د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Re: دډيموکراسۍ مَيَنان دي وګوري (عکسونه)

لونګين
21.05.2004

خاټول خورې سلام عليکم!
عيان ته د بيان حاجت نشته، د امريکا ټول تاريخ په ظلم باندي کيښودل شوي دي او پردۍ مځکه ئي نيولې دي .
امريکايان هغه مخکينې اروپا ئي جنا يتکران وو چې د لوږي له کبله او يا د جنايت له کبله دي نوي نړۍ ته ( ددوي په اصطلاح ) تشتيدلي دي .او هلته ئي د امريکي اصلي او سيدونکي تول مړه او تباه کړل.
ددي وحشي ( Ramsfeld ) نيکه د جرمني د بليفلد له ښار څخه امريکي ته تللي دى.
دغه خلک انساني عادطفه او بشرې کرامت نه بيژني او اولسي کلتور نلري . ددوي کلتور تخنيکي شيان دي
او دپيسو لپاره هر کار کوي.گوره چې په ښځو دغه د خنځير الواده څه تجارتونه کوي چې د بشريت نوم ئي بد که .
خوري ! هغه لېوني عرب چې څو ورځي مخ کې زمونږ بد تري را تلل، خداي پاک دى اوس ژوندي لري او خداي پاک د نور هم قدرت ورته ور کړي چې ددې جنايتکارو او يهودپه مخ کې په برياليتوب سره وجنګيږي.
ددوي د نالت لا پر دي مرداره ديموکرا سي شي .ددي جنايتکارانو په اساسي قانون کې داسي ليکلي دي:

The dignity of the person is untouchable. To respect them and to protect is obligation of all state power
خو سره له دي څخه دوي خپل دولتي ترور په داسي ډول کوي چې د مونږ تول انساني کرامتونو ،خدايي او طبعي حقونه له منځه وړي او هيڅ حق نه ور کوي. لنډا چې د هټلر جنايتونه ددوي په جنايتونو ډير شرف لا ره .

په ډير درنښت ، ستاديني ورور لونګين

ضuote="خاټول"][img:a1fe56bb04]http://www.hamidco.jeeran.com/images/69.gif[/img:a1fe56bb04]
[color=blue]ښاغليو خويندو او وروڼو سلامونه اوښی چاري :!:
هره ورځ چي به دټول افغان ويب پاڼي ته پدي هيله راغلم، چي ښاي وروڼو او خويندو به مي دهغي غميزي په اړه څه ليکلی وي، چي ټول بشريت يي په ليدو او اوريدلو سره ولړزيده، او دانسانيت روح له شرمه ابليس ته سرټېټي


خاټول
21.05.2004

[img:a4ad2bb3bb]http://www.ummat.com.pk/web_photo-17052004/images/Pic-1705200407.jpg[/img:a4ad2bb3bb]
[img:a4ad2bb3bb]http://www.thememoryhole.org/war/iraqis_tortured/iraqis_tortured_newyorker-i.jpg[/img:a4ad2bb3bb]
[img:a4ad2bb3bb]http://abcnews.go.com/media/World/images/ap_iraq_abuse7_040519_ssv.jpg[/img:a4ad2bb3bb]
[img:a4ad2bb3bb]http://www.alhesbah.org/v/attachment.php?attachmentid=136[/img:a4ad2bb3bb]
[img:a4ad2bb3bb]http://www.washingtonpost.com/wp-srv/photo/homepage/hp5-20-04pp.jpg[/img:a4ad2bb3bb]
[img:a4ad2bb3bb]http://media.washingtonpost.com/wp-dyn/images/I44079-2004May20L[/img:a4ad2bb3bb]
[img:a4ad2bb3bb]http://myalhesbah.org/v/attachment.php?attachmentid=141[/img:a4ad2bb3bb]
[img:a4ad2bb3bb]http://myalhesbah.org/v/attachment.php?attachmentid=147[/img:a4ad2bb3bb]
[img:a4ad2bb3bb]http://myalhesbah.org/v/attachment.php?attachmentid=142[/img:a4ad2bb3bb]
[img:a4ad2bb3bb]http://myalhesbah.org/v/attachment.php?attachmentid=140[/img:a4ad2bb3bb]
[color=darkred:a4ad2bb3bb]دوحشي تمدن دبړيڅو مهذب اومترقي عمل!!!
دمسلمان امت واکدارنو! په تاسو لعنت ووايو اوکه ستاسو په بادارانو????[/color:a4ad2bb3bb]



طالب خان
24.05.2004

درنى عفيفى او دانشمندى خور خاټول صاحبى السلام عليكم ورحمت الله وبركاته!
انالله وانااليه راجعون
پورته ايت هم دعراقي مظلومو مسلمانانو په حق كي سم ثابتيداى شي او هم دمرحومه امت دبيوسۍ او بيوزلۍ په حق كي.همداراز دهغو خلكو دعقلونو او وجدانونو په مرگ باندي هم دغه ايت لوستل په كار دي چي ددى هرڅه په ليدلو سره بياهم امريكايي جمهوريت زموږسترگو ته نيغ نيغ كوي.هره ليكنه او هرټكى يى دامريكا له تعريفه ډك وي او چي دتهذيب او تمدن دتمثيل خبره راشي نو ان قراني مبارك اياتونه او نبوي احاديث به هم په امريكا ورتطبيق كاندي.
صليبي بوش دعراق پرضد دجگړى دپيل پرمهال همداخبره كړي وه چي موږغواړو عراقيان دصدام درژيم له ظلم او استبداد نه ازاد كړو.دابوغريب ټوليزه عقوبت ځايونه ړنگ كړو او داسي نوري اوتي بوتي............
خو ومو ليدل چي دبشري حقوقو علمبردارانو او دديموكراسۍ ازادۍ او تمدن چمپينانو دابوغريب عقوبت خانى څنگه او په څه ډول له سره ابادي كړى؟؟؟ داخو يى يوازي دڅو عسكرو او دڅو مواردو دجناياتو عكسونه دي.تردى ځورونكي او ژړونكي عكسونه خو هغه دي چي دكانگرس غړو ته ورښودل شويدي.
حسبناالله ونعم الوكيل.نعم المولى ونعم النصير.صدق الله العظيم.


د ډيموکراسۍ...

(( ښه ))
24.05.2004

ګراني خور خاټول ، ښاغلي ورور طالب خان صاحيب او د دې پاڼي نورو درنو لوستونکو ته تر هر څه وړاندي نيکي هيلي او د ورورۍ سلامونه وړاندي کوم .
لومړۍ د ښاغلي ورور غروال صاحيب څخه مننه کوم چي زما او د خا ټول خور تر منځ ولاړه خبره يې په پوره دقت او پاملرني د حل لوري ته وړې وه . په ځانګړي توګه هغه برخي چي ما په خپله ليکنه کي ورته پام نه و ساتلۍ(( هغه د مليتونو او قومونو په اړه خبري ))
ګراني خور خاټول او ګران او ښاغلي ورور طالب خان صاحيب ! زه غواړم په دي روان بحث کي د خپل نظره دريو ټکو ته ستاسو پام را واړوم .
١ -- زه فکر نه کړم چي کوم افغان دي داسي دلايل وړاندي کړي چي په عراق کښي د امريکايې تيري د برئت لپاره وي ، او په ځانګړي ډول زه خپله د لويه سره پر عراق د امريکايې تيري کامله غندنه کوم او دا اوسنۍ جنګي جنايت د بخښني نه ګڼم او دعراقي بنديانو سره د ا جنايت د هغي تيري دوام ګڼم چي د عراق پر مظلوم اولس پيل شوي او دوام لري . زه د زندا نيايانو سره د جنايت پای نه ، بلکي پر عراق د تجاوز پای غواړم .
٢ -- زما په نظر دا عکسونه چي په دې پاڼه کي ايښودل شوي ، دا د افغانانو او زموږ د هيوادوالو د هڅو محصول نه دۍ دا د عراقيانو او نورو اعرابو او د اعرابو اسلامي او غيري اسلامي دوستانو د کار نتيجه ده چي اوس يې د نړيوالو پام را اړولۍ دۍ . نو زما لپاره همدومره د يوه انسان په صفت ضروري او حتمي ده چي د دې پيښو مسولين وغندم او د جنايت کارانو په ډول يې ومنم ، نه د ديموکراسۍ د پلويانو په ډول . خو هغه څه چي عرب يې د خپلو اسلامي او کفري ملګرو په مرسته کولای شی ، له بده مرغه زموږ افغانان وروڼه يې نه شي کولاي ، دا په کار وه چي اوس هغه عکسونه را پيداشوي وای کوم چي دافغاني زلمو سره ناوړه سلوک برملا کوي . زما اند دادۍ چي راځۍ په خپل درد وژاړو او خپله دومره توان پيدا کړو چي زموږ ږغ داسي شي لکه د احمد شاه بابا او ميرويس نيکه او خوشال بابا ، محمود ، کنشکا او نور بيا به امريکا داسي بيله ډاره د امريکا له لويې وچي د اسيا لويې وچي ته نه راتللای .
٣ -- پښتانه يو ډير ښه متل لري وايې چي (( اول ځان پسې جهان )) دا خو زموږ يو عام اومنلۍ متل دي ، خو د نوري نړۍ خلکو د پښتنو دا متل په عمل کي پياده کړيدۍ ، د هيڅ پر مختللي او ځواکمن هيواد خلک نه شته چي د خپل هيواد د ګټو خلاف دي کوم عمل تر سره کړي په داسي حال کي چي د وروسته پاته هيوادونو او په ځانګړي توګه د افغانستان معصوم اولس اړ ويستل شوۍ چي د خپل هيواد او اولس د ګټو خلاف موقف ته ودريږي او يا د خپلوملي ګټو پر خلاف د بل مرسته وکوي ، او خپل هيواد حتی د يوه بل هيواد په لمن کي د تحفي په توګه وراچوي او يا يې د يوه لوي ځواکمن سره يې د جګړي لوري ته ، د پرديو د ملاتړ لپاره يوې داسي نابرابري جګړي ته بيايې چي څرګنده نتيجه يې د خپل هيواد وراني او ورسته پاتي والۍ کي ساتل دۍ او بس .


