اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
pattang
30.06.2010
وروره دې ښځې دروغ ويلي دي ، ځکه چې ډېر تور پوستان عرب دي يانې دسعودي
اوسېدونکي عرب حبش هم دي چې مهم مسال يې حضرت بلال دی ، علاوه لدې ما
ډېر تور پو ستي سعوديان ليدلي دي ٠ داخبره عقل او منطق نه مني ستا مقصد به
عجم او عرب وي خو ا ټول له اسلامه پورې تړاو نلري اواسلام يې کلک محکومه
وي٠
Abdulhadi Hairan
30.06.2010
[quote:8ba514daf3="pattang"] دسعودي
اوسېدونکي عرب حبش هم دي چې مهم مسال يې حضرت بلال دی
وي٠[/quote:8ba514daf3]
پتنګ صیب تاسو کوم حضرت بلال یادوئ؟ هغه چې صحابي و؟ ګرانه هغه وخت کې سعودي چرته و؟ او بل دا چې ته ډېر تېز تللی یې. هغه د هغې سیمې نه و چې اوس سعودي بلل کیږي، هغه د حبشې (اوس ایتهوپیا) اوسېدونکی و او دلته عربو ته په غلامۍ کې راوړل شوی و. داسې خبره دې وکړه لکه څوک ووایي چې اسامه یا جنرال مکرسټال د افغانستان دی.
بله خبره دا چې اوس کوم تور خلک د سعودي دي نو هغه خو د سعودي اتباع دي، هغه خو د هغې ښځې په خبره په لوړه درجه کې راځي. مګر هغه خلک چې غریبان دي او د افریقا او نورو غریبو هیوادونو څخه سعودي ته ځي که پوستکی یې سپین هم دی هغوی ته د ټیټې درجې خلک ښکاري.
ما په یوه اردو ورځپاڼه کې هم دا کیسه وکتله چې یو پاکستاني لیکلې وه ویل په سعودي کې یو ملا امام راته وویل چې پیسې به درکړم یوه پاکستانۍ یا افغانه انجلۍ راته واخله. ویل دا خبره په ما ډېره بده ولګېده نو ورته ومې ویل چې مونږ خویندې لوڼه په بدل ورکوو. تا ته چې څوک خور درکوي ته به یې هغه ته هم ورکوې. ویل ملا امام صاحب ډېر غوصه شو او وې ویل چې دا کفر دی. ویل ما ورته وویل چې د ګردې نړۍ نه ښځې په پیسو اخلې، درې میاشتې یې ساتې بیا هغه پریږدې بله اخلې، دا کفر ندی، او بدلول یې کفر دی.
pattang
30.06.2010
وروره !
هو هغه چې صحابي وو، زما مقصد له يوې خوا ديني دی چې د هر ډول (خلکو) انتګر ا څيون يې غو ښت او غو اړ يې ، له بلې خوا د سعودي په دولت مځکه کې
تور پوستي (امريکايان او اروپا يان چې په تحقيري اواز نېګر واته وايې) شته
او اتباع دي او په دولت کې يې کار کوي٠ دغه نوم حبش يوازې دحبشيې خلکو ته
زه نه وايم بلکې هغوی ته چې رنګ يې دسکرو غوندې تور ، پوزه يې پړيخه او غټې
غټې شونډې ولري٠
انسانان فرق لري خو په دولتي سويه داسې خبرې دمنلو وړ ندي٠
[quote:541b86af52="Abdulhadi Hairan"][quote:541b86af52="pattang"] دسعودي
اوسېدونکي عرب حبش هم دي چې مهم مسال يې حضرت بلال دی
وي٠[/quote:541b86af52]
پتنګ صیب تاسو کوم حضرت بلال یادوئ؟ هغه چې صحابي و؟ ګرانه هغه وخت کې سعودي چرته و؟ او بل دا چې ته ډېر تېز تللی یې. هغه د هغې سیمې نه و چې اوس سعودي بلل کیږي، هغه د حبشې (اوس ایتهوپیا) اوسېدونکی و او دلته عربو ته په غلامۍ کې راوړل شوی و. داسې خبره دې وکړه لکه څوک ووایي چې اسامه یا جنرال مکرسټال د افغانستان دی.
