د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

عنوان

tandar
10.11.2010

عبدالسلام وروره سلامونه٠
ماهغه ودیو دیوی ثانې لپاره ولیده نور می مخ تری واړاوه او لری می کړه٠
نوره می ونه لیده ځکه چه توان دلیدو می ې نه لرلو٠
او بل له یاده ې مه باسی چه په ١٩،١١،٢٠١٠ د کلن په ایونټ فلست کی ښه غونډه ده ډیر افغانان راځی نو که تاسی او پوښتون او شیرباز خان هم راشی چه دنژدی نه سره ووینو ډیر خوند به وکړی٠
زما بنګړی به دی کار شی
......................چه کټ غلط کړی زه به ې ورو ورو شرنګومه
ددی لپاره چه سره وپیژنو نو تاسو به څه شی شرنګوی؟
او یاخو په ټیمی قوطیو کی دسکروټو په سر ماڼوګان واچوی او لوګی ې په خلکو ګرځوی ،بیا مو حتمی پیژنم اد داکار هم ثواب دی او هم خرما ده هاهاهاها
اوکه په پورتنی کار شرمیږی نو دکورتی په پاس جب کی یو عاشقانه سور ګل وټومبی هاهاها

په لیدو مو دخوښی نه من من غوښی اخلم٠
تربیا٠


Shir Baz
10.11.2010

تندر, پښتون, او عبدالسلام صاحبانو ته سلامونه
خفه نه يم او دادى له تاسې سره يم, با اطمنان باشيد :)
ځه ښه ده چې زما په ټوكه مي سر نه دى خلاص شوى, زه خپله دليكلو نه وروسته پښيمانه وم. همداسي مبهمه ښه ده :wink:


tandar
10.11.2010

شیربازخانه په خیر راغلی او داکومه ټوکه ده زه ورته متوجه شوی نه یمه؟
چه تاسو دومره غټه قیصه تری جوړه کړیده٠
اوبل داغونډه له یاده ونه باسی او نور کارونه به خدای کوی٠
تربیا٠


Shir Baz
10.11.2010

تندر صيب كه رښتيا ووايم دا دځاى نوم خو مې په اول وار واوريد,
كه دلته په افغانستان كي وي نو خامخا به شركت كوم, او كه پاكستان كي هم وي ورتلى شم. خو كه په بل ځاى كي وي يا هلته په المان كي وي بيا نو مستحيله بريښي.
او كه تاسو ما او د پښتون صيب دتلو امكان وينئ نو زما درسره د پښتون صيب په استازيتوب :wink: امنا ده. :)


tandar
10.11.2010

شیربازخانه سلامونه.
مقصد زمایوپیغام وانشاالله چه که ژوند ووطن کی به سره ووینو اوبل هغه دطب مخ ته لاړشه دیوه نفر پونډی خوګیږی که کومه نسخه درسره وی ،خدای ې دارو کړی داولنې معاینی تپوسونه ماورڅخه کړیدی٠
له تجروبو ثابته شوی چه دمږې پوستکی ورواغوندی چه پونډی ې په کی ښی خولی شی ،شاید ددی درده خلاص شی٠
زمانظر اوتربیا
اوته چه دومره لری ې ډیر خواشینی شوم چه لیکنه نور خوند نه راکوی٠
زما١٠٠ کلن پلار ته ٣ ځلی ویزه رد کړه درحالیکه چه زه دلته مالیه ورکوم او هیڅ مشکل نه لرم او اوریدلی می دی چه پوښتنو ته ویزه نه ورکوی٠
خو خیر دازمان هم تیریږی ٠ نن دپوښتنو سره په هر ځای کی بد سلوک کیږی ٠
تربیا


tandar
10.11.2010

عبدالسلامه وروره دتاخو ترپرونه پوری ٢ ستوری وه نن٣ دی اول دی دادریم ستوری مبارک شه لکه چه دلته دی هم خلک په پساد اموښته کړه ځکه داټوله میاشت مونږ تاپسی ګرځیدلو ،نن چه راښکاره شوی یو ستوری دی زیات شو٠هاها
خفه نه یو زمونږ په دوعاو چه کیږی خدای دی پاچا کړه چه سلام ته دی درځونه٠
تربیا٠


یوه روپي د خدای په نامه ورکوم.

