د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هغه جهاني اوس حتی پوره وطني هم نشو

larghonay laraway
31.07.2010

[code:1:5ef0aed604]دا ليکنه مې ځکه دلته رانقل کړه چې ما څه موده مخکې د پښتنو د سيمه ايزې مفکورې او د دوی د خېل او زي پالنې زړه او ورسته مفکوره درک کړې وه نو دا دی يو مثال يې تاسو په خپله ولولئ.
پښتانه دوه ډوله دښمنان لري چې يو يې بهرني لنډغر کوبايان او بل يې د پښتنو تر منځ د سمت، خېل او زي پالونکي دي. بهرنيان خو که نن وي که سبا تلونکي او ورکيدونکي دي خو دا نور د هډ چينجيان به پښتو او پښتنو ته دومره زيان واړوي چې جبيره به يې ناشونې وي. [/code:1:5ef0aed604]

هغه جهاني اوس حتی پوره وطني هم نشو

داکترکاکاجان سهار

27.07.2010 22:51

عبدالباري جهاني يا د ځوانو پښتنو ليکوالانو په منځ کې د نفاق دنوې غميزې سالار ته :

په بلجم کې د افغان ادبی بهیر د ټولو ګډونوالو څخه د زړه په مينه مننه کوم چه د پښتنو شاعرانو او ليکوالانو د پاللو لړی يې رامنځته کړيده او له هغه ډلې څخه يې د پښتو ژبې د وتلی شاعر او لیکوال عبدالباری جهانی د ادبی هڅو د ستايلو په اړوند غونډه د جولای په نهمه نيټه په بلجم کې جوړه کړله.

ما د غونډې لنډ راپور د بینوا بریښنا پاڼې په مخ ولوست ، راته داسې جوته شوه چه د غونډې ګډون کوونکو هيچا هم د احترام او نزاکت له مخې جهانی صاحب ته دده د هغه د ځنو نيمګړتیاوو په اړه څه يادونه نده کړې . خو بدبختانه چه جهاني صاحب د تير په شان بیاهم د خپلو نیګړتياوو په تکرارولو باندې ټينګار کړیدی:

د بلجم د غونډې د راپور متن له بينوا بريښنا پاڼې څخه : (( ښاغلي جهاني د شعر مخکي لنډي خبري وکړې او لومړۍ ئې دده په ویاړ د داسي یوې غونډي د جوړیدو له امله دبلجیم دافغان کلتوري بهیر څخه مننه وکړه وروسته ئې د پښتو ژبي په روانو ستونزو ړنا واچول او دلهجو یا معیار په اړه ئې خپل علمي دریز روښانه کړ . نوموړي زیاته که چي پښتانه په زرو لارو سره ویشل سوی یا ویشل کیږي نو پښتانه فرهګپال او شعوري خلګ باید چي د پښتو او پښتنو په منځ کي د یو بل درز د درامنځ ته کولو مخنیوی وکړی او اوس وخت د معیاري کیدو لپاره ندي ځکه پښتانه د هري لاري ځپل سوی ټبر دی چي علمي تاسیسات ئې له منځه تلي یائې اوس هم په لوی لاس له منځه ځي . له سیاسي ، اقتصادي اړخه کمزوری دی . ښاغلي جهاني پرهغو لیکوالو ږغ ورکړ چي دغسي ستونزمنو مسایلو ته لمن وهي چي پښتانه پریږدی چي په خپلو عامو لهجو او لیکدو د کار وکړی او پښتانه پر برخو مه ویشی .

ښاغلي جهاني وویل چي هرڅوک که دا کار شعوري کوي دا یو ستر خیانت دی او که ئې غیري شعوري کوي دا یو لوی جاهلیت دي . چي په دواړو حلاتو کي باید ترې ډډه وکړي .))

د ليکوال تبصره :

ښاغلی هيوادوال به د کندهار د ليکوالانو په منځ کې د هغه نوې فاجعې د رامنځته کيدو څخه خبر وي چه نن د کندهار ليکوالان په دوو برخو ويشل شويدي . يوه ډله هغه ليکوالان دی چه د پښتو د لیکدود پخواني لاره چه زموږ په هيواد کې د کلونو کلونو لپاره مروجه وه او د هیواد په هره برخه کې د منلو وه ، تعقیبوي . او بله هغه ډله ليکوالان دی چه د جهاني صاحب او معصوم هوتک د ليکدود پیروي کوي، دوی د پښتنو په منځ کې نوې مبارزه پيل کړيده او پخپلو هڅو کې د ((ش)) توری په ((س)) بدولول غواړي .

ددغه دواړو ډلو ترمنځ غميزه دومره وړاندې تللې ده چه يو بل ته رد او بد وايي ، يو د بل په ضد ډلې او ګوندی جوړوي، يو د بل په ضد باندې په مطبوعاتو کې سپکې سپورې ليکي او نور او نور. دا ټول د چا د لاسه ؟؟؟؟؟

د دغه نوی ناورين او ټولو ناخوالوبنسټ چا کيښودلو ؟؟؟ جهانی صاحب تاسو؟؟؟

ما يو وخت په بینوا بريښنا پاڼه کې د جهانی هغه مرکه چه د سور غر د اونيزې سره يې کړې وه لوستلې وه او يو مطلب مې د هغه په اړوند ليکلی وو، چه لوستلو ته يې ځکه ستاسو پام اړول غواړم چه نوموړی د بلجم په غونډه کې بيا هم له خپل دريځ څخه ملاتړ کړيدي :

د سوغر سره په مرکه کې جهانی صاحب وايي: ((که چېرې په (ي) ګانو، (سو) او (شو)، (کې) او(کښي)، او يا په (چي) او (چې) کې اختلافات موجود وي، هغه د زور له لارې نه شي حلېدلاى! دا د زور کار نه دى، څوک چې په دې برخه کې له زوره کار اخلي، يا د يوې لهجې خلک د بلې لهجې پر خلکو بد وايي، دا خبره زما په نظر خيانت دى او کوونکى يې خاين دى، دغسې کسان د پښتنو ريښې ورکاږي او که څوک دا کار په غيرشعوري ډول کوي، هغه جاهل دى ، او همدغه راز په پښتو کې درز پيدا کول د جاهلانو او خاينانو کار دى.))

په هغه مرکه کې جهانی صاحب وايي ((زه په دې عقيده يم، چې په مجلسونو کې مې هر وخت ويلي، چې زه په هغه ژبه ليکنه کوم چې مور مې راښوولې ده، او نورو ته مې هم دا توصيه ده، چې په هغه ژبه ليکنه وکړي چې مور يې ورښوولې وي.
جهانی صاحب وایی- ((زموږ خلک کافى بېسواده دي او هغه چې باسواده دي، هغوى له ليکنو سره ډېره لږه علاقه لري، په دغه کمه علاقه او دې بېسوادي کې موږ د دې پر ځاى چې دوى ته سمه لار وښيو، موږ دوى مشکوک کوو او اصلي لار ځنې ورک کوو))-

جهانی صاحب په ډیر کبر او غرور سره وايي - ((په دې برخه کې په خپل جانب د هېچا پيروي نه کوم. نو د داسې کسانو لپاره زما توصيه دا ده چې پخپله مورنۍ ژبه دې ليکنه، شعر، ناول او نور هر څه وليکي. که چېرې داسې لغت په ليکنه او يا کتاب کې کارول کېږي، چې هغه په قاموس کې نه پيدا کېږي، نو په يوه داستان باندې به يو څوک څنګه ځان پوه کړي؟ له داستان، ليکنې او يا بل هر مطلب څخه خو خوند هغه وخت خوند اخيستل کېدلاى شي، چې زما په ژبه يې ليکلى او يا ترجمه کړى وي.))

دا پورته د جهانی صاحب هغه خبرې دي چه د سورغر د اوونیزې سره يې په یوه مرکه کې کړيدی چه دا مرکه ما په بينوا بريښناپاڼه کې ولوستله .

زه د جهانی صاحب په اصطلاح په لوی قندهار پورې تړلی پښتون نه يم بلکه په افغانستان پورې تړلی پښتون یم ، خو د قندهار د ولس سره زیاته او دزړه له کومی مینه لرم. ما د خپلو نورو زیاترو پښتنو وروڼو په شان د جهانی صاحب د اشعارو سره هم د زړه له کومی مینه درلوده . که څه هم ما او زما په شان دهغه نورو مینه والو، لوی جهانی صاحب په افغانستان څه په جهان پورې تړلی بللو، موږ باور درلود چه د هغه شاعری د ټولو پښتنو لپاره ده ، خو داسې ښکاری چه جهانی صاحب پخپله دغه مرکه کې ځان دومره وړوکی کړیدی چه د ټول افغانستان هم نشو بلکه يوازې د افغانستان د يوه ولايت د پښتنو سره په تړاويې خپله خوښی ښودلې ده. ځکه دی یوازې د هغه د پوهاوی لپاره شعرونه وايي. خو د نورو کیسه ورته مفته ده. ما تر اوسه پورې د جهاني صاحب په شان د يوه وتلی ليکوال څخه د اهیله نلرله چه دا سې په زغرده د خپل ځان د پښتنولیکوالانو د ویشلو سرلارئ وبولي.

که څه هم خدای شاهد دی چه ما په لیکلی ډول د( شو ) بدليدل په (سو) باندې وختونه مخکې د لومړی ځل لپاره د جهانی صاحب او ورپسې کې د هوتک صاحب. او پس له هغه بیا د بل او بل په لیکنو کې وليدل ، که ريښتیا درته ووایم په ډیرو ځايونو کې د (سو) دمفهوم په هکله شکمن شوی ، ورک شوی ، او ځوريدلی هم یم ، خو بیا مې هم ځانته دا جرات نه ورکولو چه د لوی جهانی (کوم چه ما فکر کولو) ددغه ادبی ناروغتیا په هکله څه ولیکم خو نن د زړه له ډيره درده دده په دغه خبرو یوه وړه تبصره لیکم:

لومړی جهانی صاحب تا ویلی دی چه – ((د يوې لهجې خلک د بلې لهجې پر خلکو بد وايي، دا خبره زما په نظر خيانت دى او کوونکى يې خاين دى، دغسې کسان د پښتنو ريښې ورکاږي ))

جهانی بايد د ځان سره دا فکر وکړي چه دغه اختلافات چا راټوکولی دی ؟ ولې ددا ډول اختلافاتو د رامنځته کولو لپاره څه ضروت موجو وو که څنګه؟؟

که دغه نوې ليک لارې ته ضرورت نه وو او موږ ټولو پښتنو د ليکدود يوه شريکه لاره درلوده نو جهانی صاحب ته خپل ګريوان ته سر کښته کړه او قضاوت وکړه چه پدې ځای کې څوک شعوري خيانت کوی او څوک به شعوري خاين وګڼل شی؟؟

فکر کوم جهانی صاحب ته پدې پوهیږې چه نه يوازې په پښتو ژبه بلکه په هره ژبه کې د ژبې لهجه او د ژبې لیک دود سره دوې جلا برخې دی ، چه زموږ ولسونه د لهجو په هکله هېڅ ستونزه نلری ، پدې اړه هیڅ خایین موږ نلرو، که څوک (خه ) وایی، که څوک (شه) او څوک (ښه ) وایی، یا که څوک (مڼه) وایی او څوک (سیب)، په د ې هکله هيڅ ستونزه نشته ، ستونزه د هغه لیک دود په هکله ده چه تاسو جهانی صاجب یې په شعوری توګه رواجول غواړی . ستونزه دهغه څه په هکله ده چه تاسو يې دګړدود د لهجو څخه لیک دود ته رانقلول غواړی. له همدې امله ده چه نن د لوی قندهار لیکوالان په دوو ډلو ویشل شویدی، چه یوه ډله یې د پښتو د لیک دود د پخوانیواصولو پیروی کوی، او ستاسو د لارې په خلاف خپل ټينګار ته دوام ورکوی. خو هغه بله ډله لیکوالان دی چه په خوشباوری او تیروتنې سره ستاسې لاره او اصول تعقیبوی .

