د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دحيواناتوعلم علم کشف دی که غيب؟

شبيراحمد
26.10.2010

ټولوته سلامونه اوښې ارزوګاني

ګرانووايي چې ځيني حيوانات شته چې چېرته زلزله راځي نودوئ له هغه ځايه تښتي
اوخپلي پښې خلاصوي.
دغه رازيوغټ مارغه چې موږيې ټپوس بولوهم داسي عجيبه علم لري چې کله چېرته
کوم بل حيوان ومري نودی سمدستي پرې خبروي اوسهاروختي يې ديدن ته ځان راورسوي
په خوړلويې پيل وکړي.

اوس پوښتنه داده چې اياددې حيوناتوعلم علم کشف دي لکه صوفي حضرات يې چې يادوي
اوکه علم غيب يې بولئ کوم چې له الله جل جلاله پرته بل څوک نشي لرلی؟؟؟

هيله ده جامع اومانع ځوابونه راته وليکئ .

شبيراحمدخان

.


وزیري
26.10.2010

شبیر احمده وروره سلامونه می ومنه!

ستا پوښتنه به هله د ځواب لیاقت ولری چی مونږ په دی و پوهیږو چی آیا دا ریښتیا دی چی ټپوس د نورو مرغانو له مرګه خبریږی او که هسی بی دلیله شایعات دی. او که ریښتیا وی نو باید په اسلام کی ورته اشاره شوی وی. مهربانی وکړه د یو موثقی منبع نه یی رانقل کړه. علم غیب او کشف دواړه اسلامی شیان دی او په اسلام کی صریحه شتون لری.


وصيل پېروز
26.10.2010

سلامونه اونېکي هيلې
په رښتياهم دوزيري صاحب په خبره شبيراحمدصاحب ته بايدلومړی داثابته کړې چي ټپوس اودې ته ورته حيوانات هغه ځانګړتياوې لري چي تايې يادونه کړې ده خو وزيري صاحب په اسلام کي علم کشف ته هيڅ ځای نه شته بلکي دادصوفيانوله ځانه جوړه شوې عقيده ده چي په اسلامي ټولنه کي يې خپره کړې ده بلکي په بدله بڼه دعلم غيب دعوه ده چي له الله جل جلاله پرته يې څوک نه لري .


وزیري
26.10.2010

پیروز جانه وروره السلام علیکم:

وروره زه به درته د علم کشف په باره کی یو څه ولیکم خو چی لږ وخت پیدا کړمه.

وسلام



ع کريم حليمي
26.10.2010

درنو او مکرمو Alwazirya صاحب م . وصيل پېروز صاحب ، شبيراحمد صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
هر کله چه د علم کشف په باره کی یو څه لیکۍ ، نو فراست ، حدس ، کشف،
الهام او د وحي باره کښی هم څه ناڅه ولیکۍ ولي چه دا ټول یو باب دي

درنښت


مزمل
26.10.2010

بسم الله الرحمن الرحيم.

سلامونه او احترامات تقديموم.

[quote:c1ca278a2c]اوس پوښتنه داده چې اياددې حيوناتوعلم علم کشف دي لکه صوفي حضرات يې چې يادوي
اوکه علم غيب يې بولئ کوم چې له الله جل جلاله پرته بل څوک نشي لرلی؟؟؟ [/quote:c1ca278a2c]
شبير احمد صيب علم كشف ځكه ورته نشو ويلى چې صوفيان يې انسانانو اولياوو ته حاصل بولي، نه حيواناتو ته، يعنې د علم كشف تعريف دلته صدق نكوي.
پاتې شوه د علم غيب موضوع، علم غيب هم ځكه نه دى چې علم غيب هغه علم ته وايي چې پرته له حواسو، آلاتو، مادي وسايلو، قرائنو، نښو، او علامو څخه د يو شي په هكله معلومات حاصل كړى شي.

دغه غيب د انسان په نسبت شايد علم غيب وي، خو د حيواناتو په نسبت ندى، ځکه ځينو حيواناتو ته الله تعالى داسې قوي حواس وركړي چې په توسط يې د ځينو راتلونكو پيښو په اړه مسبقا باخبره وي.

مثلا د يو انسان غوږ هغه اواز نشي اوريدى چې څپې يې په ثانيه كې له شلو (20) څپو کمې وي، او يا د (25000) څخه زياتې وي. حال دا چې اكثره حيوانات همدا اوازونه چې انسان يې نشي اوريدى، اوريدى شي.

نو دغه كوم غيب چې تاسو يې يادونه كړى مطلق غيب نشو ورته ويلى، بلكې نسبي غيب يې بللى شو، ځكه چې مطلق غيب يوازې د الله تعالى صفت دى.

همدارنګه كه د شبير احمد صيب پوښتنې ته ځير شو هم داسې څه پکې موندلى شو چې دحيواناتو د علم غيب په عدم باندې دلالت كوي.

مثلا دى وايي چې (كله كوم حيوان ومري....)
معلومه شوه چې ټپوس هغه وخت پرې خبريږي چې ومري، كه ټپوس علم غيب درلودى مخكې له مخكې به يې هغه ځاى ته ځان رسولى وه په كوم کې چې پيښه رامنځته كيږي، خامخا ځينې داسې نښې او علامې به ويني چې الله تعالى يې د ادراک حس وركړى وي.
دې موضوع ته صرف د الله تعالى له لوري (د قوي حواسو وركړه) ويلى شو او بس.

دوى ته الله تعالى داسې قوي حواس وركړي چې له زلزلې نه مخكې مخكې د ځينو نښو او علامو له مخې معلومولى شي چې زلزله راروانه ده، دا هغه حواس دي چې انسان ته ندي وركړل شوي.
علم غيب به هله وه چې پرته له حواسو دا هرڅه پيښيدل.

هيله ده پوښتنه مو ځواب شوي وي.
كه نه وي ځواب بيا راځم، تر هغه چې قناعت درته حاصل شي.

په خورا درناوي
ستاسو ورور
مزمل


عادل عادل
26.10.2010

سلامونه

د ښاغلي مزمل ورور د خبرو په تایید سره ویلی شم چې د نورو حیواناتو پنځګونو حواسو قوت د انسانانو سره مختلف دی، ډیری حیوانات به کیدای شي د زلزلې ابتدایی جټکې محسوسولای شي کوم چې مونږ یې نشو احساسولئ، همدارنګه هدیره د هغه مسافر لپاره چې د شپې تیرولو بله سرپناه و نه مومي، د درنده حیواناتو نه په امن ځای دی، ځکه چې د ځنو حیواناتو د غوږونو د فریکږنسیو ظرفیت داسې دی چې د مړیو حالت اوریدلئ شي، همدا سبب دی چې له ویرې هلته نه شي تم کیدای خو انسان یې هیڅکله نشي اوریدلئ (کاشکي اوریدلئ یې تر څو یې د نن سبا د کچې فساد ته مخه نه وای کړې)

که مو فکر کړئ وي کله ناکله د لوډسپیکر د سمبالولو پر مهال یو نرئ اواز چې غوږونه تخڼوي پداسې توګه پورته کیژي چې زموږ د غوږونو د سمعي ظرفیت د کچې نه پورته ظاهرا قطع شي خو په واقعیت کې په لوړه فریکونسئ کې ادامه لري ....

