرانو وظیفه نه ده، هرکله چی یو انسان الله جل جلاله ته تابع شی نو بیا دا له امکان نه لری نه ده چی پیریان دی هم له ولی الله سره ښی اړیکی ولری.

اوویشتم: پیر په خپل قدرت نشی کولای چی له پیغمبر علیه السلام سره وګوری خو په طول دی تاریخ کی داسی پیښی ښویدی چی اولیاء الله له رسو ل الله صلی الله علیه وسلم سره کتلی دی.

اته ویشتم: پیر کولای شی چی کشف وکړی او دا کشف دده په اختیار کی نه ده.

نهه ویشتم: په اتلسم کی جواب شوه.

دیرشم: پیر د الله جل جلاله خبری نه اوری. هتاف ده که هاتف دا اواز د ملائیکو وی.

یودیرشم: بعضی اسباق شته چی د ذکر په وخت کی کامل ولی الله اسمانو ته روحا ختلی شی خو له ځان سره علوم او اسرار نه راوړی.

دوه دیرش: سوال ته دی ۵۰ فیصد هو او ۵۰ فیصده نه، تصرف نه درسره منم خو غوث او اقطاب شته.

دری دیرش: نه! پیر نه شی کولای چی ارواح حاضره کړی.

څلوردیرش: پیران واجب الطاعت نه دی. خو که کله یی چی مرید شی نو بیا به یی د استاد په اندازه احترام کوی. او که مرید یی نه وی نو بیا به یی په دی خاطر احترام کوی چی یو متقی، پرهیزګاره او الله نه نیژدی ده. د الله ج په خاطر.

پنځه دیرش: قرانی آیتونه ظاهر او باطن لری خو دا په دی معنی نه چی ظاهر یی د عوامو لپاره دی او باطن کی یی څه بیل اوامر او نواهی دی چی اولیاء الله دی کوی. ولی الله هم په ظاهری شریعت مکلف ده او نور څه نه.

شپږدیرشم: د ابن عرب دا شعر نه منو.

اووه دیرشمه: له شریعت سره په ټکر کی ده، نه یی منو او نه پری پوهیږم.

اته دیرشم: بالکل پیران په مسلحانه جهاد ایمان لری. مثال یی د هډی اخندزاده صاحب رحمه الله.

ساپی صاحب، تا داسی پوښتنی کړی دی چی یقین وکړه لکه پیر چی کافر وی.
یوه خلصه خبره درته دا کوم چی ظاهری شریعت ډیر زیات مهم ده. بغیر له ظاهری شریعت نه طریقت هیڅ حقیقت نه لری.
طریقت، معرفت او حقیقت باید په شریعت ولاړ وی.


و.افغان
09.01.2011

زمونږ بحث اوس پيل شو.
په دمه دمه سوکه سوکه.
په درنښت

[quote:6ff6ba705c="Erfan Wahdat"]یاره ساپی صیب منمه دی چی داسی نغده دی د زړه غوټه راوسپړله.
شف شف مه لره شفتالو ووایه. لکه دا ودی چی ویلی.
لکه څنګه چی دی ویلی لنډ لنډ ځوابونه راکړه نو واوره لنډ ځوابونه. دا زمونږه عقیده ده.

اول: اولیاوو رحمه الله ته الهام کیږی او دا د اسلامی شرعی مصدر نه کڼل کیږی.

دوهم: هو، په فانی کیدلو باندی عقیده لرو. دا ستا له عقل نه وتلی خبره ده. دا داسی یوه خبر ده چی له تشریح نه یی چی ابوهریره رضی الله عنه ساکت پاتی شوی وه. هغه د مشکوة شریف حدیث خو به دی اوریدلی چی ابوهریره رض وایی چی ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دوه کنډوله علم اخیستی ده یو می تاسی ته خپور کړ او که دا بل خپور کړم نو خلک به می چنغړه پری کړی. یعنی حلال به می کړی. فنا داسی یو شی ده چی ستاسی مغز ترینه معذور دی.

دریم: نه! هیڅکله نه، اولیاء له پیغمبرانو نه نه شی پورته کیدای، حتی د یو پیغمبر د پښو خاورو ته هم یو ولی الله نشی رسیدلی.

څلورم: هو، اولیاء الله د الله جل جلاله په امر د رب عرش ته روحا ختلی شی. ځکه خو رحمن بابا وایی: چی په یو قدم تر عرش پوری رسی: ما لیدلی دی رفتار د درویشانو.

پنځم: په اولیاء رحمه الله کی هم وحدت الوجود او وحدة الشهود یوه اختلافی مسئله ده. مونږه یی نه پری لرو.

