د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

..Ahmadzai
03.11.2010

وهاج صاحب

د (لا للإرهاب )ويب سايټ صرف دسیاسي هدف او غرض لپاره جوړ سوی.

هغه سایت کې پرته له ګمراهئ نور څه نسته.
نوم یې سیاسي ده.

ما تاته صرف یو څو مثالونه د علماوو او د لجنة الافتا راوړي.

دې مورد کې د ډیرو زیاتو علماو ، سلف او معاصروأقوال أو فتواګانې سته، که دې خوښه وي
تباعاٌ به یې رانقل کړم، ته یې مناقشه کوه، زه ورته قایل یم .

د وطنیت لپاره مې تیاری نیولی هغه بحث به هلته کوو، مناقشې سره.

خو یوه ټکي ته دې پام راګروځم، هغه دا چې زه دینۍ عالم نه یم ، زما مسلک ساینسي ده، خو عقیدوي امور او مسائل ډیر په دقت سره ګورم آو زده کوم
د چا ترتآثیر لاندې نه راځم، (عربي مې له پښتو څخه څو څو چنده قوي ده.)

ځکه چې خدای دې نه کړي، که عقیدة مې خرابه سوه، نو اخرت مې تباه دی، دې نه بیا نو نور لوی تاوان نسته.

ګرانه دا د کوم شي چې زه دفاع کوم دا ما ټول مکتب کې لوستي، دا مو تدریسي پروګرام وو، او دا د حکومت پالیسه وه هغه وخت کې.

نه خارجي او نه مرجئي یم.

په درنښت


و.افغان
06.11.2010

[quote:e8c59f3594="jalal ahmadzai"]وهاج صاحب
د (لا للإرهاب )ويب سايټ صرف دسیاسي هدف او غرض لپاره جوړ سوی.
هغه سایت کې پرته له ګمراهئ نور څه نسته.
نوم یې سیاسي ده.
په درنښت[/quote:e8c59f3594]

ډاکټر صاحب: دا مې لومړی ځل چې د دغه وېبپاڼې نوم مې تر سترګو شو، ستاسو له
معلوماتو وروسته مې د ګوګل له لارې پيدا کړ، يو څو عکسونه او ويډيوګانې مې
په کې وليدلې.
عموما زه د ګوتو په شمار يو څو وېبپاڼې ګورم، چې له ۶ به نه اوړي، د نورو وېبپاڼو
معلومات راسره کله کله ملګري د ايمېل له لارې شریکوي.

محترما!
د ارجاء او خارجي فکر حدود معلوم دي.
د اهل سنت والجماعت دا عقيده ده، چې په کبيره ګناه څوک نه تکفيروي، تکفير
باللازم نه کوي، په دې عقيده لري، لکه څنګه چې ايمان قول باللسان واعتقاد بالجنان
وعمل بالأرکان دی، همدارنګه کفر هم قلبي وي، هم قولي وي، او هم عملي.
که چېرې څوک عمل له ايمان څخه باسي، نو مرجئ شو، او چې څوک کفر عملي نه مني،
نو هم مرجئ شو.
د الحکم بغير ما أنزل الله په مسئله کې د ارجاء مسئله په هيڅ صورت منځ ته نه راځي،
ځکه چې اهل سنت والجماعت يې کبيره ګناه بولي.
دغه مسئله د دوی په ياده شوې عقيده کې خدش نه راولي، چې وايي: الايمان قول
وعمل.
کومه چې د تقنين او تشريع مسئله ده، نو هغه د الحکم بغير ما أنزل الله له مسائلو
يوه خاصه جزئيه ده، چې علماء د اهل سنتو په کې اختلاف کړی دی، نو هغه څوک چې
په دغه حالت کې حاکم په دغه کار نه تکفيروي، او له اسلام څخه يې نه باسي، بلکه
دغه کار يې ګناه کبيره بولي؛ نو دغه خلک په خپل اصل کلک ولاړ دي، او اصل دا
دی چې الحکم بغير ما أنزل الله په ذات خپل کې ګناه کبيره ده.
والأصل بقاء ما کان علی ما کان، نقل هغه وخت صحيح وي، چې صحيح ناقل پيدا شي.
همدارنګه استصحاب الأصل او استصحاب البراءة الأصلية د دغه قول تقويه کوي.
دغه ډله له کفر عملي څخه انکار نه کوي، کفر عملي څخه مې هغه عمل مطلب دی، چې
انسان د اسلام له دائرې څخه وباسي، لکه رب ته ښکنځلې کول، يا رسول ته ښکنځلې
کول، په دين لعنت ويل، قرآن ته سپکاوۍ کول، د اسلامي شعائرو سره محاربه کول،
خلک له لمانځه څخه منعه کول، مسلمانان له حج څخه منعه کول.... او داسې نور ډېر
امور چې کفر دی، او دېته اړتيا نشته، چې له خاوند يې وپوښتو چې زړه دې څه وايي.

