نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
..Ahmadzai
07.08.2010
ياره لرغونيه
مونږ نه متعصب أو نه سمتپال يو, [code:1:4a0cd3a153]دلته يوه جمله وه چې د جلال خان چرګۍ خبره وه ړنګه مې کړه[/code:1:4a0cd3a153] مطلب دې څه دى؟ څه غواړې؟ څه غوټې دې زړه كې ساتلي دي؟
ملاعمر هوتك غرځی دى, ملا برادر ابدالى, ملا دادالله غرغښت, جلال الدين كرلاڼی دى, حكيم الله مسيد دلرو كرلاڼو څخه دى أو داسې نور........... درواخله, شاړي, پشيان, نورستاني, ازبك, تاجك, عرب, اوروپايان چيچن, إيغور, بنجاپيان, بلوچ.
دلته د ټولو پښتنو ټبرونو خلك سته,أو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلك راغلي ټول سره متحد دي يو هدف يوه يې لاره ده.
دلته قيصه د إسلام أو كفر ده, قومي أو سمتي تعصب پكې نسته, يو قايد أو يوه ډله دي.
دا ته يې چې د پارسيوانو په غيږ كې پروت يې أو خپل ټبر درته سپك ښكاري
مونږ ته ګوتې مه نيسه أو نه زمونږ په درد زاړه.
pattang
07.08.2010
لرغونيه انډيواله !
زما ليکنه ورشه وګوره چې ما څه ليکلي دي ????????????????
مونږ هم داستاخبرې کوو ، زه يوې خبرې ته حيرانيم چې تا ولې دا بحث منځته راوړ
او ولې يې دومره جدي نيسې ??
ته و لې دومره حساسيت لرې ? ولې دومره حساسيت له عبدالباري سره لرې
عبدالباري زه له نيږ دې پېژنم ، خير هر څوک يوه خبره کوي او خپل نظر وايې٠
دجهاني په خبرو پښتانه په سمتونو او خېلو ، شو او بدو نه وېشل کېږي ، هو که
دورې په کابل کې دمشرقيوالو چې په سر کې يې هيوادغل ناست دی اود نورو
کنداريانو دکرزي په ګدايې اود رشوت په پيسو او مقام سره دعوې دنګلي لرۍ
او اوس يې په لهجو ور تپۍ نو تاسې ته دې خدای پاک هدايت وکړي او لدې مرضه
دې تاسو په ګډه سره خدای پاک خلاص کړي٠
پتنګ د ټولو پښتنو مورګانو زوی دی ،لهجې او سمتونه نه پېژني ٠
larghonay laraway
08.08.2010
پتنګ لالا تاسو ليکلي چې :
زما ليکنه ورشه وګوره چې ما څه ليکلي دي
مونږ هم داستاخبرې کوو، زه يوې خبرې ته حيرانيم چې تا ولې دا بحث منځته راوړ
او ولې يې دومره جدي نيسې
همدا راز جلال هم پوښتنه کړې چې مطلب دې څه دی؟
لومړی خودا چې کاشکې مو له جهاني پوښتلي وای چې ولې دې د پښتنو په نفاق او ورکه پسې راخيستې ده؟
له جهاني به مو دا پوښتنه هم کړې وای چې ایا ته له علامه حبيبي، رښتين، خادم، استاد الفت، بېنوا، رشاد، تقويم الحق، قلندر مومند، هميش خليل او... څخه ډېر پوه يې چې د هغوی منل شوی ليکدود نه منې او که امريکايانو د پښتنو د تباهۍ لپاره خاورې ايرې درکړې دي؟
ايا په جهان کې داسې هيواد شته چې د پوهنې وزارت ورته د يوې ژبې په بېلابېلو لهجو نصاب جوړ کړی وي؟
اوس غواړم يو ځل بيا خپل ملي مفکوره ټولو ته اعلان کړم :
هر څوک چې د افغان او يا بهرني په جامه کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو تر منځ ژبنی، سمتي، د خېل، زي او نور ناولي او چټل وايرسونه خپروي او د پښتنو تر منځ نفاق اچوي هغه تر انګريز، امريکايي، يهود، عيسوي، بودايي، مجوسي او ... ټولو بدتر او د پښتنو د ژبې، ننګ، ناموس، وطن او دين دښمن دی!