دوهم داچه جهانی صاحب راته ووایه چه دا ستا په امریکاکې دامریکا د خلکو د ويلو لهجه او د لیکلو لار دواړه کاملا يوه ده ، او که سره فرق لری؟؟ هدف مې دادی چه ايا دوی همغه څه چه پخپلو منځونو کې په عاميانه توګه وايی همغسې يې لیکی هم ، پوهيږم چه ستا ځواب حتما نه دی .

زموږ لر اوبر پښتنوتر اوسه پورې د پښتو ليک دود یوه واحده لیک لاره لرله، که د ختیځې پښتونخواه الفت وو او که د لويدځې پښتونخوا بینوا، دواړو د یوه لیکدود تر قانون لاندې د خپل ادب اسپې ځغلولې. جهاني صاحب ته هغوی دلته ستا ددې کرغيړنې پیلامې بیلګه مه راوړه، هغوی ستا په شان وړوکی او ځانمن (ځان غوښتونکي یا خود خواه ) نه وو چه د ټول ولس ترمنځ د يوه ناورين خواته لمنه ووهي. بلکه هغوی دټول پښتون ولس لیکوالان وو، ته ماته داسې بیلګه راوړه چه درانه الفت د(ښه) په (خه) اویا(مونږ) په (مونګ) لیکلی وي. او یا ته د هغه ستر بينوا د لیکنو څخه یوه بيلګه راوښیه چه د (سرښندل) يې د (سرشندل) او یا (داڅه وشو) يې د (داڅه وسو) په ډول لیکلی وی. دا منم چه دواړو به مڼې او سیب یو د بل سره په خبرو کې خوړلي وی خو د قلم لپاره ددواړو مڼه خوښه وه.

جهانی صاحب منم چه په انسانی ژوند کې نوښت د انسانانو يوه غريزه ده هر څوک نوښت خوښوی، ترڅو خپل ځان مطرح کړي . خو ځينې کسان د خپل نوښت يا ځان مطرح کولو لپاره هغه لاره ټاکی چه له امله يې نور ولس ته ډیر درد رسيږي . او یا کوم څوک په سمو لارو دومره جوهر نلری چه خپل ځان یو چاته ور وپيژنی نوځکه ناسمو او کږو لارو ته مخه کوی ، ترڅو هرچیرته اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسی. لکه د بيلګې په توګه زموږ د ټولنې اوسنی سياستوالان ، چه د خپلو ځانونو د مطرح کولو په لاره کې یې د میليونونو انسانو د وینوپورته اوږه اړم کړی ده ، ځکه دوی د مطرح کولو نور خلاقیت نلری، داد دوی ځاني بدمرغي ده چه زموږ ټوله ټولنه يې هم د ځان سره بدمرغه کړیده .

خو کلکه کله څنې کړی د پرديو په لمسون هم يوې ژبې ته داسې زهرجنې انديښنې ور زرغونوي.

خو جهانی صاحب ته په ډير ښه نامه زموږ په ټولنه کې مطرح وې ته یو وتلی شاعر وې ته ما حتا پيژنې هم نه، خو ما ستا په هکله يو شعر لیکلی وو چه په هغه شعر کې مې ستا د ټولو بریاوو يادونه کړې وه . مــــــــــــا، ته د ر حمن ، او خوشحال په تغر یو کیناستلی شاعر بللې ، ځکه ما فکر کولوچه ته د ټولو پښتنو شاعر يې .

((له داستان، ليکنې او يا بل هر مطلب څخه خو خوند هغه وخت خوند اخيستل کېدلاى شي، چې زما په ژبه يې ليکلى او يا ترجمه کړى وي.))

اوس چه ستا هدف يوازې د هغه چا لپاره لیکل او د هغه چا پوهول دي، کوم چه ستا سره په ورته مورنی لهجه خبرې کولای شی، نو ته د په همغه خلکو مبارک وې کوم چه ستا سره په لهجه پوهيږی . زه به پخپل هغه شعر لاړې توکړم،ځکه زموږ لپاره پښتو ژبه یوه ده او هغه څوک چه زموږ په رواجی لیکدود نه پوهیږی باید کوښښ وکړو چه ویې پوهوو او د پوهې سطحه یې ورجګه کړو نه داچه موږ ددوی ناپوهی ته تسلیم شو . د همدې هدف لپاره موږ په ښوونځيو کې پښتو ژبه تدریس کوو.
جهانی صاحب وايي- ((زه په دې عقيده يم، چې په مجلسونو کې مې هر وخت ويلي، چې زه په هغه ژبه ليکنه کوم چې مور مې راښوولې ده، او نورو ته مې هم دا توصيه ده، چې په هغه ژبه ليکنه وکړي چې مور يې ورښوولې وي))
.
هو جهانی صاحب داسمه ده چه موږ ته د دپښتو ژبې لهجه مور راښودلې خودا هم بايد په ياد ولرو چه لیکل موله ښوونکو زده کړيدي، چه البته له نیکه مرغه د ټول هيواد دښوونکو ليک لاره يوه وه ، موږ تاته نه وايو چه ته په ګړدود کې خپله مورنی لهجه بدله کړه، یا ته د مشاعرې په سټیج د پاسه د (سو) پرځای (شو) ووایه، خو موږ تاته وايو چه ته پخپل کتاب کې هغه لیک دود وکاروه کوم چه تاته ستا ښوونکی در ښودلې وه. نه داچه د باسواده قلم ژبه د يوې بې سواده او کليوالې نيا په ژبه واړوې
!!لیکونکی وايي لار ورکو ته د يوسم پیغام ورکول او هغه ته د سمې لارې ور ښودل ددوی د روښانه راتلونکې ضمانت کولای شی، خو په شعوری ډول د لارورکو (بې سوادو) سره ځان ورک کول،او یا دوی پخپل حالت پريښودل ، د خپل ځان اونورو ټولو د ګمراه کولو معنی لری !!

جهانی صاحب ته پوهيږې چه ته پخپل دغه ټینګار سره د پښتو د لیک دودموجود ، سپيڅلي اصول تر خپلې ځان غوښتنې جاروې ، په (سو)باندې د (شو) په بدلولو سره ته غواړې چه ځان د ټولو پښتنو له لیکو را وباسې او په يوه وړوکی سیمه پورې يې وتړې.

بلې دا ستا حق دی ، چه ته څه وغواړې وکړې، خودا زموږ هم حق دی تر څو تاته ووايو چه ته په لوی لاس اوشعوری ډول سره د پښتنو په ژوند کې د نوې ستونزې د زیږولو مسول یې، او ته به پدې هم پوهيږې چه ته نن د پښتو د لیک دود او لیک لارې دويشلواو نفاق سرلاری يې او ستادبده نیته ده چه نن د کندهار لیکوالان د پښتو د لیک لارې په اړه د نفاق د يوې نوې غمیزې سره لاس او ګريوان شويدي، یعنې ته دهغه کسانو په ډلې کې لومړنی کس یې چه د پښتنو لیکوالانو ترمنځ د یوه نوې بدمرغي را وزيږوله . تر خپله وسه د پښتانه په دوو برخو وویشل د هغوی د قلم یوه ژبه د پخپلې ځانغوښتنې سره په دوو ډلو وویشله . نو جهانی صاحب ته انصاف وکړه چه ستا دا بيان د چا په اړه ډير صدق کوی .د نورو او که پخپله ؟؟؟؟؟؟
((او همدغه راز په پښتو کې درز پيدا کول د جاهلانو او خاينانو کار دى))

جهاني صاحب ته پوهيږې چه ژبه د ټول ولس حق دی ، داد کوم چا شخصی شتمنی نه ده، که پرون پښتون ولس تاته مینه درکړې وه ، ته يې په ځان پورې یو تړلی لیکوال او شاعر بللې ، په خورا مینه يې ستا په شاعرانه بنډارونو کې برخه اخيستله ،خو همغه ولس نن کولای شی له تاڅخه خپله مینه بيرته واخلی او تا یوازې هغه خلکو ته ور وبښی د کومو لپاره چه ته د ټول پښتون ولس او پښتو ژبې ملا ماتول غواړې .

په پای کې په بلجم کې د جهاني صاحب په دغه لاندې خبره هم یوه وړه تبصره کول غواړم چه وايي ((وروسته ئې د پښتو ژبي په روانو ستونزو ړنا واچول او دلهجو یا معیار په اړه ئې خپل علمي دریز روښانه کړ . نوموړي زیاته که چي پښتانه په زرو لارو سره ویشل سوی یا ویشل کیږي نو پښتانه فرهګپال او شعوري خلګ باید چي د پښتو او پښتنو په منځ کي د یو بل درز د درامنځ ته کولو مخنیوی وکړی او اوس وخت د معیاري کیدو لپاره ندي ))

ريښتيا هم که پښتانه تر مخه په زرو لاروو ویشل شوی وو خو جهانی صاحب تا او معصوم صاحب په يو زرو او دوه لارو باندې سره وويشل:

بل دا چه د حيرانی ځای د ی چه د جهانی صاحب په شان ليکوالان د خپلې خودخواهی له مخې د پښتوژبې د معياری کيدلو څخه خپله اوږه خالي کوي خو خپله نيمګړتيا نه سموی ، پداسې حال کې جهانی صاحب پدي حقيقت باندې ډير ښه پوهيږی چه پښتوژبه نن ورځ ډير نوی قدم د کمپيټر په نړی کې ږدی نوځکه باید هرڅه ډير سم او پاخه مخکې يوړل شی. نه داچه سل کاله وروسته زموږ راتلونکی نسلونه بيا زموږ د وراسته ميراث تصفيه کولو ته اړوی. زه تعجب کوم چه د غونډې راپور ليکونکو هم د جهانی صاحب دغه له حقیقت څخه لرې دريځ یو علمی دريځ بللی دی.

غواړم جه له جهاني صاحب څخه به د ځامنی (خودخواهی ) له مخې نه، بلکه د جامع تفکر په رڼا کې واورم:

د هیواد څخه بهر د پښتو ژبې د يوه ښوونکی د زړه خواله - دداکتر کاکا جان سهار لیکنه


pattang
31.07.2010

انډيواله ټول نه يو څه مې ستا پورتنی ليک ولوست چې له قهره مې بيا پرېښود .
وروره ته ولې هر وخت دغه مسائل را منځ ته کوې ! مونږ په څه کې يو ته په
څه کې يې!٠ هرڅوک خپله يې لهجه ، منع کول يې خيانت دی ، خو دليک او دفتر
پښتو بايد او حتمن يوه وي ، لکه نور ملتونه٠ اوس د دې وخت دی چې اشغالګر
وباسواو پنجشېريزم ، تاجيکيزم ، ايرانيزم ورک کړو ، بيابه ټول يو ځای کښېنو په
هر تورې به د پښتو په اکادمي کې خبرې وکړو او داکسريت ، اقليت په پرينسيپ او
قانون به يې حل کړو٠ لرغونيه له ځان ځخه يون مه جوړوه کوشش وکړه چې پښتانه
بيدار شي او اشغالګر وباسي او بيا يې وساتي٠


مبارزشاه
31.07.2010

اوس زموږ بېچاره پښتو هم دوی ته پاته شوه خدای خبر څه به تري جوړوي؟
د پښتو واک له هغه چاسره شو چي نه دپښتو او نه هم د پښتون قدر پیژني.