Re: د ډيموکراسۍ...

خاټول
07.06.2004

[quote:f3e55c6968]ګراني خور ! تاسو پوهيږۍ چي د افغانستان اوسنۍ محدودي ته د لومړي ځل لپاره د حضرت عثمان په وخت کي عربي لښکر د افغانستان د تصرف لپاره راغلل او د هجرت ٢٥ کال وچي د عبدا لله بن عامر تر قوماندي لاندي عربي لښکر تر کابله ورسيدل . خو هغوۍ افغانستان خپل نه کړ داجګړه په پرله پسي توګه تر ١٨٠ کالو پوري اوږده شوه تر څو چي اموي امپراتورۍ د اوسني افغانستان زياتي برخي تر خپل اشغال لاندي راوستلې .په دي دوره د دي سيمي خلکو د خپل پخواني دين څخه د دفاع تر نوم لاندي خپله خپلواکي ساتل غوښتل ، او مقاومتونه يې جاري ساتل ، خو چي کله يې توان ونه رسيدۍ نو تر مستقيم تسلط لاندي دوره کي يې د اسلامي غورځنګونو په جامه او لباس کي مقاومتونه پيل او تر ٢٥ کالو مخامخ عربي تسلط وروسته يې په ٢٠٥ هجري کال د طاهريانوکورنۍ په لار ښو ونه خپله خپلواکي تر لاسه کړل . دا ياد وني زموږ د هيواد څرګند تاريخ دۍ . زه دا تاريخي بحث نور نه اوږدوم يوازي همدا دوره د بيلګي په توګه را يادوم چي زموږ د هيواد ملي ګټي په کومه دوره کي خوندي وي او نړيوالتوب زموږ سره څه وکړل .
[/quote:f3e55c6968]
ښاغلی عزتمن استاداو ورور عتيق صيب خداى پاك موروغ او سالم لره.
محترمه يقينا تاسي چي په دغه فورم كي كوم څه ليكلي هغه ترملغرو كمي ندي.هغه دهر دردمن مسلمان دزړه اواز دى.زه مخكي لدى چي تاسي ته ځواب ووايم يووضاحت درته كوم.هغه داچي له اسلامي خلافت نه زما مراد قطعا دامويانو اوعباسيانو دوره نده.بلكي زما په اند داسلامي خلافت لپاره ماډل ،خلافت على منهاج النبوة دى.اوهغه دوره دراشدو خلفاوو او خليفه عمر بن عبدالعزيز(هغه هم راشد خليفه شميرل كيږي) دوره ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم يى موده په څه باندي ديرشو كلونوكي محدوده كړيده.حضرت صلى الله عليه وسلم فرمايلي وو چي دا دوره به دخلافت وي او له هغه وروسته به ملك العضوض يعني ظالم پاچايان راشي.نو دامويانو يا عباسيانو دوره داسلامي خلافت لپاره الگو او سمبول نشي گڼل كيداى او نه يى موږتاييد كوو.البته په نسبي ډول هغه مهال ترنن غوره وو.ځكه چي كم تركمه دمسلمانانو كلمه ترډيره ځايه يوه وه او دباندنيو كفريه ځواكونو پرخلاف يى ډيرځلي ښه گټور كارونه هم ترسره كړيدي.
اوبل داچي داسلامي خلافت معنا يومستبد،خودسری اوغيرمنتخب حکومت ندی (لکه ځني ياران چي انګيري) بلکي خلافت به داسلامي دولت درعاياوودمنتخبي شورا له لاري ټاکل کيږي،په داسي ډول چي شورا به دخپلوغړيو له جملي نه يوڅو دشرائطو واجد او اهل کسان ددولت درياست يا اميرالمؤمنينتوب دپاره (البته ددوي دغوښتني پرته) امت ته وړاندي کړي، اوامت به په خپل نوبت دټول ټاکنو له لاري يوکس منتخب کړي اوبيعت به ورسره وکړي،دخليفه دخلافت دمودي تحديديانه تحديد يوه اجتهادي مسئله ده چي دزمان له شرائطو سره سم ورباندي شورا پريكړه كولاى شي.نوداسلامي خلافت او لويديځوالي ديموكراسي ترمنځ په دوو بنسټيزو توكو كي توپيرسره راغى .لومړى داچي په ديموكراسي كي يوڅوك پخپله دڅوكۍ او واك دترلاسه كولو لپاره ميدان ته رادانگي او په خوله يى غواړي خو په اسلامي خلافت كي بيا داسي نده.بلكي څوك چي په خپله خوله واك او څوكۍ وغواړي او يا هڅه پسي وكړي داسلامي اندود له مخي هغه په هيڅ صورت دانتخاب او ياهم دواك دورسپارلو وړتيا نلري.
دوهم توپير دادى چي په مغربي ديموكراسي كي تقنين او تشريع Legaslitism دخلكو درايو پربنسټ ترسره كيږي اوپه اسلامي خلافت كي دا واك يوازي له لوى خداى جل جلاله سره دى.اودخلافت نظام دخدايي اصولو دتطبيق اودهغو دساتنو مكلفيت لري نه داچي له ځانه اجتهادات وكړي او دهغو له امله منصوصي احكامو ته تغير وركړي.
له پورته توضيح وروسته هيله كوم چي ستاسي منتخب پراگراف به يوځلي بيا ولولۍ.تاسي هلته ليكلي چي افغانانو له خپل پخواني دين نه داعرابو په مقابل كي دفاع كوله.دمسلمانانو دعقيدى له مخي او دقراني نصوصو له مخي اسلام يوازيني هغه دين دى چي لوى خداى ته مقبول دى.ترهغه دمخه ټول اديان منسوخ شويدي او هيڅوك يى په عملي كولو نه يوازي داچي مكلف ندي بلكي هغه اوس دباطلو اديانو په جمله كي گڼل كيږي(البته په عملي ژوند كي دتطبيق له پلوه باطل گڼل كيږي نه داسماني دين له پلوه)
پاتي شوه دافغانانو هغه مهالنى مقاومت موږدملت پالني په جذبه كي برحق نشو گڼلاى او نه هم دهغه مهال مشرانو ته موږ له جهالته پرته كوم بل خطاب وركولاى شو.ځكه داسلام پرضد جگړه يوازي دجاهلانو كار دى اوبس.............
نوستاسي دپورتنۍ ليكني او زما ددغو توضيحاتو له امله ښايي ستاسي لاندينۍ پوښتنه ځواب شوي وي.
[quote:f3e55c6968] ګراني خور ! لومړۍ پوښتنه داده ، په داسي حال کي چي د هغه وخت افغانانو له خوا د عربو امپراتورۍ ته هيڅ خطر متوجه نه و ، خو عربي لښکرو د اسلام مبارک دين خپرولو تر سرليک لاندي د جګړې او زور له لاري ، ولي په يوه حمله له سيستانه تر کابله خپل ځواکونه ورسول او په لار کي يې د ډيرو داسي انسانانو سرونه پري کړل ؟ لکه چي تاسو د اندونيزيا د يوشمير معصومو انسانانو عکسونه را پيدا کړي دي ، خو له بده مرغه هغه وخت عکسونه اورسامۍ نه وي چي اوس موږ هغه ليدلي وای . دي پوښتني ته زه لنډ جواب ليکل غواړم او هغه داچي : په هغه موقع کي چي عبدا لله بن عامر د افغانستان خاوري اشغال ته توظيف شو هغه وخت د عربي امپراتورۍ د وسعت مسله وه نه ده اسلام مبارک دين د خپرولو موضوع ، همداسي چي اوس د ديموکراسۍ تر نوم لاندي د هيوادونو اشغال تر سره کيږي او د اشغال چاري د رامسفيلد تر قوماندې لاندي تر سره کيږي .[/quote:f3e55c6968]
پاتي شوه ستاسي داخبره چي ددغو جگړو گټه افغانانو ته ورسيده كه عربو ته :!: :!: :!:
نو وروره اياپه سيمه كي داسلام خپريدا او زما او ستا او دميليونونو نورو انسانانو په اسلام باندي مشرف كيدل زموږدپاره گټه نه بولۍ؟؟؟ او ايا تردى هم كومه لويه گټه شته؟؟؟
او احيانا كه عربو زموږ خاوره نه واى لاندي كړي نو افغانانو به اوس هم بتانو ته سرونه لگولاى او دچقماق په زمانه كي اوسيدلاى.دافغانستان له لوري دنړۍ گوټ ګوټ ته لشكركشي او په دغه هيواد كي دنامتو مسلمانو پاچايانو منځته راتگ په اصل كي داسلام له امله وو.كه موږپه اسلام مشرف نه واى نو په نړيوال ډگر كي مو هيڅكله هم دومره ستر رول نشواى لوبولاى.


