د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اسلامي خلافت د قائمولو په پلمه د القاعديي تکفيريانو غير اسلامي او غير انساني کارونه

و.افغان
11.10.2010

بسم الله ، الحمد لله، والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه.

اما بعد.
څو ورځې وړاندې د مدينې منورې په نړيوال پوهنتون کې مشهور شيخ او پياوړي فقيه ډاکټر محمد بن يحيی النجيمي، د رابطة العالم الاسلامي د اسلامي فقهې د کميټې اهم غړي ، د خپل تقرير په ترځ کې د وطنيت په اړه داسې وويل:
د وطنيت مسئله د اوسنيو فقهاوو په نزد کومه نوې مسئله نه ده، بلکه له ډېر وخت راهيسې يې د فقهاوو په منځ کې شتون درلود.
هغه په دې ټينګار وکړ چې وطنيت تش احساسات نه دي، بلکه ژمنتوب دی،هويت دی، چې واجبات او حقوق پرې مرتب کيږي.
هغه د وطنيت تعريف په داسې ډول وړاندې کړ:
وطنيت هغه فطري احساسات دي، هغه اړيکي او روابط دي، چې انسان يې د خپل
وطن سره د محبت له مخې خپلوي.
هغه دا کار يو مشروع او جايز کار وباله، او ويې فرمايل چې: نبي کريم صلی الله عليه
وسلم له مکې مکرمې سره محبت درلود، او داسې به يې ويل: ما أطيبك وما أحبك، ولولا أني أخرجت منك ما خرجت"،
څومره ښکلې يې!، څومره راته ګرانه يې!، او که زه په زوره له تا نه وی ويستل شوی؛
زه به وتلی نه وی.
همدارنګه به نبي کريم صلی الله عليه وسلم د مديني منورې په اړه ويل:
"اللهم حبب إلينا المدينة كما حببت إلينا مكة وصححها لنا"
يا الله، مونږ ته مدينه منوره ګرانه کړې، لکه څنګه چې دې مونږ ته مکه ګرانه کړې، او
زمونږ لپاره يې له مرضونو او وباګانو پاکه کړې.
کله به يې چې د مدينې منورې ديوالونه تر سترګو شو، خپله سورلۍ به يې وهڅوله، او تېزه به يې کړه.
علامه ابن حجر رحمه الله فرمايي: دا حديث د مدينې منورې د بهترۍ ښودنه کوي،
همدارنګه له وطن سره د محبت په مشروعيت او جواز دلالت کوي.

دکتور النجيمي د هغه کسانو شبهه وچېړله چې وايي: د مسلمانانو لپاره واجب دي، چې
يو وطن لري، او يو حاکم ولري.
هغه دغه شبهه رد کړه، او ويې ويل: چې له دوی مخکې د علامه ابن تيميه په شمول د اسلام مبارک دين علماوو له دې خبرې څخه انکار نه دی کړی.
ابن تيميه رحمه الله فرمايي: مستحب دا ده چې ټول مسلمانان يو مشر ولري، که چېرته
دغه کار ونشي، نو د هر مسلمان هېواد مشر دې په خپل هېواد کې شرعي حدود
قائم کړي.
همدارنګه امام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله فرمايي: که چېرته دا خبره داسې نه وی؛
نو په دنيا کې به د مسلمانانو کارونو بيخي سر نه وی نيولی، ځکه چې له ډېرې اوږدې
مودې راهيسې حتا د امام أحمد رحمه الله څخه مخکې خلک په يوه حاکم يا مشر
نه دي راټول شوي، او هيڅ يوه عالم دا نه دي ويلي، چې شرعي احکام پرته د يوه واحد
لوی مسلمان مشر څخه نشي عملي کېدی.

په همدې وجه علامه شيخ ابن عثيمين رحمه الله وايي: په اوسنۍ زمانه کې ځينې
ډلګۍ ګوټې راټوکيدلي چې وايي: د مسلمانانو د يوه لوی مشر څخه پرته د دين هيڅ يو
کار نشي صحي کېدلی، شيخ رحمه الله وايي: دا خبره د مسلمانانو د علماوو د اجماع
خلاف ده.
امام شوکاني رحمه الله په دې تړاو فرمايي:
که څوک له دې خبرې (چې مخکې يې يادونه وشوه) انکار کوي؛ هغه درواغجن،
بهتان ويونکی او معاند دی، د دې وړ نه دې چې حجت او دليل ورته وړاندې شي،
ځکه چې په حجت او دليل يې عقل نه رسيږي.

دکتور النجيمي وويل: د صالح وطنوال دا صفت دی، چې له هر څه مخکې د صحي
روغې سلفي عقيدې معتقد وي، کومه چې په هغه باندې د حاکم اطاعت واجبوي،
هغه ته اجازه نه ورکوي چې د حاکم له اطاعت څخه بغاوت وکړي، يا پرې ووځي،
په هرمسلمان دولت کې د مسلمان حاکم اطاعت واجب دی.
صالح هېوادوال په اتحاد معتقد وي،
خلک يووالي ته رابولي، بې اتفاقۍ او نفاق ته لمن نه وهي، په خلکو ناخوښ القاب
نه ږدي، خلک سره په ډلو ډلو نه ويشي، حسد نه کوي، د خلکو د پټو احوالو تجسس
نه کوي، د خلکو په کميو او تيندکونو پسې سترګې نه ګرځوي.

دکتور الشيخ محمد النجيمي زياته کړه، چې ځينې خلک داسې فکر کوي، چې
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دا معنا ده، چې د خلکو د پټو احوالو تجسس وکړې،
او د هغوی د تيندکو تفتيش وکړې، بالعکس دا د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له
تګلارې څخه مخالف کار دی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم خالد بن وليد ته وفرمايل:
"يا خالد إني لم أومر أن أنقب عن قلوب الناس ولا أن أشق بطونهم" ای خالده، ما ته د
دې امر نه دی شوی، چې د خلکو زړونه وپلټم، يا د هغوی خېټې څيرې کړم.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم هيڅ څوک د هغوی د نياتو د يا زړونو په پټو احوالو
نه دي محاکمه کړي، خپل صحابه کرامو ته به يې هم اجازه نه ورکوله، چې د خپلو دوستانوکمۍ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم يا د نورو په وړاندې ښکاره کړي.

شيخ دوکتور محمد النجيمي زياته کړه، چې د صالح وطنوال له صفاتو څخه دا صفت هم
دی، چې هغه به امين وي، د بيت المال د عامو ممتلکاتو ساتنه کوي، هغه وويل:
متأسفانه چې ځينې خلک عام مال بربادوي، يا يې په بډه وهي، او دارنګه
کار چې کله علم ته د منسوبو طلاب العلمو له خوا تر سره کيږي؛ نو ډېر د تأسف ځای
دی.

شيخ نجيمي وويل: ځينې ستونځې شته، چې د وطنيت په وړاندې يې سنګر نيولی دی،
چې يو له هغو څخه په دين کې غلو او افراط دی، کوم چې د مسلمانانو تکفير ته
لارې هواروي، او افراطيت تر ټولو لوی مصيبت دی، چې دا امت پرې مبتلا شوی دی، بلکه له مونږ څخه مخکيني امتونه هم د همدغه افراطيت په وجه هلاک شوي دي.

هغه واضحه کړه، چې د مسلمانانو تکفيرول يو هلاک کوونکی کار دی، تکفير
خپل شروط لري، د يو چا تکفيرول د همدغوټاکلو شروطو له مخې کيږي، امام احمد
رحمه الله معتزله کافر نه دي بللي، مسلمانانو ته يې امر کاوه، چې له هغوی سره
يو ځای حج ته لاړ شي، جهاد ته ووځي، د هغوی په وړاندې له بغاوت او خروج څخه يې
خلک منعه کول.

همدارنګه صحابه کرامو حتا خوارجو ته کافر نه دي ويلي، سره له دې چې خوارجو
صحابه کرامو ته کافر ويل، په خلفاوو يې خروج هم کړی وو، خو کله چې علي رضي
الله تعالی عنه د هغوی په اړه پوښتل کيږي: ای خليفه! آیا دوی کفار دي؟ نو هغه
رضي الله عنه وفرمايل: هغوی خو له کفره تښتېدلي دي، هغوی زمونږ وروڼه دي، له
مونږ يې بغاوت کړی دی، په مونږ يې خروج کړی دی.

دکتور شيخ نجيمي وويل: هغه څوک چې په ارتداد باندې متهم شي، هغه بايد محاکمې
ته وړاندې شي، مفتيانو ته جواز نشته دی، چې د هغه په اړه د تکفير فتواګانې ورکړي،
مفتي يواځې دومره ويلای شي چې: که څوک داسې يا هغسې کار وکړي؛ نو کافر دي،
البته د يوه مشخص انسان په اړه د کفر فتوا نشي ورکولی، ځکه چې د معينو اشخاصو
تکفير قضايي حکم ته اړتيا لري، له څو مراحلو تيريږي، تر څو چې دارنګه مسائل
بې واګې نه وي.

دکتور نجيمي وويل: ټول هغه قوانين چې يو مسلمان حکومت يې د خلکو لپاره وضعه
کوي؛ هغه په حقيقت کې له اسلامې شرعې څخه دي، په دې شرط چې له قطعي نصوصو
څخه مخالف نه وي، پنځګونو ضرورياتو (الضروريات الخمسة) سره تعارض ونه
لري، د شريعت له روح سره تضاد ونه لري، نو ټول هغه څه چې د شريعت سره تعارض نه
لري؛ هغه له شريعت څخه دي، بې تفاوته ده چې مونږ يې قانون ونوموو، که نظام يې ونوموو، يا نور نومونه ورته غوره کړو.
شيخ الاسلام العلامه ابن تيميه رحمه الله فرمايي: ټولو هغه څيزونو باندې چې د خلکو
زندګي ښه کيږي، او د هغوی ګټه په کې وي، نو هغه د اسلامي شرعې يوه برخه ده، ولو
که دغه څيزونه په وحي کې نه وي راغلي، ولو که نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه وي
وضعه کړي، په هرې لارې چې عدل او انصاف رامنځ ته شي؛ نو هغه کار له دين څخه دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د وهاج ساپي تبصره:
محترمو وروڼو!
پورتني مسائل د هغو مسائلو يوه برخه ده؛ چې د القاعدې د تکفيري ډلې جاهل
منظرين يې په باره کې، د ټولې اسلامي نړۍ د مسلمانو فقهاوو او علماوو د
اجماعګانو په وړاندې مخالفت کوي، او د دغه مخالفت په وجه نوموړي علماء
تکفيروي، بلکه د دغو علماوو پيروان هم تکفيروي،او د ټولو وينه او مال حلال ګڼي.
د هغوی اعمال خو تاسې ښه ګورئ.

الحمد لله، ثم الحمد لله، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې دالقاعده د تکفيري ډلې ټغر مخ
پر ټولېدو دی، په ټولو اسلامي هيوادونو کې مسلمانانو دغه تکفيريان ښه په زير
او زبر وپېژندل، او ځانونه يې ترې راټول کړل.
يواځې افغانستان کې زمونږ طالب وروڼه دي، چې په اسلامي سياسي علومو،
اسلامي اجتماعي علومو، او د عقيدوي علومو د ايمان په بخش کې د کمزورۍ له
امله د القاعدې په لومو کې نښتي دي.
د کمزوری لوی لامل دا دی، چې په هيڅ يوې مدرسې کې پورته ذکر شوو علومو ته
ّهيڅډول پاملرنه نه شوي، نه کيږي، او نه مدرسين په دغو مسائلو پوهيږي.

همدا وجه ده، چې دغه تکفيريان زمونږ ساده کم علمه طالب العلمان د قرآن د ځینو
آيتونو په غلط تفسير، او د ځينو حديثو په غلطې شرحې تېر باسي.

هېره دې نه وي، چې اسلامې ته منسوبې ټولې سمې او غلطې ډلې د قرآن او
حديث دعوی کوي، مګر صالح او طالح، ګمراهان او لار موندونکي يواځې په دې سره
بېلېدلی شي، چې د قرآن او حديث څخه له کومې لارې فهم ترلاسه کوي، او په کومې
طريقې ترې مفاهيم راوباسي.

سمه صافه سيده، مستقيمه لا عوج فيها لاره يواځې دا ده:
اتباع القرآن والسنة، علی فهم سلف الأمة.
د دې اسلامي عظيم امت د اسلافو (صحابه کرامو، تابعينو، امامو) په فهم باندې
د قرآن او سنت پيروي کول.

په درنښت


نوروز خان
12.10.2010

ایله مې ومنله چې په رښتیاهم دملا شیطان هم ملاوي [quote:351cb6d225]يواځې افغانستان کې زمونږ طالب وروڼه دي، چې په اسلامي سياسي علومو،
اسلامي اجتماعي علومو، او د عقيدوي علومو د ايمان په بخش کې د کمزورۍ له
امله د القاعدې په لومو کې نښتي دي.
د کمزوری لوی لامل دا دی، چې په هيڅ يوې مدرسې کې پورته ذکر شوو علومو ته
ّهيڅډول پاملرنه نه شوي، نه کيږي، او نه مدرسين په دغو مسائلو پوهيږي.

همدا وجه ده، چې دغه تکفيريان زمونږ ساده کم علمه طالب العلمان د قرآن د ځینو
آيتونو په غلط تفسير، او د ځينو حديثو په غلطې شرحې تېر باسي.


[/quote:351cb6d225]


رښتینی
12.10.2010

.
صافۍ صیب مننه دا موضوع باید نن سبا وځلول شی لکه تاسو چی ویلی دی په دی ارتبات زموږ ډیرۍ خلک ډیر کم اسلامی مالومات لری ما په دی اړه څو کاله مخکی یو مضمون لیکلی و که می بیاموند هغه به هم دلته را اخلم

خو یوه ټکی ته دی پام وی چی لکه څرنګه چی زموږدځینی وروڼومالومات کم دی داراز یی د تنقید په وړاندی حوصله هم کمه ده او دتنقید یو ډول هم نه پیژنی بلکی هرډول تنقید په ځان تیرۍ بولی

د احد دسرو پرښو او خړ پړ غره په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی :
احدجبل یحبنا ونحن نحبه . نو له وطن سره د مینی په اړه ډیرڅه شته خو له
بده مرغه چی دتیر جهادی دوران په مهال په ټولیزه توګه ټول خلک د اخوانیت
دنړیوالی اندګوریامفکوری تر اغیزلاندی و او داسلامی نړۍ په منځ کی
پولی او سرحدات یی نه زغمونکی بلل

موږ ته چی داسلامی نړۍ له مختلفو برخو څو ګوتشمیر ځوانان راغلی و
هغه مهال جهادی جوش په هوش غالبه و او ویل مو چی ټوله اسلامی نړۍ
له موږ سره ده نور به داټولی پولی نړوو او یو اسلامی خلافت به رامنځ ته
کوو!!

