د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دمیړه او ماندينې په اړه ټوکی( ادبی اوداخلاقو په چوکاټ کی دننه )

رښتینی
03.10.2010

زما درنو ټوکمارانو دوستانو دلته چی له عنوان سره ما کوم شرطونه
زیات کړی ګورئ هغه مهم وبولئ او دمخالفت په صورت کی بیا ......
اقلا ما دلته مه غواړئ او یا شونی دی نور عکس العمل هم ...... :) :)
خپه نشئ دا اختار ډوله خبری خوند نه کوی په هرصورت راځود
دمطلب ټکی ته :

دلته به د میړه او ماندينې په اړه مختلفی ټوکی را اخلو خو په دی
شرط چی خبره له نامه پورته وی نه ښکته او له تاسو درنو یارانو
په ډیره احترامانه توګه هیله کوم چی دا خواست کی راسره ومنئ
ښاغلی تندر ، مبارزشا ،بڅرکۍ او له نورو وروڼو مکررا دا هیله
کوم دا چی ستاسو او ټوکی ترمنځ می تکراری جملی ډیری کړی
بښنه غواړم راځئ ټوکی ته :

یو سړی قاضی ته ورغی چی قاضی صیب زه غواړم خپله مېرمن طلاق
کړم
قاضی : ولی ؟
یوسړۍ :په نه خبره وار راباندی وکړی
قاضی : دواده موڅومره وخت کیږی ؟
یوسړۍ : ۱۴ کاله .
قاضی : هلکه دومره ډیر ژوند مو سره تیر دی ځه له طلاقه تیرشه ؟
یوسړۍ : نه نه کازی صیب په دی موده کی یی نواوس موخه او هدف
ویستنه دومره سخت زده کړی دی چی کله وار راباندی کوی نوکوم
ځای یی چی زړه وغواړی په هغه ځای می ویشتلی شی : :o

په مینه


د موبیل تیلفون آسانتیاوې

پښتون.
03.10.2010

ښځې میړه ته زنګ وواهه : بلې ګرانه چیرته یی ؟ میړه چې دا وخت په بیت الخلا کې وه ځواب ورکړ : په یو ځای کې یم نو !! ښځه : د غرمې لپاره مې څه ندی پاخه کړی ، هر ځای کې چې یی هم هلته یو څه وخوره .


د ښځې بدسلوک

پښتون.
03.10.2010

یوسړي دخپل ښځې دبدسلوک څخه ډیر په تنګ راځي،آخر داسې پریکړه کوي چې ځان ووژني.
یو ورځ سړي دجومات کوهې ته ټوپ وهي. دیوځوان طالب فکر ورته کیږي او په بیړه سره نور طالبان مرستې ته راغواړي. یوګاونډی هلک هم په منډه منده دسړي ښځې ته خبرورکوي چې میړه دې ځان وواژه.
ښځه هم دزهرو بوتل جګوي اوپه خوله یې اړوي ، تردې وخت نور ګاونډیان هم خبریږي ګاونډیان کوشش کوي چې ښځه روغتون ته یوسي، خوښځه نه غواړي چې روغتون ته لاړه شي خلک داسې فکر کوي چې دمیړه سره يې ډیره مینه وه نو ځکه نه غواړي چې دمرګ څخه بچ شي .خو شیبې نه پس ښځه بیا په چغو شي او همدا وایي:
مه مې ژغورئ مه مې ژغورئ زه به حتمي ځم ورپسې والله که رانه هلته هم آرام وکړي.


