اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د مسلمان دعوت اودعوتي تګلاره
مومن مهاجر
07.06.2010
ماله څه مودې راهيسي په پښتوانټرنيټ پاڼوکي پربېلابېلوموضوعاتوليکنې کړې اوځيني موضوعات لاهم ديوې لړۍ په بڼه دوام لري اوطبعي ده چي ځيني وختونه به زماليکنه ديوچانه وي خوښه شوې اوځيني وختونه به زماديوچاليکنه دمختلفولاملونوپربنانه وي خوښه شوې اوله خپل شخصي احساس سره سم به ماپرنورواونوروپرمانيوکه کړې وي چي له شرعي اواجتماعي پلوه داناسم کارهم نه دی خوچي دنقدشرعي اوفني اصول پکي مراعات شي . اماله بده مرغه ځينوکسانواوس داسي تبليغات پيل کړي چي له حقيقت سره هيڅ اړخ نه لګوي هغه داچي دادوهابيانوليکنې دي مه يې ګورئ،داکافران دي قرآن نه مني، احاديث نه مني ، امامانورحمهم الله تعالی ته بدردوايي اوپه لسګونوداسي تورونه دي چي ددوی له خوابيابيالګول کېږي چي نه کوم حقيقت لري اونه بنسټ اوزماپه انددډېری داډول تورونولاملونه داوي چي ياهغه سړی دخپل هغه مقابل لوري په اړه سم دقيق معلومات نه لري هسي په اوازوپسي روان وي، يادتعصب له امله پرخپل دريځ ټينګ ولاړوي اويادټولنيزچاپېرياتراثرلاندي په راتلودمقابل لوري په اړه خبرې کوي خودومره هڅه نه کوي چي دخپل ديني ، وجداني اواخلاقي مسئوليت پربنادهغه په اړه سم تحقيق وکړي .
له همدې کبله غواړم په دې وړه ليکنه کي دخپل دعو ت اودعوتي تګلارې په اړه يوڅه وضاحت وکړم څوزموږپه اړه صرف پراوازوولاړنه شی زموږخپل بيان هم ولولی،غورپرې وکړی اوبيامناسب دريځ خپل کړی . وماتوفيقی الابالله وهوالمستعان .
(۱) موږددې لپاره دعوت کووچي ټول انسانان يوازي يودين ومني اوهغه اسلام دی وبس له دې پرته بل هيڅ دين دمنلووړنه دی .
(۲) ټول مسلمانان بايدسره يوموټی ،متحداومتفق شي ځکه الله جل جلاله اودهغه رسول صلی الله عليه وسلم موږپه همدې امرکړي يوپه اسلام کي دننه ډلې،مذهبونه اوګوندونه جوړول حرام دي نه قران کريم اجازه راکړې،نه رسول الله صلی الله عليه وسلم اونه سلفوصالحينو.
(۳) په اسلام کي حقيقي اصول يوازي دوه دي يعني قرآن کريم اوصحيح نبوي سنت له دې پرته دهيچا نظر،رايه اواجتهادپه اسلامي شريعت کي دحجت ځای نه لري . اسلام يوبنسټيزاوبشپړدين دی دقيامت تر ورځې دټولوستونزوحل پکښې دی هيڅ داسي ستونزه نه شته چي اسلام ورته ځواب نه وي ويلی،نه څوک کمی پکي کولای شي،نه زيادت . هو،داسي کېدای شي چي يوه مسئله پيدا شي يوعالم څرګندنص پکي ونه مومي اوله يوداسي نص څخه استنباط وکړي چي دده په انددامسئله له دې نص سره اړخ لګوي اوورته نژدې ده له خپل استنباط سره سم دهغه نص حکم پرې وکړي،خودده دااجتهاديااستنباط نه پربل چالازم دی اونه بل څوک داحق لري چي نورورباندي مکلف کړي که يوچا ته دنوموړي عالم استنباط اوياد یوې مسئلې په اړه استدلال ښه خوندورکړي حق ورته ښکاره شي نوودې مني خودی په دې مکلف دی چي که په همدې مسئله کي سم ثابت اوصحيح نص ورته ورسېږي بیابه دی دخپل مقتداعالم استنباط اوهغه استدلال پرېږدي چي پر ضعيف اوياناڅرګندنص ولاړدی .
همدارازبه پرنوروداتورنه لګوي چي ولي يې زمادمقتداعالم نظرنه دی خپل کړی اوپربل استدلال يې کفايت کړی دی . بايدووايوچي په اسلام کي هيڅ سړی له قران اوصحيح نبوي سنت پرته دبل چاپه رايه، نظراواستدلال مکلف نه دی . هو،داسمه ده چي يوڅوک به داسلامي احکاموپه اړه له علماووپوښتنه کوي اوهغه به له قرآن ا ونبوي سنت سره سم ځواب ورکوي که سمدستي داړوندې مسئلې په اړه حکم ورته معلوم نه وي په قرآن اوصحيحواحاديثوکي دي پلټنه وکړي اوکه يې هلته ونه مونديادي توقف وکړي اوياچي دامت په علماووکي هرعالم په دې اړه کوم تحقيق کړی وي او ده ته له خپل تحقيق سره سم حق ښکاره شي هغه دې ورته وړاندي کړي اودادي ورته ووايي چي په دې اړه مي صريح ياڅرګندنص ونه موند،دې فلاني عالم په دې اړه داتحقيق کړی او ماته هم پرځای ښکاري ته کولای شې له دې سره سم عمل وکړې اوکه بياصريح نص موجودشواوداتحقيق ورسره موافق نه وونولازماًبه يې خوشي کوي اوصريح نص ته به غاړه ږدي دنص په وړاندي دهيچاخبره هيڅ وزن نه لري همدادصحابه کرامورضی الله عنهم،تابعينواوامامانو رحمهة الله عليهم تګلاره وه .
(۴) دصحابه کرامورضی الله عنهم په اړه موعقيده داده چي هغوی درسول الله صلی الله عليه وسلم لومړني فدايان،په دين کي مضبوط اوداسي ايمان يې درلودچي که دالله جل جلاله اورسول الله صلی الله عليه وسلم له خواامرورته شوی وای په اورننوتل اوترټولوستروياړيې دادی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې ليدلی ،دوحې شاهدان وو،درسول اکرم صلی الله عليه وسلم په ملتيايې جهادکړی، دهغه له هداياتو مستقيماًمستفيدشوي اوددې امت ترټولوغوره کسان دي خوله دې سره سره هيڅوک دهغوی په شخصي نظرياتومکلف نه دی ، ځکه له انبياء کراموعليهم السلام پرته هرسړی تېروزي اوتېروتنه يې بياداسمان له خواپه وحې سره نه جبېره کېږي خوانبياء کرام عليهم السلام که خطاشي دالله جل جلاله له خواورته هدايت کېږي اوپه خپله خطادائماًنه پاتېږي مګردامت بل هيڅ فردله دې نعمت څخه برخمن نه دی .
(۵) دامامانوپه اړه موعقيده داده چي هغوی ددين خوراپه زړه پوري خدمت کړی، سترعالمان وو، پر امت يې زړسوی درلود، ددين په لارکي يې زيارايستلی ، تکليفونه يې ګاللي اوامت يې هدايت ته رابللی دی . هيڅ امام امت په دې نه دی مکلف کړی چي هرومرواوپه هرحالت کي به دده خبره مني . داپه هغوی پسي افتراء ده ، دهغوی سپکاوی دی اوهغوی په هرحال کي له داسي اقوالوبري اوبېزاره دي .
(۶) داولياء کراموپه اړه موعقيده داده چي کرامت په يوخاصه طبقه پوري ځانګړی نه دی،له قرآن کريم اونبوي احاديثوسره سم هرنېک مومن بنده دکرامت څښتن کېدلای شي . له کرامت څخه انکارکفردی خو کرامت په دې معنی نه دی چي يوڅوک په غيبوپوه شي، دکائناتوپه نظام کي تصرف ولري اوپه خپله خوښه چي څه وغواړي چاته څه تاوان ياضررورسوي، بخښنه ورته وکړي،دمرګ اوزکندن پروخت الله جل جلاله ته دهغه شفاعت وکړي اودده لپاره داسي ډال شي چي دسوال،ځواب اوحشرپرمهال نفع ورته ورسوي . کرامت يوغيراختياراوغيرعادي فعل دی چي دالله جل جلاله له خوادخپل مؤمن بنده دشرافت څرګندولولپاره په غيرعادي ډول ځيني وختونه څرګندېږي .
(۷) ځيني خلګ داتورلګوي چي دوی جهادته عقيده نه لري خوداغلطه ،ناسمه اوبې بنسټه خبره ده . له جهادڅخه انکارله قرآن اواسلام څخه انکاردی ،موږپردې باوريوچي جهادداسلام تلپاتی اونه تغيرمنونکی حکم دی منکريې کافردی . دکافرانوپه وړاندي الله جل جلاله په هروخت کي اوهرځای جهاد فرض کړی دی . موږله قرآني اونبوي حکم سره سم دنړۍ په ګوټ ګوټ کي دهغوکفري يرغلګروپه وړاندي جهادفرض ګڼوچي پراسلامي هيوادونويې تېری کړی اوهغه يې مستعمره کړي دي .
