د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پیریانو (جناتو) په اړه یوه پوښتنه

Abdulhadi Hairan
26.06.2010

یارانو یوه پوښتنه لرم. خلک وايي چې په پیریانو کې مسلمانان او کافر وي. ایا په هغوی کې به سني شیعه، وهابي پنج پیری، طالب مجاهد، دیوبندی بریلوی، او داسې نور هم وي که نه؟ او ایا ځانمرګي بریدونه به کوي که نه؟ که نه یې کوي نو خپل جهاد څنګه کوي؟ چاته معلومه ده؟


Re: د پیریانو (جناتو) په اړه یوه پوښتنه

pattang
26.06.2010

دا نوم خو دې ماته له لرې اورېد و څخه ډېر محترم مالومېده ، خو سادګي او صداقت
ځينې وخت سړی يوې لوده پرېکړې ته بيايې !
حيران صيب دادومره شيطاني اوماجرا جويې د له چا زدکړې ده ? خدای دې دا دالر
ورکړي چې ډېر ښه خلک يې شيطانان او منا فقين وګرزول ٠
اوکه مقصد دې سياسي پرو پاګنده او سياسي ريتوريک وي نو لودګي ترې
وباسه!!

[quote:2ac7bb5650="Abdulhadi Hairan"]یارانو یوه پوښتنه لرم. خلک وايي چې په پیریانو کې مسلمانان او کافر وي. ایا په هغوی کې به سني شیعه، وهابي پنج پیری، طالب مجاهد، دیوبندی بریلوی، او داسې نور هم وي که نه؟ او ایا ځانمرګي بریدونه به کوي که نه؟ که نه یې کوي نو خپل جهاد څنګه کوي؟ چاته معلومه ده؟[/quote:2ac7bb5650]


Abdulhadi Hairan
27.06.2010

یاره پتنګ صاحب، ته خو په هر ځواب کې خلکو ته بې دلیله ښکنځاوې لیکې. اوس زه پوه شوم چې دا ټول افغان ولې شړ شوی. خدای دې مه بدرنګوه خو لږ د اوسلې نه کار اخله. بیخي زیات احساساتي کېدل د سړي اعصابو ته ضربه رسوي. مونږ او تاسو که هر څومره احساساتي شو په تګلارو جوړوونکو هیڅ اثر نه کوي. د هغوی خپلې ګټې دي او هغه چې په هر مذهب او په هره لاره وي هغوی یې ترلاسه کوي. نه د چا د مرګ پروا کوي نه د چا د عقیدې. نو مونږ په ځای د دې چې یو بل ته ښکنځاوې وکړو او رد بد ووایو، ښه به وي چې یوه موضوع ښه وسنجوو او په عقل کل سره پرې خبره وکړو.
خو که تا خامخا قسم خوړلی وي چې دغه شیان به وایې، نو بیا هم کوم مشکل نشته. خدای دې توان درکړي.


عادل عادل
27.06.2010

سلامونه

حیران صیب

پیریان زمونږ او تاسو په شان د خدای مخلوق دی، نفوذ یې تر انسانانو ډیر دئ، په دوی کې هم ډول ډول فرقې شته.

خو دا چې ولې د پیریانو په منځ کې اخ او ډب نه پیښیژي سبب یې دا دئ چې د افغانستان په کچه ټلواله نلري او د نړئ په کچه اسراییل :lol:

میډیا هم پکې نشته ځکه دوی ډیر چټک دي او د هر څه نه په آن واحد کې خبریژي، کله کله د انسانانو په میډیا کې هم د درواغو نه ډک خبرونه د دوی له خوا په ټوکو سره ځای پر ځای کیژي :lol:

پیریان د خپل عادت له مخې د مقصد ځای ته په مستقیم خط سره حرکت کوي او هیڅکله هم د اراضي متابعت نه کوي، د لیوانو سترګې ددوی د لیدو توانايي لري، همدا سبب دئ چې لیوان ددوی د حرکت په مسیر کې پټیژي او ددوی ماشومان خوري، د پیریانو لویان د مځکې له مخ څخه تقریبا د ۴ الی ۵ مترو په ارتفاع سره حرکت کوي خو ماشومان یې ایله یو الی یونیم متر د مځکې نه لوړ ځي.

بله ممیزه یې هم داده چې د انسانو سترګې په افقي ډول خلاصې دي خو د پیریانو سترګې په عمودي ډول خلاصې دي :lol:

بوووووووووووووووووووو .... حیران صیب ویې خوړې !

والله اعلم

الله دې مونږ او تاسو ددوی د شر څخه وساتي، آمین

د ناستې ولاړې او تګ راتګ په وخت په تیره بیا د شپې په تیاره کې بسم الله ویل مه هیروئ، تر څو د پیریانو د ضرر څخه په امان کې پاتې شئ.

اللهم اغفرلي و لهم :lol:


Abdulhadi Hairan
27.06.2010

عادل صیب، د تفصیلي ځواب او دومره معلوماتو څخه مو مننه. مګر یو شی چې ستاسې د دې معلوماتو نه معلومیږي هغه دا دی چې پیریان ټول "ضرر" دی. نو هغه چې کوم پکې مسلمانان پیریان دي هغه هم ضرر دی که نه څه پکې د خیر قوتونه هم شته؟ او بل دا چې خامخا که په پیریانو کې دا فرقې وي نو خامخا به پکې اسرايیل هم وي ګنې ولې مونږ سره مرسته نه کوي چې دا اسراییل له منځه یوسو؟

زمونږ په مدرسه کې یو استاد و هغه ادعا کوله چې شاوخوا ۴۰۰۰ پیریان یې شاګردان دي. د هغه استاد ډېر انسانان شاګردان اوس په وزیرستان کې دي. نه پوهیږم چې څه پیریان به یې هم وزیرستان ته لیږلي وي که نه یواځې هم دا انسانان شاګردان یې لیږلي. که چیرته یې د انسانانو شاګردانو سره پیریان شاګردان هم لیږلي وي نو هغوی به د دې بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخنیوی نشي کولی؟ که دا نشي کولی لږ تر لږه طالبانو او القاعده ته خو به یې دا معلومات ورکولی چې برید کیږي ځان بچ کوئ. چې داسې ولې نه کوي؟


pattang
28.06.2010

داخبرې به دجهان دکار ګرانو استازيو کولې !
حيرانه ! چه نه کار ، هلته څه کار !