بله خبره دا چې اوس کوم تور خلک د سعودي دي نو هغه خو د سعودي اتباع دي، هغه خو د هغې ښځې په خبره په لوړه درجه کې راځي. مګر هغه خلک چې غریبان دي او د افریقا او نورو غریبو هیوادونو څخه سعودي ته ځي که پوستکی یې سپین هم دی هغوی ته د ټیټې درجې خلک ښکاري.
ما په یوه اردو ورځپاڼه کې هم دا کیسه وکتله چې یو پاکستاني لیکلې وه ویل په سعودي کې یو ملا امام راته وویل چې پیسې به درکړم یوه پاکستانۍ یا افغانه انجلۍ راته واخله. ویل دا خبره په ما ډېره بده ولګېده نو ورته ومې ویل چې مونږ خویندې لوڼه په بدل ورکوو. تا ته چې څوک خور درکوي ته به یې هغه ته هم ورکوې. ویل ملا امام صاحب ډېر غوصه شو او وې ویل چې دا کفر دی. ویل ما ورته وویل چې د ګردې نړۍ نه ښځې په پیسو اخلې، درې میاشتې یې ساتې بیا هغه پریږدې بله اخلې، دا کفر ندی، او بدلول یې کفر دی.[/quote:541b86af52]
عادل عادل
01.07.2010
سلامونه
حیران صیب پام مو وي چې اسلام او سوچه مسلمان به د عربو په کړو وړو سره نه پیژنئ، دوی دین ته شا کړې او په عربیزم نښتي دي، د کله نه چې دوی د ترکي اردوغان د عثماني خلافت د بیا راژوندي کیدو خبرې اوریدلې دي، وار یې خطا او په دواړو کې حیران دي، چې بیرته دین ته راوګرځي که ټوکیدلې لوغیدلې عروبه وپالي؟
مبارزشاه
02.07.2010
دوهاج ساپي صيب په انتظارخو زموږ دوه سترګې څلور شوې.
هسې نه ساپي صيب ټيكسي اخيستي وي او موټرواني يې شروع كړي وي :lol: :lol: :lol:
Abdulhadi Hairan
03.07.2010
[quote:07ae836cc7="مبارزشاه"]دوهاج ساپي صيب په انتظارخو زموږ دوه سترګې څلور شوې.
هسې نه ساپي صيب ټيكسي اخيستي وي او موټرواني يې شروع كړي وي :lol: :lol: :lol:[/quote:07ae836cc7]
وهاج صیب کیدای شي د کومې فتوې په جوړولو بوخت وي ځکه په خبرونو کې مې ولیدل چې په سعودي کې د فتوو په سر د ملایانو په منځ کې تاو تریخوالی پیدا شوی دی. په دې لینک یې کتلی شئ
اردو
http://www.alarabiya.net/articles/2010/07/01/112802.html
انګلیسي
http://www.alarabiya.net/articles/2010/07/01/112770.html
ع کريم حليمي
04.07.2010
درنو او مکرمو وړونو تاسو ټولو ته ، السلام علیکم و رحمة الله
یوه معترضه جمله لرم
[quote:fef45200af]خو د إمامت لپاره چې نور ټول صفات او مكتسبات برابر سي نو بيا قواره مهمه ده, څوك چې په قواره برابر وي هغه به مخ كيږي[/quote:fef45200af]
پورته جمله د یو داسي سړي د خولې خبره ده چه : په مصطلح او مصطلحات نه پوهېږي ، کتابي جمله نده
داسي جملې موږ ردوو او رد کړي مو وېٖ ، ولي چه : زمونږ خوږ نبي صلی الله علیه و سلم فرمایلي چه :
من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد
إمام الحرم المكي الشيخ / عبدالرحمن السديس په خپله خطابه کښي فرمایلي وه چه :
((بعض "الجهال" الذين لا يعلمون معنى المصطلحات.....))
((كثر الجهل بين الناس في هذا الزمن وأصبح الناس لا يعرفون معنى المصطلحات الفقهية والشرعية فيتكلمون بكلام لا يفهمونه ولا يعرفون معناه". ))
..Ahmadzai
04.07.2010
ښه ده. د نيويارك ليبرال مولنا صاحب.
