د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Sangar Watan
15.10.2010

کله چه القايده دروس په مقابل کې جنګېدله،مجاهد،قهرمان،داسلام دسنګر
مدافعين ګڼل کيدل٠مګر نن چه د انګريز،امريکې او دهغو دمزدور رژيم،دسعودي فاصدې کورنۍ خلاف جهاد کوي،داسلام دښمنان ګڼل کيږي!

داځکه چه دسعودي فاصده کورنۍ چه ته ئي

[quote:9c40e898b4]د اسلامي سالم فکر د نشر او پخش لپاره دغه مبارک پوهنتون آن له 50 کالو
راهيسې مبارزه کوي لګيا دی، دا چې د ترهګرۍ افساد او اجرام په وړاندې لومړنی سنګر دی، دا فخر د دې جامعې لپاره بس دی. اسلام يو مبارک، سوله خوښی او ښکلی دين دی[/quote:9c40e898b4].

تالي اومخرجګاه څټې ،په عربستان کی د امريکائي نظاميانو تر حمايت لاندی 
حکومت چلوي٠

لعنت دسعودي فاسد نظام او پدې وسيله دانګريز اوامريکئ پر زرخريده نو کرانو او بوټ پاکانو٠


و.افغان
15.10.2010

[quote:87b1ff8de7="sangar watan"]کله چه القايده دروس په مقابل کې جنګېدله،مجاهد،قهرمان،داسلام دسنګر
مدافعين ګڼل کيدل٠مګر نن چه د انګريز،امريکې او دهغو دمزدور رژيم،دسعودي فاصدې کورنۍ خلاف جهاد کوي،داسلام دښمنان ګڼل کيږي!

داځکه چه دسعودي فاصده کورنۍ چه ته ئي

[quote:87b1ff8de7]د اسلامي سالم فکر د نشر او پخش لپاره دغه مبارک پوهنتون آن له 50 کالو
راهيسې مبارزه کوي لګيا دی، دا چې د ترهګرۍ افساد او اجرام په وړاندې لومړنی سنګر دی، دا فخر د دې جامعې لپاره بس دی. اسلام يو مبارک، سوله خوښی او ښکلی دين دی[/quote:87b1ff8de7].

تالي اومخرجګاه څټې ،په عربستان کی د امريکائي نظاميانو تر حمايت لاندی 
حکومت چلوي٠

لعنت دسعودي فاسد نظام او پدې وسيله دانګريز اوامريکئ پر زرخريده نو کرانو او بوټ پاکانو٠[/quote:87b1ff8de7]

د وطن د سنګر نه تښتېدليه، او د دښمن په سنګر کې ناسته:
د قلم عفت ساته، د خپلې زړې معشوقې (کمونستۍ) انتقام دې راڅخه مه اخله، راځه
اوس هم وخت شته دی، د ملت په خوا کې ودرېږه، او د دردونو لپاره يې ملهم شه،
ګوندې مخکني جنايتونه مو رب جل جلاله معاف کړي.

ستاسې دا پورتنۍ ليکنه په ما شخصي تعرض دی، ولې له موضوع سره
هيڅ اړيکه نه لري.

خو بيا مو هم بې ځوابه نه پرېږدم.
ما په دې اړه له ملګرو دوستانو سره ه ډېر بحثونه کړيدي، او وار په وار مې خپله
دغه ګيله څرګنده کړېده، چې له هغه خلکو چې تاسې اوس شکايت لرئ، دا څوک وو؟
چا هلته رالېږلې وو؟ چا تربيه کړي وو؟ ....... او نورې داسې ډېرې پوښتنې.
آيا دا هماغه خلک نه دي، چې تاسې په خپلو لاسونو مونږ د هغوی په اور کې واچولو.
تاسې عربو او امريکايانو زمونږ سره دا لوی ظلم او زياتۍ ولې وکړ، چې هغه د لومړني جهاد په وخت کې مو د پاکو خلکو تر څنګ داسې مېکروب جن خلک مونږ ته راولېږل؟

اګر که دوی، د ځان لپاره دا دليل نيسي، چې مونږ هغه وخت دوه مجبورتياوې لرلې:
لومړی دا چې: شوروي سيلاب په ډېر شتاب د خليج اړخ ته را روان وو، او مونږ په هر
ممکن ځواک د دې مخه نيول غوښتل، مونږ نه داسې فکر نه کاوه، چې په شوروي
به دومره په اسانه سقوط شي، د دې په خاطر غربي کتلې غوښتل چې د شرقي کتلې
په وړاندې په سيمه کې د خلکو داسې يوه افراطي تربيه وکړی شي، چې د دې ضامنه وي، چې په هر قيمت د شوروي سيلاب مخه ونيول شي.
مطلب دا چې: په هغه وخت کې له هغوی سره د افغانانو او د هغوی د مستقبل هيڅ غم
نه وو.
افغان خو لکه د قربانۍ ګډ پيدا د قربانۍ لپاره دی، که نيست نابود شي، په چا يې څه؟

دويم: په دغو خلکو کې ډېر داسې وو، چې وخت ناوخت يې خپلو هيوادونو کې
حکومتونو لپاره سر دردۍ جوړوه، نو دا ښه فرصت وو چې له هغوی څخه ځانونه خلاص کړي.

په هر حال، د هيڅ دولت، او د هيچا دا حق نه وو، چې د خپل ځان د حفاظت لپاره افغان
ولس، د داسې افراطيانو له خطر سره مخامخ کړي.
نه يې مخکې حق وو، او نه يې اوس حق شته دی،
خو دا دنيا ده، هر څوک د خپلې بقاء او پايښت لپاره کوښښ کوي، بل دې مړ شي، تباه
دې شي، خو چې دی سالم او روغ پاتې شي.
غربي کتلې دغه دارويني حيواني وحشي قانون ښه په اخلاص تطبيق کړ چې وايي:
الصراع من أجل البقاء، نو ځکه خو يې په دغې جګړې او نورو ټولو جګړو او پېښو
کې د انسانيت ذره مقدار په نظر کې نه دی نيولی، او نه به يې ونيسي.
معنا دا چې ستونځه زمونږ خپله ده، او همدا مونږ يې بايد حل کړو.
ګوره: که مونږ د دوی او د دوی د افکارو مخه ونه نيسو، او په دې طمعه کښينو چې
دا نور دولتونه چې په زړه کې ترې خفګان او يا د انتقام جوش لرو، چې دا خلک به زمونږ
زړونه په هغوی ساړه کړي؛ نو داسې سوچ کول يو بېعقلي، او غير واقعي سوچ دی.

ځکه چې د دې افراطيانو او د دې افراطي افکارو په اور کې به له هر چا مخکې همدا مونږ سوځو.
مخکې هم سوځېدلي يو، او بيا به هم سوځو.
د مشر ملا امير المؤمنين محمد عمر حفظه الله په مشرۍ د طالبانو د اسلامي امارت
سقوط هم په دغه اور کې زمونږ د سوځېدلو يوه بېلګه ده، او نورې بېلګې پرېمانه.

د دروند عادل عادل د خبرو ځواب بيا کله.

