نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د 2010 د اکتوبر په 7 م، پر افغانستان باندې د ناروا یرغل 9 کاله پوره شول
عادل عادل
07.10.2010
سلامونه او درناوی
د ټولو افغانانو وروڼو او خویندو څخه هیله کوم چې زمونږ پر خاوره باندې د امریکایي ناروا او وحشي یرغل په اړه چې نن یې 9 کاله پوره کیژي، خپل نظر څرګند کړي.
د نظرپوښتنې په سرلیک او متن کې مې د ناروا، وحشي او یرغل ټکي ځکه کارولي چې نور به ډیر کم خپلواک او د ضمیر خاوند افغان وموندل شي چې روان یرغل ته دې په مثبته سترګه وګوري او یا دې هم د پردیو د ګټو او مصلحتونو لپاره په حق خاورې واړوي.
ستاسو د څرګندونو په هیله
abdulhaq-watan
09.10.2010
با عرض احترام برادر گرامی آغا عادل!
هر چند میبایست دیگران در مورد، که نسبت به من سابقه بسا طولانی در این سایت دارند در جواب مینگاشتند و خود هریکي این فاجعه را که کشور را واقهاً به ارزش چند دالر و ریاست و وزارت و پارلمان و مارشالی و جنرالي و قهرمانی و غیره فروخته اند، به قلم وجدان و ایمان اسلامی و به رنگ خون شهدا گلگون کفن آنقدر تقبیح مینمودند که دیگر جایي برای نوشتن باقی نمي ماند.
برادر عزیز : کشور در حال غرق شدن است غرق که جبران آن یا غیر ممکن خواهد بود و یا هم بسیار دیر خواهد بود که به نسل آینده روي سیاه ومسئول خواهیم بود و در بارگاهی متعال از مسئولیت ایماني چي جوابی خواهیم داشت .
من منحیث یک افغان مسلمان این عملکرد ائیتلاف شمال را به سراحت تقبیح نموده و یورش امریکا را بر کشور عزیزم افغانستان تجاوز بی شرمانه شمرده و شعار مرده باد را ضم آن نموده نفرین خودرا اعلام میدارم .
زنده باد افغانستان و استقلال و افغانستان
و مرگ بر دشمنان داخلي و خارجي افغان و افغانستان
و درود بي پایان به همه شهدا و به ویژه آنعده که به ضرب گلوله هاي متجاوزین و یارو یاوریشان نعمت شهادت را لبیک گفته اند.
با احترام
عبدالحق وطن
09.10.2010
[color=blue:a4c6be80a3]السلام عليکم و رحمةالله وبرکاته ! [/color:a4c6be80a3]
[color=brown:a4c6be80a3]
درنو ورونو او خويندو !
د امريکا، ناتو او نورو نړيوالو ځواکونو بربنډ وحشايانه او ضد بشري تيری زمونږ په مقدس حريم او بېګناه ولس باندې د بشر په تاريخ کې د
جرمني فاشيزم او جاپاني مليتاريزم ، صليبي وحشت او چنګيزي بربريت څخه بدتر ، وحشي تر او اګرزيفتر ګڼم او د ژورې کرکې او نفرت په څرګندولو سره يې غندم !
زمونږ د اتل ولس او قهرمان مسلمان ملت په زرګونو بچي ، ځوانان، پيغلې ، زاړه او واړه، ښځې او ماشومان يې شهيدان، ټپېان، ، معيوب ،
يتيمان ، کونډې ، بې کوره او بې وطنه کړل !
د لوی الله سبحانه وتعالی په دربار کې دعا کوو چې افغان مسلمان ملت ته ددغو سرسام شوو ليوني دوښمنانو په ضد سره په خپلو کې د ورورۍ، وحدت
او يو موټي کېدلو توان او توفيق ورکړي ، خپل ټول اختلافات شاته وغورځوي او د دغه وحشي دوښمن پر ضدد جګړې په يوه ليکه کې
سره اوږه په اوږه ودريږي ، د واحد ملت د بهرني او کورني دوښمنانو ، لويدېزوالو اشغالګرو او ګاونډي لاسوهونکو داسې مرګوني
ګوزارونه وکړي چې له تېښتې او مرداريدو پرته ورته بل هېڅ لاره او هېڅ امکان پاتې نشي ! او په پای کې افغانان د ورونو په څير په مساويانه ډول د آزادو عامو او سري رايګيريو له لارې خپل ملي برخليک ، خپلواک ملي قيادت او ملي اسلامي ولسواک رژيم وټاکي [/color:a4c6be80a3]
[color=darkblue]
ومن الله التوفيق !
pattang
10.10.2010
که دپتوال صيب ريښتيا هم په زړه کې دا پورته خبرې وي او دغه اشغال چې حتا تر
دې پورې وحشي او کينه ګردی چې د بې ګناه اولسي خلکو په وژولو او بيا دهغوی
په هډوکو اودسر په کوپړويو مسخرې کوي ، نو پتوال صيب ته به بل څه نه وي
پاتي ، يوازې دا چې دملي مقاومت سره ځان وتړي او د طالب له سپکولو او دهغه
تړل له ISI سره يوه بې بنسټه پرو پا ګنده ،انتي ملي او خيانت وبولي٠
10.10.2010
پتنګ خانه امريکايانو په رڼا ورځ يرغل کړی او زمونږ ملي آزادي او استقلال يې له منځه وړی دی، خو زمونږ په هيواد کې يواځې اشغالګر نه، بلکې ګاونډي هيوادونه هم لاسلرنه او لاسوهنه لري .
تۀ نشې ويلی چې د شوروي پر ضد جهاد کې د ISI لاس نه و، جهاد او جهادي تنظيمونه يې نه رهبري کول او يا د شوروي له ماتې او کمونستانو
له سقوط وروسته هغوی د دغه جهنمي سازمان له کنترول څخه ووتل . برعکس په ټولو تنظيمي جنګونو او کورنۍ جګړو کې چې
هيواد يې په لږه موده کې تر ټولې جهادي دورې زيات وران او ويجاړ کړ ، د ISI لاس و .
له بلې خوا ستا په شمول هيڅوک دا نشي ويلای چې طالب غورځنګ د ISI پرضد راپورته شو، د هغه لاس يې له افغانستان څخه لنډ کړ ، هيواد يې
ترې آزاد کړ او پر ضد يې قدرت ته ورسيدل ! آيا ويلی شې دا سې؟؟؟؟؟ نه، نۀ يې شې ويلای، خو دا هر څوک درته ويلی او تصديقولی شي چې
د تنظيمي حکومتونو په نسبت د طالبانو په دوره کې د ISI لاس نور هم پسې قوي شو!
هو، که زه له دې نه درته تير هم شم او سترګې پرې پټې کړم چې طالبان د ISI پواسطه منځته راغلل او د هغه په مستقيمه لوژيستکي او
پوځي مرسته قدرت ته ورسيدل، نو د افغانستان خلک، تاريخ او علمي تحقيق او څېړنې له دې حقيقت څخه درته نۀ تيريږي !
او دا ځل هم طالبان تر څو چې ځان يې پرې يوځل بيا قدرت ته نه وي رسولی تر هغې پورې نه له ISI څخه لاس اخلي او نۀ يې پر ضد
راپاڅيدای شي ، څو د نا اعلام شوې جګړې يوغ له خپل څټ څخه وغورځوي . بر عکس همدغه توره ډيوه به وي او تور به يې پتنګان (طالبان) وي، او افغانستان به غير مستقيم ډول د پاکستان پنځمه صوبه
وي ، چې اشغالګر ورسره څه مخالفت هم نه لري، حکه ددوی يې پرې څه (؟)،
افغانان به بيا هم د همدوی د غلام غلامي کوي او د طالب د جهالت تر يوغ لاندې به يې پاکستان د اسفل لسافلين په تل کې کنترول ساتي!
امريکا خپله دوستي او پاکستان خپله غلامي په زور سره پر مونږ تحميلوي ، ولې مونږ په زور سره د امريکا ً دوستي ً نه منو،
نود پاکستان غلامي به څنګه ومنو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
له دې نه چې ورتير شو ، نو که [quote:b550199d8c]د طالب ...تړل له ISI سره يوه بې بنسټه پرو پا ګنده ،انتي ملي او خيانت [/quote:b550199d8c] وي، دا دې پخپله طالبان ثٍابت کړي، په الاماره کې خودې د هغوی رپورې خپله هر ډول وابستګي اقلا ً وربال رد کړي ، دا خو زما او ستا ، د بل او بل کار نه دی ، تۀ څله پرې زړۀ خورې (؟)،
کۀ ته يې رسمي نمايندګي کولی شي، نو زر ځله ځان رسما ً معرفي کړه چې ستا خبره ، ستا قضاوت او ستا وعدې او انګيرنې د طالبانو خبرې ، وعدې او قضاوت وبولو او لږ تر لږه په رسميت يې باور وکړو .
که ته يې استازيتوب هم نه لرې او بيا هم په پردي وډ کې خپلې کوڅۍ شکوې، نو تۀ ووايه چې لوستونکي څنګه ستا په تشو وړاندوينو، تشو
اټکلونو ، تشو خوشبينيو په غيبو سره باور وکړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او که څوک يې وکړي آيا پر اشخاصو سياسي قضاوت او تحليل د تش باور او عقېدې له مخې سم کار دی ؟؟؟؟
او بيا پتنګ ګله وروره د افغانستان ناورين د ګاونډيو له لاسه رامنځته شوی او په افغانستان کې د ګاونډيو د ماتې خوړلو له لارې به دا هيواد
بيرته آزادۍ او خپلواکۍ ته رسيږي ، نه د ګاونډيو په بري سره ، دا دآزادۍ اړين شرط او عام حقيقت دی ، نو مونږ به هم په افغانستان کې
د ګاونډيولاسوهنې غندو، دا تۀ په طالبانو تور مه بوله ، د آزادۍ او ملي مقاومت هر حرکت ، هر غورځنګ او هره غټه او کوچنۍ کړۍ
ته مونږ دا عامه دعا کوو او ترې غواړو چې د ګاونډيو له لاسلرنې او استخباراتو له شر او فساد، خيانت او جناياتو څخه يې ځان وساتي !
ومن الله التوفيق !
نوروز خان
10.10.2010
د پاکستان په وړاندې دطالبانو دریځ همدا اوس داسې وانګیرئ لکه په صدراسلام کې دضعف په حالت کې چې دمکي مهاجرو اصحابو دمدینې د یهودوپه وړاندې کوم دریځ درلود هغه چې اوسني سیاسي پنډتان یي تاکتیکي اړیکي بولي خوزه دې تعامل ته ځکه داړیکو نوم ورکول ګناه بولم چې په حقیقت کې طالب له پاکستان سره هیڅ اړیکه نلري پاکستان دناټو دبریالیتوب له ویرې اودس مات اخیستی نوځکه دسدسکندر په توګه په طالب عارفانه تجاهل کوي او طالب وایي بیاوایي چې یو وار دسره کافر مخه ورغبرګه کړم بیامې داتورمنافقان ...... ته هم نشي کتلای
10.10.2010
[quote:969018af0b]او طالب ...بیاوایي چې یو وار دسره کافر مخه ورغبرګه کړم بیامې داتورمنافقان ...... [/quote:969018af0b]
سلام ښاغلی نوروز خانه !
