نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
06.07.2010
[quote:1cd2f75374]خو چی له همدغه طالبه پوښتنه وکړی، چی کافر ورک شو، دا سړک جوړول غواړی، که نه، دی به وایی، هو، ښه بیا یی څنګه جوړوی؟
طالبانو په پنځو کالو کی یو ټیټ کیفیته سړک ، تر میدان ښاره پوری جوړ کړ، چی ټول شل کیلو متره نه کیږی، نو ته به د ټول افغانستان سړکونه، چی په لس هاوو زره کیلو متره کیږی، څنګه جوړوی، بیا کوم خاص ځواب نه لری، ځکه د طالب په حکومت کی خو یوه ټنګه هم څوک مرسته نه کوی، نه به یی څوک حکومت په رسمیت وپیژنی. پدی توګه به ټول تجارت او کار او بار صفر وی.
بل افغان وایی، که هر ډول سړک جوړ شوئ، خو زه خو اوس د څلور ساعته په ځآی یوساعت منزل کوم، مریض جوړ او ناجوړ زر، زر پری سفر کوی.
خو که ښه کنترول وشی، بیا به ښه کیفیت واله سړک جوړ شی، ښه کنترول هغه وقت کیدای شی، چی امنیت وی، آرامی وی، او مجازات او مکافات وی.
خو بیا هم تر نه سړک، او نه ښونځی، همدا هم غنیمت دی.
او پوښتنه به کوی، چی طالبانو په پنځو کالو کی څومره ښونځی جوړ کړل؟ [/quote:1cd2f75374]
انډيواله داپورته چټلې دې پر دې دلا لت کوي چې په دينهاک کې په مفته ډوډۍ
شخوند وهې او لوی شوی يې ، بحث کول له د اسې ويده سړي سره کومه نتيجه نه
ورکوي ٠
- هر شی بايد په خپل ابتکار وشي او جوړ شي او بيا دغه جوړ شوی سرک،مکتب...
او نور دخپل کلتور بر خه ګرزي٠
- د طالبانوسرک تر اوسه ندی خراب شوی ، دفاسد رژيم او داشغالګرو سرکونه
جوړيږي خرابيږي او پيسې يې پټې دوبۍ ته ځي٠
که بحث کوې نو واقعتونه مه هېروه که نوي نو ستا دخبرو او د سمر قنديانو توپير
به بيا نه کېږي٠
pattang
06.07.2010
سنګر وطنه !
په پتوا ل صيب باندې ځينې وختونه لېونۍ ووبه راځي او حقائق سر چپه کوي
الله د ې مغفرت ورته وکړي زما له خوا څخه بخښلی دی ٠
06.07.2010
پتنګ خان ليکي :
[quote:2ac06b1c9d]
اياته هم له اشغالګرو او دکرزي له فاسد رژيم څخه هم د اولس اراده
غواړې اوغوښتې دې ده ? او که دطالب له څټه لګيا يې ? نور به بس وي٠[/quote:2ac06b1c9d]
انډيواله له الله تعالی وروسته ولس او د ولس اراده ده. نو د مسلمان افغان ولس دارادې دوښمنان د خدای دوښمنان دي ، که هر څوک يې پيمالوي
مونږ يې خپل دوښمنان بولو ،څوک چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي د افغان ولس دوښمن دی، نو اشغالګر او د اشغالګرو لاسپوڅي به
څنکه د افغان ولس دوښمنان نه بلل کيږي . تر هر چا دمخه ما په ګوته کړې چې ولسواکي او اشغالګر سره شپاړس دي او هيڅ امکان نه لري چې له ملي آزادۍ پرته ديموکراسي رامنځته شي ،
نو د ملي ديموکراسۍ لومړی دوښمنان اشغالګر او د هغوی لاسپوڅی رژيم دی .
مونږ خو په طالبانو صرف غږ کوو چې که له اشغاګرو څخه
د وطن آزادي غواړئ نو اسلام مه پريږدۍ خو ملتپالنه ورسره راټينګه کړئ
او که غواړئ چې د هيواد آزادی بيا وساتئ نو اسلام او ملتپالنه مه پرېږدئ
خو ولسواکي ورسره راټينګه کړئ !
نو يوه ولسواکي چې هم ملي او هم اسلامي وي ، هغې ته ملي او اسلامي ولسواکي وايي، څنګه چې افغانان د وطن آزادي او خپلواکي ګټل او ساتل دواړه غواړي
نو د آزادۍ پاڅون او غورځنګ يې په اړينه توګه بايد ملي، اسلامي ولسواک پاڅون او غورځنګ وي، که يو يا دوه جزه په کې کم وي ټيک يو په درې او دوه په درې برخه به هغه پاڅون نيمګړی او ترې زيږيدلې آزادي به هم همدغوره
پرنچوړه، شله شوټه او نيمګړې وي ! خاوره به آزاده وي ، خوملت به خپلواک نه وي، که خاوره آزاده اوملت هم بهر خواته خپلواک شي، خو ټولنه آزاده نه وي ديکتاتوري خمود او جمود وي بيا هم آزادۍ او خپلواکۍ خپل هدف له لاسه ورکړی دی او هېڅ ګټه نه لري !
نو د افغان ولس لومړی دوښمن اشغال او اشغالګر دي او پر ضد يې چې د افغانستان هندو هم جنګيږي سپېڅلې دنده پرځای کوي
دوهم دوښمن يې ضدملي لاسونه او لاسوهونکي دي چې د ګاونډيانو په ګټه
د ملي ګټو پر ضد حرکت کوي .
دريم دوښمن يې د يکتاتوري ده ، که دملت په پلمه وي او که د اسلام په پلمه، ديکتاتوري د ملت اسلام او ټولنې دريواړو پر ضد ده، پر ضد يې وه اوپر ضد به يې وي !
نو د اسلام ، ملتپالنې او ولسواکۍ وحدت د ملت حق او غوښتنه ده، څوک چې څومره په دې ٢١ پيړۍ کې هم دغه علمي معيار نفې کوي ،
که غواړي او که نه غواړي ټيک همغومره د افغان مسلمان ملت دوښمن او د بهرنيانو د لاس اله ده !
تر کومه ځايه چې د کريم خان مامران اوپتنګ خان د اقباس شويو جملو د مشابهت
خبره ده ، نو دا مشابهت شته، پتنګ تر اوسه پورې
ماته دغسې جملې نه دي کارولي، خو ډيرو نورو ته يې کارولي، خو کريم خان راته وښودل چې هر څوک هر چاته دغسې جملې وکاروي
توهين او تيری دی، او زه يې هم د هر چا په وړاندې چې کاريږي ناسم کار بولم ، نو نه يواځې کريم خان بلکې پتنګ خان هم
بايد خوښ وي چې څوک يې له ناسمو الفاظو له کارولو يا ادبي منکراتو څخه
منع کړي او په وړاندې يې نهي عن المنکر په ادبي سطحه هم وکاروي !
وايي د چړې زخم رغيږي او د ژبې زخم نه رغيږي، اړينه نه ده چې څوک دې يوه
دده په فکر رښتيا خبره هم په جرحداره او ناوړه توګه څرګنده کړي
بلکې برعکس هغه خبره چې د ټولو له پاره رښتيا بريښي
او عام اعتبارلري هم په نامناسبه او توهينونکې لهجه اظهار نشي !
كريم كامران
06.07.2010
سلامونه مې ومنئ.
پتوال صیب! الله دې نه کړي چې به د احمق خطاب درته کوم
ددې جملې څخه زما مطلب صرف ددې خبرې تشریح کول وه چې له قناعت وروسته بیا هم یو کار ته نه خوشبینه کیدل، احمقتوب دی نو څرنګه چې ماته شخصي قناعات حاصل دی نه شم کولای بې ځایه د یو کار لپاه بدبینه شم او تاسوته چې زما په مخالفې نظریې قناعت حاصل باید بدبینه شئ، زما هدف چاته داحمقتوب خطاب نه ووبلکې دخپلې خبرې دتقویې په غرض مې دا خبره کړې چې نه ښايي بې له کوم دلیل او ثبوته بدبینۍ ته لاس واچوم ځکه چې په دې صورت کې بدبیني به احمقتوب یا جهالت وي.
که تاسو د سوء تفاهم له وجې خوابدي شوي یاست ډیره بښنه غواړم.