[quote:32b787a229="Abdulhadi Hairan"]عادل صیب، د تفصیلي ځواب او دومره معلوماتو څخه مو مننه. مګر یو شی چې ستاسې د دې معلوماتو نه معلومیږي هغه دا دی چې پیریان ټول "ضرر" دی. نو هغه چې کوم پکې مسلمانان پیریان دي هغه هم ضرر دی که نه څه پکې د خیر قوتونه هم شته؟ او بل دا چې خامخا که په پیریانو کې دا فرقې وي نو خامخا به پکې اسرايیل هم وي ګنې ولې مونږ سره مرسته نه کوي چې دا اسراییل له منځه یوسو؟

زمونږ په مدرسه کې یو استاد و هغه ادعا کوله چې شاوخوا ۴۰۰۰ پیریان یې شاګردان دي. د هغه استاد ډېر انسانان شاګردان اوس په وزیرستان کې دي. نه پوهیږم چې څه پیریان به یې هم وزیرستان ته لیږلي وي که نه یواځې هم دا انسانان شاګردان یې لیږلي. که چیرته یې د انسانانو شاګردانو سره پیریان شاګردان هم لیږلي وي نو هغوی به د دې بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخنیوی نشي کولی؟ که دا نشي کولی لږ تر لږه طالبانو او القاعده ته خو به یې دا معلومات ورکولی چې برید کیږي ځان بچ کوئ. چې داسې ولې نه کوي؟[/quote:32b787a229]


Abdulhadi Hairan
28.06.2010

یاره پتنګ صیب، زما خو دا خبره چرته له نظره نده تېره شوې. که ته د دې پوښتنې نه خبر یې چې مخکې چا کړې ده نو خامخا به دې ځواب هم اوریدلی یا لوستلی وي. که دې مونږ سره شریک کړ نو ستا د علم څخه به مو ګټه اخیستې وي. مننه


عادل عادل
28.06.2010

سلامونه

حیران صیب

په ټولو پیریانو د مضر اطلاق مه کوئ، هغوی کې هم عابدین او هم کلک مسلمانان شته، که عملا زمونږ مرسته نشي کولای نو دوعاوې خو به خامخا راته کوي.

بله دا چې تاسو دلته نوي یاست، پتنګ صیب مشر، دروند او زیږ پښتون دئ، د مشرانو خبرې په ځان بدې مه لګوئ، خبرې یې کله کله ترخې او ډیرې سپینې وي، خو دا چې د حسن نیت له مخې یې کوي نو په چا بدې نه لګي، هیله ده چې "حوصله " مو ورته تنګه نه کړئ :)

استاد ته دې هم زما له خوا ووایه چې لږ راټیټ شي، څلور زره خو ډیر ه غټه شمیره ده، کور دې ګڼ شه په دې درواغو او مبالغې سره، .... تاته وایم استاد ته نه :lol:



30.06.2010

[color=blue:e98bff02a9]دروند ورور عادل صيب ، محترم وهاج صيب ، مکرم او معظم استاد حليمي صيب او ټولو ګرانو لوستونکو ته سلامونه او درناوی !
منلي عادل صيب ستاسو دغه معلومات عقيدوي دی ، عقلي دی او که تجربوي چې :
[quote:e98bff02a9]
هو د پيريانو په شتون کې هېڅ شک نشته، ځکه چې عظيم او کريم قران يې شتون تائيد، فلهذا تثبيت تثبيت کړی دی .
خو تاسو ليکئ چې :
د لیوانو سترګې ددوی د لیدو توانايي لري، همدا سبب دئ چې لیوان ددوی د حرکت په مسیر کې پټیژي او ددوی ماشومان خوري، د پیریانو لویان د مځکې له مخ څخه تقریبا د ۴ الی ۵ مترو په ارتفاع سره حرکت کوي خو ماشومان یې ایله یو الی یونیم متر د مځکې نه لوړ ځي. [/quote:e98bff02a9]
داچې پېريان ميديا ( او نتيجتا ً ژبې. مفاهيمو او افهام او تفهيم ؟) ته اړتيا نه لري او په ان واحد کې هر ځای پخپله رسيږي، نو سرعت به يې خورا زيات وي چې د ليوه خوله
په ورپسې نشي رسيدای او که نه، اصلآ شمير يې تر مياشو زيات او ليوان لکه د باد دمسير ضد ته خوله مخامخ خلاصوي او هغوی نا خبره لکه په يو تونل کې ورننوځي
اوښا يې له ګيډې څخه يې بيرته واپس نشي راوتلای که څنګه ؟؟؟؟؟
خو دا هم ويل کيږي چې حيوانات هم پيريان ځورولی شي او ليوان خو يې ستاسې په وينا خوړلی شي خو وژلی يې نشي، يعنې که په خپل مرګ مري مري به خو عوارض يې نشي وژلی، نو په دې صورت کې به بيا د ليوانو له خيټو څخه هم د فضله موادو ، بوی باد او خولو سره ژوندي بېرته وځي ؟؟؟؟؟؟؟
خو ستاسې دا معلوات که چيرې عقيدوي وي او تجربوي تلسټ ونه لري، نو بياخو نه يواځې داد ٣-٤ يا ٧ مترونو په ارتفاع حرکت ، بلکې ټوله کيسه يې په عقلي او تجربوي ډول تاييدول ګران دي ، او که څنګه ؟؟؟؟؟
او که له چا مو هسې د نکل او کيسيې په توګه اورېدلي وي ، نو د افسانې په ډول به مو ليکلې وای .
خو که تجربوي اساس لري نو د هغې تجربې راپور پخپله به له دې ادعاو څخه ډير جالب وي چې چيرې (؟) چا (؟) او څه ډول (؟) څه وخت دغه تجربه تر سره کړې ده؟.
په ځانګړو سلامونو !
د حدثي کيسې په توګه يې د طرحې په اړه سړی ويلې شي کيدای شي پيريان نه بلکې ميکروبونه وي چې په هوا کې سخت ډير دي او د ليوانو
سترګې يې شايد ليدلی هم شي ، نو سره له دې چې د ليوه لوږه پرې نه سړيږي خو چې سترې ډلې غري غري يې په خوله او تنفس په لارو ورځي
او دوی يې ويني هم نو کيدای شي هڅه به هم ورپسې کوي چې ويې خوله ورواچوي او ويې خوري .ښايي دغه ميکروبونه د انسان په اعصابو سخت بد تاثير غورځوي
او هغه حالت پرې راولي چې مونږ تاسې ورته پيرانی وايو، د پيراني خبرې
په دغه وخت کې د مريض خپلې خبرې وي نه د کوم جن خبرې، صرف د نورمالو اعصابو خبرې نه دي د بې واکه او کاواکه پاشان او الوتو يا بې سده اعصابو
بې سده خبرې دي ، خو څنګه چې ليدونکي يې په علت نه پوهيږي نو وايي دا پيريان دي ، ځکه چې علت هم ترې پټ دی او پيريان هم ترې پټ دي
نو له علت څخه ورته پيری جوړوي اود يو انګيرلي علت په موندلو ځان ته قناعت او تسکين ورکوي ، آيا همداسې به نه وي ؟؟؟؟؟
نو داسې تصور شوي او انګيرل شوي پيريان هغه جن او جنيات نه دي چې په قران کريم کې يې يادونه شوې ده .
جن لکه شيطان له اوره پيدا دی نو طبيعتا ً ضرري ، شېطاني او کافر مخلوق دی، ولې د اسلام په نور سره يې اورنی خصلت کميږي او سړيږي،د الله تعالی اطاعت
او آن د خدای ذکر او ثنا هم وايي ، يعنې پرهيزګار او شيخان هم په کې شته .
د اور خټې او نور څخه بالترتيب د جن، انس او ملايکو (عليهِم ُ السلام) پيدا يښت مونږ ددوی تر منځ يو بلې ډلبېلونې يا کلاسفيکيشن ته رسوي ، چې
د پيريانو د سکالو له تنګچوکاټ څخه لوړه اووتلې بريښي .[/color:e98bff02a9]
که پيريان وايرسونه او ميکروبونه نه وي ، خوراک او چښاک هم ونه لري او بيا هم ژوند کوي يوه دا پوښتنه رامنځته کيږي چې آيا پيريان تر قيامته ژوند کوي که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟
او بله دا چې خوراک چښاک نه لري ښايي عريزه هم ونه لري نو بيا څرنګه او د څه له پاره د عذاب او ثواب وړتيا هم موندلی شي ؟؟؟؟؟؟


