اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د سعودي د فتوې په اړه د افغانانو نظر څه دی؟
Abdulhadi Hairan
26.06.2010
د سعودي یو مفتي فتوه ورکړې چې په اسلام کې د ښځو موټر چلول ناروا دي خو ښځې کولای شي چې خپلو موټروانانو ته د خپلو تیونو شیدې ورکړي څو هغه یې ځامن شي او پرده یې ماته شي. په سعودي کې د دې فتوې بحث اوس ډېر تود دی. د دوی موټرچلوونکي زیاتره د خارجي هیوادونو خلک دي. اوس ځینو ښځو دا دړکه هم ورکړې چې که په څو ورځو کې حکومت د موټر چلولو اجازه ورنکړي نو خپل تیونه به په خپلو موټروانانو وروي. چې دا د افغانستان ملایان به په دې اړه څه وايي.
Re: د سعودي د فتوې په اړه د افغانانو نظر څه دی؟
pattang
26.06.2010
نالت پر دې ملا، نالت پردې فتوا هر خر او کربو ړی فتوا نشي ورکولی او له فتوا نه
دې سړی دروزه ماتې چيلم نه جوړوي ٠ دې ته خاص حماقت وايې او له اسلام سره
کومه اړه نلري که طا لبان پرې خبر شي له ما به بد ترې کنځلې ورته وکړي٠
[quote:475cc6a521="Abdulhadi Hairan"]د سعودي یو مفتي فتوه ورکړې چې په اسلام کې د ښځو موټر چلول ناروا دي خو ښځې کولای شي چې خپلو موټروانانو ته د خپلو تیونو شیدې ورکړي څو هغه یې ځامن شي او پرده یې ماته شي. په سعودي کې د دې فتوې بحث اوس ډېر تود دی. د دوی موټرچلوونکي زیاتره د خارجي هیوادونو خلک دي. اوس ځینو ښځو دا دړکه هم ورکړې چې که په څو ورځو کې حکومت د موټر چلولو اجازه ورنکړي نو خپل تیونه به په خپلو موټروانانو وروي. چې دا د افغانستان ملایان به په دې اړه څه وايي.[/quote:475cc6a521]
عبد السلام
27.06.2010
حیران صاحب ! دا خوډیر روښانه مفتی ، په وزن دمفسی ښکاري ! فتوایې هم دایرانی اخوندانو د سیغې ، او یا زمونږ اوتاسو د آیه الله محسنی داحوال شخصی قانون نه کمه نده ، آفرین دنر بچیه ، دغه ته مفسی وایي !
حتمآ به داسعودی مفتی دخپلې میرمنې او یا دخپل رضاعی زوی د تاثیر لاندې وي !
نه دې دي اوریدلي چې وایي : الضرورات تبيح المحظورات :)
[quote:3aa55a4ab1]د سعودي یو مفتي فتوه ورکړې چې په اسلام کې د ښځو موټر چلول ناروا دي خو ښځې کولای شي چې خپلو موټروانانو ته د خپلو تیونو شیدې ورکړي څو هغه یې ځامن شي او پرده یې ماته شي. په سعودي کې د دې فتوې بحث اوس ډېر تود دی. د دوی موټرچلوونکي زیاتره د خارجي هیوادونو خلک دي. اوس ځینو ښځو دا دړکه هم ورکړې چې که په څو ورځو کې حکومت د موټر چلولو اجازه ورنکړي نو خپل تیونه به په خپلو موټروانانو وروي. چې دا د افغانستان ملایان به په دې اړه څه وايي.[/quote:3aa55a4ab1]
ع کريم حليمي
27.06.2010
محترم او مکرم حیران صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ښه راغلاست ، هر کله مو خدای راوله و" ټول افغان" ته ،