..Ahmadzai
31.07.2010

لرغونى سلام

دغه د سو او شو ستونځه ډيره زړه ريښه لري.
د أفغانستان د پښتنو قاطع أكثريت (سو) وايي چې هغه ټول غلجې أو ټول أبداليان دي.
أو زمونږ لرغونو نيكونو لكه غوريان هغو هم سو ويلې.
شو ډيره وروسته دلرو پښتنو له خوا پر مونږ تحميل سوې, دخوشحال أو د كورنۍ له خوا يې (همداسې نور)كله چې كتابت ته مخه كړه نو شو يي ليكله زمونږ د مشرقي پښتانه هم د لرو پښتنو سره ډير لهجوي نيژديوالى لري, خوۍ او عاداتو, رواجو كې هم ورته دي, او همدارنګه أكثر كرلاڼي قومونه
هم شو وايي.
چون د أفغانستان د پښتنو قاطع أكثريت أو حاكم خلك سو وايي, نو دا حق هيڅوك نسي ترې سلبولى.
ته دې شو وايه زه به مې خپله سو, چنداني فرق نكوي, نه دومره لويه ستونځه ده.
په درنښت


shokoor
31.07.2010

سلام علیکم
ګرانو دوستان په ټول احترام سره د پیاوړي شاعر عبدا لباری جهانی شاعری مقام ته د معیاری پښتو پرضد د هغه دریځ منطقی ندی. ښاغلي داکترکاکاجان سهار د معیاری پښتو دلیلونه ډېر منطقی تحلیل کړي دي چې تکرار ته یې اړتیا نه لیدل کېږي.
اوس که د ښونې اوروزنې وزارت د اساسی قانون سره سم پښتو د رسمی ژبې په توګه په ښونځیو کې تدریس کړي طبعاً په معیاری پښتو یې کوي. همدا دمختلفو لهجو ستونځه وه چې ډېر کلونه پخوا تصمیم ونیول شو چې په راديو کې یواځې په معیاری پښتو او دری خبری وشی. په دری ژبه کې هم بیلا بیلې لهجې لکه هراتی، بدخشی، شمالی، لغمانی، لوګری او نورې شته دي چې رادیو کې یې د ویلو اجازه نه وه. خلک دې پخپلو سیمو کې پخپلو لهجو خبری کوی خو لیکنې باید د هیواد په کچه په یوې معیاری ژبې وشی چې ټول پرې وپوهېږي. په ټولو هیوادونو کې چې ډېرې ژبې موجودې دي همداسې ده!

والسلام



01.08.2010

ورونو ليک دود او ګړدود د ژبدود دوه بېلابېلې برخې دي، ګړ دود بيلابيلې لهجې څېړي او دنده يې د هيڅ کومې لهجې تعميمول نه دي . د لهجو تعميمول
د هيچا حق نه دی، داکٍثريت او اقليت قانون هم دلته نه چليږي، ځکه هره لهجه يوه شفاهي ځانګړنه ده او په شفاهي توګه د ساتلو او کاريدلو حق لري .
خو ليکدود په علمي معيارونو يواځې په ليکنه کې تعميم کيږي او بس، که څوک يې په شفاهي توګه هم مراعاتوي نو غوړي لا غوړي ،
ډيره ښه ده چې پښتانه خپل ګړ دود که غواړي(د هر فرد خپله خوښه ده چې) په معياري ليکدود عيار کړي ، خو دا بالکل داوطلبانه کار دی !
داچې (سو) ګړدود او (شو) ليکدود دی دا همدغسې منل شوی علمي حقيقت دی لکه (ژبه) چې ليکدود او علمي بلل شوې او (جبه) بيا ګړدود
تثبيت شوې ده ، نوهېڅ پښتون په (ژبه) او (شو) کې څه نشي ويلی مګر هغه پښتون به په کې نکړي نکړي کوي چې خدای مکړه اند توګه يې د نفاق په شيطانخوړت کې ښکېل شوې وي .
جهاني صيب سخت تيروتی دی چې پکتياوالو او ننګرهاريانو ته دا حق نه ورکوي چې (ژبه) وليکي او دېته يې ننګوي چې پکتياوال دې
تل زبه او ننګرهاري دې تل جبه وليکي : دې ډول روشنفکر ته نو اوس څه وايې ؟؟؟؟

او حينې پروفسران خو دعلميت معيارونه هم د اقليت او اکثريت په اساس ټاکل غواړي ، نو بله ورځ به د رياضي او ټولنپوهنې علمي معيارونه هم
د اکثريت او اقليت په واسطه د جهالت په معيارونو اړوو که څنګه ؟؟؟؟


pattang
01.08.2010

انډيواله د خېټې او خوټې فرق بايد وشي اوس مالومه شوه چې ولې دا دومره وخت
د خره لکۍ دې خواته او هغې خواته کش کېده !
له رياضي لرې ګرزه ، رياضي نور قوانين لري ، هم په اقليت کې ا و هم په اکسريت
کې خپلې سترګې لري او لار ويني٠

را به شو اوس :
سوه ، سوو، شه ، شوه ..... په کوم نورم او منطق ، شو او که سو ليکې !، که دغه خبره
په منطق حلوې نو بيا به دا پتوال خان نوی منطق وي٠
هو که اقتصاد او اکسريت ورسره يو ځاې کړې نو بيا به (شوه يا سوه .... ) ځای
نيسي٠
د پکتيا کرياڼي قامونه چې اقليت دي ( شوه ، شو..) وايې خو دانور غلجي قامونه
دميرزکې له کنډوه نيولې داحمد ابا له قبره او داسې وړاندې تر هراته ، ترکابله
او تر درونټې پورې سوه ،سو، وايې (کړدود ).
نو په کوم اساس ته اوس خپله نظر منطقي او علمي بولې ٠
ايا په هغه وخت کې هم چې دخېټې فيصله په (شوه ،٠٠ ) باندې کېده کوم هوښيار
پکښې ناست وو!! اليکترونينيکي ميدا يايې خواوې يې مد نظر نيولې وې !
پر دې مان چې (سوه) اسانه ساتل کيږي او لږ ځای نيس او که (شوه)!!!!
په شوه کې د ش درې ټکيو(...) ته بايد ځای پيدا او ساتل شي او (س ) دې کارته
ضرورت نلري٠ داکسريت اواقليت خبره به ضرور ي وي خو نه دداسې خلکوچې
هغه يوه سترکه لري ، بايد ژب پوهان يې هره خوا وڅېړي او فيصله پرې وکړي٠
دغه سمتي بې منطقي بايد له خپلو مغزو وبا سل شي ٠
زمونږ فر هنګيان دې خدای پاک سياسي او علمي بيدار کړي نه چې يواځې لکه
ديارګلخېلو ژرنده دشپې يو خروار شعرونه ليکي خو هغه ټول اوړه نه بلکې
ارغستلي وي٠



02.08.2010

ګرامري، انشايي او ژبپوهنيز اساسات موجود او په پام کې نيول شوي وو چې د جوند پر ځای ژوند، د جبې اوزبې پر ځای ژبه او د سو پرځای شو
د پوهانو له خوا معياري وټاکله شوه !
وروسته چې جنګ جګړې او ګډوډېشن رامنځته شو دژبپوهانو د کنفرانسونو او پريکړو لړۍ پرې شوه ، اماتورانو چانس تر لاسه کړ
چې د حساسيتونو ، بي مسوليتيو په تلسټ له خپلې خيټو څخه ليکنې وکړي .
بې له دې چې د لرې او برې پښتونخوا ګډ سيمينارونه
او کنفرانسونو ته تم شي په خيل سر يې پخواني علمي معيارونه ړنګ اود خپلې
خېټې څخه يې فيصلې يو او بل ځای نشر ته وسپارلې !
نو انډيواله ستا دلايل هم له دغه ګډوډيشن پرته بل شی نه دی . که ته د هغو علمي او منطقي پريکړو پوښتنه کوې چې پر اساس يې شو، ژوند او ژبه منل شوي
بايد اړونده سېمينارونه ، کنفرانسونه او پريکړې ورپسې ولټوې او ځان پرې پوه کړې ، که قناعت دې حاصل نشو نو بيا د هغو پريکړو متن دلته وړاندې کړه او خبل تنقيد پرې وليکه! سره له دې هم به حق و نه لرې چې د پښتو د ژببوهانو له پريکړې مخکې په شخصي توګه د هغو روانې او معتبرې فيصلې له پامه وغورځوې او په خپل سر لکه اوس چې ډير کسان يې په خپل هغه ملي سرتاسري پريکړې ماتوي ته يې هم ماتې کړې ، که ځان ته اصولي ، بې تبعيضه او پښتو پال پښتون وايې .

که بيا هم غواړې د سو له پاره کومه شخصي انګيرنه وړاندې کړې لکه داچې وايې
(ش ) درې ټکي لري او (س) يې نه لري نود (س) ليکل آسانه دي :lol: :lol: :lol:
نو دا خو دومره ضعيف دليل څه چې يوه پلمه ده :

په دې صورت هر چيرې چې( ش ) وينې په (س) يې اړوه ، شين رنګ ته هم سين رنګ وايه ، شکور ، شړۍ او شوملې هم سکور، سړۍ او سوملې ليکه !

که وايې چې سکور د سکرو مفرد ته هم وايي نو وسو خو هم سوزېدلي ته وايي .

خو ، نه که اساني پر ځای وي نو هغه په تلفظ کې اساني ده او شو په تلفظ کې تر سو لس ځلې اسانه دی .
همدا رنګه که ريښه يې ولټوو (ش) د په ريښه کې شته او (س) د شو په ريښه کې نشته .
د دري او پښتو وييزي ډير توري په ريښه کې ګډ وي : د شو او شد ګډه ريښه نه يواځې واحده معنی ده، بلکې د (ش) توری هم دی، په زړه اريايي بڼه کې هم
په دري کې شد ته سد نه دی ويل شوی، له دې نه هم څرګنديږي چې پښتنو لومړی شو تخليق کړی او وروسته يې چې نور ژوند سخت او ځيګ شوی او ژبه يې شاړه واړه ، کلکه او سخته شوې، نو (شو ) يې هم په سخته بڼه (سو) باندې اړولی دی، چې د پرمختګ پر ځای يو په شاتګ يې ګڼلی شو .
خو دوه درې سوه کاله وروسته به وګورې دا سخت تلفظه ټکي به بيرته نرم ، مدني او آسانه تلفظ ته واوړي ، په دې شرط چې ددوی ژوند هم مدنيت ته واوړي ، له کيږديو ، خېمو، ډاګونو او غرونو څخه ښارونو ته راکوز شي او يا هملته ښارونه
آباد کړي ، متراکم او ګڼ مشته شي او تګ راتګ او تبادله يې سره چټکه شي !
و من الله التوفيق .


١-


..Ahmadzai
03.08.2010

[quote:45682fca2e]خو دوه درې سوه کاله وروسته به وګورې دا سخت تلفظه ټکي به بيرته نرم ، مدني او آسانه تلفظ ته واوړي ، په دې شرط چې ددوی ژوند هم مدنيت ته واوړي ، له کيږديو ، خېمو، ډاګونو او غرونو څخه ښارونو ته راکوز شي او يا هملته ښارونه
آباد کړي ، متراکم او ګڼ مشته شي او تګ راتګ او تبادله يې سره چټکه شي !
و من الله التوفيق .
[/quote:45682fca2e]

ورور چيټي لګيا يې, ته بايد پدې پوه سې چې پښتنو كې له غلجيو, أبداليانو أو لوديانو نور أوچت متمدن خلك نسته, هر وخت همدغو توكمو درباندې پاچاهي كړې, دا نن چې ته دومره متمدن يې دا د همدغو درې لويو قبيلو بركت دى, كه دوۍ نه وي والله كه دې نه شو اونه شي پښتانه پاتې سي.