Abdulhadi Hairan
30.06.2010

[quote:6c89413488="عادل عادل"]سلامونه

حیران صیب

په ټولو پیریانو د مضر اطلاق مه کوئ، هغوی کې هم عابدین او هم کلک مسلمانان شته، که عملا زمونږ مرسته نشي کولای نو دوعاوې خو به خامخا راته کوي.

بله دا چې تاسو دلته نوي یاست، پتنګ صیب مشر، دروند او زیږ پښتون دئ، د مشرانو خبرې په ځان بدې مه لګوئ، خبرې یې کله کله ترخې او ډیرې سپینې وي، خو دا چې د حسن نیت له مخې یې کوي نو په چا بدې نه لګي، هیله ده چې "حوصله " مو ورته تنګه نه کړئ :)

استاد ته دې هم زما له خوا ووایه چې لږ راټیټ شي، څلور زره خو ډیر ه غټه شمیره ده، کور دې ګڼ شه په دې درواغو او مبالغې سره، .... تاته وایم استاد ته نه :lol:[/quote:6c89413488]

ګران عادل صیب،

د ځواب او مشورې څخه مو مننه. د پتنګ صیب سره مې جوړه وکړه. ښه سړی معلومیږي خو د افغانستان اوسنۍ وضعې ځورولی ښکاري. مونږ ټول یې ځورولي یو خو هغه یو څه خاص مفکورې او د هغوی سره احساساتي تړاو لري نو لدې امله زیات ځوریږي.

دا د پیریانو کیسه او ورسره د پتوال صیب پوښتنې جالبې وې. ما د الجزیره یو راپورتر ته یو ځل وویل چې ته خو د طالبانو په قوماندانانو پسې په دې غرونو کې اکثر د مرکو لپاره ګرځې او مونږ ته به زمونږ استادانو ویل چې دا پیریان په غرونو کې ډېر زیات وي نو ورته ومې ویل چې که دې یو پیری هم پېدا کړ او مرکه دې ورسره وکړه ډېره به ښه وي چې د افغانستان (که چیرته په پیریانو کې هم افغانان وي) د جنجال په اړه څه نظر لري. دا څویم کال دی چې هغه بیچاره ورپسې ګرځي خو کوم یو په مخه ندی ورغلی. اوس به ورته ووایم چې یو د لېوه پوستکی پیدا کړي او وا یې غوندي کیدای شي په دې طریقه یو پیری پیدا کړي چې مرکه ورسره وکړي. دا الجزیره والا تکړه خلک دي کیدای شي د ځان نه ورته بیخي اصلي لېوه جوړ کړي. خو یقین مې نه راځي که بیا یې هم پیدا کړي ځکه چې ماته دا د پیریانو کیسه داسې بې اعتباره غوندې ښکاري


..Ahmadzai
30.06.2010

[quote:7d0098306b]ځکه چې ماته دا د پیریانو کیسه داسې بې اعتباره غوندې ښکاري[/quote:7d0098306b]

پوه نشوم څرنګه درته بې إعتباره ښكاري؟

أيا ته دا نه منې چې پيران سته؟

پكې مسلمانان او [color=red:7d0098306b]كافران [/color:7d0098306b]سته لكه إنسانانو كې؟


