د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ارسلارحماني
17.09.2010

[quote:81269fadd1="پتوال"]رحماني صيب دحقيقت په څرګندولو سره مو په قلم برکت او په تاسو رحمت شه !

د ډاکتر نجيب د نيولو ، وژلو او ځوړولو د جريان په اړه که لږه په تفصيل سره رڼا وغورځوئ بده به نه وي : څنګه روښانه شوه چې لومړی کندهار ته له
اسلام آباد څخه امر وشو او بيا له کندهاره کابل ته . جريان يې څرنګه و ؟؟؟
په دومره غټه پېښه کې چا هم څه ځنډ، بل نظر يا پوښتنه قدرې ونکړه ؟ طالب مشرتابه په کې حتی کومه غونډه هم ونکړه که څنګه ؟؟؟؟
آيا چايې د شرعي محاکمې غوښتنه يا يادونه هم ونکړه ؟؟؟؟
بله پوښتنه د ملي اوردو ده، چې طالبانو ولې د قدرت په ٥ کلنه موده کې د ملي اردو په جوړولو اقدام نه کاوه ، اصلي مخالفت يې چا کاوۀ او ولې يې کاوه ؟
داچې اوس هم کرزي ته د هوايي ځواک د جوړولو اجازه نشته. ښايي علت يې
عين منبع وي چې امريکا پرې سترګې نشي پټولای ؟؟؟؟ او که څنګه ؟
تاسو په تيره طالب واکمنۍ کې د پاکستان لاس ګرانو لوستونکو ته څنګه روښانه کولای شئ ؟؟؟
والسلام[/quote:81269fadd1]
پتوال صیب دلته یوه نقطه وراضحه کول ضروري دي.صحیحده چه په طالبانوباندی دپاکستان پراخ نفوذوه خوطالبان په یوډول دمجبوریت په حالت کی قراردرلودهغه څوک چی په داخل دجریان کي وي لکه زماپه څیرهغه دمجبوریت په معنی پوهیږي.طالبان له یوي خوادشمالي ټیلوالی سره په جګړه اخته و دبلی خوادامریکاتهدیدونه اوفشارونه و. دبلی خوادطالبانوپه داخل دالقاعدی یوقسم دیکتاتوري اوبغاوت وه چی طالبان کي له ګواښ سره مخامخ کړي و. دبلی خوااقتصادي بندیزونه واودبلی خوادطالبانودسیاسی بصیرت قلت و.له بلی خوادملت غم وبایدطالبانوولس ته هم سهولیات مهیاکړی وای اګرکه دهرډول مشاکلوسره لاس اوګریوان وي. نوطالبان مجبوروه چی دپاکستان غوښتنوته یې بېچونوچرالبیک ویلی وای.
څرنګه چي زه دمیدان دیولوبغاړي په صفت غږیږم مونږمشاهده کول چي دپاکستان اوامرمنل طالبانوته دزهروګوټ و.خوڅه یي کړی وای چي مجبوریت و.طالبانوداول نه تراخیره کوشش کاووچي پاکستان ته ځان محتاج رانولي دهمدي په خاطرطالبانوالقاعده تقویه کوله ګوندی یووخت دپاکستان دبدیل په توګه کارورکړي.
بله خبرهداده چي که پاکستاني اشغال څخه می بدراتلل ددي اوسنی امریکایی هغه څخه می هم والله که ښه راځي.طالب ته خوبه دی لاقل ویلی شوچي داکاردپاکستان په ګټه دی مه یې کوه غولوي دې. دوی ته خوکه داسی دې وویل فټافټ دالقاعده ټاپه درلګوي.مونږهم ځکه ورسره په حکمت چلیږو.
نوروخبروته بیاراځم


رښتینی
17.09.2010

رحمانی لیکی :
[code:1:4de31dccb9].
دوی ته خوکه داسی دې وویل فټافټ دالقاعده ټا
په درلګوي.مونږهم ځکه ورسره په حکمت چلیږو. [/code:1:4de31dccb9]

رحمانی صاحب چی بد دی هم ایسی او له دوی سره په چلند کی
دی دحکمت ! ځغ هم پر وږو اویښی دی نوداسی یارانی ته څه
اړتیا ده که یی دپای ته رسولوکوښښ وکړئ ښه به نه وی ؟؟