افغانانو په ډېرو ستونزو او تاړاکونو کې د افغانستان په نامه هيواد ساتلی او پوهانو او عالمانو يې په نيشت امکاناتو د سر وينې پښو ته راوستي او د وياړليو پښتنو له ټولو لهجو يې يوه معياري پښتو ژبه جوړه کړې ده چې پښتاخپل وطن او ژبې ته د ناموس په سترګه ګوري. همداراز پښتون قوم په ډېره نره هر وخت او هر زمان د خپل دين او ناموس ساتنه کړې او سرونه يې پرې قربان کړې دي.
په اوسني وخت کې يعنې د کرزي خان په دوره کې د پښتنو د تخريب، وژلو، وهلو او سپکولو او حتی ټوټه ټوټه کولو لپاره دسيسې جوړوي. تاسو که چېرته د يو عادي کندهاري نه وپوښتۍ نو په ډاګه به درته ووايي چې په کندهار کې د نورزي، پوپلزي، بارکزي، عليزي، او ... زيونو تر منځ پخوانۍ کرغيړنې، خيرنې، بدوي او قبيلوي ورستې ناندرييزې خبرې او حتی سړه جګړه رامنځته شوې ده چې تر ټولو ورته ډېر کار د کرزي ورور احمدولي کرزی کوي.
همدا راز دا منحوسه مفکوره د کرزي په دوره کې ډېره وپالل شوه چې اوس نږدې د ټول افغانستان پښتنو ته دا ويروس ورغلی دی. زه به درته د پوهنتون يو استاد وښيم چې په دې دومره موده کې يې خپل تخلص “مکمل” ؤ خو اوس حتی دی هم دې ته وهڅيدو چې قومي نوم له خپل نامه سره جوړه کړي. ولې نور تعصب يې تر اوسه نه دی څرګند شوی.
همدا راز د ژبې د ګډوډولو او معيار له منځه وړلو دسيسه هم ښه په درز کې روانه ده چې سرلاری يې جهاني دی او اوس دا ويروس حتی د پکتيا، ننګرهار او حتی وردګو ته هم ورسيد او هر څوک کوښښ کوي چې د خپلې لهجې غير معياري شکل وليکي چې دا د پښتنو په ګټه نه بلکې په تاوان يې ده. ځکه داسې هيڅ سيمه به نه وي چې هغوی لهجه ونه لري نو ته يې اوس شماره چې د ژبې له پلوه افغانستان څو ټوټې شو.
د دې ترڅنګ د افغانستان دښمنان د افغانستان په تجزيه هم کار کوي چې د افغانستان ستميان ورسره په شعوري توګه ملګري دي او تاسو په غيرشعوري توګه.
جلال ، پتنګ او نورو وروڼو!
اوس به زما په عقده او جديت پوه شوي وئ چې زه ولې د خېل، زي، سمت او لهجې په اړه د افراط مخالف يم.
خو په دې يوه خبره راته ډېر سپک ښکاره شوې چې د کندهاريانو اومشرقيوالو يادونه دې کړې ده. دا زړې، سپکې او کرغيړنې خبرې له پښتون او نارينه سره بدې ښکاري. تولعنت په هغه چا چې داسې خبرې کوي!
دښمن مې د وطن دی او دويم انګريز يې بولم
چې څوک مې په ملت کې ملتونه جوړوي
pattang
08.08.2010
[quote:c432078e2a]خو په دې يوه خبره راته ډېر سپک ښکاره شوې چې د کندهاريانو اومشرقيوالو يادونه دې کړې ده. دا زړې، سپکې او کرغيړنې خبرې له پښتون او نارينه سره بدې ښکاري. تولعنت په هغه چا چې داسې خبرې کوي! [/quote:c432078e2a]
انډيواله پورته مرداري دې بېرته درواخله ، داخبرې دې ماته کړې !
بيابه زه ستا منطق تر تازه کړم ، تاسې غوندې خلک سر لري خو مازغه نه !
عبدالباري جهانې څوک دی ? د جهاني په خوله نه شه او نه سه کېږي او نه يې دا
اوس وخت دی٠ جهاني ته خلک ناز ور کوي د جهاني په څنګ کې نور شاعران هم
دعوت کېږي ځينې محفلونه جوړيږي او دپښتو دژبې داحساس ژوندي کول مقصد
دی او بس ٠ په پښتو ژبه کې بايد ډېر ې نوې کلمې د سيانسي او ټولنيزوعلومو
په برخه کې ځای پيدا کړي چې اېښودل يې اسانه کار ندی او ديوه سړي کارهم ندی.
اوس له تا ځخه بيا پوښتنه ? دکرزي د ډاکو ګانو مسالونه ماته مه راوړ !
