د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

شهاب الدین
12.08.2010

داسلفيان عجبه ډېرشوي دي،پخوابه په يوځای کي يويادوه سلفيان ول،اوس خودومره زيات شوي چي ددې لامل څه دی؟
دوی خودامام ابوحنيفه تقليدنکوي،زه دوی ته وايم چي که تاسوتقليدوکړئ نوڅه تاوان درته کوي؟
کوم شي تاسوهڅولي ياست چي دومره اختلاف ته اوږه ورکړئ،خلګ دځان پخلاف
راوپاروئ؟
په اکثره ځايونوکي سلفيانوته خلګ ډېردنفرت په سترګه ګوري،تردې چي خلګ ورسره تعلقات ختموي.
خوبياهم دوی له خپلي لاري نه راګرزي،داولي ؟


مومن مهاجر
13.08.2010

محترم حقیارصاحب بیاهم السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! الله جل جلاله دي وکړي چي روژه دي په خیروي .
داچي ته وايي ولي دامام صاحب تقلیدنه کوئ؟ نوزه وایم موږدهرهغه چاخبره منوچي له قرآن کریم اونبوي احادیثوسره موافقه وي دانوکه امام ابوحنیفه رحمة الله علیه وي اوکه کوم بل امام . موږله هیچاسره دامام پرپیروي شخړې اولانجې نه کوواختلاف موپه دي کي دی چي دحدیث په مقابل کي بایددهرچارایه اونظرردشي نه حدیث . ځکه حدیث وحې ده دخطام امکان پکي نه شته اودنوروخلکونظریات ددوئ خپل افکاردي چي خطااوصواب دواړه لري . خطایې بایدرداوصواب یې بایدومنل شي . همداددین معیاردی .


ابومحمدحنفي
14.08.2010

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

وروسته د سلام نه ډيره مننه له ټولو بحيثونو څخه :

محترمو په ريښتيا که راباندي وائي په دي روژي شريفي کښي رابانديسر اوګرڅيده
.....
ستاسو اصلي اختلاف د ځه سره دے ؟؟؟؟؟؟؟؟
ملا سره د امام سره د مذاهب اربعه د تقليد سره د دعوت اسلامي سره وهابي سره خماسي سره .....................الخ


..Ahmadzai
14.08.2010

[quote:272c08ef73]محترمو په ريښتيا که راباندي وائي په دي روژي شريفي کښي رابانديسر اوګرڅيده [/quote:272c08ef73]

خير دى , صبر كوه الله تعالى به أجر دركړي, كنه لاړ سه لږ أوده سه.
[quote:272c08ef73]ستاسو اصلي اختلاف د ځه سره دے ؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:272c08ef73]

زمونږ د هيڅ څه سره إختلاف نسته نه أصلي نه فرعي, هسې سر مه خوږوه

لاړ سه ويده سه.


و.افغان
14.08.2010

[quote:fbb8b5225a="ابو اسيد"]السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

وروسته د سلام نه ډيره مننه له ټولو بحيثونو څخه :

محترمو په ريښتيا که راباندي وائي په دي روژي شريفي کښي رابانديسر اوګرڅيده
.....
ستاسو اصلي اختلاف د ځه سره دے ؟؟؟؟؟؟؟؟
ملا سره د امام سره د مذاهب اربعه د تقليد سره د دعوت اسلامي سره وهابي سره خماسي سره .....................الخ[/quote:fbb8b5225a]

محترم طالب العالم ملا صاحب ابو اسيد صاحب:
سم پېشنمې دې نه دی کړی، ځکه درباندې سر ګرځي، يا دې بېګا شپه لکه چې
سورکړی چرګوټۍ وهلی دی، اوبه دې صحي نه دي څښلي، ځکه درباندې سر ګرځي.
په روژه کې خو د ملايانو مزې وي.
اوريدلي دې نه دي چې وايي:
خوله د ملا د لور خوږه ده.
د سرسايې چرګان يې ډېر خوړلي دينه. :) :)

ګرانه! دلته له امام سره اختلاف نه دی، د ملا سره اختلاف نه دی، د اربعه مذاهبو
د تقلید سره اختلاف نه دی، د دعوت اسلامي سره اختلاف نه دی، د وهابي په نوم
له چا سره اختلاف نه دی.
دلته يواځې د مقيت تعصب، بغيض تعصب رد کيږي، دلته دا ويل شوي دي: چې قرآن
او حديث په هر چا پورته دي، د هيڅ يو غير معصوم مخلوق په خاطر بايد د قرآن فيصله
او صحيحو احاديثو احکام تر پښو لاندې نشي.

رښتيا دا خماسي يې څه شي ته وايي؟
:) :)


ابومحمدحنفي
14.08.2010

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

محترمه ډيره مننه د ښه تدبير له لار ښوني نه :

او پاتي شوه ستاسو خبره هغه اظهار حق دے ولو که په هر طرف کښي وي

نوخبره سمه جوړه برابره ده
نو په حق برابره ډله هغه اهل السنة والجماعة مقلدين دي
ددوي به منو څکه مونږه ته دادين هم ددي ډلي په واسطه رارسيدلي دے

پاتي شووهبيان( پنجپيران خماسيان ) وغيره ډلي دا په ناحقه دي
ددوي عقائد غلط دي ددوي اهداف غلط دي ددوي منشا‌‌ء غلطه ده


..Ahmadzai
14.08.2010

[quote:92269e2568]رښتيا دا خماسي يې څه شي ته وايي؟[/quote:92269e2568]

محترم وهاج صاحب دلته يوه مرموزه خبيثة إشارة او كناية ده.

دغه ډله بې لارې خلك هم لكه كمونستان دوۍ هم سلفيانوته وهابيان وايي
او بيا بهتاناً وزوراً وايي چې وهابيان د پنځمې خور خپل وررو ته په نكاح كول جايز ګڼي.
نو ځكه ورته خماسيان وايي
.ګوره ده ستا د پوښتنې جواب وركولو څخه ډډه كړى.

دا سړى
پريږده چې ويده سي همداسې ويده ښه ده.
په درنښت


مومن مهاجر
14.08.2010

ښاغلی ابواسید! داچي ته وايي مقلدین به منوڅرنګه یې ومنو؟ هرڅه چي دوئ وايي هغه ومنو؟ اوکه دیوې مسئلې په اړه شرعي نص هم ترې وپوښتو؟
داچي ته وايي وهابیان،پنجپیریان اوخماسیان پرباطله دي ته یوځل داووایه چي وهابیان،پنجپیریان اوخماسیان څوک دي،څه عقایدلري اومفکوره یې څه ده؟ هسي په ړندوسترګوپریوچادحق یاباطل ټاپه لګول دمسلمان خاصیت نه دی مسلمان باید حساس،بیداراوځېرک وي څوپه ناخبرۍ کي بل څوک ونه ځوروي .


نورالحق
21.07.2012

ګرانه اوښاغلی! وهابیان هغه ذی کوم چی دمحمدبن عبدالوهاب نجدی پیروی کوی ، پنچیریان هغه څوک دی کوم چی دمحمدطاهرپنجپیری متابعت کوی، لومړی ډله، ډیره افراطی اوغالی ډله ده چی اهل مذاهب والووته مشرکین وای (العیاذبالله) اوداغه رقم نور فاسد عقاید لری چی ددوی په عقایدوکی علماء اسلام لولوی کتابونه لیکلی دی.
اودویمه ډله کڅه هم دوی دمذهب حنفی مدعی دی، اوځانونه کلک پیرویان دامام ابوحنیفه رضی الله تعالی عنه بولی، خولیکن ډیرفاسد افکارلری چی دامام ابوحنیفه رحمه الله دمذهب سره هیڅ سمون نخوری، هیله ده چی دداسی ډلوڅخه دفاع ونکړی، او دهغوی دفاسدو عقاید دتشهیر اوترویج نه ډډه وکړی، چی خدای مکړه په ورځ کی دقیامت ددوی په ډله کی راحشرنشی.


حذيفه
21.07.2012

نور الحق صیب ښه راغلاست !
تا خو وهابيان او پنچپيریان ښه نه ګڼل ، نو اوس دا راته ووايه چي ښه څوک دي ؟
کوم خلک په سم دين عمل کوي ؟ له چاسره پوره دين شته ؟
کومه ډله اوس پر حق ده ؟
هيله ده په سړه سينه دې پوښتنو ده سم او قانع کونکی ځواب ووایاست!.


ښۀ خلګ څوک دی؟


Mazharee
24.07.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
ده زړه سره ښه خلګ اورښتنی مسلمانان هغه څوک دی کوم چی یه خپل رسول اکرم صلی الله علیه واله وصحبه وسلم راته معرفی کوی، پدغه حدیث کښی «قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَيَأْتِيَنَّ عَلَى أُمَّتِي مَا أَتَى عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ حَذْوَ النَّعْلِ بِالنَّعْلِ حَتَّى إِنْ كَانَ مِنْهُمْ مَنْ أَتَى أُمَّهُ عَلَانِيَةً لَكَانَ فِي أُمَّتِي مَنْ يَصْنَعُ ذَلِكَ وَإِنَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ تَفَرَّقَتْ عَلَى ثِنْتَيْنِ وَسَبْعِينَ مِلَّةً وَتَفْتَرِقُ أُمَّتِي عَلَى ثَلَاثٍ وَسَبْعِينَ مِلَّةً كُلُّهُمْ فِي النَّارِ إِلَّا مِلَّةً وَاحِدَةً قَالُوا وَمَنْ هِيَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ مَا أَنَا عَلَيْهِ وَأَصْحَابِي» سنن ترمذی.
اوچی تراوسه کوم خلګ پرلار دپیغمبر(ص) اودهغه داصحابوپاته سویدی هغه څلورمذاهب والاداهل سنتودی، دهغوی بغیرنورهرڅوک چی دی هغوی دحقی اورښتنی اسلامی لاری څخه منحرف دی، که وهابیان دی که سلفیان دی که پنجپیریان دی که بریلویان دی که بعضی صوفی ډلی لکه سیفیان دی. که شیعه گان دی.