Abdulhadi Hairan
30.06.2010

ښاغلی احمدزی صیب،

زما مطلب دا دی چې پیریان د یو نالیدلي مخلوق په توګه ښايي وجود ونلري ځکه چې تراوسه پورې د دوی وجود چا ته ثابت شوی ندی. ډېر خلک چې ما ورسره دا موضوع مطرح کړې ده یواځې دا خبره کوي چې په قران شریف کې د جن ذکر راغلی دی. زما مطلب دا دی چې د جن مانا خو بل څه هم کېدای شي. خو کوم شی چې زمونږ په ذهنونو کې پروت دی چې دا یو ډول خلک دي او مسلمانان کافران پکې شته او الوځي او ډېر عمر لري او بچي لري او څوک یې نشي لیدلی مګر په ځینو خاصو مواقعو کې ښايي ښکاره شي دغه خبرې په ثبوت ندي رسېدلې. ایا داسې امکان شته چې په قران شریف کې د جن د ټکي بل څه مانا او مطلب وي؟ یانې په یو کتاب کې ما وکتل چې د قران شریف د جن او انس نه مطلب غایب او حاضر انسانان دي، نه دا چې دا یو جلا مخلوق دی. دغه خبره زما زړه ته پرېوتله. ستاسې په دې اړه څه نظر دی؟


..Ahmadzai
01.07.2010

[quote:240983bd4a]ایا داسې امکان شته چې په قران شریف کې د جن د ټکي بل څه مانا او مطلب وي؟ یانې په یو کتاب کې ما وکتل چې د قران شریف د جن او انس نه مطلب غایب او حاضر انسانان دي، نه دا چې دا یو جلا مخلوق دی. دغه خبره زما زړه ته پرېوتله. ستاسې په دې اړه څه نظر دی[/quote:240983bd4a]

لكه څرنګه چې پوه شوم , هغه دا چې ته هرڅه په مادي تله تلې كه دغه څه په مادي دلايلو أو تجربو ثابت سو, نو تا ته د منلو وړ دى, كنه بيا شتون نلري أو هسې تخيلات أو خرافات دي.

خو حقيقت بل شيء دى, جن يا پيران مادي موجوديت لري, ژوند لري, د إنسانانو په شان عاقل مخلوقات دى, إبليس(شيطان) هم يو پېری وو, پيران له أور څخه پنځ(خلق) سوي, نو مادي ماهيت يې نورو ژونديو سره توپير لري
د إنسانانو أو پيريانو ترمنځ حجاب سته, إنسانان پيران نسي ليدلى نه يې محسوسولى سي, خو ځينې ځانګړو حالاتو كې پيران إنسانانو ته تجسد كولى سي, بيا هم د إنسانانو أو پيريانو ترمنځ إرتباط ډير كمزورى دى, أو پيران دومره واك نلري چې دإنسانانو په ژوند زيات أغيز وكړي, يا هم د دوۍ په ژونديو حوادثو كې دخيل سي, إنسانان په رتبه كې له پيريانو لوړ رتبه لري

سليمان عليه السلام پيران أو د دوۍ ديوان تسخير كړي وو, أو د ده د أمر لاندې ېې ژوند كاوو, كارونه أو ماڼۍ به يې ورته جوړولې.............

نو محترمه د پيريانو مسئله لكه د روح داسې وګڼه , روح هم داسې څيز دى چې ننى ساينسي ډګر پکې ناكامه ده أو پاتې راغلی , خو د ژوند حقيقت روح دی , كنه دا زمونږ جسدونو خو صرف د ځمكې د عضوي أو غير عضوي مركباتو أو عناصرو څخه جوړسوي دي, چې دغه مواد په يو خاص ترتيب سره راټول سوي ,تركيب سوي , أو روح پکې ژوند أو حركت رامنځ ته كړى, سره له دې چې نني ساينس څومره پرمختګ كړی دى, خو كه دوي د دغو موادو هر رنګه ترتيب وكړي بيا هم ژوند پكې نسي پوكولى, ځكه چې ژوند روح ته أړتيا لري تر څو دغه چوكات په حركت راولي, أو ساينسي علماء ليا د روح په ماهيت ندي پوهيدلي .

مونږته الله تعالى په قران كريم كې د پيريانو په اړه معلومات راكړي, ان يو سورت د جن په نامه نومولې سوې, د هغې تفسير وګوره ډير معلومات به حاصل كړې.

خو پام كوه چې إنكاري نسې, ځكه چې د پيريانو شتون نه منل كفر دى, او دا د قران كريم نه منل دي, او دا پخپل وار لوى كفر او الحاد دى.
أو ملحد إنسان څخه بيا نو لوى أحمق نسته.

د غايب أو حاضر إنسان په مطلب دې پوه نسوم!

په درنښت


عادل عادل
01.07.2010

سلامونه

پتوال صیب

پتوال صیب همدغه ځای مې درته کوت، زما د لیوانو په اړه خبرې هماغه ستاسو د ای-اس-ای په اړه خبرې دي :lol:



09.07.2010

[quote:648f28dc8f="عادل عادل"]سلامونه

پتوال صیب

پتوال صیب همدغه ځای مې درته کوت، زما د لیوانو په اړه خبرې هماغه ستاسو د ای-اس-ای په اړه خبرې دي :lol:[/quote:648f28dc8f]
عادل صيب عليکم سلام و رحمة الله !
ښه تشابه دې کړې ، ځکه چې استخبارات خو رښتيا هم د پيريانو په بڼه هر چيرې حاضر وي څوک يې نه ويني (نه يې تشخيصوي) خو خپل کار کوي، د مطلوبو ډلو
د سر(مشرۍ) په مغزو لکه پيريان ناست وي ،
د ISI او طالبانو په اړه دا لېنک وګوره چې د بادار له دغه رسواګرۍ څخه ان ملا عمر غريب هم اوس نۀ  انکار کولی شي او نه يې ردولای شي :

http://www.arianatelevision.com/news/pashto/news_details.php?cat_id=&news_id=12501

