نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
13.12.2010
دا ټول يې دوه توته اهميت هم نلري ، په ډګر خلک جنګيږي د اشغالګرو وتل غواړي
د پاکستان لپاره د افغانستان مسئله ډېره مهمه ده او دا کومه غيرې طبعي خبره
هم نده٠ په ويتنام کې و يتکانګيانو په شمالي ويتنام کې د چين سرحدته نږدي
پناه غوښته او د پناه ځای يې وو ، امريکايانو حلته حمله نکوله ، ځکه چې له چين سره په جګړه کې راتلل ، ترڅو چې فاسد امريکايان ککړه کونه ووتل ، په افغانستان
کې هم نن ورځ عينا مسئله ده ، انشاالله د اشغالګرو ليمڅی به ژر ټول شي٠
نوروز خان
14.12.2010
[quote:1b2c62ff6e]ځوانه هغه څه چې چا نه وي ويلي له ځانه يې ورپسې مه تړه، زما په هېڅ يوه ليکنه کې د ډيويډ کامرون نوم نشته، همدارنګه چې لرغوني لاروي صيب ته زما په اړه ليکې چې : هغه(پتوال) ستا په دې ايډيا هېڅ باور نلري ، دا خو نو بالکل له خپلې خېټې غږېدلی ياست، او که ته زما نمايندګي کول غواړې اقلا ماخو بايد دمخه يوځل خبر کړې ، که نه دا خو ټول تورونه دي چې تاسې راپسې راخوشې کړي ، ايا فکر کوئ چې ژورناليزم هېڅ اصول نه لري (؟) او که مونږ درته ډير بې خبره او بېړاګان ښکارو؟
که داسې فکر نه کوئ نو د لاروي صيب خبرې که پخپله نشئ ردولی زما په نامه يې
ولې ردوئ ؟[/quote:1b2c62ff6e]
پتوال صیب خدای دې نه کړي چې دروغ درپسې وایم یا به ستا په نمایندګۍ بې اجازې غږیږم ، خوتا یو وخت دلته یومضمون پرلیکه کړی وه ، چې طالبان دجناح لښکرې او ... او په څلور مذهبه دې ثابته کړې وه ، چې طالبان هم دپاکستان غوندې انګریزانو لا شپیته کاله وړاندې جوړکړي دي ،له ډیویډکامرون نه زما مطلب داوه چې ته طالبان دپاکستان په توسط دانګریز ساخت بولې ،داچې دلرغوني صیب له خبرو ښکاري چې طالبان امریکایانو راپنځولي یا تراوسه راپایولي ،نوځکه ما ولیکل چې پتوال صیب دلرغوني په دې خبره باور نلري ، ځکه ستاسو دواړو داخبرې سره جلا دي لکه برطانیې او امریکا چې سمندرونو سره جلا کړي دي ، خدای دې وکړې چې غوسه دې سړه شوي وي دلوړ ورانپوهاوي له امله یوځل بیاهم بښنه غواړم .
[quote:1b2c62ff6e]بل داچې لاروي صيب يو پياوړی ژورنالستي قلم لري، په افغانستان کې دننه دی او هرڅه له نږدې ويني
[/quote:1b2c62ff6e]
خدای دې لا په استعداد برکت کړي مونږ کوم ده چې رخه پرې کړې ده ،خوپیاوړی قلم او په افغانستان کې اوسیدل ددې دلیل نه شي کیدالای چې څوک دي حقائق لکه څنګه چې دي هماغسې وارزوي یا بالاخره ومني ، په افغان مسلمانو دخدای داوسنۍ امتحان خورا سخت دی ، اوپه اصطلاح داورپرتوګ ترې جوړ دی چې یابه سوزیدل منې یابې پردې کیدل ،
[quote:1b2c62ff6e]پاې شو د طالب مشرتابه , آيا تاسې د ISI له ملاتړ څخه انکار کوئ چې له طالبانو سره يې لري ؟
که انکار کوئ نو
اول - ديکي ليکس د افشاګريو په اړه څه واياست ؟
دويم - د جنرال حميدګل او نورو لوړپوړو پاکستاني متقاعد چارواکود ويناو په اړه څه واياست چې تر اوسه پورې يې په نوموړي ملاتړ علني اعترافونه کړي دي ؟
او که نه، اوښ په بډه نه وهئ او نه لمر په دوه ګوتو نه پټوئ او معترف ياست چې هو ISI, د پاکستان پوځيان، د مسلم ليک ګوند او داسې
نور د طالبانو سره مرسته کړې او کوي يې، نو په دې به دې هم سوچ کړی وي چې
چې پاکستان د څه له پاره له طالبانو سره مرسته او ملاتړ کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
حتی دابه ستاسې هم د وجدان غږ او پوښتنه وي چې :
آخر د څه له پارآ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[/quote:1b2c62ff6e]
پتوال صیب له طالبانو سره دپاکستان دمنافقانه خواخوږۍ په اړه ما یوځل وړاندې هم درته لیکلي وه او یوځل بیا به یي هم راغبرګ کړم داوس لپاره دې پور وي
مننه
larghonay laraway
14.12.2010
سلامونه!
وايي خبرې ډېرې او سر يې يو!
دا که مونږ وايو چې طالبان يا د ملاعمر اخوند ډله د ISI سره تړلې او بالاخره په افغانستان کې د امريکې او انګليس د ګټو او هدف لپاره کار کوي په دې کې هيڅ شک نشته. او که څوک ريسرچ کول غواړي نو همدا بحث فورم دې ولټوي څوکلنې ليکنې او دلايل دې وګوري چې سبڼه يې وشي. تکرار ته حاجت نشته.
دا چې ما کرزي او ملاعمر ته د اوباما پښې ويلې وې او ويلي مې وو چې طالبان له قيوم کرزي سره شپې ورځې تېروي، کوم چا بيا ليکلي وو :
[quote:7b589aa391]لاروی صیب فرضا ملاقات شوی، نو دیو چاسره ملاقات اوهغه هم بیادقیوم کرزي سره،، دا دې خامخاداوباما په پښوتعبیر شي؟؟؟
او یاخوداده چې تاسې ته د اوباما ددې تورو لینګيو سیوری،، ښۍ پښه، کیڼه پښه، او نورې عضوې.. هرچیرته مخته مخته کیږي؟؟ [/quote:7b589aa391]
ګرانه تاسو لکه چې قيوم کرزی هيڅ نه پېژنئ؟
قيوم کرزی د حامد کرزي ورور دی. حامد کرزی نور وروڼه هم لري خو هغه يې د پيسو راټولولو وروڼه دي او قيوم کرزی يې په سياسي چارو کې د ملا تير دی!
بله دا چې د نړيوالو قوانينو له مخې څوک له هغه چا سره چې په تور ليست کې وي او پر سر يې انعام کېښودل شوی وي نشي ليدلی. پاتې شوه شپې او ورځې.
خو دا چې تاسو د تحليل استعداد نه لرئ نو تشو الفاظو باندې قضاوت نشي کيدی.
بله دا چې تاسو د اباما تورلينګي او نور اعضا ياد کړې دي. د اوباما نور اعضا دې ستاسو روزي شي خو ما يې يوازې دوه پښې ښودلي او دليل مې دا دی چې په افغانستان کې د بهرنيانو شتون يا د اوبامه د اهدافو پلي کيدل د کرزي او ملاعمر په واسطه کېږ نو ځکه مې دوی ته د هغه د پښو خطاب کړی دی.
ځه همدا ستاسو ادبيات به ومنو او له نور اعضاوو سره به يې تشبيه کړو . ځکه
هغه څوک چې د دې مظلوم ملت په برخليک لوبې کوي او د نورو قرباني کوي يې، همدومره سپک دي چې د اوباما له هر غړي سره يې تشبيه کولی شو او د مشترکه وجهه يې د دوی بې غيرتي او غلامي ده.
نتيجه:
څرنګه چې لوی خدای ج انسان ته عقل او شعور ورکړی نو يو افغان انسان په ځانګړې توګه پښتون انسان بايد له ځان او وجدان سره سوچ او فکر وکړي او لاندې پوښتنو ته ځوابونه ومومي:
۱ : په دې نهو کلونو کې چې د کرزي او ملاعمر جګړه ده نو قربانيان يې څوک دي؟ او ګټه د چا ده؟
مخکې تر دې چې پوښتنې ته ځواب ووايئ بايد د پښتنو نهه کلن محروميت په پام کې ونيسئ. يعنې د زده کړې، اقتصاد، سیاست، روغتيا، زراعت، کلتور، وروسته پاتې والی او نور ټول.
نوروز خان
14.12.2010
لرغونی صیب السلام علیکم او درناوی
له لیکنې مې دې دومره محسوسه کړه چې زما غوندې له ډېرو بحثو خوا توری شوی یې او اوږدې لیکنې چندان خوند نه درکوي ،زه هم دادعا کوم چې هرڅوک دې خدای په خپل دریځ کې لکه څنګه چې خوشاله دی دایوڅو ورځې همداسې خوشاله لري ،په نورو خبرو دې زه کار نلرم ، خوداکړنه دې راته بې ساري ناځواني بریښي چې ملامحمد عمر اخوند له کرزي سره په یوه جوال کې اچوي او دواړو په یوه کاڼي تلې ، وروره ستا مخاطبین له پلوه امریکایي ډالرحلالي ، دکابل صندلیو ته ناست او پتلونکړي هوس پرستان نه دي ،چې داپیکور په چم دژوند او خلقت معنی ورته یوازې په شهوت کې غوپه کیدل بریښي ، وروره دلته داسې کسان شته ، چې تابه په ټوله کې خوشاله کړي اودابه درسره ومني چې ملامحمدعمر یې دانګلیس زوی خو دځان لپاره ،مګرزما اتل دی ،ځکه دصلیبي کفر او لادیني په وړاندې دده دجهاد له برکته زما کلیوال زوی ځوانیمرګ شوخوله دې وژغورل شو چې سبا دعبدالهادي حیران غوندې دخپل فروفایل دنظریې په خانه کې سیکولرزم (بي دیني )ولیکي ،زما په کلي کې دده دډزو له برکته مې په کور امریکایي بم پریووت زما پیغله لور یې په وینو راته ولړله خو دې ته یې پرینښوده چې سبا دخدای په حضور کې دکاسیاتو عاریاتو ممیلاتو مائلاتو او زانیاتو په جم کې راپورته شوې وای ،ده په امریکایانو زما لاسونه او سترګې راوتړلې ،زه یې عندالله مکرَه او غیرمکلف وګرځولم ، خوتردې احساسه یې پرې نشودم چې په خلاصو لاسونو په امریکایانو افغاني پت وپلورم یادافغاني پت دخرڅلاو ننداره وکړم .
لاروی صیب
ته شکر هوښیار سړی معلومیږې ،دمنځني ختیځ ، عربو ،دغه راز دنړۍ دنورو هیوادونو له حالاتو ښه خبریې چې له څه مودې راهیسې ترصلیبي سیده یا ناسیده استعمار لاندې پاته شوي دی ،ما دغه هیوادونه نه دي لیدلي خو دځوانانو حال احوال یې کله ناکله دفیسبوک له لارې معلومومه ،اوپه ښه توګه اټکولولای شم ، چې دامریکایي اشغال دبقاء په صورت کې به زمونږ د۳۰ میلوني مسلمان اوپه قرآن ځار اولس راتلونکی څرنګه وه ، دملامحمد عمر په اړه تاسو هرڅه ویلای شئ دپتنګ صیب خبره دخلکو په خولو پاستي نه ویړیږي او نه زه داخپله دنده بولم ، خودا مې دایمان او وجدان چیغه اوقضاوت دی ، چې دملاعمر جهاد ( چې تاسو پرې هرلقب پورې کوئ کارموخپل دی ) دسوچه سپیڅلي اسلامي فکراو ساده ګړي افغاني هویت ،دپایښت په تسلسل کې دشلمې پیړۍ دپای او راتلونکو پیړیو ترمنځ دوصل کړۍ ده ، چې که نه وای دسلسلې شليدل حتمي وه ،زما عقیده ده چې دمهدي اخرزمان دلښکر ملګري افغانان به دملامحمدعمر په حق کې داسې انګیرنه ونلري لکه ته یې چې لرې ،بلکې هغوی به یې داسلام یوسرسپارلی اتل وبولي ، چې دافغان اولس دعقیدوی سلسلې په لړکې یې په سختو حالاتو کې سرپه تلی کیښود خودیوپلان شوي برغنډ مخه یې ډب کړه چې له برکته یې ددوی هم ایمان روزي شو ،
په افسوس نوروز دې
larghonay laraway
15.12.2010
السلام عليکم!
نوروز صيب رښتيا مې هم اوږدې ليکنې نه خوښېږي ځکه چې له عاشقۍ بغير نور کارونه هم لرم. که څوک وکړای شي چې په لنډو ټکيو کې خپله خبره ونغښتلی شي نو دا يو کمال دی ځکه چې (خيرالکلام ما قل و دل)
مخکې هم په دې خبره ډېر بحث شوی خو بالاخره دې اړويستم چې بيا يې له سره درسره پيل کړم. تاسو ليکلي:
[quote:377dc233a3]په نورو خبرو دې زه کار نلرم ، خوداکړنه دې راته بې ساري ناځواني بریښي چې ملامحمد عمر اخوند له کرزي سره په یوه جوال کې اچوي او دواړو په یوه کاڼي تلې ، وروره ستا مخاطبین له پلوه امریکایي ډالرحلالي ، دکابل صندلیو ته ناست او پتلونکړي هوس پرستان نه دي ،چې داپیکور په چم دژوند او خلقت معنی ورته یوازې په شهوت کې غوپه کیدل بریښي ، وروره دلته داسې کسان شته ، چې تابه په ټوله کې خوشاله کړي اودابه درسره ومني چې ملامحمدعمر یې دانګلیس زوی خو دځان لپاره ،مګرزما اتل دی ،ځکه دصلیبي کفر او لادیني په وړاندې دده دجهاد له برکته زما کلیوال زوی ځوانیمرګ شوخوله دې وژغورل شو چې سبا دعبدالهادي حیران غوندې دخپل فروفایل دنظریې په خانه کې سیکولرزم (بي دیني )ولیکي ،زما په کلي کې دده دډزو له برکته مې په کور امریکایي بم پریووت زما پیغله لور یې په وینو راته ولړله خو دې ته یې پرینښوده چې سبا دخدای په حضور کې دکاسیاتو عاریاتو ممیلاتو مائلاتو او زانیاتو په جم کې راپورته شوې وای ،ده په امریکایانو زما لاسونه او سترګې راوتړلې ،زه یې عندالله مکرَه او غیرمکلف وګرځولم ، خوتردې احساسه یې پرې نشودم چې په خلاصو لاسونو په امریکایانو افغاني پت وپلورم یادافغاني پت دخرڅلاو ننداره وکړم .