په درنښت


Sangar Watan
15.10.2010

[quote:dfd0dd8c03]د وطن د سنګر نه تښتېدليه، او د دښمن په سنګر کې ناسته:
د قلم عفت ساته، د خپلې زړې معشوقې (کمونستۍ) انتقام دې راڅخه مه اخله، راځه
اوس هم وخت شته دی، د ملت په خوا کې ودرېږه، او د دردونو لپاره يې ملهم شه،
ګوندې مخکني جنايتونه مو رب جل جلاله معاف کړي.
ستا دا پورتنۍ ليکنه په ما شخصي تعرض دی، ولې له موضوع سره
هيڅ اړيکه نه لري.

خو بيا مو هم بې ځوابه نه پرېږدم.
ما په دې اړه له ملګرو دوستانو سره ه ډېر بحثونه کړيدي، او وار په وار مې خپله
دغه ګيله څرګنده کړېده، چې له هغه خلکو چې تاسې اوس شکايت لرئ، دا څوک وو؟
چا هلته رالېږلې وو؟ چا تربيه کړي وو؟ ....... او نورې داسې ډېرې پوښتنې.
آيا دا هماغه خلک نه دي، چې تاسې په خپلو لاسونو مونږ د هغوی په اور کې واچولو.
تاسې عربو او امريکايانو زمونږ سره دا لوی ظلم او زياتۍ ولې وکړ، چې هغه د لومړني جهاد په وخت کې مو د پاکو خلکو تر څنګ داسې مېکروب جن خلک مونږ ته راولېږل؟ [/quote:dfd0dd8c03]

زه دوطن له سنګره هيڅکله نيم تښتېدلی،هميشه يا په سنګر يا دهغه ترڅنګ
دتورمخو اسلام دښمنه مګر مکار او څو مخي خلکې ،خپلو درنو او اسلا مينو
هيوادوالو ته ور پيژنم٠ته لاځوان او احساساتي بريښي،په اسلامي علومو بلد
مګر دسياست سره نا اشنا او يا خدای مګړه ،دپرديو په خدمت کی ئي٠

دسعودي حکومت او دهغه ٥٠ کلنه پوهنتونونه دانګريز تر مستقيمې ادارې لاندې چليږي٠انګريز دومره ساده ندی چه موږ ئي ګڼو!

په هر ګام کې څلور خواته ګوري او بل ګام اخلي!

له يوي خوائي په سعودي،مصر،اردن،عماراتو ٠٠اوپاکستان کې خپل دخوښې
وړ رژيمونه نصب کړي اوله بلې خوا ددې رژيمونو خلاف ملي،اسلامي او
وطنپاله قوتونه ،چه په طبيعي ډول دداسې مزدورو رژيمونو په مقابل کی
رامنځ ته کيړي،دخپلو اجڼټانو په وسيله چه په ظاهره د اسلام پالنې ډبرې
په ټټر وهي،دګمراهئ خوا سوق کړی دي٠

که موږ نن داسلام او وطن په سنګر کې د صليبيانو ضد،ملي -اسلامي نهضت
تائيد او دهغه ملاتړ کوو،ولې دسعودي او دوي ته ورته هيوادو کی د اخوانيت
او القايدې خلاف تفکر ولرو؟

زموږ په وړاندې دوه متضاد جريانونه پر مخ روان دي:
کرزی_سعودي اوپاکستاني واکداران اويا هم ددی خلاف ځواکونه!

خپل سنګر څرګند او دجدل-مغالطې نه مخ واړوه٠
  


و.افغان
15.10.2010

[quote:4833459e5c]
زه دوطن له سنګره هيڅکله نيم تښتېدلی،هميشه يا په سنګر يا دهغه ترڅنګ
دتورمخو اسلام دښمنه مګر مکار او څو مخي خلکې ،خپلو درنو او اسلا مينو
هيوادوالو ته ور پيژنم٠ته لاځوان او احساساتي بريښي،په اسلامي علومو بلد
مګر دسياست سره نا اشنا او يا خدای مګړه ،دپرديو په خدمت کی ئي٠

دسعودي حکومت او دهغه ٥٠ کلنه پوهنتونونه دانګريز تر مستقيمې ادارې لاندې چليږي٠انګريز دومره ساده ندی چه موږ ئي ګڼو!

په هر ګام کې څلور خواته ګوري او بل ګام اخلي!

له يوي خوائي په سعودي،مصر،اردن،عماراتو ٠٠اوپاکستان کې خپل دخوښې
وړ رژيمونه نصب کړي اوله بلې خوا ددې رژيمونو خلاف ملي،اسلامي او
وطنپاله قوتونه ،چه په طبيعي ډول دداسې مزدورو رژيمونو په مقابل کی
رامنځ ته کيړي،دخپلو اجڼټانو په وسيله چه په ظاهره د اسلام پالنې ډبرې
په ټټر وهي،دګمراهئ خوا سوق کړی دي٠
[/quote:4833459e5c]
له موضوع سره هيڅ تړاو نه لري.
زه د يوه افغان په حيث يواځې دافغانستان په اړه د تصميم نيولو حق ځانته ورکوم، او
ټول هغه لاسونه پرېکول غواړم، چې ځما وطن ته په شر سره رانږدې کيږي، که هغه
کافر لاسونه وي، او که مسلمان.

[quote:4833459e5c]

که موږ نن داسلام او وطن په سنګر کې د صليبيانو ضد،ملي -اسلامي نهضت
تائيد او دهغه ملاتړ کوو،ولې دسعودي او دوي ته ورته هيوادو کی د اخوانيت
او القايدې خلاف تفکر ولرو؟
[/quote:4833459e5c]

هاهاهاهاها
سنګر وطنه: له کوم وخته راهيسې په اسلامي او ملي سنګر کې ودرېدلی يې، ته خو
لومړۍ له هغو دښمنو سنګرونو څخه بيزاري اعلان کړه، چې له ترکې نيولې تر ډاکټر
نجيبه پورې دې ورسره کار کړی دی.
له هغه وروسته به د سر په سترګو په ملي او اسلامي سنګر کې ومنو.
[quote:4833459e5c]

زموږ په وړاندې دوه متضاد جريانونه پر مخ روان دي:
کرزی_سعودي اوپاکستاني واکداران اويا هم ددی خلاف ځواکونه!

خپل سنګر څرګند او دجدل-مغالطې نه مخ واړوه٠
[/quote:4833459e5c]

زما دريځ واضح دی، ډېر واضح دی، غوږ شه ورته:
زما دريځ د اوسمهال لپاره يواځې خپل وطن افغانستان پورې محدود دی.
زه يو آزاد معلوم الهويته او معلوم الحدوده اسلامي حکومت په افغانستان کې غواړم.
زه د هر رنګه شرير لاسونو د پريکولو غوښتونکی يم، هغه لاسونه که د القاعده وي، او که د نورو اسلامي او يا کافرو دولتونو.
[color=white:4833459e5c]زه د هر هغه افراط دښمن يم، کوم چې د حرامې وينې تويولو، حرامو مالونو لوټلو، او پاکو محرم ناموسونو باندي تيري کولو ته مفضي کيږي.
[/color:4833459e5c]
زه د اوسني مقاومت په کلکه ملګرتيا کوم، په هر قيمت سره د اشغالګرو د وتلو
غوښتونکی يم.
البته انترناسيوناليزم يې د اسلامي شريعت او انساني عقل له مخې ردوم.
زه نه غواړم چې ناکام انترناسيونالستي افکار زمونږ او زمونږ د وطن د آزادۍ او سولې
تر منځ واټن لا پسې ډېر کړي، يا يې په يوې مستحيلې هيلې بدل کړي، او د سياسي
اقتصادي، عسکري، او اجتماعي وجود تر څنګ زمونږ مجرد فزيکي وجود هم له خطر
سره مخ کړي.