د لیوانو بصري قوه د پیریانو د لیدلو وړتیا لري ....
د سپي شامه قوه ډیره قوي ده چې کولای شي د بوی په واسطه د یو څیز څرک ولګوي ....
آسونه د مطلوب طرف د تشخیص لوړ ظرفیت لري.....
خر (حمار) که په هر څو اوږده او پیچلې لاره بوتلل شي د بیرته ستنیدو په وخت کې به هیڅ ډول اشتباه ونکړي، او دقیقا به په هغه لاره بیرته راځي چې تګ یې پرې کړئ........

ددې مسایلو تړل د علم غیب سره داسې مثال لري لکه یو کوڼ سړئ چې هیڅ نشي اوریدلئ خو بل سړي ته چې جوړ غوږونه لري د علم غیب نسبت وکړي، ځکه هغه به هغه څه وایی چې اوري یې خو کاڼه ته به علم غیب بریښي.

له بلې خوا انسان ته ددې فکر پیدا کیدل چې په هر څه به علم لري په خپل ذات کې لویه بې علمي ده، کیدای شي د نن سبا علم او پوهه د هغې سره په تناسب چې موجوده ده خو مونږ یې له درک څخه عاجز یو داسې مثال ولري لکه د سمندر سره د یویوې قطرې پرتله .....


وزیري
27.10.2010

بسم الله الرحمن الرحیم

درنو وروڼو کریم حلیمی صاحب غوښتنه کړیده چی د علم کشف بحث به لږ څه نور هم وغزوه ترڅو وحی، فراست، حدس، کشف او الهام هم په کی روښانه شی. په ډیر تاسف سره باید ووایم چی په دی ورځو کی ډیر مصروف یمه کار لپاسه کار دی او هغه وعده چی د کشف لپاره می کړیده هم تنګه او تروشه ادا کولای شم. هیله مند یم چی عذر به می ومنی.

العلم ادراک الشی ء بحقیقه
هغه کسان چی متبع سنت وی او خپل زړه له هرقسمه رذیله اخلاقو نه پاک ساتی، صحی متقی او و اوسیږی نو له داسی شخص نه کله ناکله په غیر ارادی توګه کرامات ظاهریږی او کشف خپله د کرامت یو برخه ده. او کرامت د اولیاءالله لپاره ثابت ده.
نقض العادة علی سبیل الکرامة لأھل الولایة جائز عند أھل السُّنة (شامي، ج۶ ص۴۱۰، ط زکریا دیوبند)

امام غزالی صاحب په المنقذ من الضلال صفحه ۵۴ کی وایی:
وَ وراءُ العقل طورٌ أخر، تنفتح فيه عين أُخريٰ، فيبصربها الغيب و ما سيکون في المستقبل و أُموراً أخر، العقل معزول عنها

همدارنګه د یا ساری الجبل حدیث چی په مشکوة المصابیح ۵۴۶ کی راغلی دی هر سړی پری خبر ده همدی ته کشف وایی.

الله ج باطنی دید ته په قرآن شریف کی هم اشاره کړیده: وَلَکِنْ تَعْمَی الْقُلُوبُ الَّتِی فِی الصُّدُورِ

حضرت ابوالعباس مرصی رح وایی:
لو حجب عنی رسول الله صلی الله علیه وسلم طرفة عین ما عددت نفسی من المسلمین
روح المعانی، ۲۲: ۳۶

او له ټولو نه خو دا غټ دلیل دی چی الله ج یی په خپله وایی:
عن ابی هریرة رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ان الله قال: من عادی لی ولیا، فقد اذنته بالحرب، وما تقرب الی عبدی بشیء احب الی مما افترضت علیه، و ما یزال عبدی یتقرب الی بالنوافل حتی احبه، فاذا احببته: کنت سمعه الذی یسمع به، وبصره الذی بیصر به و یده التی بیطش بها، ورجله التی یمشی بها، و ان سالنی، لاعطینه و لین استعاذنی، لاعیذنه، و ما ترددت عن شیء انا فاعله ترددی عن نفس المومن، یکره الموت و انا اکره مساءته. (اخرجه البخاری فی الصحیح، کتاب: الرقاق، باب التواضع. و ابن حبان فی الصحیح جلد ۲ صفحه ۵۸. او البیهقی فی السنن الکبری جلد ۱۰ صفحه ۲۱۹ باب ۶۰، او فی کتاب الذهد الکبیر جلد ۲ صفحه ۲۶۹)

نو وروره چی انسان دی اندازی ته ورسیږی چی دی بیا د الله ج بلاکیف په سترګو لیدل کوی بیا نو څه شی ترینه پټوی؟

همدارنګه له بعضی حدیثو نه هم داسی بریښی چی کشف په اسلام کی شته او عملا یی خلک کولای شی لکه په لاندی حدیثو کی:

عن انس رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ان لله ج عبادا یعرفون الناس بالتوسم.
(اخرجه الطبرانی فی المعجم الاوسط: ۳ جلد صفحه ۲۰۷، الرقم ۲۹۳۵. و القضاعی فی مسند الشهاب دوهم جلد صفحه ۱۱۶، و الطبری فی جامع البیان جلد ۱۴ صفحه ۴۶، او ابن کثیر فی تفسیر القران العظیم جلد ۲ صفحه ۵۵۶ و قال رواه الحافظ ابوبکر البزار، و الهیثمی فی مجمع الزواید جلد ۱۰ صفحه ۲۶۸ و قال: رواه البزار و الطبرانی و اسناده حسن.

او

عن الحارث بن مالک الانصاری رض انه مر برسول الله ص فقال له: کیف اصبحت یا حارث؟ قال: اصبحت مومنا حقا. فقال: انظر ما تقول، فان لکل شیء حقیقة، فما حقیقة ایمانک؟ فقال: عزفت نفسی عن الدنیا و اسهرت لذالک لیلی واظمان نهاری، و کانی انظر الی عرش ربی بارزا (و فی روایة: قال عزفت نفسی عن الدنیا و اسهرت لیلی واظمانت نهاری و کانی انظر عرش ربی بارزا) و کانی انظر الی اهل الجنة یتزارون فیها، و کانی انظر الی اهل النار یتضاغون فیها. قال: یا حارث، عرفت فالزم، ثلاثا. و فی روایة: عن انس بن مالک: فقال النبی ص اصبت فالزم، مومن نورالله قلبه:
(اخرجه الطبرانی فی المعجم الکبیر، جلد ۳ صفحه ۲۶۶. و البیهقی فی شعب الایمان جلد ۷ صفحه ۳۶۲. و ابن ابی شیبة فی المصنف جلد ۶ صفحه ۱۷۰. و الهیثمی فی مجمع الزواید جلد اول صفحه ۵۷ و قال رواه البزار.

بهر حال چا چی یو شی نه وی لیدلی یا ازمایلی او ته یی پری منی نو دا هم غټ ظلم ده.