پښتون.
11.11.2010

سلامونه د هجرهِ یارانو !ډیر عالی ،ډیر عالی پخیر راغلی .خوشحاله شوم چی تاسی ټول دلته یاست اوځانونه مو په یو بل خوشحاله کړی دی .:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
شیرباز خانه په راتلو دی ډیر خوشحاله شوم،خو د تندر صیب غوندی د من من غوښی هیله نکوم چی بیا هغه د سنډا چل راباندی ونشی.د تندر صیب د نسخی له مخی.او ټوکه به دی هم کوی او مونږه به په ځواب هم پوهه وی.
تندر صیب ستا ګټور معلومات د پونډویو د درد په هکله می ولوست یو شیبه می ښه سم په تشو درد شو او سترګی می ورته ډکی ډکی شوی.او دا چی تاسی اوس شیربازخان او سلام خان ته مشوره ورکړی چی د مږی څرمنه د پنډیو د درد لپاره ګټوره ده،هغوی به هم ستاسی مشوری ته د قدر په سترګه کتلی وی .او حتما به د مږو ښکار پسی د کابل سیند غاړو ماوړ ته یی کمین نیولی وی.
نو تندر صیب که د هغه غونډی پخاطر چی تاسی شیربازخان ته بلنه ورکړی او د هغوی د پیژندلو لپاره که هغه یوه دانه مږه په لاس کی ونیسی ښه به نوی.اوس به هلته په المان که سپیلنی د کومه کړی .سلام خان هم کولای شی د ورته مشوری څخه ګټه واخلی.او رښتیا یاده می ونوځی چی دری ستوری دی مبارک،تری تښتیدای نشی چی قبول دی وی او کنه درله په اوږه یی کیښودل.:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
او دا هم ستاسو لپاره یوه ټوکه!
یوزلمی پربایسکل سوراوډیرتیزروان و ناڅاپه یوسپین ږیری مخي ته ورغلی،هغه یې په بایسکل وواهه او پر مځکه پریوت،زلمی ورغی او سپین ږیری یې د لاس نه ونیواوراپورته یې کړ سپین ږیري زلمي ته وکتل او بیا یې ورته یوه روپي ورکړله زلمي حیران شو او سپین ږیري ته یې وویل: باباجانه څه عجیبه غوندي خبره ده چي خوږته شوې اوروپي ماته راکوې؟ سپین ږیري ورته وویل: زویه! زه ستا په شان هرړانده ته یوه،یوه روپي د خدای په نامه ورکوم.
تر بیا ،خوشحاله او خندانه اوسی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
12.11.2010

پوښتونه واوره یاره٠
اوړی دی او ښه ګرمی وه٠
یو سړی په خپل کور کی دماسختن په تیاره کی لړم دپښو دګوتو په مینځ کی وچیچلو،او چیغه ې کړه چه مړ ې کړم٠
دکور غړو ورمنډه کړه چه ورسره مرسته وکړی په دی ډله کی ې ښځه هم وه٠
ښځه چه میړه ته ورنژدی شوه هغه ې هم دپښودګوتو مینځ کی وچیچله ٠
ځوی ې عاجل ملا صاحب راوستو چه دواړه دم کړی٠
اول دسړی پښه ې دم کړه،نو ښځه په دی وخت کی له ډیره درده اوسوخته ویش او وی کوی٠
دښځی ددمولو نوبت چه راغی ،ملا صاحب تری پوښتنه کوی ،چه خوری ته ې په کوم ځای چیچلی ې، ښځی له ډیری وارخطاې څخه ورته وویل چه ملا صاحب مړه ې کړم زه ې دپښو په مینځ کی چیچلی یم٠ هاهاها


عبد السلام
12.11.2010

ورنو سلامونه او نیکې هیلې ټولو ته وړاندې کوم
دا د تندر او ډاکتر احمدزي تر منځه خبرو دا ویره راواچوله چې پس له دې دې ددرانه ورور ښاغلی تندر سره ا حتیاط وشي ،هسي نه چې خدای مکړه زمونږ ټوکي پرې ډیرې بدې ولګیږي ... ګران تندره ! زما یادونه درته داده چې دا دترافیکو دکنترول شپیلک دې هم کم کړه، او یوبل څوک ورته پیدا کړه چې ښه په اخلاص یې وهي !!! هرکله دې چې بې ځایه بوج د اوږو کم کړ دا میراثمړي سیګرټ هم کمیږي . نور ، نو لکه هغه دکابل په ښاری بسونو کې به یې چې لیکلي وه (درحقیقت مالک هر شی خداست )، اجل هم همداسې درواخله ، ته په سمه لار حرکت کوه لوی څیښتن به برکت .
اوس اصلی بحث ته:
پوښتونه وروره ، خندا دې راوسته ! دلته نه ، په هغه بله خونه کې ! عجیبه ویدیو دې راګاپی کړې ،دتندر به ډیره خوښه شوي وي ! :D
ته يې دې ملک اقبال ته لا ګوره ! په دومره غټه تنه او غټ نوم سره دوس ایجړا وخوت ، هغه بل یې که خوله نه وی وازه کړي تر ښځې کم نه ښکارید ، اوبیا تر ټولو خنداوره خو لاداچې ټول پرې پوه دي چې دې داوړو ایجړاګانو خپلو کې واده کړی اوبیایې هم په یو کوټه کې بندیان کړي ! :lol:
اول خو دا موضوع دملي مترقي بحثونو په خونه کې بحث ته ایښودل شوې وه ،اوس چې ګورم چا په لغته وهلې او دښځو بیچارګانو خونې ته یې ارتولي ده . چې په څه حکمت او ارتباط ، پوه نشوم .