دملامحمد عمر په اړه تاسو هرڅه ویلای شئ دپتنګ صیب خبره دخلکو په خولو پاستي نه ویړیږي او نه زه داخپله دنده بولم ، خودا مې دایمان او وجدان چیغه اوقضاوت دی ، چې دملاعمر جهاد ( چې تاسو پرې هرلقب پورې کوئ کارموخپل دی ) دسوچه سپیڅلي اسلامي فکراو ساده ګړي افغاني هویت ،دپایښت په تسلسل کې دشلمې پیړۍ دپای او راتلونکو پیړیو ترمنځ دوصل کړۍ ده ، چې که نه وای دسلسلې شليدل حتمي وه ،زما عقیده ده چې دمهدي اخرزمان دلښکر ملګري افغانان به دملامحمدعمر په حق کې داسې انګیرنه ونلري لکه ته یې چې لرې ،بلکې هغوی به یې داسلام یوسرسپارلی اتل وبولي ، چې دافغان اولس دعقیدوی سلسلې په لړکې یې په سختو حالاتو کې سرپه تلی کیښود خودیوپلان شوي برغنډ مخه یې ډب کړه چې له برکته یې ددوی هم ایمان روزي شو ،[/quote:377dc233a3]
ستاسو د پورتنيو دلايلو منځپانګه دا ده چې لومړی خو ملاعمر او کرزی بايد سره مقايسه نه شي بلکې کرزی غلام دی او ملاعمر اتل دی ځکه چې د اوسني اشغال پر وړاندې يې جګړه پيل کړه او خلک يې له کفرو، عياشۍ او فحاشۍ وژغورل.
دا خو ستاسو ډېر احساساتي او جذباتي نظر دی. خو د واقعي تحليل لپاره بايد غوسه، تعصب او کينه، ټلواليتوب، احساسات او جذبات کوښه کېښودل شي او په سړه سينه، ارام فکر او حوصله يوه مسأله تحليل شي نو نتيجه به يې د منلو او زغملو وړ وي او ګټوره به هم وي.
باور وکړه چې ما په دې اړه ډېر زيات فکر کړی بالاخره له ډېرو څېړنو، پلټنو او پوښتنو دې نتيجې ته رسيدلی يم چې کرزی او ملاعمر دواړه د راتلونکي کفر، يهوديت او عيسويت لپاره لاره چاره هواروي. هغه د پاکستانيانو په اصطلاح پبليسټي هم ورته کوي. چې له تېرو ګڼو دلايلو څخه يو څو ستاسو مخې ته هم ږدم او ژوره کتنه پرې وکړئ:
۱: ملاعمر يو بې علمه انسان دی او هيڅوک هم نه شي ثابتولی چې په کومه خصوصي يا رسمي ديني مدرسه کې يې زده کړې ترسره کړې وي. نو يو عاقل او بالغ انسان د يو امي او دوديز مسلمان رهبريت نه شي منلی او هغه هم ديني رهبر کيدلی نه شي. پاتې خو امر جوړېدل.
۲: دا سمه ده چې د طالبانو د لومړي تحريک تر راتګ پخوا په افغانستان کې داسې ناولې خپلمنځي جګړې او نادودې وې چې بېلګه يې نشته او طالبانو هغه له منځه يوړې خو طالبانو په خپله د امريکې د راتګ لپاره لاره هواروله. ځکه چې دوی تر اخره پورې افغانستان کې سرپرست وزيران ټاکل او همدې ناڅاپي رهبر يې د ښځو غوندې له نارينه وو هم مخ پټاوه او د هيواد د پلازمينې پر ځای په کندهار کې ناست ؤ. په کفر او اسلام کې نارينه له نارينه مخ پټول نشته خو دی غل ؤ او د امريکايانو لپاره يې زمينه برابروله ځکه خو يې له عامو خلکو مخ پټاوه. دا چې د ګوتو په شمېر خلکو به ليدلی وي هغه شرط نه ده خو د مسلمانانو امر بايد د مسلمانانو څخه مخ پټ نه کړي ځکه چې د نارينه مخ مستور نه دی.
۳: له يوې خوا ملاعمر ځان دومره ساده ښودو چې په پوزي کېنستو او مخ يې پټولو او د خپل امارت وزيران يې سرپرست وزيران ټاکل او بهانه يې کوله چې حالات جنګي او عبوري دي . خو له بلې خوا يې د کندهار له ښاره ليرې په خپل نامه داسې يوه ماڼۍ جوړوله چې د ده د ساده توب سره يې هيڅ اړخ نه لګاوه. ولې اوس معلومه شوه چې د هغې ماڼۍ نقشه امريکايانو ورکړې وه او د هغوی د راتلونکو غوښتنو سره سمه جوړه شوې وه چې اوس په کې د امريکايانو قرارګاه ده.
۴: په افغانستان کې د طالبانو په دوره کې له خلکو هغه ډېر پخواني او زاړه ناکاره (چقمک) ټوپکونه هم راټول شول خو په يوه او بله بهانه به يې ښه ښه وسله نوښار ته لېږله او نوره به يې والوزوله چې په خبرونو کې مونږ او تاسو هم اوريدل چې په کندهار، ننګرهار او نورو ولايتونو کې د وسلې ډيپو انفجار وکړ. دا کار يې د دې لپاره کاوه چې په راتلونکې کې څوک د امريکايانو مزاحمت ونه کړي.
۵: د طالبانو پخواني حکومت يوازې د امريکا د راتګ لپاره کار کاوه ځکه يې نه په ملي پوليسو، نه په ملي اردو او نه امنيت باندې بنيادي کار کاوه. د دنيا اسلامي هيوادونو هم ورسره سياسي چلند کاوه ځکه هغه چا چې د دوی حکومت په رسميت پېژانده لکه پاکستان، سعودي او نورو هغوی هم ملا عمر د يو امر په توګه نه منلو. خو د امريکې د هدف په خاطر يې هم په رسميت پېژندلو او هم يې ملا ورتړله.
د طالبانو هغه قوت او د امريکايانو پر وړاندې ايله بيله يوه نيمه يا دوه مياشتې مقاومت یوازې او يوازې يو سازش ؤ. بله دا چې د پاکستان په مرسته يې مهم کسان څه امريکې ته وسپارل شول او څه يې له خطرناکو سيمو په طيارو کې يوړل خو زما او ستا په څېر ريښتوني مسلمان او جذباتي طالبان چې رښتيا هم د شر او فساد سره جګړې ته تللي وو هغه يې د شمالي ګلمجم ډلې مشر دوستم او نورو لنډغرانو ته وسپارل چې اوس هم وخت ناوخته ډله ايز قبرونه راسپړل کېږي.
په همدې ترتيب کرزی هم له همغې سوړې راووت له کومې چې ملاعمر را ايستل شوی ؤ (ارزګان – دهراووت)
دا خو د طالبانو د تېر حکومت په اړه خبرې وې چې د امريکا راتګ ته يې لاره هواره کړه اوس به د طالبانو د اوسنيو کړو وړو په اړه خپل دلايل درته وليکم!
کله چې لومړی د کرزي حکومت جوړ شو نو ډېر زر يې لومړی يې په پښتنو پسې راواخيسته او په قانوني توګه يې د پښتون د ختمولو، له پوهې، سياست او اقتصاده د بې برخې کولو لپاره هڅې پيل کړې چې په دې کې ورسره د طالبانو بشپړه همکاري وه او ده. ځکه چې کرزي په کابل کې په رسمي توګه د پښتنو حقونه تر پښو لاندې کړل خو طالبانو په اطرافو کې پښتانه بې تعليمه، بې مدرسې، بې روغتونه، بې سرکه او بې تمدنه کړل.
ګرانه نوروزخانه تاسو فکر وکړئ چې يو قوم نهه کاله له ديني او عصري زده کړې پاتې شي نو د هغوی پوره نهه نسله بې زده کړې شول چې حتی په خپل لمانځه هم پوره نه پوهېږي. دين يې هم د کرزي او ملاعمر له لاسه خراب شو ځکه چې له ديني پوهې محروم دي او دنيا يې هم ګډه وډه شوه ځکه چې شپه ورځ پرې جګړې، بمبارۍ دي او د يو نامعلوم برخليک لپاره ځان چاودنې هم کوي.
که له حقيقته سترګې پټې نه کړو نو د ملاعمر په وجود کې هيڅکله هم د يو حکومت د جوړولو استعداد نشته نو بيا داسې يوه ورکه او نامعلومه مبارزه حتماً د بل چا د هدف لپاره کېږي.
همدا اوس هم باور وکړه په لسګونو داسې پېښې شته چې امريکا، انګليس او نور بهرني ځواکونه ټول طالبان نه وژني. ځکه چې دوی د خپل راز او نياز طالبان لري چې په ګډه د يو هدف لپاره کار کوي. بهرني لنډغران يوازې هغه طالبان وژني چې هغه د تبليغاتو تر تاثير لاندې راغلې وي او په پاکه او سپېڅلې اسلامي جذبه يې وسله راخيستې وي او په بهرنيانو ډزې کوي چې ډېر زر هغه وژل کېږي او بمبارد کېږي. مثالونه يې ځکه مه غواړه چې دا خبره اوس بديهي شوې ده او که خامخا دې غوښتل نو ډېر مثالونه يې هم شته.
زما په نظر :
ملاعمر او کرزی دواړه يو ډول د اسلام او پښتنو په زيان دي ځکه چې دوی د پښتنو نهه نسلونه له هر ډول پرمختګ پاتې کړل. اسلامي تحريکونه او خوځښتونه د اسلام له پيله تر ننه راروان دي خو يو هم په خپلو پلويانو زده کړه، روغتيا حتی ژوند په ټپه نه دی درولی لکه کرزي او ملاعمر.
کرزی د امريکا مستقيم غلام دی خو ملاعمر يې بالواسطه غلام دی او د پاکستان د ISI له لارې يې ګومارلی دی. په داسې حال کې چې ISI په افغانستان کې د مېشتو اشغالګرو او لنډغرو ټوله سپلايي هم کوي.
نوروزخان د خپلې ليکنې په پای کې ليکلي:
[quote:377dc233a3]په افسوس نوروز دې
_________________
تاریخ به قضاوت کوي ...[/quote:377dc233a3]
دا خو ډېر ناوړه افسوس او سپيره تمه ده. ځکه چې په دې تمه کېنستل چې تاريخ به بيا قضاوت کوي لټي ده. او بل دا چې علم غيب خو يوازې الله لري او کيدای شي چې راتلونکی نسل سم قضاوت وکړي هم کرزی او هم ملاعمر محکوم کړي نو بيا به څه درپاتې شي؟
راځه چې همدا اوس د خپل وجدان سره قضاوت وکړو او سم قضاوت وکړو. زما په نظر خو همدا اوس هم د کرزي حکومت او هم د ملاعمر کړنې دټولو مسلمانانو، افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو په تاوان دي.
خدای دې افغانان نور د ټګ او برګ دواړو له شره په امان کې وساتي.
امين
يا رب العالمين
لرغونی لاروی
عادل عادل
15.12.2010
سلامونه
لاروی صیب دا چې دواړه د امریکې غلامان دي نو بیا امریکه څه نیاز لري چې خپل سره او سپین عسکر یې په مخاطره کې اچولي دي، د څه لپاره یې یو ښکاره ګومارلئ او یو پټ؟ ضرورت یې څه دی؟، که وایې ،لکه چې یادونه دې کړې، چې د پښتنو د تباهئ لپاره یې دا دوه غلامان ګومارلي، نو پوښتنه دا ده چې بې له دې یې پخپل لاس او خپل سر نه شي وژلای او ختمولای؟ ایا په نړئ کې د ملګرو ملتونو په ګډون داسې اداره یا ملک شته چې د یرغلګرې امیرکې دې سترګه ترې وسوځي او د مصلحت له مخې داسې وکړي لکه چې تاسو یې اټکل کړئ؟
که فرض کړو او ستا په توصیه له احساساتو پرته، ستا خبره ومنل شي، نو ستا موقف خو بیا تر ټولو هغو چې یو د نوموړو دوو غلامانو ملاتړي دي، پیکه دی ځکه چې هیڅ ډول داسې بدیل نشې وړاندې کولای چې حد اقل فزیکي وجود ولري، صرف دوعا کوی چې خدای مو دې له دواړو وژغوري؟ څنګه او په کومو اسبابو؟ زما او ستا رول او مسوولیت به څه وي او څه دی؟ یوازې د خدای هیلې ته خموده او جموده پنا وړل خو د کسالت او غفلت تر ټولو ښکاره نښه ده، که څنګه؟
سره لدې چې پورته ستا نظر دی او احترام ورته پکار دی، خو غاړه به مې هم که خدای کول نه بندیژي که چیرته قسم یاد کړم چې کرزي ته به دې خامخا د همدې پښتنو د ملاتړ په بنا که دا ځل نه وي پخوا او یا دواړه ځله خپله قیمتي رایه ورکړې وي، خو دلته د ملاعمر په خاطر چې څوک مو دده دښمن ونه شمیري، یوه یوه نیمه ستوغه سیاستا او مصلحتا د کرزي په ادرس هم ورلیژئ.