له ګډی وډی لیکنی نه ډیره زیاته بښنه غواړمه

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


خیریوسی
28.10.2010

الوزیری صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره کور دې ودان ډیر ښه معلومات دې لیکلی دی
په لاندی لینیک کي هم ښه معلومات شته په عربی دی او زه په عربی ښه نه پوهیږم

http://al7ewar.net/forum/showthread.php?p=88656

خیریوسې


پښتون یار
28.10.2010

Alwazirya خان که تکلیف نه وي درته دغه حدیثونه په پښتو ترجمه کړه
په عربی مو دونه سر نه خلاصیږي

فخرالدین


وزیري
28.10.2010

حضرت ابوالعباس مرصی رح وایی:
لو حجب عنی رسول الله صلی الله علیه وسلم طرفة عین ما عددت نفسی من المسلمین
روح المعانی، ۲۲: ۳۶
(که رسول الله ص د سترګو د رپ په اندازه هم له مانه پټ شی نو زه به ځان له مسلمانانو نه ونه شمارم)

عن ابی هریرة رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ان الله قال: من عادی لی ولیا، فقد اذنته بالحرب، وما تقرب الی عبدی بشیء احب الی مما افترضت علیه، و ما یزال عبدی یتقرب الی بالنوافل حتی احبه، فاذا احببته: کنت سمعه الذی یسمع به، وبصره الذی بیصر به و یده التی بیطش بها، ورجله التی یمشی بها، و ان سالنی، لاعطینه و لین استعاذنی، لاعیذنه، و ما ترددت عن شیء انا فاعله ترددی عن نفس المومن، یکره الموت و انا اکره مساءته. (اخرجه البخاری فی الصحیح، کتاب: الرقاق، باب التواضع. و ابن حبان فی الصحیح جلد ۲ صفحه ۵۸. او البیهقی فی السنن الکبری جلد ۱۰ صفحه ۲۱۹ باب ۶۰، او فی کتاب الذهد الکبیر جلد ۲ صفحه ۲۶۹

(څوک چی زما دوست (ولی الله) سره دشمنی کوی زه یعنی (الله ج) هغه ته د جنګ اعلان کوم. او ماته زما بنده په فرضی عباداتو نه بلکی په نفلی عباداتو رانیژدی کیږی تر دی چی زه هغه سره محبت کول شروع کړم او کله چی زه له هغه سره محبت کول شروع کړم نو زه بیا دهغه غوږونه شم چی هغه تری اوریدل کوی او زه بیا د هغه سترګی شم چی په هغو سره لیدل کوی او زه بیا د هغه لاس شمه چی په هغو سره نیول کوی او زه بیا د هغه پښی شمه چی په هغو بیا تلل کوی. او دا بنده که مانه څه شی وغوړی زه به یی ضرور ورکومه او که مانه پناه وغواړی زه به یی ضرور ورکومه. بیا الله ج وایی چی زه په خپلو کارونو کی هیڅکه متردد کیږمه نه مګر په وخت د مرګ د مومن کی یعنی هغه مومن چی الله ج ورسره محبت شروع کړیده ځکه چی هغه مرګ نه خوښوی او زه ده ته تکلیف رسول نه خوښوم)

عن انس رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ان لله ج عبادا یعرفون الناس بالتوسم.
(اخرجه الطبرانی فی المعجم الاوسط: ۳ جلد صفحه ۲۰۷، الرقم ۲۹۳۵. و القضاعی فی مسند الشهاب دوهم جلد صفحه ۱۱۶، و الطبری فی جامع البیان جلد ۱۴ صفحه ۴۶، او ابن کثیر فی تفسیر القران العظیم جلد ۲ صفحه ۵۵۶ و قال رواه الحافظ ابوبکر البزار، و الهیثمی فی مجمع الزواید جلد ۱۰ صفحه ۲۶۸ و قال: رواه البزار و الطبرانی و اسناده حسن.
(رسول الله ص وایی: بیشکه چی د الله ج داسی بنده ګان هم شته چی د الله ج ورکړی علم په وسیله د خلکو ظاهر او باطن داوړه پیژنی) چی کشف نه وی نو څرنګه به یی وپیژنی؟

عن الحارث بن مالک الانصاری رض انه مر برسول الله ص فقال له: کیف اصبحت یا حارث؟ قال: اصبحت مومنا حقا. فقال: انظر ما تقول، فان لکل شیء حقیقة، فما حقیقة ایمانک؟ فقال: عزفت نفسی عن الدنیا و اسهرت لذالک لیلی واظمان نهاری، و کانی انظر الی عرش ربی بارزا (و فی روایة: قال عزفت نفسی عن الدنیا و اسهرت لیلی واظمانت نهاری و کانی انظر عرش ربی بارزا) و کانی انظر الی اهل الجنة یتزارون فیها، و کانی انظر الی اهل النار یتضاغون فیها. قال: یا حارث، عرفت فالزم، ثلاثا. و فی روایة: عن انس بن مالک: فقال النبی ص اصبت فالزم، مومن نورالله قلبه:
(اخرجه الطبرانی فی المعجم الکبیر، جلد ۳ صفحه ۲۶۶. و البیهقی فی شعب الایمان جلد ۷ صفحه ۳۶۲. و ابن ابی شیبة فی المصنف جلد ۶ صفحه ۱۷۰. و الهیثمی فی مجمع الزواید جلد اول صفحه ۵۷ و قال رواه البزار.

یوه ورځ حارث بن مالک رض ته رسول الله ص وویلی چی څرنګه دی سهار کړلو ای حارثه؟ نو حارث رض ورته وویل د یو حقیقی مومن په څیر می سهار کړه یعنی سهار په ما داسی راغی چی زه مومن یمه. نو محمد ص ورته وویل چی ته څه وایی ای حارثه؟ د هرشی یو حقیقت وی ستا د ایمان څه حقیقت ده؟ نو حارث رض ورته وویل چی نفس می له دنیا نه بی میله شویدی، شپی راباندی په ویښه او ورځی راباندی په نهاره تیریږی او حالت دادی چی زه عرش د الله ج وینم چی زما مخی ته ځی او راځی او جنتیا په جنت کی یو له بل سره وینم او دوزخیان په دوزخ کی په تکلیفو سره وینم. نو رسول الله ص ورته وویل چی ای حارثه! تا په ریښتیا سره د ایمان حقیقت پیژندلی دی. دا کلیمه یی دری دفعی وویلی.

نو وروره چی کشف نه وی نو حارث رض څه شی لیدل او رسول الله ص هم ورته تایدول؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

.


Re: دحيواناتوعلم علم کشف دی که غيب؟


28.10.2010

[quote:ad7be0b8ee="شبيراحمد"]
ټولوته سلامونه اوښې ارزوګاني

ګرانووايي چې ځيني حيوانات شته چې چېرته زلزله راځي نودوئ له هغه ځايه تښتي
اوخپلي پښې خلاصوي.
دغه رازيوغټ مارغه چې موږيې ټپوس بولوهم داسي عجيبه علم لري چې کله چېرته
کوم بل حيوان ومري نودی سمدستي پرې خبروي اوسهاروختي يې ديدن ته ځان راورسوي
په خوړلويې پيل وکړي.