مننه
او هو، تندره ! بیځایه طبی مشورې خلکو ته مه ورکوه ، ستا او د "کابله" د( [color=brown:3ea59d007c]ال[/color:3ea59d007c] وزیري ) درد یوشان ندی . :lol:

http://pashtotube.com/video/OK92U543UHNO/HIjrra-Wedding-in-peshawar-2010-Must-Watch


قريش
12.11.2010

پښتون صیب که خبره بیرته ستاسو اولنۍ لیکنې ته ورتاو کړو دکومې نه چې د لیکوالو پرلپسې لیکنې شروع شوي او دا د ځوابي لیکنو دریمه صفحه ده چې روانه ده چې داسې ډیر کم پیښیږي، نو دا ترینه ثابتولی شو چې:
رښتیا هم چې خر ډیر زیات خپلوان لري... :lol:


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
12.11.2010

قریش وروره پخیر راغلی.یره ته چیرته وی .دی مرحومی خو ته ډیر یادولی اود مرګ په وخت کی یی تاته د وصعیت په مطابق یو واسکټ پریښودی دی ښه وریښمین او ډیر تود او ټینګ اوبدل شوی.هسی هم ژمی دی پکار دی راځی.خو لکه چی ډیر پری ګران وی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
د لمړی صفحی نه رانیولی تردغه ځای پوری دی ښه وکتل چی کوم یو درنه نوی پاتی شوی.


دریم مخلوق دی

پښتون.
12.11.2010

بیا هم تاسی ټولو ورونو ته سلامونه ،او د خوشحالی شیبی درله هیله لرم.او ټولو ته د ښه صحت غوښتنه د الله پاک له درباره کوم.
تندر صیب ته دی خدای پاک ښه صحت ورکړی .خدای پاک دی وکړی چی هغه څه چی مو د طب په برخه کی لیکلی دی .ټوکی اوسی او د ریښتیا داسی څه نه اوسی.
عبدالسلام خان وروره ښه مشوره دی تندرصیب ته ورکړی ده که هغه یی ومنی نو ډیر به ښه شی.خو هلته ورته ډاکټر صیب احمدزی د چونډی نصوارو توصیعه کړی.
:wink: :wink: چی طریقه یی هم ورښودلی ده.
که سخته وي، نسوار شروع کړه، هغه هم غټې چونډۍ د لږ وخت نیولو لپاره، پاسنۍ شونډې لاندې.
یعنې چونډۍ درې یا څلورو دقیقو لپاره نیسه، او ژاولې ډیر استعمالوه ترڅو د چونډیو د آچولو شمار کم سي. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
خو هلته قریش ورور چی د نصوارو په خوند ښه خبر دی او هره کوالټی نصوار هم پیژنی .یو څو پوښتنی کړی دی او ځان یی نانګاره اچولی.هیله ده چی بل واری خپله د نصوارو ګوتیی درسره رواخلی.
ستاسی پوښتنی می خوښی شوی دلته می راوخیستی هسی ما ویل چی نور نصواریان به هم تری ګټه واخلی.
احمدزی صیب د پاسنۍ او لاندې شونډې ترمینځ په چونډۍ ایښودو کې څه فرق شته؟
او بله دا چې درمیانه چونډۍ باید څومره وي؟ داسې اندازه یې راته ووایه.
دریمه پوښتنه احمدزی صیب دا ده چې په شنو او تورو نسوارو کې د کوالټۍ له لحاظه کوم یو ښه دي؟
ددی پوښتنه به دی هم کړی وی چی د کوم ښار نصوار بیا ډیر ښه دی مثلا د کوهاټ ،نوښار،صوابۍ،او که د پيښور اوس خو د ایجړاګانو ودونو هم هلته کیږی نو د نصوارو بازار به هم هلته ډیر تود وی.
یارانو زه هم پوه نشوم چی دا ویډیو خو ما په بل ځای کی کیښودی وه خو دا کوم ورور هلته د ښځو خونی ته ورلیږلی ده.نو هغوی خو په ښځو کی هم نه حسابیږی .دا خو دریم مخلوق دی .دریم مخلوق