دازموږدعوت دی ټول مسلمانان همدې ته رابولواوداخپل ديني مسئوليت ګڼو. په دې کي که څوک راسره مخالفت کوي پروايې نه لرواوله خپل وس سره سم کوشش کووچي دشرعي دلائلوپه رڼاکي دهغه مخالفت ته ځواب ووايواوکه بياهم نه منعه کېږي په خپله مسئول دی ،موږيې په کيسه کي نه يو. زه تل خپلوملګروته وايم چي دالله جل جلاله داوينا(ادعواالی سبيل ربک بالحکمة والموعظة الحسنه ) په پام کي ونيسئ اودرسول الله صلی الله عليه وسلم داخبره (يسرواولاتعسروابشرواولاتنفروا) په غوږکي ولرئ اوپرالله جل جلاله په توکل سره خلک دين ته دعوت کړئ اوپه دعوت کي ترجيحات اولومړيات په پام کي نيسئ،له خلګوسره دهغوئ له حالت اوذهنيت سره سمې خبرې کوی اوهرسړی چي په ذهني ډول کومې خبرې ته تياروي هغه ورته وکړی اوپه تدريج سره اړوندشخص دې ته چمتوکړی چي خپل ديني مسئوليت وپېژني .
مومن مهاجر
ع کريم حليمي
10.06.2010
محترم او مکرم مؤمین صاحب ، سلام او احترام مي ومنه ، داخو ښه خبره ده چه مؤمین يي نه پوهېږم چه
مهاجر ولي يي "مونږ " له خپلو مشرانو اورېدلي چه : لا هجرة بعد الفتح ....... چه کور ته لاړ سې ښه به وي ، که نه ځې !! په بحث نه ارزي ، خیر
[code:1:32bb01e6d7]غواړم په دې وړه ليکنه کي دخپل دعو ت اودعوتي تګلارې په اړه يوڅه وضاحت وکړم څوزموږپه اړه صرف پراوازوولاړنه شی[/code:1:32bb01e6d7]
تاسو څوک ياست ؟، او دوئ څوک دئ چه اوازېٖ درپسي اچوي ، قومي بدي سره لرئ که کومه بله خبره ده ؟
درنښت
مومن مهاجر
10.06.2010
حلیمي صاحب! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
تاسولیکلي :
محترم اومکرم مؤمین صاحب،دمؤمین لفظ دي یالیکلی اودابڼه یې دصرفي قواعدو په رڼاکي سمه نه ده داسي یې لیکه : مؤمن .
بیادې پوښتنه کړې چي مهاجرولي یې؟ موږخوله مشرانواورېدلي چي : لاهجرة بعدالفتح . مګررسول الله صلی الله علیه وسلم وايي : المسلم من سلم المسلمون من لسانه ویده والمهاجرمن هجرمانهی الله عنه . رواه البخاري .
بیادي لیکلې چي کورته ولاړشه! زه اوس هم الحمدلله پرکوریم،خوچي ته وايي په بحث نه ارزې داستاخپل نظردی ته بحث مه راسره کوه! هغه څوک به بحث راسره وکړي چي زړه یې راسره غواړي ته مي مجبورکړی نه یې .
اوبیادي پوښتنه کړي چي تاسوڅوک یاست اودوئ څوک دي؟ په لنډډول به درته ووایم موږهغه څوک یوچي له خپل وس سره سم خپلوپښتنووروڼوته دقرآن او صحیحواحادیثوپه رڼاکي دیني احکام رسوواودوئ هغه څوک دي چي دیادخپلو شخصي ګټواویاناپوهۍ پربناخلک بدعاتو،خرافاتو،وهمیاتواوان عقیدوي انحراف ته رابولي . په مینه ورورمومؤمن مهاجر.
Re: زموږدعوت اودعوتي تګلاره
shokoor
10.06.2010
سلام علیکم
[quote:ccc0411d17="mumin muhajir"]
(۱) موږددې لپاره دعوت کووچي ټول انسانان يوازي يودين ومني اوهغه اسلام دی وبس له دې پرته بل هيڅ دين دمنلووړنه دی .
[/quote:ccc0411d17]
mumin muhajir وروره زه ددین عالم نه یم خو ماته تر اوسه داسې ښکاریده چې د اسلام مقدس دین زمونږ په سیمه کې آن د دریم خلیفه حضرت عثمان(ر) په وخت کې راغلئ دی . دا چې د بیلا بیلو دلیلونو له امله د خلکو پوهه له اسلام نه کمه ده او سم نه رعایت کېږي هغه پوهې او د اعمالو اصلاح ته ضرورت لری. نو کله چې تاسې لیکئ: [color=blue:ccc0411d17]زموږ دعوت او دعوتی تګلاره[/color:ccc0411d17] داسې معنی ورکوی چې تاسې خلک کوم نوي شي ته دعوت کوﺉ!
که منظور مو د اسلام سپېڅلي دین په اړه د خلکو د پوهې کچې لوړول وي باید د بحث عنوان بدل کړﺉ .
والسلام
شبيراحمد
10.06.2010
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:ddc149a165]پرکوریم،خوچي ته وايي په بحث نه ارزې داستاخپل نظردی ته بحث مه راسره کوه! هغه څوک به بحث راسره وکړي چي زړه یې راسره غواړي ته مي مجبورکړی نه یې . [/quote:ddc149a165]
دحليمي صيب شخصيت ته په ښه سترګه نه کتل اوستره ګوستاخي ده .
[quote:ddc149a165]زموږ دعوت او دعوتی تګلاره داسې معنی ورکوی چې تاسې خلک کوم نوي شي ته دعوت کوﺉ![/quote:ddc149a165]
هوګرانه همداسي ده دوئ غواړي له ګران هيوادڅخه پاکستان جوړکړي اوپه
٧٣ډلوټپلويې ووېشي اوبل په دې دي هم خبريې چې دامامانوپه يوڅه منلوسره
ورو ورو دې ته لاربرابروي چې بلاخره تقليدهم له شريعت څخه وباسي ځکه چې په
په صحيحوحديثوکي نشته چې تاسودامامانوتقليدوکړئ
[color=red:ddc149a165]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تاسو يواځې د علمي او منطقي بحث حق لرئ، هيچا ته د ګواښنې حق نه لرئ.
د ټول افغان فوروم هر سياسي او ثقافي فکر ته، هر ديني او علمي بحث ته، د ديني
او ملي ګټو په نظر کې نيولو سره هر ګروه او حزب ته د بحث کولو او اند شريکولو
زمينه برابروي، په همدې اساس ستاسو د ليکنې څخه ګواښوونکې برخه ړنګه شوه.
په درنښت
وهاج ساپی
[/color:ddc149a165]
مومن مهاجر
10.06.2010
ښاغلی شبیراوشکورصاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
شکورصاحب! موږخلک نوې دین ته نه دعوتووبلکي هغوئ ته هغه قرآ ن اونبوي سنت وړاندي کووچي ۱۴۳۱کاله وړاندي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نړۍ ته وړاندي کړي وو،خونن خلکوشاورګرزولي اوموږهڅه کووچي هغوئ بیادخپل دین اصلي مأخذونوته متوجې کړو.
اوشبیرصاحب لیکلي چي دحلیمي صاحب شخصیت ته بایدپه ښه سترګه وکتل شي نوماکله په بده سترګه ورته کتل نه یوازي دحلیمي صاحاب شخصیت ته بایدپه ښه سترګه وکتل شي بایددهیڅ مسلمان دشخصیت سپکاوی اوبې قدري ونه شي .
اوبیایې لیکلي چي دامامانوپه یوڅه منلوبه ورووروتقلیدهم له شریعته وباسي ځکه چي په صحیواحادیثوکي نه شته چي دامامانوتقلیدوکړئ . نوچي نه شته ته ولي بیا تقلیدکوې دین خوله قرآن اوحدیث هاخواته بل شی نه دی . نوکوم امرچي نه په قرآن اونه په صحیح حدیث کي وي هغه څرنګه ددین برخه کېدای شي؟ [/url][/list][/list][/code][/quote][/u][/i][/b]
كريم كامران
11.06.2010
قدرمن مؤمن مهاجر صاحب
سلامونه مې ومنه، السلام علیکم
او بیا درته په بحث فورم کې ښه راغلاست وایم.
لومړی که د لیکنې عنوان تغیر شي غوره به وي، که همداسې یې پرېږدې نو په دې حالت د حلیمي صاحب پوښتنه ډیره پرځای ده چې (تاسو څوک یاست؟ او دوی څوک دي؟)، او همدارنګه د شکور صاحب خبره چې (تاسو خلک نوي شي ته دعوتوئ) هم څه ناڅه وزن لري.
زما په اند که د لیکنې عنوان داسې شي: د یو مسلمان دعوتګر تګلاره، غوره به وي.
او د ورپسې مادو اسلوب ته یې عامه بڼه ورکړې.
مثلا، مسلمان دعوتګر باید ددې لپاره دعوت وکړي چې............، مونږ باید داسې عقیده ولرو چې.......، دامامانو په اړه سمه عقیده دا ده چې........ او همداسې ټولې مادې.
او که دا تګلاره ټوله په مونږ، زمونږ، باندې ډکه وي نو ماته هم سوال پیدا کیږي چې تاسو څوک یاست او یا دا ښايي کوم نوي شي ته دعوت وي.
په هر حال موضوع ته راځم،
په اسلام کې دننه ډلې او مذهبونه جوړول حرام دي، دا صحیح خبره ده، خو لږ وضاحت غواړي چې آیا ستاسو مطلب ترینه فقهي ډلې او مذاهب دي که سیاسي؟.
که سیاسي وي نو په اجماع سره، مسلمانان باید یوه سیاسي ډله وي، یو امیر ولري، په اسلام کې له یوه څخه زیات د سیاسي مشرانو جواز نشته.
