د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

راشه که تودېږې!!؟؟

و.افغان
15.08.2010

http://www.tolafghan.com/posts/19125

داسې خلک به د وطن او ولس ډېر ښه خدمت وکړي.
لعنت په دووسانو.

په درنښت


مومن مهاجر
15.08.2010

محترم ساپی صاحب! یرغلګروخوپرافغانستان یوازي دنظامي اوسیاسي اغراضو لپاره بریدنه دی کړی . ددې یرغل ترشاپراخ مذهبي اودتېروصلیبي جګړوعوامل دي څوک چي پرافغانستان دصلیبیانواوسنی یرغل یوازي داقتصادي،نظامي اوسیاسي موخولپاره ګڼي هغوئ یاپه څه نه پوهېږي اویاعارفانه تجاهل کوي . له همدي امله غربیانوله خپل یرغل سره سم دې ته ملاتړلې چي افغاني ټولنه په اخلاقي ډول بې لاري کړي،سیاستوال،علمي شخصیتونه،پوهان،ادیبان،ژورنالیستان، دعصري زده کړومحصلین اوملي شخصیتونه داسي چاروته وهڅوي چي دافغاني ملت اسلامي اوملي روحیه پکي له منځه ولاړه شي اوداسي کولتورخپل کړي چي داوږدې مودې لپاره په خپل کورکي په خپله خوښه غربي کولتورته خدمت وکړي . ددې ډېرې بېلګي موږداسلامي نړۍ په ګڼوهیوادونوکي وینو. له همدې امله اړینه ده چي زموږدټولنې هروګړی له څه توپیرپرته دژوندپه هرډګرکي هم ددین اوهیواد دداخلي دښمنانواوهم خارجي غلیمانوپرضدمبارزه وکړي . په دې اړه اړینه ده چي موږسرله همدې ننه سره یوشو. په همدې هیله .


عادل عادل
19.08.2010

سلامونه

وهاج صیب زما دې بنډارچیانو ته دومره غصه نه کیژي، د ځړولو لایق خو هغه خرڅ شوي ذلیل پښتانه دي چې ددوی تر څنګ د اخوانيانو، روڼ اندانو، ملتپالانو او ډموکراتانو په نوم راټول شوي دي، هم یې دین ولاړ هم دنیا، نه یې جیبونه ډک کړل او نه یې هم ځانونه ساړه کړل، پټ پټ به څري، د خارجي سفرونو په مهال ورته دغه د سفارتونو، قنصلګریو او سیاسي نمایندګیو تاجران او بنډارچیان حتی یو پایکش هم په اختیار کې نه ورکوي.

الله دې داسې پښتانه په افغانستان ودروي، آمین



19.08.2010

او زما قار دې ته راځي چې د عوام فريبۍ له پاره يې د دولت نوم
د افغانستان [color=blue:579126cd32]اسلامي[/color:579126cd32] جمهوريت ايښی او په اساسي قانون کې يې هم يوه ګڼه وايي :
په افغانستان کې هېڅ تقنيني ماده چې له اسلام مخالفه وي د قانون حيثيت نه لري ! په دې اساس د سفارت پورتنی عمل د کوم قانون سره سم دی ؟
دا خو يو فجيع عمل او د اسلام سره څرګند ټکر لري نو د هېڅ قانون سره سمون نه خوري، لذا د بې قانونه عمل په توګه بايد مجازات شي !


نوروز خان
20.08.2010

مګر پتوال صیب په دې موضوع کې دي لیکچر خورا ګونګ بریښي که اوس دطالب داډول انځورونه نشرشوي وای نوګومان نه کوم چې مونږ دې دجوابي لیکنې په لوستو رسیدلي او دفني پروپاګندپه باریکیوپوهیدلي وای ،خوله دې تبعیضي چلښته دي ښکاري چې دزړه خبره دې لاهم سمه نه دي کړې او هسې اکثریت ته دپاملرنې له مخي دلته له نورو یارانو سره ( لاشرقي ا ولاغربي ) وایې خوپه واقعیت کې تل په شرابیانو لوریږې او دطالبانو لپاره یوه دمرغۍ لار هم په رسمیت نه پیژنې خدای دې وکړې چې زماداشاهدي دې لاپه قار نه کړي


z.shaheen
20.08.2010

سلام به همه!
اگر مانع غلبۀ احساسات بر مغز شده بتوانیم، میتوان این تصاوریر را از دیدگاه های مختلف مورد ارزیابی قرار داد:
1- اگر این مجلس طوریکه در تصاویر مشاهده میگردد زیر هر عنوانی در سفارت افغانستان بوده باشد مغایر رسم ورواج وعنعنات افغانی ماست ازینرو کار نادرست و مردود است.

2- چون افغانستان یک کشور اسلامیست و ازینکه در تصاویر نشر شده حجاب اسلامی رعایت نگردیده است ازینرو از دیدگاه اسلام این یک عیب ،عمل نادرست و گناه است.

3- اگر این مجلس مجلس شرابخوری و فحشا نامیده شود پس کسانیکه در تکثیر و ترویج این تصاویر فحشا دست میزنند هم مرتکب گناه میگردند. زیرا:
عيب جويي يكي از رذايل اخلاقي است كه قرآن با تعبيرهاي مختلف از آن نهي كرده و عيب جو رامورد نكوهش قرار داده است.
عيب پوشي نقطه مقابل عيب جويي است و در فضيلت آن يكي از اوصاف خداوند(ج) است. (خداوند ستار العيوب مي‌باشد).

4- اگر آقای جواد چنین مجالس را در چوکات زندگی شخصی شان برگذار میکرد کار شخصی او میبود و به کسی ارتباط هم نداشت. او میدانست و گور و کفنشان!

با احترام


رښتینی
20.08.2010

[code:1:aca02cc936]

3- اگر این مجلس مجلس شرابخوری و فحشا نامیده شود پس کسانیکه در تکثیر و ترویج این تصاویر فحشا دست میزنند هم مرتکب گناه میگردند. زیرا:
عيب جويي يكي از رذايل اخلاقي است كه قرآن با تعبيرهاي مختلف از آن نهي كرده و عيب جو رامورد نكوهش قرار داده است.
عيب پوشي نقطه مقابل عيب جويي است و در فضيلت آن يكي از اوصاف خداوند(ج) است. (خداوند ستار العيوب مي‌باشد). [/code:1:aca02cc936]

شاهینه وروره تاددی بند له پاره دالیکنه کړی ده خو ګوره په اسلام کی
دداسی کس رسوا کول ډیرلوی دثواب کار ده اوته وایی چی باید په ده
پرده واچول شی !!!!!

بیخی نادره دی کړی ده ګوره ورورکه دایاران دی دومره لپ لغړ دی
چی امکان نلری ستاپه دی پردوکی پټ شی . اللهم سترک


z.shaheen
20.08.2010

سلام به همه
[quote:defb5f81c5="حامد"][code]

شاهینه وروره تاددی بند له پاره دالیکنه کړی ده خو ګوره په اسلام کی
دداسی کس رسوا کول ډیرلوی دثواب کار ده اوته وایی چی باید په ده
پرده واچول شی !!!!!
[/quote:defb5f81c5]
حامد صاحب شنیده باشید که میگویند هر سکه دو رو دارد! شما میتوانید تعبیر خود را داشته باشید و با افشا گری ثواب کمائی کنید. ولی من با این نظر موافق نیستم.
اگر هدف افشاگر محفل سفارت رسوا کردن حریف سیاسی شان آقای جواد است این یکطرف قضیه است ولی فراموش نباید کرد که افشاگر عزیزهمزمان فحشا را تکثیر وتبلیغ مینماید.
هر کس عمل ناشایستۀ کسی را ظاهر و شایع کند مثل آنست که خودش آن عمل را بجای آورده باشد. جستجوی عیبها و لغزشهای مردم و آشکار کردن آنها ناشی از عداوت و حسد است.

آیا درست نبود که آقای افشاگر یک کار اصلاحی میکرد و به طور خصوصی به آقای جواد و خانمشان مینوشت و آنها را متوجه اشتباه شان میساخت که این کار شان شایستۀ و سازگار جامعۀ افغان نیست!
بااحترام



20.08.2010

درنو ورونو ښاغلي نوروز خان او منلي شاهين ته سلامونه !

[quote:5047a2b79f="نوروزخان"]مګر پتوال صیب په دې موضوع کې دي لیکچر خورا ګونګ بریښي ....خدای دې وکړې چې زماداشاهدي دې لاپه قار نه کړي[/quote:5047a2b79f]
نوروز خانه اول خو دا لکچر نه، بلکې څو د لمر غوندې روښانه جملې دي چې اړونده سفارت په کې ددوی د خپل قانون په تلسټ
په يو بي قانونه عمل محکوم شوی او نه يواځې بې قانونه ، بلکې به فجيع ضد اسلامي عمل محکوم شوی
او دمجازاتوغوښتنه يې هم شوې ده ! نور ته څه غواړې او په دې کې څشی ګنګ دی ؟؟؟ ته دلته په کوم ټکي نه يې پوه شوی
چې هله لکچر هم درکړم، ولې زما په اند په دې خو يو ماشوم هم پوهېدای شي !
داچې ته د خپل يو ګمان ته ، چې د ايمام زيان بلل کيږي، هم
شاهدي وايې نو په ډاګه ده دشاهدۍ د وييزي په پوهيزي دې لا سر نه دی خلاص شوی ، نو دا ګناه د چا ده ؟
اوس به راشو د شاهين ليکنې ته :
سلام به همه!
[quote:5047a2b79f]
1- اگر این مجلس طوریکه در تصاویر مشاهده میگردد زیر هر عنوانی در سفارت افغانستان بوده باشد مغایر رسم ورواج وعنعنات افغانی ماست ازینرو کار نادرست و مردود است. [/quote:5047a2b79f]
چې کار يې نادرست او مردود کړی نو دغندلو او يوې لازمې سزا وړ دی !
[quote:5047a2b79f]
2- چون افغانستان یک کشور اسلامیست و ازینکه در تصاویر نشر شده حجاب اسلامی رعایت نگردیده است ازینرو از دیدگاه اسلام این یک عیب ،عمل نادرست و گناه است. [/quote:5047a2b79f]
نو د ګناه او نادرست عمل له امله محکوم او د سزا وړ دی !

