نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
01.06.2010
انډيوالانو دغه بحث د څه لپاره , ولې طرحه شه او نتيجه يې څه شی ده ?
زما په نظر خو ادبيات يې باد او عملي پلو او لوری يې يو پنډوسکی دی٠
دغه ياد شوي شيان زمونږ کلتور دي او په يوه باغ کې رنګا رنګ ګلان دي.
که خدای پاک ماته دومره توفيق را کړي چې دا ټول ګلان زه بوی کړم نو بيا به
مې ارمان په ژوند کې وخيڅي٠
هر قام يې ځانته خپل عادات ، حجره او رواجونه لري چې يو تر بل ښکلی اوښا
ئسته دي ٠ هر قا م يې ځانته جامې او کالي لري پګړۍ وهل يې فرق لري
دساري په توګه د مروتو جامې له ترينو سره ، د احمدزيو پګړۍ له مشرقي والو
سره فرق لري ٠ د ځاځويو او منګلو کوڅو له څادر سره فرق لري ٠
د ځوانانو لپاره :
دترينو پېغلې د سليمانخيلو له پيغلو سره په جامواو physiognomy کې فرق لر ي
اوداسې نور٠
دغه ديوه باغ ګلان په خپله ژبه او پښتنولي او اسلام ټول سره تړلي دي٠
خودغه پښتون اولس په خپل ملک کې کوز او پاس نه خپله ژبه لر ي اونه دولتي
واک٠ ددوی ددې بد بختي عوامل د لاروي صيب دتيوري اوعوامل ندي ،بلکې
ددوی دسياسي پوهې کمي ، پښتون نه پالنه ، دصداقت او ايمانداري کموالي دي ٠
ددې صفاتوپيدا کول يا له روزنې څخه په لاس راځي او يا له ډېر فشار څخه .
روزنه يې دتېرو دولتونو د لټي او خيانت مېوه ده چې پښتانه يې په غلطه لار سم کړي وو او دي٠ فشار هم پر دوی ټولو دومره ډېر نشته يو شمېر پکشې مري او بل
شمېر يې په دالرو جيبونه ډکوي٠
دپښتنود بيداري دمخ خنډونه نومونه ندي ، بلکې ددوی تربوي پورته يادشوي
صفتونه دي٠
عبد السلام
02.06.2010
ټولو ته سلامونه او درناوی:
داسې استدلال هم کیدای شي :
دجلال احمدزي خیال دقبیلوی ټولنې دمثبتو صفاتو په اړه، دقبیلوی ټولنې دیو غړې په حیث، راته اصیله ، ریښتینئ او کټ مټ دقبیلوی محصوره او مقید ژوند دخصلتونو او خصوصیاتو کلاسیکه نمونه ښکاري . ولې د احمدزي صاحب سیاسی او فکری لید لور، چې د قبیلوي انزوا اومحدودیته پراخ تر بریښي ، بیا دئ نه قبیلې ته ژمن ګڼي او نه جغرافی ته . بلکې خپلې سیاسی او عقیدوې تګلارې ته. چې داسې یو غبرګونئ فردی هویت پرته د یو نوعه فکری افتراق او schism څخه بل څه نشي ګڼل کیدای ، چې نه یواځې دد اوزما بلکې د ټولو بیرته پاتی ټولنو یوه عامه او نا ملموسه ابتالا ده . او علت یې هم فردی جهل نه بلکې ټولنیز جهل دی ، او هغه چې په کې په خبره پوه هم دي دهمدې قبیلوي ټولنې دمحدودیتونو،د تنګو دودونو ددغوښتنو اواقتضا په علت تر غوږو په کې لاهو دي اویا لاهو کیږي .
زمونږ پښتنو قبیلوی ژوند په تاریخی لحاظ په غیر منقطع او استمراری تکاملی سیر کې دی ، یعنی هیڅکله هم داسې ندې واقع شوي چې مونږ دې د خپل تاریخ په مسیر کې دقبیلوی ژوند څخه خلاص شوی یو ، او دیوې متمدنه ټولنې په توګه مو بیرته قبیلوی ژوند ته رجوع کړې وي .
په ا وسنی تاریخی مهال کې مونږ ددوه ستونزوسر لاس او ګریوان یو . يوه( دګلبلایزیشن) اوبله دټولنې دطبیعی پرمختګ ستونزه، چې مخکې له دې چې دپر مخ تللو ټولنو سره سیاله شي، په بیرته تګ محکومه شوي .
Globalization نن ډیرې پرمختللې ټولنې څناڅه primitive communism او یا بدایی ټولتیز ژوند ، اویا قبیلوي ژوند ته هڅولي دي . او له بله اړخه د Globalization همدې منفی اویا مثبته اغیز ډیریې روسته پاتی او بدایی ټولنې دپرمختګ معکوسه سیر ته، پرته له دې چې خپل ټولنیزطبیعی تکاملی پړاو یې وهلی وي ،یا یې منجمد کړي، او یا یې نورې هم په شا تمبولې دي .
چې په لړ کې یې په نسبی لنډ و راتلو کې د دواړو، دډیرو پرمختللو او ډیرو روسته پاتو منعزله ټولنو دزوال ، او دیوې نوې او نه ازمویل شوې پراخه بشری ټولنې د رامنځته کیدو خوب اوخیال رامنځته کړي .
چیرته چې هم قام او هم قبیل، هم دین او هم هذهب، هم رسم او هم رواج ، په کې په خپلو ځانګړو ښکلاوو د پراخه بشري ټولنې دګډ او مثبت ژوند اوګډ پرمختګ بنسټ وي . اویا په بله معنی په خپلو ځانګړو ښګلاوو دستر بشری کور ، دکل جز وي ، نه دا چې په خپله کل وي او نور هیڅ .
ولې په کومه بیه ؟ والله اعلم .
..Ahmadzai
02.06.2010
عبدالسلام صاحب
السلام عليكم
وروره كله مې چې وغوښتل ستا خبرو ته جواب ووايم بدبختانه ليكنه دې ړنګه وه
أو نظر دې داسې سو ..............................!
نه پوهيږم ولې پرې پښيمانه سوې سره له دې چې نسبتاً له ډيرو څخه دې خبرې ښې أو واقعي وې.
رښتيا هم زما فكر أو سياسي تګلاره له قوم څخه پرته بلكې له ملت څخه هم پورته بل شي څخه سرچينه أخلي, أو هغه زما ديني عقيدة ده, هغه أصل دى چې ډېر لوړ او پاك دى, أو له تعصب أو جهل څخه منزه دى.
زمونږ د پښتنې ټولنې له ټولو لويه ستونځه جهل دى, بې سوادۍ ده, نه قبيلوي جوړښت.
زه هر وخت خپلو خپلوانو ته, خيل او قوم ته دا توصيه كوم چې ښاري زوند ته مخه كړي, ألبته په مجموعي ډول نه إنفرادي, يعني د ښار په يوه برخه كې سره راټول سئ, او خپلو خيلي او قومي روابطو ته دننه د ښار كې دوام وركړئ, تعليم ته توجوه وركړئ, خو له أطرافو سره هم كلك روابط د تل لپاره ساتئ , ترڅو دواړه أړخه له يو بل څخه متأثره پاتې سي, او ترڅو ښاري خلك خپله ژبه او پښتونولي له لاسه ورنکړي, أو كليوال هم د ښار له ژوند أ|و ګټو څخه باخبره وي أو سيالۍ ته يې زړه ښه كړي.
مونږ بايد تل دې فكر كې اووسو چې پښتنو ته ښارګوټې جوړ كړو أو ښاري متمدن ژوند ورته برابر كړو, له أطرافو څخه يې ښارو ته ترغيب كړو.
ترڅو متمدن سي, نه دا چې خيل او زى يې محوه كړو خو غرو كې يې پريږده.
نور بيا
02.06.2010
د جلال احمدځي صيب يوه خبره د ډير تاييد وړ ده چې قبيلوي ژوند بايد بدلون وموندي، نه تش نومونه، په دې کې ټول سره موافق دي . خو څنګه چې هر چاته څرګنده ده ، دټبر، خيل او قبيلوي ژوند د ډبري دورې ژوند دی، نو نومونه ، تشکيلات او دودونه يې هم د ډبري دورې دي، نو پياوړي کول او پراختيا يې نه ده په کار، بلکې چيرې چې ورته ډير ضرورت نور نه وي خدايباماني ورسره ضرور ده !
خو برعکس د يوې قبيلې د ننه يو بل سره د قبيلې په نامه نه يادوي، خو که د قبيلې يا ټبر نوم که د تخلص په توګه وکارول شي، بيا نو د قبيلې په داخل کې هم له اصلي نوم څخه نه بيليږي ، او له ضرورت پرته يې کارول غځيږي .
داچې پتنګ خان د پښتنو په باغ کې په زرګونو رنګونو ګلان موندلی شي خو د تاجو ، ازبکو او هزاره ورونو په باغ کې صرف د يو رنګ ګلان ليدلی شي نو د ټول افغانستان په باغ کې به صرف ٥- ١٠رنګ ګلان د غير پښتنو قومونو وي، نور سل دوه سوه رنګه به يواځې د پښتنو وي ، حال داچې شاري او مدني ژوند هغوی لري،
کلتوري ، علمي او تعليمي لاسته راوړنې به د هغوی ډيرې وي، نو له دې ناممکنتوب نه معلوميږي چې مونږ د ټبري، خيلي او قبيلوي ګلانو په نومونو
تش ځانونه تير باسو او دا هېڅ کومه لاسته راوړنه نه ده !
که افريقا ته ورشې په هر ګام کې بله ټبري او بله قبيلوي باغچه وينې او په سره پوستانو کې ښايي تر هغوی هم زياتې وي ، خو هغه ګلان هيڅوک هم نه بويوي
تاريخ وهلي او ځپلي او ګوښه کړی شوي د مدنيت د اوږو پيټی پاتې شوي دي او همدا تارخځپنه او تاريخ وهنه اوس په پښتنو هم پيل شوې ده، ښايي يو علت د پښتنو همدغه د قبيلوي او ټبري او ډبري ژوند دوام اوسي ، که نه بن لادن ولې بل څوک داسې نشو تير ايستلای چې پښتانه طالبان يې تيرايستل ؟؟؟؟
هغه سوډاني افريقايان خو يې لږ تر لږه همژبي هم وو ، بدوي ټبرخيل او قبيلوي
هم او مسلمانان هم ، نو له تخت او بخته يې هم ونه غورځول، ولې پښتانه قبايلي طالبانو خو له اسلام اوقبيلوي ژوند پرته بله مشترکه وجه هم ور سره نه درلوده .
په هر صورت قپيلوي ژوند يعنې محروميت، وروسته پاتې والی ،د ناپوهۍ له امله د جنګ جګړې له پاره استعماليدل او نور له هېڅ نعمت څخه نه برخمن کېدل او بس ! الله تعالی دې د پښتنو په حال ورحميږي !
larghonay laraway
07.06.2010
السلام عليکم!
لومړی خو ګران مولوي صاحب شيخ الحديث او ډاکټر وهاج صيب، پتوال صيب، جلال صيب، عبدالسلام او نورو دوستانو ته د زړه له کومي سلامونه او پيرزويينې وړاندې کوم.
وهاج صيب ګيله کړې چې لرغوني پخوا حوصله لرله او اوس بې حوصلې شوی دی! مولوي صيب محترمه باور وکړه چې زما د ارمانونو په ډله کې يو دا هم دی چې يو وخت دې خدای داسې وخت راولي چې د بحث فورم له ټولو ملګرو سره له نږدې وګورم او د زړه خواله ورسره وکړم. ګيله دې په سر سترګو او هغه د عامو خلکو خبره (په خپله بزرګې مې معاف کړه) خو باور وکړه په اوسنيو شرايطو کې يو پښتون د خپلو عزيزانو کړاوونه ويني، د دوی ورځ په ورځ زوال ګوري، د دوی وروسته پاتې والي او بې سوادۍ ته متوجه وي نو بيا له دې هر څه سره د دوی جهل او تعصب ته ګوري او بيا د دوی مشرانو، ديني علماوو، روڼ اندو او سياستوالو ته غوږ شي نونونو نو لرغونی بې چاره خو پرېږده چې ماډرن خلک به هم ليونيان شي. نو شيخ الحديث صيب ستاسو د ملايانو يوه لنډۍ به درته ووايم:
[color=red:1787f9a7fe]زه د فاعل په شان مرفوع وم
د جانان غم راته مضاعف مجرور يې کړمه[/color:1787f9a7fe]
اوس موضوع ته راځم:
[quote:1787f9a7fe]وهاج صيب ليکلي:
نو آيا مونږ د دغې ستونځې له منځه وړلو لپاره، دغه اداري وېشنې له منځه
يوسو؟ او يو داسې نوی افغانستان رامنځته کړو، چې نه ولايت ولري، نه ولسوالي، نه علاقداري، نه کلی، نه شمال او نه جنوب ، او نه شرق او نه غرب؟؟!![/quote:1787f9a7fe]
نه مولوي صيب ، زما دې لاس وچ شي چې د افغانستان د له منځه وړلو لپاره به څه وليکم، بلکې د افغانستان د پياوړتيا لپاره يې ليکم.
