د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په فورمونو کې د چا د ملاقات هیله لرئ؟؟

كريم كامران
27.08.2010

السلام علیکم

په همدې فورم کې د عادل صاحب په یوه لیکنه کې مې ولیدل چې لیکلي یې وه:

[color=blue:bd66449c85]که څوک داسې پیدا شي چې یو بحث پرانیزي چې عنوان یې وي :
"د بحث فورمونو په ګډونوالو کې څوک د چا د لیدو کتو او ملاقات هیله لري؟"
نو زه به د ډیرو نورو په څنګ کې د ښاغلي پتنګ صیب د ملاقات هیله وړاندې کوم.[/color:bd66449c85]

نو دا دی د عادل صاحب هیله مې پوره کړه او بحث مې پرانیست، نور ستاسو خوښه چې د چا دلیدو کتو او ملاقات ارمان لرئ!

زه د لاندې کسانو د ملاقات هیله لرم:
پتنګ صاحب، عادل صاحب، عبد الله صابر صاحب، او حلیمي صاحب.
او له وهاج ساپي صاحب سره خو مې ملاقات شوی، که مې لیدلی نه وه دده د ملاقات هیله مې هم درلوده.

نور بحث پرتاسو...........


حمید هڅــاند
28.08.2010

سلامونه
د ټولو ګډونوالو د لېدو هیله لرم. خو، د دروند ورور وهاج ساپې دلیدو هیله مې ډېره په زړه کې ده.
د انځر د ګل په څېر نا پیدا غیرت ورور،
مومن مهاجر
لرغونی لاروی
عادل عادل
ع. حلیمي
کریم کامران
او ټول ګډونوال.
د ټولو ګډونوالو د روغتیا او نیکمرغۍ په هیله
حمید هڅاند


مبارزشاه
28.08.2010

زه هم دپنتګ صیب په شمول دحلیمي، پتوال، او اسماء بی بی د ملاقت امید او ارمان په زړه کي لرم.



28.08.2010

[color=blue:7e7cf4fc26]پتنګ مې ليدلی، خو رښتيا رښتيا او دروغ دروغ : د تکرار تکرار ليدو هيله يې لرم، د استاد حليمي صيب، وهاج صافي صيب،
طالب جان ورور ، ډاکتر خاټول خور ، ډير ګران حامد جان اغا، غروال صيب ، شاعر خياله کټوازي صيب او يوۀ بل چپ ولې ښه او معقول
ليکوال سره چې د کوشاني د اخراج په سر يې تاو وکړ او لاړ ، اوس يې نوم هم راڅخه هير دی ، ددې هر يو سره که ژوند باقي وي
د ليدنې هيله لرم .اوس تاسو اټکل کولی شئ چې زما د څه ډول اشخاصو سره ليدل خوښيږي ![/color:7e7cf4fc26]


رښتینی
29.08.2010

پتوال صاحب ته !
اودپتنګ لیدل خو زما په شمول دډیرو ارزو ده
او ګومان کوم دکوشانی دور تاوشړلی خوڅوښکلی
او تکړه لیکوالان وو چی زموږ زارۍ یی ونه منلی
خو اوس مو هم په زړونو را اوریږی لکه صمیم کټوازۍ
اوغروال
او په موجوده ګډونوالوکی دومره ډیر دی چی دټولو نومونه
لیکلی نشم ....

اویو ډیر مهم کس می ډیر یادیږی لیدلی مو دی نه وای چی په ټول افغان
کی وی راسره هم به ښه و چی هغه هوتک صاحب دی


M Tahir
29.08.2010

هره شېبه مې ستاسو ليدلو ته رويا توسېږي
ستا موسېدو ته مې د سرو اوښکو دنيا توسېږي

دروند ورور کريم کامران صاحب الله مو د دنيا او اخرت کامراني پۀ برخه کړه، څومره ښکلې او زړۀ ته وتلې موضوع مو بحث ته وړاندې کړې !
موږ خو د پټې مينې قايل يو، هيچاته هم نه وايو چې راته ګران يې، د ليدو هيله دې لرم ! ځکه چې پۀ دې برخه کې ډېره ترخه تجربه لرم . دلته پۀ ټول افغان کې ډېر ليکوالان شته چې د زړۀ له تله ورسره محبت او عقيدت لرم خو څه وکړم:
اوس ګوزاره د زړۀ پۀ وينه کوو
چې حالات ښۀ شي بيابه مينه کوو