کرزی دا فغانستان د هغوخلکو دافکارو دروسته والې محصول دی چې خپلې
رايې ورته ور کړي دي او انتخاب کړی يې دی ٠
[color=brown:c432078e2a]** په کومه کرښه کې زما خلل دی ? را په ګوته يې کړه ?[/color:c432078e2a]
[color=white:c432078e2a]** ولې تا د جهاني په ځانګړې وينا چې نه رسمي او نه داکسريت دفيصلې استازيتوب کوي دا موضع منځ ته را واچوله او دومره جدي پکشې روان يې ?[/color:c432078e2a]
** خدای دې نکړي چې لر غونۍ خاصه وظيفه ونلري او داسې بوين مسائل
يې تجارت ته نوي وړاندې کړي٠
لنډ ځواب ته هيله !
larghonay laraway
08.08.2010
پتنګ لالا !
جهاني پښتو ژبه له اسمانه تحث ثرا ته راغورځول غواړي. ځکه چې له معياره به لهجې ته راشي او حتی په ګڼو لهجو به ليکل پيل شي ځکه چې پښتانه خو هسې هم من دی. نو په خپله پښتانه به د يو بل په ليکنه نه پوهېږي او د جهاني له برکته به پښتانه او پښتو ژبه دړې وړې شي.
دا چې ستا په ليکنه کې کږه کرښه نشته نو بيا دې ولې ځان د جهاني د مدافع وکيل جوړ کړی دی؟
که همدا ستا خبره ومنو چې جهاني تر څنګ نور شاعران لري ، نو شاعران به د جهاني خبره مني او پيروي به يې کوي او د معيار پر ځای به ژبه په په سمت، خېل، زي او لهجو وېشي چې دا د پښتو ژبې او پښتون قوم ټوټه ټوټه کول شول.
نو که ته رښتيا د پښتنو غمخواری يې او د انګريز او امريکا يا د پښتنو د دښمنانو له پاره کار نه کوې نو د ژبې او قوم د ټوټه ټوټه کولو په جاني ولې انتقاد نه کوې؟
زما له جهاني سره کومه ستونزه نشته بلکې زه د يو چا په نظر نيوکه لرم. هغه هم په داسې نظر چې د تعصب مردارې ډډوزې ترې خېژي او بالاخره به پښتانه په سمت، خېل ،زي او لهجو ووېشي او پښتو ژبه به د ژبې له پوړۍ د لهجې درجې ته راوغورځوي!
پتنګ لالا ته خبرې ښې کوې خو په کږې يې کوې؟
پښتو، دين او مذهب دې ډال کړي خو نه پوهېږم چې په شعوري ده او که په غير شعوري خو د پښتنو په ورکه پسې دې راخيستې ده!
ژبه وخت نه غواړي او که ته بيا وايې چې دا د ژبې د جوړېدو وخت نه دی نو ګرانه د ورانيدو وخت يې هم نه دی ځکه پښتانه کړم کړم دي همدا ژبه يې شته دا مه ترې پرې کوئ!
زه اوس ستا سره په ژبه کې د ساينسي کليمو په زياتولو ځکه نه غږېږم چې تاسو علمي بحث نه کوئ بلکې د خېل، زي او سمت ورستو مفکورو مو د ګونګټې غوندې سپېږمې دربندې کړې دي او د ګلونو په خوشبويئ نه پوهېږئ!
ته لومړی دا ومنه چې پښتو معياري سياله ژبه ده نو زه به بيا درسره د ژبې په ژبني اړخ بحث وکړم.
ته خو اوس په ډېره ټيټه سطحه لګيا يې چې د اشغالګرو په اړه ستا په هغه تېرو ليکنو دې زما شک پيدا کړ او فکر کوم چې له اشغالګرو سره دې زرګري جګړه ده. ځکه چې پښتانه ټوټه ټوټه کول او ورکول غواړې چې دا يو باشعوره پښتون نه شي زغملی.
د کندهار او ننګرهار خبره مې ستا ځکه غندلې وه چې دلته خبره د جهاني وه او جهاني نه د کندهار دی او نه د ننګرهار بلکې د غزني دی. بله خبره دا ده چې که د هر ځای وي خو زما د افغانستان د هيڅ ګوټ سره ستونزه نشته او د سمت، خېل، زي او لهجې بويناکې مفکورې ته په کرکه ګورم.
08.08.2010
درنو ورونو !