اوس پوښتنه داده چې اياددې حيوناتوعلم علم کشف دي لکه صوفي حضرات يې چې يادوي
اوکه علم غيب يې بولئ کوم چې له الله جل جلاله پرته بل څوک نشي لرلی؟؟؟

هيله ده جامع اومانع ځوابونه راته وليکئ .

شبيراحمدخان
.[/quote:ad7be0b8ee]
شبيراحمد خان او ټولو دوستانو ته سلام دې او نېکې هيلې !
اېنسټينکت Instinct يو مبحث دی , پيدايې که ، ويې لوله او ځان پرې پوه کړه چې څشي ته وايي. د حيواناتو ددرک او ادراک قوه ده،
په انسانانو کې لږه ده يواځې د غريزې د رفع په درشل کې يې اثرات ښکاري، خو په حيواناتو کې دغه قوه ډېره قوي ده .
زلزله تر راڅرګنديدو ډيره دمخه پيل شوي وي د ځمکې په ژورو قشرونو کې يې احتزازات د ځمکې مخ ته راوان وي ، څلور بولي د خپل وزن توزازن له ځمکې سره د دوه پر ځای په څلورو پښو برقرا ساتي، نو تماس او احساس يې د ځمکي سره تر انسان څو ځله زيات دی، دوی جزي ترين احتزازات په ځمکه کې حس کوي او وجود يې په رپېدو راځي، اوبيا د خطر ځای په چټکۍ پرېږدي !
همدارنګه د حيواناتو پنځه حواس تر انسانانو ډير ژور ، قوي او پراخه دي، يو سپی څو کليو متره وړاندې د انسان او بل حيوان بوی حس کوي اولکه سپی يې خپل خاوند يا بل ملګری حيوان پيژني .
ټپسان او کار غان د مړه حيوان بوی په څو خو ميله واټن کې حس کوي او هغه ځآی ته ځان رسوي څو د خپلې لوږې غريظه پرې سړه کړي . ډير حيوانات چې په سترګو ړانده او په غږو کاڼه وي خپل ښکار تر نورو ښه نيسي ! مار ، شوپرک، ګونګی او نور يې وتلي او څرګند مثالونه دي !

دا د طبيعي علومو به تيره بيولوژي، Zologie ، چلندپوهنې او نورو پورې اړه لري او[color=red:ad7be0b8ee] دديني روحاني [/color:ad7be0b8ee]کشف يا علم غيب پورې هېڅ ډول اړه نلري ، آن داچې د اسلام په فوروم کې يې وړاندې کول بيځايه بريښي!
تاته معلومه ده چې طبيعي او اجتماعي علومو هر څه روښانه کړي دي او له سايسنسي علومو د هر بي خبره ملا بې علمه خبرې مطرح کول ددوستانو پام د شعور د قبل الميلاد د زمانو ټيټې کچې ته راګرځوي !


عادل عادل
28.10.2010

سلامونه

دروند پتوال صیب

خبرې مو سل په سلو کې تاییدوم:

په راتلونکې کې مو د لاندینیو څو ټکو اصلاح ته پام رااړوم:

اهتزاز یا اهتزازات ....... تاسو احتزازات لیکلي
غریضه ............................ تاسو غریظه لیکلې

ګومان کوم چې زما په شان ملاطبیعته خلکو سره مو سروکار شوی چې حلقي حروف او ز،ذ،ظ او ض درنه ګډوډیژي :wink:



28.10.2010

[quote:21b1dc7be1]ګومان کوم چې زما په شان ملاطبیعته خلکو سره مو سروکار شوی چې حلقي حروف او ز،ذ،ظ او ض درنه ګډوډیژي[/quote:21b1dc7be1]
دروند ورور عادل صيب سلام او دعا درته کوم او مننه هم چې مو دغه سمون ته متوجه کړم : اصلا ً علت ملايان نه، بلکې زما اوږده مسافري او مهاجرت دی چې د هيواد ني ليک لوست مخامخ نه يم پاتې شوی او د مکتب د وخت ياد عربي الفاظو په ليکدود کې چې له استعماله مې لوېدلي دي تيروځم . تاسوته دې الله (ج) اجرونه درکړي !


..Ahmadzai
28.10.2010

[quote:4f67506f27]ګومان کوم چې زما په شان ملاطبیعته خلکو سره مو سروکار شوی چې حلقي حروف او ز،ذ،ظ او ض درنه ګډوډیژي Wink[/quote:4f67506f27]

محترمو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پتوال صاحب
موضوع مو پوره روښانه کړې، بحث ته پرته له املائي سمونو نور څه نه دي پاتې.

ملا طبیعیت عادل صاحب په سمونه کې تیر وتی، او هغه متل یې راپیاد کړو چې وایي: ما ګلزمان زاړه(ژړلو)، شیرزمان یې يه خره سپور راوړ.

سره لدې چې پتوال صاحب د Instinct عربي مترادف لفظ اوله کې د جمع په صیغه سم راوستی وو: غرایز ، خو نه پوهیږم چې وروسته ولې د مفرد په بڼه کې ترې غریظه سو، نو د عادل صاحب نیوکې ته جوړ سو، خو عادل صاحب غریظه په غریضه سمه کړه او زما نیوکې ته برابر سو، زه وایم سلیقةاو غریزه عربي الفاظ دي ، چې د بدن طبیعي او Nature غوښتنې څخه تعبیر کوي، چې بې چوکاټ او تقنین څخه بدن کې راولاړیږي او انسان یې چوکاټ ته اچوي ترڅو د ټولنې نورمونو او الهي احکامو سره برابر ترسره سي، او یا هم بیرته پرشاه وتمبول سي، او دې ته وایي نفسي غوښتنې.

نوټ : پښتو ما د مکتب په دوره کې بیخي ویلې نه ده، او نه هم پښتنو سره پاتې سوی یم، پښتو مې اوله د پلار په خاصه همکاري او بیا د مور او خپل ذاتي کوشش دومره کړې، چې نن یو څه پرې ولیکم او تاسو محترمو ته یې وړاندې کړم.
خو بیا هم زه پوهیږم چې ډیره نیمګړتیا لري.
نور بیا

عادل صاحب ګپ مې لګاوو، خپه نسې.