شپږم: نه! په حلول او اتحاد ایمان نه لرو.

اووم: نه! اولیاء الله په غیبو نه پوهیږی خو که الله جل جلاله یی ورته د ملائیکی په ذریعه د یو خاص شی خبر ورکړی نو بیا هو.

اتم: په تناسخ الارواح عقیده نه لرو

نهم: په دی خبره دی نه پوهیږم. خو له شریعت نه ډیره وتلی ده.

لسم: له استوا نه ستا مطلب څه شی دی؟ استواء په عرش د الله جل جلاله خاصه ده او بس.

یوولسم: هو، په بعضو اقوالو کی راغلی دی.

دوولسم: اولیاء الله معصوم نه دی، ګناه ترینه کیږی.

دیارلسم: اولیاء الله فعلی اختیاری قدرت په لاس کی نه لری. نه چاته شفاء ورکوی شی او نه مړی را ژوندی کوی شی او نه باران کولای شی او نه دنیا له ورانیدو ساتلی شی. دا د الله جل جلاله ذاتی صفات دی. هو یو شی کولای شی چی الله جل جلاله ته دعاء وکړی او د یو چا شفاء نصیب شی یا باران وشی ځکه چی دوی نظر و ما او تا ته مستجاب الدعوات دی.

څوارلسم: هر انسان کولای شی چی الله جل جلاله ته زارۍ وکړی او جنت ترینه وغواړی او له دوزخ ځنی پنا وغواړی. الله جل جلاله په دی ډیر خوشحالیږی چی دده بنده له ده نه څه وغواړی.

پنځلسم: نه هیڅکله داسی مرحله نشته چی پیر دی داسی اندازی ته ورسیږی چی مکلفیت ترینه ختم شی. هیڅکله نه اوامر او نواهی له الله جل جلاله نه نه اخستل کیږی هغه مخکی له مخکی جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړیدی او هر انسان که ولی ده او عاصی ده پری مکلف ده.

شپاړسم: د پیر خوب لیدل په اسلام کی حجت نه دی. خو حسن ظن پری مستحب ده.

اوولسم: شرعه ظاهر او باطن لری خو باطن په ظاهر ښایسته کیږی. هر هغه څوک چی په ظاهره په سنتو ملبس نه وی هیڅکله پیر یا ولی الله کیدلی نه شی. سنت یو اهم رکن ده چی د خپل ژوند به ظاهر او باطن کی به یی عملی کوی. د نر او ښځو یو ځای کیناستل مستحسن نه دی. شراب که څښل که په هره جامه وی مطلق ناروا دی. هیڅ هغه عمل چی رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه کړی وی جواز نه لری ولو که په هر جامه وی.

اتلسم: په کشف القلوب عقیده لرو، پیر کولای شی چی د زیات زهد او تقوی په نتیجه کی د الله جل جلاله له خوا کشف القلوب پیدا کړی او بیا که وغواړی نو د مریدانو د زړونو اسرار معلوموی شی. خو دا دده کسب کړی شی نه ده بلکی د الله جل جلاله عنایت ده.

نولسم: د کافرو ظالمو پادچاهانو په مقابله کی ودریدل واجب دی

شلم: پیران کیدای شی له خضر ع سره روحا ووینی او هغه ورته شرعی اوامر او نواهی نه شی ورکولای ځکه ددی زمانی اولیاء د د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په راوړی احکام مکلف دی نه د خضر علیه السلام.

يوویشتم: صوفی رقص، که په حقیقی وجد کی وی بیا شرعی جواز لری او که ساعت تیری کوی نو بیا حرام ده.

دویشتم: ولی الله چی کله وفات شی نو بیا له قبر نه بیرته دنیا ته نشی راتللای.

درویشتم: د ولی الله کرامت هیڅکله هم دده په لاس کی نه وی. دا د الله په لاس کی ده.

څلوریشتم: غیر له الله جل جلاله نه بل هر څوک چی وی سجد ورته مطلقا ناروا ده ولو که حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم وی نور خلک خو لا پریږده.

پنځه ویشتم: اولیاء کرام رحمه الله په خپل قدرت سره نه شی کولای چی له ملائیکو سره وګوری مګر الله جل جلاله ورته اجازه ورکړه.

شپږویشتم: د پیریانو تسخیر د پیرانو وظیفه نه ده، هرکله چی یو انسان الله جل جلاله ته تابع شی نو بیا دا له امکان نه لری نه ده چی پیریان دی هم له ولی الله سره ښی اړیکی ولری.