د ډيموکراسۍ...

(( ښه ))
07.06.2004

ګراني خور خاټول او د دې بحث نورو لوستونکو ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم !
ګراني خور ماستا ليکنه ولوستل په زړه پوري ليکنه ده ، خو زه په هغه برخه کي چي په شرعي مسائيلو پوري اړه لري او يا هم په ځانګړي توګه د خلافت مسله ، د ويلو او ليکلو لپاره څه نه لرم ، يوازي دومره ليکل غواړم چي د خلافت مسله لږ تر لږه ١٣٨٠ کاله پخوا د يوه نوي سياسي نوښت په توګه د هغه وخت د نورومسلطو نظامونو پرتله د ازادۍ او بشري هوسايې پر لور ګام و ، خو اوس دهغه بيا رايادول او بيله تغيره د هغه پخوانيو طرح شويو اصولو کټ مټ تطبيق ول شونۍ نه دۍ او بل د اوسنۍ تخنيکي او علمي پرمختياو سره د سمون او ګډيدلو وړتيا نه لري . که چيري څوک وغواړي د پخوانيو اصولو پر بنسټ اسلامي خلافت جوړ کړي نو په وړاندي به يې خامخا دادوې ستونزي پرتې وي . لومړۍ داچي د اسلامي خلافت هغه اصول به له سره جوړه وي ، چي د اوسنۍ زماني د مقتضياتوسره سمون نه لري ، دا ده دې لپاره چي اوسنۍ تخنيک او پوهه يې ومنۍ ؛ دوهمه ستونزه به داوي چي که په هغه اصولو او موازينو کي تغير راولي بيا نو هغه اسلامي خلافت نه دۍ چي ١٣٧٠ کاله پخوا يې د عملي کيدو ايډيا لوژيک اصول غوره شوي وه . په هر صورت دا زموږ د بحث منځنۍ خبره نه ده ،ستاسو په ليکنه کي دا ټکۍ شته چي حضرت پيغمبر ( ع ) ويلي چي دا خلافت به تر ديرشو کالو پوري وي ، د دي مانا داده چي نور به هيڅ دا ډول اسلامي خلافت واک ته ونه رسيږي . دا چي پيغمبر ( ع ) فرمايلي چي دا خلافت به نه وي نو بيا ها د چا خبره څله هسي خوشي ... ور نښتي يو چي نه موږ دا خلافت د دي سره سره چي ويل شوي چي تر ديرش کالو وروسته به نه وي بيا يې هم موږ جوړه وو . په هر صورت زه خپلي خبري ته راځم او هغه داچي :
ګراني خور او ګرانو لوستونکو ! هيڅ دين ايديالوژي نه شته چي تر خپل پيدايښت وړاندي معتقيدات او نظريات رد او يا باطل ونه ګڼۍ . ددې ترديد او ابطال اعلانول د هري نوي ايديالوژۍ او هر نوي فکري طرز د ژوند او برياليتوب لپاره اړينه ده . که چيري دا اعلان ونه کړي بيانو دي پوښتني ته جواب نه شي ويلای چي که پخواني سم دي نو د نوي د ظهور اړتيا څه ده ؟ زه د يو مسلمان په توګه وايم چي الحمد ا لله چي اوس شکر د خدای دۍ چي مسلمان يم . او که دا ډول پوښتنه د يوه هندو څخه وشي هغه هم شايد شکر وباسي چي هندو دۍ او کرشتيان خو لا هلته پريږده ، ځکه چي هغه خو لا يو څه ځان نور هم نږدۍ ګڼي . په هر تقدير زما په اند دا د انسانانو اختيار نه دۍ بلکي د هغه چاپيريال او ټولنيز ماحول حکم دۍ چي انسان يې په لمن کي پيداکيږي او وده کوي . د هندي شيري واستوا جيګنګارام په کور کي به هندو زيږي او د افغان عبدا لله په کور کي به مسلمان خو دا چي بيا به هغه ماشومان د کومو اثراتو او اغيزو لاندي کوم څه ټاکي دا هم دهغه په چاپيريال او ماحول پوري اړه لري . اوس له دي خبري راتيريږم او دا يادونه کوم چي د کوشاني کنشکا امپراتورۍ دبدبه د هغه وخت پر ټوله نړۍ خپره وه ، هغه وخت په ټوله اسيا او اروپا کي څلور لويې امپراتورۍ موجودي وې چي يوه هم د افغانانو کوشاني امپراتوري وه ، خو هغه وخت په افغانستان کي د بيلا بيلو مذاهبو او په ځانګړي توګه د بودايې مذهب پيروان اوسيدل ، هغه امپراتوري د اسلام مبارک دين له برکته نه وه جوړه شوی ، هيپتاليان هم همداسي او تر هغه وړاندي د افغانستان اوستايې پير او ويدي پير لا نور وياړونه درلودل ، چي دلته يې دزياتو تفصيلاتو يادونه مناسب نه وينم .
ګراني خور زه تاسو مخاطب کوم خو خبره مي يوازي تاسو ته نه ده متوجه بلکي دا زما نظر دۍ او غواړم چي لوستونکي پوه شي چي زه د دې ملي روحيې او اسلامي عقيدې ترمنځ په کوم ځای کي ولاړيم ؟
زه ه نړيوالتوب په هره بڼه چي وي نه منم ، خو نړيوالې اړيکي د خپل هيواد د ګټو سره په تلفيق او سمون کي غواړم ؛
زما باور دادۍ چي هيڅ انسان بيله عقيدې او مفکوري بشپړ نه دۍ ، د اسلام مبارک دين زما لپاره يوه سپيڅلې عقيده ده نه د نړيوال تنظيم وسيله ؛
زه د ولتر د هغي خبري کلک ملاتړ کوم چي و يوه خپل دوست ته يې ليکلي وه (( دوسته زه ستا د نظريې کاملا مخالف يم ، خو ستا د دې حق پوره درناوۍ کوم چي نور ته يې واوروې څو خلګ ستاپه رايه پوهه شي ))
په درنښت


خاټول
11.06.2004

[quote:26643aa971]خو زه په هغه برخه کي چي په شرعي مسائيلو پوري اړه لري او يا هم په ځانګړي توګه د خلافت مسله ، د ويلو او ليکلو لپاره څه نه لرم ، يوازي دومره ليکل غواړم چي د خلافت مسله لږ تر لږه ١٣٨٠ کاله پخوا د يوه نوي سياسي نوښت په توګه د هغه وخت د نورومسلطو نظامونو پرتله د ازادۍ او بشري هوسايې پر لور ګام و ، خو اوس دهغه بيا رايادول او بيله تغيره د هغه پخوانيو طرح شويو اصولو کټ مټ تطبيق ول شونۍ نه دۍ او بل د اوسنۍ تخنيکي او علمي پرمختياو سره د سمون او ګډيدلو وړتيا نه لري . که چيري څوک وغواړي د پخوانيو اصولو پر بنسټ اسلامي خلافت جوړ کړي نو په وړاندي به يې خامخا دادوې ستونزي پرتې وي . لومړۍ داچي د اسلامي خلافت هغه اصول به له سره جوړه وي ، چي د اوسنۍ زماني د مقتضياتوسره سمون نه لري ، دا ده دې لپاره چي اوسنۍ تخنيک او پوهه يې ومنۍ ؛ دوهمه ستونزه به داوي چي که په هغه اصولو او موازينو کي تغير راولي بيا نو هغه اسلامي خلافت نه دۍ چي ١٣٧٠ کاله پخوا يې د عملي کيدو ايډيا لوژيک اصول غوره شوي وه [/quote:26643aa971]
گرانه او ښاغليه وروره عتيق صيب اونورو كتونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وروره په زړه پوري ليكنه مو كړي وه، په ذهن ،قلم او گوتو مو لا بركت شه، رښتيا هم چي مخالفه رايه زغمل او دهغي درناوي كول په خپل وار عظمت او لويوالي دليل دي، وياړم چي ستاسي په څير دردند ادعزتمن ورور مي مخاطب دی.
وروره زما په شمول به هيڅوك درسره دا بهانه ونه مني چي گواكي تاسي دخلافت دمسئلي په شرعي برخه كي معلومات نلري، نوهيلمنده يم چي په دي اړه خپل معلومات له مونږ نه ونه سپموي، اودي بحث ته دلائلو په ليكلو سره لا ښکلا وركړي.
وروره كه لږ په واضح ډول او ده مثالونه په وړاندي كولو سره راته وليكي چي هغه كوم اصول دي چي ((بيله تغيره يي د هغه پخوانيو طرح شويو اصولويه رڼاکي کټ مټ تطبيق ول شونۍ نه دۍ او بل د اوسنۍ تخنيکي او علمي پرمختياو سره د سمون او ګډيدلو وړتيا نه لري . ))
وروره كه تاسو دلطف له مخي په دي برخه كي څه وليكي نو ښايي چي ياخو به زما د قناعت وړ وگرزي اويا به هم ددلائلو په ليكلو دا بحث جاري وساتو.