سلامونه

spinkar
17.09.2010

پتوال صاحب سلامونه٠
زه ستاسی سوال لکه نور نظریات مو ډیر معقول او حق په جانب ګڼم٠
مګر دا راته ووایه چه په ټول افغان کی په غیر له یوه نفره چه په نره ې ځان ټولی دنیا ته معرفی کړیدی نور ټول دپردی له شاه څخه وارونه کوی٠
زه دا سړی له نژدی پیژنم حتی کورنی ې هم پیژنم ،ده ماته ډیری نوری دسترګو لیدلی قیصی کړیدی مګر دلته ضرور نه دی٠
دیوه مهاجر دزړه قیصی می وجدان هم نه منی چه دهغه په نوم ې ټول جهان ته اعلان کړم ٠
که چیرته کومه ورځ مو لاره غلطه کړه ،امکان ې شته چه له نژدی ې هم وپیژنی٠
مګر هغه سړی هم دتبعیض سخت مخالف دی او یو افغان ناری وهی٠
دکمونیستانو ،جهادیانو او دطالبانو په دا ٣٠ کاله جنګ کی ټول سوابق ملت ته او جهان ته لکه لمر ښکاره دی ،ښه او بد ې څوک نه شی پټولای٠
دا چه څوک په یوی ډلی پوری اړه لری او دبلی ډلی بد واې هره ورځ ې وینو او لولو٠
نو دوی ولی ددوی جنایات هم نه لیکی؟
یو ه د روسانو غلامی کوله بل د پنجابیانو او بل دامریکایانو غلامی کوی٠
نن دلته داسی سړی ته ضرورت دی چه دځپلی ملت څخه راوځی او یو ملی پاڅون مینځ ته راوړی٠
چه دا ټول وطن خرڅونکی یخ کرخ پاتی شی دا کار ددی خاوری او ملت یګانه نجات دی او انشاالله چه دا کار به کیږی فقط دویم میرویس خان ته نن ضرورت دی٠
شته او خدای به ې راپورته کړی ٠
دخدای ،ج، په زور٠



18.09.2010

درنو او معزو ورنو رحماني صاحب او سپين کار صاحب السلام عليکم ورحمت الله!
اسرائيلو د فرعونانو په مرييتوب کې سو سوه کاله تررګ بترې شپې ورځې تيرولې  په دې هيله چې يولارښود  به پيدا اومونږ به د فرعون 
له ظلم وجبره  وژغوري ،تر ٠څو چې موسی پيغمبر راغی  او دویيې وژغورل 
خواوس نۀ هغه وخت دی او نه کوم پيغمبرراتلی شي ٠
  ولې د ا نو دامعنی نه لري چې د اړتيا په وخت کې دې  سړی  د پيغمبر پر ځای 
د شوروي ، پاکستان يا امريکا  غوندې پرديو 
قدرتونو ته  مراجعه وکړي (!)  ٠
که سړی پخپله  او دخپل ملت په ملاتړ څه نشي کولی ، د مرستې له پاره  د بل بادار لټه  او موندل   که غواړي او که نه  له ځانه څخه
دملت پر ستوني د پرديو چاړه جوړول دي او بس ٠  دا کار  کمونستانو وکړ ، مجاهدينو وکړ او طالبانو اوکرزيخيلو  تکرار کړ ٠  
کم يو يې  دملت په مرۍ  ديو بهرني  ديکتاتور چاړۀ نه وه  اونۀ ده ؟؟؟؟؟؟؟؟
خو  برعکس پير روښان او خوشالخان ، ميرويس خان او  احمد شاه چې په بهرنيملاتړ يې تکيه نه وه کړې  او پردی بادار يې نه مانه ،
تردې په سل ځله سختو شرايطوکې د ملت دنجات  بيړۍ يې  تر يوه ځايه او يا د بري ساحل ته رسولې ده  اونومونه يې په زرينو کرښو ليکل کيږي ٠ 
نو نۀ  جګړه يواځې او نه په دوښمن بری يواځې سړی جهاد ګڼلی شي ، بلکې ملي او اسلامي جهاد هم دجګړې  او هم د بري استقلاليت  تعريفيږي . که جګړه  دپرديو له لاسلرنې پره بري ورسېوه اوکه نه  دغزياو او شهيدانو جهاد اونو مونه  
په زرينوکرښو  سره په تاريخ او عملنامه کې ليکل  ، خدای  اوملت ته قبول  او مستجاب  ګرځي ٠ 
خوبرعکس چې دجهاد  رهبري ، سازماندهي ، لوژيستيک اوهدفټاکنې يې لکه دمجاهدينوپه وخت کې  ټول د  ISI په لاس کې وي 
هغې ته به څوک څنګه ملي يااسلامي جهاد وويلی شي ،چې هدف يې صرف  دملتپرمرۍ باندې د بهر ديوې چاړه  پربلې  بهرنۍ چاړۀ بدلول وي ؟؟؟؟؟