و.افغان
03.08.2010

درنو وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
د پتنګ صاحب خبرې په ځای دي چې وايي:

[quote:7ff0ae8dd7]
هرڅوک خپله يې لهجه ، منع کول يې خيانت دی ، خو دليک او دفتر
پښتو بايد او حتمن يوه وي ، لکه نور ملتونه٠ اوس د دې وخت دی چې اشغالګر
وباسواو پنجشېريزم ، تاجيکيزم ، ايرانيزم ورک کړو ، بيابه ټول يو ځای کښېنو په
هر تورې به د پښتو په اکادمي کې خبرې وکړو او داکسريت ، اقليت په پرينسيپ او
قانون به يې حل کړو٠ لرغونيه له ځان ځخه يون مه جوړوه کوشش وکړه چې پښتانه
بيدار شي او اشغالګر وباسي او بيا يې وساتي
[/quote:7ff0ae8dd7]

زه هم دا نظر لرم، چې دغه مسائل څېړل او فيصله کول د يو کس دوه کسو کار نه دی، چې
هر يو به له خپلې خېټې يو څه راوباسي، او په نورو به يې مني، ګړدود او لهجې د هرې
ژبې له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته بدلون مومي، لکه څنګه چې عربي ژبه په لسګونو
لهجې لري، تنها په سعودي عرب کې په لسګونه لهجې دي، حجازي بېله لهجه ده،
قصيمي بېله،د سوېل والاوو بېله، او د ختيځ والاوو بېله لهجه ده، خوکتابي عربي په ټوله عربي نړۍ کې له ايراني اهوازه نيولې تر مغرب مراکش او مورتانيا پورې يوه ده.
د پښتو ژبې مروج او ايښودل شوي ليکدود کې هيڅ يو فرد د ګوتو وهلو حق نه لري، يا په کې تغيير راولي، دغه حق يواځې د ټولو پښتني مناطقو ژبپوهانو او متخصصينو ته
حاصل دی، چې په ګډه سره کيني، چې د هرې هغې کلمې په اړه چې د لهجو اختلاف په
کې دی، د واضحو اسبابو له مخې يوه لهجه د ليکدود لپاره معتمده وګڼي، او نورې
پريږدي، چې خلک پرې په خپلو منځو کې شفهي غږيږي.

د داسې په سخت حالت کې چې وطن مو اشغال دی، او ځينې افراد په يواځې سر دغو
مسائلو ته لمن وهي، او کوښښ کوي، چې يوه لهجه په بلې بره وبولي، نو داسې په
نفاق اچوونکو کې دې سل ځله او زر ځله لعنت وي.

پاتې شوه، د پوهې او تمدن خبره، نو دا تېر ټول حکومتونه دې له احمدشاه بابا نيولي
تر کرزي پورې دې سل او زر کرته مختورن شي، که کوم پښتون فرد پوهه حاصله کړې،
يا په صحي معنا متمدن شوی دی؛ نو هغه د خپل شخصي زيار او کوښښ دی، دغو
خودپرستو کورنيو خو پښتانه تباه او برباد اچولي دي، له تعليم يې محرومه کړي دي،
د نورو قومونو له سياليو يې غورځولي دي، راځئ وګورئ، چې له علمه لرې پاتې يې
همدا خپل نږدې خيلونه دي، چې همېشه يې د علم، پوهې او تمدن له رڼا څخه لرې
ساتلي دي، او لکه غوايان يې جغونه ورته په سرونو باندې ايښي دي، قلبې يې پرې کړي دي، او د قبيلې په نوم يې له هغوی څخه د خپل حکومتونو د پايښت لپاره د بې شعوره حيواناتو غوندې کار اخيستی دی.

که چېرته د لله في الله د جهاد او ناموس ساتلو خبره شي، نو ټولو مسلمانو پښتنو قبيلو
د خپل دين، حيا او عزت لپاره د تاريخ په اوږدو قربانۍ ورکړي دي، خو پښتانه سره
توپير لري، ځينې يې چې لکه د ځناور په څېر تربيه شوي وي، د خپل ورور په مرۍ
چاړه راکشوي، او حلالوي يې، او ځينې نور يې د اسلامي ورورولۍ له وجهې هغوی
ته له خپل حقه تيريږي، او خپل ورور ته هيڅکله دښمن نه وايي، خو که يې د کافر
او اشغالګر سره مقابله شي، او پوهيږي چې يا غازي دی يا شهيد؛ نو بيا له هر چا
مخکې په ميدان کې حاضر وي.

ما ته خو دې څوک د دغو تېرو کرغېړنو حاکمو کورنيو يو علمي داسې کارنامه په ګوتو
کړي، چې زمونږ د افتخار وړ وي؟؟؟؟!!!
هيڅ هم نشته، او د څه چې دعوا کيږي؛ هغه هم دروغ دي.
وفاقد الشيء لا يعطيه.
يو انسان چې خپله په څه نه پوهيږي؛ نو بل ته به څه وروښيي.

په درنښت


..Ahmadzai
03.08.2010

[quote:0d10ae6eb3]راځئ وګورئ، چې له علمه لرې پاتې يې
همدا خپل نږدې خيلونه دي، چې همېشه يې د علم، پوهې او تمدن له رڼا څخه لرې
ساتلي دي، او لکه غوايان يې جغونه ورته په سرونو باندې ايښي دي، قلبې يې پرې کړي دي، او د قبيلې په نوم يې له هغوی څخه د خپل حکومتونو د پايښت لپاره د بې شعوره حيواناتو غوندې کار اخيستی دی. [/quote:0d10ae6eb3]

ګران محترم ډاكټر صاحب وهاج صافى

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
أول پتوال صاحب سپكې سپورې پيل كړې, أو د جهل أو هر رنګه ټاپې يې زمونږ په غيرتي قومونو ووهلې, أو أوس نو ستا قريحة هم راوپاريده او ښه دزړه له إخلاصه دې ښکنځلې وكړې؟ أن تر حيواناتو پورې دې راښكته كړو؟

وروره راځه دا ګز أو ميدان ښه هوښيار سړی يې ځان دې په شخصي توګه رسولى, راځه ته مخكې سه دا يو څو متمدن ساپيان دې درسره رامخه كړه زه به دې هم ملا وتړم, ځان مشر كړه او دا شډل خلك متمدن كړه.

په درنښت


..Ahmadzai
03.08.2010

د پښتو د سو أو شو غوندې إختلافات په ټولو ژبو كې سته
لكه د إنګلستان أنګريزي او د أمريكايانو أنګريزي, همدارنګه د عربي ژبې إختلافات (تنوع لفظ) په ښه توګه روښان دى, ان د قران كريم اوو 7 رنګه قراءات ددغه إختلاف نتيجة ده.

همدارنګه دري فارسي, إيراني فارسي, طاجيكي فارسي.


و.افغان
03.08.2010

محترم ډاکټر صاحب:
زما موخه په مشخص ډول هيڅوک هم نه دي، په مخکينۍ ليکنه کې مې د دغو کرغېړنو
حاکمانو څېرې بربنډې کړيدي، چې د خپلو اتباعو د جهل او ناپوهۍ بلکه لا شعورۍ
څخه يې په استفادې خپل تختونه مضبوط کړيدي، په هغوی يې ځانونه ساتلي دي،
د هغوی له وينو څخه يې رودونه روان کړيدي، خو په په بدل کې يې هغوی ته نفاق،
وروروژنه، ډاکې، د جهل تيارې، او عنصريت ورډالۍ کړی دی.
کوم خلک چې هغوی متمدن کړي دي؛ هغوی په حقيقت کې خپل هويت له لاسه ورکړی دی، دا هغه خبرې دي چې هيڅوک پرې سترګې نشي پټولی، او د هماغو خلکو د کړو
وړو نتائج نن مونږ په خپلو سترګو ګورو، نو څنګه به ترې انکار وکړی شو؟؟!!

زه د يو افغان مسلمان په حيث غږېږم، ساپی په بلا وواهه، ساپی خو یوه وړه قبيله ده،
د خپل شخص په هکله هم نه غږېږم، زه ځان پېژنم، چې له نشت څخه نشت يم، دا
خبره د تواضع يا کم راوړلو په وجه نه کوم، بلکه زه خپل ځان تر نورو ښه پېژنم.
زه د يوه افغان مسلمان په حيث خبرې کوم، که چېرته ما افغان مسلمان ته يو سړی
راشي، او راته ووايي چې: زه ساپی يم، ځکه خو له تا بهتر يم، يا زه درانۍ يم؛ ځکه
له تا بهتر یم، زه غلځۍ، کرلاڼۍ يا د غرغښت بچۍ يم، ځکه درڅخه بهتر يم، يا زه
قندهارۍ، زابلی، کنړی، ننګرهاری يا کابلی يم؛ ځکه په تا برتري لرم، نو زه ورته د يوه
مسلمان افغان په حيث داسې وايم:

د پلار په غين دې چک ولږوه، (فأعضوه بهن بأبيه، ولا تکنوا).
يو وخت دا حديث ما دلته فوروم کې وليکه؛ نو ځينو وروڼو پرې اعتراض وکړ، چې
دا الفاظ يې نامناسب دي، خو زه وايم: قسم په الله چې د عنصريت او تعصب والا لپاره ډېر مناسب
مناسب نبوي الفاظ دی، بلکه دغه کس چې په ما افغان مسلمان د سمت او پښت په وجه
ځان برتر ګڼي، له دغه حديث پرته دا هم ورته وايم چې: راشه، غوږونه خلاص کړه!
خبر يې چې له څه نه پيدا يې؟
له يوې ناولې نطفې نه، له سپکو اوبو نه، هغه اوبه چې د انسان له غ.ي.ن څخه د نيمه
لېونتوب په حال کې
ووځي،د کوم له لارې چې مردارې نجسې متيازې وباسي، کوم چې له شرم او حيا نه يې
انسان په فطري ډول سره د نورو له سترګو پټ ساتي، هغه اندام چې د نه نظافت په
صورت کې له نورو اندامونو مخکې ډډوزي کوي، بيا دغه ناولې نطفه چېرته ځي؟
د ښځې شرمګاه ته (ضرور يې پېژنې)، کوم ځای څخه چې مردارې متيازې، دحيض او نفاس وينې،
او نوره چټلتيا ووځي، بيا 9 مياشته په وينو او ناولتياوو کې اوړې راوړې، او په وينو
او ناولتياوو کې لړلی له هغه ځايه راووځې، خپل غول او متيازې نشې ټېنګولی،
د حیوان سره دې هيڅ فرق نه کيږي، تر څو کلونو دې پالنه وشي، يو څه دروښوول شي، عقل
او فکر در عطا شي، چې په دې ځای کې له حيوان څخه په دې شرط بهتره شې، چې فکر
او سوچ دې اعلی شي، او که فکر او سوچ دې شيطاني وي؛ نو بيا دې له هغو ناولتياوو
سره ټېنګه اړيکه مه هېروه، او خپل اصليت دې مه هېروه، هر وخت يې خپل مخ ته ونيسه.
که دې متيازې بندې شي، خپل ټول دروغجن تکبر، بېځايه لويي او
د دنيا ټول دولت او مال به د خپلو متيازو د راخلاصولو لپاره قربان کړې، که دې غول بند شي؛
نو د راخلاصېدو لپاره به يې د دنيا له هر څه تېر شې، 24 ساعته ژوند کې به تر مرګه
پورې به دا مرداري او ناولتي په خپله ګېډه کې ګرځوې.

که دا دنيا په صحت کې تېره کړې، بيا دې هم خلاصۍ نشته، له مرګ وروسته په يوه
مردارې ناولې جيفې بدلېږې، ګنده او مردار بويونه به درڅخه خيژي، چې د قبر خزندګان
به هم ترې امان غواړي، د چينجو خوراک کېږې، آخرت کې به دې مرداري او ناولتيا په
نصيب وي، وينې، زوې او رنګارنګ ګنګي به دې خوراک وي، په دې معنا چې حيوان له
په تا زر کرته، بلکه لک کرته، بلکه لاحسابه کرته بهتري لري.