ګورئ یو هسی تش خیالات او خوبونه دی او یو عملی کار دی عملی کار او
موضوعیت دډګراودواقعی دتحقق غوښتنه غواړی موږ اسلام اندی
سره له هغو ځوانانو چی له اسلامی نړۍ نه را غلی او له موږ سره مله دی
دڅو لسیزو په اوږدو کی په دی نه یو توانیدلی چی په خپل واړه هیواد
کی خپلی موخی ته ورسیږی نو دګردی اسلامی نړۍ خبره خوب او خیال
نه دی داپه داسی حال کی چی موږ په خپل واړه هیواد کی دنړیږالو قوانینو
په ځینی مخالفتونه سره چی هغه مخالفت داسلامی شریعت غوښتنه وه
ډیره موده له خپلی موخی شاته ټیل وهل شوو

نو که داسلامی نړۍ د مسلطو حکومتونو او دهغوی د ملینونو فوځونو پر
خلاف اقدام کیږی هغه اقدام به څومره بریالی وی او څه توقع کوی چی هغه
به دعقل او شریعت له غوښتنو سره سم کار وی ؟؟


مومن مهاجر
12.10.2010

فکرکوم په مدینه کي اوس له دې پرته بل تدریس نه شته چي دصلیبیانوپه ګټه هغه جهادي روحیه وڅپي چي داوس لپاره په ځينوسیموکي رامنځ ته شوې ده . دسعودي شاهي کورنۍ دځینودرباري علماووپه مټ هڅه کوي چي القاعده دنړۍ په مسلمانا نوکي په یوې افراطي،تکفیراوخارجي ډلې سره مشهوره کړې اوغواړي خپله کرغېړنه واکمني نوره هم وغزوي . دغرب دې چالاکۍ ته سړی حیران شي چي دروسانودجهادپرمهال عربواوپه ځانګړي ډول سعوديانوتربل هرچامجاهدینوته ډېرې پیسي اواکمالات ورکول خونن هغه عرب دلسګونوصلیبي ځواکونوپه وړاند ي په افغانستان کي روان جهادته په یوه بله سترګه ګوري . مرسته خوهلته پرېږده هغه چاته اجازه نه ورکوي چي له خپلووروڼوسره په دې جهادي بهیرکي اوږه په اوږه وجنګېږي،له امت څخه دفاع وکړي اوخپل دیني مسؤلیت ترسره کړي ایادروسانو په وړاندي چي کوم مقاومت کېدی هغه جهادوواونننی مقاومت جهادنه دی؟


Sangar Watan
12.10.2010

mumin muhajir صيب په ګوتو دې برکت

[quote:172bc64c28]فکرکوم په مدینه کي اوس له دې پرته بل تدریس نه شته چي دصلیبیانوپه ګټه هغه جهادي روحیه وڅپي چي داوس لپاره په ځينوسیموکي رامنځ ته شوې ده . دسعودي شاهي کورنۍ دځینودرباري علماووپه مټ هڅه کوي چي القاعده دنړۍ په مسلمانا نوکي په یوې افراطي،تکفیراوخارجي ډلې سره مشهوره کړې اوغواړي خپله کرغېړنه واکمني نوره هم وغزوي . دغرب دې چالاکۍ ته سړی حیران شي چي دروسانودجهادپرمهال عربواوپه ځانګړي ډول سعوديانوتربل هرچامجاهدینوته ډېرې پیسي اواکمالات ورکول خونن هغه عرب دلسګونوصلیبي ځواکونوپه وړاند ي په افغانستان کي روان جهادته په یوه بله سترګه ګوري . مرسته خوهلته پرېږده هغه چاته اجازه نه ورکوي چي له خپلووروڼوسره په دې جهادي بهیرکي اوږه په اوږه وجنګېږي،له امت څخه دفاع وکړي اوخپل دیني مسؤلیت ترسره کړي ایادروسانو په وړاندي چي کوم مقاومت کېدی هغه جهادوواونننی مقاومت جهادنه دی؟
[/quote:172bc64c28]

ځما په اند داليکنه شکمنه بريښيده او دانګريز دګټو دساتنې بوي ترې راته،خو
ښه شوه چه تاسو دانګريز نوکران رسوا کړل٠
لوی خدای (ج)دی دانګريز نوکران،په هره جامه کې چه پټ وي،ستاسو پشان
حقيقت پيژندونکو په مرسته نور هم رسوا او شرمنده کړي٠


رښتینی
12.10.2010

مهاجر صیب داد جهاد موضوع نده بلکی داد یوه ځانګړی فکر خبره ده
چی په هغه بیا غورته اړتیا ده د طالبانو دواک پر مهال هم له دی خلکو
سره په دی موضوع اختلاتو شتون لاره چی دطالبانوډیرۍ کسانو د
نړیوالتوب یاخلافت موضوع وروسته کوله او دالقاعده کسانو په دی
موضوع ټینګارکاوه

اوسنۍ جهاد دروسانو له هغه نه مهم او ضروری دی او هغه مهال موږ
او زموږ ځینی مشران تقریبا خالی الذهنه وو او ځینیی نورو پردی فکرونه
له خپل هیواد او ملی ګټو مخکی کړی و او اوس باید په اتیات سره
ګامونه پورته کړل شی او که اتیات ونه کړل شی خدای مکړه ددی روان
جهاد پایلی به بیا دنورو په ګټه وی او موږ به هماغسی دویر په ټغرناست
یو لکه څومره چی جهاد مهم او کار ته اړتیا لری داراز دجهاد پایله ترلاسه
کول او دشهیدانو اومعیوبینو هیلی ترسره کول له دی زیاتی مهمی دی
او دهغو له پاره مخکی تدبیر نیول لازمی دی

موږ باید دی ته ځیر شو چی زموږ له مقاومتونو او دمقاومت له ملګرو سره
څومره باندنیو استخباراتی شبکو مزی غځولی وی ددی شبکو له چلوټیو
او نفوذ نه ځان خلاصول او له خپلو هڅو او جهاد نه مطلوبه ګټه ترلاسه کول
ساده خبره نده ددی له پاره بیخی لوی کار او ماغزه ستړی کول په کار دی
لکه څومره چی جهاد ته توجه مهمه ده له دی زیات دی لورته توجه مهمه ده

په دی ارتبات د کار دکمزورتیا یا نشتوالی په صورت کی که ځینی وروڼه
دمشورو په ډول څه لیکی هغه باید وستایل شی او غور پری وکړل شی نه
داسی چی سمدستی دجهاد مخالف او د چا جاسوس وبلل شی

په مینه


مومن مهاجر
12.10.2010

حامدصاحب سلام اواحترام
زه په دې ښه پوهېږم چي په اوس وخت کي مجاهدین تربل هروخت په یوحساس پړاو کي واقع دي،صلیبي لېوانوچي په نظامي ډګرکي پوره ماتي خوړلې اوس له نورو لاروددسیسواوتوطئوپه لټه کي دی،غواړي دشاله لوري پرمجاهدینوداسي ګوزار وکړي چي په هیڅ قېمت دسپېڅلې جهادثمره نه دوئ اونه هم زموږکړېدلی اولس وخوري څوک چي ادنی فکرولري چي ترروسانوداوسنیوصلیبي ښکیلاکګرو پلانونه ډېرخطرناک اوزبېښونکي دي .
پاتي شوه دالقاعده خبره نوپه اسلامي هیوادونوکي چي هرڅوک دهغې دتګلارواو اهدافوپه اړه شکوک راولاړه وي،هغوئ دخوارجو،تکفیریانواوشاذوپه نوم یادوي نودسعودي دشاهي کورنۍ تګلاره ده چي په دې کارکي صلیبیان هم ورسره مرسته کوي اودمسلمانانوپه ذهن کي دمجاهدینودبدنامولپاره یې یوه ښه وسیله بولي .


..Ahmadzai
12.10.2010

[url=http://fashion.azyya.com][img:f468a0d3ad]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-3d9e06365c.jpg[/img:f468a0d3ad][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

[url=http://fashion.azyya.com][img:f468a0d3ad]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-7d318158f6.jpg[/img:f468a0d3ad][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

[url=http://fashion.azyya.com][img:f468a0d3ad]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-d80f47a20c.jpg[/img:f468a0d3ad][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

[url=http://fashion.azyya.com][img:f468a0d3ad]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-308b85ce96.gif[/img:f468a0d3ad][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

[url=http://fashion.azyya.com][img:f468a0d3ad]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-307017d6cb.jpg[/img:f468a0d3ad][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

وروڼو

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پورتنی تصویرونه د الشیخ الدكتورمحمد النجيمي دي
كوم چې د مدينې الجامعة الإسلامية څخه د دكتورا ډګري د امتیاز سره ترلاسه کړې
آو آوس د بادشاه فهد امنیتي پوهنتون کې خبیر او مشاور دی او د مناصحې د هیئت غړی دی، یعنی د حکومت چمچه ده،
فتواګانې یې جغرافیاي بڼه لري.
نور بیا


عادل عادل
12.10.2010

سلامونه

ګران ورور حامد او محترم ورور وهاج صیب

ستاسو دواړو خو دومره اسانه کړې لکه چې په عربي هیوادونو کې حاکم حکومتونه د ولس عام و تام نمایندګان، د دوی د ارادو ممثلین او سوچه منعکسین وي؟

که داسې وای، چې اصلا نه ده، نو القاعده به د روسانو د وتلو سره سم محوه او له منځه تللې وه؟ دا چې تر اوسه نه تنها چې ورکه نه ده، بلکه په غربیانو، اروپایانو او ډیرئ اسلام دښمنه حاکمانو یې د ارام خوب هم حرام کړئ دی.

مسکینانو افغانانو/طالبانو خو تنها د پښې/شپې ځای ورکړئ، تاسو د خپلې پورتنئ دعوی په دفاع کې ویلئ شئ چې د القاعدې دا دروند مالي لګښت چا په اوږو اخیستئ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

شکر چې افغانان مالداره نه دي چې د زرهاوو تورونو په څنګ کې دا یو بل تور هم پرې ولګوو .......

زه د القاعدې په ښه او بده کې څه نه وایم، د دوی څرګندونې د افغانستان د حالاتو په اړه خوند هم نه راکوي، خو په یوه ټکې یقین لرم چې، د مالي لحاظه القاعده په نړیواله سطحه په عامه توګه د نړئ مسلمانانو او په خاصه توګه د عربي جزیرې محکومو ولسونو په پښو درولې، امریکا خو صرف تر هغه وخته پیسې ورکولې چې روسان په افغانستان کې موجود وو.

ګرانو د دین پتنګانو:

تاسو ته چې اسلامي تاریخ او د رسول صلی الله علیه و سلم سیرت بشپړ مالوم دئ، هیڅکله[color=white:61099cf5fa] نه ښایي چې د عربي نړئ د سیاسیونو ملاتړ وکړئ، [/color:61099cf5fa]د اسلام په صدر کې د مسلمانانو ټولئ چې په سر کې یې زمونږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه و سلم قرار درلود، د هر څه له لحاظه یوازې د فارس د متمدنې، عصري، اخلاقي او مستحکمې امپراتورئ سره په مقایسه کې کټ مټ دومره متفاوت وو لکه نن چې طالبان او لویدلي پښتانه د نننئ پرمختللې مادي او کبرجنې نړئ په مقابل کې کمزوري، له سترګو لویدلي او ساده او بدوي خلک په نظر راځي.

زه تاسو ته یادونه کوم چې ګورئ میدان په درایت، هوښیارئ او مغزي قوې باندې نه ګټل کیژي، که ګټل کیدای نو ابلیس به له ادم څخه مخکې شوئ وو، یوازینئ ټکې چې مسلمان د کامیابئ پړاو ته رسوي فکري او عقیدتي وسله ده چې هیڅ فولادي خنډ یې نشي تم کولای او نه یې هم هیڅ شیطاني ماغزه له منځه وړلای شي ...........................

نوره مو خوښه خپله .............. کم تر کمه د علم د مزید حصول سره جوخت د فکري تحلیل قوه له لاسه مه ورکوئ ......... او د مادي او فاني نړئ له تاثر نه ځانونه خوندي وساتئ ...... تاسو د ډیوو حیثیت لرئ، ستاسو په روښنایئ سره مونږ سمه لار موندلای شو، ستاسو تر ټولو لومړئ فرض له جانبي تاثیراتو نه د خپل فکري استقلالیت او سپیڅلو خیالاتو حفاظت دی ...............

ګستاخي معاف کړئ .... :(


مومن مهاجر
12.10.2010

زه سل په سل کي په دې باوریم چي دوهاج ساپي صاحب له خواوړاندي شوې موضوع دهغې مفکورې زېږنده ده چي هره ورځ دسعودي شاهي کورنۍ درباري ملایان دحکومت دمستوچاراوکوپه ګټه ګڼ توجیهات وړاندي کوي کله یوه اوکله بله بهانه کوي . دوئ له دې څخه په وېره کي دي چي هسي نه یوه ورځ دالقاعدې مجاهدین په دې وتوانېږي چي دسعودي پرحکومت ددوئ دااختناق پای ته ورسوي اونورددوئ دواک غزولوپه وړاندي خنډونه پیداکړي . دسعودي اوسنی حکومت په هیڅ معنی دعام اولس خوښ نه دی خوڅه وکړې بې وسه دي یوازینۍ هیله یې همدې مجاهدینوته ده چي که وکولای شي دوئ نوردشاهي مستانوله دیکتاتورۍ وژغوري . جلال احمدزی صاحب! الله جل جلاله دي ډېرثوابونه درکړي چي ددې سیاسي ملایانوهویت اوحقیقت موپه ډاګه کړهیله ده چي په دې کارکي نورپرمختګ هم وکړئ .


و.افغان
12.10.2010

[quote:a83c3b3b58]فکرکوم په مدینه کي اوس له دې پرته بل تدریس نه شته چي دصلیبیانوپه ګټه هغه جهادي روحیه وڅپي چي داوس لپاره په ځينوسیموکي رامنځ ته شوې ده.[/quote:a83c3b3b58]

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ان الايمان ليأرز الی المدينة کما تأرز الحية
ِالی جحرها.
ژباړه: ايمان به مدينې منورې ته داسې راګرځي او ثابتيږي به، لکه څنګه چې يو مار
له خپل سوري څخه بهر د الله جل جلاله په ځمکه کې وګرځي، اوبېرته ورته راستون
شي، او قرار په کې پيدا کړي.

په مدينه منوره کې د سلفو صالحو منهج ته خلک بلل کيږي، کتاب الله په کې
شرحه کيږي، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سنت په کې د سلفو صالحو په فهم
تدريس کيږي.
مدينه منوره کې د دين او دنيا هر اړخيز خيرونه راټول شوي دي، او همداسې به دوام
لري.
مدينه منوره هغه ښار دی، چې دجال به هم ورته نشي داخلېدی.
مدينه منور کې علماء په هر ځای کې د جهاد روحيه تقويه کوي، خو د هغه جهاد
چې د قرآن او سنت او اسلامي اصولو سره برابر وي
په مدينه منوره کې د هغه افراط مخه نيول کيږي، چې مخکني امتونه يې تباه
کړيدي.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
اياکم والغلو في الدين، فانما أهلک من کان قبلکم الغلو في الدين.
په دين کې له افراطيت څخه ځان وساتئ، په تحقيق سره له تاسې مخکې خلک
همدې افراطيت هلاک کړي دي.

مدينه منوره له ټولو مسلمانانو ته د تفريط څخه د ځان ساتنې سبق ورکوي.
مدينه له برکاتو ډکه ده، ځکه چې یو مبارک ښار دی، او دا برکات به په کې تل تر تله
دوام مومي.

