د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ارامې اودوستانه خبرې اترې (ډيالوګ)

وصيل پېروز
29.09.2010

دووکسانوپه اتفاقي ډول په خپل منځ کي دځينومسائلوپه اړه خبرې اترې کړې دي چي وړاندي راځي . ددې خبرواتروپيل داسي ووچي عبدالله دعبدالنبي نوم دشريعت مخالف وليداودايې دغيرالله عبادت وګاڼی .

عبدالله :- اياته له الله تعالی پرته دبل چاعبادت کوې؟.

عبدالنبی :- نه ، زه دغيرالله (له الله تعالی پرته) عبادت نه کوم ، زه مسلمان يم يوازي ديوه الله عبادت کوم .
عبدالله :- خودعبدالمسيح په څېرنومونه چي مسيحيان يې پرځان ږدي ، هغوئ که څه هم داسي کوي ګيله ترې نه شته ځکه هغوئ دعيسی عليه السلام عبادت کوي خوکه يوڅوک ستانوم واوري نوفکربه وکړي چي ته هم دپيغمبراسلام صلی الله عليه وسلم عبادت کوې حال داچي داسلامي عقيدې له نظره محمد(صلی الله عليه وسلم) دالله تعالی بنده اورسول دی .

عبدالنبی :- محمدصلی الله عليه وسلم په انسانانوکي غوره انسان اودټولوپيغمبرانو سرداردی . زه غواړم په داډول نومونوسره تبرک ترلاسه کړم،دااودې ته ورته نومونه زه د وسيلې په توګه الهي دربارته دنژدېکت په خاطروړاندي کوم اوپه داسي چاروسره زه دهغوئ دشفاعت هيله من يم . زمادوروراودپلارنوم هم عبدالحسين اوعبدالرسول دي . دا اودې ته ورته نومونه له ډېره پخواپه خلکوکي رواج دي موږبايددومره سختي ونه کړوځکه اسلام يواسانه دين دی .

عبدالله :- په واقعيت کي ته له الله تعالی پرته له يوبل داسي چاڅه غواړې چي دهغه په وس اوقدرت کي نه شته بياتوپيرهم نه کوې چي داسړی محمدصلی الله عليه وسلم دی اوکه يابل صالح انسان لکه حسين رضی الله عنه . داله هغه توحيدسره چي الله تعالی يې موږته امرکړی اود(لااله الاالله) له مفهوم سره منافي دي . زه ددې لپاره چي ددې مسئلې اهميت اوناوړې پايلې تاته ښکاره اوڅرګندې کړم له تاڅوپوښتنې کوم البته دايادولره چي له دې کاره زماهدف حقيقت ته رسېدنه اودباطل پېژندنه ده خولومړی ترهرڅه وړاندي دوه اياته زمااوستادبحث دمقدمې په توګه راوړم .

لومړی آيت :

إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا(النور: ۵۱)
ژباړه : بې شکه کله چي مومنان دالله اودرسول لوري ته ددې لپاره دعوت شي چي ددوئ ترمنځ پرېکړه وکړي ددوئ خبره داوي چي واموورېدل اوومومنل .

دويم آيت :

فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ (النساء : ۵۹)

ژباړه : که موپه څه کي اختلاف اوتنازع راغله نودالله (قرآن) اورسول (حديثو) لورته يې ردکړئ .

عبدالله :- زمادوسته! ته دموحديتوب دعوه کوې ووايه د(لااله الاالله) معنی اومفهوم څه دی؟.
عبدالنبی :- توحيددادی چي داباورولرې چي الله جل جلاله شته اوهمدی دځمکواو اسمانوپيداکوونکی دی ، همدی خلک ژوندي کوي اومړه کوي اوهمدی دی چي دټولۍ نړۍ چارې سرته رسوي اوټولوته رزق ورکوونکی دی ، له هرڅه خبراوډېرپوه دی .
عبدالله :- که دتوحیدمفهوم يوازي همداوي نوپه دې صورت کي فرعون ،ابوجهل او نورمشرکان هم کفارنه ول ځکه دکومومسائلويادونه چي تاوکړه هغوئ يوه هم له دې انکار نه کاوی ان فرعون چي دخداييتوب دعوه يې کړې وه په زړه کي دې هرڅه ته معتقدوو، قرآن په دې اړه وايي :
وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا (النور: ۱۴)
ژباړه : (ظالمانواومتکبرينو) دخپل ظلم اوتکبرله کبله دموسی عليه السلام له معحجزوانکاروکړپه داسي حال کي چي په زړه کي يې پردې هرڅه باوراويقين درلود.
خوفرعون هغه مهال چي په درياب کي غرقېدې اومرګ يې په سترګووليدپردې حقيقت اعتراف وکړ.
زمادوست بايدپوه شي چي دتوحيدمطلب چي داثبات اوبیان لپاره يې الله تعالی په انسانانوکي پيغمبران مبعوث کړل ، پرهغوئ يې کتابونه نازل کړل،قريش اونورکفاریې ووژل دادی چي يوازي اويوازي دالله جل جلاله عبادت وشي . په خپله عبادت هم يومفهوم دی هرهغه څه په غېږکي اخلي چي الله تعالی يې خوښوي اوپرې راضي کېږي او(اله) په (لااله الاالله) کي دامعنی ورکوي چي له ستراونړۍ پالونکي الله عزوجل پرته هيڅوک هم دعبادت اواطاعت لايق نه دی .
عبدالله :- زمادوسته! يوه بله پوښتنه درڅخه کوم . اياپوهېږې پيغمبران چي لومړنی يې نوح عليه السلام دی دانسانانوپه منځ کي دڅه لپاره مبعوث شول؟.
عبدالنبی :- ددې لپاره چي مشرکان يوازي ديوه الله عبادت ته راوبولي اوله شرک کولو څخه یې منعه کړي .
عبدالله :- ښه ، کولای شې چي راته ووايي چي ولي دنوح عليه السلام قوم مشرک وو اوشرک يې کاوی؟.
عبدالنبی :- نه پوهېږم .
عبدالله :- الله جل جلاله نوح عليه السلام خپل قوم ته ددې لپاره ولېږي چي هغوئ د خپلوصالحانو(ود،سواع،يغوث،يعوق اونسر) په اړه له مبالغې کاراخيست .
عبدالنبی :- ستامطلب دادی چي ود،سواع اونوردنوح عليه السلام دقوم صالحين وونه غټ غټ کافران؟.
عبدالله :- هو! دانومونه دهمدې قوم دصالحانوخلکوووچي هغوخلکوپه خپلوالهه وو تبديل کړل . عربانوهم ددوئ تقليدوکړ. ابن عباس رضی الله عنه په دې اړه داسي ويلي دي :
صارت الاوثان التی کانت فی قوم نوح فی العرب بعد،اماود،فکانت لکلب بدومة الجندل ، واماسواع فکانت لهذيل ، وامايغوث فکانت لمرادثم لبنی غطيف بالجوف عند سبا،وامايعوق فکانت لهمدان ، وامانسرفکانت لحميرلآل ذی الکلاع ،اسماء رجال صالحين من قوم نوح ،فلماهلکوااوحی الشيطان الی قومهم ان انصبواالی مجالسهم کانوا يجلسون انصاباوسموهاباسمائهم ، ففعلوافلم تعبد،حتی اذاهلک اولئک وتنسخ العلم عبدت . (البخاري)
ژباړه : دنوح عليه السلام دقوم بتان وروسته عربوته راانتقال شول چي وروسته هرې قبېلې دځان لپاره يوبت غوره کړ،وددکلب قبيلې لپاره په دومة الجندل کي،سواع دهذيل قبيلې لپاره،يغوث دبني مرادلپاره چي وروسته دغطيف شودوئ په جوف کي سبأته نژدې مېشت ول ، یعوق دهمدان لپاره ، نسردحميرآل ذی الکلاع لپاره . دوئ په ترتيب سره دځان لپاره بتان منتخب کړل . دادنوح عليه السلام دقوم دصالحوکسانونومونه دي چي ددوئ تر وفات وروسته يې قوميانودشيطان په لمسون ديادتازه ساتلولپاره مجسمې وتراشلې چي په مجلسونوکي به یې نصبولې . لومړي نسلونه مړه شول تردوئ وروسته چي نورکوم نسلونه راغلل هغوئ دبتانودجوړېدلوله هدف ناخبره ووله همدې وجې يې دبتانوعبادت اولمانځنه پيل کړه .
عبدالنبی :- داخوډېره عجيبه ده !!! .


وصيل پېروز
29.09.2010

عبدالله :- تردې عجيبه لاداچي الله جل جلاله خپل ګران پيغمبرصلی الله عليه وسلم خپل قوم ته ولېږي چي دالله جل جلاله عبادت يې کاوی،حج يې پرځای کاوی، نفقې يې کولې خوستونزه يوازي په دې نکته کي وه چي هغوئ دالله جل جلاله رسولان لکه عيسی عليه السلام ، صالحان اونېک بندګان الله جل جلاله ته دنژدېکت په ډول وسيله کول او هغوئ يې الله تعالی ته خپل شفاعت کوونکي ګڼل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم ددوئ په منځ کي مبعوث شوچي دابراهيم عليه السلام حنيف دين ته يې راوګرزوي، هغوئ وپوهوي چي تقرب اوشفاعت يوازي دالله تعالی دي له ده پرته ددې مقام هيڅ څښتن نه شته اوهمدی يوازي ددې جهان خالق دی،يوازي همدې دی چي ټولومخلوقاتوته روزي ورکوي اوټول اسمانونه،ځمکه،هغه چي په هغوکي دي اوهغه خدايان چي عبادت يې کېږي يوازي دلاشريک الله جل جلاله په ولکه اواحاطه کي دي .