tandar
12.11.2010

پوښتنه وروره سلامونه مننه٠
زه ټوکی نه کومه مګر زما سر اوکار دهغو خلکو سره دی چه له ګیلنی ې اوبه څښکلی دی ،هره ورځ یو نوی شی پیدا کیږی ،په پردی وطن کی یو جنجالی ژوند دی٠
٢٠٠٧ کال کی می یوه موټروان حتی یونفر ووژلو تاوان خو څه کوی اوملامت هم و٠ دایومثال و٠
اوددولت پیسو ته لکه ملنګ ناستی هغه می هم وجدان نه منی ،زماسره چه خپل تکړه تکړه میړونه راسره وی بیامی کابل بانک هم ځواب نه شوویلی ،مګر اوس دنورو دپاره کار کوو،راځی او تحویلیږی ،هغه هم په دی مملکت کی چه ١٠٠ قانونی سوری ورته پیدا کړیدی٠
اوس لږ بلا پسی خوندی شوی یمه،بس دعبدالسلام ورور خبره جنجال کم کړه٠
په دفتر کی می په غیر له چلمه او یوه ارمونیه هم ورته ایښی ده یو تخاری هلک دی دورځی راسره کار کوی ،چه مازدیګر راشی ،بس ارمونیه راوخلی اوبس وطنی بدلی ورسره واې تر هغی چه ټول کورو ته ځو٠
مګرزما خپله ګناه ده چه ډیر سګرټ می څکولی، له چوکاټه وتلی او ټول د روحی فشار تاثیر دی٠ اول غواړم کلی ته لاړ شم مګر امنیت نشته،ته باور وکړه دخپل کلی پادوان می یادیږی اوس ضعیفه شوی دی له ډیر فشاره می پلار ته یو څه وړی پیسی نه دی لیږلی مګردکلی نداپ ،پاده وان او نورو ته می لیږلی دی،اوپلار مو دومره ضرورت هم ورته نه لری دخپل کلی دجومات فرش او داسی نور شیان می هم کړی دی،دلته ارام په خیټه موړ امنیت شته ،مګر دسپی ژوند دی او په کی ناارامه یمه ځکه نه می کلی شته ،نه می قوم شته ،اونه وطن،وبښه چه دټوکو په ځای کی می درسره زړه خواله وکړه، یعنی له خفګانه می زړه چاودیږی٠
خدایه نور ورحمیږه که جزا وی هم بس به وی هر انسان په خپل وطن او قوم سره یو ځای کړه، دادبنده زاری دی اوبس٠
تربیا٠


سړی او مېرمن خپل منځ کي مینه کوئ

پښتون.
12.11.2010

تندر صیب تاسی دی راته جوړ اوسی او نورهر څه به څښتن تعالی ښه کړی . د ارمونیه اواز دی خوږ ولږید نو اوس می ورته زړه داسی میږی میږی کیږی چی کله به یی اورم.
اوس نو دا ټوکه ولوله.
:) :) :) :)
يو سړي اومېرمن ئې غوښتل چي يو دبل سره پيار (مينه ) وکړي ، خو کوچنی زوی ئې ورته خنډ و.
مېرمن وخپل خاوند ته وايي، ته صبر وکړه ، چي لومړی زوی په يو کار مصروف کړو، بيا به ما او ته پيار وکړو، نو خپل زوی ئې د اتاق مخي ته ودرواه ، او ورته ئې ويل هرڅوک چي له دې ځای تيريږي ، موږ په اتاق کي يو، نو راته وايه ، چي څه کوي او کوم ځای ته ځي .
کله چي سړی او مېرمن ئې اتاق ته ولاړل ، زوی چي به ئې هرڅه ليدل ورته ويل به ئې ...
چي هغه دئ بابا جومات ته ولاړئ، کاکا دکان وتړئ ، هلکان له مکتبه راغلل او.... او هغه دئ زموږ دکور په مخامخ کور کي هم ښځه او سړی خپل په منځ کي پيار کوي .
کله چي دغه خبره ئې وکړه، د هلک مور او پلا ر داتاق څخه راوتلل او ده ئې ويل، چي ته څه پوه سوې ، چي هلته سړی او ښځه پيار کوي .
هلک ورته ويل، هغه په دې چي هغوی هم خپل زوی دباندي درولی دئ . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
12.11.2010