هو! که غواړې اشرف المخلوقات جوړ شې؛ نو هغه هم جوړېدی شې، هغه وخت چې
عقل، تفکر سوچ او بناء علی ذلک دې عمل اعلی وي، د حيوانيت له انحطاطه لرې
وي، د انسانيت له مقام سره مناسب وي.
دا سوچ ونه کړې؛ چې زه په
فلاني په دې بهتر يم، چې د فلاني له غين څخه پيدا شوی يم، بلکه ته په دې بهتر
کېدلی شې، چې اهليت درکې وي، علم ولرې، پوهه ولرې، تقوا ولرې، بيا که ته ووايي،
او که نه؛ زما مشر هم يې، زما نه ښه هم يې، ستا اطاعت پر ما لازم او واجب هم دی، بيا
زما لپاره بې تفاوته ده، چې ته د کومې قبيلې، کومې کورنۍ او کوم خېل سره ارتباط
لرې، چې د انساني لوړو، اوچتو او اعلی صفاتو څخه برخمند يې، عادل او منصف يې،
نو بيا که تاجک يې زما مشر يې، هزاره يې؛ زما مشر يې، اوزبک يې مشر يې، جولا
يې زما مشر يې، ګوجر يې زما مشر يې.
(ولو تأمر عليکم عبد حبشي أسود، کأن رأسه زبيبة) وفي رواية: مقطع الأطراف، او
مجدع الأطراف.
دا چې اوس پښتون قوم من حيث پښتون له بهر څخه مستهدف دی، نو دا بېله خبره
ده، د يوه مسلمان افغان په حيث د معتدينو په وړاندې له دې قام څخه دفاع خپله ايماني
او وجداني دنده بولم، خو په دې هم پوهېږم، چې د خپلې تباهۍ لپاره مونږ بهرنيو
دښمنانو ته پخپله چاړه په لاس ورکوو، او ورته څملو، ځکه چې ولايت په ولايت، قبيله
په قبيله، کلي په کلي کور په کور عنصريت او د جاهلي تعصب فاشيستۍ انتشار
موندلی دی، د جهل او ناپوهۍ په تيارو کې ډوب يو، او دښمن له همدې کمزورۍ څخه
استفاده کوي.

بخښنه غواړم درنو وروڼو، خو کله کله همداسې صراحت ته ضرورت وي.

په درنښت


pattang
03.08.2010

وروڼو زه ان لا پخوا پو هېدم چې د لرغوني صيب خبرې بلا جوړوي ٠
پښتانه څوک په سه او شه .. نشي بېلوی ،هر وخت په ژبه کې تغيرات راځي او
اسانتياوې پکښې راځي دابه يووارې نوي ډېر واره به راشي او داسې تغيرات
د يوه قام او ټبر د ژوندي او پالونکي فرهنګ استازيتوب کوي٠
الماني ژبه هم درې کاله مخکې ژب پو هانو اصلا ح کړه اوډېرو لغاتونو تغير
پکښې وخوړ٠ که زما خبره منۍ لدې خبرو لاس واخلۍ ٠

اوس راځم دپتوال صيب ټوپونو ته :
پتوال صيب زه د تېرو وختو د پښتو ټولني او يانورو غوڼډو دپرېکړې له پروتوکوله
نيم خبر اونه مې لوستلي دي ، په هر صورت څرنګه چې ژبه دژوندي متفکر انسان
صفت ده اود کومونيکاڅيون وسيله يې ده نو د ليکدود اسنتياوې طبعا ورسره تړلې
دي او پورته خواته به ځي٠٠
زما مقصد دانوو چې له پښتو ژبې (ش ) توری وباسم او پښتانه ټړي کړم ، زما
مقصد يواځې د (ش ) استعمال دسوبيکت په صفتي حالت کې وو اودی ٠
سو، شو ، شوه ، سوه ....

[color=darkred:d1a47fb8c8]پتوال خان ليکي :[/color:d1a47fb8c8]
[color=darkred:d1a47fb8c8]بايد اړونده سېمينارونه ، کنفرانسونه او پريکړې ورپسې ولټوې او ځان پرې پوه کړې ، که قناعت دې حاصل نشو نو بيا د هغو پريکړو متن دلته وړاندې کړه او خبل تنقيد پرې وليکه! سره له دې هم به حق و نه لرې چې د پښتو د ژببوهانو له پريکړې مخکې په شخصي توګه د هغو روانې او معتبرې فيصلې له پامه وغورځوې او په خپل سر لکه اوس چې ډير کسان يې په خپل هغه ملي سرتاسري پريکړې ماتوي ته يې هم ماتې کړې ، که ځان ته اصولي ، بې تبعيضه او پښتو پال پښتون وايې .

که بيا هم غواړې د سو له پاره کومه شخصي انګيرنه وړاندې کړې لکه داچې وايې
(ش ) درې ټکي لري او (س) يې نه لري نود (س) ليکل آسانه دي
نو دا خو دومره ضعيف دليل څه چې يوه پلمه ده :
په دې صورت هر چيرې چې( ش ) وينې په (س) يې اړوه ، شين رنګ ته هم سين رنګ وايه ، شکور ، شړۍ او شوملې هم سکور، سړۍ او سوملې ليکه !
که وايې چې سکور د سکرو مفرد ته هم وايي نو وسو خو هم سوزېدلي ته وايي .[/color:d1a47fb8c8]



03.08.2010

ګران جلال احمدځي او ټولو درنو ورونو ته سلامونه !
د مولينا وهاج صيب خبرې د کاڼې کرښې بولم ، زما په موخه هم څوک سم نه دی پوه شوی، د پتنګ يو ټکی پيخي سم دی چې ژبه تل په تغير
او بدلون کې ده او کار ورته کيږي چې سمه شي او سمون پيدا کړي، او د همدې سمون په خاطر دلته هم
مونږ اند اندنه سره شريکوو بې له دې چې ځان ته په ژبه کې د بدلون واک او صلاحيت ورکړو. خو خدای او رسول ته وګورئ
هره خبره قام ، سمت ، لږکي او ډيره کي ته مه اړوئ که نه نو مونږ به يو له بل سره هيڅ ټکی هېڅ موضوع او هيڅ خبره بيا نشو سره شريکولای او نه به
هغه لاسته راوړنې وساتلی او وکارولی شو چې د افغانستان پښتو ټولنې په ديرش څلويښتو کالو کې رامنځته کړې دي او پښتو ته يې څه ناڅه
معياري بڼه وربښلې وه . خو د وروستيو ديرش کالو جنګ جګړې دې ته زمينه برابره کړه چې سر غړونکي او سمتپالونکي کسان هغه ملي لاسته راوړنې
ترپوښتنې لاندې کړي او بيرته سيمييزو لهجو ته ستانه شي . په معياري پښتو کې سميز ګلونه هم راخيستل شوي او خوندي شوي دي .
که بېيځايه فېصدۍ ته يې واړوې نو هم په يوۀ ځآی کې به ( شو) معيار ټاکل شوی وي خو په شلو او سلو نورو ځايو کې (ژوند)، (ژبه )اونور د جوند،
زوند، زبې او جبې په وړاندې معياري گڼل شوي او په پدې توګه يو ملي توافق پرې پښتو پوهانو کړی دی .
مونږد هغو ليکوالو درناوی کوو چې ددغه ملي توافق درناوی لري، خو څوک
چې بيرته سيمه ييزو لهجو ته پناه وړي هم بد ورته نه وايو،
خوښه يې خپله ده ، خو په شاتګ يې بولو او ددغه کار درناوی يې په هيڅ شان نشو کولی .
الفت ، بينوا او رښتين په ژبه کې زمونږ دملي وحدت خورا ښې نمونې وې، هغوی دغه ستونزې نه درلودې ، هغوی پښتو ملي کچې ته ورسوله
د ليک ژبه يې رامنځته کړه ، نوکه څوک هغوی د ملي وحدت ښه مثالونه او مشالونه بولي ډيره ښه، کور يې آباد او که نه ، بياهم خوښه يې خپله .
بينوا صيب تر ټولو زيات د ښونځيو درسي کتابونه ليکلي او هېڅ چيرې يې (سو) ونه ليکۀ، د الفت ، خادم او رښتين په هېڅ ليکنه کې
چا (زبه)يا (جبه) ونه ليده، دا ځکه چې لر او بر پښتانه ژبپوهان د ليک دود
يو معيار ټاکلی دی او تر نن ورځې پورې پرې درسي کتابونه دوام لري !
که جهاني صيب يا بل معصوم هوتک د ليکدود معيار پرځای لهجوي ليکنو ته ترجيح ورکوي په خپلو ليکنو کې آزاد دی ، ولې ددرسي
کتابونو له پاره خو منل شوی معيار په کار وي ، آيا هغه څه چې بينوا صيب منلي او ليکلي مونږ يې د جهاني يا معصوم په شخصي نظر مات کړو ؟
نه هيڅکله نه !
اوس خو پښتو غير پښتنو افغانانو هم د ملي ژبې په توګه منلي او تر پخوا يې زيات
وګړي زده کوي، که د معيار پر ځای لهجې راونيسو، نو ازبک،
تاجک او هزاره به د پښتو پښتنو درې سوه شپيته لهجې زده کوي که څنګه ؟
آيا غواړو ځان پورې هغوی وخندوو ؟؟؟
هو ، په خپل کلتور وياړئ ، ځکه چې آخر يو کلتور بيا هم لرو، خو په وده يې نشئ وياړلی، ځکه چې په مجموع کې يې وده نه ده کړې نو په څشي به ووياړو ؟
که پښتو يو څه وده کړې نو هغه د پښتو ټولنې
همدغه کلاسيک پوهان وو چې يو څه ملي معيار يې رامنځته کړ ی او پرمختګ ته يې لار خلاصه کړې ده .
پښتنو ته پوهه تل له بهر څخه راغلې يا پښتون ورپسې بهر ته تللی، دا ځکه چې له له حجري او منجمد قپيلوي کلتور څخه څه نه جوړېدل ،
د اسلام مقدس دين دې خاورې ته ډير څه راوړل يو څه يې ترې خپل کړل ، هغه هم ډير لږ ، ځکه چې په قپيلو کې د جنګ جګړې له ((کلتور)) پرته
نور ذهني او معنوي خوځښت نه ليدل کيږي، صرف دودپالنه (= پښتونولي) ده
چې په ځمکه يې داسې خېټه اچولې او د چنګاښ په څېر يې
په کې پښې ښخې کړې وي چې هېڅ خوځښت ، تغير او بدلون نه مني .
نو د نورو قامونو په پرتله له اسلام څخه هم دومره لږ کار واخيست او دومره مو لږ
پرې ځان پوه کړ چې دادی څوارلس سوه کاله وروسته
هم پنجاپيان د اسلام په نامه غولولی او زمونږ باداري او استاذي کولی شي .
که مونږ پښتانه په اسلامي کلتور وياړلی
او دپنجابیانو ناولې موخې پرې رټلی شو، نو هغه هم د لرعوني بلخ
اسلامي کلتور و، چې ارواښاد شهيد او فقيد محمد موسی شفيق يې داسې يادونه کړې ده :

[color=blue:6634433b2c]دايشيا په دبستان کې زه استاد وم ،
................................................................ تا لوستله هغه وخت کې سېپاره
رنګ در ورک شه ! اوس زما د سر دعوې کړې؟
................................................................ ته او خدای نو په همدغه قواره ؟[/color:6634433b2c]