[quote:a83c3b3b58] دسعودي شاهي کورنۍ دځینودرباري علماووپه مټ هڅه کوي چي القاعده دنړۍ په مسلمانا نوکي په یوې افراطي،تکفیراوخارجي ډلې سره مشهوره کړې اوغواړي خپله کرغېړنه واکمني نوره هم وغزوي .[/quote:a83c3b3b58]

دا په اسلامي تاريخ کې د افراطي، تکفيري ډلو او خوارجو عادت دی، چې په پاکو
علماوو باندې دارنګه تهمتونه لګوي.
او د تهمت لګولو دا ګنده مرض نن د هر افغان په کور کې (الا ما شاء الله) خپور
دی.
زه د سعودي له دولت څخه دفاع نه کوم، او نه زما دفاع هغوی ته څه ګټه رسولی شي.
که د آل سعود کورنۍ پر ځای په دغه ځای بله کورنۍ هم وي، هغه به دغه تکفيري
خارجي ډله د تل لپاره ځپي.
او الحمد لله د اسلامي تاريخ په اوږدو دا رنګه مفسدينو ته الله جل جلاله واک نه دی
ورکړی، کله يې يو څوک استخداموي، او کله يې بل څوک.
اما هيڅکله دا مفسده طبقه حاکميت ته نشي رسېدلی.
زه د يوه مسلمان افغان په حيث باندې د خپل وطن د مسلمانانو غم وړی يم، په خپل
وطن کې د حقيقي اسلام د ثبات لپاره غم له ځان سره ګرځوم.
تر څو دا مفسدين د تېر په شان مؤثر وي، د افغانستان مسلمانان ښه ورځ نشي ليدی.
زه هر کال د دنيا د ټولو دولتونو د حاجيانو سره مخ کيږم، چې هر حاجي د يوې ټولنې
نمايندګي کوي، او له هغوی پوښتنې لرم.
د هغوی قاطع اکثريت د القاعدې له مفسدې ډلې څخه بد وړي، لعنت پرې وايي.
د آل سعود د حکومت په اړه نه غږېږم، او نه ځما غږېدل څه ګټه لري، چې د چا خوښ
دی، او د چا نه دی خوښ.
البته له دغو تکفيريانو او خوراجو څخه د اسلامي نړۍ ټول مسلمانان نفرت کوي.
البته افغانانو ته او بالخصوص طالبانو ته په ډېره اوچته سترګه ګوري.
هغوی چې د وطن له حالاتو دومره لرې هم دي، خو بيا هم په دې پوهيږي، چې د طالب
او القاعدې تر منځ تفکيک وکړی شي.
مګر متأسفانه چې ځينې افغان ځوانان تر اوسه د دغې مفسدې ډلې په لومو کې
نښتي دي.
دا لکه د لمر په شان داسې حقائق دي، چې په هيڅ توګه ترې انکار نشي کېدلی.

[quote:a83c3b3b58] دغرب دې چالاکۍ ته سړی حیران شي چي دروسانودجهادپرمهال عربواوپه ځانګړي ډول سعوديانوتربل هرچامجاهدینوته ډېرې پیسي اواکمالات ورکول خونن هغه عرب دلسګونوصلیبي ځواکونوپه وړاند ي په افغانستان کي روان جهادته په یوه بله سترګه ګوري . [/quote:a83c3b3b58]

له واقعيت څخه نه يې خبر، نور به وړاندې نه ځم.
خو دومره درته ويلی شم چې: نوم مسلمان عرب د صليبي ځواکونو په ماتې او
شکست دومره خوشاليږي، چې تصور به يې نشې کولی.

[quote:a83c3b3b58]مرسته خوهلته پرېږده هغه چاته اجازه نه ورکوي چي له خپلووروڼوسره په دې جهادي بهیرکي اوږه په اوږه وجنګېږي،له امت څخه دفاع وکړي اوخپل دیني مسؤلیت ترسره کړي ایادروسانو په وړاندي چي کوم مقاومت کېدی هغه جهادوواونننی مقاومت جهادنه دی؟[/quote:a83c3b3b58]

په دې ټکي دې هم سر خلاص نه دی، او نه به دې په اسانه سر خلاص شي.
دومره درته ويلی شم: چې د دې حکومتونو دښمني يواځې د هغو مفسدو کړيو سره
ده چې د برحال حکومتونو سره د قدرت په سر جګړې کوي، او د اسلام له نوم
څخه ناوړه استفاده کوي.
که ته ښاغلی مؤمن مهاجر هم د دغو برحال حکومتونو پر ځای وې؛ نو تا به ضرور
همدغسې دريځ خپلولو، او دا يوه طبيعي خبره.
زه د يوه رئيس په توګه هيڅکله چا ته اجازه نه ورکوم، چې ځما ګرېوان ته لاس راواچوي، يا زما د دولت د ختمېدو کوښښ وکړي، يا مې ووژني.

په درنښت


و.افغان
12.10.2010

تاسې خلقيان، پرچميان او نور کمونستان خو هر مسلمان ته د انګرېزو تالي څټي
وايئ، آيا همداسې نه ده؟

خو تاسې خپله څوک وئ؟
څه مو وکړل؟
او حقيقت مو څه وو؟
وطن مو پېژنده؟
وطنپالي مو پېژنده؟
ملت مو پېژنده؟
ستاسو خو هماغه يوه زړه معشوقه وه، چې مرداره شوه، او بد بويي د ټولو جهانيانو
په سپېږمو ولګېده.
نور تاسې آخر څه لرئ؟.
د څه دعوی کولئ شئ؟
ته زما دا ليکنه يو ځل بيا وګوره، چې طبيعت دې جوړ شي.

[quote:74c4b867c9]ځما په اند داليکنه شکمنه بريښيده او دانګريز دګټو دساتنې بوي ترې راته،خو
ښه شوه چه تاسو دانګريز نوکران رسوا کړل٠
لوی خدای (ج)دی دانګريز نوکران،په هره جامه کې چه پټ وي،ستاسو پشان
حقيقت پيژندونکو په مرسته نور هم رسوا او شرمنده کړي[/quote:74c4b867c9]


و.افغان
12.10.2010

هغه که دا کار په هر نيت کړی وي، زه يې مخالف يم.
البته په سعودي حکومت کې دنده اجراء کول، کوم محرم کار نه دی، بلکه يو مشروع
او مستحب کار دی.
ځکه چې حکومت اسلامي دی، اسلامي شرعه په کې تطبيقيږي.
که چېرته تاسې د هغه پر ځای وی؛ نو کيدای شي تاسې په درجاتو له دې هاخوا ورتېر شوي وی.

نوموړي په کويټ کې په يو کانفرنس کې ګډون کړی دی، او په چوکۍ ګانو يې
څنګه ته ښځې ناستې دي، هغه ښځو ته نصيحت کړی دی، زه يې په دې ملامتوم
چې نوموړی اختلاط تحريموي، نو بيا ولې خپله په داسې کانفرنس کې مشارکت
کوي، چې ښځې په کې دي.

اګر که هغه ځواب ورکوي، چې دغه کار يې دمصلحت له وجهې کړی دی، او په کويټ
کې خو نسبتا ډېره آزادي، ده، که چېرته يو سياسي مسلمان مثلا په غرب کې يوه
کانفرنس ته وغوښتل شي، يا مثلا د داسې بحر غاړې ته لاړ شي، چې هلته ښځې
متبرجې وي، مخونه يې ښکاره وي، او هغوی ته نصيحت وکړي، نو په دې کې
کومه ستونځه ده؟؟؟
دلته کوم شرعي محرم خلوت هم نه دی رامنځ ته شوی.
هو په هر داسې ځای کې چې دانسان دين له فتنې سره مخ کيږي، هلته تګ ناروا او
محرم دی، هلته بيا د دعوت او عبرت په نوم تګ د خپل ځان غولول او بربادول دي.

مګر له هر انسان څخه خطا کيږي، البته د ګمراهو او افراطي ډلو همدا عادت دی،
چې هر د خپل ګنده تګلارې لپاره د يوه انسان يوه خطا د ځان په ګټه کاروي.
د دغه يو نامناسب کار په هيڅ توګه د هغو زرګونو محرمو جرمونو او جناياتو سره
نه شي مقارنه کېدی، کوم چې القاعده کوي، او د بېګناه مسلمانانو ويني تويوي،
او مالونه يې لوټي.

دا دې هم هېره نه وي، چې د اسلامي امت ځينې علماء په دې اند دي، چې له پردۍ
ښځې سره خلوت محرم دی، اما خبرې کول، يا پرته له شهوته هغې ته کتل ناروا نه
دي، نه که څوک د شرعي دليلونو له مخې د دغې مسئلې مقنتع وي؛ نو د هيچا حق
نشته، چې ورباندې اعتراض وکړي.

راشه، په حج کې وګوره، چې د ډېرو ښځو مخونه ښکاره وي، او ځينې يې حتا په
خندا خپلې پوښتنې مطرحوي، او علماء يې په تبسم ځواب ورکړي، په دې کې
مشکل څه دی؟
ځکه دلته دواړه جانبه له محرم خلوت څخه، او شيطاني غرائزو څخه په امن کې وي.
زه د خپلې کډې لپاره د مخ پټول مستحب ګڼم، مخ پټوي، اما شرعا د مخ په پټولو
کې قوي دلائل نشته.
اما له مخ، يدين الی الرسغين، رجلين الی الکعبين پرته د ښځې وجود عورت دی،
بايد چې له نامحرمو پټ وي.

[quote:194058e37f="jalal ahmadzai"][url=http://fashion.azyya.com][img:194058e37f]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-3d9e06365c.jpg[/img:194058e37f][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

[url=http://fashion.azyya.com][img:194058e37f]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-7d318158f6.jpg[/img:194058e37f][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

[url=http://fashion.azyya.com][img:194058e37f]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-d80f47a20c.jpg[/img:194058e37f][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

[url=http://fashion.azyya.com][img:194058e37f]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-308b85ce96.gif[/img:194058e37f][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

[url=http://fashion.azyya.com][img:194058e37f]http://up6.up-images.com/up//uploads/images/images-307017d6cb.jpg[/img:194058e37f][/url][URL="http://uploadpics.a2a.cc"].[/URL][URL="http://www.a2a.cc"].[/URL]

وروڼو

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پورتنی تصویرونه د الشیخ الدكتورمحمد النجيمي دي
كوم چې د مدينې الجامعة الإسلامية څخه د دكتورا ډګري د امتیاز سره ترلاسه کړې
آو آوس د بادشاه فهد امنیتي پوهنتون کې خبیر او مشاور دی او د مناصحې د هیئت غړی دی، یعنی د حکومت چمچه ده،
فتواګانې یې جغرافیاي بڼه لري.
نور بیا[/quote:194058e37f]

ډاکټر صاحب:
راشه، او علمي رد پر ې وکړه، آيا له هغه وخته چې مسلمانان له يوه حاکميت څخه
زيات د ډېرو حاکميتونو لاندې ژوندی کړی دی، ټول ژوند يې په ګمراهۍ کې تېر
کړی دی؟؟؟؟؟؟
دا خو د مجوسي روافضو عقيده ده، چې پرته له امام زمان څخه نه حکومت منځ ته
راتلای شي، نه خلافت او نه دولت.
خو څرنګه چې دا اعتقاد يو غير واقعي اعتقاد دی، هاغه دی، خميني مجوسي
راغی، او يو بل نوي څيز يې ايجاد کړ: ولاية الفقيه.
يعنې د امام زمان څخه په وکالت نيابت کول.

په درنشت


و.افغان
12.10.2010

دكتور شيخ نجيمي د دغه کانفرنس په اړه داسې ويلي:
زه د اختلاط په وړاندې مبارزه کوم، او عقيده لرم چې ناروا دی، مګر اختلاط په دوه
ډوله دی:
1- عارض اختلاط، لکه د بازارونو اختلاط، مسجدونو اختلاط، سړکونو اختلاط،
همدارنګه که چېرې په يو هال کې سړي په مخکينۍ برخه کې وي، او ښځې د هال
په وروستۍ برخه کې وي، او لارې يې جدا وي، ښځې په حجاب کې وي، نو دا عارض
اختلاط دی.
اما د مجالسې اختلاط، کوم کې چې ښځې او سړي په يو ځای کې کار کوي، نو دا محرم
اختلاط دی، د څو سببونو له وجهې:
1- سړی او ښځې نشي کولی چې له يوه بل څخه نظر بچ کړي.
۲- ښځه نشي کولای چې د يوه سړي تر څنګ د کامل شرعي حجاب پوره خيال وساتي.
علما کرام د داسې اختلاط په تحريم سره يوه خوله دي.

دکتور نجيمي وويل: د کويټ کيسه داسې وه، چې د ښځو د نړېوالې غرب جوړې
ورځې کانفرنس ته وغوښتل شوم، دغه کانفرنس د اسلامي تيار يوه ښځه هم نه وه
راغلې، ما دا ښه فرصت وګاڼه، چې خبرې وکړم، ځکه چې داسې مجالسو ته په نادره
توګه علماء او فقهاء بلل کيږي.

دوکتور نجيمي وويل: ما په دوه ضررونو کې د اخف ضرر ارتکاب انتخاب کړ، له ځان
سره مې وپتېله چې کانفرنس ته لاړ شم، کوم چې په خلاص هال کې وو، او دروازې يې
ټولې وازې وې، يعنې محرم خلوت نه دی رامنځ ته شوی، په کانفرنس کې 20 ښځې
وې، اکثريت يې زړې وې، او له ناستو ډېر عمره (القواعد من النساء) ښځو څخه وې.
هغه وويل: زه په خپلو خبرو د حجاب د وجوب په اړه وغږېدم، د اختلاط ډولونه مې بيان
کړل، يوې ښځې د اختلاط لوی مفاسد بيان کړل، او ويې ويل: چې د اختلاط په وجه
ډېر سړي له ښځو بده ګټه پورته کوي، او هغوی په جنسي طور تنګوي.
دوکتور نجيمي وويل: ما وکولای شول، چې له ډېرو زياتو ښځو څخه دا اعترافات
واخلم، چې دوی د حجاب د پرېښودو په وجه ګناهګارې دي، ما دلته د مصلحت غلبه
وليده، ځکه دې کانفرنس ته حاضر شوم، داسې فرصت ډېر کم کله ميسر کيږي.

دوکتور شيخ نجيمي وويل : زه وار له مخې پوه وم، چې په دې کانفرنس کې اختلاط
شته دی، ليکن ما أخف الضررين انتخاب کړ، او څه چې وشو، هغه په الله جل جلاله
کوم حجت نه دی، بلکه زما يو اجتهاد وو، او زه په کلکه توګه د دې معتقد يم چې
اختلاط حرام دی.

له هغه وپوښتل شول، چې شاوخوا دې ښځې ناستې وې؛ نو شيخ نجيمي ځواب ورکړ
چې: هو، زه د يوې خطا مرتکب شوم، مګر دا خطا أخف الضررين وه، او هيڅوک دې
خطا ته صواب نشي ويلای.

په درنښت

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له دې وروسته د شيخ دوکتور نجيمي په اړه څه ستونځه لرئ؟
هيله ده چې د هغه علمي فکر مناقشه کړئ، داسې فکر وکړئ، چې دا خبرې بل چا
کړيدي، آيا تاسې سره د هغه د خبرو په اړه کوم علمي ځواب شته دی؟؟

په درنښت


و.افغان
12.10.2010

[quote:ddb6264f8c]ستاسو دواړو خو دومره اسانه کړې لکه چې په عربي هیوادونو کې حاکم حکومتونه د ولس عام و تام نمایندګان، د دوی د ارادو ممثلین او سوچه منعکسین وي؟ [/quote:ddb6264f8c]
که عام او تام نماينده ګان نه وي؛ نو له دې واقعيت نه خو انکار نشي کېدلی، چې
مشران د دولتونو مسلمانان دي، خپل حاکميت يې په دغو خلکو ټينګ کړی دی،
امن يې راوستی دی.
شرعا او عقلا له هغوی سره جګړه کول څه حکم لري؟
ځواب غواړم.
او بيا زما او ستا څه کار، چې د هغه چا سره غاړه يوسو، چې د هغوی په ضد
پاڅيدلي، يا ورسره جنګيږي.
که چېرته يې ولسونه په واقعي ډول پسې راپاڅېدل؛ نو دا يو به هم بيا ونه وينې.
ولې مونږ د يو څو تخريبکارانو مسؤوليت په غاړه اخلو؟
آيا مونږ له خپلو مشکلاتو خلاص يو؟
آيا په دې توانيدلي يو، چې يو حقيقي اسلامي معلوم الهويته معلوم الحدوده
دولت رامنځ ته کړو، چې د چتکو په شان خوبونه وينو؟
دغه يو څو کسه تخريبکاران په ټوله اسلامي نړۍ کې منفور دي، که چېرته بر حال
حاکمان هم له منځه لاړ شي، چې دا ځواک ولسونه لري؛ بيا هم به دا مسلمانان دغه
افراطي خوارج پرينږدي چې د هغوی په سر حکومت وکړي.
تاريخ مطالعه کړه.
دغو افراطيانو او خوارجو په ټول تاريخ کې حکومت نه دی، يواځې اباضي خوارجو
په عمان حکومت کړی دی، هغه هم هغه وخت چې له خپلو اصولو يې تنازل وکړ.