نوی افغانستان چې ولسوالۍ، ولايتونه او شمال او جنوب او .. ونه لري، نه غواړو، ځکه چې دا ناشونې غوښتنه ده او زه هيڅکله هم ناشونې او ليونۍ غوښتنه نه کوم، بلکې د نړۍ پر مخ نور ډېر هيوادونه او انسانان اوسېږي، په افغانستان کې هم له پښتنو پرته نور قومونه اوسېږي چې تر پښتنو هم وروسته پاتې دي. پښتانه خو لا ښه دي د کور د بام او د کېږدۍ له شمالونو خو خوند اخلي، نور قومونه تر اوسه د بدخشان په غرونو او د هزاره جات په مغارو کې ژوند کوي، (خېلونه او سمتونه هم لري خو په ټوليزه توګه بيا حتی په مجموع کې د پاړسيوان ګټې خوندي ساتي او د (خېل، زي او سيمې) پر سر د پښتنو په اندازه نه دي ولاړ.
همدا خبره په ډېرو ښکلو الفاظو ، بلاغت او فصاحت سره درانه پتوال صيب هم ليکلې ده:
[quote:1787f9a7fe]پتوال صيب ليکلي:
نو خبره دا نه ده چې د قبيلې، خېل او ټبر نومونه دې خدای مکړه له منځه لاړ شي، نه نه هيڅکله نه، احمدځي ، هوتک، مومند ، ابراهيمخيل او ساپي ټول د قبيلو، خيلونو او ټبرونو نو مونه دي او د همدوی دنومونو په توګه دې وکارول شي ، ودې ساتل شي او آن راژوندي دې شي، خو صرف د خيل، ټبر څوکځيو او قبيلو له پاره
دې کارول کيږي ، نه د افرادو له پاره او نه د نومونو سره جوړه ![/quote:1787f9a7fe]
[quote:1787f9a7fe]پتنګ نيکه ليکلي:
انډيوالانو دغه بحث د څه لپاره , ولې طرحه شه او نتيجه يې څه شی ده ؟
زما په نظر خو ادبيات يې باد او عملي پلو او لوری يې يو پنډوسکی دی٠
دغه ياد شوي شيان زمونږ کلتور دي او په يوه باغ کې رنګا رنګ ګلان دي.
که خدای پاک ماته دومره توفيق را کړي چې دا ټول ګلان زه بوی کړم نو بيا به
مې ارمان په ژوند کې وخيڅي٠[/quote:1787f9a7fe]
ما مخکې فکر کاوه چې پتنګ ډېر زوړ نه دی خو له دې ليکنې سره داسې اټکل کوم چې (شيخ فاني) دی او په ډېره سخته يې په يوه خبره سر خلاصېږي.
که څه هم پتوال صيب د ده لپاره ښه ښکلی ځواب ليکلی خو زه به بيا هم تاکيد وکړم چې زمونږ هدف د (خېل، زي او سيمې) ختمول نه دي بلکې ځلول دي. مونږ وايو له خپلو نومونو سره د (خېل، زي او سيمې) لکۍ مه تړۍ او د دې شيونو پر سر تعصب ته لږ تر لږه شرم ووايئ او که چا ستاسو په مخکې د خېل، زي او سيمې تبعيض ته لمن وهله او بې اتفاقي يې خپروله نو ويې رټۍ او ټول پښتانه وروڼه وبولۍ او ګډ هدف ته د رسيدو لپاره کار وکړئ. هغه ليکوالانو ته د عربو د اعرابو جهالو په سترګه وګورئ چې سيمه ايز او د خېل تبعيض او نفاق ته لمن وهي، هغه وزير په سپکو نومونو ياد کړئ چې د ستر پښتون ټبر پر ځای يوې سيمې، خېل او زي ته ګوري او شرم هم نه لري.
نور نو د هر چا خېل او زی او سيمه د هغه ده چې هيڅوک يې ترې نه شي اخيستی او مونږ يې هم ترېنه نه اخلو .
[quote:1787f9a7fe]پتنګ نيکه ليکلي:
هر قام يې ځانته خپل عادات ، حجره او رواجونه لري چې يو تر بل ښکلی اوښا
ئسته دي ٠ هر قا م يې ځانته جامې او کالي لري پګړۍ وهل يې فرق لري
دساري په توګه د مروتو جامې له ترينو سره ، د احمدزيو پګړۍ له مشرقي والو
سره فرق لري ٠ د ځاځويو او منګلو کوڅو له څادر سره فرق لري ٠[/quote:1787f9a7fe]
ښه دی چې هر څوک خپل رواج او کلتور لري مونږ نه د چا په څادر کار لرو او نه د چا په ټکري کار لرو، او نه خو څادر، ټيکری او حجره د تمدن مخه نيسي، بلکې دا په خپله د تمدن نښې دي. مونږ کله ليکلي چې څوک دې حجره ړنګه کړي، ټيکری دې وغورځوي او څادر دې له منځه يوسي؟
بلکې مونږ وايو د پښتونولۍ بد خويونه چې هغه د (خېل، زي او سيمې) په نامه تعصب دی هغه له منځه يوسئ او د تاجکو، ازبکو ، هزراه ګانو او د نړۍ د ښو پرمختلليو قومونو په څېر دې د (خېل، زي او سيمې) د تعصب نه راووځي چې قدرت ته ورسېږي، ژبه يې ومنل شي او کلتور يې حاکم شي.
البته دا بايد په پام کې ولري چې د افغانستان غير پښتانه او د نړۍ نور يو شمېر قومونه خراب خويونه هم لري چې د هغوی خپلول نه غواړو بلکې دا مثبت صفت ترې را اخلو چې تر خېل، زي او سيمې قوم ته درناوی لري.
[quote:1787f9a7fe]پتنګ نيکه زياتوي:
خودغه پښتون اولس په خپل ملک کې کوز او پاس نه خپله ژبه لر ي اونه دولتي
واک٠ ددوی ددې بد بختي عوامل د لاروي صيب دتيوري اوعوامل ندي ،بلکې
ددوی دسياسي پوهې کمي ، پښتون نه پالنه ، دصداقت او ايمانداري کموالي دي ٠
ددې صفاتوپيدا کول يا له روزنې څخه په لاس راځي او يا له ډېر فشار څخه .
روزنه يې دتېرو دولتونو د لټي او خيانت مېوه ده چې پښتانه يې په غلطه لار سم کړي وو او دي٠ فشار هم پر دوی ټولو دومره ډېر نشته يو شمېر پکشې مري او بل
شمېر يې په دالرو جيبونه ډکوي٠
دپښتنود بيداري دمخ خنډونه نومونه ندي ، بلکې ددوی تربوي پورته يادشوي
صفتونه دي٠[/quote:1787f9a7fe]
پتنګ صيب ! مونږ نه شو کولی چې لاس تر زنې کېنو، سپېرکۍ دم کړو او بهانه وکړو چې تېرو دولتونو خيانت کړی نو مونږ دې تر قيامته يوه (بدوي او قبيلوي) ټولنه و اوسو!
د پښتنو د وروسته پاتې کيدو عوامل ډېر دي خو يو عمده يې قبايلي ژوند دی چې د (خېل ، زي او سيمې) پر سر حساب کوي او د بل ورور چې د دوس د خېل، سيمې او زي) نه دی د هغه پښې وهي. دا تنګ نظري همداسې تنګېږي چې کليو، کورنيو او حتی يو کور ته رسېږي او د يو تره زوی د بل پر وړاندې تربګني او خنډونه جوړوي.
[quote:1787f9a7fe]جلال ليکلي:
زمونږ د پښتنې ټولنې له ټولو لويه ستونځه جهل دى, بې سوادۍ ده, نه قبيلوي جوړښت.
زه هر وخت خپلو خپلوانو ته, خيل او قوم ته دا توصيه كوم چې ښاري زوند ته مخه كړي, ألبته په مجموعي ډول نه إنفرادي, يعني د ښار په يوه برخه كې سره راټول سئ, او خپلو خيلي او قومي روابطو ته دننه د ښار كې دوام وركړئ, تعليم ته توجوه وركړئ, خو له أطرافو سره هم كلك روابط د تل لپاره ساتئ , ترڅو دواړه أړخه له يو بل څخه متأثره پاتې سي, او ترڅو ښاري خلك خپله ژبه او پښتونولي له لاسه ورنکړي, أو كليوال هم د ښار له ژوند أ|و ګټو څخه باخبره وي أو سيالۍ ته يې زړه ښه كړي. [/quote:1787f9a7fe]
جلال صيب په خوله دې برکت شه!
په رښتيا هم د پښتنو غټه ستونزه ناپوهي او بې سوادي ده. خو که رښتيا درته ووايم په پښتنو کې چې څومره علمي کادرونه دي نو هزاره ګان هغومره نه لري. د پښتنو مشران او ځوانان چې څومره هوښيار غږېږي ، د هزاره ګانو هغومره نه دي، خو د پښتنو غوندې د خېل، زي او سمت په نامه سره نه خوري او د يو بل پښې نه وهي.
بله دا چې تاسو د قومي جوړښت خبره کړې ده. زه هم د قومي جوړښت خلاف نه يم ځکه چې دا جوړښت خو شتون لري او څوک يې له منځه نه شي وړای. که له هزاره ګانو هم پوښتنه وکړې او هغه د انجيووالاوو خبره (په ډيټايل) کې ورسره لاړ شې، نو درته ويلی شي چې په هزاره ګانو کې (داي ميرداد، دای کونډي، جغتو، جاغوري، اسلامها، او نور خېلونه درته ويلی شي چې البته د دوی ځينې خېلونه د ځايونو نومونه هم دي، خو دوی په خپل منځ کې يعنې د هزاره ګانو تر منځ د پښتنو غوندې (د خېل، زي او سيمې) په نامه حساب نه کوي، بلکې يو بل پاس کوي او تر ډېره کوښښ کوي چې تر منځ يې قبيلوي درځونه رامنځته نه شي. همدا راز دوی د ژبې د وحدت هم ډېره هڅه کوي، حتی د افغانستان له حلقې هم ووځي او کوښښ کوي چې د نړۍ په سطحه خپله ژبه واحده مطرح کړي چې په همدې خاطر د ايرانيانو تقليد کوي. که لږ ژور فکر وکړو نو په پښتنو کې غټه ستونزه همدې بدوي او قبيلوي خېلونو او خويونو رامنځته کړې ده. دوی لومړی د تره زامن په خپلو کې، بيا د لر او بر کلي، بيا د يوې او بلې ولسوالۍ، د يو او بل خېل، د یو او بل ولايت او همدا راز د سيمې او خېل تر منځ په تربګنيو او بدبينيو بوخت دي چې غټه بېلګه يې زما او ستا د (سو او شو) ده چې په همدې يو فورم کې دوه وروڼه په يوه خوله د خپلې ژبې لپاره کار نه شو کولی. البته دا يې يو وړوکی او جزئي مثال دی. نور ډېر ستر خنډونه دي چې راسپړل يې نه غواړم.
[color=blue:1787f9a7fe]توضيح:
پښتانه وروڼه بايد دا فکر ونه کړي چې روان بحث ګنې د دوی د (خېل، زي او سيمې) د له منځه وړلو په خاطر روان دی! نه! هيڅکله نه!
بلکې دا بحث د دې لپاره دی چې زمونږ د قوم (خېلونه، زيونه او سيمې) پياوړې، غښتلې، يو موټی او يو پښتون قوم شي او دا جزئي او وروسته پاتې بدوي خويونه چې د (خېلونه، زيونه او سيمې) په نامه يو د بل پښې وهل دي، دا بايد له منځه يوسو . نه يې د خپل نوم سره وتړو، نه يې د بل ورور په مقابل کې د هغه د پښو وهلو لپاره وکاروو او نه ځان په دې وړو خبرو مصروف کړو. [/color:1787f9a7fe]
pattang
07.06.2010
لرغونی صيب !