محترم حیران صاحب ، د داسي فتواوو تر شا د سعودي شاهي کورنۍ ولاړه ده ، سپیني ماڼۍ د سعودی شاهي کورنۍ تر ډېر سیاسي فشار لاندي را وستلې ده ، مسؤل او ګرم هم دي !!، هغوۍ اوس مجبوره شوه چه ښځو ته یو اندازه ازادي ورکړي ، نغواړئ چه ملت ته فکري ضربه ورکړي ، لمړئ سري چوک اوازېٖ خپروي ، څوچه د خلکو غوږونه ورسره اشنا سي ، څه وخت چه دا خبره پر خولو سي نو هغه د سعودي د ملایانو فکري غلیظت به ورنرم کړي ( ښه سیاست )
ښځي ته په بازار کي د موټر د چلولو اجازه نه ورکول ، د دین او شریعت سره هیڅ تعلوق نه لري ، خو سیاسي
او کلتوري او دودي کود دۍ
نو د داسي اجتماعي کودونو او غلط فرهنګ ماتول هم په هم داسي سیاسي فتوای ته ضرورت لري
دېٖ سړي ته مفسي ویل ښه خبره نده
په درنښت
Abdulhadi Hairan
27.06.2010
پتنګ صاحب، عبدالسلام صاحب او محترم حلیمي صاحب،
ډېره مننه ستاسې له ځوابونو او نظر شریکولو. خدای شته ما هم دې فتوی ته ډېر وخندل ځکه چې ډېره احمقانه غوندې خبره ده. خو خېر، دا کومه ناشنا پدیده نده، د سعودي د وهابیانو هر کار همداسې وي.
عادل عادل
27.06.2010
سلامونه
که څوک راته ووایي چې غوږ دې سپي یوړو، نو باید چې خپل غوږ وګورو نه دا چې په سپي پسې ودانګو.
دغه خبر خو ماته هغه د سپږو د ډول خبر بریښي، پکار ده چې لږ صبر وکړو تر څو دروند وهاج صیب خپل نظر پرې ورکړي.
مسلمانه او با عفته ښځه هیڅکله هم داسې سپک جرات او بې حیا دړکه نه ورکوي او نه به یې هم ورکړي، دا تش تورونه دي چې په مسلمانو ښځو پسې یې لګوي.
عربانو ته خو مونږ ډیر احترام لرو خو د دوی په کورونو کې نارینه او ښځینه مسلمان او غیر مسلمان نوکر، آشپز، باغوان، موټروان او داسې نور ساتل د تشویش وړ دي.
Abdulhadi Hairan
27.06.2010
یاره عادل صیب نو ښځې بېچاره ګانې څه وکړي؟ هغوی خو یوه ډېره ساده غوښتنه لري چې د موټر چلولو اجازه دې ورته ورکړای شي. نو چې کله په یو هېواد کې مفتیان دومره سپک، احمق او په ذهني توګه فلج شي چې په دغه ډول فتوو ورکولو لاس پورې کړي نو د هغه هېواد ښځې به هم یو څه ځواب خو ورکوي. او دا خو کومه پټه پناه موضوع نده، د ټولو عربي هیوادونو میډیا پرې نن سبا غږېږي.
مبارزشاه
27.06.2010
په سعودي کې موټرواني څه شروط لري او په کومو شروطو یو سړی کولای شي دموټروانۍ لایسنس واخلي؟
هیله ده کوم ورور په دې اړه مفصل ځواب راکړي
ډیره ډیره مهرباني به یې وي.
ستاسو ځواب ته په تمه.....
Abdulhadi Hairan
27.06.2010
هاهاها، ښاغلی مبارزشاه، ډېر ښه. ډېر ژر دې په سعودي کې موټروانۍ ته زړه وشو!
هغه ورځ مې په دوبۍ کې پاکستانی موټروان ولید. هغه هم راته ویل په دوبۍ کې موټرواني پرېږدم او سعودي ته ځم. ویل د دغه مفتي صیب فتوه راباندې ډېره ښه لګېدلې ده، ویل موټروانان غریبانان به ورته ایله دوعاګانې وکړي.
watanmal
27.06.2010
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
حيران صيب مننه به درڅخه وكړو كه د مفتى نوم او د خبر مرجع دى راته په
ګوته كړه ، ترڅو وه ګورو چى سړى مفتى دى او كه ...................او خبر څومره
حقيقت لرى. ځكه مونږ بايد په ډنډورو پسى لاړ نه سو.