پۀ مينه
ستاسو طاهر


لیدل

tandar
29.08.2010

زه د هیچا سره لیدل نه غواړم٠
مګر دهغه چا سره لیدل غواړم چه دعمل میدان ته وځی.
ټول ښه پوهیږو چه غوا توره او پی ې سپینی دی ، داد قویقاب قیصو باندی وخت تیرونه چه سړی باندی خوب راولی نو دلیکونکی لیدل به ې نور هم خسته کن وی٠
پتنګ صیب له نژدی پیژنم دقلم په څوکه ې صفتونه نه پوره کیږی او دپتوال صیب لیکنی او نظر ې شخصی زما لپاره لکه یو سبق غوندی ښکاری چه په شاګردی ې به ې هیڅکله ونه شرمیږم بلکه افتخار کوم٠ دی دی خدای ژوندی لری چه په خپلو رڼاګانو کی ځپلی ویده ملت راویښ کړی٠
چه دعمل میدان ته وځی ,,,,,,,,,,,لکه ورور به ورسره وی
....باوری به ې نوکر شی,,,,,,,,,,چه ملی غرور هم ورسره وی
د ازاد هیواد په امید٠


رښتینی
29.08.2010

طاهرصاحب سلامونه می ومنه !

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی :
تاسو چی له چا سره مینه لرئ ورته ووایئ : په ما ګران یی


ريان احمدزى
10.09.2010

سلامونه اونيکي هيلي

دټول افغان ليکوالان مي ټول خوښېږي اودليدلوهيله يې لرم خوداماسکونه يې چې
نه واى ښه به وه .
حامدصيب مي ليدلى خوچې هروخت مي ورته کتلى نوبه ايله بيله زړه صبرشوى وو
دوهاج ساپي صيب لدلوته ډېرليواله يم اميددى چې خداى به يې راوويني
محترم حليمي صيب هم راباندي ګران دى
کامران صيب نه پوهيږم چې په نقاب کي دى که بې نقابه خوليدل يې غواړم
پتوال صيب دي هم خداى راوويني
پتنګ که هرڅه په پردوکي پټ دى ليدلوته يې ډېره تلوسه لرم
او............
نورمي هم خوښ دي خودمره ډېردي خداى دې لري چې دنومونوليکلوته
يې وس نه لرم

دايې هم زمادملاقات هيله


لقمان
11.09.2010

ریان احمدزی صیب دا ماسکونه یې ښه دي پرمخ. ماسکونه ګټه لري که یو سړی په لوڅ مخ لیکنه وکړي او بل ورسره شخصي تربګني ولري نو د هغه لیکنه که هرڅومره په تول برابره وي دی به یې په سپکو کاڼو تلي.
او که په پټ مخ لیکنه وکړي بیا د شخصي تربګنۍ موضوع نه مطرح کیږي لیکنه یې په انصاف تلل کیدای شي.

اوس آر سکالو ته راځم:
زه د حلیمي صیب د ملاقات هیله لرم په دې خاطر یې د ملاقات هیله نلرم چې ګنې د زړه سر مې دی زه وایم دا بې علمه شیخ به څه رقم شکل ولري چې داسې عجايب او غرایب بادوي نه پوهیږم دا کومه نمونه سړی دی کله وایم صوفي طبعیته دی خو چې نورې لیکنې یې ولولم بیا بیخې بل چاینل غږوي. که رښتیا ووایم ماته داسې اندازه لګیدلې چې په بالاخانه کې یې ډز شوی اعصاب یې راته نورمال نه معلومیږي تکلیف خامخا لري.

دویم کس چې زه یې د لیدو هیله لرم هغه ابو الفضل صیب دی، البته د ملاقات هیله یې نلرم یوازې چې له لیرې یې ووینم همدا بس ده.
علامه ابو الفضل بیا بله نمونه سړی دی یا خو دده اعصابي رشتې هم راته کمزورې معلومیږي او یا د صوفیزم په ډنډ کې غوپه شوی دی.

حلیمي صیب او علامه ابوالفضل په ډیره شیانو کې سره مشابهت لري خو دوه عمده فروقات لري:
یو دا چې حلیمي صیب په ټکی خبر ندی الف ته ډانګ وايي او بیا په ډیرو مهمو موضوع ګانو کې د خپلې بطن شریفې څخه ګړیږي په اصطلاح بې علمه شیخ دی، خو د ابوالفضل صیب خوبي دا ده چې له هغه سره دلایل شته خو منتهی دومره ده چې کله په کږو لارو سمیږي.
بله دا چې حلیمي صیب ډیر ژر غوسه کیږي خو ابوالفضل فاضل صیب بیا د حوصلې او زغم څښتن دی.