اوویشتم: پیر په خپل قدرت نشی کولای چی له پیغمبر علیه السلام سره وګوری خو په طول دی تاریخ کی داسی پیښی ښویدی چی اولیاء الله له رسو ل الله صلی الله علیه وسلم سره کتلی دی.

اته ویشتم: پیر کولای شی چی کشف وکړی او دا کشف دده په اختیار کی نه ده.

نهه ویشتم: په اتلسم کی جواب شوه.

دیرشم: پیر د الله جل جلاله خبری نه اوری. هتاف ده که هاتف دا اواز د ملائیکو وی.

یودیرشم: بعضی اسباق شته چی د ذکر په وخت کی کامل ولی الله اسمانو ته روحا ختلی شی خو له ځان سره علوم او اسرار نه راوړی.

دوه دیرش: سوال ته دی ۵۰ فیصد هو او ۵۰ فیصده نه، تصرف نه درسره منم خو غوث او اقطاب شته.

دری دیرش: نه! پیر نه شی کولای چی ارواح حاضره کړی.

څلوردیرش: پیران واجب الطاعت نه دی. خو که کله یی چی مرید شی نو بیا به یی د استاد په اندازه احترام کوی. او که مرید یی نه وی نو بیا به یی په دی خاطر احترام کوی چی یو متقی، پرهیزګاره او الله نه نیژدی ده. د الله ج په خاطر.

پنځه دیرش: قرانی آیتونه ظاهر او باطن لری خو دا په دی معنی نه چی ظاهر یی د عوامو لپاره دی او باطن کی یی څه بیل اوامر او نواهی دی چی اولیاء الله دی کوی. ولی الله هم په ظاهری شریعت مکلف ده او نور څه نه.

شپږدیرشم: د ابن عرب دا شعر نه منو.

اووه دیرشمه: له شریعت سره په ټکر کی ده، نه یی منو او نه پری پوهیږم.

اته دیرشم: بالکل پیران په مسلحانه جهاد ایمان لری. مثال یی د هډی اخندزاده صاحب رحمه الله.

ساپی صاحب، تا داسی پوښتنی کړی دی چی یقین وکړه لکه پیر چی کافر وی.
یوه خلصه خبره درته دا کوم چی ظاهری شریعت ډیر زیات مهم ده. بغیر له ظاهری شریعت نه طریقت هیڅ حقیقت نه لری.
طریقت، معرفت او حقیقت باید په شریعت ولاړ وی.[/quote:6ff6ba705c]


و.افغان
10.01.2011

محترم عرفان وحدت او الوزيريه صاحبانو!
لومړی د دې لپاره چې د ښاغلي عرفان وحدت ګيله ختمه شي؛ چې بحث له وهابيانو
د هغه پير ته واوښت؛ نو موضوع په دوه برخه ووېشل شوه، او هرې برخې ته جلا سرليک
ورکړل شو.

بله مهمه خبره دا ده چې د دې لپاره چې بحث مو ونه شړيږي، نو مونږ بايد داسې موحده مرجع ولرو، چې د اختلاف په وخت کې ورته رجوع وکړو.

زما لپاره مرجع څلور څيزونه دي:

لومړۍ مرجع: قرآن په فهم د سلف الأمة (سلف الأمة عبارت دی، له صحابه کرامو،
تابعینو، او د قرون المفضله له امامانو او علماوو).

دويمه مرجع: صحيح احاديث په فهم د سلف الأمة.
صحيح احاديث هغه دي، چې د علم الحديث متخصصينو صحيح بللي وي، او د صحت
يا حسن شروط يې پوره کړي وي.

درېيمه مرجع: اجماع د اسلامي امت، په هر عصر کې چې وي.
د لوستونکو دفائدې لپاره، اجماع د امت هسې تشه په تشه نه راځي، بلکه ضرور
قرآن يا صحيح نبوي سنت ته اتکاء کوي.

څلورمه مرجع: سالم قياس:
قياس په دوه ډوله: قياس اولی، چې د منصوص عليه په رنګ مرتبه لري.
بل قياس فرعي: الحاق فرع بأصل لعلة جامعة بينهما.
قياس هم صحي لري؛ هم فاسد.
زمونږ استدلال به په صحي قياس وي؛ کوم چې سلفو صالحينو کړیدی، ځکه چې زمونږ
بحث په داسې مسئله کې ده، چې عقيدې پورې اړه لري، او عقيدوي احکام په مرور
د زمان تغيير نه خوري.
اما په نورو شرعي مسائلو کې بيا د قياس څخه په خپلو حدودو او قواعدو کې متجدده
استفاده کيږي.
البته کولای شو، چې د عقيدوي مسائلو په اړه له متأخر قياس څخه د استئناس
او تابع په توګه (نه د استدلال په توګه) کار واخلو.