اوس دې سره خلاص شو.
ستا د ځواب په انتظار.

په درنښت



ع کريم حليمي
16.10.2010

ګران او محترم استاد قاري صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
په دغه بحث کښی، ستاسو د نظر تائید او ملاتړ کوم ، اما ډاکټر محمد بن يحيی النجيمي چه د دغه حدیث ("اللهم حبب إلينا المدينة كما حببت إلينا مكة وصححها لنا" ) را اخلی او وطنیت په ثابته وي نه يې تائیده وم !!
او دوهم : دغه ډاکتر صاحب عمل یوه څه او کلام او کلام يې بیا بل څه
دئ په خوله د حجاب ډېر طرفداره دئ ، او په عمل ئې داسي
دلته دېٖ شوخۍ ته ئې ګورۍ http://www.youtube.com/watch?v=LmBlzyG6nzY&feature=related
راځم زما پوښتني ته
[quote:c9fd0bdb4f] البته انترناسيوناليزم يې د اسلامي شريعت او انساني عقل له مخې ردوم. [/quote:c9fd0bdb4f]
مطلب دا چه: تاسو ته بین المللي روابط او همكاريۍ محبوبيت او مشروعيت
نه لري ؟؟؟


عادل عادل
16.10.2010

سلامونه

[quote:56618e9dd9]د دروند عادل عادل د خبرو ځواب بيا کله.[/quote:56618e9dd9]

دروند وهاج صیب

مننه چې په یاد مو یم، خو ګوره وروره، زما ډیرې لیکنې ځواب نلري !، که بیا هم څه لرئ نو هر کله ..... زه به یې لس ځله ولولم او که مې څه ترې زده کړل نو د مننې تر څنګ به دوعا هم درته کوم ..................

....... په هر حال لومړئ د عزتمند حلیمي صیب د پوښتنو وضاحت وکړئ .....
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګیله مندي:

ماته د افغانانو د سردرګمئ او ژورې تفرقې اټکل په ملي ګټورو بحثونو کې د لاندو دوو ټکو له مخې څرګندیژي:-

1- روان بحث ته د هغه بل په وړاندې چې د افغانستان د اشغال په اړه دی د "مهم" نوم وركول كيژي، او د لیکنو او لوستونکو شمیره یې هم نن سبا که خدای کول پرې اوړي .

2- کله چې بیا هم د اشغال د موضوع دې غیر مهم بحث ته سر ورښکاره کړئ نو هلته به وګورئ چې د اصلي ناورین د مسببینو د غندلو پر ځای د مقاومت ځپلو او بین افغاني توپیرونو شاربلو ته خبره غزیدلې، او تر ټولو مهمه هم دا چې نوموړې افغان شموله موضوع تر اوسه پورې د پورته یاد شوي "مهم" بحث دښاغلي پیش کوونکي په دوو کرښو هم نه ده ارزیدلې. ....خدای وکړي ددې دواړو بحثونو موازي مخکې مخکې بیول تصادفي وي.

زما پورته نیوکې به هلته ښې ځلیدلې وای چې داشغال د غیر مهم بحث پیش کوونکئ زما پر ځای یو بل څوک وای.

الله پاک دې د خپلو مخلصو بندګانو په تیره بیا مستضعف افغان مسلمان ولس بلا کیف مرسته وکړي....... آمیییییییین


و.افغان
16.10.2010

[quote:4f1fff39e9="ع کريم حليمي"]ګران او محترم استاد قاري صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
په دغه بحث کښی، ستاسو د نظر تائید او ملاتړ کوم ، اما ډاکټر محمد بن يحيی النجيمي چه د دغه حدیث ("اللهم حبب إلينا المدينة كما حببت إلينا مكة وصححها لنا" ) را اخلی او وطنیت په ثابته وي نه يې تائیده وم !!
او دوهم : دغه ډاکتر صاحب عمل یوه څه او کلام او کلام يې بیا بل څه
دئ په خوله د حجاب ډېر طرفداره دئ ، او په عمل ئې داسي
دلته دې شوخۍ ته ئې ګورۍ http://www.youtube.com/watch?v=LmBlzyG6nzY&feature=related
راځم زما پوښتني ته
[quote:4f1fff39e9] البته انترناسيوناليزم يې د اسلامي شريعت او انساني عقل له مخې ردوم. [/quote:4f1fff39e9]
مطلب دا چه: تاسو ته بین المللي روابط او همكاريۍ محبوبيت او مشروعيت
نه لري ؟؟؟[/quote:4f1fff39e9]

محترم او معزز مولینا حليمی صاحب:
اصل بحث مهم دی، د دوکتور نجيمي شخصيت په يوه اړخ پرېږده، نه زه، نه بل او نه هغه په خپله له دغې خطايۍ څخه انکار کوي، ما يې خبرې رانقلې کړې، چې ويلي يې
دي:دی د خطا مرتکب شوی دی، خو د ده په خپل اجتهاد غوښتل چې مرتکب د أخف
الضررين شي، بيا وايي: چې دا خبره يې په الله جل جلاله حجت نه ده.
له انسانانو خطا کيږي، امكان دې ولري چې زمونږ د دې روان مجلس له ځينو مجلسيانو له دې بدې خطاګانې شوي وي، خو کمرو به نه وي راخيستي.
يو انسان چې په خپلې خطا اعتراف وکړي. دا شرافت يې کافي دی.
او بيا دغه کار ماته يو مدروس کار ښکاري، او د دوکتور د بدنامولو يوه هڅه ده.
او که ويډيو ته سړی ځير شي؛ نو خبره به ضرور حس کړي.
ـــــــــــــ
پاتې وروستۍ خبره، نو زما د بين المللي روابطو نفي موخه نه وه، بالعکس زه په
دارنګه روابطو ټينګار کوم.
مطلب مې دا ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍وو چې د اسلامي خلافت په موخه يا نوم د اسلامي هيوادونو سره دښمني،
يا د اسلامي هيوادونو څخه د مفرورو تخريبکارانو حمايت بايد ونشي، کوم چې د
اسلامي خلافت په نوم دا هر څه ترسره کوي.

زمونږ لپاره وړوکی مثال کويټ بس دی، صدام د يوه حماقت له وجهې لوی عراق
له تباهۍ سره مخ شو.
په زور باندې، په چاودنو، او ترورونو اسلامي خلافت نه راوستل کيږي، او نه د
اسلامي خلافت په نوم الله جل جلاله د مسلمانې وينې تويېدل حلالوي.
اسلامي خلافت د دغو تکفيريانو په لاسونو مستحيل دی، بلکه يوه وړه حکمراني چلول
هم د دوی له لاسه نشي کېدی، البته مونږ افغانان له تباهۍ سره مخ کوي.