څو د اصلي موضوع په اړه هم پوشتنه پيدا کيږي چې ايا پيريان خوراک چښاک اوچټلتون ( کمود) لري ؟
که يې نه لري ښايي نو د موادو تبادله به له محيط سره نه لري ، ښايي جنسي اړيکې او ددې له پاره په نر او ښځه هم نه ويشل کيږي او تکثر به يې
لکه د شيطانان هغه تر سره کيږي که څنګه ؟
جالبه داده چې دوی د مادي غريزو له رفعې پرته ولې ګناهونوته لاس اچوي ،
د څه له پاره د شيطان مني ولې يې ډير په کفر کې هم ژوند کوي ؟ مطلب داچې له مادي غريزو د نه لرلو سره سره شيطان له دوی سره څنګه مل کيږي او دوی ګناه، فساد او کفر ته سوقوي ؟؟؟؟؟؟
او که دوی خوراک چښاک او غريزې لکه انسان لري ، نو وايي چې شيطان هم اصلا پيری و او د عزازيل په نامه يادېده، غزازيل پيري څنګه کولی شو چې
د خوراک چښاک او چټلتون له کارولو سره سره ځان د ملايکو په قطار کې ووهي ؟؟؟؟؟؟
د دغه تش ظاهري ضد و نقيض د حل له پاره څه نظر ورکوئ ؟؟؟؟؟
______________________________________
[color=yellow:648f28dc8f]عادل صيب ، پتوال او عبدالسلام ورور ته سلامونه :
د ژبې تخليقات مو په اړونده فورمونو کې وکړئ ، که دلته اَصل موضوع ته راوګرځئ ښه به وي ، ددې له پاره اړينه وه چې ستاسې
له موضوع وتلی ژبه ييز ګپ شپ ړنګ کړم، هيله ده چرت مو پرې خراب نکړئ او بحث ته مو غځونه ورکړئ .[/color:648f28dc8f]


عادل عادل
11.07.2010

سلامونه

پتوال صیب د سوالاونو ځواب دې ولا که د چا بابا هم ووایي، تاسو تر اوسه خپل همجنسه هموطنه همدینه او همژبي افغانان چې فزیکي وجود لري، نه تنها چې پیژندلئ نه شئ بلکه په ای-اس-ای یې ورتپئ، نو پیریان به څنګه ممکنه وي چې درک یې کړئ او یا یې حد اقل د یوه مخلوق په صفت سره قبول کړئ.

پیریان له اوره پیدا دي، تا چیرته لیدلي چې اور متیازې یا مرداري کړې وي؟ :lol:



11.07.2010

[quote:b7dc07d4fc]پیریان له اوره پیدا دي، تا چیرته لیدلي چې اور متیازې یا مرداري کړې وي؟ [/quote:b7dc07d4fc]
عادل عادل صيب پوښتنه خو دا نه ده، هر څوک پوهيږي چې که پيريانو خوراک او چښاک کولی نو که دوی چا نه ليدل نو خوراکي مواد از د چښاک
مايعات خوبه يې ليدل او دنيا به يې هم په چټليو او بدبوی ډکه وه چې نه ده ، نو دا صرف د سوال له پاره يوه ردېدونکې فرضيه وه ، نۀ اصلي پوښتنه، او اصلي پوښتنه داوه چې کله د خوراک او چښاک او شهوانيت غريزې نه لري نو بيا دوی به څه ګناهکاره کيږي، د څه له پاره کفر هم اختياروي، شيطان پرې له کومې لارې اغيز کوي او د څه له پاره د شيطان مني ؟؟؟؟؟
دا چې ددې پوښتنې ځواب ستاسې په وينا د چابابا هم نشي ويلی نو ګناه خو په سوال يا سوال کونکې کې نه ده، زه پخپله هم دې پوښتنې ته
ځواب نه لرم نو ځکه مې نه يواځې له تاسو بلکې له ټولو دينپوهانو څخه مطرح کړې ده .
د طالبانو د پيژندنې په اړه خو فکر کوم چې ستاسو په اندازه يې زه هم پيژنم چې
[color=red:b7dc07d4fc]صاف ساده او سوچه مسلمانان دي [/color:b7dc07d4fc]او د هيواد دآزادۍ او اسلامي حکومتي نظام له پاره جهاد کوي . الله دې په دغه سپېڅلي هدف کې ژر تر ژره کامياب کړي !
وګوره د صاف سوچه مسلمانۍ سربېره دغه ورونه [color=yellow:b7dc07d4fc]ساده[/color:b7dc07d4fc] هم دي او صرف همدغه سادګي په سياست کې د ټولو افتونو او بلاګانو
مور ده، او دا مور د طالبانو په برخه کې يو پيری ميړه هم لري اود هغه پيري مېړه
نوم ISI دی .
نو که ز مونږ په خپلو ساده طالبانو ورونو ، وران وطن او مظلوم ملت زړه سوځي او
ددغه سياسي استخباتي جنياتو له له نادودو څخه ورته خبرداری ورکوو
چې خبردار ورونو ستاسې په سادګۍ کې دغه پيری ځاله اچولې او سرمايه ګزاري په کې کوي ، دا دشيطان کول دی او ځانونه، قام ،طن او ملت
ترې وساتئ ، ايا دا بده خبره ده ؟ د خپلو نورو افغاني ورونو سره يو شئ او به ګډه سره اشغالګر وباسئ!
د امريکا پر ضد جهاد کې د امريکا د حلقه بګوش غلام ISI سره يوځای جنګيدل ښه دي که د خپلو افغانانو ورونو سره يوځای اوږه په اوږه د اشغالګرو او ISI دواړو په ضد ؟؟؟؟؟
په هر شکل چې ټول (لږ تر لږه ٨٠٪ ) افغانان سره متحد د امريکا پر ضد جنګيږي همغه شکل بايد طالبان غوره کړي اود امريکا پر ضد د ISI ملګرتيا افغانان په هېڅ شکل نه مني !
د القاعدې ملګرتيا به افغانانو ته سپېڅلې ښکاره شي ،خو د ISI ملګتيا ورته په مطلقه توګه خبيثه ښکاري او خبيثه هم ده !
[color=blue:b7dc07d4fc]نو زمونږ دعا داده چې يا الله طالبان ورونه توفيق ورکړې چې د پاکيانو له لاسوهنې او لاسلرنې څخه خلاص شي او افغانان او افغانستان نور د اشغال او اشغالګرو له منګلو څخه وژغورې ![/color:b7dc07d4fc]