[quote:26643aa971]ده ،ستاسو په ليکنه کي دا ټکۍ شته چي حضرت پيغمبر ( ع ) ويلي چي دا خلافت به تر ديرشو کالو پوري وي ، د دي مانا داده چي نور به هيڅ دا ډول اسلامي خلافت واک ته ونه رسيږي . دا چي پيغمبر ( ع ) فرمايلي چي دا خلافت به نه وي نو بيا ها د چا خبره څله هسي خوشي ... ور نښتي يو چي نه موږ دا خلافت د دي سره سره چي ويل شوي چي تر ديرش کالو وروسته به نه وي بيا يې هم موږ جوړه وو . [/quote:26643aa971]
وروره رسول اكرم صلي الله عليه وسلم په مبارك حديث كي يواځي دخلافت دپيل ددوري تحديد او ورپسي ددي مباركي دوري دانقطاع وړاند وينه كړي، او ددي هيڅ كله دا معنا نده چي دملوكيت له دوري وروسته به بيا خلافت نه رامنځ ته كيږي، بلكي رسول الله تصريح كړي چي دملوكيت له دوري وروسته به بيا((خلافت علی منهاج النبوة)) را مينځ ته كيږي،[يوځل بيا له درانه استاد حليمي صيب نه په خورا احترام غوښتنه كوم چي ده دي مبارك حديث عربي متن را پيدا او زمونږ علمي تنده راماته كړي _ استاده يوځل بيا مننه او تشكر].
[quote:26643aa971]زما باور دادۍ چي هيڅ انسان بيله عقيدې او مفکوري بشپړ نه دۍ ، د اسلام مبارک دين زما لپاره يوه سپيڅلې عقيده ده نه د نړيوال تنظيم وسيله ؛ [/quote:26643aa971]
وروره ولي؟ دا چي اسلام ديوه نړيوال نظام دپلي كولووړتيا لري نه يواځي ښاي چي ديوه نظرياتي او مفكوريي مسلمان گروه وي ،بلكي ډيرومغربي پوهانو دا حقيقت درك كړي او اعتراف يي باندي كړي ، اوكه مونږ له خپلو مصروفيتونونه لږ وخت وسپمه وواو داسلامي سياست ، اسلامي اقتصاد او اسلامي نظام عدل مطالعه وكړو نو په دي حقيقت به ورسيږو چي اسلام يواځ ديوڅو معتقداتو اوعباداتونوم نه بلكي اسلام يوه مكمل دستور حيات دي، چي په خپله پراخه لمن كي دنړيوال سمون دپاره په زړه پوري اصول او ضوابط لري.



ع کريم حليمي
12.06.2004

ګراني خور خاټول او د دې بحث نورو لوستونکو ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم !

[quote:cce20593bb]((خلافت علی منهاج النبوة)) [/quote:cce20593bb]
ګراني ،قدرمني غاټول تاسو د خلافت علی منهاج النبوة حديث غوښتي دۍ ( Most High Caliphat )
له سلو حديثو نه زيات سته ٠ که ستاسو دحديث موضع لږ ماته وليکي لکه ساسوچه ليکلي (خليفه عمر بن عبدالعزيز(هغه هم راشد خليفه شميرل كيږي) انشأ الله نوبه حديث حواله درپيداکړم
اوس به هغه دوه حديثونه تاسوته وليکم کوم چه ساسو په ليکنو کي اشاره ورته کړې وه
Sunan of Abu-DawoodHadith 4629 Narrated bySafinah

The Prophet (peace be upon him) said: The Caliphate of Prophecy will last thirty years; then Allah will give the Kingdom of His Kingdom to anyone He wills
.......................................................................................................................................................................
Al-Tirmidhi HadithHadith 5378 Narrated byHudhayfah ibn al-Yaman

An-Nu'man told on Hudhayfah's authority that Allah's Messenger (peace be upon him) said, "Prophecy will remain among you as long as Allah wishes it to remain, then Allah Most High will remove it. Then there will be a caliphate according to the manner of prophecy as long as Allah wishes it to remain, then Allah Most High will remove it. Then there will be a distressful kingdom which will remain as long as Allah wishes it to remain, then Allah Most High will remove it. Then there will be a proud kingdom which will remain as long as Allah wishes it to remain, then Allah Most High will remove it. Then there will be a caliphate according to the manner of prophecy." Then he stopped. Habib said: "When Umar ibn AbdulAziz became caliph I wrote to him, mentioning this tradition to him and saying, "I hope you will be the commander of the faithful after the distressful and the proud kingdoms." It pleased and charmed him, i.e. [color=red:cce20593bb]Umar ibn AbdulAziz[/color:cce20593bb]."
Ahmad and Bayhaqi, in Dala'il an-Nubuwwah, transmitted it.٠ انشأ الله که مي عربي الفاظ درپيداکړه ٠ ستاسو ته به ئی درکاپي کړم
.......................................................................................................................................................................
[color=blue:cce20593bb] ګراني خور خاټول او عتيق صاحب ستاسو ليکنو څه ډيره مننه ٠ ډېر علمي اواصولي بحث دۍ ٠
ستاسو قدرکوم ٠ ستاسوبحث په دې خاتر ماته قدرمن دۍ چه ستاسو کتاب نه لاپي کوۍ ٠
يعني ستاسو هغه څه ليکۍ چه ستاسو په باور دی ٠ نو ويلاي سم ٠ ماته هغه څه راښوۍ چه په کتابو کي ئی
نسم پيداکولای ٠ يو واري بيا تشکر درڅخه کوم ٠ [/color:cce20593bb]


خاټول
25.06.2004

مكرم استاد همدغه پورتني حديثونه زما مستدل وو، الله تعالى مو په مبارك عمر كي بركت كيږده
نپوهيږم چي گران استاد عتيق صيب ولي دا بحث نيمگړي راپريښود الله دي وكړي چي موانع به يي
دخير وي، او الله مو دي د ده په ښکلو ليكنو تنده را ماته كړي.


خاټول
25.06.2004

[color=darkred:316b495e56]ښاغلو أغلو مينه اوسلامونه !
غواړم چي دابحث بيا خپلي اصلې موضوع ته راواړوم ، او دصليبي جنايت كارانو ده يوه نوي جنايت نه پرده پورته كړم، په لاندني انځور كي يو عراقي بندي وينوچي صليبي بړيڅي يي په څونه وحشت مقتل گاه ته بياي ، راځي چي انځورنه وگورواوخپل تاثرات ورباندي وليكو: [/color:316b495e56]
[img:316b495e56]http://www.q8ytop.com/pic/files/Anti_Yankee-1088076540.jpg[/img:316b495e56]
[color=orange:316b495e56]بندي چي لاسونه يي شاته تړل شوي[/color:316b495e56]
[img:316b495e56]http://www.q8ytop.com/pic/files/Anti_Yankee-1088076678.jpg[/img:316b495e56]
[color=brown:316b495e56]په وحشتناك ډول يي لري ځاي ته بياي چي دخلگو له سترگو الونيا دوژني خپله شيطاني غريضه ورباندي اشباع كړي[/color:316b495e56]
[img:316b495e56]http://www.q8ytop.com/pic/files/Anti_Yankee-1088076732.jpg[/img:316b495e56]
بي وزله انسان ده وحشي ډيموكراسۍ ښكار شو_ دانځور ښې لوري ته دوحشي بړيڅي په شونډانو
ده خپل ښه كار له امله ابليسي موسکا رقص كوي. [color=red:316b495e56][/color:316b495e56]


د ډيموکراسۍ...