3- اگر این مجلس مجلس شرابخوری و فحشا نامیده شود پس کسانیکه در تکثیر و ترویج این تصاویر فحشا دست میزنند هم مرتکب گناه میگردند.

نه، هيڅکله نه! دا کوم شخصي ، مجرد او بې مسوليته فرد نه دی ، او تصاوير هم تاييد ، تبليغ او تشويق يا پند له پاره نه، بلکې د عبرت
کرکې او نفرت له پاره ښودل شوي ، دا د هغه ناوړه سياسي - کلتوري عمل په توګه ښودل شوي چې چې بش او نور يې د کلتورونو د جنګ په
نامه د اسلامي او افغاني کلتور په ضد تعميم او ترويجوي او په هيواد کې يې پر ضد وسله واله جګړه روانه ده ! دا وسله وال پاڅون يواځې
د امريکايانو د پوځي شتون او اشغال پر ضد نه، بلکې د لويديځ د ښکاره او بربنډ
فحاشانه کلتور په ضد او د اسلامي - افغاني کلتور د بيرته
قايمولو په هدف هم رامنځته شوې او د ملي اسلامي او کلتوري انقلاب ماهيت لري !
نو له دې کبله مو په دې برخې کې دا لاندې دلايل د يهودي منافقينو پلمو او چالاکيو ته ورته او ډير بيځايه راوړي دي :
[quote:5047a2b79f]عيب جويي يكي از رذايل اخلاقي است كه قرآن با تعبيرهاي مختلف از آن نهي كرده و عيب جو رامورد نكوهش قرار داده است.
عيب پوشي نقطه مقابل عيب جويي است و در فضيلت آن يكي از اوصاف خداوند(ج) است. (خداوند ستار العيوب مي‌باشد). [/quote:5047a2b79f]
[quote:5047a2b79f]
4- اگر آقای جواد چنین مجالس را در چوکات زندگی شخصی شان برگذار میکرد کار شخصی او میبود و به کسی ارتباط هم نداشت. او میدانست و گور و کفنشان! [/quote:5047a2b79f]
اګر مګر دلته هم ځکه بيځايه دی چې نوموړي د افغانستان په سفارت کې نوموړې ميلمستيا ورکړې ، [color=red:5047a2b79f] بې تفاوته ده چې اوس په روژه کې
او که يو دوه يا درې کاله وړاندې دغه عمل تر سره شوی وي ![/color:5047a2b79f]
سر بيره په دې اړونده مسول د افغانستان د اسلامي ، بيا وايم اسلامي دولت
د سفير په توګه په شخصي ژوند کې هم د اسلام له
مخې ناجايزو عمالو د تر سره کولو اجازه نه لري ! [color=yellow:5047a2b79f]دا ملي اسلامي اصول دي او نقض يې يواځې د روژې په مياشت کې منع نه دی، دغه دعمل
چې هر وخت تر سره شوی وي د فاسد رژيم او د هغه د فاسدې سياسي نمايندګۍ د فاسدو نادودو څرګندويي کوي . [/color:5047a2b79f]
هو، که نوموړی د شخصي فرد په توګه په لويديځ کې اوسيدای
نو د کفر په شمول يې چې هر څه ..... خوړل خوړل به يې ، مسوليت يې بيا شخصي او په خپله غاړه و، نو ټول افغان ملت هم ورپورې څه کار نه درلود !

سر بيره په دې وروره ټول لوستونکي په دې دير ښه پوهيږي چې ددغه جنايت د پټولو يا نسبي کولو په غرض د پلمې او بې مسلکه توګه
له اسلامي دلايلو ناوړه کارولو موخه د لوستونکو تيرايستل او د هغوی د اسلامي پوهې په کچه ملنډې وهل دي او بس .
نو هيله ده چې په راتليزه کې ترې ډډه وکړئ او دا کوښښ پريږ دې چې د هيليو بچو ته غوټې ورکړې . ومن الله التوفيق


Lotfollah
21.08.2010

سلامونه
[quote:80b0ee8dc8="پتوال"]
او يوه هيله کوم چې په راتليزه کې په بې مسلکه توګه د پلمې له پاره د اسلامي دلايلو له کارولو څخه نور ډډه وکړئ !
[/quote:80b0ee8dc8]
شاهین صیب پام کوه چې د پتوال صیب هیله( اخطار) له سترګو ونغورځوې چې ناک آوټ نه شې!
پدې سیاسی موضوع کې ستا اسلامی دلایل ځای نلری بالخصوص چې دا دلایل د سفیر د ځپلو په هدف نه وي. که نه اوس خو ټول پوهېږي چې دا محفل هسې چې ادعا شوې ده د روژې په میاشت کې نه و. دهولبروک ویاند هم په نیوزویک کې ویلي دي چې ښاغلی هولبروک د یو کال راهیسې په کومې پارتی کې د افغانستان په سفارت کې نه و:
A spokesperson for Holbrooke’s office says, “Ambassador Holbrooke has not been to any parties at the Afghan Embassy in over a year.
خو هیڅ د اسلام کوم مسلکی کس هم غږ پورته نکړ چې ای مسلمانوخلکو د سفیراو کورنۍ د ځپلو او د خلکو د احساساتو د راپارولو لپاره نور کافی اسناد موجود دي ، لطفا درواغ مه وایئ او تهمت مه کوﺉ، چې دواړه په اسلام کې منع دي!

په درنښت


عادل عادل
21.08.2010

لطف الله خانه

[quote:028939b625]خو هیڅ د اسلام کوم مسلکی کس هم غږ پورته نکړ چې ای مسلمانوخلکو د سفیراو کورنۍ د ځپلو او د خلکو د احساساتو د راپارولو لپاره نور کافی اسناد موجود دي ، لطفا درواغ مه وایئ او تهمت مه کوﺉ، چې دواړه په اسلام کې منع دي![/quote:028939b625]

تا دلته هم د دین عالمانو ته نیش ورکړئ دی

ددین علماوو خو ستا سفارت څه چې اسلامی جمهوریت هم لاسپوڅئ، پردی، مردود او کفری اعلان کړی نو دا چې ته ځان پرې نه پوهوې نو خدای دی په همدې مسیر کې لا استدراج په نصیب کړه، آمین

د دین مسلکي او ریښتني علما خو د مسایلو په اصل باندې فیصلې کوي نه لکه مرکزیان چې د خباثت په مسیر کې په صلیقوي اصلاح اخته دي.


نوروز خان
22.08.2010

له alemara.co.cc نه په مننه ...

رمضان او دغرب زده ګانو عصیان
شنبه, 21 August 2010 20:46 زخمي افغان .نیوزویک معتبري امریکایي مجلي په خپل ویب سایټ کې دیوه مفصل راپور په ورکولو سره دهغې رسوایي په اړه ټول شکونه پای ته ورسول چې په واشنګټن کې یې دکابل درژیم دیوه سیاسي نماینده داخلاقي پستۍ څرګندویي کوله او څو ورځې وړاندې یي مطبوعاتو ته لاره موندلې وه .

ټول افغان پښتو ویب پاڼې څو ورځې وړاندې په واشنګټن کې دکابل دسفیر طیب جواد داسي انځورونه خپاره کړل چې دیوه مسلمان له دریځه یي ښایي څوک په ځیردکتلو تاب هم ونلري ،په دې انځورونو کې سفیر، ښځه او زوی یي په داسي حال کې چې ستریې مات کړی له یوه ډله نورو امریکایي لنډغرو سره درقص په حالت کې لیدل کیږي چې دشرابو بوتلونه یي په لاس کې دي اود(شپې کلپ )دخرمستیو په دود داخلاقي پستۍ په تل کې له رنګا رنګ حرکاتو او تعاملاتو څخه لذت بود کوي .

ددې عکسونو سره په ورکول شوي وضاحت کې لیکل شوي چې دغه انځورونه دسفارت په محوطه کې په هغه جوړشوي محفل کې اخیستل شوي چې درمضان په میاشت کې وه او ښه پریمانه شراب په کې وجوړیدل خوله دې ټولو نادودو سربیره یوبله خبره چې باید په اړه یې فوق العاده تأمل وشی دادی چې دسفیراو ښځې ترڅنګ یي په دې بې سرحده محفل کې دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی ریچارډهالبروک هم لیدل کیږي چې له هیجانه یي خوله تښتیدلې بریښي .

په داسي حال کې چې همدااوس په افغاني مطبوعاتوکې ددې رسوایي په وړاندې داحساساتو او غبرګونونوراپورته کیدونکي سونامي لااوج ته نه ده رسیدلې رسوا شوي سفیر نیوزویک ته په ځغرده منلي چې (هودا کارونه یي کړي او کوی یي ،خویوازې داچې په روژه کې یي نه دي کړي ) ده ،نه پوهیږم دکومې شاټپونې او پیچکارۍ له نشې ویلي چې هیچاته به اجازه ورنکړی چې دده په اخلاقو نقد وکړي یایي په جامو او ټولنیزو کړو باندې تبصره وکړي .

