د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


13.10.2010

سلامونه نوروز خانه ، ستړی مشې او بيا پخير راغلې !

[quote:4a00ff040b]البته ستاسو په اند ځکه څوک چې دطالبانو دسیاق ، سباق اوحقیقت په اړه لږ درک هم ولري هغوی دیوه باټو هیواد دباټو سیاستوال په دومره کوچني مطبوعاتي ګوزدومره ستره دعوه داثبات ترپولې نه رسوي[/quote:4a00ff040b]

ياره نوروز خانه وروره خبرې دې تر نورو راته ډېرې جالبې بريښي ، خو متاسفانه دنورو غوندې د هردليل له منطقي تسلسل څخه په پلمو پلمو ځان خلاصوې او تن ورته نه ږدې . د ماشوم او شيشکې قصه په هر کلتور کې شته، په پښتنو کې د ماشومانو په دغسې يوه قصه کې يو ځای وايي چې ماشوم د شيشکې له ويرې د يوه غوز په ونه ترې وخوت، شيشکې د زړې بوډۍ په اواز کې ورته ژغ کړ : ځويه هاغه غوز را وغورځوه، هلک وروغور ځاوه ، بوډۍ وويل چې هغه خو په بې ولوېد ، دغه بل نږدې راته راواچوه، هغه يې هم ور واچاوه، خو بوډۍ بيا وويل هغه په چټليو کې ولوېد دا دپښې څانګه دې راته لږه راټيټه کړه ، ماشوم چې ويره يې کمه ه شوې وه د خپلې پښې څانګه يې ور ټيټه کړه ، شيشکې تر پښې ونيو او د خوراک له پاره يې په بورۍ کې بند کورته وېوړ . تاسو د همغۍ بوډۍ کانه راخيستې چې يو دليل در وړاندې شي نو هغه اوبه يوسي ، بل په چټليو کې ولويږي ، تر څو چې د ملا عمر د پيغمبرۍ څانګه در ټيټه نکړي او پر هغه ايمان را نوړي،له پاکستان سره د تړاو دلايل ، سياسي او مطبوعاتي شواهد همغه غوزانو د عبثېدو پلمه ده چې په اوبو، چټليو او خټو کې لويږي .
د پاکستان صدراعظم ځان د طالب مشرانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو برخه بولي، نه د هند روسيې او ايران غوندې د هغه کنفرانس کې د ګډون مستحق چې
د روغې جوړې پر ضد د نه مداخلي تضمينات به ورکوي . پاکستان خو زمونږ
د داخلي بين الافغاني خبرو اترو کې د مداخلي غوښتنه يعنې د طالبانو د واک او مشرۍ کولو امتياز غواړي (!) آيا دا وړه خبره ده ؟؟؟؟؟؟ دا چې طالب مشران چوپ پاتې کيږي او چوپتيا پر ګناه اعتراف او په د نکاح تړلوکې د ښځې درضايت او په سياست کې د اطاعت اوګوډاګيتوب نخښه ده او بس !
دا (( دیوه باټو هیواد دباټو سیاستوال ... کوچني مطبوعاتي ګوز )) نه دی، دا د طالب غاړې ته او د هغه پواسطه د ټول افغان ملت غاړې ته
د وابستګۍ سياسي پړی ورغورځول او زمونږ د تاريخي برخليک سره
د پاکستان له خوا لوبې کول دي .
دا دټول جنګ او جګړې څخه پاکستانی استنتاج اودپنجابيانو سياسي استحصال دی . ددې په وړاندې ځان بې تفاوته، ناګار،
بې پروا ، مغرور ، ايګنورانت او بې غبرګونه ښودل نه يواځې هسې د ځان غولول دي چې هېڅ دسليم عقل خاوند يې درسره نشي منلای ، بلکې د سلهاو ٍثبوتونو
يوه بله بيلګه ده چې د پاکيانو سره د داوطلبانه يا مجبوريتي آړاو تړاو په اړه يې وړاندې کوي . الله سبحانه وتعالی دې افغانستان د اشغالګرو له پنجو او
د پنجابي تورمخوله دغو خطرناکو ګواښونو له شر څخه په امن او امان کې وساتي !
هو دا زه هم درسره منم چې طالب مشران په داسې ناوړه حالت کې ښکېل پاتې دي چې نه د خپل سرلوړي افغان ملت په وړاندې ISI ته په خپل چوپړ اعتراف کولی شي او نه د پاکستاني لوړ پوړو مقاماتو په وړاندې ترې انکار کولی شي !
نو په دغسې حالاتو کې څه کول پکار دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
په پای کې همدومره زياتوم چې زه ستا په خبرو پوره باور کوم او له شخصي صداقت نه راته ډکې ښکاري ، له دې کبله دې خبرې راته درندې
او د قدر وړ ښکاري ، خومتاسفانه د د ليل او ثبوت کوم ځواک پکې
نشم موندلی . که موضوع د منطق، دليل ، ثبوت او اثبات نه وای د عقيدې په سطحه مې ستا خبرې ډيرې زياتې خوښې شوې !
زه به د هغو کسانو په لست کې ستاسې نوم انشا الله ضرور ورداخلوم چې زه يې له نږدې څخه دليدلو ارزو لرم ! والسلام !