(( ښه ))
26.06.2004

ګراني خور خاټول ښاعلي استاد حليمي صاحيب او د دي بحث نورو لوستونکو ته سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم . هيله مي ده چي په پوره روغتيا سره يې ومنۍ .
څو موده مي د خپلو ورځنيو بوختو له وجي ونه شوه کولاي چي د دوستانو په دي ارزښتمن بحث کي برخه واخلم ، خو هره ورځ مي دا بحث د خپل کار په کمپيوتر کي له نظره تيراوه ، چون په کور کي مي وخت ډير لږ وو نو ځکه مي د ليکلو توان ونه موند . په هر تقدير اوس غواړم چي لومړۍ د خپاره شويو عکسونوپه اړه خپله پوره خواشيني څرګنده کړم او بيا دعا کوم چي الله پاک دي د نړۍ ټول اولسونه زموږ د هيواد د اوسيدونکو په ګډون د بهرنيانو د اشغال او تعدي څخه خلاص کړي . تر دې دعا وروسته !
ګرانو دوستانو زما له نظره د دې بحث دوام نور په زړه پوري نه بريښي ، د دې وينا لپاره زه درې دليله لرم :
١- په دي بحث کي يوازي موږ درې تنه لګيا يو ؛
٢- په دې بحث کي د دريو واړو فکري طرز څرګند دۍ ؛
٣-په دې بحث کي د افغانستان په اړه اسناد او عکسونه نه وړاندي کيږي ؛
د دې لپاره چي ستاسو دوستانو وخت مي خوشي په اوتو بوتو نه وي ضايع کړۍ ښه به وي چي يوځل بيا خپل رايه د نړيوال توب په هکله څرګنده کړم .
پخوا تر دې چي خپله رايه څرګنده کړم ديوه مطلب يادول اړين ګڼم او هغه دا چي زه چي کله په يوڅه وپوهيږم بيا نو هغه ليکم او وايم ، هيڅ پټ پوټانۍ مي نه دۍ زده . ما په لومړي سر وليکل چي زه په شرېعي مسايلو نه پوهيږم ، خو زما ګراني خور ته دا خبره رښتيا نه ده بريښيدلې . په داسي حال کي چي ما رښتيا ليکلي وه او دا اوس هم وايم چي زه په شرعي مسايلو نه پوهيږم ، او دا دخپل ځان ناتواني ګڼم ، دا ځکه چي انسان بايد هڅه وکړي چي د خپلي عقيدۍ په اړه ټول اړوند مسايل زده کړي . په هر صورت د يوي بهاني په توګه به وليکم چي د شرعي مسايلو په اړه دتعقيب او تخصوص فرصت مي ونه موندۍ ، يوازي مي د خپل د کلي ملا صاحيب ( خدای دي هغه وبخښي اوس وفات شويدي ) څخه ابتدايې ديني زده کړه کړيده . زما دا عربي مقوله چي د حضرت علي ( ر ض ) ده ، ډيره خوښيږي او د خپل ژوند سرمشق مي ګرځولې ده ، او دا مي هم د خپل هغه ديني لارښود او استاد څخه زده کړيده چي وايې : ومن علمنی حرفا فهوه مولايې ؛زه لا اوس هم هڅه کوم چي که وکړای شم ستاسو دوستانو او په ځانګړي توګه د استاد حليمي صاحيب څخه زده کړه وکړم . او په همدي هيله د حليمي صاحيب ليکني چي د ټول افغان په هره برخه کي وي لولم او ځيني د خپل ځان سره ياداښت اخلم .
زما له نظره تکراري مطالب هم د دوستانو وخت ضايع کوي او که زه بيا هم خپله رايه دوهم ځل وليکم نو دوستانو ته درنه کيږي ، خو دا ځل په لنډو کرښو دا ليکل غواړم چي : زه هغه څه خوښوم چي رښتيا وي ؛ هغه څه خوښوم چي عينې وي ، او هغه څه خوښوم چي زموږ اولس ته نيکمرغي راوړي ؛
لومړۍ : رښتيا : رښتيا خبره خوداده چي زموږ اولس او هيواد وال د نړيوالو نظريو لپاره د خپلو سرونو تر تيريدو پوري قربانۍ ورکړې ، خو هغو قربانيو زموږ هيواد ته هيڅ ګټه ونه رسول . د هغو افغانانو ورڼو خاطري مي هم په زړه دي چي د کارګري اډيالوژۍ لپاره يې خپل سرونه قربان کړل او د کور ، کالي ، ډوډۍ تر ښکلي شعار لاندي يې د جګړو سره اورته وروه دانګل ؛په دې هم پوهيږم چي دهغوۍ دا ډول قربانيو ته دانګل د هغوۍ له نظره د هيواد د پرمختګ لپاره وه او د هغوي له نظره د وطن د پرمختيا او ودي لاره همدا کارګري ايډيالوژي وه ، نو ځکه يې پر سره اور وردانګل او ځانونه يې قربان کړل .او د دې سره يوځاي دهغو افغانانو ورڼو خاطري هم راسره هميشنۍ دي چي داسلامي اخوت لپاره يې خپل سرونه خپل هست او نيست ، او حتی خپل اولادونه يو په بل پسې د جهاد ترسپيڅلي نوم لاندي نذرانه کړل . په دې هم پوهيږم چي د هغوي نيت د اسلام ترقي او د وطن خپلواکي وه دا خو د افرادو په توګه دا قربانۍ ورکړل شوې ، د دوستانو به لا دهيره نه وي وتلي چي د همدي اسلامي اخوت څخه د دفاع او ساتني په نوم د همدې افغانستان سر سپارلو زلمو د نړۍ د يوه لوي زبرځواک سره د جګړي ميدان ته ور ودانګل . خو له بده مرغه نه هغه کارګري ايډيالوژۍ او نه هم دي اسلامي اخوت زموږ د هيوادوالو مشکل حل کړ ، نه يوازي دا چي ستونزه يې حل نه ګړه بلکي د دي کړو په وجه يې د افغانانو ورڼو د وژلو او لا خوار او زار کولو لړۍ تر اوسه جاري ساتلې ده .
دوهم : عينيت : زما هغه څه خوښيږي چي عيني وي ، د دي يوه ښه بيلګه همداده چي تر اوسه هم يوه عرب يا عجم او يا هم د نورو هيوادنو وګړو زموږ د هيواد د ناوړو حالاتو څخه پرده پورته نه کړل ، نه چا کوم عکس خپور کړ او نه چا کوم څوک حلا ل کړ ، دا ځکه چي هرڅوک اوهر هيواد خپلي ګټي لري القاعده په عربستان کي ځانته مرکز نه جوړوي خو په افغانستان کي اسلامي امارت خپل کول غواړي . او داسي نور زيات مثالونه شته .
دريم : زموږ لپاره نيکمرغي : دا دواړي نړيوالي ډلي مو وليدلې او د هغو د پلويانو رشادتونه او قربانۍ موهم په خپلو سترګو وليدلې ، همدا نړيوال وه چي د خپلو ګټو لپاره يې زموږ سپيڅلي افغانان تر يوه او بل نوم لاندي سره وجنګول او زموږ هيواد يې زموږ د هيواد والو په لاس وران کړ . دا زمالپاره او هم ګومان کوم د ټولو افغانانو لپاره ترخه تجربه ده چي نور ترهغه وخته چي هيواد مو په سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي او کلتوري لحاظ د نړۍ په قوتونو کي نه وي شميرل شوۍ ، تر هغو بايد د نړيوال توب څخه لاس واخلو هغه وخت چي د لوي احمد شاه بابا د وختونو په څير يا د محمود او يا هم دستر کنشکا په څير د نړۍ په واکمنانو کي حساب شولو بيا نو دا زموږ حق ګرځي چي د نړيوالتوب په اړه فکر وکړو او د نړۍ د ستونزو په حل او فصل کي ځان ورګډ کړو . بيا به کټ مټ همداشان يو لکه اوس چي د نړۍ نور زبرځواکونه دي او د خپلو ګټو د دفاع توان لري او د نړۍ د ستونزو حل هم د خپلو ګټو سره په تلفيق کي غواړي .
په درنښت