دغه خبره او قضاوت په کوم اطمينان، کومو شواهدو، کوم سند او دکومې سرچينې او اساس له مخې کوئ او دغه اساسات
تاسو له کومه ترلاسه کوئ او له لوستونکو څخه ولې پټ پاتې دي . او که نه
تاسو هم دغه ادعا يواځې په خپلې ذهني انګېرنې د باور په توګه
لکه يو غيبي غونډاری ميدان ته ور غورځوئ ، که څنګه ؟
بل : د مدينې يهودو ته خو زمونږ خوږ نبي رسول اکرم (ص) د اسلام بلنه ورکوله ، دهغوی غبرګون به منافقت و نو مسلمانانو ترې خپله لار بيله کړه
او بالاخره يې د رسول اکرم (ص) په امر له مدينې څخه هم پسې وويستل ، نو آيا طالبانو هم له پاکستان څخه کومه غوښتنه او پوښتنه
لرله چې هغوی نه وي منلي او طالبانو ترې فاصله نيولې وي ؟؟؟؟ او که دا مو هم د لومړی مثال پشان تش يو هوايي اټکل دی ،که څنګه ؟؟؟؟
هيله ده خفه نشې ، صرف : کلک دلايل وړاندې کړه !
په درنښت .
pattang
10.10.2010
پتوال خانه ! دياګنوزه کوې خو د تداوي په علاج يې نه پو هېږې !
پاکستان طالبانو ته داسې اړ دی لکه طالبان چې پاکستان ته خو په زړه کې
هر يو ددوی څخه پټ راز ونه لري . دطالب مطلق تړل له پا کستان سره خيانت
د ی خو ددوستي لاس ورکول زمونږ په کټه او زمونږ زاړه اړکي دي٠
نوروز خان
11.10.2010
ښاغلی پتوال متقابل احترام قبول کړه !
څنګه چې طالب مسلمان دی افغان دی او ددینی علم دزدکوونکي په توګه دپیغمبروارث دی نو پاکوالی یي لکه داوبو په استصحاب الحال سره ثابت دی دفقهې له نظره که د دوو کسانو داوبوپه پاکوالی او ناپاکوالی کې سره نزاع شي باید دناپاکۍ دعوه ګیریی دلایل ووایی دپاکۍ په مدعي باندي دلایل نشته ځکه دهغه لپاره اصالت کافي دی یعنی اوبه په اصل کې پاکي دي چې دې ته فقهاء او اصولیین دلیل په استصحاب الحال وایي ،نودلته هم لومړی بایدته خپل دلایل او درسره اسناد رامیدان ته کړي او داپرې ټولو افغانانوته ثابته کړي چې په دې سنداو دې شواهدو طالبانو دپاکستان حلقه به ګوش غلامان دي خو ګوره اسناد او بینات دې باید تاویلي ماویلی او دګیدړې قبالې نه وي باید مدلل او کره شواهد وي چې په پلانۍ ورځ پلاني ځای کې دپاکستان پلاني استخباراتي طالبانو ته فرمان ورکړ چې دا کار سره له دی چې داسلام او افغانستان منافع یي نه ایجابوي تاسو یي باید دپاکستان لپاره په دې ترتیب وکړئ او بیا طالبانو هغه کار یوازې دپاکستان دګټو لپاره په هماغه چم ترسره کړ،په اسنادو کې دې باید هغه اتفاقیات نه وي چې ستا اندي خلک تل پرې په طالب دګوزار لپاره استفاده کوي مثلا مجاهدینویوځل دروسانومقابله وکړه چې ګټه یي پاکستان ته رسیده او اوس دامریکي سره جنګ کوي چې هم ګټه یي پاکستان ته رسیږی وروره ته باید پوه شي چې دا غیرارادی ګټه ده چې یوازې پاکستان ته نه بلکی چین روسیي او ټولې سیمې ته یي رسیږی نوبیاخوباید چې دطالبان دچین او روسیي دګټو ساتونکی او غلامان هم وبلل شي .
اوبله تا دنبی کریم صلی الله علیه وسلم ددعوت خبره کړې چې یهودیي اسلام ته رابلل خوچې قبول یي نکړنودستي یي اړیکې ورسره خرابې شوې وروره کیسه داسي نه نبي علیه السلام له یهود سره لیکلی پروتوکول درلود چې که مدینه حمله کیدله په ګډه به یی دفاع کوو دغه راز نبي علیه السلام داډول دزغم سیاست داوس او خزرج دمنافقینو په وړاندی هم درلود ځکه دده لپاره هغه وخت اولویت داوه چې دمکی دمشرکینو سره مقابله وکړای شي اونه یي غوښتل ځان ته غم زیات کړي او ویدې بلاوې وبوټوي خوکله چې یي له مشرکینو سره حساب پاک کړ داسلامي سیاسي بصیرت یولوی درس وه ترڅو امت ترې په سختو حالاتو کې استفاده وکړي
Lotfollah
11.10.2010
سلامونه
[quote:087210aa53="نوروزخان"]،نودلته هم لومړی بایدته خپل دلایل او درسره اسناد رامیدان ته کړي او داپرې ټولو افغانانوته ثابته کړي چې په دې سنداو دې شواهدو طالبانو دپاکستان حلقه به ګوش غلامان دي خو ګوره اسناد او بینات دې باید تاویلي ماویلی او دګیدړې قبالې نه وي باید مدلل او کره شواهد وي چې په پلانۍ ورځ پلاني ځای کې دپاکستان پلاني استخباراتي طالبانو ته فرمان ورکړ چې دا کار سره له دی چې داسلام او افغانستان منافع یي نه ایجابوي تاسو یي باید دپاکستان لپاره په دې ترتیب وکړئ او بیا طالبانو هغه کار یوازې دپاکستان دګټو لپاره په هماغه چم ترسره کړ،په اسنادو کې دې باید هغه اتفاقیات نه وي چې ستا اندي خلک تل پرې په طالب دګوزار لپاره استفاده کوي مثلا مجاهدینویوځل دروسانومقابله وکړه چې ګټه یي پاکستان ته رسیده او اوس دامریکي سره جنګ کوي چې هم ګټه یي پاکستان ته رسیږی وروره ته باید پوه شي چې دا غیرارادی ګټه ده چې یوازې پاکستان ته نه بلکی چین روسیي او ټولې سیمې ته یي رسیږی نوبیاخوباید چې دطالبان دچین او روسیي دګټو ساتونکی او غلامان هم وبلل شي .
[/quote:087210aa53]
دوستانو دلته کومه څارنوالۍ او محکمه نده چې د کره اسنادو تقاضا وشي! د بېلابېلو نظرونو له خاوندانو له خو دلته پر روانو پېښو ډول ډول نظریې وړاندې کېږي.
دساری په توګه کله چې د پاکستان د پوځ رسمی ویاند وايي:
[color=blue:087210aa53]د پاکستان پوځ نن تایید کړه، چې د طالبان لوړ رتبه پوځي قومندان ملا عبدالغني برادر نیول شوی دی.[/color:087210aa53]
http://pa.azadiradio.org/content/news/1961227.html
او یا وایي:
[color=blue:087210aa53]تورن جنرال اطهرعباس له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، پاکستان دا توان لري چې د اوربند د ټینګولو لپاره طالبان له امریکا سره د خبرواترو مېز ته کېنوي.[/color:087210aa53]
http://pa.azadiradio.org/content/article/1775193.html
او طالبان چې په هرې بلې موضوع باندې په نه ستړي کیدونکی توګه بیانیې او اعلامیې خپروي او دلته غلي ناست دي نو په څه شي دلالت کوی ؟
که دوی د جنرال اطهرعباس د څرګندونو په ځواب کې ویلي وای چې ته څوک یې چې طالبان له امریکا سره د خبرواترو مېز ته کېنوې؟ نو بیا به هر چا د طالبانو پر استقلالیت باور کاوه. آیاطالبانو د ملا برادر پر نیولو کوم اهتجاج وکړ؟ دا پر څه شي دلالت کوی؟
په لسهاو داسې نور دلیلونه شته چې په ښکاره توګه څرګندېږي چې په اساسی چارو کې طالبان د ځان اختیار نلري!
په درناوی
نوروز خان
11.10.2010
لطف الله خان سلامونه ،
وایي عذر ګناه بدتر ازګناه ،په دې شواهدو خودې ګمان نه کوم چې دپتوال صیب غوندې دشکاکیانو دانصاف تله هم وخوځي څه معني چې بیاماوارو او درست سترګور او دسیاسی دراکت له درکه مړانې وهلي اولس ته به پرې قناعت ورکړای شې ،دازادۍ کانګریسي چوپړمارچې داډول نشریات هم نه کوي نومړۍ به په څه حلالوي او بل داطهرعباس په خوله څوک پاستي ویړولی شي چې داماوایه ها ماوایه دا ډول دعوې او دمطبوعاتو په وړاندې کلاسیک هوایي فایرنګ خو خالد خواجه او کرنیل امام هم کاوه چې وروسته یي خدای ټګي اودروغ ټولې دنیا ته رسوا کړل او لاهم خړې سترګې د(طالب )په لاس دمرګ انتظار باسي ،وروره که همدادې ترټولو زورور دلایل نوخدای ومنه ځان مه پرې دوکه کوه دومره ستره دعوا او دومره ورکوټی او جعلي دلیل هیڅ منطق هم نه شي منلی
عادل عادل
11.10.2010
سلامونه
لطف الله وروره که زه ستا پر ځای وای او څه چې وایې همدا مې فکر وای، نو قسم په خدای چې په لر افغانستان کې به باجوړ، وزیرستان او چمن ته تلم او په بر کې به تورې بوړې، کنړ، او هلمند ته تلم تر څو چې مې خپل شک یا خو زایل کړئ وای او یا مې هم په یقین سره بدل کړئ وای، تاسو د ما په شان هغو بیچاره ګانو شا نیولې چې د خپل بصیرت له مخې پوه دي، د یوه اصل په تفاوت چې هر پوه نشي کولای نور هم و پوهوي په تیره بیا د هغو پوهول چې د پوهیدو په بهانه ناړامي کوي.
برعکس، چې کله نوموړي پوهیدلي د پورته اصل له مخې ستاسو په شان غیر پوهیدلي خلک نشي پوهولای، نو دا خو بیا د محالاتو څخه ده چې غیر پوهیدلي خلک به څنګه وکولای شي پوهیدلي پوهوي .
د پتوال صیب خواته دې نیمه پوله وي :wink:
11.10.2010
دروند نوروز خان او ټولو درنو لوستونکو ته سلامونه !