په درنښت


و.افغان
16.10.2010

په فسبوک کې د روانې موضوع په هکله د محترم مجيد قرار تبصره:

ډېره ګټوره څېړنه وه. زه خو له دې ټولو خبرو دا پوهېږم چې یادو شویو علمای کرامو د وطنیت یا ملتپالنې له منلو سره سم، پر ملت پالنې متکي حقوق، وجایب، بریدونه، وېشونه، ورورۍ، او دښمنۍ هم منلي دي. موږ د همدې اصولو پر اساس له سعودي او خلیجي خېټورو غوښتنه او تقاضا لرو چې زموږ د پولو احترام دې وکړي او زموږ په هېواد دې د خپلو بامبړانو د راتپلو هڅې نه کوي. زموږ په هېواد کې دې قومي او مذهبي تفرقې ته لمن نه وهي او زموږ درنو مشرانو ته دې د لاسپوڅیو او منافقانو خطابونه نه کوي. هغوی باید له ایران سره خپل اختلافونه په افغانستان کې نه، بلکې په خپلو دوه اړخیزو اړیکو کې، او په خپلو هېوادونو کې دننه وپالي.

ستاسې نظر.

په درنښت


و.افغان
16.10.2010

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]

وروره که تاسو د عربو سیاسیونو ملاتړ او دفاع نه کوئ، او په دې ټکي مکرر ټینګار هم کوی، نو په مقابل کې دا هم ومنئ چې هیچا هم ستا په وړاندې د القاعدې څخه ملاتړ او دفاع نه ده کړې، او مه هم ددې کوښښ کوئ چې د جهاد او کفر په وړاندې د هرې مبارزې، نهضت او خوځښت نوم د ملک فهد او حسن مبارک نه خفه شوو دو کسانو ته مختص کړئ.
دا چې تاسو ولې انګیرلې چې مونږ د القاعدې دفاع کوو، سبب یې ستاسو د خبرو وسیع جانبي جارحانه اړخ دی چې د القاعدې تر څنګ د مسلمانانو ټولو فکري خوځښتونو ته ګواښ پیښوي .
[/quote:1b8aa19bc0]

زه د هر اسلامي پاک نهضت ملاتړی يم، که د لاس او مال زور مې ورسره نه رسيږي، نو
دعاوې به ورته ضرور کوم، په زړه کې به يې محبت ضرور ساتم.
زه د هر هغه اسلامي پاک نهضت او ځوان صحوت ملاتړ کوم، چې په کتاب الله او سنت
رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې مسلح وي، او هر ګام د دوو مقدسو مصادرو سره
سم پورته کوي.

زه د هر هغه اسلامي حرکت ملاتړی يم، چې هدف يې د ټولنې اصلاح وي، د علم نشر
او پخش وي، او د جهاد في سبيل الله لپاره د ځوانانو سالمه تربيه او روزنه په غاړه
اخلي.

زه د هر هغه اسلامي خوزخښت ملاتړ کوم، چې پاکې معصومې وينې نه تویوي، محرم
مالونه نه لوټي، پاکو نواميسو ته بېعزتي نه وراړوي، مسلمانان نه تکفيروي.
البته د الله جل جلاله په دين باندې غيور وي، د ظالم او جابر پاچا يا مشر په وړاندې
د حق کلمه وايي، او له خپل مرګه هم نه ويريږي، له زندانه نه ويريږي، له تعذيب او
شکنجې نه ويريږي، بلکه ځان کبش فداء وړاندې کوي.
مرګ غوره کوي، خو په دې حديث پوره پوره عمل کوي، لا طاعة لمخلوق في معصية
الخالق.
د ټولنې د اسلامي ديني او دنيوي ترقۍ لپاره له هيڅ کوښښ درېغ نه کوي، ولو که يې
زندګي هم په دې کار له خطر سره مخ شي.

زه د دې انسان او د هغه جبان انسان تر منځ ډېر توپير کوم چې د مسلمان حاکم په وړاندې
توره په لاس اخلي، فتنې جوړوي، او د قدرت لپاره په يوه نوم او بل نوم مسلمانان وژني،
له تباهۍ سره يې مخ کوي، د اسلامي شرعې مقاصد تر پښو لاندې کوي، د کلياتو خمسه وو هيڅ خيال نه ساتي.
د يهودوميکافيللي قاعده (الغاية تبررالوسيلة) يې د خپل ژوند متبع طاغوت ګرځولی وي.

چېرته د مخکني غيور يوه خبره، او چېرته د وروستي جاهل سل کلنه مسلحه جګړه.
هغه يوه کلمه کولای شي، چې د لکونو خلکو په ژوند کې تغيير راولي، ولې د دغه
وروستي جاهل د سل کلنې مسلحې جګړې څخه د مسلمانانو د وينو د توييدلو پرته
بل څه لاس ته نه راځي، او نه يې اسلام ته د ضرر پېښېدو پرته بل څه ګټه رسېدی شي.

زما د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د حديثو په رڼا کې دا ايمان دی، چې د هر مسلمان
حاکم په وړاندې خروج حرام دی، تر څو چې د هغه څخه کفر بواح نه وي شوی، کفر بواح
يعني: عندکم فيه من الله سلطان.
داسې کفر نه وي، چې ځينې يې کفر، او ځينې يې نه ګڼي.

له دغه کفره وروسته د امت علماء دا فيصله کوي، که چېرې مصلحت په خروج کې وي،
بايد خروج وشي، او که د مصلحت د اسلام او مسلمانانو په نه خروج کې وي، بايد له
صبر او تحمل څخه کار واخيستل شي.

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
محترم وهاج صیب

تاسو د خپلو لیکنو په لړ کې په افغانانو تور پورې کړئ چې طالبانو یې د خپل حاکمیت په وخت کې د ټولې نړئ څخه ځانونه راټول او منزوي کړل او د القاعدې سوال ته کښیناستل !!!

په داسې حال کې چې د اسلامي هیوادونو اکثریت ذلیلو حاکمانو د خپل مشر لالا (امریکا) د خیال ساتلو په خاطر د طالبانو د په رسمیت پیژندلو څخه ډډه وکړه، او دا یوازینئ هغه ټکئ دی چې افغانان یې پرې خوابدي او ناامیده کړل او القاعده یې هم احیانا پرې خوښه کړه.
[/quote:1b8aa19bc0]

عادل صاحب:
داسې نه ده، که داسې وی، نو بيا به سعودي، امارات، او پاکستان طالبان په رسميت
نه پېژندل، امريکا سره د دې درې دولتونو د اړيکو په اړه به له تاسې سره له ما زيات
معلومات وي.
حقيقت دا دی، چې د طالب په حکومت کې هغه څوک حمايه کېدل، چې
له اسلامي هيوادونو مفروره تخريبکاران وو، داسې تخريبکاران چې له خپلې
تخريبکارۍ يې لاس نه وو اخيستی، بلکه په کې مستمر وو، د دوی دغه تخريبکاري
له طالبانو مخکې پيل او تر طالبانو راوغځېدله، او طالبانو يې پوره حمايت وکړ.
په دغه موده کې زه پوره لست لرم، چې دغو خلکو په اسلامي هيوادونو کې څومره
تخريبي عمليات ترسره کړي دي.
تاسې خپله سوچ وکړئ، چې ته په خپل کور کې زما دښمن ساتې، داسې دښمن چې اوس
هم زما سر پسې ګرځي، نو زه خو به کم نه کم له تا سره د اړيکو د پرېکولو فيصله کوم.
ډېر دولتونه يو دولتي کس ته د يوه سپکاوۍ له وجهې ټولې اړيکې سره پرېکوي، که
د اسلامي هيوادونو دغه زور له غربي هيوادونو سره نه رسيږي، نو په خپلو وروڼو
اسلامي هيوادونو خو يې رسيږي.

