د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Lotfollah
20.11.2010

سلامونه
که د معیاری شرایطو سره سم د هېواد هر وګړی د خپل دنظام او رهبری په ټاکلو کې ( که ورته انتخابات وایی یا هر بل څه) فعاله ونډه ونلری مشروع نظام ندی! که یو نظام په زوره پرخلکو تحمیل شي هر نوم چې ولری هغه زورواکي یا دکتاتوري ده!


pattang
20.11.2010

داخبره دې په تيورې کې سمه او په عمل کې دلته او هلته لودګي مالومييږي !
ديموکراسي او ديکتاتوري د شعور اوشرائطو تابع دي !
دخره لپاره لرګی د اس لپاره اشاره !، په ځينو او لسونو کې ديکتاتوري بهترين
رژيم دی ،که هېواد دوسته عنصر او عناصر يې په سر کې وي ، دافغانستان لپاره يواځېنۍ دوا ديکتاتوري ده اوبس ٠

[quote:4acd9b1628="Lotfollah"]سلامونه
که د معیاری شرایطو سره سم د هېواد هر وګړی د خپل دنظام او رهبری په ټاکلو کې ( که ورته انتخابات وایی یا هر بل څه) فعاله ونډه ونلری مشروع نظام ندی! که یو نظام په زوره پرخلکو تحمیل شي هر نوم چې ولری هغه زورواکي یا دکتاتوري ده![/quote:4acd9b1628]


z.shaheen
20.11.2010

[quote:a2b48df988="pattang"]ديموکراسي او ديکتاتوري د شعور اوشرائطو تابع دي !
دخره لپاره لرګی د اس لپاره اشاره !، په ځينو او لسونو کې ديکتاتوري بهترين
رژيم دی ،که هېواد دوسته عنصر او عناصر يې په سر کې وي ، دافغانستان لپاره يواځېنۍ دوا ديکتاتوري ده اوبس ٠
[/quote:a2b48df988]

[color=blue:a2b48df988]در بساط نکته دانان خود فروشی شرط نیست
یا سخن سنجیده گو ای مرد دانا یا خموش[/color:a2b48df988]

حاجی آغا مردم افغانستان را خو خر ساختی معلوم نشد که خود را در جملۀ خرها حساب کردی یا اسپ ها؟


pattang
20.11.2010

[quote:036cf5061a]حاجی آغا مردم افغانستان را خو خر ساختی معلوم نشد که خود را در جملۀ خرها حساب کردی یا اسپ ها؟[/quote:036cf5061a]
پټه يې ونيسه په خبر نه پو هېږې !



21.11.2010

پتنګ خان ليکي :
[quote:2190103805]ديموکراسي او ديکتاتوري د شعور اوشرائطو تابع دي ! دخره لپاره لرګی د اس لپاره اشاره ![/quote:2190103805]
د پتنګ په اند د افغان ولس دشعورکچه د خرو پشان تيټه ده نو د طالب لرګی ورته پکار دی، نو ځکه دئ وايي که د ملاعمر او طالبانو غوندې لوړ شعوره او [quote:2190103805]هېواد دوسته عنصر او عناصر يې په سر کې وي ، دافغانستان لپاره يواځېنۍ دوا ديکتاتوري ده اوبس ٠ [/quote:2190103805] په داسې حال کې چې پتنګ د شعور او شرايطو تر منځ د اړيکې او د هغوی وده او بشپړتيا له پامه غورځوي ، ځکه که سوټی او سوټکراسي ته اړتيا وي نو د خپلواکۍ ، ترقۍ اوولسواکۍ پر ضد نه، بلکې دملي ولسواکۍ او ترقۍ ددوښمنانو پر ضد ترې کار واخيستل شي . نو اوس تاسو وواياست چې ايا د طالبانو ديکتاتوري به د ترقۍ او ولسواکۍ پرضد وکاريږي که
د ولسواکۍ او ترقۍ له پاره ؟؟؟؟؟
که پر ضد يې کاريږي نو بيا هم تاسې معلومه کړئ چې آيا په دې صورت کې به دا لرګي وي چې د خرو پسې يې خلک را اخلي او که دا به خرۀ وي چې د خلکو پسې به لرګي را اخلي ؟