همدارنګه حيران صيب كه وه ګورى دلته هر خبر ملګرى د مرجع سره
په ليكه كوى تر څو د شك ځاى پكى پاتى نه شى.
وروڼو رضاعيت خپل محدود وخت لرى له هغه ورسته كه انسان د كومى ښځى
تى وروى نو رضاعى مور يى نه جوړيږى.
=================================== وطنمل
مبارزشاه
27.06.2010
ولا نو حیران صیب ته خپله ووایه څه وکړو؟ په استاذۍ کې هم څه نشته د افغانستان د استاذانو تنخواګانې خو تاته معلومې دي په دې ګرانۍ کې پرې ګوزاره چیرته کیږي.
سعودي ښه دی مبارکې ځمکې دي د مزدورۍ ترڅنګ که حج نه وي عمره خو به وکړې.
او مزدوري یې هم هاغه ده تاته بهتره معلومه ده که نور څه نه وي دسهار په ناشته کې خو به شیدې څښې!
Abdulhadi Hairan
27.06.2010
یاره وطنمل صیب، ما د خبر مرجع ځکه ونه ښودله چې دا موضوع خو ډېره عامه شوې ده. زه یو څو ورځې په عربو کې وم او په هره ورځپاڼه، هر تلویزیون او هر ځای کې مې دا بحث اورېده. نو ما ویل نور خلک به هم ترې خبر وي.
خو دلته د ګلف نیوز دا خبر راوړم:
Saudi women use fatwa in driving bid
The women threatened to follow through the fatwa which allows them to breastfeed their drivers and turn them into their sons
Riyadh: Saudi women plan to turn a controversial fatwa (religious ruling) to their advantage and launch a campaign to achieve their long-standing demand to drive in this conservative kingdom.
If the demand is not met, the women threatened to follow through the fatwa which allows them to breastfeed their drivers and turn them into their sons.
The campaign will be launched under the slogan: "We either be allowed to drive or breastfeed foreigners," a journalist told Gulf News.
Amal Zahid said that their decision follows a fatwa issued by a renowned scholar which said that Saudi women can breastfeed their foreign drivers for them to become their sons.
"As every Saudi family needs a driver, our campaign will focus on women's right to drive," she said.
The controversial fatwa, which was regarded as both funny and weird, issued recently by Shaikh Abdul Mohsin Bin Nasser Al Obaikan, member of Saudi Council of Senior Scholars and adviser to the king, has sparked a debate in society.
The renowned scholar said Saudi women can breastfeed their foreign drivers for them to be become their sons and brothers to their daughters.
Under this relationship, foreign drivers can mix freely with all members of the family without breaking the Islamic rule which does not allow mixing of genders.
Breast milk kinship is considered to be as good as a blood relationship in Islam.
"A woman can breastfeed a mature man so that he becomes her son. In this way, he can mix with her and her daughters without violating the teachings of Islam," the scholar said.
‘Ridiculous and weird'
Al Obaikan based his fatwa on a Hadith (saying) of the Prophet Mohammad (PBUH) which was narrated by Salim, the servant of Abu Huzaifa.
Later, Al Obaikan clarified that his fatwa was being distorted by the local media which ignored the condition that the milk should be drawn out of the woman and given to the man in a cup to drink.
Speaking to Gulf News, a number of Saudi women condemned the fatwa. Fatima Al Shammary was quoted by the local Arabic daily Al Watan as saying the fatwa was "ridiculous and weird".
"This fatwa has become a hot topic of debate among women. Is this is all that is left to us to do: to give our breasts to the foreign drivers?" she said.
Another Saudi woman, who spoke on condition of anonymity, questioned: "Does Islam allow me to breastfeed a foreign man and prevent me from driving my own car?
