د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يو شمېر پاکستاني شنونکي: له طالبانو سره د اى اېس اى د مرستو تورونه پرځاى دي

طالب ISI
19.06.2010

پېښور

د غبرګولي ٢٦مه، ١٣٨٩،پژواک خبري اژانس

په پاکستان کې يو شمېر ملتپاله سياستمداران پر استخباراتي ادارې (اى اېس اى) له طالبانو سره د مرستو په اړه لګېدلي تورونه پر ځاى بولي او له حکومت څخه غواړي، چې د ترهګرۍ پر ضد په روانه مبارزه کې رښتينى اوسي.

څو ورځې مخکې د لندن پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له خوا يو راپور خپور شو، چې په کې د پاکستان پر استخباراتي ادارې (اى اېس اى) تور لګول شوى و، چې په افغانستان کې له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي او په خپل هېواد کې يې ورته د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.

د راپور چمتو کوونکيو، د روان کال په لومړيو کې له شاوخوا نهو طالب مشرانو سره خبرې کړې او دا پايله يې ترې راوېستلې، چې له افغان وسلوالو طالبانو سره د پاکستان اړيکې د پخوا په پرتله ډېرې زياتې شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان استخبارات ان د افغان طالب جګپوړو مشرانو په ځانګړيو غونډو کې هم ګډون کوي.

خو د پاکستان د پوځ وياند ويلي، چې دغه راپور د پاکستان د بدنامولو لپاره خپور شوی دى او غواړي چې د دغه هېواد استخباراتي اداره بدنامه کړي.

سياسي شخصيت او قانونپوه عبداللطيف اپريدی وايي، چې په دې کې هېڅ شک نشته، چې اى اېس اى له طالبانو سره مرستې کوي .

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زه د دغه راپور له جوړوونکې ادارې دا هيله کوم، چې د هغو طالبانو چې له دوی سره يې خبرې کړي، ويناوې رسنيو ته وسپاري، چې تور تور او سپين سپين ثابت شي. هر څه به په خپله څرګند شي.))

د اپريدي په وينا، که دغه طالبان ځان نه شي ښکاره کولی، نو په دې مانا نه ده، چې دا رپوټ دروغ دی، دا خبرې خو له پخوا روانې دي،دا اتم کال دی ،چې دا کيسې کېږي .

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دخيبر پښتونخوا ايالت مشر مختيار خان يوسفزی هم وايي، چې دا څه پټه خبره نه ده او له تېرو دېرشو کلونو راهيسې دا لوبه روانه ده .

دى وايي، چې له افغانستان څخه د وخت د شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو سره سم په دغه هېواد کې د لوېديځوالو علاقمندي کمه شوه او پاکستان ته يو ښه چانس په لاس ورغلى‌، چې دوى په افغانستان کې لاسوهنې زياتې کړي .

د هغه په وينا، پاکستان د پخوانيو جهادي ډلو پرخلاف طالبان رامنځته کړل، ددې ښکاره ثبوت د کورنيو چارو د هغه مهال وزير جنرال نصيرالله بابر خبرې دي، چې هغه په خپله دا منلې او ويلي يې دي، چې طالبان ده رامنځته کړي دي .

دى وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد د امريکا د مبارزې له پيلېدو سره سم، د پاکستان په تګلاره کې بدلون راغى او دوه مخيزه پاليسي يې خپله کړه.

يوسفزي زياته کړه: ((پاکستان په ښکاره وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړيوالې ټولنې غړى او ملاتړى دى، خو په حقيقت کې په دولت کې دننه ځينې داسې کړۍ شته، چې نه يواځې د طالبانو ملاتړ کوي، بلکې هغوی ته هر ډول وسايل چمتو کوي.))

د هغه په وينا، يو ټيټ پوړى دولتي چارواکى وزيرستان ته نه شي تللى، خو د اى اېس اى دوه پخواني لوړ پوړي مشران؛ کرنل امام او خالد خواجه وزيرستان ته ځي او هلته فلم جوړوي.

نوموړي د پاکستان استخباراتي ادارې ته په اشارې سره وويل، چې همدغه کړۍ ده چې له طالبانو سره لاس لري او د طالبانو په اکمالولو کې، د هغوی په تنظيم کې مرسته کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ په کراتو مراتو حکومت ته ويلي چې له افغانستان څخه نور لاس واخلئ، پرېږدئ چې هلته امنيت راشي، سوکالي راشي او يو ځواکمن مرکزي حکومت جوړ شي، په دې کې د پاکستان ګټه هم ده.))

د عوامي نېشنل ګوند يو مرکزي مشر هاشم بابر وايي، که څه هم پاکستان د لندن راپور رد کړى، خو زياتوي چې دا ډول سپيناوی يواځې د خبرپاڼو په خپرولو نه کېږي، دوی بايد نړۍ ته ثابته کړي چې په رښتيا له طالبانو سره ملګري نه دي او په دې خاوره کې طالبان او نور ترهګر نشته.

د نوموړي په وينا، که څه هم په پاکستان کې په ديموکراتيک ډول حکومت منځ ته راغلى، خو اوس هم اى اېس اى د حکومت په کنټرول کې نه دى او ځينې مهال د خپلې خوښې داسې کارونه کوي، چې خپل ولس او حکومت ته ستونزې راولاړوي .

هغه په ځينو قبايلي سيمو کې د ځايي وسلوالو طالبانو پر ضد په ترسره شويو عملياتو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې په دې عملياتو کې عام وګړي او يا هم عادي طالبان، چې د غريبۍ له امله له هغوى سره يوځاى شوي، وژل شوي دي .

بابر وايي، له پوځي عملياتو وړاندې بايد داسې يوه ستراتيژي جوړه شي، چې د هغې له مخې، لوړ پوړي طالب مشران يا ونيول شي او يا هم ووژل شي .

په بلوچستان ايالت کې يو ځايي سياستوال سناتور اکرم شاه وايي: ((د لندن ياد شوى راپور اوس خپور شوى، خو موږ له تېرو دېرشو کلونو راپدېخوا چيغې وهو، په افغانستان کې چې کومه جګړه روانه ده، مرکزونه يې په پاکستان کې دي او له دې ځايه تمويلېږي.))

دى وايي، چې طالبان د اى اېس اى د يوه پخواني چارواکي کرنل امام او د کورنيو چارو د پخواني وزير نصير الله بابر له خوا رامنځته شوي او اوس هم د اى اېس اى لخوا تمويلېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستان اوس د انګليس پېښې کوي او غواړي چې خپلې پاليسۍ په افغانستان کې پلې کړي‌، خو دوى بايد د انګليس برخه ليک ته ځير شي .

د هغه په وينا، د القاعدې او طالبانو لوړ پوړي مشران په پاکستان کې مېشت دي او تراوسه يې لسګونه کسان نيول شوي هم دي .

نوموړي د کوېټې شورا ته په اشارې سره وويل، چې په دوو ورځو کې يې اويا مشران ونيول شول، که پاکستان په رښتينې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پرمخ بيايي، نو دا ستونزه ختمولى شي .