[quote:ddb6264f8c]که داسې وای، چې اصلا نه ده، نو القاعده به د روسانو د وتلو سره سم محوه او له منځه تللې وه؟ دا چې تر اوسه نه تنها چې ورکه نه ده، بلکه په غربیانو، اروپایانو او ډیرئ اسلام دښمنه حاکمانو یې د ارام خوب هم حرام کړئ دی.[/quote:ddb6264f8c]

القاعده د امريکا بچۍ ده، او بيا د پاکستان بچۍ ده، که امريکايي مباشرې مرستې
ترېنه ختمې شوې؛ نو بالواسطه مرستې يې هماغسې جاري وې.
او له عربي دولتونو ورته هم په يوه طريقه او بله طريقه د ځينو خلکو له لارې پيسې
راتلې، البته د دې دا معنا نه ده، چې مسلمان عربي شعوب القاعده خوښوي، قاطع
اکثريت له دغې تخريبکارې تکفيرۍ ډلې څخه بد وړي.
د هغه چا به خوښ وي، چې د دوی حقيقت نه پېژني.
ځينې به وايي، چې دا قرباني ولې ورکوي؟
قرباني په دوی کې يواځې هغه مغفل ورکوي، چې په تاريخ کې هم د دې ډېر مثالونه
شته دي.
په دوې کې يو عالم ماته راوښايئ؟
يو طالب العلم راوښايئ؟
ټول يې جهال دي، يو يې هم شرعي علوم نه دي لوستلي، له اسلامي پرتمينو
مقاصدو خبر دي، نه کليات خمسه پېژني، نه فقهي اولويات پېژني.
دا په اسلامي امت کې يو مکروب دی، چې بايد ټول مسلمانان يې په ګډه ختم کړي.

[quote:ddb6264f8c]مسکینانو افغانانو/طالبانو خو تنها د پښې/شپې ځای ورکړئ، تاسو د خپلې پورتنئ دعوی په دفاع کې ویلئ شئ چې د القاعدې دا دروند مالي لګښت چا په اوږو اخیستئ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:ddb6264f8c]

افغانانو طالبانو چې هر څه کړي، له خپل اسلامي او افغاني مسؤوليت له مخې
يې کړي، کور يې ودان، ټوله دنيا پرې ثنا وايي.

مګر دا خلق بې سترګو لړمان وو، هيڅ نوعه مروءت په کې نه وو، دوی د افغانانو
د ميلمه پالنې غلطه ګټه پورته کړه، او دا هغه خبره چې خپله ملا عبد السلام
ضعيف يې راته څو وارې کړې.

[quote:ddb6264f8c]شکر چې افغانان مالداره نه دي چې د زرهاوو تورونو په څنګ کې دا یو بل تور هم پرې ولګوو .......[/quote:ddb6264f8c]

افغانان دې الله جل جلاله مالداره کړي، خو د جګړو په پيسو نه، د غلامۍ په پيسو
نه، د پوډرو او هيرويينو په پيسو نه، د اجرتي قاتلينو په پيسو نه، د نړيوال مجرمينو
او جنايتکارانو په پيسو نه، د سوال په پيسو.
بلکه يواځې او يواځې د خپلو مټو او خولو په زور:
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
ما أکل أحد طعاما قط خيرا من عمل يده، وان نبي الله داود کان يأکل من عمل يده.
ژباړه: هيچا داسې خوراک نه دی کړی، چې له هغه خوراک څخه ښه وي، کوم چې
د لاس په کار ګټل کيږي، او د الله جل جلاله پيغمبر داود عليه السلام د خپل لاس
له کار خوراک کاوه.

د طالبانو دا ډېره لويه اشتباه وه، چې له ټولې اسلامي نړۍ څخه يې ځان را پرې کړی
وو، او د القاعده لاس ته ناست وو، او د القاعدې د پيسو لپاره يې د هغوی په
تخريبي کارونو سترګې پټولې، يا يې ځانونه پرې ناګارول، اګر که يې ورسره په
کې شرکت نه درلود.

[quote:ddb6264f8c]زه د القاعدې په ښه او بده کې څه نه وایم، د دوی څرګندونې د افغانستان د حالاتو په اړه خوند هم نه راکوي، خو په یوه ټکې یقین لرم چې، د مالي لحاظه القاعده په نړیواله سطحه په عامه توګه د نړئ مسلمانانو او په خاصه توګه د عربي جزیرې محکومو ولسونو په پښو درولې، امریکا خو صرف تر هغه وخته پیسې ورکولې چې روسان په افغانستان کې موجود وو.[/quote:ddb6264f8c]

امريکا تر وروستۍ شېبې مباشرې مرستې ورسره کولې، بيا امريکايي غير
مباشرې مرستې ورسره پيل شوې، ايران هم ورسره کومک کوي.
د يمن جګړه دې لکه چې هېره شوې ده.
خال خال خليجيان هم ورسره کومک کوي، ددوی مالي لګښت
دومره نه دی، دوی له هغو پاکو معصومو ځوانيو څخه په مکر او خداع ګټه پورته
کوي، کوم چې په کروړونو او اربونو پيسو نشي اخيستل کېدی.

[quote:ddb6264f8c]ګرانو د دین پتنګانو:

تاسو ته چې اسلامي تاریخ او د رسول صلی الله علیه و سلم سیرت بشپړ مالوم دئ، هیڅکله[color=white:ddb6264f8c] نه ښایي چې د عربي نړئ د سیاسیونو ملاتړ وکړئ، [/color:ddb6264f8c][/quote:ddb6264f8c]

د دين پتنګه: زه د عربي حکامو ملاتړ نه کوم، او نه هغوی زما ملاتړ ته اړتيا لري،
او نه څه ګټه رسوي، زه يو مسلمان يم، زما هويت خپل وطن پورې محدود دی،
سبا مې په څټ لرګۍ ږدي، او راته وايي چې ځه.
کاش چې زما د ليکنو په روح پوی شې، چې زه څه ليکم، او د چا لپاره يې ليکم؟
زه يواځې د اسلام لپاره، او بيا د خپل وطن او و لس لپاره.
ځکه چې زما عقيده ده، چې اسلام خلکو ته عزت ورکوي، اسلام خلکو ترقي ورکوي
اسلام خلکو ته د دنيا او آخرت د ګټو لار خلاصوي.
متأسفانه چې ډېر خلک د سيکولرېزم څخه انکار کوي، خو په واقع کې له هر چا
مخکې دی خپله سيکولر وي، په ظاهر کې د دې دعوا کوي چې:
الاسلام صالح لکل زمان ومکان.
خو په حقيقت کې د اسلام په کمال عقيده نه لري.
دا خلک له هر چا زيات اسلام او مسلمانانو ته ضرر رسوونکي دي.
تاسې په دې خپلو افکارو سره له اسلام څخه يو غير واقعي خرافي دين جوړ کړی
دی، چې په دې زمانه کې د تطبيق وړ نه دی، د اسلام پراخه هر اړخيزه مجالات مو
داسې تنګ کړيدي، چې 2+2=4 مو ترې جوړ کړيدي.
افسوس چې دا عقيدت تاسې د نورو هيوادونو خلکو ته وړاندې کولی، افسوس
چې دا متحجر عقيدت ستاسې يواځې په افغانستان پېرزو کيږي.
بس دی، ډېرې ناکامې تجربې مو وکړې، ناکامې تجربې بيا او بيا مه تکراروئ،
له سلو کلونو راپدېخوا په اسلامي هيوادونو کې د اسلام په نوم انقلابونه روان دي،
څوک راته ويلی شي، چې کوم يو انقلاب له ځانه سره کومه مثبته نتيجه راوړې ده.
د افغانستان وضعه ځمونږ مسلمانانو په لاس کې ده، خو که دا متحجر غير واقعي
غير اسلامي افکار له منځه لاړ نشي، نو لرې نه ده چې په خپلو لاسونو به مو يو
اتاتورک ته لاره هواروه کړي وي.

[quote:ddb6264f8c]د اسلام په صدر کې د مسلمانانو ټولئ چې په سر کې یې زمونږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه و سلم قرار درلود، د هر څه له لحاظه یوازې د فارس د متمدنې، عصري، اخلاقي او مستحکمې امپراتورئ سره په مقایسه کې کټ مټ دومره متفاوت وو لکه نن چې طالبان او لویدلي پښتانه د نننئ پرمختللې مادي او کبرجنې نړئ په مقابل کې کمزوري، له سترګو لویدلي او ساده او بدوي خلک په نظر راځي.[/quote:ddb6264f8c]

دغه مقارنه له ننۍ نړۍ سره له هيڅ اړخه سمون نه خوري.
زه نه پوهېږم چې دا رنګ بې سر او پښې مقارنه ستا ذهن ته څنګه راغله؟.

ستا دوښمن ستا له هغه فارس څخه په زر وارې او لک وارې له اخلاقي اړخه
پرته نور له هر اړخه تکړه دی.
او ته له هر اړخه کمزوری يې، له هر اړخه ځکه وايم، چې اسلامي پوهه په ډېرو
اسلامي ټولنو کې په نشت حساب ده.
هغه وخت ستا رهبر ستا پيغمبر وو، وحي ورته راتله، خپلو ملګرو ته يې هر اړخيزه
کامله تربيه ورکوله.
خو نن د مقاومت ځواکونه کله د يوه کافر غېږې ته او کله د بل کافر غېږې ته
غورځيږي.

له دې سره زه متشائم نه يم، او هيڅکله به متشائم نشم، دا امت له خيره ډک امت دی،
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: هغه څوک چې وايي :
خلک هلاک شو، نو دی له ټولو مخکې هلاکيږي.

زه په دې باور لرم، چې ان شاء الله هر اسلامي مقاومت به د کافرو زور ماتوي، البته
زما توره بايد زما د مسلمان ورور په وړاندې پورته نه شي.

[quote:ddb6264f8c]زه تاسو ته یادونه کوم چې ګورئ میدان په درایت، هوښیارئ او مغزي قوې باندې نه ګټل کیژي، که ګټل کیدای نو ابلیس به له ادم څخه مخکې شوئ وو، یوازینئ ټکې چې مسلمان د کامیابئ پړاو ته رسوي فکري او عقیدتي وسله ده چې هیڅ فولادي خنډ یې نشي تم کولای او نه یې هم هیڅ شیطاني ماغزه له منځه وړلای شي ...........................[/quote:ddb6264f8c]

په دې خبره کې هيڅ شک نشته دی، او همدا خبره ده چې زه پرې عقيده لرم، چې هر
تغيير له فکر څخه پيل کيږي.
زمونږ د افغانستان د اوسنيو ټولو ستونځو وجه فکري ده، که زمونږ فکري ستونځې
حل شي؛ ټول مسائل به حل شي.

[quote:ddb6264f8c]نوره مو خوښه خپله .............. کم تر کمه د علم د مزید حصول سره جوخت د فکري تحلیل قوه له لاسه مه ورکوئ ......... او د مادي او فاني نړئ له تاثر نه ځانونه خوندي وساتئ ...... تاسو د ډیوو حیثیت لرئ، ستاسو په روښنایئ سره مونږ سمه لار موندلای شو، ستاسو تر ټولو لومړئ فرض له جانبي تاثیراتو نه د خپل فکري استقلالیت او سپیڅلو خیالاتو حفاظت دی ...............[/quote:ddb6264f8c]

اسلامي فقه جانبي تأثيراتو او مؤثراتو ته اهميت ورکوي، او د متجددو مسائلو
په تغيير، تشديد او تسهيل کې پوره رول لوبوي.
اسلامي احکامات د رياضي قواعد نه دي.
دا زما عقيده ده:
چې دا دين کامل دی.
دا دين د هر زمان او مکان لپاره صالح دی.
دا دين يو واقعي دين دی.
قال الله تعالی:
اليوم أکملت لکم دينکم.
نن ورځ مې تاسې ستاسې دين در پوره کړ.

هغه څوک چې له اسلام پرته کاميابي په بل څه کې لټوي، هغه هيڅکله منزل مقصود
ته شي رسېدلی، کوم چې د دنيا او د آخرت د سعادت حصول دی.

[quote:ddb6264f8c]ګستاخي معاف کړئ .... :([/quote:ddb6264f8c]

کومه ګستاخي؟؟

په درنښت


و.افغان
12.10.2010

[quote:dd6a9c9d92]زه سل په سل کي په دې باوریم چي دوهاج ساپي صاحب له خواوړاندي شوې موضوع دهغې مفکورې زېږنده ده چي هره ورځ دسعودي شاهي کورنۍ درباري ملایان دحکومت دمستوچاراوکوپه ګټه ګڼ توجیهات وړاندي کوي کله یوه اوکله بله بهانه کوي .[/quote:dd6a9c9d92]

دا تهمتونه هيڅ ګټه نه لري، له حقائقو سره دښمني کومه نتيجه نه لري، آخر به
حقائقو ته په ليکه سر ضرور ږدئ.

[quote:dd6a9c9d92] دوئ له دې څخه په وېره کي دي چي هسي نه یوه ورځ دالقاعدې مجاهدین په دې وتوانېږي چي دسعودي پرحکومت ددوئ دااختناق پای ته ورسوي اونورددوئ دواک غزولوپه وړاندي خنډونه پیداکړي .[/quote:dd6a9c9d92]

ښه ډاډه اوسه، داسې افراطي شرپسنده خوارج او تکفيريان د اسلامي تاريخ په
اوږدو کې حکم ته نه دي رسيدلي، او نه به ورسيږي، خو وخت ناوخت مسلمانانو
ته ستونځي جوړوي، البته سواد الأعظم د مسلمانانو له هغوی کلک نفرت کوي.
راشه په اسلامي ټولنو وګرځه، او بيا د اسلامي هيوادونو
عام مسلمانان، علماء، او طلاب العلم د هغوی په هکله وپوښتنه چې څه ځواب
درکوي.

[quote:dd6a9c9d92] دسعودي اوسنی حکومت په هیڅ معنی دعام اولس خوښ نه دی خوڅه وکړې بې وسه دي یوازینۍ هیله یې همدې مجاهدینوته ده چي که وکولای شي دوئ نوردشاهي مستانوله دیکتاتورۍ وژغوري . .[/quote:dd6a9c9d92]

دا خبره زمونږ موضوع پورې هيڅ اړه نه لري، او زما يې پر هغو څه چې خوښ يې دي،
او که نه؟ او تاسې ته دا د کومې احصائيې له مخې معلومه شوه، چې عام اولس
اکثريت يا نيمايي دغه دولت نه دی خوښ؟؟

او که چېرته ستاسې خبره حقيقت ولري، نو تاسې په کومې شرعې او په کوم عقل
په هغوی باندې د خروج اجازه ورکوئ؟
ته خبر يې چې ډېرې خلک له خپلو مشرانو په دې خپه دي، چې ولې هغه مرستې
چې دوی له نورو دولتونو سره کوي، ولې يې دوی ته نه ورکوي؟
کاش چې د ځينو خلکوحقد او حسد تاسې له نږدې په خپلو سترګو ليدلی.