دا چې زما لیکنې د پتنګ صیب، یا عادل صیب لیکنو ته ورته دی، زه پرې ویاړم او د ځان لپاره یې افتخار بولم ځکه چې په بحثفورمونو کې زه د پتنګ صیب او عادل صیب فکر او شخصیت ته ډیر احترام لرم، او له هرې نګاه نه هغوی د خپل ځان په وړاندې اوچت ګڼم.
07.07.2010
کامران صيب ته سلامونه او نېکې هيلې !
دا به نو کوم منطقي علت وي چې ګواکې خپل ځان مو پرې له جرمه هم پرته ناحق د احمقتوب او جهالت په ګواښ ګواښلو (؟)، ځکه ما خو دنوموړې
بدبينۍ نه کومه غوښتنه له تاسو کړې وه او نه مې دهغې تور په تاسو لګولی و، نو
تاسو به څه اړتيا لرله چې له مطرح والي پرته مو هم
د ځان په اړه داسې کلکه رد وله چې راشه که يې ګورې ؟
خو په هرصورت ستاسو له وروستۍ ليکنې وروسته يې زه هم داسې هيروم چې ستا خوښه وي او بيرته اصلي موضوع ته راځم :
د طالبانو د تکامل نه ستاسې مطلب په هر صورت يو مٍثبت تغير دی، او زما پوښتنې څه چې دټول ملت پوښتنې او غوښتنې په نه ختميدونکې هيله
دادي چې
[color=blue:18070e7fff] آيا د طالبانو دغه مثبت تغير به دغو مهمو موضوعاتو ته هم کوم مثبت ځواب ، مثبت پيغام او دخوښۍ کوم زيری له ځانه ولري که نه چې :
آيا دوی د قدرت په وخت کې د مسلمان افغان ولس دا اساسي حق مني چې د آزادو ، عامو، سري ، عادلانه او شفافو انتخاباتو له لارې خپل سياسي مشر وټاکي ؟؟؟؟؟؟؟؟
آيا قدرت ته د رسشيدو وروسته د مسلمان ولس دا حق مني چې د بيان آزادي د آزادو مطبوعاتو له لارې پلې کړي ؟؟؟؟
آيا ښځينه افغانانو ته به په اسلامي حجاب کې د تعليم ، کار، ماموريتونو او په لوړو سياسي او ټولنيزو څوکيو کې د نارينه و سره د برابرې ونډه اخيستلو حق ورکړي ؟؟؟؟
آياملي شورا ، ملي اردو او د قانون حاکميت رامنځته کول به د طالبانو لومړی کار وي او د يو کال په بهير کې دننه دننه به يې رامنځته کړي ؟؟؟؟؟؟
په انتقالي يوکال په دوره کې به د عدليې ، حج او اوقافو او دفاع له وزارت ، جوماتونو او جمهوري رياست له مقام پرته به طالبان له نورو وزارتخانو سره کار نه لري او مسلکي کسانو ته به يې وسپآري ؟؟؟؟ په دې شرط چې هلته به د ورونو قامونو په تناسب د وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو څوکۍ ويشل کيږي ؟؟؟؟ .
آيا دچا له ږيرو او پينسو سره خو به کار نه لري ؟؟؟؟؟؟
آيا د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست به له طالبانو مستقل او د هيواد له نورو علماو څخه تشکيل وي چې طالبانو ته منسوب نه وي ؟؟؟؟؟ [/color:18070e7fff]
او تاسې پخپله څه نظر لرئ چې :
که طالبانو دومره تغير موندلی وي چې د ملت دغو مهمو پوښتنو ته يې مثبت ځواب راوړی وي ، په دغه صورت کې به يې تاسې
هم استقبال کړئ او که برعکس
ناهيلي او مخالف به يې شئ او هغه به وغندئ ؟ ځوآب لنډ او په يوه هو يا نه ويلو سره يې څرګند کړئ ، بې له دې چې په طالبانو وغږيږئ
صرف خپل نظر څرګند کړئ !
څو دا معلومه شي چې تاسې له طالبانو څڅه ددغو پوښتنو په اړه څه غواړئ
او يا څه هيله ترې لرئ ، يا پخپله هره پوښتنه څنګه ارزوئ او څومره يې ارزښتوئ ؟
په درنښت !
كريم كامران
08.07.2010
پتوال ګله ماخو له تاسو څخه په ډیر احترام بښنه او معذرت وغوښت اګر که هیڅ حق دې راباندې نه جوړیده، نه په اسلام کې او نه په پښتو کې. خو تاسو بیاهم پرې پوه نه شواست او هغه دچا خبره هډوکي لټول مو پکې شروع کړل.
[quote:4ae246844d]د طالبانو د تکامل نه ستاسې مطلب په هر صورت يو مٍثبت تغير دی، او زما پوښتنې څه چې دټول ملت پوښتنې او غوښتنې په نه ختميدونکې هيله
دادي چې [/quote:4ae246844d]
پوښتنو ته به دې ځواب درکړم،خو پوښتنې او غوښتنې دې دملت په استازیتوب مه وړاندې کوه ډیرې غوښتنې دملت غوښتنې نه دي، په شخصي توګه یې مطرح کړه.
[quote:4ae246844d]آيا دوی د قدرت په وخت کې د مسلمان افغان ولس دا اساسي حق مني چې د آزادو ، عامو، سري ، عادلانه او شفافو انتخاباتو له لارې خپل سياسي مشر وټاکي ؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:4ae246844d]
عام انتخابات هیڅکله له اسلام سره اړخ نه لګوي، په اسلام کې عام انتخابات نشته.
ولس عامو انتخاباتو ته ضرورت او اړتیا نه ګوري. نه شرعا او نه عقلا.
دطالبانو امیر دهیواد په سطحه د ۱۵۰۰ جیدو علماوو لخوا دتایید وړ ګرځیدلی، چې ارزښت یې دعامو انتخاباتو په پرتله سل چنده زیات دی.
او بیا څه ضرور او کومه اړتیا چې طالبان عام انتخابات وکړي؟؟؟
داشغالګرو په وړاندې یوازینی هغه څوک چې نن ورځ قرباني ورکوي، طالبان دي، له فتحې وروسته په افغانستان کې همدوی حق لري چې دسیاسي قدرت په راس کې واقع شي او دچارو واګي په خپلو لاسو کې واخلي.
داشغالګرو له شکست وروسته په کوم منطق طالبان دعامو انتخاباتو اعلان وکړي په کومو کې چې داشغالګرو مزدوران او لاسپوڅي هم حق لري ځان کاندید کړي؟؟؟؟
په دې خو زه سل په سلو کې یقیني یم چې امریکايي لاسپوڅي او مزدوران به حتی په عامو انتخاباتو کې هم بریالي نه شي، خو دا به کوم اسلام، او کوم عقل، او کوم قانون ومني چې وینې دې طالب تويې کړي، قرباني دې طالب ورکړي، شهید، یتیم، کونډه دې طالب ته پاتې وي، بندي کیږي دې طالب، زندانونه دې طالب ګالي خو چې دنتیجې وخت راشي هماغه داستعمار مزدور او ګوډاګي ته دې طالب دومره تنازل وکړي چې انتخاباتو ته دې ورسره ودریږي؟؟؟؟؟
تاریخونو ته ځیر شئ! له فتحې وروسته فاتحان دا حق لري چې دقدرت واګي په لاس کې واخلي، که داسې نه شي نه دقربانۍ معنی څه شوه؟ هغه هدف چې سرونه یې دترلاسه کولو لپاره نذرانه شوي څه شو؟ ثمره څه شوه؟ نتیجه څه شوه؟
هو! که ستا مطلب دا وي چې پخپله دطالبانو له مینځ څخه دڅو تنو ترمینځ انتخابات وشي نو دا خبره څه ناڅه وزن لري، خو بیرته سمدستي خپل وزن له لاسه ورکوي ځکه چې طالبان یو متفق علیه شرعي امیر لري، ددې امیر تر اطاعت لاندې هرڅوک چې له یو ځل بیعت وروسته بیرته (پرته له شرعي استثناءاتو څخه) بیعت لغو کوي او د امیر په مقابل کې دعامو انتخاباتو لپاره ودریږي شرعا دبغاوت معنی لري، چې حکم یې تاته هم معلوم دی.
[quote:4ae246844d]آيا قدرت ته د رسشيدو وروسته د مسلمان ولس دا حق مني چې د بيان آزادي د آزادو مطبوعاتو له لارې پلې کړي ؟؟؟؟ [/quote:4ae246844d]
که دبیان ازادي داسې وي لکه نن ورځ چې دروان مقاومت په وړاندې ترې کاراخیستل کیږي، طالبانو ته دبیان حق نه ورکول کیږي، په مطبوعاتي او تبلیغاتي وسایلو یې بندیزونه لګول کیږي، نو داسې ازادي دې تاته درمبارک وي.
