د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د لوی اختر د مبارکۍ پیغام!

لقمان
15.11.2010

دنیکمرغه لوی اختردرارسیدوپه مناسبت دعالیقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام!
دوشنبه, 15 November 2010 06:31 -

بسم الله الرحمن الرحيم

الله اكبر الله اكبر ، لا اله الا الله و الله اكبر ، الله اكبر و لله الحمد

الحمد لله نحمده، ونستعينه، ونستغفره، ونستهديه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له،ومن يضلل فلن تجد له وليا مرشدًا.وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله. أمـا بعد:

دافغانستان ځوریدلي مجاهد ملت، دنړۍ په ګوټ ګوټ کې مؤمنو پرګنو ،ټولولرې او نږدې مسلمانو اولسونو ، او په مجموع کې درست اسلامي امت ته !

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دخوښۍ ،ایثار او قربانۍ داستره ورځ دې ټولوته مبارکه وي، الله تعالی دې دټولو عبادات او قربانۍ قبولې کړي ،بیت الله شریف ته دورغلیوحجاجو کرامو حجونه اود نړۍ په ګوټ ګوټ کې دحق دلارې دمجاهدینو او دهغوئ دهمکارانوستړې او ستومانۍ دي الله تعالی په خپل دربارکې منظورې او په اسلامي امت دې دالهي فضل ،نجات او نصرت دنزول سبب وګرځوي .دلوی اختردمبارکئ په ترڅ کې غواړم چې دهیواد او نړۍ د روانوجریاناتو په اړه څوضروري ټکي درسره شریک کړم :

دهیواد دداخلي جریاناتو په اړه :

دالله تعالی په ځانګړي نصرت اودمجاهدینودمخلصانه قربانیو په برکت نور دمتجاوز دښمن دشکست شیبې ډیري رانږدې شوې دي، اودجګړې په ډګر کې مات شوي دښمن ته یوازې مطبوعاتي لاپې ورپاته دي، او په میډیا کې ځان دپرمختګ په حال کې تمثیلوي، خوحقیقت هغه دی چې مونږ اوتاسو یې وینو دښمن هره ورځ دهیواد په ټولو سیمو کې دشاتګ او محاصره كېدو په حال کې دی، او ورځ تربلې یې دسرزیان زیاتیږي،دهمدې فشاراثردى چې دښمن د سولې اومذاکرې غولوونکې چېغې وهي، ترڅوپه همدې ډول پر ځان پوځي فشارکم کړي خوداچې دښمن مو دوسلې په زور په کور راختلی اوجنګ راباندی تحمیل شوی زمونږ دنجات یوازینۍ لاره في سبیل الله مسلح جهاد دی،زموږ مجاهدولس به کله هم دجهادپه مقدسه لارکې دستومانۍ احساس ونکړي، ځکه جهاديوه الهی فريضه اوسترعبادت دی چې ستومانۍ نه قبلوي. اودادفخرځای دی چې مجاهدین او ولس دوروڼوپه شان ددین ،عفت اودهیوادداستقلال ددفاع لپاره سرونه نذرانه کوي او دښمن ته ددې فرصت نه ورکوي،چې دتبلیغاتو او نورو پټو توطیو له لارې يې ترمينځ درز واچوي. داچی دښمن اوس دمحلي ملیشوپه جوړولوسره غواړي چې خپل ځانونه دمجاهدینو له حملوڅخه خوندي او له افغانانو څخه دسپر(ډال) کار واخلي ددی دسیسی شنډولوته خاصه پام لرنه شوې اوښې لاس ته را وړنې لرو. همدارنګه د ځینوکورنیو اوبهرنیو دښمنانوله لوري زموږ دګران هیواد دتجزيې خبری كېږي، دوئ دې خبر واوسي چې په هیوادمین ولس او اسلامي امارت به هیچا ته ددې ناولی پلان دعملي كېدواجازه ور نه کړي .

دکابل دګوډاګي رژیم په په اړه :

دکرزي دګوډاګي رژیم په وجود کې دافغان ولس او ګران هیواد حالت ورځ تربلې خرابیږي، دافغان ولس کړاوونه زیاتیږي,لوږه ،فقر ،بې کوري ، عامه مرګ ژوبلې ،ډول ډول ناروغۍ ،دځوانانو بې لاري،دغه رازددیموکراسۍترعنوان لاندې رازیږیدلي اجتماعي اوکلتوري انحراف اوج ته رسیدلی ، دازادبازار دسیستم په چوکاټ کې دسوخت او خوراک دتوکو په شمول دټولو موادو بازار څوتنو لوړپوړو حکومتي محتکرانو په ولکه کې اخیستی ،چې قیمتونه هم ورته په خپله ټاکي، له همدې امله خو دهیواد زیاتره بې وزلې کورنۍ لکه چې ټول یې وینو سوال او ګدایي ته مجبورې شوې , اوفسادخپل وروستي اوج ته رسیدلی دى .

دايوازي زموږوينا نه ده, بلکې ددې رژيم مؤسيسين اوباداران هم اعتراف کوي چې ددوئ ګوډاګی رژيم په ټوله نړۍ کې په اداري فساد اوبدعنواني کې په دوهم نمبردى،داځکه چې واکمنان يې نورو راوستلي، اودهيوادله مستقبل اوښيرازۍ سره کومه مينه نه لري،يوازي دخپلوجيبونو د ډکولو او دولس دشکولوپه فکرکې دي،دوئ اکثره دلويديځ تابعیتونه لري،اوافغانستان ورته خپل هيواد نه ښکاري. امریکایان غواړي دافغانانو په استخدام سره دخپلو همدغوڅوتنو غرب ځپلو اخیستل شویو اجیرانو په مشرۍ کې یوداسې رژیم په واک کې وساتي ،چې تروروستي حده بې ارادې ، ګوډاګی اوددوئ په مرستو متکي وي، ترڅو په دې توګه په سیمه کې خپل پایښت ته لاره هواره او اشغال وغزوي .

دافغان مسلمان ولس روانې بدمرغۍ او امتحاني حالاتو ته په پام سره په دې فاسدرژیم کې ولاړدهرافغان وجیبه ده چې نور دمتجاوزو اشغالګرو له همکارۍ څخه لاس واخلي ، دخپل کور په ورانولو کې له خپلو عقیدوي دښمنانو سره همکاري ونه کړي ، ځکه چې په دغسې یوه فاسد ، دخپل اولس په وړاندې جفاکار، او ګوډاګي رژیم کې کار کول هیڅ دیني او اخلاقي مجوز نه لري اوکه یې ددښمن په وړاندې په جهادي صف کې دریدل له توانه بهر وي،نو دومره خوکولای شي چې دنه همکاري له لارې ورسره خپله ایماني او وطني وجیبه سرته ورسوي، او له دې ځان وساتي چې سبادخپل ولس او تاریخ، اود قیامت په لویه ورځ دالله تعالی په وړاندې شرمنده اووسي. زموږدتیروغوښتنوپه تعقیب له مخالف صف نه درا جلاكېدونکوکسانوپه شمیر کې کافي زیات والى را غلی اودایودستایني وړعمل دی. موږخپلوټولو مجاهدینوته لارښونه کړې چې دداډول کسانو قدر وکړي .

د امریکایانو له لوري دمذاکراتو دآوازوپه اړه :

اسلامي امارت دهیواد دروانې لانجې لپاره په هماغه پخواني څرګند موقف باندې ولاړ دی، او دافغانستان دمسئلې حل دبهرنیو يرغلګروعسکرو په وتلو، او دیوه واقعي شرعي اوخپلواک نظام په نفاذ کې ویني .

مکاردښمن چې زموږهیواد يې دناروا پوځي یرغل په نتیجه کې اشغال کړی دخپلې دوه مخې پالیسۍ په اساس له یوې خواپوځي عمليات پراخوي اوله بلې خوا کوښښ کوي چې دمذاکراتو په بې اساسه اوازوسره دخلګوپه سترګوکې خاورې واچوي،هغوئ چې دمذاکراتو او دامارت په موقف کې دانعطاف کومې خبرې راپورته کړې دي ،اویایې داسلامي امارت دمسئولواشخاصو سره دلیدوکتواوازې خپرې کړې دي داټول یوازې پوچ او بې بنسټه تبلیغات دي،دښمن هڅه کوي چې په داسي سمبوليکواعلانونوسره په افغانستان کې خپله ناکامي پټه کړي،اوخپلو ولسونوته کاذب اميدونه ورکړي. دافغانستان مومن ولس اونړیوال باید داسلامي امارت دمشرتابه اوتعین شویو معلومو ویندویانو له اظهاراتو پرته داسلامي امارت دموقف په اړه په هیڅ ډول خبرونو او اوازو باور ونه کړي، ځکه داډول خپرونې ددښمنوهېوادونوداستخباراتي ارګانونولخواتهيه کيږي، اوترهمدي ارګانونوپورې تړلې ميډيايې په پوره شداومدسره په بې مسؤليته توګه خپروي، اوموخه پکښې داده چې دپوځي ډګرشکست په تبلیغاتي جګړې سره تلافي کړي خو هيڅکله به هم زموږدبهادرولس اومجاهدينوپه وړاندې داډول تجربه شوې توطيې مؤثريت ونلري .

دکابل میشت پخواني جهادي مشران او مخور هم بایدپوه شي چې امریکایي یرغلګرولکه څنګه یې چې دسولې دشورا په نامه په عنوان شوې پروسه کې ستاسو غوندې له ځینو مخورو څخه دمجاهدینوپه ضدګټه پورته کړه، دتل غوندې به بیاهم هڅه کوي چې دکابل دلاسپوڅي رژیم په خوا کې ستاسو له وجود څخه دخپلوناروا موخو لپاره استفاده وکړي ،نه پوهیږو له دوئ سره ستاسو یواړخیزه همکاري دکوم هدف لپاره صورت نیسي؟ آيا په دااوسني رژيم کې ستاسودپخواني جهاداهداف اوهيلې منعکسې شوې دي؟ آياستاسوڅوارلس کلن جهاد،ددې لپاره ووچې دروسانو پر ځای امریکایان افغانستان اشغال کړي؟

که غواړئ له خپل دې ناوړه حالت څخه نجات ومومئ، او دیوه سرلوړي افغان مسلمان غوندې ژوند وکړئ، نو دعزت او شرف یوازینۍ لاره مقدس جهاداوداستقلال ترلاسه كول دي، راشئ دمتجاوزو یرغلګرو په وړاندې په مخلصانه مبارزې سره خپلې څو کلنې اشتباګانې جبیره کړئ ، ددې معنا دانه ده، چې ټول دې هرومروسنګرونيسي ،بلکې هرڅوک بايد له خداى ورکړي استعدادنه ددي مقاومت په ګټه اوننګه کار واخلي، اسلامي امارت دراتلونکي افغانستان لپاره دښې حکومت دارۍ،رښتیني امنیت،اسلامي عدالت ،ښووني اوروزنې ،اقتصادي پرمختګ،ملي یووالي ،اوداسي بهرنۍ پالیسي په اړه چې هیواددنوروله ضررنه وساتي، اوهم نړیوال مطمئن کړي چې راتلونكې افغانستان به هیچاته ضرر رسونكى نه وي،یوه جامع تګلاره لري .