عبدالنبی :- داخبره ډېره مهمه اوحيرانوونکې ده چي ته يې کوې ، ايادخپلوخبرولپاره کوم دليل هم لرې؟.
عبدالله :- ډېردلايل لرم له هغوڅخه يې يوداايت دی :
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ (يونس : ۳۱)
ژباړه : ورته ووايه : څوک تاسوته له ځمکې اواسمانه روزي درکوي،ستاسودغوږونو اوسترګومالک (اوخالق) څوک دی،څوک مړی له ژوندي اوژوندی له مړي راباسي اوڅوک د(جهان) امورتدبيروي؟ ژربه ووايي چي الله نوورته ووايه : ولي تقوی نه غوره کوئ اوله الله نه وېرېږئ؟.
ياداايت چي وايي :
قُل لِّمَنِ الأَرْضُ وَمَن فِيهَا إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ 84 سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلاَ تَذَكَّرُونَ 85 قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ 86 سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ 87 قُلْ مَن بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلاَ يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ 88 سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ فَأَنَّى تُسْحَرُونَ 89 (المؤمنون : ۸۴ ــ ۸۹)
ژباړه : ورته ووايه : ځمکه اوهغه څه چي پکښي دي دچادي که پوهېږئ؟ ژربه ووايي : دالله نوورته ووايه چي پندنه اخلئ؟ ورته ووايه : څوک داوواسمانواوسترعرش پروردګاردی؟ ژربه ووايي : الله . ورته ووايه : نوتقوی نه غوره کوئ (له الله جل جلاله نه وېرېږئ اوله شرکه لاس نه اخلئ؟) ورته ووايه : ددې ټولوشيانوپاچاهي دچاپه لاس کي ده هغه چي بې پناه کسانوته پناه ورکوي اوپه خپله ورته اړتيانه لري که پوهېږئ ژربه ووايي : دالله ، ورته ووايه : نوله کومې خوادرباندي سحرکېږي؟ .
دقريشوکفاروهم دطواف پرمهال لبيک ويل : لبيک اللهم لبيک! لبيک لاشريک لک،الاشريکاهولک،تملکه وماملک .
ژباړه : اې الله!حاضریم،حاضریم ته شریک نه لرې مګریوشریک چي موږاوهغه څه چي دده په واک کي دي ټول ستایو.
وينې چي دمکې مکرمې مشرکانوهم دامنله چي ددې نړۍ اوټولوموجوداتوخالق الله جل جلاله دی اوداهرڅه دهماغه په کنټرول کي دي . داټول دربوبيت په توحيدکي راځي خو دتوحيددې قسم دوئ داسلام دايرې ته داخل نه کړل ځکه دوئ عقيده لرله چي دالله جل جلاله صالح اونېک بندګان کولای شي دالله په نزدددوئ مرتبې لوړې کړي اوددوئ شفيع واوسي . همدې باطلې عقيدې ددوئ مالونه اوځانونه حلال کړل . پرهمدې بنسټ بايدموږ دعا،نذر،ذبح وقرباني،استعانت (مرسته غوښتل) اوهرډول عبادات يوازي الله جل جلاله ته خاص کړو.
عبدالنبی :- ښه، نوکه توحيددالله جل جلاله پروجوددايمان په معنی نه دی نوپه څه معنی دی؟.
عبدالله :- هغه توحيدچي دخپراوي لپاره يې په خلکوکي پيغمبران مبعوث شول داووچي يوازي اويوازي دالله جل جلاله عبادت وکړو،هرډول عمل لکه ذبح،دعا،نذر، استعانت ،استغاثه يوازي اويوازي دالله جل جلاله په حق کي ترسره کړو. داد(لااله الاالله) صحيح اوسم مفهوم دی . قريشوداټولي چارې په خپلومعبودانوپسي خاصولې هغه که پيغمبروي يافرشته،انسان وي ياجن،ونه وي یاقبر. هغوئ خلقت،دنړۍ پالنه ، رزق ورکونه په الله پسي خاص کړي وو. نبي اکرم صلی الله عليه وسلم دهغوئ په منځ کي ددې لپاره مبعوث شوچي هغوئ دتوحيدصحيح مفهوم اواجراء ته راوبولي .
عبدالنبی :- ستامقصددادی چي يومشرک قريش د(لااله الاالله) په مفهوم دنن ورځې تر مسلمانانوښه پوهېدی؟.
عبدالله :- هو! اودايوډېردردناک حقيقت دی . بې عقل کفارپه دې پوهېدل چي له (لااله الاالله) څخه درسول الله صلی الله عليه وسلم هدف يوازي دالله عبوديت اواطاعت دی اوله ده پرته بايدله هرډول عبادت څخه ډډه وکړو.
هغوئ درسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کي چي ويل يې : لااله الاالله دقرآن په تعبيرسره داسي وويل :
أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ (ص : ۵)
ژباړه : اياهغه ددې ټولوالهه ووپرځای يوالله غوره کړ؟ بې شکه داډېره عجيبه ده؟ !!! .
هغوئ سره له دې چي داباوریې ووچي دنړۍ ټولي چارې دالله جل جلاله په تصرف کي دي خوبيايې هم داکلمه ونه شوه منلای اوانکاريې ترې وکړ.
دډېرتأسف ځای دی چي هغه بې عقل کفارددې عبارت په معنی ښه پوهېدل خوهغه کسان چي ځانونه مسلمانان ګڼي دهغوکفاروپه اندازه هم ددې عبارت له معنی خبرنه دي حتی داسي کسان هم شته داعقيده لري چي اسلام يوازي پرژبه ددې عبارت ويل دي،دوئ له زړه څخه ددې عبارت پرمعنی اومفهوم عقيده نه لري . متأسفانه هغه کسان چي په دين کي مطالعه لري هغوئ له دې څخه مستثنی نه دي،دوئ فکرکوي چي ددې کلمې معنی داده چي الله جل جلاله دنړۍ خالق اورزاق دی ، همدی دی چي دټولي نړۍ چارې سرته رسوي بايداعتراف وکړوچي په مسلمانانوکي داسي کسان شته چي دقريشوکفارترې ددې کلمې په مفهوم اومعنی ښه پوهېږي .

نوربيا ...


وصيل پېروز
03.10.2010

عبدالنبی :- خوزه الله تعالی ته په کوم شريک قائل نه يم ، ايمان مي دی چي له الله جل جلاله پرته هيڅ خالق اورازق نه شته ،هرډول ګټه ،زيان،ضرراومصيبت يوازي دهمده له لوري دي . زه باورلرم چي دده په مثل هيڅ نه شته،محمدصلی الله عليه وسلم دده پيغمبراو رسول دی اودالله له اجازې پرته نه شي کولای چي دخپل ځان په اړه کوم تصميم ونيسي چي په دې لړکي علی،حسين،عبدالقادرګيلاني او... هم پکي راځي . هغه چي مهمه ده هغه داده چي زه اوزماپه څېرخلک ګناهکاران يوخودوئ صالح اونېک بندګان دي اودالله په نزدد مرتبوڅښتنان دي . په واقعيت کي موږغواړوچي دوئ دخپلې دې مرتبې په خاطرچي دالله تعالی په نزدیې لري الهي دربارته زموږشفاعت وکړي .
عبدالله :- زماځواب هماغه دی چي ومي ویل . کفارواومشرکينوهم داسي عقيده درلوده،دوئ معتقدول چي دنړۍ خالق اورازق يوازي الله دی ،همدی دی چي دنړۍ چارې سمبالوي . دخپلومعبودانوعبادت يې يوازي ددې لپاره کاوی چي الهي دربارته ځان په نژدې کړي اوددوئ شفاعت وکړي . په دې اړه چي کوم ایاتونه دي هغه مي هم وړاندي درته بيان کړل .
عبدالنبی :- خوپه دې اړه چي کوم اياتونه نازل شوي هغه خودبتانوپه اړه دي نه دپيغمبرانواوصالحانوپه اړه نوتاسوڅرنګه هغوئ په بتانوسره تمثيلوئ؟.
عبدالله :- لکه وړاندي مي چي درته وويل ، ددې بتانونومان په اصل کي دقومونود صحالحواونېکوبندګانودي لکه دنوح عليه السلام په قوم کي چي داسي شوي وو. کفارو اومشرکينويوازي دخپل شفاعت لپاره داطلبول ځکه هغوئ يې الله جل جلاله ته دنژدې کېدلووسيله بلل . زمادليل دالهي کلام داسپېڅلی ايت دی :
وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى (الزمر: ۳)
ژباړه : اوهغه چي له الله جل جلاله پرته يې خپل اولياء ونيول ددوئ دليل داووچي ددې عبادت نه کووخويوازي ددې لپاره چي الله جل جلاله ته مونژدې کړي .
خوددې پوښتنې په ځواب کي چي څرنګه پيغمبران اواولياء دبتانوپه څېروبلل شي بايدووايم چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خپل قوم کي مبعوث شوچي يوې ډلې يې پيغمبران اوصالحان خپل شفيع ګڼل اوقرآن په دې اړه داسي وايي :
أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا (الأسراء : ۵۷)
ژباړه : هغه چي دوئ یې رابولي هغوئ په خپله خپل رب ته دقرب په لټه کي دي چي په دوئ کي څوک ډېرورلنډدی دوئ دده درحمت په هیله دي اودده له عذابه وېرېږي بې شکه ستادرب عذاب دوېرې وړدی .
يوې بلې ډلې بياعيسی بن مريم عليه السلام خپل شفيع بالی .
وَإِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَـهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ
(المائده : ۱۱۶)
ژباړه : هغه وخت چي الله عيسی بن مريم ته ووايي : اياتاخلکوته ويلي ووچي مااوزما مورددوومعبودانوپه توګه له الله پرته انتخاب کړئ؟.
يوې بلې ډلې بيافرشتې الهي دربارته دقربت لپاره لټولې :
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلاَئِكَةِ أَهَؤُلاَء إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ (سبأ: ۴۰)
ژباړه : په هغه ورځ چي الله ټول راټول کړي اوملائکوته ووايي : ايادوئ ستاسوعبادت کاوی؟.
دقرآن کريم په ايات کي له تفکراوتأمل څخه داحقيقت موندلای شوچي قرآن هغه کسان هم کافران بولي چي دبتانوعبوديت ته قائل دي اوهغه هم چي دې ته ورته عقيده پيغمبرانو،صالحانواوفرشتوته لري . رسول الله صلی الله عليه وسلم له دوئ ټولوسره وجنګېدی اوددوئ په منځ کي يې هيڅ ډول توپيرونه کړ.
عبدالنبی :- خوکفاروله خپلوبتانودښواوبدوغوښتنه کوله مګرموږداايمان لروچي هرډول خير،شر،زيان اوضرردهغه حکيم اوپوه ذات له لوري دي چي دټولي نړۍ چلوونکی دی ،صالحان اونېکان په دې کارکي هيڅ هم نه شي کولای موږيوازي دااميدلروچي هغوئ دالله په نزدزموږشفيع وي همدااوبس .
عبدالله :- داداسي خبره ده لکه کفاروچي کوله ، قرآن دهغوئ له خولې څخه وايي :
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـؤُلاء شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللّهِ
(يونس : ۱۸)
ژباړه : دوئ له الله پرته دهغه څه عبادت کوي چي نه زيان اونه ګټه ورته رسولای شي او وايي چي دادالله په نزدزموږشفيعان دي .
نوربيا ...