او که مطلب مو فقهي مذاهب وي نو په اسلام کې ځای لري، حرام نه دي. هر کله چې په اسلام کې د اجتهاد دوازه تر قیامته پورې پرانیستې پرېښودل شوې طبعا فقهي مذاهب به هم شتون پیدا کوي، او د مجتهدینو ترمنځ به د آراوو اختلاف موجود وي چې له دغو مختلفو آراوو څخه په مرور د وخت سره نوي فقهي مذهب ته لاره هواره شوې ده، تاسو د څلورو مذاهبو د ایجاد تاریخ ته نظر واچوئ دا حقیقت به درته څرګند شي.
تاسو وایاست چې د هیچا رایه او اجتهاد په شریعت کې د حجت ځای نه لري، داسې نه ده، دا منم چې د شریعت لوړې سرچینې قرآن او سنت دي، خو اجتهاد هم د شریعت له ادلة وو څخه شمیرل کیږي. هو! اجتهاد یو لړ شروط لري، مجتهد باید په دغو شروطو پوره وي بیا اجازه لري چې په هغو مواردو کې چې په قرآن او سنت کې يې په اړه صریح حکم نه موندل کیږي، په خپل اجتهاد سره له قرآن او سنت څخه استنباط وکړي.
دا چې تاسو په خپله دوهمه لیکنه کې وایاست چې تقلید په دین کې نشته، دا خبره صحت نه لري.
الله جل جلاله فرمايي: أطيعوا الله وأطيعوا الرسول وأولي الأمر منكم.
ډیری مفسرینو اولی الامر په دیني علماوو، باندې تفسیر کړی دی، یعنې تاسو د الله جل جلاله اطاعت وکړئ، او دپیغمبر اطاعت وکړئ، او دخپلو علماوو او مجتهدینو.
ځکه په هره ټولنه کې دګوتو په شمیر کسان داسې وي چې داجتهاد شروط پکې پوره وي، او هغه خلک چې د اجتهاد شروط پکې پوره نه وي ډیر زیات وي نو مکلف دي چې په داسې مواردو کې چې صریح نص پکې نه وي راغلي د یو مجتهد تقلید وکړي.
هو! دا منم چې ړوند تقلید هیڅکله صحت نه لري، خو سوال دا دی چې څومره خلک به په موجوده زمانه کې داسې وي چې هغوی په فقهي اختلافي احکامو کې د صحیح او غیرصحیح اجتهاد تفکیک وکړای شي؟؟ آیا دهغوی لپاره لازمه نه ده چې د یو مجتهد پسې تقلید وکړي؟؟
له یوې خوا وایو چې اجتهاد شروط لري، او له بلې خوا وایو چې تقلید نشته هرکس کولای شي له قرآن او سنت څخه استنباط وکړي، آیا دا دواړه خبرې سره په خپل منځ کې ټکر نه لري؟؟
تقلید نشته: ددې معنی دا ده چې ددوه وو هم عصره مجتهدینو اجتهادات سره څنګ په څنګ کیږده او بیا یې د خپل علم په تله کې وتله، کوم چې درته دروند ښکاره شو هغه واخله او بل پرېږده.
د، تقلید نشته، معنی دا نه ده چې هغه کس چې دوه ټکي درس یې لوستي نه وي بیا په غیرمنصوصي احکامو کې له قرآن او سنت څخه استنباطات کوي، او کله ناکله یې جرئت دې درجې ته ورسیږي چې د امام ابو حنیفه رحمه الله په څير ستر عالم ته دجاهل خطاب وکړي.
زه دا منم چې امام ابو حنیفه رحمه الله به ځینو اجتهاداتو کې خطا شوای وي خو ددې عصر تنکيو مجتهدینو هیڅکله دا حق نه ورکوم چې په خپل اجتهاد، او خپل علمیت سره د امام ابو حنیفه رحمه الله اجتهاد غلط ثابت کړي.
شرعا او عقلا، یوازې هغه څوک دا حق لري چې علمي مستوی یې که اوچته نه وي ورسره برابره وي.
په دین کې تقلید نشته دچا لپاره؟ دمجتهد لپاره!
په دین کې تقلید نشته دچا لپاره؟ دهغه چا لپاره چې صحیح او خطا اجتهاد سره تفکیک کولای شي.
داسې نه چې د (تقلید نشته) تر شعار لاندې اجتهاد ته مټې رابډوهې، بلکې (تقلید نشته) تاته دومره ازادي درکوي چې ته د دوه وو علماوو په آراوو یو انتخاب کړې او بل پرېږدې، البته ددواړو د دلایلو دمقایسې څخه وروسته یوه پسې تقلید وکړې.
د (تقلید نشته) جمله تاته په دې امر کوي چې ته دعلماوو آراء او دلایل ولولې، نه داچې پخپله داجتهاد ډګر ته ورودانګې.
(تقلید نشته) تاته په دې امر کوي چې د هغه عالم تقلید وکړه چې دلایل یې تاته قوي ښکاري، او دا نه درته وايي چې ته له خپلې خیټې پکې فتوا ورکړې.
آیا دا خبره چې په دین کې تقلید نشته، قرآن او سنت زمونږ لپاره کفایت کوي، آیا دا خبره به په عوامو کې دهغه اتفاق چې تاسو ورته په اوله ماده کې اشاره کړې، لپاره لاره هواره کړي او که برعکس له فقهي احکامو څخه به ملعبه او لوبه جوړه کړي او هر کس او ناکس به په دې دلیل چې په دین کې تقلید نشته د اجتهاد لپاره مټې رابډوهي؟؟؟
هیله ده کله چې د (تقلید نشته) خبره کوئ، معنی یې هم واضحه کوئ ترڅو په دین کې د اختلافاتو له راټوکولو څخه ځان وژغورو.
ع کريم حليمي
11.06.2010
درنو او مکرمو لیکوالانو ، مُؤْمِن صاحب ، شکور صاحب ، شبيراحمد صاحب ، کریم کامران صاحب
او ګران استاد قاري صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
[code:1:6b8f89becc]په لنډډول به درته ووایم موږهغه څوک یوچي له خپل وس سره سم خپلوپښتنووروڼوته دقرآن او صحیحواحادیثوپه رڼاکي دیني احکام رسوواودوئ هغه څوک دي چي دیادخپلو شخصي ګټواویاناپوهۍ پربناخلک بدعاتو،خرافاتو،وهمیاتواوان عقیدوي انحراف ته رابولي . په مینه ورورمومؤمن مهاجر.[/code:1:6b8f89becc]
مُؤْمِن صاحب ، مننه کور دي ودان ، او خوشاله یم چه درسره مخامخ سوم ، په دوه سببه ، چه د بدو دي
هجرة کړئ ، او بل چه د لاس او له خولي دي څوک نه ازاریږي ، نو خامخا مجلس درسره کوم
ستاسو سره مجلس سره زر دي ، نه نه !! د مجلس څخه دي ځان نه محرومه کوم
مُؤْمِن صاحب ، دوئ کوم کتاب لرئ ؟، او کوم امام لري هغه څه نومیږي ؟، اصول فقه لري ،
التمسک بالکتاب و السنه خو نو نه دي معلومه ده ولي چه خلګ عقیدوي انحراف ته رابولي او مشائخ ئې د سلفو پر قدمو نه دي روان ؟ پر اباحنیفة او ابایوسف ښه وايي او که ئې بد او رد پر وايي ؟
درنښت
و.افغان
11.06.2010
د بحث ټولو محترمو او درنو ګډونوالو ته او بالأخص محترم معزز مولانا حليمي صاحب
ته نېکې هيلې او سلامونه وړاندې کوم.
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
راځم بحث ته،
دروند ورور کامران صاحب ډېر درنې په تول پوره علمي خبرې کړي دي، وسط يې نيولی
دی، عدل هم وسط دی، وخير الأمور أوسطها، د اهل السنت والجماعت عقيده تګلاره
هم وسط ده، د افراط او تفريط دواړو څخه ډېره لرې ده، دې امت ته هم الله جل جلاله
د وسط خطاب کړی دی: وکذلک جعلناکم أمة وسطالتکونوا شهداء علی الناس.
مونږ په مبارک دين اسلام کې څلور شرعي مصادر لرو، چې هغه قرآن او سنت دی، درېم شرعي مصدر د امت اجماع ده، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (لا تجتمع أمتي علی ضلالة) (زما أمت په ګمراهۍ باندې نه سره ټوليږي)، اجماع په حقيقت کې د شرعې دوه لومړنيومصدرونو ته په استناد منځ ته راځي، څلورم شرعي مصدر قياس دی، چې هغه هم په خپل ذات کې مشروع مصدر دی، صحيح او خطا يې د استعمال په طريقې کې نغښتلي دي.
دا چې له دغو مصادرو څخه څوک د احکامو د راويستلو حق لري؟
نو دغه احکام دوه ډوله دي؟
لمړی ډول: منصوص عليه احکام دي، چې هر مجتهد او کوچنۍ طالب العالم هم کولای
شي، چې په مفهوم يې ورسيږي، او دغه احکام په لمړنيو دريو مصادرو کې منحصر
دي.