عادل عادل
12.07.2010

سلامونه

پتوال صیب خدای وکړي چې ستاسو نیوکې د زړه سوي او سپیڅلي احساس له مخې وي. زما خو همدا قوي ګومان دی

تاسو فرمایلي دي:

[quote:c1b4936d8b]د خپلو نورو افغاني ورونو سره يو شئ او به ګډه سره اشغالګر وباسئ![/quote:c1b4936d8b]

د نورو افغاني وروڼو نه مو مطلب څوک دي؟ افراد دي که سیاسي ډلې؟ کوم افراد او کومې سیاسي تنطیم؟ هغه روښنفکران خو به مو مطلب نه وي چې ډاکټر صیب فاروق اعظم یې مونږ او تاسو ته کیسې کړې دي، هو که چا د اشغال ضد پالیسئ کې تر طالبانو سبقت کړئ وي، نو ستاسو قول د تایید وړ دئ، که نه نو مناسب دا ده چې قول مو په معکوس ډول سره افاده کړی.



12.07.2010

[quote:507982470f]
له نورو افغاني وروڼو نه مو مطلب څوک دي؟ افراد دي که سیاسي ډلې؟ کوم افراد او کومې سیاسي تنطیم؟ [/quote:507982470f]
په دروند عادل صيب او ګرانو لوستونکو سلامونه !
بايد ومنو چې :
١- د هيواد له آزادۍ سره سم بايد آزاد ملي اسلامي حکومت رامنځته شي او جګړه په همدې سياسي موخه تر سره کيږي !

٢- د ازادۍ د جګړې په جريان کې بايد ددغسې آزاد ملي اسلامي حکومت پر
سر د ملت توافق موجود وي .

٣ - دغه ملي توافق ددې اړيزوال (سبب) ګرځي چې ملت بېدريغه د آزادۍ په جګړه کې برخه واخلي .

په لومړۍ افغان -انګليس جګړه کې حکومت له ملت سره ودريده ، نو له ازادۍ وروسته ملت موجوده حکومت را ونه پرځاوه ، بلکې ملت ورته امير دوست محمد خان د دوښمن له بند څخه آزاد او ددوهم ځل له پاره يې باچا وټاکۀ .

په دوهمه افغان انګليس جګړه کې ملت د حکومت ننګه وکړه او آزادي يې وګټله، خو د حکومت په اړه د ملت توافق بشپړ نه و، نو ځکه انګليس
وکړای شول چې د اسلام په نامه ملت بالکل دامان الله خان پر ضد وکاروي او بالاخره يې پرې چپه کړي .

د شوېروي پرضد جهاد کې حکومت د ملت پر ضد د شوريانو سره ولاړ و لکه اوس چې د امريکايانو سره ولاړ دی .

خو د استقلال پخوانې جګړې د اقوامو په مشرۍ تر سره کيدلې ، ددې تجربې وروسته چې انګليس امان الله خان د اسلام په نامه راپرځاوه او آن د سقاو په څير يو غل او خاين يې د اسلام په يلمه قدرت ته ورساوه،
نو د شوروي پر ضد جهاد يې د قومونو د مشرانو پر ځای د اسلام په نامه پخپله ISI د تنظيمونو په واسطه رهبري کړل .
نو د افغاني حکومت په اړه د ملت توافق هډو چا پوښتنه هم نه کوله ۀر څه د ددغه پاکي نظامي استخباراتو او د هغوی د لاس تنظيمونو پورې تړلي وو .

د تنظيمي حکومت پايله وار د مخه معلومه وه چې وطن به ورانوي او کورني جنګونه به پيليږي !
د طالبانو د لومړي غورځنګ سره د ملت توافق موجود و خو بري ته د رسيدو سره سم د حکومت په اړه د ملت توافق منځته نه و راغلی،
هغوی په زور تکيه کوله او يو ډو حاکميت يې يې منځته راوړ چې نه ملي بريښېده او نه حکومت ، بلکې تش حاکميت و چې په ټوله نړۍ کې يواځې
پاکستان تر پايه پورې په رسميت پيژنده او بس !
خو باور يې درلود چې پر ملت باندې په زور حکومت کولی شي اوپه زور به يې ساتي !
د ملت نه توافق د طالب حکومت سره انګليس او امريکا ته چانس ورکړ چې د پاکستان په موافقه دوی په افغانستان کې مداخله وکړي
او زمونږ هيواد اشغال کړي.
اوس بيا طالبان د هماغه ISI په مشرۍ لګيا دي چې قدرت ته ورسيږي بي له دې چې د راتلونکي افغان حکومت په اړه د ملت توافق تر لاسه کړي !
ددوی جهاد هم لکه د تنظيمونو د اسلام په پلمه تنظيميږي ، دقومونو او قومي مشرانو ملي رول يې په نطفه کې حنثی کړی اوISI بيا هم د اسلام په نامه
د افغانانو ملي هويت او ملي مقاومت مخه نيولې ده ،
هو که د اسلام په نامه څوک جنګيږي نواول به د طالب مشرانو رهبري او په دې ډل
نعوذ بالله د ISI رهبري پر ځان مني !
نوپه دې توګه د ملي توافق او ملي واکمنۍ مخه مخکې له مخکې ډب شوې او په دواړو خواو کې د حکومت او مقاومت اصلي واګي
د بهر نيانو (امريکا او پاکستان) په لاس کې دي ، دا په داسې يو حال کې چې امريکا او پاکستان د روان جګړييز حالت په غځولو کې
لاس سره يو کړی ، تر څو چې يو د بل پسې حکومتونوسياسي مشرتابه بيا هم ددوی د ګوډاګيو سياسيونو په لاس کې پاتې شي
او افغانستان هيڅکله آزاد او د CIA او ISI له پنجو څخه ونه وځي !
د کابل حکومت د اشغالګرو په موجوديت کې هيڅکله نشي کولی چې د ملت توافق اوملاتړ لاسته راوړي، خو طالبان کولی شي
توافق د راتلونکي حکومت په اړه لاس ته راوړي او د هغې پر اساس د ټولو ورونو قومونو بيدريغه ملاتړ وګټي !
او دا هم ډير اسانه اوهم ډير سخت کار دی :
په دې اسانه دی چې حکومت هم بايد ملي او هم اسلامي وي او هم انتخابي ، خو سخت په دې دی چې دا کار هغه څوک نشي کولی چې د ISI کړۍ لومړی ماتې نه کړي !


