اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
وصيل پېروز
31.10.2010
ښې هيلې اوسلامونه
اسماء خورښه خبره ده کړې ده چي له داډول مشکوکونومونه بايدځان وساتل شي او هغه خواږه نومونه پرځان کېښودل شي چي په قرآن اوحديثوکي راغلي اويايې هملته ستانه شوې وي ، يابله کومه غوره ځانګړتياولري .
په دې مطرح شوې موضوع کي هغه ذهني شکوک له منځه وړل شوي چي دداسي نومونوپه اړه پيداکېږي ، که نفيسې خوري روان ډيالوګ په غورلوستی وي نوورته څرګنده شوې به وي چي پرعبدالنبی دشرک ټاپه نه ده وهل شوې چي تاولي داسي نوم پرځای ايښی دی؟.
اصل خبره دوهابيتوب اوغيروهابيتوب ، سلفيتوب اوغيرسلفيتوب ، مقلديت او غيرمقلديت هيڅ مطرح نه ده ، زه په دې انديم چي مسلمانان يومسلمانان دي اوټول بايدځان همدايومسلمان وګڼي ، زه بالکل په مسلمانانوکي دنورونومونواوډلو مخالف يم ، نه دلته دابحث کېږي چي حنفي پروهابي غوره دی اوياوهابي پرحنفي غوره دی ، هرڅوک چي دقرآن اوحديث پرلاره روان شي هماغه ددنيااواخرت برياليتوب ترلاسه کړ ، چاچي دالله جل جلاله دامستقيمه لاره پرېښوده اوپربله روان شونوګمراه دی .
هيڅ رښتنی مسلمان دجهادمخالف نه شي کېدای ، بلکي جهادداسلام اهم جزبولي اوپردې هم باورلري چي له کفرسره دمسلمانومجاهدينوپرضددوستي عين کفردی ، داکارکه هرڅوک کوي هغه مسلمان نه دی .
نوزه له ټولووروڼوغوښتنه کوم چي له هرډول تعصب څخه لاس واخلي اوټولوته ديوه مسلمان په سترګه وګوري ، هغه څه دبحث لوستونکوته وړاندي کړي چي ددين له اصل سرچينوسره سمون خوري اودنوراختلاف له زېږولوڅخه په کلکه ډډه وکړي ، داوسني مسلمان امت اړينه اړتيايووالی اووحدت دی چي يوازي په پاک نېت او رښتني ايمان سره رامنځ ته کېدای شي .
داسلامي امت ديووالي اووحدت په تمه
و.افغان
31.10.2010
محترم وصيل صاحب:
د توحيد د عقيدې بيان، د امت تجديد، د قرآن تفسير او د حديثو شرحه، او په اسلام سره
د ولس د تنوير هلې ځلې له قديم الزمان څخه د دنيا په کونج کونج روانې دي، او تر
قيامته به دوام مومي.
وخت په وخت ځينې خنډونه د توحيد د عقيدې د نشر په وړاندې پيدا کيږي، البته د دغه
پاک دعوت مخه نشي ډب کولای. بلکه: فأما الزبد فيذهب جفاء.
دا نن سبا چې يو ځل بيا په ځينو افغانانو کې د وهابيت (يو خيالي توهمي غير حقيقي
او غير تاريخي نوم او دروغجنه ټاپه) په اړه تاوده مجلسونه کيږي، او د مسلمانانو
تر منځ د نفاق اور ته لمن وهل کيږي، د دې سبب په اغلبه توګه سياسي دی، په ډېرو
يې د انجنر صاحب سوری شوی دی، دوی ملامت نه دي، هغه ځوانان چې په اسلام
او اسلامي خاورې سر قربانوي؛د هغه او د هغه قيادت د دغو ماشومانه خبرو څخه
ډېر اوچت دی.