په سياست کې هم زمونږ اتل مشران هغه وخت راويښ شوي چې بهر د نورو سياسي مرکزونو سره په جګړو يا نورو آرتاړو له امله
مخامخ شوي دي ، هغه هم دنورو په پرتله لږ خو د خپل ټول قام په پرتله يې ډير څه زده کړل او قام ته يې وړاندې کړل :
پير روښان، شير خان، خوشالخان، ميرويس خان او احمد خان ټولو په پرديو سياسي مرکزونو کې څه زده کړل او بيا يې يو څه وکړل ،
نوم يې ښاد او بچي يې لوی، خو که د نورو قامونو له مشرانو او سياسيونو سره يې [color=red:6634433b2c]پَرتَله[/color:6634433b2c] کړو سختې ډيرې نيمګړتياوې به په کې ومومو.
نو په دې مه غره کيږئ چې ګواکې :
[quote:6634433b2c]چې پښتنو كې له غلجيو, أبداليانو أو لوديانو نور أوچت متمدن خلك نسته, هر وخت همدغو توكمو درباندې پاچاهي كړې, دا نن چې ته دومره متمدن يې دا د همدغو درې لويو قبيلو بركت دى, كه دوۍ نه وي والله كه دې نه شو اونه شي پښتانه پاتې سي.[/quote:6634433b2c]
اول خو دوی په پښتنو حکومت نه دی کړی ، که حکومت يې کړی هغه يې د پښتنو په مټ يې په هند او ايران او نورو قومونو حکومت کړی . يو پښتون په بل
پښتون حکومت کول(؟) يوه له پښتو وتلې او ناممکنه خبره ده !
تر کومه چې د کلتور خبره ده نو د ايران کلتور يې شرمولی خو په هند کې يې
دومره بد نوم نه دی پريښودی .
اسلامي کلتور له عربو او سيمه ييز کلتور پښتنو ته له همدغو دوه هند او ايران له هيوادونو څخه راغلی او له جګړه ييزکلتور پرته پښتنونه ځان او نه گاونډيو ته څه ورکړي دي ! او که نفاق جګړې مرګ او وژنه د دوزخ لار وي نو پښتو به دې هم په رښتيا ددوزخ ژبه پاتې شي !

نو ورونو ، راځۍ له بيځايه قپيلوي، خيلي او ټبري افتخاراتو نور تير شو او د افرادو په توګه سره خبرې وکړو
نه د سمتوالو ، قام لرونکو، قبيله والو ، ټبر منو، خيلخيلانو ، خړرنګو تور رنګو او سپين رنګو او نورو تبعيضوالو په توګه ،
بلکې د يو اندوال پښتون افغان او مسلمان په توګه او بس !
[color=blue:6634433b2c]
پرېږدئ دا جذبات سمت او لهجې او قبيلې نورې
......................................... صرف او صرف انسان، پښتون افغان او مسلمان اوسه!

په مينه او درناوي !
ستاسې پتوال
[/color:6634433b2c]


سلامونه

tandar
04.08.2010

ما دټولو لیکنی لږ لږ ولوستلی او په ټولو کی می دپتنګ صاحب لیکنه خوښه شوه٠
ماته متل رایاد شو چه واې ،، چا په کیلی کی نه پریښودو او ده به ویل چه اسپ می دملک کره وتړی ،،٠
اول دی دا خپل هویت په داخپله خاوره کی ثابت کړه چه ته څوک وی او څوک ې٠
ازاره ګانو چه دکابل په ښار کی کراچی ګرځولی هغه کراچی نن ستا په انتظار کی دی
اول ځان پوه کړی چه داخلی او خارجی دشمنان ستادوریکدلوپه هله ځله کی دی تاسی چاپیر هستی د،،شو،، او ،،سو ،، لکه کوندی ښځی چه چیرته ناستی وی او زړه خواله کوی٠
وه وروه پوښتانه که داسی پاتی شی لکه دا نن چه ورته ګورو ژبه ې پریږده دده وجودته به څوک دانسان نظر نه کوی٠
اول دخپلی خاوری ملکیت په لاس راوړل شی٠ ،استقلال،
له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړی شی٠
دشمن کوښښ کوی چه دغلامی کړی غاړه کی در واچوی٠
دپښتنو موجودیت له مینځه یو وړل شی٠
دا کورنی خبری خو په قراری سره حل کیدلای شی ٠
چه دخپلی خاوری اداره دی په خپل لاس کی وی بیا سره کښینی یو چای هم سره دم کړی او د،،شو،، او ،،سو،، مشکل سره حل کړی٠
په ویالو کی داوبو پر ځای دپوښتنو وینی بهیږی ته راځی ماته دشو او سو سبق راکوی ٠ زه دی دا ټولی خبری درسره منم مګر نن ې ورځ نه ده٠
ستا دورکیدلو پلانونه د تطبیق په حال کی دی٠
اول دی ځان په خلکو وروپیژنه چه ته څوک ې ؟ دا خاوره او ټاټوبی دچا دی ؟
١٠٠ کاله مخکی ې په لر او بر تقسیم نکړی ؟
دمعاهدی وخت هم پوره شویدی ولی دنیا سترګی په پټی کړیدی؟
دخپل حق غوښتنه کولی شی؟
زور دی هم رسیږی ؟
پنجابی ې داتوم خاوند نه کړو٠
ولی نن پوښتون د لقاعده او طالب په نوم وژل کیږی؟
ولی په تخار کی ٨٥ کورونه ،پوښتانه، ښځی اونر معاصره او بندیان کیږی؟
نن دپښتنو سرنوشت ټاکل کیږی ٠
په دی باره کی فکرونه او عمل باید وشی٠
وسلام


کريم
05.08.2010

دغه داکترکاکاجان سهار ته خو باید د توري شپې چي د تیارې نښه ده څوک خطاب وکړي نه د سهار چي د ورځي زیری ورکوي!
دغه کاکا جان نه پوېږم د څشي ډاکټر دئ خو د هر شي ډاکټر چي وي، ناپوهه ډاکټر دئ . دغه ډاکټر دلته لکه هغه ليونغری چرګ چي بې وخته آذان ورکړي، نو ملا يې سمدستي د حلالېدو حکم ورکوي . دغه ډاکټر ته د حلالېدو په ځای چي هغه د طالبانو کاردئ، بایدپه تعصب اوجهالت محکوم شي . دغه کاکا جان زموږ د هيواد اوسنی نازک حالت او په هغه کي بیا د پښتنو بده ورځ بلک هېره کړېده ، په ډېر جهالت او نامردي سره يې د پښتو د معياري کېدو خبره هغه هم د سو او شو په ترازو کي تللېده . کاکا جان ته مي ځکه د جاهل صفت غوره و باله چي زما په اند هوښیار کس چي بيا ډاکټر هم وي دغسي بې وخته بد نه کوي ...
دلته دغه پورته د تندر خبري د کاڼي کرښي دي چي کاکاجان باید پند ترېنه واخلي او داسي د «وغيره ډاکټر » غوندي په هره کاسه کي ځان وانچوي .
په درناوي


..Ahmadzai
06.08.2010

http://www.youtube.com/watch?v=3C-ISIwVCyg


bazgar
06.08.2010

دروند وهاجه سلامونه.ولاحول ووايه! دسهارچاي دي نه دي څښلي ,كه دشعبان نفلي روزوتنګ كړي يي؟؟
نور به هرهرڅه وايي ,,خوستاسره موزونه علمي ژبه مزه كوي...

خبري دي په حقه دي ,خوچوكات يي موزون نه دي,ځكه چې ستا شخصيت داحمدزي صيب به شان درونددي ,قلم دي بايدهم همداسي دروند پاته شي,

دا دپښتو ټكيه داري چې نن چا په غاړه اخيستي ,داخلګ نه دپښتو له ماضي سره تړاو لري, نه له حال سره او نه هم له مستقبل سره,داد_لور اوسوټك_ سياسي يتيمان دي,نن يې په افغاني جامعه كي دخپل نفوز دبقا لپاره په پښتو ژبپوهنه پوري لاسونه نيولي دي,البته يوشمير مخلص خلګ يي هم غلولي اودځان ملګري كړي يې دي, دوي په فكري ,عنعنوي اوتاريخي لحاظ دپښتون قوم سخترين دښمنان دي .د دوي پلرونه وطنپالو اومتدينوپښتنو دخپل عمل په سزا رسولي. اوس يې هم له رښتينو پښتنو سره ددشمني جزبه په زړونو كې څپې وهي...
پښتو يوازي يوڅو توري اړول را اړول نه دي,پښتون من حيث قوم مسلمان دي,داستعمارونوپه وړاندي مقاومت اوخپله خپلواكي ساتل دپښتنوملي خصوصيتونه دي,اوپه شخصي ژوندكې پښتني ټولنه دمروت خلاف اوغيراسلامي حركات,بې ننګي,بې ستري,بي حيايي اوفحاشي نه مني..داخلګ په دي دواړوبرخوكي هرچاته معلوم دي..
هميشه داستعمارونو غلامان اودهغوي دمظالموحاميان پاته شوي..اوس هم دي..
ددوي يوټيكه دارچې پخوايي په خپل يوه كتاب كي دكارمل او ناهيته راتب زاد.بې مروته حركات غندلي و,خواوس دده[color=red:d40d888cdd] ميرمن [/color:d40d888cdd]شپه او ورځ په کابل كي په خارجي هاسټلونو اوهوټلونوكي ګرځي راګرځي.بل انډيوال يي ديو ه سرحدي والي په خدمت كي له ګاونډي هيوادنه رقاصې (نڅاګري)راجلبوي اوكميشنونه پكي اخلي...
د زيار اولايق په شمول يوشمير اظهرمن الشمس !؟شخصيتونه يې دځان مشران ګرځولي,اودپښتوپالني په نامه يي دنوروپه اشارو مرموزي هلي ځلي جاري ساتلې,...


و.افغان
06.08.2010

محترمه بزګره وروره! په خير راغلې.
مخکې مې هم ويلي وو، او بيا يې هم تکراروم چې قسم بالله چې زما پورتنۍ ليکنه
هيچا ته په مشخصه توګه متوجه نه ده، بلکه عامه ليکنه ده، او ډاکټر صاحب احمدزی
قسم بالله چې د زړه له تله راته ګران دی، لله في الله ورسره محبت لرم، په دې چې مخلص
پاک مسلمان او غيرتي افغان ځوان دی.

محترمه! د افغانانو تر منځ د بيساري تعصب انتشار مې ډېر ځوروي، دغه ګنده مرض
زمونږ د رنځېدلې ټولنې په ټولو اجزاوو کې خپور دی، په پوهانو او ناپوهانو کې،
په ملا او عامي کې، په مکتب او مدرسه کې، کلي په کلي، ولايت په ولايت قبيله
په قبيله او پښت په پښت خپور شوی دی.

د دې هر څه علاج نبوي ارشاد دی، چې متعصب او تعصب ته لمن وهوونکي ورټل شي،
خوله يې په هماغو نبوي الفاظو بنده شي: فأعضوه بهن أبيه ولا تکنوا، باور
وکړئ چې دغه حديث په څو مختلفو مجلسونو کې ما په عمل رسولی دی، او ۱۰۰٪
مثبته نتيجه يې ورکړې ده، دغه نبوي ارشاد او مثبته نتيجه ما دېته هڅوي چې هر هغه
ځای کې چې د مهلک مرض تعصب بوی ولګيږي؛ نو دا حديث بايد ضرور ناستو ته
ورپه ياد کړم.

محترما وروره! زه پوهېږم چې دغه مرض په لويه پيمانه د لور او د څټک والاوو خپور
کړ، خو ريښې يې ډېرې زړي دي.
نن له هر چا زيات په ملايانو او دينپوهو خلکو کې خپور دی، يو څه ورځې مخکې د
شمال د يوه اقليت ملګري چې په خپلو ملګرو کې ډېر تقوا دار او پرهېزګار حسابيږي،
او تکړه موحد ملا هم دی، ويل چې:

اوسنۍ حکومت د زناکارانو دی، او د طالبانو حکومت د مشرکانو حکومت وو، او
زناکاران په مشرکانو ډېره برتري لري..، دا يې أمثلهم طريقة دی، وقس علی هذا.
بل يې وايي چې: دا معتدين دي، او د معتدينو په مقابل کې مونږ له ځان څخه د دفاع
حق لرو.