دا چې شيخ صالح الفوزان او لجنة الدائمې په خالد العنبري اود هغو په ملګرو رد
کړی دی، نو پر ځای رد دی، اګر که شيخ صالح الفوزان په وضعي قوانينو باندې
فيصله کوونکی له اسلامه باسي، خوپه مقابل کې يې شيخ ابن باز، ابن عثيمين، او
شيخ ألباني نجوم عصرهم له اسلام څخه نه باسي.
په يادو شوو خلکو د شيخ صالح الفوزان د رد سبب دا دی، چې دغو خلکو ارجاء ته خلک بلل،
دوی كفر په کفر جحود او کفر تکذيب کې رانغاړي، او حقيقت دا دی، چې کفر عملي
هم شته، لکه چې مخکې يې مثالونه ذکر شول، پرته له دې چې جحود او تکذيب په
اثبات ورسيږي.
د کفر جحود مثال:
قال الله تعالی في فرعون وملائه:
وجحدوا بها واستیقنتها أنفسهم ظلما وعلوا.
د فرعون او د هغه د ځینې ډلې زړونو ته يقين کوز شوی وو، چې موسی عليه السلام
پر حقه دی، مګر د ظلم او کبر له وجهې يې حق ته غاړه نه کښېوده، نو آیا دغه يقين
هغوی ته څه ګټه رسولی شي؟ نه هيڅکله نه.
د کفر تکذيب مثالونه په قرآن کې ډېر زيات دي:
ولقد کذبت رسل من قبلک.
فکذبوا رسلنا او داسې نور.

په وضعي قوانينو باندې د فيصله کوونکو په اړه چې د اهل سنت دعلماوو دا بل قول
دی، چې هغوی له اسلام څخه ووځي، نو دغه قول د اصل له حکم څخه وتلی دی، او
بل يو حکم يې دغه حالت ته ورکړی دی، هغه په دوه وجهو:
ځينو يې تکفير باللازم کړی دی.
ځينو يې دا تبديل د شرع الله بللی دی، او دغه تبديل يې په ذات خپل کې کفر مخرج
عن الملة بللی دی.
د دغو دواړو وجهو جواب پورته شوی دی: يو وار يې بيا دلته راکاپي کوم:
[quote:e8c59f3594]

دلته يوه بله مسئله ده، چې د اهل السنت والجماعة د علماوو تر منځ په کې اختلاف
دی، هغه د تقنين مسئله ده، د تشريع مسئله ده، يعنې الاهي قانون لارې کول، او
پر ځای يې وضعي قوانين ايښودل، آيا دا هم مخکنۍ حکم اخلي، او که نه؟

اصل خو دا دی، چې دا هم په حکم بغير ما أنزل الله کې داخليږي، مګر ځينې دغه کار
کفر مخرج عن الملة ګڼي، او وايي چې دا کار يې ځکه کړی دی، چې په حقيقت دغه
سړی دغه تقنين حلال بولي، نو دلته تکفير باللازم رامنځ ته شو, دارنګه استدلال
شيخ ابن عثيمين د ژوند په اول کې کړی دی، خو بېرته يې ترې رجوع کړېده، د هغه
کېسټې څخه ليکل شوې خبرې مې ستاسې مخکې ايښې دي، او صوتي فايل به يې
هم درته راوړم، کوم صوتي فايل چې تاسې راوړی دی، هغه د شيخ ډېر پخوانۍ نظر
وو، او پخوانۍ تقرير وو، هيله ده چې د ځينو غوندې په شيخ ابن عثيمين ټاپه ونه
لګوې، چې د اميرانو او حاکمانو لپاره يې خپله فيصله بدله کړېده.

ځينې نور بيا وايي، چې دا د الله جل جلاله د شريعت تبديل دی، او تبديل د شريعت
په حد د ذات خپل کې کفر مخرج عن الملة دی.
خو پوښتنه دا ده، چې د الله جل جلاله د شريعت بدلول يا تبديل څه معنا لري؟
آيا معنا يې دا ده، چې څوک د الله جل جلاله له شريعت څخه پرته، بل شريعت باندې
فيصله وکړي، خو په دې مقر وي، چې دا زما فيصله الاهي فيصله نه ده؟
او که معنا يې دا ده، چې څوک له ځان څخه قوانين جوړ کړي، شرعي مسائل جوړ
کړي، نوي عبادتونه ايجاد کړي، نوې عقيدې ايجادې کړي (لکه مبتدعه) او بيا
د دې دعوا وکړي، چې دا د الله جل جلاله له خوا څخه دی؟

راجحه خبره دا ده، چې په قرآني آيتونو کې دغه وروستۍ معنا مقصود ده.
چې الله جل جلاله په دې آيت کې د يهودو په اړه بيان کړېده:
"فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَکْتُبُونَ الْکِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا کَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَکْسِبُونَ (79بقره)
همدارنګه مشرکينو به دا کار کاوه، د الله جل جلاله محرم څيزونه به يې حلالول، او
حلال څيزونه به يې تحريمول، او بيا به يې الله جل جلاله د دغه تحليل او تحريم
نسبت کاوه:
الله جل جلاله فرمايي:
ما جعل الله من بحيرة ولا سائبة ولا وصيلة ولا حام، ولكن الذين كفروا يفترون على الله الكذب.
بل آيت كې فرمايي:
: قل آلذكرين حرم أم الأنثيين اما اشتملت عليه أرحام الأنثیین.