وصيل پېروز
07.10.2010

عبدالنبی :- خوزه يوازي دالله جل جلاله عبادت کوم له صالحانواونېکانوڅخه مرسته غوښتل دهغوئ عبادت نه بولم .
عبدالله :- زه له تايوه پوښتنه کوم ، اياباورلرې چي الله جل جلاله موږته امرکړی چي هرډول عبادت يوازي الله جل جلاله ته وکړو؟ داسي لکه چي الله جل جلاله په قرآن کي وايي :
وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء (البينة : ۵)
ژباړه :دوئ له دې پرته په بل څه نه ووامرشوي چي صرف دالله عبادت وکړي اودین یوازي الله ته ځانګړی کړي اودحق پلوي وکړي .
عبدالنبی :- هو! داکاريې پرموږفرض کړی دی .
عبدالله :- ښه، زه له تاغواړم په عبادت کي چي کوم اخلاص الله جل جلاله پرتافرض کړی دی هغه ماته توضيح کړې .
عبدالنبی :- نه پوهېږم چي ستاله دې پوښتنې هدف څه دی؟.
عبدالله :- ښه ، نوماته غوږونيسه چي درته توضيح يې کړم . الله جل جلاله په قرآن کريم کي وايي :
ادْعُواْ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (الأعراف : ۵۵)
ژباړه : خپل رب په عاجزي اوپټه دربولئ بې شکه الله جل جلاله تېري کوونکي نه خوښوي .
اوس له تاپوښتم چي دعادالله جل جلاله خاص عبادت دی که ...؟.
عبدالنبی :- هو! لکه چي په مسنداحمداوابوداؤدکي راځي : (الدعاء هوالعبادة) يعني دعاعين عبادت دی . دعاپه عباداتوکي مهم ځای لري .
عبدالله :- ته چي معتقديې دعادالله جل جلاله خاص عبادت دی اودخپلې دعادقبلونې لپاره شپه اوورځ په وېره اواميدسره داعمل ترسره کوې اوهغه وخت چي په خپله دعاکي فرشته،پيغمبراوصالح بنده چي په خپل قبرکي ارام کوي وسيله کړې ،راته ووايه چي عبادت کي دشرک ښکارنه شوې؟.
عبدالنبی :- هو! په حقيقت کي دشرک ښکارشوی يم . ستاخبره په بشپړډول سمه ده .
عبدالله :- يوبل مثال ته هم غوږشه . الله جل جلاله وايي :
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (الکوثر: ۲)
ژباړه : نويواز ي دخپل رب لپاره لمونځ اوقرباني کوه .
اياته ذبح اوقرباني عبادت بولې که نه؟.
عبدالنبی :- هو! عبادت دی .
عبدالله : پرهمدې بناکه دالله جل جلاله په مخلوقاتوکي دچالپاره داعمل ترسره کړې نواياله الله جل جلاله سره دي شرک وکړکه نه؟.
عبدالنبی :- هو! له شک پرته داکارشرک دی .
عبدالله :- مادعااوذبح تاته دمثال په توګه وړاندي کړل ځکه دعاسترقولي عبادت اوذبح سترفعلي عبادت دی خوعبادات يوازي په دې دووشيانوکي رامنحصرنه دي نور مسائل لکه نذر،قسم،استعاذه،استجابت اونورهم رانغاړي . له تاپوښتم ايادقريشو مشرکانودفرشتو،صالحوبندګانو،دلات اوعزی دبت عبادت کاوی؟.
عبدالنبی :- هو! هغوئ يې عبادت کاوی .
عبدالله :- خودهغوئ عبادات يوازي په ذبح،دعا،استعاذه،استعانت اوددعاپه ايجابت کي رامنحصرووهغوئ داباوراوايمان درلودچي دوئ ټول دالله جل جلاله بندګان اودهغه ترقدرت لاندي دي،هغوئ معتقدول چي يوازي الله جل جلاله دنړۍ چارې ترسره کوي . خپل بتان اومعبودان يې يوازي له دې کبله لمانځل چي دالله جل جلاله په نزدددوئ شفيعان وي .
عبدالنبی :- اياته دپيغمبرصلی الله عليه وسلم له شفاعت څخه انکارکوې؟.
عبدالله : نه! ، زه ترې انکارنه کوم بالعکس داوايم چي پيغمبراکرم صلی الله عليه وسلم دالله په وړاندي دخپل امت شفيع دی زموږهيله ده چي شفاعت يې زموږپه نصيب هم شي خوپه دې پوه شه چي هرډول شفاعت دالله له لوري دی لکه چي قرآن په دې اړه وايي :
قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا(الزمر: ۴۴)
ژباړه : ورته ووايه : هرډول شفاعت دالله له لوري دی .
هیڅوک نه شي کولای چي شفاعت وکړي خوچي الله جل جلاله اجازه ورته وکړي :
مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ (البقرة : ۲۵۵)
ژباړه : څوک دی چي دده په نزددالله له اجازې پرته شفاعت وکړي؟.
شفاعت هم يوازي دهغوکسانوپه برخه کېږي چي الله جل جلاله ترې راضي وي .
وَلاَ يَشْفَعُونَ إِلاَّ لِمَنِ ارْتَضَى (الأنبياء : ۲۸)
ژباړه : اودوئ شفاعت نه کوي مګردهغه چاچي الله ترې راضي وي .
الله جل جلاله له هيڅ سړي ترهغونه خوشاله کېږي څوچي يې بشپړه توحيدي اواسلامي عقيده منلې نه وي :
وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (آل عمران : ۸۵)
ژباړه : څوک چي له اسلام پرته بل دين انتخاب کړي له هغه څه به قبول نه شي اودی په اخرت کي له زيانکارانوڅخه دی .
پرهمدې بنابايدشفاعت يوازي له الله جل جلاله څخه وغواړواوداسي ووايو: اې الله! مادخپل پيغمبرله شفاعت څخه مه بې برخې کوه اوزماشفيع يې وګرزوه .
نوربيا ...


وصيل پېروز
11.10.2010

عبدالنبی :- ماوړاندي ومنله چي موږبايدله الله جل جلاله پرته له چاڅه ونه غواړوچي تملک اوتوان يې نه لري خودشفاعت حق يې خپل پيغمبرته ورکړی دی، پرهمدې بناهغه ددې حق څښتن دی اودشفاعت کولوتوان پکي شته نوکولای شوچي له ده څخه شفاعت وغواړواوداشرک نه ګڼل کېږي .
عبدالله :- که الله جل جلاله موږپه څرګنده له دې کاره نه وای منعه کړي نوستاخبره سيي وه . الله جل جلاله په قرآن کريم کي وايي :
فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا (الجن : ۱۸)
ژباړه : هيڅوک له الله جل جلاله سره مه دربولئ .
دشفاعت طلب دعاده اوپيغمبراکرم صلی الله عليه وسلم ته دشفاعت حق ورکول شوی دی خوموږله الله جل جلاله پرته دشفاعت له طلب اودعاڅخه منعه شوي يو. همدارازشفاعت يوامتيازدی چي الله جل جلاله فرشتو،اولياؤاوافراطو(هغه ماشومان چي تربلوغ وړاندي وفات شوي دي) ورکړی دی نوکولای شوچي له دوئ څخه دالله جل جلاله په دربارکي دشفاعت غوښتنه وکړو. په دې صورت کي بيادصالحانواونېکانوهماغه عبادت ته ورګرزوچي دقريشومشرکين پرې ول . اوس که همدامسئله دفرشتواوصالحانوعبادت ومنودقرآن کريم هغه اياتونه چي موږله دې کاره منعه کوي نه مودي منلي اوکه داسي ونه کړونوستاخبره باطلېږي . الله جل جلاله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دشفاعت حق ورکړی دی نوکولای شي چي له الله جل جلاله دشفاعت غوښتنه وکړې .
عبدالنبی :- خوماله الله جل جلاله سره شرک نه دی کړی اوله صالحانواواولياووڅخه کومک غوښتنه شرک نه ګڼم .
عبدالله :- اياباورلرې چي الله جل جلاله شرک حرام کړی اوهغه يې سترجرم اوترزنايې کرغېړن عمل ګڼلی دی اواعلان يې کړی چي زه يې نه بخښم؟.
عبدالنبی :- هو! الله جل جلاله په واضحواوڅرګندوټکوکي ويلي دي .
عبدالله :- ښه، همدااوس تاله الله جل جلاله سره له شرک کولوځان پاک کړخواياکولای شې چي له الله جل جلاله سره هغه شرک چي تراوسه يې لاته نښه نه يې ګرزېدلی اوځان ترې پاک ګڼې ماته توضيح کړې؟.
عبدالنبی :- شرک دادی چي دبوتانوعبادت وکړو،له هغوئ څه وغواړواوهغوئ ته هيله واميدولرو.
عبدالله :- ښه ، ماته ووايه چي دبوتانودلمانځنې اوعبادت معنی څه ده؟ ايافکرکوې چي دقريشوکفاردې ته معتقدووچي داډبرې اولرګي پيداکول کولای شي،روزي ورکولای شي اودنړۍ چارې سمبالوي؟ لکه څرنګه چي ماوويل هغوئ داسي کومه عقيده نه لرله .
عبدالنبی :- زه هم داسي کوم باوراوعقيده نه لرم . زه وايم هغه چي پرقبرونويې ډبرې اونورشيان درولي هغوئ ته ذبح اوقرباني کوي،هغوئ الهي دربارته دنژدېکت وسيله ګڼي اوله الهي قهره څخه دځان ساتنې لپاره يې پناه ځای بولي له الله جل جلاله سره شرک کوي اودادبوتانوهماغه عبادت دی چي زمامقصددی .
عبدالله :- خوداهماغه کارونه دي چي تاسويې پرمزارونواوقبرونوترسره کوئ . ماته ووايه اياستامقصددادی چي دبوتانوعبادت شرک دی خوپرصالحانوتوکل،استعانت اوترې ددعاداجابت غوښتنه شرک نه ګڼل کېږي؟.
عبدالنبی : هو! زماهدف همدادی .
عبدالله :- خوهغه اياتونه چي الله جل جلاله پکي پرپيغمبرانواوصالحانوتوکل،فرشتو ته عاجزې اونورڅه حرام کړي اوهغه کسان چي ددې کارمرتکب کېږي هغوي یې کافرګڼلي څه په کوې؟.
عبدالنبی :- هغه چي فرشتې اوپيغمبران يې رابلل يوازي له دې وجې کافران شول چي فرشتې یې دالله جل جلاله لوڼې اوعيسی عليه السلام وعزيرعليه السلام یې دالله جل جلاله زامن وګڼل خوموږداسي نه وايوچي فلان (نامعلوم شخص )رحمه الله دالله جل جلاله زوی اوزينب رضی الله عنهایې لورده .
عبدالله :- الله جل جلاله ته دکفرنسبت کول جلاکفردی . قرآن ددې ادعاپه ردکي وايي :
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1 اللَّهُ الصَّمَدُ 2 لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3 (الاخلاص : ۱ ــ ۳)
ژباړه : ورته ووايه : الله يودی،الله بې نيازه دی،نه زېږېدلی اونه ترې زېږېدلي دي .
هرڅوک چي الله جل جلاله ته ددې نسبت وکړي هغه کافردی .
همدارازالله جل جلاله په يوبل ځای کي وايي :
مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ (المؤمنون : ۹۱)
ژباړه : الله هيڅکله دځان لپاره زوی نه دی غوره کړی،له ده سره بل معبودنه شته که داسي وای هرالله به خپل مخلوقات تدبيراواداره کول اويوپربل به دفوقيت غوښتونکي وو.
موږوينوچي الله دداسي کفراوډېرومعبودانوته داعتقادترمنځ هيڅ توپيرونه کړ. له يوه لوري کفارودلات عبادت کاوی چي نېک سړی تېرشوی ووخوهغه يې دالله جل جلاله زوی نه بالی ،همدارازکوموکسانوچي دجن عبادت کاوی هغوئ هم الله جل جلاله ته زوی نه ثابتاوی . څلورمذهبونه دمرتدپه حکم کي په يوه خوله دي چي که څوک الله جل جلاله ته زوی ثابت کړي اوياشرک وکړي هغه مرتددی نووينوچي دوئ هم ددې دوومفکوروترمنځ هيڅ ډول توپيرته قائل نه دي .
عبدالنبی :- خوالله جل جلالله دصالحانواواولياؤپه اړه وايي :
أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (یونس : ۶۴)
ژباړه : خبردار! دالله جل جلاله پراولياوونه خوف اونه غم شته .
عبدالله :- موږهم دالله جل جلاله په نزددهغوئ پرمقام اومرتبه ايمان لروخوداددې دليل نه شي کېدای چي موږيې عبادت وکړوزه داوايم چي دوئ بايدله الله جل جلاله سره په استعانت اواستغاثه کي شريک نه شي . زه هم دې ته معتقديم چي ددوئ بايداحترام اوعزت وشي . يوازي اهل بدعت به يې له مقام اومرتبې څخه انکارکوي . دالله جل جلاله دين ميانه رواودحق وهدايت دين دی چي افراط اوتفریط پکي باطل شوي دي .
نوربيا ...


وزیري
12.10.2010

پیروز جانه ښه لړی خو دی روانه کړی او قاضی ته هم ځانته تللی یی.

که ته په دی پوهیږی چی عبد غلام ته هم وایی نو بیا ولی سترګی پری پټوی او که نه پری پوهیدی نو بیا د لا زیات علم ترلاسه کولو لپاره کوشش وکه. هرڅه دی پټ کړه خو دی آیات ته هم یوه غټه کڅوړه وګنده چی په کی ویی پوښوو.