دهيواد دنظامي وضعیت په اړه :

زموږراتلونکي پوځي پروګرامونه به دهیواد دموسمي او جغرافیاوي شرایطوسره سم مجاهدینو ته دورکړل شوي پلان په اساس پر مخ ځي، اوهڅه موداده چې دښمن په یوه ستړي او ستو مانه کونکي جنګ کې په داسي ډول ښكېل وساتو چې بالاخره یې دپخواني شوروي اتحاد په شان دومره وځپوچې بیانو په یوه پریکنده ګذارسره داسې وشړیږي چې دټنګيدو توان پکې پاته نشي. دهمدې موخې لپاره مولنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه طر حه کړي اونتایجو ته یې خو شبین یو. پوځي ستراتیژي مو داده چې عمليات په تدریج سره زیات اوپه ټول هیواد کې خپاره کړواوهم دښمن له پټوغارونو نه راوتلو ته اړاوبیا یې دتکتیکې حملوپه مټ ښه وځپو. زموږ داتجربه په مارجه ،کندهار، اویوشمیرنوروسیموکې خوراکامیابه ثابته شوه په دې سلسله کې بایدمجاهدین ترهرڅه مخکې لاخپلو جهادي هڅو ته متوجه شي، او له ورکړل شوي پلان سره سم خپلو جهادي عملياتو ته انکشاف ورکړي. خپل ټول توان وکاروي ترڅو دزوال په پوله ولاړ دښمن له دې خاورې تيښتې ته اړشي ، په خپلو ټولو ورځنیو مصروفیاتو کې له الله تعالی سره رابطه قائمه او دائمه ولري، الله تعالی دټولو چارو خالق او متصرف وبولي ، اوخپلې لاسته راوړنې دالله تعالی دخصوصي فضل او نصرت ثمره وبولي، په خپلوعباداتوکې ډيروالی راولي، دجهاد په جريان کې هغو خاصو مسنونو دُعاګانو اواذکاروته پوره وخت ورکړي چې دلا ډير اطمینان اوسکون سبب کيږي ،داډول احساس به په مجاهدينو کې دتوکل ،اخلاص ،خضوع ،اودالله تعالی درضاحاصلولو ماده لاقوي کړي ؛ ځکه د مومن دغه اوصاف هغه څه دي چې په سختو شرایطو کې دالله تعالى دفضل اونصرت دنزول سبب ګرځي .

همدارازدجهادپه سپيڅلې لاره کې دجهاداسلامي اخلاق ديوې شيبې لپاره هم له ذهنه مه باسئ !دخپل توان په اندازه جهادي موضوعات بايدپه حديثو، اوفقه، کې مطالعه کړئ ، دملكي خلګودسراومال خوندیتوب ته ډیر پام کوئ تر څوخداى مکړه ستاسو جهادي فعالیتونه دعاموخلکودسر اومال دضایع كېدوسبب ونه ګرځي، ځکه هرهغه څه چې په اسلام کې مجازنه وي،هغه زموږپه پوځي پاليسۍ کې هيڅ ځاى نه لري؛په خپلومینځونوكې محبت سره کوئ، اوپه سختۍ كې یو اوبل ته لاس سره ورکوئ، او له خپل ولس سره نژدي او په رابطه كې واوسئ، دسیمو دمشرانو اوبانفوذه خلکوسره سلامشورې کوئ، سالمومشوروته يې غوږ نیسئ اوعملي کوئ يې .

دهيوادځوان علمي،فرهنګي کهول اودپوهنتونونومحصلينوته:

زموږداسلامي هيواد دځوان علمي اوفرهنګي نسل په توګه تاسوددې هيواد دسبا ورځي مشران ياست،زموږ دښمن ډيرې هلې ځلې کوي چې ددې مسلمان هيوادځوان نسل دپردي يرغليزفرهنګ اوعقايدوتراثر لاندې راولي،ترڅوزموږ دهيوادتاريخ،زموږديني ارزښتونه اوزموږمستقبل له ګواښ سره مخ کړي،په دې لاره کې زموږ ديني اوتاريخي دښمن په ډيره ماهرانه اوپيچده ډول مغرضانه تبليغات اوپراخ مالي مصارف کوي،ترڅو زموږ ځوان نسل له افغاني او اسلامي تشخص نه ورو, ورو ليري کړي،تاسوددې اسلامي هيواد دځوان نسل په توګه افغاني او اسلامي مسئوليت لرئ ،چې ددا ډول افغان اواسلام ضد دښمنانه هلوځوپه وړاندې په خپل هرډول استعداد،ژبه اوقلم نه ستړي کيدونکې مبارزه وکړئ،اوخپل تاريخي،ديني، اوکلتوري دښمن کاميابي ته پرې نږدئ! تاسوبايد په دې پوه شئ چې زموږمکار دښمن يوشميرپلورل شويوافغاني کړيوته په مخفي ډول پراخ مالي مصارف او امکانات ددې لپاره ورکوي،چې په هيوادکې خپل مينځي سمتي اوژبنۍ جګړه توده وساتي،ترڅوپه مستقبل کې دهيوادتشخص او وحدت ته زيان ورسوي،اوله افغانانو نه خپل انتقام له همدې لارې واخلي،خوتاسوعلمي ځوانان بايد دتل لپاره له داډول منفي حرکتونونه ځانونه وژغورئ، اوخپله ټوله توجه داسلامي فرهنګ پياوړتيا او دهيواد داستقلال او وحدت سپيڅلي چوپړته را واړوئ،ځکه چې دمسلمان عزت په اسلام اواسلامي وحدت کې دی،همدا تاسوياست چې داسلامي فرهنګ اوافغاني هويت ستنې له نړيدلو ژغورلى شئ .

اسلامي امارت ستاسو خپل صف اوسنګردى ،ستاسو په ملاتړ،ژبني اوقلمي جهاد دتل لپاره وياړي، اوتاسوته دزړه له کومي درناوى لري ،اودامقاومت ستاسو په علمي اوفرهنګي هلوځلو لا ګړندى کيږي.

داسلامي نړۍ ولسونو اوحکومتونوته :

دنړیوالې اسلامي کورنۍ دیوه غړي په توګه دافغانستان اسلامي امارت په نمایندګۍ دلوی اختردورځې له مناسبت څخه په استفاده غواړم داسلامي نړۍ حکومتونو او اولسونو ته ورپه یاد کړم چې دعقیدوي محکمې رشتې او تړاو له امله مو باید داشغال شوي افغانستان قضیه او دمظلوم افغان ولس حالت له پامه نه وي غورځولی ، تاسو باید په یاد ولرئ چې افغان ولس داسلام او اسلامي نړۍ په ننګ هروخت دفخر وړ رول ادا کړى اوپه دې لاره کې یې دتاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې بې شمیره قربانۍ ورکړې دي ، په اسلامي نړۍ دیرغل کونکو چنګیزي ،انګریزي او کمونیستي ښكېلاکونو په وړاندې همدا ولس داوسپنیزمحکم دیوال په توګه پاته شوی او اسلامي نړۍ ته یې نجات ورکړی. نن یوځل بیا همدا ولس یوازې دخپلې عقیدې په جرم په یوه ستره ابتلااوتپل شوې جګړې کې راښكېل دی ، هره ورځ ددې ولس ښځې او نارینه دیرغلګرو په بمبارونو کې په شهادت رسیږي او کوچنیان یې یتیمان پاته كېږي. دغه راز ددښمن دعملياتو او بمبارونو له ویرې بې وسه وګړي داخلي او بهرنیو هجرتو نو ته اړكېږي ، داوږد و جګړو له امله ولس له عمومي بې وزلۍ او فقر سره لاس اوګریوان دی ، څنګه چې افغان ولس داهرڅه یوازې دسپیڅلې قراني حاکمیت او اسلامي عقیدې ددفاع په لاره کې قبول کړي، باید دنړۍ مسلمانان یې دردونه درک کړي ، دیوه سیال سوچه مسلمان په توګه ورسره تعامل وکړي او دخپلو امکاناتو په اندازه یې داسلامي ورورولۍ حق اداکړي .

همدارنګه دنړۍ اسلامي هیوادونه باید دافغانستان،عراق اوفلسطین له مسائلو څخه ځانونه پردي ونه بولي او دخپلو بهرنیو تګلارو په رڼا کې خپلې رغنده هڅې ونه سپموي ، دوئ بایدددغو ولسونو درد او ستونزه خپله ستونزه وبولي، او دحل لپاره یې مثبت رول ولوبوي .

امریکایي اواروپایې ولس او دپارلمانونو غړو ته :

افغانستان یو ازاد اسلامي هیواد دی چې په سیمیز او نړیواله کچه بې سارى ویاړمن تاریخ او په خپلواکي مین ولس لري دا ولس کله هم دچاد خپلواکي لپاره ضرر نه دى ګرځيدلى، دتاریخ په اوږدو کې یې چاته دا اجازه هم نه ده ورکړې چې استقلال یې ورنه سلب کړي ، اوس چې ستاسو پوځیانو ديوشميراستعماري موخو لپاره په دې خاوره تجاوز کړی، داد افغانانو دیني او بشري وجیبه ده چې ستاسو دپوځونو په وړاندې ودریږي. تاسوفکروکړئ چې که ستاسو په هیوادونوکوم څوک داډول یرغل وکړي ایاتاسي به بی تفاوته پاته شی؟څه فکرکوي زموږملت بايد په خپل هېوادکې اشغال اوتجاوزته اجازه ورکړي ؟ دنيواک په وړاندې بې تفاوته پاتې شئ؟اودخپل عزت ،ناموس ،دينې ارزښتونواوهېوادني حيثيت اواستقلال په اړه به هيڅ عکس العمل ونښیئ ؟ دانصاف په صورت کې طبيعي ده چې تاسوبه هم موږته داشغالګروپه مقابل کې دمقاومت دلادوام اوپياوړتيا حق راکوئ .

افغانانو له خپلو ناڅیزه امکاناتو خو قوي عزم او په خپل حقانیت له باور څخه په استفاده په تیرونهوکلونو کې ستاسو پوځي او سیاسي مشرانو ته وښوده، چې نشي کولاي خپل اشغال په دې ولس ومني ،دقواووپه زياتولوسره هم کوم بدلون رانغى او نه به هم راشي ان شاء الله، بلکې ستاسو دعسکروتلفات نورهم زيات شول، خوله دې واقعیت سره سره ستاسو سیاسي او پوځي مشران خپل سرزورئ اوناکام سیاست ته بياهم دوام ورکوي .