"I have not breastfed my own children. How do you expect me to do this with a foreign man? What is this nonsense?" she said.
Another woman said the fatwa should also apply to the husbands who should be breastfed by housemaids. By doing so, all will be brothers and sisters," she said.
Hamid Al Ali, a journalist for an electronic newspaper, recalled that an Egyptian driver who had a crush on a female teacher he drives to school asked her to breastfeed him. When she retorted angrily, he said: "I want to be your son."
Saudi writer Suzan Al Mashhadi sarcastically asked Al Obaikan: "Do the women have to breastfeed the driver in the presence of their husbands or can they do this alone?"
"Who will protect the wife if the husband entered the house unexpectedly and found his wife breastfeeding the driver?" she asked.
http://gulfnews.com/news/gulf/saudi-arabia/saudi-women-use-fatwa-in-driving-bid-1.643431
او دا یو بل:
Saudi women threaten to breastfeed drivers
DUBAI - Saudi women seem ready to adopt a controversial fatwa as they step up their campaign to achieve the right to drive in the conservative kingdom, UAE daily Gulf News reported on Sunday.
The fatwa, or religious ruling, allows women to breastfeed their drivers and turn them into their sons.
"We either be allowed to drive or breastfeed foreigners" will be the slogan of the campaign the women plan to launch, journalist Amal Zahid was quoted as saying in the newspaper.
Zahid said their decision follows a recent fatwa issued by a renowned scholar which said that Saudi women can breastfeed their foreign drivers for them to become their sons.
"As every Saudi family needs a driver, our campaign will focus on women's right to drive," she said.
http://business.maktoob.com/20090000482126/Saudi_women_threaten_to_breastfeed_drivers/Article.htm
او دا په دې موضوع د ګوګل لټون دی چې تاسې پرې یو څه نور مواد او بحثونه هم موندلی شئ. http://www.google.co.in/search?hl=en&source=hp&q=Saudi+fatwa+womem+breasfeed&aq=f&aqi=&aql=&oq=&gs_rfai=
Re: د سعودي د فتوې په اړه د افغانانو نظر څه دی؟
27.06.2010
[quote:ad337bb9fb="Abdulhadi Hairan"][color=blue:ad337bb9fb]د سعودي یو مفتي فتوه ورکړې چې په اسلام کې د ښځو موټر چلول ناروا دي [/color:ad337bb9fb][color=brown:ad337bb9fb]خو ښځې کولای شي چې خپلو موټروانانو ته د خپلو تیونو شیدې ورکړي [/color:ad337bb9fb]څو هغه یې ځامن شي او پرده یې ماته شي.. ...د دوی موټرچلوونکي زیاتره د خارجي هیوادونو خلک دي.... اوس ځینو ښځو دا دړکه هم ورکړې چې که په څو ورځو کې حکومت د موټر چلولو اجازه ورنکړي نو [color=red:ad337bb9fb]خپل تیونه به په خپلو موټروانانو وروي.[/color:ad337bb9fb].[/quote:ad337bb9fb]
آيا دا له خارجي مسلمانانو سره د سعودي مياندو يوه د Sex party نه ده ؟؟؟؟
د سعودي عرب ښځې به ولې انفلاق نه کوي چې آن د خپل موټر چلول هم پرې بند دي ، خو نارينه شپانۀ يې اوښان او رمې هم د موټر په وسيله څروي ! القاعده خو به يې له دې هم محافظه کاره وي، له دې قوم څخه به زمونږ طالبان ورونه څه زده کړي ؟
Abdulhadi Hairan
27.06.2010
پتوال صیب، یواځې د میاندو خبره خو نده. په یو تلویزیون په دې اړه بحث و. یوې انجلۍ ورته زنګ وواهه، ویل زما موټرچلوونکی زما نه مشر دی، زما واده ندی شوی او مور مې مړه ده. اوس که زه خپل موټروان ته تیونه ورکړم نو دا مفتي صیب خو به بیا دا فتوه نه ورکوي چې دا زنا ده؟ نه یم خبر چې مفتي صیب ته به بیا دا پوښتنه رسېدلې وي که نه.
