د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


ع کريم حليمي
25.02.2010

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ،
درنو او خوږو ملکرو ، د پښتو د جهاني جال سردار پتوال صاحب ، استاد قاري صاحب ، او
د ډوبۍ شیخ عادل صاحب زما ښې هیلي و منۍ
[quote:92e2d8e3c8]که مونږ او تاسو څوک په مرګ وګواښي چې یادې وژنم او یا خو دین او الله ته ښکنځلې وکړه !!!، نو دا راته اسلامي شریعت جایز کړي دي چې دین او خالق ته نعوذباالله ښکنځل وکړو تر څو د مرګ نه خلاصون ومومو.
خو که مونږ او تاسو څوک په مرګ وګواښي چې یا دې وژنم او یا خو هغه فلانئ ووژنه !!!! نو پدې حالت کې که مونږ مړه هم شو ددې جواز نلرو چې د بل په مرګ لاس پورې کړو. [/quote:92e2d8e3c8]

دا د فضايي هندسې قضیو او مثالونو څه ضرورت ، ۱(نعوذباالله ښکنځل وکړ) ،۲ (مونږ مړه هم شو ددې جواز نلرو)

Realism ياRealismus ته راسئ ! اوس دغه قوم باید د اسلام او ولسواکۍ تر نامه لاندي مړه او درپدره سي ، که يا ؟؟

ډاکتره
نن قیاس وکه!! ، واچوه خبره مقیس او مقیس علیه ته ، اصل او فرع معلوم که،
قیاس او استنباط نسې کولی ؟ له قرآن ، سنت نبوی څخه نو خبره و دروه وه استحسان ته !!
نو که په هیڅ نه پو هېږېٖ ، نو د علم څخه بعید يي نو خوله ونیسه . په ملک کي ویني بهیږي ویني ، ته څه خیال کوېٖ چه : ستا ګړنګ بهیږي که سرېٖ ویني ؟؟


..Ahmadzai
26.02.2010

په جنګ كې خو خامخا وينې بهيږي, په بدر, احد, قادسية , يرموك او داسې نورو كې هم وينې بهيدې, د روسانو سره جهاد كې هم وينې بهيدې.

نو چې وينې ونه بهيږې بايد كفر قبول كړو, ازادي هم له لاسه وركړو او له ناموس څخه هم تير سو؟
دا كوم بغيرته جبان منطق دى چې ته يې مونږ ته وړاندې كوې؟

دا دپښتون غيرت ندى.

كه زمونږ وينې بهيږي د دوۍ وينې هم بهيږي, كه مونږ خوږيږو دوۍ هم خوږيږي, خو مونږ له خداى تعالى څخه تمه لرو دوۍ يې نلري.

په نيويارك كې ناست يې خبرې راته ددين او غيرت كوې, هغه هم د شين سترګي بادار په ګټه, خواره نه د دين او نه دې دنيا سوې.

ألفاظ دې هم ورځ په ورځ أخلاقي معيار له لاسه وركوي.
.



ع کريم حليمي
26.02.2010

ډاګتره ، جبان وروره !
زه په نیویارک کي يم ، ته نو بیا پر کوم مرچل ور پورته سوئ يي ؟؟؟ په سعودي کي ریالونه ټولوېٖ ،
[quote:d49934b795]دا كوم بغيرته جبان منطق دى[/quote:d49934b795]
مقایسه يي که ستا د جبان منطق سره ، ته پخپله د چرند او جبان نطق او لیکني متخصیص او مخترع نه يي ؟؟
خپل پخواني بېغرته الفاظ دي الزهايمر در څخه یووړل ، څوک دي دوسان بللي ، څوک بیغرته ، څوک جاسوسان
او څوک معاش خور ،.............
یو ته يي چه سپین ټوکر يي او په مرچل کي پروت يي ، او علمي مقالې هم ته لیکې ، زه خو مېخانیکي لیکني کوم

راسه زما منطق يي جبان ، په جواب نه ارزي ، دنورو مکرمو لیکوالو و سوالونو ته خو جواب ولیکه !!!!

مکرمه ! ته خو دا دنن ورځي جنګ او د بدر يوه علمي مقایسه موږ ته ولیکه ، زما په عقل خو په والله که
په هیڅ حساب او منطق د مقایسې ندي


باتور
26.02.2010

ټولو ته د زړه له کومې سلامونه او ډېر ډېر احترامونه . .

چټله او تپل شوې جګړه . . . . :?:

جګړې ټولي چټلې او تپل شوې وي . . . تاسو ماته يوه جګړه راوښياست چې هغه چټله نه وه او يا تپل شوې نه وه . . .

درنو په دين او پښتو مينو پښتنو ؛

دا په موږ را تپل شوې ناحقه او چټله جګړه، بايد موږ نه يواځې زموږ د پاک دين له لحاظه وغندو، بلکه د بشري حقوقو او زموږ د پښتونولۍ له کبله يې هم بايد وغندو . . که غربيان زموږ سپېڅلي دين او زموږ پښتونولۍ ته احترام او پام نه کوي، نو لا اقل خو دي هغو بشري حقوقو ته چې اکثره يې د دوی اختراع ده، احترام وکړي . .

دا اشغال، بم اورونه، انسان وژنه . . دا وړ وړلعنت او توهين چې دوی موږ ته را په برخه کړی دې ته د تعظيم سر ټيټ کړو؟؟ . . . . . اوپه ضد يې له سر اوچتولو څخه لاس واخلو ؟؟

زه دا درسره منم چې د طالبانو غورځنګ سل په سلو کې خالص او ريـڼ نه دی، ډېري خواوې د خپلو اجنټانو په ذرېعه د طالب له پاک نوم نه د خپلو خيرنو هدفونو لپاره کار اخلي . .

هر څه چې هېروئ او يا يې نه يادوئ، هغه مو خپل کار دی، لېکن دا مه هېروئ چې د طالبانو د غورځنګ پيل او د سپتمبر د يوولسمې نه وروسته د دې غورځنګ بيا ودانېدو د پښتنو مړاوې زړونه بېرته را تازه کړل او د باندني او کورني دښمنانو سره د مقابلې لپاره يې د زړه زور ور په برخه کړ. .

دا د کابل په لاسپوځې اداره کې چې پښتانه سوکه سوکه بېرته خپل بايللی قدرت لاس ته راوړي، دا هم په غير مستقيمه توګه د طالبانو د غورځنګ برکت دی . .

عاقل ته صرف اشاره کفايت کوي !

په درنښت


عادل عادل
27.02.2010

سلامونه

زه درنو وروڼو هر یو حلیمي صیب او ډاکټر صیب احمدزي صیب ته بلنه ورکوم چې خدای ته وګورئ د ستوغې لهجې د کارولو نه پرهیز وکړئ.

حلیمي صیب تاسو به دا منئ چې د حالاتو تصویر ستاسو سره کټ مټ هغه څه نه دي چې په افغانستان کې په افغانانو تیریژي، او دا ستاسو قصور هم ندئ، دا ستونزه د غربي ولس په شمول ستاسو شاوخوا ټولو میشتو افغانانو ته شامله ده.

مونږ کشران به ستاسو د مشرتوب او هغه درجې چې له مخې یې تاسو ته د عالم لقب حاصل دی، بې قیده او شرطه احترام کوو.