دمومن مهاجرلپاره


Mazharee
25.07.2012

دمومن مهاجرصاحب له لیکنوداسی ښکاری چی ګوندی دی یاسلفی دی یاوهابی اویاهم پنجپیری، ځکه دی ده تقلید اوتمذهب بمذهبٍ څخه ډیرتښتی. نوځمادده څخه پوښتنه داده چی ښاغلی! تاسوسلفیانو عدم تقلید خپل شعار اودخپلوخبرو عنوان ګرځولی دی، خودا داسی عنوان شعاردی چی معنون اومصداق ورته هیڅ وقت نشی پیداکولای.
ځکه دتقلیده څخه هیڅ څوک نشی خلاصیدلای، منتهی دونه تفاوت لری چی مقلدین اهل مذهب والا، دخیرالقرون دعلماؤ تقلید کوی ، اوتاسوسلفیان دشرالقرون دعلماؤ تقلیدکوی، هغوی دائمه اربعه تقلیدکوی اوتاسو دبخاری اومسلم چه په اعتباردزمان ډیروروسته ترائمه اربعه وو راغلی دی هغوی په فروعاتواومسائلوکی دائمه اربعه وو څخه پیروی کوی اوتاسود ابن تیمیه اوابن قیم جوزی ، علامه شوکانی ، مولوی نذیرحسین دهلوی، مولوی غلام حسن خان هندی، سیدمحمدرشید رضا سوری مصری ، مولوی عبدالله نورستانی افغانی، ملاطاهرپنجپیری اوداسی نور چی ددوی اودائمه اربعه وو ترمابین لکه ځمکه اوآسمان تفاوت دی هغوی چی په یومسئله کښی استدلال کوی نسبت دمسئلی وهغه چاته کوی کوم دلومړی ځل لپاره ئی دامسئله استخراج کړی وی، ( یعنی اجتهادی غلانکوی) خوتاسوچی کله استدلال کوی نودهم هغه مخکنی علماؤدکتابونوڅخه دپاره دحل دمسائلواستفاده کوی خولیکن هغوی تئی نسبت نکوی خلګوته داسی ورښیاست چی ګویامونږخومجتهدین یو. کله چی ظاهرا دیوآیت اوحدیث مابین کی تناقض را ځی نوتاسویه دحل لپاره هیڅ چاره نلری غیرلدی څخه چی دمخکنی علماؤو اومقلدینو دمرجع تقلید دسرچینی نه استفاده وکړی کنه نو په هیڅ ډول تعارض نشی دفع کولای. اجتهاد که دهرچاکاروای وروربه دی اوس په آسمان کی دملائکوسره خبری کولای.
په آخرداباید ووایم چی مومن مهاجرصاحب ستاسو اوستاسودهمفکروخلګوپه باره کی باید وویل شی چی تاسو اهل حدیث نیاست تاسواهل بخاری یاست.
[color=darkblue:4eda76234f][/color:4eda76234f]


Re: دمومن مهاجرلپاره

حذيفه
25.07.2012

[quote:5e820fbf45="noorulhaqmazharee"]دمومن مهاجرصاحب له لیکنوداسی ښکاری چی ګوندی دی یاسلفی دی یاوهابی اویاهم پنجپیری، ځکه دی ده تقلید اوتمذهب بمذهبٍ څخه ډیرتښتی. نوځمادده څخه پوښتنه داده چی ښاغلی! تاسوسلفیانو عدم تقلید خپل شعار اودخپلوخبرو عنوان ګرځولی دی، خودا داسی عنوان شعاردی چی معنون اومصداق ورته هیڅ وقت نشی پیداکولای.
ځکه دتقلیده څخه هیڅ څوک نشی خلاصیدلای، منتهی دونه تفاوت لری چی مقلدین اهل مذهب والا، دخیرالقرون دعلماؤ تقلید کوی ، اوتاسوسلفیان دشرالقرون دعلماؤ تقلیدکوی، هغوی دائمه اربعه تقلیدکوی اوتاسو دبخاری اومسلم چه په اعتباردزمان ډیروروسته ترائمه اربعه وو راغلی دی
[/quote:5e820fbf45]
ښه انډيواله ! بخاري او مسلم د شرالقرون څخه دي ؟ نو بیا يې ته ولي حدیث نقلوې؟ که د چا له کتاب څخه د حدیث ونقل ته تقليد وايي نو دا خو بیا ته هم د امام ابوحنیفه مقلد نه سوې ځکه هغه خو په حدیثو کي بیخي کتاب نه لري او ته چي خپله هره مسئله ثابتوې نو د نورو امامانو کتابونو ته په ټوپو ورځې ، ستاسو له فکر سره موافق ته هم د امام صیب مقلد پاتې نه سوې ، ته هم د شرالقرون مقلد سوې ؟
اوس دي ليږ ځان ته فکر سته ؟
په دې هم خبر نه يې چي سلفی او وهابي د يوې ډلې دوه بېل نومونه دي او ته يې داسي استعمالوې لکه چي حنفي او شافعي يادوې ، ګرانه ! دا يوه ډله ده خلکو ورته همدا نومونه وضع کړي دي او نور حقيقت کي د يوې ډلې څو نومونه دي .
ستا له دې ګډې وډې ليکنې داسي برېښي چي تر اوسه د خپلو مذهب پالو په هغه تعريف هم خبر نه يې چي هغوئ يې د تقليد لپاره کوي ، ته چي د مرګې يو ناخبره کس يې نو په اصلي حقيقت پوه سوی هم نه يې او بې ګټې خبرې دي کړې دي ، ته لومړی ليږ مطالعه وکړه ، د خپل مذهب موقف ځان ته معلوم کړه او بیا را سه وګډېږه.
له پاشل سوې ليکنې دې داسي معلومېږي چي ګنې پښتو دي هم سمه نه ده زده ، له ليکنې دي سم اخذ نه سي کېدای ، تر بیا بیا کتلو وروسته سړی په پوه سي چي نوموړی څه وايي او موخه يې څه ده ؟
يوه بې انصافي دي هم کړې ده هغه دا چي پنجپیر والا خو دي د مذهب دننه خلک دي هغوئ خواران دي ولي رټلی دي ؟
تر تا خو هغوئ د امام صیب پاخه مقلدين دي ، نو ته دا دومره بې انصافه ولي يې چي د خپل مذهب خلک بې مذهبه بولې؟

[quote:5e820fbf45="noorulhaqmazharee"]
هغوی په فروعاتواومسائلوکی دائمه اربعه وو څخه پیروی کوی اوتاسود ابن تیمیه اوابن قیم جوزی ، علامه شوکانی ، مولوی نذیرحسین دهلوی، مولوی غلام حسن خان هندی، سیدمحمدرشید رضا سوری مصری ، مولوی عبدالله نورستانی افغانی، ملاطاهرپنجپیری اوداسی نور چی ددوی اودائمه اربعه وو ترمابین لکه ځمکه اوآسمان تفاوت دی
[/quote:5e820fbf45]
ښه ستاسو پيروي په فروعاتو کيده ؟ ته پر دې خبره ټينګېږي چي تاسو د امامانو پيروي په فرعي مسئلو کي کوئ او نورو کي د هغوئ اتباع نه کوئ؟
زه به يو څومسئلې ستا درانه حضور ته وړاندي کړم چي دا به فرعي وي که غیر فرعي؟
تاسو تل همدا هڅه کړې چي د خلکو په سترګو کي خاورې ور وپاشئ ، ایا د مذهبونو اختلاف مو تر فرعي مسئلو دئ؟
فرعي ليږ تشريح هم کړه چي ستاسو په اند فرعه څه ته وايي؟
يعني کومې مسئلې فرعي بللای سو او په کومو دلائلو؟
فرعي مسئله دين ده که نه ده ؟
که وي نو دين بیا فرعي ولي وي دين خو اصلي وي او د ژوند اساسي هدف همدا وي؟

[quote:5e820fbf45="noorulhaqmazharee"]
هغوی چی په یومسئله کښی استدلال کوی نسبت دمسئلی وهغه چاته کوی کوم دلومړی ځل لپاره ئی دامسئله استخراج کړی وی، ( یعنی اجتهادی غلانکوی) خوتاسوچی کله استدلال کوی نودهم هغه مخکنی علماؤدکتابونوڅخه دپاره دحل دمسائلواستفاده کوی خولیکن هغوی تئی نسبت نکوی خلګوته داسی ورښیاست چی ګویامونږخومجتهدین یو.
[/quote:5e820fbf45]
ښه ملګرې ! د دې ادعا به دي کوم ثبوت هم وړاندي کړې ؟
په کوم ځای کي مو اجتهادي غلا کړې ده ؟
او تر ټولو مهمه مسئله دا هم ده چي تاسو اجتهاد اصلا څه ته وایاست؟
ته يوځل دا هم راته تعريف کړه ، حواله يې له دلیل سره راکړه !.
نو ګویا ستا په اند خلکو ته دا نه ورښکاره کوو چي موږ مجتهدين نه يو ، نو ته ووایه خلکو ته څه ووايو؟ یعني نارې کړو چي اجتهاد بند دئ او موږ مجتهدين نه يو؟ ته يوه لار راته په ګوته کړه او بیا که دي وړاندي د منلو وړ وو نو درسره وبه يې منو!.

[quote:5e820fbf45="noorulhaqmazharee"]
کله چی ظاهرا دیوآیت اوحدیث مابین کی تناقض را ځی نوتاسویه دحل لپاره هیڅ چاره نلری غیرلدی څخه چی دمخکنی علماؤو اومقلدینو دمرجع تقلید دسرچینی نه استفاده وکړی کنه نو په هیڅ ډول تعارض نشی دفع کولای.
[/quote:5e820fbf45]
ښه صیب ! د قران او حدیث تر منځ ټکر هم راځي ؟ نو زوروره ! يو څو مثالونه خو به دي وړاندي کړي وای ؟
ته خو هغه اياتونه او احاديث راته وړاندي کړه چي ښکاره ټکر سره ولري ؟
موږ خو د الله پر دې قول ايمان دئ چي وايي :
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآَنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا(النساء ۸۲)
ژباړه :نو ايا دوئ په قران کي غور و فکر نه کوي چي که دا له الله پرته د بل مخلوق له لوري وای نو دوئ به زيات اختلاف په کي موندلی وای .
موږ خو دا فکر کوو چي په قران او صحيحو احاديثو کي هيڅ ټکر نه سته ځکه موږ دا دواړه وحې بولو او په وحې کي ټکر نه راځي .
نو اوس ته اړ يې چي هم به د دې مثالونه وړاندي کوې او هم به يې د امامانو په اقوالو د هغوئ دفع کوې ، ته بايد دا ثابته کړې چي د دې ايت او دې احدیث ترمنځ دا ډول ټکر دئ او امامانو يې دارنګه توافق کړی دئ او تاسو له دې څخه عجز یاست.

[quote:5e820fbf45="noorulhaqmazharee"]
اجتهاد که دهرچاکاروای وروربه دی اوس په آسمان کی دملائکوسره خبری کولای.
په آخرداباید ووایم چی مومن مهاجرصاحب ستاسو اوستاسودهمفکروخلګوپه باره کی باید وویل شی چی تاسو اهل حدیث نیاست تاسواهل بخاری یاست.
[color=darkblue:5e820fbf45][/color:5e820fbf45][/quote:5e820fbf45]
ښه نو اجتهاد د هر چا کار نه دئ نو څوک به يې کوي؟ ته خو د هغوئ څه اوصاف هم ذکر کړه ، موږ به وګورو چي دا اواصاف اوس په چا کي سته که نه ؟
په دې ګوډه پښتو کي دي اخیر د نوم موضوع هم مطرح کړې ده ، ته بايد مهاجر له ليکنو څخه دا ثابته کړې چي هغه په رښتيا هم ځان ته اهل حدیث ويلي دي .
که نه نو دا ستا له لوري يو نوم دئ چي له واقعيت سره اړخ نه لګوي ، بخاري ستاسو مقلدينو په سترګو کي ولي هر وخت اغزی ده ؟
ولي امام بخاري ته په داسي نظر ګورئ؟ امام خو نور هيڅ نه دي کړي صرف د حدیثو خدمت يې کړی دئ او موږ هم داسی نه دي کړي چي د امام بخاري رحمه الله خپله خبره منو بلکي د رسول الله حدیث ترې نقل کوو او دا يوازي له بخاري هم نه بلکي له مسلم ، ابوداؤد ، ترمذي ، نسايي ، ابن ماجه، مسند احمد ، مسند شافعي ، موطا امام مالک ، مصنف ابن ابی شیبه او د عبد الرزاق مصنف او دارنګه د حدیثو له نورو کتابونو چي صحيح حدیث وي هغه نقلوو ، نو تاسو بخاري ته ولي نه ګيرېږئ؟