زه اوس هم وايم، چې دغه وروڼه، که د افغان په حيث ژوند سولييز ژوند غوره کوي، اهلا وسهلا،
دغه مېلمستيا يې په مونږ له اسلامي لحاظه او د مروءت له لحاظه واجبه ده.

اما که دوی له خپلو عالمي پروګرامونو لاس نه اخلي؛ نو بايد خپلې کډې له دې ځای
بار کړي.
دا وطن د ټولو شريک وطن دی، هيڅوک حق نه لري، چې د ولس د نظر اخيستنې پرته
د ولس د بقاء او ژوند فيصلې وکړي.
مشر ملا محمد حفظه الله، خو نر سړی وو، د خپلې فيصلې مسؤوليت يې په شخصي
ډول د ځان لپاره په غاړه واخيست، دولت يې له لاسه ورکړ، مېرمن، تره او ځوی يې
شهيدان شول.
خو د ولس مسؤوليت لا د هغه په غاړه پروت دی، رب دې توفيق ورکړي، چې د دغه
مسؤوليت حق اداء کړي.
نور خلک بيا له خپلو داسې مسؤوليتونو تښتي، اوروپا، امريکا، او نورو عربي او
غير عربي هيوادونو ته.

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
ما تاسو ته مخکې هم لیکلي وو، چې د افغانستان د اوسنیو حالاتو په اړه د القاعدې میډیایي څرګندونې خوند نه راکوي، مانا دا چې افغانان حقوقي خلک دي، د افغان مقاومت د حقانیت یوازینئ اساسي ټکئ چې د نړئ د غافلو او ويدو ولسونو پاملرنه یې ځان ته اړولې ده دا دی چې افغانانو د خپلې خاورې او حریم په چوکاټ کې په مقاومت ترکیز کړئ دی، که طالبان القاعدې ته لاسرسئ لري، نو د افغان مقاومت په اړه دې یې په مبارکو خولو یو یو پلستر ووهي ځکه د دوی څرګندونې د افغانانو او ددوی د حتمي بري تر منځ واټن اوږدوي او دا د هیڅ مسلمان په خیر نه ده.[/quote:1b8aa19bc0]

دا خبرې در سره منم، دا او نورې ما دغه راز ليکنو ته هڅوي.

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
........... تاسو که د ښاغلي عبدالسلام ضعیف (خدای دې صحت او اوږد عمر ورکړي) د ګوانتامو د دورې کتاب مطالعه کړئ وي نو په یوه ځای کې لیکي چې عربو اسیرانو وروڼو به د عربي خلیج په خیال یوې خواته لمونځونه کول او افغانانو به د خپل فكر او تحلیل په مټ بل لوري ته لمونځونه ادا کول، او د څو میاشتو په تیریدو سره د افغانانو قبله مني چې سم لوري ته یې اټکل کړې وه،........... همدارنګه په قفسونو کې د جماعت په اړه وایي چې افغانانو به انفرادي لمونځ ادا کول، خو د دوی نه به یو په یوه قفس کې امام شو او نورو به له نورو قفسونو څخه پسې اقتدا کوله .......[/quote:1b8aa19bc0]

ملا عبد السلام ضعيف صاحب، هم له دغو خلکو سر ټکوي، او څو وارې يې له ما سره په مباشرو مختلفو مجلسونو کې له دغو خلکو سر ټکولی دی.

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
زه منم چې ډیر خلک به د القاعدې خلاف وي او نه به یې خوښوي، خو دا هیڅکله ددې مانا نه ورکوي چې د درباري ملایانو د فتنې او مکر نه ډکې فتواګانې به مني، ماته یاد دي چې کلونه وړاندې د حرمینو شریفینو خطیب او امام د خپلې مبارکې خطبې په لړ کې د اسلامي نړئ ځوانانو ته په خطاب کې تنبه ورکوي چې د ترهګرو او ارهابیانو په لومو کې غافلګیر نشي، ددې مبارک امام په حال او محکوم حالت مې هغه وخت افسوس وکړ چې ورځ وروسته دده همدا ټکي د ښاغلي کرزي له خوا وستایل شول او د زړه له کومي یې د شیخ د احساس او اسلامي ورورولئ مننه ادا کړه !!!![/quote:1b8aa19bc0]

دلته د درباري ملايانو د فتواګانو خبره هيڅ مطرح نه ده، واقع او حقيقت مطرح دی،
هيله ده چې بحث پرې وکړې، او دا نورې خبرې له موضوع سره هيڅ تړاو نه لري.

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
د مسلمان په ژبه او لاس سره د القاعدې په اړه د ورته افکارو او دریځ خورول ماته په افغانستان کې د ننه د هغو ساده لوحو پښتنو دریځ رایادوي چې د شمالي ټلوالې په سیالئ او دښمنئ کې، د یرغلګرو د احتمالي وتلو له ویرې په پښتني سیمو کې د وسلو د ویش بیړنئ پروسې ته تلوسې اخستي دي، په دې ډول چې د لاسپوڅي حکومت په لاس به دا وسلې پرې ویشل کیژي، پداسې حال کې چې یرغلګر لا وتلي هم نه دي، او غافل له دې چې د ولس په وړاندې به د اربکیانو صفت او عمل خپلوي تر څو د ټلوالې د تحفظ او د یرغلګرو پاتې کیدو ته په خپلو وینو سره یو څه وخت کمایي کړي ......
[/quote:1b8aa19bc0]

دا ستاسې خپل نظر لرئ، چې خپل نظر درته مقدس، او د نورو ساده لوحۍ ښکاري.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: المؤمن لا يلدغ من جحر مرتين.
مسلمان له يوه سوري څخه دوه کرته نه چيچل کيږي.
مسلمان بايد هوښيار وي، او تاسې او ستاسې په شان نور غواړوي، چې له هماغه يوه
مصدره په مکرر ډول وچيچل شول.
په افغانستان باندې د امريکې حمله، او هغه اسباب چې هغوی ته يې ددغه کرغېړن
کار لارې چارې اسانې کړې، هغه مو يو ځل بيا د را روان نصر په نشو کې هېر کړ، درس
مو ترې وانخيست، او يو ځل بيا مو د چتکو خوبونه ليدل پيل کړل.
زه له هر هغه عرب منندوی یم، چې د افغانستان په جګړه کې يې خپل خوږ ژوند نذرانې
ته وړاندې کړی دی، مګر د هغو کارونو يې مخالف يم، چې له داسې مشکلاتو سره مونږ
لاس او ګرېوان کوي، چې د پای پته يې هم نه لګيږي.