په دې برخه کې ترهرچا وړاندې باید تاسو ځان ته حقایق روښانه او واقعیتونه په ژوره توګه وڅيړئ او په دې اړه بې پرې فکراوغوروکړئ چې آیادنړۍ حکومتونه او ولسونه به ترڅه وخته ستاسواستبدادي سیاست او دولسونویرغمل نیونه وزغمي ؟

ددې لپاره چې تاسې اوافغان ولس ددې غیرموجهې جګړې له ستومانۍ څخه هوسا شوي وي، باید ژرترژره یې دپای ته رسولو لپاره اقدام وشي ، که جګړه اوږدیږي پرته له دې چې ستاسو دپوځونو تلفات لا زیات شي او اقتصادي بوج يې یوپه دوه شي نوربه هیڅ نتیجه ونه لري. تاسو باید پوه شئ چې دادافغانانو هیواد دی، او افغانان خپل هیوادکله هم نه شي پریښودلای، دلته که خارجي یرغلګردهرڅومره وخت لپاره هم اوسي په وړاندې به يې مقاومت روان وي ، په دې اړه که تاسو تاریخي شواهدو ته سرورښکاره کړئ ډیر څه ترې زده کولای شئ ، نوښه داده چې تاسو ددې سیمې په پریښودلو سره دجګړې په اور اوبه تویې کړئ ،زموږپه خاوره کې دبهرنیو قواووشتون ،پخپله دجګړې دزياتوالي اوتوندوالي لاملونه برابروي،چې پايله يې ستاسو لپاره بې ساري مالي اوځاني تلفات دي.

دافغانستان ګاونډیواودسيمې هيوادونوته:

افغانستان ديوخپلواک اومستقل هيواد په توګه دخپل هويت دترلاسه کولولپاره يوې سختي جګړې ته مجبوره شوى،استعماري هيوادونه چې په سرکې يې امريکا ده ،غواړي چې زموږتاريخي خپلواک هيواد په يوه او بله بهانه په سيمه کې پخپله پوځي اډه بدل کړي،ددي لپاره يې يوشمير نورهيوادونه هم ملګري ته هڅولي،اودملګروملتونونړيواله اداره يې هم ديوه شخصي ارګان په توګه دتل په څير د امريکا په تول برابرو پريكړوته اړايستلې،له تاسونه زموږهيله داده چې داستعمارګرانو د پوچوتبليغاتوپرځاى له واقعیتونوځان خبرکړئ!

اوزموږدمظلوم هيواد داستقلال لپاره خپل اخلاقي مسئوليتونه له پامه ونه غورځوئ.

امريکايان غواړي چې دخپلې دوه مخې ديپلوماسۍ اوتبليغاتو له لاري داسلام او وطن څخه زموږبرحقه دفاع اومقاومت دنړۍ لپاره دضررپه نامه ونوموي،په داسي حال کې چې په دې اړه هيڅ ډول قانع کوونکې اومستندشواهد اودلايل هم نه لري.

هیله

په اخیر کې له ټولو مسلمانانونه هیله کوم چې دقربانۍ او ایثار په دې ورځو کې دالله تعالی دلارې دمجاهدینو ، زندانیانو ،شهیدانو اوبې کوره شویو وګړو کورنۍ او او لادونه په یاد ولرئ ،ځکه چې هغوئ دویاړلي دین ( اسلام ) اودهیواددفاع لپاره قربانۍ ورکړې دي ،دهغوئ یتیمان او ورثه باید په یاد ولرئ اودخپلو اولادونو غوندې یې له هره لحاظه ونازوئ، اوپه خاص ډول یې داخترپه خوښیوکې درسره شریک کړئ .

لوی اخترمویوځل بیا مبارک اوالله تعالی موله غمونو وساته .

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

داسلام خادم

امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد

دوشنبه 9/12/1431 هـ ق

م 15/11/2010


حذيفه
15.11.2010

الله دي ژوندی اوپرحق قايم ولري .ډېره ښه پيغام دی ددي پيغام په ليدحکمتيارصاحب هم سمدستي خپل پيام خبروي .


وصيل پېروز
15.11.2010

ښاغلی لقمان صاحب !
پيغام خوپه رښتياهم خوندوردی ، ښه دی چې ملي مترقي بحٍثفوروم ته راوليږدول شو، څو ګڼ شمير لوستونکي پرې ژر تر ژره خپلې اندتوګې څرګندې کړي .



15.11.2010

تر ټولو ښکلې خبره يې داده چې وايي : [color=red:b2ea739c83]
ُ ُ ... د ځینوکورنیو اوبهرنیو دښمنانوله لوري زموږ دګران هیواد دتجزيې خبری كېږي، دوئ دې خبر واوسي
چې په هیوادمین ولس او اسلامي امارت به هیچا ته ددې ناولی پلان دعملي كېدواجازه ور نه کړي .ُ ُ [/color:b2ea739c83]
ما شا الله !، ولې که په لاندې ډول يوه جمله يې هم پرې ورزياته کړې وای نو د ډيرو افغانانو اندېښنې به يې رفع کړې وای چې :
[color=cyan:b2ea739c83]د لوی خدای په مرسته قدرت ته د بيا رسيدو په صورت کې به اسلامي امارت هېڅ کوم بهرني هيواد ته ددې چانس پرې نږدي
چې زمونږ دسرلوړي هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي ! [/color:b2ea739c83]

ملا محمد عمر مجاهد به دا په کې حتما ًور ليکلی وای ، ځکه په دغومره خبره خو ISI د هېڅ يو طالب سر نشي پرېکولی نو ملامحمد عمر ته به څه ووايي(؟)،
خو کشکې چې مشر ملا صيب د کراچۍ په توقيف کې ددغه ستر پيغام له متن څخه لږ تر لږه خبر خو وای (!) .
ټوله ليکنه د يوه پوه رئيس جمهور په سطحه ليکل شوې ده، که مستقله او استخبارات ترې خبر او لاس يې په کې نه لرلای ،
نو هره جمله او هر ټکی يې له سرو سره تلم او د الله سبحانه وتعالی څخه ورته ژر تر ژره د خير بريا غواړم، آن که د القاعدې همکاري هم ورسره وي
خو د ISI د لاسلرنې په صورت کې لکه څنګه چې ښکاري او له هرې خوا څخه پخپله د ISI له خوا تاييديږي، دپنجابيانو
او د هغوی د افغاني دوستانو چورلټه ماتې او رسوايي په افغانستان کې، د لوی خدای (ج) له دربار څخه غواړم !


حذيفه
16.11.2010

پتوال صاحب !
ديوه ماشوم په څېرخبرې کوې چاويل چي مشرملاصاحب په کراچي کي اوسي اوپاکستاني استخباراتوترکلکې سارنې لاندي دخپل ژوندشپې اوورځې تېروي .ملاصاحب که له پاکستاني استخباراتوسره تړاوواي نواوس به يي وختي لادامريکايي زندانوتوروتياروته ډالۍ کړی وای .دملابرادرپه څېرسترمشردامريکايانوپه اشارونيسي نوملاصاحب هم ورته ګران ندی .پرمشرملاصاحب لاښه ډېري ډالرې پيداکولای سي .البته ديوقوم سره دښمني موبايددحق وپټولوته ونه هڅوي .


لقمان
16.11.2010

پتوال صيب ماته روحي مريض ښکاري دهرې خبرې لکۍ د isi پرلر ورکږوي.
که د ملا صيب په څير خلک د isi خلک وي نو بيا راځئ په ګډه خدای ته لاسونه لپه کړو چې د ملا صيب په شان خلک ډير او داسې احساس په هر افغان کې پيدا شي. دخلکو په تورونو او تبليغاتو پسې به نه ځو واقعيتونه به ګورو چې ملا صيب کوم عمل کړی چې دهيواد او ولس په خير وه خو ملا صيب د isi ګټې ته پرې ترجيح ورکړې؟
زما دخوا هم ملا صيب ته نيکې هيلې او اخترمبارکي تقديموم.
د وطن دښمنان به تاسو په رنګارنګ نومانو بدناموي خو ولس به تاسو وياړي! تاسو په افغاني تاريخ کې د افتخار باب ياست!
ژوندي اوسئ!

اوس نو اخوا شئئئئئئئئئئ!! لار پرېږدئ وحليمي صيب ته :arrow: چې د ګلانو ګيډۍ په لاس راروان دی غواړي په دې موضوع کې وشيندي. :)


..Ahmadzai
16.11.2010

زما له خوا دې هم آمیر المؤمنينين مشر ملا صاحب محمد عمر مجاهد او ټولو مجاهدو طالبانو وروڼو ته د لوی آختر مبارکي ورسیږي، خدای دې تل بریالي او سرلوړي لري.

همدارنګه ټولو مسلمانو آفغانانو ته او د ټول آفغان ټولو غړو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.

أُحبُّ مدحَ العذارى مدحَ مُنْبَهرِ ** بالقدِّ، والثَّغرِ، والألحاظِ ، والشَّـعَرِ
لكنَّ مدْحِي لتلكَ الأُسدِ مُفْتخراً ** أحبُّ عنـدي من الحسْنـاءِ بالدُّرَرِ
دَعِ القصائد ، أو قلْها بمدحهُـمُ ** واستَعْلِ في مدحِ أهلِ العزِّ والظَّفَـرِ
سبحانَ من أخرجَ الأفغانَ من نُطَفٍ** بينَ الشِّعوب كنسلِ الأُسْدِ بالبَشَرِ

لاتعجبنَّ فذا أمــرٌ كمعجــزةٍ ** أمـرٌ من الله مكتـوبٌ من القَدَرِ
قومٌ هم المجْـدُ للإسلامِ فـي زَمنٍ ** نبـْكي الدماءَ علـى أيَّامنا الغُرَرِ
أقولُ والعزُّ برْقٌ فـي جباههُــمُ ** يا لامعَ البرقِ أيقظ ماضيَ العُصُرِ
وحرِّض العُرْب إشعـالاً لهمِّتـهـم **ما بين بغـدادَ والبيضاءَ كالشَّررِ*

لله ما فـي الطَّالبـانِ وعزِّهـا ** تكسوُ الدُّنـا منْ نورِها سِرْبالا
نشروُا الشَّريعة في (سُواتَ) وأعْلنوُا ** عدْلا تلألأ في السَّماءِ مِثـالا

وتطلَّعوُا نحوَ الجبال فطأطأت ** وغــدتْ تحــيِّي هذه الأبطالا
لا غرْوَ أن تجدَ الجبـالَ بعزِّهـا** قامـتْ تحيـِّي الطالبانَ جـبالا
حتَّى نجـوم الخافيـن جميعـها ** قالت لها ـ وتهيَّبـتْ ـ إجلالا
إنَّ الجهـادَ عظيمـةٌ آثـارُه ** بالدِّين أقـرنَ كـيْ يزيـدَ جلالا

