د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عنوان

tandar
26.09.2010

وروره سلامونه .
پوښتنه دی په ځای ده او غواړی چه مجلس ته زیات رنګ ورکړی٠
هلته ما دجهانی صاحب موضوع هم یاده کړیده که په هغی دی هم خپل نظر ښکاره کړی وی بده به نه وه٠
چه واقیعی دوستان وی نو چه د ژوند په یوه اړخ کی ټوکی په کی نه وی لکه د الفت صاحب تر مینځه او دا ټول ژوند دوطن په غمو او سیاستو تیر شی شاید په صحت ډیر تاثیر وکړی او سړی له مینځه ولاړ شی٠
دا مثال یوه تیره شوی قیصه ده دنورو په مابین کی ،زه خپله له نژدی عزتمند لیکوال او مشران ترتا پوری نه پیژنم او ټولو ته دزړه نه احترام لرم اوتر تاپوری غواړم له نژدی ې زیارت وکړم٠
ما په ډیر ادب سره له یو چانه دیو جملی دشکل او طرز تپوس کړی وو٠ هغه سوال ځواب شوی دی ،دخبرو نه خبری پیدا کول نور په کار نه دی چه څوک په کی ځانته توهین امیز احساس ونه کړی٠
ستا په نظر ستا دسوال ځواب به څنګه وی که ې وواې زه خپله درڅخه نه خفه کیږم٠
دعلاقی نه دی مننه٠


مومن مهاجر
02.10.2010

ټولووروڼوته دزړله کومي احترامات تقدیموم .
نه پوهېږم چي له دې موضوع ولي دومره ناوخته خبرشوم سره له دې چي زه دټول افغان په بحث فورم کي ډېرسیلونه هم کوم . په هرحال زه هم غواړم خپل نظرڅرګند کړم زه دښاغلي وهاج ساپي،لرغوني لاروي،حمیدهڅاند،حامد،عادل عادل، حقیار،کریم کامران،جلال احمدزي اوښاغلي لقمان دلیدوځانګړي هیله لرم . اوپه عمومي ډول خو غواړم له هرهغه چاسره ووینم چي په پښتوژبه کي فني اومعیاري لیکل کولای شي .


لقمان
02.10.2010

سلامونه
د ټولو نه مخکې محترم حلیمي صیب ته نیکې هیلې او احترامات تقدیموم.
حلیمي صیب اول باید که چیرته تاسوزماپه خبره باندي خفه شوی یاست ډیر معذرت غواړم.زماملاقات دمستحیلاتوڅخه ندي. که خدای کول اوکله موملاقات سره وشوبیابه مي وپیژنۍ چي زه په زړه کي څومره خوږ (شیرین) یم اوداکله کله چي یوه نیمه ترخه خبره ددی معنادانده چی ګواکې زه طرف مقابل بی احترامي کوم که ومي ګورې بیابه پوه شې چې زماسرخوړلی عادت همداسي دی چي په خوله ډیرتریخ یم خوپه زړه کي هرمسلمان ته دووروځای ورکوم.همدي عادت خومي ډیرتازه ملګري چي زماپه خوی عادت بلدنه وه بیل کړي دي. بیاوروسته مي پوهولي اورضا کړي دي.
نوکه چیرته ستاسوخوا بده شوي وي معذرت غواړم.

اومومن مهاجرصیب ته بایداول ووایم چي وروره دخپل ځان دملاقات هیله څوک نکوي :D نور یې خیر په دی کي دی چې په همدي ځای یې پریږدو اوبحث ونه کوې راسره :lol:
اودخوند خبره خوداده چي ددومره نیمګړتیاوو اونقایصوسربېره چې زه یې لرم ولې مومن مهاجرصیب زمادملاقات هیله من دی؟ کله کله چې دچا څوک ډير بدې راځي هم دملاقات هیله یي لري ایا ددی نګاه نه خوبه يې زمادملاقات هیله نه وي پیداشوي په زړه کې؟ اوکه ښیګنې باعثې شوي وي هیله ده راپه ګوته یې کړي.

ستاسو لقمان


مومن مهاجر
03.10.2010

بیاهم سلامونه اواحترامات!
محترم لقمان صاحب! باوروکړه چي دمینې له مخې دې لیدوته په تلوسه کي یم زه الحمدلله له هیڅ مسلمان څخه کرکه نه کوم . اوپه دي خبره دي پوه نه شوم چي دخپل ځان دلیدوهیله یوڅوک نه کوي . مهرباني وکړه ددې جملې مطلب راته واضح کړه . مننه!