دخدای پاک په برکت دپښتنوسره ميني ځوان ساتلی يم
خدای پاک دې دامينه نوره هم زما قوي کړي چې خپل هدف ته ورسېږم٠
د درک په برخه کې زه کوم پرابلم نه وينم ، زه پر دې عقيده يم چې تاسو به يې
لرۍ :
دپښتنو قامي عنعنتي جوړښت کلتوري صفات دي چې ديوه ټولګي
طبعي جوړښت يې ليکلی اوټاکلی ، دغه جوړښت پوهه نه منعه کوي
اوممانع يې نه ګرزي خو دپوهې لپاره يو input په کار دی کوم چې تر اوسه
پورې پښتنو ته په واقعي ډول چا ندی ور کړی٠
مونږ خو وايو چې علم علم پوهه پوهه نر او ښځې ته فرض دی خو مونږ خپله
ريښه له لا سه نه ورکوو، ځکه چې هغه زمونږ تاريخي وياړ دی ، له منځه وړل
يې امکان نلري اوسوچ وهل يې خوشې لودګي ده٠
لرغونيه داخبره دې هېره کړې چې د اسلام او پښتون په نوم ټول سره راټوليږو
خوکه چېرې يوه صادق سړي يو صادق اواز زمونږ په منځ کې پورته کړي ٠
له پښتنو څخه داسې شی جوړول لکه تا جک، دابه يو لوی خيانت و ي
چې هرڅوک بې هويته خلک پکشې ګډيږي ٠
زه ګمان کوم دځينو تاجکانو بنګلو عقده يې کړی يې، لکه ځيني کورديان چې له
اسلا م څخه بېزاره دي ته د پښتنو له قامي جوړښت څخه ٠
نوټ :
کومې کرښې چې تا په ابي رنګه ليکلې چا عملي کړې دي ?
که يې د پښتنو د بې اتفاقي لپاره داسې عمل کړې وي هغه خائن سړی دی٠
..Ahmadzai
07.06.2010
پتنګ صاحب
سلامونه أو نيکې هيلې ومنه
زما په ګومان لرغونى صاحب څه عقده لري چې په صريح ډول يې نسي ويلى
خو خامخا قامي نيمګړتيا إحساسوي, كيداى سي كوم قومي ټكر يې خوړلى وي.
دې ده د درك أو شعور قوة دومره منحطه سوې چې پښتون څخه طاجك بر بولي, د هغوۍد ژوند بې بند وبار طرز ده ته تمدن ترقي ښكاري, دى تاجك يا أوزبك أو نور د پښتنو سره براربر ګڼي, خبر نه دى چې ټول تاجك دپښتنو لسمه برخه هم ندي, بيا هم د تاجكو دتمدن نه چې متأثره دى, نو كه مهرباني يې وي مونږ ته دې هم يو څو نمونې وړاندې كړي, د تاريخ په أوږدو كې دې د دوئ د كارنامو يو څو مثالونه وړاندې كړي .
دى غواړي پښتون نه پاړسيوان جوړ كړي, د پښتنو حسب او نسب ګډوډ كړي, خداى تعالى مونږ قبايل پيدا کړي يو , بيايې مونږ ته ندي ويلي چې قبايلي نومونه مو بدل يا پريږدئ , ترڅو ترقي وكړئ, دين كې مباح او لا پرې توصيه هم سوې چې حسب أو نسب ته پرته له تعصب څخه خيال وساتي.
ناوحته ده, خو په لنډه به دا درته ووايم چې دا خبرې تل د كمزورو خلكو خبرې وي, كوم چې د قوم په حيثيت نه پوهيږي يا هم نورو قومونو سره سيال نه وي, د هغوۍ كارنامو أو زرين تاريخ ته د حسد په سترګه ګوري أو كينه ورسره لري , نو د سيالۍ بله لار نه ويني, پرته له دې چې ځان سره ېې برابر كړي , أو قومي جوړښت يې ړنګ ګړي.
پښتانه قام و ننګ و عار لري.
larghonay laraway
08.06.2010
پتنګ صيب خدای دې نور هم ځوان او هوسا لره!
[quote:4f4c0fd166]دا چې تاسو ليکلي:
مونږ خو وايو چې علم علم پوهه پوهه نر او ښځې ته فرض دی خو مونږ خپله
ريښه له لا سه نه ورکوو، ځکه چې هغه زمونږ تاريخي وياړ دی ، له منځه وړل
يې امکان نلري اوسوچ وهل يې خوشې لودګي ده٠[/quote:4f4c0fd166]
نو مونږ کله ويلي چې پوهه له منځه یوسئ؟ ما خو ليکلي چې د (خېل، سمت او زي) په نوم تعصب جهل دی، څوک يې چې کوي ودې رټل شي او په سپکه دې ورته وکتل شي. ځکه چې د پښتنو ژبې، يو والي او پرمختګ ته خنډ دی. هر څوک چې د خدای په ګڼو پوهنيزو تخلصونو کې د قوم نوم له خپل نامه سره تړي نو هغه د (خېل او زي) تعصب ړوند کړی چې قاموس کې ځانته ښکلی معنی لرونکی تخلص ولټوي. زه يې ګڼې بېلګې ښودلی شم چې ډېرې ليکنې يې د بدوي او قبايلي ژوند (د سمت خېل او زي) پر بنسټ ولاړې دي او تر اوسه يې همغه زړې بې بنسټه دروغجنې کيسې پاللي . دا ځکه چې د دوی په ګومان د پښتنو د سمتونو او خېلونو تر منځ دښمنۍ دي. په همدې ترتيب د پښتنو پوهانو تر منځ د سمت او خېل ښه غټه پټه عقده شتون لري چې يو شمېر خلک په همدې نامه ځانونه شهرت ته رسوي، رسولی يې دی او خپل حواريون پيدا کوي چې دا د پښتنو تر منځ نفاق پيدا کول دي او بايد پښتانه ترې خبر شي.
که څه هم ځينې داسې کسان شته چې د (خېل او زي) پر ځای نور تخلصونه لري خو د (سمت، خېل او زي) عقده پالي او ښه په درز کې ورته کار کوي چې بايد پښتانه داسې خلک وپېژني او کرکه ترې وکړي.
[quote:4f4c0fd166]پتنګ نيکه ليکلي دي:
له پښتنو څخه داسې شی جوړول لکه تا جک، دابه يو لوی خيانت وي
چې هرڅوک بې هويته خلک پکشې ګډيږي[/quote:4f4c0fd166]
پتنګ صيب ما خو مخکې هم درته ليکلي وو چې شيخ فاني شوی يې او په خبره دې زر سر نه خلاصېږي خو ته وايې چې ځوان يم. اکثره زاړه ما ليدلي چې تر اتيا واوړي بيا د ځوانۍ خوبونه ويني . دا ځکه چې ده ته ځان ځوان ښکاري چې دا هم د زړښت نښه ده.
په هر صورت زه ستاسو درانه په شخصيت خبرې نه لرم خو دومره وايم چې مونږ له پښتنو تاجک نه جوړوو، بلکې د تاجکو، ازبکو، هرازه ګانو او د نړۍ د قامونو ښه خويونه او صفتونه په پښتنو کې ليدل غواړو چې دا مو يو غټ ارمان دی.
۱- د تاجکو ژبه حاکمه ده ځکه چې د پاړسيوانو د ټولو قومونو د خېلونو لهجې نه پالي بلکې يوازې يوه معياري ژبه کاروي چې له همدې کبله يې ادبيات تر پښتو قوي او حاکم دي.
۲- په تاجکو، ازبکو، هزاره او نورو قومونو کې د خېل، زي او سمت په نامه دښمنۍ او تربګنۍ دومره په قوت کې نه دي لکه د پښتنو تر منځ . حتی پښتانه تر دين او مذهب هم تربګنۍ ته ډېر وفادار دي چې دا ټول د (بدوي او قبيلوي) ژوند اغېز دی.
۳ - تاجک ازبک او هزاره که چېرته يو نفر حاکم شي نو نور يې پښې نه وهي او ملاتړ يې کوي چې پښتانه د خېل، زي او سمت پر بنسټ يو د بل پښې وهي حتی کرزی غواړي چې پوپل زي وپالي او غلزي شاته کړي . دا خوی يوازې د کرزي نه دی بلکې په پخوانيو حکومتونو کې هم ؤ او په پښتنو ليکوالو، استادانو، پوهانو او روڼ اندو کې ښه په درز کې روان دی چې دا يو سپک خوی دی او بايد ويې غندو.
تاجک علم، پوهې او حکومتدارۍ ته ډېره پاملرنه کوي او پښتانه اوس هم په غرونو، صحراوو او بانډو کې ناخبره دي خو دعوه د څلورزره کلن حکومت کوي. پښتانه بايد له تاجکو زده کړي چې دوی ولې په افغانستان کې د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو په ژبه حاکم دي، د دولت اکثره ماموريتونه ولې د دوی وي، دوی ولې هوښيار او پښتانه غول بلل کېږي، بهرنيان ولې تر پښتو هم مخکې پاړسي زده کوي او توجه ورته کوي، پښتانه ولې د خدای غریبان دي او پاړسيوانان نسبتاً ښه ژوند لري ځکه چې پښتانه ايله شوتله خوري او پاړسيوانان (قابلی) ؟ په کابل پوهنتون کې د تاريخ په اوږدو کې ولې د پاړسيوانانو استادانو او شاګردانو شمېر تر پښتنو ډېر وي؟
پاړسيوانې رسنۍ ولې يوه د بلې ملاتړ کوي او پښتنې رسنۍ خرڅېږي او يا خو د سمت، خېل او زي لپاره کار کوي؟
پتنګ نيکه باور وکړه چې تر شمېر اوښتي زيانونه به درته وښيم چې د پښتنو تر منځ همدې (بدوي، قبايلي او وروسته پاتې ) خويونو راپيدا کړې دي. اخر تاسو ولې غواړۍ چې د يو شمېر بهرنيانو طبعيت پرستانو خبرې کوئ، هغوی وايي بايد لوڅ وګرځو ځکه چې له موره همداسې طبيعي لغړ زېږېدلې يو.
پتنګ لالا هيڅوک هم له موره پوه نه زېږي، بلکې زده کوي يې!
[quote:4f4c0fd166]پتنګ صيب ليکلي :
کومې کرښې چې تا په ابي رنګه ليکلې چا عملي کړې دي ؟
که يې د پښتنو د بې اتفاقي لپاره داسې عمل کړې وي هغه خائن سړی دی٠[/quote:4f4c0fd166]
لومړی خو دا چې ايا تاسو تر اوسه دا نه ده درک کړې چې دا خيانت روان دی؟
بله دا چې ما خو دغه دی بحث پيل کړی چې د همدې ډول خاينانو غندنه وکړم او خلکو ته يې اعمال ورښکاره کړم چې نفرت ترې وکړي او ځان ترې وساتي، ايا تاسو تر دې د دې خاينانو په مقابل کې څه کړې دي؟ دا چې زما څوک ښې خبرې نه عملي کوي نو مونږ دې ورته لاس تر زنې کېنو؟
[quote:4f4c0fd166]جلال ليکلي:
زما په ګومان لرغونى صاحب څه عقده لري چې په صريح ډول يې نسي ويلى
خو خامخا قامي نيمګړتيا إحساسوي, كيداى سي كوم قومي ټكر يې خوړلى وي.[/quote:4f4c0fd166]
جلال خان صيب!
وروره ګومان حرام دی!
بله دا چې دلته خو مونږ او تاسو يو بل نه وينو نو ښه خبره به دا وي چې پر هغه څه بحث وکړو چې بحث ته وړاندې شوې وي. ما زما عقده يا خفګان او يا کومه بله ستونزه بحث ته نه ده وړاندې کړې. بلکې ما د پښتنو يوه ستره ستونزه او غميزه بحث ته وړاندې کړې چې په دې وختونو کې اوج ته رسيدلې ، دا د پښتنو تر منځ سمتي، د خېل او زي) تعصب دی نو ښه به دا وي چې په همدې تعصب وغږېږو او بحث پرې وکړو.
[quote:4f4c0fd166]جلال ورور ليکلي:
دې ده د درك أو شعور قوة دومره منحطه سوې چې پښتون څخه طاجك بر بولي, د هغوۍ بې بند وبار طرز د ژوند ده ته تمدن ترقي ښكاري, دى تاجك يا أوزبك أو نور د پښتنو سره براربر ګڼي, خبر نه دى چې ټول تاجك دپښتنو لسمه برخه هم ندي, بيا هم د تاجكو دتمدن نه چې متأثره دى, نو كه مهرباني يې مونږ ته دې هم يو څو نمونې وړاندې كړي, د تاريخ په أوږدو كې دې د دوئ د كارنامو يو څو مثالونه وړاندې كړي .