وَقَالُواْ هَذِهِ أَنْعَامٌ وَحَرْثٌ حِجْرٌ لاَّ يَطْعَمُهَا إِلاَّ مَن نَّشَاء بِزَعْمِهِمْ وَأَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا وَأَنْعَامٌ لاَّ يَذْكُرُونَ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا افْتِرَاء عَلَيْهِ سَيَجْزِيهِم بِمَا كَانُواْ يَفْتَرُونَ

وَقَالُواْ مَا فِي بُطُونِ هَذِهِ الأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَى أَزْوَاجِنَا وَإِن يَكُن مَّيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاء سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ

قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُواْ أَوْلادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَحَرَّمُواْ مَا رَزَقَهُمُ اللَّهُ افْتِرَاء عَلَى اللَّهِ قَدْ ضَلُّواْ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ

ډاکټر صاحب: ښه په ځير يې ولوله، او نظر دې راسره شريک کړه.
محترم ډاکټر صاحب: دا مسائل بايد هيڅکله د عوامو الناس او صغار طلاب العلم
په منځ کې مطرح شوي نه وی، دا چې مطرح کيږي، د دې وجه دغه خلک دي، چې نه
شرعي علم لري، او نه د الله په دين پوهيږي، او نه د علماوو اوري، ځکه چې ټولو
علماوو ته علماء سلطه او دوله وايي، يواځې هغه ورته عالم ښکاري، چې د دوی
مذهب ومني.
د اهل السنت والجماعت دا تګلاره ده، چې کله عوام الناس خلکو ته داسې آیتونه او
حديثونه شرحه کوي، نو عميق تفصيلات نه پرې کوي، او ظاهر يې تفسيروي، تر څو
د آيت او حديث هيبت په خپل ځای پاته شي.

[/quote:e8c59f3594]

البته دغو دواړو ډلو علماوو د دغې مسئلې په اړه نه يو بل خارجي بللی او نه مرجئ،
اګر که ددويم قول خلکو له اصل څخه مخالفت کړی دی، او يوه کبيره ګناه يې د تکفير
باللازم په وجه مکفره بللې، يا د الله جل جلاله د شرعې تبديل بللې.
دا چې ځينو خلکو ته خارجي ويل کيږي، نو د هغه وجه دغه محدده مسئله نه ده، بلکه
نور ډېر مسائل دي، چې دوی په کې داهل السنت والجماعت په عقيدې
خروج کړی دی.

په درنښت


..Ahmadzai
08.11.2010

وهاج صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

[quote:b322a35ec0]او اصل دا
دی چې الحکم بغير ما أنزل الله په ذات خپل کې ګناه کبيره ده. [/quote:b322a35ec0]

آصل چې زه پیژنم هغه دا دی: ومن لم یحکم بما آنزل الله فاؤلئك هم الكفرون.
مطلب یې په عموم تشریع کې ده، یعني یو دولت د شرعیت په ځای یو بل وضعي قانون ،دستور د وګړو د ورځنیو چارو پرمخ بیولو او د معاملاتو تنظیمولو ترتیبولو لپاره وضع کړی او خلک یې منلو ته د حکومت د زور په مټه مجبورو
کړي.
دا بې له شکه او تردد څخه کفر بواح مخرج عن الملة دی.

خو که په یوه معینه معلومه قضیة یا معامله کې یو واکدار غیر شرعي فیصله وکړي سره لدې چې عمومي تشریع او قانون اسلامي وي، خو دی د شخصي ګټې یا نفس منلو په خاطر دا کار وکړي نو بیا به ګناه کبیره وي.

مثال یې:
لکه یو قاضی په اسلامی محکمه کې یوه ناسمه فیصله د رشوت په بدل وکړي او حق ضایع کړي، نو دا د قاضي ګناه کبیره ده.
نه دا چې یو ملک دې شرع شاته واچوي او د کفارو قانون دې په خلکو چلوي او بیا به وایو چې ګناه کبیره ده.

[quote:b322a35ec0]د الحکم بغير ما أنزل الله په مسئله کې د ارجاء مسئله په هيڅ صورت منځ ته نه راځي،
ځکه چې اهل سنت والجماعت يې کبيره ګناه بولي. [/quote:b322a35ec0]

د دې ګناه کبیره اجماع ستاسو سره ده نه عموم اهل السنه الجماعه .