د روسي اشغال پر مهال به مو هغو ته چې د روسیې د اکتوبر د مخ په وړاندې انقلاب ګول یې خوړلئ وو، دعوت ورکړ چې له دې لارې راوګرځي؟ نو ځواب یې دا وو، چې والله دواړه خواوې یوه خبر ه ده، دې خو ته سوسیالیزم او هغې خواته هم امپریالیزم دی، نو فرق نه کوي او دا چې د چا خبره سیاسی او تجربی کریر مې دلته بنا شوی نو همدلته پاته ښه یم، دې مثال ته مې ځکه اشاره وکړه چې د اوس وخت د ډیرو هغو د حال سره ډډه لګوي چې په قسم د اقسامو د نصب کړل شوې لاسپوڅې ادارې مستقیم یا غیر مستقیم تنخواه خواره دي او ددې لپاره چې خپل موقف توجیه کړي، کرزئ او ملا عمر د یوه آس دوه غوږونه بولي.
لاروی صیب زما خبرې عامې دي، هیله ده چې ځان ته یې ونه کاږې، زه هم ستا په څیر د همدې ټولنې غړئ یم او ډیر خپل، اشنا، دوست، همصنفی او داسې نور افغانان پیژنم چې د یرغلګرو د ترجمانئ نه نیولي (جې خیرنه څیره یې ده) تر اصلاح تنظیم پورې (چې ښایسته څیره یې ده) د افغانستان او دیموکراسئ په خدمت کې لګیا دي، ښه پښتانه او مسلمانان دي خو صرف د ژور حسد له مخې او د دې لپاره چې خپل مقدر موقف توجیه کړي په طالبانو پسې سپکې سپورې او د پولې او پیتاوي د ډول تورونه لګوي.
larghonay laraway
15.12.2010
وعليکم السلام !
عادل صيب تاسو ليکلي:
[quote:86aa6609d9]لاروی صیب دا چې دواړه د امریکې غلامان دي نو بیا امریکه څه نیاز لري چې خپل سره او سپین عسکر یې په مخاطره کې اچولي دي، د څه لپاره یې یو ښکاره ګومارلئ او یو پټ؟ ضرورت یې څه دی؟، که وایې ،لکه چې یادونه دې کړې، چې د پښتنو د تباهئ لپاره یې دا دوه غلامان ګومارلي، نو پوښتنه دا ده چې بې له دې یې پخپل لاس او خپل سر نه شي وژلای او ختمولای؟[/quote:86aa6609d9]
عادل صيب : هر څوک خپل هدف لري. د امريکې هدف افغانستان نه دی، بلکې افغانستان او افغانان د فوټبال د ميدان او بال په څېر استعمالوي. هدف يې تر دې هم ورهاخوا دی چې منځنۍ اسيا ته څنګه ځان ورسوي، چين او شمالي کوريا څنګه وځپي او همداسې نور!
دا چې خپل سره او شنه عسکر يې په مخاطره کې اچولي نو هدف ته رسيدل خو خامخا دومره قرباني غواړي. بله دا چې دلته د امريکايانو او اروپايانو په خپلو کې هم پټه جګړه روانه ده خو مسلمانانو ته يو دي.
يو شمېر طالبان دي چې د اروپايانو د ګټو لپاره کار کوي او امريکايان وژني او همدارنګه يو شمېر نور يې بيا د امريکايانو لپاره کار کوي او اروپايان وژني. د دې ترڅنګ يو شمېر طالبان د انساني اختطاف چيانو، قاچاق وړونکو او مافيا خلک دي چې هغوی هم د خپلو ګټو لپاره بهرنيان وژني.
په افغانستان کې د بهرنيو لنډغرانو واړه اهداف بېل دي خو ستر هدف يې د امريکې په لاس کې دی چې ټول يې تر خپلې هودې لاندې راوستي او په دې اتڼ يې له ځان سره ګډ کړي چې يو هم ترې په ښکاره شور نه شي خوړلی.
داسې بې سری او خپلسری هيواد بل نشته چې امريکې ته مفت ميدانونه ورکړي او يا د دروغجن مخالفت په نامه له اسلامه په استفادې سره ورته لښکرې جوړې کړي بې له افغانستان څخه. که د کرزي پر ځای بل څوک وای نو اوس به يې د وخته استفی ورکړې وای، له خپل ملته به يې بښنه غوښتې وای او د امريکې لمن به يې پر سر وراړولې وای او همدا راز که د ملاعمر پر ځای بل څوک وای نو هغه به خپلو لارويانو، خپلې ډلې او مجاهدينو ته ويلي وای چې د جګړې تر څنګ خپل اولادونه د دين او دنيا په علم سنبال کړئ چې له کفارو سره اوږده او تلپاتې مبارزه وکړو! خو د کرزي هدف يوازې پیسې راټولول دي او ملاعمر له خپلو پلويانو وحشيان جوړوي. ښوونځي يې سوزوي؟!
[quote:86aa6609d9]عادل ليکي:
که فرض کړو او ستا په توصیه له احساساتو پرته، ستا خبره ومنل شي، نو ستا موقف خو بیا تر ټولو هغو چې یو د نوموړو دوو غلامانو ملاتړي دي، پیکه دی ځکه چې هیڅ ډول داسې بدیل نشې وړاندې کولای چې حد اقل فزیکي وجود ولري، صرف دوعا کوی چې خدای مو دې له دواړو وژغوري؟ څنګه او په کومو اسبابو؟ زما او ستا رول او مسوولیت به څه وي او څه دی؟ یوازې د خدای هیلې ته خموده او جموده پنا وړل خو د کسالت او غفلت تر ټولو ښکاره نښه ده، که څنګه؟ [/quote:86aa6609d9]
عادل صيب همدا خبره دې هم احساساتي ده او وجداناً دې فکر نه دی کړی. ځکه چې زه چې له کوم وخته انټرنيټ ته راغلی يم نو همدا مبارزه مې کړې او وخت په وخت مې خپل مسؤوليت ادا کړی دی. زما سره همدا يو قلم دی چې تر خپل وس پورې مې چلولی او هيڅکله مې هم خمود او جمود نه دی اختيار کی او غلفت او کسالت مې هم نه دی کړی.
که اوس فی الحال بديل نشته نو د دې معنی دا نه ده چې مونږ دې يا د کرزي د ډلې په څېر غلاوو، رشوتونو، ډانس کلپونو او غلامۍ ته مخه کړو او يا دې د ملاعمر د ډلې غوندې ړنده مبارزه پيل کړو او ښوونځي دې وسوزوو! بلکې خپل غږ به پورته کوو، خلک به هڅوو او انشاء الله يوه ورځ به ځای ونيسي ځکه چې ( الله جل جلاله د چا هڅې نه عبث کوي)
[quote:86aa6609d9]عادل ليکي:
سره لدې چې پورته ستا نظر دی او احترام ورته پکار دی، خو غاړه به مې هم که خدای کول نه بندیژي که چیرته قسم یاد کړم چې کرزي ته به دې خامخا د همدې پښتنو د ملاتړ په بنا که دا ځل نه وي پخوا او یا دواړه ځله خپله قیمتي رایه ورکړې وي، خو دلته د ملاعمر په خاطر چې څوک مو دده دښمن ونه شمیري، یوه یوه نیمه ستوغه سیاستا او مصلحتا د کرزي په ادرس هم ورلیژئ. [/quote:86aa6609d9]
ګرانه !
زمونږ يو استاد ؤ نو کله کله به يې په ټوکو کې عربي او پاړسي سره يو ځای کوله او ويل به يې : (من شکَ فقد جکَ) يعنې چا چې پر بل شک وکړ نو (جک) يې ووهل.
تاسو بالکل شک کړی او ګومان حرام دی نو ګرانه (ګومان حرام دی)
[quote:86aa6609d9]عادل ليکي:
د روسي اشغال پر مهال به مو هغو ته چې د روسیې د اکتوبر د مخ په وړاندې انقلاب ګول یې خوړلئ وو، دعوت ورکړ چې له دې لارې راوګرځي؟ نو ځواب یې دا وو، چې والله دواړه خواوې یوه خبر ه ده، دې خو ته سوسیالیزم او هغې خواته هم امپریالیزم دی، نو فرق نه کوي او دا چې د چا خبره سیاسی او تجربی کریر مې دلته بنا شوی نو همدلته پاته ښه یم، دې مثال ته مې ځکه اشاره وکړه چې د اوس وخت د ډیرو هغو د حال سره ډډه لګوي چې په قسم د اقسامو د نصب کړل شوې لاسپوڅې ادارې مستقیم یا غیر مستقیم تنخواه خواره دي او ددې لپاره چې خپل موقف توجیه کړي، کرزئ او ملا عمر د یوه آس دوه غوږونه بولي. [/quote:86aa6609d9]
آفرين!
د رسول الله صلی الله عليه والسلم حديث دی چې مسلمان دوه ځله له يوې سوړې نه چيچل کېږي. په همغه وخت کې هم افغانانو د خدای لپاره جهاد وکړ خو مشري يې يو شمېر داسې کسانو کوله چې بالکل د امپرياليزم د ګټو لپاره يې هلې ځلې کولې او کله چې يې د افغانستان حالات بې اندازې ګډوډ کړل نو اکثرو يې د امپرياليزم په غېږه کې پنا هم واخيسته او اوس د پتنګ صيب غوندې دويم تابعيت هم لري.
که افغانانو له روس سره د جهاد پر وخت خپل هدف ښکاره کړی وای او خپل مجاهدين يې پرې پوه کړي وای چې يوازې د افغانستان ازادول هدف نه دي، بلکې تر ازادولو وروسته جوړول هم شته او جهاد هم بايد په شعوري توګه وي نو هيڅکله به موهم دا ورځ نه وه!
[quote:86aa6609d9]عادل ليکي:
لاروی صیب زما خبرې عامې دي، هیله ده چې ځان ته یې ونه کاږې، زه هم ستا په څیر د همدې ټولنې غړئ یم او ډیر خپل، اشنا، دوست، همصنفی او داسې نور افغانان پیژنم چې د یرغلګرو د ترجمانئ نه نیولي (جې خیرنه څیره یې ده) تر اصلاح تنظیم پورې (چې ښایسته څیره یې ده) د افغانستان او دیموکراسئ په خدمت کې لګیا دي، ښه پښتانه او مسلمانان دي خو صرف د ژور حسد له مخې او د دې لپاره چې خپل مقدر موقف توجیه کړي په طالبانو پسې سپکې سپورې او د پولې او پیتاوي د ډول تورونه لګوي.[/quote:86aa6609d9]
لومړی خو دا چې ته د ټولنې غړئ يې او زه غړی!
نو زه کومه غړئ ټولګيواله نه لرم. بله دا چې زه د خدای فضل دی نه د چا ژباړونکی يم او نه حتی د چا کارمند. الله تعالی يو سرشاره او ازاد ژوند راکړی دی او شکر دی.
خو تاسو بيا دلته شک کړی چې ښه مو نه دي کړي او فکر مو هم نه دی کړی. ځکه که څوک د موقف او شهرت لپاره کار کوي نو هغه يې په خپل نوم کوي خو باور وکړه چې تر دې مهاله ما حتی دويم انسان ته هم نه دي ويلي چې زه لرغونی لاروی يم نو موقف او قدرت به له چا څنګه وغواړم.
نا اميدي ښه کار نه دی، راځئ چې د يو ريښتوني او سالم مشرتابه لپاره هلې ځلې وکړو
[color=red:86aa6609d9]مرګ په کرزي او ملاعمر چې افغانستان او افغانان يې د بهرنيانو له ګټو قربان کړل[/color:86aa6609d9]
عادل عادل
15.12.2010
سلامونه
ستا تر جک پورې ماته هم د یوه استاد خبره را یاد شوه چې یوه ملګري د ټوکې په توګه ترې وپوښتل چې دا -ادرار-څه ته وایي؟ استاد لږ مکث وکړ او ویې ویل چې ادرار له دارې څخه اخستل شوی :lol:
وروره د ښوونځیو د سوځولو او د تعلیم د نشت مثالونه مو که هر څو هم په خپل ذات کې د ډیر اهمیت وړ دي خو د کرزي او ملاعمر د پیژندلو معیار نشي کیدای، له بلې خوا د جنګ په حال کې چې ځمکه او اسمان سور اور وي، څنګه ممکنه ده تعلیمي پروژې پر مخ ولاړې شي؟
که په همدې ټکي له طالبانو بد وړې نو ایا دې ته مو هم فکر کړی چې کرزي د خپلې دوهمې دورې ټولټاکنو نه مخکې خپل یاور د تعلیم او تربیې وزارت ته وګوماره چې ډیرې رایې ورته واخلي، د ټولټاکنو وړاندې یې په معلمینو مځکې وویشلې، تنخاګانې یې ورزیاتې کړې، که یونیم معلم چیرته طالبانو ترهلی وي نو دا څه نوې خبره نه ده، په تیر جهاد کې مجاهدینو زمونږ د کلی مکتب ته اور واچاوه (چې په نوم مکتب وو خو په څنګ کې د مسکو د لاسپوڅو استخباراتي مرکز)، که دا د دوی د وحشت نښه وای نو ولې یې له بلې خوا د کمینونو، بمباردونو او سختو پیاده لارو او ستړو سره تعلیمی کتابونه له پاکستانه په شاوو راوړل، د کلي په باغونو کې به لوستو مجاهدینو په وړیا توګه زده کوونکو ته روزنه ورکوله، خو ګوره وروره نن دښمن مځکه داسې سور اور ګرځولې چې مجاهد ته د دې سوچ چانس هم نه ورکوي تر څو د ولس سره د تعلیم په اړه مرسته او همکاری وکړي، له بلې خوا ډیری مکتبونه د مجاهدینو په لاس نه بلکه د کرزي په لاسپوڅې اداره کې د تنظیم شوو لنډغرو له خوا سوځیدلي چې په سر کې یې نظار شورا او خاد قرار لري.
که مو د ښاغلي عبدالودود لیکنې لوستې وي، نو د ښونځیو د سوځولو په اړه یې ډیر معقول استدلال کړی، هغه دا چې ملی اردو په دې توانیدلې چې استشهادي مجاهدین ژوندي اسیران کړای شي چې تر ټولو سخت کار دی، خو د مکتب او ښوونځي د یوې سوځوونکې ډلې په اسارت کې تر اوسه پاتې راغلي؟؟؟ همدلته خو باید خپل شک ته د هغه جک په نظر و نه ګورو چې د طالبانو په نوم یې یرغلګر او لاسپوڅي وهي.