آيا محترم عرفان وحدت او الوزيريه صاحب له ما سره په پورتني مرجع کې موافق دي
او که نه؟؟؟

له نورو وروڼو غوښتنه کوم، چې که چېرې په بحث کوم تنقيد او تبصره لري؛ نو هغه
دې په بله نوې سکالو کې مطرح کړي؛ يا دې دبحث طرفينو ته د شخصي پيغام له
لارې وليږي.

په درنښت


Erfan Wahdat
11.01.2011

ساپی صاحب سلامونه

ستا دی نیک اقدام ته هرکلی او ښه راغلاست وایم، او ستا شرایط ماته قابل د قبول دی خو زه هم دری شرطه لرم لکه:

اول: لکه مو چی ویلی صحيح احاديث په فهم د سلف الأمة.د اوسنی محدثینو جرحه نه منم لکه البانی، یواځی سلف الأمة.

دوهم: پیر ساحب سیف الرحمن رحمه الله نامه ته سپکاوی نه منم. بحث به مو د ادب په چوکاټ کوی. اهانت او ښکنځلی په کی د بحث د شنړیدو ماده ده.

دریم: د پیر صاحب د طریقت جوابګویی کوم نه د امثالهم.

یادونه: لکه څنګه چی نن سبا هغه بیکاره شخص هم یوه دنیا کارونه لری نو مونږه خو الحمد الله کار او بار لرو نو یوڅه ډیر مصروفیت به لرو. بناء له تاسی نه هیله کیږی چی ډیره ګرمه به نه خورۍ، یو څه به منتظر پاتی کیږی.


و.افغان
11.01.2011

محترم عرفان وحدت صاحب:
ستا درېواړه شرطونه هم منم.
يوه تبصره پرې لرم.
شيخ ألباني د خپل عمر 70 کاله د علم حديث د خدمت لپاره وقف کړي وو، که د هغه
حکم نه منې؛ نو د بحث د استمرار لپاره مو غوښتنه قبلوم،البته په مقابل کې به د غير متخصصو خلکو حکم هم نه منو.
بيا به په بحث کې مطرح کیدونکي دلائل د علم الجرح والتعديل او د مصطلح الحديث
د قواعدو په اساس څيړو. فکر کوم چې د دې مخالفت نه کوې.

پير سيف الرحمان ته کې په زړه کې احترام نه لرم، نو ستا لپاره به په بحث کې هغه ته
بې احترامي هم نه کوم.

بحث د پير سيف الرحمان باره کې دی؛ البته د هغه په اړه کافي کتابونه نه لرم، ځکه به
د پير سيف الرحمان د عقائدو تر څنګ
د ځينو هغو اقوالو او عقائدو په اړه له تاسې پوښتم، چې د طريقت نور صوفيان يې لري؛
او پوښتنه به له تاسې څخه دا وي؛ چې پير سيف الرحمان او يا ته د هغه قول، قائل،
او کتاب په اړه څه نظر لرئ؟
ځکه چې: وبضدها تتبين الأشياء.
فکر کوم چې مخالفت نه کوې.

د نه مخالفت په صورت کې به بحث ته په آرامه فضا کې ادامه ورکوو.
ان شاء الله تعالی.
په درنښت

[quote:b4cca34460="Erfan Wahdat"]ساپی صاحب سلامونه

ستا دی نیک اقدام ته هرکلی او ښه راغلاست وایم، او ستا شرایط ماته قابل د قبول دی خو زه هم دری شرطه لرم لکه:

اول: لکه مو چی ویلی صحيح احاديث په فهم د سلف الأمة.د اوسنی محدثینو جرحه نه منم لکه البانی، یواځی سلف الأمة.

دوهم: پیر ساحب سیف الرحمن رحمه الله نامه ته سپکاوی نه منم. بحث به مو د ادب په چوکاټ کوی. اهانت او ښکنځلی په کی د بحث د شنړیدو ماده ده.

دریم: د پیر صاحب د طریقت جوابګویی کوم نه د امثالهم.

