نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اوس به پکې څه ووایې؟
طالب ISI
03.05.2010
میرویس جلالزی :د طالبانو د مشر ملا عمر په لوري يوه جوړه شوې جرګه د شنبې په ورځ شمالي وزيرستان ته ورسيده تر څو د آى اس آى د پخواني كاركونكي په را خوشې كيدو كې هلي ځلي وکړي. د راپورونو سره سم د كوهاټ د سيمې يو سياسي فعال جاويد پراچه دا روښانه كړه چې د طالبانو د لوړپوړي مشر لخوا يوه جرګه "ميرانشاه"ته رسيدلې ده ترڅو بې د كوم شرط د ټاكل كيدو څخه د آى اس آى د پخواني مشر كرنيل امام په را خوشې كيدنه كې هڅه او خبرې اترې وكړي. د پراچه ادعا د كوم چا لخوا نه ده تاييد شوې. د حقاني ډله چې د ملاعمر څخه ملاتړ كوي په شمالي وزيرستان كې زيات نفوظ لري كه چيرې ياده شوې ډله په اسيايي ببرانو باندې فشار راولي هغوى به دې ته اړشي ترڅو كرنيل امام چې ملاعمر ته نيژدې كس بلل شوى دى خوشې كړي. يوې نا پيژندل شوې ډلې د "اسيايي ببر" په نوم باندې د دې تښتونې مسوليت په غاړه اخيستى دى. هغوى د دې تښتونې په مقابل كې د افغاني طالبانود ځينې كليدي مشرانو د را خوشې كيدو غوښتنه كړې ده كوم چې په پاكستان كې نيول شوي دي. دغه ډله وایې چې مولوي کبیر، ملا برادر او د طالبانو یو بل قوماندان باید آزاد شي چې کرنیل امام خوشی کړي که نه نو وبه یې وژني.
له بینوا څځه په مننه.
وروڼو، د ای، اس،ای دیوه غړی د خلاصون لپاره د طالبانو جرګه!!!
پداسی حال کې چې ددوی د جنګ عمومې قوماندان (ملابرادر)د خلاصون غوښتنه کیږی، دوی د هغه او نورو طالب مشرانو هیڅ پروا نه کوی.
آیا نور د طالبانو د ای،اس،آی لپاره د ګوډاګې توب کوم د شک ځای پاتی دی؟
په داسې حال کې زه نه پوهیږم چې جهاد څنګه توجیه کیدای شی، له ظالمو بهرنیانو سره جهاد روا دی، خو چې آمر د ای،اس،آی وی،او ای،اس،ای خو داسی دی لکه دلال چې په افغانان ورته مورده ګو هم وایی، ځکه د ای،اس،ای په کتاب کی ، اسلام، ورورګلوی، مینه، ریښتیا نشته، نو بیا د دداسی خلکو سره ملګری، د هغوی لپاره چنګیدل......؟؟!!
pattang
03.05.2010
[quote:3d72372560]له بینوا څځه په مننه.
وروڼو، د ای، اس،ای دیوه غړی د خلاصون لپاره د طالبانو جرګه!!!
پداسی حال کې چې ددوی د جنګ عمومې قوماندان (ملابرادر)د خلاصون غوښتنه کیږی، دوی د هغه او نورو طالب مشرانو هیڅ پروا نه کوی.
آیا نور د طالبانو د ای،اس،آی لپاره د ګوډاګې توب کوم د شک ځای پاتی دی؟
په داسې حال کې زه نه پوهیږم چې جهاد څنګه توجیه کیدای شی، له ظالمو بهرنیانو سره جهاد روا دی، خو چې آمر د ای،اس،آی وی،او ای،اس،ای خو داسی دی لکه دلال چې په افغانان ورته مورده ګو هم وایی، ځکه د ای،اس،ای په کتاب کی ، اسلام، ورورګلوی، مینه، ریښتیا نشته، نو بیا د دداسی خلکو سره ملګری، د هغوی لپاره چنګیدل......؟؟!![/quote:3d72372560]
انډيواله په چېټياتو غيرې منطقي روان يې :
ملا برادر دپاکستان دولت نيولی داچې ولې ،څه ډرامه ده حقيقت يې خدای ته
مالوم دی ، که د طالبانو دمشرتابه نه پټې يې خبرې له کرزي سره شروع کړې
وي داهم د ملا برادر خيانت دی او پر دې موضع بحث هم شوی دی ٠
دکرنیل امام خلا صول له له کوزو طالبانو څخه دا بله مسئله ده چې دپاکستان
دولت په خواهش او احترامانه غوښتنه به شوې وي٠ او دا چې طالبانوداکار
مخ ته اچولی که ريښتيا وي نو داکار خو کوم بد کار ندی څکه چې طالبان
په پښتنونخوا کې پيدا ، لوی شوي او پاکستان ور سره کمک کوي او دا خو
کومه ګناه نده ٠
ته چې دومره منډې رامنډې وهې شهير جانه بل هدف نلرې او هغه دادی چې طالبان
په isi پورې وتړې ٠ که په ISI پور ې تړلي هم وي دکرزي او شورايې نظار په غلو
سل مرتبي شرف لري٠
که طالبان ISI شي نو بيا هم د کرزي او صليبيان وپه دولت شرف لري ، څکه چې
ننګ او نا موس دطالب په حکومت کې پر ځای وو او هيچا هم ISi خيل ندې ليدلي
چې کورونه تلا شي کوي ، بې ناموسي کوي او دافغان اطباع بنديخانو ته په خپل
سر اچوي او کلي بمباري کوي ........
نالت په اشغالګرو او لاسپوڅيو سمرقندي محاجرو، ژوندي دې وي طالبان
z.shaheen
03.05.2010
[quote:99ce9031c5="pattang"]که په ISI پور ې تړلي هم وي دکرزي او شورايې نظار په غلوسل مرتبي شرف لري٠
که طالبان ISI شي نو بيا هم د کرزي او صليبيان وپه دولت شرف لري [/quote:99ce9031c5]
پتنگ بچیم قرتک زدن هایت جای را نگرفت آخر جل و پوستک ملا عمرت از زیر لحاف ISI برامد. تا حال خو گپ دیگران را قبول نمیکردی که ملاعمرت در زیر لحاف ISI روز گزرانی میکند حالادل ته خوش کو که ISI از صلیبی ها کرده خوب است.