نوروز خان
15.12.2010
لاروی صیب سلامونه او درنښت !
عرب وایي الناس اعداء لما جهلوا ، دطالبانو په اړه ستا په یادو کړیو پنځګونو سوالیو باندې ستاولاړ شک او لیدلوری ماته یاخو دغبرګې ناخبرتیا زیږنده ښکاري او یاهم دعناد ، وروره ملا عمر سم وپیژنه ،دملاغلام نبي زوی دی په قام هوتک دی ، دروس ضد جهاد وخت کې یې دسنګسار دمشهورې جبهې دموسس شهیدملانیک محمد تکړه ملګری وه ، چې دکندهار ـــ هرات په لاره یې دژړۍ په سنګسار کې دروسي شوبلو له کالبتونو ډیرۍ سازې کړې وې ، دروسانو تروتلو او دنجیب ترسقوط پورې یې ټول وخت په همدې سنګسار کې تیر کړ، تردې چې دده ډیرو نږدې ملګرو او دخپلې خولې د اقرارله مخې یې ، په ټول عمر یوازې یوځل دڅوورځو په مخه ، دمحمدي له حرکت نه دوسلې اخیستلو لپاره مرادرستان ته تللی دی ، نوموړی ددهراووت له سوړې نه دی راوتلی ، بلکې په سنګسار کې یې له خپلې هغې قرارګاه ( په کندارۍ اصطلاح وتاک ) څخه دتش په نوم مکتبي اسلامیستانو په وړاندې جهاد اعلان کړ ، چې دروس ضدجهاد له وخته او له شهید ملانیک محمد څخه په میراث ورپاته وه ،داچې ته وایي بې علمه دی ،یوازې ستا په اند، خوګوره دې ته دې پام وي چې دافغانستان په تاریخ کې تل له هند ، امریکا ،مصر او روسیې نه ډګرۍ راوړونکې په کې کینستي ،خودجومات او یوازي افغاني کلتورشاګردان انپړان دملت او امت په تاریخ ویاړونه ټومبلي دی ،ملاعمر چې دروښانفکرانو ،ژبورو ، او ستا غوندې قلمورو خپل منځي سرجنګي اودقدرت په سر لوبو یې حوصله ختمه کړې او پاڅون ته هڅولی وه ، دکندهار له نیولو وروسته دکندهاردنساجۍ فابریکې په یوه لوی صالون کې واړول ، دلته دډیروخت له تیرولو وروسته ، دکندهار ولایت شاته په یوه عام کور کې اوسیده ، اوکوم کورچې تا یاد کړی ښایي نوموړی یې چورت هم نه وي وهلی خوپه کندهار کې دده په کور دسترې چاودنې نه وروسته چې تر وچویې لامده ډیر وسیزل ، دامارت مشرانو دالازمه وبلله چې نوموړي ته یوجلا او داسې کور جوړ شي چې دامنیت ساتنه یي په خلاص مټ او بې له عامه ځور څخه شوني وي ، ځکه هغه مهال دامنطق لا نه وه دود شوی چې دیوه کور دامنیت لپاره دې سلامت واټ قرنطین شي ،دې ته په پام سره زه نه پوهیږم ته څنګه خپل داوهم توجیه کوي ، چې ګوندې ملاعمر دکرزي غوندې دامریکایانو یواستخباراتي مامور دی چې دخپلو اوږد مهالو ګټو لپاره یې نڅوي ،داخبره څنګه یوازې تا کشف کړئ ، دکرزي په اړه خو باب ووډ وارډ نه واخله تر ساراچیس پورې ګڼو امریکایي لیکوالو پټ حقایق رابرسیره کړل چې له کومه وخته له امریکایي استخباراتو سره پېیلی وه ،
دبې وسلې کولو دپروسې په اړه هم ستاسو ادعا په همدې کچې پوچه ده او بې ساري ګمراهۍ په مخه کړي یاستئ ، طالبانو دبي وسلې کولو عملي اقدام له هغه وروسته وکړ چې په میدان وردګو کې یې په وړاندې حزبیانو ملي قیام وکړ ، له همدې امله دوی یوازې له هغو سیمو وسلې ټولې کړې چې خطر یې ترې محسوساوه ، دزابل دترنک له توخو یې چې ترډيره له حزبي حمیدالله سره پېیلي وه وسله یې ترې ټوله کړه ، خو په اټغر ، سره غره او نورو سیمو کې دمعاون مدت کسان وه او له حرکت سره یې تړاو درلود یو میل هم چاترې وانخیسته ، دغه راز یې دوردګو او لوګر په مربوطاتو کې چې دحزب نفوذ په کې غښتلی وه وسله ټوله کړه ، دکټواز ، زرمل ، اندړو او ځینو نورو سیموکې چې خطر یې ترې نه محسوساوه له چایومیل هم وانخیسته ، داچې ته وایې داوسلې هم دامریکا په اشارو ټولې شوې ،په خدای چې ماته خوخندی پرې راځی ، تاسو چې دتېر څو کلن تاریخ ټول سیر دواشنګټن په ریموټ چلیدلی بولئ نو بیا ولې پرې ایمان نه راوړئ نعوذبالله ،ایا په دې دنیا دحالاتو دسوق لپاره یوازې پینټګان دی که دتقدیر او الهي بلاکیف لاس په نوم کوم بل څه هم شته ،
لاروی صیب ، دطالبانو د۱۵ کلن ملي او افغانستان شموله ، خوځښت په اړه ستا دغه خندونکي او طفلانه لید ماته دتکړه شاعر محمدصدیق پسرلي ناول (کوچی ملا) راپه زړه کړ ،هلته هم دپسرلي په ژبه ټوله( چادره ) څولسیزې په دغه خوارکي ملاپسې غږیدل او درستو به ویل چې انګریز دی ، او دلته دجاسوسي لپاره راستول شوی دی ، خو پسرلی صیب وایي چې دا غوټه مې ایله په پیښور کې خلاصه شوه ، چې نوموړی سوچه مسلمان ، پاک صوفي او قطغن ته یوازې دیوې روا مینې له جوره راتښتیدلی وه ، چې بیا به ورته لزوما ټول اولس دخدای او ددې خوارکي ملا په وړاندې شرمینده او سرځوړي ښکاره شوي وي .
باید ووایم چې داډول تورونه او غلطې انګیرنې ډير ځله دهغه چالخوا تشییع کیږي چې په بله توګه یې دزړه تڼاکه نه ماتیږي ، دسقاو دزوی دپاڅون په اړه هم ډیرو دانظر درلود چې انګریزي ملایانو پورته کړ ،په دې مابین کې دکابل دشوربازار حضرات تاوارو خلکو انګریزان بلل په داسې حال کې چې هغوی په شلم پښت کې حضرت عمر فاروق رض ته رسیدل ،
لاروی صیب
سوفسطایه په درۍ ډوله دي ،عندیه ، عنادیه ، او لاادریه په دوی کې ترټولو مردوده فرقه عنادیه دي چې دشاتو په خوږوالي او حنظلو له تریخوالي انکار کوی ، ځکه دوی عناد نیولي او دحواسو په دقت عقیده نلري زه چې ستا دسپینې ورځې دروغ وینم ، هغه راپه یاد شي خدای دې رحم درباندې وکړي
آنانکه نداند ونداند که نداند
درجهل مرکب ابدالدهر بماند
مرګ په صم بکم عمی عنادیه ، عندیه او لا ادریه وو یوځل بیاهم مرګ
pattang
15.12.2010
لرغونيه پر دې لاندي جملو دې خپل ځان وزن کم کړی او زه پر دې عقيده لرم
چې د هېوادغل څنګ ته دې تقرب کړی، لکه دانور فر هنګيان دې ته هم زهري
شوی يې ٠ زه سپينې خبرې درته کوم که خپه کېږې او که خوشالېږي !
[quote:32ecd3f0aa]1: ملاعمر يو بې علمه انسان دی او هيڅوک هم نه شي ثابتولی چې په کومه خصوصي يا رسمي ديني مدرسه کې يې زده کړې ترسره کړې وي. نو يو عاقل او بالغ انسان د يو امي او دوديز مسلمان رهبريت نه شي منلی او هغه هم ديني رهبر کيدلی نه شي. پاتې خو امر جوړېدل. [/quote:32ecd3f0aa]
احمد شاه ابدالي ،مېر ويس خان ، ايوب خان او نورو ډېرو کومې مدرسې لوستلې
وې? خو ټول يې د سپارې خلک وو٠
دازادي په پروڅيس کې مهمه نده چې کاکولتې يې لوستلې وي ، مهمه داده چې
څومره خلک پسي ولاړدي ! بيله افغان نالت ګوند ، خلقي ، پرچمي ، چرسې،
قمار باز ، زنا کار ، بچه باز ، ستمي ، سمرقندي ، عياش طوفيلي او دتعويذو
له ملايانو څخه (چې ملا عمر تعويذونه ، کوډې روډې پرې بندې کړې وې ) نور
ټول اولس د ملا عمر پلوي کوي او زه يې هم کوم !
لرغونيه ته په کومه کتيګوري کې راځې !، داسې ګمان کيږې لکه چې
امريکايانوپه خپل دالري ( پول pool ) کې نيولی يې او دې د رواغو او
پروپاګندې غوټه يې په لاس کې در کړې وي ٠
[quote:32ecd3f0aa]۲: دا سمه ده چې د طالبانو د لومړي تحريک تر راتګ پخوا په افغانستان کې داسې ناولې خپلمنځي جګړې او نادودې وې چې بېلګه يې نشته او طالبانو هغه له منځه يوړې[/quote:32ecd3f0aa]
دا حقيقت خونشې پټولی کور د ودان !
[quote:32ecd3f0aa] خو طالبانو په خپله د امريکې د راتګ لپاره لاره هواروله. [color=darkred:32ecd3f0aa]ځکه چې دوی تر اخره پورې افغانستان کې سرپرست وزيران ټاکل [/color:32ecd3f0aa][/quote:32ecd3f0aa]
دا دچا منطق دی او څه پوچ تحليل د تحليل ګر دی !!!!!!!!!
خره هم پورې خاندې داسې بېکاره خبرې مه ليکه ! که يې وزير ټاکلی وی نو وزير
به يې څوک وو ? او دوزارت کارونه به څرنګ مخ ته تلل ، ا و دوزارت پلان به چا
کاوو !!
[quote:32ecd3f0aa]او همدې ناڅاپي رهبر يې د ښځو غوندې له نارينه وو هم مخ پټاوه او د هيواد د پلازمينې پر ځای په کندهار کې ناست ؤ.[/quote:32ecd3f0aa]
چامخ پټ کړی ! دوظيفې په وخت په سر څادر اچول خو زما پلار نور شېخانو
صوفيانو هم کړی دی ، داخو د طالب کار ندی ، له مانه خو هيچا هم مخ ندی پټ
کړی ٠ هوکه دشکيلا جانې يا فاطمې ګيلانې غوندې ښځې ورغلي وي نوبيا خو
دطالب وظيفه ده چې له داسې غلطو ښځو څخه خپل مخ پټ کړې تر څو يې چې
دامردار مخونه ونګوري .
[quote:32ecd3f0aa]
په کفر او اسلام کې نارينه له نارينه مخ پټول نشته خو دی غل ؤ او د امريکايانو لپاره يې زمينه برابروله ځکه خو يې له عامو خلکو مخ پټاوه. [/quote:32ecd3f0aa]
ته ملامت نه يې چې قسم هم وخورم د هېواغله او پنجيانو درباري يې ، ځکه زما
ښه په ياديږي کله چې طالبانو سمرقنديان وشړل نود دوی ملګرو اوپلويانو به ليکل :
( cia حافظ اله امين ساتلی او مړ ندی ) .
[quote:32ecd3f0aa]دا چې د ګوتو په شمېر خلکو به ليدلی وي هغه شرط نه ده خو د مسلمانانو امر بايد د مسلمانانو څخه مخ پټ نه کړي ځکه چې د نارينه مخ مستور نه دی[/quote:32ecd3f0aa].
دا سوړه دې له چا ميراثي اخيسې ده٠
[quote:32ecd3f0aa]۳: له يوې خوا ملاعمر ځان دومره ساده ښودو چې په پوزي کېنستو او مخ يې پټولو او د خپل امارت وزيران يې سرپرست وزيران ټاکل او بهانه يې کوله چې حالات جنګي او عبوري دي . خو له بلې خوا يې د کندهار له ښاره ليرې په خپل نامه داسې يوه ماڼۍ جوړوله چې د ده د ساده توب سره يې هيڅ اړخ نه لګاوه.[color=brown:32ecd3f0aa] ولې اوس معلومه شوه چې د هغې ماڼۍ نقشه امريکايانو ورکړې وه او د هغوی د راتلونکو غوښتنو سره سمه جوړه شوې وه چې اوس په کې د امريکايانو قرارګاه ده[/color:32ecd3f0aa][/quote:32ecd3f0aa].
يو شمير چېټيات دې تکرار کړي دي، هغه ماڼۍ نده يوکور ده د هيوادغله سپينه ماڼۍ په شېر چور کې ډېره پرې ښه ده ٠ دانورې خبرې دې پر دې دلا لت کوي چې
سر لرې خو بې مغزو ، خبرې دې پريميتيف او عاميانه دي٠
[color=green:32ecd3f0aa]۴: په افغانستان کې د طالبانو په دوره کې له خلکو هغه ډېر پخواني او زاړه ناکاره (چقمک) ټوپکونه هم راټول شول خو په يوه او بله بهانه به يې ښه ښه وسله نوښار ته لېږله او نوره به يې والوزوله چې په خبرونو کې مونږ او تاسو هم اوريدل چې په کندهار، ننګرهار او نورو ولايتونو کې د وسلې ډيپو انفجار وکړ. دا کار يې د دې لپاره کاوه چې په راتلونکې کې څوک د امريکايانو مزاحمت ونه کړي. [/color:32ecd3f0aa]
دلته دې بيخي خپله څېره مالومه کړې ، عراق ته امريکايان چا راوستل !!