[quote:b322a35ec0]خوپه مقابل کې يې شيخ ابن باز، ابن عثيمين، او
شيخ ألباني نجوم عصرهم له اسلام څخه نه باسي. [/quote:b322a35ec0]

ابن عثیمین روښانه فتوا ورکړې او که رجوع یې ترې کړې وای نو بیا به یې خامخا په تحریري ډول ترې رجوع کړې وای او د ده په دفتر کې به په رسمي ډول ثبت وای، او ټولو خلکو ته به یې اعلان کړی وو چې زه تیروتم وم.

هغه ډله چې ته یې تکفیریان بولې او د تکفیري عامل یې نور اسباب او معتقدات بولې او مصر پورې تړې د هغو باره کې پوره معلومات نلرم.

[quote:b322a35ec0]ځينو يې دا تبديل د شرع الله بللی دی، او دغه تبديل يې په ذات خپل کې کفر مخرج
عن الملة بللی دی. [/quote:b322a35ec0]

د تبدیل او استبدال ترمنځ لوی توپیر سته ، تبدیل یعني په شرعي مسائلو ګوتې وهل او د هغو ماهیت بدلول دي، یعني دین تحریفول دی، خو استبدال یعنې اسلامي شرعیت ټوله شاتّه غورځول یا ترکول او په ځای یې نور وضعي کفري قوانین رایجول او عملي کول دي.
د ابن تیمیة په وخت کې کله چې د مغولو حکم لاندې حاکمانو د چنګیزخان الیاسه قانون تحکیم کړو نو ابن تیمیة دا کار کفر مخرج عن المله وبللو
ځکه چې هغوئ د شرعې استبدال په الیاسه چنکیزي کفري قانون وکړو.

اوس خو مصر او نورو کې استبدال د شرعې سوي هغه هم په علماني غربي قانون باندې، شرعي اسلامي محکمې نسته د خدای حکم معطل دي نه چلیږي.

او څوک چې اسلامي شرعیت تطبیقول غواړي هغه شکنجه کیږي وژل کیږي.

[quote:b322a35ec0]په يادو شوو خلکو د شيخ صالح الفوزان د رد سبب دا دی، چې دغو خلکو ارجاء ته خلک بلل،
دوی كفر په کفر جحود او کفر تکذيب کې رانغاړي، او حقيقت دا دی، چې کفر عملي
هم شته، لکه چې مخکې يې مثالونه ذکر شول، پرته له دې چې جحود او تکذيب په
اثبات ورسيږي.
د کفر جحود مثال[/quote:b322a35ec0]

ارحاء نوره څنګه وي؟
عملي کفر نور څنګه وي؟شرعې ترکول، بدلول او استبدالول.
او دې سره چې د اسلام نور نواقض چې حسني مبارک کې دي جمع سي او بیا هم ورته مسلمان وویل سي او اطاعت یې فرض وګڼل سي او خروج پرې تاروا.

نو مونږ بیا ولې پر کومنستانو خروج کاوو؟

په درنښت


و.افغان
08.11.2010

[quote:77053285af="jalal ahmadzai"]وهاج صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

[/quote:77053285af]
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته

[quote:77053285af]آصل چې زه پیژنم هغه دا دی: ومن لم یحکم بما آنزل الله فاؤلئك هم الكفرون.
مطلب یې په عموم تشریع کې ده، یعني یو دولت د شرعیت په ځای یو بل وضعي قانون ،دستور د وګړو د ورځنیو چارو پرمخ بیولو او د معاملاتو تنظیمولو ترتیبولو لپاره وضع کړی او خلک یې منلو ته د حکومت د زور په مټه مجبورو
کړي.
دا بې له شکه او تردد څخه کفر بواح مخرج عن الملة دی.[/quote:77053285af]

محترم ډاکټر صاحب:
نه غواړم چې خبرې بيا او بيا تکرار کړم، دغه آيت تقريبا 1400 کاله مخکې نازل شوی
دی، زه تاسو ته چېلنج درکوم، چې د قرون مفضله نه نيولې تر ابن کثير پورې، چا
د دغه آيت معنا په کفر مخرج عن الملة سره کړي وي، پرته له دې چې په کفر قولي
او کفر قلبي پورې نه وي تړلي.