راز دل زمانه کجا کی نهفتنیست
بر چرخ هر چه برگذرد بر شمردنیست
هنومچلیلی ؟ انشا الله که خدا دیگر هم میشرمانه ته!
[quote:99ce9031c5="pattang"] نالت په اشغالګرو او لاسپوڅيو [color=blue:99ce9031c5]سمرقندي محاجرو، [/color:99ce9031c5]ژوندي دې وي طالبان[/quote:99ce9031c5]
خوب است که ملت افغانستان بدانند که پتنگ و طالبهایش کی ها اند و برای باقی افغانها چه پلانهای دارند!
او پتنگ بی سواد !
محاجر نادرست است
مهاجر درست است
pattang
03.05.2010
ژوندي دې وي طالبان ، مرګ په سمرقندي ماجيرينو ،غلو بې ناموسانو ،
دايران په مذدورانو و او صليبي اشغالګرو ٠
ملت له وخته پو هېدلی دی چې طالب ، سوله ، دناموس ساتنه راوړي او سمرقندي
ماجرين له چپنې او اشغالګرو سره يو ځای ټول هغه خيانتونه کوي چې په ليکسيکون کې هم نه پيدا کېږي٠
[quote:476f518ad9="z.shaheen"][quote:476f518ad9="pattang"]که په ISI پور ې تړلي هم وي دکرزي او شورايې نظار په غلوسل مرتبي شرف لري٠
که طالبان ISI شي نو بيا هم د کرزي او صليبيان وپه دولت شرف لري [/quote:476f518ad9]
پتنگ بچیم قرتک زدن هایت جای را نگرفت آخر جل و پوستک ملا عمرت از زیر لحاف ISI برامد. تا حال خو گپ دیگران را قبول نمیکردی که ملاعمرت در زیر لحاف ISI روز گزرانی میکند حالادل ته خوش کو که ISI از صلیبی ها کرده خوب است.
راز دل زمانه کجا کی نهفتنیست
بر چرخ هر چه برگذرد بر شمردنیست
هنومچلیلی ؟ انشا الله که خدا دیگر هم میشرمانه ته!
[quote:476f518ad9="pattang"] نالت په اشغالګرو او لاسپوڅيو [color=blue:476f518ad9]سمرقندي محاجرو، [/color:476f518ad9]ژوندي دې وي طالبان[/quote:476f518ad9]
خوب است که ملت افغانستان بدانند که پتنگ و طالبهایش کی ها اند و برای باقی افغانها چه پلانهای دارند!
او پتنگ بی سواد !
محاجر نادرست است
مهاجر درست است[/quote:476f518ad9]
عادل عادل
04.05.2010
سلامونه
[quote:317abae7ef]د طالبانو د مشر ملا عمر په لوري يوه جوړه شوې جرګه د شنبې په ورځ شمالي وزيرستان ته ورسيده تر څو د آى اس آى د پخواني كاركونكي په را خوشې كيدو كې هلي ځلي وکړي. د راپورونو سره سم د كوهاټ د سيمې يو سياسي فعال جاويد پراچه [/quote:317abae7ef]
دلته یو څه ابهام شته، هغه دا چې دا جرګه څوک دي، د چا نه جوړه او چا ته ورغلې، د ملاعمر له لوري او که د ملا عمر په لوري، که د هغه لورئ او ادرس مالوم وئ نو کرزئ صیب به ډیر د وخته ورغلئ وای.
دا جرګه چا وټاکله، د کوم ځای څخه کوم ځای ته ورسیده؟ په هوا ولاړه که د مځکې پر سر؟
شهیر لالا لکه چې د پیریانو په رانجو دې سترګې تورې کړې وي، هغه څه وایې او وینې چې مونږ یې حتی درک هم نشو کولای نو یقین به څنګه پرې وکړو.
کرنیل امام ته به اوس پته ولګي چې طالبان دده بچیان دي او که د پښتون غیرتي ولس بچیان دي؟؟
الله پاک دې د مظلومو افغانانو هرډول دښمن ته د خپلو اعمالو جزا ورکړي.
larghonay laraway
04.05.2010
السلام عليکم!
زه خو هم د کرزي د بې غيرتې واکمنۍ او ړندې پالیسۍ خلاف يم او هم د طالبانو د جاهلانه مبارزې مخالف یم. خو دا چې پتنګ صیب هم ومنله چې طالبان د آی ايس اي سره تړلي يا که تړلي وي نو هيڅ پروا نه کوي، نو دا ډېره بده خبره ده. ځکه غلامي غلامي ده که د سور امريکايي وي هم ورکه دې شي او که د تورپنجابي وي هم په تندر يې ووله.
خو يوه خبره درته کوم او هغه دا چې د جاسوس انجام اخر هم وژل وي. ځکه هر کله چې يوه متجسسه اداره له يو جاسوسه کار واخلي نو بيا يې وژني ځکه چې د دوی ډېر رازونه ورسره وي. کله کله ترې ياغي شي چې په مرګ پسې يې ګرځي او کله کله تر مرګه ورته وفادار پاتې کېږي چې د تقاعد په موده کې هم خپل بادار ته کار کوي.
کيدای شي د کرنيل امام دنده ترسره شوې وي نو وبه يې وژني او دا هم کيدای شي چې د آی ايس آی په مشهور او ګومارنه تللی وي نو راخوشې به شي. د ملاعمر په لوري يا د ملاعمر له لوري جرګه تشه پروپاګنډه ده. ځکه چې آي ايس اي ته د ملاعمر ټول تيزرګونه معلوم دي نو که هغوی وغواړي د ډلې پر ځای ورته امر کوي!
