د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

M Tahir
23.11.2010

ياره خو حامد کاکا دا تۀ يي له کومه دې حمام ته و درولې سم ريشخند يې درپسې وکړ. زموږ کالج ته يو زلمی قاري ملا راغلی وو، غوښتل يې چې هلکانو ته اسلاميات تدريس کړي . يوه ورځ يې درس راکړ، ډېر خوند يې وکړ خو پۀ دا سبا هغه پېغله چې تر دې پخوا د اسلامياتو مضمون ورسره وو او اوس يې د مطالعۀ پاکستان مضمون ورکړی وو، له پرنسپل سره يي يو پټ [color=blue:546798f8bd]ميټنګ[/color:546798f8bd] وکړ، پرنسپل قاري صاحب ته وويل چې د سوداګرۍ حساب(Business Math) تدريس کړي ، قاري صاحب چې کلاس ته راغی له ډېرې غصې يي خندل او کتاب يې ور پورته کړ، وايي دا زۀ اوس پخپله زده کړم او که يي تاسې ته در وښيم! باور وکړئ، زښت ډېر مو وخندل ځکه چې د کالج پرنسپل د قاري صاحب د ليرې کولو ډېر حرامي ترکيب جوړ کړی وو!
باور وکړئ د دې[color=white:546798f8bd] حمام[/color:546798f8bd] ( ټوکو د فورم) Administration له تاسر سره نه ښايي ځکه چې که نور هيڅ هم نۀ وي د امربالمعروف و نهي عن المنکر قواعد مو د مقبوليت ګراف ضرور راټيټوي ! ځکه چې زموږ غوندې پښې لوڅي [color=white:546798f8bd]لوڅې[/color:546798f8bd] ټوکې ليکل غواړي!
بهر حال ، وايي پر ملا يي لمبول دي بښل يې پر خدای دي خوښه مو خپله !
يوه ټوکه لږ سمه ليکم خو نورې به بيا پۀ خپل اسټائل!

يوه ورځ يوې ښځې بلې ته وويل چې پلاني هلک ماته سپوږمۍ وويل. هغه بلې طنز پرې وکړ چې پر دې تورو تورو ..... ک.......و.. به دې مئين سوی وي؟
دې ورته وويل چې نه اصلا زما له لور سره يي يارانه ده او هغې ته د سپوږمۍ (زما) ټوټه وايي !
پۀ مينه
ستاسو طاهر


رښتینی
23.11.2010

طاهر جانه سلام !

یو وخت د ټوکو په خونه کی ډیر حالات خراب و وطنمل ته می
ولیکل چی لیږ خو دی لورته توجه وکړه هلته خو یو مخ خلک
لوڅ شوی دی په دا بله ورځ دهغی ستونزی له پاره دا بد شاګومه
حل پیدا کړ او هغه په دی حمام کی زما تقرری وه ما ورته ولیکل
چی دا کار زه نه کوم او نه یی کولی شم او نه می اوس دومره ډیر
دیخواته راکتلی دی هو ډاکټر صیب لا زما نوم ندی لیری کړی
نه پوهیږم

تاسو ښه خبر کړی ده الله مو خوشاله لره


M Tahir
23.11.2010

وعليکم سلام
ياره خو ډېر چټک يې ما لا له خپلې ليکنې املايي تېروتنې هم نه وې ليرې کړې چې تا بيا جواب هم راکړ!
ښه نو بيا خو ښۀ کار سوی چې مسؤليت ته دې اوږه نه ده ورکړې. وطنمل صاحب ته و وايه (ظاهره دې يي مخې ته خرۀ تېرېږي) چې موږ هر کار کولای شو ان که څوک مړ سپی پۀ لاس راکړي هم کشوو يي، خو دا حمام بېخي سپک کار دی د هوتک او هغه ستا د صميم کټوازي پۀ څېر [color=white:92b6321f70]زړور[/color:92b6321f70] ځوانان خلک يې سمبالولای شي!
پۀ مينه
ستاسو طاهر


قريش
23.11.2010

حامد صیب هلته د خرمړشو ترعنوان لاندي مې تازه تازه دښځي او میړه په هکله یوه ټوکه خوندی کړه. خووروسته مې فکر شو دغه ځای ورته ډيرمناسب وه خواوس می خوندي کړي ده.
تاسې یې دلته رانقل کړۍفایده به یې عامه اوحمام به منظم شي. ښایسته ټوکه ده. مننه

تندرصیب! فکرخو دې دی کنه :lol: هاهاهها


عنوان

spinkar
23.11.2010

محمد طاهر خانه تاسو اول ځان کالیجی معرفی کړی اوبیا مو دالاندی کلیمی ورزیاتی کړی٠
لکه چه دپلاوړس محمد په لاره تللی ې٠
,,,--------------------------
(Business Math)

---------------------------
یو سړی پس له ډیره وخته له امریکا نه وطن ته راغلو ،ډیر خلک ې ستړې مشی ته راغلل ،خو ګل محمد کاکا ې نه و٠

نو پوښتنه ې وکړه چه پلاوړس محمد کاکا چیری دی٠؟
دا دحمامی وظیفه خپله په غاړه واخله،ستاغوندی ډیر دی چه کالیج ته هم ځی او په ضمن کی کار هم کوی٠ کار شرم نه دی٠
مننه


M Tahir
26.11.2010

Spinkar صيب
پۀ خير، ستړی مه شې!