ما أروع الحقَّ العظيـمَ إذا بدا ** حـقـَّا يُهاب ، بسيفه مُختـالا


monir
16.11.2010

دسلام او احترام وروسته ټولو دوستانو ته د لوی اختر مبارکی وایم!
[quote:1fff6e4179="حذيفه"]پتوال صاحب !
ديوه ماشوم په څېرخبرې کوې چاويل چي مشرملاصاحب په کراچي کي اوسي اوپاکستاني استخباراتوترکلکې سارنې لاندي دخپل ژوندشپې اوورځې تېروي .ملاصاحب که له پاکستاني استخباراتوسره تړاوواي نواوس به يي وختي لادامريکايي زندانوتوروتياروته ډالۍ کړی وای .دملابرادرپه څېرسترمشردامريکايانوپه اشارونيسي نوملاصاحب هم ورته ګران ندی .پرمشرملاصاحب لاښه ډېري ډالرې پيداکولای سي .البته ديوقوم سره دښمني موبايددحق وپټولوته ونه هڅوي .[/quote:1fff6e4179]
حذیفه صیب دا خبره چې ملاعمر آخند او ملګری یې د امریکایی بې پیلوټه الوتکې له وېرې کراچی ته انتقال شوی نوې خبره نده. که یوه ورځ امریکایان د ملاعمر په سر پاکستان ته ډېرې پیسې ورکړي پاکستانیان هغه به هم د ملابرادر او نور و پشان امریکایانو ته وسپاری، خو اوس یې وخت ندی رارسیدلی. دا دی ستاسو د معلوماتو لپاره د هغه وخت رسنیو څخه یوه بېلګه:

واشینګټن ټایمز: ملاعمر کراچۍ ته تللی

واشینګټن ټایمز ورځپاڼه دیو شمیر امریکايي مقاماتو په حواله وايي د طالبانو مشر ملاعمر په دې ورستیو کې د بي پیلوټه الوتکو له حملو څخه دځان ساتلو په هدف له کوټې څخه د پاکستان ساحلي ښار کراچۍ ته انتقال شوی دی.

ورځپاڼې ته د امریکا د استخباراتو دریو پخوانیو او اوسنیومسولانو چې د موضوع د حساسیت له امله يې نومونه نه دي ذکر شوي تایيد کړې چې د پاکستان مرکزي استخباراتو یا ای ایس ای له کوټې نه کراچۍ ته د ملاعمر په انتقالیدو کې مرسته کړې ده.
پاتې برخه یې په انګلیسی:
http://www.washingtontimes.com/news/2009/nov/20/taliban-chief-takes-cover-in-pakistan-populace/?feat=home_features

په درنښت



16.11.2010

درنو ورونو حذيفه صيب او لقمان صيب سلامونه او د لوی اختر مبارکي مې ومنئ !

څرګنده ده چې ستاسو غبرګونونه په هغو ادعاو، جذباتو او احساساتو ولاړ دي چې موخه يې د حقيقت پټول ،
منکرېدل، ignorance خپلې او د نورو سترګې ګنډل، په خپلو غوږونو سپېړې اچول او په سرابيت تکيه کول دي :
له يوې خوا نور نشئ کولای د مشر ملا صيب د غښتلي او وتلي مرستيال ملابرادر په نيولو منکر شئ، ځکه چې پخپله ISI جهان ته
دنوموړي نيول او بيا بيرته خوشې کول هم اعلام کړل ، نومجبور آً د هغه په نيولو اعتراف کوئ ، او له بلې خوا منکريږئ چې
نوموړی د مرستيال په توګه تل د خپل رئيس ملامحمد عمر تر څنګه ځاضر و
او يوه شيبه هم ترې جدا شوی نه و ، نوکله
چې ISI هغه په کراچۍ کې نيولو، طبيعي خبره ده چې رئيس يې هم په عين ښار کراچۍ کې يوځای سره اوسيدل .
په دې خو هر ماشوم هم اوس پوهيږي چې په داخل کې د اشغالګرو او په آزاد قبايلو ( شمالي وزيرستان ) کې د امريکايي بې پيلوټه ا لوتکې
ښکار ي بريدونو ملاصيب ، مرستيال او حاميان يې دېته اړايستلي وو چې له سرحدي سيمو ليرې آن په ناګمانه ښار کراچۍ کې پټ وساتي .
نه يواځې دوی ، بلکې د القاعده مشران هم په ورته ډول خوندي وساتي! ملا برادر د پيسو له پاره نه، بلکې دISI په قول
او عمل په هغه جرم ونيول شو چې د نوموړي بادار له اجازې پرته يې د کابل حکومت له استازي سره يې صرف د خبرو کولو هڅه کړې وه .
دغومره تيروتنه هم مشر ملا صيب نه وه کړې، که نه نو شک نشته چې دۀ بيا د ملا برادر په څير هم د ژوند تر پايه پورې د خوشې کيدلو
چانس نه درلود ! [color=red:f79b830897]نو دتورمخو حاميانو اعتماد او د مبايلونو پواسطه جبهوته قوماندې صارول [/color:f79b830897] هغه دوه اساسي
ټکي دي چې مشر ملا صيب يې آن له کراچۍ څخه د طالبانو د اميرالمؤمنين په څوکۍ لا ټينګ ساتلی دی .
که د حاميانوپه اعتماد کې جزېترين اخلال پيښ شي، په همغه ورځ به نوموړي تعويذ او تر ملا برادر به هم په ډير سخت
برخليک اخته کړی شي . امير مومنيين نن يو او سبا بل ، خو له هند سره د دوښمنۍ تر نقاب لاندې به د پښتونستان د تسليمولو
پنجابي غورځنګ د طالب په بڼه تر هغه روان وي تر څو چې طالبان بالاخره راويښ شي او خپلې ملي ګټې د پنجآبيانو له هغو څخه فرق او تميز کاندي !
د ملي ګټو د پيژندلو معيار دا نه دی چې خدای مکړه د اشغالګرو په وړاندې له مقاومت څخه لاس واخيستل شي، بلکې
[color=blue:f79b830897]د پنجابيانو(ISI) ترټل , يواځې په الله تعالی ، د هغه په رسول او خپل افغان ملت تکيه کول او بهرنيان له خپلې
غيرتي خاورې څخه بهر غورځول يواځينۍ سمه لار واجب الاطاعت او نافذ جهاد دی او بس ![/color:f79b830897]
ومن الله التوفيق !


pattang
16.11.2010

پتوال صيب سلامونه !
دټټو په ياري کې د سړي پت له منځه ځي خو ته له خپل ټټو څخه نه کوزېږې او نه
په خپل ريتوريک کې د ISI کلمه پرېږدې ! خو څو حقيقتونه لوستونکو ته:
- د اشغالګرو په ضد دازادي مبارزه او پاڅون په هر افغان فرض دي ٠
- له ادمه تر دې دمه هر ملي غورڅنګ اوا زادي باندېنۍ مرستې ته ضرورت لري٠
- نه يواځې طالبان بلکې نور نوي ځوانان د وطن ازادي په ځان فرض بولي اوپر
دې لاره کې رواندي٠
- دملا برادر ځانګړې سوله ، له فاسد رژيم سره خيانت وو او خيانت دی ٠
- د قهرمان ملا دادالله په وژلوکې ملا برادر لاس لاره !
نور نو هر څوک او خپل قضاوت يې ٠


حذيفه
17.11.2010

پتوال صاحب اوپتنګ وروره سلامونه مي ومنئ!
په افغانستان کي دروان جهادسره همکاري که له هره ځايه وي مجاهدين يي بايدترې ومني .
پتوال صاحب له پنجاپيانوسره دښمني دي دجنون حدته رسېدلې ده اوله همدي وجې پرحقيقت سترګې پټوې .
دځينودطالب مشرانوله خولوچي موږاورېدلي په ټول امارت کي ترملابرادرسخت دريځی سړی بل نسته اونه به پيداسي ديهوادله دښمنانوسره دښمني دهغه په خټه کي نغښتله سوې ده .
پتنګ ورورکيه!موږمنوچي ملادادالله غيرتي څېره وه اوله پاکستان سره يي پخه دښمني لرله خودهغه شهادت يومعماده اوهيڅ کوم کس يي په پوره حقيقت خبرندي له معلوماتوپرته پرمسلمان تورلګول ګناه ده اوځان ترې ساتل دهرمسلمان دنده ده .
پاتې سوې دامريکايي ورځ پاڼوخبرې هغه تسې ادعاوې اوهيڅ کوم صحيح ثبوت په لاس کي نلري اوبل دامريکايي دروغجن قوم پرخبروبه مسلمان څرنګه باوروکړي اوهغوئ خوزموږددين،ناموس،عزت،قرآن،الله،نبي،کعبې،هيواد،قوم،مال اوسردښمنان دي .
په اوس توخت کي اختلاف ته لمن وهل يولوی جرم دی،دمجاهدينوترمنځ داختلاف رادبره کولولپاره دښمن څومره هڅې وکړې کله وايي دحقاني صاحب زوی سراج الدين حقاني کابل ته تللی اوهلته له غلام کرزي سره خبرې کوي اوشايدهغه دسولي له پروسې سره يوځاي سي .کله دجزب اوطالبانوترمنځ اختلافاتوته لاره جوړه وي .
کله ديوه امارت مجاهدين په قندهاري اوغيرقندهاري باندي تقسيمه وي .کله هم په ګران هيوادکي دشيعه اوسني اختلاف ته لاره پرانيزي .کله داربګۍ په نوم ملېشې جوړه وي اوپه دي سره کوښښ کوي چي دافغاني قومونوترمنځ اختلاف پيداکړي .
وټولووروڼوته زماوروستۍ مشوره داده چي اوس دي يوځل صليبي دښمن مات کړي اوبيادي دملامت اوغيرملامت خبرې سره سپینې کړي دښمن مودخونې پربام ولاړدی اوموږخپله وروڼه په خونه کي دننه سره لاس اوګريوان يو.