حذيفه
21.11.2010

وروڼوسلامونه!
ديکتاتوري نظام په اسلام کي هيڅ اعتبارنلري اونه يي موږغواړو.پتنګ صاحب!تاسوپه غوسه واړندي مه ځئ له خلکوسره په بحث کي هروخت داالهي اصل په نظرکي لره:وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ.
پتواله وروره!دملاصاحب اونورونومونه په ترخه لهجه مه ياده وه هغوئ ديکتاتوري نه غواړي اصلاً هغوئ په افغانستان کي داسلامي نظام راوستل غوښتوخوخپله ملاصاحب په اصولي اسلامي نظام نه پوهېدی اوورسره څېرمه دالادينه کسان ووچي خپله ديکتاتوري يي غوښته ځکه نوکيسه سره ګډوډه سوه زه خپله ملاصاحب ته زيات احترام لرم البته ځيني هغه په نوم ملايان چي ځان ته ديني پوهان وايي خوپه حقيقت کي په هيڅ هم نوي پوه هغه مي ترهربل چابدايسي .صحيح خبره ده چي دهرهيوادحکومت دي دهغه هيوادوګړي وټاکي لکن داسي نه لکه اوسي چي په افغانستان کي وسول داخوحرام دي که تاسوغواړي چي په اسلامي کي دحکومت ټاکنه څرنګه کيږي ؟کوم اړخونه يي روااوکوم يي ناروادي؟زموږاوستاسوپه هيوادونوکي کېدونکي انتخابات څرنګه دي؟نوزه تياريم چي داټول تفصيل درته وړاندي کړم خوداځاي يي مناسب ځکه بولم چي دايوه اسلامي مسئله ده بايدپه اسلامي بحث فورم کي پرې وږغيږو.
خويوې خبرې ته موپام راګرزوم هغه داچي له حقيقته به سترګې نه پټه وواودبحث ګډونکونکوته به سپکې سپوري نه وايوپراصولوبرابربحث به کوواودکوم مسلمان له خپه کولوبه ډډه کوو.
مننه!
حذيفه ستاسوديني ورور


كريم كامران
21.11.2010

[quote:b9a50f8ec0]کريم کامران صاحب!بښنه غواړم يوه پوښتنه درنه کوم هيله ده خپه نسې هغه داچي تاسووايست عمرفاروق رضی الله عنه متشددوونوڅه مطلب؟تشددخوپه اسلام کي نسته نوستاسودهغې جملې چي عمررضی الله عنه تشددکاوې په مطلب ونه پوهېدم لطفاًکه يي راته تشريح کړئ ډېره مهرباني به مووي . [/quote:b9a50f8ec0]
حذیفه صاحب رِښتیا هم په اسلام کې تشدد نشته، اسلام د اعتدال دین دی. خو زما مطلب د (تشدید) څخه د عمر الفاروق رضي الله عنه طبیعت او فطري صفت وه، چې د اسلام سره کومه اړه نه لري، تاسو به لیدلي وي ځیني خلک ډیر نرم مزاجه وي، او ځيني نور بیا ډیر د سخت مزاج خاوندان وي، په ځینو کې د عاطفې ماده ډیره قوي او له اندازې زیاته وي او په ځینو کې هیڅ موجودیت نه لري، چې دا ټول د هر انسان هغه صفات دي چې الله جل جلاله یې په فطرت او طبیعت کې اغږلي وي، او هیڅکله د اسلام په تشدد او عدم تشدد نه تعبیریږي.

د عمر الفاروق رضي الله د تشدید نه مطلب هغه دی کوم چې په مشهور مبارک حدیث کې ذکر دی او اکثرا د جمعې په خطبه کې د خطیبانو لخوا لوستل کیږي، چې رسول الله صلی الله فرمايي:
أرحم أمتي بأمتي أبو بكر، وأشدهم في أمر الله عمر، وأصدقهم حياء عثمان، وأقضاهم علي...

چې هر صحابي په هغه فطري صفت باندې یاد شوي چې له نورو پرې بیلیږي.
هیله ده ستاسو د پوښتنې ځواب مې درکړی وي.