[quote:07d3aada8d]څنګه چې طالب مسلمان دی افغان دی او ددینی علم دزدکوونکي په توګه دپیغمبروارث دی نو پاکوالی یي لکه داوبو په استصحاب الحال سره ثابت دی[/quote:07d3aada8d]
١- ديني پاکوالی د بل اسلامي هيواد له سياسي او استخباراتي چټليو څخه د پاکوالي معنی نه لري، د القاعدې سره تړاو ددين له نظره
پاک عمل دی، خو د هغوی امرونه د خپل هيواد په سياست کې کور کورانه پلي کول مردود دي . نو په سياست کې ملا او طالب ته له دغسې مردودو تړاونو څخه د ځان سپيناوی اړين دی، ځکه په دې برخه کې ولس تر هر چا زيات ددوی د سياسي تيروتنو او غلطيو قرباني کيږي او هيواد د يوې بلا له خولې څخه د خلاصېدو پر ځای د بلې بلا خولې ته ور غورځول کيږي .
همدارنګه زياتره تنظيمي مشران ستر ديني عالمان وو، خو کوم يو يې د ISI پورې تړاو نه درلود ؟؟؟؟؟؟
٢- ملا برادر په نيولو خو څوک هم منکرېدای نشي ، او په دې هم اعتراف کوئ چې نوموړی تر ملا عمر وروسته د طالبانو دويم لوړ پوړی مشر و، نو آيا د ملا عمر د مرستيال نيول او هغه هم په دې ګناه بندي کول چې ولې يې د پاکستان له اجازې پرته له خپل وطن افغانستان سره اړيکې نيولي دي ، په طالب مشرتابه د ISI بشپړه ولکه نۀ ثابتوي ؟؟؟
په تيره چې ملا عمر د خپل نيول شوي مرستيال د برخليک په اړه خپ و چوپ پاتې شي ؟؟؟
نو تردې زياته مداخله نوره څومره او څنګه وي چې په کولو يې ISI باداره او طالب مشران يې وابسته ثابت شي ؟ او که غواړئ چې ملاعمر هم ونيول شي نو هله به ISI مداخله اوکنترول ومنئ کۀ څنګه ؟؟؟
نو مشر خو نيول کيږي نه ، خو سخت کنترول او ساتنه يې کيږي، بلکې استعفا ته يې اړباسي چې بل وفاار دار يې پر ځای کښينوي لکه کارمل يې چې ګوښه کړ، يا يې پر خپلو ملګرو وژني لکه تره کي او امين يې چې ووژل ٠ نو کله يې چې د ملا عمر په چوپړ نور قناعت نه درلود همغه شيبه به يا استعفا پرې کوي او يابه د طالب مشرتابۀ په بل غړي بيا وژل کيږي ٠
د پرديو د ټولو ګوډاګيو له پاره همدغه ((حقه لار ده او خلاصون ترې نشته)) ٠
٣- طالب مشران په کراچۍ کې له خپل نږدې دوست امريکاله بريدونو څخه پټ ساتل او فيصلي د کوټې د شورا په نامه له کوټې څخه اعلا مول
نه يواځې هغه لوړ ارزښت په ګوته کوي چې دطالب مشرانو چوپړ يتوب يې ISI ته لري، بلکې هغه ژوره همکاري هم په اثبات رسوي چې دغه جهنمي پوځي استخباراتي سازمان يې د خپلو ګټو له پاره ورسره کوي ٠
4-
نوروز خان
11.10.2010
پتوال صیب سلامونه او درنښت
ستاله دلایلو مې دومره وفهموله چې دملابرادر قضیه درته دطالبانو دبردګۍ ترټولو کوټلی اوتولدار دلیل بریښي معنی داچې دتیرکال له جنورۍ وړاندې دې په طالب داډول تور لګونه خدای مکړه په عناد بنا وه او لاسوندوروسته په لاس درغلی خیر،دادعوه دې چې ملابرادر له کرزي سره دخبرو په تور ونیول شوبعینه دازادۍ رادیو دعوه ده چې ښکاره ناروا ،بیساری افتراء او په څلورو روان دروغ دي دملابرادر او ۱۹ تنو نورو طالب مشرانو نیول ،دمارجې عملیات ،تنظیم شوې طالب ضدتبلیغات او دطالبانوپه ویب سایټ پرلپسې بریدونه ټول سره په یوه وخت وه چې داوباما دستراتیژۍ له مخې دمک کرسټل په ابتکار په طالبانو دهمه جانبه فشار راوړلو لپاره وشول خو لله الحمد ټول څه یي په چچ لاړل ځکه طالب قوي شوی کمزوری شوی نده که ملابرادریې دکرزي په تور نیو د ا۱۹ نورو څه کړي وي هم مهاله په درست افغانستان کې طالب مشرانو اوسرګروپانو څه کړي وه چې سپیشل فورس پرې چاپې یوپه لس کړې دطالبانوویب سایټ له چاسره خبرې کړې وې چې په همدې جنورۍ کې له مارجې سره یوځای په همدې هم یرغلونو پیل شول ؟؟؟؟
داتحلیل چې ډیرو دازادۍ له راډیو زده کړی یوه ډیره بې ځایه خبره ده چې دهیچالپاره هم دمنلو وړ نه شي کیدای .
وایي ډیرې ستونزې له ناخبرۍ زیږي پتوال او لطف الله طالبان په دې ګرموي چې ولې یي دملابرادر او نورو طالب مشرانو نیول ونه منل او عکس العمل یي ونه ښود وروڼوپه دې موضوع کې دطالب ویاندانو نټه هغه دروغ وه چې ترسلهاوو رښتیاوو موثر وختل هلته چې دمارجې جګړه اوپه درست افغانستان کې ددښمن دهمه جانبه فشار په وړاندې طالب مقاومت په توده کې وه او بیا طالب ویاندانو دازادۍ او بي بي سي له څپو دخپلو سرتیرو ترغوږو ورتېره کړې وای چې دقوماندې سترمشرملابرادر ،دشمال زون عمومي قومندان ملاسلام بریالی کندوزی ،دنظامي کمیسون مشر علاء الدین اغا دسیاسي کمیسون مشر ملا.... دبغلان جهادي مسؤل ملا.... دهلمندمرستیال والي ملا.... او ترلسو ډیرنور مشران ټول نیول شوي دي نوښاغلی پتوال او لطف الله ته ووایه دجګړې په تاوده مورچل کې قومندې ته په انتظار طالب جان به یی اثر څه ډول وه ؟؟؟ایا په دې توده کې له پاکستان سره ناندرۍ چې ددې راز په افشاء تمامیدې له نظامی لیدلوری یي طالب سرتیرو اوعمومی نظامی وضعیت ته دطالبانو لپاره ګټه ډیره وه که تاوان ؟؟؟
پتوال صیب په پاکستان کې دطالبانو دوجود په اړه باید درته ووایم چې طالب یوژوندی مجسم موجود دی چې دژوند لپاره دهوافضادیوې برخې داشغال غوندې سطحه هم غواړي چې ورباندې تقرر وکړي ځکه الوتلی نه شي ددې لپاره ده ته خدای فرمایلی چې ځمکه مې واسعه ده بې خاره هرځای چې ښه هلته شپه کولای شې په افغانستان کې خوته پوهیږي چې څه روان دي داچې اې پي اژانس وایي په تیره یوه میاشت کې دطالبانو تر۲۰۰ ډیر(سرګروپان )دامریکایي بې پیلوټه الوتکو او سپیشل فورسوپه چاپو کې وژل شي بالکل رښتیا وایي زما خو بالله کې ذره شک هم په کې وي زه یې بیلګه درکړم آبله ورځ دبادغیس والی ملااسمعیل شهید شوپه سبا یي مرستیال وټاکه نن هغه هم شهیدشوی دفاریاب هم شوی او دبغلان خو څومیاشتې مخکې شوی اودمزار تیرکلن مسؤل ملاراز محمد دلوی اخترپه شپه شو دوردګو دسیداباد مسؤل قاری سلیمان نامی دشهادت مې په اخبارکې ولیدل یوه وردګ دوست راته وویل چې ددې ملګرو دالسم مشر دی چې په دې کال کې یی امریکایان شهیدوي داډول په درست هیواد کې همداحال دی ،دافغانستان دې وضعیت ته پام سره دپاکستان ګڼ ښارونه او لرې پراته کمپونه یوڅه په امن دي چې طالب مجاهدین په کې دسر مال او اولاد دساتلو په نیت ورته پناه وروړي دا حالت که څوک له نږدي وویني له شرعی او افغانی لحاظه به ذره حرج هم په کې پیدا نکړي نوربیا ...
11.10.2010
وعليکم سلام ، نوزروز خانه وروره، ورحمة الله وبرکاته !
داسې بريښي چې هر څه ته ما شا لله يو نوی ځواب راپيدا کولی اوسړی د بحث غځولو ته ښه هڅولی شې :
[quote:315da9214a]ستاله دلایلو مې دومره وفهموله چې دملابرادر قضیه درته دطالبانو دبردګۍ ترټولو کوټلی اوتولدار دلیل بریښي معنی داچې دتیرکال له جنورۍ وړاندې دې په طالب داډول تور لګونه خدای مکړه په عناد بنا وه او لاسوندوروسته په لاس درغلی [/quote:315da9214a]
وروره د عناد تور دې د هر مسلمان ، وطندوست، ملي افغاني شخصيت په اړه سم دی چې له زيات نه زيات عناد د KGB, CIA او ISI په وړاندې بايد تل ولري، نۀ د افغانانو په وړاندې .
داچې د ملا برادر او نورو په اړه خپرونې افطراآت بولې، نو د ترديد او تکذيب له پاره ښه لاره وروسته په بې خطره وخت کې پخپله د ملابرادر
سره يوۀ مرکه کول او په تلويزيون کې د هغې خپرول وو، خو تر نن ورځې پورې دا کار ونشو او آن مړی ژوندی يې هم معلوم نه دي !