پاتې د وضعي قانون او وضعي دستور خبره؛ نو دا نوي پديده ده،نوې ظاهره ده،
ځکه چې اسلامي امت له سره تقنين نه پېژنده، حتی د اسلامي شرعې تقنين علماوو
حرام بللو، تر اوسه پورې د جزيرة العرب ډېر علماء د اسلامي شرعې تقنين حرام
بولي، دوی وايي چې: پکار ده، چې تکړه تکړه قاضيان اختيار کړی شي، او هغوی
ته په فيصله کولو کې پوره پوره اختيار ورکړل شي، علماء وايي، چې د اسلامي
شرعې د تقنين لمړنۍ غوښتونکی زنديق ابن المقفع وو، چې له مأمون څخه يې دغه
کار غوښتی وو.
دوی وايي چې قاضي بايد د قرآن او سنت په رڼا کې فقه ولولي، چې ښه په کې
متمکن شو، نو بيا دې ورته په قضا کې پوره آزادي ورکړی شي، دغه کار په اسلامي
امت کې له سوونو کاله راهيسې را روان وو، تر څو چې ترکي خلافت مجلة الأحکام
العدلية راوويسته، چې اسلامي شرعه يې په کې د حنفي مذهب مطابق ماده واره
کړې وه، يعنې تقنين کړې وه، د نړۍ نورو امتونو کې همدارنګه تقنين په عمومي
توګه شايع نه وو، البته داسې امتونه هم موجود وو، چې له زرهاوو کلونو راهيسې
د هغوی فيصلې په ليکل شوي قانون کېدلې، لکه د عراق د حمورا بي قانون، او
داسې نور.
البته د کليسا په مقابل کې د غربيانو د پاڅون سره، وضعي قانون هلته ډېره وده
کړه، او د کليساوي دينپوهانو قضا يې له منځه يوړه.

هيئة کبار العلماء تر نږدې وخته پورې د اسلامي شرعې د تقنين د تحريم فتوا
ورکوله، خو د سعودي په قضاء کې د نويو اصلاحاتو په اړه څو ورځې وړاندې
د سعودي د وزير عدل يوه تقرير ته حاضر شوی وم، چې په کې هغه وويل: چې دوی
ته هيئة الکبار العلماء اوس د تقنين فتوا ورکړې، او په دې يې ټينګار کاوه، چې
د هيئة کبار العلماء مخکنۍ او وروستۍ فيصله تضاد نه لري، بلکه تکاملي او
تطوري بڼه لري.
د دې مقدمې څخه موخه دا وه، چې دغه د وضعي قانون مسئله يوه نوې ظاهره ده،
چې د الحکم بغير ما أنزل الله له چوکاټ څخه نه ووځي، نو که اصل ته ورګرځې،
نو په اصل کې دغه کار په ذات خپل کې کفر مخرج عن الملة نه دی ګڼل شوی، او
که له اصله ووځي، نو ستا لپاره يواځې يوه لار ده، چې هغه تکفير باللازم دی،
تکفير باللازم د اهل السنت والجماعت عقيده نه ده، البته تکفير باللازم په ځينو
ضيقو حدودو کې په کار وړل کيږي، چې هلته بل احتمال وارد نه وي، همدا وجه
ده چې د اهل السنت والجماعت کومو علماوو چې دغه کار مخرج عن الملة ګڼلی
دی، نو سبب يې د فاعل قلبي کفري عمل ته، يا قولي کفري عمل ته راجع کړی دی،
چې مخکې يې تفصيل څو وارې وشو.
نو د اهل السنت والجماعة هغو علماء چې پرته له قلبي کفر څخه دلته د نور و
احتمالاتو امکان ويني، هغوی دغه کار علی الأصل مخرج عن الملة نه دی ګڼلی،
او د علماوو هغه بله ډله چې له قلبي کفر پرته د نورو احتمالاتو امکان نه ويني؛
هغوی له اصل څخه مخالفت کړی دی، او دغه کار يې مخرج عن الملة ګڼلی دی.

ځينو نورو بيا دغه تبديل الشرع ګڼلی دی، او په ذات خود کې يې کفر مخرج عن
الملة ګڼلی دی، مخکې تفصيل وشو، چې دېته تبديل نه ويل کيږي، البته استبدال
دی.

[quote:77053285af]خو که په یوه معینه معلومه قضیة یا معامله کې یو واکدار غیر شرعي فیصله وکړي سره لدې چې عمومي تشریع او قانون اسلامي وي، خو دی د شخصي ګټې یا نفس منلو په خاطر دا کار وکړي نو بیا به ګناه کبیره وي.
مثال یې:
لکه یو قاضی په اسلامی محکمه کې یوه ناسمه فیصله د رشوت په بدل وکړي او حق ضایع کړي، نو دا د قاضي ګناه کبیره ده.
.[/quote:77053285af]
دا خبره مو سمه ده، البته مصري تکفيريان دغه رنګ حالت هم مخرج عن الملة ګڼي،
او له ماسره يې په دې اړه د دوی له کتابونو څخه مقتبس اقوال شته.