نقاد
26.06.2004

پتمنې او محترمې خاټول خور او دروند خوږ ژبي ليکوال ورور ښاغلي عتيق او ګرانو لوستونکو ته پنډ پنډ سلامونه!
ستاسو په بحث کې مې ځکه برخه نه اخيستله، چې ډير ښه روان او په زړه پورې شکل يې درلود، نو اخلال يې راته ګټور نه بريښيده. د خاټول خور مخلصانه اسلامي او د عتيق ورور عالمانه تحليلي ليکنې راته ډيرې په زړه پورې وې. څومره چې ﻻزمه وه، تر هغې پولې پورې عتيق صيب ډير څه روښانه کړي دي، خو د خاټول خور په ليکنه کې دوه ټکې د خبرو اتر وړ بولم:
يو دا چې ددې بحث موضوع د يوداسې عنوان ﻻندېپيل شوې ده چې يو څه پاروونکی او يو څه ننګوونکی بريښي . څنګه چې هر مسلمان او هر مسلمان واکمن د اسلام او اسلاميت بيلګه او معيار نه بلل کيږي، دغسې
هر ديموکرات يا د بوش په هر ديموکرات واکمن هم دديموکراسۍ بيلګه او معيار نشو بللی. څوک چې په عراق کې دامريکا د سياست مخالف دي، هغوی آن د المان رانسي د حکومتونو په شمول هم زياتره ديموکراتان دي ، او ديموکراسي هغه سيستم دی چې د بوش او امرکايي ښکيلاکګرو ا نيواکګرو پر ضد په کې تر هربل رژيم زياته او اغيزمنه مبارزه امکان لري . لکه څنګه چې مو په عراق کې هم وليدل، که په يو اسلامي رژيم هم د بل اسلامي هيواد سره په چنګ کې ښکيل شوی وای، لکه عراق چې دساري په توه پر کويټ بريد کړی و، هغه وخت به د نيول شوي اسلامي هيوادد په مسلمانو وګړو دوی کومې نادودې نه وای کړې. زه دلته د امريکايانو ګناه او جنايات په عراق کې راټيټول نه غواړم او پر عراق باندې بريد ې په سخته کرکه او نفرت غندلی او غندم يې، خو د عراقي مسلمانانو ناوړه عمل چې د کويټ د اولس، په تيره بيا هغه جنايات چې يې د عراق د مسلمانو بيبيانو ښځو سره په زور او وحشت سره په هغه لږ وخت کې تر سره کړ، او پر هغی يې ارموني وزيږول او زياترو خپل ژوند له منځه وېوړ، دا سې جنايت به کوم اسلام، کوم اسلامي کلتور او کوم مسلمان ومنلای شي؟ دغه راز د شيعه مذهبو د مړو اجساد چې د صدام د رژيم په وخت د عام وژنې په شکل تباه شوي وو ، د سنيانو د ديکتاتورۍ ډيره بده څيره يې بربنډه کړه، سره ددې ټولو ناخالو د اسلا نوم ددغسې مسلمانانو په ناخالو او نادودو بد شوی نه دی، نو په همدې ډول د امريکايانو په جناياتو او ضد ديموکراتيکو عمالو سره هم دديموکراسۍ اصل تر ګواښ ﻻندې نشي راتلای . له دې کبله د خاټول خور اشارې په سرليک او متن کې ديموکراتانو يا ديموکراسۍ ته په هيڅ ډول د توجيه کيدلو وړ نه دي.
دوهم : خاټول خور پخپله د اسلام ځواک په ديموکراسۍ کې ويني ، که داسې نه وي نو بيا څنګه ليکي چې: اسلام څخه ديموکراس
[quote:046d13a95b]داسلامي خلافت معنا يومستبد،خودسری اوغيرمنتخب حکومت ندی (لکه ځني ياران چي انګيري) بلکي خلافت به داسلامي دولت درعاياوودمنتخبي شورا له لاري ټاکل کيږي،په داسي ډول چي شورا به دخپلوغړيو له جملي نه يوڅو دشرائطو واجد او اهل کسان ددولت درياست يا اميرالمؤمنينتوب دپاره (البته ددوي دغوښتني پرته) امت ته وړاندي کړي،[/quote:046d13a95b]
[color=red:046d13a95b]شاباس زما ايماندارې خورې ! څومره مهم او ستر حقيقت ته مو ګوته نيولې ده .
مونږ خو ځکه تل ويلي او وايو چې د خلافت بيععتونه د راشيدينو خلفاو په وخت کې له اروپايانو څخه پخوا ديموکراسۍ ته بنسټ کيښود، ولې ترهغی وروسته نه يواځې چا بشپړتيا او پراختيا ورنکړه، بلکې کرټ يې تر پښو ﻻندې کړ او له منځه يې وېوړ. که ملايانو کې دومره تميز او درايت موجود وای او دغه اصل ته يې د هر اسلامي هيواد په داخل کې کار خدمت او عملي مبارزه کړی وای، اوس به اسلامي ديموکراسي ، بي له ليبرايزم، فحش او فحشا څخه د اولسواکۍ په اصل او غايه کې له لويديځې ديموکراسۍ څخه ډيره پر مخ تللې وای او کيداۍ شو چې د استعمار ﻻس هم پردوی نه وای بر شوی. ددې کار اړينه پايله به د اسلام ﻻ پراختيا وه ، چې مخنيوی يې د اسلام سلفو واکمنانو، او د هغوی سره د مذهب تړلو او ناتړلو عالمانو او ټيکه دارانو د نه بښل کيدونکي تاريخي جنايت په توګه تر سره کړی دی او پر اسلام او مسلمانانو يې د ذلت او جهالت شپه دولس ديارلس پيړې اوږده کړې ده او زيار باسي چې نوره يې هم اوږده کړي. هو، د اسلام د ضروري زوال پړه يواځې او يواځې د ديني ((عالمانو)) په غاړه پرته ده او بس . [/color:046d13a95b]


خاټول
01.07.2004

گرانه وروره نقاد صيب اونورو وروڼو سلامونه مي ومنۍ
وروره ښاي زما اوستا نظر ډير سره ورته وي ،په دي معنا چي ته دي ډيموكراسي غواړي امااسلامي
ډيموكراسي او زه دي هم ده يو داسي نظام غوښتونكي يمه چي هغه دي دخلگوپه رايه او ټاكنه را مينځ ته شوي وي اما دډيموكراسي په نوم نه بلكي داسلامي شورايي نظام په نامه او په راتلونكي كي به په دي
اړه دزړه خواله سره كوو ان شاء الله [color=darkblue:5f25fa6650]يار زنده صحبت باقي[/color:5f25fa6650]
اوس غواړم چي دتاسو او نورو وروڼو او خويندو پام يوي بلي غميزي ، بوږنونكي اوشرمونكي پيښي
ته راوواړوم، دا پيښه داسي پيښه ده چي ګوتي يي په ليكلو ريږدي،او سترگي ورباندي ويني تويوي
وجدان يي په رايادولوسرټيټى كيږي.

دا پيښه په افغانستان كي دامريكايي بړيڅو لخوا په مسلمانو ميرمنو جنسي تيرى دى، چي دعيني گواهانو او كره معلوماتوسره سم په خوست ،زابل ،كابل ،كندهار، اروزگان او دشمال په ځيني سيمو
كي دا ډول فضيحتونه رامينځ ته شوي دي ، زه په دي اړه نور تفصيل نشم ليكلاي او ده الفت صيب ده
يوه اوږد نظم په لاندي دوو بيتونو بسنه كوم.
نه ومه خبر چي لږه پورته مي پرده كړله --------------- نه دي ده ويلو هغه څه چي ما ليدلي دي
زه يي په ليكلو او ويلو گنهگار شومه --------------- نور يي په كولو او عمل باندي ښاغلي دي
وروڼو او خويندو ! لاندنى انځور وگورۍ څو صليبي بړيڅي وعراق مسلماني ميرمني په خپلو همر موټرونو
كي ده يوه شرمونكي برخليك په لوري بيايي.
[img:5f25fa6650]http://www.ta7meel.com/up/34/1088442006.jpg[/img:5f25fa6650]



ع کريم حليمي
31.07.2004

سلام درنې خور غاټول ٠کوم حديث چه تاسو ئې عربي متن غوښتۍ وو بخښنه غواړم چه ډير ناوخته مي درته پيداکړي٠

مسند أحمد المجلد الرابع
حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ دَاوُدَ الطَّيَالِسِيُّ، حَدَّثَنِي دَاوُدُ بْنُ اِبْرَاهِيمَ الْوَاسِطِيُّ، حَدَّثَنِي حَبِيبُ بْنُ سَالِمٍ، عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ، قَالَ كُنَّا قُعُودًا فِي الْمَسْجِدِ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَكَانَ بَشِيرٌ رَجُلًا يَكُفُّ حَدِيثَهُ فَجَاءَ اَبُو ثَعْلَبَةَ الْخُشَنِيُّ فَقَالَ يَا بَشِيرُ بْنَ سَعْدٍ اَتَحْفَظُ حَدِيثَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْاُمَرَاءِ فَقَالَ حُذَيْفَةُ اَنَا اَحْفَظُ خُطْبَتَهُ فَجَلَسَ اَبُو ثَعْلَبَةَ فَقَالَ حُذَيْفَةُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ اَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا اِذَا شَاءَ اَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ اَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا اِذَا شَاءَ اللَّهُ اَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ اَنْ يَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا اِذَا شَاءَ اَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ اَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا اِذَا شَاءَ اَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى [color=red:75888cc772]مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ [/color:75888cc772]ثُمَّ سَكَتَ قَالَ حَبِيبٌ فَلَمَّا قَامَ عُمَرُ بْنُ عَبْدِ الْعَزِيزِ وَكَانَ يَزِيدُ بْنُ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ فِي صَحَابَتِهِ فَكَتَبْتُ اِلَيْهِ بِهَذَا الْحَدِيثِ اُذَكِّرُهُ اِيَّاهُ فَقُلْتُ لَهُ اِنِّي اَرْجُو اَنْ يَكُونَ اَمِيرُ الْمُؤْمِنِينَ يَعْنِي عُمَرَ بَعْدَ الْمُلْكِ الْعَاضِّ وَالْجَبْرِيَّةِ فَاُدْخِلَ كِتَابِي عَلَى عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الْعَزِيزِ فَسُرَّ بِهِ وَاَعْجَبَهُ‏.‏
حليمي


