نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
11.05.2010
ښاغلی عادل صيب !
[quote:7a03ee2384]که دا خبره پنجابي ای-اس-ای کوي د هوښیارئ نښه یې ده[/quote:7a03ee2384]
دا جمله داسې هم ليکل کيدای او د لا زيات درک وړ بريښيدای شي چې :
که دا خبره پنجابي ای-اس-ای کوي د بادارۍ نښه یې ده او خپله باداري ثابتوي، ځکه چې اړونده تورن شوی يې حتی د يو ترديد جرئت هم نشي کولی ، آيا په داسې چوپتيا د تورن خپله وابستګي او د هغوی باداري نه تاييديږي ؟
[quote:7a03ee2384]او که پښتانه یې کوي یا مني نو د ناپوهئ [/quote:7a03ee2384]
دا خو يو خبر دی ، د خبر ردول له نورو خبري سرچينو او مربوطو مقاماتو له خوا غبرګون او ترديد غواړي، آيا له دليل پرته يې له خيټې ردول له تورن سره په يوه بړستن کې ننوتل نه دي ؟
[quote:7a03ee2384]او د هوښیارئ په صورت کې د مزدورئ او وابستګئ نښه ده.[/quote:7a03ee2384]
دا خو داسې لا ښه ليکل کيدای شول چې :
او د هوښیارئ په صورت کې د بادار له مزدورئ او وابستګئ څخه د مزدور انو د خلاصون يوه هڅه ده، غيور ملت چې د امريکايانو مزدور حکومت غندي، د پنجابيانو بادراي او د هغوی مزدوران به څنګه ومني ؟؟؟؟؟
ملي اسلامي ځواکونه بايد له دواړو څخه فاصله اختيار کړي او ددواړو اجنبي طاقتونو پر ضد سره يوموټی شي ! آيا دا لار به هم د ملت او هم طالبانو له پاره تر ټولو غوره لار نه وي ؟؟؟؟؟
عادل عادل
12.05.2010
سلامونه
پتوال صیب
ستاسو نظر ته چې زما د جملې په شرحه کې مو ټومبلئ احترام لرم سره لدې چې زما مطلب واضح دی، ستاسو تیوري که فرض کړو سمه هم وي، د عمل په ډګر کې یو مجاز دئ چې خامخابه نګوښي.
تاسو به کیدای شي خپل خپل دلایل ولرئ چې له مخې یې د طالبانو وابستګي ثبوتولای شی، خو دا چې ولې یې په چا منلای نه شئ دوه اسبابه لري:
لومړئ :- ورته تورونه د هغو ډلو ټپلو او لاسپوڅو پوچ شعارونه دي چې ځانونه یې په ښکاره ډول خرڅ کړي او د پردیو په چوپړ کې یې تر طالبانو ملیون کیلومتره سبقت کړئ دئ.
دوهم :- د طالبانو ظاهري نصب العین او مقاومت هغه څه دي چې زما، ستا او هر مسلمان ملي او دیني فرض جوړیژي، نو ځکه خودغه تورونه د پراخو تبلیغاتو سره سره بیا هم څه ځای ندئ نیولئ او نه به یې هم ونیسي.
که غواړو چې ولس له طالبانو څخه بیل کړو، نو یوه لار یې موجوده ده هغه دا چې د دوی څخه ددوی په مثبتو ټکو، صفاتو او د خپلواکئ د اعادې په جهت کې ددوی په نه ماتیدونکي نصب العین کې په پیش قدمئ سره خپل ملي اسلامي سیاسي بصیرت په کار واچوو او عملي ګامونه پورته کړو، کنه مدلل شواهد به مو هم په تورونو او د یرغلګرو پر ژرنده د اوبو په خیژولو سره شمیرل کیژي او په هیڅ ویښ افغان به یې ونشو منلای.
هو که د پورتني نصب العین خپلول هم د ای-اس-ای ابتکار وبولو نو تر دې لویه خواري او ذلت به کوم وي چې په لوی لاس یې ځانونو ته په خپله په خوب وینو؟
په پای کې که مهرباني وکړئ مونږ ته واضح کړئ چې دا ملي اسلامي ځواکونه چې تاسو یې وخت ناوخت یادونه کوئ، څوک دي، چیرته پنډ دي او کله به زمونږ هردم شهید او مظلوم ولس درد ته دوا او روا غوښتنو ته به مو لبیک وایي؟
په درنښت
13.05.2010
وعليکم سلام و رحمة الله عادل صيب!