دى غواړي پښتون نه پاړسيوان جوړ كړي, د پښتنو حسب او نسب ګډوډ كړي,[/quote:4f4c0fd166]
وروره لومړی خو دا چې ته راته د يو ځانګړي پښتون (خېل يا زي) داسې کارنامه وښيه چې تر نورو لوړ شي ؟ بله دا چې ما هيڅکله هم نه دي ويلي چې پښتانه دې تاجک شي او د هغوی ټول خويونه دې غوره کړي، بلکې زه وايم دا چې تاسو هم وايئ چې تاجک د پښتنو لسمه برخه هم نه دي، نو بيا ولې د تاريخ په اوږدو کې د دوی ژبه، کلتور او خلک په رښتيا حاکمان دي او پښتانه تش نوم ته خوشاله دي او بوالهوسي کوي؟
ولې د پښتنو په اړه مشهوره ده چې نيم قرآن مني او نيم نه مني؟
که خبره د بدکارۍ وي نو د کوچيانو مېرمنې په غرونو او ډاګونو کې لوڅ مخ ګرځي او د تاجکانو په ښارونو کې. حتی د کوچيانو ځېنې لا په ښارونو کې هم مستې خرڅوي؟
دا څه خبرې دي چې ته دومره په اووم اسمان کې سوور يې او ځان تر نورو لوړ بولې؟
ایا د احمدزي کوچيانو د ښځو او نارينه وو ژوند اسلامي دی؟
ايا هغوی په خپلو لمونځونو او اودسونو هم سم پوهېږي؟
ورورجانه بحث بلې خواته مه بيايه : زه او ته دا رسالت او مسؤوليت لرو چې د پښتنو د يووالي، اسلاميت، پښتونولۍ او پياوړتيا لپاره کار وکړو، نه دا چې تر چا ځان لوړ وبولو او بوالهوسي وکړو!
دا چې تاسو بېلګه غوښتې نو غټه بېلګه يې دا ده چې ځينې پښتانه حتی د تقليد ظرفيت هم نه لري. ځکه د افغانستان اکثره قومونه پخوا کوچيان وو خو د وخت په تېريدو سره متمدن شوي دي، خېلونه، زيونه او بدوي ژوند يې پرېښی خو پښتانه تر اوسه کوچيان دي چې دا په خپله يوه ناپوهي ده. که دوی د امير عبدالرحمن خان د وخت فرمان په خپله ګټه کارولی وای او همغه وخت يې په هزاره جات کې کورونه جوړ کړي وای نو اوس به ولې په دې ځوريدو چې پښتانه کوچيان يې راوشړل. دوی خو هغه د پاړسيوانو خبره (ميکروب ببر، ميکروب بيار) . چې په پوهه او حکومت کونه کې سل په سلو کې وروسته پاتې دي. يو شمېر نورو چې کوچيتوب او بدوي ژوند يې پرېښی نو د ډېرو ذهنونه يې بدوي او قبيلوي دي ځکه چې د دوی له ليکنو، عمل او عکس العمل څخه د بدوي خويونو، د سمت او خېل د تعصب ډډوزې روانې دي. همداسې نور پښتانه هم درواخله. دا ځکه چې دوی اوس هم بدوي او قبيلوي ژوند کول غواړي او په نيټ کې هم ترې دفاع کوي!
نور ناوړه مثالونه ډېر دي خو زه نه غواړم چې د پښتنو په زخمونو مالګې ودوړووم، بلکې غواړم چې ټکور يې کړم ، د خېل، زي او سمت مچان ترې وشړم او ويې رغوم چې يو او واحد منلی، غښتلی او پياوړی پښتون کهول شي. (خېل، زی او سمت) دې پر خپل ځای کاروي. په اسنادو، تذکره او نورو بيوګرافيو کې دې يې وليکي خو د دې ناوليو شيونو پر سر دې تعصب نه کوي او له نومونو سره دې يې نه تړي.
[quote:4f4c0fd166]جلال ليکلي:
خداى تعالى مونږ قبايل پيدا کړي يو , بيا مونږ ته ندي ويلي چې قبايلي نومونه مو بدل يا پريږدئ , چې ترقي وكړئ, دين كې مباح او لا پرې توصيه هم سوې چې حسب أو نسب ته پرته له تعصب څخه خيال وساتي.[/quote:4f4c0fd166]
خدای خو يو انسان ته د مور په ګېډه کې تعليم، کمپيوټر، دين او ساينس نه ښيي نو ولې دې زده کړی دی؟
ګرانه تمدن او پرمختګ فطري نه بلکې کسبي چارې دي. يوازې پښتانه نه بلکې د نړۍ ټول قومونه پخوا قبايل وو خو مشرانو يې ورته کار کړی دی، قبيلوي او وروسته پاتې فکرونه يې تر پښو لاندې کړې دي نو ځکه خو په خپل وطن کې حاکمان دي.
زه بيا هم درته وايم چې د چا نسب، حسب او سيمه له منځه نه وړم او نه يې وړلی شم. که دومره زور مې لرلی نو لږ تر لږه د ايران او پاکستان جغرافيايي جوړښت خو به مې ورګډوډ کړی وای.
[quote:4f4c0fd166]جلال ليکلي دي:
ناوحته ده, خو په لنډه به دا درته ووايم چې دا خبرې تل د كمزورو خلكو خبرې وي, كوم چې د قوم په حيثيت نه پوهيږي يا هم نورو قومو سره سيال نه وي, د هغوۍ كارنامې أو زرين تاريخ ته د حسد په سترګه ګوري أو كينه ورسره لري , نو د سيالۍ بله لار نه ويني, پرته له دې چې ځان سره ېې برابر كړي , أو قومي جوړښت يې ړنګ ګړي.
پښتانه قام و ننګ و عار لري.[/quote:4f4c0fd166]
نه جلال صيب !
په ډاډ درته ويلی شم چې قوم مې هيڅکله هم کمزوری نه دی ځکه چې پښتون مې قوم دی او پښتو مې ژبه ده. خو ستا له دې لنډې تنګې خبرې سره به د اباسين يو بيت ووايم:
په قومونو کې زمونږه قوم غمی دی
خو د عقل په کې لږ شانتې کمی دی
ستاسو دغه لنډې تنګې خبرې هم په همدې دلالت کوي چې د (خېل او زي) په لومو کې داسې ښکېل يئ چې فکر کوئ تر نورو (خېلونو) ستاسو خېل قوي دی. خو نه. داسې هيڅکله هم نه ده. زه خو چې څومره مطالعه لرم نو په خېلونو کې (احمدزي) وروڼه تر ټولو وروسته پاتې دي. ځکه چې تر ټولو قومونو دوی وروسته دي او اوس هم ګلې ګلې کوچيان لري چې کوچيتوب په خپله د وروسته پاتې والي، قبيلوي اوبدوي ژوند غټه نښه ده.
زه په قوم هيڅکله هم حساب نه کوم خو دا په دې معنی نه ده چې زما خېل به تر نورو کمزوری وي، باور وکړه چې د لسو شاوخوا د شجرو کتابونه مې لوستي دي چې يو هم زما په خېل پسې کومه کمزورې خبره نه ده ليکلې. دا چې تاسو ليکلي چې د قومونو په اړه نه پوهېږي، نو ګرانه ما خو د قومي شجرو په اړه د لسو شاوخوا کتابونه ليکلي دي ته ووايه چې تاسو څومره مطالعه لرئ؟
بله دا چې د غيبو خبرې حرامې دي، ته زما همدا يوه خبره ثابته کړه او د خپل نيکه شجره دې هغه لومړي احمدزي ته ورسوه نو زه به ومنم چې احمدزی ستا قبيله ده. خو زه پوهېږم چې ته خو لا پرېږده په افغانستان کې هيڅوک د هيڅ (خېل) اړوند به دا کار ونه شي کړای نو بيا ولې په وهمي او جعلي خېلونو تکيه او تاکيد کوې؟
[color=red:4f4c0fd166]يادونه:
د دې بحث موضوع هيڅکله هم دا نه ده چې د چا قوم، نسب، خېل، زی توهين کړو او يا يې له منځه يوسو. بلکې د دې بحث هدف دا دی چې د سيمې، زي او خېل پر سر تعصب بايد وغندل شي، سپک شي او له منځه يوړل شي.
هغه اشخاص چې د دې شومو شيونو پر سر تعصب کوي، بايد په همغه مجلس کې ځواب ورکړل شي او کرکه ترې وشي.
په راتلونکې ليکنه کې د (خېل ، زي او سيمې) پر سر د پښتون قوم د بېلابېلو قشرونو تعصب ته اشارې وکړئ![/color:4f4c0fd166]
pattang
08.06.2010
لاروي لرغونی صيب !
ځينې شکايتونه دې امکان لري درست وي خو دغه شيان چې ته يې ليکې ما او
نوروته يې مراجع کوې زما په اندستا يوه دلېمه ترې جوړه کړې ٠
[color=red:6b44bb0f42]دحل دلارې وړانديز غواړم[/color:6b44bb0f42] :
ځېنې نوروخبرې دې هم درستې ندي خو نور بحث کول پر دې موضع وخت
ضايع کول دي .
يوه وړه اشاره !
چې څوک ځانګړی نه پېژنې په استعداد يې حکم کول د هوښياري
علامه نده٠ کوشش وکړه چې دپښتنو ديوالي پروڅيس وليکې او يو
سيستم ترې جوړ کړې،او مونږته يې راوښه يې٠
باتور
09.06.2010
ټولو ته سلامونه
لرغونې لاروی خانه
په نورو خبرو کې در سره همنظر یم لېکن دا چې په وار وار لیکې چې :
پښتانه د نورو قومونو (تاجک، ازبک، هزاره . . .خلاصه پاړسیوانو) په پرتله شاته پاتې دي، دا نه در سره منم .
ته یو کلیوال بې سواد پښتون یا پښتنه له یوه هزاره ډاکټر سره مقایسه کوې او که څنګه؟
هغه پښتانه، هزاره، ازبک، تاجک چې په کلیو او بانډو کې پراته دي او د ښاري ژوند له آسوده ګيو څخه نه دي برخوردار او یا د علم او تحصیل له نعمته نه دي بهرمن شوې،
د هغو ټولو د ژوند سویه په یو شانې ده، ته ورشه په دایکندي کې د عامو هزاره ګانو د ژوند له حاله خبر شه، د سهار او ماښام د یوې ګولې ډوډی په تمه لاس تر زنې ناست دي
په همدې شانې د وطن په نورو ولایتونو کې که تاجکان دي او که ازبکان .
دا چې په کابل او یا د یو څو نورو ولایتونو په مرکز کې بعضې خلګ د چور او غلا د مال له برکته قابلي یا مرغ پلو خوري . . دا خو د دې معنی نه ورکوي چې نورو قومونو ټولو پرمختګ وکړ، په نس ماړه شول او بچیان یې هم ټول پاک ستره ښوونځي ته روان دي او پښتانه شاته پاتې شول، ځکه چې قابلي نه خوري، ته ماته راشه چې داسې قابلي یا چیکن بریانی درته پخه کم چې د پاړسیوان خوله وازه ورته پاته شي. .
په کابل، مزار، قندهار، هلمند، پکتیا، ننګرهار. . . . . . او نورو ولایتونو کې داسې هوښیار، پوه، عالم اوپرمختللې پښتانه ژوند کوې چې ولاکه یې سپی د نورو قومونو د کلي په ملک ور ښکاره کم .
هو دا چې یو دوه ملیونه کوچیان خپل بدوي ژوند ته دوام ورکوي، هغه د هغو خپل کار دی . . د بهسود په ماڼۍ خپله خیمه نه بدلوي .
همدا اوس په فرعوني امریکا کې هم ډېر خلګ شته چې له مدنیته نفرت لري او داوطلبانه د کوچیانو په شانې د خپلې اوزې او غوا طبیعي شیدې په کیمیاوي پوډرو نه بدلوي .
او که ستا په نظر پرمختګ په پطلون یا لمن اغوستلو کېږي؟
تېر کال دلته په یوه بحث کې تا په خپله لیکلې ول چې پرمختګ په ښاري پطلون پورې ربط نه لري او زما په دې خبره چې د پښتنو اوسني کالي د پنجاپیانو لباس دی، په غصه شوې چې نه دا پنجاپي شکله اوسنی موډکالي د پښتنو اصلي لباس دی .
نور ته ماته د تاجکو، هزاره ګانو او یا هغو نورو ټولنیز پرمختګ راوښیه .
په ساز او هنر کې هم ولاکه تر پښتنو کلک یي چې ته به وايې د دوی موسیقي د پښتنو تر موسیقۍ ډېره په مخ تللې ده، هماغه د احمد ظاهر څلور سندرې او کمپوزونه دي چې تر اوسه یې تاووي او را تاووي . . هو استاد قاسم او سراهنګ هم لري، لېکن د استاد قاسم په نات د وخت د ضایع کولو او غوږونو ځورولو په ځای به یوه هندي غزل سړی واوري، هم به اصلي وي، هم به یې سبک ښه وي او هم به یې د ساز وزن او غږ .