کور يا ته امريکايان چا راوستل ، دوحاته امريکايان چا راوستل.... چې په سياست
او اقتصادنه پو هيږې يوه بل کارته لاس واچوه .
[quote:32ecd3f0aa]۵: د طالبانو پخواني حکومت يوازې د امريکا د راتګ لپاره کار کاوه ځکه يې نه په ملي پوليسو، نه په ملي اردو او نه امنيت باندې بنيادي کار کاوه. [/quote:32ecd3f0aa]
قسم په خدای دی زه چې ستا جملې لونم پرې شرميږم !
دفني پرسونل په مانا پوهيږې ? چې څرنګه جوړيږي او څه محتويات لري !!
[quote:32ecd3f0aa]د دنيا اسلامي هيوادونو هم ورسره سياسي چلند کاوه ځکه هغه چا چې د دوی حکومت په رسميت پېژانده لکه پاکستان، سعودي او نورو هغوی هم ملا عمر د يو امر په توګه نه منلو. خو د امريکې د هدف په خاطر يې هم په رسميت پېژندلو او هم يې ملا ورتړله. [/quote:32ecd3f0aa]
يو پنجي هم داسې چېټيات نه وايې !
[quote:32ecd3f0aa]د طالبانو هغه قوت او د امريکايانو پر وړاندې ايله بيله يوه نيمه يا دوه مياشتې مقاومت یوازې او يوازې يو سازش ؤ. [/quote:32ecd3f0aa]
انډيواله اوس داسې خبرې ليکې لکه د ډبګېرۍ دروازې چرسيان ، نو که سازش
نوی څنګه به دا مقاومت شوی وو ! ډېر که کم !
[quote:32ecd3f0aa]بله دا چې د پاکستان په مرسته يې مهم کسان څه امريکې ته وسپارل شول او څه يې له خطرناکو سيمو په طيارو کې يوړل خو زما او ستا په څېر ريښتوني مسلمان او جذباتي طالبان چې رښتيا هم د شر او فساد سره جګړې ته تللي وو هغه يې د شمالي ګلمجم ډلې مشر دوستم او نورو لنډغرانو ته وسپارل چې اوس هم وخت ناوخته ډله ايز قبرونه راسپړل کېږي. [/quote:32ecd3f0aa]
دروغ وايې زه دجيمي دوران دهغه وخت فلمونه لرم ٠
[color=brown:32ecd3f0aa][quote:32ecd3f0aa]په همدې ترتيب کرزی هم له همغې سوړې راووت له کومې چې ملاعمر را ايستل شوی ؤ (ارزګان – دهراووت)[/quote:32ecd3f0aa][/color:32ecd3f0aa]
دې خبرې ته دې چې ګورم ته د (خ) ، (ښ) او (ش) د توريو فسادګر يې٠
[quote:32ecd3f0aa]دا خو د طالبانو د تېر حکومت په اړه خبرې وې چې د امريکا راتګ ته يې لاره هواره کړه اوس به د طالبانو د اوسنيو کړو وړو په اړه خپل دلايل درته وليکم![/quote:32ecd3f0aa]
[quote:32ecd3f0aa]کله چې لومړی د کرزي حکومت جوړ شو نو ډېر زر يې لومړی يې په پښتنو پسې راواخيسته او په قانوني توګه يې د پښتون د ختمولو، له پوهې، سياست او اقتصاده د بې برخې کولو لپاره هڅې پيل کړې چې په دې کې ورسره د طالبانو بشپړه همکاري وه او ده. [/quote:32ecd3f0aa]
کرزی اجنټ ، ضعيف البنيه اوډارن انسان دی واک ټول د سمرقنديان په لاس کې وو
اودی کوم چې له صليبيانوسره معاهدي لري ، په کرزي خوشې پښتانه غلوي٠
[quote:32ecd3f0aa]ګرانه نوروزخانه تاسو فکر وکړئ چې يو قوم نهه کاله له ديني او عصري زده کړې پاتې شي نو د هغوی پوره نهه نسله بې زده کړې شول چې حتی په خپل لمانځه هم پوره نه پوهېږي. دين يې هم د کرزي او ملاعمر له لاسه خراب شو ځکه چې له ديني پوهې محروم دي او دنيا يې هم ګډه وډه شوه ځکه چې شپه ورځ پرې جګړې، بمبارۍ دي او د يو نامعلوم برخليک لپاره ځان چاودنې هم کوي. [/quote:32ecd3f0aa]
هر جنګ او خصوصا دازادي جنګ داسې خواص لري٠
[quote:32ecd3f0aa]که له حقيقته سترګې پټې نه کړو نو د ملاعمر په وجود کې هيڅکله هم د يو حکومت د جوړولو استعداد نشته نو بيا داسې يوه ورکه او نامعلومه مبارزه حتماً د بل چا د هدف لپاره کېږي[/quote:32ecd3f0aa].
ملا عمر خو شرط ندی ، حکومت خو به يې نور افغانان چې ته يې ګورې /لونې ورته
جوړ کړي خو چې صليبيان ورک شي ٠
[quote:32ecd3f0aa]همدا اوس هم باور وکړه په لسګونو داسې پېښې شته چې امريکا، انګليس او نور بهرني ځواکونه ټول طالبان نه وژني. ځکه چې دوی د خپل راز او نياز طالبان لري چې په ګډه د يو هدف لپاره کار کوي. بهرني لنډغران يوازې هغه طالبان وژني چې هغه د تبليغاتو تر تاثير لاندې راغلې وي او په پاکه او سپېڅلې اسلامي جذبه يې وسله راخيستې وي او په بهرنيانو ډزې کوي چې ډېر زر هغه وژل کېږي او بمبارد کېږي. مثالونه يې ځکه مه غواړه چې دا خبره اوس بديهي شوې ده او که خامخا دې غوښتل نو ډېر مثالونه يې هم شته.[/quote:32ecd3f0aa]
داخبره دې ډېره ارزانه او بې وزنه ده ، هغه زمونږد وه هلکان چا مړه کړل او دا چاپې
ولې لويږي ! دا اصلي طا لبان او فرعي طالبان څه شی دي ? دا لکه چې دلاسپوڅي
دولت ددرواغو نوی خريد وي !
[quote:32ecd3f0aa]زما په نظر :
ملاعمر او کرزی دواړه يو ډول د اسلام او پښتنو په زيان دي ځکه چې دوی د پښتنو نهه نسلونه له هر ډول پرمختګ پاتې کړل. اسلامي تحريکونه او خوځښتونه د اسلام له پيله تر ننه راروان دي خو يو هم په خپلو پلويانو زده کړه، روغتيا حتی ژوند په ټپه نه دی درولی لکه کرزي او ملاعمر.[/quote:32ecd3f0aa]
که ته او ستا سې ملګري پردې عقيده وي نو څه بلا وهلي ياست ولې داشغالګرو
په مخ نه پورته کېږۍ ??? خو نه ،شخوند په دالرو وهۍ او پسکې د ازادي اچوۍ !
[quote:32ecd3f0aa]کرزی د امريکا مستقيم غلام دی[/quote:32ecd3f0aa].
يو بې ناموسه مفعول شی دی ،نه يې سر شته نه يې کونه !
[quote:32ecd3f0aa]خو ملاعمر يې بالواسطه غلام دی او د پاکستان د ISI له لارې يې ګومارلی دی. په داسې حال کې چې ISI په افغانستان کې د مېشتو اشغالګرو او لنډغرو ټوله سپلايي هم کوي[/quote:32ecd3f0aa]
پردې نظر کې يواځې نه يې پتوال ا غا هم در سره شريک دی خدای پاک دې
ستاسو دمعدې سرطان وچ کړي ٠
larghonay laraway
18.12.2010
عادل، نوروز او پتنګ لالا صيب سلامونه!
د عادل د ټولې ليکنې منځپانګه همدا ده چې کرزی ښه نه دی او ملاعمر ښه دی.
نو ما کله ويلي چې کرزی ښه دی! بلکې دواړه د يوې غوا خوسيان دي (امريکا)
[quote:32c8987ec4]نوروز خان ليکلي:
دافغانستان په تاریخ کې تل له هند ، امریکا ،مصر او روسیې نه ډګرۍ راوړونکې په کې کینستي ،خودجومات او یوازي افغاني کلتورشاګردان انپړان دملت او امت په تاریخ ویاړونه ټومبلي دی[/quote:32c8987ec4]
ځکه خو يې کومه سياسي ګټه هم نه ده کړې او حتی پنځوس کلن پاکستان ته احتياج يو!
خو بايد پوه شې چې حکومت او هيواد په جهالت نه بلکې په پوهه جوړېږي !
نوروز ليکلي چې ملاعمر ته د امنيت په خاطر ماڼۍ جوړه شوې وه نو د طالبانو د هغې دورې ستر امتياز امنيت دی، تا چې دا هم ترې واخيست نو پاتې څه شول؟
[quote:32c8987ec4]نوروز:
دکرزي په اړه خو باب ووډ وارډ نه واخله تر ساراچیس پورې ګڼو امریکایي لیکوالو پټ حقایق رابرسیره کړل چې له کومه وخته له امریکایي استخباراتو سره پېیلی وه ،[/quote:32c8987ec4]
ښه يې کړي، نور دې هم رسوا و شرميدلی اوسي، ته يې هم وليکه نو ما خو د کرزي دفاع نه ده کړې. زه وايم کرزی د امريکا څرګند شاشجاع دی او ملاعمر يې د ښځو غوندې په ټيکري کې پټ غلام دی او دواړو افغانستان او په ځانګړې توګه پښتانه د جهالت کندې ته ورنږدې کړې دي.
[quote:32c8987ec4]نوروز بيا ليکلي:
تاسو چې دتېر څو کلن تاریخ ټول سیر دواشنګټن په ریموټ چلیدلی بولئ نو بیا ولې پرې ایمان نه راوړئ نعوذبالله ،ایا په دې دنیا دحالاتو دسوق لپاره یوازې پینټګان دی که دتقدیر او الهي بلاکیف لاس په نوم کوم بل څه هم شته،[/quote:32c8987ec4]
زه وايم: دا چې زما د فهم قوه همدومره پياوړې ده نو ايمان مې هم ستا په شان سست نه دی او يوازې پر الله جل جلاله ايمان او باور لرم!
[quote:32c8987ec4]نوروز خان ګلان دوړولي:
دسقاو دزوی دپاڅون په اړه هم ډیرو دانظر درلود چې انګریزي ملایانو پورته کړ ،په دې مابین کې دکابل دشوربازار حضرات تاوارو خلکو انګریزان بلل په داسې حال کې چې هغوی په شلم پښت کې حضرت عمر فاروق رض ته رسیدل ،[/quote:32c8987ec4]
زه ورته وايم: تولعنت دې په داهسې منصفۍ شه
اوس پوه شوم چې ته هم د بحث فورم د يو بل ګډونوال غوندې ستمی يې او ځان دې په پښتنو کې وهلی دی. ته چې تر اوسه بچه سقاو نه پېژنې او هغه ته په ښه سترګه ګورې نو ښه دا ده چې تاته ووايو[color=red:32c8987ec4] (السلام عليکم) [/color:32c8987ec4]
ځکه چې په ډاډ سره درته وايم چې همدا عادل او پتنګ به هم درسره بچه سقاو ونه مني!
پاتې شوه د نسب خبره:
نوروز خانه خبره د نسب نه ده. که په نسب وای نو ته بيا د ابولهب پيروي کوه!
[quote:32c8987ec4]پتنګ صيب ليکلي دي:
احمد شاه ابدالي ،مېر ويس خان ، ايوب خان او نورو ډېرو کومې مدرسې لوستلې
وې? خو ټول يې د سپارې خلک وو٠[/quote:32c8987ec4]
پتنګ لالا نو هغوی کله د اسلامي امارت جنډه پورته کړې وه؟
[quote:32c8987ec4]پتنګ بيا ليکي:
ملا عمر خو شرط ندی ، حکومت خو به يې نور افغانان چې ته يې ګورې /لونې ورته
جوړ کړي خو چې صليبيان ورک شي ٠[/quote:32c8987ec4]
خو بيا دې د جګړې ستراتيژي هم ورته نور لوستي افغانان جوړه کړي چې لږ ترلږه ښوونځي خو په کې نه سوزول کېږي کنه! لږ تر لږه د ستميانو له پېغوره خو به خلاص شو. اوس خو وايي پښتانه د بې سوادۍ، جهالت او تورې تيارې لپاره مبارزه کوي .
[quote:32c8987ec4]پتنګ صيب ليکي:
که ته او ستا سې ملګري پردې عقيده وي نو څه بلا وهلي ياست ولې داشغالګرو
په مخ نه پورته کېږۍ ??? خو نه ،([color=orange:32c8987ec4]نور يې چټيات ليکلي [/color:32c8987ec4]![/quote:32c8987ec4]
زه ورته وايم:
زما خو همدا زور دی چې قلم پورته کړم يا کيبورډ ته ګوتې کړم او حق وليکم.
خو ته ولې په ځان پسې بمونه نه تړې او ولې ځان نه چاودوې ؟
خدای دې نه کړي ځکه چې بې پتنګه به شو
عادل عادل
18.12.2010
سلامونه
لاروی صیب د لارې غاړو کې به نه ځې، تاسو که د خپل فکر او تحلیل په زور خپل قلم ښوروی مونږ هم ورته کوښښ کوو، په دومره تفاوت چې ستاسو موقف کله هم له جانبی تاثیراتو نه منزه نه بریښي، هغه دا چې ستاسو د حافظ ډوله ړندو غونډارو د ګزک شعاع تر هغې ډیر څه په خپله احاطه کې رانغاړي د کومو چې ستاسو فکر یې کیدای شی د نیک ګومان له مخې کورکورانه تحلیل او اټکل کړی وي او اصلا ورته رسیدلي نه واست.