ردول هم دليل غواړي, منطق غواړي, كنه هسې ردول خو هرڅوك كولى سي
بيا نو دا رنګه ردولو ته [color=red:0ae764b940]جهل مركب [/color:0ae764b940]وايي.
كله چې د إمامت لپاره أصلي شروط يوشان أو برابر سي په كانديدو اشخاصو كې , بيا نور إضافي أوصاف هم سته چې د تفضيل پروسه پوره كولى سي.
أو زه هم نه وايم چې د أصلي شرطونه دي خو په إنتخاب كې وروسته له أصلي شرطو ترې كار أخيستل كيداى سي لكه پاكوالى, ښه قواره أو حسب أو شرف.
[color=darkred:0ae764b940]وقد ذكروا أوصافا أخر ففي المحيط فإن استويا في السن قالوا أحسنهما خلقا أولى ،فإن استويا فأحسنهما وجها أولى وفسر الشمني الخلق بالإلف بين الناس وفسر المصنف في الكافي أحسنهم وجها بأكثرهم صلاة بالليل للحديث { من كثرت صلاته بالليل حسن وجهه بالنهار } ، وإن كان ضعيفا عند المحدثين ، وذكر في البدائع أنه لا حاجة إلى هذا التكلف بل يبقى على ظاهره ; لأن صباحة الوجه سبب لكثرة الجماعة خلفه وقدم في فتح القدير الحسب على صباحة الوجه ، فإن استووا فأشرفهم نسبا .[/color:0ae764b940]
فروع الفقه الحنفي
البحر الرائق شرح كنز الدقائق
زين الدين بن إبراهيم (ابن نجيم)
كتاب الصلاة باب الإمامة= الأحق بالإمامة في الصلاة
[quote:0ae764b940]إمام الحرم المكي الشيخ / عبدالرحمن السديس په خپله خطابه کښي فرمایلي وه چه :
((بعض "الجهال" الذين لا يعلمون معنى المصطلحات.....))
((كثر الجهل بين الناس في هذا الزمن وأصبح الناس لا يعرفون معنى المصطلحات الفقهية والشرعية فيتكلمون بكلام لا يفهمونه ولا يعرفون معناه". ))[/quote:0ae764b940]
شيخ السديس څه ښې خبرې د ليبرالي مفتيانو په باره كې كړي.
شيخ صاحب دا خبرې هله وكړې كله چې كلباني د موسيقي د أوريدلو دجواز فتوا وركړه, نو شيخ السديس يې په تعقيب پورتني جملې د جواب په بڼه وكړې, ښه ده دلته هم كلبيان سته چې د موسيقي د جواز فتواوې وركوي
او دا ده د السديس خبرې هم ويني.
په درنښت
ع کريم حليمي
05.07.2010
درنو او مکرمو لوستوونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
[quote:a55d0f5e23] د نيويارك ليبرال مولنا صاحب.
ردول هم دليل غواړي, منطق غواړي[/quote:a55d0f5e23]
يؤم القوم أقرؤهم لكتاب الله، فإن كانوا في القراءة سواء فأعلمهم بالسُّنة، فإن كانوا في السنة سواء.............
مونږ همېشه فرعه په اصل دردوو ، ترڅو چه اصل منطق وي ، فرعي ته هیڅ ضرورت نه سته ، او بیا داسي
فرعه چه تطبق ئې امکان نه لري ، او داسي فرعه چه تطبق کېدل ئې د امکانه لیري ښکاري .
روغ او رمټ اوسې
Re: د سعودي د فتوې په اړه د افغانانو نظر څه دی؟
و.افغان
09.07.2010
[quote:d666f0c8f0="Abdulhadi Hairan"]د سعودي یو مفتي فتوه ورکړې چې په اسلام کې د ښځو موټر چلول ناروا دي خو ښځې کولای شي چې خپلو موټروانانو ته د خپلو تیونو شیدې ورکړي څو هغه یې ځامن شي او پرده یې ماته شي. په سعودي کې د دې فتوې بحث اوس ډېر تود دی. د دوی موټرچلوونکي زیاتره د خارجي هیوادونو خلک دي. اوس ځینو ښځو دا دړکه هم ورکړې چې که په څو ورځو کې حکومت د موټر چلولو اجازه ورنکړي نو خپل تیونه به په خپلو موټروانانو وروي. چې دا د افغانستان ملایان به په دې اړه څه وايي.[/quote:d666f0c8f0]
درنو وروڼو !
سلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
په پيل کې يوې خبرې ته اشاره اړينه بولم، هغه دا چې د ليکوالۍ او ژورنالېزم اصولو
ته ژمن ليکوال يا ژورنالېست ته اخلاقا پکار دي، چې کله خپلو لوستونکو ته يوه خبري
ماده وړاندې کوي؛ په موضوعي طريقه يې وړاندې کړي، د خپلو شخصي خود غرضيو
د تأثير قرباني يې نه کړي، په خپل شخصي تفسير يې رنګ وربدل نه کړي، که چېرته
کومه تبصره لري؛ هغه جلا مطرح کړي، همدارنګه د نقل قول په اړه کوښښ وکړي چې
له حرفيت څخه کار واخلي، ځان له عهدې خلاص کړي، او مسؤوليت يې د اصل
مصدر او منبع په غاړه ورواچوي، او د نورو په خبرو کې په خپلې هوا او مزاج تحريف
ونه کړي.
د حيران صاحب په پورتنۍ خبره کې څو تحريفه دي، چې متأسفانه نه ښاغلي دا ويلي
دي چې دا خبرې د چا دي، نه يې مصدر او منبع په ګوته کړی دی، او نه يې په حقيقت
ګوتې ايښي دي، په دې سربېره نه دی توانېدلی چې خپله څو کرښيزه ليکنه د خپل
خود غرضه حرکت څخه خوندي وساتي.
هيڅ عالم دا نه دي ويلي، چې په اسلام کې د ګاړي چلول حرام دي، من حيث الأصل په اسلام کې
د ګاړي په چلولو هيڅ کوم ممانعت نشته، پخوانۍ ښځې په آسونو سپرېدې، په
اوښانو سپرېدې، او نور د نقل وسائط يې هم د سپرلۍ لپاره کارولي دي، په سعودي کې د
د ښځو له خوا د ګاړو چلول يو اجتماعي (ټولنيزه) ستونځه ده، چې تر اوسه پورې
ورته د مصلحت له مخې اجازت نشته، که چېرته د څېړنو او مصلحت له مخې سعودي
ټولنه د دې وړ وبلله شي چې ښځې په کې ګاډې وچلوي؛ نو حکومت به ضرور اجازه
ورکوي، د دې دا معنا نه ده، چې اسلام کې دا کار پرون حرام او نن حلال شو، بلکه
اسلامي دين يو مترقي دين دی، چې د انسانانو د اړتياوو لپاره په تدريجي ډول د
احکامو تغيير ته اجازه ورکوي، داسې يو تغيير چې اسلامي ټولنه يې د هضم توان
ولري، او د مصلحت په ځای مفسده منځ ته رانه وړي، دېته وايي: دين الاسلام صالح
لکل زمان ومکان، تدرج په اسلامي فقهه کې يو لوی اصل دی، په اسلامي شريعت
کې تر ډېره حده په واضحو مثالونو کې تدرج په کار وړل شوی دی، او پکار ده چې مونږ
يې هم د سالمې او روغې زندګۍ لپاره خپل قانون وګرځوو.
[quote:d666f0c8f0="Abdulhadi Hairan"]د سعودي یو مفتي فتوه ورکړې چې په اسلام کې د ښځو موټر چلول ناروا دي خو ښځې کولای شي چې خپلو موټروانانو ته د خپلو تیونو شیدې ورکړي څو هغه یې ځامن شي او پرده یې ماته شي. .[/quote:d666f0c8f0]
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په زمانه کې داسې يوه حادثه پېښه شوې وه، چې يوې
صحابيې ښځې په خپل کور کې يو ماشوم لوی کړی وو، د هغوی د کور کارونه به يې
کول، هغوی دغه هلک د ځوی په نظر کتل، بلکه په ځویولۍ (تبني) سره يې نيولی وو،په هغه باندې د دغې ښځې کور ته د ننوتلو هيڅ پابندي نه وه، اسلامي دين هم تر څه وخته پورې د ځوی نيولو کلتور نه وو رد کړی، کله چې په اسلام کې دغه کلتور د سورة الأحزاب (ادعوهم لآبائهم...)