pattang
13.10.2010

نوروز خانه !
پتوا ل کوچنی ندی ډېره ښه پښتو ليکوال او ډېر ښه شعرونه لري خو داخبرې چې
ته يې ورته سپينوې ټولې د پتوال صيب دعقيدې يوه برخه ده او که ته هر څومره ډول او نغارې ورته ووهې ، پتوال صيب د پياوي پا چا په املوکه سپور دی چې
٨٠ ګزه مخته او ٨٠ ګزه څټ ته ټوپ وهي او کښته کول يې ترې امکان نلري.
د پاکستان اړکي له طالب سره مې له شل ځله زيات ورته واضح کړي خو پتوال
صيب بيا هغه ټکي ته راسي چې له کوم ځای څخه يې شروع کړې وي٠
پتوال صيب لکه دمېز دسر ډيپلومات د نظار شورا او دپښتنو قاتلان ډېر کم
يادوي خو ټول بحث يې په طالب او ISi څرخيږي ٠
[color=darkred:663ac46c4c]دپښتنو دوېښ ،تر سلوکلنو څخه ډېر تېر شول خو په سليزه کې يې هيڅ يوه دکوزې خواپښتون دازادۍ غږ د يوه ساعت لپاره هم پورت نکړ٠ [/color:663ac46c4c]خو پتوال صيب مړي ستايې او ژوندي غندي !
دپاکستان دعسکرو وژنه دطالبانو په لاس ، کوم چې تا ياد کړي دي هرچا ليدلې
د ه او پتوال صيب هم .



13.10.2010

[quote:f506220211]دپاکستان دعسکرو وژنه دطالبانو په لاس ، کوم چې تا ياد کړي دي هرچا ليدلې د ه او پتوال صيب هم .[/quote:f506220211]
ځوانه ما دپاکستان دعسکرو وژنه دطالبانو په لاس ليدلې، خو نه د افغاني طالبانو په لاس، نوځکه ښايي دا به بله وي او ما به نه وي ليدلې .

په مينه او سلامونو !


عادل عادل
14.10.2010

سلامونه
دروند پتوال صیب

[quote:61c0f7a2ee]ځوانه ما دپاکستان دعسکرو وژنه دطالبانو په لاس ليدلې، خو نه د افغاني طالبانو په لاس، .........[/quote:61c0f7a2ee]

ستاسو مطلب د پاکستاني طالبانو څخه څوک دي؟ پنجابیان، سندیان او که بلوڅان

که مو مطلب پښتانه وي، نو بیا خو د مور او میرې خبره شوه، چې په ذلیلو یې ویاړو او باتورو ته یې پاکستاني وایو !!

خدای وکړي چې تاسو به د غیرپښتني طالبانو سي-ډي لیدلي وي (مونږ ته به یې هم لینک/پته راکوئ) ، کنه نو تر سوال لاندې یاست او د ورورولئ شعار به مو خدای مکړه په نوم پښتونولي خو په اصل کې ایډیالوژیک وي.

........................................................................................................................................

ددې لپاره چې د بحث د اصلي موضوع نه ډیر ډیر لرې نه وو تللي نو دا لاندې دوعا کوم تاسو یې په ټولو حواسو راسره آمین او غبرګه کړئ :

الله جل جلاله دې په خپل بلاکیف قدرت سره د افغانانو نصرت وکړي چې یرغلګر ګوډ، مات او شرمیدلي وتلو ته اړ باسي او په خپلو مټو آرام، سوکاله او اسلامي خپلواک افغانستان رامنځته کړي چې ټولې پرګنې پکې د تلپاتې ورورګلوئ او وحدت په فضا کې ژوند وکړي .......... آمین


نوروز خان
14.10.2010

پتوال صیب محترم شاغلي پتنګ اوراته ګران عادل عادل صیب دغه را ټولولوستونکوته مخلصانه سلامونه او درناوی .
پتوال صیب لیکي
[quote:5cc97d11a0]تاسو د همغۍ بوډۍ کانه راخيستې چې يو دليل در وړاندې شي نو هغه اوبه يوسي ، بل په چټلیو کې ولویږی ترڅو...[/quote:5cc97d11a0]
پتوال صیب داسې ښکاري لکه له مانه مخکې چې ستاپه مخ اوښکې راغلي وي همدا ګیله لومړۍ مادرته وکړه خو په نوروالفاظو تاسو هم تراوسه خپله ون وې نه ده پرې ایښي اومتواتره هڅه کوئ چې سوچه افغان ملامحمد عمر بن غلام نبي هوتک چې په درست عمر په ۱۹۸۸ کال کې یوازې یوځل دپاکستان غلامې خاورې ته دمحمدي له حرکت نه دوسلو اخیستلو لپاره تللی درسره چاندي پاکستانی ومنم چې دملایانو په چم کلاوحاشا...
نور نوتاسو مو قدرونه کړې الله موپه عزت لره زه هم ستاغوندي دیوه سوکاله هوسااوبسیا افغانستان له سپیڅلي ارمان ډک زړه لرم زما په ګومان خوترمنځ همدا مشارکت دمواخات لپاره کافي دی ،قرب جاني چو بود بعد مکاني سهل است
زه به دې هم دلیدلو هیله همیشه په زړه کې پالم
اوس یوازې همدومره