ښاغلی شکور صاحب ليکي:
[quote:b9a50f8ec0]هغه څه یې چې په زړه کې و په عمل کې نه و!خطرناکه جمله ده چې باید تشریح شی!!! [/quote:b9a50f8ec0]
[quote:b9a50f8ec0]که د طالبانو دریځ واقعاً همداسې وي نو پوښتنه دا ده چې آیا دا کړنلاره منافقت ندی؟ [/quote:b9a50f8ec0]
مونږ باید د منافقت او مداراة توپیر وکړو:

د منافقت تعریف داسې دی:

هو إظهارُ الإسلام والخير، وإبطانُ الكفر والشر؛ للتوصل إلى الشر المضمر.
یعنې په ښکاره د خیر او اسلام څرګندونه کول او په زړه کې شر او کفر پټول، ترڅو په دې طریقه هغه شر چې په زړه کې پټ دی ترلاسه کړی شي.

خو مداراة کوونکی هیڅکله دهیچا په اړه په زړه کې شر نه پټوي، بلکې په پټه او ښکاره دواړو حالاتو کې د مقابل جانب خیرښېګڼه غواړي. اما منافق په ښکاره د مقابل جانب ښېګڼه غواړي خو په باطن کې د نوموړي د شر امید لري.

په اسلام کې نفاق نشته، خو مداراة ته جواز ورکړ شوی دی، ددې لپاره چې د ځینو خلکو زړونو لاس ته راوړل شي، یا د هغوی د شر څخه ځانونه وساتل شي، او یا نور خلک د هغه د شر څخه وساتل شي.

الله تعالی موسی علیه السلام ته فرمايي:
فقولا له قولا لينا لعله يتذكر أو يخشى.
تاسو (موسى او هارون) فرعون ته په نرمو خبرو د خیر بلنه ورکړئ شاید پند او عبرت واخلي او د الله نه وډار شي.

الله تعالی فرمايي:
ادفع بالتي هي أحسن فإذا الذي بينك وبينه عداوة كأنه ولي حميم.
له حق څخه په هغې طریقه دفاع وکړئ کومه چې ترټولو ښکلې او ښایسته وي، ځکه چې ژر به هغه کس چې ستا او دهغه ترمنځ دښمني ده د نږدې دوست په څیر وګرځي.

خلاصه دا چې منافقت په لنډ ډول داسې تعریفولی شو:
إظهار الجميل وإبطان القبيح.
په ښکاره په ورین تندي او ښه چال چلند، او په پټه د شر، ضرر، او اذیت رسولو غوښتنه.

او مداراة کوونکی په پټه او ښکاره دواړو د مقابل جانب خیر ښېګڼه غواړي، خو د مصلحت په خاطر له مقابل جانب سره د سختۍ نه کار نه اخلي.

او د پتوال صاحب تبصرې ځواب ته وروسته راځم. ان شاء الله.
مننه



21.11.2010

درنو ورونو حذيفه صاحب ، کامران صاحب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