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ.

په آیات کی ضمیر متکلم نبی علیه السلام ده که (عِبَادِيَ) الله ج ته راجع وای نو بیا به د مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ په ځای مِن رَّحْمَتی راغلی وه.

او که په آیات کی هم خپلسری تفسیر وکړی نو د حضرت عمر فاروق رض وینا به څنګه کی
یٰااَیُّھَاالنَّاسُ اِنِّی قَد عَلِمتُ اَنَّکُم کُنتُم تُونِِسُونَ مِن شِدَّ ۃِِ وَّغِلظَۃِِ وَّ ذٰالِکَ اَنِّی کُنتُ مَعَ رَسُولِ اللّٰہِ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیہِ وَسَلَّم وَکُنتُ عَبدُ ہ وَخَادِمُہ ( کنزالعمال جلد 3 صفحہ 147 ۔حیواۃ الحیوان للدمیری جلد 1 ۔ازالۃ الخفاء للشاہ ولی اللہ الدہلوی جلد 2 صفحہ 63 )

آیا حضرت عمر رض هم نعوذبالله شرک ته لمن وهله او که څنګه. او د خلفا راشدینو خبره خو حجت هم ده لکه چی رسول الله ص وایی: و علیکم بسنتی و سنة خلفاء الراشدین ( مشکوٰۃ شریف ، ترمذی شریف جلد 2 صفحہ 92 ، ابن ماجہ شریف صفحہ 5 ، ابوداؤد شریف جلد 2 صفحہ 279 ، مسند دارمی صفحہ 26 ، مسند احمد جلد 4 صفحہ 27 ، مستدرک جلد 1 صفحہ 95 )
او په دی خو هم پوهیږی چی رسول الله ص د حضرت عمر رض په باره کی فرمایلی دی چی: اِنَّ الشَّیطَانَ یَفِرُّ مِن ظِلِّ عُمَرَ۰

وسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

اخوف ما أخاف علي امتي الهوي وطول الامل . الحدیث


مومن مهاجر
12.10.2010

مکرم الوزیري صاحب! احترامات درته تقدیموم
دآیت په ترجمه کي ډېرسخت سهوه شوی یې ته یوځل دآیت سیاق اوسباق وګوره بیا په خپله په ایت کي فکروکړه .
آیت دادی :
قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (سورة الزمرآیت نمبر۵۳)
ژباړه : ورته ووایه! اې زما(الله) هغوبندګانو!چي پرځانویې ظلم کړی دالله له رحمته مه ناهیلي کېږئ بې شکه الله ټول ګناهونه بخښي،یقیناهماغه ډېربخښونکی اوپوره مهربان دی .
په یاعبادي کي چي دمتکلم واحدکوم ضمیردیاپه شکل راوړل شوی مرجع یې په هیڅ صورت رسول الله نه دی اوداچي ته وايي وروسته به یې من رحمتي وایی نه من رحمة الله نودکوم دلیل له مخې به یې من رحمتي وایی نه من رحمة الله؟ زماله معلوماتو سره سم ټولومفسیرینودمتکلم واحدضمیرالله ته راجع کړی نه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اوپاتي شوه دعمررضی الله عنه خبره نوته یوځل دهغې خبرې کره سندراوړه کله چي په صحیح سندسره خبره ترعمررضی الله عنه ورسېده بیابه بحث پرې وکړو. لنډه داچي دامت ډېرعلمادعبدالنبي،عبدالرسول،عبدالمحمداودې ته ورته نومونه صحیح نه بولي .


نوروز خان
12.10.2010

نوروز خان صاحب:
که چېرې د ليکنې په اړه له ځان سره څه لرئ؛ نو لوستونکو سره يې شريک کړئ.
هسې بېځايه د موضوع د ګډوډولو کوښښ مه کوئ.

په درنښت

وهاج ساپی


وزیري
13.10.2010

مهاجر صاحب سلامونه می ومنه!
ما خو د عمر رض د خبری په باره کی دا لاندی سندونه ذکر کړیدی، نه پوهیږم چی څرنګه سند ته یادوی او که دا د کنزالعمال کتاب کوم صحی کتاب نه وی او یا په دی وینا باندی کومه جرحه وی نو مهربانی وکړی تاسی یی را سپینه کړی:

یٰااَیُّھَاالنَّاسُ اِنِّی قَد عَلِمتُ اَنَّکُم کُنتُم تُونِِسُونَ مِن شِدَّ ۃِِ وَّغِلظَۃِِ وَّ ذٰالِکَ اَنِّی کُنتُ مَعَ رَسُولِ اللّٰہِ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیہِ وَسَلَّم وَکُنتُ عَبدُ ہ وَخَادِمُہ ( کنزالعمال جلد 3 صفحہ 147 ۔حیواۃ الحیوان للدمیری جلد 1 ۔ازالۃ الخفاء للشاہ ولی اللہ الدہلوی جلد 2 صفحہ 63 )

وسلام

اتقوا فراسة المؤمن فإنه ينظر بنور الله


مومن مهاجر
13.10.2010

محترم الوزیري صاحب که مهرباني وکړې اودعمررضی الله عنه خبره په داسي سند سره ذکرکړې چي رجال یې هم یادشوي وي نوډېره مهرباني به مووي،ځکه کوموکتا بونوته چي ته حواله ورکوې له ماسره نه شته . .


وزیري
14.10.2010

مهاجر صاحب سلامونه!

الله ج دی ما او تا سره له ټولو دوستانو ژوندی لری. له خیره سره د رجال په باره کی به معلومات درته وروسته ولیکم ځکه چی زه هم له کتاب نه ډیر لری یم خو مهربانی وکړه لاندی آیات ترجمه او تفسیر کړه. ما به درته ترجمه او تفسیر کړی وای خو هسی نه چی بیا را نه سهوه وشی او هغه د چا خبره هرشی سره ټوکی خو د بابا له ګیری سره هم ټوکی. نو الله ج دی دا وس نه را کوی چی د قرآن سره هم ...

وَأَنكِحُوا الْأَيَامَىٰ مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّـهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّـهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿النور: ٣٢﴾[color=red:2b12a5ea83][/color:2b12a5ea83]

وروریه! د من عبادکم د لفظ استعمال، معنی او تفسیر د زړه له اخلاصه راته وکړه. الله ج دی جنتونه نصیب کړه.

وسلام

اختبروا الناس بأخدانهم ، فإن الرجل يخادن من يعجبه[/b]


وصيل پېروز
14.10.2010

عبدالنبی :- دابايدپه نظرکي ولرې چي هيڅ يې دتوحيدکلمه منله نه ، درسول الله صلی الله عليه وسلم له نبوته اودقيامت له ورځې يې انکارکاوی ، هغوئ قرآن کريم سحرګاڼی خوموږدهغوئ برخلاف توحيدمنو،درسول الله صلی الله عليه وسلم پرنبوت،دقيامت دورځې پرحساب وکتاب اودقرآن کريم پرحقانيت ايمان لرو،لمونځ کوو،روژه نيسو،زکات ورکووپه داسي حال کي څه ډول موږدهغوئ په څېريو؟.
عبدالله :- ټول علماء اوددين بزرګان پردې اتفاق سره لري چي که يوڅوک درسول الله صلی الله عليه وسلم رسالت ومني خوپيغام اودستوريې قبول نه کړي مرتداوکافردی . همدارازپرځيني قرآن ايمان لري اوله ځيني کافروي،ياتوحيدمني خولمونځ نه مني،ياپر توحيداولمانځه اقرارکوي خودزکات له وجوبه منکروي،ياپردې ټولواقرارکوي خودروژې منکروي،ياخودې ټولوشيانوته معتقدوي خودالله جل جلاله دکورله حجه منکروي ، الله جل جلاله دهغوکسانوپه اړه چي درسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کي يې دحج له کولوډډه کوله داسي وايي :
وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلاً وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ
(آل عمران : ۹۷)
ژباړه : دالله لپاره پرهغوخلکودبيت الله حج دی چي توان يې لري اوکه هرڅوک کفر وکړي (دحج له فريضې انکاروکړي) نوبې شکه الله جل جلاله له ټولونړۍ والوبې نيازه دی .
که هرڅوک دقيامت له ورځې منکرشي دټولوعلماؤپه اتفاق اواجماع سره کافردی اوقرآن په څرګنده ويلي چي که څوک دقرآن پريوه برخه ايمان لري خوله بلې برخې منکروي کافردی . پرهمدې بنسټ بايدداسلام اوقرآن ټول احکام اواصول په بشپړډول سره له هرې مستثنی پرته ومنل شي اياته دې اصل ته معتقديې که ...؟.
عبدالنبی :- هودااصل منم ځکه الله جل جلاله دااصل په قرآن کي په ښه ډول بيان کړی دی .
عبدالله :- اوس چي ته پردې نه ماتېدونکي اصل ايمان لرې په دې هم بايدښه پوه شې چي توحيدترټولوستره فريضه ده چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم پرخپلوپيروانوواجبه کړې ده . دتوحيدمسئله ډېره مهمه اوترلمانځه ، زکات، روژې اوحج ټولولويه ده نوڅرنګه ممکنه ده چي له دې اموروله يوه څخه په منکرکېدلوسړی له اسلامه وزي اوکافرکېږي خوکه يوسړی درسول الله صلی الله عليه وسلم پرراوړوټولوشيانوعمل وکړي خوله توحيدڅخه چي داثبات لپاره يې ټول پيغمبران مبعوث شوي دي انکاروکړي نه کافرکېږي؟!!! . دلته ستاجهل دډېري حيرانۍ وړدی ، بل پلودرسول الله صلی الله عليه وسلم ياران له بني حنيفه سره په داسي حال کي په جګړه اخته شول چي دتوحيدکلمه يې لوستله،درسول الله صلی الله عليه وسلم پرنبوت يې اقرارکاوی،لمنځونه يې کول اواذان يې کاوی .
عبدالنبی :- مګرهغوئ دمسيلمه کذاب پردعوه ايمان درلودخوموږباورلروچي له رسول اکرم صلی الله عليه وسلم څخه وروسته هيڅ پيغمبرنه راځي .
عبدالله :- خوتاسوهم دانبياوو،علی کرم الله وجهه،عبدالقادرګيلاني رحمه الله ، صالحواونېکوخلکوپه اړه دومره مبالغه کوئ چي هغوئ موترالله تعالی لوړکړي دي که داسي وي چي يوڅوک انسان ترنبي کريم صلی الله عليه وسلم لوړوګڼي کافردی اودهغه ځان ومال حلال دی،شهادتين اولمنځونه هم هيڅ ګټه نه ورته کوي نوپه داسي حال کي دهغه سړي مال اوځان په اولی طريقه سره روادی چي يوانسان ترالله جل جلاله لوړګڼي . له بله پلوه کوموکسانوچي دعلی رضی الله عنه دپلويتوب دعوې کولې هغوئ هم مسلمانان وواودده همعصره ووبل لورته چي علی رضی الله عنه کوم کسان اورته واچول مسلمانان اودده ملګري ول،له صحابه کرامورضی الله عنهم څخه يې علم ترلاسه کړی ووخوکله چي دهغو غلطيوښکارشول لکه تاسوچي يې دعلی رضی الله عنه اوعبدالقادرګيلاني په اړه ښکارشوي ياست نوکه داکفرنه وي نوصحابه کرام رضی الله عنهم څرنګه دخپلې زمانې کسان په کفرتورنوي؟ اياته دافکرکوې چي صحابه کرامورضی الله عنهم دي پرمسلمانانودکفرټاپې وهلې؟ که داولياووپه اړه هغې عقيدې ته قايل نه وولکه تاسوچي يې عبدالقادرګيلاني رحمه الله ته ورکوئ ؟ همداعقيده دعلی رضی الله عنه په شان کي درلودل کفردی .
دلته به داپوښتنه کېږي چي وړانديني خوله دې وجې کافران شول چي هغوئ خوله شرک پرته دنبي کريم صلی الله عليه وسلم له نبوت،دقرآن کريم له حقانيت اودقيامت له ورځې منکرشول . ددې پوښتنې په ځواب کي بايدوویل شي چي دمرتددهغومباحثوهدف څه دی چي دهرمذهب علماووپه تفصیل سره بیان کړي دي؟ هغوئ په دې باب کي ګڼ شمېرمسئلې راوړي چي هره يوه دسړي دکفراوځان ومال دحلال کېدلوسبب ګرزي،ان هغوئ دومره لوی ګام اخیستی اوډېري کوچنۍ مسئلې لکه په خوله دداسي کلمې ویل چي دالله جل جلاله دقهرسبب ګرزي که څه هم له زړه څخه نه وي اودګپې وشوخي په ډول وي په دې ډلې کي داخلې بللې دي،ځکه الله جل جلاله يې په اړه وايي :
قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ 65 لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ
(التوبة : ۵۶ ، ۶۶)
ژباړه : ورته ووايه : اياتاسوپه الله،دهغه په اياتواوپيغمبرټوکي کوئ؟ عذرمه کوئ تاسوله ايمان وروسته کافران شواست .
ديادونې وړده چي داايات دهغوصحابه کرامورضی الله عنهم په اړه نازل شوچي يوه خبره يې دټوکي په ډول کړې وه چي هغه دالله اودهغه درسول دقهرسبب شوه اوداايت نازل شوڅواعلان وکړي چي هغه څوکسان دهغې خبرې دکولوله کبله کافران شوي دي . له بل پلوه الله جل جلاله بني اسرائيل ددوئ له ايمان سره سره ملامت کړل چي له موسی عليه السلام څخه يې دملموس معبودغوښتنه کړې وه . رسول الله صلی الله عليه وسلم هم دهغو صحابه ووپه ځواب کي چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه یې دذات انواطي (يوه ونه چي تبرک په غوښتل کېږي) وويل : داهماغه غوښتنه ده چي بني اسرائيلوله موسی عليه السلام څخه کړې وه اوويلي يې وو:
اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ (الأعراف : ۱۳۸)
ژباړه : موږته هم داسي معبودان وټاکه لکه دوئ چي يې لري .
رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه صحابه له داډول غوښتنوڅخه منعه کړل .
نوربيا ...