14.10.2010

خوږ ، دروند او قدرمن ورور نوروز خانه !
تر دعا او سلامونو وروسته مو پام دې ته راګرځوم چې زما په ليکنه کې هېڅکله څوک شخصآ مطلب نه وي، حتی که د هغه نوم هم وليکم !
ملا محمد عمر راته صرف سمبوليک د طالبانو د سياسي مشر په توګه مطرح دی ، نه د يو شخص په توګه ! نو د هغه تګ
او نه تګ پاکستان ته هېڅ معنی راته نۀ لري . کرزی، کارمل او ترۀ کی هم د شخص په توګه نه پيژنم ، نو هر څوک چې ددغې يا هغې
سياسي ډلې مشر کيږي مجبور د سياسي رهبرۍ د پايلو په تړاو د مشر نوم واخيستل شي .
زه د ملا عمر په پاکوالي ، نجابت ، ديندارۍ ، جهاد، زړورتوب او د پيا وړتيا
داسې نورو صفتونو کلک باور لرم ، خو سياسي
تيروتنې د يو ملت له پاره سختې ناوړې پايلې لري او له دې کبله سړی اړوځي چې د مشرتابه په سياست هم خبرې وکړي !
که داسې څوک پيدا شي چې ماته ثابته کړي چې طالب مشرتابه د ISI اړاو تړاو او اغيز څخه خلاص او آزاد دي، دومره به خوښ شم چې په جامو
کې به نۀ ځاييږم ! خو متاسفانه يوه څرګندونه، يو حرکت او يوه خبره هم دوی حتی په عامه توګه هم نه ده کړې او نه يې کوي چې دوی ګواکې نه د کوم
ګاونډي او نه غير ګاونډي هيواد د استخباراتو اغيز پر ځان مني او نه به اجازه ورکړي چې زمونږ په سرلوړي هيواد افغانستان کې لاسوهنه وکړي .

[color=blue:e5c4ca33a0]د پاکستان له هوايي ډګر څخه پرې بمباران وشو دوی دپنجابي بادار په وړاندې اه له خولې و نه ويستۀ، د پاکستان په همکارۍ
امريکا دوی له قدرته راوپرځول خو دوی ددغه بادار په وړاندې آه له خولې ونۀ ويستۀ، ددوی ملګري لر پښتانه طالبان پاکستانيانو تباه او بر باد
کړل خو دوی اه له خولې ونه ويست . حميد ګل او اختر محمد پرې شاهدي ورکړه چې افغاني طالبان له پيله تر پايه زمونږ په لاس کې وو او دي،
خو دوی جزيترين ترديد ونه ښود. يو سف رضا ګيلاني ددوی په سر سودا کول غواړي ، خو دوی نه يواځې غبرګون نه ښئ ، بلکې د رضايت
چوپتيا يې غوره کړې چې ګواکې دوی په تمه هم دي چې ISI به راځي او ددوی لاس به نيسي ، که نه نو دوی پخپله به د کابل سره څه وايي ؟؟؟؟
که هر څه وايي اسلام آباد پرې اعتماد نه لري ، نو ځکه اجازه دوی ته نه ورکوي چي بې له ISI څخه په خبرو کې برخه واخلي يا له اجازې پرته له کابل
سره په خپل سر روغه جوړه وکړي . نو که دا هم وابستګي او ګوډاګيتوب نه وي، نو زه نور نه پوهيږم چې وابستګي نو توره وي که سپينه ؟؟؟؟؟

په ټوله اسلامي افغاني پښتنې مينه ![/color:e5c4ca33a0]


نوروز خان
15.10.2010

ښاغلی پتوال سلامونه !
تاسولیکلي [quote:a07d6d0deb]د پاکستان له هوايي ډګر څخه پرې بمباران وشو دوی دپنجابي بادار په وړاندې اه له خولې و نه ويستۀ، د پاکستان په همکارۍ
امريکا دوی له قدرته راوپرځول خو دوی ددغه بادار په وړاندې آه له خولې ونۀ ويستۀ، ددوی ملګري لر پښتانه طالبان پاکستانيانو تباه او بر باد
کړل خو دوی اه له خولې ونه ويست . حميد ګل او اختر محمد پرې شاهدي ورکړه چې افغاني طالبان له پيله تر پايه زمونږ په لاس کې وو او دي،
خو دوی جزيترين ترديد ونه ښود. يو سف رضا ګيلاني ددوی په سر سودا کول غواړي ، خو دوی نه يواځې غبرګون نه ښئ ، بلکې د رضايت
چوپتيا يې غوره کړې چې ګواکې دوی په تمه هم دي چې ISI به راځي او ددوی لاس به نيسي ، که نه نو دوی پخپله به د کابل سره څه وايي ؟؟؟؟
که هر څه وايي اسلام آباد پرې اعتماد نه لري ، نو ځکه اجازه دوی ته نه ورکوي چي بې له ISI څخه په خبرو کې برخه واخلي يا له اجازې پرته له کابل
سره په خپل سر روغه جوړه وکړي . نو که دا هم وابستګي او ګوډاګيتوب نه وي، نو زه نور نه پوهيږم چې وابستګي نو توره وي که سپينه ؟؟؟؟؟
[/quote:a07d6d0deb]
پتوال صیب ولې په دومره ډیرو لیکنو ځان ستړوئ داچې باور لرئ چې طالبان او ددوی پنجابي باداران ... همدا کفایت کوي داوروستۍ خبرې مو ټولې په همدې باور متفرعې دي چې یوازې تکرار او اطناب افاده کوي ما کوښښ وکړ چې دپیښوله متن څخه دڅه ناڅه خبردار له دریځه مو سردرخلاص کړم خوهغه دچاخبره چې داوزې صرف میر نه یادیږي اخفش څه ګرم ... له ماسره ستاسودلوړو سوالیو دهرې یوې ځوابونه شته داسې توجیهات که مې دروغ ویلي وه ، لوستونکي دې مخ ته راتوکړي مګر خبره داده چې منې یې په چا اودابه څوک تضمینوي چې بیابه ټول بحث اوبه نه وړي او اصلي مدعا به دحافظ دغونډاري غوندې میدان ته نه راتوغول کیږي ،په درنښت