طالبانو لکه پخوا چې دبیان ازادۍ ته حق ورکړی وه داځل به یې هم ورکوي، البته داسلام په چوکاټ کې ازادي، هومره ازادي چې اسلام يې ورکوي.
[quote:4ae246844d]آيا ښځينه افغانانو ته به په اسلامي حجاب کې د تعليم ، کار، ماموريتونو او په لوړو سياسي او ټولنيزو څوکيو کې د نارينه و سره د برابرې ونډه اخيستلو حق ورکړي ؟؟؟؟ [/quote:4ae246844d]
په اسلامي حجاب کې تعلیم او کار به ستا دومره ارمان نه وي لکه څومره چې دطالبانو وه، په تیر دور کې طالبان په همدې لټه کې ول چې څرنګه داسلامي حجاب په چوکاټ کې ښځینه وو ته دتعلیم موقع برابره کړي، طالبان دښځو دحجاب دومره پلويان ول چې حتی دښځینه وو تعلیم یې هم تریوه محدود وخته پورې ځنډولی وه ځکه دحجاب لپاره لازم تدابیر برابر نه ول.
او په دولتي څوکیو کې دښځینه وو ونډه هم له اسلامي حجاب پورې معلقه ده، که دصحیح اسلامي حجاب امکانات او زمینه برابره وه طالبان یې لکه دښځینه وو دتعلیم، مخالف نه دي، البته دې ټکي ته جدي توجه پکار ده چې طالبان هیڅکله ښځینه افغانانې په هغو دولتي څوکیو نه ګوماري چې له نارینه وو مراجعینو، یا نارینه وو مامورینو سره ترې اختلاط راټوکیږي. طالبان پخوا هم په ځینو دولتي څوکیو دښځینه وو دګومارلو مخالف نه وه خو باید ووایم چې ښځینه افغانانې په روغتیايي ادارو او همدارنګه په صحي او تعلیمي بخشونو کې شرعا دا اجازه لري چې دندې ورترغاړې شي خو دښځینه وو لپاره هغه ماموریتونه او هغه دولتي څوکۍ چې په اوسنۍ اداره کې ښځینه افغانانې پرې ګومارل شوي چې نه اسلامي حجاب پکې مراعاتیدای شي او نه له نامحرمو نارینه وو څخه پرده او ستر پکې ممکن دی، او ددې امکان وي چې دغه دولتي څوکۍ یو نارینه افغان اشغال کړي، دې ته نه اسلام اجازه ورکوي او نه به یې طالبان ورکړي.
[quote:4ae246844d]آياملي شورا ، ملي اردو او د قانون حاکميت رامنځته کول به د طالبانو لومړی کار وي او د يو کال په بهير کې دننه دننه به يې رامنځته کړي ؟؟؟؟؟؟[/quote:4ae246844d]
دطالبانو دقانون حاکمیت ته خو ټوله دنیا وازه خوله پاتې ده ته څنګه پکې شکمن یې..؟؟
او دملي شورا او ملي اردو، طالبان نه پخوا مخالف وه او نه یې اوس مخالف دي، خو دا چې تاسو وایاست دیو کال په دننه کې خامخا، زه پکې څه نه شم ویلای، شرایطو او طالبانو پورې اړه لري.
[quote:4ae246844d]په انتقالي يوکال په دوره کې به د عدليې ، حج او اوقافو او دفاع له وزارت ، جوماتونو او جمهوري رياست له مقام پرته به طالبان له نورو وزارتخانو سره کار نه لري او مسلکي کسانو ته به يې وسپآري ؟؟؟؟ په دې شرط چې هلته به د ورونو قامونو په تناسب د وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو څوکۍ ويشل کيږي ؟؟؟؟[/quote:4ae246844d]
انتقالي دوره یې څه معنی؟؟ د انتخاباتو خبره خو مې مخکې درخلاصه کړه.
او یاره پتوال صیب ته داسې پوښتنې وکړې چې که پخپله یې هم دوهم ځل ولولې حیران به دې کړي.
طالبان خو څه د مسلکي کسانو مخالف نه دي!!
دمسلکي کسانو عدم موجودیت معنی دا نه ده چې طالبان دې د مسلکي کسانو مخالف وي، په تیر دور کې مسلکي کسان دطالبانو مخالف ول، نه طالبان، او وجه یې هم دا وه چې متاسفانه زمونږ مسلکي کسان له سوچه اسلامي نظام سره ډیر حساسیت لري او دا ډیره دتاسف خبره ده، همدا علت وه چې دغو مسلکي کسانو دطالبانو اسلامي نظام نه شو زغملای نو یې هیڅ همکاري ورسره نه وه، او دا ویره زه اوس هم لرم چې زمونږ فني او مسلکي متخصیین به داسلامي نظام سیوری په خپل سر نه شي تحمل کولای او داسلامي نظام ترسیوری لاندې نه غواړي خپل ولس ته خدمت وکړي، او بیا به ملامته هم طالبان وي چې دوی دمسلکي کسانو مخالف دي.
طالبان هیڅکله دمسلکي کسانو مخالف نه دي، ددې پرځای هیله ده چې له مسلکي کسانو وپوښتنئ چې آیا تاسو به داځل خپل ولس ته دخدمت لپاره اسلامي نظام ته دغاړه ایښودو لپاره تیار شئ او دغه دزهرو ګوټ (ستاسو په نظر) به ترستوني تیر کړئ؟؟ له بده مرغه چې زمونږ متخصصینو، مسلکي او فني کسانو اکثرو دغربي غیراسلامي نظامونو او ډیموکراسۍ لاندې خپلې زده کړې کړي چې متاسفانه کله چې خپل ولس ته راستانه شي نو ولس ته دخدمت لپاره د هماغسې نظامونو دموجودیت شرط ږدي.
[quote:4ae246844d]آيا دچا له ږيرو او پينسو سره خو به کار نه لري ؟؟؟؟؟؟ [/quote:4ae246844d]
ولې به کار نه ورسره لري!!!
ږیره پرېښودل او پایڅې اوچتول هغه شیان دي چې زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په کلکه امر ورباندې کوي. ږيرې او پایڅو پورې کار لرل دیو اسلامي نظام د رجال الحسبة یا دامر بالمعروف کسانو وظیفه او وجیبه ده.
هو، کولای شې دا پوښتنه داسې مطرح کړې چې آیا دا ځل به هغه منافقینو ته هم سزا وټاکل شي که نه، کومو چې دطالبانو دبدنامولو، او له خپل واک څه په سوء استفادې سره، دامر بالمعروف او نهي عن المنکر په نامه د ځینو کوچنیو منکراتو مرتکبینو ته له حد څخه زیاته جزا ورکوله؟؟
[quote:4ae246844d]آيا د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست به له طالبانو مستقل او د هيواد له نورو علماو څخه تشکيل وي چې طالبانو ته منسوب نه وي ؟؟؟؟؟ [/quote:4ae246844d]
ددې پوښتنې په مقصد دې هیڅ پوه نه شوم. ځکه له داشغال له شکست، او له فتحې وروسته طالبان دیو ګوند یا تحریک په حد کې نه پاتې کیږي چې دیو تحریک په توګه په حکومت کې سیاسي فعالیتونه وکړي، هغه وخت ورته دطالبانو تحریک نه، بلکې اسلامي امارت ویلای شو. چې په دې صورت کې هیڅوک نه شي کولای ووايي زه طالب یم، او ته طالب نه یې، زه طالبانو ته منسوب یم او ته ورته منسوب نه یې.
[quote:4ae246844d]او تاسې پخپله څه نظر لرئ چې :
که طالبانو دومره تغير موندلی وي چې د ملت دغو مهمو پوښتنو ته يې مثبت ځواب راوړی وي ، په دغه صورت کې به يې تاسې
هم استقبال کړئ او که برعکس
ناهيلي او مخالف به يې شئ او هغه به وغندئ ؟ ځوآب لنډ او په يوه هو يا نه ويلو سره يې څرګند کړئ ، بې له دې چې په طالبانو وغږيږئ
صرف خپل نظر څرګند کړئ !
