د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


15.07.2010

[quote:b588108a3c]په هم دغه کې دچل او ول دی ،غواړې چې روان پاڅون په ستوني کې خپه اوبد نام کړې !!
که ستا ليکنې ، فهيم ،عطا ، دوستم اونور ولولي نو د هېوامل غوندې مدالونه به درکړي اود کرزي له څنګ سره به ځای درته درکړي٠
يوه محکمه سبوت غواړي نه دا چې چا وېلې او څوک وايې !![/quote:b588108a3c]

پخپله د ISI يو مشر حميدګل او نورو لوړ پوړو چارواکو تر پرويز مشرف
پورې پرې شاهدي ورکړه ، نړيوالې سرچينې خو لا څکی څکی، تر دې نور
څومره لوړ پوړي او کره شاهدان غواړې (؟) . او بل په محکمه کې د تورن له خوا پر يوه ګناه سکوت اختيارول هم پر جرم اعتراف دی، که نه طالب مشرانو بايد د حميدګل او نورو ISI والاو ادعاوې رد کړې وای، او که نه دومره خويې ويلای شول چې مونږ
دهېڅ بهرنيو استخباراتو ديکته نه منو، يا هېڅ رابطه او وابستګي ورپورې نه لرو!
ايا خوله يې ماته وه؟
البته ماته نه وه ، خو ماتيده ؟
چې دوی د ISI اقلآ دغومره ترديد هم نشي کولی ، نو دا سکوت په دې شاهدي ورکوي چې د طالب مشرتابه په وړو کې ٧٠ ٪ د ISI شګه ورګډه وي !
زه وايم سره ددې دې خدای اول افغانانوته د طالبانو په ګډون توفيق ورکړي چې اشغالګر له سيلمې له هيواد څخه وشړي ،او بيا دې خدای طالبانو ته توفيق
ورکړي چې د ISI يوغ له خپله سټه وغورځوي او هيواد له پاکستاني ناورين څخه وژغوري !
خو دا مه وايه پتنګه چې په دوه غلطو ادعاو کې د يوه ردول د بل تاييد دی، ددواړو ردول ، لومړی د اشغالګرو او مزدورانو يې او ورسره جوخت د ISI د لاسپوڅو رودول په کار دي .


باتور
16.07.2010

سلامونه او احترامونه

را وړاندې کړې موضوع نه غواړم چې په بل مخ یې واړوم

ماته د پتوال خان د (چټلتون) کلمې خوند راکه . . ډېر مې ورته وخندل :)

له خندا وروسته دا خبره فکر ته راغله چې موږ خواروانو ته نورې خبرې اترې نه دي را پاته . . اوس به د پېریانو د مسلمانیت او یا عدم مسلمانیت مسألې سره حل کوو

خوار وطن او خړو بلا وهلو پښتنو وروڼو او خویندو ته ځير شئ 

هغه په څه حال دي او تاسې په څه حال

پېریان مو خدای مکړه سر وخوره . . د انسانانو غمه وخورئ

په رښتیا هم چې نس ډک شي . . پېریاني خبرې کوي

په درنښت


باتور
17.07.2010

سلامونه سلامونه

ګرانه عادل خانه نه یم غیب شوی . . د ژوندانه مصروفیتونه مې له خپل ګران ګروپه کله ناکله لرې ساتي . . زړه مې تل دلته دی . . ځان مې کله کله بل ځای
 
له لرې لرې نندارې تل کوم . . تا او نور ګران دوستان دې خدای  سلامت لري . . زما دعا د زړه له کومې تل در سره ده

په درنښت


پیریان

Salahudin Sapand
23.06.2011

پتنګ صیب!

څه فکر کوی چی درواغ په ټوله نړی که داسی یو عادی کار ګرزیدلی او که د ټولی دنیا درواغزن په ټلوالی کی عضویت لری؟

که فکر وکړی یو کس چی په درواغو کی ماستری څه چی دکتورا ولری او بیا د افغانستا ریاست جمهوری ته هم ځان و نوموی فکر کوم چی د شرم کمانډ یی کارنکوی بی له دی خو ماته ډیره سخه ښکاری.