پاتې شوه د ........... چټلې او تپل شوې جګړې مسله .... نو دلته لکه څنګه چې دروند ورور باتور صیب یې یادونه کړې یو څه وضاحت ته اړتیا ده:

که څوک خدای مکړه مونږ په مردارئ وولي، نو د ویشتونکي عمل یوه خیرنه هڅه ده، چې له مخې یې د مونږ په پاک وجود مرداري تپي، او زمونږ ستره والئ او نظافت تر سوال لاندې راولي، اساسي ټکئ چې له مونږ او تاسو نه په دغه بحث کې خطا بریښي دا دئ چې ایا د مردارئ وینځل او له خپل وجود او جامو څخه بیرته پاکول هم یو خیرن او چټل عمل دی؟ نه هيڅ کله نه، غیر مطبوع به خامخا پریوزي خو زمونږ عمل هیڅ کله هم د ویشتونکي د نیت او عمل د جنس څخه نشي شمیرل کیدای.



27.02.2010

تر سلام وروسته :
هو، د يوۀ خوا جګړه چټله او پر بلې خوا تپل شوې ده
له يوه لاسه ټک نه خيژي!


..Ahmadzai
27.02.2010

پتوال صاحب, مشر صاحب او نورو ټولو وروڼو ته
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

[quote:25b4868f8c]اقتباس:
عادل عادل"]سلامونه

که مونږ او تاسو څوک په مرګ وګواښي چې یادې وژنم او یا خو دین او الله ته ښکنځلې وکړه !!!، نو دا راته اسلامي شریعت جایز کړي دي چې دین او خالق ته نعوذباالله ښکنځل وکړو تر څو د مرګ نه خلاصون ومومو.

خو که مونږ او تاسو څوک په مرګ وګواښي چې یا دې وژنم او یا خو هغه فلانئ ووژنه !!!! نو پدې حالت کې که مونږ مړه هم شو ددې جواز نلرو چې د بل په مرګ لاس پورې کړو.

په لومړي حالت کې الله سبحانه و تعالی د خپل حق نه د بنده د ژوند او بچاو لپاره تیریژي خو په دوهم حالت کې د خپل بنده حق مونږ او تاسو ته نه بښي.

کور اباد او بچي دې لوی!
خو دا بايد جلال احمدځی صيب د خپلې دغې ليکنې بشپړ ځواب وبولي چې :[/quote:25b4868f8c]

پتوال صاحب زه د عادل صاحب دغه قول سره بلكل موافق يم

كله چې لاسپوڅي خپل مسلمان وروڼه د كافر جابر ښكيلاكګر په أمر او ګټه وژني دا جرم د بښلو و ړ ندى, او دې سره د دغه إنسان وينه د ردت په حكم هدر ده.

او همدارنګه د هر مسلمان او ذمي نفس مال ناموس مصؤن دي, هيچا ته جواز نسته چې بغيرد شرعي جواز څخه تعدي پرې وكړي, نو كو څوك د مجاهدينو په نامه د چا پر دغو حقوقو تجاوز كوي, دا هم دمنلو وړ نده, او بايد
مجازات سي او دمظلوم حق په ځاي سي .

خو كله چې شرعي جواز شتون ولري, لكه دغه جنګ كې بيا نو پر وژلو يې مسلمان غازي كيږي

دلته وطن قوم او قبيل مطرح نه دي, صحابوو كرامو ان خپل پلرونه چې د كفارو په صف كې جګړې ته راغلي وو وژلي.

په درنښت


عادل عادل
27.02.2010

سلامونه

محترم پتوال صیب په یوه ټکي کې به نه نښلو، دروند ورور احمدزي صیب زما د خبرې دوهم حالت تکمیل کړئ دی، او دا د هغه لاسپوڅو او یرغلګر دښمن سره د هم لاسو خلکو د موقف رد دئ چې وایي زمونږ په وس کې څه نشته، مجبور یو، څه چې دوی وایي همغه به کوو او منو به یې، که یې ونه منو نو زندان ته مو اچوي، نابودوي مو او وژني مو، ..... او داسې نور ...... د ایمان د نقض او د وینې حکم يې احمدزي صیب بیان کړئ دی او پدې کې یقین لرم چې علما په یوه خوله دي.

اسلامي شریعت که احتمالا د یوه فرد په زیان یا زیانیدو حکم کوي، په هغه صورت کې به ضرور د ټولنې د بقا او سالمیت رمز پروت وي، په داسې حال کې چې دیموکراسي عملا کورنئ نظام او ټولنه د انهدام تر حده پورې د فردي ازادئ او حقوقو قرباني کوي، پداسې حال کې چې فرد او ټولنه او مربوطه حقوق او ازادي یې د یو وجود دوه لاینفک اجزا دي، چې د یوه په فاسدیدو سره دوهم له منځه ځي.



27.02.2010

ښاغلی جلال احمد ځی ، منلی عادل عادل او مکرم جليل القدر استاد حليمي صيب، محترم ورور وهاج صافي صيب او ټولو درنو لوستونکو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
له احمد ځي صيب او عادل صيب څخه ډيره مننه چې دغه ستونزه يې حل کړه، الله سبحانه و تعالی دې مونږ ټولو ته د ورورۍ او اتحاد توفيق راکړي!
احمد ځي صيب ليکلي :
[quote:7ca8ca7cb3]كله چې لاسپوڅي خپل مسلمان وروڼه د كافر جابر ښكيلاكګر په أمر او ګټه وژني دا جرم د بښلو و ړ ندى, او دې سره د دغه إنسان وينه د ردت(؟) په حكم هدر ده...... كله چې شرعي جواز شتون ولري, لكه دغه جنګ كې بيا نو پر وژلو يې مسلمان غازي كيږي [/quote:7ca8ca7cb3]