خدای دې دواړه راته ژوندی لري :P



11.09.2010

[color=blue:b96143f405]
خدايږو لقمان صيب دا دې څه ليکلي ؟
............................................... ځينې دې ګوښه، ځينې ښه لړلي

خپل دې اختيار دی نو چې هرڅه ليکې :
........................................ څوک دې باد باد او څوک درانه تللي
ا ُنزِ لوالناسَ في منازِلِهِم
.................................. کاش چې په پام کې دې وي دا نيولي !

آ - بې غرضه فقهي ولې ځپې
................................................. چې اعادن يې په دنيا کرلي ![/color:b96143f405]


ريان احمدزى
11.09.2010

يوځل بياټولوګډونوالوته سلامونه

نه لقمان خانه داسي نه ده لکه تاسوچې واياست.

مولاناابوالفضل که هرچينل غږوي په خپل نامه يې غږوي که څوک ورسره تربګيني لري اوکه بل څه
خوپه حقه يې هيڅکله سترګي نه شي پټولاى لکه تاسوتربرچې يې هم يوه نيمه منلي ده.

اودحليمي صيب په حق کي دي خدايږوښه ګستاخي کړي ده.
لايليق بشانه
خوداچې ماسک نه لري ځکه يې خوښوم

اوڅوک چې نقاب لري که هرڅوريښتونى وي نه مي خوښېږي ځکه چې په حق ويلوشرمېږي
که نه شرمېداى نوبيايې ولي په ځان پرده غوړوله؟

داټول ځکه چې زه په خپله الحمدالله په حق ويلونه شرمېږاونه ډارېږم لکه ډېرنورچې بيلګه يې ترما
تاسوته ښه جوته ده.

ستاخوښه که هرڅه يې بولې خوښه وه چې حق موپه خپل ذات کي خلکوته وړاندي کړي واى
نه دپردې پرمخ .

په نقاب کي که ريښتياوويل شي هم خلک پرې شکمنېږي ځکه چې که دى ريښتياوايي نو
ماسک يې ولي په تن کړى؟؟؟

نورته اوکاردې


سلامونه

spinkar
11.09.2010

سلامونه٠
د احمدزی صیب نظر څومره معقول دی ٠
چه غل نه وی له پاچا هم نه ډاریږی٠
تندر صیب لکه چه یو ارمان دی ډیر ژر پوره شی٠
خلک لګیا دی چادری له سره لری کوی او غواړی چه مخامخ له یو او بل سره وپیژنی او په خپلو مشکلاتو خبری وکړی او په ګډه دحل لاره پیدا کړی دا ډیر دخوښی ځای دی٠
دا چه تاسی ددی حرکت تاداب ګذار یاستی نو ټولو ته لازم داده چه ستا په دیره کی سره دا اول ځل دپاره راټول شی ٠ پس چلم دی تازه کوه٠
خدای دی مونږ ټولو کی د وروری او یوالی احساس نور هم را ژوندی کړی٠
مننه


و.افغان
12.09.2010

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ټولو ګرانو او محترمو وروڼو او بالأخص محترم او معزز حليمي صاحب ته د کمکي
اختر مبارکي وړاندې کوم:

زه خپلځاني خو د فوروم د ټولو ليکوالانو ليدلو ته ډېر لېواله يم، خو کاش چې د ټولو
په مخونو باندې، د مستعار نامه ماسکونه نه وی، خو په دې کم هم دوی کېدای شي يوه اندازه معذور وي.

ځينې خلک غواړي چې خپل حريم له تېري لرې وساتي، نو په فوروم کې په مستعار نوم
ليکل کوي، البته په نورو مطبوعاتو کې په خپل نامه ليکل کوي، خو ځينې نور بيا په
نورو مطبوعاتو کې هم په خپل اصلي نوم ليکل نه کوي.
د ښاغلي ډاکټر وطنمل صاحب، مدقق پتوال صاحب، او محترم لرغوني لاروي ليدو
ته لېواله يم، خو داسې ښکاري چې د دواړو ديدن رابع المستحيلات دی.!!!!!