دسلفی جواب


Mazharee
26.07.2012

داول بند ځواب:
دسترګوتوره ! دغه حدیث ده رسول اکرم (ص) ته اوګوره : حَدَّثَنَا آدَمُ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ حَدَّثَنَا أَبُو جَمْرَةَ قَالَ سَمِعْتُ زَهْدَمَ بْنَ مُضَرِّبٍ قَالَ سَمِعْتُ عِمْرَانَ بْنَ حُصَيْنٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ
قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَيْرُكُمْ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ قَالَ عِمْرَانُ لَا أَدْرِي أَذَكَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعْدُ قَرْنَيْنِ أَوْ ثَلَاثَةً قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ بَعْدَكُمْ قَوْمًا يَخُونُونَ وَلَا يُؤْتَمَنُونَ وَيَشْهَدُونَ وَلَا يُسْتَشْهَدُونَ وَيَنْذِرُونَ وَلَا يَفُونَ وَيَظْهَرُ فِيهِمْ السِّمَنُ( صحیح بخاری حدیث نمبر2457)
ښه اوس ته خپله سوچ وکړی زمانه دامام ابوحنیفه اودریونورو امامانو(رح) ورسول اکرم (ص) ته نژدی ده اوکه زمانه دامام بخاری (رح) ماچه کومه خبره کړی چی امام بخاری رحمه الله دشرالقرون څخه دی هغه می نسبتی اواضافی خبره کړیده ، نه مستقله اوحقیقی،اوداخبره می ځکه کړیده چی تاسودتقلید څخه په ویناکی مخالف یاست خولیکن په عمل کښی دتقلیده څخه هیچ چاره نلری، نوځکه می زمونږاوستاسو تقلید سره مقایسه کړیدی ، اوبیامی درته داسی لیکلی دی چی ته خپل فکراوکړه چی زمونږتقلید ښه دی اوکه ستاسو، اوداچی ته وایی: امام ابوحنیفه (رح) په احادیثوکی کتاب نلری دادی هم دخپلوامامانوپه شان تعصب ته مخه کړیده، دامام ابوحنیفه څوارلس مسنده دی چی دده مختلفوشاګردانودده څخه راجمع کړیدی، اوبیاکه بالفرض داسی ومنوچی امام ابوحنیفه (رض) بیخی دحدیثوکتاب نلری، نوګوره قلت دروایت دحدیثو دکوم چاڅخه دلالت دهغه کم علمی اوناپوهی باندی نکوی، که یی کوی نوصباورځ بدی داسی هم ویلی وی، چی حضرت ابوهریره چی درسول اکرم(ص) څخه یی ډیرحدیث یادکړیدی، ترحضرت ابوبکرافضل، بهتراواعلم دی ځکه چی ابوبکر(رض) لږاحادیث راجمع کړیدی، اوداچی ته وایی: ته دبخاری شریفی احادیث رانقل کوی نوبیا ته مقلد دامام صاحب پاته نشوی، دزړه سره ځمادپاره خونقل دبخاری څخه عیب ندی،ځکه زه خوځان ته مقلد وایم، اوځان مقلدبولم،په خپل استدلال کی راته دمذهبه څخه دغه اجازه سته چی په صورت کی دثبوت هرحدیث دهرمعتمداوباوری سړی څخه رانقل کړم، ستاسودپاره بدکاردی چی دعوه داجتهاد کوی خولیکن نقل دنوروعلماوو له کتابونوکوی.
بیادی هم دخپلومتعصبو رهبرانوپشان خبره کړیده هغوی هم چی یوحدیث یی دمزاج څخه مخالف وی نو وایی: داحدیث ضعیف دی، اوچی په یوه فقهی عبارت نه پوهیږی نووایی: داعبارت غلط دی، ته ځماپه لیک نه پوهیږی نوځکه وایی :پښتودی خرابه ده زه ځان دخطاء څخه معصوم نه بولم، خولیکن داسی ویلای شم چی ځماپه لیک کی مشکل نسته ، مشکل ستاپه درک اوفهم کی دی، په همدی خاطردی چی تاځمالیکنی ته کډوډ ویلی دی، ګیله می ځکه نشته، چی داخوستاسوعادت دی، ځکه یوه ورځ ځان ته مجتهد وایاست، اوبله ورځ چی دمشکله سره مخامخ سی اوهک پک پاته شی نوبیا تقلید کوی. پښتوځماخپله مورنی ژبه ده، ځماپه پښتوکښی مشکل نشته، شاید لهجه دخبرو، ځمااوستاتفاوت سره ولری ، خوداسی مشکل چی تئی وایی: پښتودی سمه نده، بیخی وجود نلری، اوپاته سوه دپنج پیریانوخبره، پنج پیریان کڅه هم دعوی دحنفیت کوی لیکن هغوی هم ستاسو په څیردغسی دافراط اوتعصب لاره غوره کړیده، اوپه ځنی فرعی مسائلوکی مسلمان ته مشرک اوکافروایی: اود حنفیت دمذهبه څخه یی ځان شاته غورځولیدی.

ددوهم بندځواب
دلیکنی دی داسی ښکاری چی تعصب دی بیخی سترګی ړندی کړی اومغزیی درته خراب کړی، چی دغونه مطالعه نشی کولای چی په دین کښی داصولو اوفروعوفرق وکړی، ګوره! مونږچی دا وایو: چی مونږ په فروعاتوکی دامام ابوحنیفه (رض) مقلدین یو، مقصد دفروعاتوڅخه موعملی برخه ددین ده، نه اعتقادی برخه ، ځکه په اعتقادی برخه کی مونږمقلدین دامام ماتریدی (رح) یو، داپدی خاطرچی په اعتقادی برخه کی دامام ابوحنیفه (رح) څخه داسی معتمد نقل نشته ، اویاده دی وی چی امام ابومنصروماتریدی رحمه الله خپله هم حنفی وو.
داچی تالیکی فرعی مسئلی توضیح هم کړه.
نوګرانه! دین دوی برخی لری چی یوه یی اعتقادی برخه ده، چی هغه ته اصلی هم وایی اوبله یی عملی برخه ده چی هغه ته فرعی هم وایی ځکه عمل دانسان فرع داعتقاد دانسان دی . نومسائل هم علی هذ القیاس.

ددريم بندځواب
ستاسوسلفیان اجتهادی غلا ترلمرهم روښانه ده ځکه ستاسوهره فتاوی اوهرکتاب چی وګوری تاسوپکښی دمسائلو په حل کی دمخکنی علماؤ اصول راغلاکړی اوهغه موپه خپل نامه کړی بیله دی چی کومه حواله ورباندی ورکړی.
دزړه سره ! داجتهاد دپاره چی کوم شرائط محقیقینو علماؤ ذکر کړیدی اوپه هرهغه دټول امت اتفاق دی څوشرائط دی چی هغه ځنی عبارت دی له:
• دقرآن حداقل 500 داحکامودآیاتونوحفظ.
• دآحادیثو حداقل 300 داحکامو داحادیثوحفظ.
• په ادبیاتوکی دعربی پوره مهارت اوتسلط.
• په مخکنی امت کښی داجماع په کیدلوباندی علم.
• دخلګودعرف اواصطلاح څخه خبرتیا.
• دقرآن په ناسخ اومنسوخ باندی علم.
• داحادیثوپرټوله علومو ( اسماء الرجال، جرح وتعدیل ، اسناد اواصولی ذوق ) باندی پوره تسلط.
اوس ته ووایه چی آیاپه تاسو کی په یوه نفرکی هم دغه شرائط سته؟ ماداسی څوک په تاسوکی لیدلی چی لس احادیث یی ندی حفظ خودی هم دعوه داجتهاد کوی.

دڅلورم بند ځواب
اوداچی تالیکلی په مابین کی دقرآن اودحدیث تناقض نه سته نوداخبره مونږکوو چی حقیقتا خوتناقض نشته ځکه قرآن اواحادیث دواړه وحی دی، خولیکن زمونږ په فهم وادراک کی تناقض معلومیږی.اومونږدپاره دصحت دعمل په دواړوباندی مجبوره یوچی تناقض دفعه کړو، چی الحمدلله مونږمقلدینوته پدی باب کی کوم مشکل نشته مشکل ستاسوغیرمقلدینو په مخ کی پروت دی، ته وایی: مابین کی دقرآن اوحدیث تناقض نسته. غوږسه زه یی اوس تاته څومثاله لیکم هیله ده چی په غورباندی ورته اوګوری.
1. په قرآن کښی آیت دی چی فرمایی: {وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ}سوره نحل 89.
ددی آیت څخه معلومیږی چی قرآن دهرشی لپاره بیان دی اودهرشی بیان په قرآن کښی سته، ځکه د "تبیان" معنی هم دغه بیان دی.
وبیاپه حدیث کښی راځی : أَيَحْسَبُ أَحَدُكُمْ مُتَّكِئًا عَلَى أَرِيكَتِهِ قَدْ يَظُنُّ أَنَّ اللَّهَ لَمْ يُحَرِّمْ شَيْئًا إِلَّا مَا فِي هَذَا الْقُرْآنِ أَلَا وَإِنِّي وَاللَّهِ قَدْ وَعَظْتُ وَأَمَرْتُ وَنَهَيْتُ عَنْ أَشْيَاءَ إِنَّهَا لَمِثْلُ الْقُرْآنِ أَوْ أَكْثَرُ وَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَمْ يُحِلَّ لَكُمْ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتَ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلَّا بِإِذْنٍ وَلَا ضَرْبَ نِسَائِهِمْ وَلَا أَكْلَ ثِمَارِهِمْ إِذَا أَعْطَوْكُمْ الَّذِي عَلَيْهِمْ. سنن ابی داودد حدیث نمبر2652.
اوددی حدیث څخه معلومیږی چی ځنی شیان حتی دمحللاتو اومحرماتوڅخه په قران کښی نشته. چی څومثاله یی خپله په حدیث کی هم رسول اکرم (ص) ویلی دی.

2. په قران شریف کی راځی {فَاقْرَءُواْ مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ} سوره مزمل آیت 20. ددی ایت څخه داسی معلومی چی هرشی تاته دقرآن څخه آسانه وو په لمانځه کښی هغه ووایه، اختصاص ترفاتحی اوبل سورت پوری نلری. اوبیاپه حدیث کښی راځی:

{لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ} صحیح البخاری حدیث نمبر714.
دحدیث څخه داسی معلومیږی چی لمونځ بیله الحمدلله ندی روا.
3. په قرآن کی راځی : {فَإِنْ طَلَّقَهَا فَلاَ تَحِلُّ لَهُ مِن بَعْدُ حَتَّى تَنْكِحَ زَوْجاً غَيْرَهُ} سوره بقره ایه 230.
پدی آیت کښی د" تنکح " فاعل ښځه ده ، نوداسی معلومیږی چی ښځه خپل ځان خپله په نکاح ورکولای شی.
اوپه حدیث شریف کی راځی: {عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهَا فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ} سنن ابی داود حدیث نمبر1784.
ګوره په حدیث کی رسول اکرم (ص) بیانکاح دهغی ښځی چی په خپله خپل نکاح وتړی باطله بولی. داسی نورمثالونه هم ډیرسته . خومشت نمونه خروار.
نوته په مبیِّن اومبیَّن، خاص اوعام، په ضعف اوقوت دحدیث باندی جواب نشی ورکولای. کیی ورکوی نوغیرمقلدنشوی مقلدشوی.نومهربانی وکړه داسی ځواب راکړه چی تقلید پکښی نوی.
اودسورت نساء آیت چیدی په استدلال کښی لیکلی دی . ددی څخه عدم اختلاف په مابین دخپله قرآن معلومیږی، نه په مابین کی دقرآن اواحادیثو. ځکه دلته په آیت صراحتاقرآن ذکردی، احادیث کڅه وحی دی خوقرآن ندی، ځکه قرآن وحی متلو دی اواحادیث وحی غیرمتلو. داآیت پرتاسو سلفیانوباندی دلیل دی چی تاسودقیاس څخه مخالف یاست اوپدی آیت کښی صراحتا اثبات دقیاس دی. پدی هکله غوره بولم دقاضی ثناء الله رحمه الله تفسیرچی ددی آیت یی کړیدی ستاسومخی ته کښیږدم « واصل التدبر النظر فى ادبار الشيء فيه دليل على صحة القياس وَلَوْ كانَ هذا القران مختلقا كائنا مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ كما زعم الكفار لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلافاً كَثِيراً (82) من تناقض المعنى وتفاوت النظم بحيث يكون بعضه فصيحا وبعضه ركيكا وبعضه صعب المعارضة وبعضه دون ذلك ومطابقة بعض احباره المستقبلة دون بعض لنقصان القوة البشرية وامّا الناسخ والمنسوخ فليس من باب الاختلاف بل النسخ بيان لمدة الحكم الذي اختلف بناء على اختلاف الأحوال فى الحكم والمصالح بحسب اختلاف الزمان والله اعلم. تفسیرمظهری.