مومن مهاجر
15.10.2010

الوزیري صاحب بیاهم سلام اواحترام ومنه!
تاچي دکوم آیت ژباړه غوښتې هغه داده :
وَأَنكِحُوا الْأَيَامَىٰ مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّـهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّـهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿النور: ٣٢﴾
ژباړه : په تاسوکي چي څوک بې نکاح وي دهغونکاح وکړئ اودخپلونېکومریانواو مینځو(نکاح هم ) وکړئ که هغوئ مسکینان وي الله به یې په خپل فضل غنیان کړي اوالله جل جلاله دپراخۍ اوپوره علم خاونددی .
په دې آیت کي ستااصل هدف دعبادکم توری دی چي دعبدجمعه اودمریي په معنی دی له همدې ځایه ته غواړي استدلال وکړې چي عبدالنبي،عبدالمحمد، عبدالرسول اوداسي نورنومونه صحیح دي . خواستدلال دي بیاهم غلط دی ځکه دعبدلفظ دبنده اوحقیقي مریي په معنی استعمالېږي اوڅوک چي پرځان داډول نومونه ږدي په هغه کي دعبدیوه معنی هم نه شته . نوره ستاخوښه منې یې اوکه نه؟



ع کريم حليمي
15.10.2010

دروند او مکرم مهاجر صاحب ، مکرم پېروز ، او درنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله
[quote:ad163ef21e]عبدالنبي،عبدالمحمد، عبدالرسول اوداسي نورنومونه صحیح دي[/quote:ad163ef21e]
مهاجر صاحب ، تاسو خو پر لسان عربي پوره پوهه لرئ ، که فکر وکړئ
عبدالنبي یوه مجهوله جمله ده ، عبد نه دی معلوم چه عبد آس دی ، راډیو ده
دا عبد څوک دئ ؟؟؟
عبدالنبي جمله په هغه وخت غلطه وي چه مجهولیت ئې له منځه ولاړ شئ
مٍثلاً : "نجار عبدالنبي‌" ، اوس معلومه سوه چه نوم غلط دئ‌
داسي نومونه لکه عبدالکریم ، عبدالحکیم ،،،،،،،،،،،،،،،،،، ګرامر وایز ټول غلط دي
اما کله چه نوم حلیمي عبدالکریم ، محمد عبدالحلیم وي نو ګرامر وایز
بیا صحیح بلل کیږي
رسول الله هم یو مجهوله خبره ، نوم دئ اما هر کله چه ووایو چه :
محمد رسول الله ، دغه وخت موږ پوهیږو چه کوم رسول الله ( محمد بن عبدالله )
درنښت


وزیري
17.10.2010

مهاجر صاحب سلامونه:

تاخو فقط ځان را نه خلاص کړی دی او دومره دی ویلی دی:
خواستدلال دي بیاهم غلط دی ځکه دعبدلفظ دبنده اوحقیقي مریي په معنی استعمالېږي اوڅوک چي پرځان داډول نومونه ږدي په هغه کي دعبدیوه معنی هم نه شته .
ته دا خبره هم زما د آیات د رد کولو لپاره کوم دلیل بولی؟ که په آیات او حدیث یی ردولی شی نو مهربانی وکړه کنه نو بیا یی ومنه چی عبدالرسول، عبدالمصطفی او داسی نور نومونه ایښودل کومه ګناه نه ده.
که له بله اړخه یی وڅیړو او ووایو چی بیشکه او بی شبه عبد د مریي یا غلام په معنی هم راځی نو که زه ووایم چی زما نوم دی د محمد ص غلام نو په دی کی به څه حرج وی؟ او که دا شک لری چی دا عبد به د عبادت د بنده ګی عبد وی نو ټوټلی غلطه ده ځکه هیڅوک هم چی په ځان یی عبد الرسول نوم ایښی وی دا نه وایی چی زه د رسول الله ص عبادت کوم. هیڅکله به هم داسی وانه وری. نو چی کله دا خبره هم پاکه ستره وی چی عبادت یواځی الله ج ته دی او په عبد الرسول نوم ایښودو سړی د رسول الله ص عبادت نه کوی نو بیا ویره په څه کی ده؟ په اسلام مبین دین کی باید دومره تنګ نظري نه وی دا خو لا عبد ده زما په لاندی راوړل شوی آیات کی وګوره چی انسان ته الله ج رب کلیمه استعمال کړی ده چی د رب کلیمه له عبد نه څو چنده خاص الخاص الله ج ته استعمالیږی او کله چی الله ج ته استعمال شی نو معنی یی د ټولو کایناتو پالونکی راځی او چی کله انسان ته استعمال شی نو بیا په معنی د بادار/مشر/ د وخت آمیر او داسی نورو راځی. آیات دادی:
وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ (سوره یوسف ایه نمبر۴۲)[color=red:103090e07f][/color:103090e07f]

چون سحر وختی ده او بلا ډیر کارونه هم لرم، چای هم آماده دی او سړیږی نو هیله مند یی چی دا به درته کفایت وکړی.

وسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته[/quote]


رښتینی
17.10.2010

الوزیری صیب ستاسو خبری سمی دی خو یوه ټکی ته مو باید توجه وی
هغه دا چی عبدالله عبدالرحمن او دی ته ورته نومونو کی عبد دبندګۍ په
معنی دی او دمرییتوب له پاره خپله بیله کلمه شته لکه غلام او په همدی
کلمه خلک نومونه هم ږدی لکه غلام رسول غلام نبی اوغلام محمد
نو دعبدالرسول او...په نامه کی خامخا شبهه شته ځکه لکه ما وویل
دعبدالله او دی ورته ۹۹ یا زیات نومونو کی عبد دبنده په معنی ده نو
نوپه عبدالرسول کی یی دمریۍ په معنی مراد کول یوڅه تکلف دی سره له دی
چی غلام محمد دغو ګڼ شمیر شتون لری
بناء که ووایو چی ددی تشبیه له کبله دا نوم ښه ندی نو ښه به وی


مومن مهاجر
17.10.2010

محترم اودروندوروروزیري صاحب! لکه څرنګه چي مامخکي درته وویل په آیت اونوروعربي محاوروکي دعبدلفظ دبنده اوحقیقي مرییي په معنی استعمالېږي . نو څوک چي پرځان دعبدالرسول اودې ته ورته نورنومونه ږدي هغه په کومه معنی عبد دی؟ په اوله معنی خویقینانه دی ځکه پرهیڅ مسلمان داشک نه شي کېدلای چي هغه دي ځان رسول اویابل چاته دعبدپه لفظ دلومړنۍ معنی له مخې مضاف کړي بلکي دهغه به دویمه معنی مرادوي خوددویمې معنی له مخې هم اضافت ناسم دی ځکه عبد دحقیقي مرییي لپاره استعمالېږي ایاداسړی زیدبن حارثة دی چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دمملوکیت تعلق لري اوکه یولفظ له خپله لوري دپردۍ معنی لپاره استعمالوي ؟ همدارازښاغلوحلیمي اوحامدصاحب هم یوې ښې نکتې ته اشاره کړې چي دلته لفظ مشکوک دی له همدې وجې یې هم بایدله کارولوډډه وشي .پاتي شوه درب خبره نوددې کلیمې په کارولوکي هم توپیردومره دی چي رب دالله لپاره له اضافت پرته استعمالېدای شي خودمخلوق لپاره پرته له اضافته نه استعمالېږي . اوپردې کلیمه بحث زموږله موضوع سره تړلی هم نه دی . په درنښت .