په درنښت


مومن مهاجر
29.10.2010

حضرت ابوالعباس مرصی رح وایی:
لو حجب عنی رسول الله صلی الله علیه وسلم طرفة عین ما عددت نفسی من المسلمین
روح المعانی، ۲۲: ۳۶ )
که رسول الله ص د سترګو د رپ په اندازه هم له مانه پټ شی نو زه به ځان له مسلمانانو نه ونه شمارم . دخنداوړاستدلال دی !!! دلته مرصي اوس څه ویل غواړي یعني هغه تل رسول الله صلی الله علیه وسلم ویني؟ اوکه یې تل تصورکوي؟ که هرشی وي ناسمه خبرې یې کړي،ځکه درسول الله صلی الله علیه وسلم لیدل په هیڅ ډول نورامکان نه لري . اوکه وايي چي تل یې تصورکوم نوهم یې خبره سمه نه ده ځکه هرانسان طبعي حوائج لري په هغه وخت کي ده ته ممکنه نه ده چي درسول الله صلی الله علیه وسلم تصوروکړي اودا خبره یې هم پرلاعلمۍ دلالت کوي چي که رسول الله صلی الله علیه وسلم دسترګې درپ په اندازه له ماپټ شوی وي نوماځان مسلمان نه دی شمېرلی ایاپه شریعت کي دمسلمانۍ معیارهمدغه دی؟ اوبیاداخودیوصوفي خبره ده صوفیان دې ته ورته په زرګونوخرافات لري . نودیوصوفي خبره ته څرنګه په استدلال کي وړاندي کوي؟ له شرعي مستندپرته دهیچاخبره استدلال نه شي کېدای .
الوزیري لیکي :
عن ابی هریرة رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ان الله قال: من عادی لی ولیا، فقد اذنته بالحرب، وما تقرب الی عبدی بشیء احب الی مما افترضت علیه، و ما یزال عبدی یتقرب الی بالنوافل حتی احبه، فاذا احببته: کنت سمعه الذی یسمع به، وبصره الذی بیصر به و یده التی بیطش بها، ورجله التی یمشی بها، و ان سالنی، لاعطینه و لین استعاذنی، لاعیذنه، و ما ترددت عن شیء انا فاعله ترددی عن نفس المومن، یکره الموت و انا اکره مساءته. (اخرجه البخاری فی الصحیح، کتاب: الرقاق، باب التواضع. و ابن حبان فی الصحیح جلد ۲ صفحه ۵۸. او البیهقی فی السنن الکبری جلد ۱۰ صفحه ۲۱۹ باب ۶۰، او فی کتاب الذهد الکبیر جلد ۲ صفحه ۲۶۹(څوک چی زما دوست (ولی الله) سره دشمنی کوی زه یعنی (الله ج) هغه ته د جنګ اعلان کوم. او ماته زما بنده په فرضی عباداتو نه بلکی په نفلی عباداتو رانیژدی کیږی تر دی چی زه هغه سره محبت کول شروع کړم او کله چی زه له هغه سره محبت کول شروع کړم نو زه بیا دهغه غوږونه شم چی هغه تری اوریدل کوی او زه بیا د هغه سترګی شم چی په هغو سره لیدل کوی او زه بیا د هغه لاس شمه چی په هغو سره نیول کوی او زه بیا د هغه پښی شمه چی په هغو بیا تلل کوی. او دا بنده که مانه څه شی وغوړی زه به یی ضرور ورکومه او که مانه پناه وغواړی زه به یی ضرور ورکومه. بیا الله ج وایی چی زه په خپلو کارونو کی هیڅکه متردد کیږمه نه مګر په وخت د مرګ د مومن کی یعنی هغه مومن چی الله ج ورسره محبت شروع کړیده ځکه چی هغه مرګ نه خوښوی او زه ده ته تکلیف رسول نه خوښوم .
محترم الوزیري صاحب! په دې حدیث سره اوس ته دڅه شي ثابتول غواړې؟دی بیالیکي :
عن انس رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ان لله ج عبادا یعرفون الناس بالتوسم. اخرجه الطبرانی فی المعجم الاوسط: ۳ جلد صفحه ۲۰۷، الرقم ۲۹۳۵. و القضاعی فی مسند الشهاب دوهم جلد صفحه ۱۱۶، و الطبری فی جامع البیان جلد ۱۴ صفحه ۴۶، او ابن کثیر فی تفسیر القران العظیم جلد ۲ صفحه ۵۵۶ و قال رواه الحافظ ابوبکر البزار، و الهیثمی فی مجمع الزواید جلد ۱۰ صفحه ۲۶۸ و قال: رواه البزار و الطبرانی و اسناده حسن.
رسول الله ص وایی: بیشکه چی د الله ج داسی بنده ګان هم شته چی د الله ج ورکړی علم په وسیله (د خلکو ظاهر او باطن داوړه پیژنی) چی کشف نه وی نو څرنګه به یی وپیژنی؟
محترم الوزیري صاحب! دالتوسم ترجمه دانه ده چي خلک دتصوف په بدعتي اذکارو اووظیفووپېژني بلکه سمه ترجمه یې داده چي خلک دخپلې پوهنې اوذهانت پربنا په نښوپېژني . الوزیري صاحب لیکي :
عن الحارث بن مالک الانصاری رض انه مر برسول الله ص فقال له: کیف اصبحت یا حارث؟ قال: اصبحت مومنا حقا. فقال: انظر ما تقول، فان لکل شیء حقیقة، فما حقیقة ایمانک؟ فقال: عزفت نفسی عن الدنیا و اسهرت لذالک لیلی واظمان نهاری، و کانی انظر الی عرش ربی بارزا (و فی روایة: قال عزفت نفسی عن الدنیا و اسهرت لیلی واظمانت نهاری و کانی انظر عرش ربی بارزا) و کانی انظر الی اهل الجنة یتزارون فیها، و کانی انظر الی اهل النار یتضاغون فیها. قال: یا حارث، عرفت فالزم، ثلاثا. و فی روایة: عن انس بن مالک: فقال النبی ص اصبت فالزم، مومن نورالله قلبه:
(اخرجه الطبرانی فی المعجم الکبیر، جلد ۳ صفحه ۲۶۶. و البیهقی فی شعب الایمان جلد ۷ صفحه ۳۶۲. و ابن ابی شیبة فی المصنف جلد ۶ صفحه ۱۷۰. و الهیثمی فی مجمع الزواید جلد اول صفحه ۵۷ و قال رواه البزار.
یوه ورځ حارث بن مالک رض ته رسول الله ص وویلی چی څرنګه دی سهار کړلو ای حارثه؟ نو حارث رض ورته وویل د یو حقیقی مومن په څیر می سهار کړه یعنی سهار په ما داسی راغی چی زه مومن یمه. نو محمد ص ورته وویل چی ته څه وایی ای حارثه؟ د هرشی یو حقیقت وی ستا د ایمان څه حقیقت ده؟ نو حارث رض ورته وویل چی نفس می له دنیا نه بی میله شویدی، شپی راباندی په ویښه او ورځی راباندی په نهاره تیریږی او حالت دادی چی زه عرش د الله ج وینم چی زما مخی ته ځی او راځی او جنتیا په جنت کی یو له بل سره وینم او دوزخیان په دوزخ کی په تکلیفو سره وینم. نو رسول الله ص ورته وویل چی ای حارثه! تا په ریښتیا سره د ایمان حقیقت پیژندلی دی. دا کلیمه یی دری دفعی وویلی.
محترم الوزیري صاحب! ددې حدیث دسندرجال ټول ذکرکړه څولومړی له حدیثي اصولوسره سم بحث پرې وکړواوچي کله دمعیارپه تله ثابت وخوت بیابه ګوروچي څه کېږي؟
الوزیري صاحب زیاتوي :
نو وروره چی کشف نه وی نو حارث رض څه شی لیدل او رسول الله ص هم ورته تایدول؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
تاله کومه معلومه کړه چي داکشف دی؟ ته لومړی کشف تعریف کړه څه شی دی؟ ماهیت یې څه دی؟ اوایاکوم خاص اورادشته چي سړی دهغوپه وسیله کشفیاتوته رسېږي؟ همدارنګه کرامت هم سم تعریف کړه کرامت څه ته ویل کېږي؟ په شریعت کي یې حدود کوم دي اوڅوک دکرامت وړدی؟


عادل عادل
30.10.2010

سلامونه

دروند احمد زئ صیب

مننه چې زما غریضه مو راسمه کړه :lol:

دروند پتوال صیب

ستاسو نه هم مننه کوم چې دوعا راته کوئ، او بښنه هم غواړم چې په "غریضې" سره مې ستاسو د سمې "غریزې" غلطه تصحیح وکړه.