دپنځم بندځواب
داچی څوک به اجتهاد کوی هغه مامخکی ستاسود دریم بندپه ځواب کی لیکلی
اوپه تاسوباندی چیمی داهل بخاری نوم لګولی دی دا یوواقعیت دی ځکه ماستاسو دسلفیانوسره یوځای ژوند کړیدی هغوی په ذوق کی غیردبخاری څخه بل کتاب داحادیثونه منی مګرداچی بله لاره ورباندی ودریږی بیانو نورکتابونه خوپسی پریږده چی دځانه څخه هم احادیث جوړوی، اودایوتاریخی حقیقت دی چی تراوسه کوم خلګ واضعین داحادیثوتیرسویدی ټول همدغه غیرمقلدین دی.
مونږامام بخاری (رح) ته په بدنظرنګورو، مونږهغه امیرالمومنین فی الحدیث بولوداخوتاسویاست چی په بخاری کی هم که یوحدیث ستاسو دطبیعت سره مخالف وی هغه نه منی. مقلدین داحادیثوهرکتاب دثبوت په صورت کی معتبراوداعتماد وړبولی.


حذيفه
29.07.2012

ملګرې !
ليکه دي د ځوابولو هم نه ده ، ما چي څه درته ليکلي دي لکه وزیري په چلاکۍ ترې ځان تېر کړې ، خو په ليکنه کي دي يوه خبره مهمه ده چي د قران او سنت د ټکر مثالونه دي وړاندي کړي دي نو په دې اړه دي لاندي بحث ته پام غواړم:
په قران کي چي هر ځای رسول الله ته د دې یادونه کېږي چي موږ تاته کتاب در کړی یا مو ذکر در ته وحې کړی له دې الفاظو څخه يوازی قران هدف نه دئ ، بلکي قران او سنت دواړه مراد دي ، که ته په قران او حدیثو کي پوره مطالعه وکړې نو دا به در ته جوته سي چي کتاب يوازي قران نه دئ بلکي حدیث هم دي .
يو ښه مثال يې ستا په لومړی ايت او لومړي حدیث کي سته .
وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (النحل :۸۹)
په دې ايت کي الله تعالی کتاب ذکر کړی دئ او بیا وايي چي د هر شي بیانونکی دئ نو بیان يوازي په قران کي نه سته بلکي په حدیثو کي هم بیان سوی دئ ، دا د دې خبرې دلیل دئ چي حدیث هم په کي شامل دي ، دويم الله وايي : دا منزل هدايت کونکی دئ ، نو ايا د رسول الله په حدیثو کي هدايت نه سته ؟ښکاره خبره ده چي هدايت لکه څرنګه چي په قران کي سته د رسول الله په حدیثو کي هم سته ، دا بل دلیل دئ چي حدیث هم ماانزل ، کتاب یا هم ذکر کي شامل دي ،درېيم الله وايي : دا منزل کتاب رحمت دئ نو ايا د رسول الله حدیث نه دي رحمت؟
که وي نو معلومه سوه چي حدیث هم کتاب الله دي .
څلورم الله وايي : دا مسلمانانو ته زیری دئ ، نو ایا د رسول الله په حدیثو کي زیری نه سته ؟ رسول الله داسي چا ته په خپلو حدیثو کي ښودنه نه ده کړې چي په هغه عمل کول د جنت د دخول سبب کېږي ؟ له رسول الله دا پوښتنه نه ده سوې چي داسي عمل راته په ګوته کړه چي په وسېله يې جنت ته داخل سم؟نو هغه داسي عمل ورته په ګوته کړی دئ او هغه موږ ته په حدیث کي معلوم سوي دي .
دا هغه دلائل دي چي ستا له لوري نقل سوی ايت پرې دلالت کوي او د ابوداؤد په حواله چي کوم حدیث نقلوې نو دا خو ښکاره پر دې دلالت کوي چي حدیث هم کتاب الله دئ او د رسو ل الله په حدیثو کي هم د حرمت و حلت بیان سوی دئ ، حدیث هم ښه او بد په ګوته کوي ، حدیث هم ګنا او ثواب معلوموي ، نو له دې څخه خو خپله دا ثابته سوه چي حدیث هم وحې او هم کتاب الله دي .
په دې اړه ګڼ دلائل سته خو زه د وخت د کموالی او بوختياؤ له امله پر همدې بسنه کوم .
ستا له لوري په بله کړکۍ کي را پورته سوې پوښتنې همدا ځواب لري ، هلته يې ځوابولو ته اړتيا نه وينم حدیث او قران دواړه کتاب الله دي نو لکه د قران يو ايت چي د بل بیان کوي همدارنګه يې حدیث هم کوي ، لکه يو حدیث چي د بل تفصیل ور کوي بعینه په همدې بڼه قران او سنت هم دي ، ځکه دواړه د الله له لوري نازل سوي دي ، رسول ته دا واک سپارل سوی دئ چي درته نازل سوي شيان بیان کړه ، نو هغه که د قران کريم په بڼه وي یا هم د رسو ل الله د حدیثو په صورت کي .
زموږ دا عقيده ده چي په وحې کي ټکر نه سته ، قران هم وحې ده او سنت هم ، کله د قران يو ايت پوره بیان نه وي کړی خو بل يې تفصيل بیان کړي او کله خو بیا په قران کي يو شي پوره ټولو اړخونو سره نه وي روښانه سوي لکه لمونځ ، خو په حدیثو کي يې تفصيل موجود وي ، نو له دې څخه دا نه لازمېږي چي حدیث او قران سره ټکر سول ، بلکي يوې وحې چي د حديثو په شکل کي زموږ مخې ته ده د بلې وحې چي د قران کريم په صورت کي زموږ مخ ته ده بیان وکړ او په دې خبرو کي خو ماته هيڅ مشکل نه سته ، نه يې ټکر بولم او نه هم سره ټکر دي .
اوس که ته وحې صرف قران بولې نو دلیل دي څه دئ؟
که سنت د قران بیان نه کوي نو بیا د څه لپاره دي ؟ څه شی بیانوي ؟ د رسول الله دنده څه وه؟
که حدیث کتاب الله نه وي دلیل يې څه دئ؟ که دواړه د الله له لوري نازل وي ، وحې وي نو بیا که یو د بل بیان وکړي نو دا ته سره ټکر ولي بولې؟ ټکر کوم ته وايي؟ تاته دا معلومه ده چي بیان ټکر نه وي؟ که يوځل الله په قران کي یو شی په تفصيل سره نه کړ بیان بیا وروسته يې له پوره تفصيل سره بیان کړ نو دا سره ټکر دي؟
الله رسول الله ته همدا دنده سپارلې وه چي ما انزل الله امت ته بیان کړه اوس موږ ته هيڅ توپير نه لري که قران وايي چي فرض دئ هم موږ ته د منلو وړ دئ او که رسول الله وايي چي فرض دئ هم يې منو .
خبره خو اصلا تاسو خرابه کړې ده ، له اره تاسو د حدیثو لومړي منکرين یاست ، تاسو ياست چي د رسول الله صحيح حدیث در ته ورسېږي نو بیا هم بانې په کي کوئ او نه غواړئ چي خپل مسلک او مذهب ایله کړئ ، تاسو یاست چي د رسو ل الله په دين کي مو د ظن او یقين خبره وکړه، تاسو یاست چي په صحيح سنت در ته رسېدلی حدیث خبر واحد بولی او پرې له عمل کولو ځان کاږی .
زما له لوري د اوس لپاره همدا ځواب دئ ، که په دې اړه کوم معلومات لرې ، شريک يې کړه ، خو ليکنه لومړی لوله بیا خپله تبصره پرې کوه ، د وزیري چم مه کوه چي د ليکنې تر لوستلو وړاندي به ځواب ته راغی نو به يې بې ګټې چټیات وويل او د دې هم نه ول چي سړي خپل وخت پرې ضايع کړی وای .


دحذیفه جواب


Mazharee
29.07.2012

حذیفه صیب!
ستاسونوري ټولي خبري هسي چټیاټ دی ددی وړندی چی زه ورباندی خپل وقت مصرف کړم تاخوورته ځمادخبری ځواب ویلی دی، خوځمایوه خبره دی هم نده سمه ځواب کړی ،خوپه ټوله لیکنی کی دی دوی خبری ده ځواب ورکول وړدی یوه داچی
ته وایی: هرځای چی خدای پاک ورسول اکرم (ص) ته خطاب کړی چی مونږتاته کتاب درکړی یاموذکردرکړی نودهغه څخه مرادیوازی قرآن هدف ندی، بلکه قرآن اوسنت دواړه مراددی، دویمه خبره دی دا ده چی ته وایی: دحدیث اوقرآن ترمابین تناقض نراځی ځكه حدیث دقرآن بیان کوی.