تر دې لانديني اقتباس پورې يې در سره منم ، خو دپېچلتيا سره سره دغه اقتباس ځواب لري :
[quote:8a6e9297cf]هو که د پورتني نصب العین خپلول هم د ای-اس-ای ابتکار وبولو نو تر دې لویه خواري او ذلت به کوم وي چې په لوی لاس یې ځانونو ته په خپله په خوب وینو؟ [/quote:8a6e9297cf]
افغانان شکر پخپله يو مبتکر ، زړور او آن يو متهور ولس دی او د آزادۍ په لاره کې د بل چاهڅونو ته اړ نه پاتې کيږي . خو جګړه او قرباني ورکول له آزادۍ غوښتلو سره فرق لري ! [color=blue:8a6e9297cf]اکثره[/color:8a6e9297cf] آزادي بې وسله والې جګړې او جګړه هيڅکله بې پلمې نه ترسره کيږي! او په افغانستان کې خوتر اوسه هېڅکله آزادي له جګړې پرته نه ده تر لاسه شوې !
له بلې خوا که خبل تاريخ ته وګورو، زمون. د آزادۍ جګړې معياري، په تول تللې او له نيمګړتياو ، له اړتيا زياتو تلفاتو، له نا اګاهۍ او کمشعورۍ ،د جذباتو له زوښ او تيروتنو څخه خالي نه وې !
سره دې که په استثنا مو کله اتفاق سراسر تامين کړی، نو سيمې اومنطقې ته مو تل ستر ګواښ جوړ کړی او په هند او ايران مو تاخت و تاز کړی ، د هغوی وطن مو وران کړی، خو خبل مو نه دی جوړ کړی !
بنا ً ګاونډي دوښمنان او لويديز استعمار تل زمونږ خواته پام ځيره(متوجه) وو او د څه د پاسه ٢٠٠ کالو کې يې تل زمونږ ځواک او زمونږ نيمګړتياوې، زمونږ ضعف او زمونږ خلاوې ، زمونږ مرضونه او زمونږ د لارې کندې، ګړنګونه، ګردابونه او زمونږ د غرقيدو چلونه ، لومې او دامونه ډير ښه پيژندل، هو مونږ له مونږ نه هم ډير ښه پيژني او زمونږ د تباهۍ لارې او وسايل هم !
دا ددوی تش کمال نه، بلکې دا ددوی مجبوريت دی چې د ځان ددفاع له پاره مونږ په سلو او زرو لومو، دامو او اړکئيو کې بند وساتي ، په دې موتو چې که ګواکې بې عقلان په دنيا نه وای هوښيار و به څه خوړلای ؟
په تيره تيره انګليسي استعمار او دهغه بچی پاکستان هېڅکله د افغان ولس و په تيره پښتنو د بربادۍ او تباهۍ له دسيسو لاس نه دی اخيستی !تل يې د رسيدلو ، با شعورو او ملي افغانانو سره دوښمني کړې ده، د جهاد په دوره کې يې په څه پوه افغان ژوندی نه پريښود، په افراطي جهادي تنظيمونو به يې له منځه وړل، د افغانستان د ملي آزادۍ او خبلواکۍ جګړه يې د کفر او اسلام په نامه مخته بيوله، څو له مجاهدينو سره په خوب کې هم د ملت او وطن د آزادۍ خيال پيدا نشي او له داخلي دوښمن سره هم صرف د کفر او کافر په نامه وجنګيږي او تل د ISI په کنترول کې د هغوی له موخو سره سم حرکت وکړي او له بري وروسته په لږه موده کې
افغانستان د کورنۍ جګړې له لارې لا پسې وران کړي او همدغسې هم وشول !