شبيراحمد
15.10.2010

نوروزخانه سلامونه

هسي ځان مه ستړيوه ټول افغاني کي هيڅکله خبره نه سپينېږي
خوشي دوخت ضايع کول دي که موڅه زده ول په يوه نيمه ليکنه کي ګډون کوئ
هغه هم په دې هيله نه چې څوک به يې راسره ومني يوازي ټايپنګ تېزوه
دلته چې کله خبره درنه پرېوزي نوسمدستي دټول افغان سرلاري راپاڅېږي اوليکنه
له بېخه وباسي.
نوګرانه دغه بحث په همدغه ځاى پرېږده دايې طالبان دآى اس آى کسان بلکه
په خپله آى اس آى ټولوخلکوته څرګنده ده هيڅ دپتوال متوال څرګندونوته اړتيا
نه لري .
پتوال اودده همغږي که دومره سپين چرګان وي ولي يې اولس دپاکستان
دلاس پوڅوپه لاس ورکړى ولي په خپله يوملي پاڅون نه ايجادوي ترڅويې خپل
اسلامي اووطني مسؤليت په ښه توګه اداکړى وي اوولس يې هم
له دې بدمرغيوژغورلى وي.
خونوروزخانه وروره داهسي خپل ټايپنګونه تېزوي ددې ټولوهمدغه کاردى
کله چې له نورکارنه ستړي شي نوټول افغان ته رامخه کړي
اوله يوه سړي لاس واچوي.

دايوه توصيه وه که يې منې اوکه نه
خومنل يې ښه دي

نورتاسواوکارمو

.


و.افغان
16.10.2010

[/quote]

[quote:6581787d3c="عادل عادل"]
خو ګوره وروره، زما ډیرې لیکنې ځواب نلري !، که بیا هم څه لرئ نو هر کله ..... زه به یې لس ځله ولولم او که مې څه ترې زده کړل نو د مننې تر څنګ به دوعا هم درته کوم
[/quote:6581787d3c]

محترم عادل صاحب: داسې ښکاري، چې ځوابي ليکنې ستاسې په زړه ښې نه لګيږي.، بلکه يواځې تأييدوي ليکنې غواړئ، يا مو په ځان لکه انجنر
صاحب دومره باور دی، چې له مخې يې فکر کوئ چې ستاسو مخالفت يا جاهل سړی کوي ، يا د اسلام دښمن . :)

[quote:6581787d3c="عادل عادل"]
ګیله مندي:

ماته د افغانانو د سردرګمئ او ژورې تفرقې اټکل په ملي ګټورو بحثونو کې د لاندو دوو ټکو له مخې څرګندیژي:-

1- روان بحث ته د هغه بل په وړاندې چې د افغانستان د اشغال په اړه دی د "مهم" نوم وركول كيژي، او د لیکنو او لوستونکو شمیره یې هم نن سبا که خدای کول پرې اوړي .
[/quote:6581787d3c]

وروره! د اشغال په اړه روزانه ليکل کيږي، او داسې ليکنه به نه وي، چې په هغې کې
د اشغال غندنه نه کيږي، او يا په اسلامي افغاني پاک مقاومت نه دفاع او لپاره يې
هڅونه نه کيږي.
د دې دا معنا نه ده ، چې ستاسې له خوا وړاندې شوې موضوع خدای مکړه بې اهميته ده.
د هغې بلې موضوع اهميت په دې کې وو، چې له اشغال وروسته د افغانستان له مستقبل
سره مستقيمې اړيکې لري، بلکه ماضي يې هم پرې راڅرخيږي.
د يادې شوي ليکنې ليکوال ولې داسې ليکنو ته اوسمهال مخ کوي؟
ځکه چې په دې جازمه عقيده لري، چې نور له خيره سره اشغال د حتمي ماتې سره مخ دی.
او په هيڅ طريقې سره نشي راټينګېدی.
مهمه مرحله ما بعد الاشغال ده، چې هغه د حکومت جوړونې پروسه ده، له اوس نه بايد
مونږ د هغې مرحلې لپاره لازم تيارۍ او تصميم ونيسو، داسې تصميم او تيارۍ چې د
اسلام، د عامو مسلمانانو عموما او د افغانانو خصوصا په ګټه تمام شي.
صحابه کرامو تر هغه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم مړی خښ نه کړ، تر څو چې يې
خليفه وټاکه، او بيعت يې ورسره وکړ.