حذيفه وروره تاسو ليکلي :
[quote:7fe94b0eb4]پتواله وروره! دملاصاحب اونورونومونه په ترخه لهجه مه ياده وه [/quote:7fe94b0eb4]
هو ما به د ملا عمر سره حفظه الله ، ذل الله، ايت الله او ورته نور دشيعه يا القاعده القاب نه کارولي او نه يې کاروم ، ولې د نوموړي او نورو طالبانو
له مومونو سره سپک الفاظ ما نه دي کارولي ، که دچا د سياسي حرکتونه د اسلام ملت او ملي امت واکۍ پرضد بريښي او په سخته لهجه يې وغندم نو داسې تنقيد اصولي او پرځای دی، هغه د کوم شخص پورې اړه نه لري او بايد تاسې يې هم شخصاً دچا پورې و نه تړئ . که ستاسو مطلب د هغه اقتباس له انګيرنې څخه وي چې ما دلته د پتنګ خان له وروستۍ ليکنې څخه راخيستې وه،
نو هغه هم د نوموړي د مقصد او اشارې روښانه کول و، چې (( په رهبرۍ کې له يو هيواد دوست عنصر او عناصرو)) څخه يې مطلب ملاصيب او طالبان وو.
آيا دا دکرکې او انزجار وړ نه ده چې د پتنګ خان په وينا له يو طالب مشر او څو طالب شخصيتونو پرته بل هېڅ چاته د ولس په خوښه هم دحاکميت حق نه ورکول کيږي، ولس د خرو په نامه محکوموي او په لرګووهلو ته يې اړينه او بهترينه ديکتاتوري وايي ؟؟؟؟؟؟؟
[quote:7fe94b0eb4]
هغوئ ديکتاتوري نه غواړي اصلاً هغوئ په افغانستان کي داسلامي نظام راوستل غوښتوخوخپله ملاصاحب په اصولي اسلامي نظام نه پوهېدی اوورسره څېرمه دالادينه کسان ووچي خپله ديکتاتوري يي غوښته ځکه نوکيسه سره ګډوډه سوه [/quote:7fe94b0eb4]
کله چې کفر له مکې نه سر راپورته کوي ايا لږترلږه دومره هم ضروري نه ده چې اعتراف پرې وشي، رسوا ، ګوښی او تنقيدشي ،
څو دتکرار مخه يې ونيول شي ؟؟؟؟؟
آيا کفر به وشي که ا اقلا دومره وويل شي چې مونږ د اسلام په نامه ديکتاتوري نه ، بلکې خپله ملي اسلامي - امت واکې غواړو !
آيا په دې به ISI يا القاعده ترې ډيره خفه شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که يو هم نه، نو بيا ولې نه اعلاميږي چې طالبان يواځې او يواځې د ملي او اسلامي گټو تابع دي او د ولس واک مو يواځې د ملي او اسلامي پولو تر بريده پورې
منلی او خوندي کوويې !
هو که په ISI يا القاعده کې څوک هم په دې خفه کيږي ، نو هغه به يواځې ISI وي نه القاعده ، ځکه چې اسلام امت واکي پيژني
نه ديکتاتوري ، امت واکي عام خلافت دی،ملي امت واکي خلافت دی په ملي حدودو او سرحدونو کې !
داچې نه طالب اونه القاعده ديکتاتوري غواړي، نو آيا دا بيا يواځې ISI نه ده چې په افغانستان کې حتماً او په هر قيمت خپله ديکتاتوري غواړي
او هغې ته د طالب په زور د اسلام نوم ورکوي ؟؟؟؟؟
مسلمان ولس حق لري په خپله خوښه ملي او اسلامي حاکميت وټاکي، په جزيرةالعرب کې اسلامي خلافت د عربو له پاره
خپل ملي (عربي) خلافت و، نورو هيوادونو ته يې صرف د اسلام د خپرولو حق درلود، نه د عربي حاکميت حق، که مرکز يې يو او واحد ځای
لکه مدينه يا بغداد هم پاتې کېدۀ ، عربي حکمرانان بايد پر نورو اسلامي هيوادونو حکمراني نه کولای اوهر ځای
ځايي حکمرانان او ځايي حکمراني موجوده وای او خلافت بايد ديو
نړيوال اسلامي فدراسيون يا کنفذراسيون په بڼه غښتلی شوی وای، نه د يو عربي خلافت يا يا ترکي سلطنت په توګه ، تر څو د ټولو اسلامي هيوادونو
کلتوري ، ملي او اقتصادي وده او پرمختګ په کې خوندي شوی وای او
د عربي کلتور له خوا تر ښکېلاک او زبيښاک لاندې نه وای راغلي . هغه چې
پښتو متل وايي وروري به کوو خو حساب ترمنځه ،
دغسې د ملي، کلتوري او اقتصادي حقوقو حساب له اول څخه د اسلامي ورورۍ د ساتلو له پاره ضرور و، نه هر څه
په عربو او عربي ژبې ، کلتور او پوهنې کې منحلول او نړۍ ته د عربي لاسته راوړنو په نامه معرفي کول . هارون الرشيد د خپل ټول عدالت سره سره
حق نه درلود په يو اړخيز ډول په عجمو حکومت وکړي پاتې خو لا نور بغدادي خليفه ګان !
طالبان دې دا خوبونه پرېږدي چې ګواکې د بن لادن په مشرۍ په عجمو کې بيا يو عربي يا افغاني خلافت رامنځته کړي ، مګر داچې
هر چيرې خپل خپل ملي خلافت او ملي امت واکي رامنځته کول هدف وي او بس !
يا په بل عبارت ګرانو لوستونکو زه به له تاسو ته دا پوښتنه
په فرضي توګه مطرح کئم :
که همدا اوس حضرت عمر يا حضرت صديق ( رضی الله عنهم) راژوندی شي او د لومړي خلافت هومره وخت خليفه کيږي، منم چې له ما نه نيولې تر هر
صادق مسلمان افغان پورې به خپل سر اومال د هغه په ملګرتوب کې د جهاد او هر خدمت له پاره د اسلام په لاره نظرانه او قربان کړي !
[color=blue:7fe94b0eb4]خو ايا حاضر به شي چې د افغانستان اداره، د پښتو او دري رسميت اود هيواد آزادي او ملي خپلواکي عربو او عربي ژبې ته پرېږدي ؟؟؟؟؟
که ځواب مو ( نه ، هېڅکله نه ) وي نو دليل مو دلته طالبانو ورونو او القاعدې ته وړاندې کړئ !
او که ځواب مو هو وي ، نو دليل او دلايل مو ټولو هېوادوالو ته وړاندې کړئ ![/color:7fe94b0eb4]