وروره (د پاکستان په شمول)دنړۍ يو اسلامي هيواد هم دغه جنګ د کفر او اسلام
تر منځ جګړه نه ده بللې، بلکې هغه يې د القاعدې
او ورسره تړلو طالبانو پر ضد جګړه بللې او له سعودي نه تر عربي آماراتو، ايران او پاکستان پورې ټولو آن د هغې ملاتړ کړی دی!
د پاکستان له هوائي ډګرونو څخه پر طالب رژيم بمباد شوی او هغه يې راپرځولی دی، او بي پيلوټه الوتکې خو لا اوس هم د پاکستان له هوائي ډګر څخه پورته او هلته بيرته ښکته کيږي!
نو که دا د کفر او اسلام جګړه وي نو بيا ټول اسلامي هيوادونه د کفر په خوا ولاړ دي او طالبانو ته يې مرګ روا دی! ستا سمه خبره :[color=blue:7ca8ca7cb3](( دلته وطن قوم او قبيل مطرح نه دي ))[/color:7ca8ca7cb3] او ځکه نو د طالب
لومړی انتهاري بريد بايد پر اسلام اباد، دوهم يې په رياض ، دريم يې په اسرائيلو وي ، او د کابل رژيم او امريکايي او اتلافي ځواکونو سره يې مخامخ جګړه روانه وي!
خو داسې نه ده، په ١٩ پيړۍ کې د انګليس جګړې استعماري وې اوپه ٢٠ او ٢١ پيړۍ کې د امريکا جګړې امپريالستي جګړې دي!
د اسلام پورې نه هغوی او نه دوی غرض لرلی دی، برعکس دديوبند د مدرسې غوندې اسلامي مرکزونه يې د تاسيس يا پراختيا اجازه ورکړې ده!
هو، دا بيله خبره ده چې د مسلمانانو د بريدونو په مقابل کې يې پوځي او غيرپوځي غبرګونونه ښودلي دي . او دا هم حقيقت دی چې
مسلمانانو ددوی په وړاندې خبل ملي پاڅونونه د اسلام او اسلامي جهاد په نامه تر سره کړي دي او ددوی غبرګون هم داسلام په ضد تمام شوی دی !
خو دوی نه دومره دين لرونکي وو لکه صليپبيان چې د يوه دين له پاره وجنګيږي او نه دوزمره پې دينه وو لکه شورويان چې دکونسيزم د الحادي
ايديالوژۍ له پاره وجنګيږي!
ددوی موخه سوچه اقتصادي استعمار و او سوچه اقتصادي امپرياليزم دی!
دا له هډه د اديانو تر منځ او د اديانو په نوم جګړې دي نه !
دا نه د کوم دين د خپرولو او نه دکوم دين له منځه وړلو جګړې دي، نه انګليس او نه امريکايانو چيرې بوديزم، اسلام يا کوم بل دين له منځه وړی او پرځای يې عيسويت په زور پرې منلی دی!
نو مونږ افغانان دخپلې ملي آزادۍ له پاره پاڅېدلي يو، خو کما في سابق د هيواد
د آزادۍ جګړه هم په هغه زور ، طاقت او کرکې سره مخکې وړو چې زمونږ په زړو
کې نغښتی ده او هغه زور، کرکه او طاقت د اسلام دی !
هو، پښتانه له اسلام مخکې هم يو اتل ولس پاتې شوی، د چا اسارت يې نه دی منلی، خو الحمد ل ا لله اسلامي معنويت روح او جذبه يې
هم خپله کړې او ملي اسلامي جګړو ته يې په نره وردانګلي دي او تل به د اسلامي جهاد په شکل وردانګي ، خو دغه ترکيب ته چې د پښتنو د هيواد ملي آزادۍ جګړې تل اسلامي هم وې
او د جهاد په نامه تر سره شوي دي، د دوښمن د ځيرنې پاملرنې وړ ګرځيدلي او ناوړه ګټه يې ترې پورته کړې ده !
انګريزي او پنجابي دوښمن پوه شوی چې پښتانه په خپله وسله ونه وهو په بله وسله يې څو ک نشي وهلی!
دوی آن له هغه وخته چې احمد شاه دپانيپټ جګړې ته ورغی، بښتانه يې برې شهيدان کړل ، خو هند يې همدغو ترليګيو پنجابي
مسلمانانو ته وسپاره چې نن دهغې په برکت پر پاکستان حکومت کوي، له نورو وروسته تکرار شويو پيښو سره دې نتيجې ته رسيدلي چې
که ددوی د ملي آزادۍ دجګړې اسلامي خصلت ورمطلق کړو ، ملي خصلت او ملي موخه يې خنثی کولی او آن د هغې پر ضد يې کارولی شو
او په دې توګه دوی په خپله وسله وهلی او ماتولی اوآن ښکيلولی او د اسلام په نامه خپل غلام ګرځولی شو!
لر پښتانه په درې جلا برخو غلام ساتل او په دې سره بر پښتانه له پښو غورځول ټول د اسلم په پلمه عملي شوي دي .دا يوه مثمره او غوښنه تجربه وه
چې ددغه انګليس غلامه موزي قوم سياستوالوتل زمونږ په وړاندې لرله،
نو ځکه يې زمونږ ملي پاڅون چې تل د قومي
مشرانو په سرمشرۍ تر سره کيده وروستی ځل د شورويانو د تيري پر ضد داسې تنظيم کړچې قومي مشران يې په ديني مشرانو
ووهل او قومي مشران يې د افغان ولس د جهاد مشرۍ ته پرېنښودل ، د اسلامي تنظيمونو هر څه
د اسلام په نامه پاکستان(د ISI پواسطه ) په خپل لاس کې ونيول او هغوی يې د اسلام په پلمه د خپلې ملي آزادۍ پر ځای
د پاکستان هدفونو ته وکارول او لا کاروي يې . او دا نور د شمالي ټلوالې په نامه د انګليس او امريکا په مرسته بيا ددوی پر ضد کاروي !
بر پښتانه هم د خپلې ناپوهۍ له امله ويشل شوي ، ځينې يې د کرزي خيلو په مشرۍ د CIA په لومه کې او نور ئې د اسلا مي جنګيالو په مشرۍ د ISI په لومه کې ښکيل او يو د بل پر ضد جنګيږي !

[color=red:7ca8ca7cb3]نو اوس اساسي پوښتنه داده چې پښتانه څنګه کولی شي لومړی ځان له دې دواړو لومو څخه خلاص کړي، په داسې حال کې چې
د جګړې دام يو او لومې يې دوه دي او ددام سر د يوۀ ابرقدرت (امريکا) په لاس کې دی؟؟؟؟؟؟[/color:7ca8ca7cb3]
[color=blue:7ca8ca7cb3]
دا هم معلومه ده چې له دواړو لومو دواړه خواوې ځانونه خلاص نکړو، يوه خوا هېڅکله هم نشي خلاصېدای، او نه دغه جګړه پای ته رسېدای شي!
اساسي ستونزه همدغه ده او هيله کوم دې ستونزې ته يو حل پيدا کړئ !!!!!!!!!!!![/color:7ca8ca7cb3]


عادل عادل
27.02.2010

سلامونه

پتوال صیب دغه انتخاب د دښمن نه بلکه ډیر زمونږ خپل دی، په سختو شرایطو کې یوازې او ډیر موثره اسلامي عقیده ده چې دښمن څملولای شي.

د دغې حربې تر څټ ضرور نه ده چې ټول به دیني علما، محدثین او تقوی داره خلک وي، د تیر جهاد نه وروسته هم ټولو فکر کول چې د جهاد د ماشین نه وتلي ټول سوچه او سبعته مبشره مسلمانان و اصحابهم دي، خو عملا مو ولیدل چې ډیر پکې څوک او څه او داسې نور وو، شول او لا پسې هم کیژي.

اوس هم که مونږ او تاسو تمه وکړو چې د مقاومت صف دې د صحابه وو صفات ولري، دا زمونږ اشتباه ده، زمونږ ولس د دامنګیر جهل په سبب د صحابه وو درجې ته نشي رسیدئ.

خبره داده چې حتی زه او تاسو هم د ویرې او ناببره څه پیښیدو په وخت کې د خدای د کلمې نه بل څه په خوله نشو راوړئ، نو څنګه تمه لرو چې د سنګر غازي چې سر یې هره لحظه د مرګ په خطر کې دی د پښتونولئ، قومي تحرک، ولسواکئ، او یا ډیر نور د پامه لویدلي او تجربه شوي هغه شعارونه زمزمه کړي چې د فطرت او عقیدې تقاضا یې نه ده؟

دا به منو چې تر دې ګټونکئ او کاري بل هیڅ نصب العین نشته چې و کولای شي په دې کچه تش لاس او ویشلئ ولس په متین عزم سره په یوه صف کې ودروي.

د پاکستان د خیرن لاس مسله کاشکي چې تر مسکین طالب پورې محدوده وای، پاکستان د ښاغلي کرزي په لاسپوڅې او فاسده اداره کې هم د حشرګړو یرغلګرو هیوادونو سره په مساویانه ډول مزدوران او خوږه برخه لري، د کرزي د ناشتې او نري نه هم خبر دي، په کوم تناسب چې د کابل په حملو کې د پاکستان د لاسلرنې تورونه واردیژي په همغه تناسب بلکه په لوړه کچه د کرزي تر ګیره لاندې د ای-اس-آی د وجود دلایل هم قوت موندلای شي.