دسفیر له لوړې ( ګناه ) او بیاپه نیوزویک له راغلي (عذرګناه ) څخه د( مشت نمونه خروار) په دودسړی په اسانه اټکولای شي چې شرابي غرب ځپلي ترکوم حده دسپیڅلي اسلام ،دیني شعایرو او افغاني هویت په وړاندې سورسترګي او جرأت مند دي چې په داسې ډول لغړو معاصیوو او سرکشیو باندې باک هم نه وړي اونه پرې ځان ملامت حسابوي ،لکه څنګه چې ښایي ،لوړواقعیتونه باید هغه څوک چې ځان اسلام او افغانیت ته متعهد بولي په ژور نظر مطالعه اوپرتله کړي او له دې څخه وفهموي چې ددیموکراسي په پوست ننوتي دکابل څوکۍ سالاران او غرب زده ګان کوم اصالت او اخلاق لري او دڅه شي تمه تر ې کیدلای شي اوایا په دې ارزي چې دسرلوړي او په دین ځار افغانستان د مهارولو امید ترې وشي !!؟

فتدبر وتأمل ...


ډاکتر وطنمل
22.08.2010

سبحان الله ، ډير اعلی ډير اعلی چې طالبانو ورونو تدبر او تامل يعنې تفکر د اسلامي امر په توګه رانقل کړی ، که څوک تدبر او تامل
د سياسي ، ټولنيز او اداري چلند اساس وګرځوي هېڅ ډول ستونزه به بې حله پاتې نشي . پوښتنه داده چې آيا طالبانو ورونو
د قدرت په لومړۍ دوره کې له پورتني ارشادسره سم له بشبړ تدبر او تامل څخه کار اخيستۀ او بيا هم پخپله له زوال او ملت يې له ناورين سره مخ شو؟
او که نه، داځل به د [quote:b67aec3aa9]فتدبر وتأمل [/quote:b67aec3aa9] څخه کار واخلي او هرې ستونزې ته به انشاالله د تدبر او تأمل په مټ د حل لاره وموندي ؟
غواړم چې په دې اړه د جيدو دينپوهانو د نظر له پاره د
[quote:b67aec3aa9]فتدبر وتأمل [/quote:b67aec3aa9] تر سر ليک لاندې نوی بحث د اسلام په خونه کې پرانيزم او د نظر خاوندان په کې ګډون وکړي .
[color=yellow:b67aec3aa9] دلته بايد د سفارت د نادودو په اړه بحث ته دوام ورکړل شي[/color:b67aec3aa9]


ارسلارحماني
23.08.2010

دطالبانوپه تیردورکې بې خرته ډېرې نیمگړتیاوې اونقصانات موجودوه.زه دډیروجنایاتوپه خپله عیني شاهدیم. هغه چې ډاکټروطن مل صیب یې تذکرکړی بایدبې چونوچراومنو.
-ښځې له تعلیمه محرومه وې.
-په خلکوپه زورږیرې پرېښودل کیدې اوبرېتونه قینچي کیدل.
-یوطالب به په بازارکې په عام محضرکې یوه پردۍ ښځه ترکوتک اوقمچیني لاندې ونیوه.
-دپاکستان پراخ نفوذ،اوافغانستان دپاکستان دسوړ اشغال او خاموش استعمار لاندې و.
-په وزارتونوکې کارداهلیت په اساس نه بلکه په شمال کې دطالبانوپه لومړۍکرښه کې دزیاتې مودي دپاره دپاته کیدوپه بنسټ ورکول کیده.
-په ټول افغانستان باندې دپاکستان دواکمنۍڅخه وروسته دقندهارواکمني چلیده.
-که یوسړی چې دهرڅومره استعدادڅښتن و خوکه طالب نه وه دیوې روپۍ اهمیت یې هم ندرلود.
-په بهرکې ټولواوسیدونکوافغانانوته یې ددښمنانوپه سترگه کتل.
-اوپه سلهاوونورکارونه دي چې دبشرپه تاریخ کې مثیل نلری.

نوکچیرته طالبان بیاواک ته ورسیږي ملت به یوځل بیاپه هوماغه پخواني برخلیک اخته کړي.
خویوټکي ته توجه جدي بولم څرنگه چې زه دطالبانوله تحریک سره له شروع څخه ملگری وم نوټول ښه اوبدیې ترهرچاښه رامعلومیږي. دطالبانومشرملامحمدعمراخوندیوډیرپاک زړی سوچه مسلمان اواصیل افغان دی. دطالبانودواکمنۍ پرمهال هم چې دکوم ناوړه پیښې خبرترملاصاحبه ورسیدۍ په عاجله توگه یې ژرترژره مخه نیوله اودمجرمینودنیولوفرمان یې صادراوۍ. خومشکله دلته وه، او دی، چې دطالبانوپه تحریک کې ډیرپه زړه کې خیرن کسان لوړوڅوکیوته رسیدلي اوهغوی دخپلوڅوکیودساتلو په هدف غواړي په ملاصاحب باندې فضاخړه پړه کړي څوونشي کولای له حقایقو خبر شي. ځکه پوهیږي کچیرته ددوی دکوم خیانت راپورملاصاحب ته تیرسي نوبیا یې خیر نشته. ځکه چې دملاصاحب په تحریک کې خاین غل او جنایتکار ځای نلري. خو څه به یې کړو چې خپله ملاصاحب ښه سړی وي او که بد؟ وايي زه یې بې پلاره کړم په مایې څه چې سپرو مړ کړ او که پیاده وو.
نوافغانانوهم دطالبانونه ښه ورځ نده لیدلې په دوې یې څه چې آیاداکارونه دملامحمدعمراخوندپه علم ترسره کیږې اوکه په بې خبرۍ؟
ولس عمل غواړي. ولس لاپې ډیرې اوریدلي اوس هوښیارشوی په اسانه نه غولیږي.


وصيل پېروز
24.08.2010

[quote:4ecda69932="ارسلارحماني"]دطالبانوپه تیردورکې بې خرته ډېرې نیمگړتیاوې اونقصانات موجودوه.زه دډیروجنایاتوپه خپله عیني شاهدیم. هغه چې ډاکټروطن مل صیب یې تذکرکړی بایدبې چونوچراومنو.
-ښځې له تعلیمه محرومه وې.
-په خلکوپه زورږیرې پرېښودل کیدې اوبرېتونه قینچي کیدل.
-یوطالب به په بازارکې په عام محضرکې یوه پردۍ ښځه ترکوتک اوقمچیني لاندې ونیوه.
-دپاکستان پراخ نفوذ،اوافغانستان دپاکستان دسوړ اشغال او خاموش استعمار لاندې و.
-په وزارتونوکې کارداهلیت په اساس نه بلکه په شمال کې دطالبانوپه لومړۍکرښه کې دزیاتې مودي دپاره دپاته کیدوپه بنسټ ورکول کیده.
-په ټول افغانستان باندې دپاکستان دواکمنۍڅخه وروسته دقندهارواکمني چلیده.
-که یوسړی چې دهرڅومره استعدادڅښتن و خوکه طالب نه وه دیوې روپۍ اهمیت یې هم ندرلود.
-په بهرکې ټولواوسیدونکوافغانانوته یې ددښمنانوپه سترگه کتل.
-اوپه سلهاوونورکارونه دي چې دبشرپه تاریخ کې مثیل نلری.
[/quote:4ecda69932]
السلام عليکم
هو! داسمه ده چي طالبانودخپل حکومت پرمهال ډېري نيمګړتياوې لرلې خورحماني ! دابه درسره هيڅوک هم ونه مني چي په يوچاږيره پرېښودل غيراسلامي عمل دی ، ږيره دنبي کريم صلی الله عليه وسلم،ټولوانبیاء کرامواوصحابه وورضی الله عنهم فعل اودرسول الله صلی الله علیه وسلم دویناله مخي واجبه ده دواجبو ترک کبیره ګناه ده اورسول الله صلی الله علیه وسلم وايي : من رأی منکم منکرافلیغیر بیده فان لم یستطع فبلسانه فان لم یستطع فبقلبه وذالک اضعف الایمان . نودهمدې حدیث پربنادږېرې پرخرېیلوبندیزلګول دهغوئ شرعي مسئولیت وو. نه یوجرم ستاپه څېردغرب تنخواخواره اودګوډاګۍ ادارې مزدوران بیادغرب په عینکوي کي ورته ګوري هغوئ خودزنا،شرابو،غلااوقذف پرحدهم نیوکي لري قصاص هم له بشرسره ظلم بولي . ته چي دامهال دکرزي په مفسده،صلیب دوسته،افغاني ضد اواسلام دښمنه اداره کي کارکوې نوځان درته څرنګه مالومېږي؟ ایاستادایمان اوافغانیت غوښتنه هم داده چي دصلیبیانوپه سیوري کي صلیب پالواودهغوئ تالي څټوته مذهبي مشورې ورکړې؟ داسلام په قاموس کي دځان په اړه څرنګه قضاوت کولای شې؟ دافغاني شهامت له مخي خپل موقف اوعمل درته څرنګه ښکاري ایا دشاه شجاع پرلارروان یې که دغزنوي،غوري،میرویس اوابدالي؟ اوپه پای کي دځان په اړه دقرآن کريم حکم هم واوره :
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ 8 يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُونَ 9 فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضاً وَلَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ 10 وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ 11 أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ 12 وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُواْ كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُواْ أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاء أَلا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاء وَلَـكِن لاَّ يَعْلَمُونَ 13 وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُواْ إِنَّا مَعَكْمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِؤُونَ 14 اللّهُ يَسْتَهْزِىءُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ 15 أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ اشْتَرُوُاْ الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ 16. مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَاراً فَلَمَّا أَضَاءتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لاَّ يُبْصِرُونَ 17 صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَرْجِعُونَ 18 أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَاء فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصْابِعَهُمْ فِي آذَانِهِم مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ واللّهُ مُحِيطٌ بِالْكافِرِينَ 19 يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ كُلَّمَا أَضَاء لَهُم مَّشَوْاْ فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُواْ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ إِنَّ اللَّه عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 20 (البقرة)
ژباړه : ځينــي خلــک وايي چـــي مـــوږپــــرالله جـــل جلاله اودقيامت پرورځ ايمان راوړی دی خودوئ مومنــان نه
دي . (۸) هغوئ الله جل جلاله اومومنانوته چل ورکوي مګــــرپه حقيقت کي له ځان سره چل کوي خونه پوهېږي . (۹)ددوئ په زړونوکي ناروغي وه الله جل جلاله دهغــــوئ ناروغـــي نوره زياتـــه کــړه اوددوئ لپاره ددروغوپه وجه دردوونکی عذاب دی . (۱۰) کله چي دوئ ته وويل شـي : په ځمکه کي فسادمه کوئ دوئ وايي موږخويوازي اصلاح کوونکي يو. (۱۱) خبــــرداريـــقيــــنــــاًهمـــــدوئ مـــفسديـــن دي خـــــــــو شعورنه لري . (۱۲) کله چي دوئ ته وويل شي : داسـي ايمان راوړئ لکه نوروخلکونودوئ وايي اياموږداســـي ايمــان راوړو لکه دې بې عقلانوچي راوړی دی؟ خبـــــــردار! يقينًايوازي همدوئ بې عقلان خونه پوهېږي . (۱۳) کلــه چــي لـه مومنانوسره مخ شي نووايي : موږايمان راوړی دی اوکلـه چي خپلومشرانوته ورشي نووايي چـــي مـــوږله تاســوسره يوله هغوئ سره صرف ټوکي کوو. (۱۴) الله  له هغـــوئ ســـره ټوکـــي کـوي اودوئ پـه خپله سرکښي کي نورمخ ته بيايي . (۱۵) داهغــه خلک دي چـــي ګمراهـــي يې دهدايت په بدل کـــي رانيولـــې ده نونه ددوئ تجارت ګټه ورته وکړه اونه يې سمه لار وموندله . (۱۶)ددوئ مثــال دهغــه چاپـــه شــان دی چي اوريې بل کړکله چي يې شاوخواروښانه شـوه الله  يې رڼاختمه کړه اودوئ يې په داسي تياروکي پرېښودل چي نه ويني . (۱۷) کاڼه ، ګونګيان اوړانده دي هغوئ نه راګرزي . (۱۸) يــــــادهغـــه بــــاران پـــــــه څېـــــــــــــــرچـــــي تيـــــــارې، تالنده اوبرېښنا پکـــي وي دوېــــري له وجـــــې ګوتې په خپلوغوږوکــــي اچوي اوالله جل جلاله پرکافرانواحاطه کوونکی دی . (۱۹) نـــژدې ده چـــي برېښنــــاددوئ ستـــــــرګې وتښتوي ، کله چي ددوئ لپاره رڼاشي نوپکـــي روانېــږي اوکله چي پرې تياره شي نوودرېږي اوکـــه الله  وغواړي ددوئ غــــوږونه اوستــــرګــــې بـــه لـــه منځـــه يوســـي بې شکه الله  پرهرڅه قادردی . (۲۰)
[quote:4ecda69932="ارسلارحماني"] لس عمل غواړي. ولس لاپې ډیرې اوریدلي اوس هوښیارشوی په اسانه نه غولیږي.[/quote:4ecda69932]
هو! په رښتياهم نوراولس ستاسوپه څېرخائنان نه شئ غولولای . په داسي يوه اداره کي چي فساد،فحشا،غلا،زنا،لواطت،سړي تښتونه ، رشوت ، ټوپک سالاران ، جنګي مجرمين اودافغاني تاريخ ترټولووحشي څېرې يې په سرکي ناستې دي بياهم تاسي دې ته يوملي حکومت واياست اوخدمت پکي کوئ !!! ته اوالله ايادااوسنۍ اداره له اسلامي ، ملي ، قانوني اوانساني اړخه ددې وړده چي سړی ديوې ورځې لپاره پکي کاروکړي؟؟؟ خوله دې ټولوجنايتونوسره سره بياهم تاسي دمشرانوپه جرګه کي دمذهبي کميسيون مشري پرغاړه لرئ !!! اياله خپل ايمان ، وجدان اوافغاني ننګ څخه نه شرمېږئ ؟؟؟ څرنګه داجرأت کوئ چي دنوروپه اړه نظر څرګندکړئ؟؟؟.