pattang
12.07.2010

[quote:35fe0e977d]په دې اسانه دی چې حکومت هم بايد ملي او هم اسلامي وي او هم انتخابي ، خو سخت په دې دی چې دا کار هغه څوک نشي کولی چې د ISI کړۍ لومړی ماتې نه کړي ![/quote:35fe0e977d]
په هم دغه کې دچل او ول دی ،غواړې چې روان پاڅون په ستوني کې خپه اوبد نام
کړې !! که ستا ليکنې ، فهيم ،عطا ، دوستم اونور ولولي نو د هېوامل غوندې مدالونه به درکړي اود کرزي له څنګ سره به ځای درته درکړي٠
يوه محکمه سبوت غواړي نه دا چې چا وېلې او څوک وايې !!


..Ahmadzai
12.07.2010

[quote="پتوال"][quote:309166bae7]
ددوی جهاد هم لکه د تنظيمونو د اسلام په پلمه تنظيميږي ، دقومونو او قومي مشرانو ملي رول يې په نطفه کې حنثی کړی اوISI بيا هم د اسلام په نامه
!
![/quote:309166bae7]

پتوال صاحب لكه لرغونى صاحب دواړو هغه بله ورځ چيغې بغارې وهلې چې پښتانه د قوم أو قومي تعصب له وجهې وروسته پاتې دي, أو بايد نور قومي نومونه ونه كارول سي تر څو دغه تعصب له منځ څخه لاړ سي أو پښتون ترقي وكړي, أو نن وايي چې طالبانو د قوم أو قومي مشرانو رول نطفه كې يې خنثى كړی.
نور پښتنو څخه څه غواړي؟
أول مو قوم نه پالنې ترې غوښتل أوس نو إسلام ته شا أړول ترې غواړۍ؟



13.07.2010

[quote:b8783c0769]پتوال صاحب لكه لرغونى صاحب دواړو هغه بله ورځ چيغې بغارې وهلې چې پښتانه د قوم أو قومي تعصب له وجهې وروسته پاتې دي, أو بايد نور قومي نومونه ونه كارول سي تر څو دغه تعصب له منځ څخه لاړ سي أو پښتون ترقي وكړي, أو نن وايي چې طالبانو د قوم أو قومي مشرانو رول نطفه كې يې خنثى كړی.
نور پښتنو څخه څه غواړي؟ [/quote:b8783c0769]

جلال خان احمدځی صيب ښې چارې !
دا ټوکې ولې کوې ، دا ليکنه خو نه ستا د وجدان غږ دی او نه ستا د منطق انځور، بلکې هسې بهانه يې ځواب ، هر سړی پرې پوهيږي چې هسې
ځان دې غولولی دی، خو بل څوک پرې نه غوليږي ، ځکه :
هلته هدف د پښتون قام د وحدت له پاره د قبيلو ، خيلونو او ټبرونو له نومونو څخه تيرېدل و، خو دلته اسلام پاکستان د پښتنو د قومي وحدت ، قومي ځواک او قومي استقلاليت په ضد کاروه او کاروي يې !
دلته اسلام د پاکستان د مشرۍ منلو، پښتون او پښتونستان د نوم له منځه وړلو
او پر افغانستان د پاکستان د استخبراتي ولکې د رامنځته کولو
او سل او زر نورو سياسي موخو له پاره د پښتنو پر ضد کاريږي ، خو هلته د خيل ،ځي اوقبيلو په نامه د پښتو ن په منځ کې اختلافات ،
بي اتفاقي او ويشل دوام کوي او غندل يې اړين دي ! دا يوه روښان، څرګند او مبرهن حقيقت دی چې ماشوم هم پرې پوهيدای شي تاسو ترې ولې پلمو ته پناه وړئ ؟
که د لرغوني صيب له خوا مطرح شوې موضوع نه منې مه يې منه، ولې د افغانانو د ملي آزادۍ د جهاد ملي رنګ ملي هدف او او ملي هويت
د اسلام په وسيله له منځه وړل خو د پاکستان له پاره يواځينۍ لار او جاده وه ، څو
افغان مقاومت د خپل اغيز او کنترول لاندې راولي ، نتيجه يې شنډه او ورخرابه کړي ، کورنی جنګونه تاوده وساتي او وطن مو راوران کړي او هيواد مو قبل الميلادي اسفل السافلين ته وروغورځوي !
مونږ په لومړي جهاد کې چې د شوروي اشغالګرو پر ضد روان و د ISI مار سخت وچيچلو، نو له پړي نه هم بايد وويريږو، خو د نوموړي مار څخه اوس ښامار جوړشوی نو ايا مارخوړلی به له ښامار نه هم نۀ ويريږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


عادل عادل
13.07.2010

سلامونه

پتوال صیب لیکلي:

[quote:878626d224]مونږ په لومړي جهاد کې چې د شوروي اشغالګرو پر ضد روان و د ISI مار سخت وچيچلو، نو له پړي نه هم بايد وويريږو، خو د نوموړي مار څخه اوس ښامار جوړشوی نو ايا مارخوړلی به له ښامار نه هم نۀ ويريږي ؟؟؟؟؟[/quote:878626d224]

ولې به نه ویریژو، خو ویریدل او احتیاط په دې مانا هم نه چې د یرغلګرو لمنې ته پناه یوسو او د دوی پالیسئ او صف دروند کړو.