نو که سړي دې ته اګاهانه او ځيرکانه پامځيری نه وي او دوی ته بيا موقع په لاس ورکړي ، لکه چې د طالب غورځنګ په رامنځته کيدو کې دا موقع تر پخوا لا زياته په لاس ورکړل شوه، نو آيا زمونږ د آزادۍ په هدف کې به پاکستان کومه مغرضانه لاسوهنه ونکړي ؟؟؟ او آن زمونږ آزادي به زمونږ په نويو زولانو وانه ړوي؟؟؟؟ مونږ به په داسې پوډري او وريښمينه لومه کې زندۍ نکړي چې په هر حرکت سره مو زندۍ لا پسې تنګيږي او معتاديت مو لا زياتيږي ؟؟؟؟؟
آيا پاکستان تا دې ته پريږدي چې په خپل سر آزاد شې، خپلواک شې، پرمختګ او ترقي وکړې او دده سره په پوځي ، سياسي اقتصادي لحاظ يو برابر سيال او ځواکمن شې (؟) تر څو ددې وړتيا تر لاسه کړې چې د خپل آبايي وطن نيمه خاوره ترې له ستونې بيرته راوباسې ؟؟؟؟؟؟
نو صر ف او صرف ستا د قام له ناپوهۍ او ناپوهانو، جذباتيانو، بي شعورو، غوليدونکو . بې سوادو، بې خبرو سره به مطلبي دوستي کوي او ستا نيولی وطن به ستا په ذلت او غلامۍ سره خوري ، ځکه په دې ښه پوهيږي چې کله هم ته له هغه ګړنګ له تل څخه بيرته په راختو پيل وکړې ، چې دوی او ددوی بادار انګليسي استعمار ور غورځولی يې نو په دوی به تبه راځي، ړچيږي به او چې د ګړنګ سرته راوختې د خوړل پښتونستان ګرځون او استفراق به پيلوي!
نو له دې نه خو ورته داډيره ښه ده چې قام دې د پوډرو په ګولۍ نيشه کړي، په جان او قربان يې په غيږ کې واچوي ، په الهو الهو يې ويده کړي، او بيا يې په مزه مزه په پښو کې زولانې، په لاسونو کې هټکړۍ وروغورځوي او بې ادبي معاف په کونه کې يې کُنډه واچوي او له خوټونه يې وتړي، سر چپه يې وځړوي او بيا يې په ځنګولو او ڼاليو راويښ کړي او ورته وايي ځان مه خوځوه زه دې مور يم تا ځنګوم پوډري شېدې درکوم او ته په دې روڼي او ځانګو کې آن د مرګ د ورځې پورې چې انشا الله ليرې نه ده نيشه خوبونه کوه ! که چيرې پوډر استفراق هم کړې او ويښ شې، پيا څه کولی شې؟ ننګ به يې سر خوړلی وي، ناموس به ورک وي، وطن به يې بايللی وي، هېڅ به نه وي ورپاتې، هر څه به د پنجابي (اوتر شا يې د انګليس ) په لاس کې لويدلي وي له وفادارې او ذليلې غلامۍ پرته به د ژوند بل هېڅ چانس ونه لري !
خو بر عکس که ټول افغانان سره پهړ خپلو کې يو شو، دې يووالي ته مبارزه وکړو ، نو هله به هم به بهرنيان وباسو او هم به پنجابيانو ته خوله ماتونکي ځوابونه ورکړو !
آيا دې يووالي ته تا پاکستان پريږدي؟ ددې يووالي پر ضد درته پاکستان زهراګين پوډر نه دي تزريق کړي؟؟؟؟ دوښمن ، هر خوک چې دی ، له پاکستان څخه نيولې تر روسانو، امريکايانو او ايرانيانو پورې يو ورور يې د بل ورور پر ضد نه دی راپاڅولي ؟؟؟؟ که هر ورور يې بايلي دوطن سرنوشت د بل ورور د بادار په لاس کې لويږي !
نو که ملي آزادي غواړې لومړي ملي ورورۍ ته تن کيږده راژوندۍ يې که يو موټی شه او بيا ددواړو خواو باداران په ګډه رخصت کړئ ، او که نه، نو د جنګ جګړې ادامه خو هم د طالبانو او هم کرزيخيلو باداران غواړي او د هغوی په خپلو منځو کې خو په دې کار توافق او دوستي غړولو سترګو وينئ چې خلل ناپذيره دوستي ده او په ګډه يې لر او بر پښتون اور بل کړی دی !