دويم ډول: غير منصوص احکام دي، چې دقيق اجتهاد او استنباط ته اړتيا لري، دقيق
اجتهاد او استنباط په هغو قرآني او حديثي نصوصو کې رامنځ ته کيږي، چې عبارة
النص يې په مطلوب حکم دلالت نه کوي، مګر اشارة النص يا اقتضاء النص يې پرې
دلالت کوي، ددغه وروستي دوه حالتو په اجتهاد باندې هغه علماء قادر دي چې د
شرعي نصوصو په اشاراتو او اقتضاءاتو پوهيږي.
ورپسې هغه استنباط او اجتهاد دی چې د قياس په واسطه رامنځ ته کيږي، او قياس
دېته ويل کيږي، چې يو غير منصوص عليه فرعي حکم ته د يو منصوص عليه حکم
د يوه مشترک علت په اساس ورکړ شي.
دا کار هم د مجتهد کار دی.
خو اجتهاد بيا په دوه ډوله دی:
اجتهاد کلي دی،
بل اجتهاد جزئي دی، د شرعي علمي تخصص مراعات، نن سبا تقريبا همدغه
اجتهاد جزئي تر سترګو کيږي، او د اجتهاد کلي علماء د ګوتو په شمار يا له هغې
هم کم دي، البته د اجتهاد کلي لپاره په دې زمانه قوي علمي فقهي مجامع شته دي،
چې د اجتهاد جماعي له لارې هر ډول فيصلې کوي، يو مثال يې د رابطة العالم
الاسلامي منظمې پورې تړلی المجمع الفقهي دي.
نو که څوک په يو مخصوصه څانګه کې پوهه ولري، نو کولای شي چې په هغې کې
اجتهاد وکړي، ولکن من تکلم في غير فنه أتی بالعجائب.
په نورو فنونو کې چې د ده تخصص نه وي؛ له اجتهاد څخه دې ځان ساتي.
تقليد څه ته وايي:
که ووايو چې تقليد: قبول قول الغير من غير دليل ، ته وايي، نو تقليد ناروا او حرام دی،
ځکه چې د مسلمان لپاره مقدس مصادر قرآن او سنت دی، او څه چې د قرآن او سنت
تابع دي، او مسلمان بايد په دې مجمل حکم باندې پوره پوه شي، او ايمان پرې ولري،
له دې ستونځې څخه د وتلو لاره ډېره آسانه ده، هغه دا چې ملايان د قال الله او قال
الرسول صلی الله عليه وسلم مدرسه ژوندی کړي.
کله چې د کومې علمي مسئلې پوښتنه ترې کيږي، نو هغه ته نه دي پکار چې يواځې
د حرام، حلال، لا يجوز، او يجوز فتوا ورکړي او ساکت پاتې شي، پکار ده چې
داسې ووايي: دا کار حلال دی، او دليل يې دا دی، دا حرام دی او دليل يې دادی، داسې
به د هغه ملا غاړه هم خلاصه شي، او د هغه مستفتي او سوال کوونکي غاړه هم.
خو په ځينو علمي دقيقو مسئلو کې بيا هم حتی د طلاب العلم لپاره دتقليد څخه خلاصون نه وي، نو تقليد په دغه وخت د ضرورت په اندازه روا دی، ځکه چې شرعي
قاعده ده چې وايي: الضرورة تقدر بقدرها.
مثال يې: د حديثو په تخصص کې د علماوو تصحيح او تضعيف منل، د رواتو په
اړه د هغوی تجريح او تعديل منل په هغه صورت کې چې د راوي د حال اخبار نه وي،
بلکه د راوي په هکله دراسه يا څېړنه وي، او مونږ ته يې يو مختصر حکم د راوي
په هکله ايښی وي.
نو په دې بناء څوک چې مطلق تقليد ته شرک وايي؛ خبره يې ډېره ستونځمنه ده.
نورې بيا .... چېرته روان يم.
په درنښت
12.06.2010
[quote:03e4de463d]
آيا وهابيت په اسلام کې شته ؟[/quote:03e4de463d]
محترم مؤمن صيب او درونو ګډونوالو ته سلام !
که موخه د خرافاتو پر ضد اسلامي تنوير او تبليغ وي ، نو داد هر ديني عالم دنده ده او وهابيت يا بلې کومې ډلې ته نه بيلګړې کيږي!
په دې صورت کې بايد تل وويل شي چې د اسلام له مخې په دې برخه کې داسې حکم دی، اسلامي فقه داسې وايي، ياپه دې اړه اسلامي دريځ دادی ، نه دا چې
زمونږ عقيده داسې ده، زمونږ (جمع) نظر دادی او يا مونږ ....، او مونږ .... او مونږ داسې وايو او دوی يا هغوی داسې وايي : !
دلته د محترم استاد حليمي صاحب برحقه پوښتنه هر چاته پيدا کيږي چې
اصلآ دا مونږ، او مونږ او مونږ او دوی او ځينې، دوی او هغوی دلته څوک او کومه ډله ده ؟
همداسې ده، د استاذ حليمي صاحب اندېښنه او پوښتنه دواړه پر ځای دي.
او ايا په اسلام کې د يوې ډلې په نامه تبليغ به سم کار وي ؟ که د يوې ډلې په ګټه تبليغ هدف نه وي، نو ولې د يوې ډلې په نامه تبليغ وشي؟؟؟؟ او که ډله هدف وي، نو د تبليغ له طرز او توګې څخه مو په څرګنده توګه بريښي چې د وهابيت ډله ده، نو آيا داسې ډلې او روشونه لکه وهابيت ، پنجپيري، او نورې په اسلام کې جواز لري ؟؟؟؟؟؟
که جواز پيدا کړي دسياسي لوبو ډګر ګرځي او سره له دې چې جوزاز نه لري، سياسي هدفونو له پاره نوموړې ډلې په هند، پاکستان او عربي هيوادونو کې
رامنځته شوي دي ، چې يوه فعاله سياسي ډله يې هم وهابيان دي !
د اسلامي خلافت پر ضد ، په تيره بيا د ترکيې له مرکزيت سره يې د وهابيانو مبارزه
د انګليسي استعمار له خوا د حمايې سبب شوه
او اصحابانو (رضی الله عنهم) ، امامانو، وليانو منل شوې مقام نسبي او کم اهميته کول ځان ته د يوې ډلې په نامه د مقام او نفوذ موندلو سياسي هڅه ثابتيږي ، دوی پر ټولنه او سياسي واکمنيو مسلط شي ، لکه د سعودي شاهي کورنۍ چې د وهابيت په نامه خبله واکمني ټينګه کړې او په ڼړۍ کې هم يو وهابي انترناسوناليزم پلی کول غواړي!
وهابيزم او اخوانيزم په ميتود او هدف کې سره سياسي خور او ورور بريښي . آيا دواړه د يوې سياسي مذهبي لارې څخه ځان قدرت ته رسول نه غواړي ؟؟؟؟
ـــــــــــــــــــــــــــــ
پتوال صاحب: په ناپامۍ کې مې خپله ليکنه د (تغير کړئ) د کېکاږلو
له لارې ستاسو په ليکنه کې ثبت کړه، بېرته مې له خپلې ليکنې څخه ستاسې اقتباس شوې خبرې راوويستې، او ستاسې په نوم مې ثبت کړې، که څه په کې
کم کوز شوي وي؛ نو بخښنه غواړم.
وهاج ساپی.
و.افغان
12.06.2010
[quote:bccd3d5ccf]
آيا وهابيت په اسلام کې شته ؟[/quote:bccd3d5ccf]
نه، په اسلام کې وهابيت نشته، پنجپيريت نشته، بريلويت نشته، اسلام منوونکو
ته مسلمانان ويل کيږي الله جل جلاله فرمايي: هو سماکم المسلمين من قبل،
خو کله چې د وخت په تېرېدو سره په اسلام کې نوي مبتدع مفاهيم راپيدا شو؛ نو
د دغو نويو مبتدعو مفاهيمو والا خپل ځان لپاره يا نورو د هغوی لپاره هغسې
القاب اختيار کړل؛ چې د هغوی په عقيدوي مفاهيمو اسم علی مسمی وو، د اهل السنت والجماعت اصطلاح را منځته شوه، ځکه چې داسې خلک راووتل، چې
نبوي سنت يې تر پښو لاندې کړل، او په دروغو يې ځانونه آل البيت پورې وتړل، او
په ځانونو باندې يې د شيعة آل البيت نوم کېښود، نو مقابل ته يې اهل سنت پاتې شو، څوک چې د نبوي
سنتو معتقدين وو، همدارنګه ځينو خلکو په شرعي خلفاوو باندې خروج پيل کړ، چې هغوی ته خوارج وويل شول، څوک چې د اسلامي امت سره يوځای پاته شو، هغوی د الجماعت په نوم ياد شو، نو اهل السنة والجماعت شو.
دغه اصطلاح تر اوسه پورې د شيعه او سني تر منځ د توپير لپاره کارول کيږي.
راځم وهابيت او پنجپيريت ته، دغه لقب تر اوسه هيچا ځان لپاره نه دی استعمال کړی،
البته د نورو له خوا پرې ايښودل شوی دی، پنجپيريان د مولوی صاحب محمد طاهر
پنجپيري شاګردانو ته ويل کيږي، مولوی صاحب طاهر يو موحد عالم وو، د پنجپير
د کلي اوسيدونکی وو، د العبادة يا الألوهية په توحيد کې نه هيرېدونکې هلې ځلې
لري، دې فاضل انسان په داسې وخت کې د قرآن کريم ترجمه او تفسير پيل کړه، چې
شاوخوا ملايانو د قرآن ترجمه کفر او حرام بلله، خو ده دا مبارزه پيل کړه، څنګه چې
قرآن د توحيد کتاب دی، هر قسم شرکيات او مزخرفات په قرآني نصوصو رد کيږي؛نو
دی د دغې ترجمې له وجهې له مبتدعينو سره لاس او ګرېوان شو.