[quote:77053285af]نه دا چې یو ملک دې شرع شاته واچوي او د کفارو قانون دې په خلکو چلوي او بیا به وایو چې ګناه کبیره ده[/quote:77053285af]

اصلا لمړی دا په اثبات رسول پکار دي، چې رښتيا هم يو ملک ټوله شرعه شاتې
اچولې، تر څو د تکفير باللازم لپاره د جواز ځای پيدا شي، کوم چې علماء په ډېرو
تنګو حدودو کاروي، چې هلته د بل احتمال امکان نه وي، مګر تکفير باللازم له
اصل عام څخه مخالف دی.
زه نه غواړم چې له طواغيتو دفاع وکړم، تاسو د مصر يادونه په مکرر ډول سره وکړه،
زه په دې پوهېږم چې مصر ته له برېطانيانو ځينې قوانين پاتې دي، البته مصر ټوله
اسلامي شرعه نه ده پرېښې، په کلي ډول يې نه ده پريښې، په ډېرو مسائلو کې
په شرع الله فيصله کوي، خصوصا د احوال شخصي مسائلو کې.
ستاسو پام د مصر د دستور دويمې مادې ته را اړوم:
الاسلام دين الدولة واللغة العربية لغتها الرسمية ومباديء الشريعة الاسلامية المصدر الرئيس للتشريع.

[quote:77053285af] د دې ګناه کبیره اجماع ستاسو سره ده نه عموم اهل السنه الجماعه .[/quote:77053285af]
زه يو ځل بيا تاسې ته خپله مخکنۍ تحدي تکراروم.

[quote:77053285af]ابن عثیمین روښانه فتوا ورکړې او که رجوع یې ترې کړې وای نو بیا به یې خامخا په تحریري ډول ترې رجوع کړې وای او د ده په دفتر کې به په رسمي ډول ثبت وای، او ټولو خلکو ته به یې اعلان کړی وو چې زه تیروتم وم.[/quote:77053285af]

ابن عثيمين روښانه صوتي فتوا ورکړې، او روښانه رجوع يې ترې کړېده، اما په
خپلو تحريراتو کې يې د اهل السنت والجماعت د علماوو په شان تحرير کړی دی،
نو له هغو تحريراتو ولې رجوع کړي؟ کوم ځای کې يې چې تکفير کړی دی، هغه
يې باللازم کړی دی، له هغه سره په هغه وخت کې د احتمال امکان نه وو.
وروسته يې په واضحو ټکو هر څه واضح کړي دي، او محرر جواب يې ورکړی دی،
چې له کتاباتو کم نه دی، ځکه چې ده ته په ثبت شوې پيتې يا کېسټ کې سوال راغلی
راغلی دی، او ده وروسته محرر مؤرخ ځواب ورکړی دی، د دغه کېسټ له محتوا
نه څوک انکار نه شي کولی، او نه په کې شک او ترديد کولای شي، ځکه چې د ده
د بچو سره محفوظه پرته ده، او حتا چې د شيخ په همدغه خبرو يو تکفيري رد هم
کړی دی.

[quote:77053285af]د تبدیل او استبدال ترمنځ لوی توپیر سته ، تبدیل یعني په شرعي مسائلو ګوتې وهل او د هغو ماهیت بدلول دي، یعني دین تحریفول دی، خو استبدال یعنې اسلامي شرعیت ټوله شاتّه غورځول یا ترکول او په ځای یې نور وضعي کفري قوانین رایجول او عملي کول دي.[/quote:77053285af]

دغه فرق ما پورته په وار وار واضح کړی دی، دا چې تاسو بيا د وضاحت تکرار وکړ،
نو بې ګټې نه ده، فان العلم اذا تکرر تقرر.
ستونځه دا ده چې په دغه مسئله کې د کفر مخرج عن
الملة قائلين دغه استبدال تبديل ګڼي، تاسو په دې اړه لږ نور څه هم ولولئ.