پوهيږم چې ټول د پښتون په خير خبرې کول غواړئ، خو غواړئ او صرف غواړئ : څوک د يو جز پورې نښتی او کل په لغته وهي او د چا غوښتنه
کله د کل او کله دجز سره سمون خوري او ددواړو تر منځ ټوپونه وهي .خدای ته وګورئ خپله غوښتنه که هر څو درته سوچه ښکاري مه راټينګوئ ،
لږ له عقل نه کار واخلئ داو د بل ليکنه په مجموع کې د ځير پام لاندې ونيسئ ،هغه څه چې د ټول پښتون او ټول افغان ملت په ګټه وي
راټينګ يې کړئ او څه چې نه وي هغه پريږدئ . د لرغوني خبرې په تول پوره دي، او شخصي تورونه يې هم هسې له غصې نه دي ، چې دوستان يې
آخر ولې ارزښتمنه ليکنه هم نه ارزښتوي . او که ګريوان کې سر کښته کړو نو رښتيا هم احمدځی، مومند ، شينواری او غلزی چاته څه ګټه لري ؟
چا ته دې څه چې ته شينواری يا هوتک يې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ رحيم خان هوتکه ، نعيم خان مومنده، بادرخان شينواری او نادر خان ساپی صيب آيا تاته په خپله قبيله کې څوک هوتک ، مومند، شينواری يا ساپی وايي ؟ ، نه !
نو بيا ولې بل پښتون ته ځان د رحيم خان، نعيم خان ، بادر خان او نادر خان سره
جوخت بې له پوښتنې چې په خيل ټبر يا قبيلې څشی يې ، سمدلاسه ځان هوتک، مومند، شينواری يا ساپی معرفي کوې ؟؟؟؟؟ دې ته اړتيا څه ده ؟؟؟؟؟؟؟ او دا دکوم مض دوا ده ؟؟؟؟؟
ولې يو پښتون د بل پښتون په مقابل کې په دغو نومونو وياړې ؟؟؟؟؟
وياړ خو په دې کوه چې پښتون يې :
پښتون ، تاجک او هزاره دې په دې و وياړي چې افغان دی، افغان دې په دې ووياړي چې مسلمان دی او مسلمان دې په دې ووياړي چې انسان دی بشر دی !
که مسلمان له انسانيته ووځي يا افغان له اسلامه، يا پښتون له افغانيته او يا
هوتک له پښتونوالي څومره بده خبره ده ، ولې برعکس
يې بيا نه دومره بده ده او نه ممکنه .
هو ، دين له انسانيت پرته ،افغانيت له دين پرته ، پښتونوالي له افغانيت پرته او قبيله هم په خپل داخل کې د پښتونولۍ په مټ خپل ارزښت ساتي ، خو نه برعکس ، جز تل د کل مظهر وي او د کل په تړاو پايي او کل خپل کليت [color=blue:9e9d4b9688]په[/color:9e9d4b9688] اجزاو او اجزاو [color=red:9e9d4b9688]کې[/color:9e9d4b9688] فعال ساتي !
خو د قبيلې خېل او ټبر نوم د قبيلې په داخل او ورځني قبيلوي ژوند يا د قبيلې څخه بهر نه د کل او نه د جز په توګه کومه
عملي دنده او کوم فنکشن لري نو وياړ او فخر خو پرې بالکل نشي کېدای !
[color=blue:9e9d4b9688]
چې څومره د ټبر او قبيلې د نامه يار يې ........هغومره ددوښمن او او بيلتانه د لومې ښکار يې
چې څومره ته پښتون او ته افغان او مسلمان يې ...هغومره به وياړلی او منلی قهرمان يې !
والسلام[/color:9e9d4b9688]
pattang
08.08.2010
لرغونيه ! ما خو هوښيار سړی بللې ،شايد اوس هم يې خو يو شک مې د رباندې راغلی ،ګومان کوم چې روحي مرض درته پيدا شوی وي اوشېڅوپرينې ولرې ، پنځه وخته لمونځ کوه خدای يادوه د خلکوپه مادي اوصافوپسې مه ګرزه ٠ دادومره خبره
نده ټول هغه مضامين چې د پښتو په پاڼوکې ليکل کېږي ،ټوله پښتو ده هرڅوک پرې پوهيږي ( سو هم شته (سته) شوه هم شته (سته)) ٠ دجهاني په وينا هيچا خپله رايه نده ور کړې اونه يې کومه فيصله پرې شوې دهغه خپل نظر دی٠
ددې کار بنسټ بايد له ښونځې نه شروع شي اودا يو ژبنی کلتوري پرو څيس دی
او لويښت ته ضرورت لري.٠
وروره ته پتنګ د انګليس د نفاق داچولواو شيطاني دماشين تېل بولې اياداستا
خبره دروغ ، بې عقلي او بې ادبي نده ?