خو دا ځينې خلک دي، چې په ميدان کې هيڅ هم نه لري، او نه څه کولای شي، يواځې
لکه د پخوا په شان هغه شيطاني تبليغاتو ته يې ځانونه ورته کړي دي، البته د ميدان
ځواک په کې نه دی پاتې، نو همدې خبرو ته وزګار ناست دي.
ګوندې چې څه چوکۍ موکۍ ورته ورسيږي، ځکه چې خواران سوچ کوي، چې نه
د دين شو، او نه د دنيا.
لوی الله جل جلاله خو دې دغه انانيان دتل لپاره همداسې خواروزار او سپېره خوله
لري.
آمين يا رب العالمين.
په درنښت
مومن مهاجر
01.11.2010
محترم وهاج ساپی صاحب! سلام اواحترام
رښتیاهم دوهابیت په نوم دهغومسلمانانوپه لاره کي خنډونه اچول چي غواړي هر ځای په خپله ټولنه کي دخپل دیني مسؤلیت له مخي له خپل وس سره سم دځينوغیر شرعي کارونه مخه ونیسي په تاریخي لحاظ هم یوه سیاسي دسیسه ده چي جرړې یې ان دانګرېزي ښکېلاکي دورته رسېږي وروسته بیاځینومسلمانانوهم داشعار یا دانجینرصاحب په څېردعارفانه تجاهل په شان ورسره بدرګه کړی اویاځيني مسلمانان دبې ځایه اوازو،تبلیغانواوتعصبونوتراغېږلاندي راغلي . په هرحال نور دي هرسړی سرخلاص کړي دوهابي په نوم په ټوله اسلامي نړۍ کي نه ډله شتون لري اونه فردهرڅوک چي بیاداسي خبرې مطرح کوي زماوړاندیزخودادی چي دهغه سړي لیکنه بایدړنګه شي . که دهرې موضوع پرمحتواسم اصولي اومعیاربحث کولای شی الله جل جلاله دي راولي داډول بحثونه کول نه یوازي داچي دهرسړي حق دی بلکي ټولنې ته ګټه هم لري . خوچي پرمعیارونواوقوانینوولاړوي بې ځایه تورونه اوسپکې سپوري پکښي نه وي .
وصيل پېروز
02.11.2010
* کوم وخت چي له يوه مشکل اويوې ستونزې سره مخ شې نودداسي کلمې له ويلوډډه کوه چي هغه دشيطان دوسوسودروازه پرانيزي پرځای يې داسي وايه چي دادتقديرکارونه دي ، دالله چي څرنګه خوښه وي هماغسي يې کوي .
* دانبياؤاوصالحانوپرقبرونومسجدمه جوړوه ځکه په داسي مسجدونوکي لمونځ روانه دی په يوه متفق عليه حديث کي له عائشې رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل : (لعنة الله علی اليهودوالنصاری اتخذواقبورانبيائهم مساجديحذرماصنعوا) معنی داچي پريهودواونصاراوودي دالله جل جلاله لعنت وي چي دخپلوپيغمبرانوپرقبرونويې مسجدونه جوړکړل له داسي کاروډډه وکړئ .
عائشه رضی الله عنهاوايي چي که درسول الله صلی الله عليه وسلم داحديث نه وای نوصحابه کرامورضی الله عنهم به دنبي کريم صلی الله عليه وسلم پرقبرزيارت جوړکړی وو.
(متفق عليه)
همدارازپه يوه بل حديث کي نبي کريم صلی الله عليه وسلم وايي :
(ان من کان قبلکم کان يتخذون قبورانبيائهم وصالحهم مساجد،فلاتتخذواالقبور مساجدفانی انهاکم عن ذلک .) (ابوعوانة)
ژباړه : ترتاسودوړاندينيودينونوپيروانودخپلوانبياوواوصالحانوپرقبرونومسجدونه جوړول ، تاسوپرقبرونومسجدونه مه جوړوئ بې شکه زه تاسوله دې کاره منعه کوم .