مننه
عبدالله صابر
04.05.2010
السلام عليکم
بينوا دخبرونوله قحطئ سره مخ دی ،کله کله خودومره ښکرور درواغ ووايی
چي سړئ ورته حيران دريان شي ،داجلالزئ خوهغمغه جلالزئ دی چي يو
ځل ليکلي وو په سعودي عربستان کښ تيګه په هوا کښ ولاړه ده اوخلک يی زيارت راځي اوياداخبرچي په سعودي کښ دسرسپږه په لس رياله خرڅيږي
خلک سپږې په پارمونوکښ ساتي اوبياخرڅوي ، تاسوپخپله قضاوت وکړئ
چي بينوا دخپل شهرت لپاره څومره بي ځايه خنده وونکي دروغ وايی ،
وايی چي يوسړئ غوښتل چي شهرت ترلاسه کړي نويوچا مشوره ورکړه
لاړشه بي ادبي معاف دجومات محراب کښ غ وو ل وکړه نوپه ټول کلي کښ
به مشهور شي ،
دبينواجلالزئ کټ مټ همدا ډول شهرت ترلاسه کولوپه هڅه کښ دی ٠
دملا عمر اود کرنيل امام خلاصون جرګه ښکروردرواغ دي ٠
pattang
04.05.2010
لر غونيه سلام عليکم !
وروره ماد تناسب خبره کړې ، نه دمطلق تړلو !
که طالب نوي نوڅه به کېږي ? کوشش وکړه ددې سوال ځواب راکړه ?
دا چې پا کستان مرسته کوي دا خو هر چاته مالوه ده !
چامرسته نده اخيستې :
کاسترو، تيتو ، هوچېمين ، ارتيګا ، موګابه ، دوګول ...... اونور مسالونه
پر دې ټولو مبارزو کې اړيېنو پټو ارګانو برخې اخيستې دي او هيڅ کوم کار هم بد
ندی شوی خوکله چې د ISI نوم سړی واخلي نو دافغانانو تيز په خېټه کې نه پاته کېږي٠
زه پر دې عقيده يم چې د نورو پروپاګندې پښتانه په روحي مرض ککړ کړي دي٠
سړی دې له هغه چا څخه ځان خلاص کړي چې پرې سپور وي ، د سپور به شي
وخت ته دې له خپل همت او هوښيري څخه کار واخلي٠
ولې له مذدورڅخه ډارېږۍ !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
[quote:562682cad9="larghonay laraway"]السلام عليکم!
زه خو هم د کرزي د بې غيرتې واکمنۍ او ړندې پالیسۍ خلاف يم او هم د طالبانو د جاهلانه مبارزې مخالف یم. خو دا چې پتنګ صیب هم ومنله چې طالبان د آی ايس اي سره تړلي يا که تړلي وي نو هيڅ پروا نه کوي، نو دا ډېره بده خبره ده. ځکه غلامي غلامي ده که د سور امريکايي وي هم ورکه دې شي او که د تورپنجابي وي هم په تندر يې ووله.
خو يوه خبره درته کوم او هغه دا چې د جاسوس انجام اخر هم وژل وي. ځکه هر کله چې يوه متجسسه اداره له يو جاسوسه کار واخلي نو بيا يې وژني ځکه چې د دوی ډېر رازونه ورسره وي. کله کله ترې ياغي شي چې په مرګ پسې يې ګرځي او کله کله تر مرګه ورته وفادار پاتې کېږي چې د تقاعد په موده کې هم خپل بادار ته کار کوي.
کيدای شي د کرنيل امام دنده ترسره شوې وي نو وبه يې وژني او دا هم کيدای شي چې د آی ايس آی په مشهور او ګومارنه تللی وي نو راخوشې به شي. د ملاعمر په لوري يا د ملاعمر له لوري جرګه تشه پروپاګنډه ده. ځکه چې آي ايس اي ته د ملاعمر ټول تيزرګونه معلوم دي نو که هغوی وغواړي د ډلې پر ځای ورته امر کوي!
مننه[/quote:562682cad9]
رښتینی
04.05.2010
صابره وروره ما شاء الله څومره ښه حافظه دی ده !
دجلالزی دسپږو خبره ماته هم رایاد شوه ګومان
کوم په هغه بحث کی می څه لیکلی و ځکه رایادشو :)
larghonay laraway
05.05.2010
السلام عليکم!
پتنګ لالا ستا خبره بېخي صحيح ده. هيڅ يو سياسي مبارز ګوند هم د چا له مرستې پرته خپلې اوږدمهالې مبارزې ته دوام نه شي ورکولی. په ځانګړې توګه پښتانه چې له هيواده بهر کوم داسې مستقل هيواد هم نشته چې په اتنيکي تړاو د پښتنو ملا وتړي.
هغه د پښتو لنډۍ ده چې :
په عسکرۍ يې خپه نه يم
خپه په دې يم چې ريشخور ته مې لېږينه
دا چې طالبان له پاکستان يا آی ايس آی مرسته اخلي په دې زما کوم اعتراض نشته خو زړه مې په دې چوي چې طالبان په خپله تر اوسه سياسي پوخ ګوند نه دی. دوی يوازې د جګړې له ليارې ډېره ليونډرته مبارزه کوي. دوی په خپل هغه ولس د تمدن ټول څرکونه بندوي چې د دوی تر شا ولاړ دی او دوی ته ډوډۍ او شپه ورکوي. تاسو خپله فکر وکړئ چې د طالبانو مبارزه په اوسني وخت کې څه نتيجه لر لی شي؟
زما په نظر خو د دوی د مبارزې نتيجه ازادي نه بلکې غلامي ده. يوه ورځ مې له يو هزاره نه پوښتنه وکړه چې ستاسو حضرت وهريز خو د دوو روپيو سړی هم نه دی نو ستاسو روڼ اندي په ده پسې ولې ولاړ دي؟ هغه راته وويل مونږ خو پخوا يوازې جواليتوب کړی دی او د خلکو په کورونو کې مو خدمت کړی دی حضرت وهريز يو څلوېښت کلن ځوان دی چې د ده په منګ بل کدر مونږ نه لرو.