پوښتونه ارمونیه اوریدل خو مشکل کار نه دی خو چه دتګ او راتګ امکانات سړی ولری ،په اروپا کی ې تګ او راتګ زما په غاړه اما په اسیا کی راته سخته ښکاری
زه چه دلته ټوکی کوم فکر کوم چه خپله حجره کی دکلی دځوانانو سره ناست یم او خپل مجلس کوو، هلته به هم چه مشران به کورو ته شول ،بس ستار او منګی به چالان شول بعضو شوقیانو به ښه اوازونه لرل ،ترنیمو شپو پوری به میله روانه ماته دا خپل ژوند عفوه غواړمه دلته هسی دسپی ژوند ښکاره کیږی،هره ورځ شنی سترګی سره ویښتان بی نمکه قواری وینو،دی ته خو زه ژوند نه وایمه،داچه سړی په خره غنم بار کړی وی او ژرندی ته روان وی،نه چه په تیاره دلته خیټه مړه کړی٠
دخپلو خلکو په مینځ کی وی
تربیا


قريش
13.11.2010

پښتون صيب دا چې دې مرحوم د خپل ميراث په یوه برخه كې وصيت كړی او تاسو ته يې زما لپاره واسكټ پريښی پخپله يوه مهمه پوښتنه ده :) دا به منې چې مرحومين اكثر خپل وصيتونه هغه چاته پريږدي چې د ځنكدن پروخت يې تربل هرچا نږدې سرته ناست وي او د ساه ختلو نه پس يې د اوښکو په بدرګه زنه په ململ وروتړي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
خو دا ووایه چې دې مرحوم نور څه وصیت کړی وه؟
د ځنکدن پروخت :oops: چې وړې وړې سلګۍ یې وهلې :oops: که هغه صحنه راته تمثیل کړئ :oops: :oops: لږ مو دا ټوک ټوک زړه پرې ټکور شي :cry: :cry: :cry: :cry: :cry:
بختور خو تاسو یاست چې د ژوند تر وروستۍ شېبې د مرحوم له فیضه برخمن واست :


عنوان

tandar
13.11.2010

پوښتونه خبر ې چه د کابل داودخیلو خلک ډیر هوښیار دی٠
دوی اکثره دښختو کار کوی او ښختی له یوه ځایه بل ځای ته په خرو وړی٠
نو دوی له خرو څخه تر هغه وخته استفاده کوی ،تر هغی چه خر ې مرګ ته نژدی شی٠
په دا اوړی کی دانګورو څخه ډکی لاری له کابله پیښور ته په ډیر سرعت ځی،ځکه چه انګور زر خرابیږی٠
نو داودخیلو خلک هغه خره چه نور دکار نه دی سرک غاړی ته باسی او دلاریو انتظار باسی٠
هر کله چه لاری ولیدله نو ځان ورته اماده کړی٠
مخکی له دی چه لاری ورڅخه تیره شی بس خر مخی ته ور ټیله کړی٠
بس اودخیل ماما له ډریوره دخره تاوان غواړی او اخلی ې٠
اوپه دی پیسو ځانته بل ځوان خر اخلی٠
هم ې په ځوانی کی ورنه ګټه واخیسته او هم په زړښت کی ٠
نه پوهیږم چه دخندا وړ ده او که نه،خو زه ورته هاهاهاهاها کومه
تربیا٠