یادونه: لکه څنګه چی نن سبا هغه بیکاره شخص هم یوه دنیا کارونه لری نو مونږه خو الحمد الله کار او بار لرو نو یوڅه ډیر مصروفیت به لرو. بناء له تاسی نه هیله کیږی چی ډیره ګرمه به نه خورۍ، یو څه به منتظر پاتی کیږی.[/quote:b4cca34460]


Erfan Wahdat
12.01.2011

محترم ساپی صاحب:

دا منم چی البانی به ۷۰ کاله د علم حدیث خدمت کړی وی خو تا په خپله لیکلی وه چی صحی احادیث په فهم د سلف الأمة، نو محترم البانی په سلف الأمة کی نه راځی.

په مقابل د البانی کی تاسی د غير متخصصو خلکو حکم د نه منلو ویلی دی.

نه پوهیږم چی ستاسی په آند غیر متخصص خلک څوک دی. جنګ شودیار سر شودیار. هسی نه چی بیا د بحث په منځ کی راته ولیکی چی ما خو درته ویلی وه چی د غیر متخصصو خلکو حکم په نه منو. که واضحه نه شی نو ته کولای شی چی بیا په جریان د بحث کی په هرهغه چا چی زه یی لیکم د غیر متخصص اطلاق وکړی. خو ښه به داوی چی غیر متخصص در راته لیست کړی.

ګوره چی په لیست کی تور او سپین ګډوډ نه کړی. باقی دی ټولی خبری منم (توکل په خدای)


و.افغان
12.01.2011

فکر کوم چې ان شاء الله دغې خبرې کې به مو اختلاف نه راځي، د فهم سلف الأمة نه زما
مقصد د حديث څخه مفهوم اخيستل وو، اما د حديث تصحيح او تضعيف زه د ټولو
معتبرو علماوو منم، په هر حال زه تنازلا تاسې د شيخ الباني له احکامو تېرېږم.
دغه وروستۍ خبرې دي.
راځم د پير سيف الرحمان نغدو خبرو ته.

پير سيف الرحمان يو کتاب ليکلی دی، چې هدايت السالکين في رد المنکرين
نوميږي،چې د هغه د خپلې مدرسې له خوا چاپ شوی دی: منجانب: جامعه سيفيه
منډيکس کهجوري، خيبر، پشاور، سرحد.

زه د هغه د همدغه کتاب څخه يو يو متن سره له صفحې را اخلم، او لوستونکو ته يې
ږدم، چون چې کتاب په اردو ژبه دی؛ نو پښتو ژباړه هم و رسره وړاندې کوم، که چېرې
عرفان وحدت او الوزيريه صاحب د منقوله نصوصو څخه انکار کاوه، چې د پير
سيف الرحمان نصوص نه دي؛ نو زه د سکان scan-- ماشين لرم، هغه پاڼې به سکان
کړم، او د انځور په شکل کې به يې لوستونکو ته وړاندې کړم:

لومړۍ نص: پير سيف الرحمان د خپل دغه کتاب په 73 صفحه کې وايي:
رائيونډي جبري فرقه والون کی ظاهري کفر کو بمطابق شريعت غراء کفر کهه ديا هي.

ژباړه: تبليغيان جبري ډله او کافر دي.

دويم نص: پير سيف الرحمان د همدغه کتاب په (259-260) مخ کې وايي چې:
زما مريدان او خليفګان کامل مکمل دي، او څوک چې د هغوی د ولايت نه منکر کفار دي.

اردو اصلي نص: پس پير محمد چترالي اس طرح متواتر، قطعية الثبوت او منصوصي
مسئله شرعيه سې منکر هی، ایک دفعه مجهی یه بهی کها هی ، که مین صرف آپکو
مانتا هون، او وه بهی اسليی که آپ وهابيون کی خلاف هین، اور ان پر شدت کرنی والی
هین، اور آپ کی سوا کوئي اور (پير طريقت) نهين مانتا....
تو مین نی کها که: میری تو تقریبا اټهـ هزار خلفاء کرام هین، تو اګر تم صرف مجهی
مانتی هو؛ او انکی ولایت سی منکر هو ، تو یه بهی کفر هوګا، کيونکه تمام اولياء
کو ماننا ليکن صرف ايک ولي سی انکار کرنا کفر هی، جسطرح تمام انبياء پر ايمان
لانا او صرف ايک نبي سی انکار کرنا کفر هی.
تو پير محمد چشتي اس مسئله کې ماننی سی انکار کرنی لګا، تو مین نی کتاب
حديقة النديه شرح طريقه محمديه کی مندرجه ذيل عبارت سنايي تاکه واضح هوجايي
که ايک ولي الله سی انکار کرنا بهي جمهور کی نزديک کفر بواح هی.

عرفان وحدت او الوزيريه صاحب: اوس يې ورسره ګز کوه.
نورې لا ډېرې پاته دي.