[quote:6581787d3c="عادل عادل"]
2- کله چې بیا هم د اشغال د موضوع دې غیر مهم بحث ته سر ورښکاره کړئ نو هلته به وګورئ چې د اصلي ناورین د مسببینو د غندلو پر ځای د مقاومت ځپلو او بین افغاني توپیرونو شاربلو ته خبره غزیدلې، او تر ټولو مهمه هم دا چې نوموړې افغان شموله موضوع تر اوسه پورې د پورته یاد شوي "مهم" بحث دښاغلي پیش کوونکي په دوو کرښو هم نه ده ارزیدلې. ....
[/quote:6581787d3c]

مقاومت هيڅوک نشي ځپلی، ځکه چې مقاومت لکه څنګه چې زمونږ شرعي او ديني
وجيبه ده، همدارنګه دا يو فطري او طبيعي عمل دی، چې په هيڅډول يې مخه نشي
نيول کېدی.
ستاسې بحث زما لپاره ډېر مهم دی، البته په دغه بحث کې د نه ليکنې په اړه به يو څه
عذر ولرم، باور وکړه، چې د خپل بحث په اړه مې په اسانه ځوابونه نه دي ورکړي، زما
هغه کار چې ما بايد يوه هفته مخکې خلاص کړی وای، د نټ په وجه يوه هفته وروسته
شو. :)

[quote:6581787d3c="عادل عادل"]
خدای وکړي ددې دواړو بحثونو موازي مخکې مخکې بیول تصادفي وي.
[/quote:6581787d3c]

دا دې يواځې يو سوء ظن او اتهام دی، چې ستاسې غوندې درانه او پوه شخصيت سره
هيڅ زېب نه کوي.
په داسې کچه سوچ ستاسې لپاره ډېر نامناسب دی.

[quote:6581787d3c="عادل عادل"]
الله پاک دې د خپلو مخلصو بندګانو په تیره بیا مستضعف افغان مسلمان ولس بلا کیف مرسته وکړي....... آمیییییییین
[/quote:6581787d3c]

په دعا ګانو مې آمين.

يوه ياودنه: د (بلا کيف) کلمه تاسې د الله جل جلاله له صفاتو سره لکه قدرت، لاس او نورو سره ډېر کاروئ، او دغه استعمال غلط دی.
د الله جل جلاله هر صفت کيف لري، خو مونږ پرې نه پوهيږو.
صحي تعبير داسې دی: بلا کيف نعلمه.
داسې کيف ، چې مونږ پرې نه پوهيږو.
ځکه که کيف ترې نفي کړې؛ نو صفت دې نفي کړ، لکه څنګه چې د ځینو متکلمينو
مبتدعه وو عقيده ده.

په درنښت


عادل عادل
16.10.2010

سلامونه

دروند وهاج صیب

زما سره مو لغماني چل کړئ دی :lol:

دا چې ما تاسو ته کښلي وو چې زما ډیرې لیکنې ځواب نلري ! دا مې چیرته او د کومې لیکنې په اړه درته لیکلي وو؟؟ او تاسو همدا خبره د کومې لیکنې او کوم بحث په سر کې بیرته زما پر مخ راموښلې ده؟؟؟

[quote:1f1e628f75]سلامونه

دروند وهاج صیب

دا چې خپل قیمتي وخت مو په اوږدو ځوابي لیکنو کې صرف کړئ دی، خدای پاک دې د خپل پاک نیت له مخې اجرونه درکړي .... آمین

وروره که تاسو د عربو سیاسیونو ملاتړ او دفاع نه کوئ، او په دې ټکي مکرر ټینګار هم کوی، نو په مقابل کې دا هم ومنئ چې هیچا هم ستا په وړاندې د القاعدې څخه ملاتړ او دفاع نه ده کړې، او مه هم ددې کوښښ کوئ چې د جهاد او کفر په وړاندې د هرې مبارزې، نهضت او خوځښت نوم د ملک فهد او حسن مبارک نه خفه شوو دو کسانو ته مختص کړئ.

دا چې تاسو ولې انګیرلې چې مونږ د القاعدې دفاع کوو، سبب یې ستاسو د خبرو وسیع جانبي جارحانه اړخ دی چې د القاعدې تر څنګ د مسلمانانو ټولو فکري خوځښتونو ته ګواښ پیښوي .

محترم وهاج صیب

تاسو د خپلو لیکنو په لړ کې په افغانانو تور پورې کړئ چې طالبانو یې د خپل حاکمیت په وخت کې د ټولې نړئ څخه ځانونه راټول او منزوي کړل او د القاعدې سوال ته کښیناستل !!!