څو دا معلومه شي چې تاسې له طالبانو څڅه ددغو پوښتنو په اړه څه غواړئ
او يا څه هيله ترې لرئ ، يا پخپله هره پوښتنه څنګه ارزوئ او څومره يې ارزښتوئ ؟[/quote:4ae246844d]
ددې پوښتنې ځواب په پورتنۍ لیکنه کې موندلای شئ.
monir
08.07.2010
سلامونه او ښې چارې!
[quote:f90b1f25ec="كريم كامران"]عام انتخابات هیڅکله له اسلام سره اړخ نه لګوي، په اسلام کې عام انتخابات نشته.
ولس عامو انتخاباتو ته ضرورت او اړتیا نه ګوري. نه شرعا او نه عقلا.
دطالبانو امیر دهیواد په سطحه د ۱۵۰۰ جیدو علماوو لخوا دتایید وړ ګرځیدلی، چې ارزښت یې دعامو انتخاباتو په پرتله سل چنده زیات دی.
او بیا څه ضرور او کومه اړتیا چې طالبان عام انتخابات وکړي؟؟؟
[/quote:f90b1f25ec]
بیچاره ولس!!!
ولس خو نا پوهه دی، ناپوهان باید هر هغه څه ومني چې دا هوښیاران (!)یې د شریعت په نامه د سوټي په زور خرڅوي!
آیا د مولوی قیام الدین کشاف تر مشرۍ د همدغو ۱۵۰۰ جیدو علماوو لویه برخه همدا اوس د افغانستان د علماو د سراسری شورا غړي ندي، چې د موجود نظام په ملاتړ په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون غوشتنه کوي؟
اقتباس
د دیني عالمانو شورا په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون غوشتنه وکړه
http://entikhabat.taand.com/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D8%A7%D9%BE%D9%88%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%87&article=351
په درنښت
كريم كامران
08.07.2010
[quote:b2e205638f="monir"]سلامونه او ښې چارې!
[quote:b2e205638f="كريم كامران"]عام انتخابات هیڅکله له اسلام سره اړخ نه لګوي، په اسلام کې عام انتخابات نشته.
ولس عامو انتخاباتو ته ضرورت او اړتیا نه ګوري. نه شرعا او نه عقلا.
دطالبانو امیر دهیواد په سطحه د ۱۵۰۰ جیدو علماوو لخوا دتایید وړ ګرځیدلی، چې ارزښت یې دعامو انتخاباتو په پرتله سل چنده زیات دی.
او بیا څه ضرور او کومه اړتیا چې طالبان عام انتخابات وکړي؟؟؟
[/quote:b2e205638f]
بیچاره ولس!!!
ولس خو نا پوهه دی، ناپوهان باید هر هغه څه ومني چې دا هوښیاران (!)یې د شریعت په نامه د سوټي په زور خرڅوي!
آیا د مولوی قیام الدین کشاف تر مشرۍ د همدغو ۱۵۰۰ جیدو علماوو لویه برخه همدا اوس د افغانستان د علماو د سراسری شورا غړي ندي، چې د موجود نظام په ملاتړ په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون غوشتنه کوي؟
اقتباس
د دیني عالمانو شورا په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون غوشتنه وکړه
http://entikhabat.taand.com/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D8%A7%D9%BE%D9%88%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%87&article=351
په درنښت[/quote:b2e205638f]
ته يې ماته راوښیه چې څوک دي؟؟
قیام الدین کشاف خو زه پیژنم دهغو ۱۵۰۰ علماوو له ډلې څخه نه وه.
او بیا فرض کړه چې دهماغو ۱۵۰۰ علماوو څخه ځینې یې موجوده حکومت ته تسلیم شوي دي، په دې سره ددوی کړې فیصله تر تهدید لاندې نه راځي، ځکه چې په خپل وخت کې دا علماء دهیواد په سطحه له أهل الرأي او جیدو علماوو له جملې څخه ول، او دا امکان نه لري چې ددې ۱۵۰۰ علماوو یو-یو یې دعمر ترپایه ترتعقیب لاندې ونیسو که چیرته منحرف شي پخوانۍ ټولې فیصلې یې لغوه او باطلې اعلان کړو.
زه یو ځل بیا وایم چې هاغه ۱۵۰۰ علماء په هغه وخت کې دهیواد په سطحه جید علماء، د راي او نظر خاوندان ول، او کړې فیصله دقبول وړ ده. خاتمې مستورې دي هغه وخت هیڅوک نه پوهیدل چې فلاني عالم چې اوس حکومت ته تسلیم شوی په آینده کې منحرف شي او که نه؟
08.07.2010
کامران جانه مننه،
ما خو درته وليکل چې ما شخصي خبره ستاسې د وروستۍ ليکنې په نتيجه کې داسې [color=red:aca00b3e7c]هيره کړه [/color:aca00b3e7c]چې څنګه ستاخوښه وي !
او دسياسي حقيقت هډوکي دچا خبره که د يوې موضوع په کونه کې هم پټ وي سړی يې بايد راوباسې او دا ځل تاسو د طالبانو په اړه په يو لړ حقايقو
پخپله ډير جالب اعتراف کړی چې طالبان څه غواړي :
- مذهبي ديکتاتوري رامنځته کول
- د عربو سلطنت ته ورته نظام په غير سلطنتي نامه جوړول
- له افغانستان څخه بيا د القاعدې پناه ګاه له تروريستي عملياتو پرته جوړول
- ددولت تقنيني پايه ( ملي شوری ) ړنګول
- دافغانستان خلک د خپلې ارادې له تمٍثيل څخه محرومول او د مذهب په نامه
پرې خپله اراده تحميلول
- اساسي قانون نه لرل
- د ښځې د فعاليت ډګر د ټولنې په ځای د کور څلورو ديوالونو منځ ته محدودول !
- د آزادو انتخاباتو له لارې د خلکو د ارادې څرګندولو اساسي حق تر پښو لاندې کول
- د آزادو مطبوعاتو ختمول
- صرف له پاکستان او ځينو عربي آماراتو سره دوستانه اړيکي ساتل او بس !
- د پښتنو او غير پښتنو سياسي او مدني حقوق له منځه وړل
- په بهرني سياست کې د لرې پښتونخوا مسله د نابودۍ له ګواښ سره مخامخ
کول
- د پخوا په شان ملي اردو نه جوړول او د طالب مليشو په توګه د ISI له خوا رهبري کيدل او همدارنګه نورو ناورينونو ته مخه خلاصول .
په دې اړه د نواز شريف تازه څرګندونې هم واورئ .
monir
08.07.2010
[quote:f472982079="كريم كامران"]
ته يې ماته راوښیه چې څوک دي؟؟
قیام الدین کشاف خو زه پیژنم دهغو ۱۵۰۰ علماوو له ډلې څخه نه وه.
او بیا فرض کړه چې دهماغو ۱۵۰۰ علماوو څخه ځینې یې موجوده حکومت ته تسلیم شوي دي، په دې سره ددوی کړې فیصله تر تهدید لاندې نه راځي، ځکه چې په خپل وخت کې دا علماء دهیواد په سطحه له أهل الرأي او جیدو علماوو له جملې څخه ول، او دا امکان نه لري چې ددې ۱۵۰۰ علماوو یو-یو یې دعمر ترپایه ترتعقیب لاندې ونیسو که چیرته منحرف شي پخوانۍ ټولې فیصلې یې لغوه او باطلې اعلان کړو.
زه یو ځل بیا وایم چې هاغه ۱۵۰۰ علماء په هغه وخت کې دهیواد په سطحه جید علماء، د راي او نظر خاوندان ول، او کړې فیصله دقبول وړ ده. خاتمې مستورې دي هغه وخت هیڅوک نه پوهیدل چې فلاني عالم چې اوس حکومت ته تسلیم شوی په آینده کې منحرف شي او که نه؟[/quote:f472982079]
دا خو کوم کمال ندی چې هر څه پخپله خوښه تعبیر او تعریف کړی!
که دا علما له یوه ساده شخص څخه چې د ملایی تحصیل یې هم دومره زیاد ندﺉ یو فرمایشی امیر المومنین جوړوی هر څه سم دي او که دوی د ملاعمر د لشکرو د ورانی ویجاړي او د افغانستان د تباهی پر ضد موقف غوره کوی منحرف شوی دي. دا د هغو کسانو نظر دی چې نورو اشخاصو ( علما او غیر علماو) او د هغو نظرونو ته احترام قایل ندي.