د خلکو خولې نه تړلي کيږي

پښتون.
13.11.2010

تندرصیب زما دی هم ورته هاهاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
تاسی دلته دا اودخیل زر وپیژنده. :wink:
قریش وروره هاهاهاهاهاها زه خو هیڅ پدومره مراسمو یی خبر نه وم چی تا ورته نیولی دی. زما په خیال چی ستاسی تجربه ډیره ده . :lol: :o :o :lol: :o :lol: :o
په ټوکو کی ماهر یی.
د ټوکی په بڼه یو شعر: د خلکو خولې نه تړلي کيږي
يــــو ســــړی وو خــــــپله ښځه ورسره وه ---- دی پــــياده ښځه پر خره باندې سپره وه
د مــــېړه او دمـــــېرمـــــني مــــرکــــــه وه ---- څـــــه غيبت وو څه صفت کيسه توده وه
څـــــــه له يوڼو څه له خواښې په ګيله وه ---- څه يې نورې کيسې کړې لاره اوږده وه
پــــر سړي بـــاندې مېرمن وه ډېره ګرانه ----يـــــوه ورځ يــــــې ستړی نه سو له بيانه
چېرتــــــه نــــاسته وه ټولۍ د بېکارانو ----مسافر تـــــــه يــــې سو پــــام د ظالمانو
ويـــــل ګــــــورئ دا بې شرمه بې غيرته ----دی پيـــاده ځي پر خره ناسته ده عورته
دا وطــن بـــــه لــــــــه بې ننګو خرابيږي ---- نــــه لــــه خلکو نه له قوم څخه شرميږي
نـــــــه معلوم دئ ورتــــــه قدر د مېړونو ----نــــــه بــــــېريـــــــږي د عالم د پېغورونو
د مېـــــړه مقام کتــــــاب دی ذکــــر کړئ ---- خدای پـــــخپله پــــــه قران کي پېژندلئ
کــموي دمـــــــړو قـــــدر بـــې ننګان دي ----دا بې قومـــــــه دا بې پلاره ناکسان دي
سړي واورېـــدې د ډلي سپکي سپوري ---- لا تـــر غوږ يې سوې يو څو خبري نوري
ويــــل ښځي تــــه پــــياده سه زه سپرېږم ----ددې خلــــکو لـــــه پــــېغور څخه بېرېږم
چي لــــه کلي څخه ووتـــو دبـــــانـــــدي ----زه پيـــــــاده ځم ته سپره له ما دوړانـدي
چي پــــياده ښځه روانه سړی سپور سو ----پــــــه يوه ګړي کي جوړ ورته پېغور سو
ويل وګورئ ظالم چي پر خره سپور دئ ----په مزلو يې ښځه مړه کړه مخ يې تور دئ
جګه ونـــــــه سور يې مخ دئ اوږې پلني ----پـــــه مړانـــــه کـي کمزورئ تــــر مېرمني
مور او پـــلار دا خـــېټور دئ نـــــازولـئ ----پـــه خواري يـــې د لمر مخ نه دئ ليدلـئ
دا لـــه خدايــــــه نه شرميږي ظـالمان دي ---- په بيابان کي ګيدړان د کور زمريان دي
چي پـــه کور کي وي لوی سـوي نازولي ----دوی سپـــاره ښځي پياده ور سـره ځغلي
هـــمېشه د بل پــــه لاس پـه نس ماړه دي ----نــه دجنګ دي نه د ننګ تـيار خواره دي
چـــي ســـــړي خبري واورېدې حيران سو ----سمــدستي له خره را کښته سو روان سو
خـــــر د مــــــــخه دوی تر شا وهل مزلونه ----ويــــل ګوندي اوس به کم سي پېغورونه
لا يــــــې شـــــــل قدمــــــه نه وه اخيستلي ----لا دکــــــلي مــنځ تــــه نـــه وه رسېــــــدلي
چــــي تـــر غوږ يې سول د خلکو اوازونه ---- د هلــــکانـــــو د لـــــويـــــانو ريشخندونه
دا ســــړی او ښــــځه دواړه لېــــونيان دی---- خــــر دمــــــخه دوی پياده پسې روان دي
کـــــه پـــه پښو يې دئ دا اوږد مزل وهلئ ----نــــــو يـــــــې خـــــر د څــــه دپاره رانيولئ
پــــه خنـــــــدا يــــــــوه را ږغ کړله ځوانانو ----لــــــــــــه عـــــــالمـــــــه بـــــــې خبره هلکانو
دغـــــه خر يــــې هم ملـــــګرئ هم رهبر دئ ----پــــه دښتــو کي لار ښودونکئ د سفر دئ
دوی لـــه خـــره ســــره روان ورسره مله دي ----کـــه دا خــــر ور سره نه وي دوی ړانده دي
هم مـــــېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول ----لــــــــه ناکام څخه سپاره د خره پر شا سول
بـيا لــه سره يې شروع خپلي کيسې کړې ----ور پــــه زړه يــې تـيري تيري خاطرې کړې