خاټول
30.08.2004

صليبي شازلمو :( په عراق كي په بي ساري قرباني وركولو سره وكولاي شول چي دصدام ظالمه اداره ړنګه اوپرځاي يي يو نياومنه او ډيموكراته اداره جوړه كړه راځۍ په لاندنې انځورونو كي چي ديوه امريكائ سرتيري له لوري هغه مهال عكاسي شول چي نوموړي په يوه لوړ برج كي پيره كوله او سيمه يي ده يوه لرليد په سترگه څارله ، په انځور كي دامريكي له لوري تربيه شوي پولس وينوچي په عراقي ماشومانو تشدد كوي ، ښاي د دي او نورو شواهدو په ليدلو سره به وروڼه قناعت وكړي چي ډيموكراسي يواځي يو ښكلی تورۍ دی چي استعمار غواړي دهغه په كارولو سره خپله پراخ غوښتنی سياست پرمخ بوزي ، او په حقيقت كي ډيموكراسي ديو ابليسي سلطنت يو بل نوم دی.
[img:5246d81be0]http://www.4-sms.com/f/04/08/132255031-policeabuse_copy.jpg[/img:5246d81be0]
[img:5246d81be0]http://www.4-sms.com/f/04/08/132255032-policeabuse2_copy.jpg[/img:5246d81be0]
[img:5246d81be0]http://www.4-sms.com/f/04/08/132255834-policeabuse6_copy.jpg[/img:5246d81be0]
[img:5246d81be0]http://www.4-sms.com/f/04/08/132255836-policeabuse9_copy.jpg[/img:5246d81be0]
[img:5246d81be0]http://www.4-sms.com/f/04/08/132255033-policeabuse3_copy.jpg[/img:5246d81be0]
[img:5246d81be0]http://www.4-sms.com/f/04/08/132255835-policeabuse8_copy.jpg[/img:5246d81be0]
[/img]



Adil watanmal
30.08.2004

محترمو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

غاټول خوري ، فكرم مي وكړه چې دديمكراسي مينانو ته څه وليكم خو چې دغه عكسونه مي وليدل نو بي حده ډير مي زړه خفه شو او قلم مي بيرته كيښود او قلم هم وپوهيدو چې دديمكراسې مينان پوهول داسي دى لكه چې اوښ ريكشي ته خيژوي. خو خير د پوښتني ورځ ئې شته دى.

(((((((((((( فمال هولاء القوم لا يكادون يفقهون حديثاً))))))))))))))
ترجمه: اخر څه شوي په دې قوم چې هيڅ په خبره نه پوهيږي.
((((((((((((((((((( ياليت قومي يعلمون))))))))))))))))))))))))))
ترجمه: كاشكې زما قوم پوهيداى.
(((((((((((((((((((( فاعتبروا يا اولي الابصار))))))))))))))))))

د آزاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



ع کريم حليمي
04.09.2004

.............................[quote:8b02274fd5](((((((((((((((((((( فاعتبروا يا اولي الابصار))))))))))))))))))[/quote:8b02274fd5]

............................. ذَلِك بِأَنهُمْ شاقُّوا اللَّهَ وَ رَسولَهُ وَ مَن يُشاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شدِيدُ الْعِقَابِ
..........................................................................ولله اعلم
....إِن يَنصرْكُمُ اللَّهُ فَلا غَالِب لَكُمْ وَ إِن يخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِى يَنصرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَ عَلى اللَّهِ فَلْيَتَوَكلِ الْمُؤْمِنُونَ(160)
...................................................................[/quote]



Adil watanmal
08.09.2004

د عزت وړ لوستونكو او ګراني خور خاټول

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

دا لاندي نې پيوند د صلبيانو رحم په مسلمانانو باندي په ډاګه كوي:
http://zarka.4t.com

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


hotak
22.09.2004

يارانو سلامونه مي درواخلۍ
داستاسي له ديموكراسۍ سره سم راپه يادشول. زه چي كوچنى وم او دمور به مي غوسه راته راغله نو راته ويل به يى ډيري مرداري ډيموكراټيكي سترگي دي دي.هغى دتركي له راډيو نه شپه ورځ همدا دډيموكراسۍډيموكراسۍ چيغي اوريدلي وى.تركى چي به جواب چاي ته روان هم وو نو راډيوبه ويل چي دخلكو پلار په خورا ډيموكراټيكه فضاء كي ځان اوخپل كوزړى تش كړ............ځكه نوهغى غريبي گومان كاوه چي دا ديموكراسي هم كفر ته ورته يوشى دۍ. نوبه يى تل ماته دكافر په ځاي دديموكرات نوم اخيست.
بله واورۍ ما غوښتل چي ژورناليزم ووايم خو زماكشر ورور چي ترمابتره په بلاككړدى ادې ته ورغلى او هغى ته يى ويلي وو چي ادې،لالك غواړي چي ژورناليزم ووايي.اودادژورناليزم په ټكي يى دومره زور راوړى وو چي مورمي مجبورا ورته ويلي وو چي زويه داژورناليزم يى لاڅه بلاده.منصور خداي وهلي ورته ويلي چي ادې ژورناليزم اوكمونيزم سره يوشى دي.والله كه يى ديوې خاشې فرق هم وي.هماغه وو چي مور مي قران وكړچي ته خووالله كه ژورناليزم ته ولاړى. :lol: :lol:
داخو دخندا خبري وى. راځۍ چي دشرابي جانان دالاندي دوه عكسونه وگورو.تاسي هغو جامونو ته وگورۍ څومره تش كاږه پراته دي او دگل لالاپه سترگوكي څه بلاخمار دى چي له ورايه بريښي
[img:38e348e32a]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20040921/capt.xoh20309210004.un_japan_afghanistan_xoh203.jpg[/img:38e348e32a]

[img:38e348e32a]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20040920/i/r628781645.jpg[/img:38e348e32a]


pattang
22.09.2004

هلکه هوتکه تو خو لويه بلا ئي هرې سوړي دې پام دی.
و الله که دشيطان هم د کرزي صيب خمارو ستر ګو ته پام شي ٠ دا خداي وهلي
لودين او داهيوادمل هم دي نولې ته څه نه و ائې ؟؟ دخمار صيب سترګی رښتيا
چې ديموکراتې مالو ميږې ٠ نو که دغه عکس د افغا نستان ملت وګوري نو دا د ملت
خلک به څه وائي ٠؟؟٠
په درنښت پتنګ

[quote:ecdbfafa23="hotak"]يارانو سلامونه مي درواخلۍ
داستاسي له ديموكراسۍ سره سم راپه يادشول. زه چي كوچنى وم او دمور به مي غوسه راته راغله نو راته ويل به يى ډيري مرداري ډيموكراټيكي سترگي دي دي.هغى دتركي له راډيو نه شپه ورځ همدا دډيموكراسۍډيموكراسۍ چيغي اوريدلي وى.تركى چي به جواب چاي ته روان هم وو نو راډيوبه ويل چي دخلكو پلار په خورا ډيموكراټيكه فضاء كي ځان اوخپل كوزړى تش كړ............ځكه نوهغى غريبي گومان كاوه چي دا ديموكراسي هم كفر ته ورته يوشى دۍ. نوبه يى تل ماته دكافر په ځاي دديموكرات نوم اخيست.
بله واورۍ ما غوښتل چي ژورناليزم ووايم خو زماكشر ورور چي ترمابتره په بلاككړدى ادې ته ورغلى او هغى ته يى ويلي وو چي ادې،لالك غواړي چي ژورناليزم ووايي.اودادژورناليزم په ټكي يى دومره زور راوړى وو چي مورمي مجبورا ورته ويلي وو چي زويه داژورناليزم يى لاڅه بلاده.منصور خداي وهلي ورته ويلي چي ادې ژورناليزم اوكمونيزم سره يوشى دي.والله كه يى ديوې خاشې فرق هم وي.هماغه وو چي مور مي قران وكړچي ته خووالله كه ژورناليزم ته ولاړى. :lol: :lol:
داخو دخندا خبري وى. راځۍ چي دشرابي جانان دالاندي دوه عكسونه وگورو.تاسي هغو جامونو ته وگورۍ څومره تش كاږه پراته دي او دگل لالاپه سترگوكي څه بلاخمار دى چي له ورايه بريښي
[img:ecdbfafa23]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20040921/capt.xoh20309210004.un_japan_afghanistan_xoh203.jpg[/img:ecdbfafa23]