[quote:77053285af] د ابن تیمیة په وخت کې کله چې د مغولو حکم لاندې حاکمانو د چنګیزخان الیاسه قانون تحکیم کړو نو ابن تیمیة دا کار کفر مخرج عن المله وبللو
ځکه چې هغوئ د شرعې استبدال په الیاسه چنکیزي کفري قانون وکړو.[/quote:77053285af]
شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله قول تاسې رانقل کړئ، چې پرې وغږيږو.
شيخ الاسلام د تتاريانو يا مغوليانو معسکر تکفيراوه، ځکه چې هغوی د اسلام
او مسلمانانو د مسحه کولو لپاره د اسلامي نړۍ نږدې اغلب هېوادونه د پښو
لاندې کړل، هغوی وثنيان يو، دا چې د چنګېز خان له مرګ څخه وروسته د هغه
کړوسيانو او ورسره مل چنګېزيانو په ظاهر اسلام راوړ، مګر د دغه اسلام راوړنې
سره سره دوی لمونځ نه کاوه، د اسلامي شعائرو نښې نښانې په دوی کې نه
ښکارېدې، بلکه د مسلمانانو له جګړې يې هم لاس نه اخيست، نو ځکه شيخ
الاسلام تر آخره د دوی د کفر فتوا ورکوله.
شيخ الاسلام نه يوازې د هغوی د کفر فتوا ورکړه، بلکه خپل ټول مفسرين او محدثين
شاګردان او علماء يې له ځان سره راټول کړل، او په خپله 702 هجري کال کې
د شقحب په ساحه کې د هغوی سره په جهاد شو، چې د چنګيزيانو له هغې ماتې
وروسته بيخي ختم شول.
داسې حال کې چې والي او مقربين يې تښتېدلي وو.
د شيخ الاسلام د خبرو يوه ټوټه تاسې ته ږدم:
وَهَذِهِ حَالُ أَقْوَامٍ لَوْ دَخَلَ عَلَيْهِمْ هَذَا الْعَدُوُّ الْمُنَافِقُ الْمُجْرِمُ ، ثُمَّ طَلَبَ مِنْهُمْ مُوَافَقَتَهُ عَلَى مَا هُوَ عَلَيْهِ مِنْ الْخُرُوجِ عَنْ شَرِيعَةِ الإسْلاَمِ - وَتِلْكَ فِتْنَةٌ عَظِيمَةٌ - لَكَانُوا مَعَهُ عَلَى ذَلِكَ ، كَمَا سَاعَدَهُمْ فِي الْعَامِ الْمَاضِي أَقْوَامٌ بِأَنْوَاعِ مِنْ الْفِتْنَةِ فِي الدِّينِ وَالدُّنْيَا مَا بَيْنَ تَرْكِ وَاجِبَاتٍ وَفِعْلِ مُحَرَّمَاتٍ ، إمَّا فِي حَقِّ اللَّهِ وَإِمَّا فِي حَقِّ الْعِبَادِ ، كَتَرْكِ الصَّلاَةِ وَشُرْبِ الْخُمُورِ ، وَسَبِّ السَّلَفِ وَسَبِّ جُنُودِ الْمُسْلِمِينَ وَالتَّجَسُّسِ لَهُمْ عَلَى الْمُسْلِمِينَ ، وَدَلاَّلَتِهِمْ عَلَى أَمْوَالِ الْمُسْلِمِينَ وَحَرِيمِهِمْ ، وَأَخْذِ أَمْوَالِ النَّاسِ وَتَعْذِيبِهِمْ وَتَقْوِيَةِ دَوْلَتِهِمْ الْمَلْعُونَةِ ، وَإِرْجَافِ قُلُوبِ الْمُسْلِمِينَ مِنْهُمْ إلَى غَيْرِ ذَلِكَ مِنْ أَنْوَاعِ الْفِتْنَةِ ، ثُمَّ قَالَ تَعَالَى : ﴿ وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لاَ يُوَلُّونَ الأدْبَارَ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولاً ﴾ وَهَذِهِ حَالُ أَقْوَامٍ عَاهَدُوا ثُمَّ نَكَثُوا قَدِيمًا وَحَدِيثًا فِي هَذِهِ الْغَزْوَةِ ، فَإِنَّ فِي الْعَامِ الْمَاضِي وَفِي هَذَا الْعَامِ : فِي أَوَّلِ الأمْرِ كَانَ مِنْ أَصْنَافِ النَّاسِ مَنْ عَاهَدَ عَلَى أَنْ يُقَاتِلَ وَلاَ يَفِرَّ ثُمَّ فَرَّ مُنْهَزِمًا لَمَّا اشْتَدَّ الأمْرُ .

نو په داسې حالت کې خو يې په کفر کې شک کول کفر دي، بله دا چې څوک د هغه
اسلامي دولت په مقابل کې جنګيږي، کوم که چې د الله جل جلاله شریعت
تطبيقيږي، د دې لپاره چې هلته اسلامي شريعت يوې خوا ته او خپل وضعي
قانون يې په ځای په خلکو حاکم کړي؛ نو دلته يې په کفر کې شک نشته، ځکه چې
دلته بل احتمال امکان نه لري، پرته له دې احتمال چې دغه انسان د الله جل جلاله
د شرعې دښمن دی، او يوه ذره ايمان يې هم په زړه کې نشته, بلكه غواړي چې
اسلام او مسلمانان ذليل کړي، د داسې انسان سره جهاد کول فرض عين دی.
له دغې مسئلې پرته په تتاريانو کې ډېر نور مخرج عن الملة کارونه وو، او دا يقيني
خبره ده، چې دوی دغه شريعت چې د ځان لپاره جوړ کړی وو؛ يو حلال کار، بلکه
د خدای شريعت بللو، د دوی حملې په مسلمانانو باندې هم د يوه ديني منطلق څخه
وې.

[quote:77053285af]اوس خو مصر او نورو کې استبدال د شرعې سوي هغه هم په علماني غربي قانون باندې، شرعي اسلامي محکمې نسته د خدای حکم معطل دي نه چلیږي.
او څوک چې اسلامي شرعیت تطبیقول غواړي هغه شکنجه کیږي وژل کیږي. [/quote:77053285af]
تعميم نه منم، البته په جزئي ډول د الله جل جلاله احکام معطل دي.