شبيراحمد
17.10.2010

سلامونه

دعبدالرسول نوم ریښتياهم صحی نه دی

زمونږپه کلي کي دوه وروڼه دي يومحمدرسول اوبل یې عبدالرسول نومېږي
دې عبدالرسول ته مي ويل چې راځه دانوم به دربدل کړويوه ښه میلمستیاوکړه
موږپه ډوډۍ پکي وخورواوستابه نوم له شریعت سره برابرشی
خومتاسفانه هغه راته کړه چې دامي راباندي نېکه ایښی اوزه یې دیوه یادګار
په توګه راسره ساتم نه شم کولای بدل یې کړم
نوله مانه هم ځواب ورک شوچې ښه اوس به دې ناپوهه ته څه ووایې
په کلي کي مویوغلام رسول هم شته
لکه څنګه چې حامدصیب لیکلي غلام رسول اوعبدالرسول دځمکي اواسمان
هومره فرق لري
عبدکه په پخوانۍ عربي کي کله کله مريي ته هم کارېده خواوس پکي
بالکل خاص شکل لري اويوازي بنده ته ویل کېږي

په مينه اومننه

ستاسوشبير


وصيل پېروز
17.10.2010

عبدالنبی :- خوبني اسرائيل اوهغه صحابه چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې ناسمه غوښتنه کړې دخپلې غوښتنې له وجې کافران نه شول .
عبدالله :- هو! هغوئ کافران نه شول ځکه پرخپله غوښتنه يې عمل ونه کړکه یې هروخت خپله غوښتنه عملي کړې وای اودپيغمبرله اطاعته یې لاس اخيستی وای اوپرخپل ناسم فکرتللي وای کافران کېدل . همدارازهغه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم منعه کړي ووکه يې دپيغمبراکرم صلی الله عليه وسلم اطاعت نه وای کړی اوترنهې وروسته یې داکارکړی وای له اسلامه وتل .
عبدالنبی :- زه دلته حيران يم . له يوه لوري که داسامه رضی الله عنه اودهغه سړی کيسې ته چي ترمرګ وړاندي يې لااله الاالله ويلي وواودرسول الله صلی الله عليه وسلم خبرې چي اسامه رضی الله عنه ته يې کړې وي : (يااسامه! اقتلته بعدماقال لااله الاالله) اې اسامه! اياتردې وروسته دي وواژه چي هغه (لااله الاالله) وويل؟ اوله بله لوري درسول الله صلی الله عليه وسلم حديث رايادشي چي وايي : (امرت ان اقاتل الناس حتی يقولوالااله الاالله) يعني الله جل جلاله ماته امړی چي ترهغوله خلکوسره جګړه وکړم چي (لااله الاالله) ووايي . داوخت نه پوهېږم چي څرنګه دادوې قضيې ستاله خبروسره تطبيق کړم؟.
عبدالله :- څرنګه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له يهودانوسره وجنګېدی،دهمده صلی الله عليه وسلم يارانوله بني حنیفه سره جګړه وکړه اوعلی رضی الله عنه خپله يوه ملګرې ډله ژوندۍ په اوروسوځوله ، هماغه وخت هم يهودانو،هم بني حنيفه وواوهم دعلی رضی الله عنه همعصرودتوحيدکلمه ويله اوخپل ځانونه يې موحدين ګڼل . همدارازپوهېږو که څوک ددين له اصولواوياداسلام له ارکانولکه لمونځ اوقيامت څخه انکاروکړي کافر کېږي که څه هم دتوحيدکلمه وايي . دتوحيدمسئله هم همداسي ده هرکس چي يې رعايت ونه کړي اوويې نه مني هغه له اسلامه وزي اوکافردی . داسامه رضی الله عنه دکيسې په اړه بايدووايم چي هغه يوداسړی وواژه چي دمسلمان کېدلودعوه يې کوله خواسامه رضی الله عنه دافکروکړچي دادوېري اوځان ساتنې له کبله مسلمان کېږي نه دباوراواعتقادله مخې . پرهمدې بناداايت نازل شو:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ (النساء : ۹۴)
ژباړه : اې مومنانو! کله چي دالله په لاره کي ګام ږدئ (کله چي جهادته ځئ) نوتحقيق کوئ .
ددې ايت مفهوم دادی چي که يوڅوک دتوحيدکلمه پرژبه راوړي نودهغه ځان اومال خوندي دی خوکه ددې برخلاف ثابت شونوتردې وروسته ورته دتوحيدکلمې لوستل هم ګټه نه شي رسولای اوداد(فتبينوا) مفهوم دی . که دمسلمان کېدلولپاره يوازي پرژبه دتوحيد دکلمې راوړل کفايت کوي نوبياهیڅ پلټنې ته اړتيانه شته په داسي حال کي چي الله جل جلاله دمسلمان کېدلولپاره له ظاهرپرته باطن هم معيارټاکلی دی . درسول الله صلی الله عليه وسلم ددې حديث مفهوم چي الله جل جلاله ماته امرکړی ترڅوترهغوله کفاروسره وجنګېږم څو(لااله الاالله) ونه وايي هم همدادی . هماغه پيغمبرچي اسامه ته څه وويل دخوارجوپه اړه يې ويلي دي : (اينمالقيتموهم فاقتلوهم) معنی داچي که موهرځای وموندل ويې وژنئ . حال داچي هغوئ دالله جل جلاله داسي عبادت کاوی چي کله به صحابه کرامو رضی الله عنهم دهغوئ عبادت وليدنودحقارت احساس به يې کاوی اوخپل ځانونه به يې ملامتول خوکله چي دتوحيداوشريعت خلاف چارې له دوئ څخه ترسره شوې د(لااله الاالله) ويل اوهغه ټول عبادات ددوئ دتکفيراوځان ومال دحلال کېدلومانع نه شول .
عبدالنبی :- خوله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يوحديث روايت شوی چي داخرت په ورځ به انسانان ددې ورځې دعذاب له وېري له پيغمبرانوعليهم السلام څخه استعانة اواستغاثة کوي ، دالړۍ به له ادم عليه السلام څخه شروع څويې عيسی عليه السلام ته ورسوي په دې ترتيب سره : آدم ، نوح ، ابراهيم ، موسی ، عيسی اورسول الله صلی الله عليه وسلم خوټول پيغمبران به دې ته زړه نه ښه کوي اودابه له خپل توان څخه ډېر لوړګڼي تردې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به راشي اوله همده به استغاثة وکړي . داپه دې اړه دشرک پرعدم وجوددلالت کوي . اوس ماته ووايه چي ددې حديث په اړه دي نظرڅه دی؟.
عبدالله :- په اصل کي تامسائل په ښه ډول نه دي درک کړي اوپه خپل منځ کي يې سره ګډوې . زه وايم له يوه ژوندي اوحاضر څخه په داسي شيانوکي استغاثه کول چي دده په واک اوقدرت کي وي پروانه لري لکه قرآن کريم چي وايي :
فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ (القصص : ۱۵)
ژباړه : هغه چي دده پيروان ووددښمن په مقابل کي يې له ده دمرستې غوښتنه وکړه .
همدارنګه که يوانسان دجګړې په ډګرکي وي له ملګرودداسي څه چي په قدرت اوتوان کي وي استعانة اواستغاثة غواړي .
موږاستعانة اواستغاثة له مړواوياله هغوکسانوچي له موږڅخه غائب دي اوهمدارازپه هغوشيانوکي استغاثه چي ددوئ په قدرت کي نه دي اويوازي الله يې پرکولو قادروي ناسمه اوحرامه ګڼو. خلک هم دقيامت په ورځ پيغمبرانوته ورځي اوله هغوئ څخه غواړي چي الهي دربارته دعاوکړي څودوئ ددې سترې ورځې له عذابه خلاصون ومومي اوددې لپاره صالحانوکسانوته تلل چي هغه زمالپاره الهي دربارته دعاوکړي يوجائزکار دی لکه څرنګه چي صحابه کرامورضی الله عنهم درسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارک ژوندکي داسي کړي دي خودرسول الله صلی الله عليه وسلم تروفات وروسته هيڅکله هم دهغه دقبرپرسرنه دي درېدلي اوله ده څخه يې داستغاثې غوښتنه نه ده کړې پرهمدې اساس سلفوصالحينودقبرونوپه څنګ کي دعاکول اودقبرونوڅښتنان شفيع ګرزول روانه دي ګڼلي .
نوربيا ...


وصيل پېروز
23.10.2010

عبدالنبی :- ښه ، اوس به يوځل دابراهيم عليه السلام کيسې ته سرورښکاره کړو. کله چي کفارودی يوه ستراورته ورټېل واهه اوپه هواکي جبرائيل عليه السلام ورته راغی پوښتنه يې ترې وکړه اياڅه ضرورت اواړتيالرې؟ څوده ته خلاصون ورکړي خوابراهيم عليه السلام ترې هيڅ ډول مرسته ونه غوښتله نوکه ستاپه نظرله فرشتواستغاثه غوښتل حرام اوشرک ګڼل کېږي نوجبرائيل عليه السلام دڅه لپاره ابراهيم عليه السلام ته راغی اوده ته يې داوړانديزوکړ؟.
عبدالله :- داخبرې هم داسامه دحديث په څېردي . له يوه لوري داروايت هم صحيح نه دی خوکه بالفرض يې صحيح وګڼواوووايوچي جبرائيل عليه السلام ابراهيم عليه السلام ته راغی څوله ده سره مرسته وکړي لکه څرنګه چي قرآن کريم وايي :
عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (النجم : ۵)
ژباړه : هغه چي سترقدرت لري (جبرائيل امين) ده ته يې تعليم ورکړی دی .
په داسي حال کي که الله جل جلاله هغه ته اجازه وکړي دده په توان کي ووچي دابراهيم عليه السلام اوريې له منځه وړی وای اوپه دې کارکي دده په وړاندي هيڅ مانع نه وو داحالت داسي دی لکه يوشتمن سړي چي يوه فقيرانسان ته دمرستې اوکومک وړانديزکوي خوابراهيم عليه السلام دجبرائيل عليه السلام وړانديزونه مانه څويوازي دخپل خالق دمنت تربارلاندي وي اودخپل پروردګاردارادې په انتظارپاتي شو.
زمادوسته ! يوه مهمه خبره غواړم چي ويې کړم دوړاندينيوشرک دنن زمانې ترشرک دڅووجوهاتواولاملونوله کبله سپک وو.
لومړی :- هغوئ يوازي دامنيت ، قدرت اواسانۍ په وخت کي له الله جل جلاله سره شرک کاوی خودغم،مصيبت اومشکلاتوپه وخت کي يې خپل ايمان خالص اوپاکاوی اوله هرډول شرک څخه يې لاس اخيست په همداسي حالاتوکي يې يوازي له الله جل جلاله څخه دمرستې غوښتنه کوله اوخپل معبودان يې له ياده ويستل . الله جل جلاله په دې اړه داسي وايي :
فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ
(العنکبوت : ۶۵)
ژباړه : کله چي پرکښتيوسپاره شي الله جل جلاله په اخلاص رابولي (له ده پرته نور هېروي) خوکله چي الله جل جلاله دوئ وچې ته ورسوي اونجات ورکړي بيامشرکين کېږي .
ياداچي :
وَإِذَا غَشِيَهُم مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلاَّ كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ (لقمان : ۳۲)
ژباړه : کله چي دوئ دسايوانونوپه څېرڅپې لاندي کړي ، دوئ الله رابولي اودين دده لپاره خاص کوي کله چي الله جل جلاله دوئ وچې ته وباسي نوځيني په دوئ کي منځلاري وي اوزموږله اياتونوله متکبراوناشکره پرته بل څوک انکارنه کوي .
خوزموږدزمانې مشرکان هم په راحت اوهم په مصيبت کي له غيرالله دمرستې اواستعانت غوښتنه کوي مثلاًديوې پېښي په ورځ درسول الله صلی الله عليه وسلم ، صالحانو،پيرانواونوروپه نومونودکومک غوښتنې کوي .
دويم :- درسول الله صلی الله عليه وسلم اودهغه ترزمانې وړاندي مشرکينودالله جل جلاله دعبادت ترڅنګ يوازي دپيغمبرانو،فرشتو،صالحانواوهغوډبروعبادت کاوی چي په هيڅ حالت کي هم دګناه نښه نه ګرزي خودنن زمانې مشرکين له ښه وبد،صالح اوفاسق څخه استغاثه اواستعانه طلبوي که څه هم په خپلوسترګودهغوئ فسق اوفجوروويني .
درېيم :- وړاندينيومشرکينوصرف په عبوديت اوالوهيت کي له الله جل جلاله سره شريک نياوی خودنن ورځې مشرکين په ربوبيت کي هم له الله جل جلاله سره دشريک نيولو په لټه دي دبېلګي په ډول طبيعت دنياته دراتللواوتللوعامل ګڼي دې ته ورته نورکفري خيالونه هم دي خوهيڅ کس هم په دې ته ورته شيانوکي فکرنه کوي ترڅوله داسي خطرناکو افکاروخوندي پاتي شي .
يوه بله مهمه خبره چي تاته يې بايدوکړم : زه خپلې خبرې پردې ستره مسئله پای ته رسوم چي دتوحيدبشپړمفهوم په خوله اقرار،په زړه تصديق اودبدن په غړوعمل دی که يو څوک دتوحيدپه مفهوم پوه شوی خوبياهم عمل پرې ونه کړي نوهغه سرکښ اوکينه کښ کافردی لکه فرعون اوابليس دلته بايديادونه وکړم چي ډېرخلک شته چي حق يې پېژندلی خودبېلابېلودلايلوله مخې پرحق عمل نه کوي همدارازدکفرمشران حق ښه پېژنې خوددنيا دفاني متاع په هيله له حق څخه مخ اړوي اودباطل لارغوره کوي اودخپل عمل لپاره مختلف توجيهات هم کوي .
قرآن کريم دداسي کسانوپه اړه وايي :
اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (المنافقون : ۲)
ژباړه : هغوئ خپل قسمونه ډال کړي دي څوخلک دالله له لارې واړوي دوئ ډېربد کارونه ترسره کوي .
که يوڅوک په ظاهره پرتوحيدعمل کوي خوپه حقيقت کي يې درک کړی نه وي اوورته معتقدنه وي هغه منافق دی، منافق ترکافربداوشریې ترزيات دی ، الله جل جلاله وايي :
الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (النساء : ۱۴۵)
ژباړه : منافقين دجهنم په ټيټوطبقوکي دي اوهيڅکله به مرستندوی ونه مومي .
همدامسئله ده چي نن سباپه خلکوکي عامه ده اوپه قول عمل سره يې ښکارګرزي . يوه ډله حق پېژني خودادقارون پيروان له دې وجې حق ته غاړه نه ږدي چي سبابه ورته دګټې پر ځای زيان ورسېږي،يوه بله ډله بيادخپل مقام اومرتبې دساتنې لپاره دحق له منلوسرغړاوی کوي اويوه بله ډله هم له حق څخه انکارکوي خودامن موندلواوګټې په هيله هغوئ په ظاهره دحق منلوته غاړه ږدي .
نوربيا ...