[quote:d54884fd15]ملا طبیعیت عادل صاحب په سمونه کې تیر وتی، او هغه متل یې راپیاد کړو چې وایي: ما ګلزمان زاړه(ژړلو)، شیرزمان یې يه خره سپور راوړ.

سره لدې چې پتوال صاحب د Instinct عربي مترادف لفظ اوله کې د جمع په صیغه سم راوستی وو: غرایز ، خو نه پوهیږم چې وروسته ولې د مفرد په بڼه کې ترې غریظه سو، نو د عادل صاحب نیوکې ته جوړ سو، خو عادل صاحب غریظه په غریضه سمه کړه او زما نیوکې ته برابر سو، زه وایم سلیقةاو غریزه عربي الفاظ دي ، چې د بدن طبیعي او Nature غوښتنې څخه تعبیر کوي، چې بې چوکاټ او تقنین څخه بدن کې راولاړیږي او انسان یې چوکاټ ته اچوي ترڅو د ټولنې نورمونو او الهي احکامو سره برابر ترسره سي، او یا هم بیرته پرشاه وتمبول سي، او دې ته وایي نفسي غوښتنې. [/quote:d54884fd15]


عبد السلام
31.10.2010

عادل صاحب ! د پوه سړې خو دستر ګو جارشم . په پوره تواضع خپله سهوه منل دمیړه سړي خاصیت دی . که ریښتیا راباندې وایی ، ما چې ستاسو اصلاح دپتوال صاحب په (ظ) کې ولیده ما هم فکر وکړ چې دهغوي املایی تیروتنه ده .په دې اړه ددریواړو برخورد داحمدزي صاحب په شمول دستاینې دی .
په هر حال ، بحث ته مو ادامه ورکړئ .خدای مې دې غاړه نه بندوي زه خو فکر کوم چې یواځې حیوانات دواړه ، هم علم غیب اوهم علم کشف لري !!!

په درنښت


مومن مهاجر
31.10.2010

عبدالسلام صاحب! سلام اواحترام
علم غیب په هغه معنی چي له هرډول وسائلوپرته پریوشي علم راوستل شي له الله جل جلاله پرته هیڅوک نه لري . پاتي شوکشف نوموږخوتراوسه کشف نه دی پېژندلی که یوڅوک مهرباني وکړي راته معرفي یې کړي نوښه خبره ده .



ع کريم حليمي
31.10.2010

السلام علیکم و رحمة الله
[quote:86697aa54e]اتي شوکشف نوموږخوتراوسه کشف نه دی پېژندلی که یوڅوک مهرباني وکړي راته معرفي یې کړي نوښه خبره ده .[/quote:86697aa54e]

‏"‏ اتَّقُوا فِرَاسَةَ الْمُؤْمِنِ فَإِنَّهُ يَنْظُرُ بِنُورِ اللَّهِ ‏"‏ ترمذی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کشف په لغت کښي د سرتړلي شي خلاصولو او پرانستلو او د پردېٖ پورته کولو ته وايي ،
مګر د کشف مطلب او او مقصود دادي چه د مادیت د توري پردېٖ تر څیرلو
ورسته یو مادي شئ په روحاني عالم کښی و ښودل شي ، دغه شئ کله په خپل اصلي شکل اوصورت او کله په خپل مثالي صورت کښي لیدل کیږي
د عــــــــــــــــــــــــامــــــــــو خلکو د پوهېدلو لپاره ددېٖ مطلب ډېر لږ او ښکاره
مثال خوب دی ، د دواړو په منځ دومره فرق دي چه خوب د خوب خبري دي
کشف د ویښی او بېدارۍ کار دی


وزیري
31.10.2010

مهاجر صاحب سلامونه!

ته همیشه چی په علمي بحث دي وس نه رسېږي بیا وایی ته په دی څه ثابتول غواړی او یا وایی رجال یی راولیږه. هسی خوشی خبرو باندی ځان مه غولوه دا زما د پلار او نیکه ځمکه نه ده چی زه به درته ټولی قبالی درښیمه او ته دی بیغمه ناست یی او فکر دی کوی چی که قباله یی راوړه نو ځمکه دده ده کنه ما خو دعوه کړی که خدای ج یی و چسپوی. مهاجره وروره دا د اسلام مبین دین دی، د ایمان خبره ده د جنګ ډګر نه ده، د امت په اختلاف حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خفه کیږی. ټول زور په تعویذ مه کوه لګ ته هم ځان وخوځوه، ما درته حدیثونو ذکر کړیدی ته لږ دځان په خاطر فکر وکړه چی صحی عقیده پیدا کړی نه ضد او ضد بازی او که له دی ورونو شرمیږی چی خپله غلطی ومنی نو مهربانی وکړه په فورم کی په خپلی ناپوهی اقرار مه کوه ولی عقیده کی دی تغییر راوله او ویی منه. زه نه غواړم چی د خلکو وخت ونیسم فقط همدومره وایم چی د حلیمی صاحب ذکر کړی حدیث چی اتَّقُوا فِرَاسَةَ الْمُؤْمِنِ فَإِنَّهُ يَنْظُرُ بِنُورِ اللَّهِ دا خو منی که یی رجال غواړی او که منی یی نو څه معنی لری؟ لږ فکر په کی وکړه. او دا خو هم رجال ته ضرورت نه لری کنت سمعه الذی یسمع به، وبصره الذی بیصر به و یده التی بیطش بها، ورجله التی یمشی بها که لری یی؟
همدا هغه مقام دی چی اولیاء الله ته حاصل شویدی. نو دی مقام ته چی څوک ورسیږی نو بیا کشف څه ته وایی؟ کشف خو بیا عادی خبری دی.

پاتی شوه د علم غیب خبره: د علم غیب علم الله ج ته ده خو که الله ج یی چا ته ورښایی نو ورښودلی یی شی او داسی کیدونکی دی ځکه چی الله ج یی امکانات پخپله ذکر کړیدی.