په هر حال، که بېرته خپلو طالبانو ته راوګرځې، زړه به دې نور هم خوړين شي، هلته
بيا د آخوندانو تر منځ د غلځي او سدوزي جګړه ښه په درز کې روانه وه، اوس يې
هم اثرات ليدل کيږي، انکار کول ترې لمر په دوه ګوتو پټول دي.

د هر دولت، حکم او پاچاهۍ د قيام او زوال خپل اسباب وي،
پښتانه که يو وخت نيمايي د کورګاني هند لاندې وو، او نيمايي نور يې د صفوي
امپراطورۍ تر رحمت لاندې وو، په دواړو برخو پښتنو ښه ظلمونه کېدل، خو دواړو
برخو خپل غيرت، پت، اسلاميت او پښتونولي په کلکه ساتلې ده، د فرصت منتظرين
وو.
مېرويس
نيکه ته دې الله جل جلاله خير ورکړي، چې د هندي او صفوي دولت له کمزوري حالت
څخه په استفادې يې د يوه آزاد هېواد لپاره مخلصانه قيام وکړ، دی په خپل اخلاص کې
کامياب شو، خو افسوس چې وروسته د پښتنو تر منځ د تعصب اور بل شو، او ضرر
يې هر افغان ته ورسېد، او تر نن ورځې رسيږي، دا چې د دې تعصب بنياد چا کېښود؟
اوس د بحث لپاره مهمه نه ده، البته دا مهمه ده چې دغه تعصب له منځه يوسو، داسې
تعصب چې له مخې يوه قبيله دېته زړه ښه کوي، چې د يرغلګرو په ټانګونو سپور خپل
هېواد د يرغلګرو لپاره مستباح وګرځوي، داسې تعصب چې له مخې يې
يوه قبيله د خپل پلار او نيکه دښمن ته خپل هېواد او هېوادوال په پښو کې غورځوي.
لکه څنګه چې د طالب په دوره کې د غلځي او سدوزي ړوند تعصب غندو، همدارنګه
هغه تعصب هم غندو چې کرزيخېل ورته لمن وهي.
دا د هر افغان وجيبه ده چې د دغه تعصب
د ختمولو لپاره په اخلاص سره کار وکړي، ځکه چې مونږ ټول ديوې کښتۍ سپاره يو،
الله مه کړه د کښتۍ غرقېدو سره به ټول له يوې مخې غرقيږو.

په درنښت

[quote:fbb63b9ee3="bazgar"]دروند وهاجه سلامونه.ولاحول ووايه! دسهارچاي دي نه دي څښلي ,كه دشعبان نفلي روزوتنګ كړي يي؟؟
نور به هرهرڅه وايي ,,خوستاسره موزونه علمي ژبه مزه كوي...

خبري دي په حقه دي ,خوچوكات يي موزون نه دي,ځكه چې ستا شخصيت داحمدزي صيب به شان درونددي ,قلم دي بايدهم همداسي دروند پاته شي,

دا دپښتو ټكيه داري چې نن چا په غاړه اخيستي ,داخلګ نه دپښتو له ماضي سره تړاو لري, نه له حال سره او نه هم له مستقبل سره,داد_لور اوسوټك_ سياسي يتيمان دي,نن يې په افغاني جامعه كي دخپل نفوز دبقا لپاره په پښتو ژبپوهنه پوري لاسونه نيولي دي,البته يوشمير مخلص خلګ يي هم غلولي اودځان ملګري كړي يې دي, دوي په فكري ,عنعنوي اوتاريخي لحاظ دپښتون قوم سخترين دښمنان دي .د دوي پلرونه وطنپالو اومتدينوپښتنو دخپل عمل په سزا رسولي. اوس يې هم له رښتينو پښتنو سره ددشمني جزبه په زړونو كې څپې وهي...
پښتو يوازي يوڅو توري اړول را اړول نه دي,پښتون من حيث قوم مسلمان دي,داستعمارونوپه وړاندي مقاومت اوخپله خپلواكي ساتل دپښتنوملي خصوصيتونه دي,اوپه شخصي ژوندكې پښتني ټولنه دمروت خلاف اوغيراسلامي حركات,بې ننګي,بې ستري,بي حيايي اوفحاشي نه مني..داخلګ په دي دواړوبرخوكي هرچاته معلوم دي..
هميشه داستعمارونو غلامان اودهغوي دمظالموحاميان پاته شوي..اوس هم دي..
ددوي يوټيكه دارچې پخوايي په خپل يوه كتاب كي دكارمل او ناهيته راتب زاد.بې مروته حركات غندلي و,خواوس دده[color=red:fbb63b9ee3] ميرمن [/color:fbb63b9ee3]شپه او ورځ په کابل كي په خارجي هاسټلونو اوهوټلونوكي ګرځي راګرځي.بل انډيوال يي ديو ه سرحدي والي په خدمت كي له ګاونډي هيوادنه رقاصې (نڅاګري)راجلبوي اوكميشنونه پكي اخلي...
د زيار اولايق په شمول يوشمير اظهرمن الشمس !؟شخصيتونه يې دځان مشران ګرځولي,اودپښتوپالني په نامه يي دنوروپه اشارو مرموزي هلي ځلي جاري ساتلې,...[/quote:fbb63b9ee3]


bazgar
06.08.2010

داخوترلمرښكاره خبره ده,چې تعصب ديوكامل مومن عمل نه دي,داستاسره چې كوم درد دئ داديوه كامل مومن دزړه درد دى
كه تاريخ ته وګورو مسلمانان هميشه تعصباتوبربادكړي,كه تعصب په هره بڼه وي,يوتباكونكې پديده ده, دحديث شريف توري دي:>من مات علئ العصبية فليس منا ومن قاتل علئ العصبية فليس منا....اوكماقال النبي ص...
اودحجة الوداع پرمهال دا نبوي توري:{انَ الله قد اذهب عنكم عبية الجاهلية وفخرها بالاء,مومنُ تقي, وفاجرٌ شقي,انتم بنو ادم وادم ,من تراب,ليدعنَ رجالُ فخرهم باقوام,انما هم فحم فحم جهنم,اوليكوننَ أهون علئ الله من العجلان التي تدفع بانفها النتن} (رواه أبو داود 2442)


pattang
06.08.2010

[quote:feadda35bf="jalal ahmadzai"]http://www.youtube.com/watch?v=3C-ISIwVCyg[/quote:feadda35bf]

احمدزی صېب دې کونجاړه خور ته ګوره !
http://www.youtube.com/watch?v=MPcv6VE6ji8&NR=1


larghonay laraway
07.08.2010

مجبور يم يو وار بيا هم ووايم چې زمونږ لوستي پښتانه تر اوسه د خېل، زي او سمت په منحوسو او منفورو لومو کې داسې ښکېل دي نه يوازې دا چې واقعيت نه ويني بلکې سترګې پرې پتوي.
دلته د ژبې د ليکدود خبره ده چې يو جلال بيا د خېل او زي خيرنې مفکورې ته کش کړې ده. جلال خانه اوريدلي دې نه دي (خان يې په ياران يې) غلجي، ابدالي، لودي او نور ټول زمونږ د قوم قبيلې دي چې مونږ ترې څوک بېلولی نه شي. مشران يې خپل مشران ګڼو، خاينان يې خاينان ګڼو او درد او غم يې راسره شريک دی. تا به تر اوسه د کوچيانو په خيرن او غير انساني ژوند فکر هم نه وي کړی خو ما پرې ډېر ژړلي او ليکنې مې هم پرې کړې دي.
تاسو بله خبره د پاچاهۍ کړې ده. که رښتيا درته ووايم نو په افغانستان کې تر اوسه پښتنو هيڅ پاچاهي نه ده کړې ټول راوستل شوي او د دې صحرايي خلکو پر سر يې له زبرځواکونو سره معاملې کړي. که چا پاچاهي کړې هغه زما او ستا غلجي نه وو بلکې ما او تا ورپورې ځانونه نښلولي دي. هغوی رښتيا هم متمدن وو، دومره متمدن چې ښځو يې پرتګونه هم نه اغوستل. خو ياده دې وي چې هغوی په پښتو او پښتونولۍ نه پوهېدل. يوه ښه مثال يې د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه دی چې تر مرګه پورې هم په ټکي پښتو نه پوهېدو نو د هغه په پاچاهۍ په څه ووياړو ؟ خو په هرصورت که هر څنګه وو خو يوازې نوم يې مونږ ته راپاتې دی او خدمت يې نورو ته کړی چې دلته بايد هيڅ بحث پرې ونه شي ځکه چې دا د پاچاهانو او واکمنو بحث نه دی بلکې د پښتو د ليکدود بحث دی!

جلال خانه خدای دې وکړي چې د چا سپکاوی رانه ونه شي. دا د قوم، خېل، سمت او زي بحث نه دی. له بده مرغه چې تاسو په هره خبره د همدې وروسته پاتې بدوي اوقبيلوي مفکورې پر مټ بحث کوئ.
دلته يوازې د شو او سو بحث هم نه دی. بلکې دلته د جهاني صيب له خوا د خلکو په هڅونه بحث دی چې بايد ټول په مورنۍ لهجه ليکنې وکړي. چې دا يو خيانت دی.
ګرانه جهاني خو له امريکايانو معاش اخلي او د پښتنو د بېلوالي او ټوټه کېدو له پاره به وظيفوي کار کوي خو که د پښتنو دښمنان انګريز او امريکايان په تا او پتنګ خبر شي چې د پښتنو په وېشلو کې دومره نه ستړي کيدونکی کار کوئ نو بايد معاشونه او مډالونه درکړي.

زما د چا په لهجه کار نشته چې کومه ښه ده او کومه خرابه ده. ټولې لهجې ښې دي او هرچاته خپله خوږه ده خو زما خبره په معيار ده. هغه معيار چې ارواښاد علامه حبيبي، علامه رشاد، علامه رښتين، علامه خادم، استاد بې نوا، استاد الفت او د کوزې پښتونخوا ژبپوهانو پرې هوکړې کړي او په کلونو کلونو ورته کار شوی دی.

پتنګ او جلاله:
د پښتنو د دين او قوم دښمنان د پښتنو په رنګارنګ وېشلو او وژلو لګيا دي او دسيسې ورته جوړوي. دوی په ښکاره پروژې لري چې د پښتنو د خېلونو او زيونو او سمتونو تر منځ نفاق واچوي او ويې جنګوي. همدا راز يې د ژبې په مسخه کولو او بېلولو کې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي نو څوک چې ورسره ملګرتيا کوي او د ځانغوښتنې په خاطر د پښتنو تر منځ نفاق پيدا کوي هغه د پښتنو ستر دښمن دی.
خدای دې وکړي چې تاسو دواړه په جذباتي، بدوي او قبيلوي مفکوره د پښتنو پښې ونه وهۍ او په غير شعوري توګه ورسره دښمني ونه کړئ.
پتنګ خان وايي په ژبه کې بايد اسانتيا راشي نو اسانتيا دا نه ده چې په لهجه دې ليکنې وشي. اسانتيا دا ده چې ټول پښتانه د يو پښتون په ليکنه په اسانۍ سره پوه شي او حتی بهرنيانو ته هم اسانه شي چې ژبه زده کړي.

جلال او پتنګه : ګلانو همدا اوس يو شمېر پاړسيوان په دې پوه شوي چې پښتنو په لهجو ليکنې شروع کړي نو کله چې مونږ ورسره بحث کوو چې پښتو ولې نه چاپوئ، دوی وايي کومه پښتو؟ د کندهار، غزني، پکتيا، خوست، ننګرهار، لوګر، او .......