په داسې حال کې چې د اسلامي هیوادونو اکثریت ذلیلو حاکمانو د خپل مشر لالا (امریکا) د خیال ساتلو په خاطر د طالبانو د په رسمیت پیژندلو څخه ډډه وکړه، او دا یوازینئ هغه ټکئ دی چې افغانان یې پرې خوابدي او ناامیده کړل او القاعده یې هم احیانا پرې خوښه کړه.

ما تاسو ته مخکې هم لیکلي وو، چې د افغانستان د اوسنیو حالاتو په اړه د القاعدې میډیایي څرګندونې خوند نه راکوي، مانا دا چې افغانان حقوقي خلک دي، د افغان مقاومت د حقانیت یوازینئ اساسي ټکئ چې د نړئ د غافلو او ويدو ولسونو پاملرنه یې ځان ته اړولې ده دا دی چې افغانانو د خپلې خاورې او حریم په چوکاټ کې په مقاومت ترکیز کړئ دی، که طالبان القاعدې ته لاسرسئ لري، نو د افغان مقاومت په اړه دې یې په مبارکو خولو یو یو پلستر ووهي ځکه د دوی څرګندونې د افغانانو او ددوی د حتمي بري تر منځ واټن اوږدوي او دا د هیڅ مسلمان په خیر نه ده.

........... تاسو که د ښاغلي عبدالسلام ضعیف (خدای دې صحت او اوږد عمر ورکړي) د ګوانتامو د دورې کتاب مطالعه کړئ وي نو په یوه ځای کې لیکي چې عربو اسیرانو وروڼو به د عربي خلیج په خیال یوې خواته لمونځونه کول او افغانانو به د خپل فكر او تحلیل په مټ بل لوري ته لمونځونه ادا کول، او د څو میاشتو په تیریدو سره د افغانانو قبله مني چې سم لوري ته یې اټکل کړې وه،........... همدارنګه په قفسونو کې د جماعت په اړه وایي چې افغانانو به انفرادي لمونځ ادا کول، خو د دوی نه به یو په یوه قفس کې امام شو او نورو به له نورو قفسونو څخه پسې اقتدا کوله .......

زه منم چې ډیر خلک به د القاعدې خلاف وي او نه به یې خوښوي، خو دا هیڅکله ددې مانا نه ورکوي چې د درباري ملایانو د فتنې او مکر نه ډکې فتواګانې به مني، ماته یاد دي چې کلونه وړاندې د حرمینو شریفینو خطیب او امام د خپلې مبارکې خطبې په لړ کې د اسلامي نړئ ځوانانو ته په خطاب کې تنبه ورکوي چې د ترهګرو او ارهابیانو په لومو کې غافلګیر نشي، ددې مبارک امام په حال او محکوم حالت مې هغه وخت افسوس وکړ چې ورځ وروسته دده همدا ټکي د ښاغلي کرزي له خوا وستایل شول او د زړه له کومي یې د شیخ د احساس او اسلامي ورورولئ مننه ادا کړه !!!!

د مسلمان په ژبه او لاس سره د القاعدې په اړه د ورته افکارو او دریځ خورول ماته په افغانستان کې د ننه د هغو ساده لوحو پښتنو دریځ رایادوي چې د شمالي ټلوالې په سیالئ او دښمنئ کې، د یرغلګرو د احتمالي وتلو له ویرې په پښتني سیمو کې د وسلو د ویش بیړنئ پروسې ته تلوسې اخستي دي، په دې ډول چې د لاسپوڅي حکومت په لاس به دا وسلې پرې ویشل کیژي، پداسې حال کې چې یرغلګر لا وتلي هم نه دي، او غافل له دې چې د ولس په وړاندې به د اربکیانو صفت او عمل خپلوي تر څو د ټلوالې د تحفظ او د یرغلګرو پاتې کیدو ته په خپلو وینو سره یو څه وخت کمایي کړي ......

په هر حال زه خو فکر نه کوم چې نن سبا به افغانان ویده وي او خپل دوست او دښمن به نه پیژني او نه به هم د ځان لپاره د خیر او شر تفکیک کولای شي، که فرض کړو چې افغانان به د پردیو درباري ملایانو په خبرو او تشو فتواګانو تیر وزي نو بیا ولې د هغو پر ځای چې وهاج صیب یې صفتونه کړي او ډاکټر صیب احمدزي یې تصویرونه را نقل کړي، په خپلو علماوو هر یو شهراني صیب، مجددي صیب ، استاد سیاف، استاد رباني، قاضي امین، کشاف، او چکري (یهدیهم الله اجمعین) پسې اقتدا نه کوي؟؟ څه ښه متل دی چې وایي : خدای مو دې بې له خپله کافره نه کوي .....