په درنښت

[quote:e9b3a61eeb="Erfan Wahdat"]محترم ساپی صاحب:

دا منم چی البانی به ۷۰ کاله د علم حدیث خدمت کړی وی خو تا په خپله لیکلی وه چی صحی احادیث په فهم د سلف الأمة، نو محترم البانی په سلف الأمة کی نه راځی.

په مقابل د البانی کی تاسی د غير متخصصو خلکو حکم د نه منلو ویلی دی.

نه پوهیږم چی ستاسی په آند غیر متخصص خلک څوک دی. جنګ شودیار سر شودیار. هسی نه چی بیا د بحث په منځ کی راته ولیکی چی ما خو درته ویلی وه چی د غیر متخصصو خلکو حکم په نه منو. که واضحه نه شی نو ته کولای شی چی بیا په جریان د بحث کی په هرهغه چا چی زه یی لیکم د غیر متخصص اطلاق وکړی. خو ښه به داوی چی غیر متخصص در راته لیست کړی.

ګوره چی په لیست کی تور او سپین ګډوډ نه کړی. باقی دی ټولی خبری منم (توکل په خدای)[/quote:e9b3a61eeb]


Erfan Wahdat
12.01.2011

ساپی صاحب:

اول د تبلیغیانو درته ووایم:
زه په تبلغی باندی د کفر فتوا نه ورکوم خو صرف دومره وایم چی بعضی شیان په تبلیغیانو داسی بریښی لکه جبریه چی وی. او جبریه خو دی کافر.
دوی دا خبره ډيره زیاته کوی او هرچا ته یی پیچکارۍ کوی چی: له خدای نه د کیدو یقین او بنده نه د نه کیدو یقین. دا د دوی نشانی ده.
په دی کی دوی کوشش کوی چی ووایی، هر څه الله ج کوی او بنده هیڅ هم نه شی کولای، او همداسی وایی هم. نو آیا دا زنا هم نعوذبا الله الله ج درباندی کوی، غلا هم دی درباندی کوی او نور منکرات هم؟ که همداسی وی نو همدیته جبریه وایی او جبریه خو په حدیث ثابته ده چی کافر دی.

تا به ددوی د کلیمه شریفی ترجمه نه هم نه وی اوریدلی چی وایی وری او ددوی خپل ځانی ترجمه ووینی نو بیا به پوه شی.
پیر صاحب داسی ویلی دی چی ددوی عقاید اکثره د جبریه وو دی او جبریه کافر دی. که هرڅوک د جبریو عقاید لری نو هغه بیشکه هم کافر دی.

دوهمه خبره دی په خپله خبره کی جواب شویده لکه:
تو پير محمد چشتي اس مسئله کې ماننی سی انکار کرنی لګا، تو مین نی کتاب
حديقة النديه شرح طريقه محمديه کی مندرجه ذيل عبارت سنايي تاکه واضح هوجايي
که ايک ولي الله سی انکار کرنا بهي جمهور کی نزديک کفر بواح هی.

پیر صاحب ورته د حدیقة الندیه شرح طریقه محمدیه په حواله ویلی وه چی له یو ولی الله نه انکار سړی کفر ته کشکوی.
تا هم یو څه چل کړیدی او هغه دا چی د حدیقة الندیه عبارت چی پیر صاحب پری حواله ورکړی ده نه دی رانقل کړی.

دا د پیر صاحب خپل نظر نه دی بلکی د حدیقة الندیه کتاب حواله ده.
که رد پری لری نو په پیر صاحب یی مه کوه په حدیقة الندیه شرح طریقه محمدیه کتاب باندی یی وکړه.