راځئ چې فرض کړو او وابستګي د یو تریخ حقیقت په توګه ومنو، پدې توګه به مو حد اقل په دغه ټکي کې د اختلاف پړاو وهلئ وي، بایده چې مونږ او تاسو د هغه اړخ څنګ ته د حسن نیت ګامونه واخلو چې په نسبي ډول د حالاتو ټاکونکي او د ملي او دیني ارزښتونو مدافعین، او د ولس تر څنګ او مخلص یې بللئ شو، کیدای شي په دې سره د خلاصې غيږې د لبیک سره مخ شو.... او په نتیجه کې ملي وحدت او بین الافغاني تفاهم ته لار ه پرانیزو. تر څو چې په دې لاره کې یو د بل نه تقدم ونکړو، همداسې به خوار او زار او یو په بل خولې او تورونه لګوو.

..... د اوس لپاره همدومره ...... نور يې تاسو وشاربئ

په درنښت



27.02.2010

عادل صيب سلامونه !
مونږ ټول په اسلامي خصلت شکر وياړو او چا هم نه دي ويلي چې د هيواد د ملي آزادۍ جګړه دې اسلامي خصلت ونه لري،
خو که څوک وايي چې دوښمن ته بايد داچانس ورنکړو چې اسلام او د اسلام په نامه مونږ د خپلو چټلو اغراضوله پاره
استعمال کړي ، نو دا ډيره ښه، ضروري د ځان او د اسلام ددفاع له پاره اړينه غوښتنه ده .اسلام بايد دسياسي موخو په وسيله يا
دپښتنو د ښکيلولو په لومه بدل نشي!
پاتۍې شوه د ديموکراسۍ خبره، نو دې مفهوم ته اسلامي او ملي قيد ورغورځولی دی او د افرادو حقوق هم له اسلامي چوکاټ په رسميت نه پيژنو!
په لڼډ ډول مونږ د انتخاباتو يا اسلامي بيعت د تعميم او براختيا لارې ته جمهوري لار يا اسلامي ولسواکي وايو !
ګورئ ، آزادي د انسان يوسپېڅلی او مقدس هدف دی لکه :
ملي آزادي،
ټولنېزه آزادي،
ددين او عقيدې آزادي،
فردي آزادي،
د فکر او بيان آزادي،
د مطبوعاتو آزادي،
د ولسمشر او حکومت د انتخاباتو آزادي،
د پارلماني انتخاباتو آزادي،
د سياسي ګوندونو آزادي
او د د کلتوري او صنفي ټولنو آزادي او ......
له دې څخه کوم يو يې د اسلام سره ټکر کوي؟؟؟؟
دا خو ټول د سپېڅلې او مقدسې آزادۍ بېلابيل اړين ، تلسټيز او ضروري شکلونه دي ، چې د مسلمان ولس حقه حقوق يې بللی شو او په يوۀ يې هم صرف نظر نشي کيدلی، او ټول شکلونه د اسلام په چوکاټ کې پلي کيدای شي !
نو اساسي پوښتنه داده چې په دغه لست کې طالبان کومې آزادۍ تضمينولی او پلې کولی شي ؟؟؟؟
آيا په دې کې کومه آزادي شته چې صرف نظر ترې وشي؟؟؟؟؟؟؟

که نه وي نو آيا ستاسې په اند طالبان ضمانت ورکوي چې يوه آزادي به هم نه پايمالوي ؟؟؟؟؟؟
هغه مسلمانان، ملايان او اسلامي علما چې د اسلامي انتخابيت (= جمهوريت ) نه مني، هغه په حقيقت کې له خپلې ديکتاتورۍ
پرته هېڅ شی هم نه مني، هغه په نتيجه کې له خپلې ديکتاتورۍ پرته اسلام هم نه مني ! نو دا خو نه اسلام دی او نه د اسلاميت غوښتنه، بلکې صرف دهغه چا په ګټه يوکار دی چې له بهره زمونم هيواد ته د اسلام
په نامه لاس راغځوي او د اسلام په پلمه خپل ګوډاګيان قدرت ته رسول غواړي، کټ مټ لکه روسانو چې خلق او پرچم قدرت ته رسول ، دغسې
دوی هم خپله يوه ګوډاګۍ ډله د اسلام په نامه د ځان له پاره قدرت ته رسوي!
مونم او تاسې دې الله له هرډول ګوډاګيتوب نه وساتي ! امين !


pattang
27.02.2010

ددې خبرو ځواب ډېر ساده دی :
ټول دغه کارونه د اسلام، شريعت او پښتو تر سوري لاندې٠

[quote:428fcc2ecb="پتوال"]عادل صيب سلامونه !
مونږ ټول په اسلامي خصلت شکر وياړو او چا هم نه دي ويلي چې د هيواد د ملي آزادۍ جګړه دې اسلامي خصلت ونه لري،
خو که څوک وايي چې دوښمن ته بايد داچانس ورنکړو چې اسلام او د اسلام په نامه مونږ د خپلو چټلو اغراضوله پاره
استعمال کړي ، نو دا ډيره ښه، ضروري د ځان او د اسلام ددفاع له پاره اړينه غوښتنه ده .اسلام بايد دسياسي موخو په وسيله يا
دپښتنو د ښکيلولو په لومه بدل نشي!
پاتۍې شوه د ديموکراسۍ خبره، نو دې مفهوم ته اسلامي او ملي قيد ورغورځولی دی او د افرادو حقوق هم له اسلامي چوکاټ په رسميت نه پيژنو!
په لڼډ ډول مونږ د انتخاباتو يا اسلامي بيعت د تعميم او براختيا لارې ته جمهوري لار يا اسلامي ولسواکي وايو !
ګورئ ، آزادي د انسان يوسپېڅلی او مقدس هدف دی لکه :
ملي آزادي،
ټولنېزه آزادي،
ددين او عقيدې آزادي،
فردي آزادي،
د فکر او بيان آزادي،
د مطبوعاتو آزادي،
د ولسمشر او حکومت د انتخاباتو آزادي،
د پارلماني انتخاباتو آزادي،
د سياسي ګوندونو آزادي
او د د کلتوري او صنفي ټولنو آزادي او ......
له دې څخه کوم يو يې د اسلام سره ټکر کوي؟؟؟؟
دا خو ټول د سپېڅلې او مقدسې آزادۍ بېلابيل اړين ، تلسټيز او ضروري شکلونه دي ، چې د مسلمان ولس حقه حقوق يې بللی شو او په يوۀ يې هم صرف نظر نشي کيدلی، او ټول شکلونه د اسلام په چوکاټ کې پلي کيدای شي !
نو اساسي پوښتنه داده چې په دغه لست کې طالبان کومې آزادۍ تضمينولی او پلې کولی شي ؟؟؟؟
آيا په دې کې کومه آزادي شته چې صرف نظر ترې وشي؟؟؟؟؟؟؟