ورپـياد يـې کـــړل د خلکو ريشخندونه ----پــــــــر هر موړ باندي ښکنځل او پېغورونه
چي نــــــاڅاپــــه يــــوې ډلــي د ځـوانانو ---- لـــــــه عــــــــالمــــــــه بـــــــېخبره بـــــېکارانو
ويــل وګــــورئ دا څــــونــه ظـالمان دي ---- پـــر يــــوه خــــره سـپاره دوه تــــنه لويان دي
نـــه زړه ســـوی لـري دا خلـک نه زوريږي ----نــــه لــــه خدای نـه له عـذاب څخه بېريږي
نــه يې شـــــرم لـــه مخلوقــــه د دنيا سته ----نـــــه پـــــه زړه کي يـــــې څه وېره د عقبا سته
کــــه هر څو يې ځان لـــه موږ څخه پردی دئ ----کــه حيوان دئ ژبـــه نـــه لري ګنګی دئ
خــو د خــدای لـــه قهره هم بېره په کار ده ---- يــــــوه ورځ د ټــولــو خلکو ګـــور ته لار ده
پرحيوان باندي چا ايښئ دومره بار دئ --- خدای تـه وګورئ يوڅه انصاف په کار دئ
په قيامت بـه راژوندی دغه حيوان سي ----سمدستي بــــه د خاونــــد پر لور روان سي
دی به ځغلي خر به جګ ور باندي سپوروي---- په اوږو به سـا شړي مخ به يې توروی
لـه مېـړه لـــــه ښځي ورکــــه سولــــــه لاره ----هم لـــــــــه خره هم لـه سفره ســوه بــــــــــېزاره
مېــــړه بـــــيا پــــه پښو روان ښځه سپره سوه ----بـيا لـه ســـره هغه نــــــوې نـــــنداره سوه
دروازې د ښــــار بــــنديــــــږي پـــــــــه قلفونو ----څوک تــړلای نــه سي خولـې د عالمونو


عنوان

tandar
13.11.2010

پوښتونه وروره سلامونه٠
که زما صلاحیت وی نو دپورتنی لیکنی په خاطر می درته اوږه له ستورو ډکوله٠
له ډیر عبرت نه ډکه او دټولو ټوکو دسر تاج ورته ویلی شم، دنورو به خپل نظر وی٠
ډیرعالی٠
تربیا٠


تر سلو کالو ډیر ژوند

پښتون.
13.11.2010

سلامونه تندرصیب !وایی
یو سړی ډاکټر ته راغی او ترې وپوښتل چې زه باید څه وکړم چې تر سلو کالو ډیر ژوند وکړم؟
ډاکټر ترې وپوښتل چې :
تاسي سګرټ او یا شراب څښکئ؟
ناروغ : نـــه
ډاکټر : له اندازې نه خو به ډیره ډوډۍ نخورئ؟
ناروغ : نـــه
ډاکټر : د شپې خو تر ناوخته ویښ نه پاتې کېږې؟
ناروغ : نــــه
ډاکټر : معشوقې څنګه ، لرئ او که نلرئ؟؟
ناروغ : نـــه
ډاکټر دې ناروغ ته وکتل او وېپوښتل چې :

خیر تاسي نو د څه له پاره د سلو کالو ډیر ژوند کول غواړئ؟؟


عنوان

tandar
13.11.2010

وروره سلام، ماته دی هم یوه ټوکه رایاده کړه٠
یوی ښځی ژړل اویو سړی ورڅخه پوښتنه وکړه ،چه خوری ولی ژاړی؟
ښځی ورته وویل چه خاوند می په حق رسیدلی٠
سړی تری پوښتنه وکړه چه خاونددی څه عمل لرلو؟
سګرټ، نه
چلم، نه
چرس،نه
نسوار ،نه
په اخر کی سړی ورته وویل چه، خاوند دی هسی یو کدوسړی و او کدو پسی دومره ژړا په کار نده ،زه لاړه شه ،ددی ژړا نه تیره شه، کوم بل کار وکړه٠ هاهاها.......................
تربیا٠


قريش
14.11.2010

پښتون او تندر وروڼو ته سلامونه
پښتون صیب دا کیسه مو اوریدلې وه خو په شعریزه بڼه نه، ډیره ښه مو په شعر کې ځای پرځای کړې ده. مننه
اوس به زه هم یوه ټوکه ولیکم. دا ټوکه نه بلکې حقیقت تیر شوی دی:
وايي د پخواني جهاد پرمهال ځینې جهادي رهبران د څه مناسبت په ترڅ کې د پېښور نه اسلام اباد ته تللی وو،
د بیرته راګرځیدو پرمهال د دمې او لمانځه لپاره یې په لار کې چیرته موټر ودرول. وايي مرحوم خالص بابا نږدې یو پټې ته د تش اودس ماتي لپاره کیناست.
داودس د وچولو په خاطر یې د افغاني دود له مخې په یو لاس کنډه ټینګه نیولې وه او په بل یې دننه اودس وچاوه،
وايي استاذ سیاف په ټوکه ورته وویل چې مولوي صیب! کاشکې اوس یوه کیمره وی چې ډیر تاریخي عکس به دې راغلی وی.
مولوي خالص چې ډیر حاضر ځوابی وه سمدلاسه ورته وویل:
خو کیمره دې راواړوه کنه....
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