د نواز شریف وروستۍڅرګندونې:
نوازشريف له پاکستان دولته غوښتي چې د افغانستان چارو کې له مداخلې لاس واخلي
د پاكستان پخواني لومړي وزير او د حکومت د مخالف ګوند مسلم ليګ د نواز څانګې رهبر نواز شريف د هغه هېواد له دولت غوښتي چې د افغانستان په چارو كې له مداخلې لاس واخلي. هغه اعتراف كړى چې د ده په واكمنۍ كې د پاكستان حكومت د افغانستان په چارو كې لاسوهنه كوله؛ خو وايي، دا يو ناكام سياست دى.
په همدې وخت كې، نواز شريف د پاكستان له دولت غوښتي چې له طالبانو سره خبرې وكړي.
[color=blue:f472982079]نواز شريف له اسوشيېټېد پرېس اژانس سره په خبرو كې اعتراف كړى چې د طالبانو د جوړېدو طرحه د ده د حكومت پر وخت شوې ده. هغه ويلي، دا ډله په افغانستان د واكمنۍ په خاطر جوړه شوې وه؛ خو زياتوي چې دا طرحه بريالۍ نه ده او د پاكستان اوسنى حكومت بايد له دې كاره لاس واخلي.
هغه وويل: ((زمونږ سياست په تېر وخت كې ماتې خوړلې او په راتلونكي كې به هم دا ډول سياست ناكام وي.[/color:f472982079]
زمونږ هېوادونه له يوبل سره تاريخي اړيكې لري او مونږ تر هغه وخته كولاى شو دا اړيكې ولرو چې طبيعي پاتې شو او د افغانستان د انتخابي حكومت چې د افغانانو ارزو ده، ملاتړ وكړو.)) نوموړى وايي، پاكستان نشي كولاى د لاسوهنې له لارې په افغانستان كې نفوذ وساتي. هغه ويلي: ((پاكستان بايد په افغانستان كې د نفوذ مفكوره پرېږدي. نه دوى دا نفوذ مني او نه هم بايد په دې مفكوره په هغه ځاى كې داسې افراد ولرو.))
هغه په نويېمه لسيزه كې دوه ځلي د پاكستان د لومړي وزير په توګه پاتې شوى دى. د نوموړي د واكمنۍ پرمهال طالبان افغانستان ته داخل او پر دې هېواد يې واكمني پيدا كړه. په ورته وخت كې، ده د پاكستان له حكومت غوښتي چې له هغو طالبانو سره خبرې وكړي چې مذاكرې ته چمتو دي. د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هم د نواز شريف دا غوښتنه منلې او ويلي يې دي چې په دې موضوع د بحث په موخه به د ټولو ګوندونو يوه ګډه ناسته جوړه كړي؛ خو يو شمېر افغان كارپوهان د نواز شريف دا څرګندونې سياسي لوبه ګڼي.
سياسي كارپوه وحيد مژده وايي: ((د پاكستان سياستوال هر وخت چې له واكه ليرې كېږي افشا كول كوي او وايي په افغانستان كې لاسوهنه سمه نه وه؛ خو كله چې واك ته رسېږي بيا دا له ياده وباسي او بېرته يې له سره نيسي. دا هغه عادت دى چې دا سياستوال يې لري. په دې وخت كې داسې نيوكې كوي چې د پاكستان خلك ورسره علاقه لري؛ ترڅو د خلكو رايې خپلې كړې.))
نوازشريف په داسې وخت كې دا څرګندونې كوي چې ويل كېږي، د پاكستان دولت هڅه كوي د سولې له بهير سره د افغان دولت د وسله والو مخالفينو په يوځاى كولو كې خپل رول زيات كړي.
http://www.arianatelevision.com/news/pashto/news_details.php?cat_id=&news_id=12501
pattang
08.07.2010
ځينوخلکو دخره لکۍ کلکه نيولې او پرېږدي يې نه ، که دخره شايې خوښيږي
کاريې خپل دی ، خو که دخره په لنګته يې غاښ مات شول نو ګيله دې بياله
له خپل ځان څخه کوي٠
طالب ISI
09.07.2010
پتنګ صاحب زه ستا څخه یوه پوښتنه لرم.
که چیری د صلحی خبری کامیابی شی، او بهرنیان وتلو ته آماده شی، طالبان په حکومت کی شریک شی، دری څلور وزارتونه ورته ورکړل شی، فرض کړه، وزارت عدلیه، وزارت حج او اوقاف، وزارت داخله، د بریښنا وزارت، او دوی په راتلونکی څلور کلونو کی، داسی کار په دی وزارت کی وکړی، چی نه پکی رشوت وی، نه فساد، او خلکو ته پراخ خدمت وکړی، البته ټولو قومونو ته، اوټولو پښتنو ته (نه داسی چی یواځی، غلجیو، پوپلزیو.. ته).
او په عین حال کی دا نور وزارتونه د نور تنظیمو، او ډلو سره وی.
او طالبان ټول خلک په خپل خدمت حیران کړی، بیا ورسته له څلور کالو چی ټولټاکنی وشی، نو کوم افغان به ونه غواړی چی دا د طالبانو ښه خدماتو څخه ځان مستفید نه کړی؟
ښکاره خبره ده چی هر څوک حتا یو هزاره غواړی چی سر او مال یی په امن وی، او د فساد څخه پرته عدل ورته مساعد وی.
نو بیا خو ډیر امکان لری، چی طالبان ۶۰-۷۰٪ رایی وګټی.
بیا چی کوم نوع نور اصلاحات دوئ غواړی هغه هم عملی کولائ شی، او چی بیا دوی پنځه کاله حکومت وکړی، او نور هم د افغانانو ښه خدمت وکړی، نو بیا به طالبان هم افغانانو ته هم نړیوالو ته د قدر وړ خلک وی، بیا خو به د چا پلار ددوی څخه ټولټاکنی وګټی!
او بل طرف ته ، فرض کړه، بهرنیان دوی په زور وایستل، او دوی د څو نورو کلونو جنګ څخه وروسته ټول حکومت خپل کړ، او د پخوا په شان هر هغه څه وکړی، چی دوی فکر کوی، چی همدا سم، دی،د ملت اراده ورسره نه وی، د نړیوالو تر پام ظالم او جابر وی، هر ګنی،لوچک چی لونګئ په سر کړی، ځان ته به طالب وایی، په خلکو به بابایی کوی.
له نړئ سره مو ارتباط قطعه وی، او چټلستان ته مجور وو.
نو پوښتنه داده چی پتنګ صاحب لومړئ صورتحال ښه دئ، که دوهم،
هیله ده داسی ځواب ولیکی چی د خلکو لپاره وی نه ستا د خپل ذهن د خوښی مطابق.
ځکه دا چی مونږ څه ته ښه یا بد وایو کیدائ شی، زمونږ کینه، بد نیتی، بخیلی وسره مل وی، او هغه څه چی د نور په خاطر وایو ، چی غیر جانبداره نظر هم ورته وایی، هغه بیا کیدای شی زمونږ په خوښه نه وی خو ، د ډیرو خلکو په ګټه وی.
و.افغان
09.07.2010
شهير جانه!
چې حيا او عزت مو پر ځای وي، له دغو چټل مخو ښکېلاګرو، سرو خلقيانو، او شرمخه ايرانيانو
خو دغه پنجابيان ښه دي، کم نه کم مسجدونه خو به مو په لمونځګذارانو ودان وي کنه،
ته او ستا وجدان رښتيا به وايې، له تورخم څخه پورته او ښکته غاړې ته د مسجدونو
څه احوال دي؟
په پاکستان کې که نور څه نه وي، په لمونځګذارانو ودانو جماتونو په ليدو خو به دې
سترګې يخيږي.
بل ته او ستا وجدان چې آيا ښکته پښتانه له پنجابيانو دومره ډار لري، څومره ډار چې
پورته ځينې ډالرخوره پښتانه له ستميانو او ګلمجمو لري.
ښکته پښتانه تر ننه پورې په پنجابي داسې ورځي، لکه زمری چې په ګېدړ ورځي، خو
ځينې ډالر پرسته بر پښتانه له ډاره له خپلې ژبې، کلتور او حقه حقوقو څخه تيريږي.
او دغه بېغيرته کار مصلحت بولي، هو دغه مصلحت ته شخصي مصلحت ويلی شي،
جيبونه له ډالرو ډکوي، او خپل ناموس او وطن خرڅوي.
په درنښت
pattang
09.07.2010
ساپی صيب سلامونه !