لنډه دا چې دا د شيخ محمد طاهر پنجپيري يو تجديدي کوښښ وو، چې له اخلاص
ډک وو، او الله جل جلاله ورته قبول وليکه، ډير خلک الله جل جلاله د ده په وجه له غلطو
عقيدو څخه خلاص کړل، او پاک قرآني او نبوي منابعو ته يې راوګرځول.
وهابيت هم همداسې دی، زه تر اوسه د وهابيت په نامه کوه مشخصه فرقه نه پېژنم، کومه چې محمد بن عبد الوهاب ته منسوبيږي، تر اوسه په سعودي کې نشته ده،
سعوديان د امام احمد بن حنبل په مذهب دي، لکه څنګه چې ځمونږ افغانان د امام
ابو حنيفه په مذهب دي.
د جزيرة العرب سيمه باندې مختلف حالتونه تېر شوي دي، ويلای شو، چې په دغه
سيمه کې له شپږم هجري قرن څخه راپدېخوا علم ورو ورو له منځه تللو، او اسلامي
علمي مدرسو د نورو ښارونو په لور کډه کوله، جهل ډېر خپور شو، خلک له صحي
قرآني او نبوي لارې څخه لرې شوي وي، په بدعتونو او شرکياتو اخته وو، تنها په
د البقيع الغرقد په مقبره کې په قبرونو 70 قبې وهل شوې وې، چې خلکو به هلته د
غير الله عبادت کاوه، همدارنګه د نجد په سيمه کې قبرونو ته خلک ورتلل، طوافونه
يې ترې کول، د قبرونو والاوو څخه يې خپل حاجتونه غوښتل، د نبوي سنت نور په خلکو کې مړ شوی وو.
د سياسي او اجتماعي لحاظه دغه منطقه کې ډېر ظلمونه، زورواکۍ، او ملوک الطوائفۍ روانې وې، هرې کوچنۍ منطقې ځانته امير درلود، او لکه چې جاهليت
به د عربو کوچنيو ډلګيو په يو بل بريد کاوه، او غنيمتونه به يې نيول؛ دوی هم دغه
کار کاوه، څنګه چې دغه سيمه ټوله يوه وروسته پاتې سيمه وه، او هيڅ اقتصادي
رول يې په عالم اسلامي کې نه لرو، نو هلته د اسلامي ترکي خلافت نښې نښانې هم
نه ليدل کېدې، يواځې مکه او مدينه وه، چې هغوی کې ترکانو قرشي اشراف (سيدان)
د اميرانو په حيث ټاکلي وو، او هغوی هم د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د هغو روانو
خرافاتو او مزخرفاتو سره سرونه خورول، او په مقابل کې يې هغوی ته مادي ګټې
رسېدلې.
په دغه وخت کې محمد بن عبد الوهاب خپل تجديدي دعوت پيل کړل، چې له دعوت
سره يې وکولای چې يو دولت هم جوړ کړي، البته د ترکانو په ضد يې جګړه نه ده، او
نه يې له ترکانو منطقې نيولي دي، خو ترکانو وروسته د يوې حملې په نتيجه کې دهغوی
دولت ړنګ کړ، دويم ځل بيا هغوی خپل دولت جوړ کړ، د خپلمنځي جګړو له امله يې
دولت له منځه لاړ.
دا چې وروسته د انګرېز په برکت په عربو کې د ترکانو په ضد د عربي قوميزم وينه
وچلېده، او ورسره د
محمدبن عبد الوهاب له تجديدي دعوت څخه هم په کې استفاده وشوه؛ نو دا وروستی
حالت د محمد بن عبد الوهاب هغه پاک تجديدي دعوت نشي خدش کولای.
دا هم بايد هېر نه کړو، چې ترکي خلافت په خپل داخل کې ډېر داسې قوي عوامل پيدا
کړل، چې د خلافت د سقوط سبب شول، فکر کوم چې د عربي قوميزم عامل به د دغو
داخلي عواملو په وړاندې يو ډېر کمزوری عامل وو.
[quote:bccd3d5ccf]
محترم مؤمن صيب او درونو ګډونوالو ته سلام !
که موخه د خرافاتو پر ضد اسلامي تنوير او تبليغ وي ، نو داد هر ديني عالم دنده ده او وهابيت يا بلې کومې ډلې ته نه بيلګړې کيږي!
په دې صورت کې بايد تل وويل شي چې د اسلام له مخې په دې برخه کې داسې حکم دی، اسلامي فقه داسې وايي، ياپه دې اړه اسلامي دريځ دادی ، نه دا چې
زمونږ عقيده داسې ده، زمونږ (جمع) نظر دادی او يا مونږ ....، او مونږ .... او مونږ داسې وايو او دوی يا هغوی داسې وايي : ![/quote:bccd3d5ccf]
ډېره ښه پتوال صاحب، مقصود همدغه دی، کله کله د مزيد حماس له وجهې له ځينو
ځوانانو اصل مقصود خطا شي.
[quote:bccd3d5ccf]
دلته د محترم استاد حليمي صاحب برحقه پوښتنه هر چاته پيدا کيږي چې
اصلآ دا مونږ، او مونږ او مونږ او دوی او ځينې، دوی او هغوی دلته څوک او کومه ډله ده ؟
[/quote:bccd3d5ccf]
همداسې ده، د استاذ حليمي صاحب اندېښنه او پوښتنه دواړه پر ځای دي.
[quote:bccd3d5ccf]
او ايا په اسلام کې د يوې ډلې په نامه تبليغ به سم کار وي ؟ که د يوې ډلې په ګټه تبليغ هدف نه وي، نو ولې د يوې ډلې په نامه تبليغ وشي؟؟؟؟ او که ډله هدف وي، نو د تبليغ له طرز او توګې څخه مو په څرګنده توګه بريښي چې د وهابيت ډله ده، نو آيا داسې ډلې او روشونه لکه وهابيت ، پنجپيري، او نورې په اسلام کې جواز لري ؟؟؟؟؟؟
[/quote:bccd3d5ccf]
په اسلام کې حزبيت نشته، ګونديتوب نشته، تحزب او تعصب بايد د حق لپاره وي،
د کتاب الله او سنت رسول الله لپاره وي، په داسلام دا ګونديتوبونه جواز نه لري، لکه
څرنګه چې د کتاب الله او سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم له تګلارې څخه تنازل
جواز نه لري.
[quote:bccd3d5ccf]
که جواز پيدا کړي دسياسي لوبو ډګر ګرځي او سره له دې چې جوزاز نه لري، سياسي هدفونو له پاره نوموړې ډلې په هند، پاکستان او عربي هيوادونو کې
رامنځته شوي دي ، چې يوه فعاله سياسي ډله يې هم وهابيان دي ![/quote:bccd3d5ccf]
سياست په هيچا حکر نه دی، ملا او طالب چې په سياسي لوبه ځان پوه کړي، او د
سياسي لوبې په قوانينو او قواعدو مقتنع او ځان ورته تسليم کړي؛ نو حق لري چې
د سياسي لوبو ميدان ته ورکوز شي، البته څوک چې د خپل شخصي مفاد او چوکۍ
لپاره د اسلام نوم استخداموي، د اسلام په نوم جنايات او جرمونه کوي، نو هغوی
له يهودو هم بدتر دي، د اسلام سرسخت دښمنان دي، چې بايد به هر زمان او هر مکان کې خلکو ته روسوا شي، يو مثال يې ځمونږ د وطن ځينې اخوانيان دي، چې الحمد لله
لوی الله جل جلاله وشرمول، تاسو ټول يې پېژنئ.
[quote:bccd3d5ccf]
د اسلامي خلافت پر ضد ، په تيره بيا د ترکيې له مرکزيت سره يې د وهابيانو مبارزه
د انګليسي استعمار له خوا د حمايې سبب شوه
[/quote:bccd3d5ccf]
مخکې مې وويل، چې وهابېزم له ترکيې سره مبارزه نه ده کړې، او نه د وهابيانو په نوم
کومه ډله وه، چې له ترکيې سره يې جګړه کوله، کومو عربو چې ترکانو سره جګړه کړېده
هغه يې د عربي قوميزم او فاشيزم په اساس باندې کړېده، دغه قومي فاشي جګړه د
محمد بن عبد الوهاب تجديدي دعوت هيڅکله نشي خدش کولای، د کوم مبارک
دعوت آثار چې اوس مونږ په خپلو رڼو سترګو په ډېرو خلکو او ډېرو ځمکو کې وينو.
لکه څرنګه چې د مولوی صاحب محمد طاهر پنجپيري د مبارک دعوت آثار مونږ په
ډېرو منطقو او ځايونو کې وينو، که له دې وروسته د پنجپيريت په نوم يو سياسي
ډله جوړيږي؛ او له دغه نوم څخه ناجايزه استفاده کوي؛ نو هيڅکله د مولوی صاحب
محمد طاهر پاک دعوت او پاک نوم ته ضرر نشي رسولی.