هغه زياته کړه : ((خبره سپينه ده، اوس په کار ده چې د غه ځالې له منځه يوړل شي او نور نو د افغانانو د وژلو مخه ونيول شي. ))


ډاکتر څپاند
19.06.2010

شهير صاحب سلام

زه نشوم پوه چه تاسو ددې ليکنې نه مطلب څه دی ؟

ISI د CIA لاس تړلی غلام او نوکر دی،مګر داسې نده ؟

کرزی او په کابل کې دده فاسده اداره بيا د ISI او CIA نوکري اوفرمانبرداري کوي،که څنګه ?

پايله:
CIA،ISI او دکابل حکومت دافغان ولس خلاف په يوه خينانه توطۀ کې سره
يو لاس دي،که بل رنګ؟؟
دحل لاره:

افغان ولس،پدې سايټ کې ديو ګڼ شمير ګډونوالو په شمول بايد پوه او بیدار
کړی شي!


Lotfollah
19.06.2010

سلامونه
[quote:8056c5cf8f="ډاکتر څپاند ص�"]
دحل لاره:

افغان ولس،پدې سايټ کې ديو ګڼ شمير ګډونوالو په شمول بايد پوه او بیدار
کړی شي![/quote:8056c5cf8f]
هورااااااااااااااااا مو هېر کړې ده ډاکتر صیب :lol: :lol: :lol:
آیا تاسې هم ځان پدې افغان ولس ګنئ ؟؟؟ او یا که KGB پوه او بیدار کړي یاست؟

په درناوی


عادل عادل
19.06.2010

سلامونه

شهیر خانه او لطف الله صیب

زه ستاسو د درد په وړاندې د ښاغلي څپاند صیب خبرې تاییدوم.

څپاند صیب او ملګري به یې حد اقل د یوې ایډیالوژئ له مخې د اشغالګرو او یا هم مقاومت سره اختلاف نظر لري، خو تاسو ته اصلا نه پوهیژم چې د څه له مخې د اشغالګرو قسمي طرفدار او د مقاومت خدای جتي مخالفین او پښې وهوونکي یاست؟؟

ستاسو مطلب څه دئ؟

ددې پر ځای د وحدت او صلحې لپاره هلې ځلې وکړئ، د حل لارې چارې وړاندې کړئ، ستاسو رانقل کړې لیکنې په خپلو ځایونو کې لولو، تاسو یې ولې مونږ ته د بیا لوستلو تکلیف او زحمت راکوئ، خدای مو خوار مکړه.



19.06.2010

دروند عادل صيب ته سلامونه !
د ايديالوژي لرونکي ياسره يوه ايديالوژي لري او سره متحد وي او يا بيله او مخالفه ايديالوژي لري او سره دوښمن وي ، خو کوانده بيطرفي د حق او حقيقت
خواته وتلې لار ده، مونږ دغسې کسانو ته ډيره اړتيا لرو چې پيطرفه ولې وزينې ليکنې وکړي، ټولګړي اذهان له واقعيت څخه په خبرولو او علمي منطقي شننو سره روښانه کړي .
ايديالوژيک دوښمنان خو يو بل ته غوږ په آواز په کمين کې ناست وي، د هريو چې لاس بر شو پر هغه بل مالي، ځاني او سياسي ګوزار کوي او پښو يې غورځوي، کله چې يو کمزوری وي ، هغه بل زورور هڅوي او ننګوي چې راميدان ته شي او ويې ځپي .
څپاند صيب خو زه نه پيژنم ، نو د کومې چبې ايديالوژۍ په لرلو يې هم نه تورنوم ، ولې که د کوم ښي ايديالوژۍ لرونکی چپې ايديالوژۍ لرونکی بولي، حتما ً به يې ورته ځپل آسانه او په زړه پورې بريښي چې خبل مټ پرې تازه کړي . په عين وخت کې ننګه هم کوي چې ګواکې وزن خو يواځې ايديالوژيک نظر لري دا نور بېطرفه نظرونه که هرڅومره معقول او ارزښتمن وي دوی ته اخلال او د شخړې له ډګر څخه وتلي او بهر بريښي ، حال داچې د شخړو او لانجو حل له بيطرفو ، زړه سواندو، وطندوستو او او ولس دوستو شخصيتونو سره وي، نه د ايديالوژيکو جګړه مارانو او خامارانو سره !
که وګورو د خلق او پرچم د ديکتاتور حاکميت په وخت کې د خلکو قاطع او مطلق اکثريت د هغوی د ايديالوژۍ او حاکميت پر ضد و، که شورويانو هم هيواد نه وای اشغال کړی خلکو د دغو ديکتاتورانو ملاتړ نه کاوه، او کله چې مجاهدينو او ورپسې طالبانو ايديالوژيکه زورواکي پيل کړه د خلکو ملاتړ ورسره نه و، بلکې
په ځانله حاکميت او زورواکۍ يې د خلکو کرکه راوپاروله .
نن سبا هم هرڅوک د بهرنيانو د زورواکۍ مخالف دی او اشغالګر له هيواد څخه ويستل غواړي، خو ايديالوژيکې ديکتاتوري او د هغوی د بهرنيو حاميانو واک هم پر ځان او هيواد نه مني او کرکه ترې کوي . د بهرنيانو ويستل اړين دي او په دې کې هېڅ شک نشته، خو خو د يو شر ، فساد او جنګ جګړو د ريښو په ايستلو سره د بل شر فساد او جنګ جګړو کرل هيڅوک نه خوښوي، نو داسې لار بآيد خبله شي چې د بهرنی حاکميت او ديکتاتورۍ په ختمولو سره بله کورنۍ ولې پرديپاله ايديالوژيکه ديکتاتوري منځ ته رانشي ! ددغسې لار روښانه کول د دوښمنو ايديالوژيکو ډلو کار نه دی، هغوی د افغانانو ترمنځ منځګړتوب ، پخلاينه ، سوله او ګډون نه غواړي او نصب العين هدف يې يو پر بل برلاسه کيدل وي او ددې له پاره د غريب ولس وينې بهول ورته مباح او د خپلې تندې ماتول ښکاري ، داځکه چې د ايديالوژيو سياسي هدف تل د بهر په لاس ټاکل شوی او دوی لکه د توپ توپک او ماشنګړو خوراکه ( او کنجاړه) کاروي!
[color=blue:7f51c9bb81]نو که څوک بهرني لاس افشا کوي او ولس پرې خبروي چې دلته بيا يوه بله او لا ستره غميزه راپورته کيږي، او هيله کوي چې د روانې غميزي د ختمولو سره سره د راروانې لا سترې غميزې مخه هم ونيسي ، نو دا ډيره د خير ، اړينه، ضروري او ارزښتمنه خبره ده ! چې هر څوک يې کوي الله سبحانه وتعالی دې خير ور کړي کور دې آباد او بچي دې ښاد اوسي [/color:7f51c9bb81]


Lotfollah
19.06.2010

دوستانو سلامونه

[quote:18609d91b4="عادل عادل"]سلامونه

شهیر خانه او لطف الله صیب

زه ستاسو د درد په وړاندې د ښاغلي څپاند صیب خبرې تاییدوم.