اشنا ما خو د مضمون نوم ليکلی دی او نور هغه د کالجيانو معروف مرض د خدای پۀ فضل سره لا نه يم نيولی چې مقابل شخص ته د خپل تش پۀ نوم جديد علمي قابليت د څرګندولو لپاره د انګرېزي ځينې لغات د توتي پۀ څېر ياد کړي وي او بس !
خير، پروا يي نسته حمام درسره تودوم خو خدایزده چې دا اهليت به هم لرو او که يه ؟ ځکه مو وطنمل صيب هم چندان پۀ فکر کې نه دی کنه زموږ[color=blue:25c806380e] اونيز چټک[/color:25c806380e] خدمات حاضر دي او پۀ اونۍ کې يي يوځلې تودولای شم. خو د حمام لپاره د يو څادرۀ شتون له هر کس سره اړين بولم، نور يې خوښه خپله چې پۀ څادرۀ کې يي دننه هرڅۀ کول، کوي دې يي!

پۀ مينه
ستاسو طاهر


عادل عادل
16.12.2010

سلامونه

یره دا د حمام نوم خو د ټوکو د د خونې سره نه ښایي، عامه حمام خو د فاړس زوړ فرهنګ دی چې تر اوسه هم د ایران د پلازمینې او نورو ښارونو په هر کونج او کنار کې شته، او نر او ښځې یې سره لدې چې د پخوا خلاف په کورونو کې تودې اوبه او مدرن حمامونه لري تر اوسه ورځي.

په ټوکو کې باید ټولو ته داسې احساس وبښو چې د شملورو او څڼیورو درنه او د شوخیو ډکه حجره انځور او محسوسه شي، نه د پیښور د د کالج سټوډینسیز بنډارونه او یا حمامونه چې لانده دسمالونه یې پر سر خواره وی.


M Tahir
27.12.2010

عادل عادل صيب
ستړی مه شې!
سمه خبره مو کړې چې د حمام او حجرې يا هجرې توپير پکار دی ځکه چې پۀ حمام کې خو ټول ډمان سره پنډېږي او برعکس دلته له موږ سم خلک هم سته . بهر حال وايي يوې ښځې ته يي مېړۀ ويلي وو چې که دا ږيره وخرېيم څرنګه به وي؟ ښځه يي چې لا پخوا يي پر ځيږ مخ خوشحاله نه وه ورته ويلي وو چې که يي وخرېې، تۀ به ښۀ پرې ښکارېږې، زما يي پرې څۀ؟
پۀ مينه
طاهر


قريش
27.12.2010

محمدطاهرخانه ستادټوکی دپاره خوما دمخکی نه خوله چینګه کړه خوچی اخیر ته ورسیدم اوس نه پوهیږم چی داچینګه خوله ( :D ) می دکوم ځای ولګیده؟ که دټوکی دخنداځای راپه ګوته کړی نولږپه مطمین زړه به ورته وخاندو. :x


محمدزمان هوتک
27.12.2010

قریشه یاره سلام
ولا دطاهر خان ورور په ټوکه کی خوما هم دخندا ځای ونه لید دالاندی ټوکه ولوله ورته خانده که خندا نه درتله هم خیردی ،او روشتیا ولا هغه د وردګ پر ټوکه دی سخت وخندولم یقینآ درته وایم چه ډیرمی وخندله
‏،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
یوه ورځ دیو سړی ماندینی کالی پریوله په دی وخت کی یو کارګه راغی صابون یې حمله کړ اوپه هواسو پر درخته کښینستی ماندینی یې وخپل خاوند ته ور ږغ کړه چه راسه صابون کارګه یو وړی خاوندیې ورته وویل خیردی پروا نلری خوته یې هم وینی چه مخ یې ستا تر مخ تور دی ‏


پښتون.
28.12.2010

سلامونه ملګرو!هوتک صیب ښکلی ټوکی دی لیکلی دی ډیر پخوا می اوریدلی وی.
او له سره می ورته وخندل :lol: :lol: :lol: :lol:
د طاهر ورور ټوکه یو کنایه ټوکه وه نو ځکه ورته د قریش صیب خوله نه وه جینګه شوی خو د قریش صیب ځواب بیا زما خوله را جینګه کړه :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
:lol: :lol: :lol:
مېړه : زما ماندینه ورکه سوې ده ؟
سړی :دا قومندانۍ نه ده ، پوست خونه ده ، ولاړسه قومندانۍ ته هلته خپل عرض وړاندي کړه .
دښځي مېړه : څه وکړم ، دخوشحالۍ له لاسه؛ لاره راڅخه ورکه سوې ده.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


شبيراحمد
07.01.2011

سلامونه

يوه وخت ښځه اوخاوندپه خپلوکي سره خپه شول نويوبل ته به يې په خط ( ليک ) کي پيغام پرېښود.
يوه ورځ خاوندددې له پاره چې ښځه به يې ورباندي غږوکړي دخبروته به لارپارنستل شي ورته وليکل چې
په يوه بجه مي له خوبه راپاڅوه
ښځي چې ليک ولوست نوپه يوه بجه يې دخاوندسرته ليک وغورځاوه چې
پاڅه يوه بجه ده :lol:


M Tahir
16.02.2011

قريش صاحب
چې تۀ لا د خبرو پۀ هنر کې ماشوم يې نو زۀ به دې پۀ کومه کومه خبره مطمئنوم؟

 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more