ارسلارحماني
25.08.2010

محمد پیروزوصیل صیب تاسوددې پرځای چی زمانیوکوته جواب ووایاست په ماباندې مو شخصی انتقادات کړي
ماپریژده چي غربي تنخواریم که نه یم. زه دطالبانودتحریک چي اسلامی تحریک یې بالۍ دابتداملګری یم ماپه تحریک که ووایم په مهموپوستونودندي اجراکړی دروغژن به نیم.
نو ماته دطالبانوښه اوبدترهرچازیات رامعلومیژي. زه دخپلوسترګولیدلی حال دلیل نیسم اوته دخپلي خیټی نه غږیږي.
طالبانوداسلام له پیغمبر زیات په دین مین و؟ حضرت محمد ص چاته دژیري په ترک باندي جزا ورکړې؟ زه دطالبانوداحساس احترام لرم چي په دین باندي دومره مین و چي دمستحبو په ترک یی داسی جزاټاکلی وه لکه دارتداد جزا. خوطالبانوبایدفرضو ته دفرضوپه اندازه جزاټاکلی وای اومستحبو ته دمستحبو. حراموته دحرامو په اندازه اومکروه ته دمکروهو.
زماپه خپل دفترکې چي کوم طالبانوکارکاوۍ یعنی مامورینو او همداډول دامربالمعروف په اداره کي ډیربي سواده طالبان و. اوفیصله دهمدوی بېسواده طالبانوپه لاس کی وه. داخو کومه منډيي نه وه دوی په ډیرومهموموضوعاتو یا مسایلو کي همدي بیعلمه طالبانوته اختیارپه لاس کی ورکړی و. هغه مسایل چي بایدسترسترعلماوو څخه په کی نظرواخیستل شی په خپل سرفیصلی کیدی. نوره می خوله مه راخلاصوه.
اوکه غواړی جواب راکړی ددی خبروجواب می راکړه.

[code:1:a636bc9121]
-یوطالب به په بازارکې په عام محضرکې یوه پردۍ ښځه ترکوتک اوقمچیني لاندې ونیوه.
-دپاکستان پراخ نفوذ،اوافغانستان دپاکستان دسوړ اشغال او خاموش استعمار لاندې و.
-په وزارتونوکې کارداهلیت په اساس نه بلکه په شمال کې دطالبانوپه لومړۍکرښه کې دزیاتې مودي دپاره دپاته کیدوپه بنسټ ورکول کیده.
-په ټول افغانستان باندې دپاکستان دواکمنۍڅخه وروسته دقندهارواکمني چلیده.
-که یوسړی چې دهرڅومره استعدادڅښتن و خوکه طالب نه وه دیوې روپۍ اهمیت یې هم ندرلود.
-په بهرکې ټولواوسیدونکوافغانانوته یې ددښمنانوپه سترگه کتل. [/code:1:a636bc9121]


عادل عادل
25.08.2010

سلامونه

[quote:ce438f8ce5]..... زه دخپلوسترګولیدلی حال دلیل نیسم اوته دخپلي خیټی نه غږیږي[/quote:ce438f8ce5]

دا چې تاسو خپل د سترګو لیدلو حالاتو په بنا دلیل راوړئ ښه خبره ده، سترګې به خامخا اوس هم لرئ نو ایا دا ستاسو په سپین سترګئ دلالت نه کوي چې د روان بحث د موضوع پر سر مو هیڅ هم نه دي لیکلي، بیځایه او بې ربطه مو د طالبانو عیبونه سپړلي، ددې پر ځای چې زمونږ نیوکه د خیټې محصول نه وي، بهتره به وي د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګئ ادارې په اړه د خپل موقف په منطقي روښانه کولو سره مونږ ته څه ناڅه توضیحات راکړئ.

رابه شو ستاسو پوښتنو ته :

[quote:ce438f8ce5]-یوطالب به په بازارکې په عام محضرکې یوه پردۍ ښځه ترکوتک اوقمچیني لاندې ونیوه. [/quote:ce438f8ce5]

ډیر ښه یې کړل خامخا به هغه ښځه وه چې نن یې غاښونه هم نشته .....، تاسو په ننني کابل ښار کې د موجوده اخلاقي فساد په اړه مونږ ته توضیحات راکړئ؟

[quote:ce438f8ce5]-دپاکستان پراخ نفوذ،اوافغانستان دپاکستان دسوړ اشغال او خاموش استعمار لاندې و. [/quote:ce438f8ce5]

باالکل همداسې وه، د طالبانو تر ظهور د مخه د افغانستان کباړ، د جنګلک اوسپنې، طیارې، ټانګونه، سټنګر میزاییل، تاریخي اثار او حتی چې د مړو هډوکي هم پاکستان ته د ناچیزه پیسو په بدل کې هدیه شول، د نجیب د مزدور رژیم د سقوط نه نیولي بیا تر کورنئ جګړو پورې ای-اس-ای په افغانستان کې بربنډ نفوذ درلود، د خوست فتحې ته د قاضی حسین احمد راتګ، د اعجازالحق منډې ترړې او داسې نور ثبوتونه له هیچا هم پټ نه دي، تاسو فکر مه کوئ چې طالبانو ته اباد او د سوکالیو نه ډک افغانستان لاس ته ورغی.

[quote:ce438f8ce5]-په وزارتونوکې کارداهلیت په اساس نه بلکه په شمال کې دطالبانوپه لومړۍکرښه کې دزیاتې مودي دپاره دپاته کیدوپه بنسټ ورکول کیده. [/quote:ce438f8ce5]

مګر تاسو شخصا د کار اهل نه واست؟ اهل د کار خو ټول تنظیمي غله او پاټکیان وو، ټولو د خپلو جرمونو په سبب پښې سپکې کړې، تر کولابه ورسیدل، هغه چې د همکارئ طمع ترې کیده، د حسد له مخې په کورونو کې کښیناستل او یا هم تبلیغیان شول، په بهر کې علمي کدرونه خو ځکه نه یادوم چې کیدای شي تاسو پرې د شرم احساس وکړئ ځکه تاسو یې د سر په سترګو عملا مشاهده کوی.