نو زه وايم که د طالبانو همدابې شعوره او بې سواده مبارزه وي نو په باور دی چې په راتلونکې کې به اکثره پښتانه د بې سوادۍ او لنډغرتوب سره لاس او ګريوان وي.
پاتې شوه هغه ځينې بهرني ګوندونه چې تاسو يې نومونه اخيستي دی. هغوی ډېره شعوري او ايډيولوژيکه مبارزه کړې ده نو که له چا يې مرسته هم اخيستې وي نو د خپل هدف لپاره يې ښه استعمال کړې او ځانونه يې قوي کړي دي.
له بده شامته چې طالبان يو سياسي تشکل نه بلکې يو لښکر دی چې مشري يې يو بې سواد کوي او د پاکستان اهداف ورته تر خپلو ډېر مهم دي. حتی د پاکستان بتانو ته په درنښت ګوري او د افغانستان ورانوي. دا يو ورکوټی مثال دی.
عبدالله صابر
06.05.2010
السلام عليکم
هو حامد صاحب
ښايی جلالزي به اوس ډيري سپږې جمع کړي وي اوسعودي عربستان ته د
ليږلوپه تيارئ به بوخت وي ٠
http://www.benawa.com/details.php?id=23236
طالب ISI
07.05.2010
د لرغونې لاروی د خبرو په تایید، وروڼو د طالبانو په کړنو زما انتقاد کومه شخصی علت نه لری، زه هم پدی خوښ یم، چې طالبان داسی یو تحریک وی، چې په ریښتیا سره یی، د پښتنو درد دوا کړئ وی، په ريښتیا یی امریکایان مات کړی وئ، خو په اصل کې دوی د پښتنو بیخ او بنیاد تباه کوی، که هغه تعلیم دی، او که پرمختګ.
دا ډیر د خوښی ځای دی، چی پتنګ دا ومنله چی طالبان د ای،اس،مربوط یوه ملیشه ده.
ای،اس،ای شرقی، اسراییل دی، د اسراییلو څخه پښتنو ته خیر تمه کول؟؟؟؟
ای،اس،ای په خپله سودا بازئ کی بنظیره وژلئ شی، خالد خواجه وژلئ شی، او په عین حال کې طالبانو او پښتنو ته خیر رسوی؟؟؟ٔ!
پکار ده چې طالبان په ښکاره اعلان وکړی، چې مونږ د ای،اس ،ای مربوط یوه ډله یو، دا چې پښتانه بی تعلیمه کیږی، وروسته پاتی کیږی، مونږ یی مسولیت په غاړه نه لرو.
او طالبانو نور د اسلام، جهاد، پښتون توب نوم له خپل څان څخه لری کړی، بیا پروا نه کوی، افغانان به دوی هم د دوستم د ملیشو په شکل یوه ملیشه قبوله کړی.
شمالی ټلوله هم په ډیرو نورو ملکونو پوری تړلی، په همدی توګه هزاره ګان، خو مونږ وینو چې که په یوه ولسوالئ که دوه کلی وی، یو د هزاره بل د پښتنو ، د سهاره د پښتنو ماشومان کورو کی ویده وی، او د هزاره ګانو او تاجکو ښونځیو ته ځی، د پښتون څخه به یا موټروان جوړ شی، یا به کلینر، یا به ایران کی کارزیونه وهی، یا به د ای،اس،ای د اسلام په نامه په لومو کی قربان شی.
نو نور قومونه هم د نورو ملکو سره اړیکی لری، خو خپل قوم نه تباه کوی.
بلکی د بهرنیو څخه د خپل قوم په ګټه کار اخلی.
کله چې طالبان قدرت ته ورسیږی، بیا یو فرق راځی هغه دا چې نور قومونه هم له مونږ سره یوځای تباه کیږی.
که مو په مطبوعاتو کی لوستلی وی، ځینی څیړونکی دا پوښتنه کوی، چې ایا سومالیا ته یو هیواد وویل شی، که په نړئ کی یو ځای!
د طالبانو حکومت به هم همداسی وی،افغانستان به یو ځای وی، چي ټول مشکلات به د عامو پښتنو په اوږو بار وی. د ځای نه هدف دادی، چي هیڅ ډول نړیوالئ اړیکی به نه وی، تجارت ،اقتصاد په ټول صفر وی، بس زه،ته او طالب به وی سره له غریبئ، بیجارګئ، بی کارئ، وچکالئ، هجرتونه،ایران ته پاکستانه ته، د پولیسوځورل، مړه مهاجره بیا راغلئ، ....
ملا به په کروزین کی چکری وهی، او تزبیح به اړوی، پخوا خو ښه وو، په کیبل به یی وهلی، که امریکایان له افغانستان څخه ولاړل، په لږ جرم به دی حلالوی، ځکه اوس دوی د حلالولو ښه پرکتیس هم کړئ.
پخوا خو په د یواځی په لنډه ګیره وهل خوړل،خو دا ځل چي د سترګې په رنجو نه وی تور کړی، سترګي به دی راوباسی.
د کرزی حکومت له ډیر فساده ډک دی، بی عدالتی ده، ظلم دی، پښتون پکی مظلوم دی، خو بیا هم تر دی، ډیر ښه دی، چې زمونږ ملک په نړئ کی د یوه ځای په نامه یاد شی.
د طالبانو مشر طالب دی، کاشی یوعالم وئ، او مشاورین یی،ای،اس،ای دی، کاشکی دوی یو خودکفاه تحریک وی، اود حماس او حزب الله غوندی، پوی خلک پکی وی، او پخی ستراتیژئ یی درلودئ، حزب الله د هلکانو او جینکو لپاره پوهنتونه لری، طالب ښونځی هم نه شی منلئ!
(کله کله له ځان سره وایم، چی بهتره ده افغانستان کی فدرالی نظام راشی، ځکه پښتون خو هسی هم تباه دی،او ځآن تباه کوی، پریږده چې دا نور قومونه خو ځان سوکاله کړی.
پښتون پوه شه، بی سوادی، طالبی شریعت،طالبان، وروسته پاتی والئ، د ایران او پاکستان مزودی.