یو سړی ښځه ډیره کوچنئ وه

پښتون.
03.10.2010

یو سړی ښځه ډیره کوچنئ وه، او ده ښه لوړ قد درلود، یو بل سړی پوښتنه ځنی
وکړه چه ته خپله ښه جګ قد لری او ښځه دی داسی کوچنی کړیده دا ولی. ده په
جواب کی ورته وویل ! غم چه هر څومره کوچنی وی ښه دی


زه ستا سره ډيره مينه لرم

پښتون.
03.10.2010

وايي يو وخت يو خاوند د خپلي ميرمني سره په خونه كښي ناست وو د خاوند ډير درد خپلي ميرمني ته راغي او خپله ميرمن يي يوه ټينګه چپلاخه ووهله. ميرمني يي وويل چي ولي دي ووهلم ؟ هغه ورته وويل چي داد ميني چپلاخه وه زه ستا سره ډيره مينه لرم ميرمنه هم سمدستي راولاړه سوه او خاوند يي يو ټينګ سوك يي پر مخ وواهه، هغه ورته وويل چي ولي دي ووهلم ؟ميرمني يي ورته وويل چي ته څه فكر كوي زه ستا سره مينه نه لرم


عنوان

tandar
03.10.2010

عنوان


نوی واده

پښتون.
03.10.2010

تندر صیب هر څه می وکړل خو ستا پشان خوندوره ټوکه می په یاد رانغله خو خیر هغه به هم را په یاد کړم نو د ا ټوکه هم هغوی ته نږدی ده هیل ده چی ومو خنده وی.
یوه سړې نوی واده کړې وو. سړې خپلې ښځې ته وویل ښه ښه مخکې زما نه دې څومره یاران ، او له څوسره دی واده کړۍ . ښځه غلې پاتې شوه سړی ورته وویل وایه کنه ولې غلې پاتې شوې. ښځې ورته وویل لږ خومې پریږده چې په کراره خو یی حساب وکړمه.
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها


عنوان

tandar
03.10.2010

سلامونه٠


د واده دسیسه

پښتون.
03.10.2010

[quote:a3d00f1e75="tandar"]
مونږه ستاسو امر منو کوښښ به وکړو چه هر څه تر نامه پورته وی٠
[/quote:a3d00f1e75]
تندر صیب لکه چی کومه ګوش مالی یی درکړی ده .تر نامه پورته خو هم ډیر خوندوری وی تا نو ولی سمدستی لاندی ټوپ کړ .یاره سخت وارخطا وی خو خیر زه به هم یوه ټوکه درته وکړم او نور د ټوکی سینګار بیا تاسی خپله د ځان سره وکړی.
وایی چی یوه هزاره ګی ناوی د واده په شپه د میړه له کوره بیرته د پلار کورته راوتښتیده .پلار یی ځنی پوښتنه وکړه چی ولی خیریت خو دی څنګه راغلی .
جنی یا ناوی خپل پلار ته ووی ،چه پلاره ! دا واده نه وود زوم لخوا یوه دسیسه وه
پلار وویل چه څنګه ؟جنی ووی
څه وخت چه واده خلاص شوو نو زوم غوښتل چی ما سره کوروالی وکړی.ها ها ها ها


tandar
03.10.2010

عنوان


سپیلنی
03.10.2010

که خدای کول ټوکې په کرار کرار د مقرراتو د مراعات پر لور روانې دي :lol:

اول خو دا د پښتون صیب په ټوکه کې د حامد جان په اجازه لږ لاسوهنه وکړم او کوښښ به کوو چې لاس مې تر نامه لاندې ښکته نشي :D
........ د واده په سهار وختي ناوې ځان دپلار کره رارسولی وه او په ژړا او فریاد یې پلار ته ویل:
پلاره تا خو زه کوني ته ورکړې یم :roll:

او باوري صیب په لاندې جمله کې وګوره
[quote:92bfd1ef5f]چه هر څوک زما سره واده [color=red:92bfd1ef5f]کونه[/color:92bfd1ef5f] غواړی نو[/quote:92bfd1ef5f]
دا په رښتیا مو لاس تر نامه ښکته تیر کړی او یا زما سترګو صحیح کار ورته پرېښود.
هیله ده لږه رڼا پرې واچوې ترڅو اصول په خطر کې ونه لویږي.