څپاند صیب او ملګري به یې حد اقل د یوې ایډیالوژئ له مخې د اشغالګرو او یا هم مقاومت سره اختلاف نظر لري، خو تاسو ته اصلا نه پوهیژم چې د څه له مخې د اشغالګرو قسمي طرفدار او د مقاومت خدای جتي مخالفین او پښې وهوونکي یاست؟؟

ستاسو مطلب څه دئ؟

ددې پر ځای د وحدت او صلحې لپاره هلې ځلې وکړئ، د حل لارې چارې وړاندې کړئ، ستاسو رانقل کړې لیکنې په خپلو ځایونو کې لولو، تاسو یې ولې مونږ ته د بیا لوستلو تکلیف او زحمت راکوئ، خدای مو خوار مکړه.[/quote:18609d91b4]
عادل صیب دا چې تاسې له ځانه یو نظر لرﺉ ، د چا نظر تائیدوئ او د چا نه دا ستاسو مسلم حق دﺉ. هیله ده چې نورو ته هم دا حق قایل اوسئ چې د خپل نظر ولري! زه فکر نکوم چې پدې فاروم کې څوک موجود وي چې د هېواد اشغال وغواړي، یواځې زمونږ د نظرونو توپیر پدې کې دﺉ چې دا نیواک په څه ډول پای ته رسیدای شي. مونږ وینو چې د افغانانو هڅې روانې دي خو تر اوسه داسې کوم فورمول چا ندﺉ وړاندې کړﺉچې د دې نیواک د پای ته رسیدو نسخه وي. یواځې هغه څه چې عملا ثابته شوې ده، چې جګړه د حل لار نده. موږ تر مذهبی ( نه ملی) احساساتو لاندې د دوو ملیونو ځانی تلفاتو په ورکولواو د هیواد د ویجاړۍ په زغملو شورویان له افغانستانه و ایستل خو نتیجه څه شوه؟ آیا د شورویانو په وړاندې د افغانانو لپاره د تلفاتو ډکه جګړه یوه افغان سالم عقل ته دا اجازه ورکوي، چې بیا هماغه د جنګ جګړې لار غوره کړوو؟ مونږ وینو چې د تاسو خبره د مقامت رسوایي تر کومه ځایه رسیدله ده. پاکستان هرڅه چې وغواړي له مقاومت ګرو سره یې کوي! که وغواړي ځینې یې بندی کوی او یا علنی وایي چې که دوی وغواړي کولای شی طالبان له امریکا سره خبرو ته کښینوي! نو چې خبره داسې ده نو د دې جګړې نتیجه به څه وي؟ یواځې مذهبي احساساتی خلک یا له عقدې ډک غچ اخیستونکي یې نه مني!

په درناوي


طالب ISI
19.06.2010

عادل خانه سلامونه او نیکی هیلی،

په ډیرو خبر سایټونه کې خبرونه له کورپاڼی څخه ژر لری کیږی، او آرشیف ته ځی، کله کله یو مهم خبر را اخلم، ځکه په بحث فارم کی تر ډیره د لوستلو لپاره پاتی وی، که تا کوم خبر بل ځای لوستلو نو بیا خپل وقت مه ضایع کوه، او نوری لیکنی ولوله.

داسی کیسه ده چی دیرش کاله جنګ کی باید مونږ دا درس اخیستئ وی، چی مرده باد او زنده باد پریږدو، یو وخت به چی له یوه تنظیم څخه بل ته څوک واوښت نو مرګ به یی روا وو، خو نن رهبران ټول یو بل سره یوه پارلمان کی ناست دی، افسوس د هغه جذباتی ځوانانو چی ددوی د لوبو او ډرامو قربانی شول.

ما تر اوسه هیڅ داسی لیکنه نه ده کړی، چی طالبان ولی په امریکایانو حملی کوی، امریکایان هم ظالمان دی، چی ددوی په ظلمو ټول مطبوعات ډک دی، خو پدی ټول پوهیږو چی کله چی امریکایان ووځی، د باران څخه به ناوی لاندی کینو.
اوس خو کفار امریکایان دی، بیا به د منافقانو (پاکستان)، د غلامانو د حکم لاندی ژوند کوو.
پدی خو ته پوهیږی چی تر منافق ، کافر بهتره دی، بیا د منافق تر غلامه خو کافر دوه ځله بهتره دی.
اوس خو ځمکه او آسمانونه چغی وهی، چی طالب یعنی ،ای،اس،ای او ای،اس ،ای یعنی طالب.
پس پداسی حال که آیا دا معقوله ده، چی له باران څخه پاڅیږو، او د ناوی لاندی کینو؟

راځئ فرض کړو، طالبان د پاکستان تر لاس لاندی نه دی، او مستقل کار کوی، او امریکایان ووتل، بیا به دوی، ټول ټاکنی ومنی؟، دوی به خلکو ته د خوښی اجازه ورکړی؟
نه بابا، بیا به یو شورا جوړه کړی، چی څه یی زړه وی، هغه به کوی، بیا به دوی له ټولی نړئ سره مرور وی، او نړئ له دوی سره ، په ملیونهاوو خلک به بی کاره وی، څوک به ایران ، څوک به پاکستان ته ځی، افغانئ پیغلی به بیا یا د غربت یا د عیش له کبله په پیښور او او اسلام آباد کی خپل پت پلوری، اوس که هر څه مردار خورګي کوی په داخل د ملک کی یی کوی.

کاشکی زما ملا لکه ایرانی ملا داسی هوښیار وئ، خو ویل به مو چی که یو څه مشکلات راشی، خیر دی، دوی به له یو څه وقت وروسته حالات سم کړی، خلکو ته به کار او روزګار پیدا کړی، ښونځی او پوهنتونونه به جوړ کړی.....

چی بهرنیان ووځی، بس یو دوه ورځی به الله اکبر چیغی وکړو، په بازارونو کی به د احمد ظاهر په ځای د طالبانو بدلی، چلیږی، بیا خو وروسته همغه خرک او همغه درک دی.

دا خو به لا پریږدو چی شمالی ټلوله به څو کاله نور مقاومت وکړی، زه ځینو وروڼو ته حیران یم چی د کوم استلال له مخی، دوی یو مخ د پتنګ خبره طالبانو ته مارکیټنګ کوی.

د طالبانو په وقت کی پاکستان په افغانستان کی څه جوړ کړ، آیا کوم پول ، پلچک، ښونځئ، کوم جومات ،... یی جوړ کړ؟؟؟

هیله ده د صلحی پروسه کامیابه شی، او داسی یوه ورځ راشی، چی حکمتیار صاحب ، ملا عمر ، کرزئ، په تلویزیونی ډیبیټ کی سره ناست وی، او هر یو دافغانستان لپاره داسی پلانونه ولری، چی عام خلک د ټولټاکنو په ورځ حیران وی، چی دا هر یو داسی ښه پلان لری، چی سړئ حیران شی، چی کوم یوه ته رایه ورکړی، او د ټولټاکنو په شپه اول دوه رکعته د شکر مونځ وکړی، تر څو د خداش شکر ادا کړی، چی دومره عادل او عاقل بند ګان یی ددوی رهبران ټاکلی، او بیا د استخاری لمونځ ادا کړی، په دی نیت چی یا الله پاکه دا هر یو دومره ښه پلان لری، ته ما ته لاره راوښیه چی کوم یو تر ټولو ښه پلان لری

د داسی حالت څخه مو د الله وساتی، چی په اته ساعته کی، د کابل څخه پیښور ته رسیږو تر څو د پیښور څخه بهر ته عزیزانو یو ټلیفون وکړو!