په نازلېدو سره له منځه لاړ، نو دغه کورنۍ له لويې ستونځې سره مخامخ شول، دغې
ښځې پيغمبر صلی
الله عليه وسلم ته شکايت وکړ، نو هغه مبارک ورته وفرمايل: خپلې شيدې ورکړه،
داسې به دی ستا رضاعي ځوی شي، او ستاسې کور ته په ننوتلو به يې پابندي ختمه
شي.
په دې حديث کې دا نه دي ويل شي، چې ښځه دې خامخا خپل تۍ د هغې په خوله کې
ورکړي، بلکه ګمان دا کېدای شي چې د يوه لوښي په واسطه يې هغه ته شيدې ورکړي
وي، او علماء هم دا حديث همداسې تفسيروي، ځکه چې د غير محرم سره د ښځېنه جسد تماس شرعا حرام دی.
بله دا چې علماء دې حادثې ته قضية العين وايي، چې يواځې د سالم مولی
حذيفه په اړه راغلې ده، او د تبني حکم له دغه وخت ختم شوی دی، نو دغه حکم يواځې
د همدغې واقعې په اړه راغلی دی، چې استثناء يې بللی شو، په قضية العين باندې
قياس کول غلط دي.
دا چې د سعودي يو عالم په دغه حکم د قياس او تعميم نظر لري؛ نو هغه هم دا نه دي
ويلي چې سړي دې د ښځو تيونه په خولو کې ونيسي، بلکه هغه د دې لپاره شرطونه
ايښي، چې مغرضې ميډياګانې هغه له پامه غورځوي،
له دغو شرطونو څخه يو شرط دا دی چې هغه څوک چې له دغه ترخيص استفاده کوي؛ بايد حالت يې داسې وي؛ لکه په مخکنۍ حادثه کې چې د سالم
مولی حذيفه انځور شوی دی، بل حل نه وي، نو شيدې دې د يوه لوښي په واسطه هغه سړي ته
ورکړي، دا چې ځينو ډمو د ځينو سړيو په خولو کې د خپلو تيونو د ورکولو دړکه ورکړې
ده، نو دغه ښځې په دې او هغې فتوا پابندې نه دي، بلکه د هغوی دا خواهش
او خوښه وي، چې په دې پاکه خاوره کې د غربيانو په څېر حيواني پليت ژوند ولري.
پاتې دې نه وي چې د دغه سعودي عالم فتوا د ډېرو علماوو، علمي مراکزو، او پوهو
خلکو له خوا مردوده اعلان شوې ده، دغه عالم نور شذوذات هم لري، لوی الله جل
جلاله دې ورته هدايت وکړي، ځينې خلک اوسمهال په سعودي کې د روانې بيان
ازادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي، او د فتواوو ګډوډي رامنځ ته کوي، د دوی په مقابل
کې لېبرل او علماني فکره خلکو هم د ټولنې د افساد لپاره لاپسې خپل ګامونه توند کړي دي، لوی الله جل جلاله دې اسلامي ټولنه د ټولو شرورو څخه په امان کړي.
په درنښت
عبدالله صابر
09.07.2010
السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
ليکن رضاعت موده دوه دوه نيم کاله ده ،له دي پورته خوڅوک رضاعي ځوی
نه شي جوړيدئ ، ددي مسئلې تفصيل بياڅه شی دی چي له دي مودې پورته
ديوڅوک رضاعي ځوی شي ؟ ؟ اويا که څوک دخپلې ښځې شيدې وره وي
ايامعنی يی داشوه چي ښځه يی موراو ورباندي حرامه شوه ؟؟؟
والسلام
كريم كامران
09.07.2010
[quote:5230d21037="عبدالله صابر"]السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
ليکن رضاعت موده دوه دوه نيم کاله ده ،له دي پورته خوڅوک رضاعي ځوی
نه شي جوړيدئ ، ددي مسئلې تفصيل بياڅه شی دی چي له دي مودې پورته
ديوڅوک رضاعي ځوی شي ؟ ؟ اويا که څوک دخپلې ښځې شيدې وره وي
ايامعنی يی داشوه چي ښځه يی موراو ورباندي حرامه شوه ؟؟؟
والسلام[/quote:5230d21037]
وعلیکم السلام
وهاج ساپي صیب دا موضوع روښانه کړې چې هغه یوه استثنايي پېښه وه، او حکم یې یوازې د سالم مولی ابی حذیفة پورې خاص دی. عام نه دی.