شاکری
29.06.2010
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
زما نظر دادی چې اول خو دا فتوی د يوه ملک پر سطحه هيڅ حقيقت نه لري کيدای کوم منافق یې په خپل سايت يا کومه بله مډيا کې څه ليکلي وي او هغه نورو کاپي کړي .
مسلمان ته نه ښايي په داسې منافقانه خبرو باور وکړي ځکه نن د فتنو وخت هر څه په قرآن او ستنو کې ګورو او بل څه ته به نه ګورو .
هو په امت کې داسې کسان شته چې هغه د حضرت ،مولوي ،پير او مفتي په جامه کې د خپل شهوت پرستۍ پر بنا له خپل ګيډبيان څخه څه ووايي .
خو الحمدالله چې زمونږ مخې ته قرآنکريم او سنت ايښي دی مونږ به د هغه پيروي کوو.
په اسلام کې د رضاع موده دوه کاله ده ، د تي رودلو له سن پورته رضاع نشته .
خپل ميړه ته د خپلې ښځې د پيو څښل حرام دي
ولم يبح الارضاع مدته ،لانه جزءآدمی والانتقاع به لغير ضرورة حرام علی صحيح (الدرالمختار ۲۱۱/۳ ).
اذامص الرجل ثدی امراته وشرب لبنها لم تحرم عليه امراته لما قلنا انه لارضاع بعد الفصل (الخانية علی هامش الهندية ).
د پردی ښځې او نر خلوت (يو ځای سفر ، اوسيدل او کار کول حرام دي )
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :إيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ! فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأنْصَارِ : أفَرَأيْتَ الحَمْوَ ؟ قَالَ( الحَمْوُ المَوْتُ ! )). (متفق عليه ).
نو د پردی ښځې تی رودل به څنګه رواه شي د زنا يوه مقدمه ده .
زما ددی ليکني مطلب بحث او د بحث اوږدول نه دي بلکی زه خپلو مسلمانانو وروڼو ته دا وايم چې :
نن د فتنو وخت دی کاميابي مو يواځې په دې که ده چې له خپل دين څخه ځان خبر کړو او هر څه د قرآن او ستنو په رڼا کې وګورو چې صحي او که نه .
مثلاً د ملک يو حضرت په يوه جرګه کې وايي په ملک کې موجود کفار زمونږ ميلمانه دي مستأمنين دي په هغوی باندې حمله کول حرام دي .
اوس زمونږ مخې ته قرآن او سنت دواړه شته او په قرآن او سنتو کې مونږ ته يهود او نصارا ښه معرفي شوي دي چې هغه څوک دي ؟ څه غواړي ؟ او دڅه د پاره يرغل کړي دي .
د لته به خلک د يوه نماشي مکرار پير ، حضرت او ملا په خبرو پسې نه ځې بلکي د قرآن او سنتو وينا ته به ګوري .
په همدې ډول په اسلامې امت دا ډول مکار او د شيطان په ځنځيرونو تړلي عناصر شته خو مونږ په قرآن او ستنو خپلې منګولي ټينګوو .
او خپل ځانونه به متعال خدای (ج) ته سپارو .
monir
29.06.2010
سلامونه او ښې چارې !
مننه شاکری صیب، موضوع مو د آیتونو په مرسته روښانه کړه! خدای دې کړي چې دا آیتونه تحریف شوي نه وي. موږ د نړیوالو دټلویزیونونو له لاری وینو چې یوه ډله د آیتونو او حدیثونو په مرسته د حضرت علی(ر) څخه توبه نعوذ بالله خدای جوړوي او بل یې بیا وای چې دوی دا آیتونه او حدیثونه تحریف کړي دي. ټول خلک خو دینی عالمان ندي نو پر چا باندی باور وشي چې هغه د هماغه اصلی او اولي قرآن شریف له مخې غږېږي؟ که ځینو خلکو ته بی موزیکه عربی سندری ووایې هغه مظلومان فکر کوی چې دا نعت خوانی ده.