او بيا آيا تاسې دا احاديث نه دي لوستلي، او که دا احاديث د کوم بل امت لپاره
يا نبي کريم صلی الله عليه وسلم د کوم خاص عصر لپاره ويلي دي:

صحيح مسلم ـ مشكول - (9 / 403)
3447 - حَدَّثَنَا إِسْحَقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ الْحَنْظَلِيُّ أَخْبَرَنَا عِيسَى بْنُ يُونُسَ حَدَّثَنَا الْأَوْزَاعِيُّ عَنْ يَزِيدَ بْنِ يَزِيدَ بْنِ جَابِرٍ عَنْ رُزَيْقِ بْنِ حَيَّانَ عَنْ مُسْلِمِ بْنِ قَرَظَةَ عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ
عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ خِيَارُ أَئِمَّتِكُمْ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ وَشِرَارُ أَئِمَّتِكُمْ الَّذِينَ تُبْغِضُونَهُمْ وَيُبْغِضُونَكُمْ وَتَلْعَنُونَهُمْ وَيَلْعَنُونَكُمْ قِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلَا نُنَابِذُهُمْ بِالسَّيْفِ فَقَالَ لَا مَا أَقَامُوا فِيكُمْ الصَّلَاةَ وَإِذَا رَأَيْتُمْ مِنْ وُلَاتِكُمْ شَيْئًا تَكْرَهُونَهُ فَاكْرَهُوا عَمَلَهُ وَلَا تَنْزِعُوا يَدًا مِنْ طَاعَةٍ

صحيح مسلم ـ مشكول - (9 / 404)
3448 - حَدَّثَنَا دَاوُدُ بْنُ رُشَيْدٍ حَدَّثَنَا الْوَلِيدُ يَعْنِي ابْنَ مُسْلِمٍ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ يَزِيدَ بْنِ جَابِرٍ أَخْبَرَنِي مَوْلَى بَنِي فَزَارَةَ وَهُوَ رُزَيْقُ بْنُ حَيَّانَ أَنَّهُ سَمِعَ مُسْلِمَ بْنَ قَرَظَةَ ابْنَ عَمِّ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ الْأَشْجَعِيِّ يَقُولُ سَمِعْتُ عَوْفَ بْنَ مَالِكٍ الْأَشْجَعِيَّ يَقُولُا
سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ خِيَارُ أَئِمَّتِكُمْ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ وَشِرَارُ أَئِمَّتِكُمْ الَّذِينَ تُبْغِضُونَهُمْ وَيُبْغِضُونَكُمْ وَتَلْعَنُونَهُمْ وَيَلْعَنُونَكُمْ قَالُوا قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلَا نُنَابِذُهُمْ عِنْدَ ذَلِكَ قَالَ لَا مَا أَقَامُوا فِيكُمْ الصَّلَاةَ لَا مَا أَقَامُوا فِيكُمْ الصَّلَاةَ أَلَا مَنْ وَلِيَ عَلَيْهِ وَالٍ فَرَآهُ يَأْتِي شَيْئًا مِنْ مَعْصِيَةِ اللَّهِ فَلْيَكْرَهْ مَا يَأْتِي مِنْ مَعْصِيَةِ اللَّهِ وَلَا يَنْزِعَنَّ يَدًا مِنْ طَاعَةٍ
قَالَ ابْنُ جَابِرٍ فَقُلْتُ يَعْنِي لِرُزَيْقٍ حِينَ حَدَّثَنِي بِهَذَا الْحَدِيثِ آللَّهِ يَا أَبَا الْمِقْدَامِ لَحَدَّثَكَ بِهَذَا أَوْ سَمِعْتَ هَذَا مِنْ مُسْلِمِ بْنِ قَرَظَةَ يَقُولُ سَمِعْتُ عَوْفًا يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ فَجَثَا عَلَى رُكْبَتَيْهِ وَاسْتَقْبَلَ الْقِبْلَةَ فَقَالَ إِي وَاللَّهِ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَسَمِعْتُهُ مِنْ مُسْلِمِ بْنِ قَرَظَةَ يَقُولُ سَمِعْتُ عَوْفَ بْنَ مَالِكٍ يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ و حَدَّثَنَا إِسْحَقُ بْنُ مُوسَى الْأَنْصَارِيُّ حَدَّثَنَا الْوَلِيدُ بْنُ مُسْلِمٍ حَدَّثَنَا ابْنُ جَابِرٍ بِهَذَا الْإِسْنَادِ وَقَالَ رُزَيْقٌ مَوْلَى بَنِي فَزَارَةَ قَالَ مُسْلِم وَرَوَاهُ مُعَاوِيَةُ بْنُ صَالِحٍ عَنْ رَبِيعَةَ بْنِ يَزِيدَ عَنْ مُسْلِمِ بْنِ قَرَظَةَ عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِمِثْلِهِ

صحيح البخاري ـ حسب ترقيم فتح الباري - (9 / 59)
7055- حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ ، حَدَّثَنِي ابْنُ وَهْبٍ عَنْ عَمْرٍو عَنْ بُكَيْرٍ عَنْ بُسْرِ بْنِ سَعِيدٍ ، عَنْ جُنَادَةَ بْنِ أَبِي أُمَيَّةَ قَالَ دَخَلْنَا عَلَى عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ وَهْوَ مَرِيضٌ قُلْنَا أَصْلَحَكَ اللَّهُ حَدِّثْ بِحَدِيثٍ يَنْفَعُكَ اللَّهُ بِهِ سَمِعْتَهُ مِنَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : دَعَانَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَبَايَعْنَاهُ.
فَقَالَ فِيمَا أَخَذَ عَلَيْنَا أَنْ بَايَعَنَا عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي مَنْشَطِنَا وَمَكْرَهِنَا وَعُسْرِنَا وَيُسْرِنَا وَأَثَرَةٍ عَلَيْنَا ، وَأَنْ لاَ نُنَازِعَ الأَمْرَ أَهْلَهُ إِلاَّ أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ مِنَ اللهِ فِيهِ بُرْهَانٌ

مسند أحمد بن حنبل - (5 / 314)
22731 - حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا سفيان عن يحيى عن عبادة بن الوليد بن عبادة بن الصامت سمعه من جده وقال سفيان مرة عن جده عبادة قال سفيان وعبادة نقيب وهو من السبعة : بايعنا رسول الله صلى الله عليه و سلم على السمع والطاعة في العسر واليسر والمنشط والمكره ولا ننازع الأمر أهله نقول بالحق حيثما كنا لا نخاف في الله لومه لائم قال سفيان زاد بعض الناس ما لم تروا كفرا بواحا
تعليق شعيب الأرنؤوط : حديث صحيح رجاله ثقات رجال الشيخين

السنن الكبرى للبيهقي وفي ذيله الجوهر النقي - (8 / 145)
16994- أَخْبَرَنَا أَبُو طَاهِرٍ الْفَقِيهُ أَخْبَرَنَا أَبُو بَكْرٍ : مُحَمَّدُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ بْنِ الْفَضْلِ الْفَحَّامُ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يَحْيَى حَدَّثَنَا نُعَيْمُ بْنُ حَمَّادٍ حَدَّثَنَا ابْنُ وَهْبٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ الْحَارِثِ حَدَّثَنِى بُكَيْرٌ عَنْ بُسْرِ بْنِ سَعِيدٍ عَنْ جُنَادَةَ بْنِ أَبِى أُمَيَّةَ عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ : دَعَانَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَبَايَعَنَا وَأَخَذَ عَلَيْنَا السَّمْعَ وَالطَّاعَةَ فِى مَنْشَطِنَا وَمَكْرَهِنَا وَعُسْرِنَا وَيُسْرِنَا وَأَثَرَةٍ عَلَيْنَا وَأَنْ لاَ نُنَازِعَ الأَمْرَ أَهْلَهُ قَالَ إِلاَّ أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ مِنَ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ. أَخْرَجَاهُ فِى الصَّحِيحِ مِنْ حَدِيثِ ابْنِ وَهْبٍ.

مستخرج أبي عوانة - مشكول - (8 / 202)
بَيَانُ الْخَبَرِ الدَّالِّ عَلَى إِبَاحَةِ مُنَازَعَةِ الإِمَامِ أَمْرَهُ إِذَا ظَهْرَ مِنْهُ الكفر الذى يخرج به من الإيمان وعلى ترك منازعته إذا أمر بغير العدل والتقوى وأن عليه منه وزرا
5730 حَدَّثَنَا أَبُو عُبَيْدِ اللَّهِ أَحْمَدُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ قَالَ: حَدَّثَنَا عَمِّي، حَدَّثَنَا عَمْرٌو، عَنْ بُكَيْرٍ، عَنْ بُسْرِ بْنِ سَعِيدٍ، عَنْ جُنَادَةَ، قَالَ: دَخَلْنَا عَلَى عُبَادَةَ وَهُوَ مَرِيضٌ، فَقُلْنَا: أَصْلَحَكَ اللَّهُ، حَدِّثْنَا بِحَدِيثٍ يَنْفَعُ اللَّهُ بِهِ، سَمِعْتَ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم -، فَقَالَ: دَعَانَا رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - فَبَايَعْنَاهُ، فَكَانَ فِيمَا أَخَذَ عَلَيْنَا أَنْ بَايَعْنَاهُ عَلَى السَّمْعِ، وَالطَّاعَةِ فِي مَنْشَطِنَا، وَمَكْرَهِنَا، وَعُسْرِنَا، وَيُسْرِنَا، وَأَثَرَةٍ عَلَيْنَا، وَأَنْ لا نُنَازِعَ الأَمْرَ أَهْلَهُ، فَقَالَ: إِلا أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ مِنَ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ.

سنن البيهقي الكبرى - (8 / 145)
16330 - أخبرنا أبو طاهر الفقيه أنبأ أبو بكر محمد بن إبراهيم بن الفضل الفحام ثنا محمد بن يحيى ثنا نعيم بن حماد ثنا بن وهب عن عمرو بن الحارث حدثني بكير عن بسر بن سعيد عن جنادة بن أبي أمية عن عبادة بن الصامت قال : دعانا رسول الله صلى الله عليه و سلم فبايعنا وأخذ علينا السمع والطاعة في منشطنا ومكرهنا وعسرنا ويسرنا وأثرة علينا وأن لا ننازع الأمر أهله قال إلا أن تروا كفرا بواحا عندكم من الله فيه برهان أخرجاه في الصحيح من حديث بن وهب

مسند الشاشي 335 - (2 / 257)
1209- حَدَّثَنَا أَبُو عَبْدِ اللَّهِ مُحَمَّدُ بْنُ صَالِحٍ , وَمُحَمَّدُ بْنُ إِسْحَاقَ الصَّغَانِيُّ , حَدَّثَنَا هِشَامُ بْنُ عَمَّارٍ , حَدَّثَنَا مُدْرِكُ بْنُ أَبِي سَعْدٍ أَبُو سَعْدٍ الْفَزَارِيُّ , سَمِعْتُ أَبَا النَّضْرِ حَيَّانَ قَالَ : حَدَّثَنِي جُنَادَةُ بْنُ أَبِي أُمَيَّةَ , عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ , عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : يَا عُبَادَةُ اسْمَعْ وَأَطِعْ فِي عُسْرِكَ وَيُسْرِكَ , وَمَنْشَطِكَ وَمَكْرَهِكَ , وَأَثَرَةٍ عَلَيْكَ , وَإِنْ أَكَلُوا مَالَكَ وَضَرَبُوا ظَهْرَكَ , إِلاَّ أَنْ تَكُونَ مَعْصِيَةَ اللَّهِ بَوَاحًا.
هَذَا لَفْظُ أَبِي بَكْرٍ.

وقال صلی الله عليه وسلم: لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق.
قال الشيخ ابن عثيمين:
* والنصيحة للأمراء تكون بأمور منها: ثالثاً: امتثال ما أمروا به وما نهوا عنه، إلا إذا كان في معصية الله عزّ وجل لأنه لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق، وامتثال طاعتهم عبادة وليست مجرد سياسة، بدليل أن الله تعالى أمر بها فقال عزّ وجل: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وأولي الأمر منكم) [النساء:59] فجعل ذلك من مأموراته عزّ وجل، وما أمر الله تعالى به فهو عبادة.

ولا يشترط في طاعتهم ألاّ يعصوا الله،فأطعهم فيما أمروا به وإن عصوا الله، لأنك مأمور بطاعتهم وإن عصوا الله في أنفسهم.

الأمور الأخری:
الأمر الاول : إعتقاد إمامتهم وإمرتهم , فمن لم يعتقد انهم أمراء فانة لم ينصح لهم , لأنه إذا لم يعتقد انهم أمراء فانة لم ينصح لهم , لأنه إذا لم يعتقد انهم أمراء فلن يمتثل أمرهم ولن ينتهي عن مانهوا عنه .. لا بد ان تعتقد انه امام او انه أمير .. ومن مات وليس في عنقة بيعة لأحد مات ميتة جاهلية , ومن تولى أمر المسلمين ولو بالغلبة فهو إمام , سواءا كان من قريش او من غير قريش .

ثانيا : نشر محاسنهم في الرعية لأن ذلك يؤدي الى محبة الناس لهم , وإذا أحبهم الناس سهل انقيادهم لأوامرهم , وهذا عكس مايفعلة الناس , ينشر المعايب ويخفي الحسنات .. فإن هذا جور جور جور و ظلم , تجده مثلا يذكر خصلة واحدة مما يعيب به على الأمراء وينسى خصالا كثيرة مما قاموا به من الخير , وهذا هو الجور بعينة .

ثالثا : إمتثال ما أمروا به ومانهوا عنه, إلا إذا كان في معصية الله عز وجل , فإنة لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق, وإمتثال أمرهم عبادة مهيب مجرد سياسة , عبادة !! والدليل على أنها عبادة أن الله تعالى امربها قال الله تعالى { يايها الذين امنوا اطيعوا الله والرسول وأولي الأمر منكم } النساء {59} .. فجعل ذلك من مأموراتة عز وجل , ومأمر الله به فهو عبادة ..

وهل يشترط في طاعتهم أن لا يعصوا الله ؟!

الجواب : لا , أطعهم فيما أمروا به وإن عصوا الله لانك مأمور بطاعتهم وإن عصوا الله في أنفسهم .

الرابع : ستر المعايب مهما أمكن , وجه هذا أنه ليس من النصيحة أن تقوم بنشر معايبهم لمافي ذلك من ملء القلوب غيظا و حقدا وحنقا على ولاة الأمور , وإذا امتلأت القلوب من ذلك حصل التمرد و ربما الخروج على الأمراء فيحصل بذلك من الشر والفساد مالله به عليم , وليس معنى قولنا ستر المعايب ان نستر عن المعايب !! لا !! ننصح الامير مباشرة إن تمكنا و إلا فبواسطة .. ولهذا أنكر اسامة بن زيد .. رضي الله عنه .. على قوم يقولون أنت لم تفعل و لم تقول لفلان وفلان ( يعنون الخليفة ) فقال كلاما معناة ..{ أتريدون أن احدثكم بكل ما احدث به الخليفة؟!} , وهذا لا يمكن , لا يمكن للانسان أن يحدث بكل ما قال للأمير لأنه اذا حدث به , إما ان يكون الأمير نفذ ماقال .. فيقول الناس الأمير ذل وخضع وإما لا ينفذ فيقول الناس عصى وتمرد , ولذلك من الحكمة إذا أردت نصح ولاة الامور ان لا تبين ذلك لناس لان في ذلك ضررا عظيما , وولي الأمر اما ان يوافقك او يخالفك , فاذا وافقك قالت العامة ذل و خضع ونزل رأسة , وإذا خالفك قالت العامة تمرد وطغى واستكبر .