که نه وي نو آيا ستاسې په اند طالبان ضمانت ورکوي چې يوه آزادي به هم نه پايمالوي ؟؟؟؟؟؟
هغه مسلمانان، ملايان او اسلامي علما چې د اسلامي انتخابيت (= جمهوريت ) نه مني، هغه په حقيقت کې له خپلې ديکتاتورۍ
پرته هېڅ شی هم نه مني، هغه په نتيجه کې له خپلې ديکتاتورۍ پرته اسلام هم نه مني ! نو دا خو نه اسلام دی او نه د اسلاميت غوښتنه، بلکې صرف دهغه چا په ګټه يوکار دی چې له بهره زمونم هيواد ته د اسلام
په نامه لاس راغځوي او د اسلام په پلمه خپل ګوډاګيان قدرت ته رسول غواړي، کټ مټ لکه روسانو چې خلق او پرچم قدرت ته رسول ، دغسې
دوی هم خپله يوه ګوډاګۍ ډله د اسلام په نامه د ځان له پاره قدرت ته رسوي!
مونم او تاسې دې الله له هرډول ګوډاګيتوب نه وساتي ! امين ![/quote:428fcc2ecb]



ع کريم حليمي
28.02.2010

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ،
درنو عزیزانو ! محترم او معظم د قدر وړ دانشمند پتوال صاحب ،ښاغلی جلال صاحب ، ګران عادل عادل صاحب استاد قاري صاحب ، د رب له درباره څخه ، ستاسو ټولو لپاره د ښه صحت او ښاد او آرام ژوند غوښتونکی يم

 [quote:f762653cf1]نو اوس اساسي پوښتنه داده چې پښتانه څنګه کولی شي لومړی ځان له دې دواړو لومو څخه
خلاص کړي، په داسې حال کې چې
د جګړې دام يو او لومې يې دوه دي او ددام سر د يوۀ ابرقدرت (امريکا) په لاس کې دی؟؟؟؟؟؟

دا هم معلومه ده چې له دواړو لومو دواړه خواوې ځانونه خلاص نکړو، يوه خوا هېڅکله هم نشي خلاصېدای،
او نه دغه جګړه پای ته رسېدای شي!
اساسي ستونزه همدغه ده او هيله کوم دې ستونزې ته يو حل پيدا کړئ !!!!!!!!!!!![/quote:f762653cf1]

لمړی ضرور ده چه اوسنئ حکومت مشروع وګڼو ، او دخارجي قواوو موجودیت نامشروع

که تحریک او حزب حکومت قانوني وګڼي ، دا به د ټول ملت په ګټه تمام سي ، ولي چه د ملت د نماینده په خبرو
کښي به قوت او زور پیداسي ، او خارجي قواوو ته به دا ور فهموي چه موږ اوس یو منتخب حکومت یو

په لهذا نو خارجي قوا وي او مقاومت په ښارونو او کلیو او بانډنو د جنک حق له لاسه ورکوي ،

حزب او تحریک د مقاومت حق لري ، په داسي حال کي چه د ملي پولیس او ملي اوردو سره د جنګ حق نه لري

حزب او تحریک به حکومت ته داسي نمایندګان معرفی کوي چه لاسونه یی په ملي او جهاني وینو نه وي سره
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ُفلسطین : شا و خوا ۵۰ کاله وجنګېدلی ، نه یی اولادنه بې تعلیمه پاتې سوه ، او ښارونه يي تر افغانستان سل
چنده ماډرن هم سوه ، زموږ ښارونه او نسلونه سل کاله شاته ولاړه

درنښت


Sangar Watan
28.02.2010

محترم ع کريم حليمي صيب سلامونه،

[quote:8c2d0affdc]لمړی ضرور ده چه اوسنئ حکومت مشروع وګڼو ، او دخارجي قواوو موجودیت نامشروع

که تحریک او حزب حکومت قانوني وګڼي ، دا به د ټول ملت په ګټه تمام سي ، ولي چه د ملت د نماینده په خبرو
کښي به قوت او زور پیداسي ، او خارجي قواوو ته به دا ور فهموي چه موږ اوس یو منتخب حکومت یو

په لهذا نو خارجي قوا وي او مقاومت په ښارونو او کلیو او بانډنو د جنک حق له لاسه ورکوي ،

حزب او تحریک د مقاومت حق لري ، په داسي حال کي چه د ملي پولیس او ملي اوردو سره د جنګ حق نه لري

حزب او تحریک به حکومت ته داسي نمایندګان معرفی کوي چه لاسونه یی په ملي او جهاني وینو نه وي سره
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ُفلسطین : شا و خوا ۵۰ کاله وجنګېدلی ، نه یی اولادنه بې تعلیمه پاتې سوه ، او ښارونه يي تر افغانستان سل
چنده ماډرن هم سوه ، زموږ ښارونه او نسلونه سل کاله شاته ولاړه [/quote:8c2d0affdc]

هغه دولت چه دملت دارادې خلاف ،دبهرنيانو ترمسقيم کنترول لاندې ديوې
جعلي ډرامئ "انتخابات" په ترڅ کې ،دفاسدو او غير ملي افرادو نه جوړ
شوی وی هيڅکله مشروعيت نشي لرلی٠
داسې يوی چټلی دستګاه ته دمشروعيت خطاب،داسلام،ملتپالنې او ولسواکئ
خلاف عقيده ده٠که داسې يوې خاينې دستګاه ته دمشروعيت لقب ورکړی شي
نو دبهرنيانو اشغال هم دمشروعيت مومي،که څنګه؟؟
هيله ده چه پخپله ليکنه بياکتنه وکړئ٠



28.02.2010

پتنګ خانه !
پوښتنه دا نه ده چې :
[quote:d65512c009]ټول دغه کارونه د اسلام، شريعت او پښتو تر سوري لاندې کيدای شي، [/quote:d65512c009]، طبعا کيدای شي، چې مونږ ورته اسلامي جمهوريت يا اسلامي ولسواکي وايو، خو پوښتنه داده چې طالبان ددغه انتخاباتو حق تامينوي که ځپي يې :
[color=blue:d65512c009]ملي آزادي،ټولنېزه آزادي،ددين او عقيدې آزادي،فردي آزادي، د فکر او بيان آزادي، د مطبوعاتو آزادي، د ولسمشر او حکومت د انتخاباتو آزادي،
د پارلماني انتخاباتو آزادي،د سياسي ګوندونو آزادي او د د کلتوري او صنفي ټولنو آزادي او ......
[/color:d65512c009]
له دې و څخه د طالبانو په ٥ کلنه دوره کې کومې آزادۍ پرځای شوې وې او کومې
که دوهم ځل قدرت ته ورسيږي پلي کول غواړي ؟؟؟؟

آيا د جمهوري رياست آزاد سري او ټولګړي انتخابات او طالبان سره شپاړس نه دي؟؟؟؟؟
آيا آزاد سري او ټولګړي پارلماني انتخابات او طالبان سره شپاړس نه دي؟؟؟؟؟

آيا آزاد او غير دولتي مطبوعات او طالبان سره شپاړس نه دي؟؟؟؟؟؟؟

ايا د ښځو کار ، تعليم او سياسي فعاليت او طالبان سره شپارلس نه دي؟؟؟؟؟

آيا يو اساسي قانون چې دغه اسلامي او نور مدني ارزښتونه پېشبيني کوي او طالبان سره شپاړلس نه دي؟؟؟؟؟