و.افغان
12.01.2011

عرفان وحدت صاحب:
الله جل جلاله ته مخ کړه، او پير ته دې شا کړه.
اوس علمي بحث دی، د پير خبرې به همغسې ارزوې، په کومو الفاظو يې چې کړيدي،
پرتوګ به ورته نه جوړوې.
زه پخپله تبليغي نه يم، او نه د تبليغيانو تګلاره مې خوښيږي، دا بېل بحث دی.
لومړی خو تبليغيان جبريان نه دي، د دغې خبرې څخه د هغو مطلب په الله جل جلاله
باندې د توکل ټينګار دی، نه دا چې انسان مسلوب الاراده دی.
بله دا خبره چې پير دې په تبليغيانو رأسا د کفر ټاپه لګولې ده، نو ته اوس ولې پرتوګ
ورته ګورې.
اصلا پير سيف الرحمان ټولو هغو خلکو ته کافر وايي، چې دی او د ده خليفګان په
ولايت نه مني.
دا خبره به نوره هم په اثبات ورسيږي.
د ولايت څخه د اهل السنت والجماعت يو غړۍ هم انکار نه کوي؛ دا چې پير سيف
الرحمن ولي دی او که نه؟ يا د هغه مريدان او خليفګان وليان دي او که نه؟
دا بېله خبره ده.
د پير سيف الرحمن او د هغه د خليفګان د ولايت انکاري ته هيڅکله د مطلق نه ولايت
انکاري نه ويل کيږي.
دلته دې بيا کوښښ کړی دی، چې د پير خبرو ته پرتوګ جوړ کړې، ما الحديقة الندية
ته مراجعه نه ده، البته د پير د کتاب هدايت السالکين نه مې خبره هو بهو کاپي کړېده
ده، او د لوستونکو مخې ته مې ايښې ده، پير دغه خبره کړېده، او تقرير کړې يې ده،
ګورئ: دلته فوروم ته د پوه پوه خلک، او د اعلی تعليم په سويه خلک راځي، داسې
سوچ مه کوئ، چې هغوی به په خبرو نه پوهيږي، يا په هغوی باندې د جاهلانو او
احمقانو ګومان وکړې.
دغه خبرې ستا پير کړيدي، البته هغه د الحديقة الندية يې دغه قول رانقل کړیدی:
والصوفية من حيث هم موجودون فيما يعلمهم الله الی يوم القيامة.
دغه خبره هغه د استدلال لپاره رانقل کړېده، او که ته وايي: چې دغه د اټهـــ هزار
خليفګانو خبره د پير خبره نه ده؛ نو دغه کار مو د خلکو په سترګو سره له جامو ننوتل
دي.
بيا هم که له تاسې جدلا ومنم، چې دغه خبره د پير نه ده، نو آيا پير دغه خبره د استدلال
لپاره راوړې ده او که نه ؟؟؟؟؟؟؟؟

په درنښت

په درنښت

[quote:214f9da77b="Erfan Wahdat"]ساپی صاحب:

اول د تبلیغیانو درته ووایم:
زه په تبلغی باندی د کفر فتوا نه ورکوم خو صرف دومره وایم چی بعضی شیان په تبلیغیانو داسی بریښی لکه جبریه چی وی. او جبریه خو دی کافر.
دوی دا خبره ډيره زیاته کوی او هرچا ته یی پیچکارۍ کوی چی: له خدای نه د کیدو یقین او بنده نه د نه کیدو یقین. دا د دوی نشانی ده.
په دی کی دوی کوشش کوی چی ووایی، هر څه الله ج کوی او بنده هیڅ هم نه شی کولای، او همداسی وایی هم. نو آیا دا زنا هم نعوذبا الله الله ج درباندی کوی، غلا هم دی درباندی کوی او نور منکرات هم؟ که همداسی وی نو همدیته جبریه وایی او جبریه خو په حدیث ثابته ده چی کافر دی.

تا به ددوی د کلیمه شریفی ترجمه نه هم نه وی اوریدلی چی وایی وری او ددوی خپل ځانی ترجمه ووینی نو بیا به پوه شی.
پیر صاحب داسی ویلی دی چی ددوی عقاید اکثره د جبریه وو دی او جبریه کافر دی. که هرڅوک د جبریو عقاید لری نو هغه بیشکه هم کافر دی.

دوهمه خبره دی په خپله خبره کی جواب شویده لکه:
تو پير محمد چشتي اس مسئله کې ماننی سی انکار کرنی لګا، تو مین نی کتاب
حديقة النديه شرح طريقه محمديه کی مندرجه ذيل عبارت سنايي تاکه واضح هوجايي
که ايک ولي الله سی انکار کرنا بهي جمهور کی نزديک کفر بواح هی.

پیر صاحب ورته د حدیقة الندیه شرح طریقه محمدیه په حواله ویلی وه چی له یو ولی الله نه انکار سړی کفر ته کشکوی.
تا هم یو څه چل کړیدی او هغه دا چی د حدیقة الندیه عبارت چی پیر صاحب پری حواله ورکړی ده نه دی رانقل کړی.

دا د پیر صاحب خپل نظر نه دی بلکی د حدیقة الندیه کتاب حواله ده.
که رد پری لری نو په پیر صاحب یی مه کوه په حدیقة الندیه شرح طریقه محمدیه کتاب باندی یی وکړه.[/quote:214f9da77b]


Erfan Wahdat
13.01.2011

ساپی صاحب:
د ټوکو ګمان می هم نه درباندی کیږی چی ته به ټوکی کوی ځکه چی د ټوکو سړی نه راته ښکاری او که بیا دی هم زړه ورته کیږی نو د ټوکو خونه دی لیدلی ده.