ستاده لومړنی خبری جواب
لومړي خوبايدته خپله دغه خبره په قرآن یاحدیث باندی ثابته کړی، ځکه تاسوسلفیان خودعقلی خبرو څخه مخالف یاست، اوتاسووایاست: مونږدهرشی اثبات په قرآن اوحدیث باندی کوو نودغه خبره دی دقرآن په کوم ځای کی اوپه کوم حدیث کی لیدلی ده؟. اوبیاچی درسره وی منم نوبیادرته وایم:
یوخودی دا داسی خبره کړی چی تراوسه ستادمخه هیچانده کړی ، که یی کړی ته وماته دیوتفسیرحواله راکړه چی زه یی وګورم. ودغه ته وایی تفسیربالرأی چی په وعید کیی راغلی ((من فسر القرآن برأية فليتبوأ مقعده من النار)) ترمذی.
ښه ! که بالفرض داسی شی نوباید پدغه آیت کی هم د" ذکر" څخه قرآن اوسنت دواړه مراد شی ({إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا ٱلذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ}.سوره الحجرآیه 9. نوچی پدی آیت کی قرآن اوسنت دواړه داخل شی نوباید حدیث هم دتحریف څخه محفوظ اومصون وی، اوکه حدیث دتحریف څخه مصون اومحفوظ وای، نوبیا په لکهاوو موضوعی احادیث چی غیرمقلدینووضع کړیدی داڅه معنی لری؟
که مراد د"کتاب" څخه قرآن اوحدیث دواړه شی نوپدی آیت کی به هم "کتاب"، وقرآن اوحدیث دواړوته شامل شی {الۤر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ}.سوره هود آیه 1.
نوچی حدیث اوسنت ته هم شامل شونوباید حدیث هم دغسی عجیب النظم اوبدیع المعنی وی لکه قرآن چیدی،چی دغه خپله معنی ده اعجازده نوآیاته داسی وایی چی حدیث هم معجزدی لکه قرآن؟ که معجزدی نوبیاداپه لکهاووموضوعی احادیث څرقم جوړسول؟.
اوداغه رقم که دغه ستاخبره صحیح شی نوباید په دغه آیت کی هم "کتاب" وقرآن اوحدیث دواړوته شامل شی {ذَلِكَ ٱلْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ} سورة البقره آیه 2.
چی شامل شی نوآیاتراوسه یوچا داسی ویلی دی، چی په احادیثوکی شک نشته؟، یعنی ثبوت دهرحدیث درسول اکرم (ص) څخه مطلقاچی هرڅوک یی روایت کی صحیح دی؟ که داسی وی نوبیا دا اقسام داحادیثو لکه متواتر، مشهور، حسن ، صحیح ، غریب، واحد وغیره ....داجرح اوتعدیل دڅه لپاره دی؟ خوداسی به وای لکه قرآن چه په تواترباندی ثابت دی نوراقسام پکی نشته.اوپکی دچادجرح اوتعدیل خبره هم نشته.
اوکه ستاسوخبره صحیح شی نوپه لاندی آیت کی هم باید " کتاب " قرآن اوحدیث دواړو ته شامل شی {كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآناً عَرَبِيّاً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ} سوره فصلت آیه 3.
چی دلته قرآن حال دپاره دکتاب دی، نوتراوسه دی داسی اوریدلی وه چی حدیث ته دی هم قرآن وویل شی؟؟؟ کلاوحاشا.
اوداغه رقم که ستاخبره درسته شی نوباید په دغه آیت کی هم "کتاب " قرآن اوسنت دواړو ته شامل شی {الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ}سوره یوسف آیه 1.
دلته په " تلک " سره اشاره وه آیات ته ده چی مضاف وکتاب ته دی، ایاپه حدیث کی هم آیات راځی؟؟؟.
اوپه دی آیت کی : {الرَ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْآنٍ مُّبِينٍ} قرآن پرکتاب عطف دی، اوس نوچی د"کتاب "څخه قرآن اوسنت دواړه واخلی عطف بیاڅنګه کوی؟
نوداخبره خودی هیڅ صحت نلری چی په قرآن کی "کتاب " اویا " ذکر " ذکرشی نومراد ځنی قرآن اوحدیث داوړه دی.

ستاددویمی خبری ځواب
یوخوباید ته داخبره په قرآن اوحدیث ثابته کړی چی حدیث دقرآن لپاره بیان دی، که یی په قرآن اوحدیث ثابته کړي زه ئی هم درسره منم، اوکه ئی ثابته نکړي نوبيا ستادپاره داخبره مناسبه نده ، ځکه داخو خبره دمقلدینوده چی پخپلو کتابوکی وایی: «القرآن یفسربعضه بعضا» ویا «الحدیث یفسربعضه بعضا» حدیث ندی، اوتاسوخومقلدین نیاست بلکه غیرمقلدین یاست، اوکه بیادرسره ومنم نوزه هم مقلدیم اوته هم مقلد، نواوس زه ستاسره دلیل وایم چی صحیح ده داخبره سته چی حدیث دقرآن بیان اوتفسیرکوی، خوداخبره کلی نده، ځکه په مابین کی دمبین، مفسر(پرصیغه اسم فاعل) اومبین، مفسر(پرصیغه داسم مفعول) داقانون دی چی باید مبین، مفسر (پرصیغه داسم فاعل) وضاحت اوبیان اوښه معرفت دمبین وکړی، نه داچی دهغه سره مغایریوی اویا په معنی کی یی زیادت راولی، اوپرهغه یوشی اضافه کړی،
نوبناء پردغه خبری ته فکراوکړه دي ددغه آیت لپاره {وَلاَ تَأْكُلُواْ مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ}سورة الانعام آیه 121
دغه حدیث څنګه بیان اوتفسیرراځی؟ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « ذبيحة المسلم حلال ذكر الله أو لم يذكر ، إنه إن ذكر لم يذكر إلا اسم الله » السنن الصغیرللبیهقی حدیث نمبر3040
چی دآیت څخه تحریم معلومیږی اودحدیث څخه حلال والی، چی حل اوحرمت سره متضاددی ،
آیابطلان داجتماع دمتضادینودی هم تراوسه نده اوریدلی؟؟؟
اوداغه رقم ددغه آیت لپاره {الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُواْ كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ} سورة النورآیه 2.
څنګه دغه حدیث بیان اوتفسیرراځی؟{عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ أَمَرَ فِيمَنْ زَنَى وَلَمْ يُحْصَنْ بِجَلْدِ مِائَةٍ وَتَغْرِيبِ عَامٍ} صحیح البخاری حدیث نمبر2455.
آیاپه صورت کی دعمل په حدیث پرقرآن زیادت نه راځی؟؟؟قرآن وایی سل دری یه ووهه اوحدیث سل دری اویوکال یی دوطنه وشړه. داسی بیان اومبین؟؟؟
اوداغه رقم مابین کی ددغه دوو احادیثوڅنګه یوبیان دهغه بل دپاره کیدلی سی؟؟؟
{قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا سَقَتْ السَّمَاءُ فَفِيهِ الْعُشْرُ} مسندامام احمد حدیث نمبر1176
عَنْ مُوسَى بْنِ طَلْحَةَ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لَيْسَ فِى الْخَضْرَاوَاتِ صَدَقَةٌ ».سنن دارقطنی حدیث نمبر1934.
په داسی حال کی چی دیوه حدیث څخه اثبات دی اوپه بل کی نفی، نفی اواثبات سره یوځای کیدلای شی؟
دخدای پاکه څخه ډیرراضی یم چی ستاسودجملی څخه یی نه یم ګرځولی، افسوس او ویل دی وی دداسی مجتهدینولپاره.
آخرتاسوولی نه شرمیږی چی په هره مناظره اومجلس کی تاسوملامت یاست، اوس مونوم داسی بدشویدی چی پخوا موپه افتخارویل مونږ سلفیان یو اوس دسلفی په نامه هم شرمیږی اوپه سلفی باندی ملقب کیدل دځان دپاره اهانت بولی،لکه تاچی خپله ماته لیکلی وه: ماته دسلفی اووهابی خطاب مکوه!
په آخرکی درته علنی اعلان کوم چی ترڅوخپل مقلد کیدل ونه منی اودغیرمقلدوالی څخه توبه ونه باسی ددغه پوښتنوصحیح اودرست ځواب نشی راکولای، ځماستاسره لومړنی مناظره نده ، ماداستاپه رقم مجتهدینوباندی توبی کښلی دی، بعون الله تعالی وتوفیقه وله الحمد علیه.
اوپه دابل ځای کی دی لیکلی دی: چی زه تاسورسواکوم، ستاسودفقه څخه به داسی خبری رانقل کړم چی تاسورسواشی، ډیره دخندا اودسادګی خبره دی کړیده، زمونږفقه 1200 کاله سابقه لری ترتاسوغټ غټ سلفیان اوغیرمقلدین اوستاسوامامان اومرجع دتقلید تراوسه ندی توانیدلی چی زمونږپه فقه کی خدشه پیداکړی،ستاغوندی خلګوخویه پښه خلاصه اولاس موایله، دار ارمان به ګورته یوسی، تاسوسلفیان همیشه زمونږپوره وړی یاست ، زمونږعلماؤ ستاسوپرضد چی کومی رسالی اوکتابونه لیکی ټوله تراوسه بی ځوابه پاته دی، دغه ماچی درته کومی لیکنی کړی، دیوی ځواب دی هم ندی راکړی ، اوزه تاسوپیژنم ځکه ګیله می نه درڅخه کیږی، ستاسوعادت چی څوک درته یوه خبره کوی تاسوورته بله خبره کوی خبره هم حیران یاست ، خلګ موهم حیران کړیدی.
هیله ده چی سم ځواب راکړی دا کنج کابی اوځان کنارته کول څه معنی لری.


وزیري
30.07.2012

مظهري صاحب! سړی دي داسی پسي اخیستی چی خدایکه بړستني ورته ټینږیږي او په چټیاتو هم سر شویده. خبري ته مستقیم ځواب نه وایی او ویلای یی هم نشی، په ځواب کی کله دا دهماکه کوي او کله هغه دهماکه کوي چی فقه به مو درته را برسیره کړم، دا به وکړم او هغه به وکړم. غم یی ونه کړي، پریږده چی دا د فقهی ګلان هم وکري. زه نه پوهیږم چی ده به څه شی نوي پیداکړي وي ځکه چی دا فقه خو ستا خبره د ۱۲۰۰ کلونو نه را پدیخوا چلیږی او کوم شی یی پټ هم ندي. په هر حال، د فقهی په رابرسیره کولو کی به د خپل علم ښه ښکارندوي واوسیږي چی څومره ناپوهي لري.

والسلام


دوزیری صاحب څخه مننه


Mazharee
30.07.2012

وزیری صاحب! ډیره مننه. هذا من فضل ربی.
داسلفیان اووهابیان فکرکوی چی دین اواسلام هم بس دغه څومختلف فیه مسائل دی چی مونږورباندی خپل توان ختم کړیدی اوعلم هم بس دغه څومسائل دی چی مونږدهغوپه درلودلوباندی ځانونوته مجتهدین وایو،دوی خواران، پدی ندی خبراونه هم په پوهیږی چی داخوداسی دریاب دی چی چاندی پای کړی، اوپه دی کارکی هم فکرنکوی، چی ته راسه یووار زمونږسلفیانو اومذهبیانو تازیخ ولوله چی تراوسه داسی پیښ سویدی چی غیرملقددی پرمقلدباندی زورورسوی وی اوهغه دی ملامت کړی وی، خوزه تری ګیله نلرم ځکه هوښیاران وایی: درواغجن حافظه نلری - بی علمه تجربه نلری، کچیری دوی تجربه اوحافظه درلودلی، زمونږ احنافوعلماؤ ددوی سره په هره مناظره کی میدان ګټلی ، خوله بده مرغه ددوی بیاهغه مغلوبیت هیروی اوتجربه هم نه ځنی اخلی، مولانامحمدیوسف بنوری رحمه الله ، چی کله حج ته ځی په ټول سعودی کی اعلان کوی چی هرڅوک پرمذهب داحنافواعتراض لری رامخته دی شی، زه دهرچاسره دمذهب اثبات لپاره مناظری ته حاضریم، په ټول سعودی که څوک نه پیداکیږی چی ددوی سره مناظره وکړی داعلاء السنن مصنف مولانا ظفر أحمد العثماني التهانوي، رحمه الله چی به مجلس ته سلفیانوورغی هغوی به دمذهب په باره کی خپل شروع کړی بحث هم پسی پریښودی، نوداخلګ بیخی اهل دمناظری ندی؛ خولیکن چی مونږورسره مناظره شړو پدی خاطرچی خلګ یی وپیژنی اوددوی بیلاری اوانحراف اوبی علمی وخلګوته ښه ښکاره شی، اوس هم ناوخته ندی کچیری ښاغلی حذیفه اودده ملګری ددعوی څخه داجتهاد توبه وباسی مونږکارنه په لرو. خوکه توبه ونه باسی نوبیازمونږمناظراوشخړه به ورسره روانه وی انشاء الله