نور قومونه پوه شه، پرمختنګ، ، ښځو او نارینه تعلیم، اولسواکی، اسلامی شریعت، نړیوالی اړیکی، تجارت، د نورو ملکو غلامی خو د ځان په ګټه.
)
اوس که ددواړه ټولنو ځوانان سره پرتله کړو:
د تاجکو او هزاره هلکان به ټول تحصیل یافته وی، اقتصاد به یی ښه وی، واده به وکړی....له ګناه به په امان وی.
پښتنو هلک به بی سواده، کله چي ځوان شی، مجبور دی، واده وکړی، د واده پیسی نه لری، مجبور دی یا بچه بازی وکړی یا...نور کارونه وکړی، بیا ځی ایران ته هلته ډیر امکان لری پوډری شی بیا....
یا به لاړ شی، دوبی ته ...هلکه کیدای شی له ځان سره ایډز رواړی، ځکه دوی کانډم نه اسعمالوی، ځکه په عمومی سطحه د خلکو پوهاوئ لږ دی.....
پدی توګه به چې کله واده وکړی، خپله ښځه هم په مکروب ولړی......
بل دا چې بل نسل به مو هم د ای،اس،ای د لوبو بازیجه شی.
پشته پیغله به هیڅ خبره نه وی، نه د کور په ژوند، نه ماشومانو په روزلو.....
بیا به د نورو قومو پیغلی وایی، افغان غول.....
..Ahmadzai
07.05.2010
[quote:69136151a9](کله کله له ځان سره وایم، چی بهتره ده افغانستان کی فدرالی نظام راشی، ځکه پښتون خو هسی هم تباه دی،او ځآن تباه کوی، پریږده چې دا نور قومونه خو ځان سوکاله کړی.
پښتون پوه شه، بی سوادی، طالبی شریعت،طالبان، وروسته پاتی والئ، د ایران او پاکستان مزودی.
نور قومونه پوه شه، پرمختنګ، ، ښځو او نارینه تعلیم، اولسواکی، اسلامی شریعت، نړیوالی اړیکی، تجارت، د نورو ملکو غلامی خو د ځان په ګټه. [/quote:69136151a9]
ياره شهيرة
دومره هم مه مايوسه كيږه, دا د خيالاتو فضا دې درټوله كړه, طالبان أوس ډير هوښيار سوي دي, په هرڅه پوهيږي, اوس طالبان ندي اوس پوره پوره ملايان دي, هيڅ غم مه كوه, كله چې طالبان بيرته واك ته رسيږي نو يقيناً شاوخوا سيمه كې به هم ستر ستر بدلونونه راځي, او كيداى سي دغه بدلونونه د أفغانانو او بيا په ځانګړي ډول د پښتنو په ګټه تمام سي.
مشر ملا صاحب هم په خپلو څرګندولو كې ويلي چې كه مونږ واك ته بيا ورسيږو نو تعليم او پوهې او خصوصاً مسلكي پوهې ته به ډيره پاملرنه او وده وركړو, او د هيواد ټولو علمي كدرو او تعليم يافته قشر ته يې اطميئنان او ډاډ وركړى,.
شهيره نظام به شرعي إسلامي وي, ډمان ډمګيرت فحش او فحشاء به نه وي, خو نور د ترقي او تمدن او پرمختګ ټولې لارې چارې به سنجول كيږي أسباب به تهيةاو په پلاني ډول به پرمخ بيول كيږي, تر څو زمونږ دا غمزپلي بې چاره هيوادوال له إحتياج څخه ووځي, او د نورو له تسلط نه خلاص سي .
په درنښت
Lotfollah
07.05.2010
دوستانو سلامونه!
داسې ښکاري چې د میرویس جلالزي رپوټ سم و:
http://www.tolafghan.com/posts/17939
کرنل امام اودهغه ملګری خبريال اسد قريشي له بنده ازاد شول
رحمت اله روان
دپاکستان د اج په نامه یوه ټلوېزون په يوه تازه خبر کي وويل چي د پاکستان د آى، ايس، آى پخوانى افسر کرنل امام او له هغه سره نيول سوئ خبريال اسدقريشي [color=blue:79ed14ce1e] دطا لبانو دمشر ملا محمد عمر دهڅوبه نتجه کی نن دروانی عسوی میاشتی په ۶ نیټه دطالبانو له بنده ازاد شول.[/color:79ed14ce1e]
د آج ټلوېزون وايي کرنل امان او قريشي د حکومت او آسيايي پړانګانو سره په خبرو لګيا جرګه ګۍ ته سپارل سوي دي. په خبر کي دا نه دي ويل سوي چي آسيايي پړانګانو کرنل امام او د برتانوۍ ورځپاڼي خبريال اسدقريشي په کوم شرط خوشي کړي دي. خو تر دې دمخه د آسيايي پړانګانو ډلي ويلي وو چي دوى به هغه وخت آزاد کړي، چي پاکستاني حکومت د طالبانو مرستيال مشر ملاعبدالغني برادر او نور طالب مشران خوشي کړي.
آسيايي پړانګان چي ځان په طالبانو پوري تړي، تیره اونۍ يې له دوى سره يو بل نيول سوي متقاعد استخباراتي کرنل خالد خواجه وواژه، چي د پاکستان د استخبآراتو پخواني مشر جنرال حميدګل يې له طالبانو څخه سپيناوى وغوښت.
د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال اسلم بیګ وويل خالد خواجه، کرنل امام او برتانوى خبريال د قبايلي طالبانو د سولي دپاره تللي وو، خو خپله د پاکستان استخباراتي ادارې وويل چي دوى د خالد قريشي سره د يوه راپور په جوړولو کي د مرستي په خاطر شمالي وزيرستان ته تللي و چي د طالبانو له خوا ونيول سول.
کرنل امام چي ځان د افغان طالبانو د مشر ملامحمدعمر استاد بولي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې په کندهار او هرات کي د پاکستان د جنرال کونسل په توګه کار کړئ دئ. نوموړى يو له هغو کسانو څخه دئ چي د شورويانو سره د جهاد پر مهال يې د افغاني مجاهدينو د مختلفو ډلو په روزلو کی مهم رول لوبولی دي.