وصيل پېروز
24.10.2010

زمادوسته! بايدپه دې دوواياتونوکي زيات فکروکړو.
لومړی آيت :
لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ (التوبه : ۶۶)
ژباړه : (ورته ووايه : ) عذرمه کوئ (بې ځايه دی ځکه چي) تاسوله ايمان راوړلو وروسته کافران شوي ياست .
په دې ايت کي الله جل جلاله هغوکسانوته اشاره کړې چي دتبوک په غزاکي له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره راغلي وودمزاح په توګه ديوڅوکفري کلماتوپه ويلوسره يې کفرکړی وو. اوس بايدپوه شې دهغوخلکوحکم څه دی چي په قصدي ډول ياددنيادمتاع په تمه کفرکوي ؟ دوئ هماغه دي چي دشيطان فريب يې خوړلی اوپرویناوويې عمل کوي :
الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء (البقرة : ۲۶۸)
ژباړه : شيطان تاسوته دفقرپېغوردرکوي اوتاسوپرفحشاامرکوي .
هغه وېره چي شيطان یې په دوئ کي اچوي په خپله لړزېږي .
إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ (آل عمران : ۱۷۵)
ژباړه : بې شکه شيطان خپل پيروان وېروي .
دهغوئ دالله جل جلاله له رحمت اومهربانۍ سره هيڅ کارنه شته .
وَاللّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلاً (البقره : ۲۶۸)
ژباړه : الله جل جلاله له تاسوسره دبخښنې اومهربانۍ ژمنه کوي .
ددې ړندوپرتوروزړونودالله جل جلاله دانتقام اوغوسې وېره هيڅ اثرنه کوي .
فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ (آل عمران : ۱۷۵)
ژباړه : نوله هغوئ مه وېرېږئ يوازي له ماووېرېږئ .
اوس بايدپوه شوپه دې اوصافوسره دوئ بايددالله جل جلاله دوستان وبلل شي که دلعين شيطان دوستان اوپيروان؟.
دويم ايت چي بايدزيات فکراوتدبرپکي وشي دادی :
مَن كَفَرَ بِاللّهِ مِن بَعْدِ إيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (النحل : ۱۰۶)
ژباړه : هغه کسان چي ترايمان راوړلووروسته کافران شوي دي له هغوپرته چي ترفشار لاندي راغلي اوزړونه یې په ايمان سره ډاډمن دي ، خوکوموکسانوچي دکفرمنلوته سينه پرانيستې پردوئ دالله قهردی اويوسترعذاب ددوئ انتظارکوي .
پرهمدې بناايت هغه کفرچي پرڅښتن يې زورشوی کفرنه ګڼي خودتمې ، له خلکوسره دراشه درشې، له وطن ، قوم،ځان، مال اومقام سره دمينې اويادټوکوپه شرايطو کي کفرګڼل کېږي . ایت دابيانوي چي انسان دخپلې ويناپرمهال ترزورلاندي راځي خودده زړه اوعقيده له دې سختۍ څخه خوندي ده پرهمدې بنادزوراوسختۍ حالت ترې مستثنی دی په دې حالت کي دکفردکلمې ويل کفرنه ګڼل کېږي خوهغه صورتونه چي وړاندي يې يادونه وشوه له دې بېل دي ځکه په هغوصورتونوکي وينااوفکردواړه ددې سړي په لاس کي دي قرآن يوبل ځای هم په دې اړه داسي وايي :
ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اسْتَحَبُّواْ الْحَيَاةَ الْدُّنْيَا عَلَى الآخِرَةِ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
(النحل : ۱۰۷)
ژباړه : داله دې وجې چي دوئ ددنياژوندته پراخرت ترجېح ورکړې اوالله جل جلاله کافرقوم ته هدايت نه کوي .
داايت په څرګنده وايي چي يوازي باورواعتقاد،جهل،له دين څخه نفرت يادکفردوستي انسان نه شي خوارولای بلکي هغه چي انسان دالله جل جلاله دقهراوغضب لورته کشوي هغه له ددنياله متاع اوژوندسره مينه ده، هغه چي ضعيف انسان هڅوي څودا پردين اوحق غوره وګڼي .
اې زمادوسته! اوس هغه وخت نه دی راغلی چي دالله جل جلاله دربارته مخ کړې اوله خپلوتېروکړنواوتېري عقيدې تېرشې؟ ځکه دکومې مسئلې په اړه چي ماڅه وويل هغه ډېره مهمه اوبرخليک ټاکونکې ده چي زياته اړتياپکي تدبراوتأمل ته ده .
عبدالنبی :- نورتوبه کاږم اوله الله جل جلاله څخه استغفارغواړم ، ايمان راوړم چي له الله جل جلاله پرته چي دعبادت لايق وي نه شته اوداشاهدي ورکوم چي محمدصلی الله عليه وسلم دالله جل جلاله پيغمبراوپيغام راوړونکی دی . [color=white:037028a34b]له الله جل جلاله پرته چي مادهرڅه عبادت اواطاعت کړی دی اوس ترې ځان بري اعلانوم اودالله جل جلاله له درباره دعفوې اوبخښنې سوال کوم اوله الله جل جلاله څخه غواړم چي ماله خپل رحمت څخه محروم نه کړي،له الله جل جلاله غواړم چي مادتوحيداويقين پرسپېڅلې لاره ثابت قدمه پاتي کړي اوماله تېروباطلوافکاروخلاص کړي . له دې وروسته زه خپل نوم په (عبدالرحمن) بدلوم . [/color:037028a34b]
اې زمادوسته! له منان رب څخه غواړم دهغونصيحتونواوددې دوستانه اوصادقه لارښوونوپه خاطرچي ماته دي وکړې اوزه دي له دې هلاک کوونکواوباطلوافکاروخلاص کړم تاته اجرعظيم اونېکه بدله درکړي .
نوربيا ...