برعکس په متقابلو افطرا آتو تکيه کيږي ، خو د يو ((ژوندي)) سياسي رهبر ملابرادر ته ددوه ټکو ويلو او خپرولو څخه ډډه کيږي . نو اوس تاسې ووايئ چې په دغسې يو قضاوت به پخپله هم باور وکړای شئ ؟؟؟؟
که هغه وخت د مارجې عمليات روان وو ، نو له هغې څخه ډير وخت تير شو ، تر اوسه ولې د ملا برادر ژوند او مرګ پټ ساتل کيږي ؟؟؟؟؟؟
که ملا برادر او نور مشران لکه تاسو چې يې ادعا کړې آزادانه د خدای په پراخه پاکستانۍ ځمکه ګرځي نو بيا ولې د الجزيرې يا کومې بلې تلويزيونې شبکې له لارې دې افطرااتو ته د پای ټکی نه ږدي ؟؟؟؟؟؟
اوس خو دې د مارجې جګړې او دغې لاندې دليل وخت هم تير دی چې ګواکې
[quote:315da9214a]دجګړې په تاوده مورچل کې قومندې ته په انتظار طالب جان به یی اثر څه ډول وه ؟؟؟ایا په دې توده کې له پاکستان سره ناندرۍ چې ددې راز په افشاء تمامیدې له نظامی لیدلوری یي طالب سرتیرو اوعمومی نظامی وضعیت ته دطالبانو لپاره ګټه ډیره وه که تاوان ؟؟؟ [/quote:315da9214a]
داچې ملا برادر هغه ژوند د ISI له خوا حذف شوی ، نو نشي کولای چې د کوم تلويزيون پر مخ راڅرګند او له ځانه دفاع وکړي . نو آيا په نتيجه کې مو دا پورتني
دلايل هم له يوې تشې پلمې زيات ارزښت لرلا ی شي [quote:315da9214a]
داچې ستاسې په باور په تیره یوه میاشت کې دطالبانو تر۲۰۰ ډیر(سرګروپان )دامریکایي بې پیلوټه الوتکو او سپیشل فورسوپه چاپو کې وژل شي بالکل رښتیا وایي زما خو بالله کې ذره شک هم په کې وي زه یې بیلګه درکړم آبله ورځ دبادغیس والی ملااسمعیل شهید شوپه سبا یي مرستیال وټاکه نن هغه هم شهیدشوی دفاریاب هم شوی او دبغلان خو څومیاشتې مخکې شوی اودمزار تیرکلن مسؤل ملاراز محمد دلوی اخترپه شپه شو دوردګو دسیداباد مسؤل قاری سلیمان نامی دشهادت مې په اخبارکې ولیدل یوه وردګ دوست راته وویل چې ددې ملګرو دالسم مشر دی چې په دې کال کې یی امریکایان شهیدوي داډول په درست هیواد کې همداحال دی ،دافغانستان دې وضعیت ته پام سره دپاکستان ګڼ ښارونه او لرې پراته کمپونه یوڅه په امن دي چې طالب مجاهدین په کې دسر مال او اولاد دساتلو په نیت ورته پناه وروړي دا حالت که څوک له نږدي وویني له شرعی او افغانی لحاظه به ذره حرج هم په کې پیدا نکړي[/quote:315da9214a]
ډير خواشينی شوم، الله سبحانه و تعالی دې ددې ټولو شهيدانو جنة الاعلی ور په برخه کړي او ژونديو طالب مجاهدينو ته دې خدای زيات او ژور سياسي بصيرت
ور په برخه کړي ، چې پخپله په مستقله توګه هم سوله ييزه سياسي مبارزه او هم وسله وال جهاد پرمخ بوځي او د ټول ملت بېدريغه ملاتړ وګټي .
و من الله التوفيق !
نوروز خان
12.10.2010
ښاغلی پتوال او نورو درنوکتونکوته سلامونه !ښاغليه تاسو مهربانې کړې چې [quote:b353866321]داسې بريښي چې هر څه ته ما شا لله يو نوی ځواب راپيدا کولی اوسړی د بحث غځولو ته ښه هڅولی شې [/quote:b353866321]
پتوال صیب ځوانیمرګ دې شم که به دلته خپل استعداد ازمایم او یابه هم یوازې دګانټو اړولو په نیت راننوتی یم ،پتوال صیب زه نږدې اووه کاله وړاندې چې دطالبانو له کتار سره یوازې دخپل وروستي ارمان (خپلواک هیواد او سوله ایزاسلامي نظام )دترلاسینې په هیله مل کیدلم ژوند نه وه راباندې پیټی اونه خپل سرترنورو راته بې ارزښته ښکاریده ،داچې نن ستاپه شان ځینې مبصرین او قلموال په طالب غورځنګ دپاکستان دلاسپوڅۍ ټاپې سریښوي ترهرچا ډیرزما او زما په شان دنوروطالب ملګرو په زړونو لمبې تاویږي ځکه ددا ډول ادعاګانو درښتیاوالي تاوان ترهرچازیات مونږ ته رسیږي په دې لاره کې مونږ اوزمونږ ملګرو په زرګونو سرونه ورکړي ،طاقت فرساکړاوونه زندانونه او نور زړه ته نه لویدونکی مصایب یي تیرکړي ،مالونه جایدادونه او اولادونه یي په کې له منځه تللي اوداټول په دې نیت چې طالب غورځنګ یوسوچه مجاهدغورځنګ دی چې یوازې الهي امرپلی کوي او جهاد کوي .
پتوال صیب ! مونږ ته خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی چې لاتکونوااماعه .. داماعه که لغوي معني هرڅه وي خو دپیغمبرمطلب دلته دادی چې په پټو سترګو په کوم ټېل کې مه ځئ بلکې ښې سترګې غړوئ او له ړانده تقلید څخه ځان وژغورئ ... زه له ډیره وخته داهڅه کوم چې په طالبانو کې دداپاکستاني استخباراتودادعاشوي حاکم لاس په اړه کوم داسې سند پیداکړم چې بیا پرې له خپل مشر شخوند ووهلی شم او هم یې په بنسټ خپله لاره تعین کړای شم په دې اړه ماپه تیرو اوو کلونو کې ټولې هڅې یواز ې ددې لپاره کړې ترڅوروښانه کړم چې دمکې اخیستې لار خوبه مو رښتیاپه ترکستان نه وي لګیدلې ،داموضوع زمونږلپاره ځکه دهرچاپه نسبت مهمه ده چې زمونږ ژوند مرګ او اخرت ورسره تړلی دغه راز مو دمړي او ژوندي ټول شرعي احکام له همدې ځایه سر چینه اخلي .
په تیروڅوکلونو کې زه دطالبانو دشورا له غړو رانیولې دکمیسونو ترمشرانو او بیا دسنګر له ټیټ پوړو طالبانو سره نږدې پاته شوی یم خوتاسې په خدای باور وکړئ په ما یي مه کوئ چې تراوسه مې حتی په یوه جزي فیصله کې هم دپاکستان دمستقیمې نامستقیمې مداخلې ،مشورې ،مصلحت او ... څرک نه دی لیدلی پتوال صیب ماچې له تانه اسناد غوښتي وه ددې لپاره چې زه کولای شم یوڅوک په مخ پرې وولم خومتاسفانه تا او لطف الله هم خبره په بله یووړه مګر زه دټول افغان ټول ګډونوال همدې ته راغواړم اوچلینج ورکوم چې که دطالب غورځنګ او پاکستان ترمابین دادعاشویو رابطوپه اړه هرڅه شواهد لري دلته دي پرلیکه کړي ترڅو ترینه داستفادې په ځای کې استفاده وشي .
پتوال صیب ستاسو دلیکنې له منځنۍ برخې ښکارې چې زما لیکنه موپه غور نه ده لوستې اونه سم پرې پوه شوي یاستئ نوځکه مو خپل سوالونه دخپل غلط فهم په بنسټ مطرح کړي دي .
او وروستۍ خبره داچې پتوال صیب دطالبانو په اړه هغه خبره بیخی دکاڼي کرښه ده چې دوی وایي مونږ دنړیوالو دناسمو تبلیغاتو قرباني یو... پتوال صیب په طالبانو دهغه چاقضاوتونه چې سم ترې خبر نه وي او په متن کې یي نه وي پاته شوي باید ټول عنادي وبلل شي ترڅو مو د ذهن ایینه له غلطو باورونو پاکه ساتلي وي .
تاسو له دې نه قیاس کړئ چې تراوسه ددې افغانستان شموله غورځنګ په مابین کې ولې یودضمیرڅښتن پیدا نه شو چې دآی ایس آی دلاس درلودلو له وچې له غورځنګ سره پریکون وکړي بهر راووزي او ټول څه په میدان ووایي هغه څوک چې له دې غورځنګه وتلي دي یوهم داسې دلایل نه لري دملاخاکسار مرکه به په ګوربت مجله کې کتلي وي چې دحفیظ الله غښتلي ټولې غرضي پوښتنې یی بې ځوابه پرې ایښي وې او دومره څه یې نه لرل چې طالبان دپاکستان دغلامانوپه عنوان پرې ګرم کړي .
دا غرونه غرونه حقایق دي که څوک یي نه ویني نوطالبان څه ګرم
هیښ
12.10.2010
څو ورځې مخکې مې دټول افغان په لمړي مخ کې دښاغلی فرید احمد یوه لیکنه
http://www.tolafghan.com/posts/19977
چې دښاغلي نثاراحمد صمد دلیکنې په ځواب کې ئې لیکلې وه ولوسته .ما دښاغلي فرید احمد دلیکنې په هکله یوه ځوابیه لیکنه ټول افغان ته واستوله چې نشر ئې نه کړه ،ځکه په دې لیکنه کې دافغانستان دطالبانو داسلامي تحریک په ضد بې ثبوته تورونو ته دافغانستان ددښمنانو پروپاګند ویل شوي وو.داچې دا موضوع داوسني بحث ددې برخې سره تړاو لري ،کټ مټ ئې رانقلوم او دټول افغان دادارې نه هیله کوم چې دمور او میرې رویه نوره پریږدي او ټولوافغانانو ته که مخالف دي او که موافق دخپلو نظرونو داظهار په برخه کې خڼډونه جوړ نه کړي،ځکه بیا ئې په ازادتوب او بې پرېتوب شکونه په یقین بدلیږي.
----------------------------------------------------
دښاغلي فرید احمد دځواب په هکله
تر کومه ځایه چې ما دښاغلي نثار احمد صمد لیکنې لوستې دي دافغانستان دروانې تراژیدي تصویر ئې دواقعیتونو او حقایقو په بنا منعکس کړئ دئ او هغه وحشت چې دتجاوزګرانو او اشغالګرانو له لوري زموږ په مظلوم،خوار مګر میړني ،غیرتي او ازادۍ غوښتونکي وولس باندې په ناحقه او ظالمانه شکل جریان لري همیشه ئې په واضحو او معقولو دلایلو بیان کړئ دئ اوښاغلئ نثاراحمد صمد دهغه ګوتو په شمار لیکوالانو او تحلیلګرانو په ډله کې راځي ،چې دشرق اوغرب شیطاني بادونوئې رساقامت نه دئ کوږ کړئ او ازاد وجدان ئې دزر ،زوراو شهرت هوسونو نه دئ تسخیر کړئ.
خو کله چې مې دښاغلی فرید احمد دلیکنې سرلیک ولوست نو د ټولې لیکنې دلوستلو تلوسه راسره پیدا شوه او دا فکر راسره پیدا شو چې حتماًبه ځنې داسې ټکي په کې پیدا کړم چې په لوستلو وارزي او د ښاغلی نثاراحمد صمد دلیکنود رد په هکله به ډیر درانه او مؤثق دلایل وي،مګر دلوستلو نه وروسته راته معلومه شوه چې ښاغلئ فرید احمد هم دهغو اشخاصو له ډلې نه دئ چې خپله اراده او برخلیک ئې دپردیو په واک کې وي ، په خپل ځان ،خپل فکراوخپل وولس ئې باور له لاسه ورکړئ وي ، ټول حرکات او سکنات ئې دنورو په اشارو او دستورونو سرته رسیږي،ازادي اوخپلواکي ئې تراوسه په عقلانی ماهیت کې نه وي زیږیدلي او ددې لوئ نعمت (ازادۍ او خپلواکۍ ) په مفهوم او ارزښت نه پوهیږي.