د کرنل امام او اسد قريشي د ايله کیدو په هکله لا تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي توګه ځه نه دی ویلی ،دخبر پای (ر،ن)
عادل عادل
08.05.2010
سلامونه
محترم لطف الله وروره
زما په نظر د پړانګانو په پنجو د دوو لیوانو او یو ګیدړ نیونه د چا خبره فرینډلي نیونه او معامله نه وه، که وای نو یو لیوه به یې نه ورته واژه، پاتې شوه د بل لیوه او یو ګیدړ خوشې کول، نو دا به ضرور د لومړي لیوه وژلو ته په کتو سره د پړانګانو د غوښتنو منل منځ ته راغلي وي، او دا خو به ښه کار شوئ وي چې د یو بوډا لیوه او یوه ګیدړ په مقابل کې یې څو پړانګان ازاد کړي وي.
او دا لاندې خبره چې تاسو تاکید پرې کوئ:-
[quote:c0db29feab]........... دطا لبانو دمشر ملا محمد عمر دهڅوبه نتجه کی نن دروانی عسوی میاشتی په ۶ نیټه دطالبانو له بنده ازاد شول. [/quote:c0db29feab]
دا یو غټ ګیدړ دئ چې خبریال هوا ته شړلئ دئ ....
.... او غواړي چې کرنیل امام ته پرې شخصیت ورکړي، که دا خبره پنجابي ای-اس-ای کوي د هوښیارئ نښه یې ده او که پښتانه یې کوي یا مني نو د ناپوهئ او د هوښیارئ په صورت کې د مزدورئ او وابستګئ نښه ده.
طالب ISI
09.05.2010
عبدالله صابر، حامد، او پتنګ خانه اوس خو به بیا کوم خبریال ته په سپکه سترګه نه ګورئ!
تاسی لکه د مکی یهودان چې څه مو په زړه نه وی برابر، رټ تری انکار کیږئ.
او بیا په جلالزی صاحب خوله ورخلاصه کړئ.
دغه دی سور ګیرئ ملا امام یی درته راخوشی کړ، د خدای پاک څخه غواړم چې د ملابرادر جهاد ملا عمر او ټوله د کویټی شورا وشرموی، غلامی می لیدلی وه، خو داسی نه لکه د طالبان، چي د یوه منافق لپاره خپل ملګرئ قربانی کړی.
شاید طالبانو به له ځان سره وايي چی که ملا برادر را خوشی شی، کیدای شی، مونږ د هغه سره زیاتئ وکو، ځکه ملا برادر چې تر ظلمو لاندی وی او بیا شهید شی، بیا خو به جنت ته لاړ شی نو مونږ یی ولی د جنت مخه ونیسو، او کرنیل پریږده چې د دنیا ژوند وکړی!!!
یوه ورځ کوم طالب چیرته کراچئ کی کوم لوړ تعمیر شمارلو چې څو منځله دئ، د یوه پنجابی پری فکر شو، او ورته وویل چي راکړه پیسی یی،څو منزله د وشمارل، طالب ورته وویل شل، پنجابی شل روپی تر واخیستی، چي مدرسه ته راغئ، نورو طالبانو ته یی ویل، چي دغه پنجابیان خو سخت ساده ګان دی، ټوله قصه یی وکړه، آخر کی یی وویل چې ما ۲۵ منزله وشمارل، اوده ته می د ۲۰ پیسی ورکړی.
خوشحاله هم طالب وو!!!
په اوسنئ سیاسی حالت کی هم طالبان همداسی ساده ده، چي ای،اس،ای هر څه پری کوی، بس دوس فکر کوی، چي ای،اس،ای هر څه د اسلام په خاطر راسره کوی.
رښتینی
09.05.2010
شاغلی شهیر سلامونه او نیکی هیلی می ومنه !
ګوره دووه درنی تیروتنی دی کړی دی او دجلالزی په دفاع کی دی
داسی پښه ښوییدلی ده چی الله دی رحم درباندی وکړی سره له دی
چی دجلالزی دکمزورو خبرو په باره کی موږ مستند دلایل درته راوړی
دی
یوه ښوییدنه دی داده چی دجلالزی په دفاع کی دی موږ له یهودو سره
تشبیه کړی یو او داسی دی باید نه وای کړی دادی پرموږ ناحقه تیری
کړی دی الله دی معافی درته وکړی خیر ما خو معاف یی ......
او بل دا راته ووایه چی دا په مکه کی کوم یهود اوسیدل بیخی نادره دی
کړی ده په مدینه کی خو می دیهودو اوریدلی واما په مکه کی دا لومړۍ
ځل دی چی ستاسو له خولی نه اورم ؟؟
په مینه
طالب ISI
09.05.2010
حامده وروره سلامونه،
مونږ او تاسی ځینی اصطلاحات لرو، کله وایي فلانئ داسی کینه لری لکه د یهود.
اوس خو دا فلانئ یهون شو،خو د کینی طرز یی داسی دی لکه د یهودو، ځکه دوی په کینه کی ډیر مشهور وو.
او انکار کولو کې هم دوی همداسی وو، چي څه به یې په خپله خوښه نه وو، رټ انکار به یې کولو.
زما په اند مونږ باید بی طرفه قظاوت وکړو، فرض کړه ته لس قمدمه سم پر مخ لاړی ، بیا دری قدمه کوږ لاړی، او بیا پنځه قدمه بیا سم لاری، او آخر کی دوه قدمه کوږ، نو زما په اند ښه به دا وی، چي زه ووایم په مجموع کی د دولس قدمه سم اخیستی او اته کاږه، او کوښښ وکړم، چې خپلی اشتباه ته د متوجه کړم.
اوس کیدای شی جلالزی صاحب هم کوم وقت غلط خبر خپور کړئ وی، خو دا خو په دی معنی نه ده، چې هر خبر یی دروغ دی.