همدا شان د افغانستان په غمیزه کې په سلهاو علماو، چې یوه لویه برخه یې د طالبانو د واکمنۍ د علماو د شورا غړی هم وو، ټولېږي او د دولت کارنامې تائیدوی او د دولت مخالفین بیا هماغه علما چې یو وخت له دوی سره وو او دوی یې تائیدول په ډالرو پلورلي او ..او ... او ګوډاګي او داسې نور نوموي.
نو عادی خلکو ته ډېره ستونځمنه ده چې وپوهېږي چې څوک ریښتیا وایي؟
یوه ډله یې بهرنی سرتېری مېلمانه او یرغل پر دوی حرام ګڼي او بله ډله یې د خپل سیاسی هدف لپاره آن تنکي ماشومان ځانوژنې ته استوي چې د یو نیم خارجی تر څنګ ګڼ شمېر بېګنا خلک وژنی. دواړه ډلې یې د خپلې کړنې پر قرآن حواله ورکوي. پاک الله دې له دوی سره محاسبه وکړي!
شاکری صیب تاسې ندي لیکلي چې د ښځو دریوری مجاز ده که نه! که ځواب منفی وي په کوم استدلال منفی دی؟
په درنښت
شبيراحمد
30.06.2010
دبحث ټولوګډونوالوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترم حيران صيب ته ښه راغلاست وايم
په دې کي شک نشته چې ځيني مفتيان دپيسودترلاسه کولوله پاره داډول کارونه کوي بيلګه يې په خپل هيوادکي نغده چغده وينو .
خوددې فتوى په اړه بايدنورڅه ونه ويل شي ترهغوچې محترم مکرم دکتوروهاج ساپى صاحب نه وي راغلى محترم ساپي صاحب ته به بلنه ورکړوشايددغه فتوى يې ترډېره تعقيب کړي وي .
له پردي سړي سره دښځي تګ راتګ هرڅوک پېژني چې څنګه دي هيڅ بحث ته اړتيانه لري امادسعودي ددې نامتومفتي په اړه دمالومات راکولوله پاره دکتورساپى صاحب راغواړو.
هيله ده چې خپل مالومات رانه ونه سپموي .
درنښت
شاکری
30.06.2010
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
ښاغلي ستوری !
قرآنکريم د اعجاز نه ډک الهي کلام دي چې نه تر اوسه تحريف شوي او نه به وروسته تحريف شي .
دقرآنکريم هر توری او کلمه په داسې لوړ اعجاز برابره شوي ده چې نه شعر دی (ځکه چې شعر وزن او کافيه لرونکی وي ) او نه نثر دی ځکه چې قرآنکريم په ډير ښه صوت تلاوت کيږي .
ما پخپله ليکنه کې د قرآن کريم کوم آيت شريف نه دی ليکلی بلکی يواځې مې د حنفي فقې دوې حوالي او يو حديث شريف را نقل کړي دي .
ستاسې څخه زما هيله داده چې که په اسلامې برخه کې بحث کول غواړی نو بيا بايد څه ناڅه ديني معلومات هم ولري .
او خپل ستوری داسې وځلوی تر څو حد اقل قرآني آيتونه وپيږني .
د افغانستان د ناخوالو په ارتباط مو چې کومه اشاره کړي د هغه په رابطه زه وايم
د هر چا خبره به د قراني او نبي ارشاداتو په رڼا کې ګورو که له قرآن او سنتو سره موافقه وه ښه او که په ټکر کې وه .
له سره يې نه منو .
monir
30.06.2010
سلامونه اوښې چارې
[quote:a76b0f760c="شاکری"]
ستاسې څخه زما هيله داده چې که په اسلامې برخه کې بحث کول غواړی نو بيا بايد څه ناڅه ديني معلومات هم ولري .
او خپل ستوری داسې وځلوی تر څو حد اقل قرآني آيتونه وپيږني .