دا ډول اشخاص په ډیره بې شرمۍ او سپین سترګۍ دازادۍ او خپلواکۍ هر غوځنګ او حرکت دخپل غلامانه تفکر په اساس دپردیو دلاس اله بولي،غلام طبیعت اومزدور ذهنیت ئې دا حقیقت نه شي منلئ او درک کولائ چې ددنیا په ژوند کې هغه وولسونه سرلوړي او نیکمرغه وي چې ازادي او خپلواکې ولري اوخپل برخلیک په خپل لاس وټاکي او ددې نعمت او نیکمرغۍ دلاسته راوړلو او ساتلو دپاره دخپلو ژوندونو نه تیریږي او هرډول ځاني او مادي قربانۍ ته حاضریږي.
اوس پوښتنه دا راولاړیږي چې ښاغلئ فرید دافغانستان اوسنئ وضعیت څه ډول ارزوي ؟ایا دڅلویښتو نه زیاتو هیوادونو سیاسي او نظامي حضور، دیولک نه زیاتو حرفه اي یونیفورمي قاتلانو موجودیت ته اشغال وائي او که دملي نوامیسو او ارزښتونو دسوداګرانو په شان ورته ددیموکراسئ قائمیدل او دبشري حقوقو نه د دفاع نوم ورکوي؟
که افغانستان دغربي نویو استعمارګرانو له لوري اشغال شوئ نه بولي نو مسئله حل ده او خبرې ،لیکنې ،تبصرې او موضعګیري ئې صرف دتجاوزګرانو اواشغالګرانو دوحشت تائیدول دي چې دخپل ولېنعمته له لوري دمادي اجورې دلاسته راوستلو او یا دکوم کاذب منصب دحاصلولو په مقصد نارواوو ته دروا پرتوګ وراغوندي .په دې حالت کې دښاغلي فرید احمد د(مستقل افغان)او ( خپله ملي او اسلامي دنده) ادعادهغې لویې خولۍ په سرایښول دي چې دده سر ورته کوچنۍ دئ .
لاکن که روانه تراژیدي دغربې امپریالیزم دوحشیانه تجاوز اوظالمانه اشغال نتیجه بولي،نو څوک دي چې دافغان وولس ترڅنګ ددې بربریت او وحشت په مقابل کې ئې خپلې سینې سپر کړې دي او دخپل ځان قربانۍ ته حاضردي ؟
دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک چې بې شکه دافغانستان دسیاسي ـ مذهبي سازمانونو په منځ کې دین ،وطن او وولس ته په وفادارائ او دملي ګټو او ارزښتونو په دفاع کې ئې خپل لیاقت او وړتیا دعمل په ډګر کې ښودلې ده دپردیو د غلامانو او مزدورانو په سترګو کې اغزئ دئ او دافغانستان قسم خوړلي دښمنان مزبوحانه کوښښ کوي چې دبې ځایه تورونو او مزخرفو پروپاګنډونو په کولو سره ئې هغه اعتبار ،اهمیت اوقدر ته چې د خپل وولس په منځ کې ئې لری تاوان ورسوي ،مګر لمر په دوو ګوتو نه پټیږي او داسلامي تحریک شاه زلمیان دافغان وولس دعام او تام ملاتړ نه برخورداره دي ،چې واضح ثبوت ئې په دې نامتوازنه جګړه کې دتجاوزګرانو او اشغالګرانو د بربریت او وحشت په مقابل کې قهرمانانه مقاومت دئ .
که دوولس هر اړخیزه،صادقانه او دومداره همکاري ورسره نه وي نو کوم بل قدرت دئ چې دنړئ لوئ اقتصادی ،تخنیکی او نظامي طاقت دخپلو نورو اقمارو سره چې ترغاښونو په مهلکو او درنو وسلو مسلح دی او مقایسه ئې دښاغلی صمد صاحب په لیکنه کې شوې ده دافغانستان د طالبانو داسلامي تحریک سره په مقابله کې پوزې ته راوستلئ او دشرمناکه ماتې او تیښتې لارې لټوي.
دافغان وولس سرشاره او پاکه مبارزه دخپلې ازادۍ او خپلواکۍ دپاره او دغربي وحشیانه تجاوزاو اشغال دختمولو له پاره دچټلستان دشیطاني شبکې آی،اس،آی ترچتر او نفوذ لاندې راوستل اوګڼل دهغو اشخاصو او ډلو کاردئ چې خپل خیرن ژوند دپردیو په غلامۍ کې میسر ګڼي او دوولس ازادي او حق خودارادیت ورته مطرح نه وي .
یوشخص یا یوه ډله دیوه مشخص هدف دلاسته راوستلو له پاره ښائي دپردیو دلاس اله ځان ګرزوي.طالبان دڅه دپاره دآی،اس،آی باداري په ځان ومني او په کوم قیمت؟
که مسئله دقدرت وي نو دا خو ټولې نړئ ته ښکاره ده چې دطالبانو په ځپلو ،وژلو،زنداني کولو،په امریکایانو باندې خرڅولو اوتعقیبولو کې ترټولو زیات د آی ،اس،آی رول وو اودئ نوپه کوم منطق اوسالم عقل سره به دا تورتوجیه شي چې طالبان به دهغه چا اطاعت وکړي چې ددوئ دبربادئ او دسیاسي قدرت دزوال سبب ګرزیدلي وو، دومره ضرر او ضربې چې ددې جهنمي سازمان له لوری طالبانو ولیدلې ،بل هیڅ سازمان نه دي لیدلې ،نوکوم دلیل او هدف به وي چې ددومره جفاووسره سره به بیا دطالبانو اسلامي تحریک ددې واضح دښمن سره ملګرتیا کوي او دهغوئ په مشوره او دستوربه عمل کوي.
که دطالبانو اسلامي تحریک د غلامئ،قدرت ،ثروت او شهرت تږي اووږي وائ ،نوولې ئې دآی ،اس ،ای په ځائ دامریکایانوسره دې مقصد ته درسیدو دپاره معامله ګري او سازش نه کولو،چې دمریونو سره ئې وکړي او دومره ځاني او مالي تلفاتو او ضایعاتو ته او دامریکایانو دې رسوایۍ او شرمیدو ته څه ضرورت وو؟ امریکایانو به خپل امرونه کول او طالبانو به خپلې مېلې او چړچې.طالبان به په یوه پوشالي قدرت کې پاته وو او امریکایانو به هم خپل سیاسي او اقتصادی اهداف عملي کول .
لاکن اسلامي تحریک ته برخلاف دجنګي جنایت کارانو او ملي خائینانو چې خپله بقا دوطن او ملي ارزښتونو په خرڅولو او دپردیوپه مزدورئ کې ویني نور ارزښتونه لکه ازادي ،خپلواکې،ملي نوامیس،دخپل وولس اقتدار او په خپله دخپل برخلیک ټاکنه دپردیو سره دمعامله ګرئ او مزدورئ په ځائ ا همیت درلود او همدا وجه وه چې تسلیمیدل او اطاعت ئې ونه منل ، دقدرت دټولو مزایاوو نه تیر شول او دپردیو په غیږ کې درنډیو په څیرد ننګین ژوند په عوض کې ئې په غرونو او رغونوکې دخپل وولس ترڅنګ دحق داستقرار او دباطل دمنځه وړلو له پاره دمبارزې او جهاد لاره ونیوله .
بناءًدافغانستان دخلکو برحقه مبارزه دخپلې ازادۍ او استقلال له پاره دخپلو اصیلو زامنو طالبانو تررهبرئ لاندې په
آی ،اس،آی پورې تړل یوازې دافغان وولس ددښمنانو او دهغوئ دمزدورانو بې ثبوته او مغرضانه تهمتونه او
پروپاګند ونه دي چې حقایق نه شي پټولائ اودافغان وولس په راسخه اراده او مبارزه کې کوم خلل نه شي راوستلائ. دافغانستان دطالبانو تحریک دافغانستان په سیاسي جغرافیه کې سره له ځینې نیمګړتیاوو دټولو ګوندونو،سازمانونو،تحریکونو او تنظیمونوسره په مقایسه کې اسلامي ترین ،ملي ترین ،وولسي ترین ،مستقل ترین او مؤمن ترین تحریک دئ چې ددیني او ملي ارزښتونو او ګټو په سر هیڅ معاملې او سازش ته ئې تن نه دئ ورکړئ او دوولس او وطن سره ئې رابطه په صداقت او اخلاص ولاړه ده ،چې په همدې خصوصیت او کیفیت سره دوولس دپراخه پرګنو دحمایت او تائید وړ ګرزیدلئ دئ .
تاریخ دا ښودلې ده چې دوولسونو دازادۍ غوښتنې دطوفان مخه دزر او زور دخاوندانو او دهغوئ د زرخریده غلامانو په توطئو او شیطاني پروپاګندونو او وحشیګریو نه نیول کیږي او هرظالمانه تجاوز او اشغال دملتونو او دهغوئ داصیلو بچیانو په سرښندنو او شهادتونوسره دفع شوئ او له منځه تللئ دئ.افغان وولس به هم دخپلې ازادۍ او خپلواکۍ په مبارزه کې انشاءالله کامیابه شي او دیاوه ګویانو او تورلګوونکو بې اساسه تبلیغونه به ددې مبارزې په شدت او حقانیت کې تغیر رانه ولي او دافغانستان پټ اوښکاره ،شعوري او غیر شعوري دښمنان به دخوارئ ،ذلت او وجداني عذاب سره مخامخ شي.
مننه
monir
12.10.2010
سلامونه او ښې چارې!
[quote:8f6b9da632="هیښ"]
که مسئله دقدرت وي نو دا خو ټولې نړئ ته ښکاره ده چې دطالبانو په ځپلو ،وژلو،زنداني کولو،په امریکایانو باندې خرڅولو اوتعقیبولو کې ترټولو زیات د آی ،اس،آی رول وو اودئ نوپه کوم منطق اوسالم عقل سره به دا تورتوجیه شي چې طالبان به دهغه چا اطاعت وکړي چې ددوئ دبربادئ او دسیاسي قدرت دزوال سبب ګرزیدلي وو، دومره ضرر او ضربې چې ددې جهنمي سازمان له لوری طالبانو ولیدلې ،بل هیڅ سازمان نه دي لیدلې ،نوکوم دلیل او هدف به وي چې ددومره جفاووسره سره به بیا دطالبانو اسلامي تحریک ددې واضح دښمن سره ملګرتیا کوي او دهغوئ په مشوره او دستوربه عمل کوي.
[/quote:8f6b9da632]
ّهیښ صیب تاسو موضوع په ډېر تفسیر سره هسې چې فکر کوﺉ تشریح کړې ده او د طالبانو شهامت او فداکاری مو په عامو کلمو او بې له تفکیکه ستایلئ دی.