د ښاغلي محترم او معزز حليمي صاحب ليدو ته لېواله يم، اګر که څو څو وارې مو سره
ملاقات شوی هم دی.
د مشر ورور ښاغلي استاذ پتنګ ليدو ته ډېر لېواله يم، او په فوروم کې يې د خپلو
استاذانو څخه يو تکړه نوميالی استاذ بولم.
د محترمو او ګرانو وروڼو، هر يو عادل عادل، کريم کامران، حميد هڅاند، ميوند ننګيال، مؤمن مهاجر،محمد وصيل پيروز، ريان احمدزی، محمد طاهر ،عبد الله صابر، أبو أسيد، مکرم فاضل (احقر نه)، او ګران شبير احمد، د ليدو هم ډېره هيله لرم.
همدارنګه غواړم چې د ټول افغان مؤسس محترم، ګران او تکړه ځوان کاموال شېرزاد
ووينم، او يوه شېبه مجلس هم ورسره ولرم.

د ډاکټر فريد بېصدا صاحب د ليدلو هم خواهشمند هم يم.

د فوروم د ګډونوالو څخه مې د يو شمېر نورو قدرمنو، محترمو، معززو او په ما ډېر
ګرانو ملګرو سره ملاقات شوی دی.

پاتې شو محترم او قدرمن تندر صاحب، نو دېره دې الله جل جلاله تل آباده لري، څه
موده وروسته کېدای شي د آلمان له لارې کوپنهاګن ته لاړ شم، او په المان کې به يې ديدن ضرور کوم، او که کېدلی شو، او د مستعار نومونو دوستانو استقبال کاوه،
نو د هغوی ديدن به هم ضرور وکړم، ان شاء الله تعالی.

د فوروم د ځينو تکړه او پتمندو خوندو په هکله ډېر کله دا هيله کوم، چې دوی راته
نسبا (نه صهرا) دومره نږدې وی، چې د هغوی په جائز ديدن مې سترګې يخېدې، خو
دا چې دوی زما يواځې په دين او وطن کې خوندې دي؛ نو هم پرې د زړه له تله وياړ کوم.
او لاسونه په لپه کوم چې داسې پوهې او رسېدلې خوندې لوی الله جل جلاله ډېرې کړي،
لکه خاټول خور، نفيسه جلال، جميله او داسې نورې.

په درنښت


سلامونه

tandar
12.09.2010

ددی لپاره چه زما لیک خاص دساپی صاحب لپاره و،نو هغه به حتمی لوستلی وی٠
دزیات وخت لپاره ورته ضررت نه احساسیدو نو ما هم لری کړو٠
دیوالی او وروری په ارزو٠


عادل عادل
15.09.2010

سلامونه

په عامه توګه زه د بحث د ټولو عامو خاصو د لیدو کتو هیله لرم، دا چې استعدادونه په مختلفو اشکالو سره په انسانانو کې ځای نیسي، کیدای شي د ډیرو په حق کې کم اټکله ثابت شم ځکه چې ټول نشي کولای خپل موقف د قلم په ژبه لکه څنګه چې غواړي افاده کړای شي، همدارنګه څیره، ظاهري بڼه، حرکات هغه ټکي دي چې کیدای شي د لیدو کتو په مهال یو د بل په اړه زمونږ اټکلونه بیا کتنې ته اړ باسي.

په خاصه توګه زه دښاغلي پتنګ صیب په ګډون د ښاغلو هر یوه وهاج صیب، حامد جان، کامران صیب، هیښ، باتور او عاجزه ورور د لیدو کتو هیله من یم.


سلامونه

spinkar
17.09.2010

سلامونه٠
د تاسو دکتلو دغونډی وخت چه راځی دسپین غر واوری به هم ویلی شوی وی ٠
دسرکو د ابپاشی لپاره به اوبه هم ښی پریمانه وی خو چه مخکی له مخکی نه خلک خبر شی ٠ خو دا کار به زه په غاړه واخلم٠
او پاتی دامنیت نیول دی د دی لپاره هم باید تیاری ونیول شی٠
دیوه ملت په سرنوشت خبری او تصمیم نیونه هم ساده کار نه دی٠
اوکه هسی زړه تشونه وی بیا ورته دومره اندیښنه په کار نه ده خو خدای دی تاسی سره راټول او دیوه فکر ښاوند کړی٠
دیوالی په ارزو٠