17.11.2010

درنو ورونو حذيفه او پتنګ ته سلامونه او درناوی!
[quote:091a1dbab9]په افغانستان کي دروان جهادسره همکاري که له هره ځايه وي مجاهدين يي بايدترې ومني .[/quote:091a1dbab9]
که د همکارۍ سره [color=red:091a1dbab9]بې قيدو شرطه [/color:091a1dbab9]مل وای ، نو دې جملې دې اعتبار پيدا کولو، که څه هم څرګنده ده چې
له جهاد سره د پاکستان مرسته او بې قيدو شرطه (؟) يوه ناممکنه خبره ده ! حتی دا چې دا جهاد پاکستان ته خپل جهاد ښکاري او طالبان
ورته فزيکي مرستندويان ښکاري . نو دا جمله مو په څلور مذهبه باطله ده او په دې عموميت سره د منلو وړ نه ده !
[quote:091a1dbab9]پتوال صاحب له پنجاپيانوسره دښمني دي دجنون حدته رسېدلې ده اوله همدي وجې پرحقيقت سترګې پټوې . [/quote:091a1dbab9]
زما دوښمني تاريخي او روان ملي - سياسي عوامل لري ، خو داچې ستاسې دوستي له پنجابي مسلم ليګ او ISI سره د ضد ملي او ضد افغاني
جنون حد ته رسېدلې ددې لامل او عامل څشی دی ؟؟؟؟؟؟؟
سربېره په دې چې دا لاندې جمله دې هم په پام کې ونيسم چې تاسې د همدې تيرې جملې د تشرېح په انداز ليکلې نو شکمن شم چې دا خو دې ماته نه، بلکې
پتنګ خان ته ځواب ليکلی ، ځکه ما کله هم ملا برادر نه دی ګرم کړی :
[quote:091a1dbab9]له ځينودطالب مشرانوله خولوچي موږاورېدلي په ټول امارت کي ترملابرادرسخت دريځی سړی بل نسته اونه به پيداسي دهېوادله دښمنانوسره دښمني دهغه په خټه کي نغښتله سوې ده .[/quote:091a1dbab9]
آيا دا ددې جملې ځواب نهخ دی چې ما نه، پتنګ ليکلې ده (؟) :
[quote:091a1dbab9]دملا برادر ځانګړې سوله ، له فاسد رژيم سره خيانت وو او خيانت دی ٠
- د قهرمان ملا دادالله په وژلوکې ملا برادر لاس لاره ! [/quote:091a1dbab9]
برعکس زه درسره د ملا برادر متين شخصيت تائيدوم ، خو د ISI څار او ښکار ته
په سياسي توګه متوجه نه و او په لومه کې يې سخت کيوت . دده سزا
ملا محمد عمر ته هم د عبرت ګواښ او ګواښونکی عبرت دی ، نوموړی يې په دې وپوهاوۀ چې ستا په وړاندې به لا سخت غبرګون ووينې
که په ورته توګه جزيترينه تيروتنه وکړې، له شک پرته د هغه د ځاينستې او تعويذ له پاره به واخته د ځوانو باوري متعصبينو
له ډلې څخه څوک په نظر کې نيول شوی هم وي ! صرف له خولې څخه ورته يوه ښکالو قدرې سڼ ويستل کافي دي چې
تر ملابرادر يې هم ليرې تاترين ځای کړي يا ګوانتانامو ته يې کډن واستوي !
هو، د ملابرادر نيول هم د پيسو او ګوانتانامو له پاره نه ، بلکې
لکه څنګه چې پخپله پاکستاني مقاماتو اعلام کړه د دوی له اجازې پرته يې د کابل له استازي سره د خبرو او تماس نيولو هڅه کړې و ه .
اشغالګر پوځونه په افغانستان کې يو اور دی چې طالب جنګيالي ورسره په وسله [color=blue:091a1dbab9]جنګيږي [/color:091a1dbab9]او خدای دې بری ورکړي ،
خو ISI بل اور دی چې طالب مشرتابه ورسره په سياسي لوبه[color=red:091a1dbab9] لوبيږي [/color:091a1dbab9]
چې بې له  شکه به پرې  د پنجابي  پاکستان له پاره  هم ځان او هم ،خدای مکړه ، افغانستان وڅيزي (!) .


حذيفه
18.11.2010

پتوال صاحب !سلامونه اواحترامات!
بښنه غواړم په تېروتنه يوه داسي جمله راڅخه ليکل سوې چي ستاسوترځوابه پوري يي کوم تعلق نه درلود.
زه هم په دي عقيده يم چي پاکستان زموږدهيوادورانول غواړي،داچي نن پاکستان له مجاهدينوسره مرسته کوي ښه خبره خوده البته دمجاهدينومشران به ځانونه ددوئ په لومه کي نه ګيره وي خوپه افسوس سره بايدووايم چي دمجاهدينوله ځينومشران يي اوس ورخ وړی دی اودپاکستاني استخباراتي شبکې په لوموکي ونښتل .
دلوی ملاصاحب په هکله زه تراوسه نسم منلی چي له پاکستاني کړيوسره دي لاس ولري اودامريکايي ورځ پاڼوخبره کوم دليل نسي کېدای .
ماته دي ليکلي چي دپاکستان دوست يم زه ماپه فکرداخبره دي صحيح نده زه دپاکستان حکومت خپل دوست نسم بللی اوددي عوامل تاته درمعلوميږي .
يوه خبره بايدتاته درپه يادکړم هغه داچي دروس پرخلاف جهادکي چامرسته کوله اياهلته هم تاسوورته ويلي ووچی مرسته به موله قيداوشرطه خالي وي اوکه هلته دروس ماتول اړين وواوبس .
په پا کي بايديوه يادونه درته وکړم چي ليکنه دي دويم ځل ګوره زياتې تېروتنې پکښي وي .


كريم كامران
18.11.2010

تر هرڅه وړاندې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي تقدیموم.

پتوال صاحب تاسو باید د یو تحریک د تاسیس او ورسره د ښو اړیکو، ددواړو حالاتو تر مینځ په توپیر وپوهیږئ، د ټول افغان په لومړي مخ د ښاغلي عبدالودود دلیکنو اتلسمه برخه په ځیر ولولئ، ښايي ډیر تشویشونه مو رفع کړي.

فکر نه کوم چې طالبان دې د پاکستان د خیانت، مکر، او منافقت څخه دومره غافله وي څومره چې پتوال صاحب یې فکر کوي. که طالبان د پاکستان سابقه تاریخي خیانتونه، منافقونه، مکر او دښمني ټولې هم شاته وغورځوي، یوازې د ضعیف صاحب سره چې پاکستان کوم خیانت ترسره وکړ ددې لپاره کفایت کوي چې د پاکستان سره د طالبانو په راتلونکي سیاست څرګند اغیز او تاثیر ولري، او هیڅکله به د طالبانو له زړونو ورته ونه ووځي. خو هرڅه خپل وخت او مناسب شرایط غواړي.

عبدالله بن ابي بن سلول یو لوی منافق وه چې په رئیس المنافقین یې شهرت درلود، رسول الله صلی الله علیه وسلم نوموړی ښه پیژاند چې منافق دی خو علنا یې دهغه سره ددښمنۍ اعلان مناسب نه باله، حتی نوموړی منافق په ډیرو غزاګانو کې هم د صحابه وو په صف کې اشتراک کړی دی، په غزوة المریسیع کې هم دې منافق شرکت کړی وه. د سفر څخه د بیرته راګرځیدو پرمهال یو ځای د یو انصاري او مهاجر ترمنځ په څه موضوع باندې خبره سخته شوه. کله چې دا خبره عبد الله بن ابي ته چې د انصارو له ډلې څخه وه ورسیده نو ویې ویل: والله لئن رجعنا إلى المدينة ليخرجن الأعز منها الأذل. یعنې په الله جل جلاله قسم دی چې مونږ مدینې ته ورسیږو نو عزتمند خلک (انصار) به د مدینې څخه ذلیل خلک (صحابه) وباسي.

یو صحابي همدا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم راورسوله چې نوموړي داسې وویل، عمر بن الخطاب رضي الله عنه چې لږ متشدد وه، وویل: یا رسول الله! اجازه وکړه چې ددې منافق سر همدا اوس درته راوړم (لکه اوس چې پتوال صاحب د منافق پاکستان سره د همداسې چلند غوښتنه کوي)، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورنکړه ځکه چې وخت مناسب نه وه، ډیر وروسته یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر بن الخطاب رضي الله ته وايي: ای عمره! که مو عبد الله بن ابي هلته وژلی وای فایده به یې ډیره وه او که مو ژوندی پرېښود، په هغه وخت کې چې ځینې خلک یې په وژلو کې دوه زړي وو اوس یې پخپله وژل غواړي او که اوس یې ورته د وژلو امر وکړم هیڅ صرفه به پرې ونکړي. عمررضي الله عنه ورته وویل: رښتیا هم چې د الله دپیغمبر علیه الصلاة والسلام خبره ډ‌یره پربرکته وي.

دي حديث ته په پام سره ايا په دې اشغال شوي او د لسګونو ډوله پوځيانو سره په جګړه اخته هيواد كې څومره به مناسبه وي چې طالبان د پاكستان سره هغسې دشمني اعلان كړي څنګه چې دپتوال صاحب زړه يي غواړي؟

ښاغلي پتوال صاحب! که چیرته قرآن ته مراجعه وشي او هغه ایتونه چې دمنافقینو پورې اړه لري په غور ولوستل شي، داسې ایت به ونه مومې چې په مشخصه توګه یو منافق یې په ګوته کړی وي او علنا یې دهغه نوم اخیستی وي، تاسو به ووینئ چې ډير ایتونه چې کله د منافقانو ذکر کوي د (فمنهم...) په جملې سره یې یادوي. د همدې کبله رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو صحابه وو کې یوازې حذیفة بن الیمان رضي الله ته د منافقانو نومونه ورښودلي وه، او هرصحابي ته ټول منافقین معلوم نه وو.

پتوال صاحب که ستاسو په څیر شخص چې د سیاسي تحلیل ترڅنګ څه ناڅه په دیني علم، قرآن، او حدیثو (خاصتا هغو نصوصو چې دمنافقینو سره دتعامل پوري تعلق لري) هم عبور ولري، که د ملا صاحب پیغام په غور ولولي پوهیږي چې د ګاونډیو منافقو هیوادونو په رابطه همدا نبوي منهج تعقیب شوی.

نن ورځ هرمشر او کشر په دې خبره ښه پوهیږي چې ګاونډی پاکستان هغه منافق او شریر کس دی کوم چې د عائشې رضي الله عنها په لاندې مبارک حدیث کې ورته اشاره شوې او د بخاري او مسلم متفق علیه حدیث دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته یو سړی راغی او د ننوتو اجازه یې وغوښته، رسول الله صلی الله علیه وفرمايل: اجازه ورکړئ په خلکو کې دې بدترین سړی ته!

کله چې سړی دننه راغی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په خبرو کې په ډیره نرمه او خوږه لهجه ورسره خبرې کولې. ام المومنین عائشة رضي الله عنها وايي ماورته وویل چې یارسول الله! تاسو خو لږ وړاندې هاغه څه وویل او بیا مو په خبرو کې ورسره له ډیرې نرمۍ کار ځنې کار واخیست؟ (لکه اوس چې پتوال صاحب په ملاصاحب او طالبانو باندې کټ مټ همدا نیوکه کوي). نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (أي عائشة، إِنَّ شَرَّ النَّاسِ عِنْدَ اللَّهِ مَنْزِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَنْ تَرَكَهُ النَّاسُ اتِّقَاءَ شَرِّهِ)، ای عائشې! د الله په نزد دقیامت په ورځ په خلکو کې بدترین کس هغه څوک دی، چې خلکو د هغه له شر نه د بچ کیدو له ویرې ځان ترې ساتلی وي.