.................. نور بیا ........... ان شا الله[/quote:1f1e628f75]


پتوال
03.02.2011

درنو ورونو سلامونه او نېکې نيکې هيلې مې ومنئ !
نوروز خانه وروره ستا د ليکنو تسلسل يو څه اميد راکوي چې ګواکې حقيقت خوښوئ او لټوئ ، خو په همدې لاره کې چې دې څه لرل هغه مو راڅخه دريغ کړل
لکه ځينې سي ډي ګانې چې بآيد تا پيدا کړې او د خپلې ادعا د پخلي له پاره دې وړاندې کړې وای ماته ليکې چې که له اروپا څخه :
[color=red:9700411ebd]که په وزیرستان کې څوک شناخته لري کیدای شي دمیران شاه او واڼې په بازارونو کي دسي ډي ګانوپه دوکانونو کې پیدا شي . :lol: :lol: :lol: [/color:9700411ebd]
[quote:9700411ebd]پتوال صیب ....طالب جریان په وزیرستان مکین کې له ډاکې وروسته دپاکستان په تاریخ ترټولو ډیرپاکستاني پوځیان سلامي کړل وردۍ یې ځینې وکښلې او دځینو په ککرو کې یي دپاک سرزمین نشه هم ورووژله دغه راز یي په کورمه ،واڼه ،مکین ،میرعلي ،رزمک ،خیسوره ،شوال ،باجوړ ،اورکزو او نوروځایونو کې په پاکستاني یرغلګرو باندې پشې وخندولې پتوال صیب ددې ټولو صحنو ژوندي جریانونه په سي ډي ګانو کې ثبت دي چې له قبایلو څخه یي ترلاسه کولای او زړه پرې ټکورولای شئ[/quote:9700411ebd]
همدغه ډول هغه بل ځوان پتنګ هم وايي چې ګواکې ما پتوال دا ټولې سي ډي ګانې ليدلي او خدای مکړه هسې له عناده پرې سترګې پټوم .
زما منطقي مجبوريت او يواځينۍ ګناه داده چې تاسو دا دومره ادعاوې کوئ او قسمونه خورئ خو د يوې ادعا کوم سند ، شواهد يا د قناعت وړ ځواب مو وړاندې نکړ، هسې يو غر او بل غر سره پيوندوئ او له لوستونکو نه لکه تور لښکر په پټو سترګو تايئد غواړئ ، کېدای شي قسمونه مو په دروغو نه وي خوړلي ، ولې آخر يو اساسي ټکی خو په سند هم وړاندې کړئ چې معلوم شي قسمونه مو
هرګز په دروغو نه دي خوړلي !
ځکه هر قسم له دوه حالتونه خالي نه دی :
يا په رښتيا خوړل شوی وي يا په دروغو، مونږ کوم وسايل نه لرو چې روښانه کړي دغه يا هغه قسم په دروغو او دغه او هغه په رښتيا خوړل شوی دی،
نو آخر ولې هر څه ته له نورو ړنده عقيده غواړئ او له رښتينولي څخه تيښته کوئ ؟
دا هم خو بده خبره ده چې تاسې قسمونه خورئ او مونږ پرې باور نه کوو، ولې دا خو شخصي معاملې نه دي چې در سره يې ومنو، مونږ به بل افغان ته څنګه قناعت ورکړو چې په پټو سترګو يې درسره ومنو ، آيا مونږ به هم بيا
نورو ته ستاسو تش قسمونه انتقالوو او که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ آيا دا دبحث سم مېتود دی (؟؟) او د بحث منطقي لار ده ؟؟؟؟؟
که د ملابرادر او ملګرو په اړه د مشر ملا دريځ او غبرګون درڅخه وغواړو ، نو وايي چې والله په هغه وخت نور فشارونه ، بوختياوې او لانجې ډيرې وي نو ځکه ملا عمر وخت او چانس نه درلود چې غبرګون وښيي ، نو هغه وخت يې غبرګون ونه ښود ، ولې تراوسه خو يې ډير وخت درلود او لري يې ولې د خپل مرستيال او عملي جهادي مشر پر برخليک تر اوسه چئپه خوله پاتې دی؟؟؟؟؟؟ آخر ولېېېېې ؟؟؟؟؟؟
يو بل ځای نوروز خان په دې اړه چې طالبانوته موټر سيکلونه چا ورکړل وايي :
والله هغه خو امريکايانو په خطايي کې له الوتکو څخه داسې ځای وغورځول چې هلته طالبان وو او مفت يې لاسته راغلل :lol: :lol: :lol: :lol: !
امريکايانو په موټر سيکلونو څه کول، هغوی خو پخپله ترې هېڅډول کار نشي اخيستلای ، هغوی په داسې مسلحو موټرو کې حرکت کوي چې څلور خواو ته
په داسې درنده او سپلکه وسله بار وي چې خولې يې هرې خواته متوجې کړې وي
پياده تګ يې هم د جګړې په حالت کې وي ، په موټر سيکلو خو د سپرلۍ په حالت کې نه جګړه کولی شي او نه هرې خواته وسله اړولی شي او هغه درنده وسله چې په يو لاس پرې فير هم نشي کولی .
آيا چا تر اوسه امريکايان ليدلي چې چيرې د طالبانو غوندې يې له موټر سيکلونو کار اخيستی وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ په حکومتي پوځ کې هم د موټر سيکلونو کارول نه دي ليدل شوي ،
نو که دغه موټر سيکلونه يې طالبانوته نه غورځول ، نو وواياست چې دا يې چاته يې غورځول او د څه له پاره يې غورځول ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
همدارنګه ويکيلېکس خو د امريکايانو پسې راخيستې او خدای ته شکر چې دغه ينکيس يې رسوا رسوا کړل، ولې هغه څه چې په طرز کې يې د طالبانو تړاو له ISI سره هم رسوا کړ د يوې رسوايې ځواب هم نه طالب مشرانو ووايه او نه يې پلويانو د ترديد له پاره له تشو قسمونو او تورونو پرته کوم دليل، شواهد يا ثبوت وړاندې کړای شول !
ملا عمر اخن ورک دی او کراچۍ ته يې د امريکايانو له بي پيلوټه الوتکو او نورو تعقيباتو څخه د ISI تر پټونکي حفاظت لاندې پناه وړې، چيرې يې چې ورسره مل مرستيال ملا برادر هم ونيول شو او هم بيرته خوشې ، له دندې ويستلی او د څارنې لاندې نيولی پاتې دی ، ددې ټولو په اړه د طالب د مشرتابه او پلويانو خولې چينګي او بې ځوابه پاتې دي او ټکی حقيقت نشي ويلای . آخر دا عيبونه، دا نيمګړتياوې، دا چلوټې ، دا چوپتياوې ، دا مړې سترګې او داړچينګي خو هم يوه اندازه لري ،
بالکل د ملانصردين هغه کيسه سړي ته رايادوي چې د يوې صحرا په منځ کې په يوه کنده وربرابر شو ، چيرته چې يوه خره ولاړه وه، ملا ښي او چپ خواته وکتل څوک يې په نظر رانغی ، مخکې له دې چې شا ته هم وګوري خره يې راسملوله او په رفع حاجت يې پيل وکړ . په دريم حرکت يې يو سړی له شا څخه مخې ته راتاو شو ، ملا ژر ځان په خپل حال وېده واچاوه ، خو سړي يوه سخته لغته ورکړه چې ملا دا څه کوې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ملا سترګې ومخلې او خپل ککړ سامان ته يې کښته و کتل او
په تعجب سره يې وويل : وۀ دا په کې چا ايښی دی ؟؟؟؟
له ISI سره د ځينو طالب مشرانو خنجک شوی حالت رسوا رسوا دی خو دا معلومه نه ده چې د ملا نصرو رول په کې کوم اړخ
خپل کړی او د خرې رول ته په کې کوم اړخ تن ايښی دی .
د کابل د حکومت خو مه کوه پوښتنه، هلته خو کرزی په خپل اړاو تړاو کې د امريکايانو په جيب کې د سېکس شمشتۍ ده ، چې هر څومره چيغې ترې باسي
کرزی غريب يې په خندا خندا اړوي !
د مجبوريت او درد روستۍ چيغه يې هم د يوې مضحکې خندا هغه کړيکه وه چې پارلمان يې پرې پرانيستۀ !
[color=blue:9700411ebd]د بې ناموسه CIA او ISI له لاسه نن سبا نه څوک د حکومت مشري کولو ته تن ږدي او نه د مقاومت مشرۍ ته ، مګر داچې هره خوا
لومړی د امريکايانو او پاکستانيانوپر ضد راپاڅيږي او په همدې انقلابي توګه سره يوموټی شي ! ومن الله التوفيق ![/color:9700411ebd]