فلا یظهر علی غیبه احداً الا من ارتضی من رسول
وَما كانَ اللّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلى الْغَيْبِ وَلكِنَّ يَجْتَبي مِنْ رُسُلِهِ مَنْ يَشاء

الله جل جلاله دی ټول مومنان سره په اتفاق کړی. وسلام


مومن مهاجر
01.11.2010

الوزیري صاحب!احترامات اوسلامونه
ماچي له تاپوښتنه کړې چي ته په دې څه ثابتول غواړې؟ ااویامي درته ویلي چي ددې حدیث رجال ماته نه دي معلوم که تاته معلوم وي لطفاً یې راته په ګوته کړه! ایادادبې علمۍ خبره ده؟ زما په اندخوداعین علمي اصل دی کله چي ته په یونص کي دخپل استدلال مورداوهدف په ګوته کړې نوبیابل څوک کولای شي چي ستاپه نظرښه پوه شي اومناسب غبرګون ورته وښيي . ماهم دادعوه نه ده کړې چي داستادپلاراویانیکه ځمکه ده ته یې قبالې راټولوه زه به درته ناست یم خوکله چي ته یوحدیث نقلوې نوزه به اول په خپله کوشش کوم چي دهغه حدیث صحت ونه صحت ځانته معلوم کړم اوبیاهغه څه ووایم چي حق وي که زه ونه توانیدم نوله تااوبل هرملګري مرسته غوښتلای شم چي ددې حدیث راویان ماپیدانه کړل تاسوراسره مرسته وکړئ! ایادابې ځایه مطالبه ده؟ الحمدلله زه هم چي دلته یاکوم بل ځای څه لیکم دخپل دیني اواسلامي مسؤلیت له مخې یې لیکم نه له چاسره دښمني لرم اونه ضداوتعصب که په کوم ځای کي خطاشم اوڅوک ددلائلوپه رڼاکي قناعت راکړي نوپه قسم سره وایم چي له څه عار،شرم اوخپګان پرته به په خپلې غلطۍ اعتراف کوم اودادځان لپاره افتخارګڼم نه شرم . پاتي شوداحدیث چی : اتَّقُوا فِرَاسَةَ الْمُؤْمِنِ فَإِنَّهُ يَنْظُرُ بِنُورِ اللَّهِ نومحترمه په څوسندونوروایت شوی ټول یې ضعیف دي دتفصیل لپاره دالیکنه وګوره :
الحديث : ضعيف جدّاً .
رواه الترمذي ( 3127 ) من حديث أبي سعيد الخدري – رضي الله عنه - ، وإسناده ضعيف ، فيه عطية بن سعيد العوفي ضعَّفه أحمد وأبو زرعة ، وفيه مصعب بن سلاَّم ضعَّفه علي بن المديني ، ولابن معين فيه قولان ، وقال ابن حبان : كثير الغلط لا يحتج به ، وقال ابن عدي : ولمصعب أحاديث غير ما ذكرت غرائب وأرجو أنه لا بأس به وأما ما انقلبت عليه فإنه غلط منه لا تعمد .
والظاهر أن حديثه هذا مما غلط فيه ، وانقلب عليه ، فقد روى الحديثَ سفيانُ عن عمرو بن قيس – الراوي عنه مصعب هذا الحديث – قال : كان يقال " اتقوا فراسة المؤمن " ، وهو الذي صوَّبه العقيلي في " الضعفاء " ( 4 / 129 ) ، والخطيب البغدادي في " تاريخ بغداد " ( 3 / 191 ، 192 ) .
ورواه الطبراني في " الكبير " من حديث أبي أمامة – رضي الله عنه - ، وإسناده ضعيف ، فيه : عبد الله بن صالح وهو كاتب الليث بن سعد ، ضعَّفه أحمد وابن المديني والنسائي وصالح جزرة وابن حبان .
ورواه ابن جرير الطبري في " التفسير " ( 14 / 46 ) ، وأبو نعيم في " حلية الأولياء " ( 4 / 94 ) من حديث ابن عمر – رضي الله عنه - ، وإسناده ضعيف جدّاً ، فيه فرات بن السائب ، قال البخاري : منكر الحديث ، تركوه ، وقال الدارقطني : متروك .
ورواه ابن جرير – أيضاً – ( 14 / 46 ) من حديث ثوبان – رضي الله عنه - ، وإسناده ضعيف جدّاً ، فيه مؤمل بن سعيد وسليمان بن سلمة ، وكلاهما منكر الحديث كما قال أبو حاتم الرازي ، وقال ابن حبان عن مؤمل بن سعيد : منكر الحديث جدّاً ، روى عنه سليمان بن سلمة الخبائري ، فلا أدري البلية منه أو من سليمان .
والحديث : حكم عليه الحافظ ابن الجوزي بالوضع ، والشيخ الألباني بالضعف – كما في " السلسلة الضعيفة " ( 1821 ) - ، والصواب : التوسط وأنه ضعيف جدّاً .
اوددې حدیث ((کنت سمعه الذی یسمع به، وبصره الذی بیصر به و یده التی بیطش بها، ورجله التی یمشی بها ))په اړه یوځل بیادرڅخه پوښتنه کوم چي ایاله دې څخه مرادهمدغه صوفیانه اوراد،وظائف،مکاشفې اوبدعتي ذکرونه دي که هغه څه ترې مرادي چي دحدیث په مخکینۍ برخه کي چي ذکرشوي دي؟ دحدیث بشپړمتن داسي دی : 1/386 ـ وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( إن الله تعالى قال : من عادى لي ولياً ، فقد آذنته بالحرب، وما تقرب إلي عبدي بشيء أحب إلي مما افترضت عليه، وما يزال عبدي يتقرب إلي بالنوافل حتى أحبه، فإذا أحببته، كنت سمعه الذي يسمع به، وبصره الذي يبصر به، ويده التي يبطش بها، ورجله التي يمشي بها، وإن سألني، أعطيته، ولئن استعاذني، لأعيذ نه )) رواه البخاري .
دلته خوالله وايي چي ترفرضوپه بل هیڅ شي سره بنده ماته ډېرنه شي نژدې کېدای یعنی له فرضوپرته نوافل ګټه نه لري اوبیاوايي بنده ماته په نوافلودومره نژدې شي چي زه مینه ورسره کوم کله چي زه مینه ورسره وکړم زه دده هغه غوږشم چي دی اوریده په کوي،دده هغه سترګې شم چي دی لیدل په کوي،دده هغه لاس شم چي دی نیول په کوي اودده هغه پښه شم چي دی تګ په کوي که له ماسوال وکړي ورکوم یې اوکه له ما پناوغواړي پناورکوم . ایاددې مطلب داشوچي دی کشف کولای شي؟ پټې ویني؟ اوله هرډول اسبابوپرته پرمغیباتوعلم لري؟ وزیري صاحب که له دې حدیث څخه ته یوه ځانګړې ډله اخلي نوزه وایم دلته چي الله کوم اوصاف یادکړي که هغه په هرمسلمان کي راشي نوالله به ورسره مینه کوي . اوکه یوڅوک له همدې څخه دوحدة الوجوداووحدة الشهودعقیده ثابته کړې نوهم ته یې ورسره منې؟ سره له دې چي ظاهراً یې استدلال هم کېدای شي .


وزیري
01.11.2010

مومن جانه وروره السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

که ته داسی ووایی چی ما ستا ذکر شوی احادیث وپلټل نو رجال می پیدا نکړه نو دا به یوه معقوله مطالبه وی چی بیا ته د رجال غوښتنه وکړی. خو ما ته داسی وبریښیده چی بی له کوم تلاش نه صرف او صرف هسی یوه غوښتنه کوی سره له دی چی رجال به هم درمعلوم وی. که غلط شوی یم نو بښنه درنه غواړم.