همدارنګه علي رضي الله فرمايي: (إنا لنبش في وجوه أقوام وقلوبنا تلعنهم). یعنې ځینې قومونه داسې دي چې مونږ ورسره مخامخ په ورین تندي چال چلند او خبرې اترې کوو په داسې حال کې چې زړونه مو ورباندې لعنت وايي.

زه د ښاغلي پتوال صاحب احساس، فکر، درد، او نظر ته په درنه سترګه ګورم او احترام ورته لرم، خو په ډیرو کارونو کې تسرع او احساساتو زمونږ څخه ډیر ښه فرصتونه او ګټورې پایلې لوټلې دي.

دا ليكنه مې يوازې دپتوال صاحب دهغې نظريې په ځواب كې ده چې نوموړی هميشه د طالبانو نه د پاكستان سره په ډاګه ددښمنۍ د اعلان غوښتنه كوي.

اما د پاكستان سره دطالبانو د هغسې ګرمو اړيکو چې پتوال صاحب يې ادعا كوي او د مشرملاصاحب په پاکستان كې دموجوديت په اړه يې نظر كاملا ناسم، او محض وهم او خيال يې بللى شم،
او د حذيفه صاحب ليكنه په دي رابطه سل په سلو كي تاييدوم.


pattang
18.11.2010

[quote:66bd58370b]دا ليكنه مې يوازې دپتوال صاحب دهغې نظريې په ځواب كې ده چې نوموړی هميشه د طالبانو نه د پاكستان سره په ډاګه ددښمنۍ د اعلان غوښتنه كوي. [/quote:66bd58370b]

هغوی چې داسې پوښتنې کوي ، يا په سياست نه پو هيږي او يا د فاسد او بيکاره
مذدور او غله رژيم لپاره پرو پاګنده کوي٠


حذيفه
19.11.2010

کريم کامران صاحب!سلامونه اوداخترمبارکي مي ومنئ!
ډېره مننه ماشاءالله ښائسته،په زړه پوري،هراړخيزه،مفصله اوپرانصاف ليکنه موکړې ده بياهم يوه نړۍ مننه .
دپتوال صاحب!نظرې ته زه هم پوره درناوی لرم امادداسي توندواحساساتووخت لاندی راغلی کله چي له پاکستان سره دحساب اوکتاب وخت راغی بيابه پتوال صاحب !موږهم ووينې چي ستاسوپه څېرنظرڅرګندولوکي به هيڅ ډېل ونکړم ان شاء الله !
کريم کامران صاحب!بښنه غواړم يوه پوښتنه درنه کوم هيله ده خپه نسې هغه داچي تاسووايست عمرفاروق رضی الله عنه متشددوونوڅه مطلب؟تشددخوپه اسلام کي نسته نوستاسودهغې جملې چي عمررضی الله عنه تشددکاوې په مطلب ونه پوهېدم لطفاًکه يي راته تشريح کړئ ډېره مهرباني به مووي .
په درنښت ستاسوورورحذيفه!.


shokoor
19.11.2010

سلام علیکم
د ښاغلي کریم کامران لیکنې د لوستلوڅخه ډېر سوالونه مطرح کېږي. کامران صیب د منافق او منافقت مثالونه راوړي او بیا لیکي:
[quote:d91c344de5]رسول الله صلی الله علیه وسلم نوموړی ښه پیژاند چې منافق دی خو علنا یې دهغه سره ددښمنۍ اعلان مناسب نه باله[/quote:d91c344de5]
یعنې هغه څه یې چې په زړه کې و په عمل کې نه و!خطرناکه جمله ده چې باید تشریح شی!!!
او بیا لیکي:
[quote:d91c344de5]فکر نه کوم چې طالبان دې د پاکستان د خیانت، مکر، او منافقت څخه دومره غافله وي څومره چې پتوال صاحب یې فکر کوي. که طالبان د پاکستان سابقه تاریخي خیانتونه، منافقونه، مکر او دښمني ټولې هم شاته وغورځوي، یوازې د ضعیف صاحب سره چې پاکستان کوم خیانت ترسره وکړ ددې لپاره کفایت کوي چې د پاکستان سره د طالبانو په راتلونکي سیاست څرګند اغیز او تاثیر ولري، او هیڅکله به د طالبانو له زړونو ورته ونه ووځي. خو هرڅه خپل وخت او مناسب شرایط غواړي. [/quote:d91c344de5]
که د طالبانو دریځ واقعاً همداسې وي نو پوښتنه دا ده چې آیا دا کړنلاره منافقت ندی؟

نه یواځې کامران صیب بلکه ځینې نور دوستان لکه حذیفه کله چې دپاکستان نه د طالبانو مرسته اخیستل مشروع کار ګڼي آیا دوی کله هم له ځانه دا پوښتنه کړې ده چې پاکستان ( چې دوی یې هم منافق ګني) ولې دا مرسته کوی؟ پاکستان له یوې خوا امریکا سره یې مرسته ورکړله چې د طالبانو امارت نسکورکړي او له بلې خوا د طالبانو رهبری یې له مزار شریف ، کندز ، هرات، کابل او کندهاره پاکستان ته انتقال او بیا یې د افغانستان د ویجاړۍ په موخه تنظیم او تجهیز کړل دا ټول په کوم قیمت او د څه لپاره؟ ملا نصرالدین خو نه به وي!!
داسې ساده به هم نه وي چې طالبان ځان د آی اس آی له منګولو څخه وژغوری!

والسلام



19.11.2010

دلومړي مخ څخه عبدالودود د ليکنې مهمه برخه داده :
[quote:9141195e83]کله هم له یو چا نه ملاتړ دهغه دجوړولو په مانا نه دی، د پاکستان حکومت دامارت ملاتړ دالله جل جلاله لپاره نه وو کړی او نه به يې وکړي دوی دخپل ځان په غم کې دي، که يې په اسلام کې ګټه وه له مسلمان سره ودرېږي او که يې په کفر کې ګټه وه بیا دکافرانو بوټونه ورته پاکوي، [/quote:9141195e83]
بالکل همدغسې وه، کله چې نصيرالله بابر دبېنظير بوتو داخله وزير د اروپايي رسنيو په خبري سرويس کې په د تلويزيونونو په پرد
له کندهار څخه راڅرګند شو چې په خپل سر هلته تللی او ګڼ شمير ځوانان يې په ځان راټ،ل کړي و، ويې ويل چې دا يوه ډله افغانان
طالبان دي چې مونږ صرف د خپل تجارتي کاروان د ساتنې او بدرګې له پاره برابره کړې ده او په راتلونکې کې به لا غښتلې او مجهزه شي ،
نو هيچا تصور نشو کولی چې دا به کومه مستقله ډله کيږي او يا به کوم سياسي هدف خپلوي . خو ژر تر ژره يې پراختيا وموندله، ځينې نور کارونه يې
هم راڅرګند شول او يو مشريې هم معلوم شواو ورورو په يو غورځنګ واوښت .
نو د پاکستان رسمي لاس په کې له آن د غورځنګ له آنالې
يعنې دپيلامې له درشل څخه لا څرګند او ښکاره معلوم و . د امريکا متحده ايالاتو هم د پاکستان په لاس له غورځنګ سره مرسته کوله . د بري او امارت له اعلام وروسته په کې د اسامه بن لادن يا القاعدې رول
ورو ورو زياتېده تر دې چې يو وخت تر پاکستان هم زيات وځلېد، خود دواړه حاميانو (القاعده او پاکستان ) لاسونه په کې په بشپړه توګه مل غږي او هماهنګ ښکاره کېد دل !
نو د القاعدې او ISI ملاتړ د سعودي عرب او عربي اماراتو له ملاتړ سره ډير فرق درلود ، حکه د هغوی ملاتړ په پيسو اورسميت پيژندنې پورې محدود و
او د القاعدې اوISI غوندې پوځي او مستقيما مداخلوي ملاتړ يې نه دی کړی .
نو دغه مقايسه هم هسې پلمه او د هيليو بچيو ته غوټې ښودل دي :
[quote:9141195e83]په هغه وخت کې داسلامي امارت ملاتړ یوازې پاکستان ونه کړ بلکې سعودي هم وکړ، اماراتو هم وکړ، او په نړۍ کې ځینو نورو هم وکړ، نو بیا خو باید دا هم وویل شي چې دا خلک سعودي او اماراتو هم جوړ کړي دي ځکه چې ملاتړ یې وکولو، [/quote:9141195e83]