ډاکتر څپاند
20.06.2010

لطف الله او يارانو ته،

زه دا اخلاقي شهامت لرم چه وليکم :

دثور کودتا يو خاينانه عمل وو،
دخلق او پرچم ګڼشميررهبران د روس او KGB په خدمت کې ول،
د "اسلامي" ګوندونوګڼ شمير رهبران د ISI،CIA او حتی KGB اجڼټان ول او دي٠
دکرزي فاسده اداره، دطالبانو ديو ګڼ شمير مشرانو په ګډون د ISI او دغربي
هيوادو دګټو د خوندي کولو لپاره،زموږپه هيواد کې دجنګ جګړې اصلي عوامل
دي،او بالاخره زموږ هيواد اشغال دی،ددې وطن دازادۍ لپاره جد جهد دهر
افغان دنده ده٠
هر هغه څوک چه دانګريز،روس او اوس د صليبيانو اشغال لا هم تائيدوي اود
هغې ددوام لپاره ليکنې او فعاليت کوي،د وطن دښمنان دي اوداسې
وګړو مخ تور!


Lotfollah
20.06.2010

[quote:e9d37465b3="ډاکتر څپاند ص�"]
هر هغه څوک چه دانګريز،روس او اوس د صليبيانو اشغال لا هم تائيدوي اود
هغې ددوام لپاره ليکنې او فعاليت کوي،د وطن دښمنان دي اوداسې
وګړو مخ تور![/quote:e9d37465b3]
د تهمت ګرو دې مخ تور شي، هیڅ چا هم د هېواد اشغال ندی تائید کړﺉ ! خبره پر دې ده چې لدې غمیزې څخه څنګه خلاص شو!
که له واقعیته تېر نشو د موجودې ناتارې اصلی عاملان د خلق دموکراتیک ګوند او دهغه هوراااا ویونکي غړي دي ! داسې کیدای نشی چې که ښه وشول ما کړي دي اوکه بد وشول نورو کړي دي!


ډاکتر څپاند
21.06.2010

لطف الله خانه
لطف وکړه او خپل پخواني ليکونه ولوله،که دې داسې يو ليک پېدا کړ چه دې
کرزي دحکومت خلاف نه بلکه په دفاع او ملاتړ نه وي ليکل شوی،نو زه به
ومنم چه ته دکابل دګوډاګي حکومت وياند نه بلکه يو نپييلی ليکونکی ئي!

هووووووورررررررررراااااااااااا :D :D :D :D :D :D :D :D :D :


ailj168
22.06.2010

1. It Is Not Profitable to Study

This sounds like alarmist talk, but the whole nation faces the danger of believing that it is not profitable to study.

[url=http://www.cheap-rappelz-rupees.com]rappelz rupees[/url],
The tradition over thousands of years that scholars should not pursue material goals has changed. rappelz rupees Manp teachers have quit their school jobs to do business. Others say they hope that their children will not become teachers like them.

2. Education Is about Something More Important

Yes, but what is education about? Is it really about facts and figures, learning things by heart-you know, the three "r' s"reading, writing and arithmetic (and that shows somebody can't spell, doesn't it?) No, it gets me really cross.People criticize modern education because some kids don't know their seven times table. Hell, what does that matter in the age of computers and calculators? No, education is about something much more imgortant.

3. People Don't Learn Anything Today

I think it's a great shame the way educational standards are declining today. I mean, good heavens, when you think of all the millions of pounds the Government have spent on education-new schools, more teachers, new equipment. And yet still you find people who can't read properly, can't even write their names and don't know what two and two are without a calculator. I think it's downright disgraceful. I remember
[url=http://www.replicawatchesguide.com/replica-rolex-watches.asp]replica rolex[/url],
when I was young you went to school to learn. replica rolex You did as you were told and respected your teachers.

4. Traditional Schools Face Challenge

Every Tuesday and Friday, 6-year-old Huang Kan goes to an evening class to learn how to play the piano. He shows little interest in this extra class, but his mother is willing to pay 18 yuan a month for his tuition. He is one of the many only children who in recent years have started attending classes to learn to play musical instruments, or to paint or sing, either on holidays or in the evenings during week-days.

[url=http://www.maplestorymesosshop.com/cheap-maple-story-power-leveling.asp]maple story power leveling[/url],
Students on this market benefit more. maple story power leveling Women from Anhui Province applying for baby-sitting jobs can ask for 5 yuan more if they can speak putonghua because parents are concerned that their children would otherwise be affected by local dialects. The skill of typing too can bring extra income.

5. Education Standards Are Higher Than in the Past

6. Give Students Time to Grow
[url=http://www.wotlkgolds.com/wow-gold.asp]world of warcraft gold[/url],
With examinations drawing near, world of warcraft gold the burden on middle school students is becoming heavier and heavier. They have more homework than ever before, and less time for leisure, rest and sleep.

7. Children Must Learn How to Live

The realization of China' s modernization relies on the children of today.
Childhood is a time of physical and mental development, so efforts must be made to provide an ideal environment for their development. encouraging intellectual, physical and moral training.
[url=http://www.rarereplica.com/replica-watches.asp]replica rolex[/url],
We have to put right the tendency of stressing only intelligence and ignoring moral and physical education and necessary physical work.replica rolex
8. People Should Be Made to Love Knowledge and Reading
9. The Modern Methods Have Gone Wrong

Well, if you asked me, it's all these modern methods that's the problem. In the old days you sat in rows at desks and you did as you were told. You knew what you had to do and you did it-and you kept quiet.
[url=http://www.maxgamegold.com/Atlantica-online-32.html]Atlantica gold[/url],
Discovery methods. Atlantica gold Sounds more like a recipe for discovering disaster to me. When do'they have time to learn anything? Too busy wandering about to do any work.
Should Students Only Learn from Books?



22.06.2010

څپاند صيب ستاسو دا خبره به چې :
[quote:637813e41d] دکرزي فاسده اداره، [color=red:637813e41d]دطالبانو ديو ګڼ شمير مشرانو په ګډون د ISI [/color:637813e41d]او دغربي
هيوادو دګټو د خوندي کولو لپاره،زموږپه هيواد کې دجنګ جګړې اصلي عوامل
دي،او بالاخره زموږ هيواد اشغال دی،ددې وطن دازادۍ لپاره جد جهد دهر
افغان دنده ده٠[/quote:637813e41d]
ښاغلي پتنګ او باتور در سره نه مني چې ګواکې طالب مشران هم د ISI لاسپوڅي نوکران دي ، عينا ً لکه تره کي چې تر اخره ځينو افغانانو دا باور هم نه کاوه چې تره کي هم د KGB لاسپوڅی و او د کريملين د شاه شجاع په توګه يې د کابل تخت ولاړۀ !