[/quote:a76b0f760c]
یاره شاکری صیب دا خو د ځواب ورکولو څخه یو ډول تېښته ده! دا فتواګانې چې دا خلک یې د اسلام په نامه ورکوی چاته یې ورکوي؟ آیا یواځې هغو مسلمانو خلکو ته چې حد اقل قرآنی آیتونه وپېژني؟ یا عام ولس ته هم چې د دوی ټول قرآنی آیتونه زده ندي؟ نو که دوی یې ونه پېژني څنګه یې قبول کړي.
د همدې ډلې خو به انشا الله نه یاست که ځواب مو نه درلود بیا پرخلکو د کفر حکم کوي؟
هغه بلې پوښتنې ته مو هم ځواب ندی لیکلی چې د ښځو دریوری مجاز ده که نه! که ځواب منفی وي په کوم استدلال منفی دی؟
شاکری
30.06.2010
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
ښاغلی ستوری
ځواب مو مخکې ليکلی چې د نر او ښځې تر منځ خلوت حرام دي (د ښځې له نارينه سره سفر کول ،ناسته ولاړه ، کار کول او نور ) چې په دريورۍکې دا ټول شامل دي .
نه د قرآني آيتونو د پوهيدو څخه مې مطلب عام خلک نه دي مطلب مې هغه خلک دي چې الغياذ با الله د قرآن کريم د آيتونو په تحريف پوهيږي او د تحريف خبرې ليکي حال داچې په قرآني آیتونو نه پوهيږي .
monir
30.06.2010
[quote:17d61a0983="شاکری"]ځواب مو مخکې ليکلی چې د نر او ښځې تر منځ خلوت حرام دي (د ښځې له نارينه سره سفر کول ،ناسته ولاړه ، کار کول او نور ) چې [color=blue:17d61a0983]په دريورۍکې دا ټول شامل دي [/color:17d61a0983].
[/quote:17d61a0983]
له سلام وروسته، ځواب مو پوره منطق نلري! یوه ښځه کیدای شی یواځې یا دخپلې محرمې کورنۍ سره سفر او دریوری وکړی!
..Ahmadzai
30.06.2010
وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دغه عادل الكلباني يو تورپوستى ملا دى يعني په رياض كې د يو جامع جومات إمام دى, نه عالم دى نه مفتي, صرف د إمامت دنده ترسره كوي, د جمعې خطبة ورته تياره راځي أو دى يې لولي.
مخكې دا سړی لوپر بې لارې وو, بيا يې توبه وكړه أو ديني إلتزام ته يې مخه كړه, چون دقران كريم په تلاوت أو ترتيل كې يې مهارت پيداكړ أواز يې ښه وو نو تقريباً د يو مياشتې لپاره د حرم إمام وټاكل سو, خو د ديني علمي سويې ټيټوالي أو نورو أسبابو له مخې د حرم له إمامت څخه لرې كړی سو, رياض ته لاړ أو هلته ديو عام جامع جومات إمام سو.
ده مخكې هم څه چټيات ويلي وو, چې د سخت عكس العمل سره مخ سوى وو, ملايانو پرې ان د كفر فتواوې وركړې, أو له إمامت څخه د ليرې كولو او محاكمه كولو غوښتنه يې وكړه, أو ده ته يې وويل چې إمامت پريږده لاړ سه منډۍ كې سبزي خرڅوه ترڅو خرچه برابره كړې, مونږ به كومك درسره وكړو, خو دين پورې مسخرې مه كوه.
په دغه فتوا كې دى بل ملګری نه لري, أو ټولو پرې د جاهل ټاپه ووهله أو نصيحت يې ورته وكړ.
د ده أو يوبل (عبيكان) له فتواوو څخه وروسته د سعودي د شورى مشر له پاچا څخه وغوښتل چې نور بايد مفتي رسمي إجازت حاصل كړي أو د علماؤ د لوى مجلس د تائيد وروسته ده ته د فتوى وركولو إجازه وركړی سي, أو مخالفين مجازات سي, ترڅو د دا رنګه مفتيانو چې د ليبراليانو په لمسون أو مالي غوړه مړۍ دې ته تياريږي چې د هغوۍ په ګټه فاسدې فتواوې وركړي , نور ولجه سي.