تاسو پر ځای دطالبانو په ځپلو ،وژلو،زنداني کولو،په امریکایانو باندې خرڅولو اوتعقیبولو کې د آی ،اس،آی رول ته ګوته نیولې ده خو توضیح کړي مو ندي چې کوم طالبان په بې رحمانه توګه وځپل شول! ټولو ته څرګنده ده چې هغه وخت پاکستانې الوتکو د طالبانو د رهبری غړي یې له مزار، کندز او نورو ځایونو څخه له ځانه سره پاکستان ته یوړل او رهبری ته وفا داره لښکرې یې دوستم او نورو جنایتکارو ته خوشې کړل چې د یوې برخې سایې په کانتېنرونو کې و اېستله. یواځې د طالبانو د رهبری یو ځو محدود غړي یې چې د دوی په خوښه نه وو امریکایانو ته وسپارل او پاکستان ته وفاداره د رهبری نور ټول غړي یې دخپلو سیاسی اهدافو لپاره وساتل. د آی اس آی جنرالان پدې ډېر ښه پوهېږي چې رهبری مهمه ده او دا نور بې سواده او ناپوه لښکرې لکه ړندو غوندې له دوی نه اطاعت کوی. له همدې کبله له دې ساده لوحه رهبري څخه یې یو امیرا لمومنین جوړ کړ او نور یې د اسلامی امارت په تمه خوشحاله ساتلي دي. نو اصلی خبره د طالبانو په رهبری باندې ده. که یې تاسې منئ یا نه دا خو اوس ټول پوهېږی او کافی اسناد هم خپاره شوي دي چې دطالبانو رهبری د چا په لاس کې ده!
په درنښت
عادل عادل
12.10.2010
سلامونه
څنګه دا خوبان لدې کوڅې نه په څنګ تللي دي
ډیرو ښایسته وو"لر او بر" کې خواله کړي دي
لر او بر ته ورشئ ....
لومړئ مخ:
http://larawbar.com/comments.php?newsid=20990&page=1
دوهم مخ:
http://larawbar.com/comments.php?newsid=20990&page=2
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سلامونه
[color=white:8ec0d646b2]کړنګونه دې وهلي په میړانه افغاني
غافل نه شې اشنا له کږلیچو پس له بري !!![/color:8ec0d646b2]
زه د ګران افغانستان د اشغال د پیل نه تر ننه، ځمکنیو حقایقو او د افغانانو تیر تاریخ ته په کتو سره د یرغلګرو په شرمیدلې ماته کې د شک هیڅ ځای نه وینم، ان شاء الله چې ډیر زر به پښې سپکوي.
خو د پورتني باور سره سره زما په نظر د تیرو 9 کلونو د پیل څخه بیا تر ننه پورې تر ټولو د اهمیت وړ او د چلنجونو نه ډکه مرحله د یرغلګرو د تر شړلو او حتمي بري څخه وروسته پړاو دی چې د چارو د جدي او مسوولانه سمبال په څنګ کې د جنګي جنایتکارانو او مافیایي غلو محاکمه ، مجازات، د باغيانو مهارول، د ولس د ارادو تمثیل او تحفظ ته پاملرنه کول دي، چې باید افغان ولس او د روان سپیڅلي مقاومت مشرتابه یې په ګډه سره د بري نه وروسته پړاو تر حتمي رارسیدلو وړاندې تر جدی غور او الویت لاندې ونیسي او د سالمو تګلارو په مخکې کولو او اعلانولو سره لکه څنګه چې ښایي یو بل ډاډه او په جریان کې وساتي.
په دې لړ کې په دین او وطن باندې ټولو مینو افغانانو ته وړاندیز کوم چې خپلې حوصلې او اوچت مورالونه د تیر جهاد په څیر، یوازې د یرغلګرو تر شړلو پورې محدودې ونه ساتي بلکه داسې وانګیري چې د یرغلګرو په شړلو سره یې د خپل مسوولیت یوه پر دریمه برخه سرته رسولې او پاتې نور به په سوکاله او خپلواک افغانستان کې د اسلام تر قانون لاندې د تلپاتې سولې او مستحکم ولسي اسلامي نظام په قایمولو کې په نه ستړې کیدونکو هڅو کې کاروي.
12.10.2010
[quote:1e1d1b6660="نوروزخان"]
پتوال صیب ځوانیمرګ دې شم که به دلته خپل استعداد ازمایم او یابه هم یوازې دګانټو اړولو په نیت راننوتی یم [/quote:1e1d1b6660]
دروند ورور نوروز خانه سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه !
وروره دغه مطلب زما هم نه دی ، په خبرو کې دې اخلاص او صداقت له ورايه ځليږي ، خو که هدف سپيناوی وي، چې دی ، نو هغه
پخپله د پوښتنې ځوابول غواړي او يواځې د د ځوابونکي په ښه نيت او صداقت ، چې تر هر څه لوړ ارزښت هم لري او اړين شرط دی ، نشي ځوابېدای .
زه نيوکې په طالب غورځنګ او طالبانو ورونو نه دي ، زه يې بری او کاميابي غواړم ! هر څه چې دي د دوښمنانو په پوځي استخباراتو او پر مظلوم افغان ولس د هغوی په ډول ډول نادودو راڅرخي . لومړی د KGB نادودې اوله هغوی وروسته
د ISI او CIA ګډې نادودې دي چې افغانان يې د ناورين په بټۍ کې وسېزل او لا هم سوځول يې دوام لري . خبره هېڅکله په يو غورځنګ، طالبانو، تنظيميانو يا ګونديانو کې نۀ ده، بلکې صرف او صرف ددوی د رهبرۍ په رآس کې ده : لومړی چا باور هم نه کاوه چې تره کی دې د مسکو ګوډاګی وي، ورور روښانه شوه چې د ګوند د راس مشران ټول د مسکو ګوډاګيان دي، بيا هم صفوفويې تر پايه پورې باور نه کاوه چې مشران به يې هسې تش ګوډاګيان وي، همدغسې جهادي مشران هم کلک د اسلام آباد په لومه کې نښتي وو او د تنظيمونو تګ لارې ، جهاد او حرکتونه يې کنترولول . خو مجاهدين سر شاره او له دې ناخباره جنګېدل چې ګنې زمونږ سياسي او پوځي مزي او تارونه ټول د رهبرۍ پواسطه دISI په لاس کې دي .
تر څو ټول عالم وليدل چې اول KGB بيا CIA او ISI د همدغو مشرانو له لارې په افغانستان کوم ناورينونه راوستل ! دغه مشران يو په بل وژل کېدل خو د يو آه ويستلو امکانات يې نه درلودل او نه يې خپلو صفوفو ته حال څرګندولای شو چې شوروي ور سره څه کوي .
په ورته ډول د CIA او ISI ګوډاګيان هم چانس او امکانات نه لري چې د بارا له ليکې يو ګام او يوه خبره کږه وکړي . او که پرې هشې شک هم پيدا شي د ملا برادر په سرنوشت اخته کيږي .
داچې طالب مشران هم په دغسې يو حالت کې دي که نه، ددوی له څرګندونو او چوپتيا څخه معلوميدای شي :
آيا تر نن ورځې پورې ملا عمر داسې کومه څرګندونه کړې چې د ISI له ګټې او سياست څخه مخالف وي ؟ آيا ملا عمر سره له دې چې پاکستان ګڼ شمير طالب چارواکي ونيول او ګوانتا نامو ته يې وسپارل پر ISI کوم تنقيد قدرې هم څرګند کړی ؟؟
آيا د ملا برادر د نيولو او اړونده موضوع په اړه ملا عمر خپل کوم نظر څرګند کړی چې د ISI په پلوي نه وي ؟؟؟؟
آيا نوموړي تر اوسه اقلآ دغومره جرئت هم کړی چې خپله وابستګې د ISI پورې اقلا رد کاندي ؟؟؟؟
آيا تاسو کولای شئ د الاماره هغه ليکنې دلته په ليکه کړئ چې په هغې کې طالب مشرانو له امريکا يانو سره د ISI همکاري او ددوی په لاس د طالب چارواکو نيول او ګوانتا نامو ته سپارل غندل شوي وي ؟؟؟؟؟؟؟ آيا ملا صيب د ISI له ډاره کله هم د پاکستاني طالبانو وژل غندلي؟؟؟؟؟؟ يايې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونز په تړاو د پاکستان تنقيد کړی ؟؟؟؟؟؟؟ که دا يو يې هم نه وي کړي او نه يې کوي نو تردې زياته وابستګي، تړاو او غلامي نوره څه وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د ښاغلي هيښ صيب ټول دلايل هم په دې اړه چې پاکستان پر طالبانو دومره ظلمونه کوي ، خو طالب مشرتابه يې سره ددې ظلمونو آه نه پورته کوي بالکل د طالب مشرتابه استقلاليت مردودوي او وابستګي يې به اثبات رسوي .
[color=blue:1e1d1b6660]
زه هم د طالب مشرتابه د استقلاليت په آرمان يم او د يوۀ افغان په توګه غواړم چې تاسو ټول هغه غبرګونونه
چې تر اوسه پورې طالب مشرتابه د پاکستان د بې شميره ظلمونو په اړه کله هم د ISI په وړاندې ښودلي وي !
او که نه نو بيا قسمونه ونخورئ چې دا رهبري ګواکې د ISI په پنجو کې ښکېل اولاسپوڅي نه ده ![/color:1e1d1b6660]
نوروز خان
12.10.2010
پتوال صیب سلامونه !
تاسو وایئ چې ولې طالبان دپاکستان په ضدداسې ډانګ پېیلی دریځ نه خپلوي لکه دامریکا په ضدیي چې خپل کړی دی ،وروره زمونږ دخلکو یوه ساده خبره ده چې وایي هرڅوک په خپل کارښه پوهیږي په دې کې له ټول ساده والي سره سره ډیرلوی مفهوم نغښتی زماباور دی که تاسو دملامحمد عمر په ځای وای اوخدای په همداسې امتحان کې راوستي وای هم دریځ به مو له دې پرته بل څه نه وه ،طالبان دناسمو شرایطواو خطرناکو ظروفو په اساس یوازې دپاکستان په وړاندې زغم نه کوي بلکې دایران ،عربي هیوادونو ،ملل متحد ،نړیوالو خبري ادارو او ژورنالستانو دغه راز دعفوي او بشردحقونو دادارو په وړاندې هم همداسې پالیسي لري ،آبل کال دکابل دحملو منتظمین طالبان دحج په مهال دسعودي شاهي حکومت ونیول او لاستړلي یي کابل ته وسپارل دغه راز ایران په وار وار همداپیره کړېده ،ملل متحد او اسلامي کنفرانس چې طالبان تروریستان بولي مګر طالبان په هره اعلامیه کې په دوی حساب کوي دافغانستان په مسله کې دمداخلې او سالم منځګړیتوب ځولۍ ورته غوړوي دغه راز نورنړیوال سازمانونه چې طالبان له مجبورۍ ورسره دیوې پښې ماله کوي ،داددې په خاطر چې طالبان په دې پوهیږي چې دالقاعدې غوندې تنګ ،تروش اوترېو دریځ نور دچلاو وړ ندی او نه کار ورکولای شي دلته له داسې ځواک سره پنجه نرمول شروع دي چې دګردې نړۍ پوځی بودیجه ددوی دپوځي مصارفو زکات ته ایله رسیږي نوښه داده چې یوازې په همدې مقابله بسنه وشي ولې جبهې پراخې کړو او خدای راکړی زور په لوی لاس تقسیم کړو ، له لوړو حقایقو سره سره طالبان دسعودي پاچاخادم الحرمین بولي ایران ته یي په نهه کاله کې یوه ستوغه نه ده ورشړلې او دپاکستان په برخه کې هم نه غواړي په لوی لاس جوړه فضا خرابه اوددې هیواد په ښارونو او خاورینو کمپونو کې له امریکایي جبرنه د ژوندوراخلاصو او دپت په جرم دبې کورو شویو درنو او بې وطنه مجاهدینوپه کورونو کې دپاکستاني استخباراتي سپیانو ګرځیدلو ته په لوی لاس بهانه وتراشي .