[quote:8a6e9297cf]په پای کې که مهرباني وکړئ مونږ ته واضح کړئ چې دا ملي اسلامي ځواکونه چې تاسو یې وخت ناوخت یادونه کوئ، څوک دي، چیرته پنډ دي او کله به زمونږ هردم شهید او مظلوم ولس درد ته دوا او روا غوښتنو ته به مو لبیک وایي؟ [/quote:8a6e9297cf]
که جنګيدونکو افغانان د ګوډاکۍ رهبري حاکميت او مشري له منځه لاړې شي، له نورو ټولو افغانانو سره يو شي دغه متحد او يو موټی ملي ځواک زمونږ ملي او اسلامي ځواک دی چې هم وطن آزادولی او هم [color=red:8a6e9297cf]آزاد او خپلواک ساتلی شي [/color:8a6e9297cf]، د آزادۍ له ګټلو نه خو يې آزاد ساتل ډير مهم او مشکل دي !
د ناتو ، ايساف يا امريکا د ځواکونو له وتلو وروسته زمونږ د خاورې يو موټی هم له دوی د اشغال لاندې نه پاتې کيږي او نه دوی زمونږ د خاورې په کومه برخه ادعا لري ، نو ځکه يې تر وتلو وروسته پر مونږ دکوم حاکميت او نه کومې دوښمنۍ خطر شته، حال داچې زمونږ د نيمايي خاورې اشغالګر زمونږ د ذلت، غلامۍ او تباهۍ پرته بل هېڅ غوښتنه لرلای نشي! او څوک ويلای شي چې له طالبانو سره د پاکستان د مرستو بل څه هدف کيدای شي ؟؟؟؟؟
[color=red:8a6e9297cf]نو ځکه مونږ طالبانو ورونو ته دا ورورګلويزه او مسولانه خبرداری ورکوو چې د حماقت او جهالت په اسفل السافلين کې ديره کيدو ته حتما اړتيا لري څوک چې چې په دې څرګند او اظهر من الشمش حقيقت باندې هم نه پوهيږي ![/color:8a6e9297cf]
عبدالله صابر
14.07.2010
شهيره مونږ درته ويل چي بينوا اوجلالزئ دشهرت تږي دي ،هغوی ته مهمه
نه ده چي د درواغو پايله څه شئ دی ؟؟
لومړئ دالاندي خبر ولوله اوبيا ددي خبر غبرګون ،
جلالزی
د خوست مرستیال والي طاهر خان صبری د پینځو تنو سیاسي او جنایې بندیانو د آزادولو وروسته له ولایت څخه پښې سپکې کړي دي.
د خوست د اپتدایه محکمې یوه قاضي چې بینوا ویب پاڼي ته یې د خپل نوم له اخیستلو ډډه وکړه نن وویل چې طاهر خان صبري او د اپتدایه محکمې دوو قاضیانو دوه تنه سیاسي بندیان او دری تنه جنایې بندیان چې کورني او بهرني امنیت ته د ګواښونو د رامنځ ته کولو په تور نیول شوي وو آزاد کړي او پر ځآی یې پینځه نور کسان بند ته اچولي ول.
ویل کیږي وروسته تر هغه چې مرکزي دولت د صبري په دغه کار خبر شو صبری له خپل مقام څخه ګوښه او له ولایت څخه په نامعلوم لوري تښتیدلی دی.
ویل کیږي چې په دغو دوو سیاسي بندیانو کې یو یې د خوست ولایت لپاره د طالبانو داستخباراتو اوسنی مشر شامل وو.
تر اوسه د طاهر خان صبري څرک ندی لګیدلی .
د بینوا ویب پاڼي د سیمیزو ارګانونو له ادارې سره چې د والیانو او د هغو د مرستیالانو په تقرر کې لوی لاس لري په دې باب خبري وکړي خو هغوي د موضوع د حساسسیت له امله د ډیرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه .
http://www.benawa.com/details.php?id=37042
غبرګون
دبينوا ويب پاڼې دبي بنياده مالوماتو دخپروی په ځواب کې
داچې ژورناليزم او يا خبري رسنې اوپه ځانګړي ډول خبري ګورټپاڼې چې ويب سايټونه ورته ويل کيږي خلکوته دانټرنيټ يانړيوال جال په مټ دورځني تازه او موثق مالومات په ليکلي بڼه رسوي او دا رسالت هم لري چې بايد هرخبرددقيقو مالوماتو په بنياد خپورکړي اوپه ټولنه کې دټولنيزې اصلاح لپاره کارترسره کړي خو يوشميرويب پاڼوته ځيني اشخاص دژورناليزم سپڅلي کلمې اومسلک څخه لري پاتي شوي دشخصي اړيکو او تعصباتو په بنياد دهيواد په يوشمير ښو شخصيتونو پسي دشخصي تربګنيو او تعصباتو په لړکې ددغه پاک مسلک څخه ديوې نامشروع لارې يعني دغله په بڼه نا سمه ګټه پورته کوي او هغه مالومات يا دژورناليزم په اصطلاح دژيړ ژورناليزم بدکليمات کاروي چې بيخي چټياټ بلل کيږي ليکي او خپراوي .