که دا ارزښتونه او طالبان سره شپاړلس نه وي، ثبوت دې وړاندې کړي چې مني يې،
نو مونږ او ټول ملت به ورسره ودريږو ، خو [color=red:d65512c009] که سره شپاړس او نه پخلاکيدونکي وي او دا يو هم نه مني ، [/color:d65512c009]نو په هغه صورت کې تاسې  څۀ فکر کوئ  چې :

[color=blue:d65512c009]آيا انسانيت او طالبان سره بيا شپاړلس نه دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او ستاسې په شمول يې انسان انسانيت بيا هم واک منلی شي ؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:d65512c009]


كريم كامران
01.03.2010

محترم عبدالکریم حلیمي لیکلي:
[quote:5e1c0940b9][color=red:5e1c0940b9]لمړی ضرور ده چه اوسنئ حکومت مشروع وګڼو [/color:5e1c0940b9]، [color=blue:5e1c0940b9]او دخارجي قواوو موجودیت نامشروع [/color:5e1c0940b9][/quote:5e1c0940b9]
حلیمي صیب دخبرې اوله او دوهمه برخه سره ضد او نقیض دي، اوسنی حکومت او خارجې قواوې دیوې سکې دوه مخه دي، که اوسنی حکومت مشروع ګڼې خارجې قواوو ته دې مشروعیت ورکړ، او که خارجي قواوې نامشروعې ګنې اوسنی حکومت ورسره اټومیټیکلي نامشروع ګرځي ځکه چې همدې خارجې قواوو جوړ کړی او خارجي قواوې پکې دهر ډول تعدیلاتو او تصرفاتو خلاص مټ لري او دخارجي قواوو دعدم توافق په صورت کې اوسنی حکومت هیڅ کوچنی او لوی تصمیم نه شي نیولی، نو فلهذا اوسنی حکومت په تمامه معنی لاسپوڅی او غلام او صرف دخارجي قواوو دلاسپاک حیثیت لري.

محترم حلیمي صیب کښلي:
[quote:5e1c0940b9]حزب او تحریک د مقاومت حق لري ، په داسي حال کي چه د ملي پولیس او ملي اوردو سره د جنګ حق نه لري [/quote:5e1c0940b9]
په فقه کې یوه قاعده ده چې : (مالا یتم الواجب إلا به فهو واجب) هغه شی چې واجب پرته له هغه څخه نه ادا کېږي، واجب دی.
نو څرنګه چې اردو او پولیس داشغالګرو دسپر مثال لري او اشغالګر ترې دسترګو او لاسونوکار اخلي او اشغالګرو ته لاسرسی د اردو او پولیسو له تصفیې پرته ناممکن دی، نو بناء جنګ ورسره هغسې واجب دی څنګه چې له اشغالګرو سره واجب دی. نن چې په مارجه کې دمجاهدینو پرضد علمیات روان دي له همدې اردو او پولیسو څخه د ماین پاکۍ دسپیو کار نه اخلي؟؟ نن دې اردو اعلان وکړي چې په طالب به یو ډز هم نه کوي او طالب ته به داشغالګرو پرضد جنګ کې عائق نه جوړېږي بیا که طالب داردو په عسکر ډز وکړ تر هرچا اول به یې زه غندم.


اور- بل
01.03.2010

درنو ورونو او نازولو خويندوته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم !
د محترم او مکرم مولينا صيب حليمي خبره به تاسو ته هغه وخت سمه صافه او بې له ضد او نقيضه ښکاره شي چې ټولګړی خصلت يې له پامه ونه غورځوئ،
ځکه په اړونده جمله کې ددواړو برخو ترمنځ هيڅ نقيض نه ليدل کيږي که چيرې مونږ ټول يعنی مونږ ملت ، حکومت او طالبان دريواړه حکومت مشروع اود بهرنيانو موجوديت نامشروع وبولي!
له يوې خوا څنګه چې د نامشروع بهرني ځواکونو پر ضد مقاومت مشروع دی نو طالب مقاومت هم مشروع شو!
له بلې خوا څنګه چې ددوه مشروع ډلو ترمنځ جګړه نامشروع ده، نو د حکومت او ظالب ترمنځ جګړه نامشروع شوه او ډزبند بايد اعلام کړي ! په دې ډول د افغان
په لاس د افغان وژنه ختمه او د افغانانو ترمنځ سوله رامنځته کيږي سره له دې چې په وطن کې به لاجګړه روانه وي : د بهرنيانو او طالبانو تر منځ !
خو جګړه به لا شدت وموندي او لا ډير ولسي وګړي او طالبان به کې شهيدان شي .
ولې ددې شدت عکس شکل هم دير ريال چانس لري او هغه دا چې افغاني لوري
د تش ډزبند پر ځای ريښتينې افغاني روغه جوړه وکړي او د ګډ پراخ تلسټه حکومت په جوړولو سره هوکړې ته ورسيږي!
په دې هوکړه کې به پر ملي اسلامي جمهوري نظام هم توافق شامل وي!
له جمهوري نظام مفهوم د خلکو له خوا دسياسي او ټولنيزو ارګانونو دانتخاباتو سيستم دی چې د راشيدينو خلفا د خلافت د آزادو بيعتونو متکاملتر شکل دی !
په دې سره به ټول بهرني بوځونه ځواب او خبلو هيوادونو ته ستانه شي، که براتلثټه حکومت له هوښيارانه سياست څخه کار واخلي کولی شي همدغه خړ سترګي بهرنيان بيا هم په خپله ګټه همکارۍ ته وهڅوي اواقتصادي مرستې يې وغځوي!

بايد زياته شي چې که د پراختلسټه حکومت په جوړولو طالبان له حکومت سره روغې جوړ ې ته ورسيږي ، د بهرنيانو او طالبانو تر منځ به يو ټس هم نور امکان ونه لري!
خبره ټوله په دې کې ده چې د چا عقل په سر کې وي ، هغه به ملي سوله وغواړي ، او که د چا عقل خنګري ته تللی وي ، هغه به طبعآ لغتې وهي او جګړه به غواړي ؟؟؟؟؟؟؟؟