دوهم: الله ج وایی: زه دده هغه غوږشم چي دی اوریده په کوي، زه د هغه سترګې شم چي دی لیدل په کوي،دده هغه لاس شم چي دی نیول په کوي اودده هغه پښه شم چي دی تګ په کوي که له ماسوال وکړي ورکوم یې اوکه له ما پناوغواړي پناورکوم.
که انسان دی مقام ته ورسیږی نو ستا په نظر څه فایده یی وکړه؟ دده په سترګو، لاس او غوږو او ځما په سترګو، لاس او غوږو کی بیا څه فرق دی؟ که هیڅ فرق نه وی نو دا خو بیا نعوذ بالله یو هسی چټی مقام دی، که داسی نه ده؟ مهربانی وکړی ددی مقام فایدی تشریح کړی. او تاسو مهربانی کړیده چی که هرسړی متقی و اوسی نو دی مقام ته رسیدی شی. بلی صیب، ولایت کوم داسی یو مقام نه دی چی څه خاصی قبیلی دی ګرو کړی وی، هرسړی کولای شی چی د ولایت مقام ته په تقوی سره ورسیږی.

دریم: که په ظاهره له دی نه د دوحدة الوجود او وحدة الشهودعقیده ثابتیږی، نو زما او ستا په کی په کوم ځای انتقاد دی. دا خو بیا خدای نخواسته مونږه د حدیث متابعت نه کوه. یو سل ځلی خو دی ثابته شی چی سل ځلی یی ومنو.

څلورم: زما د دوه ذکر شویو ایات مبارکه و په رابطه دی هم څه نه وه ویلی.

وسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

عن ابی ذر رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم. لا عقل کاالتدبیر، ولا ورع کا الکف، ولا حسب کحسن الخلق.



ع کريم حليمي
01.11.2010

بسم تعالی
علم غیب . پټه دي نه وي چه پوښیده علمونه پر اته قسمه دي
علم مکاشفه ، علم لدن ، علم باطن ، علم هاتف ،علم الهام ، علم خواب ، علم فراست ،او علم غیب

‏"‏ اِنَّ رُؤْيَا الْمُؤْمِنِ جُزْءٌ مِنْ سِتَّةٍ وَاَرْبَعِينَ جُزْءًا مِنَ النُّبُوَّةِ ‏"‏

یو علم غیب !!! خاص دی په خدای تعالی پوري ، بل چا لره نسته

که د چا دا اعتقاد وو چه رسول الله صلی الله علیه و سلم لره هم علمِ غیب بالاستقلال پر جمیع اشیاء‌ سته . دا کفر دی !!!!
او که ئې دا اعتقاد نه وو بیا هم و ده ته علمِ الغیب ویل نا روادي ولي چه توهم !!!
د شرک په کښي معلومیږي


مومن مهاجر
01.11.2010

الوزیري وروره! بیاهم سلام اواحترام ومنه
محترمه! ماته چي څوک حدیث وړاندي کړي یوځل په خپله کوشش کوم چي رجال یې پیداکړم اوکه په خپله ونه توانیدم نوبیاله هماغه سړي غوښتنه کوم چي حدیث یې نقل کړی څوهغه په دې برخه کي کومک راسره وکړي که هغه هم داکارونه شوی کړای بیاله نوروملګروهم غوښتنه کوم څوپه دې لړکي خپل وس راڅخه ونه سپموي . په هرحال بېغمه اوسه زه خپل توان اوطاقت نه سپموم تحقیق کوم که مي په وس پوره نه شوبیاله هرهغه چاکومک غواړم چي دمرستې تمه ترې کیدای شي .
دهغه حدیث فائده داده چي دارنګه سړی په خپلوغوږونو،سترګو،لاسونواوپښو هغه څه کوي چي له اسلامي شریعت سره برابراودالله جل جلاله له رضاسره موافق وي . هیڅکله یې مطلب دانه دی چي دې سړي ته داسي علم ورکول شي چي دهرډول وسائلوله کارولوپرته دشیانودمعلومولوځواک اوتوان ورته حاصل شي .
نوچي ته په دې حدیث ددې عقیدې ثابتول غواړې نویوځل ددې عقیدې ماهیت اوحقیقت هم تشریح کړه چي وحدة الوجوداووحدة الشهودڅه معنی؟
کوم آیتونه چي تاوړاندي کړي ول دهغوتشریح اوتفسیردادی :
لومړی آیت دادی : قُلْ إِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ مَّا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُ رَبِّي أَمَدًا 25 عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا 26 إِلاَّ مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا . (سورة الجن ۲۷،۲۶،۲۵آیتونه)
ژباړه : ورته ووایه!(اې رسوله!) زه نه یم خبردکوم څه وعده چي له تاسوسره کېږي هغه نژدې دی اوکه به زمارب لري وخت ورته وټاکي؟ په غیبودی پوهېږي اوپه خپل غیب هیڅوک نه خبروي پرته له هغه رسوله چي دی یې منتخب کړي خودهغه پرشا وخواهم څارونکي ټاکي .
په دې آیت کي خوالله جل جلاله دحصرپه کلمه سره وویل چي په خپلوغیبوله رسولانو پرته بل څوک نه خبروي . پرهمدې بنانورددې هیڅ مجال پاتي نه شوچي دکشف لپاره سړی په دې آیت استدلال وکړي .
دویم آیت : مَّا كَانَ اللّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىَ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللّهَ يَجْتَبِي مِن رُّسُلِهِ مَن يَشَاء فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَإِن تُؤْمِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ (آل عمران : ۱۷۹)
ژباړه : پرکوم حال چي تاسویاست الله جل جلاله به مؤمنان پرهغه حال خوشي نه کړي څوپاک اوناپاک سره بېل نه کړي اونه الله جل جلاله داسي دی چي تاسوپه غیبو خبرکړي بلکي الله جل جلاله چي په خپلورسولانوکي څوک وغواړي انتخابوي یې . نوپرالله اودهغه پررسولانوایمان راوړئ که تاسوایمان راوړئ اوتقواوکړئ نوداستاسولپاره لوی اجردی .
په دې آیت کي هم الله جل جلاله ویلي چي تاسوته پرغیبوخبرنه درکوي مګرکه وغواړی رسول انتخاب کړي نوداکارکوي . لنډه داچي علم غیب یعني له هرډول وسائلوپرته پریوشي علم راوستل دالله جل جلاله ځانګړی صفت دی له رسول نیولي ترصحابي،مجاهد،سترعالم اوهرډول متقي انسان پوري هیڅوک په دې صفت موصوف کېدلای نه شي . اماپاتي شوکرامت هغه یوبېل شی دی له کشف اوعلم غیب سره هیڅ تړاونه لري .اوستاپه لاندیني حدیث کي څواملایي سمونې : عن ابی ذر رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم. لا عقل کاالتدبیر، ولا ورع کا الکف، ولا حسب کحسن الخلق .
لاعقل کاالتدبیرناسم،سمه بڼه یې داده : کالتدبیراوکاالکف ناسم،سمه بڼه یې داده : کالکف . هیله ده خپه نه شې . ورورمومؤمن مهاجر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more