عوام او خواص په دغو مفتيانو لعنت وايي.
په درنښت
Abdulhadi Hairan
30.06.2010
[quote:23855b2035="jalal ahmadzai"]وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دغه عادل الكلباني يو تورپوستى ملا دى په درنښت[/quote:23855b2035]
وروره که خفه کېږې نه نو دا یوه لنډه پوښتنه لرم. ایا پوستکی هم په دې چارو کې کوم عمل دخل لري؟ یانې د مفتي جوړېدو یو شرط دا هم دی چې هغه به سپین پوستی وي؟ دا د سعودي په اسلام کې کوم نوی شرط راوتلی دی؟
..Ahmadzai
30.06.2010
ګرانه كه مسلمان يې , نو خامخا پدې به هم پوهيږې چې إسلام ستا أسلافو ته له همدې عربستان د عربو پواسطه رسيدلى, قران كريم هم په عربي ژبه دى, رسول الله صلى الله عليه وسلم هم د همدې عربو څخه وو.
ما دلته د پوستكي رنګ د تعارف لپاره ياد كړی وو.
خو ته خپل عادت نسې پريښودلى, هرڅه كې دې كار وي, أو په ځانګړي ډول متشابهات او فتني موضوعګانو ته دې مخه كړې تر څو خلك خپل دين كې مشكوك كړې, او كمزوري خلك خپل تأثير لاندې راولې, ستا مسلك أو مسلكيان معلوم دي, څومره چې ځان پردو كې ونغاړې, خو بيا هم له ورايه ښكارې چې څه غواړې أوڅه دعوت كوې.
الله تعالى دې درته هدايت وكړي.
خو د إمامت لپاره چې نور ټول صفات او مكتسبات برابر سي نو بيا قواره مهمه ده, څوك چې په قواره برابر وي هغه به مخ كيږي.
په درنښت
Abdulhadi Hairan
30.06.2010
یاره احمدزی صیب، تاسې خپله خبره هر ډول چې مو زړه غواړي کوئ یې، مګر د بل په پوښتنه غوصه کېږئ او احساساتي کېږئ. دغه پوښتنه مې ځکه وکړه چې ما د یوې افریقايي ښځې مرکه چرته اورېدلې وه چې په سعودي کې یې یو کال دوه تېر کړي وو. نو هغې ویل چې سعودي کې د بیلابیلو خلکو لپاره بیلابیل قوانین دي. مثلاً د سعودي په قانون کې عربان لوړه درجه لري. وايي یو عرب د یو پاکستاني موټر وهلی و. بیا محکمې جزا هم پاکستاني ته په دې دلیل ورکړه چې که دا پاکستانی سعودي ته نه راتللی د عرب موټر به ورسره نه ټکر کېدلای. هغې ویل چې بیا اروپایان او امریکایان په دویمه درجه کې راځي. د هغوی لپاره جلا قانون دی. بیا د پاکستان، هندوستان، افغانستان، بنګله دیش او افریقا وغیره خلک په تر ټولو ټیټه درجه کې راځي. د دوی لپاره داسې غلامانه غوندې قانون دی.
هغې افریقايي ښځې هم دا فریاد کاوه چې د تور رنګ له امله د هغې بچو ته په سعودي کې مکتبونو داخله نه ورکوله. او بیا چې بالاخر په یو مکتب کې یې درس پېل کړ نو هلته به ورپسې عربانو ریشخند واهه.
مونږ خو دې خبرې نه انکار ندی کړی چې اسلام د سعودي نه ندی راغلی مګر اوس داسې خو نشو کولی چې عربان هر څه کوي مونږ به یې په شا ګرځوو. او بل دا چې قواره په تور او سپین پوستکي نده. کیدای شي چې یو سپین پوستکی تن بدرنګه او تور پوستکی قواره دار وي.