دخوست پخواني سرپرست والي او اوسنی مرستيال والي ښاغلی الحاج څارنوال طاهرخان صبری چې دغه ولايت ته يي په قومي اوسياسي لخاظ ډېردپام وړکارونه ترسره کړي او لايي هم په دلاره کې هرډول قربانيو ورکولوته ملاتړلي اوتل يي دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دنا فذه قوانينو په رڼاکې خپل کارونه ترسره کړي او دقانون ماتوونکوپروړاندي يي ديوپاک او رښتنې افغان بچې په صفت پروخت دپام وړ ګامونه پورته کړي
اوس مهال ديوشمير نالوستو او بدمرغه کسانوله لوري چې دقلم پاکې نوکې عفت نشي ساتلي په نوموړي پسي ځيني داسي بي بنسټه ليکنې اومالومات چې ګواکې نوموړي دولايت ځيني بل لوري ته تللي او يايي هم ځيني سياسي بنديان پخپل سر خوشي کړي دشخصي تعصباتو څخه ډکې بي اساسه ليکنې خپرې کړي او دويب پاڼو مسؤلين هم مخکې له دي چې په رښتنې حقيقت ځانونه پوه کړي دهغوي ورکړي ليکنې په خپلو ويب پاڼوکې ساتي اودخپرولو اجازه ورکوي نو دژورناليزم پاک مسلک ته په کتو دغه شان ليکنې هغه بي ځايه تبليغات دي چې هيڅوک يي د ليدلو اوريدلو او ياهم دلوستلو زغم او حوصله نلري.
نو داچې نوموړی ښاغلی دژورناليزم پاک او سپڅلې مسلک نه ناخبره دي او نه پوهيږي چې داډول بي اساسه ليکنو خپرولو لپاره دافغانستان نافذه قوانينو اومطبوعاتو قانون په رڼاکې کومه سزه ټاکل شوي پخپل سري توګه خپلې ليکنې ويب پاڼوته ورکوي چې هيڅ حقيقت نلري
ځکه که دنوموړي ښاغلي چې په ناپاکو ګوتو دقلم عفت ندی ساتلی خپلې خبرې اومالومات ريښتنې کولاي نشي هغوي کولاي شي چې دخوست څارنواليو او يا هم دخوست اوسني والي له دفتره خپل مالومات واخلي چې حقيقت څه دي ؟
اوترڅنګ دهغه شخص چې نوموړې ښاغلې يي په هکله بي غيردکومو مالوماتو يو څه دخلکو وخت ضايع کولو لپاره ليکلي اړيکه ونيسي.
نو کله چې دا هرڅه بي اساسه او بي بنياده دي نو زمونږ غوښتنه ده چې يادې زرګونه تنه لوستونکي دپښتانو ويب پاڼې دي دبي بنياده خبرونو خپرولو څخه په کلکه ډاډه وکړي اوترڅنګ هغه دژورناليزم پاک مسلک ته سپکوي کوونکي تن دي چې دکومو مالوماتو بيغرددوي ويب سايټ ته مالومات ورکړي افشا او هغو کسانوته چې په دوی پسي يي دشخصي تعصباتو په بنياد څه ليکلي او دقلم عفت يي نه دي ساتلی په ګوتو ورکړي ترڅو ورسره دهيواد نافذه قوانينوپه رڼـاکې عمل ترسره شي.
که دبينوا ويب پاڼې مسؤلينو زما ديادې غوښتنې پربنياد چې ماته دهيواد نافذه قوانينو په رڼاکې داحق راکړل شوي زه به بياخپله ياده ستونزه او ديادې ويب پاڼې مسؤلينو سره دقانوني چلند ترسره کيدا لپاره او دژروناليزم پاک مسلک ته دلا درناوي په عرض دافغانستان ترسترې محکمې تر دروازې پوري ورسوم .
په درنښت دخوست پخواني سرپرست والي او اوسني مرستال والي الحاج طاهرخان صبري.
http://www.benawa.com/details.php?id=37049