Lotfollah
24.06.2010

سلامونه
[quote:df38215c37="ډاکتر څپاند ص�"]لطف الله خانه
لطف وکړه او خپل پخواني ليکونه ولوله،که دې داسې يو ليک پېدا کړ چه دې
کرزي دحکومت خلاف نه بلکه په دفاع او ملاتړ نه وي ليکل شوی،نو زه به
ومنم چه ته دکابل دګوډاګي حکومت وياند نه بلکه يو نپييلی ليکونکی ئي!

هووووووورررررررررراااااااااااا :D :D :D :D :D :D :D :D :D :[/quote:df38215c37]
ګرانه ډاکټر صاحب، زه د یوه دموکراتیک نظام په پلویتوب او پیاوړتیا د خپل نظر څرګندوم، دا ځکه چې زه له دکتاتوری نظامونونه کرکه لرم. دا چې نن دا نظام د تکامل په کوم پړاو کې دی او په رهبری کې یې نن څوک دي او سبا به څوک وي هغه بیا بله خبره ده او په ولس پورې اړه لری.

په درناوی


ډاکتر څپاند
24.06.2010

بيا هم سلامونه،

[quote:6d9179787d] زه د یوه دموکراتیک نظام په پلویتوب او پیاوړتیا د خپل نظر څرګندوم، دا ځکه چې زه له دکتاتوری نظامونونه کرکه لرم. دا چې نن دا نظام د تکامل په کوم پړاو کې دی او په رهبری کې یې نن څوک دي او سبا به څوک وي هغه بیا بله خبره ده او په ولس پورې اړه لری. [/quote:6d9179787d]

هر نظام،دموکراتيک نظام په شمول،په ملي او دموکراتيکه توګه څيړل کيږي٠
که ليکونکی په خپله هره ليکنه کې ديوه نظام په هکله مثبت نظر ور کړي او
يواځې ښه کارونه ئي ياد او دبدو اومنفي کار نامونه ئي سترګې پټې کړي،
دې ته وائي غير ملي او غير دموکرتيک قضاوت او څرګندونې٠
[/quote]


Lotfollah
25.06.2010

سلامونه
[quote:0e8339f24a="ډاکتر څپاند ص�"]بيا هم سلامونه،

هر نظام،دموکراتيک نظام په شمول،په ملي او دموکراتيکه توګه څيړل کيږي٠
که ليکونکی په خپله هره ليکنه کې ديوه نظام په هکله مثبت نظر ور کړي او
يواځې ښه کارونه ئي ياد او دبدو اومنفي کار نامونه ئي سترګې پټې کړي،
دې ته وائي غير ملي او غير دموکرتيک قضاوت او څرګندونې٠
[/quote:0e8339f24a][/quote]
ګرانه ډاکټر صاحب، که څوک د یوه دموکراتیک نظام په پلویتوب او پیاوړتیا د خپل نظر څرګندوي طبعاً د هغه ښېګڼې یادوي پدې معنی چې د یوه نیم ډک او نیم خالی ګیلاس یواځې د نیم ډکې برخې سره مینه لري چې نور هم ډک شی.
د ګیلاس د نیم خالی برخې سترګې خلاص لیدونکې او پلویان لکه تاسې هم ډېر دي چې یواځې خالی ګیلاس وینی او مهمه دا چې ځانونه ملی او دموکرات قاضیان هم بولی!

په درناوی


ډاکتر څپاند
26.06.2010

سلامونه،

ټول دولتمداران،دکرزي او اوباما پشمول،پدې معترف دي چه د مثبتو مخونو
سره سره،دکابل په ادرې کې فساد او کمزورتياوې ډيرې دي،مګر دلته ئي
يواځې مثبت جهات څرګندول ؟؟

نيم له چټلو او ناولو ابو ډک ګلاس :D :D :D :D :D :D


Lotfollah
27.06.2010

سلامونه
[quote:1514205ec7="ډاکتر څپاند ص�"]
نيم له چټلو او ناولو ابو ډک ګلاس :D :D :D :D :D :D[/quote:1514205ec7]
هو، دولتمرد(!) ډاکټر صاحب دا دمنفی بافو کسانو منطق دی ، که نه نو څنګه کیدای شي چې څوک په هېواد کې د شوو مثبتو کارونو څخه سترګې پټې کړي او په ګیلاس کې یواځې چټلې اوبه وویني! ما خو تر اوسه ندي لوستلي چې تاسو دولتمرد(!)یا د تاسو همفکرو کسانو په هېواد کې د کوم مثبت کار ستاینه کړې وي! آیا د ساری په توګه دومره پرمختګونه چې د ښوونې او روزنې، د لارواو سړکونو په جوړولو، د مخابراتو د پراختیا او د مطبوعاتو آزادۍ په برخه کې شوي دي ټولې چټلې اوبه دي؟؟؟ نه ګرانه ښایی تاسې د خپلې ناکامې ایدیولوژی ستونځه ولرﺉ!

په درناوی


ډاکتر څپاند
01.07.2010

سلامونه،

دښه او بد،دمثبت او منفي تر منځ توپير دشرايطو سره کلک تړاو لري٠
تر ټولو بد او کمتر بد دوذخونه شتون لري،جنتونه هم سره توپيرونه لري٠

کله چه دهيواد په موجوده حالاتو بحث کوو نو دسياسي نظام او دهغې دکړنو دسوال سره مواجه کيږو٠
اوسنې نظام دڅېرې په لحاظ يو دموکراتيک نظام بلل کيږي٠
مګر داڅيره نه دافغان ولس لخوا ټاکل شوې او نه هم دتاريخ منطقي محصول
ګڼل کيږي٠هغه نيمګړې دموکراسۍ چه دغازي امان الله خان،ظاهر شاه او حتي دډاکتر
نجيب په وخت کې مروجه وه،دتاريخ دطبيعي ودې او حوادثو پايله وه٠
خاصتا دروسانو تر پشاکيدو روسته،واکدارانو بله چاره نه لرله مګر چه 
دموکراسۍ ته پناه يوسي٠

په هيواد کې ننی سياسي نظام، داشغالګرو په برلاس،پرخلکو په جبر او زور
تحميل شوی دی٠
پداسې حال کې چه زه ددمکراسي مخالف نه يم،مګر ملتپالنه او ملي ګټو
تامين ددموکراتيک نظام اساس،بنياد او تهداب بولم٠

کار و اهل کار ته سپارل او په ټاکلو کې دضروري معيارونو رعايت 
ددموکراسۍ ديوالونه او بلۍ جوړوي٠
په انتخاباتو کې جعلکاري،دروغ ،اداري فساد او دجنګ داور بل ساتل ددموکراسۍ ضد اعمال دي٠

دموکراسي د دموکراسي ضد ځواکونو په وسيله تحقق نشي موندلی٠

ولس کار ته اړتيا لري ،دسړکونو جوړول،دمکاتبو او پوهنتونو پراختيا مثبت
اعمال دي،چه سترګې ترې پټېدی نشي،مګر ټول بي کيفيته، ولې؟
داځکه چه کار اهل کار ته نه بلکه غلو ته سپارل شوی دې٠
پدې سايټ کې ډيرو پياوړو ليکوالو ددي نظام په هکله اوږده او له معلوماتو
ډک بحثونه او ليکنې کړي،زه نغواړم چه تکرار ئي ګړم٠
 


طالب ISI
02.07.2010

د ډاکتر صاحب ورستئ خبر معقوله ده، چې پرختګ شوئ، خو کیفیت یې خراب دی.
۱. سړک جوړ شو، خو څو کاله ورسته خراب شو.
۲. ښونځئ جوړ شو، خو بیا هم ټیټ کیفیفت باندی.