[quote:ce438f8ce5]-په ټول افغانستان باندې دپاکستان دواکمنۍڅخه وروسته دقندهارواکمني چلیده. [/quote:ce438f8ce5]

لکه اوس چې د پنتاګون نه وروسته د پنجشیر او د قم د اخوندانو چلیژي، تا سو په کوم یو راضي شوي یاست؟؟؟

[quote:ce438f8ce5]-که یوسړی چې دهرڅومره استعدادڅښتن و خوکه طالب نه وه دیوې روپۍ اهمیت یې هم ندرلود. [/quote:ce438f8ce5]

په ورته شرایطو کې خلک په اخلاص سره تلل کیدل نه په استعداد سره.

[quote:ce438f8ce5]-په بهرکې ټولواوسیدونکوافغانانوته یې ددښمنانوپه سترگه کتل. [/quote:ce438f8ce5]

ستاسو پدې سوال کې یو څه مبالغه شوې، د ټولو پر ځای ځنې او یا اکثریت اوسیدونکو افغانانو یادول مناسب دي، چې نمونې یې بیا هم ستاسو په شاوخوا کې ډیرې دي.



01.09.2010

عادل عادل صيب سلام او درناوی !
تاسو د رحماني صيب سره د عدالت پر ځای چې په خپل نامه کې يې د يو پر ځای دوه ځله ادعا لرئ ، زياتی کوئ :
رحماني صيب له وصيل پيروز څخه پوښتنې کړي ، خو ځواب ته د وصيل پيروز پرځای عادل عادل صيب وردانګلي ، حال داچې وصيل
پيروز لا تر اوسه هم بې ځوابه پاتې دی . تاسو بآيد د وصيل پيروز تر ځوابونو پورې صبر کړی او تر هغه وروسته مو ، که دهغه په ځواب
مو قناعت نه درلودای ، په خپل وار ځواب ويلی وای . وصيل صيب که اوس ستاسو ځواب خپل بولي نو ودې وايي، څو هغه دروند مسوليت
په غاړه واخلي چې ستاسو د ځوابونو په نيمګړتيا او يو اړخيز توب کې پروت دی
٢- ستاسې ځوابونه نه يواځې نيمګړي او يو اړخيزه بريښي ،
بلکې ډير ځوابونه مو د پلمې په توګه کارولي لکه څوک چې چاته ووايي هلکه هغه فلانکی بد کار دې ولې کړی( ؟) او دی ورته ځواب ورکړي چې :
ته دې خپل يو ښه کار راته وښايه ! ته خپله يو ښه کار نشې ښودلی ، خو له ما څخه د بدو پوښتنه کوې ؟
حال داچې يو سړی بد نه کوي ، که خو د ښو کارونو توفيق يې لا نه وي موندلی نو هم حق او دنده لري چې بدو ته بد او ښو ته ښه ووايي .
نو وصيل صيب دې ستاسو په ځواب د خپل ځواب له مسوليته اوږې نه سپکوي ،
او مونږ تاسې د رحماني صيب سره يوځای
دوصيل صيب ځواب ته سترګې لاره واوسو .


وصيل پېروز
13.09.2010

[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"]محمد پیروزوصیل صیب تاسوددې پرځای چی زمانیوکوته جواب ووایاست په ماباندې مو شخصی انتقادات کړي
ماپریژده چي غربي تنخواریم که نه یم.[/code][/quote:3e9d0c266c]
هو! غواړې په دې اوتوبوتوله خلکوځان پټ کړي اوځان سپين وښيې خويادولره چي دجهنم اورهمداستاسوپه څېرخائنانواومنافقينوته تيارشوی دی . ښه دي پېژنم چي دخپلوپيسولپاره دي له ايمان څخه لاسونه ووينځل .
موږبه دي پرېږدوخودجهنم له اوره به ازادي ترلاسه نه کړې !!! .
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] زه دطالبانودتحریک چي اسلامی تحریک یې بالۍ دابتداملګری یم ماپه تحریک که ووایم په مهموپوستونودندي اجراکړی دروغژن به نیم.
نو ماته دطالبانوښه اوبدترهرچازیات رامعلومیژي. زه دخپلوسترګولیدلی حال دلیل نیسم اوته دخپلي خیټی نه غږیږي.[/code][/quote:3e9d0c266c]
سمه ده که دي پرهرپوست دندې اجراکړې وې خوداسي تاريخ دي نه دی پرېيښي چي موږوياړپرې وکړو. خيانت ستادشملې لوړولوترټولوستروياړدی .
که ته ځان دطالبانوله حال اواحوال څخه خبرګڼې نوزه هم بې خبره نه يم .
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] طالبانوداسلام له پیغمبر زیات په دین مین و؟ حضرت محمد ص چاته دژیري په ترک باندي جزا ورکړې؟. [/code][/quote:3e9d0c266c]
نه ! تررسول الله صلی الله عليه وسلم يې له اسلام سره زياته مينه نه درلوده خوستاپه څېرهم نه دي چي دخپلوپيسولپاره ترايمان تېرېږي . دهغوئ هدف ديوه اسلامي حکومت راوستل دي په دې کي بايدهرهغه څه عملي شي چي اسلام يې امرکړی دی . که تاپه اسلامي علوموکي لږمعلومات درلودای نوهم به دي داسي پوښتنه نه وای کړې ، ته بايدپوه شي چي ږيره ديوه مسلمان لپاره فرض ده . اياته به درسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي ديوداسي صحابي مثال راکړې چي هغه دي ږيره وهلې ياخرېيلې وي . نه ! هیڅکله به هم داسي ونه کړای شې نورسول الله صلی الله عليه وسلم څرنګه خلکوته سزاورکړې وای !!! .
درسول الله صلی الله عليه وسلم فرمان دی :
ږيرې وبخښئ (غټې يې کړئ،پرېيږدئ) اوبريتونه لنډکړئ .
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] زه دطالبانوداحساس احترام لرم چي په دین باندي دومره مین و چي دمستحبو په ترک یی داسی جزاټاکلی وه لکه دارتداد جزا.[/code][/quote:3e9d0c266c]
الحمدلله چي تراوسه لاهم ورته داحترام په سترګه ګورې خوفکرنه کوم چي دادي دزړه له کومې وي که دي په رښتياورته احترام درلودای هغه څه به دي نه کول چي ودي کړل .
زماله خبروبايدتاسواولوستونکي داسي مطلب وانه خلي چي زه طالبان معصوم ګڼم هغوئ هم انسانان دي خطاوزي ، په تېرځل طالبانوپه رښتياهم نيمګړتياوې لرلې خوپه راتلونکي کي به دانيمګړتياوې هم اصلاح شي . زه دامنم چي طالبانوپرځينو معمولي کارونوسختي کړې خودادټول امارت تګلاره نه وه بلکي داشخاصوکړنې وې چي داتاسوددليل په توګه نه شئ وړاندي کولای .
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] خوطالبانوبایدفرضو ته دفرضوپه اندازه جزاټاکلی وای اومستحبو ته دمستحبو. حراموته دحرامو په اندازه اومکروه ته دمکروهو. [/code][/quote:3e9d0c266c]
هو! سمه ده طالبانوبايدهرجرم ته له اسلامي شريعت سره سمه جزاورکړې وای که هغوئ تېری کړی وي زه غلطي منم اوهررښتنی مسلمان به داسي تېروتنې مني خوګوره ! داسي يوڅومشورې ځان ته هم ورکړه .
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] -یوطالب به په بازارکې په عام محضرکې یوه پردۍ ښځه ترکوتک اوقمچیني لاندې ونیوه. [/code][/quote:3e9d0c266c]
داهسي توردی که حقيقت؟ . که حقيقت وي داپېښه چيري ، په کوم ځای کي ، دچاله لوري اوڅه وخت رامنځ ته شوه؟.
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] -دپاکستان پراخ نفوذ،اوافغانستان دپاکستان دسوړ اشغال او خاموش استعمار لاندې و. [/code][/quote:3e9d0c266c]
ګوره ارسلا! تابايدلومړی داتورونه له دليلونوسره يوځای ذکرکړي وای داتورونه ليکلي خولاسوندهيڅ درک نه لري کوم وخت چي ته موږته کره دلائل وړاندي کړې له هغه وروسته به پرې بحث کووخوتاته ډاډدرکوم چي په هوايي خبروتېروتی يې بياهم څه فکروکړه ؟. اياکوم داسي مثال به وړاندي کړې چي فلانۍ ستونزه بايدداسي حل شوې وای چي په همداسي فيصله کي دافغان اولس ګټې وې خودپاکستان په امر دادپاکستان په ګټه فيصله شوه؟.
نه يوازي دې تورته بلکي ته بايدټول تورونه له دلائلوسره يوځل بياذکرکړې .
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] -په وزارتونوکې کارداهلیت په اساس نه بلکه په شمال کې دطالبانوپه لومړۍکرښه کې دزیاتې مودي دپاره دپاته کیدوپه بنسټ ورکول کیده. [/code][/quote:3e9d0c266c]
زه بياهم داخبره تکراروم چي طالبان معصوم نه دي تېروتنې يې هرومرکړې دي خوله دې سره سره يې الحمدلله کومه داسي تېروتنه نه ده کړې چي هغې دي افغان اولس په سختوکړاوونوکي غورځولی وي اونه يې کوم داسي جرم ترسره کړی دی لکه دااوس چي يې تاسوکوئ . ته هم وايې چي طالبان ډېری نااهله وواياداستاکرزيان اهل والادي که نه؟ ته اوستارب ستاپه ويناهغونااهلوطالبانودنده په ښه توګه اجراکوله اوکه داستاسوګوډاګيان؟.
دلته بياهم يولاسوندته اړتياشته اوس موخبرې له هوايي ډزوپرته نوراهميت نه لري .
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] -په ټول افغانستان باندې دپاکستان دواکمنۍڅخه وروسته دقندهارواکمني چلیده. [/code][/quote:3e9d0c266c]
نه پوهېږم پرکوم ځای دي له کندهاريانوسره اخيستې داښکاره خبره ده چي په کندهاريانوکي کوم غيرت،مېړانه ، وفا،مېلمه پالنه،امرمنل اودمسئوليت ښه ترسرکونه شته په نوروکي يې مثال ډېرلږليدل کېږي . دطالبانوپه تحريک کي له کندهاريانوپرته ډېرداسي اشخاص ووچي هغوئ په امارت کي ښه حيثيت درلوداولوړې لوړې دندې يې ترسره کړې دي . که ته په رښتياهم دطالبانوله تحريک څخه خبروای نوداسي نيوکه به دي نه وای کړې ستاداسي نيوکې پردې دلالت کوي چي په خپلودخپلوخبروهدف ګرزې .
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] -که یوسړی چې دهرڅومره استعدادڅښتن و خوکه طالب نه وه دیوې روپۍ اهمیت یې هم ندرلود. [/code][/quote:3e9d0c266c]
نه پوهېږم دلته دي ځان مراددي او... څوک ووچي ښه وړتيايې لرله خوطالبانوورته اهميت نه وي ورکړی .
که دي دانيوکه له ښومثالونوسره يوځای واضحه کړې بده به نه وي .
[quote:3e9d0c266c="ارسلارحماني"] -په بهرکې ټولواوسیدونکوافغانانوته یې ددښمنانوپه سترگه کتل. [/code][/quote:3e9d0c266c]
چاته يې کتلي دي ؟ اوکوم څوک له بهره راغلی چي طالبان سپک کړی اوشړلی يې دی ؟ همدې ډېری په بهرکي اوسېدونکوافغانانوچي دطالبانوپرمهال یې خپل وطن ته سفرکړی وووروسته په طالبانوکي څه ونه ويل . يوښه مثال يې دمحمدحسن کاکړدی چي دتحريک پرمهال يې افغانستان ته سفرکړی ووخوترستنېدووروسته يې څه ونه ليکل؟.
(طالبان اواسلامي بنسټ پالنه)
دايې دکتاب نوم دی .
دده په څېراشخاصوته خوهيڅ مسلمان هم اهميت نه ورکوي بلکي موږيې پرمسلماني لاهم شکمن يو؟ اياداسي اشخاص به ستاپه نظرله خپل هيوادسره وفاداري وکړي؟. بل کوم داسي داسلامي احساس خاوندافغان وي چي طالبانودي اهمیت نه وي ورکړی ؟.
ارسلا ! پرنيوکودي دويم ځل فکروکړه که دي بياهم مطرح کولې نوپه دې ځل يې له ښوبېلګوسره واضحې کړه .
زه پوهېږم چي زماخبره به دي ډاډه نه کړي اوله نويولاروبه کوشش وکړې چي خپلو خبروته بل پوښ ورواغوندې اوبيايې راوړاندي کړې خودپوښتنوتردويم ځل مطرح کولووړاندي خپل ګرېوان ته سرټيټ کړه اوله خپله ضميره دځان په اړه پوښتنه وکړه .
که پرقرآن اوحديثوايمان لرې نووروقرآن اواحاديث راواخله ددې دووسرچينوپه رڼا کي ته دخپل ځان په اړه قضاوت وکړه، دپيسوغم مه خوره که ستاايمان پوخ وای نودالله پرورکړه به دي صبرکړی وو.
نوردي نه ځنډوم .


