د موضوعګانو سرپاڼه
اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
هیښ
01.11.2010
سلامونه
عزتمنو ستا سو دې بحث خو زما امي نه بیخي لاره ورکه کړه اوزه اوس په دې نه پوهیږم چې دا علم چې تاسې ئې یادوئ ،څه ته وائي او څرنګه ئې تعریف کوئ؟،تر څو بیا دحیواناتوپه هکله ووایو چې په کوم علمي موقف کې قرار لري.
زه یوازې دښاغلي حلیمي صاحب دعلم الغیب په توضیح دومره پوه شوم چې دا علم
خاص په الله(ج) پورې اړه لري،او دښاغلي عبدالسلام دخبرو په بنا :
[quote:2e0218df45]خدای مې دې غاړه نه بندوي زه خو فکر کوم چې یواځې حیوانات دواړه ، هم علم غیب اوهم علم کشف لري !!! [/quote:2e0218df45]
خبره نوره هم مغلقه کړه او حیوانات ترانسانانو دعلمیت له له لحاظه مخکې شول ،ځکه دواړه علمه ورسره شته دي.
نو که اول دعلم دتعریف سره موږ امیان اشنا کړئ،ډیره مهرباني به مووي،ترڅو
ستا سو دخبرو په مفهوم موسرونه خلاص شي.
مننه