نوروز خان
03.02.2011

پتوال صیب سلامونه ګیډۍ ګیډۍ
پتوال صیب که څوک دنيپال دایوریسټ غره په سرله کومې غرختونکې وزیږي او همالته دخدای هیلې ته پاته شي ، نو بلوغ ته له رسیدو سره سم ، دحق او باطل پیژندل پرې فرض دي ،او که خدای ونه پیژني او ایمان پرې رانه وړې دقیامت په ورځ به دوزخ ته ارتاویږي ، په هرحال
دطالبانو مسئله که ته رښتیا ځان ته مهمه بولې ، نودحقیقت موندلو لومړنۍ مسؤلیت یې هم لومړی تاته راجع ده ،سمه ده زه هم باید کوښښ وکړم ، خوښایي تاته دومره مخلص او له غمه مړ ونه اوسم لکه ته خپل ځان ته ، زه همدا اوس له وزیرستانه خورا لرې یم ، کاش په میرعلي کې وای ، ترڅومې ددې ښار دجامع جومات مخته دپاکستاني ای ایس ای والا خالد خواجه دونډۍ کولو عکاسي خپله کړې وای ، او له نورو هغو سره مې یوځای درلیږلې وای ، خو زه هم یوسریم او سل کارونه لرم .
بل داچې دابه هم بې ځایه وي چې زمانه منئ خو دسي ډی منئ ، زه قسمونه نور نه کوم یوځل مې کړي ټولو راپورې خندل ، مګر زما خبرې هم یوازې هوایي توپونه مه بولئ لکه زه چئ ستاخبرې په سپک کاڼي نه تلم او ترپایه ټولې لولم
طالبانو ته دموټرسایکلو غورځولو خبره دروغ ده ، مایوازې داویلي چې دامریکایانو اکمالاتي پراشوټونو کله ناکله له هډې دخطاکیدو په وخت طالبان ترلاسه کوی ، موټرسایکل مې نه دي یاد کړي ، پتوال صیب هیله ده زما او لاروی خبرې سره بیلې کړې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more