پتنګه او جلاله: دلته خو څېرې پټې دي او ليکنې ښکاره دي نو خدای دې وکړي چې چېرته د پښتنو نژادي دښمنان نه اوسئ! ځکه تر اوسه داسې په ډاګه له جهاني پرته بل هيچا هم د پښتنو د قوم او ژبې د بربادۍ خبرې نه دي کړي. د پښتنو اوسنی شته معيار د چا د پلار نه دی. نه د ننګرهار دی، نه د کندهار دی، نه د پکتيا او نه د منځني ولايتونو، بلکې له ټولو لهجو ګډ جوړ شوی معيار دی او د ټولو سيمو او لهجو خلک په کې ځانونه ليدلی شي. دا چې تاسو د پښتنو بې چاره ګانو د قوم او ژبې په ټوټه کولو پسې راخيستې نو له پښتنو سره تر دې غټه دښمني به څه وي؟
پتنګ لالا او جلاله ګله!
تاسو ته شرم په کار دی چې پاړسيوان نړيوال کېدو ته ځانونه نژدې کوي او حتی غواړي چې د ايران، تاجکستان او د افغانستان د پاړسيوانو ژبه يوه شي چې عامه شي خو تاسو لګيايئ او د پښتنو ګډ معيار چې د يو سمت او خېل هم نه دی، بلکې د ټولو شريک دی، په هغه پسې راخيستې او پښتانه په خېل، زي، سمت او ژبې وېشئ!!
د پښتنو ډېر دښمنان وو چې څوک يې د مال، څوک د خاورېې، څوک د ناموس او څوک د قوم خو تاسو تر ټولو ته ماتې ورکړې ده. ځکه چې د پښتنو په بېخ او بنياد پسې مو راخيستې ده.
که داسې نه وي نو په اوسني معيار کې چې په کابل او پښتونخوا کې څو غونډې شوي او هوکړه يې پرې کړې په هغه کې د سمت، خېل او زي مفکوره يا اغېزه راوښيئ چې يوازې د يو سمت يا خېل سيوری پرې خپور وي؟
خو دا چې تاسو نه غواړئ چې پښتانه يو قوم، يوه ژبه او يو هدف ولري نو تر تاسو به د پښتنو او پښتو ستر دښمان څوک وي؟
زه اوس د ژبې په جزئياتو ځکه خبرې نه کوم چې تاسو تر اوسه يوه علمي او ژبپوهنيزه خبره هم نه ده کړې!

جلاله ګله تاسو ويلي چې :
[quote:7ecfeb6cf6]د پښتو د سو أو شو غوندې إختلافات په ټولو ژبو كې سته
لكه د إنګلستان أنګريزي او د أمريكايانو أنګريزي, همدارنګه د عربي ژبې إختلافات (تنوع لفظ) په ښه توګه روښان دى, ان د قران كريم اوو 7 رنګه قراءات ددغه إختلاف نتيجة ده.
همدارنګه دري فارسي, إيراني فارسي, طاجيكي فارسي.[/quote:7ecfeb6cf6]

زه نه وايم چې اختلافات نه وو خو حل شوي دي. که نه وي حل نو ته تکړه شه او د قرآنکريم داسې بېلابېلې اووه نسخې راته وښيه چې په بېلابېلو لهجو ليکل شوې وي او اوس يې هم ليکل او چاپول مروج وي ؟

پښتو هم دا پړاوونه تېر کړي دي. د بېلابېلو لهجو څخه په ګټې سره يې يو معيار موندلی دی او د وخت علماوو پرې هوکړه کړې ده.
تاسو د ايراني، تاجيکي د فارسۍ يا انګريزي او امريکايی او نورو مثالونه ورکړي دي، نو ګرانه ځان به نه تېرباسو، لومړی خو دا چې که څه هم ژبه يې شريکه ده خو انګلستان او امريکا بېل هيوادونه دي. ته خو د يو بې وزلي او يو هيواد، يو قوم او یو بې چاره قوم تر منځ نفاق اچول غواړې . له دې مثالونو دې معلومېږي چې ته پښتانه په هيوادونو وېشل غواړې او د انګرېز او امريکايي سره د افغانستان په ټوټه کولو کې هم ونډه اخلې!

[color=darkblue:7ecfeb6cf6]نتيجه:
د نړۍ په سطحه د افغانستان په ځانګړې توګه د پښتنو د وژلو، وهلو، د (خېل،زي، سمت) په نامه د وېشلو، د ژبې په نامه د وېشلو او د دوی د بربادولو او نابودولو نړيواله پروسه روان ده چې تر ډېره حده يې په پښتنو کې اغېزې کړي. نو هرڅوک چې د پښتنو قوم په خېل، زي، سمت او لهجه وېشي او سره بېلوي يې تر هغه د پښتنو ستر دښمن نشته بايد ويې پېژنو! د طالب، ملا، ملت پرست او ازادي غوښتنې شعارونه يې د خپلې شومې مفکورې ډال کړي دي پرې تېر نه وځئ!!!!

د پښتنو خېلونه ټول محترم دي خو په ټوليزه توګه د دوی بنسټ يوازې پښتون قوم دی چې د خېل، زی او سمت په نامه يې څوک سره نه شي بېلولی.

لهجه : د پښتنو هر خېل، زی، سمت حتی دره او سيمه خپله ځانګړې لهجه لري خو له دې ټولو لهجو يوه معياري ژبه جوړه شوې چې کلونه کلونه پرې کار شوی او عام شوی دی. دامعيار د يو خېل، زي، سمت او سيمې نه دی بلکې د ټولو مختلط دی. که معيار له منځه يوسو نو لومړی خو به د ښونيز نصاب په جوړولو کې ستونزه وي چې دا مو له زده کړې وروسته پاتې کوي، بله به د يوې سيمې او بلې د ليکدود تر منځ ستونزه وي چې دا هم وروسته پاتې والی دی، د بلې ژبې د خلکو له پاره به ټوټه ټوټه شو او هغه به مو ژبه په هيڅ ځای کې نه پرېږدي ځکه بهانه به وي چې ټولو لسګونو لهجو ته ځای نه شو ورکولی او ستاسو اصلاً ژبه نه بلکې لهجې دي. څوک چې غواړي د پښتنوژبه او قوم ټوټه کړي هغه تر کيوناري هم بد تر دی. [/color:7ecfeb6cf6]


pattang
07.08.2010

لر غونيه !
خبرې او پورته ليکنه دې نه تکرارومه که دا پورته ليکنه د پنتګ په
هکله احساساتي نوي نو ستا قضاوت به ډېر خائنانه وي او لوستونکو ته به يې
پرېږدم ٠

دا بحث تا پخپله منځ ته راوړی نو زه نه پو هېږم چې هدف دې څه وو او دی ?
ليک دې بې منطقه ده زه څيرکي نه پکښې وينم او دروغ هم وايې :

[quote:616930df0d]خو که د پښتنو دښمنان انګريز او امريکايان په تا او پتنګ خبر شي چې د
پښتنو په وېشلو کې دومره نه ستړي کيدونکی کار کوئ نو بايد معاشونه او مډالونه
درکړي.[/quote:616930df0d]
مونږ خو جنګ ور سره کوو خو تاسويې خوټې څټۍ داسې نده !
د افغانستان بوديجه 8% خپله ده او نوره 92 % يې اشغالګر ورکوي او هم دا علت
دی چې افغانۍ په کلداره جګه او دنورواسارو په مقابل کې خپل قيمت نه بايلي
لرغونيه دپښتو او غيرت خبرې مکوۍ ٠

[quote:616930df0d]جلال او پتنګه : ګلانو همدا اوس يو شمېر پاړسيوان په دې پوه شوي چې
پښتنو په لهجو ليکنې شروع کړي نو کله چې مونږ ورسره بحث کوو چې پښتو ولې
نه چاپوئ، دوی وايي کومه پښتو؟ د کندهار، غزني، پکتيا، خوست، ننګرهار،
لوګر، او .......[/quote:616930df0d]
دا خبره دې هم يادروغ ده او که دروغ نوي نو دپاړسيبانانو په مقابل کې بې منطقه
چرګې در څخه جوړې شوي دي ٠په هره لهجه که ليک چاپ شي د پښتو توري تر الف
څخه نيولې تر (ی) پورې به استعماليږي ، نو نوي توري او نوې چاپخانه يامطبعې
ته ضرورت نشته! دپاړسيبان يې پرې څه ! په هره لهجه مفهوم ترې اخيسل کېږي٠
لرغونيه نن خو به دې لکه د ډبګېرۍ دروازې يو چرسي شاعر (چې زه يې پېژنم )
چرس نوي وهلي٠
پتنګ دهرې پښتنې زوی دی ، په لهجو پورې ندی تړلی٠


larghonay laraway
07.08.2010

پتنګه هره ټولنه خپل خويونه او نزاکتونه لري.
زه چې په کومه ټولنه کې اوسم او کومې ټولنې ته ځان منسوبووم نو هيڅکله به هم ستا الفاظ تکرار نه کړم. خو دومره درته وايم چې زه په خپل وطن کې اوسم او د هيچا ګوډاګی نه يم او څټل خو ګرانه ته کوې چې د څټلو په خلکو کې پروت يې.
تاسو هيڅکله هم د پښتنو تر منځ د يو والي او ورولۍ خبرې ونه کړې. ستا زړه دومره د کاڼي دی چې حتی د پښتنو په ماشومانو دې هم زړه درد نه کوي او په ښوونځيو بنديدو يې خوشال يې په داسې حال کې چې خپل نازولي دې د عيسويانو په سکولونو کې شامل کړې دي.
په هر حال بحث بلې خواته لاړ نه شي خو زه بيا هم دومره وايم چې:
[color=red:06c4bbae92]نتيجه:
د نړۍ په سطحه د افغانستان په ځانګړې توګه د پښتنو د وژلو، وهلو، د (خېل،زي، سمت) په نامه د وېشلو، د ژبې په نامه د وېشلو او د دوی د بربادولو او نابودولو نړيواله پروسه روان ده چې تر ډېره حده يې په پښتنو کې اغېزې کړي. نو هرڅوک چې د پښتنو قوم په خېل، زي، سمت او لهجه وېشي او سره بېلوي يې تر هغه د پښتنو ستر دښمن نشته بايد ويې پېژنو! د طالب، ملا، ملت پرست او ازادي غوښتنې شعارونه يې د خپلې شومې مفکورې ډال کړي دي پرې تېر نه وځئ!!!!

د پښتنو خېلونه ټول محترم دي خو په ټوليزه توګه د دوی بنسټ يوازې پښتون قوم دی چې د خېل، زی او سمت په نامه يې څوک سره نه شي بېلولی.

لهجه : د پښتنو هر خېل، زی، سمت حتی دره او سيمه خپله ځانګړې لهجه لري خو له دې ټولو لهجو يوه معياري ژبه جوړه شوې چې کلونه کلونه پرې کار شوی او عام شوی دی. دامعيار د يو خېل، زي، سمت او سيمې نه دی بلکې د ټولو مختلط دی. که معيار له منځه يوسو نو لومړی خو به د ښونيز نصاب په جوړولو کې ستونزه وي چې دا مو له زده کړې وروسته پاتې کوي، بله به د يوې سيمې او بلې د ليکدود تر منځ ستونزه وي چې دا هم وروسته پاتې والی دی، د بلې ژبې د خلکو له پاره به ټوټه ټوټه شو او هغه به مو ژبه په هيڅ ځای کې نه پرېږدي ځکه بهانه به وي چې ټولو لسګونو لهجو ته ځای نه شو ورکولی او ستاسو اصلاً ژبه نه بلکې لهجې دي. څوک چې غواړي د پښتنوژبه او قوم ټوټه کړي هغه تر کيوناري هم بد تر دی.[/color:06c4bbae92]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more