ع کريم حليمي
03.10.2010

با آدب ، با آبرو او باحرمته لقمان صیب ته سلامونه

دومره به درته ووایم چه: د دغه نړۍ په ژوند کښي دي خدای فراست او فرخي په برخه کړه ، او په ورځ د حشر دي د شفاعت کوونکي ، شفاعت په برخه شه ، آمین


عنوان

tandar
03.10.2010

حلیمی صاحب زه هم خپل سلامون او احترامونه وړاندی کوم٠
عذمتمنده مشره ماهم ستاسو په لیکنه کی عمدی یوه شوخی کړی وه خو خیر واې چه ،،از خورد ها لخشیدن ،از بزرګها بخشیدن ،،٠
زه هم په خپل نوبت بښنه غواړم٠
او بل تاسو ډیری د زړه نه خلاصی دوعاګانی کوی ،سړی کی یو احساس پیدا کوی ،په دی اساس که ماته هم یوه دوعا وکړی چه دسګرټود څکولو څخه خلاص شم ٠
او دا دوعا که په زړه کی هم وکړی ،خدای لوی دی شاید غیبی ې قبولی کړی او زه هم ورته اړ یم٠
اول دی خدای وطن ازاد کړی٠


وصيل پېروز
04.10.2010

ټولوګډونوالوته !
السلام عليکم
الله جل جلاله دي وکړي چي روغ ، جوړاوشپې ورځې په خوښۍ سره تېروئ .
زه په خاص ډول دهغه چادليدلوهيله لرم چي زمادليدلوتمه يې په زړه کي وي .
په عمومي توګه خوغواړم له هربااحساسه پښتون ليکوال سره دزړه خواله وکړم .
ستاسودخوښۍ په تمه
پېروزمو


نوروز خان
04.10.2010

ټولو کتونکو ته سلامونه
ډیروملګرو دلته دیولړ بحثوالو دلیدو امیدونه کړي خو دایي ډیر لږ ورسره اضافه کړي چې ولې یي دلیدو امیدلري زما په نظر خوکه دلیدو دتمه لرلو لامل هم ورسره اضافه کړي نوبحث به لاخوندور شي په هرحال ....
زه خپله ترهرڅه وړاندې ددرانه وهاج صیب د دیدن تمه لرم او داځکه کله چې څه موده وړاندې زه په لومړي ځل دې بحث ته راغلم وړاندې له دې چې دښاغلي وهاج له شخصیت او علمي مرتبت سره بلدشم دیوه ورانپوهاوي په پایله کې نوکی رانه خپه شو نو هیله کوم چې ویې وینم او مخامخ بښنه ترې وغواړم ...
دنورو یارانو له جملې مې حامد صیب لیدلی او دبیالیدو تمه یي ځکه لرم چې ډیرراته ګران ده ځکه مااو ده دواړه دخاک پاک .....په خاوره خاپوړې کړې او دسلیمان غره دلمنو یخې اوبه موڅښلې دي ښاغلی شبیراحمد هم همداسې درواخله ،دغه راز ښاغلی لقمان او ریان احمدزی مې لکه لیدلي چې وي او دبیالیدو تلوسه یي همیشه لرم ،ښاغلی پیروز صاحب مې هم لیدلی خو دبیالیدو یې چندانې اشتهانلرم ځکه په لومړي ځل لیدلو کې مو ترمنځ مخامخ لنډکی بحث ناسم لوري ته روان وه او سترنه رغیدونکی فکري واټن مو ترمابین راجوت شو....
عادل عادل صیب ته مې ترټولو ډیره سودا ده ځکه همیشه زما له زړه راغلی او ډیرځله دده دځوابونو او لیکنې له وجې خپلو بابولالو ته ضرورت نه احساسوم ...
دغه رازښاغلی پتوال چې زه یي په طالبانو کې دآي ایس ای دپراخ لاس درلودلو له نظریي سره بیخي مخالف یم مګرډیرراته محترم دی او لیکنې یي په اورنۍ تلوسه لولم او ډیرخوندراکوي خدای دې راوویني دغه راز دښاغلي پتنګ ،تندر ،عبدالله صابر،کریم کامران ،جلال احمدزي او نورو ډیر ولیدلو ته هم تږی یم اودمحترم ابوالفضل صیب دلیدلو فرصت خومې څو وارې موندلی خو یاران مې راته وایي ژوندی دې وي دورې دې وي خدای دې په قلم برکت کړي چې لاښې پنځونې وکړي نور یې ولې له کار باسو او وخت یي ورضایع کوو