ښه شوه چې را پيدا شوې !
شهير خان ډېر ساده فکر کوي چټل کالي نيم نه پاکيږي تر څو چې ټول ونه مينڅل
شي٠ د پاکو ګډون له چټلو سره خيانت دی ، چټلان بايد ټول محا کمه شي !
په عملې توګه دا هم امکان نلري .
چټل + پاک = چټل ( طبيعي قانون )
عبد السلام
10.07.2010
[quote:c5126ca2bd]ساپی صيب سلامونه !
ښه شوه چې را پيدا شوې !
شهير خان ډېر ساده فکر کوي چټل کالي نيم نه پاکيږي تر څو چې ټول ونه مينڅل شي٠ دې پاکو ګډون له چټلو سره خيانت دی ، چټلان بايد ټول محا کمه شي !
په عملې توګه دا هم امکان نلري .
[color=darkblue:c5126ca2bd]چټل + پاک = چټل ( طبيعي قانون [/color:c5126ca2bd])[/quote:c5126ca2bd]
اول تاسو دواړو ښاغلو او ټولو ګډون والو ته سلام اودرناوی،
اوبیا : ښاغلی پتنګ صاحب !
دادبونیادمانو سوچ اوخیال کاش چې داسې یو ښکاره او څرګند ریاضی Equation وائ لکه دا تاسو یې چې نمونه وړاندی کړي ! اویا ستاسو د (پاک او چټل) معادلې په وسیله د انسانی فکر په سم اوناسم هم په دې سادګۍ محاسبه کیدای شوا ی . اول خو پاک اوچټل په اشیا او اشخاص کې یو نشو ګڼلاي، او بیا پاک اوچټل په مختلفه اشیا او مختلفه اشخاصو کې نسبی دي . نتیجه داچې دمختلفه اشیاو او مختلفه اشخاصو لایتناهی اختلاف ، لایتناهی نسبیت رامنځته کوي چې ستاسو د اطلاق دا وړکوټې او دذرې په اندازه معادله باطله ثابتو ي . تاسو څه فکر کوي ؟
په درناوي
عبد السلام د څلورم ټولګي زدکونکئ .
Lotfollah
10.07.2010
سلامونه
[quote:bbc2f2ed44="وهاج ساپی"]ښکته پښتانه تر ننه پورې په پنجابي داسې ورځي، لکه زمری چې په ګېدړ ورځي، خو
ځينې ډالر پرسته بر پښتانه له ډاره له خپلې ژبې، کلتور او حقه حقوقو څخه تيريږي.
[/quote:bbc2f2ed44]
په باټو کې له ټولونه مخ کې یو!
نو دا څه چل و چې تر پرونه پورې یې دا پنجابی ګیدړو ښکته زمرو پښتنو ته آن د خپلې سیمې پښتونخوا د نامه اخیستو اجازه هم نه ورکوله؟
آیا د زمرو ژبه پښتو د دوی په سیمه کې لومړۍ رسمی ژبه ده؟
آیا دښکته زمرو پښتنو پښتو ژبي ښځو سندرغاړو نڅاوی چې youTube هم ترې ډک دی د پښتنو اصیل کلتور دی؟ دلته د پښتنو کلتور یې چا په کومو پیسو خرڅ کړی دی؟
په درناوی
10.07.2010
له شک پرته چې څوک لکه زمري پرې ورځي هغه ولسي پښتانه دي ، نه سياسيون ، د پښتنو سياسي مشران خو لومړی د غلام غلامان او بيا کچه او نيمچه
پښتانۀ دي . دوي په حقيقت کې د پښتنو سياسي مشران نۀ، بلکې د پنجابيانو سياسي زندۍ او زولنې دي چې د لر پښتون ولس
غاړې ، لاس او پښوته ورغورځول شوې دي او دپښتنو خود اراديت، هويت، ژبه او کلتور د پنجابيانو په سياسي بازار ونو پلوري .
[color=red:d77892a488]د پښتون قام پښتانۀ دوښمنان ورک کړې
.................................................... قام يې سپک کړ، خدايه دوی تر سپکو سپک کړې![/color:d77892a488]
pattang
10.07.2010
[quote:667144f095]اول تاسو دواړو ښاغلو او ټولو ګډون والو ته سلام اودرناوی،
اوبیا : ښاغلی پتنګ صاحب ! [/quote:667144f095]
ملا عبدالسلام اخند صيب سلام عليکم !
زه دې پېژنم لکه د اخلاصې اخند کله دلته اوکله هلته څڼې اچوې ،کله ځان اخند
کړې او کله بيا " ازااااد نظر " (ډېر خطر ناک ...) ٠ داسې ما لوميږي لکه چې نوی
په بام ختلی يې !
اوس به راشم مطلب ته :
[quote:667144f095]دادبونیادمانو سوچ اوخیال کاش چې داسې یو ښکاره او څرګند ریاضی
Equation وائ لکه دا تاسو یې چې نمونه وړاندی کړي ! اویا ستاسو د (پاک او
چټل) معادلې په وسیله د انسانی فکر په سم اوناسم هم په دې سادګۍ محاسبه
کیدای شوا ی [/quote:667144f095].
انډيواله دلته د انسانانو فکرونه مقصد ندي ،د لته حقوقي مسئله ده چا چې جنايت
کړی وي يو مافيايې رژيم يې درولی وي ، انسانان يې وژلي وي ،و طن خرڅوي او له
هرڅه مهمه دقدرت په سر کې هم لاوي نو لا داسې انسانانو سره دپاکو کم قدرتو
خلکو ګډون او ددې فاحشو او جنايتکارانو له لاس لاندې کار کول خيانت ندی??
اول دوی ټول بايد محاکمه شي اوبيا دنوي رژيم په پاک بنسټ او قانون کاربايد
شروع شي ٠ اوس پوه شوې ددوهم ټو لګي شاګرده !!
[quote:667144f095]اول خو پاک اوچټل په اشیا او اشخاص کې یو نشو ګڼلاي، او بیا پاک
اوچټل په مختلفه اشیا او مختلفه اشخاصو کې نسبی دي .[/quote:667144f095]
کوم شی دې چې لوستلي هغه بيا ولونه په مانا يې ځان پوه کړې ، دبام پر سر چيټي
ازانګونه مه باسه !!
[quote:667144f095]نتیجه داچې دمختلفه اشیاو او مختلفه اشخاصو لایتناهی اختلاف ،
لایتناهی نسبیت رامنځته کوي چې ستاسو د اطلاق دا وړکوټې او دذرې په اندازه
معادله [/quote:667144f095]
زما زړه درته نری شه ! د لا يتانهي په مانا پو هيږې ! زما زړه وو چې يوه ټيکۍ
درته وليکم خو په خوابدي دې روا دار نيم ٠
[quote:667144f095]
باطله ثابتو ي . تاسو څه فکر کوي ؟
په درناوي
عبد السلام د څلورم ټولګي زدکونکئ [/quote:667144f095].
|{پاکې اوبه }[يوليتر]| + |{ دکرزي او ازادنظروبولې }[يوليتر]| =
|{ ګډې 1:1 اوبه او ميتيازې } [دوه ليتره] | .
اوس پوه شوې دڅلورم ټولګي هلکه !
خدای پاک دې داسې خلک په قدرت راولي چې دخلو / خولو يې
پښتني بوی ځي٠
عبد السلام
11.07.2010
پتنګ صاحب ! وعلیکم السلام :
[quote:9dee98ff9e]زما زړه درته نری شه ! د [color=brown:9dee98ff9e]لا يتانهي [/color:9dee98ff9e]په مانا پو هيږې ! زما زړه وو چې يوه ټيکۍ
درته وليکم خو په خوابدي دې روا دار نيم ٠[/quote:9dee98ff9e]
دا څنګه چل دی ؟ ما تا ته څه ویلي وو چې زړه دې دومره پرې نر ئ [color=darkblue:9dee98ff9e]شه[/color:9dee98ff9e] ، چې د ټیکیو الهام هم در ته [color=blue:9dee98ff9e]وشه [/color:9dee98ff9e] ؟او دا دنرۍ ګيډې ټیکۍ به لا څه وي پرته له : اس ...؟
ټیکۍ خو زما هم یادې دي ، دا چې ستا زړګئ زما په عادی او ساده خبرو دومره نرئ [color=indigo:9dee98ff9e]شه[/color:9dee98ff9e] ، که زما ټیکۍ واریې بیا به دې د نري زرګي څه حال وي ؟ چې خدای مکړه چې وندریږي !