ستاسو د یادونې لپاره د یوه شخص، ډلې یا مفکورې په اړه د خپل موقف د اعلام تر څنګ د ټولو هغو دیني، عقیدتي، تاریخي، ملي، کلتوري، معنوي او داسې نورو منل شوو اصولو او معیارونو د خوندیتوب خیال وساتی چې په مستقیم، قسمي یا غیر مستقیم ډول نوموړي شخص، مفکورې او ډلې ته منسوب وي، او یا یې د هغوی د خوندیتوب ابتکار په لاس کې اخیستی وي، که چیرته زمونږ موقف د یوه شخص، مفکورې او ډلې رټل وی بې خبره لدې چې یادشوي ټول یا ځنې اصول او معیارونه په تیر یا اوس وخت کې د ورته جهت سره خوندي او یایې کم تر کمه نسبت ورته کیژي، نو همدا ځای دی چې د خپل قاصر فکر په مټ مو غټ توپ وهلی وي او د ثواب پر ځای د لویې ګناه مرتکب شوي وو، چې جبران یې په ډیرو هلو ځلو او سپیناوي سره ناممکن کار دی.
نوموړي منل شوي ټکي، اصول او معیارونه اوس تاسو تفکیک کړی چې کوم یې زمونږ د هیواد د ننیو حالاتو او ځمکنیو حقایقو په رنا کې د چا سره خوندي او یا ورته منسوب دي؟؟؟
تاسو به له ځانه سره وایی چې زه یې لا احمدشاه بابا ته جعلی وایم او دا مستو لیونیانو ته ګوره چې په ما باندې ملاعمر مني :lol:
اګر از جنګ ګذشته یاد کردم، نو د خپلې مهربانی له مخې مې وبښی.
نوروز خان
18.12.2010
لارویه سلام او درنښت
وروره لعنتونه مه تو غوه او مه زنده او مرده بادوه، که په ملاعمر دې خوا نه سړیږي ،ورشه عجب درښتیا میدان ګرم ده دعمل په دګر کې یې ورسره معلومه کړه ،ښکنځلې چنداني مړانه نه ده ،
وروره زما په مطلب لاهم نه یې پوهیدلی ، داچې ته مې ستمی بولې ، ستا کار دی ، ددې بحث لږترلږه یوګډونوال ( جناب حامد صیب ) ما په رسمیاتو پیژني ، اوپه دې هم خبر دی چې زه او (ستم ) سره څه کیږو ، بچه سقاو زه رښتیا هم (سم )نه پیژنم ،او نه یې دپيژندلو اړتیا وینم،(نه دپیاز سروه نه بېخ ) لتاسره ددې بحث په اوږدولو کې زما یوازینۍ موخه داده چې ،خپل سوچه ملامحمدعمر مې رانه دبچه سقاو په تول کې بو نه ځې ، وروره ستا داخبرې چې اوسنی ملاعمر یااوسني ملاعمریان دامریکاپټ غلامان بولې ( اوپه دې اړه دې یومخ له خولې لاس اخیستی او هیڅ راز دمجلس او نطق ادابو ته ځان متعهد نه حسابوې ) ماته زمونږ دولسوالۍ داستخباراتو دخلقي مامور ( جومامد) خبرې رایادوي ،هغه به هم بندي شویو طالبانو ته دخپل لیکچر په وخت کې همدا ویل ،تاسو پوهیږئ ، چې داد.... خېلو مولوي ولې ځمکه نلري ، د.... کلي داخونزاده خیلو ولې سترګې شنې دي ، فلانی صاحبزاده ولې صاحبزاده بولي او یایي به دروغو ځان اغا کړی دی ، داسپین ږیري ملایان او اخوندزاده ګان ټول انګریزان دي ، دا انګریزانو راوستي ، او دهغوی لپاره کار کوي ...
لارویه ! زما مطلب لنډ واوره
که دې چیرې همدا د(جومامد)عقیده وي ( لکه څنګه چې ښکاري )نو په لنډو درته یادوم ، عالم ، طالب ، ملا ،مولوي ،اخوند ،اخوندزاده ، صاحبزاده ،مدرسه ،حجره، کتاب او سپینه پګړۍ کوم داسې څه نه دي چې ته یې عام اولس یا مسلمان امت ته له سره تعریف کړې ،او یا یې په اړه عامه فهم تغیر او تبدیل کړې ، وروره دملا سپینه پګړۍ هسې مخامخ کمزوري معلومیږي چې ډیر په اسانه داغداره کیدلای او نړول کیدلای شي ، په حقیقت کې خورا پیاوړې ده ،ددې پګړۍ په داغداره کولو باندې ترتا وړاندې هم دډیرو پهلوانانو مټې ستړې شویدي ، خو پای یې ارمانونه ګور ته ورسره وړي دي ،دصفې دطالبانو په وړاندې دبئرمعونه او رجیع دسیسې هم په همدې موخه رامنځ ته شوې ، فارس اوروم هم ډیرې کندې ورته وکیندې ، تردې چې حجاج بن یوسف هم څه باندې څه کم یولک ترتېغ تیر کړل، که له لرې رانږدې شو، ترکي او امین به هم وایي چې ویل چې سپین خر لامه پریږدئ ، خوپه پای کې دسپین ټکي دې ټولو دښمنانو له کینې او افسوسه دلیونوسپو په شان په ځانو خولې لګولي او دا چټل ارمانونه یې دګور چینجوته له ځانه سره وړي دي ،
زه بیاهم وایم چې ( تاریخ به قضاوت کوي )
مګر یوه مشوره چې همدااوس راپه زړه شوه ، په داوروستۍ لیکنه کې دي زما او نورویارانو لیکنې په منځ منځ کې غوڅې کړیدي او په مټه خوارۍ دې خپل وار ته برابرې کړي دي ،لیکنې نیمګړې مه راخله او مه یې ځینې برخې په لوی لاس له خلکوپټوه ، دادعنادي یهودي راهبانو عادت وه ، چې له صحابه و سره دمناظرې په وخت به یې دتورات په هغوټکو لاس ایښی وه ، چې دوروستي نبي بشارت په کې وه او یوازې به یې نیمګړي ایتونه راکوټل ترڅو خپل تبر ته لاستی ترې وتراشي
شيرين جان
18.12.2010
خدای بښلی نیکه به مې کیسه کوله چې دهغوی په وخت کې یې یوکلیوال و، دی وه غل، غلایې هم داسې نه وه چې دشپې په کورورواړي یاپه نیمه شپه مساپرلوټ کړي، ځکه په دې طریقه یې بیادافشا کیدو ویره وه هسې نه ګیر شي یاوویشتل شي اومړی یې رسوا شي، نودې غل داسې لغمانچل جوړکړی وه چې څو تنه غله ملګری به یې په لار کې کینولي وه او ده به ددې خوا نه په هره بهانه اوطریقه چې وه ملګري ورروان کړی وه، دی خوبه مخکې له مخکې خبر وه چې اوس به غله راووځي نوملګري به یې داسې نه پوهول چې دی هم دغلو ملګری دی، اوچې غله به رامخې ته شوه ترنورو به دې زیات غالمغال جوړکړ غلو به یودوه درې سوکان او لغتې هم کش کړ اودټولو نه به یې جیبونه پاک وڅنډل، چې بیرته به کلي ته راوګرځیدل او دنورونه به جلاشو نوبه ملګروته ورغی اول به یې خپلې پیسې امانت بیرته تسلیم کړې اوبیایې دپاتې هغوحسابي ویشله.
دا ښاغلی لرغونی لاروی صیب هم ماته کټ مټ همغه زموږ دخدای بښلي غل کلیوال په څیر معلوم شو چې زړه یې ملاعمر ته پړسیدلی خو دا کرزی یې ځکه د امریکا خوسی کړی او داوباما تی پرې روي چې څوک یې ترانتقادلاندې رانه ولي.
زه ورته وایم هسې نه چې هم دې دین لاړ شي هم .. سادین،، په ملاعمر به یې ثابته نکړې،، اوپه کرزي به لمن یې لاپسې په سر راواړوې اوخلکوته به سم وشرموې.
18.12.2010
ګران او زړه ته نږدې ورور فيروز خانه السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
هر څوک خپل خپل نظر لري، زما په اند طالبان ورونه هم شکر سوچه زړه ور، غيرتي او ساده افغانان او مؤمنان مسلمانان دي !
د اشغالګرو پر ضد ددوی پاڅون برحق، ملي او اسلامي پاڅون دی ، په دوی تنقيد نه ، بلکې که په مشرتابه يې تنقيد کوم هغه تخريبي نۀ ،
بلکې اصلاحي تنقيد دی !
افغان ولس له هرې بهرنۍ سوړې څخه تورو وطني مارانو خوړلی دی، د شوروي له له دوه سوړو څخه خلق او پرچم خامارانو ،
د پاکستان او ايران له له ١٣-١٤ سوړوڅخه د جهاد هفتګانه او ششګانه تنظيمونو
مارانو خوړلی ، نو اوس له هر پړي څخه ډاريږي
چې نه چيرې بيا د پاکستان (ISI ) له سوړې څخه يې کومه بله لويه بلا او لا ستر خامار ونه خوري ! داد افغان ملت برحقه وېره او نفرت دی او
زمونږ ملت په حقه سره د پاکستاني څامار () له زهرګين غاښ، ککړ لاسونو
او ناولو تورلينګيو پښو څخه کرکه لري !
نو زمونږ تنقيد، زمونږ خواري او زاري ، زمونږ اپيل او څبر داری طالب مشرتابه ته متوجه دی چې وشکوئ چې بيا د ISI په جال او لومه کې لکه بيګناه
کبونه ګير نشئ او ښکېل نشئ !!!!
که تنِظمونو رلمونه وکړل ، مرګونه يې وکړل ، پاټکونه يې جوړ کړل، ملي اوردو يې ړنګه کړه ، وطن يې وران کړ ټول د ISI په لار ښونه،
پلان او چلول تر سره شوي دي ! که تاسو په تنظيمونو تنقيد لرئ نو هوايي غونډاري مه ولئ ، دوی د ISI نظران او پنجابيان يې بادران وو، تاسو يې باداران
ولې نه ګرموئ چې نوکرانو او ناظرانو ته مو دتنقيد خوله وراړولې ده ؟؟؟؟؟؟
آيا دا له دې امله چې خدای مکړه هغوی ستاسو هم باداران دي ؟؟؟؟؟؟؟ يا تر هغوی هم بدتره :
هغوی يې صرف ناظران وو، خو تاسې يې آن غلامان ياست چې يو د پاکستان ، په تيره مسلم ليګ ، پاکستاني پوځ او ISI د لاسوهنو په خلا ف
يو تش آه هم نشئ وپستلای (؟؟؟؟؟) ، مجاهدينو خو دومره ويلی شول چې هېڅ بهرني ملک ته به ، که ګاونډي وي او که نه، اجازه ورنکړو چې
د افغانستان په خپلو چارو کې مداخله اويا لاسوهنه وکړي، خو طالب مشرتابۀ
نه د خپل حکومت په مهال او نه په تيرو ٩ کالو کې
هېڅکله هم دغسې ورته څه ونۀ ويل او ISI ته دا ښيي چې مجاهدين څۀ او څوک وو(؟؟؟!!!) ، اصلي دوستان ، ورونه يا داوطلب سرتيري خو دې مونږ يو چې
ستاسې له امر سره زمونږ سملاسي اطاعت تامين ساتو !
که داسې نه وای نو د طالبانو او پاکستان همکاري ولې ورځ په ورځ لا پسې پياوړې کيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
نوروز خان
19.12.2010
درونداو مشر ورور پتوال صیب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زما ستا په دې جړ او متدافع لیدلوري مې تراوسه سر خلاص نه شو، چې وایې طالبان ښه خلک دي خو مشران یې ګمراهان دي ، وروره ملاعبدالرؤف خادم چې ترپرونه دامارت لومړی مرستیال وه ، او اوس یې دافغان اسلامي اژانس په وینا دغه راز دنورو موثقو منابعو په حواله په خپله خوښه استعفاء کړې ، او ویلي یي دي زه دکفارو په مقابل کې دیوه عسکر په دود دجنګیدلو شوق لرم ، هغه مشر اوس کشر شوی لکه نور ډیرچې په بیا بیا لوړ او ځوړ شول نه پوهیږم ددغو خادم وارو په اړه به ستاقضاوت څه شی وي ؟؟؟
[quote:4769668af5]خو تاسې يې آن غلامان ياست چې يو د پاکستان ، په تيره مسلم ليګ ، پاکستاني پوځ او ISI د لاسوهنو په خلا ف
يو تش آه هم نشئ وپستلای (؟؟؟؟؟)[/quote:4769668af5]
وروره دادې زوړ کڼی بیرته له سره جار کړی ،مادرته ویلي وه ، چې طالبانو دومره خلکو ته غیږ ورکړې ، چې نور یې په لیڅو کې نه راځي ، طالبانو یو پاکستان ته سینه نه ده دریاب کړې ایران ، منځني ختیځوال،عرب او دچم ګاونډو دنورو غلیمانو په ناراوو یې هم خوله پټه نیولې ،تاسې به دطالبانو په سایټ کې دسیمې دیوه هیواد په وړاندې هم تروشه خبره وانه ورئ ، طالبان دلاپو خلک نه دي دعمل خلک دي ،پخواني تنظیمونه او طالبان لږ سره وپیژنه وروره ، دپخوانیو یوپاته (حکمتیار) په اعلامیو کې دمرده باد پاکستان چیغې وهي ، خو دشهادت ورځپاڼې دفتر یې په پیښور خیربازار کې خدایزده څو متره لوحه لري ،درسمي میاشتنۍ مجلې ( تنویر) په دوتنه یې لیکلي ،پته پشاور تهکال پایان زاهدپلازه اطاق نمبر ۵بیه ۲۵ پاکستانۍ کلدارې ، وروره ستا دچارک باندې تنظمیانو داحال وه اودی ، دطالب داډول دوګانګي نه ده زده ، چې وایي یوڅه او عمل یې بل څه وي ، طالب خپل اولویتونه پیژندلي او دهغو په چوکاټ کې روان دی ، نوردې سرنه ګرځوم ،خو عجه داده چې تل یوازې زما په خبرو راببر شې ، که نورو هرڅه وطن ګل او ګلزار کړی وي هم ،ته یې یوازې ننداره کوې ، خدایزده ولې
larghonay laraway
19.12.2010
السلام عليکم
وايي د موزيګي شکيدليه ګټه
چې زه دې لنګه ټينګووم بازو دې ځينه
عادل صيب که بحث په طالبانو وي نو دلته ستا تېرې خبرې هيڅ مفهوم نه لري. همغه بحث او همغه يې ځای. که بيا دې زړه کې څه وي نو په همغه موضوع بحث پيل کړه چې سره ويې شاربو. دا په حقيقت کې ستا د ډېر مبتدي والي څرګندويي کوي چې بحثونه درنه لړل کېږي. ستاسو په بحث کې يوه خبره نوې وه چې مونږ د ملاعمر ډله يو او په دې ډلې پسې بايد څه ونه ويل شي. خو ملاعمر په خپله ستا د دې خبرې خلاف دی ځکه هغه د ټول افغانستان دعوه کوي نو زه د افغانستان يم او بايد انتقاد پرې وکړم. ځکه چې زيان يې ماته او زما ماشومانو ته رسېږي چې ښوونځي يې پرې تړلې دي.