دمشرقيوال او کنداري په هکله :
له يوه مجلسه وروسته په يوه خاص کنج کې ما داګنګوسه واورېدله او هغه خلک مې داسې پټه خوله کړل چې نورې خبرې ترې هېرې شوې ٠
زه خپله نه اديب يم ، نه ليکوال او نه شاعر خو دپښتنو دحقوقو د پښتنو دژبې
لپاره ما ان هغه وخت شروع کړې چې ته به يا پيدا نوې اويا به بې پرتوګه کوچنی
هلک ګرزېدې ٠
اوس به راشو په درنښت به د پتوال صيب خبره ومنو او پر دې بحث به غټه تيږه
کېږدو . بريالی اوسې چې دپښتنو ژبې او پښتنو ته خدمت وکړې٠
تر څو چې دارژيم چپه او نسکور نشي تر هغه وخته به پښتو او پښتانه دې وره او
در وازې په خوله کې ولاړ وي٠
درژيم د چپه کېدو په هيله٠
larghonay laraway
09.08.2010
پتنګ صيب له نيکو مشورو دې يوه نړۍ مننه خدای دې خېر درکړي چې لمانځه ته دې هڅولی يم.
پتنګ صيب دا بايد ومنو چې پښتانه لکه څومره چې د وطن ازادۍ او خپلواکۍ ته اړتيا لري همغومره ژبني يو والي او سياسي شعور ته اړتيا لرو. مونږ بايد په دې پوه شو چې ازادي د څه له پاره، تر خپلواکۍ وروسته بايد څه وشي!
د پتوال صيب د خبرو تر څنګ بايد دا هم بايد ومنو چې څوک د پښتنو او پښتومعياري ژبې تر منځ د بېلتون،نفاق، ګډوډۍ هڅې کوي بايد ويې غندو، سپک يې کړو او ټولنې ته يې ور وپېژنو چې دا يو خدمتګار نه بلکې ميکروب دی او ځانونه بايد ترې وژغورۍ.
پتنګ لالا لکه څنګه چې دې په يوه غونډه کې د کندهار او ننګرهار وايرسونه سپک کړي کاشکې دې په همدې بحث کې په جهاني ميکروب هم دوا پاشلې وای ځکه دی د سيمه ايز او لهجوي بيلتون ستر سرلاری دی. خو نه پوهېږم چې له يوې خوا دومره د وطن خواخوږي او له بلې خوا د پښتنو د بې چاره او غريبې پښتو ژبې د دښمن قسماً ننګه کوئ.
اوس يوه ټوکه درسره کوم: (ښه نه وه چې يوازې همدومره دې راته ليکلي وای چې هغه وخت چې ما د پښتو له پاره کار کاوه ته ماشوم وې، نو د پرتوګ د اغوستو يا نه اغوستو خبرې ته څه حاجت ؤ؟)
هاهاها
په هر صورت په دې اړه بحث خو به هيڅکله نه بندوو، بلکې دې ډول ګڼو بحثونو ته سخته اړتيا ده او بايد په دې اړه ډېر بحثونه وشي. ځکه چې پښتو د پښتون قوم ژبه ده او دا د (ملي ګټور بحثون) څانګه ده نو بايد چې په ملي مساله خبرې او بحثونه وکړو څو خپل ميړني قوم ته د دوی دښمنان وروپېژنو!
د ملي ګټورو بحثونو په دې لړۍ کې په ټولو هغه اشخاصو او حالاتو بحث کېږي چې د خېل، زي، سمت، ولايت او لهجې په نامه د پښتنو د نفاق، ټوټې ټوټې کولو او وېشلو هڅې په کې کېږي. کوښښ وکړئ چې ناخبره پښتانه هم دې بحث فورم ته رادعوت کړئ چې په ملي ګټورو بحثونو کې برخه واخلي[color=blue:9f3222cb5e][/color:9f3222cb5e]
عبد السلام
21.08.2010
درنو ملګرو ته سلامونه :
که مو د دې موضوع په اړه دښاغلي عبد الباری جهانی ځوابی لیکنه نوي لوستی , کولای شي په دې لاندې لینک کې یې ولولي .
په مینه
http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/a_jahani_dr_lmar.pdf
larghonay laraway
21.08.2010
عبدالسلام صيب سلامونه!
کور ودان چې د جهاني صيب د ليکنې پته دې راکړه.
غواړم همدلته يې په اړه لنډه تبصره وکړم:
ښاغلي جهاني په دغه ليکنه کې (د پښتنو د ټوټه ټوټه کولو) له خپلې پروژې انکار کړ ی چې نه يې پلې کوي. بلکې (دپښتنو ټوټه ټوټه کول) په اختلاف او دښمنۍ هم نه ارزوي.