وصيل پېروز
04.10.2010

بیاهم ګرانوملګروته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
نوروزخان صیب! تاسولیکلي چي له پېروزسره مي په لومړي ځل لیدودیولنډبحث په ترڅ کي خبره پورته کښته شوه . ترکومه ځایه چي ماپرخپله حافظه زوروکړنوپه دې نوم مي دخپلې حافظې په زېرمه کي داسي څوک ونه موندچي زه دي شناخت ورسره ولرم . که لطفادخپل ځان په اړه لږوضاحت وکړئ ځکه کېدای شي په تېروتنه کي موستاسوزړه ازارکړی وي نولږترلږه دلږرڼاپه اچولودبخښنې غوښتو وخت راکړئ! په مینه پېروزمو


مبارزشاه
06.10.2010

زه دبل هيچادملاقات هيله نلرم يوازي دډاكتروطن مل صيب دملاقات هيله لرم.
خداي دي وكړي وطن مل صيب اونورو ورونوددي ملاقات دهيلي اسباب درك كړي وي چي ولي زه يي ليدو ته په تلوسه كي يم.


عبد السلام
07.10.2010

مبارزشاه لیکلي:
[quote:b4a193691e]خداي دي وكړي وطن مل صيب اونورو ورونوددي ملاقات دهيلي اسباب درك كړي وي چي ولي زه يي ليدو ته په تلوسه كي يم.[/quote:b4a193691e]

مبارزشاه وروره ! سلامونه :
انډواله داستاسو دتلوسې انګیزه به څنګه درک شي ؟
ښايي یوه جمله شرحه، دشاعر پټ مطلب روښانه کړي !
چې هغه جمله به کومه وي؟


باتور
07.10.2010

سلامونه او احترامونه

زما نوم خو هیڅ چا هم نه دی یاد کړی

دومره بد خو مې هم نه ول درسره کړې

دښمني او تربورګلوي هم حد لري کنه

په درنښت


رښتینی
07.10.2010

باتورصیب ګیله دی بیخی په ځای ده
اوباور وکړه چی دلیدو هیله دی لرم
خو دا کار ستاهم خوندور نده چی اوس په میاشتو میاشتو
نه لیدل کیږی اخر دومره اودغیاب الله دی وکړی چی درته خیر وی

په مینه


مومن مهاجر
08.10.2010

حامدصاحب ښه خبره کړې ده ځیني کسان ډېروخت ورک وي له همدې کبله دسړي له یاده ووزي خوباتورصاحب له دې وروسته ګوره دومره اوږدغیاب ونه کړې کنه بیابه دیارانوداسي چورلټ له یاده ووزې .


pattang
08.10.2010

باتور خانه ورک وې ستړی مشې !
په زړه کې مې را ګرزېدې ، خو هر څوک يو مصروفيت لري ، مصروفيت بيا ډولونه !
يار له کوڅې تېر کړه رنګ يې هېر کړه !
داخو ډېره ښه ده چې چا دنوم ندی ياد کړی ، کاشکې زه دستا پر ځای وی ٠
له داسې نوم اخيستلو څخه ځان لرې ساته !

[quote:123f0dbe7e="باتور"]سلامونه او احترامونه

زما نوم خو هیڅ چا هم نه دی یاد کړی

دومره بد خو مې هم نه ول درسره کړې

دښمني او تربورګلوي هم حد لري کنه

په درنښت[/quote:123f0dbe7e]


شبيراحمد
12.10.2010

سلامونه اوښې چاري

[quote:0db3d77a99]سلامونه او احترامونه
زما نوم خو هیڅ چا هم نه دی یاد کړی
دومره بد خو مې هم نه ول درسره کړې
دښمني او تربورګلوي هم حد لري کنه
په درنښت[/quote:0db3d77a99]
ياره باتورصيب په ريښتياچې زماپه شمول ټولوهېرکړى اوپه کارداسي نه وه
پتنګ اوحامدصيب هسي ځانونه خلاصوي .


میوند ننګیال
13.10.2010

د مینی ډک سلامونه او احترامات .
که رښتیا را باندی وایی نو زما هیله نه بلکی یو ارمان دی چی زه ددی درندو او رانزدو اساتاذانو اوخورږو ورنو سره وګورم :
ډاکټء وهاج صافی ، باتور و معزز حلیمی ، پتوال ، کریم کامران ،محترم پتنګ اکا،حامد، جلال احمدرئ . او نور وروڼه .
پّ مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more