و من النصح للأمراء عدم الخروج عليهم , وعدم منابذتهم , ولم يرخص النبي صلى الله عليه وعلى اله وسلم إلا كم اقال { إلا ان تروا كفرا بواحا عندكم فيه من الله برهان } .. و الا أن ترو تعني رؤية عين او رؤية علم متيقنة , والكفر البواح يعني الواضح البين , وعندكم فيه من الله برهان أي دليل قاطع .

ثم إذا جاز الخروج عليهم بهذه الشروط , هل يعني ذلك ان نخرج عليهم ؟!؟!

لان هناك فرق بين جواز الخروج عليهم و وجوب الخروج عليهم !!

فلن نخرج !! حتى لو رأينا كفرا بواحا عندنا فيه من الله برهان , فلن نخرج إلا حيث يكون الخروج مصلحة ! و ليس من المصلحة ان تقوم فئة قليلة سلاحها قليل في وجه دولة بقوتها وسلاحها لأن هذا يترتب عليه إراقة الدماء , و استحلال الحرام دون ارتفاع المحذور الذي انتقدوا به الأمراء كما تشاهدونه من عهد خروج الخوارج في زمن الخلفاء الراشدين الى يومنا هذا يحصل من الشر و الفساد ما لا يعلمة إلا رب العباد , لكن بعض الناس تتوقد نار الغيرة في قلوبهم ثم يحدثون مالا يحمد عقباه, وهذا غلط ! . غلط عظيم !!

[color=white:dd6a9c9d92]ثم إنا نقول ماميزان الكفر ؟؟!![/color:dd6a9c9d92]

[color=red:dd6a9c9d92]قد ترى انت أن هذا كفر و غيرك لا يراه كفرا ولهذا قيد الرسول صلى الله عليه وسلم بقولة ( كفرا بواحا ) مافية احتمال ( كما لو رأيتة يسجد لصنم او يسب الله أو رسولة او ما أشبة ذلك ) .. هذه النصيحة لولاة الامور .. أ.هـ[/color:dd6a9c9d92]

[quote:dd6a9c9d92]جلال احمدزی صاحب! الله جل جلاله دي ډېرثوابونه درکړي چي ددې سیاسي ملایانوهویت اوحقیقت موپه ډاګه کړهیله ده چي په دې کارکي نورپرمختګ هم وکړئ [/quote:dd6a9c9d92]

ډاکټر صاحب خو مې يار دی، هغه هم ملامت نه دی.
خو کاش چې په وطن کې د هغو مستضعفينو په حال ګرد سره يو شان دردېدلی، کوم
چې له 30 کلونو زمونږ د پوهې طبقې د غلطو غير اسلامي سياستونو په وجه
له هر ډول ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي.
کاش چې دهغوی په درد ودرديږو.
ولې، هغوی ته د کومې ګناه سزا ورکول کيږي؟
هغوی دومره هم نشي کولی، چې له دغو ناخوالو چېرته وتښتي، ما او تا خو دومره
کولی، چې سترګې ترې پټې کړو. او پښې ترې سپکې کړو.
خو خپل ژوندی ضمير به مو ضرور ملامتوي.
ليکن، که ضميرونه مو مړه شي؛ نو بيا به مو دا حال وي:
من يهن يسهل الهوان عليه**ما لجرح بميت ايلام

باور وکړئ، چې دا خال خال ليکنې زه د هغه درد له وجهې کوم، چې په زړه کې يې
داسلام، وطن او خپل مسلمان ولس په هکله لرم.
دا کار خپل فرض او مسؤوليت ګڼم، که نه دومره وزګار نه يم، او نه غټ تاجر او پيسه
دار يم، او زه همدې نټ ته لګېدلی يم، اوس مې هم مخې پنځه شپږ علمي کارونه
پراته دي.
په هر حال، الله جل جلاله علام الغيوب دی.

الله المستعان.

په درنښت


و.افغان
12.10.2010

د ټولو ملګرو د پوښتنو ځوابونه په دې پاڼه او مخکنۍ پاڼه کې وشول.
مننه
په درنښت.



12.10.2010

درنو ورونو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته!

وهاج صيب په ښکاره ټکو کې څرګنده کړه چې ماسره د خپل وطن او وطنوالو اندېښنه ده ! له دې څخه څوک انکار کولی شي چې زمونږ د وطن او ملت برخليک د سختو ننګونو سره مخامخ دی او دا ډيره ښه په زړه پورې خبره ده چې د اسلام مبارک دين هم د وطن مينه لازمه او د ملت مينه جايزه ګڼلې او حب الوطن من الايمان ګڼل شوی . که څه هم د اسلافو په وخت کې ملت لا په تاريخي بڼه نه و منځ ته راغلی نو دملي مينې اړينتيا لا د مطرح کيدو او درک وړ هم نه ګرځېدلې، بيا هم مشروع او جايزه کڼل شوې ده . نن ملت او د ملت رغښت ( تشکل ) د ټولنې دتاريخي اړتيا او اړينتيا څخه بلل کيږي او له دې پرته ټولنه له زوال سره مخامخ کيږي ، حال داچې د ملت تشکل يې په چټکو ګامونو سره پرمخ بيايي .
اصلا ً بې استعدادي او ناپوهي ده چې څوک اسلامي مباديو ته داسې انکشاف نشي ورکولای چې په ټولنه کې پرمختګ رامنځته کړي او يا لږ تر لږه د اسلامي ارزښتونو په ساتنه د ټولنې پرمختګ بدرګه کړي، نو د بې استعداده ذهن او ذهنيت له امله په افرطيت سره داسلافو وخت ته د ستنيدو شعار پورته کوي بې له دې چې د اسلام سلفي ښېګڼې د اوسنيو شرايطو سره سم پلې کړي !

[color=blue:2ba2d3d520]په اصطلاح :

اول ټولنه خوارومه د پخوا په شانې
.................................................. بيا ی په سلفو رغومه د پخوا په شانې

بيا د حلزون په مزل ورو ورو (( پرمختګ)) کومه
................................................ که نه حلزون هم تنبومه د پخوا په شانې

يو وخت به بيرته رارسيږو ننني مقام ته
............................... خو تش پېښې د سلف کړمه د پخوا په شانې !

مونږ عصري لاره د اسلام غواړو د نن له پاره!
................................................... نۀ عصر بيرته اړومه د پخوا په شانې

ما چې د ١٤ پېړيو اوږده لار وهلې
................................................ څنګه به دا نفې کومه د پخوا په شانې ؟؟؟؟

چې دې اند توګه د پخوا پشان پراخه نه ده
................................................... تنګه اند توګه دې چېړمه د پخوا په شانې

چې په اسلام اوسنی عصر مستولی نشې
...................................... له خپل جوماته دې شړمه دپخوا په شانې[/color:2ba2d3d520]


و.افغان
12.10.2010

مؤمن مهاجر صاحب:
ستاسې لکه چې تر اوسه د کنداريانو په خبره په موضوع سر نه دی خلاص شوی.
دا موضوع له جهاد او مقاومت وروسته د بناء حالت پورې اړه لري، د اوسني جهاد او
مقاومت مشروعيت او حقانيت په اړه هيڅرنګه شک او شبهه نه رامخته کوي.
او که نه ، تاسې يې واضح کړئ.
حقيقت دا دی ، لکه څنګه چې آی اس آی کوښښ کوي، چې د اعلام په مټ د افغاني
قربانيو افتخارات خپلې غاړې ته واچوي، همدارنګه القاعده کوښښ کوي چې دغه
افتخارات د خپل اعلامي نشاط په مټ خپلې غاړې ته واچوي.
حقيقت دا دی چې القاعده يواځې په اعلامي برخه کې ښه په تېزه کار کوي، او د ځان
لپاره نوي نوي ګاکان پيدا کوي.
په عسکري ميدان کې يواځې همدا مجاهد افغان ولس دی، چې د تېر په څېر د خپل زړه
ټوټې نذارنه کوي.
القاعده يو ځل بيا غواړي چې د دغو پاکو وينو په سر، د خپلې ناکامې غير اسلامي
غير معقولې غير واقعي احمقې نړيوالې ايجنډا لپاره سودا ګانې وکړي.
خو ان شاء الله، چې الله جل جلاله به يې دا ځل په وشرموي.

[quote:cb5d1068c0="mumin muhajir"]حامدصاحب سلام اواحترام
زه په دې ښه پوهېږم چي په اوس وخت کي مجاهدین تربل هروخت په یوحساس پړاو کي واقع دي،صلیبي لېوانوچي په نظامي ډګرکي پوره ماتي خوړلې اوس له نورو لاروددسیسواوتوطئوپه لټه کي دی،غواړي دشاله لوري پرمجاهدینوداسي ګوزار وکړي چي په هیڅ قېمت دسپېڅلې جهادثمره نه دوئ اونه هم زموږکړېدلی اولس وخوري څوک چي ادنی فکرولري چي ترروسانوداوسنیوصلیبي ښکیلاکګرو پلانونه ډېرخطرناک اوزبېښونکي دي .
پاتي شوه دالقاعده خبره نوپه اسلامي هیوادونوکي چي هرڅوک دهغې دتګلارواو اهدافوپه اړه شکوک راولاړه وي،هغوئ دخوارجو،تکفیریانواوشاذوپه نوم یادوي نودسعودي دشاهي کورنۍ تګلاره ده چي په دې کارکي صلیبیان هم ورسره مرسته کوي اودمسلمانانوپه ذهن کي دمجاهدینودبدنامولپاره یې یوه ښه وسیله بولي .[/quote:cb5d1068c0]


..Ahmadzai
12.10.2010

وهاج صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

خامخا به خبر یې چې د سعودي وزير داخله په مدینه منورة کې د الجامعه الِاسلامیه په تالار کې د (الإرهاب بين تطرف الفكر وفكر التطرف) په نامه كنفرانس دایر کړلو، او د جامعې اکادیمیانو شاګردانو ان چپړاسیانو هم پکې برخه اخیستې وه، خو دکتور العقلا پکې له ټولو زيات څټل وکړل هومره څټل څومره چې د دې بوډا امیر مقام سره مناسب او لایق وو.

ګرانه مونږ پوهیږو چې اوس د مدینې منورې نوموړې جامعه د نړۍ په سویه د ترهګرۍ په خلاف د فکري مبارزې لومړی سنګر جوړ سوی.

(یادونه: د مدینې منورې اِسلامي پوهنتون د دیني زدكړې یو ستر مرکزدې، ترې ډیر لوی لوی علماءاو مصلحین فارغ سوي، آو پکې ډیر نور ښه استاذان او دیني پوهان سته، خو کلیدي چوکۍ یې پس د خلیج له جنګ څخه د سلطانی علماز په لاس کې دي، د نورو غږ خپ دی.
ډیر افغانان ترې فارغ سوي ، له بعضو څخه نه له ټولو !چې د روان حالت شرعي حیثیت پوښتنه وکړې نو دوئ وایي دا یو فتنه ده ځان ترې لرې ساتل پکار دی، اوس مهال افغانستان کې جهاد نسته، آمیر نسته.)

مخکې مې هم یوه بله سکالو کې په دې اړه بحث کړی وو او دنوموړې جامعې د جامي فرقې او یا د نني عصر د مرجئوو یادونه هم کړې وه ، چې له دینو ثوابتو زيات دولت او حاکمانو ته تابع او وفادار دی، مشران او د دوۍ مخکښي مې هم یاد کړي وو، تکرار ته یې حاجت نسته، خو چون نومړی پوهنتون نړیوال دی او پکې ډیر غریب اجنبیان هم درسونه وایی او د سعودي د حکومت لدغه اِحسان او منت ډک بار په اوږو وړي، چې دوۍ ته یې دا سهولت او زمينة برابره کړې، نو د دوۍ ترمنځ دغه جامي فرقه لائقة شاګردان لټوي ښه یې نازوي او ښه یې روزوي تر څو دغه فکر او مذهب له ځانه سره د نړۍ نورو برخو ته هم ورسوي ،خپور یې کړي او ملاتړ یې ډیر سي.

طبعاٌ او حتماٌ دغه پروګرام د امریکا د مربوطو ادارو تر نظر لاندې او د سعودي حکومت سره په مستقیم تماس مخکې ځي، تر څو پدې وسیله وکولی سی د مسلمانانو لیوالتیا اتحاد ته او له محلی واکدارانو څخه سرغړونو مخې ډب کړي او له ځنډ سره یې مخه کړي، غواړي خلک (البته مسلمانان)
په هغو محلی حاکمانو راټول کړي چې د دوۍ باداري د خپل سلطنت د دوام په خاطر مني او مسلمانان جغرافیایي حدودو ته ژمن وساتي، منطقوی، نژادي او ژبنی تعصب ته یې وهڅوي ، د دیني ورورۍ مزې سستې کړي او هر څوک په خپلو حدودو کې وساتی، تر څو وکړای سي د نني اِسلامي صحوت او د یوالي هڅو مخه ونیسي.
خو مسلمان هغه دی چې د بل مسلمان په درد ودردیږي نه دا چې مخې ته یې خاردار سیم یا سمټي دیوال ووهي تر څو د هغه شاته وسوځي او ده ته یې دود هم راونرسیږي له قاتل سره یې د مستۍ جام په سر واړوي، او نڅا ورسره کوي، توره کافر ته په لاس کې ورکوي چې بې وزله مسلمانان پرې مړه کړي بلکې قتل کړي بیا یې په وینو سره لاسونه مچو کوي

د اِسلامي بیرغ لاندې مونږ کولی سو چې په عزت ژوند وکړو، باک نسته چې یو دولت وي که دوه که درې خو نه په هر کوڅه کې درې څلور دولته
او بیا که دغه دولتونه سره یو ډول اتحاد وکړي او د ګډ دوښمن مقابلې کې سره همکار سي ، نه دا چې د یوه دوښمن د بل بادار او د سترګو تور وي.

وروره تفریق او ویشنه د منافقو او خودغرضو کار دی، چې د مؤقتي شخصي ذاتي ګټو خوندی کولو لپاره ترې کار اخلی، چې بیا دینی عالم او یا دین ته منسوب خلک ورته تبلیغات کوي ډیر بد ښکاري

او دا به څومره له عقل څخه لرې خبره وي چې کفري نړۍ زمونږ د وژلو په خاطر سره اتحاد کوي او اشر راباندې جوړوي او انتهایي کوشش کوي چې خپل مختلف نژاده وګړي سره په اتحاد کې راټول کړي او په مقابل کې مسلمان دولتونه او هغه هم د حرمینو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر ترڅنګ څخه مسلمانان تفرقې او خاورنۍ ځمکنۍ تعصب ته هڅول کیږي .
او د یوالي پروسې د مخې ډب کولو لپاره دا رنګه استاذان اوپه کار اچول کیږی

نور بیا..............


و.افغان
12.10.2010

[quote:4c6afc4ddd]وهاج صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته[/quote:4c6afc4ddd]

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

يو ځل بيا په خير راغلې ډاکټر صاحب.