زما په آند تا هسی د خلکو خبری اوریدلی او پیر صاحب دی له پامه بد شویدی. خپله خو دی بیخی نه دی ورسره لیدلی خو دده په باره کی دی بی طرفه څیړنه هم نه ده کړی.

دا خو زه کوم بحث نه بولم کوم چی تا روان کړیدی. او نه دا دلایل دی په دی ارزی چی یو مومن مسلمان ته دی ته دومره په بده سترګه وګوری.

بهتره به داوی چی ته دده په باره کی علمی څیړنه وکړه او د چا خبرو ته غوږ مه ږده، خیر ده خپل وخت مه پری ضایع کوه که یو کال کی دی هم پوره کړه بده به نه وی. بیا دی هم ورور په خدمت کی ده. که دده په اقوالو یا افعالو کی دی کومه منفی نقطه ولیدله نو اول خو مهربانی وکړه په خپل علم تکیه مه کوه او دده دلایل په اسلامی ترازو کی وتله.
اول خو به ان شاء الله څه مشکل په کی پیدا نه کړی او که احیانا یو څه مشکل دی په کی پیداکړو نو بیا لطف وکړه ټول سوالونه دی راته په یو دفعه لیست کړه او ماته هم لږ وخت راکړه چی یو یو وڅیړم بیرته په ډیر انسانیت او منصفانه ډول خپل جوابونه درته په مخکی کیږدم. که زما وس پری ونه شوله نو مونږه په سیفیه دربار کی علماء لرو مفتیانو لرو هغوی به هیڅکله هم داسی ونه وایی چی کتاب څه کوی خو چی پیر صاحب ویلی خو منه یی کنه. هغوی به په اسلامی کتاب کی د پیرصاحب خبره تلی او بیا به راته وایی چی په فلانی دلیل دا خبره داسی ده.

دا دین د الله جل جلاله دی او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لیاری یی مونږه ټول امت ته رالیږلی دی. هیڅوک هم په کی د تغییر او تبدیل حق نه لری. که څوک یی په همدی ترتیب بی چون او چرا تعقیبوی نو ډیره ښه ده او که یی نه تعقیبوی نو دا خو به لا پیر وی چی پیغمبر هم شی نه یی منم.
یقین په هغه ذات وکړه چی ټول کائینات یی پیداکړیدی چی د دین یو حکم به چی الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم پری خفه کیږی په ۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ پیرانو هم ورنه کړم.
پیر ته چی زه پیر وایم نو د دین محمدی په خاطر ورته پیر وایم نور هیڅ هم په کی نشته.

دا ګمان ونه کړی چی زه پیر پرسته یمه. زه الحمد الله الله پرسته یمه او اوسم به. مونږه ته به خپل پیر علیه الرحمه ویلی چی ډیر داسی کسان په تاسی کی پیژنم چی کله ماته راځی نو لنګوټی په سر کوی او کله چی بیرته خپلو کورو ته ستانه شی نو لنګوټی بیا نه په سر کوی.
پام کوی چی دا پیرپرستی ده نه خدا پرستی.
په تصوف کی دومره غلطی هم د سالک باطن پوره له منځه وړی نو کوشش وکړی چی ټول عبادات مو خاص په خاطر د الله جل جلاله وی.

ما له پیر صاحب سره ۱۳ کاله تیر کړیدی. که قسم وکړم نو حانث به نه شم پری چی یو مستحب یی هم نه دی قضاء کړی. نو د دین غټ حکم به څنګه پیمالوی.

او دا به یی هم ویلی چی که تاسی له ماسره ۱۰۰ کاله هم تیر کړی او په ټولو سنتو پابند ونه اوسی هیڅ شی به هم درنه جوړ نه شی هسی یو پیرپرسته به مړه شی.

والله اعلم


همدرد
13.01.2011

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محترم همدرد صاحب:
ستاسې له احساساتو مننه، خو ما له وړاندې له نورو وروڼو غوښتي وو، چې که چېرې
زما او د عرفان وحدت او الوزيريه صاحب په بحث باندې کوم انتقاد، تبصره او زيادت
لري؛ نو هغه دې په بېله ليکنه کې مطرح کړي، او بېل سرليک دې ورته وټاکي، تر څو
زمونږ موضوع ونه شړيږي.
هيله ده چې خوا دې بده نه شي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more