حذيفه
31.07.2012

ښاغلی نور الحق مظهری !
تر يوې ليکنې وروسته دومره صبر کوه چي یو څوک ستا سره خپل نظر پرې شريک کړي ، ته خو لکه د ګوړې مچ ژر – ژر هلته د لته خورزې او فضا ته ډزې کوې ، یوه مسئله ږده بیا هغه حل کوه او بیا نوري مطرح کوه ، داسي مه کوه چي یوه لا حل سوې نه وي تا شل نوري کتار کړې وي ، ستا ملګری وزیری پرما هغه وخت رد وکړ چي ما په يوه وخت کي د ږيرې او فدایي بديدونو مسئلې مطرح کړې نو دوئ زما دا کړنه وغندله او ما هم د دوئ مشوره ومنله یوه خبره مو ټينګه کړه او هغه مو تر يو حده وڅېړله .
ته بې له دې چي زما پر ليکنه نظر وکړې بس په دې پلمو ځان خلاصوې چي ليکنې دي کتلو نه ده ، ها ده او دا ده ، خو په دې پلمو دي نه خوشي کوم ، که په ليکنه کي کومه نيمګړتیا وي نو په ګوته يې کړه ، نيوکه پرې وکړه ، د دلائلو په رڼا کي يې رد کړه ، دا خو د موضوع حل نه دئ چي ليکنه دي ښه نه ده ، هلته او دلته ځان کړې او د وزیري په شان په چلاکۍ له موضوع ځان وباسي ، داسي دي نه ایله کوم يوه خبره به کوې او هغه به حل کوې ، شل موضوعات به نه سره لړې ، په دې توګه د خلکو په سترګو کي د خاورو پاشلو ناکامه هڅه کوې او داسي ښکاروې چي زه خورا قوي دلائل لرم ، وايم يې ، ښه منطق لرم ، په داسي حال کي چي نه دي دلائل زده دي او نه سالم منطق ، نه يې طریقه در ته در ښودلې ده او نه يې ته په چل پوهېږ ، يوازي دا دي ښه زده دي چي له مخالف لوري په څه ډول ځان خلاص کړې.
[quote:d5443c84d5="noorulhaqmazharee"]
حذیفه صیب!
ستاسونوري ټولي خبري هسي چټیاټ دی ددی وړندی چی زه ورباندی خپل وقت مصرف کړم تاخوورته ځمادخبری ځواب ویلی دی، خوځمایوه خبره دی هم نده سمه ځواب کړی
[/quote:d5443c84d5]
ملګرې ! دا خو دې دومره ناکارنده پښتو ليکلې ده چي ولا که سړی په پوهېږي ، ته اوس څه وايې ؟ ګډې وډې دي ليکلې دي او ته هم ځان ته ليکوال وايې؟ هسي پالتو اوتي بوتي مه وایه او رغنده خبره وکړه .
نو ما چي ستا د پوښتنو ځواب نه دئ ويلی تا به داسي کړي وای چي زما عبارت به دي نقل کړی وای بیا به دي نقد پرې کړی وای ، خو ته دا ځکه نه کوې چي ما ستا پوښتنو ته ځواب ويلی دئ او ته يې بیا نه راوړې ځکه لوستونکي پوهېږ چي ته هسي عارفانه تجاهل کوې او په قصدي توګه دي ځان ناخبره او ناګومانه اچولی دئ .
[quote:d5443c84d5="noorulhaqmazharee"]
ته وایی: هرځای چی خدای پاک ورسول اکرم (ص) ته خطاب کړی چی مونږتاته کتاب درکړی یاموذکردرکړی نودهغه څخه مرادیوازی قرآن هدف ندی، بلکه قرآن اوسنت دواړه مراددی، دویمه خبره دی دا ده چی ته وایی: دحدیث اوقرآن ترمابین تناقض نراځی ځكه حدیث دقرآن بیان کوی.

ستاده لومړنی خبری جواب
لومړي خوبايدته خپله دغه خبره په قرآن یاحدیث باندی ثابته کړی، ځکه تاسوسلفیان خودعقلی خبرو څخه مخالف یاست، اوتاسووایاست: مونږدهرشی اثبات په قرآن اوحدیث باندی کوو نودغه خبره دی دقرآن په کوم ځای کی اوپه کوم حدیث کی لیدلی ده؟.
[/quote:d5443c84d5]
یاره ! ډېر شرير او متعصب سړی يې ، د تعصب له ګدۍ نه کښته کېږې ، ما در ته څوځلې وويل چي له مسلمان پرته دا نور حرام او ناروا نومونه ماته مه استعمالوه خو ته بیا هم په ډېره بې شرمۍ او سپين سترګۍ دا کار کوې ، په لومړي سر کي مي در ته وويل چي دا کار به دي پر مخالف لوری شخصي تېری وي خو ته بیا هم ترې مخ نه ګرزوې ، که دي بل ځل هم داسي وکړل نو بیا له بحثه ووزه او زموږ ترمنځ ستا غوندي سپک سړی نه ځايېږي ، دا ما ته د ښکنځلو معنی لري ، که زه تاته ووايم چي کافره ، یا فاسقه ، یا فاجره ، نو ته به څومره سره وپړسېږې ؟ څه حالت به دي وي ؟ زما له دې نومونو همداسي بد راځي لکه ته چي يې له دې یاد سويو نومونو وړې .بل ځل پام کوه !
هو ! دا خبره مي نه پر الله دروغ ويلي دي او نه يې پر وايم ، دا مي د رسو الله په حدیث کي ليدلی دي او له هغه څخه په استدلال مي دا خبر ه کړېده . زه اوس هم وايم چي الله کتاب او ذکر د وحې په حیز کی ذکر کوي نو قران او حدیث دواړه ترې مراد دي او کله چي يې د خونديتوب ضمانت کوي نو همدا دواړه ترې هدف دي .
لاندي مو د بخاري يو روايت ته پام غواړم :
حدثنا إسماعيل قال حدثني مالك عن ابن شهاب عن عبيد الله بن عبد الله بن عتبة بن مسعود عن أبي هريرة وزيد بن خالد أنهما أخبراه
: أن رجلين اختصما إلى رسول الله صلى الله عليه و سلم فقال أحدهما اقض بيننا بكتاب الله وقال الآخر وهو أفقههما أجل يا رسول الله فاقض بيننا بكتاب الله وأذن لي أن أتكلم قال ( تكلم ) . قال إن ابني كان عسيفا على هذا - قال مالك والعسيف الأجير - زنى بامرأته فأخبروني أن على ابني الرجم فافتديت منه بمائة شاة وجارية لي ثم أني سألت أهل العلم فأخبروني أن ما على ابني جلد مائة وتغريب عام وإنما الرجم على امرأته فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم ( أما والذي نفسي بيده لأقضين بينكما بكتاب الله أما غنمك وجاريتك فرد عليك ) . وجلد ابنه مائة وغربه عاما وأمر أنيس الأسلمي أن يأتي امرأة الآخر فإن اعترفت رجمها فاعترفت فرجمها(بخاري کتاب الایمان والنذور باب کیف کانت یمين النبی صلی الله علیه وسلم حدیث نمبر :۶۲۵۸ ، صحيح)
په دې روايت کي ته هم وګوره ، دوه دعوه کونکي رسول الله ته وايي د الله په کتاب پرېکړه را وکړه او رسو الله هم قسم ورته کوي چي زه د الله په کتاب پرېکړه کوم ، نو اوس ته وګوره کومه پرېکړه چي رسول الله وکړه دا په قران کي سته ؟ که وي نو چيري ده ؟ ته يې هغه اياتونه را وړه ! که نه نو پوه سه چي قران او سنت دواړه کتاب الله دي او پر دې قران هم شاهد دئ او د رسول الله دا حدیث هم .
[quote:d5443c84d5="noorulhaqmazharee"]
اوبیاچی درسره وی منم نوبیادرته وایم:
یوخودی دا داسی خبره کړی چی تراوسه ستادمخه هیچانده کړی ، که یی کړی ته وماته دیوتفسیرحواله راکړه چی زه یی وګورم. ودغه ته وایی تفسیربالرأی چی په وعید کیی راغلی ((من فسر القرآن برأية فليتبوأ مقعده من النار)) ترمذی.
[/quote:d5443c84d5]
هاهاها ! ته بې علمه يې ، که نه دا خبره خو په حدیث کي سته زه د تفسیر حواله نه بلکي د بخاري حواله در کوم او نور يې ور سه ته هم پسي وګوره !
او دا مي بالرای تفسیر هم نه دئ کړی بلکي د صحيح حدیث ترجماني می کړې ده ، او کوم روایت چي دي راوړی دا خو دي يو ځل بیا دوکه په کي کړې ده ، په ترمذي کي خو ما په دې الفاظو هيڅ روايت نه دئ موندلی ، ته خو خپله خبره ثاتبوې که څه هم چي د الله په رسول پسي دروغ په کي ووايې ، له الله وډار سه او توبه وباسه ، ته د حدیث دقیقه حواله ولي نه ور کوې ؟ ولي يې پوره متن نه ذکر کوې ؟ زه پوهېږم په دې کي هم ته غواړې خلکو ته دوکه ور کړې ، خو بېغمه اوسه له داسی چا سره مخ يې چي هرچل او دوکه دي ورته معلومېږي او د الله په رسول پسي دروغ به دي مسلمانانو ته يو – يو ښکاره کړم ، ته لکه چي تر اوسه له داسي چا سره نه يې مخ سوی ځکه داسي په پيخر موضوعات او ضعيف روايات د خپلې مدعی د اثبات لپاره را وړې خو دا هڅې به دي ژر در شنډې کړم .
په ترمذي کي دوه ځایه په دې الفاظو دې ته ورته روايت راغلی دئ :
حدثنا محمود بن غيلان حدثنا بشر بن السري حدثنا سفيان عن عبد الأعلى عن سعيد بن جبير عن ابن عباس رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من قال في القرآن بغير علم فليتبوأ مقعده من النار(ترمذی کتاب التفسیر باب الذی یفسر القران برایه حدیث نمبر:۲۹۵۰، ضعيف)
دې ته ورته يو بل روايت بیا په دې توګه دئ:
حدثنا عبد بن حميد حدثنا حبان بن هلال حدثنا سهيل بن عبد الله وهو ابن أبي حزم أخو حزم القطعي حدثنا أبو عمران الجوني عن جندب بن عبد الله قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من قال في القرآن برأيه فأصاب فقد أخطأ(مخکينۍ حواله)
او په يو بل کي داسي دي :
حدثنا سفيان بن وكيع حدثنا سويد بن عمرو الكلبي حدثنا أبو عوانة عن عبد الأعلى عن سعيد بن جبير عن ابن عباس : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال اتقوا الحديث عني إلا ما علمتم فمن كذب علي متعمدا فليتبوأ مقعده من النار ومن قال في القرآن برأيه فليتبوأ مقعده من النار(تېره حواله)
خو دا نقل سوي درې واړه روايات ستا په کار نه در ځي ، ځکه درې سره ضعيف دي او هغه ستا په الفاظو خو بیخي سته نه او یا به ما نه وي موندلی نو ته مهرباني وکړه له سند او دقیقې حوالې سره يې راوړه .
د لوړي روايت په سند کي سفیان ثوري له عبد الاعلی څخه په (عن) روايت کړی دئ او ثوري مدلس دئ تر څو يې تصريح نه وي کړې تر هغو يې روايت نه منل کېږي .همدارنګه يې استاد عبد الاعلی ضعيف دئ ، له امام احمده يې جرح نقل سوې ده :
قال عبد الله بن أحمد بن حنبل ، عن أبيه : ضعيف الحديث .
د امام زوی عبد الله د پلار وينا نقلوي چي هغه ويل ابن الاعلی ضعيف دئ.
قال أبو زرعة : ضعيف الحديث ، ربما رفع الحديث و ربما وقفه .
امام ابوزرعه وايي : دی ضعيف دئ ، ډېر ځله حدیث مرفوع کوي خو ډېر وخت يې بیا موقوف ذکر کوي.
قال عبد الرحمن بن أبى حاتم : سألت أبى عنه ، فقال : ليس بقوى
عبد الرحمن وايي چي له پلاره مي د ده په اړه پوښتنه وکړه نو هغه وويل : په حدیثو کي قوي نه دئ.
قال أبو أحمد بن عدى : قد حدث عنه الثقات ، و يحدث عن سعيد بن جبير ،
و ابن الحنفية ، و أبى عبد الرحمن السلمى ، و غيرهم ، بأشياء لا يتابع عليها .
ابو احمد بن عدي وايي : له ده څخه ثقه پوراويانو هم حدیث بیان کړي دي او دی يې له ابن جبیر ، ابن الحنفیه ، ابو عبد الرحمن او نورو داسي روايات بیانوي چي بل چا يې متابعت نه دئ کړی .
قال النسائى : ليس بالقوى ، و يكتب حديثه .(تهذیب الکمال د همدې راوي تعرف)
نسايي وايي:قوي نه دئ او حدیث يې د عبرت لپاره ليکل کیدای سي .
امام ابن حجر يې هم په اړه داسي کاږي :
قال الحافظ في تهذيب التهذيب 6 / 95 :
و قال ابن أبى خيثمة ، عن ابن معين : ليس بذاك القوى .
و قال الساجى : صدوق يهم .
و قال يحيى بن سعيد : يعرف ، و ينكر .
و قال أبو على الكرابيسى : كان من أوهى الناس .
و قال العقيلى : تركه ابن مهدى و القطان .
و قال يعقوب بن سفيان : يُضَع ف ، يقولون إن روايته عن ابن الحنفية إنما هى صحيفة .
و قال فى موضع آخر : فى حديثه لين ، و هو ثقة .
و قال ابن سعد : كان ضعيفا فى الحديث .
و قال الدارقطنى : يعتبر به .
و قال فى " العلل " : ليس بالقوى عندهم .
و صحح الطبرى حديثه فى الكسوف .
و صحح له الحاكم ، و هو من تساهله
اوس به پوه سوی يې چي روايت دي خورا قوي او کره وو ، تل همداسي روایات راوړه دا ډېر ه ګټه در ته لري او ته په ښه توګه موضوع په ثابتولای سې؟.
په دويم روايت کي دا راوي دئ او د حدیث پوهانو نظرونه هم ور سره وګوره:
سهيل بن أبى حزم ، و اسمه مهران ، و يقال : عبد الله ، القطعى ،
أبو بكر البصرى ، أخو حزم بن أبى حزم القطعى ، و عم محمد بن يحيى بن أبى حزم ،
و محمد بن عبد الواحد بن أبى حزم . اهـ .
و قال المزى :
قال حرب بن إسماعيل ، عن أحمد بن حنبل : روى عن ثابت أحاديث منكرة .
و قال البخارى : لا يتابع فى حديثه ، يتكلمون فيه .
و قال فى موضع آخر : ليس بالقوى عندهم .
و قال أبو حاتم : ليس بالقوى ، يكتب حديثه ، و لا يحتج به ، و أخوه حزم أتقن
منه .
و قال النسائى : ليس بالقوى .(تهذیب الکمال)
ابن حجر وايي:
قال الحافظ في تهذيب التهذيب 4 / 261 :
و قال ابن حبان : مات قبل أخيه حزم ـ و مات حزم سنة خمس و سبعين و مئة ـ يتفرد
سهيل عن الثقات بما لا يشبه حديث الأثبات ، سمعت الختلى يقول : سمعت أحمد بن
زهير يقول : سئل ابن معين عن سهيل أخى حزم ، فقال : ضعيف .
و قال ابن عدى : مقدار ما يرويه أفراد يتفرد بها عمن يرويه .
دا روايت دي هم په کار کېږي در سره خوندي يې کړه او حفظ يې هم کړه ښايي په کوم مجلس کي يې پر يو خوار تېر کړې خو دلته يې بیا مه یاده ځکه زه يې سمدستي در سره نه منم یوځل يې ګورم بیا يې منم نو که ضعيف وو دي پر مخ په ولم.
او د درېيم روايت په سند کي عبد الاعلی نومی راوی ته هم وينې چي ما مخکي خبره پرې وکړه نو هغه بس ده او زیات وضاحت يې اړتیا نه وينم .
تا به يوه بل ځای کي ادعا کړې ده چي ما پر الله دروغ ويلي دي نو زه خو په صحیح سند حدیث د خپلې ادعا د تثبیت لپاره لرم او ته خو چي په کوم روایت پر ما رد کوې نو د هغه دي دغه حال دئ ، د الله رسول ته يې هم منسوبوې ، که يوه ښه اسلامي اداره وای نو ته يې بايد د ضعيفو حدیث د نقل له امله بندي کړی وای ، ځکه ته په هره موضوع کي د الله پر رسول پسي دروغ وايې.
[quote:d5443c84d5="noorulhaqmazharee"]
ښه ! که بالفرض داسی شی نوباید پدغه آیت کی هم د" ذکر" څخه قرآن اوسنت دواړه مراد شی ({إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا ٱلذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ}.سوره الحجرآیه 9. نوچی پدی آیت کی قرآن اوسنت دواړه داخل شی نوباید حدیث هم دتحریف څخه محفوظ اومصون وی، اوکه حدیث دتحریف څخه مصون اومحفوظ وای، نوبیا په لکهاوو موضوعی احادیث چی غیرمقلدینووضع کړیدی داڅه معنی لری؟
[/quote:d5443c84d5]
هو ! الله د قران او حدیثو دواړو د خونديتوب ژمنه کړې ده ، ځکه نو نن څور لس سوه کاله وروسته ما په يوه ورځ کي ستا موضوعي او ضعيف حدیث وپېژندل او رد مي کړل ، که حدیث خوندي نه وای نو تا غوندي دروغجنانو به تر اوسه څومره دروغ په کي ور ګډ کړی وای ، خو الله يې وعده کړې ده او دا چي ته وايې د ا موضوعي حدیث ولي جوړېږي نو دا الله له وعدې سره ټکر نه ده ، ځکه د قران هم ځيني نسخې کمې سوې ده لنډ مثال يې هغه دوويشت سپارې قران وو چي همدا څو کاله وړاندي د امريکايي ادارو له لوري خپور سو او اوس هم په ځينو ځايونو کي تر لاسه کېږي ، که په جزي توګه ساتنه ترې هدف سي نو بايد داسي هم نه وای سوي خو خپله له قران سره هم دا معامله وسوه .
ښه دروغ حدیث ته نقلوې او موضوعي حدیث موږ وضع کړې دي ، لوستونکو تاسو پرېکړه وکړئ ، زما په ليکنه کي دي دا ښاغلی چي هوا ته ګولۍ خطا کوي یو ضعيف حدیث را وښيي خو د نن ورځې له سره دا دي څو حدیث ورته په ګوته کړل چي ضعيف نه ان موضوعي ول .
ما درته وويل چي کله الله د وحې په حیز کي کتاب او ذکر یاد کړي نو بیا ترې قران او حدیث دواړه هدف وي او هر ځای داسي نه ده ، ځکه ځيني ځايونه خو کتاب د مخکينيو امتونو د کتابونو لپاره هم ذکر سوی دئ نو هلته خو بیا قران هم نه سي ترې مرادېدای . او ما دا نه دي ويلي چي په قران کي که هر ځای کتاب لفظ راغی قران او سنت دواړه ترې مراد دي.
هيله ده د ځواب تر بشپړېدو پوري صبر وکړئ !
نور بیا ...