ارسلارحماني
14.09.2010

[quote:13e9b69616]هو! غواړې په دې اوتوبوتوله خلکوځان پټ کړي اوځان سپين وښيې خويادولره چي دجهنم اورهمداستاسوپه څېرخائنانواومنافقينوته تيارشوی دی . ښه دي پېژنم چي دخپلوپيسولپاره دي له ايمان څخه لاسونه ووينځل .
موږبه دي پرېږدوخودجهنم له اوره به ازادي ترلاسه نه کړې !!! .[/quote:13e9b69616]
شخصي سپکاوي، نه معقول دلیل!
[quote:13e9b69616]سمه ده که دي پرهرپوست دندې اجراکړې وې خوداسي تاريخ دي نه دی پرېيښي چي موږوياړپرې وکړو. خيانت ستادشملې لوړولوترټولوستروياړدی .
که ته ځان دطالبانوله حال اواحوال څخه خبرګڼې نوزه هم بې خبره نه يم .[/quote:13e9b69616]
محض احساسات او غصه.
[quote:13e9b69616]ته بايدپوه شي چي ږيره ديوه مسلمان لپاره فرض ده . اياته به درسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي ديوداسي صحابي مثال راکړې چي هغه دي ږيره وهلې ياخرېيلې وي . نه ! هیڅکله به هم داسي ونه کړای شې نورسول الله صلی الله عليه وسلم څرنګه خلکوته سزاورکړې وای !!! .
درسول الله صلی الله عليه وسلم فرمان دی :
ږيرې وبخښئ (غټې يې کړئ،پرېيږدئ) اوبريتونه لنډکړئ . [/quote:13e9b69616]
دسطحي لوستونکي جواب چي لیکنه یي پوره نوي لوستي.
ماپه لیکنه کي دطالبانوددي کارستاینه کړي خوویلي مو و چي طالبانودکوم ایت یاحدیث په استنادخلک تردوري لاندي نیول؟
په ږيره باندي حضرت محمد ص څوک ندي وهلي چي خريلي یاماشین کړي يي وي البت نصیحت اوتوصیه یي ورته کوله اودږيري پریشودوته یي تشویقاوه.
همداسی پسی راتیرشه خلفای راشدینوهم څوک په ږيره باندي زندان ته ندي اچولي البت په خوږه ژبه يي مسلمانان دژیري پریشودو ته هڅول.
تابعینوهم ندي ويلي چي چاږیره کله کړه تردورو لاندي یي ونیسۍ.
نوپه همدي خاطرمامخکي وویل چي ایا طلبان دپیغمبر ص او خلفای راشدینو څخه هم په اسلام زیات مین و؟
خو پیروز وصیل صیب هاخوادیخوا ټوپونه وهلي او اصلي جواب یي پریشي.
[quote:13e9b69616]که دي په رښتياورته احترام درلودای هغه څه به دي نه کول چي ودي کړل .[/quote:13e9b69616]
بیاموپه ماباندي شخصي تجاوز وکړواو داصلي جواب څخه موځان تري خلاص کړی.
[quote:13e9b69616] په تېرځل طالبانوپه رښتياهم نيمګړتياوې لرلې خوپه راتلونکي کي به دانيمګړتياوې هم اصلاح شي . زه دامنم چي طالبانوپرځينو معمولي کارونوسختي کړې خودادټول امارت تګلاره نه وه بلکي داشخاصوکړنې وې چي داتاسوددليل په توګه نه شئ وړاندي کولای .[/quote:13e9b69616]
څومره تاسودافغانستان خلکوته ضمانت ورکولای شۍ چي بیابه داسي نه کیږي؟ داستاسوشخصي توقع ده له طالبانوڅخه. نوبیاولي طالبان رسمي اعلامیه نه راوباسي چي په اینده کي به داسي نه کیږي. ولي قاري یوسف احمدي او یاذبیح الله مجاهدرسنیوته په خپلوپخوانیوتیروتنواعتراف نه کوي؟
که طالبان رشتیاهم په خپلوپخوانیوغلطیوپښیمانه وي او دامارت ؟ رسمي تګلاره نه وي بلکه شخصي اعمال وي ولي مطبوعاتوته په خپلوپخوانیو نیمګړتیاوو اعتراف نه کوي تر څو افغانانو ته وښيي چي طالبان دومره سیاسي جرئت لري په خپلوغلطیواعتراف وکړي اوپه اینده کي یي نه تکراروي؟ که طالبانو رسمادپخوانیوغلطیوبښنه وغوښتنه له ملت څخه زه به په خپل موقف کي دطالبانو په هکله تجدیدالنظروکړم اوخپلي اوسني موقف نه به تیر شم.
[quote:13e9b69616]هو! سمه ده طالبانوبايدهرجرم ته له اسلامي شريعت سره سمه جزاورکړې وای که هغوئ تېری کړی وي زه غلطي منم اوهررښتنی مسلمان به داسي تېروتنې مني خوګوره ! داسي يوڅومشورې ځان ته هم ورکړه .[/quote:13e9b69616]
ته څوک يي تیري غلطي منې؟ ایا ته دطالبانونماینده يي؟ ته نماینده يي نوزماپورتنۍ پوښتنه جواب شوه. او که نه يي نو دایواځي ستاسو شخصي رایه کیداي شي.
[quote:13e9b69616]داهسي توردی که حقيقت؟ . که حقيقت وي داپېښه چيري ، په کوم ځای کي ، دچاله لوري اوڅه وخت رامنځ ته شوه؟. [/quote:13e9b69616]
وروره داټولي دنیا ته معلومه ده همدااوس به په یوټیوب کي هم پرته وي. ماسره وخت نه شته کنه راپیداکوله مي. تاسوبه خپله هم لیدلي وي یاپه خپلو سترګو اویاپه مطبوعاتوکي.
که کوم ورورته معلومه وي لطفادي پیروزوصیل صیب ته لینک ورکړي.
[quote:13e9b69616]ګوره ارسلا! تابايدلومړی داتورونه له دليلونوسره يوځای ذکرکړي وای داتورونه ليکلي خولاسوندهيڅ درک نه لري کوم وخت چي ته موږته کره دلائل وړاندي کړې له هغه وروسته به پرې بحث کووخوتاته ډاډدرکوم چي په هوايي خبروتېروتی يې بياهم څه فکروکړه ؟. اياکوم داسي مثال به وړاندي کړې چي فلانۍ ستونزه بايدداسي حل شوې وای چي په همداسي فيصله کي دافغان اولس ګټې وې خودپاکستان په امر دادپاکستان په ګټه فيصله شوه؟.
نه يوازي دې تورته بلکي ته بايدټول تورونه له دلائلوسره يوځل بياذکرکړې .[/quote:13e9b69616]
خلک متل کوي وايي
ټول پټی ي وخوړلو ته يي لاهم مږه بولې!
زماپه خپل وزارت کي پاکستاني مشاورین و. دملامحمدعمراخوندپه فرمان موږ مکلف وو چي دپاکستاني مشاورینودنظراحترام وکړو.
یومثال دډاکټرنجیب اعدامول.
کله چي طالبان کابل ته ننوتل له اسلام اباد څخه کندهار او له کندهارڅخه کابل ته طالبانوته هدایات مخابره شول چي ډاکټرنجیب بایدیوه دقیقه هم ژوندي پرينښودل شي.
ماته داسماعیل خان دهرات والي څخه ډاکټرنجیب ډیرپه وطن مین معلومیږي، ولي طالبانواسماعیل خان دنیولوسره سم ونه واژه لکه څنګه چي ډاکټرنجیب ووژل شو که چیرته خبره دوطن سره دخیانت وه. خوخبره دپاکستان دګټووه. هماغه وه چي اسماعیل خان په ډیره محفوظه توګه بالآخره له زندانه خوشي شو.ولي ډاکټرنجیب ديوي محکمي دفرمان په نتیجه کي اعدان نشو خیردابه موهم منلي واي چي محکمه دي هم دطلبانو وه خوولي داکارونشو؟.
[quote:13e9b69616]نه پوهېږم دلته دي ځان مراددي او... څوک ووچي ښه وړتيايې لرله خوطالبانوورته اهميت نه وي ورکړی .
که دي دانيوکه له ښومثالونوسره يوځای واضحه کړې بده به نه وي .[/quote:13e9b69616]
دایشیاسافټ کمپنۍ مشر(نوررحمن لیوال) چي دلومړي ځل لپاره يي پښتوته دانټرنټ په غیږکي ځاي ورکړه اوپه کمپیوټر، انټرنټ کي پوره داستعدادخاوندوه دطالبانوپه وخت کابل ته راغی.دطالبانوداطلاعاتواوکلتوروزیر ته يي وړاندیزوکړچي زه تیاریم تاسوسره په ټول افغانستان کي دانټرنټ دسهولت دعیارولولپاره هرنوع خدمت وکړم اوډیرګټورپیشنهادات يي په افغانستان کي دانټرنټ لپاره پیش کړل خوهغه يي ټول امیدونه په همدي خبره ورختم کړ چي:
تاسوشه نظر لرۍ خو کاشکې طالب وې.
[quote:13e9b69616]دده په څېراشخاصوته خوهيڅ مسلمان هم اهميت نه ورکوي بلکي موږيې پرمسلماني لاهم شکمن يو؟ اياداسي اشخاص به ستاپه نظرله خپل هيوادسره وفاداري وکړي؟. بل کوم داسي داسلامي احساس خاوندافغان وي چي طالبانودي اهمیت نه وي ورکړی ؟.[/quote:13e9b69616]
داخبره که یوڅوک په شخصي توګه وکړي دمنلو څه پکي شته.
خوکه همدا دطالبانورسمي تګلاره وي اوبیاپه ټول افغانستان دحکومت کولوشعارهم اوچتوي نوپه زمه وارۍ درته وایم چي هیڅ دحکومت کولواهلیت نلري.
یوحکومت بایدپه خلکوکي هیڅوک هم له وطنه ونه شړي بلکي دقانع کولوکوښښ يي وکړي. اوکه چیرته دخلکوپه مسلمانۍ کي شکونه پیل کړي نوله حکومت دي لاس پریمنځي لکه چي پریي منځل.