اوس به نو نورزو خان ته راشو!
نوروزه متل دی وايي: زه دې په پيرۍ کې شک ګڼم او ته راته مريدان نيسې!
زه د ملاعمر په سواد کې شک کوم او ته وايې دا ملا دی. ملا نه دی او رهبر خو هيڅکله هم ترې نه شي جوړيدلی ځکه چې يو بې سواده به څه رهبر وي. دا همغه د پاکستان داوميانو خبرې او منطق دی چې که ملا ته دې څه وويل نو ګواکې اسلام ته دې څه وويل.
زه د ملا مخالف نه يم خو ملاعمر ملا نه دی!
نو ما دې خدای له داسې ړانده سياست او تګلارې وساتي چې يو بې سواده او هغه د پاکستانيانو په اصطلاح انپړ يې مشري کوي.
بله دا چې که زه چېرته ستا او د دې بحث فورم د يو څو نورو په څېر د ملاعمر پلوی و اوسم نو لومړی خو انټرنيټ ته هيڅکله هم نه کېنم ځکه چې زما رهبر يې مخالف دی. دويم خپله او اولادونه به له ښوونځي منع کړم ځکه چې زما رهبر يې مخالف دی.
نو ګرانه زه هيڅکله هم دروغجنه او منافقه پاليسي نه خوښووم.
دا چې د هيواد په اکثرو ليرې پرتو پښتني سيمو کې ماشومان له ښوونې او روزنې بې برخې دي دا يوازې او يوازې د افغانانو يعنې د پښتنو د دښمنانو يو آرمان دی.
دا چې له تاسو (نوروز او عادل) څخه کله کله په ناپامۍ کې د زړه خبره وشي او د بچه سقاو پلوي درنه کېږي دا د دې څرګندويي کوي چې تاسو اصلاً د ستميانو د آرمانونو لپاره په شعوري او يا غير شعوري توګه کار کوئ.
همدا راز د رباني ډله په ښکاره د پاکستان خلاف ده خو رباني شل پنځه ويشت کاله د آی ايس آی تالي څټلي او د پښتنو سره په دښمنۍ کولو کې ټول يوه پاليسي لري.
زه د ملاعمر، ستمي، رباني، امريکا او انګريز ټولو دريځ يو بولم اوله ګڼو مثالونو څخه يې يوازې يو مثال راوړم چې په پښتنو ماشومانو يې ښوونځي بند کړي او پوره يوولس نسله يې بې سواده کړل چې چنګيز هم دومره تاوان نه ؤ ور رسولی.
همدا راز ملاعمر په تېره دوره او اوس جګړه کې پښتنو ته دومره تاوان رسولی چې هيڅ د جبيرې وړ نه دی.
که په کرزي بحث ؤ نو بيا به پر ده هم خبرې وکړو خو دا چې اوس ټول په دې سره موافق يو چې کرزی مردود دی نو بحث ته پرې اړتيا نشته. او که څوک مدافع وکيل يې پيدا شو لکه تاسو چې د ملاعمر يئ نو بيا به يې ورسره وشاربو.
څوک چې څراغ نه ويني نو په څراغ به څه وويني
ملا عمر چې خپله لار نه ويني او له دين څخه ناخبره دی نو هغه به نورو ته څه لار وښيي
ستاسو د پوهاوي په هيله
لرغونی لاروی
شيرين جان
19.12.2010
لرغونی لاروی لیکي:
[quote:cc7353e477]خو په حقيقت کې طالب او د کرزي ډله نه کوم سياسي ګوندونه دي، نه سياسي شعور لري او نه خپله اراده او واک لري. [/quote:cc7353e477]
لاروی صیب حقیقت درنه ویل شوی! خو خپلې خبرې ته موپام ندی! دا خومعلومدار خبر ده چې دکرزي ډلې نه مومطلب دغه اداره ده کومه چې دامریکا دتوپ اوټانګ په زور په کابل کې برحاله شوه او په راس کې یې کرزی واقع دی، نو هرکله چې دکرزي ډله سیاسي شعور ونلری، خپله اراده ونلري، خپل واک ونلري، استقلال هم ونلري، قیضه یې دبل چاپه لاس کې وي، نو څنګه زه ومنلی شم چې لاروی صیب چې دکرزي په ادارې کې د رسوخ څښتن دی، داساسي قانون جرګې او پخوانۍ لویې جرګې کې فعاله او اساسي مهره وه، او اوس هم دبې واکه اوبلواکه او بې شعوره کرزي دمشاورینو څخه دی،،،، دې په دغې بې شعوره او بلواکې ډلې کې خپلواک او مستقل وي ترڅو موږ یې خبرې دیو بې پرې لوري په توګه قبولې او ومنو؟؟؟
عادل عادل
19.12.2010
سلامونه
لاروی صیب دا د 9 او 11 محرومو نسلونو محاسبه مو څرنګه کړې ده، زه خو دې عددونو ته نه رسیژم؟
هیله ده خپله محاسبه زمونږ مخې ته کښیږدی، د پتنګ صیب د بیاکتنې په بنا سمه وه نو وبه یې منو، او کنه وه، نو بیا به وروسته لدې د بحث پر وخت لږ ټیټ لګې.
لاروی صیب د بحث لهجه او سبک مو داسې دی چې کیدای شې غواړې به زما په څیر ساده ډولو ماغزه راګرم او له خولو مو خدای مکړه له تهدید یا سپکاوي نه ډک الفاظ راوباسې تر څو یې په غربي نړئ کې د سیاسي پناهندګئ لپاره د لاسوندونو په څیر وکاروې، د بحثفورمونو لینک به مو د کیس په هره پاڼه کې ټومبلئ وي چې پلییییییز سیي دییز تیروریستس، ټریټیننګ مای لایف تروو ټولافغان فورمز آن ډیلي بیسیس، انډ دې آر فرام تالیبان :wink:
دا درسره ټوقې نه کوم، که داسې نه وي نو زده یې کړه، خلک د "ګې" په توګه ځانونه باسي، دا خو یې لا د زیرکتیا نه ډکه طریقه ده.
که په رښتیا سره بحث کول غواړې نو اخلاق یې له ښاغلي مشر پتوال صیب څخه زده کړه، چې لږ خپله وایي لږ د نورو اوري او که خدای کول د وخت په تیریدو سره به زما په ګډون د ټولو بحث کوونکو سره تر یوه واحد متوافقه غړوندي سر راباسي.
نوروز خان
19.12.2010
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لاروی صیب
ښه شوله ډیره چې انکار دې وکړ
زما د واړه عمر کار دې وکړ
که زما او ستادبحث پیلیزه یازما لومړنۍ تبصره وګورې مادرته لیکلي وه ، چې ګوندې دملا عمر په جعلیتوب به مې سرخلاص کړې ،ماهمداخبره له پتوال صیب سره هم ځکه یاده کړې وه ، چې له دې موضوع سره زما مرګ ،ژوند ، دغه راز دنیوي او اخروي برخلیک تړلی دی ، خوما چې ستاستره ادعا او بیا دا ګیډي او خیالي دلائل ولیدل ، هغه متل دې رایاد کړ چې ، غورې یې دخان پرتوګ یې دغیران ،ستاادعاهم خورا پراخه وه خو په دلائلو کې دې اودس په اللهم ټینګاوه ، وروره ډیره ښه شوه ، چې په پای کې دې لوړ ګلان وشیندل ،او په پټو سترګو دې بې له دلیله را وویل چې ( په کوران کې راچه کورت کې )زما په اند دادبحث یوه غوره پایله ده ، دابحث درست افغانان ویني او لیدلی شي ، اودډالرو دمردارې دټپوسانو دروغجنې دعوې ، خندونکي دلائل او خودساخته توجیهات ښه په څرګنده ترې معلومولای شي ، لاروی صیب ! په دې دلائلو خودې خپل ضمیر دوکه کړی خو ګومان نه کوم ، چې افغان اولس به پرې قانع کړې ،یا به دقیامت په لویه ورځ له خدای سره دعوه پرې وچلوې .
نوردې په مخه ښه ، خپله دې خپله ، خپله مې خپله
السلام علی من اتبع الهدی
كريم كامران
19.12.2010
لرغونی لاروی صاحب تاسو یو ځل بیا هغه پخوانۍ پوښتنې منځ ته راچولي چې یو وخت مې درته د (راځئ د یو استشهادي سره وپیژنو) ترسرلیک لاندې موضوع کې ځواب کړې وې.
هلته هم لاروي صاحب دهمدې چالاکۍ څخه کار اخیسته، چې په یوه خبره کې به مې راټینګ کړ بلې ته به یې ټوپ کړ چې په بله کې به مې راګیر کړ بلې ته به شو، او زما نیمه خبره به یې راواخیسته نیمه به یې پریښوده او لکه د مداریانو په شان د اصلي موضوع نه به یې په ډیر هنر ځان وویست، په لاروي صاحب باندې خپله دا خبره تطبیقیږي چې (زه دې لنګه ټینګوم بازو دې ځینه)، هلته زما پوښتنې هماغسې بې ځوابه پاتې دي داچې لاروي صاحب یې یو ځل بیا دلته تکراروي نو زه هم ځواب یو ځل بیا ورکوم.
د لاروي صاحب مې هلته مې سر ورخلاص کړی وه چې مشر ملاصاحب هیڅکله د خلکو څخه پټ نه وه، هو! دا چې تاسو وایاست ولې د تلویزون په پرده نه معلومیده، ولې یې په اخبارو او جرایدو کې انځور نه راته... دا جلا دلایل لري او بیله موضوع ده، چې له ماڅخه شاید تاسو پرې ښه پوه یاست، خو که چیرته دا کار تاسو د خلکو سره په مقاطعه تعبیروئ، یا ستاسو په کمزوري تحلیل، او یا دتعصبه ډک قضاوت باندې دلالت کوي.
د دیني علم په هکله مې هم هلته غوږونه درخلاص کړي، نو دا پوښتنه تاسو بیا دلته مطرح کړې ده، نو لرغوني صاحب که تاسو مهرباني وکړئ ماته دهغې پوښتنې ځواب راکړئ چې څو میاشتې مخکې مې درڅخه کړې وه چې تاسې عالم چاته وایئ؟ آیا هغه څوک چې د قرآن کریم، صحاح ستة، فقهې، اصول فقهې، تفاسیرو..... متون یې حفظ کړي وي؟؟؟؟
که د متونو حافظ ته عالم وایې نو زمونږ د جیدو علماوو په سر کې د عبدالله بن ابي بن سلول نوم راځي، نوموړی که څه هم منافق وه خو د لاروي صاحب د تعریف له مخې یو جید عالم وه او ددې وړتیا یې درلوده چې د مسلمانانو رهبر وټاکل شي.
همدارنګه په معاصرو علماوو کې ګولډزیر، زویمر، دورکایم، لویس ماسینون، مرګیلوس، هاملتون، فينسنک، سمویل هنګتینټون، فرانسس فوکویاما........ هر یو یې تکړه او جید عالم دی، که څه هم اکثره یې یهودان او مسیحیان دي خو څه پروا!! ځکه چې په قرآن کریم، او احادیثو کې ډیره ژوره مطالعه او عمیقه پوهه لري.
زه پوهیږم چې لاروی صاحب به بیاهم زما پوښتنې ځواب رانکړي او ځان به په یو نه یو شکل تیر کړي، خو زه خپله غاړه خلاصوم او د عالم تعریف ورته د لاندې ایتونو په رڼا کې لیکم:
الله تعالی فرمايي:
(آمن هو قانت آناء الليل ساجدا وقائما يحذر الآخرة ويرجو رحمة ربه قل هل يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون)
ددې ایت له مخې عالم هغه څوک دی چې د شپې الله ته په سجده پروت وي، د قیامت له ورځې ډاریږي، او دالله درحمت تمه ساتي.
که د ملاصاحب د ژوندانه څخه دپورتنیو دریوو صفتونو مثالونه ذکر کوم موضوع به نوره هم اوږده کړي.
امام الشعبي رحمه الله ته یو سړي وویل: ای عالمه!
هغه ورته وویل: عالم هغه څوک دی چې د الله جل جلاله څخه ډاریږي.
الله تعالی فرمايي( انما يخشى الله من عباده العلماء)
عالم هغه څوک دی چې د الله جل جلاله ډاریږي، او د هغه له ویرې ګناه ته نه نږدې کیږي.
په پورتني ایت کې د (انما) لفظ راغلی، د عربي لغت متخصصین پوهیږي چې دا لفظ څه شی افاده کوي؟
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي:
كفى بخشية الله علما.
د علم لپاره همدا بس ده چې یو سړی د الله جل جلاله څخه وډار شي.