باتور
23.06.2011

د سلامونو او احترامونو تر څنګ

سليمان عليه السلام د پېريانو له فزيکي او معنوي زور څخه خبر وو چې کورونه او ماڼۍ يې ورته جوړولې

پوه او هوښيار انسان د خپل ژوندون د پرمختګ په لار کې له هر چا او له هر څه ګټه اخلي

په درنښت


پتوال
23.06.2011

[quote:ae90b58235]که اصلي موضوع ته ځواب وویل شي غوره به وي. هغه پوښتنې چي حیران صیب کړي باید ځواب یي وویل شي. دپیریانو په هکله دا
پوښتنی له ډیره وخته زما په ذهن کي هم ګرځي خوتراوسه مي کوم تسلي بخش ځواب له چا نه دی اوریدلای.[/quote:ae90b58235]
د پيريانو وجود ، لکه حينو چې ورته نغوته کړې، تر اوسه پورې عقيدوي وجود دی ، نۀ تجربوي او نه له پيښو سره تړلی . دعقيدوي پيريانو ترڅنګ
افسانوي پيريان دير دي او هغه افسانوته يې هم عقيدوي بڼه وربخښلې ده . دغه افسانوي پيريان بايد له عقيدوي څخه ليرې شي او عقيدوي بيا د قرآن په رڼا کې وڅېړل شي !
په عقلي عصبي ناروغانو اکٍثره د پيرياني ټاپه لږېدلې ده ، څوک يې چې په روغتون کې معالجه شوی بيا ورته پيريانی نه يواځې له معالجې
وروسته نه ويل کيږي ، بلکې دمخه نوم يې چې پيريانی و هم څوک نه مني ، بلکې عقلي - عصبي ناروغ بلل يې سم بولي ! په بهرنيو هيوادونو کې
له همدې کبله پيريانيان نشته چې د عقلي - عصبي ناروغ په توګه يې درملنه په بري سره تر سره کيږي . په ښارونو، مدني ساحو او ړڼا ځايونو کې د پيريانو
اثرات نه ليدل کيږي نو د پيريانو په اړه خبروڅوک باور هم نه کوي .
په کليو بانډو ، تيارو ، شاړو واړو ، کنډوالو او ځنګلونو کې د پيريانو وهمې زياتې وي او څوک چې ترې ډير ويريږي هغوی
دپيريانو سره ژر او ډير مخامخ کيږي هم ، نو داسې بريښي چې ددوی له ډيرې ويرې ځان تلقينوي او په نتيجه کې د پيري ليدنه ددوی د خپلو مغزو
رواني تخليق او ظهور وي . ماشومانو ته د پيريانو کسيې له دوی سره زياته وېره پيدا کوي نو بيا تر ډيره په غټوالي کې هم په تياره او پراخه ځانته والي کې
وېريږي !
په هر صورت د پيري پر ځای په هغه کيسو او تصوراتو سړی ښه غږېدای شي چې د پيري په اړه له يو او بل سره وي او سره يې شريکوي !
له رواني پلوه په فاسقانو او بېلمازانو پيريان ښه اټيک کولی شي ، خو له ديندارو او ذکر لرونکو مؤمنانو له مخې څخه وړاندې تښتي .
هغه سکينه حالت چې د عابدو مؤمنانو په سينه کې الله قايم کړی هغه د پيريانو او شيطانانو د اغيز په مقابل کې د سدسکندر څخه ډير کلک
او غښتلی دی، نو په دوی د پيريانو او شيطانانو ويره نشي راتلای ، بلکې هغوی له دغو متقي مؤنانو ويريږي . هو ، عبادتکاره مسلمان
پيريان ښايي له ځينو عابدو مؤمنانو سره دوستي ولري او کله ناکله يې پام خپل ځان (خپل شتون اوخپل احضار ) ته راوګرځوي !
که يو متقي مسلمان ځان د جنياتو په سِر او راز پوهول غواړي نو د سوره جن تلاوت دې ډير کړي ، باور لرم چې انشا الله پته به ورته ولږي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more