[quote:9141195e83]رابه شو ودېته چې نو ځینې پاکستاني چارواکي داخبرې ولې کوي؟ دلته باید یو مهم ټکي ته پام وکړو هغه دا چې د پاکستان حکومت دافغانستان دحکومت یو تاریخي دښمن دی، له کومې ورځې چې پاکستان جوړ شوی دی له همغې ورځې څخه رانیولې بیا تر ننه پورې پاکستان تل هڅه کړېده چې افغانستان ددوی تر لاس لاندې وي،[/quote:9141195e83]
څنګه به و دېته راشو چې مخکې خبره دې پاکه نه وه او نه دې پاکه کړه او همداسې په خپل ځای مرداره پاتې ده(؟)
خو خير له هغه مرداري نه ودې بل مرداري ته راغلی يې او د پاکستان په اړه ټول هغه تاريخي حقايق بيانوې چې طالبان پرې سترګې پټوي
نو ايا دا پورتنۍ خبرې دې پر طالبانو نيوکې دي او که بيا د هيليو بچيو ته غوټې ښايې ؟؟؟؟ آيا يو طالب هم دغسې يوه خبره کله کړې ده ؟؟؟؟؟؟ نه يې ده کړې، نو ته عبدالودود خان يې د چا په استازيتوب کوې ؟؟؟؟؟
[quote:9141195e83] پاکستان چې دطالبانو ملاتړ وکړ دوی داسې انګیرله چې دا خو ساده خلک دي نو راځۍ دخپلو موخو لپاره به یې وکاروو، مګر په خپله دغه ناروا موخه کې نامراده شول، کله چې پوه شول چې طالبان زمونږ خبره نه مني او مونږ یې ملاتړ هم وکړ نويې په دغه اوتو او بوتو پیل وکړ چې دا خومونږ جوړ کړل او مونږ راوستل، پاکستان غوښتل چې طالبان دایران، روس او هند په ضد وکاروي، مګر په دې ټولو کې په یو هم ونه توانېد، پاکستان هم له ایران سره تربګني لري، هم له روس سره او هم له هند سره، او افغانان دعقېدي او هم دتاریخ له نظره له دغو درې واړو سره جوړ نه راتلل، پاکستان غوښتل له دغه جنجالونو نه دځان په ګټه کار واخلي، هغه دا چې طالبان دټولو په وړاندې استعمال کړي، کوم څه چې افغانان خپله پرې ځپل کېدل، که څه هم چې طالبانو له دغو درې واړو هېوادونو سره اختلاف درلود مګر بیا یې هم داسې څه ونه کول چې افغان ولس ته پکې تاوان وي، [color=red:9141195e83]له هند سره يې هم خپل راشه درشه وساتل، [/color:9141195e83][/quote:9141195e83]
آيا طالبان در سره دغه ادعاوې مني او که تاسو يې په زوره پرې ورتپئ (؟) او که تاسو يې چيرې پټ نماينده ټاکلي ياست چې دغسې تبليغ راته کوه نو هم به يې درسره د طالبانو د دريځ په توګه ومنم ، خو مخکې مونږ ته ځان (پئئئئئټټټټټټټ) :lol: :lol: :lol: معرفي کړه ، که نه د باور وړ ادعاګانې دې نه دي کړي !!!!!
او دا چا ويل چې [quote:9141195e83]له هند سره يې هم خپل راشه درشه وساتل (؟؟؟؟؟ )[/quote:9141195e83]
بالکل پاکستان د طالبانو په سر او موجوديت دعوی کوي، خو آيا طالب کله هم دغه ادعا لږ تر لږه تر پوښتنې لاندې هم راوستله ؟؟؟؟ دا خبره کله هم طالب د پاکستان هسې اوتې بوتې وبللې ؟؟؟؟
[quote:9141195e83]
زه خو وایم په ټولو تنظیمونو کې یوازینۍ ډله چې دپاکستان سد یې سرته ور وستلو هغه طالبان وو، او په راتلونکې کې دې هم الله جل جلاله خیر کړي.[/quote:9141195e83]
اخ رښتيا (؟؟؟) ځکه خو پاکستان د جمعيت سره ولاړ و د طالبانو پر ضد، نه برعکس له طلب سره د خواجه يين رباني پر ضد (!!!!) :lol: :lol: :lol:
ياره عبدالودوده دغسې د تش خوب ، خيال او جنون نه ډکه ادعا خو به ليوني هم ونکړي !
[quote:9141195e83]
طالبانو دیوې خپلواکې واکمنۍ په توګه پاکستان ته داسې ګوزارونه ور کړي چې څو يې ژوند وي هېر به یې نه کړي .[/quote:9141195e83]
ها ها ها :lol: :lol: :lol: :lol: کوم ګوزار ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[quote:9141195e83]لومړی څېز چې پاکستان پرې ډاډه و او غوښتل يې دطالبانو له لارې یې لاسته راوړي هغه دډیورنډ کرښه وه، دوی څو څو ځله په یو ډول او په بل ډول، له یوې لارې او له بلې لارې دا هڅې وکړې چې طالبان دا کرښه ورسره ومني مګر کله هم داسې ونه شول او دا ټولې نړۍ دسر په سترګو ولیدل [/quote:9141195e83]
لومړی : ټولۍ نړۍ څشی وليدل او څنګه يې وليدل چې خبرې مخفې وې او طالبانو هم پټې ساتلې وې ؟؟؟؟؟؟؟ په کوم خبر او کوم اخبار او کومې رسنۍ دغسې يو خبر نشر کړی ؟؟؟؟؟؟ ددې ادعا حقيقت په څشی ثابتولی شې ؟؟؟؟؟؟
داچې پاکستان به ترې غوښتې وي طبيعي بريښي، خو داچې طالبانو څه او څنګه ځواب ورکړی هېڅکله نه دی نشر شوی ، نو ادعا يې هم ناممکنه ده ، مګر داچې طالب چارواکي پخپله ترې پرده پورته کړي !
ته څوک يې اوزه او بل څوک دی چې ادعا يې په طالبانو تپو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[quote:9141195e83]که طالبان دپاکستان خلک وای او یایې دپاکستان خبره منلای نو دا خبره خو یې باید تر ټولو دمخه ورسره منلې وای،[/quote:9141195e83]
د پنجشير جنګ نه و ختم شوی، ددې خطر زيات و چې خدای مکړه که ور سره يې منلې وای پښتانه ټول راپورته شوي او مسعود يې پر طالبانو کامياب کړی وای ، په دې پاکُستان هم پوهېده ، نو دومره خوبه يې ورته کتل چې خبره يوطرفه او پښتانه له هرې خوا ټول د طالبانو پواسطه او د طالبانو په څېر په خپل دام کې ښکېل کړي نو بيا به په دواړو باندې خپلې نادودې پيلوي !
[quote:9141195e83]
آن ما خو لا داسې هم اورېدلي دي چې تر کومه پورې به سم وي، چې کله دافغانستان داخله وزیر پاکستان ته په یو سفر تللی و هلته ترېنه دا غوښتنه شوې وه، نوموړی وزیر سمدستي بېرته خپل هېواد ته راستون شوی و، او په همغه مجلس کې یې په داسې ډول ځواب ورکړی و چې هغوی يې هم په ځان پورې حیران کړي وو[/quote:9141195e83]
ودود خانه چې د تنقيدي تحليل درک او پته نه وي داسې به ډيرې خبرې واورې
او د رښتينولۍ تر درشله پورې به پرې خوشباوري او ايمان هم ولرې، هو ، د دروغجن تبليغ ګوزار د خوشباورو په سر وربرابريږي !

[quote:9141195e83]دوهم: پاکستان خورا زیاتې هڅې وکړې چې طالبان اسامه امریکا ته وسپاري، ددې کار لپاره يې دعلماوو پلاوي په یو ډول او بل ډول را ولېږل، مګر امارت کله هم په دې هکله پرته له شرعي دلیله دچا خبره ونه منله، آن تر دې چې له عربي هېوادونو څخه هم دحکومتونو له خوا دعلماوو پلاوي راغلل او دا یې ویل چې دغه ستونزه دامريکې په خوښه هواره کړۍ، له دې ټولو مشورو سره سره به چې کله له همدغو علماوو څخه پوښتنه وشوه چې په دې هکله داسلام مبارک دین څه وايي نو ټولو به ویل چې اسلام خو اجازه نه ورکوي، ښه چې اسلام اجازه نه ورکوي نو بیا څنګه وایۍ چې ویې سپارۍ؟[/quote:9141195e83]
دا خبره دې منطق لري، د درک وړ هم ده او کيدای شي چې بالکل صحيح وي :
خو ولې او په څه علت :
ما د مخه هم درته عرض وکړ چې د القاعدې تاثير په طالبانو باندې تر ISI هم زيات و او زيات دی ، دا حقيقت هرڅه يا ډير څه روښانه کوي :

١- طالبان او د طالبانو مذهبي پلويان په خپلو څرګندونو کې داسې لهجه کاروي چې ګواکې دوی صرف افغاني القاعده تشکيلوي

٢- طالبان خپل استقلاليت د پاکستان په وړاندې د القاعدې د استقلاليت په چوکاټ کې درک کړی او د افغاني استقلاليت له مسوليت څخه
اوږې خالي کوي، همدغه ډول خپله وابستګي هم د القاعدې او ISI ترمنځ متقابلو همکاريو او اړيکو په چوکاټ کې تنظيموي، چې ISI پرې
قناعت نشي کولی او په خپله ګټه ددې اړيکو پولو ته تغير ورکوي ، خو طالبان هم په چوبه خوله د خپل استقلاليت پر خپل القاعدوي بڼه او حدودو
وياړي او ځانونه ورته په دې توګه د اصحابو د لارې تعقيبونکي بريښي .
٣_ طالبان دېته نه دي متوجه چې خپلې اړيکې له ګاونډيو اونورو هيوادونو سره د القاعدې په اندتوګه برابرول هم د خپلو ملي ګټو
له لاسه ورکول او ملي خيانت دی ، دا په داسې حالت کې ده چې القاعده د فلسطين په اړه د عربي نيشنليزم ته داسلام له لارې خدمت کوي ،
هم پاکستان او هم افغانستان ته له همدغې زاويې څخه ګوري او د افغان ملي ګټې د پنجابيانو پر ضد بالکل له پامه غورځوي !

٤- دپاکستان هڅه داده چې هم القاعدع او هم طالبان په خپله ملي ګټه وڅرخوي او د اسلامي ايديالوژۍ په پلمه له دواړه خواو څخه ناوړه ګټه پورته کړي .

٥- ...... نور بيا


كريم كامران
19.11.2010

حذيفه صاحب له تاسو نه هم ډيره مننه او زما لخوا هم اختر مباركي قبوله كړئ. ډيره ښه پوښتنه مو كړې، او ډيره مهمه موضوع ده. په راتلونكې ليكنه كې به ستاسو د پوښتنې ځواب خامخا وايم. او د شكور صاحب ليكنه به هم پکې ځواب شي. ان شاء الله.
تر بيا پورې


Lotfollah
19.11.2010

[color=blue:10f87d37e2]د ای ایس ای ګواښونه د ملاعمر او ګلبدین په ژبه [/color:10f87d37e2]
سرلوڅ مرادزی