خو همدغه دوه کارونو ته افغانان مختلف نظر ورکوی،
طالب وایی، چی نه ددغه مکتب ضرورت وو، نه د سړک، ځکه مکتب کی دنیوی علوم زده کیږی، او سړک چی جوړ شی، بیا عام اولس د بهرنیانو مقابل کی، کرکه نه پیدا کوی.
وایی همدا سپره ، خراب ښه دی، خو چي کافر ورک شی.

خو چی له همدغه طالبه پوښتنه وکړی، چی کافر ورک شو، دا سړک جوړول غواړی، که نه، دی به وایی، هو، ښه بیا یی څنګه جوړوی؟
طالبانو په پنځو کالو کی یو ټیټ کیفیته سړک ، تر میدان ښاره پوری جوړ کړ، چی ټول شل کیلو متره نه کیږی، نو ته به د ټول افغانستان سړکونه، چی په لس هاوو زره کیلو متره کیږی، څنګه جوړوی، بیا کوم خاص ځواب نه لری، ځکه د طالب په حکومت کی خو یوه ټنګه هم څوک مرسته نه کوی، نه به یی څوک حکومت په رسمیت وپیژنی. پدی توګه به ټول تجارت او کار او بار صفر وی.

بل افغان وایی، که هر ډول سړک جوړ شوئ، خو زه خو اوس د څلور ساعته په ځآی یوساعت منزل کوم، مریض جوړ او ناجوړ زر، زر پری سفر کوی.
خو که ښه کنترول وشی، بیا به ښه کیفیت واله سړک جوړ شی، ښه کنترول هغه وقت کیدای شی، چی امنیت وی، آرامی وی، او مجازات او مکافات وی.
خو بیا هم تر نه سړک، او نه ښونځی، همدا هم غنیمت دی.
او پوښتنه به کوی، چی طالبانو په پنځو کالو کی څومره ښونځی جوړ کړل؟

او په همدی توګه ښونځئ که هر څه دئ، خو ماشومان خو د باران څخه پکی بچ دی، درس خو وایی، د پاکستان په کمپو کی ، د ګرمئ څخه نه سوځی، د ایران د ظلمو لاندی خو ژوند نه کوی.

نو بهترینه لار داده چې طالبان له اوسنئ حالت څخه ګټه واخلی، او د کرزی له حکومت سره یوځآی شی، کله چی ددوی واک کی یو څو وزارتونه ورکړل شی، خلکو ته ښه خدمت وکړی، فساد د ورک کړی، خدمت د وکړی، پدی توګه به په راتلونکو ټولټاکی کی ملت په یو لاس دوی ته رایه وکړی، او ټول حکومت به ددوی په لاس کی وی، له ټولو نړیوالو سره به مو اړیکی موجودی وی، او طالب به سم منظم حکومت جوړ کړئ وی، بیا هم پرمختګ وی، هم به فساد ورک وی، هم به له نړئ سره اړیکی ولرو.

خو که طالبانو په زور حکومت ونیسی، بیا به همغه پخوانئ حالت وی، ټول به له طالب سه خفه وی، او طالب مجبور دی، پاکستان ته لاس اوږ کړی، او پاکستان به د طالب له مجبوریت څخه ګټه اخلی، له افغانستان څخه به یوه پنځمه صوبه جوړه کړی.

خلک به بیا وږی، بی کاره، بی تعلیمه شی، چی بیکاره وی، بیا به هغه امنیت څه کړی؟، چی کار او بار نه وی، فساد به له کومه شی چی هیڅ کار نه وی؟

بیا به خلک ایران او پاکستان، اروپا ته مخه کړی، او هلته تاسی د افغانی وروڼو او خویندو ژوند، او حقارت خو ټولو ته ښکاره دی.
نو آیا د طالبانو او د هغوی د هم نظره خلکو همداسی یو حالت ( بی کاری، بی تعلیمی، لوږه، مهاجرت، د بیان نه آزادی، ظلم، دکتاتور) په افغانانو لوریږی؟

تر اوسه پوری داسی څوک نه دی پیدا شوی، چی ووایی، چی د طالبانو جهاد د امریکایانو په خلاف نه حقه دی، نه چا اوښکی تویی کړی.
خو نړیوال او عام افغانان څه وایی.
ـ ښونځی مه راسوځوه، او مه یی تړه
ـ نجونی له ښونځی مه منع کوه
ـ هغه پولیس چی د بی کاری، له خاطر پولیس دی، او یا عادی مامورین مه وژنه
ـ د سړک جوړولو، د اوبو د بندونو جوړلو ممانعت مه کوه
ـ پلونه مه الوځوه
ـ د پاکستان د لاس آله مه جوړیږه
ـپه خلکو خپل امیر مه ورتپه، خلکو ته د ټول ټاکنو له لاری خپل امیر وټاکه
ـ ددی لپاره چی د تیر ځل په څیر درسمیت پیژندلو ، نړیوالو اړیکو ،تجارت....
مشکلات رامنځ ته نه شی، له بهرنیان او دولت سره صلحی ته کینه، او یوه نیټه وټاکه چی پدی نیټه به بهرنیان وځی، او دا ورسره ومنه، چی طالب به بیا یو سیاسی ډله وی، نه ملیشه

که تاسی په منطقی دلایلو سره دا ثابتولای شی، چی داسی به نه کیږی، نو مهربانی وکړئ مونږ ته قناعت راکړئ.


كريم كامران
02.07.2010

[quote:52eeb0d62e]که تاسی په منطقی دلایلو سره دا ثابتولای شی، چی داسی به نه کیږی، نو مهربانی وکړئ مونږ ته قناعت راکړئ.[/quote:52eeb0d62e]
اول خو ته په منطقي دلايلو سره دا ثابته كړه چې حتما داسې به كيږي ، بيا به څوك تاته په منطقي دلايلو سره قناعت دركړي چې داسې به نه كيږي د طالبانو راتلونكى نظام به په سياسي، اقتصادي، نظامي، صحي، تعليمي، دبيا رغونې، او له بهرنۍ نړۍ سره د اړيكو په برخه كې د پخواني دور په پرتله ډير مثبت بدلونونه له ځانه سره راوړي، عقلا هر انسان او هره سياسي ډله ورځ تر بلې دتكامل په حال كې وي، نه د تنازل، او په پخواني حال.