pattang
31.07.2012

انډيوالانو دين مو هم را ګوندي او سياسي که ، مخ کې به مويو ملا صيب لاره ټوله
ورځ به يې د امام اعظم صيب صفت کاو و ، څوک به چې شکاکي وو او درې ساعته
به يې په استينجا تېرول هه ته به مو وهابي/وابي وېلې ، څلور مذهبه به مو پېژندل
،اوس زه حيران پاتې يم چې دا سلفيان، وهابيان،پنجپيران او ، او څوک دي !
غواړي چې دين مو را خراب کړي که څه چل دی ٠??
راځۍ له نورو خبرو تېر شۍ څه شی مو چې په کلي کې په اکسريت رواج وي
په هغه مذهب پسې کلک ودرېږۍ او هغه به کوو ، چې پلار او نيکه مو کول !!


دحذیفه جواب


Mazharee
01.08.2012

مجتهدصیب!دلومړی سره څخه دی دخپل اصلی مدعی څخه خلاف اودهغی پرضدخبره اوعمل کړیدی، ځکه ته خومجتهدیی، قیاس نه منی، نوبیاولی قیاس کوی، آخرڅوځلی درته ووایم:ډیرشریراومتعصب سړی یی، تازه پروزیری صیب قیاس کړی یم، ستاټوله کارونه هم دغسی دی، په دا دونه وقت کی ندی تجربه حاصله کړه اوندی هم عقل سرته راغی، تجربه به څنګه حاصله شی ؟ تجربه عاقل ته حاصلیږی اوچی دچاسره عقل نوی دقیقه اوبااستقامته پوهنه نوی نوهغه به څنګه تجربه حاصله وی. ته او خدای چی ته نه شرمیږی! دعوه کوی چی زه قیاس نه منم، اوبیاقیاس کوی؟ آیادغه قیاس ندی؟ چی ته ماپروزیری صیب باندی قیاس وی، یعنی کوم فکراونظرته چی دهغه په باره کی لری ځماپه باره کی هم هغسی اظهاردنظرکوی، خوګیله می ځکه نکیږی چی زه تاسوپیژنم ستاسوټوله خبری غیرله آیت اوحدیث څخه چی رانقل یی کړی ، نوری ټولی درواغ دی، ځکه چی دچامدعی اودلیل سره موافق نوی، دهغه هیڅ خبره دمنلووړنده! ته مدعی داجتهاد یی کارونه دمقلدینوکوی.

دالله څخه ډیرخوشحال یم چی ځماهره خبره پرتاسوباندی جوړه ده، اوداځماغایبانه فراست اوزراکت ندی، بلکه زه چی ستاسوپه هکله کومه خبره کوم ، هغه می بالمشاهده ستاسوڅخه لیدلی وی. مامخکی هم ویلی وه چی ستاسوسلفیان دغه عادت دی، چی په یوشی باندی نه پوهیږی، نوپرهغه باندی دغلط اوخراب حکم کوی، ته چی ځماپه لیک باندی نه پوهیږی نووایی: ملګرې ! دا خو دې دومره ناکارنده پښتو ليکلې ده چي ولا که سړی په پوهېږي.

اوبیادی ویلی دی چی سړی نه په پوهیږی، نوستاددی خبری پربنیاد داسی معلومیږی چی ته ځماپه لیکنی نیی پوه سوی، داغسی اټکلی دی دخپلی خیټی څخه دی ورباندی تنقیدلیکلی دی اوبیادی پرخبره قسم هم اخستی دی، اوهغه هم غلط قسم، ځکه " ولا" دالله نوم ندی، او قسم په غیرالله باندی هم حرام دی. نوسړی ستاددغی یوجملی څخه داسی برداشت کولای شی چی ستاټولی لیکنی که یی ځماسره په مباحثه کی لیکی اوکه یی دوزیری صیب سره اوکه یی دبل چاسره، ټولی سوچه اوپاخه درواغ اوبی تحقیقه خبری دی، دیته وایی لیکوال؟ لیکوال داسی شی وی؟ دی ته وایی مجتهد؟ مجتهدداسی شی وی؟ لیکوالی اواجتهاد داسی دحیواناتوخوراک شوچی تاغوندی کم علم وبی بصیرته انسان ته پاته شو.