وصيل پېروز
30.10.2010

اې زمادوسته! له منان رب څخه غواړم دهغونصيحتونواوددې دوستانه اوصادقه لارښوونوپه خاطرچي ماته دي وکړې اوزه دي له دې هلاک کوونکواوباطلوافکاروخلاص کړم تاته اجرعظيم اونېکه بدله درکړي .
زمادوسته ! دوروستيوخبروپه توګه له تاغوښتنه کوم چي په ترتيب سره څوداسي شيان راته بيان کړه چي په ډډه کولوسره يې زه سوکر(خالص) موحدشم .
عبدالله :- نوربيان ته اړتيانه شته تاته چي مي څه غوښتل هغه مي درته وويل خوبياهم زمادوسته! زماخبروته ښه غوږونيسه ! .
* په متشابهاتواوهغواختلافي اموروکي له ښکېلتياډډه وکړه چي په قرآن اوسنت کي يې وجودنه وي . په داسي مسائلوکي دفتنه اچوونکوچي ددوئ په ويناله تأويل پرته هيڅ هدف نه لري پيروي مه کوه ځکه دمتشابهاتوپه اصل مفهوم اوتأويل له الله جل جلاله پرته هيڅوک نه پوهېږي . کوم مومنان چي راسخ اوکلک ايمان لري هغوئ په ډاګه داوايي :
آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا (آل عمران : ۷)
ژباړه : موږايمان پرې راوړوټول زموږدرب له لوري دي .
ددې مسئلې په اړه درسول الله صلی الله عليه وسلم يوڅواحاديثوته هم غوږشه .
(( دَعْ مَايَرِيبُکَ اِلَی مَالايَرِيبُکَ )) (احمدوالترمذي)
ژباړه : په کوم شي کي چي دشک اوترديدښکاريې ځان ترې ساته اوپرکوموچي يقين لرې قبلوه يې .
((فـَمَنِ اتَّقـَی الشّـُبُهَاتَ اسْتَبْرَأَلِدِيْنِهِ وَعِرْضِهِ ، وَمَنْ وَقـَعَ فِی الشّـُبُهَاتِ وَقـَعَ فِی الْحَرَامِ )) ( متفق عليه )
ژباړه : هرڅوک چي ځان په دين کي له شبهاتووساتي هغه ايمان اوعزت وساتی اوهر څوک چي په دين کي دشبهاتوښکارشوهغه په حرامومبتلاشو.
(( وَالْاِثْمُ مَاحَاکَ فِیْ صَدْرِکَ وَکَرِهْتَ اَنْ يَّطْلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ .)) (صحيح مسلم)
ژباړه : ګناه هغه ده چي ستاپه زړه کي شک پيداکړي اوته په هغه دخلکوخبرېدل بدوګڼې .
((اسْتَفْتِ قَلْبَکَ وَاسْتَفْتِ نَفْسَکَ – ثَلاَثَ مَرَّاتٍ – اَلْبِرُّمَااطْمَأَنَّتْ اِلَيْهِ النَّفْسُ وَالْاِثْمُ مَاحَاکَ فُی النَّفْسِ وَتَرَدَّدَفِی الصَّدْرِوَاِنْ اَفْتَاکَ النَّاسُ وَاَفْتَوْکَ . ))
ژباړه : ستاله زړه اونفس څخه پوښتنه وکړه (درې ځله يې وويل) نېکي هغه څه ده چي روح پرې ارامېږي اوزړه پرې ډاډمن کېږي اوګناه داسي شی ده چي په زړه کي خارش پيداکوي اوپه سينه کي دشک ايجادکوي که ټول خلک ستادزړه دپټ احساس پرخلاف فتوی ورکړي نوپرفتوی يې اعتمادمه کوه .
* دهوس له تابعيت اوپيروۍ څخه ډډه وکړه . قرآن دداسي کسانوپه اړه وايي :
أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ (الفرقان : ۴۳)
ژباړه : ایاهغه کس دي وليدچي خپل نفس يې معبودګرزولی؟.
* له انسانانواوله هغوافکاروسره چي وړانديني اوتېرخلک پرې پيداشوي بايدله تعصبه څخه ډډه وشي ځکه داحقيقت ته په رسېدنه کي مانع ګرځي . حقيقت دمومن ورکه ده هرځای چي يې ومومي ترنورويې دی وړدی .
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ (البقره : ۱۷۰)
ژباړه : کله چي دوئ ته وويل شي : دهغه څه پيروي وکړئ چي الله جل جلاله نازل کړي . وايي : نه ! موږدهغه څه پيروي کووچي موږپرې خپل پلرونه موندلي دي که څه هم ددوئ پلرونه په څه نه پوهېدل اوهدايت شوي نه وو.
* دکفاروپه څېرله ځان جوړولوډډه وکړه ځکه همدادهرې بدمرغۍ پيل دی (مَنْ تَشَبّـَهَ بِقـَوْمٍ فـَهُوَمِنْهُ ) (ابوداؤد) هرڅوک که له يوقوم (له يونژاد،له يوې طبقې،له يوې ټولنې ، له يوه مسلک ، له يوې ډلې) سره تشبه وکړه ، دهغوئ دادابو،عاداتواورسوماتوتقليديې وکړهغه له هغوخلکوڅخه دی .
* له الله جل جلاله پرته پربل چاتوکل اواعتمادمه کوه .
وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق : ۳)
ژباړه : که څوک پرالله جل جلاله توکل وکړي (همده ته يې وسپاري الله ) ددې سړي دکارکفايت کوي .
* دمخلوق اطاعت مه کوه چي دخالق معصيت ته دي وربولي . (لاَطَاعَةَ لِمَخْلُوْقٍ فِی مَعْصِيَةِ الْخَالِقْ .)
* الله جل جلاله ته دسوء ظن له نسبت څخه پرهېزوکړه .
(اناظن عبدی بی )
پرماچي دبنده څرنګه ګومان وي زه هغه ډول يم .
* هيڅکله هغه کړۍ مه په لاس کوه چي دبلاګانواويانوروبديودمخنيوي لپاره پرلاس تړل کېږي .
* له هرډول نوشتوچي دنظربدلپاره ځړول کېږي پرهېزکوه ځکه (مَنْ تَعَلقَ شَيْئاًوُکِلَ اِلَيْهِ) (احمدوالترمذي) معنی که څوک يوشی دنظربداويابلې بلالپاره وځړوي (الله جل جلاله دهغه سړي له ساتنې لاس اخلي) اوساتنه يې هماغه شي ته سپاري .
* هيڅکله هم له ډبرو،ونو،قبرونواو... څخه تبرک مه طلبوه .
* له فال اچولواوداسي نوروشيانوپرهېزوکړه (الطيرة شرک ، الطيرة شرک ، الطيرة شرک ) (احمدوابوداؤد) معنی فال اچول شرک دی ، فال اچول شرک دی ، فال اچول شرک دی .
* هغه ساحران اوتالې پېژندونکي چي په علم غيب دپوهېدلودعوه کوي اوډېری وخت په ورځپاڼوکي دکال مياشتې په يولړجدولونوکي چاپوي ، وروسته تبليغات کوي چي له دې لارې دوئ دانسانانوپه سعادت اوشقاوت پوهېدلای شي باورپرې مه کوه ځکه داشرک دی .
* هيڅکله هم دباران کولونسبت دموسمونوستوروته مه کوه داکارونه يوازي الله کوي له دې پرته پربل څه اعتقادشرک دی .
* له الله جل جلاله پرته په بل شي سره لوړه (قسم) مه کوه ځکه په يوه حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي : (من حلف بغيرالله فقدکفراواشرک) (احمدوابوداؤد) معنی که يوڅوک په غيرالله قسم وکړي هغه کافراويامشرک دی لکه يوڅوک چي په محمدصلی الله عليه وسلم ، علی کرم الله وجهه ، امانت ، ژوند،زمانه اونوروسره قسم کوي .
* وخت ، باد،لمر،ګرمي اوياتودوخي ته له ښکنځلوکولوډډه وکړه ځکه داپه حقيقت کي ددوئ خالق ته بدويل دي .


السلام علیکم

اسماء بی بی
31.10.2010

ګرانووروڼو اوخویندونیکي هیلي اوسلامونه موومنئ
اصل خبره داده چې مومن مهاجرصاحب کومه لیکنه نقل کړی ده دادیوه سلفی عالم په تفسیرکې ده چې په هغه تفسیرکې یې دلمانځه طریقې ښودلولپاره هم عکسونه ورکړي دی چې په مکه مکرمه کې یې حاجیانوته وړیا(مفت ) ورکوي
خوزماپه اند عبدکه څه هم دبنده اوغلام دواړوپه معنی راځې خوبیاهم له داډول نوم ښودلوڅخه بایدډډه وشي اوهسي نومونه لکه عبدالله عبدالرحمن اونور ښه خوندورنومونه کیښودل شي ،
یوه خبره مي ومنئ هسي په چادشرک اوکفرټاپي مه وهئ اوامت مسلمه په ټوټومه ویشئ داتفاق اواتحاد خواته کوشش وکړئ نه دبیلتون اوجدایې په لور
والسلام ستاسوخوراسماء


نفيسه جلال
31.10.2010

زه هم دخپلې خور اسماء خبري تاييدوم
نن سبادشرك اوبدعت خبري دومري ډيري شوي دي
چې يوه عادي خبره لكه تعويذ به دكفرټاپه پرې ولګي
خوداسلفي كه چيرې دكفاروغلامي كوي بياكافرنه بلل كيږي
ومن يتولهم منكم فانه منكم
ومن لم يحكم بماانزل الله فاولئك هم الكافرون

سلفيان ياوهابيان دخولي ډيرې ناري سوري وهي چي وحدانيت دى او دادى او هغه
خوپه عمل كي ترهرچازيات همداوهابيان دكفاروسره همكاري كوي
سعودي عربستان وګورۍ اونورعربي ممالك
يازمونږافغانانوته راشۍ ډيركم به داسي پيداشي چي وهابي جهادكوي
نن ورځ ټول جهادهمدي بدعتيانو اومشركانو روان كړی دى. البته دوهابيانو به اصطلاح.
كه څه هم زه دومره علم اوپوهه نلرم چي ووايم وهابي ښه دى كه غيروهابي
خو عملي ميدان ته چي ګورم غيروهابي ډير پرې ښه دى.


و.افغان
31.10.2010

درنې نفيسې جلال خورې !
لږ ساړه خوره.
د شرک او بدعت رد په هر مسلمان فرض دی.
شرک او بدعت ښه په پراخې پيمانې په هر دور کې موجود وي.
د الله جل جلاله دې آیت ته سوچ وکړئ، بيا راته وژباړئ:
وما يؤمن أکثرهم بالله الا وهم مشرکون.

البته په معين کس باندې د شرک يا د تکفير ټاپه لګول يواځې د لويو رباني علماوو
حق دی، په کبيره ګناه باندې د مسلمانانو تکفيرول د اهل سنت والجماعت له عقيدې
څخه نه دی، بلکه د خوارجو عقيده ده.

د کفارو سره موالاة څو ډوله ده، چې ځينې ډولونه يې روا، ځينې يې حرام، او ځينې يې
کفر مخرج عن الملة دی.
دا خطرناک مسائل دی، يواځې هغه چاته په کې د خبرو حق دی، چې په علم کې رسوخ
قدم ولري.
په تعويذ باندې تکفيرول د اهل سنت والجماعت عقيده نه ده، البته که شرکي الفاظ
په کې ليکل شوي وي، او تعويذ اخيستونکی يې معتقد وي؛ نو پرته له شکه چې
شرک دی، او که چېرې تعويذ رانيوونکی د تعويذ له داخل څخه خبر نه وي، او په شرکي
محتوا يې ايمان هم نه لري، نو څنګه ورته مشرک وويل شي؟ معاذ الله.
که چېرته يې محتوا قرآن او مسنون اذکار وي، نو ځينو علماوو د اهل سنت جواز
ورکړی دی، او ځينو نورو بدعت بللی دی.

[quote:564ad4fc38="نفيسه جلال"]زه هم دخپلې خور اسماء خبري تاييدوم
نن سبادشرك اوبدعت خبري دومري ډيري شوي دي
چې يوه عادي خبره لكه تعويذ به دكفرټاپه پرې ولګي
خوداسلفي كه چيرې دكفاروغلامي كوي بياكافرنه بلل كيږي
ومن يتولهم منكم فانه منكم
ومن لم يحكم بماانزل الله فاولئك هم الكافرون
سلفيان ياوهابيان دخولي ډيرې ناري سوري وهي چي وحدانيت دى او دادى او هغه
خوپه عمل كي ترهرچازيات همداوهابيان دكفاروسره همكاري كوي
سعودي عربستان وګورۍ اونورعربي ممالك
يازمونږافغانانوته راشۍ ډيركم به داسي پيداشي چي وهابي جهادكوي
نن ورځ ټول جهادهمدي بدعتيانو اومشركانو روان كړی دى. البته دوهابيانو به اصطلاح.
كه څه هم زه دومره علم اوپوهه نلرم چي ووايم وهابي ښه دى كه غيروهابي
خو عملي ميدان ته چي ګورم غيروهابي ډير پرې ښه دى.[/quote:564ad4fc38]

نن سبا جهاد ټولو موحدينو روان کړی دی، او هر هغه څوک چې د اشغالګرو په مقابل
کې جهاد کوي، هم مسلمان دی او هم موحد دی، ځکه يواځې د الله جل جلاله د دين
د حاکميت لپاره، د مسلمانې ځمکې او مسلمان ولس د ژغورلو لپاره خپل سر
نذرانه کوي، له دې لوی توحيد چېرته پيدا کېدلی شي.
دا چې په ځينې افرادو څه نه څه کمۍ ليدل کيږي، نو هغوی ټول زمونږ وروڼه دي، او
د ورورولۍ په فضا کې به يو بل ته ښوونه کوو، هيڅوک له نيمګړتياوو خالي نه دي،
ځکه چې له پيغمبرانو پرته په انسانانو څوک معصوم نشته.
امام مالک رحمه الله تعالی فرمايي:
وکل يؤخذ من قوله ويرد الا صاحب هذا القبر: يعني النبي صلی الله عليه وسلم.

اسلام مونږ د اختلاف لپاره ډېره لویه مساحه راکړې ده، خو د زړونو له اختلاف څخه
يې په کلکه منعه کړي يو.
په فقهي مسائلو کې اختلاف په خپل ځای، البته زړونه بايد سره مختلف نه شي، او
هيچا ته حق ورنه کړو، چې دغه اختلاف چې د امت لپاره رحمت دی، د زړونو په
نفرتونو او بغض او کينې بدل کړي.

په فقهي مسائلو کې اختلاف ډېر لوی رحمت دی، دغه اختلاف د فقهې د تجدد او
پرمختګ او هر عصر ته د صالحيت يوه لاره ده.
زما خو کله نا کله زړه کې راګرځي، چې هغه مسائل چې زما په نظر مرجوح دي، دلته
يې مطرح کړم، د خاوندانو دلائل يې ذکر کړم، او ملګرو سره پرې مناقشه وکړم، دغه
مناقشې د ذهن بندې دروازې پرانيزي، چې بالآخر هم دين، هم مسلمانانو او هم يې
خپل ځانته ګټه رسيږي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more