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
په هر حال زه خو فکر نه کوم چې نن سبا به افغانان ویده وي او خپل دوست او دښمن به نه پیژني او نه به هم د ځان لپاره د خیر او شر تفکیک کولای شي، که فرض کړو چې افغانان به د پردیو درباري ملایانو په خبرو او تشو فتواګانو تیر وزي نو بیا ولې د هغو پر ځای چې وهاج صیب یې صفتونه کړي او ډاکټر صیب احمدزي یې تصویرونه را نقل کړي، په خپلو علماوو هر یو شهراني صیب، مجددي صیب ، استاد سیاف، استاد رباني، قاضي امین، کشاف، او چکري (یهدیهم الله اجمعین) پسې اقتدا نه کوي؟؟ څه ښه متل دی چې وایي : خدای مو دې بې له خپله کافره نه کوي .....
.................. نور بیا ........... ان شا الله
[/quote:1b8aa19bc0]

افغانان د پرديو ملايانو په فتواګانو تېروځي، دا يو حقيقت دی، افغانانو له نورو سره
د هغوی د ملايانو د فتوا مطابق چلند کوي، خو د خپل ځان په اړه، د خپل ملت لپاره بيا
له هغوی څخه مساوي ، موازي او مماثل حقوق نشي غوښتلی، ځکه چې افغانستان
د ټول امت مسؤول دی، نه داسې نه ده، بلکه افغانانو ته په سپکه کتل کيږي، ځکه
ورسره د مور او ميرې چلند کيږي.
لرې به نه ځو، له پاکستاني ملايانو يې هم نه شي غوښتلی.
ماته په همدې خبره افسوس راځي، چې په کومو بريدونو او حدودو چې له مونږ سره تعامل کيږي، په هغه حدودو کې يې مونږ نشو کولی.
نه پوهېږم، چې د دې سبب څه دی؟
زمونږ بېعقلي.
که د کمترۍ احساس.
او که ناپوهي، چې هر يو راځي، او په مونږ خپل يس پخوي، او مونږ غولوي.
وان عاقبتم فعاقبوا بمثل ما عوقبتم به.

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
خو ګوره وروره، زما ډیرې لیکنې ځواب نلري !، که بیا هم څه لرئ نو هر کله ..... زه به یې لس ځله ولولم او که مې څه ترې زده کړل نو د مننې تر څنګ به دوعا هم درته کوم
[/quote:1b8aa19bc0]

محترم عادل صاحب: داسې ښکاري، چې ځوابي ليکنې ستاسې په زړه ښې نه لګيږي.، بلکه يواځې تأييدوي ليکنې غواړئ، يا مو په ځان لکه انجنر
صاحب دومره باور دی، چې له مخې يې فکر کوئ چې ستاسو مخالفت يا جاهل سړی کوي ، يا د اسلام دښمن . :)

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
ګیله مندي:

ماته د افغانانو د سردرګمئ او ژورې تفرقې اټکل په ملي ګټورو بحثونو کې د لاندو دوو ټکو له مخې څرګندیژي:-

1- روان بحث ته د هغه بل په وړاندې چې د افغانستان د اشغال په اړه دی د "مهم" نوم وركول كيژي، او د لیکنو او لوستونکو شمیره یې هم نن سبا که خدای کول پرې اوړي .
[/quote:1b8aa19bc0]

وروره! د اشغال په اړه روزانه ليکل کيږي، او داسې ليکنه به نه وي، چې په هغې کې
د اشغال غندنه نه کيږي، او يا په اسلامي افغاني پاک مقاومت نه دفاع او لپاره يې
هڅونه نه کيږي.
د دې دا معنا نه ده ، چې ستاسې له خوا وړاندې شوې موضوع خدای مکړه بې اهميته ده.
د هغې بلې موضوع اهميت په دې کې وو، چې له اشغال وروسته د افغانستان له مستقبل
سره مستقيمې اړيکې لري، بلکه ماضي يې هم پرې راڅرخيږي.
د يادې شوي ليکنې ليکوال ولې داسې ليکنو ته اوسمهال مخ کوي؟
ځکه چې په دې جازمه عقيده لري، چې نور له خيره سره اشغال د حتمي ماتې سره مخ دی.
او په هيڅ طريقې سره نشي راټينګېدی.
مهمه مرحله ما بعد الاشغال ده، چې هغه د حکومت جوړونې پروسه ده، له اوس نه بايد
مونږ د هغې مرحلې لپاره لازم تيارۍ او تصميم ونيسو، داسې تصميم او تيارۍ چې د
اسلام، د عامو مسلمانانو عموما او د افغانانو خصوصا په ګټه تمام شي.
صحابه کرامو تر هغه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم مړی خښ نه کړ، تر څو چې يې
خليفه وټاکه، او بيعت يې ورسره وکړ.

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
2- کله چې بیا هم د اشغال د موضوع دې غیر مهم بحث ته سر ورښکاره کړئ نو هلته به وګورئ چې د اصلي ناورین د مسببینو د غندلو پر ځای د مقاومت ځپلو او بین افغاني توپیرونو شاربلو ته خبره غزیدلې، او تر ټولو مهمه هم دا چې نوموړې افغان شموله موضوع تر اوسه پورې د پورته یاد شوي "مهم" بحث دښاغلي پیش کوونکي په دوو کرښو هم نه ده ارزیدلې. ....
[/quote:1b8aa19bc0]

مقاومت هيڅوک نشي ځپلی، ځکه چې مقاومت لکه څنګه چې زمونږ شرعي او ديني
وجيبه ده، همدارنګه دا يو فطري او طبيعي عمل دی، چې په هيڅډول يې مخه نشي
نيول کېدی.
ستاسې بحث زما لپاره ډېر مهم دی، البته په دغه بحث کې د نه ليکنې په اړه به يو څه
عذر ولرم، باور وکړه، چې د خپل بحث په اړه مې په اسانه ځوابونه نه دي ورکړي، زما
هغه کار چې ما بايد يوه هفته مخکې خلاص کړی وای، د نټ په وجه يوه هفته وروسته
شو. :)

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
خدای وکړي ددې دواړو بحثونو موازي مخکې مخکې بیول تصادفي وي.
[/quote:1b8aa19bc0]

دا دې يواځې يو سوء ظن او اتهام دی، چې ستاسې غوندې درانه او پوه شخصيت سره
هيڅ زېب نه کوي.
په داسې کچه سوچ ستاسې لپاره ډېر نامناسب دی.

[quote:1b8aa19bc0="عادل عادل"]
الله پاک دې د خپلو مخلصو بندګانو په تیره بیا مستضعف افغان مسلمان ولس بلا کیف مرسته وکړي....... آمیییییییین
[/quote:1b8aa19bc0]

په دعا ګانو مې آمين.

يوه ياودنه: د (بلا کيف) کلمه تاسې د الله جل جلاله له صفاتو سره لکه قدرت، لاس او نورو سره ډېر کاروئ، او دغه استعمال غلط دی.
د الله جل جلاله هر صفت کيف لري، خو مونږ پرې نه پوهيږو.
صحي تعبير داسې دی: بلا کيف نعلمه.
داسې کيف ، چې مونږ پرې نه پوهيږو.
ځکه که کيف ترې نفي کړې؛ نو صفت دې نفي کړ، لکه څنګه چې د ځینو متکلمينو
مبتدعه وو عقيده ده.

په درنښت

هيله ده چې خپل مطلب مې درته په ښه شان سره واضح کړی وي.