نو لاروی صاحب په حقیقت کې د خپلې بې سوادۍ، ناپوهۍ، او جهل ثبوت مونږ ته پیش کوي، نه د ملاصاحب، ځکه چې دې بیچاره اوریدلي چې رهبر باید عالم وي، نور نه پوهیږي چې علم څه شی دی؟، او عالم چاته وايي؟؟؟؟؟
زمونږ هیواد خو همدې تش په نامه علماوو راخراب کړ چې مونږ به یوازې د هغوی د زده کړو مراکزو، سندونو، شهادتنامو، او علمي لقبونو ته کتل، او د الله جل جلاله څخه یې ویره او ډار به مو هیڅ په پام کې نه نیول، کوم چې د یو حقیقي عالم اساسي او بنسټیز صفتونه دي.
هیله ده لاوری صاحب دا ځل ځان تیر نه باسی، او په غور یې ولولي.
هیښ
19.12.2010
سلامونه
دمحترم پتنګ صاحب دنورو توضیحاتو ترڅنګ ددې خبرې:
[quote:4ce46f3443]خو نه ،شخوند په دالرو وهۍ او پسکې د ازادي اچوۍ[/quote:4ce46f3443]
په ارتباط ماته یوه کیسه را په یادشوه او هغه داسې وه چې:
دکابل په یوه جاده کې یو ناروغه ،ګوډ،شل او شوټ سپینږیرئ سړئ ددیوال خواته ناست واو دعابرینو نه به ئې خیروخیرات او مرسته غوښتله .په دې جاده به هره ورځ یو دولتي مامور په غربي لباس کې سهار خپل دفتر ته او مازدیګر به خپل کورته دتلو په وخت کې ددې هر دم شهید سړي ته دریدو او دسلام او پوښتنې نه وروسته به ئې ورته ویل چې ستادا بده ورځ ووینم په ګوکل کې مې اوربل شي او ستا د دې مصیبت باره حالت له کبله مې زړه په سوځیدو او خوږیدو شي .سپینږیري به ورته وکتل او ساکت به پاته شو .لنډه داچې هره ورځ دا حال وواو ددې مامور دا خبرې سهار اومازدیګردې سړي ته ویل کیدې ،چې زړه مې در باندې سوځي ... او په کوګل کې مې ستا په لیدو اوربل شي.
ناروغه او معلول سپینږیرئ ،ددې مامور دهرې ورځې تکراري او بې احساسه خبرو نه پوزې ته راغئ ،نوکله چې بل سهار په نیکتائې او دریشئ کې نغښتئ مامور دمعمول په څیر خپلې خبرې سپینږیري ته دطوطي په شان تکرار کړې ،سپینږیري خپل سکوت مات کړ او ورته ئې وویل چې ډیرې لافې او باټې مه وهه ،که رښتیا ستا په ګوګل کې اوربل وائ او زړه دې راباندې سوځیدلئ نو دکونې نه به دې دود هم راوتلائ وائ .
نو دا ځنې خلک چې کله دازادۍ او خپلواکۍ نارې وهي ،کله دملک دترقۍ او پیشرفت نغارې ډنګوي او کله بیا دپښتون قام دحال اومستقبل دغمونو او مشکلاتو له وجهې دزړه سوي او زړه خوږي فریادونه کوي دهمغه مامور په شان خوشي
لافې وهي او دعمل په میدان کې ئې چا کوم لوګۍ او اثرنه دئ لیدلئ .
ډیردتعجب ځائ دادئ چې دا جنابان سره ددې چې سیاسي ،اجتماعي فعالیت ئې دافغانستان دغمیزي دختمولوله پاره په شخصي اویا په ډله ایز شکل نه دئ محسوس شوي ، دهغه چا په باره کې چې دازادۍ ،خپلواکۍ،ملي نوامیسو او ملي ارزښتونو ددفاع او ساتنې له پاره ئې خپل سرونه نذرانه کړي ا و کوي ئې،په ډیره ناځوانئ او په ډیره سپین سترګئ سره دچرندیاتو او مزخرفاتو دکانونه خلاص کړي او بې ځایه ،بې وخته ،بې ثبوته ،بې مفهومه او بې اساسه تورونه او تهمتونه په کې خر څوي ،تر څو ددې لارې نه ځانونو ته شخصیت اونوم حاصل کړي .
ددې خلکو سره نه دقام غم شته ،نه دملي ارزښتونو او نه دوولسونو دحق خودارادیت ،یوازې په عامیانه اصطلاح خپل یاسین تیزوي او په اوازو اوا نګازوسره خپل نغرئ ګرموي .
دچټلستان او دهغې دجهنمې سازمان آی،اس،آی مکر اوشیطانت او دهغوئ دنفوذ تشویش دمقاومت په جبهه کې دهر ازادیخواه افغان سره شته دئ او ټول ددې خطر نه ویریږي چې خدائ ناخواسته دروسانو سره دجهاد عواقب بیا تکرار نه شي او دشهیدانو په وینو او مبارزو بیا سوداګري صورت ونه نیسي.ددې خطر نه دځان ساتلو اوژغورلو خبردارئ دهر ازادي غوښتونکی افغان دیني اوملي مسؤلیت دئ چې باید ادا ئې کړی او دپتوال صاحب په خبره ددې زهري مار دچیچلونه ځانوته نجات ورکړي .خطرته یوڅوک متوجه کول یو ډیر لوئ انساني مکلفیت دئ او داهلو او صادقو خلکو کار دئ.
خو خبردارئ ، سازنده نیوکه او انتقاد دتورونو او تهمتونه سره ډیر توپیر لري . انتقادونه او نیوکې ددوستانو له لوري داصلاح او هدف ته درسیدو دپاره وي ،مګرتهمتونه ددښمنانو او مغرضانو له لوري دعناد ،کینې ،کبر اوغرور په اساس واردیږی .
ښاغلئ پتوال صاحب او کمپنئ ئې دمقاومت جبهه بالخصوص دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک دخبردارئ ،خطر ته دمتوجه کولو او سالم انتقاد په ځائ بې ثبوته او بې اساسه دآی ،اس،آی په لاس جوړه شوې پروژه بولي اوپه دې منطق سره دافغان وولس دازادۍ او استقلال دپاره مبارزه او مقاومت چې دزرهاوو اصیلو بچیانو په وینو اوفداکاریوئې په مخ روانه ده دچټلستان دجاسوسي سازمان ثمره ګڼي ،چې دا ډول دریځ ددوئ دتجاوزګرانو او اشغالګرانو ضد موقف تر پوښتنې لاندې راولي او دا سوال پیدا کیږی چې دا څرنګه بام دئ چې دوې هواوې په کې چلیږي.
نن ورځ دافغان وولس او دنړئ دټولو مظلومواو مستضعفو وولسو دامید سترګې چې دمځکې په سردوحشتناکه هیولا (امریکا)دظلم اوتجاوز پنجې دملتونو په زخمي بدنونوکې خښې دي ، دطالبانو اسلامی تحریک ته کږې دي او دخپلو هیلو او ارمانونو دپوره کیدو دپاره ئې دنجات فرشتې ګڼي ،ځکه په نني حالت کې ټول هغه سازمانونه اوتحریکونه چې دوولسونودحق خودارادیت لافې اوباټې ئې وهلې ،تر ټولو اول دمستکبرانو اوظالمانو دمزدورۍ او نوکرۍ منصبونه اشغال کړل او دوولسونو په ځپلو او استثمارولو کې ئې خپلې ناوولې څیرې بربنډې شوې.
دافغانستان په ټولنه کې یوه لویه تیروتنه داده چې هغه چا چې مکتبوبه اویا مدرسې ویلې دي او دڅوکتابونو پاڼې ئې اړولې دي ځانونه عقل تمام اواستاد کل بولي او عوامو خلکو ته دجاهل او ناپوه په سترګه ګوري او دوولس فیصلو اوتصمیمونوته په سپکه سترګه ګوري ،حال داچې وولس په خپل کار ښه پوهیږی او په تاریخ کې ئې خپلې داخلی ستونزې په مدبرانه توګه حل کړې او دبهرنیانو یرغلونه ئې په شجاعانه توګه دفع کړي دي.دا دسیاست اوفلسفې حافظان دافغان وولس په دې هوښیارئ ، تدبر او ابتکارکې شک راوړي چې په خپله نیستمنه غیږه کې به دداسې باتورو بچیانو دروزلو اهلیت او هنر ولري ،چې په خپلو سرښندنواو قربانیو ئې ددنیا لوئ مادي او تخنیکي قدرت په ګوندو کړئ دئ او دغرور ورمیږ ئې ورمات کړئ دئ ،نوشعوري اویا غیرشعوري دازادۍ اوخپلواکۍ په مبارزه کې دمبارزینو کارنامې د آی ،اس ،آی دناولي لاس محصول ګڼي ،چې د ا ډول دریځونه دوولسونو دازادۍ غوښتنې دداعیې سره لویه جفا ده اودافغانستان دازادۍ او استقلال دمقاومت اومبارزې په جبهه باندې دشا له لوري نا ځوانمردانه ګوذارونه او دافغانستان ددښمنانو دموقفونو تقویه کول دی .
په دې باندې باید دټولو اشخاصو او ډلو سر خلاص شی ،چې په افغانستان کې هر سازمان ،ډله او ګوند چې دوولس په ځائ دپردیو په قوت او قدرت نازیږي بی له ناکامۍ او شرمندګۍ بل هیڅ متاع په لاس نه شي راوړلائ او هغه اشخاص،ډلې او تحریکونه به کامیابه وي چې دوولس عام او تام ملاتړورسره وي .دطالبانود اسلامي تحریک دبري راز او هنر په همدې کې دئ چې دخپل وولس دحمایت او تائید نه برخورداره دي ،که نه که دپردیو سره په اجنتئ او مزدورئ باندې سیاسی قدرت او اجتماعي ثبات منځ ته راتلائ ،نو نن به تپل شوې اداره چې دامریکا په شمول دڅو څلویښتو هیوادو نو نظامي ،مالي ،تخنیکي او جاسوسی مرستې ورسره چالانې دي با ثبات ترینه اداره وه په نړئ کې ،مګر داچې وولسي ملاتړ ورسره نشته دجنازې او خښیدو ورځې ئې په شمار دي .
مننه
larghonay laraway
20.12.2010
السلام علیکم!
خبرې ډېرې او سر يې يو
پورته ځينې همغه زړې اوسوليدلې خبرې دي چې زما او د نورو دريځ په کې لا پخوا روښانه شوی ؤ . نه غواړم چې له ځينو سره په ځينو سپکو الفاظو بيا سر وخوږووم. خو دا درته وايم چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه د امريکې ده او ترشا يې نور کفري او کمزوري اسلامي هيوادونه ولاړ دي او هدف يې د مسلمانانو کمزوري کول او خپلو شومو اهدافو ته رسيدل دي.
د امريکا شوم اهداف:
امريکا غواړي د پخواني شوروي اتحاد او په ځانګړې توګه د صابيريا يورانيمو او نورو شتمنيو ته ځان ورسوي او خپل حاکميت هلته پلی کړي.
دويم: امريکا غواړي چې د سعودي عربستان رسوخ ايران ته ورکړي او قم د مسلمانانو مرکز شي ځکه چې ايران په ښکاره د امريکا خلاف دی خو په پټه د عربانو پر ضد له امريکا سره ملګری ی. مونږ او تاسو وليدل چې په عراق کې يې لږکي شيعه واکمن کړل او سنيان يې پرې وځپل. اوس په افغانستان کې هم همدا لوبه روانه ده.
داسې نور ګڼ اهداف لري خو اهدفو ته د رسيدو وسيلې يې (اسامه، ملاعمر، کرزی اويو څو نور ياد نومونه دي)
دا بايد ومنو چې کرزی او ملاعمر (Mad in America) دي او دوی به ترهغې پورې د غار د کربوړي په څېر سرونه باسي ننباسي او کرزی به هم د امريکې په اشاره څرخي.
مونږ او تاسو ته څه کول په کار دي:
دا ګز او دايې ميدان
په دين او وطن مينو پښتنو ته په کار دي چې :
منافقت ونه کړي او په دروغه د ملاعمر پلوي ونه کړي چې د هغه له سيسټم سره بيا ځان نه شي عيارولی. همدا راز د کرزي د ډلې او حکومت پلوي هم بايد ونه کړي ځکه چې وجداناً به نا ارام وي.
دويم: د دې پر ځای چې په انټرنيټ کې پر چټياتو ليکلو ځانونه بوخت وساتي، بايد داسې څه وليکي چې افغانستان او اهل اسلام ته يې ګټه ورسېږي.
که داسې مو وکړل نو هم به مو خپل ايماني، پښتني او وطني مسؤوليت ادا کړی وي او هم به انشاء الله دامريکا او نورو بې دينانو پلانونه شنډ شي
په همدې هيله
ستاسو لاروی
كريم كامران
20.12.2010
په دې کې هیڅ شک نشته چې امریکا د خپلو شومو اهدافو او د مسلمانانو د کمزوري کولو په موخه دلته راغلې ده، خو دا به ډیره د تعصب نه ډکه فیصله وي چې طالبان د بین المللي غلام (کرزي) سره په یوه تیږه وتلل شي، او دهغوی هدف ته درسیدو وسیله وبلل شي. دا منم چې امریکا د طالبانو حکومت راوپرځاوه او د طالبانو د له منځه وړلو په پلمه یې هیواد اشغال کړ، خو مونږ باید د (وسیلې) او (بهانې) په توپیر ځان وپوهوو.
زه نه شم کولی تا د یوې وسیلې په توګه استعمال کړم، خو دا کولی شم چې ستا له نامه څخه د یوې بهانې او پلمې په شکل کار واخلم.
دا دواړه جلا جلا مفاهیم او معناوې لري.
larghonay laraway
20.12.2010
سلامونه!
کامران صيب تاسو رښتيا وايئ خو دا بهانه د سکرين پر مخ بهانه ده. نور نو ټول په دې پوهېږي چې د طالبانو په تشکيل، تشکل او ملاتړ کې د چا لاسونه وو او په له منځه وړلو کې يې د چا لاس ؤ او اوس يې څوک تر شا ولاړ دي.
دا ټوله يوه پروژه وه خو پلي کوونکی يې پاکستان دی او وسيله يې طالبان دي.
زه هيڅکله هم کرزی او ملاعمر سره نه برابرووم ځکه چې کرزی د پردې پر مخ او ملاعمر د پردې ترشاه دی.
مننه