[img:ecdbfafa23]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20040920/i/r628781645.jpg[/img:ecdbfafa23][/quote:ecdbfafa23]


hotak
23.09.2004

پتنگ خانه سلامونه اونيكي هيلي مي ومنه!
ياره دگل لالا كرمي خوكاشكي يوه نادوده واي چي موږژړلي واي.په ملت كي به ډيرداسي كسان وي چي دابه نه مني چي ياره كرزي صيب دي خداي مكړه شراب وهلي وي.شكرباسه چي حليمي صيب لادى ته ندي ورپام شوي كنه اوس به يى وختي دكرزي صيب په تزكيه،پاك نفسۍ اوتقواباندي لكچر وركړى واى.خو زه هم دومره كم نه يم.دكرزي صيب دالاندي عكس وگوره چي ښه باور دي راشي چي ياره شراب خانه خراب دي.هغه شراب چي څوك يى يوځل يوجام په غاړه واړوي بيانو عقل اوايمان دواړه ترى كډه وكړي.هغه ورځي چيري ميلمه وم.يارانو له ډوډۍ وروسته دترخو اوبوتابياهم كړيوه.خوكله چي يى جامونه پورته كړل بيانو دسپي زامن داسي ښكاريدل لكه دخره زامن :lol: :lol: :lol: اوتي بوتي اوچټيات يى پيل كړل.پوره درى ساعته يى ورباندي وايستل اوله هغه وروسته چي كورونو ته تلل نوهغه درحيم شاه خبره شاولي واولي روان وو. له هريوه سره دافكر وو چي اوس به ميرمني ته څه وايي.خوهوتك شكر دي هم له ميرمني خلاص وو اوهم دشرابو له مرداري. ځكه مي هم كورته په راتگ سره په سترگو كي ديموكراسي لاندي بره نه كيدله او مورمي هم خورا په مينه په غيږ كي ونيولم اوپه شنه مخ يى كلك مچ كړم :lol: :lol: :lol:
[img]http://www.arab7.com/up/file/1095949938122.jpg
[/img]
[color=red:6f2f08454c]شيخ دي لمونځ روژه كازه به ډكي پيالې اخلم<<<<<>>>>>هرسړى پيدادى خپل خپل كارلره كنه[/color:6f2f08454c]
اوبياگل لالاغريب خو هسي هم بل كارنلري بيله دى چي دمفتوپه شرابوخپله خانه خرابه كړي


hotak
23.09.2004

پتنگ خانه سلامونه اونيكي هيلي مي ومنه!
ياره دگل لالا كرمي خوكاشكي يوه نادوده واي چي موږژړلي واي.په ملت كي به ډيرداسي كسان وي چي دابه نه مني چي ياره كرزي صيب دي خداي مكړه شراب وهلي وي.شكرباسه چي حليمي صيب لادى ته ندي ورپام شوي كنه اوس به يى وختي دكرزي صيب په تزكيه،پاك نفسۍ اوتقواباندي لكچر وركړى واى.خو زه هم دومره كم نه يم.دكرزي صيب دالاندي عكس وگوره چي ښه باور دي راشي چي ياره شراب خانه خراب دي.هغه شراب چي څوك يى يوځل يوجام په غاړه واړوي بيانو عقل اوايمان دواړه ترى كډه وكړي.هغه ورځي چيري ميلمه وم.يارانو له ډوډۍ وروسته دترخو اوبوتابياهم كړيوه.خوكله چي يى جامونه پورته كړل بيانو دسپي زامن داسي ښكاريدل لكه دخره زامن :lol: :lol: :lol: اوتي بوتي اوچټيات يى پيل كړل.پوره درى ساعته يى ورباندي وايستل اوله هغه وروسته چي كورونو ته تلل نوهغه درحيم شاه خبره شاولي واولي روان وو. له هريوه سره دافكر وو چي اوس به ميرمني ته څه وايي.خوهوتك شكر دي هم له ميرمني خلاص وو اوهم دشرابو له مرداري. ځكه مي هم كورته په راتگ سره په سترگو كي ديموكراسي لاندي بره نه كيدله او مورمي هم خورا په مينه په غيږ كي ونيولم اوپه شنه مخ يى كلك مچ كړم :lol: :lol: :lol:
[img:cb8cbee504]http://www.arab7.com/up/file/1095949938122.jpg[/img:cb8cbee504]
[color=red:cb8cbee504]شيخ دي لمونځ روژه كازه به ډكي پيالې اخلم<<<<>>>هرسړى پيدادى خپل خپل كارلره كنه[/color:cb8cbee504]
اوبياگل لالاغريب خو هسي هم بل كارنلري بيله دى چي دمفتوپه شرابوخپله خانه خرابه كړي



ع کريم حليمي
23.09.2004

هوتک خانه سلامونه اونيكي هيلي مي ومنه !
او کرميه چه غم نوي غم به راړې ٠ او مورکي ښه درته ويل چه دا ديمکراتي سترګي دي ٠٠٠٠٠٠
امان الله خان ولارۍ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او موږ هم ځو دا دنيا ده دائې لار ده
هر وخت به موږ پرنسيپلونه او اصل منو نه فرد ٠
افراد ځي او راځي ٠ اومعروف اصول به تر قيامته وي ٠ موږ پر سياسي ،قومي ايمان ندۍ را وړۍ ٠
هو په افرادو کي پر انبيا وو ايمان لرو دوۍ نبيان وه ٠ که څه هم دوۍ رحلت کړۍ ٠ پر اصولو ايمان لرو
پاته سوه د کرزي خان خبره ٠ دا به ډېر بد عمل وي چه شراب خوري ٠ او هر شراب خور بايد شرعي جزا وويني ٠
که پاچا وي که ګدا ٠ د عدل اصول هم دغسي دي ٠ دکرزي د پاره داسي خاص ځای په کښي نسته ٠ تر قانون
شرعي هيڅ څوک لوړ نه دي !!!!!
دوې خبري دي ٠
تاسوته ښه معلومه ده چه 7/11 دوکانو ته ورسې څو رقمه د چښلو يوازي ساده اوبه سته
او څوقيسمه سوډا سته او ، 60،40 رقمه شربت 20 ،جوس سته ٠ په سلو کي 10 مي زړه ته نه لويږي
بايد دا د افغانستان محکمه يوه ازاده کومېټه دستي چوړه کړي ٠ او تحقيقات وکړي ٠ چه شراب وه اوکه ارنج جوس ٠ که محکمې ته دا معلومه سوه چه شراب وه ٠ ضرور جزا ورکري ٠ د قانونه سره سمه
او که شراب نه وه ٠ هم ښه خبره ده ٠ يو مسلمان ورور چه راووزي او په کابل کي په محکمه کي عرض وکړي ٠
موضع دي ٠ توره يا سپينه کړي ٠
تر محکمې تر فيصلې له مخه زه پر کرزي ٠ هيڅ څه نسم ويلای ٠
که شربت وه ٠ زه څه خبريم ٠
تاسوته معلومه ده ٠ په سياسي او رسمي مجلسو کي يوه مياشت لمخه چه کرزۍ به پر کوه چوکۍ کښيني
و مخته بهئې څوک کښېني ٠ مخته به څه قيسم جوس وي ٠ هيځ کفر رئيس مي هم ندۍ ليدلۍ چه په رسمي وظيفه
کي شراب وخوري ٠ ايا تاته دانده معلومه چه وظيفه کي شراب خوړل بند(ممنوع) دي
په هر اروپائې ، غربي ملکو کي ؟؟؟؟
دغه پښتنه درنه کوم که شراب نوه دا ٠؟؟؟ ته پوهيږي ٠؟؟؟ تر کرزي مي په تاسو ډيره خوابديږي ٠
هيڅ څوک مجرم نه دۍ ٠ تر څو په محکمه کي جرم پر ثابط نسي ٠


pattang
23.09.2004

حليمي صيب !
دمردارو په کنه پړومی اچول لويه ګناه دي اومونږ خو دبري مونډيئي جواليان نه يو
اونه د بله نستې اګو ددفتر چپړاسيان يو چې په شي مو سر نخلاصيږې٠ نولې ګل
لا هلته شراب چشل چې امريکايان په لښکر ګاه کې ؤ٠ خو رښتيا چې درته وايم
له پښتانه سره شراب بد ښکا ری٠ د نولې په لاس نه جوس دي او نه شربت بلکه
شامپان او سکت دي چې له پولنډې سره ئي خوري ٠ حليمي صيب دده په کټه
لکه د شلغمکوملا حديث او ايات تير نکړي چې ګناه لري نو که تيره وي ئي
بيا ئي نو ترجمه په پښتو کوه.
نولې : يو رقم بزو دي چې دکرزي غوندي تيره اربز لري٠

په درنښت پتنګ



طالب خان
12.10.2004

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دوينه څښونكي انسان وژونكي اوسړيخور شارون مريدينو اومعتقدينو لپاره به داګرانه وي چي ددغو عكسونو له كتلو وروسته دي دهغه اودهغه دمربي صليبي بوش په حق كي قصيدې ووايي.
دادفلسطينۍ ماشومي رضيعې ايمان حجو عكسونه دي چي دشارون ترامرلاندي دخداي جل جلاله,دهغه درسول اواسلامي امت دښمنو صهيوني عسكرو په مړدكيو غلبيل غلبيل شوه.
دشارون اوبش دمريدينو اومعتقدينوله لوري ددغو مظالموپه كتلوسره آيالاهم
دنيويارك او واشنګټن د بريدونو مخالفت كول روادي؟؟؟
[img:9a5a9863d6]http://emanhejjo.jeeran.com/clip_image003.jpg[/img:9a5a9863d6]
دلازياتو عكسونو دكتلو لپاره لطفا په لاندي پيوند كليك وكاندي:
[url]http://emanhejjo.jeeran.com/Page_2.html[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more