راځئ د طالبانو دور، اود كرزي دور، دواړه سره پرتله كړو، هغه امكانات چې له طالبانو سره وه، او هغه امكانات او مرستې چې اوس د بيارغونې لپاره افغانستان ته رارونې دي، ددواړو حكومتونو د امكاناتو په تناسب سره، كوم يو دهيواد په بيارغونه كې فعاله ونډه اخيستي ده؟؟؟

دا چې شهير صيب ليكي:
[quote:52eeb0d62e]طالبانو په پنځو کالو کی یو ټیټ کیفیته سړک ، تر میدان ښاره پوری جوړ کړ، چی ټول شل کیلو متره نه کیږی[/quote:52eeb0d62e]
زه يې شلمه برخه هم داوسني حكومت د بياابادۍ سره نه برابروم كه چيرته خبره يو معقول تناسب ته واچول شي لكه مخكې مې چې وويل.

دا چې طالبانو په تش لاس، اود ملل متحد له اقتصادي بنديزونو باوجود، او په لږو امكاناتو بيا هم يو ځاى بل ځاى د بيارغونې پروژې په كار اچولې.......
او داچې دكرزي اداره د ټولې نړۍ دملاتړ او مرستو سره سره، او هر ډول امكاناتو باوجود بيا هم دهيواد په بيارغونه كې دپاموړ ګام نه پورته كوي.......
په دې دلالت كوي چې:
له طالبانو سره د ابادۍ، دهيواد دبيارغونې، او ولس ته دخدمت درد او احساس وه..
او دكرزي اداره چې داشغال په لاس جوړه شوې دولس دغولولو لپاره دبيارغونې نارې وهي.. كه داسې نه وي مونږ ته دې ددومره مرستو او امكاناتو په شتون كې په همدې تناسب سره، عملي كار راپه ګوته كړي!!!



04.07.2010

ښاغلی کامران خوشبينه دی چې
[quote:e817c1335b]د طالبانو راتلونكى نظام به په سياسي، اقتصادي، نظامي، صحي، تعليمي، دبيا رغونې، او له بهرنۍ نړۍ سره د اړيكو په برخه كې د پخواني دور په پرتله ډير مثبت بدلونونه له ځانه سره راوړي، عقلا هر انسان او هره سياسي ډله ورځ تر بلې دتكامل په حال كې وي، نه د تنازل، او په پخواني حال.[/quote:e817c1335b]
خو که تشه خوشبيني دليل او د باور وړ نه بلل کيږي نو بيا ؟ بيا له سادګۍ پرته د خوشبينۍ لامل او نتيجه بل څشی ګڼل کيدای شي ؟
خو راځۍ د يوې شيبې له پاره همداسې وګڼو چې کامران صيب څنګه خپله خوشبيني ښودلې ده :
١ - ايا طالبان تکامل مني ؟ که يې نه مني ، نو بيا هم پرې دا تپلی شئ چې
ُ ُ عقلا هر انسان او هره سياسي ډله ورځ تر بلې دتكامل په حال كې وي، نه د تنازل، او په پخواني حالُ ُ.؟؟؟
بيا هم فرض که چې طالبان تر هغه حده چې په خبله ګټه يې تماميږئ دغه تکامل
هم مني او يې کړی وي نو بيا پوښتنه داده چې کوم کوم کارونه يې
اوس شاته غورځولي ، نه يې کوي بد او پسرفته ورته ښکاري او له تکرار څخه يې ډډه کوي :
آيا د مسلمان ولس دا اساسي حق مني چې د آزادو ، عامو، سري ، عادلانه او شفافو انتخاباتو له لارې خپل سياسي مشر وټاکي ؟؟؟؟؟؟؟؟
آيا مسلمان ولس دا حق مني چې د بيان آزادي د آزادو مطبوعاتو له لارې پلې کړي ؟؟؟؟
آيا ښځينه افغانانو ته په اسلامي حجاب کې د تعليم ، کار، ماموريتونو او په لوړو سياسي او ټولنيزو څوکيو کې د نارينه و سره د برابرې ونډه اخيستلو حق ورکوي ؟؟؟؟

آياملي شورا ، ملي اردو او د قانون حاکميت رامنځته کول به د طالبانو لومړی کار وي او د يو کال په بهير کې دننه دننه به يې رامنځته کړي ؟؟؟؟؟؟
په انتقالي يوکال په دوره کې به د عدليې ، حج او اوقافو او دفاع له وزارت ، جوماتونو او جمهوري رياست له مقام پرته به طالبان له نورو وزارتخانو سره کار نه لري او مسلکي کسانو ته به يې وسپآري ؟؟؟؟ په دې شرط چې هلته به د ورونو قامونو په تناسب د وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو څوکۍ ويشل کيږي ؟؟؟؟ .

آيا دچا له ږيرو او پينسو سره خو به کار نه لري ؟؟؟؟؟؟

آيا د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست به له طالبانو مستقل او د هيواد له نورو علماو څخه تشکيل وي چې طالبانو ته منسوب نه وي ؟؟؟؟؟
که دا کارونه نه کوي نو څوک وايي چې دوی تکامل منلی او يايې تکامل کړی او که کړی يې وي هغه به کوم تکامل وي ؟؟؟؟؟؟
او که مني يې نو ولې يې همدا اوس نه اعلاموي چې دوی دغه پورتني حقوق پلي کوي ، څو خلک آرام او ډاډه شي او له دوی سره دې هدف ته د رسيدو په لاره کې مرسته هم وکړي ؟؟؟؟؟؟


كريم كامران
05.07.2010

پتوال صاحب له تكامل څخه زما هدف هغه لست نه وه كوم چې تاسو وړاندى كړى چې طالبان به دا وكړي او هغه به ونه كړي...
ما عامه خبره كړې وه چې حتما به يو لړ هغه نيمګړتياوې چې په تير دور كې ليدل كيدې له منځه تللي وي.
اما دا چې طالبان يې ولې نه اعلانوي؟ طالبانو پورې اړه لري چې له اوسه يې اعلانول ضروري بولي او كه نه.

او په مشخصه توګه دعامو انتخاباتو په اړه، نو بايد ووايم چې"تكامل" د عامو انتخاباتو لاينفك صفت نه دى،تاته به تكامل ښكاري، خو بل ته نه.
ځينې نور كارونه چې تايې لست وړاندې كړى، كه ورته وكتل شي په اول نظر سره يې كيدل "تكامل" ښكاري، خو كه لږ پكې تم شو، د خپلې ټولنې دمشكلاتو او شرايطو له زاويې ورته وګورو، تر يوه محدود وخت پورې يې ځنډول له "تكامل" څخه ګڼل كيږي، نه كوركورانه عملي كول يې.

پاتې شوه زما د خوشبينۍ خبره، كه خوشبيني ناوړه صفت وي نو بدبيني "ناوړه په توان د دوه" دى.
هو! بې دليله خوشبيني ښه نه ده، خو كه يو څوك شخصي قناعات لري خوشبيني ډير غوره صفت دى.
خو په دليل سره له ثابتيدلو وروسته بياهم نه خوشبينه كيدل، احمقتوب، يا جهالت دى.



05.07.2010

کريم کامران ته صيب ته سلامونه !