انډیواله ! [color=red:9dee98ff9e]دلایتانهی[/color:9dee98ff9e] ؟ په معنی خو والله که پوهیږم ، تا به ځانته زحمت ورکړی وو ، اوزه به دې هم پرې پوه کړی وای .
په درنښت
دخلاصې ملا عبدالسلام آخوند :wink:
نه د ، اخلاصې ملا عبد السلام اخند !! :D :D :D
[quote:9dee98ff9e]ملا عبدالسلام اخند صيب سلام عليکم !
زه دې پېژنم لکه د اخلاصې اخند[/quote:9dee98ff9e]
Sangar Watan
11.07.2010
درنو هيوادوالو اسلام علېکم،
که درېغه خبره درغبرګه کړی شي،دوهاج صيب نظر دکاڼي ليکه برېښي٠
[quote:8225546c64]چې حيا او عزت مو پر ځای وي، له دغو چټل مخو ښکېلاګرو، سرو خلقيانو، او شرمخه ايرانيانو
خو دغه پنجابيان ښه دي، کم نه کم مسجدونه خو به مو په لمونځګذارانو ودان وي کنه،
ته او ستا وجدان رښتيا به وايې، له تورخم څخه پورته او ښکته غاړې ته د مسجدونو
څه احوال دي؟
په پاکستان کې که نور څه نه وي، په لمونځګذارانو ودانو جماتونو په ليدو خو به دې
سترګې يخيږي.
بل ته او ستا وجدان چې آيا ښکته پښتانه له پنجابيانو دومره ډار لري، څومره ډار چې
پورته ځينې ډالرخوره پښتانه له ستميانو او ګلمجمو لري.
ښکته پښتانه تر ننه پورې په پنجابي داسې ورځي، لکه زمری چې په ګېدړ ورځي، خو
ځينې ډالر پرسته بر پښتانه له ډاره له خپلې ژبې، کلتور او حقه حقوقو څخه تيريږي.
او دغه بېغيرته کار مصلحت بولي، هو دغه مصلحت ته شخصي مصلحت ويلی شي،
جيبونه له ډالرو ډکوي، او خپل ناموس او وطن خرڅوي. [/quote:8225546c64]
وقعا،که پنجابيان نه ول،اوس به روسي سره لښکر ډيلي ته رسېدلي وی٠
دا دهمدې پنجابيانو برکت دی چه په پښتونخوا او افغانستان کې ټول خلک کليمې
وائي،جوماتونه فعال ساتل شوي،مسلمانان حج ته ځي او انګريز امريکا په
تيښته کې دي٠
طالب ISI
11.07.2010
ټولو وروڼو ته سلامونه:
ځینی وروڼو طالبان په پاک تعبیر کړی، او د کرزی حکومت په چټلو.
او پاک او ناپاک نه سره یوځای کوی.
په بدخشان، کونړ، ارزګان، کی یو فامیل څه غواړی؟
ماشومان ښونځئ غواړی، لویان کلینک، او روغتون غواړی، همدارنګه دوی غواړی چی سړک یی پوخ وی،او امنیت یی خوندی وی، بل دا چی اقتصادی وضع یی ښه وی.
که دوی ته دغه خدمات طالب، وړاندی کړی، که یی کرزئ وړاندی کړی، که کوم هزاره که تاجک، همغه شخص ددوی په نظر پاک شخص دی.
که فرض کړو، طالب دوی ته مقرر شو، بیا خو نو طالب په تیرو پنځو کالو کی دوی ته هیڅ ونه کړل، اواوس چی نړئ نوره هم تری ویریږی، بیا خو ډیر لری ځان تری ساتی،چی پدی توګه به طالب اقصادی توانه نه لری، چی پد ی توګه به طالب هغه فامیل چی مخکی یاد شو، هیڅ کله ، هیڅ خدمت ونه کړی. هو یو امنیت به وی، خو چی هغه فامیل هیڅ ونه لری، غل به څه تری یوسی؟
که دغه فامیل ته د کرزی د حکومت څوک ورغلل، که هلته یو ښونځئ جوړیږی، ماشومانو ته مکتب پیدا شو، اوس که له یو لک ډالرو، اویا زړه ډالره پری مصرف شول، خو ښونځئ خو جوړ شو، په همدی توګه کلینیک، سړک...، په همدی منطقه کی خویو څو کسانو ته کار پیدا شو، په همدی توګه یوڅو غلو ته هم زمینه برابره شوه.
په پایله کی کار وشو، خو باید د غلا مخه نیول شوی وئ، او فساد نه وئ،خو برعکس د طالب په صورت کی هیڅ موجود نه وو، نو د غلا هم امکان صفر شو.
اوس زه غواړم، چی کوم امکانات چی کرزئ لری،هغه خپل امکانات وکاروی، او څه چی طالب لری (امانت، عدالت، امنیت) طالبان یی وکاروی، زما اصلی هدف د ددغه یاد شول فامیل د ضرورتونو پوره کول دی، دا که دغه کار خاص د کرزی پوسیله، یا خاص د طالبانو په وسیله،یا په مشترک ډول سرته ورسیږی،هر یو صورت یی د قبول وړ دی. چی په لومړی صورت کی کار کیږی، خو یوڅه فساد ورسره وی، دوهم صورت کی هیڅ هم نه کیږی،په دریم صورت کی بهترینه پایله لری.
ښه اوس راځم دی ته چی ځینی وروڼه وایی، چی پنجابیان ښه دی، روسان یی مات کړل.....که دوی نه وی....
زه خپله د روسانو په پراخه کچه عام وژنه غندم، همدانګه د کمونستانو په وسیله عام وژنه غندم، دوی کمونستان هم نه وو، زه باور نه لرم، چی یو ددوی د مرګ په وقت کی ویلی وی، چی للن زنده باد، زه فکر کوم، ټول په خپلو کړنو پیښمانه وو، او کلمه به یی ویلی وی.
خو په هر صورت که خلکو مونځ نه کاوه هغه ددوی او د الله تر منځ کار دی، د مجاهدینو د حکومتونو، په وقت کی چی څه وشول، په هغه به الله ډیر نارازه وی،او د خلکو په نه لمونځ کولو؟
خبره راغله د افغانستان د جوماتونو، ټول جوماتونه فعاله دی، هر هغه چا چی لمونځ کاوه،آوس یی هم کوی، ما په خپلو سترګو ولیدل، یواځی هغه خلکو لمونځه نه کوو، چی د طالبان وقت کی یی هم نه کاوه، او نه پوهیږم چی طالبانو په دوی په زور لمونځ کاوه، هغه ثواب لری؟
د الله فضل دی، په افغانستان کی تر اوسه د لاهور غوندی د فحشا مڼدوی ګان نه شته، چی د پاکستان په هر لوی ښار کی شته، هغه څنګه کړو؟
آیا باید مونږهم د جوماتو څنګ ته د فاحشه خانو لوی بازارونه جوړ کړو؟؟؟
بیا چی پاکستان کی خوشحاله یی، هملته دیره شی، توله نړئ د خدای ملک دی.
بیا طالبان هم داسی پاک نه دی، په دوی هم کی فساد موجود وو، خو یو خو کارو بارنه وو، بل دا چی که چیری کار هم وو، نور خلک ددوی په فساد نه پوهیدل.
زه به یی یو مثال درته ووایم، د طالبانو د نقیله وسایطو، او د قوای مرکز د یوی لویی پرزه فروشئ تر منځ ، د لک هاوو ډالر حساب او کتاب وو،
کوم طالبان چی ددغه کاروبار مسول وو، دوی به پرزی له دغه پرزه فروشئ، راغوښتی، او هغوی به کله بیلونه تر حده زیات لیکل، کله به پرزه بیخی په موټر کی نه وه لږیدلی، خو دوی به لیکلی وه، البته پيسی یی له پرزه فروشانو سره نیمایی وی.
یو به ځل یو کس بندی وو، او اعدام هم پری ختلئ وو، د هغه په ځای د پیسو مقابل کی بل څوک اعدام شو.
یوه ورځ می له چا پوښتنه وکړه، چی هغه طالبانو سره کندهار کی وو، ما ویل دغه سړئ مو ولی ونه نیو ، ده ویل چی کافی شواهد مو پری پیدا نه کړل.
نو طالبان هم داسی فلتر شوی کرسټال اوبه نه دی!