هیښ
07.03.2010

سلامونه

دمشرانو او کشرانو په اجازه باید عرض وکړم چې افغانان په حاضره زمانه کې دنړئ په مخ ترټولو وولسونو اوملتونو دزخمي او پرهري زړونو لرونکي دي له دې کبله باید چې دانسانیت او اسلامیت په امر سره په زخمونو دمالګې دوړولو په ځائ ملهمونه کیښودل شي .نن ورځ یووولس دخپل کلتور ،دین ،ژبې او ازادۍ غوښتنې په ګناه دمرګ او نابودئ سره مخامخ دئ او ددنیا ټول شیطاني او طاغوتي طاقتونه دهمسایه وو نه نیولې تر لیرې پرتو استعماري قدرتونو پورې په ډیر ظالمانه او وحشیانه توګه دیوویشتمې پیړئ په دې جنایت کې دتمدن او دیموکراسۍ تر نامه لاندې لګیا دی او دیوه لوئ تاریخې او سرلوړي وولس عام وژنې او جنوساید ته ئې اقدام کړئ دئ .دوولس داداري ،سیاسیي ،اقتصادي او کلتوري چارو د واګیو واک دپردیو په لاس کې دئ او د داسې یوه دولت او حکومت چې دوولس دغوښتنو ،سپارښتنو او ارادې تمثیل وکړي په ځائ ئې دتنظیمي جنګې جنایت کارانو ،کمونستي وطنفروشانو ،مذهبی او لساني ستمیانو او دبهرنیو څارګرو ادارو داجنتانو تر نامه لاندې یوه پوشالي او لاسپوڅه اداره نصب کړې ده چې دانسانیت او بشریت تاریخ ئې وشرماوه او داسې دون همته انسانان لکه دکابل دتپل شوې ادارې په شان دنړئ په هیڅ کونج کې نه لیدل شوی دي او نه ئې دخیانت او جنایت مثال لیدل شوئ دئ .
نو په داسې سختو او نامناسبو شرایطو کې دازادۍ او خپلواکۍ غوښتونکي اشخاص ،نهضتونه او تحریکونه څه په انفرادې او څه په اجتماعي توګه باید ددوستانو او دښمنانو په پیژندنه او ارزونه کې دډیر دقت او ژور تفکر نه کارواخلي ، په خپلو تبصرو ،کړووړو او اظهاراتو ددښمن په ژرنده داحساساتو او جذباتو په اساس اوبه وربرابرې نه کړي او په داډول دریځونو سره خپله وفاداري، ایمانداري او اخلاص دخدای(ج)،وطن ،وولس او ملی نوامیسو په مقابل کې تر پوښتنې لاندې رانه ولي او دوولسونو دازادۍ او خپلواکۍ دکاروان کفن په لاس مبارزین مایوسه نه کړي او دهغو شهیدانو ارواح چې دظلم او استبداد دله منځه وړلو په لاره کې ئې خپل سرونه نذرانه کړي په بې بنیاده بیانونو ازرده نه کړي .
البته دا هیله او تقاضا دهغه شخصیتونو ،ګروپونو،ډلو او تحریکونو نه کیږي چې دوولسونو دازادۍ او خپلواکۍ په حقانیت او استقرار باور لري اوازادي او خپلواکي دوولسونو دیوه خدائي او طبیعی حق او اصل په نامه پیژني او په هیڅ قیمت سره په دې هکله معامله او سودا نه کوي .

ددې بحث دعنوان او دبحث دګډونوالو دنظرونو نه داسې ښکاري چې ټول ددې جګړې په تپل توب کې سره همنظره دي.هره جګړه ناوولې ،چټله،ورانوونکي او تباه کوونکي عمل دئ چې د زورورو،کبرجنو ،ظالمو،مستبدو،متجاوزواو شیطاني قدرتونوله لوری داغیرانسانی عمل صورت نیسي ،ځکه تجاوزګران دخپلوغیرانساني او حیواني اهدافو دلاسته راوستلو له پاره بیله زور او جبر نه بل هیڅ معیار او اصول نه پیژني اوپه دې لاره کې دهر ډول جنایت او قساوت نه مخ نه اړوي .اوسنئ جګړه چې دغربي استعمارګرانو اودهغوئ دائتلافیونودمستقیم وحشیانه تجاوز اودافغانستان داشغال سبب شوې ده دنړئ په تاریخ کې چټل ترینه ،وحشي ترینه اوظالمانه ترینه جګړه ده ،ځکه د نړئ په هیڅ ګوټ او دانساني تاریخ په اوږدوکې هیڅ وخت د مستبدینو او استعمارګرانو دومره وسیع تجاوزي ائتلاف ددومره پریمانه نظامي او مالي امکاناتو او عصري تکنالوجې په لرلو سره نه دئ تشکیل شوئ چې دیوه کمزوره او غریب وولس په مقابل کې وجنګیږي .دا جګړه د کمي او کیفي لید لوری نه دښکیلو لوریو ترمنځ هیڅ دمقایسې وړ نه ده ،ځکه یوه لوری ته یو خوار ،مظلوم ،بې ګناه او بې وسه وولس او بل لوری ته ددنیا ټول شیطاني او طاغوتي قدرتونه دټولو نظامي ،افتصادي او تخنیکي مهلکو اسلحو اووسایلو سره قرارلري .همدا وجه ده چې دتباهئ اوتلفاتو تراژیدي ابعاد ئې هم ډیر لړزوونکي او جبران نه کیدونکي دي.
ددې وحشیانه تجاوز او دافغانستان داشغال په مقابل کې دوولس او دهغوئ داصیلو بچیانو له پاره دوه انتخابه پراته وو چې یو ئې اسارت ،غلامي او داشغالګرانو مرییتوب و اودوهم ئې د متجاوزینو او اشغالګرانو په مقابل کې مقاومت اومبارزه .
داچې افغان وولس دخپل تاریخ په اوږدو کې هیڅکله دپردیو تسلط او باداري نه ده منلې او دبې شماره ځاني او مالی قربانیو او خپلو وینو په بیه ئې دخپل هیواداستقلال او حریت ساتلئ او متجاوزین ئې دخپلې خاورې نه شړلي دي،طبعاً دمقاومت او مبارزې لاره ئې غوره کړه او دازادۍ یا مرګ ناره ئې پورته کړه.
دا طبیعی قانون دئ چې هرعمل خپل عکس العمل هم لری. دتجاوزګرانو او اشغالګرانو دوحشیانه عمل په مقابل کې دافغان وولس عکس العمل دهغوئ قهرمانانه ،برحقه ،فداکارانه ،جسورانه پاک ،مقدس او میړنئ مقاومت دئ ،چې ددې زمانې دلوئ شیطان او دهغه دمریدانو او پیروانو دبربریت په مقابل کې په ډیره ایماندارئ او اخلاص سره دتجاوز داولې ورځې نه روان دئ . ددې ناولې جګړې دختمولو او دمتجاوزینواو اشغالګرانو دوحشت او بربریت ته دپائ دټکي دایښودلو له پاره یوازینئ ،واضح ،سیده او مستقیمه لاره یوازې او یوازې مقاومت او مبارزه ده.هرڅومره چې مقاومت منظم ،متشکل اوپراخه شي په همغه اندازه به ددښمن شومې ارادې او پلانونه شنډ شي او په خپله ناکامئ به ئې باورزیات شي او دتیښتې او وتلو دپاره به د تصمیم نیولو تابیا ونیسي او او سنئ جګړه چې د غربې تجاوزګرانو او اشغالګرانو وجودئې عامل او علت وواودئ ، ددې عامل په له منځه وړلو سره به ئې کرغیړنه څیره محو شي . لاکن ددې مقاومت او مبارزې دلاښه تنظیمولو ،بسیج کولو ،تقویه کولو او سوچه کولو دپاره دافغاني ټولنې دټولو ازادۍ غوښتونکو او وطندوستو اشخاصو ،ډلو ،ګروپونو ،تحریکونو او سازمانونو مخلصانه او صادقانه همکاري لازمي او دخپل دیني ،ملی او افغانی فرض اداکول ضروري دي .نه داچې ددښمنانو په پله پل کیږدی او دهغوئ اقوال او بیانونه تکراري دطوطیانو په شان زمزمه کړي او دانصاف نه لیرې بې ثبوته او بې بنیاده تبلیغات او پروپاګندونه دمقاومت په شازلمیانو باندې وارد کړي .