د کابل په اداره کې موجود د حزب اسلامي پخواني مشران هم همدا دلیل نیسي، خو دا یې هیر دي چې اوس یې تر ای-اس-ای نه د لوی شیطان کلمه ویلې او د هغو افغاني جنایت کارانو سره یې په یوه کاسه خوري چې تر ای-اس-ای زر ځله ډیر خاینین، انسان وژونکي او متعصب خلک دي.

هغه څوک چې مقاومت کوي، زما په نظر اوس نه شي کولای د پاکستان او بل هر ګاونډي هیواد په اړه ستاسو د ډول سوالونو ته ځواب او وضاحت ووایي، هو که اشغال پای ته ورسید، نو په سبا به زما او ستا ذهن د ای-اس-ای او بل هر مداخله ګر سره د تړاو او تورونو په اړه روښانه کوي کنه نو حال به یې د تنظیمونو په شان د ولس په منځ کې منزوي کیدل وي.



14.07.2010

[quote:ebe964f550]هو که اشغال پای ته ورسید، نو په سبا به زما او ستا ذهن د ای-اس-ای او بل هر مداخله ګر سره د تړاو او تورونو په اړه روښانه کوي کنه نو حال به یې د تنظیمونو په شان د ولس په منځ کې منزوي کیدل وي.[/quote:ebe964f550]
عادل صيب د طالبانو د قدرت په ٥ کلنه دوره کې چا په دوی د انتقاد غږ پورته کولی شو؟
آزاد مطبوعات چيرې موجود وو؟؟؟؟
د ISI لاس د پوځي مشاورينو او پوځي عملياتو په رهبري کولو کې عملا هرچيرې مشهود و، خو چا پرې دتنقيدکولو جرئت نه درلود، د اداري مشرانو
سره به ددوی ليدل له ماښامه د شپې تر ناوخته پورې منظم دوام درلود ، کوم يو چې به يې د شمالي تلوالې سره په جګړه کې ګير شو ،
په پښتو او فارسي به نه پوهيدل او په څرګنډ،ل به تورمخي پنجابيان وو ، پاکستان به پدې پلمه منله چې ګواکې دا
خوا پخواني داوطلب مجاهدين دي چې د افغان مجاهدينو سره يې آن د شورويانو پر ضد جهاد کې برخه اخيستله او همداسې
د طالبانو په مليشه کې هم شته او مرسته کوي . خو د جګړې ډيرو ولسي ګډونوالو تاييدوله چې تور مخي پنجابي پوځيان د مليشې
په جامه کې دطالب ملېشې په راس کې وو او په نمونه يي توګه په ډېره زړورتيا او ايثار سره جنګيدل . افغاني ايله جاريان پرې نه پوهيدل چې دا
د ISI غړي دي، خو دومره يې له رول ، موقف او او اوتوريتي څخه پوهيدل چې دا
تور سونټي د طالبانو په جامه کې پنجابي پوځيان دي !
نتيجه دا چې د طالبانو حکومت هم د کمونستانو د حکومت په څير يو علني حکومت نه و، د پردې تر شا پوځي او اداري واک
او قدرت د KGB او ISI په لاس کې و .
د طالبانو مشرتابه چې ملي روغې جوړې ته نه حاضريږي علت يې همدغه حقيقت دی چې په ملي روغه جوړه کې طالبان په قدرت کې ښه پوره
او بشپړه ونډه ترلاسه کوي خو د ISI واک هم له منځه ځي ! نو دا به طالبان ومني، خو ISI يې هېڅکله نشي منلای !
هغوی دا قربانۍ او لګښتونه د طالبانو د قدرت له پاره نۀ دي ورکړي، بلکې بر عکس طالبان يې په افغانستان کې
د خپل قدرت له پاره قربان کړي دي !
که دا امکان له منځه لاړ شي چې طالبان د اسلام په پلمه د خپل ځان له پاره استعمال کړي، نو همغه شيبه به د طالبانو پاڅون او قدرت
بيا ورته دوه توته ارزښت هم ونه لري، بلکې تر رباني خيلو به يې هم زيات خپل دوښمنان بولي .
شوروي په خپل وخت، انګليس او امريکا نه ټول افغان ولس او نه په دوامداره توګه تيرايستلی او کنترولولی شي، خو پاکستان
د اسلام په نقاب کې ټول افغان ولس او په دوامداره توګه غولولی او کنترولولی شي ، ټيک لکه څنګه يې چې لر پښتانه تير ايستلي او د پنجابيانو د جغ لاندې کنترول ساتلي دي طالبان تر هغوی زيات تيرايستلی او کنترولولي شي!
له دې کبله هره ديکتاتوري چې په افغانستان کې منځ ته راځي هغه به
د يو ګاونډي هيواد او يا کوم سوپر پاور + کوم ګاونډي هيواد په ګډه ګټه څرخي
بې تفاوته ده چې د هرې اسلامي يا غير اسلامي ايديالوژۍ سره بدرګه هم شي !
نو اسلام له ديکتاتورۍ سره په اتوماتيک ډول هيڅکله ملي واکمني منځ ته نه راوړي .
برعکس مذهبي ديکتاتوري ډير ژر ملي واکمني له خطر سره مخامخ کوي .
دطالبانو ديکتاتوري يې هم يو مستقيم مثال دی چې د القاعدې
په ننګه يې د هيواد ملي آزادي لکه د چرسيانو قمار له لاسه ورکړه او دادی لس کاله کيږي چې د افغانانو شل کلنه ملي غميزه لاپسې و غځوله !
[color=blue:ebe964f550]
نو دا غميزه اسلامي نه ده ملي ده
................................................او : د اسلام په بڼه صرف پاکستاني ده ![/color:ebe964f550]


Qudratullah
15.07.2010

که اصلي موضوع ته ځواب وویل شي غوره به وي.
هغه پوښتنې چي حیران صیب کړي باید ځواب یي وویل شي. دپیریانو په هکله دا پوښتنی له ډیره وخته زما په ذهن کي هم ګرځي خوتراوسه مي کوم تسلي بخش ځواب له چا نه دی اوریدلای.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more