سپیلنی
03.10.2010

وايي خدای بښلي مولوي محمد نبي په بوډا والي کې یوه پیغله انجلۍ وکړه.
دواده په اوله شپه یې دښځې د سینو په څوکو ګوتې موتې وهل شروع کړل. ښځې ترې پوښتنه وکړه:
دا څه شی کوې؟
مولوي صیب وویل: بي بي سي نیسم.
ښځې ورته کړه:
په دې زړو بیټریو بي بي سي نشې نیولی. :o

خیر کړې خدایه! چې داصولو سره به برابره وي که نه؟
باوري صیب ترنامه خو لاندې نه یم تیر شوی شکر دی؟ که څنګه دا خوترنامه پورته خبرې دي :x


عنوان

tandar
03.10.2010

عنوان



ع کريم حليمي
04.10.2010

حامد صاحب
ګوره ګوره سر غړونه ئې وکړه ، تر نامه لاندي تللئ ، زه يې نوم نه یادوم
یو نه د دوو نوم ئې یاد کړئ
[quote:1e84d78d56]کوناټی[/quote:1e84d78d56]
او دا بیا څومره بد کار دئ چه خاندي او ()‌ وکړي
که دي جزا ور نه کړه ، نو بیا زه هم تر نانه لاندي اجازه غواړم


عنوان

tandar
04.10.2010

عنوان


عادل عادل
04.10.2010

سلامونه

زه به نور څه نه وایم ....

خو :

توبه د کندهاریانو د علاقمندئ څخه ......

..................... حلیمي صیب والله که په ننواتې هم چا دې حجرې ته راوستلئ وای ...... خو د کوناټیو شوق سم دم را حاضر کړ ................ :lol:

[quote:a91b2fc93b]
ګوره ګوره سر غړونه ئې وکړه ، تر نامه لاندي تللئ ، زه يې نوم نه یادوم
یو نه د دوو نوم ئې یاد کړئ
اقتباس:
کوناټی

او دا بیا څومره بد کار دئ چه خاندي او ()‌ وکړي
که دي جزا ور نه کړه ، نو بیا زه هم تر نانه لاندي اجازه غواړم[/quote:a91b2fc93b]

..... حامده دا ټول ستا د لاسه ........ :) ....... که دې اجازه ورکړه نو لومړئ به ستا کار وکړي ..... :lol:


عنوان

tandar
04.10.2010

عنوان


رښتینی
04.10.2010

.
.
دقانونو مخالفتونه خو څه کوی چی په قانونی بندونو پسی
ریشخند روان دی او دا نو دزغم خبره نده خو دیارانو په خاطر
یوڅه صبر لاکوو......


عنوان

tandar
04.10.2010

عنوان


عادل عادل
04.10.2010

سلامونه

یو سړئ له خپلې میرمنې څخه ډیر ویریده او خدای شته ډیر ترې په تنګ وو، کله به یې چې خبره له تحمل او صبر څخه ووته نو ښځې ته به یې مخ کړ و ویل به یې چې وئ ! وئ !! یا خو زه نه وای او یا زه !!!

د دوهم ځل ..... زه ...... نه یې مطلب میرمن وه، خو له ډاره یې په خوله نشو راوړلای.

خدای وکړي چې پورتنئ ټوکه به د ټولو خوښه، په تیره بیا حامد ورور ته مقبوله پریوتې وي او زما د مخکیني وار، چې خدایي برابر شو، جبیره پکې شوې وي :wink:


درک مو نشته،هسی ما ویل چه لږ مو راویښ کړم او وخاندی

پښتون.
09.10.2010

د سلام په وړاندی کولو تاسی ته ښه راغلاست وایم.
درک مو نشته،هسی ما ویل چه لږ مو راویښ کړم او وخاندی .
...............................................................................................................