په علم او ادبیاتو کې ته ماته د دوی پرمختګ راوښیه . . یو څو کتابه که دوی د ایران له ادبیاتو غلا کړي او لیکلي وي دا خو د دوی ادبي پرمختګ نه شو،
نه ژبنی فصاحت لري او نه بلاغت . . هو کوم یوه چې په ایران کې تحصیل کړی وي، هغه خپله ژبه سمه په وزن تاووي، دا نور خو دې خدای یو هم په مخ نه درولي .
پاته څه شول؟؟
په یوه خوا کې په رښتیا هم تر پښتنو کلک او پرمختللې دي، هغه داچې :
پښتانه د دوی په شانې د یو بل خور او مور ته ښکنځلې نه شي کولای او د دوی په شانې سپک او لوچک نه دي، دا پرمختګ یې در سره منم .
په درنښت
larghonay laraway
09.06.2010
ټولو ته سلامونه او پېرزوينې !
په ځانګړې توګه پتنګ صيب ته چې يو څه په غوسه شوی دی خو ما د ښه زړه او مينې پر بنسټ ورسره هغه د ملايانو خبره (خوش طبعي) کړې وه او د زاړه خطاب مې ورته کړې ؤ چې په لمنو لمنو بښنه ترې غواړم. خير دی زوړ خو بده خبره نه ده. ولې دا په دې معنی نه ده چې زوړ خدای مه کړه ناپوهه وي، بلکې د زړې تجربې څښتن وي!
اوس اصلي موضوع ته راځو!
[quote:aed5c90a5a]پتنګ صيب ليکلي دي:
کوشش وکړه چې دپښتنو ديوالي پروڅيس وليکې او يو
سيستم ترې جوړ کړې،او مونږته يې راوښه يې٠[/quote:aed5c90a5a]
پتنګ صيب زه به څه يم او سيستم جوړونه به مې څه وي. خو اوريدلي به دې وي چې (خان يې په ياران يې) ما چې په خپله سيستم جوړولی شوای نو بيا مې بحث فورم ته ولې دا موضوع وړاندې کوله.
د (خېل پالنې او سمت پالنې) ستونزه مې د پښتنو پوهانو، مشرانو، ليکوالو شاعرانو او سياستوالو تر منځ درک کړې وه او ځورولم يې نو همدا ملي ستونزه مې ستاسو په ډاډ بحث فورم ته وړاندې کړه. باور وکړه چې نه مې د چا توهين هدف دی او نه د کوم قوم يا خېل له منځه وړل، خو د پښتنو تر منځ مې د (سمت او خېل) پر بنسټ موجوده ستونزه درک کړې وه او ستاسو سره مې مطرح کړه. څومره چې زما نظر لګي نو فکر کوم چې دا ستونزه به تاسو او نورو درنو پښتنو هم درک کړې وي . نو راځئ چې يو څه نور هم پرې وغږېږو، ګڼ شواهد او دلايل راټول کړو او تر هغې وروسته د دې ورستې مفکورې پر ضد خپله مبارزه جاري وساتو. بيا هم بايد يادونه وکړم چې مبارزه د خېل او سمت له منځه وړل نه دي بلکې د خېل او سمت پر بنسټ د متعصبينو لارې ته راوستل او يا غندل دي.
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب ليکلي دي:
په نورو خبرو کې در سره همنظر یم لېکن دا چې په وار وار لیکې چې : پښتانه د نورو قومونو (تاجک، ازبک، هزاره . . .خلاصه پاړسیوانو) په پرتله شاته پاتې دي، دا نه درسره منم . [/quote:aed5c90a5a]
باتور صيب لومړی خو دلته د قومونو تر منځ مقايسوي بحث نه دی، بلکې يوازې د پښتنو تر منځ د (خېل او سمت) پر بنسټ د تعصب ستونزه څېړل او حل لاره لټول دي. دا که په بحث کې ځينو وروڼو مثالونه راوړې وو او ليکلي يې وو چې (له دې بحث نه هدف دا دی چې له پښتنو څخه تاجک، ازبک او نور جوړ کړې او يا يې ښاري کړې) نو د هغوی ځواب کيدای شي ما ليکلی وي چې د تاجکو، ازبکو او نورو قومونو ښه صفتونه که خپل کړو نو په دې کې کومه بدي نشته. تر ټولو ښه صفت يې دا دی چې د پښتنو په پرتله د (خېل او سمت) دښمنۍ او تربګنۍ په کې نشته. نور دې که په بحث کې داسې څه ليکلي وي چې خدای مه کړه د پښتنو سپکه او د نورو درنه مې ليکلې وي نو هغه به تېروتنه وي او بښنه يې غواړم. خو داسې څه نشته.
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب زياتوي:
ته یو کلیوال بې سواد پښتون یا پښتنه له یوه هزاره ډاکټر سره مقایسه کوې او که څنګه؟ [/quote:aed5c90a5a]
نه ! هيڅکله نه. دا د پښتنو خپل منځي بحث دی او د پښتنو تر منځ د (سمت او خېل) پر بنسټ د تعصب غندنه او له منځه وړلو بحث دی. پرتليز بحث نه دی.
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب ليکي:
هغه پښتانه، هزاره، ازبک، تاجک چې په کلیو او بانډو کې پراته دي او د ښاري ژوند له آسوده ګيو څخه نه دي برخوردار او یا د علم او تحصیل له نعمته نه دي بهرمن شوې، د هغو ټولو د ژوند سویه په یو شانې ده، ته ورشه په دایکندي کې د عامو هزاره ګانو د ژوند له حاله خبر شه، د سهار او ماښام د یوې ګولې ډوډی په تمه لاس تر زنې ناست دي په همدې شانې د وطن په نورو ولایتونو کې که تاجکان دي او که ازبکان . [/quote:aed5c90a5a]
باتور صيب محترمه!
ما هم همداخبره چېړلې ده او مثال مې راوړی چې په هزاره جات کې په مغارو کې پراته دي خو (د سمت او خېل) تر منځ د پښتنو غوندې تعصب او بدبيني نه لري. پښتانه هم له نيستۍ خپل تربور وژني او هم يې له مستۍ. په داسې حال کې چې هزاره ګان او نور هم خېلونه او سمتونه لري.
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب ليکلي دي:
دا چې په کابل او یا د یو څو نورو ولایتونو په مرکز کې بعضې خلګ د چور او غلا د مال له برکته قابلي یا مرغ پلو خوري . . دا خو د دې معنی نه ورکوي چې نورو قومونو ټولو پرمختګ وکړ، په نس ماړه شول او بچیان یې هم ټول پاک ستره ښوونځي ته روان دي او پښتانه شاته پاتې شول، ځکه چې قابلي نه خوري، ته ماته راشه چې داسې قابلي یا چیکن بریانی درته پخه کم چې د پاړسیوان خوله وازه ورته پاته شي. [/quote:aed5c90a5a]
ياره که رښتيا درته ووايم نو په بحث فورم کې که تر دې هر وخت ستاسو مبارک نوم وينم نو (قابلي او چيکن برياني) به مې ارمان وي چې ستاسو سره يې وخورم. خدای دې همداسې ورځ راولي. شکر دی چې يو پښتون خو په ګېډه موړ دی. که په چټنګ کې استول کېدای نو خامخا به مې درنه غوښتنه کړې واي.
ولې باور وکړه که دلته په دې بحث وي چې پښتانه څه نه خوري او پاړسيوانان يې ښه خوري. بلکې اکثره پاړسيوانان له پخوا راهيسې حتی د پښتنو په کورونو کې کار کوي او د هغوی پاتې شوني خوري خو دلته د ګېډې بحث نه دی بلکې شعوري بحث دی چې پښتانه له (څلور زره کالو راهيسې) د پاچاهۍ خبرې لري خو معنوي حاکميت او حکومت د پاړسيوانانو دی. دا ځکه چې پښتانه په خپلو کې بې اتفاقه دي، خپل ځانونه نه پېژني او له ګڼو ستونزو سره سره د (خېل او سمت ) په ناوړه تعصب کې راښکېل دي چې دا بايد وغندل شي او له منځه لاړ شي څو ټول پښتانه يو قوم او يو وجود شي!
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب ليکي:
په کابل، مزار، قندهار، هلمند، پکتیا، ننګرهار. . . . . . او نورو ولایتونو کې داسې هوښیار، پوه، عالم اوپرمختللې پښتانه ژوند کوې چې ولاکه یې سپی د نورو قومونو د کلي په ملک ور ښکاره کم . [/quote:aed5c90a5a]
خدای دې نور هم ډېر کړي خو له بده مرغه چې همدغه د يادو ولايتونو له همغو پوهو خلکو سره د (خېل او سمت) وروست تعصب موجود دی چې بايد د له منځه وړلو هڅه يې وکړو او که نه وي نو (لږ تر لږه په بده، کمه او سپکه) سترګه خو ورته وګورو. اوس خو د ټولنې درانه او منلي شخصيتونه همغه دي چې د (سمت او خېل) ناولی تعصب لري او دا د پښتنو د وروسته پاتې والي له ګڼو عواملو ، یو دی!
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب مهرباني کوي او ليکي:
هو دا چې یو دوه ملیونه کوچیان خپل بدوي ژوند ته دوام ورکوي، هغه د هغو خپل کار دی . . د بهسود په ماڼۍ خپله خیمه نه بدلوي .
همدا اوس په فرعوني امریکا کې هم ډېر خلګ شته چې له مدنیته نفرت لري او داوطلبانه د کوچیانو په شانې د خپلې اوزې او غوا طبیعي شیدې په کیمیاوي پوډرو نه بدلوي . [/quote:aed5c90a5a]
بېخي دې سهي ليکلي خو دې ته دې هم بايد پام وي چې همغه خلک په ټولنه کې هيڅ مطرح نه دي، حاکميان او حکيمان يې نور دي او دوی د ټولنې وحشي او غير مطرح خلک دي. خو بيا هم وايم چې دلته پر کوچيانو بحث نه ؤ، هغه خو احمدزي صيب کوچيان ستايلي وو او د ښاريانو عياشي يې غندلې وه، چې بحث اصلا دا نه ؤ خو بيا هم ما ورته ليکلي وو چې دا کوم ښه صفت نه دی. له اسلام او جهانه دې څوک ځان ناخبره وساتي او تر قيامته دې له ډانګ، سپي او اوښ سره په دښتو او ډاګونو کې له تمدنه لرې پاتې شي. خو ستاسو خبره که څوک بيا هم نه غواړي چې د بدويت ژوند پرېږدي نو که امريکايان وي خو د هغوی ښاريان هم له دينه لرې دي، نو د افغانستان د بېچاره کوچيانو خو پر ما او تا او نورو مسلمانانو حق دی چې ورته وروښيو چې ټول عمر په پتک کې ايله دومره اوبه ګرځول چې ويې څښې، دا ښه کار نه دی بلکې بدويت پرېږده کليو کې ژوند غوره کړه چې په کاريزونو، چينو او ګودرونو کې اودسونه وکړې او په جوماتونو کې لمونځونه وکړې . په هر صورت بيا هم خپلې خبرې ته راځم چې بحث د (خېل او سمت) د تعصب د غندلو بحث دی نه پر کوچيانو او کوچيتوب. ځکه چې تر ډېره حده تعصب په روڼ اندي قشر کې شته چې ساده کليوالو او کوچيانو ته هم دوی خپور کړی دی.
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب ليکلي:
او که ستا په نظر پرمختګ په پطلون یا لمن اغوستلو کېږي؟
تېر کال دلته په یوه بحث کې تا په خپله لیکلې ول چې پرمختګ په ښاري پطلون پورې ربط نه لري او زما په دې خبره چې د پښتنو اوسني کالي د پنجاپیانو لباس دی، په غصه شوې چې نه دا پنجاپي شکله اوسنی موډکالي د پښتنو اصلي لباس دی . [/quote:aed5c90a5a]
زه اوس هم په همغه نظر يم. زما په ليکنه کې دې داسې کوم ټکی لوستی چې پرمختګ په پتلون کې دی ؟
ما خو تکرار تکرار ليکلي چې زما هدف دا نه دی چې له چا پګړۍ او ټيکری وغورځوم بلکې غواړم چې پګړۍ او ټيکري ته يې وده ورکړم، ويې ستايم او ويې ځلوم خو تعصب ترې پاک کړم او له دې ناولي ميکروبه يې خلاص کړم چې دا له پتلون سره هيڅ تړاو نه لري. ما خو ليکلي چې د پښتنو همغه خلک چې په پتلون کې يې بوټه موټه راويستلې وي هغه تر ساده او کليوالو خلکو ډېر تعصب لري. حتی کليو او بانډو ته هم همدې تنګ نظرو باسوادو د سمت او خېل تعصب رسولی دی او له همدې لارې ډوډۍ خوري او شهرت تر لاسه کوي!