پتوال صیب مامخکې درته ویلي وه چې دطالب مجاهدینولپاره دتقرر ځای اوس یاپاکستان دی یاافغانستان خوله دا وروستیو څو کلونو راهیسې ځکه په افغانستان کې ګوزاره مشکله شوې چې امریکایي پوځیان ټولو اطرافي سیموته رسیدلي ددښمن استخباراتي جال خورا پیاوړی شوی او ددښمن د دجالي آواک سیستم له فعالیدو وروسته خوجاسوسي الوتکې په درست هیواد داسې بوڼیږي لکه غوماشي ،داټول ددې لپاره چې طالبان له منځه یوسي له همدې امله اوس په زیاتره طالب مجاهدینو دافغانستان ځمکه تنور شوې او دپاکستان په مختلفو سیمو کې دکډوالۍ په ژوند اړ شوي دي دافیصدي به تقریبا دطالبانوپه مشرانو او سرګروپانو کې اویاوو ته رسیږي نوچې کله ملامحمد عمر په دې کچه پاکستان ته لاس ورلاندې وي آیا دابه کوم انساني عقل ومني چې یوازې دیوه کاغذي او دروغجن افتخار او استقلالیت لپاره په پاکستان مطبوعاتي بلوسیدنه وکړي خو په قیمت کې یې خپل په لکونو دپت په جرم مهاجر مجاهدین بې پته شي او په ښځو کې یي پنجابیان وګرځول شي .
پتوال صیب دامسله دومره ساده نه ده لکه تاسو چې ورته له لرې راګورئ ماچې اسلامی تاریخ مطالعه کړئ دا په زغرده ویلای شم چې تراوسه په هیڅ اسلامی امت او مسلمانانو دومره سخت ازمون او مصیبت نه دی راغلی لکه اوس چې طالبان په کې ښکیل دي په افغانستان کې دې سفیشل فورس نه پریږدي دنورو ملکونو پولې خودي تړلي مجبوریي پاکستان ته به راځی په پاکستان کې که ونیول شوې خوبلادرپسې پریږده چې اولادونه دې وکړیږي او که نه نیول کیږي نو دټول افغان بحثوال دې نه پریږدي چې نو ولې نه نیول کیږې او یاپاکستان دې ته نه واداره کوي چې ودي نیسي پتوال صیب ستادادریځ ماته دهغه سړي خبره رایادوي چې په ټولو ژوندو طالبانو به یي نقد کاوه چې چابه ورته وویل چې داخو سم سړی دی ده به ورته ویل که سم سړی وای خودی به هم شهید شوای وای :oops: :lol:
12.10.2010
نوروز خان ورور ته د زړۀ له کومي سلامونه او نېکې هيلې !
[quote:3fe35bc4a8]تاسو وایئ چې ولې طالبان دپاکستان په ضدداسې ډانګ پېیلی دریځ نه خپلوي لکه دامریکا په ضدیي چې خپل کړی دی [/quote:3fe35bc4a8]
نۀ ځوانه ، نه داسې وايم او نه ميې ويلي، زه وايم خلک ورور ته هم وايي چې : [color=red:3fe35bc4a8]وروري به کوو خو حساب ترمنځ ![/color:3fe35bc4a8]
نو ملا عمر ولې پاکستان ته دومره نشي ويلی چې وروره دا زما مرستيال مجاهد ملا برادر دې ولې نيولی، ګناه يې څه ده(؟ ) ، ملا عبدالسلام دې ولې امريکايانو ته وسپاره ؟ امريکا ته دې ولې له خپلو هوايي ډګرونو څخه پۀ طالب دولت باندې د هوايي بريدونو او بمبئاريو اجازه ورکړه (؟)، پاکستاني طالبان ولې بمباردوې(؟)،
او که دا ټول کوې او ما نابودوې، نو دا دوستۍ دعوه مې بيا ولې کوې ؟؟؟؟ او ما د خپلو ورونو وژلو ته ولې هڅوې، آيا زما وطن په ما ورانوې او زما ورونه په ما وژنې ؟؟؟؟ له دې دوه مخيتوب نه دې هدف څشی دی ؟؟؟؟؟ آيا غواړې چې د جګړې يوه درغن (پل) دې زه او بل دې امريکايان شي او په منځ کې زما پښتون قام
د ميچنې لاندې دل دل کړې ؟؟؟؟؟ دا ټول د څه لۀ پاره ؟؟؟؟ صرف ددې له پاره چې
افغانستان په خپلو پښو ونه دريږي او سبا له تانه تاخوړلی حق (لره پښتونخوا) پيرته ترلاسه نشي کړای(؟) او يا د بلوڅو د آزادۍ د غورځنګ کوم ملاتړ پيدا نشي ؟؟؟؟؟ ای د خيرن تورمخي بچيه ، تا له هند نه هم آزادي په غلطه طريقه واخيسته، پزه دې هم په کې وينې نکړه، پښتانه چې د سرو مال قرباني يې ورکړې وه ، هغوی حاصل تا واخيست او پښتانه دې له خپلې آزادۍ څخه هم محروم کړل .
اوس غواړې افغانستان هم زما په مټ او قربانيو ، وروروژنو او وطن ورانولو سره په خپله ولکه کې ښکېل کړې ؟؟؟؟؟ ستا او ستا د بادار امريکا مصلحت يو دی، پلان مو يو دی ، دا چل مو مونږ پښتنو ته ايښی دی ؟؟؟ پښتون په پښتون وژنې ؟؟؟
تۀ همغه پنجاپی نه يې چې د انګريزانو په هندي عسکرو کې دې ستره برخه جوړه کړې وه او پر افغانستان دې بريدونه کول ؟؟؟؟؟ ستا اسلام او مسلمانی هغه وخت ولې ورکه وه ؟؟؟؟؟ اوس ما د اسلام په نامه د ځان له پاره جنګوې ؟؟؟؟؟؟؟همدغه انګليس او همدغه امريکا اوس هم ستا پنجابي د مور مړونه دي ، خو جنګوې ور سره ما ؟؟؟؟؟؟ پوزه دې د غوڅولو، لکۍ دې د پريکولو او کونه دې د موګي د منډلو ده !!!!! تا له ماسره دخپل انګريزي با دار مېکناټن چلوټه راخيستې ده چې د غازي محمد اکبرخان سره يې کوله، نود محمد اکبر خان غوندې دې زه هم نور د
د ميکناټن په برخليک اخته کوم او هيواد هم له تا او هم ستا له بادار انګليس او امريکا څخه آزادوم او خپلواک يې ساتم !
دادی ځم او د خپلو وطنوالو سره يو موټی کيږم پدې شرط او دې هدف له پاره چې :
١- ستا باداران امريکا او انګليسان او نور ياران به يې بې له قيدو شرطه زمونږ له هيواد څخه وځي .
٢- د ملي وحدت د آزاد حکومت په سلو کې ٦٠ وزيران اوواليان به پښتانه وي، چې ٣٠٪ به يې کرزی او ٣٠ به يې طالبان په خپله خوښه ټاکي !
٣ - له يوې دورې وروسته به عام انتخابات ترسره کيږي او بس !
نوروز خان
13.10.2010
پتوال صیب سلامونه او نیکې هیلې ...
تاسو وایئ ملامحمد عمر دې پاکستان ته ووایي وروري به کوو خو حساب ترمنځ ...
وروره دلته دوروري خبره ترمابین نشته دلته بیخي فوق العاده حالت نافذ دی ،په دې شکل چې ددې دواړو جوانبو هریوبل ته په چل کې دی او دراغلي تیري په تورتم کې هریونفسي نفسي وایي او غواړي له بل نه په استفاده خپل هدف ترلاسه کړي که ملاعمر له پاکستان نه ستا په زړه پاته پوښتنې نه دي کړې پاکستان هم ملاعمر نه دی پوښتلی اونه پوښتلی شي چې ولې یې په ملاکنډ ،شمالي او جنوبي وزیرستان دغه راز په ټول سرحدکې اورونه ورته وکرل تاسو به هغه سي ډي لیدلي وي چې په میرعلي کې دپاکستان تر۵۰ ډیروژل شوي پوځیان پراته دي او مړي یې سپې خوري داحالت که بیا له دي سره پرتله کړئ چې پاکستان د دریو پوځیانو په وژل کیدو ناټو ته څومره سخت عکس العمل وښود نو درمعلومه به شي چې طالبانو هم پاکستان ته سختې ضربې ورکړي دي او دملابرادر او نوروغچ یي وار له مخه په همدې سردرګمۍ کې ترې اخیستی دی .
وروره تاسو محترم په خپله وروستۍ خبره کې دبحث آره موضوع چې دطالبانو دغلامۍ تړاو له پاکستان سره ثابتول دي پرې ایښې او دutopismeپه چم مو یوازې خپل ارمان او خیال وړاندې کړی دی زه هم په همدې ارمان یم چې که له دې په لږپه تفیکیک جنګ جګړه ختمه او موضوع اسانه حل شي خو موضوع دومره ساده نه ده که داټولې وشي دابه څوک تضمینوي چې امریکایان به هیڅ بې هیڅه وزي او دا وطن به پریږدي
13.10.2010
[quote:a4da2ae686="نوروزخان"]پتوال صیب سلامونه او نیکې هیلې ...
تاسو وایئ ملامحمد عمر دې پاکستان ته ووایي وروري به کوو خو حساب ترمنځ ...