abdulhaq-watan
21.11.2010

پتوال صیب ګوره څومره ښایسته لیکنه دې
کړیده او په هرڅه دټولو نه ښه خبر یې او ښه پرې
پوهیږی نو دا پوښتنی د څه لپاره؟
ګوره امریکا خپلو چارو کی د ای اس ای په مټ
بریالی ده او ملا عمر صیب د ای اس ای نفر دی
څه چې ای اس ای غواړي ملا عمر خوارکی به ضرور
هغه کوي کنه خداوراستي که یوه شپه هم ژوندی
تیره نکړي.
ملا عمر صیب ته په ۵ کلو کی چا رایه ورکړی وه؟
او له اسلام نه یې څه جوړ کړي ؤ په زور د ګیرو پریښودل.
دکتاتوری نور څه خکر لکۍ لري؟
نو ملا عمر صیب خو له سره سیاسی کله نده هسې
د القاعدي خسر او د پنجاب زوي دی چې پښتانه
یې در په دره کړل که درواغ خبره وي خو ووایه کنه
څه ځان له دومره تکلیف ورکوی
او دا یوه خبره بله هم کوم پتوال صیب دا اشغالګر
د ملا عمر صیب له برکته را نه غلل؟ هغه وخت کی یې
څه دلاسه وشول چې اوس یې وشي بس پښتانه په
خلک وژني پخدای که نور هیڅ مطلب ولري که داسی
نده؟
نو بیا؟


عادل عادل
22.11.2010

سلامونه

وطن صیب زمونږ خو په ښاغلي پتوال صیب ځکه ډیر زړه سوځي چې ستا په څیر متعصبو افغانستانیانو سره په نا آګاه ډول همنظره او منطبق پریوزي.


حذيفه
27.11.2010

وطن جانه!
ته هم ځان مسلمان اوافغاني پښتون بولې!څوک دچامشرانوته بدنه وايې،ملاعمرکه هرڅوک دی خوپه افغانستان کي خلک لري اوپه دي سره يي زړه خپله کيږي،بدې خبرې اسلام په سختوټکومنعه کړې دي نوته يي ولي کوې؟اياته داسلام په احکاموعمل نکوې؟اوکه ته په دي سره مکلف نه يې؟اوکه کومه بله وجه ورته پيداکوې؟.
په فورم بحث کي ښکنځل مکوه پتوال صاحب دادی په بحث کي اخته دی اوته ده هغه خبره هم منې خولاترهغه هم وړاندي تېرېږې اويوه افغان مسلمان ته سپکې سپوري وايې،امريکايان داسلام په ورکولوپسي راغلي دي اوته وايي ملاعمرراوستي دي،افرين په ډېرڅه خبريې،هيوادستاپه څېرپوهانوته اړتيالري ځان ترې مه سپموه!شاباش!همداتګلاره خپلوه بريالی کيږې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more