په درنښت


Sangar Watan
16.10.2010

[quote:4d44050af7]هاهاهاهاها
سنګر وطنه: له کوم وخته راهيسې په اسلامي او ملي سنګر کې ودرېدلی يې، ته خو
لومړۍ له هغو دښمنو سنګرونو څخه بيزاري اعلان کړه، چې له ترکې نيولې تر ډاکټر
نجيبه پورې دې ورسره کار کړی دی.
له هغه وروسته به د سر په سترګو په ملي او اسلامي سنګر کې ومنو. [/quote:4d44050af7]

دروغ ويل ګناه ده،ته څنګه اوولې داسې حکم کوې چه ما د خلقي -پرچمي رژيمو سره کار يا همکاري کړئ،ددرغجن مخ تور!

[quote:4d44050af7]زما دريځ واضح دی، ډېر واضح دی، غوږ شه ورته:
زما دريځ د اوسمهال لپاره يواځې خپل وطن افغانستان پورې محدود دی.
زه يو آزاد معلوم الهويته او معلوم الحدوده اسلامي حکومت په افغانستان کې غواړم.
زه د هر رنګه شرير لاسونو د پريکولو غوښتونکی يم، هغه لاسونه که د القاعده وي، او که د نورو اسلامي او يا کافرو دولتونو.
زه د هر هغه افراط دښمن يم، کوم چې د حرامې وينې تويولو، حرامو مالونو لوټلو، او پاکو محرم ناموسونو باندي تيري کولو ته مفضي کيږي.

زه د اوسني مقاومت په کلکه ملګرتيا کوم، په هر قيمت سره د اشغالګرو د وتلو
غوښتونکی يم. [/quote:4d44050af7]

دخندا وړ، څنګه کيدی شي چه افغانستان له نورې نړۍ بيل وګڼل شي؟؟

مګر دادی هير دي چه پاکستان دې د اسلام روستی سنګر نومولی؟(نعوذ بالله)

[quote:4d44050af7]البته انترناسيوناليزم يې د اسلامي شريعت او انساني عقل له مخې ردوم.
زه نه غواړم چې ناکام انترناسيونالستي افکار زمونږ او زمونږ د وطن د آزادۍ او سولې
تر منځ واټن لا پسې ډېر کړي، يا يې په يوې مستحيلې هيلې بدل کړي، او د سياسي
اقتصادي، عسکري، او اجتماعي وجود تر څنګ زمونږ مجرد فزيکي وجود هم له خطر
سره مخ کړي. [/quote:4d44050af7]

داد سعودي او ورته غلام رژيمونو سياست دی چه ستا پشان باسواده مګر
خدای مکړه خريد کړی شوي افراد ورته تبليغ او رواجول کوي٠

[quote:4d44050af7]اوس دې سره خلاص شو. [/quote:4d44050af7]ستا د ځواب په انتظار.

سرمې ښه خلاص وو او دې،دلوی خدای (ج) په خاطر دسعودی رژيم له ملاتړ
نه،چه په واقعيت کې د انګريز-امريکئ د ضد اسلامي او غير انساني نظام
ملاتړ دی لاس واخله!!!


و.افغان
18.10.2010

په اسلامي فقه کې وطنيت ... موضوع لاندې ډېر بحثونه وشول، د لوستلو شمېر يې له 600 څخه واوښت، خو تر اوسه پرې هيڅ يو مخالف علمي موضوعي بحث ونه کړ، يواځې تهمتونه، ټاپې، ښکنځلې، او بدې ردې يې راباندې ولورولې.

په هر حال، يو وار بيا کوښښ کوم، چې محترم وروڼه په دغې موضوع باندې، پرته
له انفعاله له سره علمي موضوعي او مدلل بحث وکړي.
زه دغه ليکنه سره له فلتر کولو د اسلامي بحثونو خونې ته نقلوم، يواځې هغه چا ته د
بحث کولو اجازه ده، چې په شرعي دليل پوهيږي، او په مسئله کې له قرآني او حديثي
دليل له مخې غږېدلای شي.
د بحث موضوع په لاندې ټکو راڅرخيږي.
آيا د مختلفو اسلامي قطرونو مسلمانو حاکمانو، مشرانو، پاچاهانو، رئيسانو، او
ملکانو ته بيعت منعقد کيږي؟ او که نه؟
دغه بيعت خپله څه معنا؟ چې يو مسلمان يې له خپل حاکم سره کوي؟
آيا دغه بيعت کوم حقوق او واجبات لري؟ او که نه؟
آيا د مسلمانانو سره د جګړې له لارې، د مسلمانې وينې توييدو له لارې اسلامي
خلافت راوستل روا دي او که نه؟
اسلامي خلافت وايي څه ته؟ په اسلامي تاريخ کې يې نمونې او مثالونه څه دي؟.
آيا له سوونو کلونو راهيسې چې مسلمانان اسلامي خلافت نه لري؛ آيا ټولو په دې
ګناه ملبس ژوند تېر کړی دی، او لا تېروي يې؟ او که څنګه؟

ټولو دينپوهانو او په اسلامي ثقافت پوهو ملګرو ته بلنه ورکوم، چې د شرعي
علم او اسلامي تاريخ د واقع په رڼا کې په دغې سياسي ديني مسئله کې برخه واخلي.

د بحث لېنک:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=42230#42230

مننه.

په درنښت


عادل عادل
19.10.2010

سلامونه

وهاج صیب

تاسو خپلې لاندینئ جملې يو ځل بیا په ځیر سره ولولئ:

[quote:08aff4d031]الحمد لله، ثم الحمد لله، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې دالقاعده د تکفيري ډلې ټغر مخ پر ټولېدو دی، په ټولو اسلامي هيوادونو کې مسلمانانو دغه تکفيريان ښه په زير او زبر وپېژندل، او ځانونه يې ترې راټول کړل. يواځې افغانستان کې زمونږ طالب وروڼه دي، چې په اسلامي سياسي علومو، اسلامي اجتماعي علومو، او د عقيدوي علومو د ايمان په بخش کې د کمزورۍ له امله د القاعدې په لومو کې نښتي دي. [/quote:08aff4d031]

زه به درته ستا د جملو ساده مشابه مثالونه ولیکم:

1- الحمد الله ډوډئ مې وخوړه یوازې اوبه پاته دي.

2- ټولې لیکنې یې ولوستې یوازې د ښاغلي احمد لیکنه د مصروفیت له وجهې ترې پاته ده.

3- د طب پوهنځئ یې مخ په خلاصیدو ده، یوازې د سیتاژ دوره یې ..............

که لیکوال د دکتورا په کچه پوهه ولري نو هیڅ څوک به دا ونه مني چې د پورتني ډول جملې دې د نوموړي لیکوال د خامې افادې محصول وي.

هیله ده چې نور به شعبان او رمضان درنه ګډ نسي.


و.افغان
19.10.2010

عادل صاحب:
دا يو حقيقت دی، که چېرې دې په نظامي نصاب مدرسو کې درسونه ويلي وي؛ نو دا
خبره به ښه ترا درته معلومه وى.
ما دغه خبره د خپل علم په بناء کړېده، او اوس هم پرې ولاړ يم.
له حقيقت څخه سترګې نشي پټېدلی.
زه افسوس د خپلو هغو وطنوالو په حال کوم، چې په عربو کې جاهلترينه او د شرعي
علم په لحاظ ماشومه بلکه په نشت برابره طبقه هغوی ته دوکه ورکوي، او لوبې پرې کوي.
هذا الأمر ان دل علی شيء، فانما يدل علی جهل التابع في تلک المسائل المصيرية
المهمة.