د پښتو متل: ٫٫ځينې خلک سترګې پټوي خو ځينې بيا وروځې هم پټوي ٬٬ نو جهاني صيب هم غواړي چې حتی وروځې پټې کړي خو خپله دنده او رسالت پر مخ بوځي.
دی وايي پښتانه دې د سمت او لهجې په نامه ټوټه ټوټه شي خو دا مړی په ژړا نه ارزي او د دې وژونکې پروژې پلي کوونکي ته بايد څوک ګوته لکه نه کړي!؟
تاسو په خپله فکر وکړئ چې ايا ژبه د يو قوم ارزښت دی او کنه؟
که يو قوم ګډه ژبه او ليکدود ونه لري ايا دا نيمګړتيا ده او کنه؟
که داسې وي نو !
يعنې که چېرته ژبه ارزښت وي خو بيا يې ټوټه ټوټه کوونکی او له منځه وړونکی خاين دی! بايد وغندل شي!
چې په دې خونړۍ پروسه کې ښاغلی جهاني، معصوم هوتک او پالوال مخکښ لوبغاړي دي!
جهاني ځينو نورو خبرو ته هم اشاره کړې چې د پښتو د يو کيدو لپاره ډېر وخت دی او په خپل وخت بايد دا مسئله وڅېړل شي
نو رښتيا ووايه جهاني صيب چې تاسو څېړل کوئ او که لړل؟
دا چې څوک يو ځل د پښتنو بېچاره ګانو ټوټه ټوټه کول او بيا يو کول غواړي نو دا خو څېړل نه بلکې لړل دي!
جهاني زما مفکوره راغبرګه کړې او ليکلي يې دي چې د پښتنو په وېشلو کار روان دی چې په معياري او غير معياري ژبو د وېشنې کار، د ليکدود او لهجې په وېشنه، همدا راز د غلجو، درانيو او ...
همدا راز وايي: ټولې لهجې مې خوښې دي او مينه ورسره لرم.
خو عجيبه سړی دی چې خپلې همدې د وېشلو او سپکولو پروژې ته بيا بد هم نه وايي او وايي راځئ له دې خبرو تېر شو دا دومره غټه مسئله نه ده!
دلته نو جهاني صيب د سترګو پر ځای وروځې هم پټوي!
يا خو هغه د پاړسو شعر دی چې (ان کس که نداند که نه داند که بداند......)
د ده له دې استدلال سره ماته د همغه ليوني چاره راياده شوه چې د ونې په منډه ناست ؤ او منډه يې اره کاوه. خو ليونی هغه وخت پوه شو چې پښې يې اسمان ته وې او په ځمکه خړ پړ پروت ؤ!
جهاني صيب په دې ليکنه کې يو څه ځان غټ ښودلی او وايي ماته ډېرې چارې پرتې دي او زه يوازې يم. ده د هلمند او کندهار په قتل عامونو او د شمال په بې عزتيو هم خبرې کړې دي!
نو ته او خدای جهاني چې په هلمند کې تا ځوانانو ته همدا د (پښتنو د وېشلو او پر لهجو د ټينګار) په پروسه ټينګار ونه کړ؟
ايا تا په کوټه کې د (پښتنو د وېشلو او پر لهجو د ټينګار) شومه دسيسه پر مخ يونه وړه؟
ايا تا په کابل کې د بهير د ځوانانو د بې لارې کولو ګړندي ګامونه وانه خيستل؟
نو جهاني صيب ته ووايه!
که د لهجې، سيمې، خېل او زي په نامه د پښتنو د ټوټه ټوټه کولو او وېشلو د پروژې مدير او پلي کوونکی نه يې نو دا دومره تودې هلې ځلې د څه له پاره؟
دا چې تاسو دا نهه کاله د پښتنو د ټوټه ټوټه کولو او وېشلو پروسه پر مخ بيايئ او بيا ځان نه پوهوئ. دا چاره مو دوه اړخه لري:
لومړی : يا خو دومره ساده يئ چې په خپله خپله پښه وهئ او نه پوهېږئ نو که ستاسو همدا بې غوري وي نو (کامه به تالاوي خو تاسو به خبر هم نه يئ!
پښتو او پښتانه به د ځمکې تل ته رسيدلي وي خو تاسو به وايئ (ته ودرېږه دا څه کۍ)
دويم: يا خو په ښه شعوري توګه کار کوئ او د پښتنو په سترګو کې خاورې اچوئ.
نو جهاني صيب !