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب ليکي:
نور ته ماته د تاجکو، هزاره ګانو او یا هغو نورو ټولنیز پرمختګ راوښیه . [/quote:aed5c90a5a]
زه نه پوهېږم چې په کومو الفاظو يې وليکم چې زما ميراتمړی هدف لږ ښه روښانه شي او ټول پرې پوه شي. خو باتور صيب دا چې يو قوم هم اکثريت وي، هم پاچاهان وي، هم غازيان وي، هم شهيدان وي، هم امپراتوران وي او هم رييس جمهوران وي خو بيا هم (اوغان غول) بلل کېږي . محروم او محکوم وي. په ژبه پسې يې خندا کېږي، په کلتور او دود دستور پورې يې خندا کېږي، له ښاره او تمدنه لرې پراته وي، شاهان، واکمنان او ملايان يې هم په خپله ژبه شرمېږي، په دفتر او بازار او حتی په خپل وطن کې يې ژبه محکومه وي، په پوهنتون کې يې په ژبه تدريس نه کېږي، په محکمه کې يې په پښتو ژبه فيصله نه کېږي او داسې بې شمېره نورې نادودې نو تاسو مهرباني وکړئ او راوښيئ چې د دې باتور قوم کوم ځای پرمختګ کړی دی؟
دوی خو ايله بيله په دې کې ښکېل دي چې پلانی خېل ښه دی او پلانی سمت خراب دی. دا د پلاني سمت او خېل مربوط دی او دا نه دی ایا پرمختګ همدې ته وايي؟
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب ليکي:
په ساز او هنر کې هم ولاکه تر پښتنو کلک یي چې ته به وايې د دوی موسیقي د پښتنو تر موسیقۍ ډېره په مخ تللې ده، هماغه د احمد ظاهر څلور سندرې او کمپوزونه دي چې تر اوسه یې تاووي او را تاووي . . هو استاد قاسم او سراهنګ هم لري، لېکن د استاد قاسم په نات د وخت د ضایع کولو او غوږونو ځورولو په ځای به یوه هندي غزل سړی واوري، هم به اصلي وي، هم به یې سبک ښه وي او هم به یې د ساز وزن او غږ . [/quote:aed5c90a5a]
[color=blue:aed5c90a5a]باتور صيب همدې يادو نومونو ته لږ ژور فکر وکړه نو بيا به خپله هم قضاوت وکړې چې پښتانه تر پاړسيوانو ډېر وروسته پاتې دي!؟
تاسو د احمدظاهر يادونه کړې چې په اصل کې يو محمدزی پښتون دی خو په دې وطن کې مجبور شوی چې په خپله ژبه وشرمېږي او د پښتو پر ځای پاړسي ووايي يوه سندره يې پښتو هم ويلې ده چې (جیب دې لتومه خان ، سنګ ته دې درځم، سابه درته پخوم او اوبه درته راولم) نو تاسو ووايئ چې دا د پاړسي ژبې قوت ، پرمختګ او پر پښتو او پښتنو اغېز نه دی؟
همدا راز تاسو د استاد قاسم او سرآهنګ يادونه کړې ده. تاسو اوس ښه سوچ وکړئ چې دا دواړه په اصل کې هنديان دي او پلرونه يې د افغانستان پښتنو پاچاهانو راوستي وو چې په دربار کې ورته سندرې ووايي خو دا چې د پښتنو په خپله پاچاهۍ کې پښتو وروسته پاتې وه او پاړسي پرمخ تللې وه نو هندي سندرغاړو د پښتنو په دربار کې پاړسي ته خدمت کړی او استادي سندرې يې ويلې دي چې دا د پاړسيوانو په پرمختګ او د پښتنو په وروسته پاتې والي دلالت کوي ځکه چې دوی تر اوسه غواړي بدوي ژوند وکړي او که پاچاهان هم شي نو خدمت پاړسيوان ته وکړي. [/color:aed5c90a5a]
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب لاندې جمله کې روښانوي:
په علم او ادبیاتو کې ته ماته د دوی پرمختګ راوښیه . . یو څو کتابه که دوی د ایران له ادبیاتو غلا کړي او لیکلي وي دا خو د دوی ادبي پرمختګ نه شو، نه ژبنی فصاحت لري او نه بلاغت . . هو کوم یوه چې په ایران کې تحصیل کړی وي، هغه خپله ژبه سمه په وزن تاووي، دا نور خو دې خدای یو هم په مخ نه درولي . [/quote:aed5c90a5a]
باتور صيب خدای دې وکړي چې بحث رانه بلې خواته لاړ نه شي خو د ادبياتو په اړه به يې همدومره درته ووايم چې تاسو د خپل کلي له ملا نه پوښتنه وکړئ چې پنج کتاب، ګلستان، بوستان او مثنوي په خپلو خطابي ويناوو کې وايي او که د پښتو ادبيات؟
زه نه غواړم چې دلته د پښتو او پاړسي پر ادبياتو وغږېږم ځکه چې موضوع بلې خواته ځي خو دومره درته ويلی شم چې د پښتنو پياوړو ليکوالو او محققينو يو داسې علمي اثر به راونه ښيې چې د پاړسي له ماخذونو يې استفاده نه وي کړې دا ځکه چې هغوی خپلې ژبې ته کار کړی ، د سمت او خېل پر وېشتونو او تعصبونو يې نه ده پاشلې او لږ تر لږه يوه ژبه خو لري. ته راوښيه چې نن سبا په همدې يو فورم کې څو ډوله پښتو ليکل کېږي؟ يوه ژبه چې معيار ونه لري او پر لهجو وېشل شوې وي نو هغه لهجه ده او د ژبې حيثيت ورکول ناشونې دي.
بله دا چې زما يې څه چې د پښتو ادبيات قوي دي او که د پاړسي. دلته خو خبره دا ده چې د دوی همغه کمزوري ادبيات دلته حاکم دي او ستا په خپل وطن کې ستا په پاچاهۍ کې يوازې يو نيم ټلويزيون په پښتو دی او د دوی په لسګونو دي چې دا ادب او ژبې ته خدمت دی او پښتو تر پاړسو وروسته پاتې ده.
دا چې د ايران تقليد کوي دا هم د پاړسيوانو شعوري لوړه پوهه ده. ځکه دوی غواړي چې ژبه يې د هېواد له کړۍ ووځي بلکې د تاجکستان، افغانستان، ايران هيوادونو ته پاړسي ژبې هيوادونه وايي او غواړي چې د ټولو يوه ګډه معياري ژبه شي. ته اوس پښتنو ته راشه . هۍ هۍ هۍ
له بده مرغه چې پښتنو يو څه يوه ژبه چې د ټول افغانستان په سطحه څه ناڅه مطرح او کار ورته شوی ؤ هغه يې هم په لهجو او سمتونو او خېلونو ووېشله نو تاسو قضاوت وکړئ چې څوک پر مختللي او څوک وروسته پاتې دي؟
[quote:aed5c90a5a]باتور صيب ليکي:
په یوه خوا کې په رښتیا هم تر پښتنو کلک او پرمختللې دي، هغه داچې :
پښتانه د دوی په شانې د یو بل خور او مور ته ښکنځلې نه شي کولای او د دوی په شانې سپک او لوچک نه دي، دا پرمختګ یې در سره منم . [/quote:aed5c90a5a]
زه نه پوهېږم چې تاسو به چېرته اوسئ خو زما په نظر په ښکنځلو کې خو پښتانه هم ترې کم نه دي زه وايم چې په دې يو پرمختګ کې به سره سم وي ځکه چې پښتانه يوازې د مور خور ښکنځلې نه کوي بلکې د دين مذهب او حتی ايمان ښکنځلې هم په کې دود دی! يوه بېلګه به يې درته وليکم:
په پېښور کې د پښتو ښکنځلو يو ټليفوني کليپ راوتلی ؤ چې ډېرې سپکې او بدې ښکنځلې يې په کې کړې وې نو د هيواد يو تکړه ليکوال او د (بريتو په پارلمان کې) شعر شاعر ته چا اورولی ؤ نو هغه به بيا بيا ورته ويل چې د پښتو دا خوږې ښکنځلې لږ بيا راباندې واوره.
[color=darkblue:aed5c90a5a]د زړه خبره:
دا چې تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، يو شمېر پښتانه او نور قومونه د ژبې د يو والي په اړه دومره پرمختګ کوي چې د يو هيواد له پولو اوړي او د څو هيوادونو ژبه يوه کوي او خپله ژبه مطرح کوي نو پښتانه ولې تر اوسه د خېل، زي او سمت په ورستو مفکرو او تعصبونو کې ښکېل دي او خپله يوه ژبه يې په لهجو ووېشله.
دا چې نور قومونه له خپلو خېلونو، سمتونو او نورو بدوي او قبيلوي تعصبونو تېرېږي نو پښتانه ولې دا شعور او ميړانه ونه لري او د يو پښتون قوم په نامه سره راټول نه شي؟
په هر صورت ستاسو له نظر او ليکنې مننه خو راځئ چې دا بحث تر هغې وغځوو چې ښه روښانه شي او په پای کې د خپل ګران او محبوب قوم پښتون لپاره د خپلو هلو ځلو يوه ګټوره نتيجه وړاندې کړو
ځکه چې د منازعې يا شخړې د حل يو اصل دا هم دی چې (منازعې ته بايد انکشاف ورکړل شي.) انکشاف په دې معنی چې هر اړخيزه څېړنه يې وشي او تتې خواوې يې روښانه شي نو بيا ښه فيصله کېدای شي.
په همدې هيله
ستاسو لاروی[/color:aed5c90a5a]
monir
09.06.2010
سلامونه او ښې چارې
[quote:527bf8d1ac="باتور"]
په یوه خوا کې په رښتیا هم تر پښتنو کلک او پرمختللې دي، هغه داچې :
پښتانه د دوی په شانې د یو بل خور او مور ته ښکنځلې نه شي کولای او د دوی په شانې سپک او لوچک نه دي، دا پرمختګ یې در سره منم .
[/quote:527bf8d1ac]
نه باتور صیب، د ښکنځلو په برخه کې خو موږ پښتانه ټولو سره سیالۍ کولای شو. زموږ دغه سپینږیري ته یو وار ځیر شئ:
http://www.youtube.com/watch?v=O3rPwTdO6as&feature=related
په درنښت
12.06.2010
درنو ګډونوالو!
لاروی صيب چې څومره فسيح اوبليغ دی هومره يې خبرې پرځای مستدللې او ژورې هم دي او داسې سکالو يې وړاندې کړې چې حل يې رښتيا هم مخ په وړاندې
يو سترګام پورته کول دي . خو لاروی د توري ، توپک اوتوغنديو سره نه دی راپورته شوی چې ډير يې پلوی وکړي او دير نور يې د ځان له پاره ننګونه وبولي او
په ټي ثانيه يې پر ضد جګړې ته راووځي او معرګه توده کړي . نه نه، لاروي د تشدد لاره نه ده غوره کړې ، نولاروي ته دې خدای زغم، او د خان غفار خان غوندې اوږده
حوصله ورکړي چې پښتنو ته ځولۍ غوړوي ، د خپل رنځ په اغيزتاړو يې خبروي او پوهوي اودرملنې ته يې هڅوي!
الله سبحانه و تعالی د خيل ، ټبر او قبيلې پالنه بده ګڼلي اوانسانانو ته يې فرمايلي دي چې ما تاسو د خيل پالنې او قبيله پالنې له پاره په خيل او قبايلو نه يئ ويشلي،
بلکې دا ويش مې ددې له پاره کړی چې تاسو يو بل سره وپيژنئ( چې تاسې ټول څوک ياست) .
[color=blue:e2532a4e2a]لتعارفو ا[/color:e2532a4e2a]يا پيژندنې موخه هم الله تعالی څرګنده کړې ده
چې تاسو ټول مې مِن نَفس ٍ واحِد َ ه = له يوه نفس (آدم ) څخه پيدا کړي ياست ، نو
د انسان په توګه سره مساوي ياست، ستاسې کرامت او برتري صرف او صرف په عملي تقوا پورې اړه لري او بس ، نه په خيل، نه په سمت، نه په قام قبيله او ټبر پورې!
نو د ټبر ، خيل او قبيلو ويش ددې له پاره دی چې سلسله يې يو له بل سره نږدې کيږي ، واحدې ريښې ته رسيږي چې په پای کې پر ادم (ع) انجاميږي ، نه ددې
له پاره چې مومند ، شينواری يا غلزی ، منګل او ځاځي يا د عربو خضرج او
مضرج قبيلو ته دې بيل بيل حيٍثيت، ارزښت او منزلت پرې ورکړل شي او يا دې پرې غړي د ځان له پاره وياړ او افتخار پيدا کړي ! دا په اسلام کې بالکل مردود شی دی .