په درنښت

[quote:5a13bb9002="عادل عادل"]سلامونه

وهاج صیب

تاسو خپلې لاندینئ جملې يو ځل بیا په ځیر سره ولولئ:

[quote:5a13bb9002]الحمد لله، ثم الحمد لله، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې دالقاعده د تکفيري ډلې ټغر مخ پر ټولېدو دی، په ټولو اسلامي هيوادونو کې مسلمانانو دغه تکفيريان ښه په زير او زبر وپېژندل، او ځانونه يې ترې راټول کړل. يواځې افغانستان کې زمونږ طالب وروڼه دي، چې په اسلامي سياسي علومو، اسلامي اجتماعي علومو، او د عقيدوي علومو د ايمان په بخش کې د کمزورۍ له امله د القاعدې په لومو کې نښتي دي. [/quote:5a13bb9002]

زه به درته ستا د جملو ساده مشابه مثالونه ولیکم:

1- الحمد الله ډوډئ مې وخوړه یوازې اوبه پاته دي.

2- ټولې لیکنې یې ولوستې یوازې د ښاغلي احمد لیکنه د مصروفیت له وجهې ترې پاته ده.

3- د طب پوهنځئ یې مخ په خلاصیدو ده، یوازې د سیتاژ دوره یې ..............

که لیکوال د دکتورا په کچه پوهه ولري نو هیڅ څوک به دا ونه مني چې د پورتني ډول جملې دې د نوموړي لیکوال د خامې افادې محصول وي.

هیله ده چې نور به شعبان او رمضان درنه ګډ نسي.[/quote:5a13bb9002]

عادل صاحب: خفه نشئ، تاسې خپلې ډېرې خبرې زمونږ د وطن د يوه ولايت (نوم يې نه اخلم) د ځينو ساده لوحو خلکو په شان غټې غټې، لوړې لوړې راباسئ، خو ډېرې يې په
حقيقت کې وزن نه لري.
هذه بتلك.

په درنښت


عادل عادل
19.10.2010

سلامونه

دروند وهاج صیب

زه د افغانستان هیڅ ولایت ته په منسوبیدو سره د شرم او عار احساس نه کوم او نه هم د " تعارفو" له معاناتو پورته او د "افغان" له واحد نوم ښکته، د خپل قومي هویت په مفتخرانه ښودلو سره خپل وړوکئ شخصیت لا پسې وړوکئ کولای شم.

همدارنګه د ساده لوحئ صفت هم په ډیر افتخار سره منم، خو خدای مې دې نلري چې د مسلمان یاغي/باغي/جاهل/فاسق او داسې نورو ......... سره په مخالفت کې به د جهانخوره وحشي یرغلګرو په وینو لړلو سوبو سره " الحمدالله ثم الحمدالله" وایم!

...... نور که بس هم نه دي بس دي ..... والسلام علیکم


و.افغان
19.10.2010

[quote:305a51ca1a="عادل عادل"]

همدارنګه د ساده لوحئ صفت هم په ډیر افتخار سره منم، خو خدای مې دې نلري چې د مسلمان یاغي/باغي/جاهل/فاسق او داسې نورو ......... سره په مخالفت کې به د جهانخوره وحشي یرغلګرو په وینو لړلو سوبو سره " الحمدالله ثم الحمدالله" وایم!
[/quote:305a51ca1a]

داسې به نه وايم چې دا دې چورلټ دروغ ويلي دي، تهمت او بهتان دې لګولی دی،
بلکه داسې به ووايم، چې زما له ليکنې مو غلطه اخيستنه کړې ده.

دغې القاعدې چې څومره مسلمانانو ته تکليفونه ورسول، هومره ورته د الله جل جلاله
د دين نورو کافرو دښمنانو نه دي رسولي.
زما لپاره دوی له ايراني مجوسو سره توپير نه لري، د هغوی که هم په کوم مسلمان
لاس بر شي، سر ترې غوڅوي، ماشوم يې حلالوي، او د ناموس بې پتي يې کوي.
دا زما عقيده ده.

زما (الحمد لله، ثم الحمد لله) د دې لپاره وه، چې د دغه شرير مخلوق ټغر د اسلامي
هيوادونوڅخه د مسلمانانو په خپلو مبارکو لاسونو ټوليږي، نه د امريکا په لاسونو.
دا ټول د امريکا لاس جوړ خلک دي.
امريکا او هر استعماري طاغي قوت دې لوی الله جل جلاله په خپل کامل قدرت او
قهر سره ټوټې ټوټې کړي.

هر څوک چې د افغانانو د پاک مخکني او اوسني جهاد او مقاومت کرېډيت د القاعدې
په غاړه کې وراچوي؛ هغه تر هر چا زيات د افغانانو بلکه د ټولو مسلمانانو
غټ دښمن دی.

د بل په خبرو کې تحريف د محرف په ضعف استدلال دلالت کوي.

په درنښت


عادل عادل
20.10.2010

سلامونه

دروند وهاج صیب

مسلمان د بل مسلمان ایینه ده !

که زما په لاس خدای مکړه ستا په لیکنه کې تحریف شوئ وي، او سبب یې زما د دلایلو ضعف وي،نو دا خو مو یو بل ته ګټه واړوله، زه به خپل دلایل له ضعف نه وباسم او هیڅګله به هم د چا د خبرو تحریف نکوم او تاسو به هم ددې نه وروسته خپلې خبرې یو څه واضح او په تول برابرې او پخې لیکئ تر څو زما په څیر غبیان خدای مکړه بیا د لیکنې په ظاهري بڼه کې د غلط فهم او تحریف ښکار نشي.


و.افغان
20.10.2010

زما په دې خبره کې هيڅ راز غموض نه ليدل کيږي، اصلا زما په موضوع کې نه صليبي
وحشيان مطرح وو، او نه جهاد، بلکه هغې ستونځې ته ګوته نيول وو، چې خپله د
مسلمانانو په منځ کې را پورته شوې ده، له هر چا يې ضرر زيات مسلمانانو ته رسيږي.
او يواځې مسلمانان کولای شي، چې له منځه يې يوسي.

[quote:4fe625f6da]
الحمد لله، ثم الحمد لله، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې دالقاعده د تکفيري ډلې ټغر مخ
پر ټولېدو دی، په ټولو اسلامي هيوادونو کې مسلمانانو دغه تکفيريان ښه په زير
او زبر وپېژندل، او ځانونه يې ترې راټول کړل.
[/quote:4fe625f6da]

نو دغه خبره په دې تفسيرول، چې زه د صليب په برياوو الحمد لله ثم الحمد لله وايم؛ چې
تحريف ونه بلل شي، نو څه ورته ويل کېدی شي؟؟؟

[quote:4fe625f6da]
زه د افغانستان هیڅ ولایت ته په منسوبیدو سره د شرم او عار احساس نه کوم او نه هم د " تعارفو" له معاناتو پورته او د "افغان" له واحد نوم ښکته، د خپل قومي هویت په مفتخرانه ښودلو سره خپل وړوکئ شخصیت لا پسې وړوکئ کولای شم.
همدارنګه د ساده لوحئ صفت هم په ډیر افتخار سره منم، [/quote:4fe625f6da]

دغه زما خبرې نه دي، او نه مې د تاسې خفه کول غوښتل، ولکنها بضاعتکم رُدّت اليکم.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more