بیادی هم ویلی دی چی ماته سلفی مه وایه! آخرولی دی عصبی سیستم کارپسی پرایښی دی مامخکی هم درڅه پوښتلی دی اوسی هم درڅخه پوښتم، اوس زمونږپه زمانه کی چی کوم خلګ دعوه داجتهادکوی هغوی څوک دی؟ تقیه مکوه راته یی ووایه! ګوره ځنی وقت انسان پخپله یونوم اویالقب پرځان باندی ږدی، اوکله کله داسی کیږی چی دانسان دعمل کولوسره پرده باندی یونوم التزاما، که یی دی غواړی اوکه یی نه غواړی ایښودل کیږی، تاچی دعوه داجتهاد کړیده، داوس په زمانه کی مجتهد، سلفی ، وهابی په اعتبارسره دمصداق سره مرادف دی، چی څوک دعوه دسلفیت وکړی، هغه ته مجتهداو وهابی هم ویل کیږی، اوکه تاغوندی څوک دعوه داجتهادوکړی، هغه ته سلفی او وهابی اوتضمنامودودی هم ورته ویل کیږی، نوکه ته غواړی چی تاته څوک سلفی اویاوهابی ونه وایی، دعوه داجتهاد دی پسی پریږده، بیاڅوک تاته دوهابی خطاب نکوی.

بیادهم هغه خپله زړه دعوه تکرارکړیده: چی ظاهرا دحدیث اوقرآن تناقض نه سره راځی، هغه متل دی وایی :قاضی ملامته ولم خوزه نه ملامتی دلم، ته چی خپل داوسنی زمانی ټوله سلفیان اوامامان سره راټول کړی ته دغه خبره نشی ثابتولای لکه چیدی تراوسه هم نده ثابته کړی، غیرلدی څخه چی دګیدړغوندی پدی کنج کی راتاوشه اوپه هغه کنج کی راتاوشه، آخرانسان ته یوڅه شرم پکاردی، ځمااوستا لیکنه خوپه چت اویاټلفن باندی نده، چی بل څوک بیی نه وینی، داخوبغیرله مااوته نه نورډیرخلګ یی ګوری، آخرداخلګ به څه وایی؟:آیاددوی سره به داسی پوښتنه پیدانشی، چی داده اوس ده زمانی مجتهدین اوس دغه دی؟؟؟ دغه ته وایی مجتهد، چی دعوه دیوه شی کوی، اوخبره ده بل شی کوی،؟ هغه متل دی چی وهم دی چیری اوډزدی دکوم ځاینه پورته کیږی. مکوه داوس په زمانی که داجتهاد دعوه په اعتبارسره دکلی اورښتنی مصداق نه په اعتبارسره دثبوت اوقطعیت اواستدلال معادل دنبوت ددعوی سره ده، که څوک اوس دنبوت دعوه وکړی ده هغه سره به څوک دغه دعوه ومنی؟؟؟ نوچی اوس ستاسوغوندی دانګریزانوپه لمسون څوک دعوه داجتهادوکړی، آیاڅوک یی ورسره منی؟؟؟کلا وحاشا. دابه ومنی چی غر دخپل ځایه څخه ښوریدلی دی، خودامنی چی حذیفه صیب مجتهددی. ماتاته په قطعی دلائلوباندی تعارض دآیاتواواحادیثوثابت کړیدی، داچی ته نه په پوهیږی، داتقصیراوتاوان ستاپه فهم اودرک کی دی، ته یوځلی ځماځای ته راشه چی زه درته څوورځی سبق درکړم، نوهله بدی ځماپه دلائلواوخبروباندی سرخلاص شی، هغه دی ندی اوریدلی ؟ چی ګامیښه دګل په بوی څه پوهیږی، سلفی اووهابی اوجعلی مجتهد په استدلال څه پوهیږی هغوی خوفقط دقرآن اوحدیث نوم اوریدلی دی اوبس... کاشکی اوس یی هغه قرآن اوحدیث هم زده وایی: دخپل مقصدلپاره په قرآن اوحدیث کی لیری لیری اودځانه څخه تأویلونه کوی، دیوسلفی څخه یوچاپوښتنه کړی وه چی په ولاړواوبوکی غټ اودسمات روادی اوکنه؟ ده ورته ویلی وه چی هوروادی، ځکه چی په حدیث خورسول اکرم (ص) فرمایلی دی « لَا يَبُولَنَّ أَحَدُكُمْ فِي الْمَاءِ الدَّائِمِ الَّذِي لَا يَجْرِي ثُمَّ يَغْتَسِلُ فِيهِ» .بخاری حدیث نمبر232
ژباړه : ادرار دی نکوی هیڅوک ستاسوڅخه په ولاړواوبوکی، هغه چی نه بهیږی، چی بیاپه هغه کی غسل کوی.
نوکچیری غټ اودسمات روا وی نولایغوطن به هم راغلی وای،؟دغه ستاسوسلفیانو اوعصری مجتهدینوعلم اوکاردی، خلګوته ځانونه داسی ښه خلګ معرفی کوی پرځانوداسی غټ غټ نومان ایږدی، خوکارمودغه وی، دایه هم دآخری زمانی مجتهدین!!!! که دخلګوداصلاح خبره نه وای ماستاسوسره یوه خبره هم نکوله ځکه تاسواهل دمناظری نیاست، دمناظری دشرائطوڅخه یوشرط دغه دی چی باید جانبین عالمان وی، سلفی اووهابی وګوره مناظره وګوره، خوپردی بیریږم چی زمونږبعضی په زړه پاک مسلمانان، کڅه هم تاسوورته مشرکین وایاست، ستاسوپه داپستواوظاهرا خوږوخبروخطانوځی.

عجیبه دکم علمه اوکم عقل خبره خودی داکړیده چی وایی: ته بې علمه يې ، که نه دا خبره خو په حدیث کي سته زه د تفسیر حواله نه بلکي د بخاري حواله در کوم او نور يې ور سه ته هم پسي وګوره !

ای بی فهمه ماستاڅخه دڅشی حواله غوښتی ده اوتاراته دڅشی حواله راکړیده، ښه غوږسه ماتاته ویلی وه چی ته ماته پریوتفسیرحواله راکړه چی په هغه کیدی په قرآن کی په ځینی ځایونوکی " کتاب " او " ذکر" په قرآن اوحدیث باندی ترجمه سوی وی. ته راته پربخاری حواله راکوی، دبخاری په کوم ځای کی په صراحت داخبره راغلیده،؟؟؟آخروشرمیږه زه وتاته وایم مونځ وکه ته وایی ځماغوږونه دردکوی، خلګ قیصه کوی : چی یوڅوک دیوچاباغ ته اوښتی ووانګوریی شکول، باغ والاورباندی راغی ویل څه کوی؟ ولی ځماباغ ته را اوښتی یی؟ دی ورته وایی ته ولی خپلی ماینی ته بخمل نه رانیسی؟... ستاسوسلفیانواو وهابیانوټولی خبری دغسی بی ربطه اوبی مناسبته دی، ګوره کله چی دنشی کیفیات اوحالات درڅخه لاړه بیاپه لیکنوپیل وکړه، دنشی په حالت اوچی کله په نشی روبدی یی لیکل مکوه چی داسی اوتی بوتی به لیکی.

بیاهم چی داستدلال دروازه درباندی ودریدل، تقلیددی وکی، اوپه اسنادکی دجرح نقل، اوده حدیث ضعف دی رانقل کی، وګوری لیدونکو دادی ده اوس ده زمانی مجتهدین، دعوه داجتهاد کوی بیا هلته نقل کوی، مجتهدته نقل کله رواکیږی....
توخومجتهدئی عن عن عن عن من من من مه وایه قلت قلت اقول اقول وه وایه بی وقوفه!ماچی کوم حدیث لیکلی وو، ته داسی متعصب یی چی وایی :هغه حدیث خوپه ترمذی بیخی نشته، ګوره سادګیه، کوم حدیث چی موجودوی اوبیاڅوک دهغه روایت په نوروالفاظوباندی وکی چی مرادف داصلی الفاظوسره دحدیث وی، دی ته روایت بالمعنی وایی. نوده " من قال فی القران " اود "من فسرفی القران" څه تفاوت دی؟ رښتیاخبره ده چی سلفیان په علمی تحقیق باندی نه پوهیږی.

بیادی هم ماته ده دروغجن نسبت کړی اوځان دی ده درواغوڅخه پاک ښوولی، ته ملامت نیی خپل عیب داوږومابین دی، ته فاسدفاسد دلائل وایی فاسدمع الفارق قیاسونه کوی، چی دخدای پاک مراد په قرآن کی په ځنی ځایونوکی د"کتاب " اوذکر" څخه قرآن اوحدیث دواړه دی، ثابتولای هم نشی، تردی نوغټ درواغ چیریدی؟ دبخاری په حدیث چی تادخپل استدلال لپاره روایت کړی ستااستدلال باطل اوفاسددی، ځکه هلته دحدیث دکوم ځاي څخه داسی معلومیږی، چی په قرآن کیدی د"کتاب" او "ذکر"څخه قرآن اوسنت مرادشی. اوبیادغه حدیث خوپرتاخپله دلیل دی، ځکه ددغه حدیث ظاهری مفهوم خپله دقرآن دحدزنا دآیت سره ټکردی، تاخوغوښتل چی ټکردفع کړی خواوس دی خپله التزاما چه ناخبری که اقراروکی په ټکرباندی. دټکردلائل یی مامخکی ویلی دی هلته مراجعه وکړه.

بیادی هم خپله فاسده دعوه تکرارکړیده چی هوزه وایم حدیث دتحریف څخه خوندی دی، ماپه یوه ورځ کی ستاټوله احادیث درته ضعیف کړه، کوټه دی ووهل، تابدوکړه چی تاضعیف کړه ته وګوره دغه کاروګوره، تاخوضعیف کړی ندی، تاضعف رانقل کړیدی، دغه دی هم تقلید اوهم غلا. دعلماؤ دزحمتونونسبت وځانته کوی، ته هم دعوه داجتهادکوی، دایه هم دآخری زمانی مجتهدین..هههههههههههههههههههه.
پدی هکله ماپه مخکنی لیکنوکی کافی دلائل رانقل کړی ضرورت نشته چی دلته یه تکرارکړم باانصافه کتونکی دی هلته رجوع وکړی.

نوری غټی غټی خبری دی هم کړی، خوزه تاته دغونه وایم، چی ګوره، چی ستامحمدبن عبدالوهاب راژوندی شی، اوستاملاعبدالله نورستانی راژوندشی، لاوالله که دمذهب علماء ملامت کړی، تاسوچی یوه کاچغه اوچمچه علم نلری، داخبره ستاسوپه حق داسی ده لکه ګیدړه چی پرزمری باندی دکامیابی دعوه کوی، ګورم بدی چی عاقبت بدی څنګه سی تردی ځایه خواوس رسیدلی یی، چی دسلفیت اووهابیت دنامه څخه منکرشی، هغه نوم چی پخوابدی پری افتخارکوی، داسی وقت به هم راشی انشاء الله چی خپل داجتهاد ددعوی ثبوت به ګورته یوسی.

اوګوری لیدونکودغه دی ده آخری زمانی مجتهدین، دعوه داجتهادکوی خوعمل یی دمقلددی.
قیاس په خوله نه منی، په عمل کی یی کوی، تقلیدداسلافونه منی، خوپه عمل کی یی کوی. اجتهاد داسی خرووخوړی چی حذیفه غوندی دنفس دخواهشاتوتابع سړی ته پاته شو.

په تنده ژبه می ځکه تاسوته تنقیدولیکی چی تاسوهم دغسی تنده ژبه کارکړی ، څه چی کوی هغه به وینی.


pattang
01.08.2012

asASAs


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more