دداود خان په وخت کې چې قبيلوي تخلصونه منع شول هم غور پرې شوی و او صرف ددې له پاره چې ملي احساس وپالل شي، خو اوس خبره دومره شاته لاړه چې ملت
خو څکی څ:ی چې د پښتون نوم او د پښتون احساس هم په ځيو، خيلونو، ټبرونو او قبيلو کې ورک شو. همغه کانه ده چې ګواکې سړی د ډيرو ځانګړو ونو له لاسه بيا
سلامت ځنګل نه ويني !
نو که غواړو چې د پښتون او افغان په نامه سره [color=darkblue:e2532a4e2a] ګډون [/color:e2532a4e2a] پاندې وياړ ولرو، د خيل ، قبيلې او سمت له ويشونکو او مردود وياړونو او مردودو پالنو څخه په کلکه توګه صرف نظر وکړو!
[color=red:e2532a4e2a]
خدايه ورکه لوی توفيق پښتون افغان ته ....... نه شينواري، نه غلزي نه دُراني ته !
په افغان کې بيا راسخه مسلمان ته .......... نه شمال او نه جنوب ، نه مرکزي ته !
د پښتون کمال جګړه ده بل څه نشته ..................... ټول وياړونه يې ګټلی په ميدان کې
خو په سوله سياست کې غول افغان دی...... شاګوتی يې دی نصيب په هر دوران کې
اسامه يې د طالب پيرانو پير دی ........................ ISI يې ده مخکښه په کاروان کې
[/color:e2532a4e2a][color=blue:e2532a4e2a]
په تاريخ کې دې په درې کسو لعنت وي ...... شاه شجاع کارمل کرزي افغانستان کې[/color:e2532a4e2a]
عادل عادل
16.06.2010
سلامونه
بحث ماشا الله ډیر تود دئ، خو جهت یې لا ورک او ناپیدا بریښي.
زما په نظر، خیل او زئ صرف د تعارف لپاره دي، په قوم فخر کول اسلام ردوي، د هغې پالنه د ځان او نورو د پیژندنې تر حده ښه کار دئ، خو د واک، ځواک او پر نورو د تفوق معیار ګرځول یې ظلم دی.
د لاروي ورور تشویش پر ځای دی خو دا تر ډیره بریده د روانو شرایطو زیږنده او د دیموکراسئ تحفه ده، ټوله پړه یې بالذات په قومونو او قومپالئ اچول د عدل تقاضا نه ده او نه هم تر اوسه پښتانه خدای مکړه دومره ویشلي، پاشلي او بدمرغ دي چې د یو وجود عرض اندام یې له منځه تللئ وي. دا او دې ته ورته ډیرې ستونزې زمونږ هویت تر تهدید لاندې نیسي او نیولئ یې دی، خو دا ټول هغه لنډمهال او د لنډو ریښو ستونزې دي چې د روان اشغال د اختتام سره جوخت به زمونږ له منځه کډه کوي.
د قوم، زي او خیل له بدپالنې سره مخامخ برخورد او مبارزه په هر وخت کې ډیر نور جانبي عوارض پیښولای شي، ځکه چې دغه پدیده په دوهمه درجه کې زمونږ د ټولنې په شیریانونو کې ځای لري ، د ورته افاتو د له منځه وړلو اصلي او اساسي لار د دیني او ساینسي علم او پوهې د رڼا خورول او عامول دي، کله چې جهل او بې سوادي له منځه ولاړ شي نو د قوم، زي او خیل بدپالنه په نیکپالنه او حسن نیت سره اوړي.
د پوهې او علم د ترویج نه پرته، د یادو ستونزو له منځه وړل او له هغوی سره بې پروا برخورد کول د هغه څه برخه جوړیدای شي چې مونږ او تاسو ترې سر ټکوو.
علامه سید جمال الدین افغاني رحمه الله علیه د هغه د پوهې او عالي تفکر په لرلو سره مشهور دئ نه د افغاني لقب له مخې، افغاني لقب یې صرف د شناخت نښه ده.
16.06.2010
سلامونه !
عادل صيب څه ښه ليکي :
[quote:d483ebf2a3]د ورته افاتو د له منځه وړلو اصلي او اساسي لار د دیني او ساینسي علم او پوهې د رڼا خورول او عامول دي، کله چې جهل او بې سوادي له منځه ولاړ شي نو د قوم، زي او خیل بدپالنه په نیکپالنه او حسن نیت سره اوړي. [/quote:d483ebf2a3]
دا قبيلوي او ټبري تخلصونه خو تعليميافته کسان کاروي، بيسواده پښتانه خو د نوم سره نه تخلص لري او نه د احمدځي، خليلځي او سدوځي نومونه کاروي ،
خو دغسې يوې درجې ته لا ستاسو له انده د پوهې او علم خاوندان هم نه رسيږي چې بالکل له ټبري ، قبيلوي او خيل او ځي له نومونو څخه تير شي، بلکې ستاسو په اصطلاح د بد فنکشن ( بدپالنې) پر ځای نيک فنکشن غوره کوي او له منځه نځي ، خو نه پوهيږم د د پوهو او تعليميافته کسانو قبيلوي تخلصونه کومه نيکپالنه لري او دغه نيک فنکشن به يې څه وي (؟) ، که په دې اړه لږه
ړڼا وغورځوئ بده به نه وي .
[quote:d483ebf2a3]علامه سید جمال الدین افغاني رحمه الله علیه د هغه د پوهې او عالي تفکر په لرلو سره مشهور دئ نه د افغاني لقب له مخې، افغاني لقب یې صرف د شناخت نښه ده.[/quote:d483ebf2a3]
افغان زمونږ ملي هويت دی، چې له پښتون قامي نوم څخه هم لوړ او پراخه دی ، او افغان ه قبيلوي او ټبري هم نه دی . هغه نه غوښتل چې په ملي لحاظ هم عرب ، ايرانی يا ترکی و ګڼل شي !
خو له افغان څخه پښتون ته او بيا له هغه څخه هم قبيلې ته او له قبيلې څخه ټبر ، بشې، خيل او ځي ته را کښته کيدل او ورپورې نښتل حتما د کومې کمترۍ د احساس د سکينده کولو له پاره کومه رواني عقده بريښي او عقده په نيک احساس اړول ناشونی کار دی ، آيا همداسې نه ده ؟
عادل عادل
17.06.2010
سلامونه
پتوال صیب
زما د لیکنې په بله برخه کې د قومي ویشنو او نفاق اصلي عامل روان بدمرغه اشغال بلل شوئ دئ، (وبښئ ځنو بدمرغو انسانانو ته بیا ډیر نیکمرغه پریوتئ دئ).
اشغالګرو زمونږ په منځ کې زمونږ پام یو د بل په وړاندې هغه څه ته اړولئ دئ چې د ټوټه کیدو او نفاق له لارې مو کورني قومي تضعیف او نابودئ ته لار پرانیزي.
همدا سبب دئ چې زمونږ افکار یې په همدې تفرقه اچونه کې مصروف ساتلي دي، تر څو د یرغل په وړاندې غږ پورته نشو کړای.
رابه شو د خیل او زي او قوم په نوم القابو ته نو دا خو څه بد کار نه دئ، هغه چې تاسو یې ډیر متمدن او په اصطلاح د دیموکراسئ له ژرندې وتلي هم بولئ هغه که د اروپا وي یا امریکې او یا هم د هر بل هیواد، نومونه یې د ابګنئ او قوم څخه ایښي دي، نو پدې اساس د نوم او تخلص غوره کول هیڅ وخت د قومي بدپالنې مانا نه ورکوي بلکه د شناخت اسانه وسیله ده.
larghonay laraway
19.06.2010
السلام عليکم!
عادل صيب ليکلي:
[quote:de577badb4]زما د لیکنې په بله برخه کې د قومي ویشنو او نفاق اصلي عامل روان بدمرغه اشغال بلل شوئ دئ، (وبښئ ځنو بدمرغو انسانانو ته بیا ډیر نیکمرغه پریوتئ دئ).
اشغالګرو زمونږ په منځ کې زمونږ پام یو د بل په وړاندې هغه څه ته اړولئ دئ چې د ټوټه کیدو او نفاق له لارې مو کورني قومي تضعیف او نابودئ ته لار پرانیزي.
همدا سبب دئ چې زمونږ افکار یې په همدې تفرقه اچونه کې مصروف ساتلي دي، تر څو د یرغل په وړاندې غږ پورته نشو کړای.
رابه شو د خیل او زي او قوم په نوم القابو ته نو دا خو څه بد کار نه دئ، هغه چې تاسو یې ډیر متمدن او په اصطلاح د دیموکراسئ له ژرندې وتلي هم بولئ هغه که د اروپا وي یا امریکې او یا هم د هر بل هیواد، نومونه یې د ابګنئ او قوم څخه ایښي دي، نو پدې اساس د نوم او تخلص غوره کول هیڅ وخت د قومي بدپالنې مانا نه ورکوي بلکه د شناخت اسانه وسیله ده. [/quote:de577badb4]
عادل صيب !
د قوم او زي پر سر دښمني په پښتنو کې ډېره زړه ده چې اوسني اشغال نه بلکې مغول او انګريز هم اچولې ده چې په همدې بحث کې يې يادونه هم شوې ده خو له بده شامته چې پښتنو بيا همدا مصنوعي تعصبونه پاللي او خپلو کې يې يو بل له پښو غورځولی دی.
په دې بحث کې زمونږ هدف دا ؤ چې راځئ نور د خېل او زي پر سر د تعصب لمن ورټوله کړو او خېل او زی يوازې د دې لپاره چې د پلانک سيمې يا خېل يو وساتو. نور يې پر سر د بل خېل او سيمې له اړوند سره تعصب ونه کړو.
خو پام مو وي چې د خېل او زي القابو خاوندان تر ټولو غښتلي متعصبين دي. باور وکړه چې ځانونه ملي ګڼي خو د سيمې او خېل په تعصب کې دومره کلک ښکېل دي چې ډډوزې ترې خېږي.
دا چې تاسو ليکلي چې د اروپا او امريکا خلکو د کورنيو او ابګنيو تخلصونه ايښي رښتيا ده خو هغوی په واقعي معنی کاروي چې تاسو هم د شناخت اسانه وسيله ګڼلې ده. بله دا چې هغوی د خېل او زي تخلص نه ږدي، بلکې د کورنۍ تخلص ږدي چې هغه هم ورته معلوم وي دلته خو باور وکړه که هیڅوک هم درته خپل نسب تر خپل خېل پورې ورسوي خو تش په اوريدو سره ځانونه په خېلونو وېشي او بيا د يو او بل خېل پر سر تعصب کوي. هيله ده چې د بحث په پای کې يوې داسې نتيجې ته ورسېږو چې په رښتيا سره د پښتنو د يو والي او پياوړتيا لپاره د خېل او زي د پالونکو متعصبينو پر ارمانونو خاورې واړوو او ټولنې ته يې ور وپېژنو چې دا هغه متعصب دی چې د خېل، زي او سيمې په نامه يې يو پښتون ټبر سره ټوټه ټوټه کړی او په خپل جهالت کې غرق او پرق دی.
larghonay laraway
24.06.2010
د ملي ګټور بحث درنو ليکوالواو لوستونکو ښاغليو (پتنګ، جلال احمدزی، پتوال، هېښ، باتور، وهاج صافی، عبدالسلام، شهير، منير، عادل او د بحث نورو ګډونوالو ته سلامونه !
هيله ده چې ملي ګټور بحث بې ګټې او بې نتيجې پاتې نه شي. يا خو بايد په ډاګه شي چې د قومي خېل، سيمې او سمت پر سر تعصب ښه کار نه دی. پښتانه يې وروسته پاتې کړي او تر منځ يې له کلونو کلونو راهيسې خنډونه، درزونه، کرکې او کينې په شور او زور کې ساتلې دي. نو راځئ چې ټول په شريکه يوازې د همدې هدف لپاره چې پښتانه د سمت، قومي خېل او زي له بې رنګه او بې خونده وروسته پاتي تعصب څخه خلاص شي او ټول يو موټي پښتون شي نو راځي چې ټولو پښتنو ته يوه اعلاميه وليکو او هغه روڼ اندي، ليکوال او سياستوال وغندو چې د قومي خېل، زي او سمت په نامه تعصب کوي او له کړنو، ليکنو او ويناوو يې د تعصب ډډوزې خېژي.