یوه کنجوس سړی د خپلې ښځې له لاسه یوه ملګری ته سر ټکاوه :
د ښځې له لاسه ډېر په تنګ راغلی یم ځکه چې تل راڅخه پیسې غواړی او بې ځایه مصرف کوی
ملګری یی وپوښتل : نو دا پیسو باندې څه کوی ؟ او څه پرې رانیسی ؟
سړی ځواب ورکړ : نه پوهیږم ځکه چې تر اوسه مې هیڅکله ندی ورکړې .
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
یوه ورځ مور زوی ته وایی چی زویه کله هم چی ما ویل چی چینک راوړه نو ته وایی چی کوم یو ی؟ که درته و می ویل چی رادیو راوړه نو ته وایه چی کوم یو ی؟ ترڅو د میلمنو پرمخکی ډیر مال داره ښکاره شو. نو پدغه وخت کی ناڅاپه څو ملګري د خاوند ی میلمانه شو. نو مور زوی ته ووییل چی زویه پلار ته دې غږ کړه ،،،،،،،زوی په جګ غږ ور نارۍ کړ کوم یو ی یی موری؟
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
(یوه بهرنئ ټوکه )
ښځه : ګرانه ! لاړ شه مارکیټ ته لږ سودا راوړه....
میړه : ګرانې ! داسې باران اوری چې سپئ هم بهر نشی وتلای . ......
ښځه : نو بیا یوازې لاړ شه ، سپئ مه درسره وړه
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

يوه کس دوې ښځی لرلې ، يوه ورځ چې دواړه ښځو يې شتون درلود چا ترې پوښته وکړه، چې مرجان کومه ښځه درباندې ډيره ګرانه ده ؟ ده وويل ، چې دواړه ! پوښتونکي بيا وويل چې نه ووايه کومه يوه ښځه درباندې ډيره ګرانه ده ؟ مرجان وويل چې دواړه !
پوښتونکي وويل ښه بل کار به وکړو که سيلاب راشي دواړه ښځې درنه يوسي نو کومه يوه به رانيسي ؟
مرجان مجبور شو، مشرې ښځې ته يې مخ ور واړو ورته يي وويل چې کنه ، ښځې تا خو لامبو زده چې د اوبووړلو نه ځان خلاص کړې .
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :D


Sangar Watan
12.10.2010

دواده شپه تيره شوه او د زوم کوچنی ورور چه لږ څه ساده وو،دناوې په
انتظار ددروازې ترشه ولاړ وو٠کله چه ناوې له کوټې راووته ساده هلک
ترلاس ټينګه ونيوله٠ناوې ترې وپوښتل چه هلکه څه کوې؟
هلک ځواب ورکړ:پلارمې ويلي ول تر مشر لالا روسته ستا نوبت دی!


pattang
12.10.2010

ټوکې خو مو ډېرې ګرمې دي خو ارمان چې بسم لله خان ماما پکشې نشته ٠


هیښ
29.10.2010

سلامونه
په یوه لوئ څو پوړیزه سو پرمارکیت کې یوسړئ دډیرې بیړې او وارخطایۍ نه دبل سره ټکر شو .دې بل سړي ورته وویل چې وروره احتیاط کوه ولې دومره وارخطائې ،څه پیښه درشوې ؟
بیړني ورته وویل چې میرمن مې راڅخه ورکه شوې ده او پسې ګرزم او دې بل ته ئې وویل چې ستا رنګ ولې الوتئ ښکاري ،هغې ورته وویل چې زه هم دانیم ساعت کیږي چې په خپله ښځه پسې ګرزم اوراڅخه ورکه ده ،خو داراته ووایه چې ستا دمیرمنې نښانې څه ډول دي .بیړني سړي ورته دخپلې میرمنې دحسن او ښکلا صفتونه شروع کړل ،چې قد ئې لکه چنار ،سترګې لویې او بادامي ،زلفې ئې اوږدې او شاته اړول شوې ،مخ ئې لکه سپوږمۍ سپين او.......،نو بیائې ددې بل نه چې نیم ساعت په خپله ښځه پسې ګرزي پوښتنه وکړه چې ستا دمیرمنې کومې نښانې او مشخصات دي؟
هغې ورته وویل چې مخ ئې دې ورک شي ،ښه شوه چې ورکه شوه ،په لټولو نه ارزي ،راځه چې دتا په میرمن پسې دواړه وګرزواو وئې لټوو.

مننه


عادل عادل
30.10.2010

سلامونه

[quote:8b9e501b35]ټوکې خو مو ډېرې ګرمې دي خو ارمان چې بسم لله خان ماما پکشې نشته ٠[/quote:8b9e501b35]

پتنګ صیب دې خدای مل شي، لکه چې په بسم الله خان ماما پسې تللئ :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more