سلامونه٠

spinkar
18.09.2010

پتوال صاحب سلامونه ٠
زما نظر د ځپلی ملت نه هغه انسانان او افغانان دی چه نه په کمونیست نه په مجاهد او نه په طالب پوری تړلی او یا اړه لری٠
افغانستان د٣٠ کالو راپه دیخوا د خارجانو دجنګ میدان ګرځیدلی دی٠
دا دومره موهیمات او صلاحګانی چه نن په دی خاوره کی استعمالیږی ددواړو خواو څخه دا له کومه کوی افغان خو دګوګردو فابریکه هم نه لری چه دخارجانو خپله ګټه په کی نه دوی چاته صلاح او پیسی په اخطیار کی غورځوی ؟
په دی حال دا نور بیچاره ملت چه اکثریت دی او ددنیا دظالمانو سیاست او هدفونه ورته روښانه شویدی یوه غږ ته انتظار باسی چه ددوی له مینځه یو څوک راپورته او یو ملی پاڅون شروع کړی داخلی او خارجی دشمن ته داسی اهنی وارونه په مخ ورکړی چه داولادونو اولادونه ې په دی خاوری دیرغل او نور غلط فکرونه ونه کړی٠
زه که دلته دکمونستیانو ،جهادیانو او طالبانو دبعضو اشتباهاتو او جنایتونو ژوندی مثالونه چه ټول جهان ته هویدا دی راوړم ،طرفداران ې په مختلفو شکلو سترګی په پټوی،پس په واقعیت سترګی پټوی ٠
زه وایم دوی خپل امتحان ورکړیدی او بس به ې وی،نور داملت ستړی شویدی
نوره حوصیله ورته نه ده پاتی دوی باید یو ملی پاڅون وکړی٠
اول داخلی دشمن که په ډالرو او یا کلدارو او روبل خرڅ شوی له مینځه لری بیا د خارجی دشمن لاس او پښی په خپله تړل کیږی٠
په روسانو خرڅ شو په عربو او پنجابیانو خرڅ شو په غرب او امریکایانو خرڅ شو
اوس هم پری غوبل روان دی چه نتیجه به څه راوځی؟
په مابین کی غریب ملت چه بیګاه ته ډوډی نه لری تباه شو٠
دوی باید سره شی بله لاره دنجات نشته٠
هر واقعی وطنپال چه دی دی خاوری او ملت ته له دی بدبختیو نجات ورکړی نو که ووایم چه هغه نعضوباالله ددی زمان او او ظلمونو په مقابل کی که پیغمبر نه شی کیدلا ی نو دخدای او ملت ته او تاریخ ته به ې مقام تری کم هم نه وی،ډاریږم چه څوک می په کفر کی ونه نیسی٠ ځکه چه په امانالله خان خو تیره شوی وه ،چه ملت ترا وسه بد بخت پاتی شویدی٠
خدای مو سره یو کړه اوملی پاڅون مو دنجات لاره ده


Shir Baz
18.09.2010

[quote:57394bef67]دا له کومه کوی افغان خو دګوګردو فابریکه هم نه لری[/quote:57394bef67]
سپین کاره یاره معلومات دې ضعیفه دي!
د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د پاکستان د باړې په سیمه کې د ګوګړو فابریکه لري چې هغوی یې په ځايي اصطلاح د ماچسو فابریکه بولي!. دافابریکه دحزب دتنظیم مربوطه ده اوګټه یې دتنظیم په بودیجه کې جمع کیږي.