او نن سبا په بحثفورمونو کې په لاسلیکونو هم ملاحظې کیږي، دوزن ا وقافیې له لحاظه ستاسو دلاسلیک سمه بڼه داسې ده:
بیلتونه دا ځل خو دې عمر دومره لنډ شه چې زه
په لمن اوښکې پاکوم او جانان بېرته راشي
درويشه داسې به ونه شي چې زمونږ هدیرې
نور مړي وګرځوي ټول، طالبان بیرته راشي
و.افغان
09.07.2010
د ښاغلي حيران د ليکنې سرليک يوه بله بې ادبي ده، چې کېدای شي له نوموړي څخه بې شعوره شوي وي:
ښاغلي حيران خپلې ليکنې ته داسې سرليک ټاکلی دی:
د سعودي د فتوې په اړه د افغانانو نظر څه دی؟
زه ګران ورور ته وايم، چې د يوه عالم د فتوا په اړه که غلطه هم وي؛ عامه افغانان څه
حق لري چې ابراز نظر وکړي، د فتوا ترديد يا قبول د وخت او مکان نورو علماوو پورې
اړه لري؛ چې هغه کار شوی دی، همدارنګه د علم الاجتماع، علم النفس، او رواني
تخصصاتو متخصصين حق لري چې په موضوعي ډول د دغې فتوا په عواقبو خپل
نظر څرګند کړي.
نور لوده ګان حق نه لري، چې دغه فتوا په تمسخر او ټوکو ونيسي، او له فرصت څخه
په استفادې د نورو دينپوهانو په وړاندې ګستاخي او شيطاني سپک حرکت تر سره
کړي.
په درنښت
عادل عادل
11.07.2010
سلامونه
دروند وهاج صیب الله مو زمونږ له سره مه کموه، مننه ستاسو له ګټورو مالوماتو څخه، لله الحمد چې د دین جید او ریښتوني علما شته.
20.07.2010
څنګه چې انتظار کېده ښاغلي وهاج صيب موضوع روښانه کړه، ولې
[quote:3f6bc3157a]دا چې ځينو ډمو د ځينو سړيو په خولو کې د خپلو تيونو د ورکولو دړکه ورکړې ده، نو دغه ښځې په دې او هغې فتوا پابندې نه دي،
بلکه د هغوی دا خواهش او خوښه وي، چې په دې پاکه خاوره کې د غربيانو په څېر حيواني پليت ژوند ولري[/quote:3f6bc3157a].
ښايي څنګه چې وهاج صيب هم په دې تړاو چې پخوا د ښځو له پاره داسونو او اوښانو سپرلي روا اوميسره هم وه د موټر چلولو
حق هم موجه بللی اړونده ښځو هم ددغه حقه حقوقو د لاسته راوړلو له پاره دا دړکه ورکړې وي نه داچې ګواکې دوی په رښتيا
هغه ښځې اوسي چې غربي بداخلاقي په خپل هيواد کې ترويجول غواړي . ځکه
د اړوندې فتوا نفسياتي اغيز هم دادی چې موټر چلونه
دښځو له پاره يوداسې اړين ټولنيز امر او جدي حق معرفي کوي چې آن ددغسې رضاعيت ګواښ هم رامنځته کولی شي .
سربيره پر دې موټر لرل او چلول يو ټولنيز رول او امتياز هم دی، چې تر نارينه و د ښځو روا نفسياتي ليوالتيا ورته لا زياته وي .
نو جالبه نه دغه دړکه ده او نه دومره د نوموړې فتوا ردول جالب بريښي، بلکې جالبه پوښتنه داده چې آيا دفتوا له ردولو وروسته موضوع
څه ډول حل شوه ، آيا ښځو ته د موټر چلولو حق ورکړل شو چې د محرم له بدرګې پرته هم موټر وچولوي (؟) او که لانجه همغسې لاينحل پاتې شوه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
و.افغان
21.07.2010
ع.ر. سياف صاحب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
د خبرو تحليل ته دې راځم، خو لومړی دا وواياست چې څه مصروفيات لرئ، مونږ سره
يې شريک کړئ؛ چې تعاون درسره وکړو. :)
[quote:9cc21aaa6c="ع . ر. سیاف"]ان الحمد لله نحمده ونستعینه ونعوذ بالله من سیئات اعمالنا من یهد الله فلا مضل له ومن یضل فلا هادی له. امابعد:
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
څرنګه چی تاسو ته هم معلومه ده زما مصروفیات ډیر دي خو ددومره مصروفیات باوجود خپل نظر شریکي کول غواړم.