وروره دلته دوروري خبره ترمابین نشته دلته بیخي فوق العاده حالت نافذ دی ،په دې شکل چې ددې دواړو جوانبو هریوبل ته په چل کې دی او دراغلي تیري په تورتم کې هریونفسي نفسي وایي او غواړي له بل نه په استفاده خپل هدف ترلاسه کړي که ملاعمر له پاکستان نه ستا په زړه پاته پوښتنې نه دي کړې پاکستان هم ملاعمر نه دی پوښتلی اونه پوښتلی شي چې ولې یې په ملاکنډ ،شمالي او جنوبي وزیرستان دغه راز په ټول سرحدکې اورونه ورته وکرل تاسو به هغه سي ډي لیدلي وي چې په میرعلي کې دپاکستان تر۵۰ ډیروژل شوي پوځیان پراته دي او مړي یې سپې خوري داحالت که بیا له دي سره پرتله کړئ چې پاکستان د دریو پوځیانو په وژل کیدو ناټو ته څومره سخت عکس العمل وښود نو درمعلومه به شي چې طالبانو هم پاکستان ته سختې ضربې ورکړي دي او دملابرادر او نوروغچ یي وار له مخه په همدې سردرګمۍ کې ترې اخیستی دی .
وروره تاسو محترم په خپله وروستۍ خبره کې دبحث آره موضوع چې دطالبانو دغلامۍ تړاو له پاکستان سره ثابتول دي پرې ایښې او دutopismeپه چم مو یوازې خپل ارمان او خیال وړاندې کړی دی زه هم په همدې ارمان یم چې که له دې په لږپه تفیکیک جنګ جګړه ختمه او موضوع اسانه حل شي خو موضوع دومره ساده نه ده که داټولې وشي دابه څوک تضمینوي چې امریکایان به هیڅ بې هیڅه وزي او دا وطن به پریږدي[/quote:a4da2ae686]
نوروز خانه د زړۀ له تله سلامونه !
[color=yellow:a4da2ae686]همدا اوس يوسف رضا ګيلاني د پاکُستان صدراعظم وويل :
که پاکستان په خبرو کې ونډه ونۀ لري نو له طالبانو سره د حکومت دخبرو هڅې به ناکامې وي .
او زياتوي چې دا غوښتنه په خبرو کې کومه ستونزه نه، بلکې د خبرو برخه ده ![/color:a4da2ae686]
دا ثابتوي چې :
طالب مشران په ټوله کې تر کارمل او تره کي هم زيات د ISI په لاس کې دي ، چې دي او نه يې پريږدي چې مستقل په خبرو کې برخه واخلي . کارمل او نجيب خو د ژنيو په خبرو کې مستقلا ً هم برخه اخيستلای شوه . نو په دې ډول د کوټې د شورا په نامه نورې اعلاميې هم دISI له خوا ديکته او نشرته سپارل شوې او کيږي! نو بيا ولې له دې انکار کوئ چې طالب غورځنګ اصلا د نصير الله بابر او ISI له خوا رامنځته شو او تر نن ورځې پورې ترې د خپل سياسي فشار په توګه کار اخلي !
ستاسو له خبرو نه چې د طالب مشرانو د مجبوريتونوپه اړه يې کوئ هم دا جوته معلوميږي چې که ملاعمر په کراچۍ کې د نظارت لاندې ساتل کيږي
نو دا به هم يوه مجبوري وي!
هو، زه هم وايم چې دا ټوله يوه مجبوري ده ، هسې خو حفېظ الله امين هم د روسانو اطاعت نه کاوه ، ولې مجبور و چې سياسي غلامي يې ومني!
نو بيا راځه د دغې مجبورۍ څخه د خلاصون په اړه وغږيږو، نه په دې اړه چې دوی
له مجبوريته د پاکستان په غلامۍ کې ښکېل نه دي !
د مجبورۍ په اړه غږېدل له دې مجبورۍ څخه د خلاصولو او راوتلو لار لټولو دي او :
[color=blue:a4da2ae686] نور نو هغه سياسي او پوځي لارې وڅيړو چې د طالب غورځنګ
رهبري پرې د غلام د غلامۍ له مجبوريته خلاصېدلی او نجات موندلی شي ، بې له دې چې د اشغالګرو د ويستلو له پاره له خپل مقدس جهاد څخه لاس واخلي .
ومن الله التوفيق [/color:a4da2ae686].
يادونه او هيله : هغه CD چې تا ورته ګوته نيولې دلته يې هم د لېنک په ورکولو سره
ګرانو ګډونوالو ته وړاندې کړه ، کور اباد او بچي مو لوی !
نوروز خان
13.10.2010
پتوال صیب یوځل بیاهم سلامونه او پیرزوینې ،
[quote:5f919678ad]همدا اوس يوسف رضا ګيلاني د پاکُستان صدراعظم وويل :
که پاکستان په خبرو کې ونډه ونۀ لري نو له طالبانو سره د حکومت دخبرو هڅې به ناکامې وي .
او زياتوي چې دا غوښتنه په خبرو کې کومه ستونزه نه، بلکې د خبرو برخه ده !
دا ثابتوي چې :
طالب مشران په ټوله کې تر کارمل او تره کي هم زيات د ISI په لاس کې دي [/quote:5f919678ad]
البته ستاسو په اند ځکه څوک چې دطالبانو دسیاق ، سباق اوحقیقت په اړه لږ درک هم ولري هغوی دیوه باټو هیواد دباټو سیاستوال په دومره کوچني مطبوعاتي ګوزدومره ستره دعوه داثبات ترپولې نه رسوي بلکې په پیشو پسې دځغاستې نه وړاندې لومړی خپل غوږ ګوري زه حیران یم چې پتوال صیب له یوې خواپاکستاني سیاستوال ترټولو مکار دروغجن او دځمکي دمخ اکذب الاکذبین منافقین بولي خوددلته غوندې بل ځای یې دخبرو په وړاندې بې له تأمل څخه آمنا وسلمنا وي اعاذناالله
آیا ته نه پوهیږي چې همدااوس یوازې پاکستان نه دی چې دافغانستان په مسله کې ځان دمهم کرکټرغوندې حسابوي بلکي دهند ،ایران اوروسیي په شمول دسیمې ټول هیوادونه همدا لاپې ولي او په راښکیله امریکا باندې ځانونه تلي [quote:5f919678ad]نو په دې ډول د کوټې د شورا په نامه نورې اعلاميې هم دISI له خوا ديکته او نشرته سپارل کیږي [/quote:5f919678ad]
سوچ دروغ دي ،تور دی ،بهتان دی ،افتراء ده چې دیوه مسلمان له شان سره نه ښایي ،پتوال صیب په هغه خدای یولک وارې قسم درته خورم چې زما نفس یي په ولکه کې دی چې که دطالبانو له اعلامیو څخه پاکستان آي ایس آی اویابل سازمان خبرهم وي لیکل ،مشوره اونور خو لالرې خبره ده همدا اعلامیه چې نن دمذاکراتو په اړه نشرشوې ماته یې ټول جریان معلوم دی چې چایي دلیکلوامروکړچا پښتو ولیکله چانهایي کړه چاانګلیسي کړه او چانشرکړه زه قسم درته خورم چې په دې ټول جریان کې له سوچه افغان او مسلمان څخه پرته بل څوک خبرلاندی ... نوولې بهتان ولې دروغ په کوم سند او کوم اساس ...
پتوال صیب زه چې ستادغه ډول بې اساسه او عنادي الزامونه ګورم نو فکرنه کوم چې داوړۍ دې شړۍ شي کاشکې تازما اندیښنو ته ځواب ویلای وای ما په خپله لیکنوکې ترهرڅه وړاندې داکوښښ کاوه چې ستااندیښنې رفع کړم خوتاسو دنامعلومو دلایلو له وجې بحث کوږ اوږ وکړپه پای کې مو نه وړه نه راوړه اوبیرته مو هماغه خبره راشتۍ کړه چې بحث ترې راپیل شوی وه چې زه مو له دې پوښتنې سره مخ کړم چې نوددې دومره خبرو او دوخت دضیاع فایده بالاخره څه شوه .
تاسو دسي ډي غوښتنه کړې ده متاسفانه اوس راسره نشته په یوټيوب کې مي هم تراوسه نه ده لیدلي داهغه سي ډي چې درې څلورکاله وړاندې کله پاکستاني پوځ دمیرعلي په په خوشالي کلي باندې ستربرید وکړ چې دمیرعلي شار نه جنوب ته دیوه خوړ سره طالبانو دپاکستاني پوځ تردیرشو پورې موټر په کمین کې راګیرکړل چې په ترڅ کې یي ددښمن شپاړس موټر وسوزیدل او لسګونه عسکریی هم مړه شول هلته دعسکرو له تیښتې شیبه وروسته دطالبانو یوعکاس ورغلی او دپاکستاني وژل شویو سرتیرو عکاسي يي کړي دي هلته ښکاري چې په اکثره فوځیانو چې په موټرو او کښتونو کې پراته دي صحرایي سپي لګیا دي او غوښې ترې شکوي دغه راز اکثره پوځیانو له موټرو دکوزیدو فرصت نه دی موندلی او همداسې په موټرو کې ژوندي سوزیدلي دي داچې زما غوندې او دټولو افغانانو غوندې دې پاکستاني پوځ ته ډیره خواشنه ده دزړه دیخوالي لپاره مي داسي ډي خامخا درباندې لیدله خو اوس راسره نشته که په وزیرستان کې څوک شناخته لري کیدای شي دمیران شاه او واڼې په بازارونو کي دسي ډي ګانوپه دوکانونو کې پیدا شي .
پتوال صیب یوه بله خبره رایاده شوه خدای دي وکړي چې ځان ته یي متوجه نکړې .
زه وایم دابه ډیره بې ځایه او شرم آوره وي که یوڅوک دپښتون پال نشنلیست یا تش په نامه افغان ملت پال په نامه باندې غورې وهي چې موږ یوچې دافغانستان دابدي دښمن پاکستان په وړاندې دسدسکندر غوندې ولاړ یو او په دې برخه کې دافغانستان ددفاع ویاړ لرو ځکه که حقیقت وګورو همدغو نشنلیستوجریانونو تراوسه دپاکستان په وړاندې کومه توره کړي چې لاپې وهي دوی خو لکه ایراني اخوندان چې دیرش کاله کیږي مرګ به امریکا چیغي وهي دوی هم دادیرش کاله مرګ په پاکستان چیغي وهي خوتراوسه یي یوپاکستانی البته حکومتي هم ددوزخ میلمه نه کړ په داسې حال کې طالب جریان په وزیرستان مکین کې له ډاکې وروسته دپاکستان په تاریخ ترټولو ډیرپاکستاني پوځیان سلامي کړل وردۍ یې ځینې وکښلې او دځینو په ککرو کې یي دپاک سرزمین نشه هم ورووژله دغه راز یي په کورمه ،واڼه ،مکین ،میرعلي ،رزمک ،خیسوره ،شوال ،باجوړ ،اورکزو او نوروځایونو کې په پاکستاني یرغلګرو باندې پشې وخندولې پتوال صیب ددې ټولو صحنو ژوندي جریانونه په سي ډي ګانو کې ثبت دي چې له قبایلو څخه یي ترلاسه کولای او زړه پرې ټکورولای شئ