سلامونه

spinkar
18.09.2010

شیربازخانه یاره ته هم په لوستلو کی ضعیفه شوی ې خو خیر سن اوسال فرق کوی٠ هغه سپین غر دی نه سپین کار٠
اوس برق زیات شویدی دماچسو قدر هم کم شوی به وی.
ډیرو وطن چور کړو په داخل او خارج کی ې پانګی غورځولی.
دحساب ورځ راتلونکی ده٠
داسی نفر چه پلار ې پلاستکی چپلکی نه لرلی ځوی ې په په وزیراکبرخان کی قصرونه جوړ کړیدی٠
ددی تپوس به کیږی٠
مننه٠


Shir Baz
18.09.2010

سپین کار خانه ستا انګلش هم ډیر ضعیفه دی. ولي په پښتو يې نه لیکي چي زده دې هم نده.
په انګلش کې غ په gh سره لیکل کیږي. ته به افغانستان هم داسې
afkanistan
لیکې!.


عنوان

spinkar
18.09.2010

وروره سلامونه٠
دمعلوماتو نه دی مننه کوم په خپله بیسوادی افتخار دی ښه ده چه دپنجابیانو غوندی دانګریزانو غلامی مونه ده کړی چه انګلیسی مو قوی شوی وی٠
او نن هم په خپل لیمڅی باندی افتخار دی چه د وطن ناموس خرڅونکی او اشغالګر ورک شی او جنایتکاران دخپل عمل سزا ووینی او دا ورځ راتلونکی ده انشاالله٠
زما اوستا غلطی ګانی به اصلاح شی که زه نه پوهیدم لتا به پوښتنه وکړم مګر داشغالګرو اودهغو ګوډاګیانو چه دا ٣٠ کاله ې دا غریب ملت درپه در کړو څه چاره ده؟
دیوالی په ارزو


Shir Baz
19.09.2010

سپین غر جانه یاره له اولې خبرې سره دې موافق نه یم٠ هر سورږیری ملا شاه ګل نه وي. دانګریزانو د ژبې په زده کولو کې دهغوی غلامي شرط نده.
خو ورپسې خبره مو دې ډیره په زړه پورې وه. چې زه یې اړویستم له پورتني مخالفته هم درسره تیر شم. ډیره ښایسته خبره مو کړې درې لسیزې مونږ افغانان دپردیو په لاس بل شوي اور کي سوځو.دهغه چا به هم څه چاره وشي چې دخلاصون لپاره یې غږ اوچتوي. خو غم دهغه چادی چې دا اور ورته اور نه ښکاري.دې اور ته د سوکالۍ او خوښۍ په سترګه ګوري. اودهغه چا لاسنیوی کوي چې ددې اور لمبې بلې ساتي.
پاک خدای دې هغه څوک چې دپردیو سره ددې اور په تازه کولو کې مرسته کوي د بلو لمبو په غیږ کې راوویني!!!


دایی بله بی شرمی .راشه که د سر نه پری تودیږی!!!

پښتون.
03.10.2010

[img:d405af7b82]http://sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-snc4/hs698.snc4/63850_10150090036675130_374579585129_7215331_2917937_n.jpg[/img:d405af7b82]
ښه ورته وګوری! د تش په نامه اسلامی هیواد افغانستان یوه وزیره د یرغلګرامریکا دیو افسر سره سینه په سینه او لاس په لاس ولاړه ده او د ښځو د ورځی کیک ټوټه کوی د دغسی غیر اسلامی اوبی شرمیو او بداخلاقیو یو مثال تنها سیدجواد طیب نه بلکه د ګوډاګی حکومت اکثره پدی ناوړه عمل کی کرغیړن دی.
اوس نو تاسی خپله قضاوت وکړی چی دغسی دوه مردار او بی حیا موجودات به د افغانستان د ښځو استازیتوب وکړی شی ؟او یا د افغانستان مظلومو ښځو ته د خذمت وړ وګرزی.


عنوان

tandar
03.10.2010

امریکاې مګر خپله غټه ګوته دجنرالی دګوتو په مینځ کی هم ور اوږده او ورتیره کړی ده٠
او بل منځینی خو په خپله د امریکاې لاس کلک نیولی دی ٠
دیته افغانی ننګ او ناموس واې ٠
په دی کی سړی څه وواې ورته ګوری ،غوا توره شودی سپینی ٠
وروره وطن ې اشغال کړی که میلی کوی او که ټیلی کوی په خپل زور ې کوی چه په هرچا بده تاثیر کوی بیا سره یو او پورته دی شی او له خاوری ې وشړی ،نیکونو مو دا کار کړیدی تاسو خو له هغوی زیات نه یاستی که ننګ او غیرت لری٠
او که نه خړ خړ به ورته ګورو٠
یوالی دبری لومړی شرط دی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more