* درسول الله صلی الله عليه وسلم اودصحابه کرامورضی الله عنهم دتوسل په اړه چي کوم احاديث روايت شوي پرهغوهيڅکله هم باورمه کوه ځکه داموضوعي دي اودنوروله خواجوړشوي دي . په دې لړکي کولای شم چي لاندينيواحاديثوته اشاره وکړم .
(توسلوابجاهی فان جاهی عندالله العظيم .)
ژباړه : زماپه مرتبه سره توسل ترلاسه کړئ ځکه دالله جل جلاله په نزدزمارتبه ډېره لوړه ده .
(فاذااعيتکم الامورفعليکم باهل القبور)
ژباړه : کوم وخت چي په مشکلاتوکي راګيرشوئ نواهل قبوروته رجوع وکړئ .
(ان الله يوکل ملکاعلی قبرکل ولی يقضی حوائج الناس )
ژباړه : بې شکه الله جل جلاله دهرولي پرقبرملائکه مقرروي چي دخلکواړتياوې پوره کوي .
(لواحسن احدکم ظنه بحجرنفعه )
ژباړه : که يوڅوک يوې ډبرې ته په ښه نظرګوري هغه ډبره هم ورته ګټه رسوي .
* دمېلاد،معراج،نيمه شعبان اونورودې ته ورته مراسموله لمانځنې ډډه وکړه ځکه داپه دين کي نوي کارونه دي اودشريعت له لوري پرې کوم دليل نه شته . موږپوهېږوچي درسول الله صلی الله عليه وسلم اصحاب ترموږزيات پردين مين وواوتل يې دخيرکارونه ترسره کول که په دې شيانوکي خيروای نومعلومه خبره ده چي هغوئ به ترموږوړاندي وولنډه داچي دايولړبدعات دي چي په دين کي نوي راپيداشي لمانځنه يې په مطلق ډول حرامه ده بايدډډه ترې وکړې .
وماعليناالاالبلاغ المبين
په ټوله نړۍ کي دالهي توحيددحاکميت په هيله
۱۴۳۱ هـق / شوال / ۹
۱۳۸۹ / سنبله / ۲۷
۲۰۱۰ / سپتمبر/ ۱۸
The gift of Love
SMILER45
03.11.2010
All praise is to Allah, we praise Him, seek His aid, and ask His forgiveness. We seek refuge in
Allah from the evils of ourselves, and from the bad consequences of our deeds. Whoever Allah
guides there is none who can lead him (or her) astray, and whoever Allah leads astray there is
none who can guide him (or her).
I testify that there is none worthy of worship except Allah alone without any partners (i.e. sons,
daughters, wives, etc), and I testify that Muhammad ibn Abdullah (salAllahu Alayhe wa Salaam)
[the direct descendant of Ibrahim (AlayheSalaam) through his son Isma'eel (AlayheSalaam)] is
His last Prophet and Messenger.
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد ،
دا ډېر د خوابدۍ ځای دی چه : یو افغان
عیسوئ شوی وي ، او دوهمه د خواشنۍ خبره داده چه : هغه چا چه په عیسوي کورنۍ کښی سترګي ړني کړي وي ، ممکن چه د حساب په ورځ يې عذر ومنل شي ، تاته د عذر ځای نسته ، غالب ګمان کوم چه : د مال او .....
له پاره دي ځان مرتد کړی
د مؤمن ورور سره ناپایه مینه او محبت ،
" لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه ".
عیسوی تبلغ ړنک شو
حلیمي
وصيل پېروز
03.11.2010
سلامونه اوښې چارې
ښاغلی سمايلر!
ستادخبروپه مطلب هيڅ پوه نه شوم ، نه پوهېږم چي ستاپه ليکنه کي ستاهدف څه دی ؟ .
لطفاًکه يې واضح کړئ ، مهرباني به مووي .