[quote:4c6afc4ddd]خامخا به خبر یې چې د سعودي وزير داخله په مدینه منورة کې د الجامعه الِاسلامیه په تالار کې د (الإرهاب بين تطرف الفكر وفكر التطرف) په نامه كنفرانس دایر کړلو، او د جامعې اکادیمیانو شاګردانو ان چپړاسیانو هم پکې برخه اخیستې وه، خو دکتور العقلا پکې له ټولو زيات څټل وکړل هومره څټل څومره چې د دې بوډا امیر مقام سره مناسب او لایق وو.[/quote:4c6afc4ddd]

ښه ترې خبر يم، د ټولې اسلامي نړۍ څخه ورته علماء او اکاديميان راغوښتل شوي
وو، او په لسګونو څېړنې په کې وړاندې، هغه ټولې چاپ شوي دي، او تېر کال
په بازار کې په 200 رياله خرڅېدی.
ما خپله هم په دغه کانفرنس کې برخه اخيستې وه، ډېر ګټور وو،
ستونځه يې کوم ځای کې وه؟

تهمت لګول ، او ټاپې لګول خو اسان کار دی، خو منطقي او معقول بحث يواځې په
علم او پوهې مسلح انسان کولی شي...
زمونږ بحث يو ځای دی، او ته خبرې نور چېرته وړې.
ته څټل څه ته وايي؟
او دوکتور العقلا چې په اقتصاد کې دوکتورا لري، کوم ديني عالم نه دی؛ مګر
هغه څه څټل کړيدي؟
راته يې بيانولی شې؟
بيا له موضوع ولې په مکرر ډول بل طرف ته تښتې؟ راشه علمي بحث پرې وکړه.

د دغې جامعې هر يو شاګرد د القاعدې په تکفيري خوارجو مصاصي دماء المسلمين
تخريبکارانو او مجرمينو باندې 1000 او لک کرته شرف لري.
هغوی دلته کتاب الله او سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم زده کړه کوي.

[quote:4c6afc4ddd]ګرانه مونږ پوهیږو چې اوس د مدینې منورې نوموړې جامعه د نړۍ په سویه د ترهګرۍ په خلاف د فکري مبارزې لومړی سنګر جوړ سوی.[/quote:4c6afc4ddd]

د اسلامي سالم فکر د نشر او پخش لپاره دغه مبارک پوهنتون آن له 50 کالو
راهيسې مبارزه کوي لګيا دی، دا چې د ترهګرۍ افساد او اجرام په وړاندې لومړنی سنګر دی، دا فخر د دې جامعې لپاره بس دی. اسلام يو مبارک، سوله خوښی او ښکلی دين دی.

[quote:4c6afc4ddd]مخکې مې هم یوه بله سکالو کې په دې اړه بحث کړی وو او دنوموړې جامعې د جامي فرقې او یا د نني عصر د مرجئوو یادونه هم کړې وه ، چې له دینو ثوابتو زيات دولت او حاکمانو ته تابع او وفادار دی، مشران او د دوۍ مخکښي مې هم یاد کړي وو، تکرار ته یې حاجت نسته،[/quote:4c6afc4ddd]

ډاکټر صاحب:
ته د جامعې له حالته بيخي خبر نه يې، کم نه کم 20 کاله خو به کيږي، چې جامعه دې
نه ده ليدلې، او دغه دعوا دې هم چورلټه دروغ ده.
دا اوس وپوښتنه، او احوال واخله، پته به درته ولګيږي، چې ستا دعوا هيڅ
حقيقت نه لري.
بيا دغه خلک چې تا ياد کړي دي، که بالفرض والتقدير د دوی اثر او رسوخ هم وي،
نو دوی بيا له دغو مجرمينو څخه په لکونو کرته ښه دي.
اسلامي عقيدې ته خو خدمت کوي، اسلامي فقهې ته خدمت کوي، حديثو ته خدمت
کوي.
دغه نور مفسدين خو د دين خدمت نه کوي، ايله په بيله په هر ځای کې مسلمانانو
ته شرونه جوړوي.
د دوی مسلمانانو ته څه خير رسېدلی دی؟؟؟

[quote:4c6afc4ddd] خو چون نومړی پوهنتون نړیوال دی او پکې ډیر غریب اجنبیان هم درسونه وایی او د سعودي د حکومت لدغه اِحسان او منت ډک بار په اوږو وړي، چې دوۍ ته یې دا سهولت او زمينة برابره کړې، نو د دوۍ ترمنځ لائقة شاګردان لټوي ښه یې نازوي او ښه یې روزوي تر څو دغه فکر او مذهب له ځانه سره د نړۍ نورو برخو ته هم ورسوي ،خپور یې کړي او ملاتړ یې ډیر سي.[/quote:4c6afc4ddd]

دغه يواځې پوچ تبليغات دي، چې هيڅ حقيقت نه لري، او زه په دې باندې قسم هم خوړلی شم.
په عربو کې دومره جس نشته، چې د غربيانو په شان له هغو خلکو سره علاقاتو
ته دوام ورکړي، کومو چې له دوی سره درس ويلی وي، چې د خپل ځان د ګټې
لپاره ترې کار واخلي.
البته دلته حقيقت بل چېرته پروت دی، چې زما ګوتې يې د ليکلو توان نه لري،
خو ته پرې ډېر ښه ترا پوهېږې، چې اصل قيصه څه ده.

زمونږ موضوع اصلا د دغو خلکو څخه د دفاع په اړه نه وه، بلکه د ځينې ناپوهو
کم علمو، او غوليدلو ځوانانو د فکري انسداد په هکله وه، چې د چتکو خوبونه ويني.
خپل وطن نشي راټينګولی، او د خلافت چيغې وهي، او هغه تخريبکارانو ته
په خپله غېږه ځای ورکوي، چې هر يو يې د يوه اسلامي هيواد څخه د سياسي
قضاياوو په سر تښتېدلی وي، او لا اوس هم تخريب ته ادامه ورکوي.

د الله لپاره، دا عقل به کله په مونږ کې راځي؟؟؟!!!!،
له کفري نړۍ سره خو روابط نه وو، هغه خير.
خو له ټولې اسلامي نړۍ سره مو هم روابط شکولي، وو، يواځې د پاکستان له لارې
مو د دولت لپاره سياست غوره کاوه؟
يواځې همدا پاکستان اسلامي هيواد وو؟
او بيا د پاکستان اسلاميت په څه کې وو؟؟
او که اوس به راته دغه فقهي قاعده تکراروې: چې الضروريات تبيح
المحذورات.

آخر دا دومره حماقت ، او بيا له مکررو ناکاميو وروسته په دې حماقت ټينګار د څه
لپاره؟
دا هغه حماقت دی، چې سبا به چين هم په مونږ را مرش کړي، بيا به له هغه ډغرې
وهو، او فخر به کوو چې:
دا زمونږ قسمت دی چې په وينو کې منزل وهو
يو دښمن چې ووهو بيا بل وهو بيا بل وهو
خو حقيقت دا دی چې هر دښمن مونږ په خپل کور کې وهي، او بيا ځي.

آيا حقيقت دا نه وو، چې د دغو خلکو د علمي او سياسي شعور د عدم له وجهې دوی
لکه دمية (ګوډۍ) د اسلام آباد په لاس استعمالېدل، او اسلام آباد خو ته ډېر ښه پېژنې.
هغه ته هم د يوه کامياب سياست نوم ورکوې؟؟، چې مسلمان يې وحدت او اتفاق
ته سوقول؟؟!!!، او که افغانستان يې د پاکستان لپاره يواځې او يواځې په يوه تور
بازار بدلاوه؟؟؟؟؟
الحمد لله علی نعمة العقل.

ډاکټر صاحب: که سبا ته دا ته د يوه دولت رئيس شې، او يو څوک له تا څخه ستا
چوکۍ اخلي، قسم په خدای چې له يهودي خو مرسته واخلې، او خپل مسلمان
باغي ورور به وځپي، زه يې په جواز او نه جواز نه غږېږم، خو دا يوه طبيعي خبره
ده، او په اسلامي تاريخ کې د ډېرې بېلګې شته دي.

[quote:4c6afc4ddd] طبعاٌ او حتماٌ دغه پروګرام د امریکا د مربوطه ادارو تر نظر لاندې او د سعودي حکومت سره په مستقیم تماس مخکې ته ځي، تر څو پدې وسیله وکولی سی د مسلمانانو لیوالتیا اتحاد ته او له محلی واکدارانو څخه سرغړونو مخې ډب کړي او له ځنډ سره یې مخه کړي،[/quote:4c6afc4ddd]

پوچ تبليغات دي، او سوچه دروغ دي، په ډېرو اسلامي هيوادونو کې یواځې
د همدې جامعې فارغين دي، چې د تنصير مخه نيسي، د علمانيت مخه نيسي.
ګورئ، دا د زور منطق هر وخت کار نه ورکوي.
د القاعدې ټول منظر ين جهال مرکب دي، او دا دين او دعوت چې په مخ ځي، دا
له زور سره په هماغه اندازه علم او پوهې ته هم اړتيا لري، چې خلک ورته د خپل قناعت
له مخې مخه کړي، او يواځې د هغه چا په وړاندې زور استخدام شي چې د خپل
شخصي مصلحت لپاره د خير مخه نيسي، او نور ترې هم منعه کوي.

[quote:4c6afc4ddd] غواړي خلک (البته مسلمانان
په هغو محلی حاکمانو راټول کړي چې د دوۍ باداري د خپل سلطنت د دوام په خاطر مني او مسلمانان جغرافیایي حدودو ته ژمن وساتي، منطقوی، نژادي او ژبنی تعصب ته یې وهڅوي ، د دیني ورورۍ مزې سستې کړي او هر څوک په خپلو حدودو کې وساتی، تر څو وکړای سي د نني اِسلامي صحوت او د یوالي هڅو مخه ونیسي. [/quote:4c6afc4ddd]

100 کاله انقلابونو څه وکړل؟
يوه نتيجه راوښايه؟
که نتيجه صفر وي؛ نو بايد په تګلاره کې بدلون راشي.
ډېرو اسلامي حرکتونو خپلو تګلارو کې بدلون راووست. او اوسمهال له
انټرناسيونالستۍ تېر شول، خو زمونږافغانان په کې اوس هم ځنګيږي.
خو مونږ په مکرر ډول زړې ناکامې تجربې تکراروو.

ډاکټر صاحب: د ديني ورورۍ مزي د مختلفو دولتونو په وجود کې هم قوي او
ځواکمن پاتې کېدلی شي، يو بل ته د ورورۍ لاس غځولی شي، مرستې کولی
شي، د يوه بل حمايت ته دانګلی شي.
البته نن افغانان له عسکري، علمي، اقتصادي او يوه لحاظ څخه هم جوګه نه دي، چې د اسلامي نړۍ په رأس کې شي.
دا هسې د چتکې خوبونه دي، د ځان غولول دي، د دې مجاهد ولس د غميزې اوږدول
دي، او د دې هر څه حماقتونو ګټه د دښمن په غاړه لويږي، او مونږ نور هم ښکته
کېوځو.

[quote:4c6afc4ddd]خو مسلمان هغه دی چې د بل مسلمان په درد ودردیږي نه دا چې مخې ته یې خاردار سیم یا سمټي دیوال ووهي تر څو د هغه شاته وسوځي او ده ته یې دود هم راونرسیږي له قاتل سره یې د مستۍ جام په سر واړوي، او نڅا ورسره کوي، توره کافر ته په لاس کې ورکوي چې بې وزله مسلمانان پرې مړه کړي بلکې قتل کړي بیا یې په وینو سره لاسونه مچو کوي[/quote:4c6afc4ddd]

مونږ هم همدغه وايو، خو د دې معنا دا نه ده، چې يو مفسد او مجرم دې زما خونه
ړنګوي، په لوی لاس مې په غم اخته کوي، او زه به ورته څه نه وايم.
قرآني نصوص او نبوي احاديث به د تل لپاره په مونږ کې د يوه رڼاکوونکي نبراس
په توګه پاتې وي.
هيڅوک له مونږه دغه مقدس مفاهيم نه تښتولی.
فقه الأولويات باندې ځان پوهول پکار دي.
د اسلامي شرعې پرتمين مقاصد په نظر کې نيول پکار دي.

[quote:4c6afc4ddd]د اِسلامي بیرغ لاندې مونږ کولی سو چې په عزت ژوند وکړو، باک نسته چې یو دولت وي که دوه که درې خو نه په هر کوڅو کې درې څلور دولته
او بیا که دغه دولتونه سره یو ډول اتحاد وکړي او د ګډ دوښمن مقابلې کې سره همکار سي ، نه دا چې د یوه دوښمن د بل بادار او د سترګو تور وي.[/quote:4c6afc4ddd]

اسلامي بيرغ ته وايي څه ته؟
که مطلب دې اسلامي هيوادونه دي؛ نو هغه خو شته دی، او په کې اوسېږې.
ټول الحمد لله دارالاسلام هيوادونه دي. دار الحرب په کې نشته، لکه څنګه يۍ
چې د القاعدي تکفيريانو منظرين وايي.
او که موخه دې د مسلمانې وينې په تويولو داسلامي خلافت په زور راوستل وي؛ نو بيا لاړې خپلې هغې زړې قصې ته چې د ټول اسلامي امت د علماوو
او فقهاود اجماع او واقعي اسلامي تاريخ خلاف دی.

داسلامي نړۍ اوسني حاکمان خو ابدي ژوندون نه لري، يو راځي ، مړ کيږي، يا وژل
کيږي، نور راځي، خو بيا هم په حالت کې تغيير نه راځي، مسلمانانو د ضعف په
حالت کې دي، په مسلمانانو چې څه تيريږي، د هغې وجه د ايماني ضعف وجه
ده، ايمان ضعف کې دا خبره هم داخله ده، چې
وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة.
مسلمانان علم اعداد نه لري، عسکري او اقتصادي اعداد نه لري، خود د غرب
ډوډۍ او حمايت ته ناست وي.
دا اعداد زمونږ د ټولو وظيفه ده، دا تنها د حکامو کار نه دی، دې بايد ديني علماء
پراخه ونډه واخلي، متأسفانه چې ډېر ځله ديني علماء د عصري علومو د پرمختګ
په لاره کې خنډ واقع کيږي.
او دا يو حقيقت دی.

[quote:4c6afc4ddd]وروره تفریق او ویشنه د منافقو او خودغرضو کار دی، چې د مؤقتي شخصي ذاتي ګټو خوندی کولو لپاره ترې کار اخلی، چې بیا دینی عالم او یا دین ته منسوب خلک ورته تبلیغات کوي ډیر بد ښکاري[/quote:4c6afc4ddd]

دا يواځې ستا غلط فهم دی، چې هيڅ حقيقت نه لري، نفرتونو، نفاقونو او بې اتفاقيو
ته يواځې د دغو ګمراه ډلو منظرين، او د هغوی په لاره روان خلک لمنې وهي، ځکه
چې د اسلامي دولتونو حکام تکفيروي، قضات يې تکفيروي، علماء او عوام يې
تکفيروي، يواځې ځانونه مسلمانان بولي.
والله انها لحالقة الدين.