باور وکړه چې له بيمارۍ دې خبر شوم نو د زړه له کومي خپه شوم او ودرديدم!
ګرانه!
زلميتوب دې کمونستانو د شعارونو لوګی کړ، پوخ عمر دې د پښتنو د وېشلو او ځپلو او ټوټه ټوټه کولو په پروژه کې ستړی کړ!
راشه په دا خوړلي عمر خدای ته مخ کړه!
د کمونستانو، مجاهدينو، طالبانو او کوبايانو له خوا (درې لسيزې) ځپل شوي پښتانه نور مه ځپه!
په خېل او زي يې مه وېشه!
په لهجو يې مه وېشه
او ټوټه ټوټه کوه يې مه!
په خدای که ته تر علامه حبيبي، علامه رشاد، استاد بې نوا، استاد رښتين، استاد خادم، الفت، د لرې پښتونخوا له نومياليو ژبپوهانو او اوسنيو ژبپوهانو په پرتله د شمار وړ هم يې خو تېر شه له بې ځايه دښمنۍ او تېروتنو نوره توبه اوباسه!
تېرې پرېکړې، هلې ځلې او منښتې د منلو وړ دي او تکړه شه د پښتنو په همغه زړو پلونو مخکې مخکې او مخکې لاړ شه او پښتو مخکې بوزه!
دا چې پښتانه د هر چا شعر ته څو چکچکې وکړي او هغه بيا راپورته شي ټول بنيادونه يې ړنګ کړي او له سره يې د جوړولو د وياړ له پاره لړل وکړي نو پښتانه به تر څو دا لړل پاکوي ايا ژوند به نه کوي؟
کريم
22.08.2010
د دې فورم چلونکو، د دغه بحث نه څه نه جوړيږي هغه ړنګ کړی ،
زه خو دغه لرغونی لاروی چي اوس بیا پښتانه په دغه نازک وخت په يو داسي يوه بل غم اخته کول غواړي . تاسو د جهاني لیکنه يو ځل و لولی او دلته بیا د لرغوني دغه پورته شیطاني لیکنه هم ولولی نو بیا تاسو قضاوت وکړی چي شر انداز نو بل څه ته وايي ؟
_________________________________
ښاغلی کريم خانه ! وروره د شخصي تيري او زياتي جملې مې در ړنګې کړې ، څو په راتليزه کې در څخه تکرار نشي ، د جهاني صيب مننې ته خو تۀ هم لږ وګوره ، هغه په وروستۍ جمله کې څه وايي ؟
22.08.2010
لرغونی لاروی صيب د افغان جرمن انلاين په دغه ورکړ شوي لېنک کې دجهاني ليکنه په ډيره ښه روحيه ليکل شوې ده . صرف يوه نيمګړتيا شته
او هغه هم دده په دې ليکنه کې نه، بلکې د اختلاف په لړلو ده :
١- اختلاف په معيار کې او معيار په لهجو کې نشته، نو لهجه هم بآيد معيار ته داخله نشي !
٢- معيار منل شوی او د لر او بر پښتون پښو ژبپوهانو قبول کړی دی ، په ښونځيو، پوهنتون، اکاديميو، مطبوعاتو او رسنيو کې تعميم شوی دی
نو اختلاف کول په کې ټولې علمي لاسته راوړنې له منځه وړي نو بايد ډډه ترې وشي.
٣- لهجه شفاهي استعمال لري نه تحريري، هغه لهجوي ټکي چې معيار ته داخل شوي او د معيار جز ګرځېدلي دي بايد وليکل شي
او کوم چې نه دي داخل شوي له ليکلو څخه يې بايد ډډه وشي او په ويلو کې که ژوندۍ وساتل شي نو نه بد کار دی
او نه پرې اختلاف منځته راتلای شي، ځکه اختلاف يې صرف په ليکلو رامنځته کيږي چې موخه يې د منل شويو او معيار ي شويو
لهجوي وييزونو له منځه وړل او د خودسرانه لهجوي ټکو تحميلول او معيار ګرځول دي . ددې انارښۍ مخه نيول د هر چا دنده ده !