ددې جملو څخه خو دې بالکل د پتنګ خان بوی راځي :

[color=blue:846148bee1]پاتې شوه زما د خوشبينۍ خبره، كه خوشبيني ناوړه صفت وي نو بدبيني "ناوړه په توان د دوه" دى.
هو! بې دليله خوشبيني ښه نه ده، خو كه يو څوك شخصي قناعات لري خوشبيني ډير غوره صفت دى.
خو په دليل سره له ثابتيدلو وروسته بياهم نه خوشبينه كيدل، احمقتوب، يا جهالت دى.[/color:846148bee1]
وګوره دلته تاسې هم د پتنګ غوندې سپورو سپاندو ته عامې بهانې لټوئ :
[quote:846148bee1]كه خوشبيني ناوړه صفت وي نو بدبيني "ناوړه په توان د دوه" دى. [/quote:846148bee1]
خوشبيني د صفت په توګه نه چا مطرح کړې او نه يې په عامه توګه غندلې ده ، بلکې د يوې ځانګړې پيښې په ډول
ورته ګوته نيول شوې چې په دغسې حساسه سياسي موضوع
کې د خوشبينۍ پر اساس قضاوت سم کار نه دی، بلکې لازمه ده چې د يوې سياسي لارې شواهد، اعلاميې ، پروګرامونه ، مطبوعاتي مرکې ،
د مشرتابه ژمنې او وعدې او د خپلو شرايطو مطابق عملي کارونه يې په پام کې ونيول شي .
دا غوښتني ټولې اصولي غوښتنې او د ملت حق دی ، آيا په سياسي برخه کې دغه حق بدبيني ګڼل کفر نه دی ؟
[quote:846148bee1]خو په دليل سره له ثابتيدلو وروسته بياهم نه خوشبينه كيدل، احمقتوب، يا جهالت دى.[/quote:846148bee1]
که چاته ستا دليل چندان دليل ښکاره نشي او ستا ثبوت ورته د قناعت وړ ونه ګرځي، نو په دې صورت کې بيا تاسې دا حق لر ئ چې
په په دغسې شکل ورته احمق او جاهل ووايې ؟؟؟؟؟؟
او که نه، تاسو ځان ته دکوم لوړ علمي او اجتماعي مقام اوتوريتي قايل ياست
او يا خلکو دغسې يو مشر بللی يې چې هر چاته ګواکې
د نصيحت له پاره وايئ چې دا کار دې بدبيني ده او بدبيني ډير بد کار دی،
يا ځان ته حق ورکوې چاته ووايي :
ماته چې څشی مدلل او ثبوت ښکاري او بيا هم يې ته نه منې يا ورته نه خوشبينه کيږې نو دا احمقتوب او جهالت دی !

وروره دلته هيڅوک د نصيحت حق نه لري، دلته هرڅوک صرف د د ليل او استدلال حق لري او بس ، کولی شي سل او زر ځله خپل دليل او استدلال په خلکو تکرار واوروي ، [color=red:846148bee1]
خو بې له دې چې چاته په عامه توګه احمقتوب او جهالت راجع کړي ! [/color:846148bee1]نو وروره خفه نشې ، غوږونه دې ښه خلاص که :
که ته پتنګ يې هم نور له دې ناوړه چلند څخه لاس واخله!
او که کريم خان کامران يې خود پتنګ پيښې کول درته ښه کار ښکاري او پيروي يې کوې هم ترې لاس واخله !
هو زه باور لرم چې ډير ښه استعدادونه به لرې او ليکنې دې ګټورې تماميږي ،
خو ددې سپکو سپاندو په قيمت يې دلته څوک هم درڅخه نه اخلي !
هيله کوم دتوهين مخه دې پخپله ونيسې اوپه هېڅ شکل ، عامه وي که خاصه ،
چاته هم درڅخه تکرار نشي
تر کومه چې د طالب مشرانو تغپر دی که تکامل، په هر صورت د مطرح پوښتنو د مثبت ځوابونو پورې اړه لري، چې کوم اساسي سوال او مسله
دوی حلوي او څنګه يې حلوي، که يوه هم نه حلوي او يا يې نشي ځلولی هر تغير يې چې کړی وي بيځائه او بې ګټې دی !
که څو مقولې يې نورې هم زده کړي وي او سياست يې همغه څه پاتې وي چې پخوا و، نود سياست له پاره يې دا چندان کمال نه دی ،
او که نوموزو سوالونو ته کوم مٍثبت ځواب لري ولې يې نه وايي ، پټول خو يې خپله
ددوی په زيان تماميږي ، نو ولې يې ښکاره نه وايي او ولې يې ژمنه نه کوي ؟؟؟؟؟ خو خبره رښتيا داده چې څه د چا په سر کې نه وي او زړه کې يې هم نه ګرځي ، نو څه به ووايي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


pattang
05.07.2010

زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم
په ډګر نارې وهم چې خوله يې راکړه
پتوالخانه !
پتنګ پتنګ دی ، پتنګ په دې فوروم کې دوه نومونه لري او هغه هم نه
د منافقت لپاره بلکې دواړه مې خو ښېږي اوداځکه چې په کوزه پښتونخوا
اووزيريستان کې ډېر معمول دي٠
ما ستا دليکنې ځواب په دووکلمو کې درکاوو خو ما يو څه مصروفيت لاره .
خواوس به يې درته وليکم :
که په اسلام کې تکامل وي نو طالبان خو اسلام غواړي بايد مطابعت يې وکړي
دا چې اسلام اسماني قانون دی نو تکامل هلته ځای نلري ٠
که دې له تکامل څخه علم اوپوهه مقصد وي نو داخولوی ذات ندي منعه کړي !
خومتاسفانه ځينې خلک بېله دې څخه چې فکر وکړي نور له خوږ ګوتې څخه
را نيسي ٠
طالبان اوس بايد دغه لوی فرعون usa او دهغه جنرال پيتروس ته دمېړانې
ځوابونه ورکړي٠
يوه بله :
اياته هم له اشغالګرو او دکرزي له فاسد رژيم څخه هم د اولس اراده
غواړې اوغوښتې دې ده ? او که دطالب له څټه لګيا يې ? نور به بس وي٠


Sangar Watan
06.07.2010

سلام

د ښاغلي ک ک ليکنئ دښاغلي ع ع ليکنو ته ډير ورته دی٠دپتنګ لالا ليکنې
ډانګ پييلي دي او له ورا پيژندل کيږي٠

راځئ چه ومنو :

هغه مقاومت چه نن زموږ دنيکونو دمکار دښمن،انګريز په وړاندې په ميړانه
دمورچلونوګلان پخپلو وينو تازه ساتي،دانګريز د بچوڼي،چټلستان د منافقتونو
په وجه دسترو نيګړتياوو سره مخ دی٠
ISI پدې بريالی شوی چه مقاومت ته د تروريزم،ترهګرئ،القايدې او طالب
ګيږدۍ جوړه او نړېوالو ته ئي د بشريت ضد،بيتمدنه او وحشي ډلې په څيره ور وپيژني٠
بيديرغه واقعيت دادې،چه پاکستان په تيرو ٣٥ کلونو کې،داسلام دمقدس نوم
نه په ناوړې استفادې سره،په افغانستان کې دهر ملي يا اسلامي ځواک په
مشرتابه کی خپل غلامان نصب کړي دي٠
نن دپښتونخواه (پښتونستان) طالب پدي راز پوهيدلی او که خدای کول افغان
مقاومت به هم دغفلت له خوبه راويښ شي،انشاالله٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more