له مقدماتی خبرو به تیر شو ننی اسلام له پرونی اسلام سره ډير توپیر موندلی، څرنګه چی ټوله نړۍ د پرمختګ په حال کی ده نو هغه اسلام چی پیغمبر ص مونږ ته پرې ایشي وو نن ورځ ډيره ترقي کړي ده.
تاسو وینۍ چې په هغه اسلام کی د یهودو او نصاراوو ترڅنګ دریدل داسلام څخه دوتلو په معنی وه خو الحمدلله نن سبا دامریکايي او دوستو هیوادونو دسرتیرو حمایه کول ددې لپاره چی په دی ملک کی بنسټپالان او متخلف اسلامیین ووژني د اسلام عالي اهداف او مقاصد دي.
په همدی ترتیب سره ویلای شو چی دمترقي اسلام غوښتنه داده چی ښځو ته مطلقه ازادي ورکړ شي. ښځي کولای شي دسعودي دمفتي فتوا باندی عمل وکړي. دا دیو مترقي اسلام غوښتنه ده. او له وهاج صافي څخه می هم غوښتنه دا ده چی ددی فتوا په مخکې رد ونه کړي.
مصروفیتونه زیات دی بیا هم راځم او دا بحث به پرمخ وړو.[/quote:9cc21aaa6c]
ګرانه وروره!
اسلام تغيير نه دی موندلی، اسلام هماغه اسلام دی، په متجددو عملي مسائلو،
او نوازلو کې د فقهي احکامو بدلېدل د اسلامي شرعې د مقاصدو عملي جنبه ده.
هو، هر تغيير چې په عملي فقهي حکم کې رامنځته کيږي؛ په هيڅ صورت سره د عامو
اسلامي مقاصدو له دائرې څخه نشي وتلای، که چېرته ووځي؛ نو واضح البطلان او غير
اسلامي دی.
پاتې کوم چې قلبي عقائد او قلبي اعمال دي؛ نو په هغو کې هيڅ تغيير نه دی راغلی،
او نه به تغيير راشي، لکه عقدي قلبي احکام، او هغه نور چې د عقدي قلبي احکامو
لاندې شامليږي، لکه د مسلمانانو سره دوستي، او د اسلام د دښمنانو سره دښمني،
په کافر باندې د ادنی مسلمان برتري وغيره، په دغو عقيدوي او قلبي مسائلو کې
يواځې د دعوي وسائلو له مخې تغيير راځي، او وسيله چې مشروعه، او بذاتها محرمه
نه وي؛ نو هيڅ باک نه لري چې د اسلام پخش او نشر لپاره وکارول شي، عملا بالقاعدة
الشرعية: الغاية لا تبرر الوسيلة، وخلافا لليهود ومن تبعهم من ضلال المسلمين
القائلين: ان الغاية تبرر الوسيلة.
په درنښت
رښتینی
21.07.2010
محترم وهاج صاحب ګومان كوم دانوي غړۍ چي د عبدرب الرسول
سياف په نامه يي ځان راجستر كړي غواړي د مشهور استاد سياف
دموجوده دريځ نمايندګي وكړي او دهغه عملي سياست په طنزيه توګه
دلته وړاندي كړي
عادل عادل
21.07.2010
سلامونه
ګرانه وروره ع. ر. سیاف
تاسو ته دې مالومه وي چې د لوی شیطان عبدالرب رسول سیاف د رټلو په څنګ کې مو په ناببره توګه د دیني مسایلو په اړه بې باکي کړې ده، دا چې خدای مکړه ګناه مو تر ثواب زیاته نشي، نو بهتره به وي چې دا ډول طنزیه لیکنو موضوع مو دیني مسایل نه بلکه نور ډیر موضوعات شته چې د مرحوم سیاف نړیدلی شخصیت پکې راونغاړئ.