19.11.2010 21:03

د لوی اختر په تړاو له معمول سره سم څنګه چې د هېوادونو مشران خپلو ملتونو او همدارنګه یو هېواد د بل هېواد مشر ته مبارکۍ لیږي ، ملا عمر او ګل بدین هم پخپل وار سره ترڅو د نورو هېوادونو له مشرانو سره يي سیالي کړي وي او له هغو روسته نه وي پاتې شوي د خپلې خیالي پاچاهي د مشرانو پتوګه یو د اسلامي امارت د مشر او بل د سوچه ( سل په سلو کې ) اسلامي شریعت د نظام د مشر پتوګه تر ټولو ړومبی د دوی په لاس د ځپلي ، ویرژلي او کړیدلي افغان ملت په پته پيغامونه لیږي !
دا چې په کومو ټاکنو کې افغانانانو ، ملاعمر او یا ګل بدین ته رایه ورکړې او څنګه دوی ځان د ملت مشران بولي او په کوم حق د مشرتابه له دریځه د افغان ملت په استازیتوب مبارکۍ او پيغامونه استوي اصلآ دوی دواړو ته بابیزه خبره ده . افغان ملت د دوی له نظره د ساده او نالوسته وګړو ټولګه ده چې د رسول سیاف په وینا یوازې مجاهدین ددې جوګه دي چې ددې ملت په استازیتوب خبرې وکړي او واک پرې وچلوي .
که دا دواړه توره بان دیوان هم داسې فکر کوي چې افغانان دومره ساده او بې خبره دي چې اوس هم د دوی اصلي څيره او د دوی د پیغامونه سرچینه څوک نه پیژني ، نو هسې خپل ځان غولوي .
ملاعمر د اختر په تړاو خپله وینا کې سولې او پخلاینې سره کلک مخالفت څرګندوي او وايي « جګړه یا د ده په وینا جهاد ته به دوام ورکړي . د ی یو واربیا دا خبره ردوي چې ګنې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار دي.»
همدارنګه د اختر په نوم پيغام کې ملا عمر ټینګار کوي تر هغو به خبرې او روغه ونه کړي چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي .
« د ملا عمر په نوم په دې خپره شوې اعلامیې کې د پخوانیو تنظیمونومشران، چې لږترلږه شپږ کاله طالبان ورسره جنګېدلي، جهادي مشران او مخور بلل شوي خو له لوېدیځ څخه افغانستان ته راغلي تکنوکراتان غندل شوي دي. »
د ملاعمر په نوم دا خپور شوی پیغام د ای ایس ای په غلبېل کې ښه چاڼ شوی ښکاري . ددې پيغام متن د جنرال حمیدګل او پرویز مشرف څرګندونو ته ورته دی چې هر کله يي په افغانستان کې د تازه بریاوو او لاس ته راوړنو په مهال بیانوي . ملاعمر د ای ایس ای په اجازه خپله دوښمني د روڼ اندو او تیکنوکراتانو سره نه پټوي او د خپلې کرکې زهر یوازې د همدوی په لور ورپاشي . ملاعمر په افغانستان کې ډاکټران ، انجینران ، ښوونکي ، د قومونو سپينږیري او مشران ځکه تیکنو کراتان بولي چې غواړي لومړی يي د لویدیځ په اړیکو تورن کړي او بیايي د ای ایس ای په لارښوونه په نښه کړي .
اوس ټولو ته څرګنده ده چې خبرې ای ایس ای کوي او نوم پرې د ملاعمر ږدي . افغانانو سره ای ایس ای مخامخ ده خو په پټه او د پردې ترشا . په حقیقت او عمل کې ای ایس ای جنګیږي خو څوک خپله ای ایس ای نه ګوري او یوازې د دوی سیوری د ملاعمر او طالبانو په نوم لیدل کیږي .
د ملاعمر په نوم د لوی او خطرناک ببو سیوری د ای ایس ای بله خبره هم په ډاګه کوي او هغه دا چې دوی په هیڅ بیه د افغانانو په منځ کې روغه جوړه نه غواړي . که افغانان سره خپلو کې جوړ شي نو بیا د ملاعمر او طالبانو په نوم د سیوری او د ای ایس ای په نوم د اصلي دوښمن ډرامه پایته رسیږي !
خو د ملاعمر د خبرو منځړی بل څه جوړوي او هغه د خپلو ملګرو جهادي مشرانو څخه د ملاتړ خبره ده . ملاعمر یوخوا په وینا کې وايي چې د افغانستان دولت په نړۍ کې دویم لمبر فاسد دولت دی نو ځکه ورسره خبرو ته ناسته نه ده پکار ، خو بلخوا د همدغه فاسد دولت د فساد برخې یاني مجاهدینو او ډاکوانو سره ستونځه نلري ، جهادي او مخور مشران يي بولي . په دې توګه ملاعمر په پاکستان او ایران کې د پخوانيو جهادي تنظیمونو د کړۍ یوه لړۍ چې کمه ده او هغه طالبان دي ، پوره کول غواړي او له دې لارې د بزکشۍ وزګوړی د حلال دایرې ته چې هغه د افغانستان پر دولتي ګدۍ کیناستل دي ، رسول غواړي .
د لویدیځ د ځواکونو د وتون خبره هم د پنجاب لومړۍ غوښتنه ده چې د ملاعمر او ګل بدین په ژبه بیانیږي . که لویدیځ ووځي ، ملاعمر او ګل بدین به افغانستان ته عربان ، پنجابیان او القاعده د پخوا پشان راوغواړي . په دې صورت کې به د افغانستان ګاونډیان بیا هم ، ملاعمر او د هغه طالبان پرینږدي چې افغانستان کې د منځنيو پيړیو د پيریانو او دیوانو حکومت جوړکړي چې د سیمې د ملتونو لپاره دایمي سردرد وي . افغانستان به د نویو بدماشانو سره په نوي شرغوبل ورګډ شي . بلخوا دا بدماشان چې دوی پرې ګورګرې څنډي هم بهرنیان دي ، بیا به هم ملاعمر تش پنوم امیرالمومنین وي خو واک به د پنجاب سره وي . خلافت به د عربانو او پنجابیانو وي خو سرتیري او پهره داران به يي پښتانه وي .
پنجاب ، د ګل بدین په خوله هم د لوی اختر په مناسبت وینا کې ورته بیان جاري کوي . ای ایس ای تقریبآ دواړه سړیخورو ملاعمر او ګل بدین ته یو شان دندې سپاري خو یوازې د خبرو د متن په توپير!
ګل بدین هم پخپل پيغام کې وايي چې د ناټو ځواکونه باید له افغانستانه ووځي . دده په ګومان به رامنځته شوې تشه د ګل بدین مجاهدین ډکه کړي او افغانستان به د سولې مخ وویني . خو دې سره جوخت بله اندیښنه خپروي او وايي چې کیدی شي امریکا د خپل وتون په صورت کې د افغانستان ډګر روسیي ، هند او ایران ته پریږدي . پرون يي دا خبره هم کړې چې امریکایان کولای شي یوازې پخپلو پوځي اډو کې محدود پاتې شي او د هېواد کلي او بانډې د ګل بدین او ملاعمر سړیخورو او ډاکوانو ته وسپاري .
د پيښو بهیر داسې ښۍ ، مذهبي سخت دریځه او توندلاري لکه رباني ، سیاف او نور چې د دولت په دننه کې دېره دي او ملاعمر او ګل بدین چې یو څه د دولت په دننه او نورېې له دولته بهر دي ، د ای ایس ای په لارښوونه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د سیکولر رژیم د ټينګېډو له ډاره د راټولېدو او نورهم د یوموټي کېدو په حال کې دي .
د ولسې جرګې ټاکنې هم په ډاګه کوي چې دې جرګې ته پخوانيو بدماشانو ، ډاکوانو ، جګړه مارو او مجاهدینو د پيسو ، کوتکو او ټوپکو په زور او مټ لاره کړې او راتلونکې ولسې جرګه به د همدوی د انډوخر ځای وي .
په لنډه توګه سیمه کې اوس هم ای ایس ای او د هغې پلاس جوړ شویو ترهګرو ، مذهبي سخت دریځو او توندلارو د جګړې سنګر تود ساتلی . دوی ترخپل منځ ټينګي اړیکې ساتي او یوله بله ملاتړ کوي. سوله پال او د مختګ ځواکونه پاشلې او په څو لارو روان دي .
تر هغو چې دا ځواکونه بې اتفاقه وي د ترهګرو او توندلارو بازار به تود وي او جګړه به بیا هم پر ولسونو هدیرې ډکوي !


pattang
19.11.2010

[quote:94214721bc]د ای ایس ای ګواښونه د ملاعمر او ګلبدین په ژبه[/quote:94214721bc]
د کونلوڅ زاړه خلقي مراد زي ژبه ، پوهه او قلم خدای پاک تر ابده پورې کلک تاريخي شر مولي دي ، خو ددې نړۍ و ال ليليني کارغل ليکنې څکه نشريږي چې د فاسد ، مذدور ، اجنټ دولت ا و اشغالګرو په ګټه دي. پخواني خلقيان اوس دروبلو په ځای لس ځله ډېر دالر له cia څخه اخلي٠
دکونلوڅ مراد زي ليکنه داسې بوی ناکه ، ناولې او بې منطقه ده لکه د خلقيانو دوخت د کارګرو ديکتاتوري٠
نالت په شر ميدليو!


حذيفه
20.11.2010

مرادزی هم ځان يوپوه شخصيت ګڼي ځکه نودی هم په سياست کي ليکنې کوي خوبل خواهيڅ معلومات هم نلري هسي دنوروپه اشاروخلک بدنامه وي .داستاسوپه څېرغربي فکره خلک هم نورڅوک نسي تېرايستای،تاسوهم بېغمه اوسئ ملت تاسوته هم واک نه درکوي،تاسوليکلي چي ملاعمرته چاووټ ورکړي نوته لکه چي په دي نه يي خبرچي په اسلام کي انتخابات حرام دي .دنورڅه ليکلواړتيانوينم.


عادل عادل
20.11.2010

سلامونه

له پِستو او پَستو غوښو به ګیله کا
چې اختر کې خیټې ډکې زړه پیکه کا

په شین چای به یې د زړه بار هله سپک شي
چې ړانده غونډاري وار هم ورسره کا

د ټولو دې لوی اختر مبارک شي، الله پاک دې د مظلوم افغان ولس او یو نیم حاجي د دعاوو په برکت سره زمونږ د وطن ناروا اشغال او کورنیو ناخوالو ته د پای ټکئ کښیږدي او افغانان دې د تلپاتې خپلواکئ او د اسلامي نظام په رڼا کې د سوکاله ژوند څښتنان وګرځوي. آمین آمین ثم آمین

له دې وریځو اسماني داسې اوري نم نمي
دا څو ورځې اختري له یوې پیښې تاریخي

ترې مو زده کړه قرباني سخت پړاو کې برلاسي
لا به نور هم وړاندې ځي د رجالو شاهکاري

مبارکه خوشالي تر هغه چې بیا راځي
خدای ته څه دي چې را کړي خپل دربار کې نیکمرغي


Lotfollah
20.11.2010

سلامونه
[quote:9a8f767487="حذيفه"]مرادزی هم ځان يوپوه شخصيت ګڼي ځکه نودی هم په سياست کي ليکنې کوي خوبل خواهيڅ معلومات هم نلري هسي دنوروپه اشاروخلک بدنامه وي .داستاسوپه څېرغربي فکره خلک هم نورڅوک نسي تېرايستای،تاسوهم بېغمه اوسئ ملت تاسوته هم واک نه درکوي،تاسوليکلي چي ملاعمرته چاووټ ورکړي [color=green:9a8f767487]نوته لکه چي په دي نه يي خبرچي په اسلام کي انتخابات حرام دي .[/color:9a8f767487]دنورڅه ليکلواړتيانوينم.[/quote:9a8f767487]
دا څه وایی؟ چې خلک د خپلې خوښې نظام په ټاکلو کې صلاحیت ونلری هر نوم چې ورته ورکوی هغه د وهلو ټکولو نظام یعنې دکتاتوری ده!!!

په درناوی


حذيفه
20.11.2010

سلامونه
لطف الله خانه!په مطلب موونه پوهېدم،يعني تاسوانتخاباتوته اشاره کوئ اوکه کوم بل څه موهدف دي ؟لطفاً وضاحت وکړئ!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more