خو بیا هم ډیری ښي ګڼی لری، چی زه او ډیر نور غواړو، ددوی له دغه ښی ګڼو ملت مستفید شی، او یو څه منفی کاورنه هم لری، چی خدای کول هغه به هم سم شی.
تیره ورځ یو ورو کیسه کوله، چی په کونړ کی طالبان د ښونځی حاضری خپله اخلی، او که ښونکئ غیر حاضر وی، یا زده کونکئ نو بیا دوی خپله پوښتنه کوی، چی ولی نه دئ حاضر شوئ، او بل دا چی هلته هیڅ څوک ښونځئ نه ورانوی، او ډیر عام المنفعه کارونه چی کیږی، د هغوی سره هم مخالفت نه کوی.
خو بدختی داده چی د هر ولایت طالب بیل بیل فکر لری، دغزنی طالب ، د هلمند، طالب بیا داسی نه دئ.
پکار ده چی دوی ټولو کی ملی احساس موجود وی.
Sangar Watan
11.07.2010
که تاته ګرانو "چپيانو" دې ملک او ولس ته هرڅومره خدمت کړی وي،هسي ئی
خپل وخت ضايع کړی دی٠ځکه چه ددوي کړنې په اسلامي ملکونو کې د کړنو
سره ډير توپير لاره٠
که تاسو سعودي،امارات او ورته اسلامي هيوادو ته مخ کړې،دابه درته جوته
شي چه هلته جوماتونه جوړيږي او خلک اسلامي قواعد زده کوي٠مګر کمونستانو به مکتبونه او کارخانې جوړولې ترڅو د کمونستي نظام لپاره
جلب-جذب وکړي او دمجاهيدينو خلاف ئي وجنګوي٠
تاسو چه دپاکستان په اسلامي جمهوري دولت کی کومو ناوړه کړنو ته اشاره
کړې دا ستاسو د انګريز_امريکې د دموکراسۍ په وجه رامنځ ته شوي دي٠
پاکستان داسلام روستی سنګر دی،مګر ته پدې نه پوېږې؟؟؟؟
دطالبانو دکړنو خلاف تبليغات ،بنياد او شواهد نلري،هسي پروپاګڼډ دی٠
داوسني ګوډاګي حکومت تر کنترول لاندې ښونه او روزنه دملي او اسلامي
ارزښتونو نه بې برخې او په دموکراسۍ رنګين کړی شوي دي٠
تاسو په اوسني دولت کې يو ملي شخصيت راوپيژنۍ؟؟؟؟؟؟؟
14.07.2010
سنګر وطن صيب له دليل پرته په دوګماتيک ډول وايي چې :
[quote:5e66148143]وقعا،که پنجابيان نه ول،اوس به روسي سره لښکر ډيلي ته رسېدلي وی٠ [/quote:5e66148143]
څه پوه شوې ؟
[quote:5e66148143]دا دهمدې پنجابيانو برکت دی چه په پښتونخوا او افغانستان کې ټول خلک کليمې وائي،جوماتونه فعال ساتل شوي،مسلمانان حج ته ځي [/quote:5e66148143]
څه پوه شوې ؟؟
[quote:5e66148143]دا دهمدې پنجابيانو برکت دی چې ...او انګريز امريکا په تيښته کې دي٠[/quote:5e66148143]
واه واه ، اقلا ً ته خو دومره صادق سړی يې چې په طالب پاڅون کې د ISI په ټاکونکی په رول صفا اعتراف کوې ، آفرين ، شاباس کور آباد!
shokoor
15.07.2010
سلام علیکم
[quote:20202be3ea="sangar watan"]
داوسني ګوډاګي حکومت تر کنترول لاندې ښونه او روزنه دملي او اسلامي
ارزښتونو نه بې برخې او په دموکراسۍ رنګين کړی شوي دي٠
[/quote:20202be3ea]
sangar watan صاحب که تاسې مهربانی وکړﺉ یو وار د ښوونې او روزنې لاندې پاڼې ته ورشئ او د نصاب کتابونو تر عنوان لاندې چاپو شویوکتابونو ته ځیر شئ قناعت مو حاصلېږي چې هلته د زده کوونکو او ښوونکو لپاره داسلام دوو حنفى او جعفری مذهبونو- اسلامى زده كړى په تفصیل سره تشریح شوي دي. زه خو پدې کتابونو کې د اسلام ضد مطالب نه وینم.
http://pashto.moe.gov.af/index.php?option=com_jotloader&view=categories&cid=0_a77520dcdffad519983fef3884d172e1&Itemid=41&lang=en
والسلام
monir
26.07.2010
ويكي ليكس:پاكستان په افغانستان كې له وسلوالو فعاليتونو سره همكاري كړې
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ویکي لیکس ډلې په نوم د محرمو اسنادو د یوه خپروونکي ویب سايټ په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان په پټه د وسله والو طالبانو په ملاتړ سره له امریکا سره چل کړی. سپینې ماڼۍ د دې محرمو اسنادو خپرول په کلکه غندلي او ویلي يې دي چې دا کار د امریکا ملي امنیت او د دې هېواد او د هغه د متحدانو د سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
نیویارک ټایمز لیکي، د ویكي لیکس له خوا په افغانستان کې د امریکا له پوځي سرچینو څخه له ترلاسه شوېو څه باندې نوي زره پټواسنادو څخه ښکاري چې پاکستان په فعال ډول په افغانستان کې له وسله والو فعالیتونو سره همکاري کړې ده.
د خپرو شوېواسنادو په حواله د امریکا نژدې متحد، پاکستان د خپلې استخباراتي اداري اجنټانو ته اجازه ورکوي چې په پټو ستراتیژیکو غونډو کې مستقیما له طالبانو سره تماس ونیسي څو د هغو وسله والو شبکو فعالیتونه تنظیم کړي چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره جګړه کوي او ان له هغو سره د افغان مشرانو د وژلو د دسیسو په جوړولو کې مرسته کوي.
په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره د ویکي لیکس پاڼه وګورئ:
wikileaks.org/wiki/Afghan_War_Diary,_2004-2010
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیمز جونز په هغه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه ویلي، چې د ویکي لیکس له لوري د دې اسنادو غیرمسوولانه خپرول به له افغانستان او پاکستان سره د امریکا د ستراتیژیک شراکت پر هڅو هېڅ راز ناوړه اغېز ونه کړي.
ښاغلي جونز وویل، چې ویکي لیکس د ۲۰۰۴ کال له جنورۍ میاشتې څخه د ۲۰۰۹ کال تر ډيسمبر میاشتې پورې چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتيژي اعلان کړه، دغه پټ اسناد راغونډ کړي دي.
د جونز په وینا، ولسمشر اوباما نوې ستراتیژي د افغانستان لپاره د زیاتو امکاناتو د ځانګړي کولو او په پاکستان کې د القاعده شبکې او طالبانو مرکزونو ته د خاص تمرکز په پام کې ساتلو سره اعلان کړه، ځکه په تېرو څو کلونو کې هلته یو ناوړه حالت رامينځ ته شوی و.
ښاغلي جونز زیاته کړه، لویې ستونزې لا هم په مخکې دي، خو که افغانستان یوځل بیا په شاتګ ته پرېښودل شي، نو امریکا به یوځل بیا د القاعده په څېر د افراطي ډلو له خطر سره مخامخ شي او دا ډله به د دسیسو د جوړولو او د تروریستانو د روزنې لپاره یوځای ولري.
د ویکي لیکس ډله وايي، د پټو اسنادو له خپرولو څخه یې هدف دادی چې د امریکا په حکومت او نورو همکارو ادارو کې د فساد مخنیوی وکړي.
دې ډلې د روان کال په پیل کې په خپله انټرنېټ پاڼه کې په ۲۰۰۷ کال کې په عراق کې د یو امریکايي هیلیکوپټر دهغه برید پټ ویډیویي تصاویر خپاره کړل، چې د رویټرز خبري اژانس د دوو خبریالانو په ګډون یې ګڼ شمېر کسان ووژل.
په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني ویلي دي چې د جګړې له ډګر څخه د دې خامو اسنادو خپرول یو غیرمسوولانه عمل دی.
حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا راپورونه د یوې سرچینې نظر څرګندوي او د افغانستان د ګډې پولې په شاوخوا کې د اوازو پر بنسټ ورکړل شوي دي. د حقاني په وینا دا ډول راپورونه مخکې هم ورکړل شوي چې زياتره غلط ثابت شوي دي.
http://pa.azadiradio.org/content/article/2109464.html