نفيسه جلال
17.09.2010

دهرڅه نه اول ګران ورور وهاج صافي صیب ته سلامونه او نیکي هیلي وړاندي کوم.
ډیره زیاته مننه کوم صافي صیب چي دخویندوهڅونه اوقدردانی موکړی.
ما هم دډیرو ورونو دملاقات هیله لرله خوځکه می خپل نظر نه شریکاوه چي څوک انتقاد ونکړي چي دې بې ادبې ته ګوره چي دنارینه وو دملاقات ارزو لري. خو صافي صیب ستا دا خبره مې ډیره زیاته خوښه شوه:
[quote:0c626c61ce]نسبا (نه صهرا)[/quote:0c626c61ce]
نو ځکه ماهم جرئت وکړو او ومی غوښتل خپل نظر ولیکم. مسلمانان ټول سره وروڼه دي. اوبیا هرلیکوال چي په پښتو لیکني کوي او خاصتا د ټول افغان لیکوالان ټول راته دوروڼو غوندي معلوميږي.
دټولو لیکني مې خوښیږي، خو دګران ورور هریو مولانا حلیمي صیب- محترم پتنګ صیب- وهاج صافی صیب- پیروز صیب- کریم کامران صیب- حامد صیب- پتوال صیب- عادل صیب- لیکنې مي ډیرې زیاتي خوښیږي.
همدارنګه دخپلی ګرانې خور خاټول، جمیلې، او اسماء بی بی دملاقات ارزو او ارمان په زړه کي لرم.
خو دابه شاید ټول راسره ومني چي دټول افغان بحثونه په حلیمي صیب پتنګ صیب او وهاج صافي ښکلي ښکاري ټول لیکوالان دستایلو وړ دي خودوی دریواړو دبحثونو شکلا او دروندوالی لا پسې زیات کړی. رښتیا یې ویلي چيرته چي مشران وي هغه ځای ښکلی ښکاري.
مننه
په خورا درناوي


M Tahir
19.09.2010

[quote:ec79e625c0="حامد"]طاهرصاحب سلامونه می ومنه !

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی :
تاسو چی له چا سره مینه لرئ ورته ووایئ : په ما ګران یی[/quote:ec79e625c0]

مولانا حامد صاحب
سلامونو ته مو وعليکم سلام وايم او له نېکې مشورې څخه مو يوه نړۍ منندوی يم . د ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم د مبارکې وينا پر وړاندې هر ډول عقلي او منطقي دريځ د ايمان زيان بولم . الله رب العزت ته لپې پورته کوم چې خپل اود ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم مبارک ديدار راپۀ برخه کړي او ستاسو (حامد صاحب) پۀ ګډون د انټرنېټ دپښتو نړۍ ټول ملګري پۀ دې نېت ووينم چې له سپېڅليو علمي مجلسونو څخه يي د زړۀ او ذهن زخمونو ته ټکور پيدا کړم .(امين ثم امين)
پۀ مينه
ستاسو طاهر



ع کريم حليمي
22.09.2010

درنو قدرمنو مکرمو دانشمندانو استادانو ، لیکونکو او لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله ،
زه له ځانه سره ډېر خوښ یم ، نه پوهېږم چه ولي ! خو دومره پوهېږم چه "خوشحالي "او" شر" د رب العزت له جانبه دي‌ ، او داچه : کُلِّ شَیْءٍ سَبَباً
بېله مجاملې څخه تاسو وایم چه د خوشالۍ سبب مي‌ تاسو یاست
جمال همنشين در من اثر کرد : لکه مکرم محترم دانشمند پتوال صاحب
ګران د سترګو تور استاد قاري صاحب ،
د پوښتني‌ جواب ته به راسم چه : عادل صاحب پوښتلی دي چه : په فورمونو کې د چا د ملاقات هیله لرئ؟؟
عادل صاحب ستاسو د ملاقات هیله او امېد لرم ، د کامران صاحب ، حمید هڅـــاند ،مبارزشاه ، او د پتمني خور نفیسه جلال د ملاقات هیله هم لرم

او د کوم دوستانو سره چه زما ملاقات شوي ، دهغوۍ د بیا بیا د ملاقات ، لیدلو امېدونه لرم . او و محترم ، ګران ، معزز غروال صاحب ته ناغه يم ......
او د لقمان د لیدلو هیله هم لرم داسي راته معلومیږي
رابع المستحيلات (ناممکن )،بیا هم که مي ولید ، هغه کتاب يې غوښتئ وو ، په لاس کي ئې ورکوم ، او ورته وایم چه : پزه دی سپېره سه په خاورو

درنښت


عنوان

tandar
25.09.2010

حلیمی صاحب دالاندی کرښه چه تا نوشته کړی ډیره خطرناکه راته ښکاری که لږ وضاحت ورته ورکړی بده به نه وی او که داسی مجهوله پاتی شوه نو لتا نه ویره په کار ده٠
,,,,په لاس کي ئې ورکوم ، او ورته وایم چه : پزه دی سپېره سه په خاورو,,,,,
او بله داچه پښتو ډیره وسیع ژبه ده کولای شی چه همدغه مطلب دی په نوروکلیمو کی ځای پر ځای کړی٠
بس خدای دی خوشحاله لره٠