جهاني صيب هم بايد د ليکلو او شفاهي خبرو تر منځ تفکيک کړی وای او ددې پر ځای چې دا خطر ناک فرمان صادر کړي چې
[color=yellow:23bfd36392]هر څوک دې په خپله لهجه ليکل کوي [/color:23bfd36392]بايد ويلي يې و ای :
[color=red:23bfd36392]هرڅوک دې خبرې په خپله لهجه کوي ، خو ليکل بايد او بايد په منل شوي معيار وکړي! نه داچې معيار د لهجو قرباني شي [/color:23bfd36392]
خو خير جهاني خپله منلې چې په معيار او ليک دود نه غږيږي اونه يې مسلک دی،نو پايلو ته به يې هم متوجه نه و . ولې مونږ او تاسې بايد
په دې سره مل غږي شو چې
[color=blue:23bfd36392]په ويلو کې لهجې د هر چا خپلې خپلې ، خو په ليکلو کې بايد او بايد په ملي او نړيواله کچه منل شوی معيار له پامه
ونه غورځوو او د يو ستر ملي ارزښت په توګه يې د سترګو د کسی په شان وساتو! والسلام [/color:23bfd36392]
larghonay laraway
22.08.2010
سلامونه!
وروڼو د هر چا دليل او خبره بايد په سړه سينه ولولو او بيا خپل نظر وليکو!
زه جهاني صيب، معصوم هوتک او پهلوال له نږدې پېژنم، هيڅ کومه ستونزه ورسره نه لرم خو د کرزي خان په دوره کې دوی د ژبې د ګډوډولو او له منځه وړلو له پاره دومره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي چې په پاکستاني حميدګل به شکر اوباسئ.
کريم خانه ما خو د جهاني صيب ليکنه په افغان جرمن کې ولوسته او تر هغې وروسته مې بيا ورته دغه ځواب وليکه.
هغه اوس هم په خپلې هغې کلک ولاړ دی او وايي لهجه ليکل يوه داسې اختلاف دی چې په بحث نه ارزي.
جهاني لګيا دی او هم په خوله چيغې وهي، هم ليکل په لهجه کوي او هم پرې ټینګار کوي نو که د جهاني صيب دا پروژه څوک نه حس کوي هغه به (صم، بکم، عمی فهم لايرجعون) وي.
خو مونږ به تر وروستۍ سلګۍ د خپلې ژبې دفاع کوو او د انګريز او امريکې ناولې پروژې به نه پرېږدو چې پلې شي.
ژوندي دې وي افغانان
ژوندۍ دې وي خوږه معياري او په تول پوره پښتو
pattang
22.08.2010
لرغونيه ته هم په اډو پاک نه يې !
دجهاني خبرو ته لکۍ جوړوې او مېديا ته يې باسې ،پتوال صيب خبره کتابي ،
حقوقي ، رواجي ، منطقي او سياسي ليکلې اوخلاصه کړې يې ده ، زه يې نه تکراروم .
وروره پګړۍ ، بکړۍ ، څادر ، جيپټه ، سومبکې .... اوډېرې نور قومي او منطقوي
لغاتونه شته چې په يوه ځای کې خلک پرې پوهيږي او په بلځای کې نه اودانه يواځې
په افغانستان کې داسې ده ، بلکې په نورو هېوادونو کې هم .
ددې لپاره چې هر افغاني طبعه انسان په جريده، کتاب او نورو ليکنو پوه شي
==> [color=brown:7c69f0915c]يوه پښتو کره پښتو [/color:7c69f0915c]٠
نوره يې لکۍ مه اوږدوه (دجهاني او xy خبرې څوک نه مني) !
[quote:7c69f0915c="larghonay laraway"]سلامونه!
وروڼو د هر چا دليل او خبره بايد په سړه سينه ولولو او بيا خپل نظر وليکو!
زه جهاني صيب، معصوم هوتک او پهلوال له نږدې پېژنم، هيڅ کومه ستونزه ورسره نه لرم خو د کرزي خان په دوره کې دوی د ژبې د ګډوډولو او له منځه وړلو له پاره دومره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي چې په پاکستاني حميدګل به شکر اوباسئ.
کريم خانه ما خو د جهاني صيب ليکنه په افغان جرمن کې ولوسته او تر هغې وروسته مې بيا ورته دغه ځواب وليکه.
هغه اوس هم په خپلې هغې کلک ولاړ دی او وايي لهجه ليکل يوه داسې اختلاف دی چې په بحث نه ارزي.
جهاني لګيا دی او هم په خوله چيغې وهي، هم ليکل په لهجه کوي او هم پرې ټینګار کوي نو که د جهاني صيب دا پروژه څوک نه حس کوي هغه به (صم، بکم، عمی فهم لايرجعون) وي.
خو مونږ به تر وروستۍ سلګۍ د خپلې ژبې دفاع کوو او د انګريز او امريکې ناولې پروژې به نه پرېږدو چې پلې شي.
ژوندي دې وي افغانان
ژوندۍ دې وي خوږه معياري او په تول پوره پښتو[/quote:7c69f0915c]