[quote:bccd3d5ccf]
او اصحابانو (رضی الله عنهم) ، امامانو، وليانو منل شوې مقام نسبي او کم اهميته کول ځان ته د يوې ډلې په نامه د مقام او نفوذ موندلو سياسي هڅه ثابتيږي ، دوی پر ټولنه او سياسي واکمنيو مسلط شي ، لکه د سعودي شاهي کورنۍ چې د وهابيت په نامه خبله واکمني ټينګه کړې او په ڼړۍ کې هم يو وهابي انترناسوناليزم پلی کول غواړي![/quote:bccd3d5ccf]
محترم پتوال صاحب: تاسو خو به حدس وهئ، خو مونږ هر څه له نږدې ګورو، د سعودي
دولت په خپلې خارجي اجنډا کې دا پروګرام نه لري، چې د نورو هيوادونو خلکو عقيده
او ثقافت بدل کړي،او نه د خلکو عقيدوي بدلون ته زړه ښه کوي.
صحي ده چې دلته الحمد الله خلک د توحيد عقيده لري، او
علماء ټول موحدين دي، هغوی د خپل ديني اخلاص له وجهې خپل فردي کوښښونه
کوي، مګر د دولت په سطحه داسې اجنډا نشته، خو بالمقابل ايران په ډېرې
سپينسترګۍ د اسلامي نړۍ په سني هيوادونو کې د تيلو د پيسو په زور، د صيغې
او خمس په زور خلک شيعه کوي، او دين يې وربدلوي، په ايران کې د ايرانيانو په
قول په لکونه خلک په لوږه شپې او ورځې تېروي، خو د تېلو په کوهيو آخوندان ناست
دي،او ټولې پيسې د خپل عيش عشرت او ديني تبليغ لپاره خرچوي.
نو په داسې حال کې که د ايراني دولت په وړاندې يو بل داسې دولت وي، چې کم نه کم
د هغوی د هجوم مخه ډب کوي؛ نو په دې څه بدي ده؟
زه خو وايم، چې الله جل جلاله دې سعودي دولت دا توفيق ورکړي، لکه څنګه چې
ايرانيان دتبشير شيعي لپاره کار کوي، دوی يې د تبشير سني لپاره وکړي.
[quote:bccd3d5ccf]
وهابيزم او اخوانيزم په ميتود او هدف کې سره سياسي خور او ورور بريښي . آيا دواړه د يوې سياسي مذهبي لارې څخه ځان قدرت ته رسول نه غواړي ؟؟؟؟
[/quote:bccd3d5ccf]
هغه څوک چې د دين له نوم څخه په استفاده ځانقدرت او دولت ته رسول غواړي؛ نو
زر وارې لعنت دې وي پرې، دغه ملعون له يهودو او نصاراوو څخه د اسلام غټ
دښمن دی.
خو هر مسلمان چې غواړي چې اسلامي تعليمات په خلکو کې خپور کړي، او د
سولييزې سياسي او ټولنيزي مبارزې له مخې کوښښ کوي چې اسلام نشر شي، او په
خلکو کې د الله کتاب او د رسول الله سنت حاکم شي؛ نو سل او زر بلکه په لکونو ځلې
دې ورته الله جل جلاله کاميابۍ په نصيب کړي.
عقل هم دا توجيبوي ، لکه څنګه چې ځينې خلقو کمونستانو ته دا جواز ورکاوه، چې
د کمونستي دعوت په لاس ځان چوکۍ ته ورسوي، يا نن د دروغجنې دموکراسۍ
د دعوت له لارې ځان قدرت ورسوي؛ نو ولې يو مخلص مسلمان دا حق ونه لري؛ چې د
اسلامي تبليغ او ديني نشر او پخش له لارې ځان په سولييزه توګه قدرت
رسوي؟؟؟؟!!!!! ، په دې شرط چې مخلص وي، او قول يې له فعل سره برابر وي، او
د اسلام له نوم څخه بده استفاده ونه کړي.
ځما په فکر لکه څنګه چې اسلام يو دين دی، چې خپل اصول او قواعد لري، همدارنګه
کمونستي او ديموکراسي هم يو ځانته جلا دينونه دي، چې خپل جلا اصول او قواعد لري،
البته د مسلمان، کمونست، او ديموکرات پورتنۍ فرضيه د مخلص مسلمان، مخلص
کمونست، او مخلص ديموکرات په هکله متصوره کيږي.
په درنښت
رښتینی
12.06.2010
.
ویل کیږی کله چی دتاتاریانو لښکری په بغداد راټیټی شوی هغه
مهال هم دبغداد په کومه څلور لاری کی دڅلورو مذاهبو داستازیو
ترمنځ شړکنده مناظره روانه وه دمناظرینو له خولو ځګونه بادیدل
او دخپل اړوند مذهب دترجیح او دمقابل لوری د دلایلو دمرجوحیت
په اړه یی خبری غځولی وی
هغه مهال به شاید دوخت خلیفه دملایانو په داډول جګړو کی خیر لید
ځکه یی ملایان په خپلو کی سره اخته کړی وو او دامت له اساسی
ستونزو غافله و و څو یی تاتاریان پر سرونو ودریدل او هغه خلیفه یی
هم دیوه فارسیوان شیعه ملا په مشوره په کمبلوکی ونغښت او او له
نړۍ یی رخصت کړ
موږ به له خپلو نورو ټولو درنو او پلنو ستونزو تیرشو دا نن سبا په
هیواد کی دتنصیر او تبشیر کار څومره تیز روان دی ایا دابه ښه نه
چی خپل قلمونه باندنی دښمن ته وګرځوو ددی په ځای چی په خپلو
کی سره اخته اوسو ؟؟؟؟
12.06.2010
درنو او قدرمنو ورونو وهاج ساپي صيب او حامد صيب او ټولو لوستونکو سلامونه اونيکې هيلې مې ومنئ !
محترم وهاج صيب يوعالم مننه چې په زړه پورې توضيحات مو په ليکه کړل . د ايران د سپينسترګو کلتوري او مذهبي مداخلو په وړاندې خو کلکه مبارزه اړينه ده، نه يواځې سعودي ، بلکې ټول اهل سنت او جماعت يې په وړاندې بايد
د اسلام عالمانه دفاع وکړي!
د ملازاده په نامه يو ايراني الاصله سني ملا مخکې په پيام افغان او اوس کله نا کله
د اريانا په تلويزيونونو کې د ايراني اخندانو پر ضد يو تنويري پروګرام چلوي، که سعودي عرب په فارسي ورته پروګرامونه رامنځته او تقويه کړي نتيجې به يې ديرې ښې وي !
حامد صيب ته همدومره ډاډ ورکوم چې ويره او انديښنه مه کوه ، مونږ په هېڅ
کوم اختلاف نه يو اخته، صرف پوهاوی به سره نه پريږدو ! وړانديزونه دې بالکل تاييدوم او نور تاسې دواړه معززين په لوی الله سپارم والسلام !
عادل عادل
13.06.2010
سلامونه
پدې اړه خو پخوا هم ډیر بحثونه شوي وو، راځئ چې د حامد ورور د وړاندیز په رڼا کې د باطلو ادیانو او بې دینئ د ترویج مخه ونیسو.
د مذاهبو په اړه د اختلاف اصلي اسباب ناپوهي او جهل دی، دا ډیر غټ ظلم دی چې عام مروجه خرافات څوک مذاهبو ته منسوب کړي، څلور واړه مذاهب د موجودو خرافاتو څخه بري دي، په همدې ډول د مذاهبو تش په نوم ټیکه داران شته چې هغه څه ته وهابیت وایي چې د قران او حدیث په بنا دده د مذهب اصول دي.
ما ډیر سلفیان وروڼه لیدلي چې د مذاهبو په وړاندې بې باکانه او ګستاخانه لهجه کاروي خو چې کله بیا په دیني مسایلو کې د بم بست سره مخ شي نو بیا د همدغه امامانو رحمه الله علیهم اجمعین کتابونه پسې ګوري او مسایل ترې غلا کوي.
ډیر داسې نور هم ډیر دي چې د کوچنیوالي څخه پدې عقیده اقرار کوي چې پنځه واړه مذاهب په حقه دي، خو چې غټ شي بیا به د خپلې عقیدې او اقرار خلاف شافعي مذهبو ته د وهابیانو په سترګه ګوري .
..Ahmadzai
13.06.2010
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[quote:7d3b64610d]وهابيت هم همداسې دی، زه تر اوسه د وهابيت په نامه کوه مشخصه فرقه نه پېژنم، کومه چې محمد بن عبد الوهاب ته منسوبيږي، تر اوسه په سعودي کې نشته ده،
سعوديان د امام احمد بن حنبل په مذهب دي، لکه څنګه چې ځمونږ افغانان د امام
ابو حنيفه په مذهب دي. [/quote:7d3b64610d]
ما ډير ځله د سعودي معتبرو علماؤ څخه أوريدلي چې فلانكۍ مسئلة كې د إمام حنبل نظر دا دى, د إمام مالك دا دى, د شافعي دا دى , د حنيفه دا دى, أو حق أو صواب ته نيژدې د فلانكي نظر يا راى دى, مثلاُ د شافعي يا حنيفي .........
معنى دا دى چې د سعودي علماء مذهبي تعصب نلري, أو د إمامانو نظرونو ترمنځ هغو ته ترجيح وركوي کوم چې د دوۍ په إعتقاد حق ته نيژدې.
أګر كه په رسمي بڼه د قضائي مسئلو إتكاء أكثر په حنبلي مذهب دى, خو بيا هم دوۍ څلور واړه مذهبونه تر يو څه حده كاروي, أو مقصد يې حق لټول دى.
أما وهابيت , د يو مذهب يا ډلې په حيث سعودي عربستان كې وجود نلري, أو د نورو له خوا پر دوئ يو تحميل سوى نوم دى, چې غرضي دى.