مونږ د چا نوم نه اخلو خو په کابل او ولايتونو کې داسې ځوان او زاړه ليکوال او سياستوال شته چې د تعصب په مرض اخته دي مونږ به خپلو پښتنو ته يوه مفکوره ورکړو او د هغو په ذهني روڼتابه او عامه پوهاوي کې به د يو سپېڅلي هدف په خاطر ونډه واخلو.
pattang
24.06.2010
وروره دداسې خلکو دخدای پاک کور ګډ کړي ، دا هغه رزيلان دي چې شعوري
اوغيرې شعوري دپښتنو دوښمنان دي٠ خو دا طبقه يا دا ټولګی خلک زه خوشې
لنډغر او جا هلان بولم٠ هو ما پخپله هم څو ځايه داسې حس کړل چې لهجه يې او
سمتي خبرې پټې پټې شته خو زما له مخې په ډګر دا جرعت جانشوی کولی
اونه يې کولی شي خو بوی يې راځي ٠ دلته مسئله دسر خلا صېدو ده چې سر يې
ور خلاص شي٠ ماته په خپله ټول پښتانه په يه بېړۍ کې ناست ښکارې چې يابه
له دريابه غاړې ته وزي او يا به ټول په اوبو کې ډوبيږي ٠
پښتانه ټول په پښتو او پښتنولي سره تړلي دي :
يوه ورځ ډېر کاله له مخه خدای بخښلي جنرال رحمت الله صافي قصه را ته کوله،
قصه يې ډېره او ږده ده خو يوه خبره يې داوه :
" ادې به مې سره پاکه بړستن ميلمه ته ساتلې وه " نو پردې وخت کې ما ته فکر
ر اولوېده او په يادمې راغلل چې ګوره جنرال صيب له يوه کنجه دافغانستان او زه
له بله کنجه خو ادې ګانو موعینې خواص لرل ، دا پر دې مانا چې زما مور هم ميلمه
ته پاکه سره بړستن ساتلې وه او بېله مېلمه به يې بل چا ته اجازه نه ور کوله چې په
بړستن کې ويده شي٠
ستا خبرې زه سل په سلو کې درسره منم دا سې رزيلان بايد رسوا شي ، تحديد شي
او له پښتو نه منزوي شي ٠ دغه ظالمان له شين سترګيو اشغالګرو څخه زمونږ
پښتني ټولنې ته نور هم موزره اوخطرناکه تماميږي٠
Sangar Watan
25.06.2010
زمانه دچا په ګټه ده؟ څوک ځي او څوک راځي؟؟
پښتون ته تشې لاپې پاته دي که څنګه؟؟
اوس هم پښتانه په نورو طايفو ويشل او پخپلو خيلونو افتخار او نازيدل؟؟
http://www.tolafghan.com/posts/18477
27.06.2010
دروند عادل صيب او نورو منلو ګډونوالو ته سلامونه او درناوی !
آيا دا سمه ده او لږ غور پرې وکړئ چې په يو ستر ټبر ، خيل او قبيله کې دننه هيڅوک يو بل د هغه ټبر ، د هغه خيل اوقبيلې په نامه نه يادوي چې سره ګډ په کې اوسي ، په احمد ځيو کې جلال صيب ته څوک احمد ځی وايي؟ کوم موند بل ته په مومندو کې موند وايي، يو شينواری هم بل ته شينواری نه وايي ، هو بهر هم يو ساپی بل ته ساپی او يو ځاځی بل ته ځاځی نه وايي ، او نه يو تڼي بل ته د تڼي غږ کړی دی !
صرف يو ټبر او قبيله له بل ټبر او قبيلې څخه د بيلولو اوتفکيک (پيژندلو) له پاره
په خپل خپل نامه خپل ټبر او قبيله يو بل ته ورپيژني ، نو وګورئ دا د يو ټبر خيل او قبيلې له بل ټبر خيل او قبيلې څخه دبيلولو له پاره کاريږي !!!!
دا بيلوالی په همغه پخواني وخت کې هم کوم نيکمرغه کار نه و، خو تتاريخ ً ضرور او اړين کار و، ځکه د هر خيل ، ټبر او قبيلې د ژوند ساحې يو له بل څخه لومړی بيلې وي، دهغې ساتنه او دفاع هم اړينه وه، ټوله ساحه ، څړځايونه، ونې غنې او ځنګلونه د هر ټبر او قبيلې مشترک مال او مشترک مالکيت و، نو ساتنه او دفاع يې هم مشرکه کيدای شوه ، د چا شخصي خصوصي ملکيت نه و چې اړونده خصوصي مالک يې په فردي توګه ساتنه او دفاع کولای!
نو له دې سره اړينه وه چې د يوې قبيلې او بلې قبيلې ملکيت ، افراد او ساحه د همغې قبيلې په ګډ نامه ياد او د نورو ګاونډيو قبيلو له خوا وپېژندل شي!
دا په اصطلاح د کومن اوليه له وخته ترويج شوې پيژندتوګه ده چې صرف د سترو انساني ډلو لکه ټبر ، خېل او قبيله يو له بل څخه د بيل بيل اشتراکي ملکيت په اساس بيلو ټبرونو، او قبيلو ته ورکړ شوي نومونه دي ، خوکله چې اشتراکي ملکيت
له منځه ځي او فردي خصوصي ملکيت رامنځته کيږي، د ټبر، خيل او قبيلې په نامه
د کوم اشتراکي ساحې، اشتراکي ملکيت او اشتراکي هويت ورسره له منځه ځي
او خبل ټ،ل اړين او مثبت فنکشنونه له لاسه ورکوي !
په پښتنو کې تر هر بل قام ورته ملکيتونو او ويشنو بې له دې هم تر ډيره دوام موندلی ، خو بالاخره په دوی کې هم د کمون اوليه پقاياوې له منځه تللي او خصوصي ملکيت تعميم شوی دی ، يعنې هغه ډليز ې بيلونې او ويشنې، بيلتونونه، زاړه مخالفتونه، تربګنۍ ، د ټبر خيل او قبيلو تر منځ نورې زړې شخړې
د کمون اوليه د پقاياو په توګه اوس کوم اساس نه لري او اړونده بيلونکي نومونه يې هم بايد له منځه تللي وای !
متاسفانه لکه هر کار او هر اړين بدلون چې په پښتنو کې عملا ترسره شوی هم وي خو ددوی طهن يې نه بدرګه کوي او په لسيزو، سليزو او زريزو کلونو يې ذهن لا په هماغه لومړني پړاوونو نښتی پاتې وي او دغه بدبخت (دوزخي) قام هيڅکله د خپلو بدل شويو او په خپل لاس بدل کړو عيني شرايطو سره هم کوم ذهني بدلون او سازش نه دی منلی . برعکس تر اوسه لا هم د ټبر قبيلې او خيلونو په زاړه او لومړني وموني قبل الميلادي ويشونو باندې يو د بل په مقابل کې او يو د بل پر ضد وياړي !
[color=blue:d420f5d85c]ته او خدای هوتکه که تاته څوک محمدځی وايي په تابه ښه ولګي، ته به پرې خوښ اوسې؟ ته اوخدای مومنده که تاته خوک ساپی وايي ته به پرې ووياړې ؟؟؟
ته اوخدای ځدراڼه که تاته څوک ځاځی وايي ته به پرې راِضي شې ؟؟؟؟؟
د زړه او وجدان ځواب د ټولو نه، نه، نه او بيا هم نه دی ![/color:d420f5d85c]
نو که پښتون د پښتون په مقابل کې له دې بيځايه ، ويشونکو او په نهايي نتيجه کې
دوښمنانه نومونو او وياړونو څخه تير شو او د يو پښتون په قامي نوم راټول شونو بيا به هم له دې بدې ذهني بېلتون غوښتنو ، فاصلو ساتلو، زړو رقابتونو او دوښمنيو څخه خلاص شو او هم به د ستر پښتون قام په نامه هم ياد، سره متحد شو او هم به په ګډه ددغه مظلوم قام غم وخوړای شو!
[color=blue:d420f5d85c]لوی احمد شاه بابا به پښتنو سره تل په يوه ډيره حکيمانه ټوکه ويل :[/color:d420f5d85c]
[color=yellow:d420f5d85c]زه پښتون يم، که د چا کونه خارښ کئ ابدالي به راته وايي [/color:d420f5d85c]
...
pattang
27.06.2010
[quote:939a859f5d]زه پښتون يم، که د چا کونه خارښ کئ ابدالي به راته وايي[/quote:939a859f5d]
ياره پتوال خانه که پښتو او پښتانه مې په ځان پورې نوی تړلي دې خبرې به
ته به ما سخت ځواب ورکړی وو، خو ولا حول .....
***که احمد شاه پښتي خواص لرلی نو اول به يې دا بداليانو خيانت له هوتکي
دورې سره کلک غندلی وو کوم چې دهوتکيانوپښتنو پر ضد دخپلو ګټو لپاره له
ايراني راپوزيانو سره ودرېدل او هوتکي دولت يې نسکور که .
*** که دا شائيسته تنکی ځوان ريښتيا پښتون وی نو نادر افشار راپوځي ته
به يې چيلم نه ډکاوو....
** *نالت پر هغو خائنينو چې پښتانه يې دپاړسو په ويروس ککړ او دايران ابدي
غلا مان کړل٠
نوره به خوله پټه ونيسم٠
27.06.2010
پتنګ خانه که يې راسره منې ستا دغه لاندې شعار به درسره په لږه غځونه تاييد کړم :
[quote:00055c2618] نالت پر هغو خائنينو چې پښتانه يې دپاړسو په ويروس ککړ او دايران ابدي غلا مان کړل٠ [/quote:00055c2618]
او همدارنګه نالت د بښتنو په هغو خائينيو ډلو چې پښتانه د اوردو په ويروس ککړوي او د ISI په دام کې يې داسې ښکيلوي چې د د پنجاب ابدي غلامان وګرځي !
pattang
27.06.2010
فرق يې دادی چې زما خبره سبوته ه او ستا خبره :
کيږي وبه سي ، شک مو راځي ، هغه داسې وايې او هغه هغسې !
سبوت يې نشته سبوت بايد سابت شي غير لدې څخه ددې دووتوتو اهميت هم
نلري او نه دقضاله خواسپيکولاڅيون د منلووړ دی٠
[quote:4d0b617e9e="پتوال"]پتنګ خانه که يې راسره منې ستا دغه لاندې شعار به درسره په لږه غځونه تاييد کړم :
[quote:4d0b617e9e] نالت پر هغو خائنينو چې پښتانه يې دپاړسو په ويروس ککړ او دايران ابدي غلا مان کړل٠ [/quote:4d0b617e9e]
او همدارنګه نالت د بښتنو په هغو خائينيو ډلو چې پښتانه د اوردو په ويروس ککړوي او د ISI په دام کې يې داسې ښکيلوي چې د د پنجاب ابدي غلامان وګرځي ![/quote:4d0b617e9e]
27.06.2010
که بر درته اټکل ښکاري لر خو درته پۀ ډاګه ثبوت دی :
دپښتنو د سيمو نيمه برخه له ډيورنلاين تر اباسينه پورې ، ايا هلته د اوردو او پنجاب تسلط عملي ثبوت نه دی ؟ د غلام په غلامۍ کې ښکيل نه دي ؟ موضوع خود ټول پښتون په اړه ده نه يواځې بر ! په دې ثبوت شوي عملي ښکيلتيا يې ولې سترګې پټوې ؟؟؟؟ که يې نه پټوې تر اوسه دې د هغې څۀ چاره کړې چې د برو پښتنو د ښکيلاک مخه به ونيسې ؟؟؟؟
هو چې د لرو غم نشې خوړلی اقلآ بر پښتانه خو په همغه بلا مه اخته کوه ، هر افغان غورځنګ بايد د ISI
له ملاتړ پرته د آزادۍ غږ پورته کړي او دګاونډي دوښمن له ملاتړ پرته نورې مرستې ومني ، او که نه ؟؟؟؟؟
بهرنيان بايد بې قيدو شرطه وويستل شي او طالبان بايد په هغه قيدو شرط قدرت ته ورسيږي چې خپل ملت او خپل ولس يې پرې ږدي ، يعنې د ولس ملاتړ او قرباني دې بې قيدو شرطه او مباحانه نه کاروي !
د ولس وينې پرې يواځې خارجي ځواکونه او خارجي لاسونه مفتې تويوي ، نه
ملي قوتونه ، ايا امريکايان ددې غم خورې چې څوره حکومت پلوه افغانان وژل کيږي ، څومره ولسي افغانان وژل کيږي ؟ او آيا ISI ددې غم خوري چې څومره طالبان، څومره نور ملکي وګړي و؟ل کيږي ؟؟؟؟
ځواب په دواړو صورتونو کې يو دی او هغه ( نه ) دی !
د بهرنيانو شتون او د بهر لاسونه دې بې قيدو شرطه ختم او قطع شي او افغانان دې
هم بي قيدو شرطه سره د خبرو ته سره کښيني !
دا لاره د امريکا او پاکستان په زيان او د افغانانو د دواړو خواو په ملي ګټه تماميږي !
د کرزي له پاره د شرم او خجالت ځای دی چې دخپلو افغانانو ورونو سره د خبرو له پاره د ISI منځګړتوب ته رجوع کوي، لعنت په داسې مشرتابه چې د ISI او CIA پرته ټټۍ ته هم نشي تلای !