یوه ورځ د یوه حزب اسلامی واله او یوه حرکت اسلامی واله بحث وو،په اخرکی حزبی ورته وویل، چې په قرآن کی حکمت څو ځله راغلئ، حرکتی ورته وویل، ډیر زیات، نو حزبی ورته وویل، چې ته پوهیږی د حکمت مطلب څوک دی، ده ورته وویل نه، نو حزبی ورته وویل،په مختصر شکل حکمتیار صاحب ته اشاره ده.
نو اوس چې ګورم ځینی وروڼه د طالبانو هغه کارونه چې شاید دوی یې خپله هم وغندی، د بحث ګډونوال تر دفاع کوی.
خدای و کړی چي صلحی جرګې کی ملت کرزی ته ښه لاره ور په ګوته کړی، تر څو نور جنګ ختم شی، طالبان هم د وطن په ابادئ کی برخه واخلی، بهرنیانو ته هم د پاتی کیدو بانه پاتی نه شی، شمالی ټلواله هم له خپل فساد سره ورکه شی، او تر ټولو مهمه د منافق، فاسق، فاجر، دلال، ای،اس،ای، لاسونه ورلنډ شی، او نور زمونږ د ځوانانو وینی، د خپلو خواهشاتو قربانی نه کړی.
ځکه دغه منافقه اداره او ددوی مربوط علما افغانانو ته هغه حدیث واېې، چي ښځه ټوله عورت ده، او باید په کور کی،بیدا، لویه، او مړه شی، تر څو زمونږنسل بی سوداده پاتی شی.
او خپل ځان بیا داسی احادیث راوړی، چې 2001زکال داگست په مياشت کې دالحيات جریده ... به قول نویسنده تعداد از امامان اجازه داده اند که زنان ميتوانندوظايف مهمي در مقام وزارت وقضاوت در حيات اجتماعي جامعه بدست آورند . نويسنده به نقل از کتاب به قلم الحافظ المقدسي ارقام را ارائه ميمکند، عايشه بنت ابو بکر براي 399شاگرد تدريس ميکرد که در بين ان 67زن و232مرد بودند،حفصه بن عمربه 20شاگرد درس مې دادکه در بين انها سه تن مرد بودند...)) جريده آميد شماره 487 . ولي پاکستاني بنسټپال مولاناصاحبان بيا زموږ په وطن کې ټول هڅوي چې محمدي شريعت په افراطي بڼه پلۍ کړۍ او بس . ډير په دې نظر دي چې پاکستاني مولويان دکوم بهرني قوت په لمسون او له هغو نه درشوت په تر لاسه کولو سره غواړي په دغه شکل اسلام بدنام کړي
عتیق الله
09.05.2010
د طالبانو سياست هم اټکلی دی او مذهب هم. عادل د طالبانو د کړنو داسی تعبير کوی لکه
د هغه شپانه تعبير چی په ډوډۍ يی متيازی کړی وی او کله چی په خپله وږی شوی ؤ نو يل يی په دی می نه دی کړی په دی می نه دی کړی او په همدی چل چل کی يی ټوله متيآزو لړلی ډوډی خوړلی وه.
لاندی جمله د عادل ده چی طالبانو ته حتی د انسان په سترګه هم نه ګوری او څيروونکی درنده ګان يا ځناور ورته وايی او بيا يی دفاع هم کوی.
د عادل ليکنه:
[quote:0f8286ca00]زما په نظر د پړانګانو په پنجو د دوو لیوانو او یو ګیدړ نیونه د چا خبره فرینډلي نیونه او معامله نه وه، که وای نو یو لیوه به یې نه ورته واژه، پاتې شوه د بل لیوه او یو ګیدړ خوشې کول، نو دا به ضرور د لومړي لیوه وژلو ته په کتو سره د پړانګانو د غوښتنو منل منځ ته راغلي وي، او دا خو به ښه کار شوئ وي چې د یو بوډا لیوه او یوه ګیدړ په مقابل کې یې څو پړانګان ازاد کړي وي. [/quote:0f8286ca00]
و.افغان
09.05.2010
سلامونه وروڼو!
ګرانو! ګونګوسيانې دي، د حقيقت نه به الله خبر وي، پاکستانيان داسې وايي چې د مکرر
تېر په څېر پاکستان غوښتل چې د يوې ډرامې په ترځ کې ملا برادر او ملګري يې له بنده
را خلاص کړي، کوم چې هغوی له امريکانو سره په مشترکه عملياتو کې نيولي وو.
دملا برادر او ملګرو د نيولو په سر د افغاني طالبانو تعاوني اړيکې له سخت خطر سره
مخ وې، نو پاکستان غوښتل چې دغه حالات نور پسې خراب نشي، او د يوې ډرامې لپاره
يې خپل دوه مهم کسان د برېطانيوۍ خبرپاڼې د خبريال سره يو ځای د جنرال حميد ګل
په مستقيم هدايت ولېږل، خو مخکې له دې چې ډرامه په کاميابه توګه سرته ورسيږي،
د هندي استخباراتو اوږدو لاسونه خواجه خالد له تېغه تېر کړ، پاتې دې نه وي چې
د ځينو په اصطلاح دا د دغو مذکورينو لومړۍ ځل نه وو چې طالبانو ته ورځي، بلکه
يو زرو يوولسم کرت وو، پاکستاني مقامات د خالد خواجه په مړينه ډېر سخت خپه دي،
او د هغه د انتقام لپاره يې وينې جوشيږي.