د سعودي دولت أو أكثر خلك سلفيان دي, چې محمد بن عبدالوهاب هم سلفي وو, أو سلفيت ته يې دعوت كړى, خلك يې د جهل د تياروڅخه د توحيد رڼا أو حقې لارې ته رابللي, خداى دې پرې ورحميږي.
[quote:7d3b64610d]خو هر مسلمان چې غواړي چې اسلامي تعليمات په خلکو کې خپور کړي، او د
[color=darkred:7d3b64610d]سولييزې سياسي[/color:7d3b64610d] او ټولنيزي مبارزې له مخې کوښښ کوي چې اسلام نشر شي، او په
خلکو کې د الله کتاب او د رسول الله سنت حاکم شي؛ نو سل او زر بلکه په لکونو ځلې
دې ورته الله جل جلاله کاميابۍ په نصيب کړي. [/quote:7d3b64610d]
دلته دې هم ښې خبرې كړي,
خو كله هم سوليزې سياسي هڅې ناكاميږي, أو بيا نو له زور څخه پرته بل څه پاتې نه وي, كنه نو دعوت د إضمحلال سره مخامخ كيږي, بيا نو جهادي مبارزه بايد رامنځته سي, أو واك په زور ترلاسه سي ترڅو د خداى حكم قايم سي, أو حق غالب سي, منكرات دفع سي, أو د خلقو عقائد تصحيح سي.
په درنښت
larghonay laraway
13.06.2010
السلام عليکم!
مؤمن مهاجر صيب په فکر او مټو دې برکت شه. ډېره ښکلې موضوع دې وړاندې کړې ده او ډېر په زړه پورې عنوان دې ورته ټاکلی دی. (زمونږ دعوت او دعوتي تګلاره)
دا چې ځينې وروڼو ويلي چې افغانستان ته اسلام پخوا راغلی دی او تاسو اوس خلک اسلام ته رابولئ دا ډېره خامه او کمزورې خبره ده. ځکه زمونږ ټولنه تر پنځوس فيصده هم کمه د ليک لوست له نعمته بې برخې ده. دوی ته مونږ خدای مه کړې کافر نه وايو خو دا چې څوک د دين له احکامو ناخبره وي او د دين زده کړې ته يې دعوت کړې دا يو ښه کار دی. دعوت بلنې ته وايي که يو شپانه ته ووايې چې مسلمانه شپنه وروره راځه لونځ زده کړه او بل دهقان ورور ته ووايې چې مسلمانه دهقانه وروره راځه د لمانځه معنی، د غسل فرضونه زده کړه، قومي مشر ته ووايې چې مسلمانه مشره راځه د قرآن ترجمه زده کړه چې خدای مونږ ته څه وايي او داسې نور دا ټول هغه شيان دي چې افغانستان ته به پخوا راغلي وي خو اکثرو خلکو ته نوي دي ځکه چې نه پرې پوهېږي. نو د (دعوت ښکلې کليمه چې دلته کافر ته د دعوت په معنی نه بلکې د (بلنې) په معنی ده چې خپل مسلمان ورور ته د دين، توحيداو ديني احکامو د زده کړې دعوت ورکړې نو دې کې څه بدي ده؟
زمونږ ټولنه مسلمانه ټولنه ده خو د دين د زده کړې او فهم له مخې يوه غريبه او فقيره ټولنه ده چې ډېره بې برخې پاتې شوې ده. او دا د هغو نيمچه ملايانو له لاسه چې دين يې د ډوډۍ ګټلو او مزدورۍ وسيله ګڼلې ده.
د دې ترڅنګ زمونږ يو شمېر په دين پوه وروڼه هم په دعوت کې يو څه توند او تريخ چلند کوي خو بايد دې ته يې پام وي چې الله جلا جلاله وايي: (وقولوا لهم قولاً لينا) يا (رحماء بينهم)
كريم كامران
13.06.2010
[quote:dbf916f847="larghonay laraway"]الله جلا جلاله وايي: (وقولوا لهم قولاً لينا)[/quote:dbf916f847]
فقولا له قولا لينا....
شبيراحمد
13.06.2010
ټولوګرانوته سلامونه اوښې هيلي
لرغوني لاروي ليکلي
[quote:5db84661c3]د (دعوت ښکلې کليمه چې دلته کافر ته د دعوت په معنی نه بلکې د (بلنې) په معنی ده چې خپل مسلمان ورور ته د دين، توحيداو ديني احکامو د زده کړې دعوت ورکړې نو دې کې څه بدي ده؟[/quote:5db84661c3]
ګرانه په دې اړه دحليمي صيب پوښتنه يوځل بياولوله چې څه وايي
اوکه ته وايې چې مالوستلي نوبياځان راته معريفي کړه چې تاسوڅوک ياست ؟
دعوټ هرڅوک مني چې هيڅ مسلمان ترانکارنه کوي ليکن ددعوت تګلاره مختلفه ده څوک يې په څه ډول اودڅه لپاره کوي اوڅوک يې دڅه .
که ستاسومراد دپاکستاني تبليغيانودعوت وي نه دوهابيانو نوبيايې هم په خداى که راباندي ومنې ځکه چې پاکستاني تبليغيان هم له وهابيانوکم نه دي اونه هم له اوسني وچ کلک پنجپيريت نه کم دي .
هسي په خوله داسلام دعوت چلوو چيغي وهي خوپه زړه کي يې له شپږونمبروورپه هغي خوابل هيڅ شى رواندى .
اوکه وايې چې مومن مهاجروروربل اوښه دعوت ته ملاتړلي ده نوبيادمومن مهاجرنوري لکني هم ولوله چې ده له څه شي هجرت کړى له مانهى الله عنه نه اوکه له ماامرالله عليه نه ؟؟؟
عادل عادل ليکلي
[quote:5db84661c3]ډیر داسې نور هم ډیر دي چې د کوچنیوالي څخه پدې عقیده اقرار کوي چې پنځه واړه مذاهب په حقه دي، خو چې غټ شي بیا به د خپلې عقیدې او اقرار خلاف شافعي مذهبو ته د وهابیانو په سترګه ګوري [/quote:5db84661c3]
دومره عادل لکه ته چې يې !!!
پنځه واړه مذاهب حق دي :lol: :lol: :lol:
و.افغان
13.06.2010
شبير خانه محترمه!
تاسو چې د بل معرفي کېدل اړين ګڼئ؛ نو مهرباني وکړئ لمړۍ خپل ځان
نورو ته معرفي کړئ!
ګرانه وروره! الحمد لله ټول مسلمانان يو، دلته د بحث په خونو کې سره راټول يو،
په ځينې مسائلو کې به اختلاف نظر
ضرور لرو، خو دغه اختلاف نظر به د زړونو په اختلاف او کوږوالي نه بدلوو.
دلته د بحث خونې د همدې لپارې عيارې شوي دي، چې يو بل سره اندونه شريک کړو،
بحث وکړو، او څه مفيدې نتيجې ته ورسيږو، ضرور نه ده چې څوک خپل نظر په نورو
په وچ زور تحميل کړي.
نو ګرانه، که د دعوت په اړه څه نظر لرې، نو راميدان ته يې کړه، چې ترې مستفيد شو.
دا وواياست!
چې دعوت څه شی دی؟
څوک داعي جوړېدی شي؟
څنګه دعوت وکړئ شي؟
په دعوت کې له هر څه مخکې بايد په څه پيل وشي؟
د چا لپاره دعوت وکړی شي؟ د الله جل جلاله کتاب او د رسول الله صلی الله عليه وسلم
سنت ته؟ او که د يوه شخص رأي او شخصي نظر ته؟
په دعوت کې دې مقدس منابع بايد څه وي؟
په قبر کې،او د قيامت په ورځ کې له تا څخه په کوم څه د ايمان راوړلو او ورته د دعوت
کولو پوښتنه کيږي؟
تاسو محترم د قرآن او سنت په رڼا کې، او سلفو صالحينو په فهم سره خپل مدلل معلومات له مونږ سره شريک کړئ، دا فوروم د همدې لپاره دی چې يو له بل څخه يې زده
کړو، د هغه کوچي او هندو کانه به نه کوې، چې نه د بل چا منې، او نه يې بل ته ورښيي.
په درنښت
شبيراحمد
14.06.2010
ټولوته په ټوله مينه اوپه خاصه توګه ښاغلي قاري صاحب ته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترما ! زه داهل سنت والجماعت عقيده لرم
ددعوت منابع مي قرآن اوسنت دي
څلورواړه مذاهب حق ګڼم نه پنځه
په ګران هيوادکي د موږ دوئ او زمونږ او د دوئ توپيرنه منم
زه په يوازي تن ياله ملګروسره دعوت نه چلوم بلکه دټول هيوادله علماء کراموسره
يوځاى دعوت چلوم خپلوملګروته داسي هدايت نه کوم بلکه دټول افغان علماء کراموته داوړانديزلرم چې په هيوادکي له ډلوټپلوڅخه مخه ونيسي لکه څرنګه يې
چې قرآن کريم لارښونه کړي ده اوپه دين کي يې دډلوپيداکول منع کړي دي .
زه غواړم ټول په دالله جل جلاله په رسۍ منګولي ټينګي کړاو د ولاتفرقوامصداق وګرځو
نه داچې يويې په يوه ډله اوبل يې په بله ډله پوري تړاو ولرواوبيانوله خپله ځانه
په دين کي نوي نوي خرافات رامنځته کړو
لکه دقياس غلط ثابتول اوداسي نور ...............