دا هم حقیقت تیر شوی دی:
استاذ یاسر، جهادي شخصیت او اوسني طالب، کره د پخواني جهاد پروخت ځینې عرب میلمانه راغلي وو. د یو عرب میلمه سره یې کوچنی زوی هم وه.
وايي شپه ناوخته شوه د عرب زوی چې ډ‌یر لوی نه وه ژړل چې زه کور ته ځم.
استاذ یاسر ددې لپاره چې غلی شي او خوشاله شي غوښتل یې ورته ووايي چې ژاړه مه، په موټر کې به دې هم سپور کړ،
نو په عربي یې داسې وویل:
سأركَبُكَ في السيارة...
:D :D :D :D :D :D

سأركَبُكَ،، د آ په پیښ سره دا معنی چې زه به دې په موټر کې سپور کړم..
او په زبر سره یې معنی دا ده چې:
مه ژاړه په موټر کې به هم درباندې سپور شم.. :lol: :lol: :lol: :lol:


ښه چاری

پښتون.
14.11.2010

زما سلامونه هم ومنی .تندر صیب او قریش وروره ډیری ښکلی ټوکی او ریښتنی تیر شوی ټوکی مو لیکلی دی .هغه شعر چی عنوان یی دی(د خلکو خولې نه تړلي کيږي)دښاغلي عبدالباري جهاني شعر دی او ما هم وغوښتل چی له تاسو سره یی شریک کرم .
او کاشکی چی ما هم داسی لیکلی شول .
دا ټوکه د اوسنی حالت انځور کوی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
په يوه سيمه کې د بشر حقوق مو ټر روان و. ګوري چې يوه ښځه مخکې او خاوند يې ورپسې روان دی. دوی مو ټر ژر ودراوه او له سړي څخه يې مننه وکړه چې خپلې ښځې ته يې دومره حق ورکړی. سړي وويل نور نه پوهېږم په دې سيمه کې ماينونه وو ځکه مې ښځه مخکې کړې ده. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

:o:o:o:o
:o تر واده څو ورځې وروسته د خاوند او مېرمنې په منځ کې شخړه رامنځته شوه. مېرمنې ورته وويل: ستا حيثيت څه دی، که زه دې کور ته نه وای راغلې دا ټلوېزيون، سوفې او څوکيانې چې ته پر ناست يې، له کومه کېدل، دا ټول زما په پيسو رانيول شوي دي. خاوند يې په ځواب کې ورته وويل: که ته شتمنه نه وای، نو نن ورځ به ګردسره په دې کور کې موجوده نه وای.
تربیا پوری. :D


راځئ خوري ويي پيژندلو

پښتون.
14.11.2010

وايي چې یووخت یوڅونرښځیانودغلاکولواراداه وکړه په لاره کي پټ کښينستل چې که یولاروی راغلونووبه يي شکوې که ګوري چې له یوي خواڅخه کلال،منګي جوړونکی اوپلورونکی چې منګي يي پلورلي اودکورپرخواروان دی راغی نرښځیانوخپل یوه ملګري ته وویل چې مونږبه غلي شوته ورته په لاره کي ودریږه ،هغه وویل سمه ده ، کله چې منګي جوړونکی راورسیدنرښځی مخی ته ورغی ورته وي ويل : مامامونږ خوغله یوکه یوڅه درسره وي ، منګي جوړونکی چې طبعاستومانه هم وواويوه نرۍ لښته ورسره وه په ډيره خواشوني سره نرښځی پرغوږباندي وواهه ،نرښځی چې دمقاومت يي هیڅ توان یې نه درلودپه منډه شواوخپلوملګروته ناري کړي چې راځئ خوري ويي پيژندلو،


اخلاق مهم دي

قريش
15.11.2010

:lol:
وايي يو سړی وادۀ كړی و، د وادۀ په اوله شپه ګوري چې ښځه یې په خیټه شی دځان سره راوړی.
سړی په حیرانتیا ترې وپوښتل چې دا ولې، زمونږ خو د واده ډیر وخت هم ندی شوی بیا دا دکومه شو؟

ښځې ځواب ورکړ:
دا څه کوې،، اخلاق مهم دي...

:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more