په درنښت
A.Khugyani
09.05.2010
ګراڼوورڼو! مونږباید په سړه سینه او دتعقل لمخی یو سیاسی ډله رد او یاتاید ګړو. هغه پښتانه وروڼه چی دتعصب له مخی دطالبانوهرعمل تایدوی اوهغه نور وروڼه چی هر طآلب په دی بدګڼی چی پښتون دی ، باید ووایم چې داسی جروبحس مونږهیڅ ځای ته نرسوی.زمونږ هیواد بههمداسی ورانوی .هری سیاسی ډلی په یوه معینه زمانی مقطه څه ناڅه کړیدی. دمسلکی سیاسی علومو له مخی دهری سیاسی ډلی کړهوړه باید په زمانی محدوده کښی وڅیړل شی، اوورباندی قضاوت وشی. په غربی ډیموکرات نظامونوکی د ټاکونو په ذریعه دا عملیه سرته رسیږی، بدبختانه مونږ شرقیان داسی سیاسی نظامونه نلرو سره لدی چی زمونږ دین هم مونږ ته دا لاره ښئ خو مونږ هغی لارښونی ته غوږ نه یو،په هر حال زمونږ مسولیت د ټولنی د هغی ډلی په هیث چی ځان په څهپوه بولو څه دۍ. زمونږ دتعصب نه ډک او ړوند قضاوت څومره زمونږدملت درد دواکوی ـ هغه پښتانه چی دطالبانو عامال پدی تایدوی چی طالب پښتون دی اویامسلمان دې دا وایم بیله شکه طالب پښتون اوهم مسلمان دی، خو د ده پښتونولی دپښتنو او مسلمانی یئ داسلام په ګټه نده. هغه وروڼه چی دطالبانو مخالفت پدی کوی چی ۱۹۹۲کیئ کوتاوطریقی ته په افغانستان دپای ټکی کښیښود بایدووایم د هغوی د قضاوت استعدات د تعصب په اور سوځیدلۍ دۍ. پۀدرناوې
مشر ملا صاحب هم په خپلو څرګندولو كې ويلي چې كه مونږ واك ته بيا ورسيږو نو تعليم او پوهې او خصوصاً مسلكي پوهې ته ب
A.Khugyani
09.05.2010
احمدزئ صیبه سلامونه
ستاسوځواب چی مو شهیر صاحبته لیکلی ولوست ماته (مخالفت برای مخالفت)معلومیږی،بل داچی ډیره قوی حواله دی ورکړیده چی مشر ملاصیت ولس ته وعده ورکړی ده ، که دهمدی سوړی نه مار بیاوچیچلۍ نو زهرجن مارنه وی،اوتاسوهم ومنله ـ
درناوۍ
10.05.2010
ښاغلی عادل صيب سلام، تاسې ددې خبر په اړه چې
[color=white:e35006001c]د پاکستان د آى، ايس، آى پخوانى افسر کرنل امام او له هغه سره نيول سوئ خبريال اسدقريشي دطا لبانو دمشر ملا محمد عمر
دهڅوبه نتجه کی نن دروانی عسوی میاشتی په ۶ نیټه دطالبانو له بنده ازاد شول. [/color:e35006001c]
داسې ليکلي :
[quote:e35006001c]که دا خبره پنجابي ای-اس-ای کوي د هوښیارئ نښه یې ده او که پښتانه یې کوي یا مني نو د ناپوهئ او د هوښیارئ په صورت کې د مزدورئ او وابستګئ نښه ده.[/quote:e35006001c]
تاسې خويقينا دا نه غواړئ چې د کوم پيغمبر ، بزرګ او يا کوم فالبين پيښې وکړئ اويا فال ونيسئ او يا دګماتيکې جملې وکاروئ، بلکې تر هر چا ښه پوهيږئ
چې دا ځای د دليل او استدلال، تشريح او استناد او د خپل مطلب د روښانه کولو ځای دی، نه د رمز اميزه او مبهمو ادعاګانو يا نٍثري شاعري ډګر ، نو لطفاً دغه
تجريدي جملې مو په مشخصاتو او منطقي دلايلو يو څه غني او شتمنې کړئ
چې عامفهمه شي او د ځواب ويلو لوښه پيدا کړي ! ومن الله التوفيق !
عبدالله صابر
10.05.2010
السلام عليکم
ګوره شهيره اول خوجلالزي د خپل شهرت لپاره ددروغو خبرونوخپره ولو
مبارزه پيل کړي اودوهم يې دسپږو روزلوي يوداسي خبرنشرته سپارلئ چي
خلک په لوی لاس دميکروبونواومرضونوپه خوله کښ ورکوي ،په دي ډول
نوموړي دمحکمې وړدی ، داچي نوموړئ درواغجن دی اوتاسوهم ددروغجنو
اقوال اوپروپاګنډې خپره وئ نودده سره په درواغوکښ شريک ياست اودواړه
بايد ددروغوويلو اودخلکوتيرايستلوپه تورمحکمې ته کش کړل شئ ،
دملاعمر اودکر نيل امام خلاصون جر ګه بي سره لکئ داره پروپاګنډه ده، چي
هيڅ قوي دليل نشته چي څوک دومره لوی دروغ ثبوت ته وره سوي اونه تر
اوسه کومې معتبرې سرچينې ددي خبرپه هکله څه ويلي ،بي له رحمت الله
روان څخه چي دبينواخبر يی چيرته لوستئ اوبيا ټول افغان هم په دي دروغو
لړلئ چي ګني کرنيل امام دملاعمرجرګې راخلاص کړ، زه نه پوهيږم دا د
ټول افغان خبري څانګه څه ډول يوبي رجسټره څانګه ده چي هرڅوک راځي
اويوخبرليکي ،دخبريالانوشميراواشخاص يی نامحدود دي ،
والسلام
عادل عادل
11.05.2010
سلامونه
[quote:b12f9be5c6]لاندی جمله د عادل ده چی طالبانو ته حتی د انسان په سترګه هم نه ګوری او څيروونکی درنده ګان يا ځناور ورته وايی او بيا يی دفاع هم کوی.
د عادل ليکنه: [/quote:b12f9be5c6]
ملامت نه یاست، چیرته چې هم ځناور یادیژي تاسو به ضرور هلته یو څه وایئ، دا مو حقه حق دئ، پدې شرط. چې خپل مقام به پیژنې داسې نه چې شغال دې په پړانګانو نیوکې وکړي ؟؟ ؟
----------------------------------------------------------
دروند پتوال صیب
زه په خپله جمله کې څه ابهام نه وینم، تاسو یې راپه ګوته کړئ تر څو یې درته واضح کړم.