[quote:77053285af]ارحاء نوره څنګه وي؟
عملي کفر نور څنګه وي؟شرعې ترکول، بدلول او استبدالول.[/quote:77053285af]

د عملي کفر ډېر مثالونه مې وړاندې ورکړي دي، د اسلامي شريعت د لرې کولو
لپاره، او پر ځای د وضعي قانون د راوستلو لپاره جګړه هم کفر عملي دی، د زکات
د نه ورکولو لپاره جګړه کفر دی، د اسلامي شعائرو مخنيوی کفر دی، اسلامي
مقدساتو ته سپکاوۍ کفر دی، الله جل جلاله ته، يا د هغه رسول ته، يا قرآن ته
ښکنځل کول کفر دی، او نور ډېر مسائل دي.

[quote:77053285af]او دې سره چې د اسلام نور نواقض چې حسني مبارک کې دي جمع سي او بیا هم ورته مسلمان وویل سي او اطاعت یې فرض وګڼل سي او خروج پرې تاروا.[/quote:77053285af]
د اشخاصو تعيين ته اړتيا نشته، که نور څه مسائل وي، نو کولای شې چې د بېل
سرليک لاندې يې مطرح کړې، چې دوستان پرې خبرې وکړي.
بله د خروج په مسئله کې عموما عام مصلحت ته کتل کيږي، او د عام مصلحت تقدير
بايد په دقيق ډول وشي، ځکه چې خروج کومه د پيازو او ټماټرو د رانيولو او خرڅولو
مسئله نه ده.

[quote:77053285af]نو مونږ بیا ولې پر کومنستانو خروج کاوو؟[/quote:77053285af]
کمونستانو د افغانستان په اسلامي قانون کې ګوتې ونه وهلې، ځکه چې هغوی
د ګوتو وهلو وخت پيدا نه کړ، هغه قانون د طالبانو تر وخت پاتې وو، چې طالبانو
هم په کې د پام وړ تغييرات نه دي راوستلي.
البته کمونستانو په بر اعلی توګه د اسلامي شعائرو په سپکاوۍ لاس پورې کړ،
له هر هغه څه سره يې دښمني پيل کړه، چې د دين سره به يې تعلق لرلو، ځکه چې
دوی ترقي غوښتله، او دوی فکر کاوه چې د ترقۍ په لاره کې لومړنۍ خنډ دين دی،
د دوی مشر لالا مارکس به ويل چې: الدين أفيون الشعوب.
اخواني مشران خو آن د داود خان په وخت کې کوم چې کمونست نه وو، وسلې ته
لاس اچولی وو، مګر هغوی کامياب نشول، څو مکررې حملې يې په ناکامۍ تمامې
شوې، دا چې کمونستانو د خپلې کفري عقيدې په بناء نوم د افغانستان نوم مسلمان
او متدين ته لاس ورواچوه، يواځې د دې په خاطر چې مسلمان دی، او متدين دی،
نو ټول ملت پاڅون وکړ، ځکه چې دلته د هغوی په کفر کې د يوې ذرې قدرې شک
نه وو پاتې، بلکه هغه څوک چې د هغوی په کفر کې شک کوي؛ نو د هغه په ايمان
کې شک دی.
له دې خبرې مې هغه خلک مراد دي، چې سرکرده ګونديان وو، او په دې ښه پوهېدل
چې مونږ څه کوو، نه هغه خلک چې د املوکانو په تول کې راغلي وو، يعنې مغرر بهم
وو.

په درنښت

په درنښت


Erfan Wahdat
23.11.2010

انا أنزلنا التوراة فیها ارشاد من الضلالة، وبیان للأحکام، وقد حکم بها النبیون – الذین انقادوا لحکم الله، وأقروا به – بین الیهود، ولم یخرجوا عن حکمها ولم یحرفوها، وحکم بها عباد الیهود وفقهاؤهم الذین یربون الناس بشرع الله، ذلک أن أنبیاءهم قد استامنوهم علی تبلیغ التورة، وفقه کتاب الله والعمل به، وکان الربانیون والاحبار شهداءعلی أن أنبیاءهم قد قضوا فی الیهود بکتاب الله،
یقول الله تعالی لعلماء الیهود واحبارهم: فلا تخشوا الناس فی تنفیذ حکمی، فانهم لا یقدرون علی نفعکم ولاضرکم، ولکن اخشونی فانی انا النافع الضار، ولا تاخذوا بترک الحکم بما انزلت عوضا حقیرا، فالذین یبدلون حکم الله الذی انزله فی کتابه، فیکتمونه ویجحدون بغیره معتقدین حله وجوازه فأولئک هم الکفرون


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more