نوګران قاري صاحب که په تاسوزمادپنځومذاهبونه مننه
درنه تمامه شوي وي بشنه غواړم .
مومن مهاجر
14.06.2010
ټولووروڼوته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! هیله ده چي ټول په خپل دیني اودنیوي ژوندکي بریالي یاست .
زه داڅوورځي نه وم پرموضوع ډېرې لیکنې شوې یوڅه مي ولوستې اویوڅه راڅخه پاتي دي .
زه به داسلامي دعوت په اړه په لنډډول خپل نظردرته وړاندي کړم .
اول : هرمسلمان په دې ملکف دی چي ترخپله وسه دین زده کړي،عمل پرې وکړي اونوروته یې وښيي .
دویم : اسلام امرکوي چي که نه پوهېداست له اهل الذکرڅخه پوښتنه وکړئ څوسمه مسئله درته بیان کړي،داهل لذکرمسؤلیت دادی چي داړوندې مسئلې په اړه هغه څه ورته وړاندي کړي چي ددین له اصلي مراجعوسره توافق لري داخبره که هرچاکړي وي اوپه هرډول ده ته رسېدلې وي،خوچي دموضوع په اړه یې دلیل راجح وي .
درېیم : په اسلام کي دننه داشخاصوپه نوم ډلې نه جوړول،دیوشخص پرافکاروبې دلیله ټنیګارنه کول،که څه هم ډېرلوی اوسترعالم وي هرڅه بایددانصاف په تله کي وتلل شي دهرچارایه اونظرچي له قرآن کریم اونبوي صحیحواحادیثوسره ډېرسمون لري په هغه بایدعمل وشي اونوروته هم ورسول شي .
څلورم : دتقلیدپه نوم له منازعې ځان ساتل په دې معنی چي په قرآن اوصحیحواحادیثوثابت شیان بایدپه دې وجه پرنوروحرام نه شي چي په دې فلاني عالم استدلال کړی . زه دهغه مقلدنه یم،ځکه عمل نه پرې کوم اوکه یې بل څوک پرې کوي هغه مي هم بدایسي،په هرڅه کي عدل په کاردی داسي چي ددیني احکاموپه لړ کي دشخصیت پالنې نظریه ترک اودحق منلومفکوره دودشي وبس .
ع کريم حليمي
14.06.2010
وعلیکم الیلام و رحمة الله و برکاته
مهاجر صاحب ، تاسو په دېٖ نظر عقیده یاست چه : اول قیاس ابلیس وکړچي پکي خطاشونوچاچي په دین کي قیاس وکړالله به یې له شیطان سره ملګری کړي
تاسو حواله ورکړیٖ وه پر سنن الدارمي باندي ، ککرۍ شپه مي پر سر واخسته چه په درامي دغه بَاب تَغَيُّرِ الزَّمَانِ وَمَا يَحْدُثُ فِيهِ پېداکم ، د الدرامي تر مقدمې تېرېدلمه درې واره مي کتاب له سره ترتایه تېز وکتلۍ
حواله مي په لاس نه راغله اخیر وار می د کتاب مقدمه وکتل د زمان باب مي په سترګه سوو
خپل سوال ته راځم
وروره شیطان قیاس نه دۍ کړئ !!!، داچه ستاسو (موږ) وایاست ( اسلام کي حقيقي اصول يوازي دوه دي يعني قرآن کريم اوصحيح نبوي سنت له دې پرته دهيچا نظر،رايه اواجتهادپه اسلامي شريعت کي دحجت ځای نه لري ) کولې سۍ چه زموږ لوستونکو ته د قران له نص څه حواله راکړي ؟؟؟ چه شیطان قیاس کړئ وو !!
درنښت
larghonay laraway
14.06.2010
سلامونه!
شبير صيب ستاسو بحث پر موضوع دی او که د چا پر شخصيت؟
که پر موضوع بحث وي نو د مؤمن مهاجر ورور له خوا بحث ته وړاندې شوې موضوع خو (زمونږ دعوت او دعوتي تګلاره) ده چې ما پرې خپل نظر وړاندې کړی دی. خو دا چې تاسو له يوې خوا وايئ چې ډلې ټپلې نه جوړووم او له بلې خوا بيا پوښتنه کوئ چې تاسو څوک يئ؟
نو ما خو تر اوسه په دې بحث کې کوم کافر نه دی ليدلی د لرغوني لاروي په نامه له پخوا راهيسې ليکنې کوم خو الحمد لله او هغه د ملايانو خبره ثم الحمد لله چې مبتدع او بريلوی نه يم.
پاتې شوه د مذاهبو د منلو خبره
مذاهب او نور ديني کتابونه تر هغې پورې منم چې له قرآن او حديث سره يې ټکر نه وي راغلی.
د خلاصې غوندې بې مور او پلار يعنې بې مؤلفه کتاب مې نه خوښېږي!
په دين پسې د بدعاتو او رواجونو تړل مې هم نه خوښېږي!
د قران ژباړه مې ډېره زياته خوښېږي!
د مړي له کورنۍ سره غم شريکي کووم او که ګاونډي مې مړ شي نو د (بدرګې، سخات او مړ حلوا) په نامه يې د يتيمانو او نورو ورثه وو مال نه لوټم، بلکې کور ته ډوډۍ وروړم.
ځينې خبرې چې په حنفي فقه کې ليکل شوی او په قران او حديث نه دي ثابتې له هغو ځان ساتم.
مذهبي کتابونه زمونږ کار اسانوي او په معاملاتو کې راسره مرسته کوي خو د دې مطلب دا نه دی چې د مذهب په نامه هر هر څه ومنو يا دې د يو او بل مذهب په نامه سره دښمنان شو. دا ډېرې وړې او جزئي خبرې دي.
اصل کې توحيد او د توحيد عقيده ډېره مهمه ده. که عقيده دې خچنه او له خرافاتو ډکه وه نو که د څلور واړو مذهبونو فقې پر سر وګرځوې هم د يو توت ارزښت نه لري.
اوس د مؤمن مهاجر ورور ليکنې ته راځم چې دعوت دی. نو دعوت د هر مسلمان دنده ده چې خپل ورور او حتی انسانان د دوزخ له کندو راوګرځوي ځکه چې د قيامت په ورځ به ترې پوښتنه کېږي
تاسو او حليمي صيب ته هم د توحيد د عقيدې او دې عقيدې ته د دعوت چلونې توفيق غواړم .
مننه
larghonay laraway
16.06.2010
السلام عليکم!
محترم حليمي صيب لکه څنګه چې مو لومړی بحث پر شخصياتو پيل کړی ؤ نو هيله ده چې پر شخص او شخصياتو يې پای ته ونه رسوئ. دا خو د بحث موضوع نه ده چې د چا پر شخصيت وغږېږو بلکې د بحث موضوع (زمونږ دعوت او دعوتي تګلاره) ده . هيله ده چې نظر پرې ورکړئ.
احمدزي صيب هيله ده چې موضوع بلې خواته يونسې داسې شخصي توصيې بايد په شخصي پيغام کې واستول شي.
د حليمي صيب نظر اړين دی بايد څرګند يې کړي!
په همدې هيله
ستاسو لاروی
وصيل پېروز
16.06.2010
السلام عليکم
مومن مهاجرپه خپله وروستۍ ځوابي ليکنه کي ډېري غوره خبرې کړي زه هم په دې نظريم چي ديوچابايدړوندتقليدونه شي خبره بايدله قرآن اوسنت سره وتلل شي کومه چي درنه وختله پرهغه عمل وشي هغه که دهريوه امام، دهرعالم اوهرمومن شخص وي هيڅ پروانه لري چي دې ته اتباع ويل کېږي اوکه موږجامدتقليدغوره کړونويقيني خبره ده چي موږپريوه داسي لاره روان يوچي پای يې ډېرخراب دی ځکه موږچي دکوم چاتقليدکووهغه يوانسان دی اوهرومروخطاکېږي لکه څرنګه چي دا مثالونه موږليدلي دي که تاسوامام ابوحنيفه رحمه الله ته ځيرشئ نودی په خپلو اجتهادونوکي غلط شوی دی اوبيرته يې رجوع کړې ده خومتأسفانه موږپه خپله ټولنه کي داسي کسان لروچي لاهم په دې خبرنه دي چي له دې مسئلې امام ابوحنيفه رحمه الله رجوع کړې ده اواوس لاهم دفاع ترې کوي چي ژوندی مثال يې دايمان دزياتوالي اوکموالي دی .
په دې اړه امام ابن ابی العزالحنفي رحمه الله داخبره کوي چي امام ابوحنيفه رحمه الله له خپله پخواني دريځه تېرشوی اوپه اخيرکي يې دامنلې چي هوايمان زياتوالی او کموالی قبلولای شي خوچي اوس کوم عالم ته داسي خبره وکړې نوسمدستي به په جيب کي اچولې ټاپه درباندي ولګوي .
بله خبره داده چي که موږبالکل په دې ځای کي دامام ابوحنيفه رحمه الله قول پرېږدو مطلقاًقرآن اوسنت راواخلوموږډېرداسي څه موندلای شوچي په صريح ډول دايمان پرزياتوالي اوکموالي دلالت کوي .
ماوړاندي وويل چي بايدراجحه خبره ومنل شي چي ددې اصل په غوره کولوسره به زماپه نظرپه اسلامي ټولنه کي ډېری راټوکېدلي اختلافات له منځه لاړشي . دهمداسي ورځې په تمه