25.09.2010

دروند باوري صيب د محترم استاد د پټې خزانې د اړونده جملې موخه لقمان صيب ته چې په ليدلو يې ډاډه نه دی د يو کتاب ورکول او هغه ته د ډيرو سجدو اولمونځونو د توفيق دعا بريښي :
[color=blue:c3c1cf992c](( د لقمان د لیدلو هیله هم لرم داسي راته معلومیږي (لکه) رابع المستحيلات (ناممکن )،بیا هم که مي ولید ، هغه کتاب يې غوښتئ وو ، په لاس کي ئې ورکوم ، او ورته وایم چه : پزه دی سپېره سه په خاورو ))[/color:c3c1cf992c].


عبد السلام
26.09.2010

پتوال صاحب ، په ویښ فکر او تکړه قلم مو برکت ، زما هم ستاسود دې تفسیر
سره ‌‌ذوق او خیال پوره ډډه لګوي . چې دلیکوال هدف اومرام دې همدا وی !
نور روایتونه او نورې اخیستنې یې زه هم مردوده ګڼم !

[quote:ac717fa1c2]د محترم استاد د پټې خزانې د اړونده جملې موخه لقمان صيب ته چې په ليدلو يې ډاډه نه دی د يو کتاب ورکول او هغه ته د ډيرو سجدو اولمونځونو د توفيق دعا بريښي : [/quote:ac717fa1c2]


عنوان

tandar
26.09.2010

مشرانووروڼو داحترامه ډک سلامونه می ومنی٠
کاشکی استعدادونه یو شان وی چه سړی په شف شف رسیدلی او شفتالو ویلو ته ضرورت نه وی٠
خو خیر دا دپردی تر شاه خبری داسی عواقب مینځ ته راوړی چه څوک ،څوک ونه پیژنی٠
چه زه پوه شم یو سړی له ما مشر او عالم او دانشمند دی شاید دخپلی کورنې تربېی په اساس ې لاسون هم په افتخار مچی کړم٠
مګر ماته بښنه وکړی ځکه چه ما یوه قصدی شوخی کړیده په دی اعتراف کوم٠
مثال دشوخی راوړم،، یوه ورځ څو شاعران او لیکوالان چه الفت صاحب هم ورسره وو او په خپل مینځ کی سخت ملګری او ازادی ټوکی هم لرلی غزنی ته روان وه ٠
د وردګو په سیمه کی سرک ته نژدی یوه ډله خره ګرځیدل٠
په خرو کی دوه خرو سره یو تر بله خولی مګلی٠
نو په دوی کی یوه شاعر داصحنه دخرو چه ولیدله نو ې غږ کړ خرو ته ګوری،
ولا دا خر ه خو هم خپل مینځ کی الفت لری ،الفت صاحب فکر وکړو چه سړی خو ډز درکړو نو فوری ې ځواب ورکړ، چه هو ولا ،لکه زه چه په تاسو کی یم٠
پتوال صاحب دا عبدالسلام خان هم در ملګری کړه راشی چه یوه ورځ له نژدی غوری وکړو په دی ژوند کی څه نه دی پاتی،زه هم په داکترانو سر یم د زړه موضوع ده ځکه سګرت ډیر څکوم او خوشی کیدو ته ې قوی اراده نشم نیولی٠
بیا به می په زړه ستاسو لیدل هم ارمان پاتی وی٠
او بله خبره چه جهانی صاحب دملی یوالی او غورځنګ په هکله څه لاره نیولی ده او مصاحبه ې ما په خپله له پیام TV نه واوریده، او حتی دبلجیک کولتوری ټولنی په Tel کی ورته دکوربه توب وعهده هم ورکړه، وګورو چه څه کیږی؟
ستاسو دلیدو او دوطن دازادی په امید٠


شبيراحمد
26.09.2010

تندرصيب خوندوره کيسه موليکلي ده
خواوس داووايه چې په برنيوکي ته يې اوکه ستاپه شمول په برنيوکي
حليمي صيب دى؟؟؟
هيله خپه رانه نه شئ هسي په دې شف شف موپوهه نه شوم که
شفتالووواياست ښه به ځکه وي چې دنوروملګروبه هم زماپه څېر
ورته سترګي وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more