[quote:4c6afc4ddd]او دا به څومره له عقل څخه لرې خبره وي چې کفري نړۍ زمونږ د وژلو په خاطر سره اتجاد کوي او اشر راباندې جوړوي او انتهایي کوشش کوي چې خپل مختلف نژاده وګړي سره په اتحاد کې راټول کړي او په مقابل کې مسلمان دولتونه او هغه هم د حرمینو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر ترڅنګ څخه مسلمانان تفرقې او خاورنۍ ځمکنۍ تعصب ته هڅول کیږي [/quote:4c6afc4ddd]

مونږ د همدغه اتحاد لپاره سالمه لار غواړو، د شقاق او د نفاق لار نه غواړو، د
مسلمانانو د وينې تويول نه غواړو، بس دې چې په ډېرو اسلامي هيوادونو کې
اورونه بل دي، نور دا اورونه مړه کړئ.
په زور باندې خلافتونه راوستل يا د دې فکر کول، يواځې يو احمقانه فکر دی، چې په اسلامي تاريخ کې نه دی رامنځ ته شوی.
تاسې واقع ته وګورئ، مسلمانان په ډلو ټپلو ويشل شوي دي، چې په قناعت او
عقيدوي نزديکت د هغوی د زړونو تر منځ فاصلې رالنډې نه کړې، په زور يې
والله که را نږدې کړې.

.
[quote:4c6afc4ddd]او د یوالي پروسې د مخې ډب کولو لپاره دا رنګه هیجړاګان استاذان او دکتوران په کار اچول کیږی[/quote:4c6afc4ddd]

که ته رښتيا د حق مدافع يې، نو په يوه علمي بحث کې دا رنګه بېډوله، بې ادبه،
بې بندوباره کلمات کارول د ځان د سپکولو په معنا دي.

[quote:4c6afc4ddd]دې ته سپین سترګي او لویه ګستاخي وایي.

نور بیا[/quote:4c6afc4ddd]

سپين سترګي او ګستاخي به ستا په ذهن کې وي، خو کېدای شي د نورو ډېرو په
اذهانو کې به دا خبرې شرعي ، معقولې، منطقي او واقعي خبرې وي.
ډېر کله داسې خبرې او تعبيرات د انسان په خالي جعبې دلالت کوي.
دا قضاوت به نور لوستونکو ته پرېږدو.
ستاسې له بې ادبيو او بې چوکاټه خبرو څخه يوه نړۍ مننه.


..Ahmadzai
12.10.2010

[quote:ed6a03f2e5]ستاسې له بې ادبيو او بې چوکاټه خبرو څخه يوه نړۍ مننه.[/quote:ed6a03f2e5]

بښنه غواړم بې آدبۍ مې مسحه کړې، هیله ده ته یې هم له خپلې لیکنې ړنګې کړې البته زما هغه توري چې تا اِقتباس کړي.
او بله دا چې زما ټولې خبرې نجیمي صاحب ته متوجهې وې، نه ستا درانه حضور ته هیله ده په دې مورد دې سر خلاص سوی وي.

كه غواړې د هیواد دښیرازۍ باره کې خبرې وکړې نو القاعده پریږده خپل کار به کوي، القاعده پوهیږي سعودی پوهیږي، امریکا مونږ هسې هم نه پریښودو دا یې راته پتیلې وه او کیدای سي په بندیزو یې داسې زپلي وای چې په دې جنګ مو سل وارې شکر ویستلی وای، ټوله دوښمني یي اِسلامي شرعیت سره وه هغه هم هغو ثوابتو کې چې تغیر نه منونکي دي نه د سعودی ناقص شرعیت.
او کیدای سي دې کې مو لوی خیر وي
په درنښت


عادل عادل
13.10.2010

سلامونه

دروند وهاج صیب

دا چې خپل قیمتي وخت مو په اوږدو ځوابي لیکنو کې صرف کړئ دی، خدای پاک دې د خپل پاک نیت له مخې اجرونه درکړي .... آمین

وروره که تاسو د عربو سیاسیونو ملاتړ او دفاع نه کوئ، او په دې ټکي مکرر ټینګار هم کوی، نو په مقابل کې دا هم ومنئ چې هیچا هم ستا په وړاندې د القاعدې څخه ملاتړ او دفاع نه ده کړې، او مه هم ددې کوښښ کوئ چې د جهاد او کفر په وړاندې د هرې مبارزې، نهضت او خوځښت نوم د ملک فهد او حسن مبارک نه خفه شوو دو کسانو ته مختص کړئ.

دا چې تاسو ولې انګیرلې چې مونږ د القاعدې دفاع کوو، سبب یې ستاسو د خبرو وسیع جانبي جارحانه اړخ دی چې د القاعدې تر څنګ د مسلمانانو ټولو فکري خوځښتونو ته ګواښ پیښوي .

محترم وهاج صیب

تاسو د خپلو لیکنو په لړ کې په افغانانو تور پورې کړئ چې طالبانو یې د خپل حاکمیت په وخت کې د ټولې نړئ څخه ځانونه راټول او منزوي کړل او د القاعدې سوال ته کښیناستل !!!

په داسې حال کې چې د اسلامي هیوادونو اکثریت ذلیلو حاکمانو د خپل مشر لالا (امریکا) د خیال ساتلو په خاطر د طالبانو د په رسمیت پیژندلو څخه ډډه وکړه، او دا یوازینئ هغه ټکئ دی چې افغانان یې پرې خوابدي او ناامیده کړل او القاعده یې هم احیانا پرې خوښه کړه.

ما تاسو ته مخکې هم لیکلي وو، چې د افغانستان د اوسنیو حالاتو په اړه د القاعدې میډیایي څرګندونې خوند نه راکوي، مانا دا چې افغانان حقوقي خلک دي، د افغان مقاومت د حقانیت یوازینئ اساسي ټکئ چې د نړئ د غافلو او ويدو ولسونو پاملرنه یې ځان ته اړولې ده دا دی چې افغانانو د خپلې خاورې او حریم په چوکاټ کې په مقاومت ترکیز کړئ دی، که طالبان القاعدې ته لاسرسئ لري، نو د افغان مقاومت په اړه دې یې په مبارکو خولو یو یو پلستر ووهي ځکه د دوی څرګندونې د افغانانو او ددوی د حتمي بري تر منځ واټن اوږدوي او دا د هیڅ مسلمان په خیر نه ده.

........... تاسو که د ښاغلي عبدالسلام ضعیف (خدای دې صحت او اوږد عمر ورکړي) د ګوانتامو د دورې کتاب مطالعه کړئ وي نو په یوه ځای کې لیکي چې عربو اسیرانو وروڼو به د عربي خلیج په خیال یوې خواته لمونځونه کول او افغانانو به د خپل فكر او تحلیل په مټ بل لوري ته لمونځونه ادا کول، او د څو میاشتو په تیریدو سره د افغانانو قبله مني چې سم لوري ته یې اټکل کړې وه،........... همدارنګه په قفسونو کې د جماعت په اړه وایي چې افغانانو به انفرادي لمونځ ادا کول، خو د دوی نه به یو په یوه قفس کې امام شو او نورو به له نورو قفسونو څخه پسې اقتدا کوله .......

زه منم چې ډیر خلک به د القاعدې خلاف وي او نه به یې خوښوي، خو دا هیڅکله ددې مانا نه ورکوي چې د درباري ملایانو د فتنې او مکر نه ډکې فتواګانې به مني، ماته یاد دي چې کلونه وړاندې د حرمینو شریفینو خطیب او امام د خپلې مبارکې خطبې په لړ کې د اسلامي نړئ ځوانانو ته په خطاب کې تنبه ورکوي چې د ترهګرو او ارهابیانو په لومو کې غافلګیر نشي، ددې مبارک امام په حال او محکوم حالت مې هغه وخت افسوس وکړ چې ورځ وروسته دده همدا ټکي د ښاغلي کرزي له خوا وستایل شول او د زړه له کومي یې د شیخ د احساس او اسلامي ورورولئ مننه ادا کړه !!!!

د مسلمان په ژبه او لاس سره د القاعدې په اړه د ورته افکارو او دریځ خورول ماته په افغانستان کې د ننه د هغو ساده لوحو پښتنو دریځ رایادوي چې د شمالي ټلوالې په سیالئ او دښمنئ کې، د یرغلګرو د احتمالي وتلو له ویرې په پښتني سیمو کې د وسلو د ویش بیړنئ پروسې ته تلوسې اخستي دي، په دې ډول چې د لاسپوڅي حکومت په لاس به دا وسلې پرې ویشل کیژي، پداسې حال کې چې یرغلګر لا وتلي هم نه دي، او غافل له دې چې د ولس په وړاندې به د اربکیانو صفت او عمل خپلوي تر څو د ټلوالې د تحفظ او د یرغلګرو پاتې کیدو ته په خپلو وینو سره یو څه وخت کمایي کړي ......

په هر حال زه خو فکر نه کوم چې نن سبا به افغانان ویده وي او خپل دوست او دښمن به نه پیژني او نه به هم د ځان لپاره د خیر او شر تفکیک کولای شي، که فرض کړو چې افغانان به د پردیو درباري ملایانو په خبرو او تشو فتواګانو تیر وزي نو بیا ولې د هغو پر ځای چې وهاج صیب یې صفتونه کړي او ډاکټر صیب احمدزي یې تصویرونه را نقل کړي، په خپلو علماوو هر یو شهراني صیب، مجددي صیب ، استاد سیاف، استاد رباني، قاضي امین، کشاف، او چکري (یهدیهم الله اجمعین) پسې اقتدا نه کوي؟؟ څه ښه متل دی چې وایي : خدای مو دې بې له خپله کافره نه کوي .....

.................. نور بیا ........... ان شا الله


و.افغان
13.10.2010

القاعده او القاعديي متطرف افکار دې زما وطن پرېږدي، نور ورسره ځما هيڅ
کار ځکه نشته چې زما په وطن کې دومره ډېرې ستونځې دي، که سر له نن
څخه امن او سوله راشي؛ نو تر درې را روان نسلونو پورې به د خپلو ستونځو د حل کولو
څخه دومره وزګار نه شو، چې يو د راحت اسويلۍ وباسو، دا خو ډېره لرې خبره ده چې د
خپلې خاورې څخه په لرې واټن کې د نورو خلکو په کارونو کې ګوتې ووهو.

زما افغان نه دومره زور لري، او نه پرې شرعا او عقلا د چا حق شته، چې د ټول امت
مسؤوليت د دوی په غاړه ور واچوي، او د نابودۍ له خطر سره يې مخ کړي.
د اسلامي ورورولۍ له مخې به د هر مسلمان د حقې دفاع لپاره ضرور حرکت کوو،
خو چې خپله اصحاب حق هم په حقيقي معنا ځان وخوروي.
القاعده په ټولې اسلامي نړۍ کې د هيڅ يو ولس تمثيل نه شي کولی، بلکه د هيڅ يو
ولس د 10٪ د لس سلنې نماينده ګي نشي کولی.

په درنښت

[quote="jalal ahmadzai"][quote:a78de9c0ff]

كه غواړې د هیواد دښیرازۍ باره کې خبرې وکړې نو القاعده پریږده خپل کار به کوي، القاعده پوهیږي سعودی پوهیږي، امریکا مونږ هسې هم نه پریښودو دا یې راته پتیلې وه او کیدای سي په بندیزو یې داسې زپلي وای چې په دې جنګ مو سل وارې شکر ویستلی وای، ټوله دوښمني یي اِسلامي شرعیت سره وه هغه هم هغو ثوابتو کې چې تغیر نه منونکي دي نه د سعودی ناقص شرعیت.
او کیدای سي دې کې مو لوی خیر وي
په درنښت[/quote:a78de9c0ff]


حمید هڅــاند
13.10.2010

ټولو ملګرو ته، په ځانګړې توګه دروند ورور وهاج ساپې ته سلامونه:

[quote:051a06831e]د وهاج ساپي تبصره:
محترمو وروڼو!
پورتني مسائل د هغو مسائلو يوه برخه ده؛ چې د القاعدې د تکفيري ډلې جاهل
منظرين يې په باره کې، د ټولې اسلامي نړۍ د مسلمانو فقهاوو او علماوو د
اجماعګانو په وړاندې مخالفت کوي، او د دغه مخالفت په وجه نوموړي علماء
تکفيروي، بلکه د دغو علماوو پيروان هم تکفيروي،او د ټولو وينه او مال حلال ګڼي.
د هغوی اعمال خو تاسې ښه ګورئ.

الحمد لله، ثم الحمد لله، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې دالقاعده د تکفيري ډلې ټغر مخ
پر ټولېدو دی، په ټولو اسلامي هيوادونو کې مسلمانانو دغه تکفيريان ښه په زير
او زبر وپېژندل، او ځانونه يې ترې راټول کړل.
يواځې افغانستان کې زمونږ طالب وروڼه دي، چې په اسلامي سياسي علومو،
اسلامي اجتماعي علومو، او د عقيدوي علومو د ايمان په بخش کې د کمزورۍ له
امله د القاعدې په لومو کې نښتي دي.
د کمزوری لوی لامل دا دی، چې په هيڅ يوې مدرسې کې پورته ذکر شوو علومو ته
ّهيڅډول پاملرنه نه شوي، نه کيږي، او نه مدرسين په دغو مسائلو پوهيږي.

همدا وجه ده، چې دغه تکفيريان زمونږ ساده کم علمه طالب العلمان د قرآن د ځینو
آيتونو په غلط تفسير، او د ځينو حديثو په غلطې شرحې تېر باسي.

هېره دې نه وي، چې اسلامې ته منسوبې ټولې سمې او غلطې ډلې د قرآن او
حديث دعوی کوي، مګر صالح او طالح، ګمراهان او لار موندونکي يواځې په دې سره
بېلېدلی شي، چې د قرآن او حديث څخه له کومې لارې فهم ترلاسه کوي، او په کومې
طريقې ترې مفاهيم راوباسي.

سمه صافه سيده، مستقيمه لا عوج فيها لاره يواځې دا ده:
اتباع القرآن والسنة، علی فهم سلف الأمة.
د دې اسلامي عظيم امت د اسلافو (صحابه کرامو، تابعينو، امامو) په فهم باندې
د قرآن او سنت پيروي کول.[/quote:051a06831e]

غوښتل مې څه ولیکم، ځکه سکالو راته ډېره ارزښتناکه ښکاره شوه. خو؛ هغه پیغام چې وهاج ساپی ورور د خپلې دې تبصرې او نورو لیکنو په وسیله ورکړی، زه یې یوځل بیا ستاسو پر وړاندي ږدم. د اسلامې نړۍ د ستونزو حل هیڅکله د القاعدې په ناسمو کړنو کې نه ده او مه ورته د ننې جهاد کریډت ورکوۍ.


[quote:051a06831e]القاعده د امريکا بچۍ ده، او بيا د پاکستان بچۍ ده، که امريکايي مباشرې مرستې
ترېنه ختمې شوې؛ نو بالواسطه مرستې يې هماغسې جاري وې.
او له عربي دولتونو ورته هم په يوه طريقه او بله طريقه د ځينو خلکو له لارې پيسې
راتلې، البته د دې دا معنا نه ده، چې مسلمان عربي شعوب القاعده خوښوي، قاطع
اکثريت له دغې تخريبکارې تکفيرۍ ډلې څخه بد وړي.
د هغه چا به خوښ وي، چې د دوی حقيقت نه پېژني.
ځينې به وايي، چې دا قرباني ولې ورکوي؟
قرباني په دوی کې يواځې هغه مغفل ورکوي، چې په تاريخ کې هم د دې ډېر مثالونه
شته دي.
په دوې کې يو عالم ماته راوښايئ؟
يو طالب العلم راوښايئ؟
ټول يې جهال دي، يو يې هم شرعي علوم نه دي لوستلي، له اسلامي پرتمينو
مقاصدو خبر دي، نه کليات خمسه پېژني، نه فقهي اولويات پېژني.
دا په اسلامي امت کې يو مکروب دی، چې بايد ټول مسلمانان يې په ګډه ختم کړي. [/quote:051a06831e]

د څه لیکلو وخت نه لرم خو؛راځې په خلاصو سترګو وګورو او حقیقت ومنو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more