نوردي زه هم نه ځنډوم. په مخه موشه.



14.09.2010

رحماني صيب دحقيقت په څرګندولو سره مو په قلم برکت او په تاسو رحمت شه !

د ډاکتر نجيب د نيولو ، وژلو او ځوړولو د جريان په اړه که لږه په تفصيل سره رڼا وغورځوئ بده به نه وي : څنګه روښانه شوه چې لومړی کندهار ته له
اسلام آباد څخه امر وشو او بيا له کندهاره کابل ته . جريان يې څرنګه و ؟؟؟
په دومره غټه پېښه کې چا هم څه ځنډ، بل نظر يا پوښتنه قدرې ونکړه ؟ طالب مشرتابه په کې حتی کومه غونډه هم ونکړه که څنګه ؟؟؟؟
آيا چايې د شرعي محاکمې غوښتنه يا يادونه هم ونکړه ؟؟؟؟
بله پوښتنه د ملي اوردو ده، چې طالبانو ولې د قدرت په ٥ کلنه موده کې د ملي اردو په جوړولو اقدام نه کاوه ، اصلي مخالفت يې چا کاوۀ او ولې يې کاوه ؟
داچې اوس هم کرزي ته د هوايي ځواک د جوړولو اجازه نشته. ښايي علت يې
عين منبع وي چې امريکا پرې سترګې نشي پټولای ؟؟؟؟ او که څنګه ؟
تاسو په تيره طالب واکمنۍ کې د پاکستان لاس ګرانو لوستونکو ته څنګه روښانه کولای شئ ؟؟؟
والسلام


pattang
14.09.2010

[quote:eaaf4e1a1d]رحماني صيب دحقيقت په څرګندولو سره مو په قلم برکت او په تاسو رحمت شه ![/quote:eaaf4e1a1d]

په داسې قلم دې نالت وي چې په هغه کې پښتو ،غيرت ، اسلام او ريښتيا وېيل
ټول تر پښو لا ندې کيږي او دې دروغو ګوډۍ ترې جوړيږي :

ځينو خلکو ته هره مرداري دستاينې وړده په کوم کې چې طالب غورځنګ نوروته
لاسپوڅی ور پېږندل کيږي :

[quote:eaaf4e1a1d]زماپه خپل وزارت کي پاکستاني مشاورین و. دملامحمدعمراخوندپه فرمان موږ مکلف وو چي دپاکستاني مشاورینودنظراحترام وکړو.[/quote:eaaf4e1a1d]

** ددروغجن ، افغان ملتي اودالري چپي د کورګډ شي داماولې ندي ليدلي ?
زه خو پټ پټ په داسې افغان ملتي ګنګوسې پسې ګرزېدم .

[quote:eaaf4e1a1d]کله چي طالبان کابل ته ننوتل له اسلام اباد څخه کندهار او له کندهارڅخه کابل ته طالبانوته هدایات مخابره شول چي ډاکټرنجیب بایدیوه دقیقه هم ژوندي پرينښودل شي.[/quote:eaaf4e1a1d]
** داخبره خو دې د پتوال په زړه کړې ده اويومن غوښې يې هم پرې اخيستې دي خو بې سبوته دې توتو اهميت هم نلري٠

[quote:eaaf4e1a1d]ماته داسماعیل خان دهرات والي څخه ډاکټرنجیب ډیرپه وطن مین معلومیږي، ولي طالبانواسماعیل خان دنیولوسره سم ونه واژه لکه څنګه چي ډاکټرنجیب ووژل شو که چیرته خبره دوطن سره دخیانت وه. خوخبره دپاکستان دګټووه. هماغه وه چي اسماعیل خان په ډیره محفوظه توګه بالآخره له زندانه خوشي شو.ولي ډاکټرنجیب ديوي محکمي دفرمان په نتیجه کي اعدان نشو خیردابه موهم منلي واي چي محکمه دي هم دطلبانو وه خوولي داکارونشو؟.[/quote:eaaf4e1a1d]
له دې څخه داسې مالوميږي چې يادخلقي،پرچمي او يادافغان ملتي په جامه کې
په طالبانو کې ورننه وتلی وې :
اسماعيل خان زوړ جهادي قومندان، دنظار دشورا له پاکو خلکو ځخه دی ، نجيب
دخاد رئيس د KGB غړی چې شېراب به يې ووهل انسانان به يې په لغتو وژل ٠
نجيب جنګي جنايتکاره دوژلو وړوو ، محکمې ته يې ضرورت نه وو .
نجيب هلته دهېواد سولې خبرې شروع کړې چله له يوې خوا مجاهيدينو
زور پرې راوړ اوله بلې خوايې خپلوتاجکو د پارټۍ رفيقانو په کونه کې ورتپ کړل.

[quote:eaaf4e1a1d]دایشیاسافټ کمپنۍ مشر(نوررحمن لیوال) چي دلومړي ځل لپاره يي پښتوته دانټرنټ په غیږکي ځاي ورکړه اوپه کمپیوټر، انټرنټ کي پوره داستعدادخاوندوه دطالبانوپه وخت کابل ته راغی.دطالبانوداطلاعاتواوکلتوروزیر ته يي وړاندیزوکړچي زه تیاریم تاسوسره په ټول افغانستان کي دانټرنټ دسهولت دعیارولولپاره هرنوع خدمت وکړم اوډیرګټورپیشنهادات يي په افغانستان کي دانټرنټ لپاره پیش کړل خوهغه يي ټول امیدونه په همدي خبره ورختم کړ چي:
تاسوشه نظر لرۍ خو کاشکې طالب وې.[/quote:eaaf4e1a1d]

زه حيران يم چې څه درته وليکم ! څکه نه سياسي سړی يې نه مسلکي ، خوشې
دکوڅې له سره ګډ يې ٠ لېوال خو له تا نه هوښياروو ، لېوال هغه وخت دخپلې
سوداګيري لپاره بازارپيدا کاوو ، خو طالبان لودګان نوو٠
دهغه وخت تخنيکي شرائط او په طالبانو بنديزونه !
دانټر نېت او دتلفون ملي کوډ( af, +93) اوهمدارنګه دافغانستان نوې لوټونه
او پيسې دلومړي ځل لپاره دميرويس ، احمد شا ، ايوب خان او نورو ننګيالويو
له عکسونو سره د طالبانو په وخت کې منځ ته راغلې ( دجرمني د مونشن په ښار
کې يوې کمپني ورته چاپ کړې وې ) .
خو دغه پلان عملي نشه !
[quote:eaaf4e1a1d]یوحکومت بایدپه خلکوکي هیڅوک هم له وطنه ونه شړي بلکي دقانع کولوکوښښ يي وکړي. اوکه چیرته دخلکوپه مسلمانۍ کي شکونه پیل کړي نوله حکومت دي لاس پریمنځي لکه چي پریي منځل.[/quote:eaaf4e1a1d]
دغه پورته وينا دې دوه ډزې ده او دا دوهمه برخه يې هيڅ مانا نه ورکوي !
که په مسلماني کې يې شک بولي نوولې دې لاس پرېمينځي ??
پرېمينځلي يې ندي ! لکه زمريان داسې جنکيږي او انشاالله بيا به راشې ٠
ددوبۍ ټکس دې تيار په جيب کې کېږده په دالرو دې طلا واخله چې ارزښت
يې کم نشي٠
** :
نمک حرامي خوپه پښتو کې ډېر بد کاردی اود پښتانه خواص ندي ،نوتاته چې
(**)مالوم وو ،ولې دملت او نړۍ ته هغه وخت نه وېلې ? چې غټ کرېډيټ دې
هم پرې اخيستی وی !

دطالبانو دبري په هيله٠


كريم كامران
15.09.2010

محترم ارسلا رحماني صاحب،
که چیرته تاسو ځان ته دپخواني طالب چارواکي ارسلا رحماني نسبت کوئ نو معلومداره خبره ده چې دروغ وایې، ارسلا رحماني چې د کرزي په اداره کې دا مهال سناتور دی په دومره رسنیو، مطبوعاتو، تلویزونونو، او راډیوګانو کې د ټول افغان بحثفورمونو ته راځي او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نیمګړتیاوې راسپړي؟
او پاتې تورونه او تهمتونه دې هذا القیاس، پرته له دروغو، او د ډالرو ځان ته د حلالولو څخه بل څه نه دي.

خو راځم بیا هم ستا تبصرې ته:
[quote:46b34c9faf]په ږيره باندي حضرت محمد ص څوک ندي وهلي چي خريلي یاماشین کړي يي وي البت نصیحت اوتوصیه یي ورته کوله اودږيري پریشودوته یي تشویقاوه.
همداسی پسی راتیرشه خلفای راشدینوهم څوک په ږيره باندي زندان ته ندي اچولي البت په خوږه ژبه يي مسلمانان دژیري پریشودو ته هڅول.
تابعینوهم ندي ويلي چي چاږیره کله کړه تردورو لاندي یي ونیسۍ.
نوپه همدي خاطرمامخکي وویل چي ایا طلبان دپیغمبر ص او خلفای راشدینو څخه هم په اسلام زیات مین و؟[/quote:46b34c9faf]
که په دیني مسائلو کې لږه مطالعه مو درلودی دا خبره مو نه کوله.
شاید تاسو ته خبر نه یاست چې په فقهي مسائلو کې ډیر داسې حالات شته چې د یو جنایت سزا د اسلامي حکومت چارواکو ته پرېښودل شوي وي، شریعت قطعي حکم نه دی نازل کړی بلکې د مسلمانانو حاکم او امیر ته یې اختیار په مخکې ایښی چې څنګه جزا مناسبه وګڼي جاني پرې مجازات شي.
اما تاسو چې وایاست چې ولې د الله رسول صلی الله علیه وسلم ږیرکلو ته جزا نه ورکوله، نو ارسلا صاحبه ما خو هیچیرته نه لوستي او نه مې اوریدلي چې کوم صحابي دې ږیره خریلې وي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم چا ته د ږیرې په خریلو جزا ورکړې وای؟؟؟؟ طبیعي خبره ده چې د صحابه وو په زمانه کې به د ږیرکلو لپاره جزا هم نه وه!!!.

لکه مخکې مې چې وویل د یو اسلامي حکومت امیر شرعا حق لري چې د منکراتو د مرتکبینو لپاره جزا وټاکي، او هغه منکرات چې د جزا په هکله یې نص نه وي راغلی امیر او حاکم کولای شي د وخت او مکان سره مناسبه جزا ورته وټاکي.
دا چې طالبانو ږیرکلي په درو سره تهدیدول زه یې په بشپړه توګه تاییدوم، د ږیرې پرېښودل د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت، او د اکثرو علماوو کرامو په نزد واجب (فرض) دي. په دې هکله د م. وصیل پیروز صاحب په لیکنه کې په احادیثو نظر واچوه.

[quote:46b34c9faf]نوبیاولي طالبان رسمي اعلامیه نه راوباسي چي په اینده کي به داسي نه کیږي. ولي قاري یوسف احمدي او یاذبیح الله مجاهدرسنیوته په خپلوپخوانیوتیروتنواعتراف نه کوي؟ [/quote:46b34c9faf]
طالبان ضرورت نه لري داسې اعلامیې راوباسي، عقلا، او سیاستا دا کار مناسب نه دی. که څوک له عقل کار واخلي پخپله پوهیږي چې د طالبانو راتلونکې واکمني به ان شاء الله د پخوانیو تجربو نه استفادې سره ډیره اصلاح شوې وي.

پاتې شوه د ډاکټر نجیب خبره، نو لکه څنګه چې پتوال صاحب درڅخه غوښتنه کړې لطفا له دلایلو، شواهدو، او ثبوتونو سره دا خبره واضحه کړې، که نه په دې تبلیغاتي دنیا کې درسره هیڅوک داسې بې بنسټه خبرې نه شي منلای.

په ګران هیواد کې د اسلامي نظام د بیا واکمنۍ په دعا


عنوان

spinkar
16.09.2010

وروڼو هر وخت چه دپردی تر شاه خبری له مینځه ولاړی ډیر اشتباهی به هم ورسره کمی شی،او دډیرو سختو خبرو مخ نیوی به هم وشی٠
راغلم دطالبانو په وخت کی ټول ملت پوهیدلو، ښځه چه بازار ته تلله نو محرم شرعی لکه پلار، ورور ایا میړه ې باید ورسره وی طالبانو دوخت حاکمیت لرلو چا چه ددوی برخلاف کار کولو نو ځانته ې جزا په خپله ورکوله٠
یو نفر له غرب نه کابل ته تللی و او قیصه ې کوله چه هره ٤شنبه او یکشنبه شل ،شل سرویزنه دځوانو او ښکلو ښځو نه ډک بګرام ته دامریکایانو دعیاشی لپاره وړل کیږی چه ټوله ورځ هری یوی ته ٥٠ ډالره ورکول کیږی دا اوسنی ګوډاګیان غټ،غټ ورته ګوری .
دیو افغان او یو باناموسه انسان په حیث د طالبانو،، دوری یا قمچینی،، او د بی ناموسی ٥٠ ډالره سره دوجدان په تله کی واچوه او بیا راته ووایه چه کومه خوا تر کوم حده پوری وطن فروش او ناموس فروش دی.
په طالبانو کی هم کم تجربه او ځوانه طبقه وه او شته دی مګر تر اوسه چا نه دی لیدلی او چا نه دی ویلی چه طالب دلته یوه بی ناموسه کار وکړو،حتی په غرب کی داسی یوه خبره ما نه ده اوریدلی٠
نن ې د وطن ازادی ناموس دی .دډالرو په قیصه کی نه دی .لکه خړ زمریان ورته پراته دی٠ او ټول وطنپال باید فخر په وکړی٠
چاه کن در چاه هست ،هر چا چه قتلونه کړی او لاسونه ې سره دی دخپل عمل جزا وینی که په دی دنیا وی او که بله دنیا وی٠
د یوه افغان په هیله٠



17.09.2010

[quote:63e85e30e6]یو نفر له غرب نه کابل ته تللی و او قیصه ې کوله چه هره ٤شنبه او یکشنبه شل ،شل سرویزنه دځوانو او ښکلو ښځو نه ډک بګرام ته دامریکایانو دعیاشی لپاره وړل کیږی چه ټوله ورځ هری یوی ته ٥٠ ډالره ورکول کیږی دا اوسنی ګوډاګیان غټ،غټ ورته ګوری . [/quote:63e85e30e6]
وروره ددغسې پيښو خو عکاسي کول او نشرول په کار وي، چې د ګوډاګي حکومت پر ضد د خلکو جطپات راوپاريږي، خو تاسو يې
آن تش د قصه کونکي نوم قدرې هم نه دی افشا کړی، ولې په دومره خودسره ازادۍ کې چې کرزي ته ښکاره کنځل هم مجاز دي ، ددغه سړي نوم
د سند په توګه هم نه ښودل به تر حده زيات احتياطکاري او محافظه کاري نه وي ؟
ددې فاسد رژيم په ضد به آخر آواز څوک پورته کوي ؟
درژيم او امريکايانو د پټو کارونو او رازونو افشا کول تر ټولو لوی جهاد دی !
ددغسېه چټلۍ په اړه د کارمل په وخت کې هم خبرې اورېدل کېدې، خو هېچا دومره جرئت ونشو کړای چې افشا کړې يې وای .
داچې اوس يې هم څوک په تصويرونو سره افشا نکړي ډيره لويه بې همتي به وي !
همغو فاحشو ته دې څوک ٥٠٠ ډالره ورکړي چې جريان عکاسي او نشر شي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more