نن ورځ افغانستان دیوې لویې ازموینې ډګر دئ او په دې ازموینه کې دټولو اشخاصو ،ډلو او سازمانونو کړه وړه او تحرکات دخپل دین ،وطن ،وولس او ملي ارزښتونوته دتعهداو وفادارئ په معیاردوولس له لوري ارزیابي کیږي او دتاریخ په سینه کې ثبت کیږي،او دخپلو اعمالو مکافات او مجازات به هم په دې دنیا او هم په هغه دنیا ویني.له دې کبله هغه اشخاص چې دازادئ غوښتنې نارې وهې دازادئ دجنګیالیو په برخه کې باید خپله ایمانداري او وفاداري دخپلې ادعا دثبوت دپاره وښئي او دخپلو امکاناتو په لرلو سره د مقاومت دجبهې د تقویه کولو او سوچه کولو له پاره سالم ،علمي او معقولې مشورې او لارښوونې وړاندې کړي ،نه داچې دخپلو شخصي ،سازمانی ،ګوندي او یانورو ملحوظاتو په اساس دمقاومت دجبهې دبدنامولو دپاره ددښمن دخولې ترجماني وکړی.

په فعلي شرایطو کې هرشخص او ډله چې دافغان وولس ترڅنګ ولاړدي او دتجاوزګرانو او اشغالګرانو داستبدادی وحشت په مقابل کې سیاسي ،اقتصادي او فرهنګي مبارزه یا په انفرادي او یا اجتماعي توګه په مخ بیایي او خپل نفرت او انزجار داشغالګرانو او دهغوئ دتالي څټو نه دټوپک ،پیسو او قلم په وسیله ښئي که په هر فکر او نظریه دي او ملی ارزښتونو او منافعو ته تعهد او وفاداري لري دقدر او احترام وړ دي او دا دنظریو او افکارو توپیر باید ددښمنانو په پروپاګندونو او توطئو ددې باعث نه شي چې دمقاومت په جبهه کې درزونه او خنډونه را پیدا کړي او هغه انرژی چې ددښمن سره په مبارزه کې باید په کار ولویږي په بې ځایه او بې معنی سلیقوي او سرسري اختلافاتو مصرف نه کړي ترڅو تجاوزګران او دهغوئ زرخریده نوکران ځنې ګټه پورته کړي.

دا درسته خبره ده چې ددیرشو کالونو جګړوپه جریان کې هر کس او ناکس دمختلفو انګیزو او پلانونو په اساس دافغانستان په وولس لوبې وکړې او دوولس دننه ئې دخپلو اجنتانو دلارې دمستقیمو او غیر مستقیمو مداخلو ،توطئو او دسیسو اور بل کړچې خوراک ئې دافغانستان مظلوم وولس شو او ددې چټلو لوبو مسابقه لاروانه ده .
ددومره جفاوو ،ناکردو،جنایتونو او خیانتونوپه سرته رسولو سره چې دافغان وولس سره دتمدن او اسلام ترنومونو لاندې په تیرو څو لسیزو کې وشول او افغانستان ئې دیوه لوئ مصیبت لوري ته ور ټیله کړ ،طبیعي ده چې ځنې په وطن ،دین او قام مین اشخاص ددې ویرې او تشویش سره مخامخ دي چې داشغالګرانو او تجاوزګرانو سره په مبارزه کې دمقاومت په نهضتونواو جبهه کې دښمنان او دهغوئ څارګرې ادارې نفوذ ونه کړي چې خدای ناخواسته بیا هم تیرشوي ترخه حوادث تکرار نه شی او دوولس دجدو جهد او فداکاریو ثمره دیو موټي بې ضمیره،خرڅ شویو او خائینو عناصرو له لوري د تیرپه شان دهغوئ دشیطاني هوسونو قرباني نه شي.
لاکن ددې خطر دفع کول او دناوړو عواقبومخنیوئ ئې د مقاومت دجبهې په ادرس دبې ځایه او بې سنده تورونو په لګولو نه میسریږي بلکه دټولو ازادي غوښتونکوپه صادقانه او داخلاص نه ډکه زیرکانه او اګاهانه همکارئ پورې تړلې ده چې څومره اماده او حاضردي او ددې وړتیا او ظرفیت لري چې دیوه لوئ هدف دپاره چې دافغانستان ازادي او خپلواکې اووولس ته دسیاسي قدرت سپارل دي دیوه واحد سنګرنه ددښمن په ضد عملي اقدام وکړي او دتفرقې او درزونو په ځائ داتحاد او یووالي دپاره کاروکړي اودومره هوښیاري او ځیرکي لري چې ددښمن دپراخو او زهرناکو تبلیغاتو تر تاثیر لاندې رانه شي او ددوست په جامه کې ددښمنانو رول ادا نه کړي .ابتکار دعمل په خپل لاس کې ونیسي او چیرته چې ددښمنانو دتخریبي نفوذ نښې احساسوي په نطفه کې ئې دنابودولو دپاره قاطع اقدام وکړي.
تراوسه خو دځینو ازادۍ غوښتونکو خبرې او ادعاوې یوازې دشعار په ټال زنګیږي او دعملي اقدام څرک ئې نه لیدل کیږي.

مننه


pattang
07.03.2010

هيښه له ډېره وخته وروسته ستړی مشې !
د امکان په صورت کې به مونږ ټول ډېر خوشاله کړې که چېرې تل ? حاضري راکړې
٠ که دغه اوږد مضمون دې درې ټوټې کړی وی ډېره به ښه وه !
خو په هر صورت زه ستا مضامين لکه دځينې نورو اڼډيوالانو په ډېره علاقه سره
لونم اباداوسې٠
متاسفانه چې داروپا پښتانه او افغانان ستا د اخيرينو کرښومانا او غږ نه عملي
کوي بلکې تخريبه وي يې٠
څومياشتې مخکې زما يو ډېر نږ دې انډيوال ډېرې منډې رامنډې وکړې او ډېر
خپل وخت يې ضايع کړ ، پر دې هيله که چېرې د لرو او برو پښتنو دوژنې او بې
عزتي په هکله داشغالګرو په ضد يوه مظاهره جوړه کړي ، داشغالګرو عملونه
او په افغان ملت باندي خوشې تړل شوی تهمت داروپا اولسونو ته دمظا هرې ،
مرکې او دنورو ميديايې وسائلو په مرسته واضح رسواکړي او حقيقت ورته
څرګند کړي ٠
خومتاسفانه ددوهم ځل غونډې په اخرکې ، هغوی چې دطالبانو په وخت کې
له طالبانو سره کښته پورته کېدل په مفتو هوټلونو کې به يې شپې کولې او مفتې
غوړې ميلمستياوې به يې وهلې د لعنتي خلقيانو، پر چميانو او دخرڅ شويو
افغان ملتيانو په شيطاني اولمسون زما ملګريته داسې ځواب ورکړ :
[color=brown:897ab3e634]" مونږ مظاهرې د اشغالګرو په ضد نه کوو ،څکه چې دا بيا د
طالبانو په ګټه تماميږي ".[/color:897ab3e634]
زماملګری ددې بې منطقو او بې مانا خلکو په منطق دومره خپه شه چې پر لارې
يې نږدې ټکر کړی وو٠
خدای پاک دې دسنګر خلکو ته قدرت ور کړي او موفق يې کړې ، له نورو څخه
څه شی نه جوړيږي او نه يې غواړي ، ځينې يې ارامه ژوند غواړي او يو شمېر يې
جنګي جنايتکاران ، او زاړه حزبيان دي ٠
په افغا نستان کې له يو ه نه تر دوه مليونو انسانانو پورې چا مړه کړل ??



10.03.2010

د هيښ صيب دغه خبرې له سرو زرو سره تلم چې :
[quote:965dbc55a1]دټولو ازادي غوښتونکوپه صادقانه او داخلاص نه ډکه زیرکانه او اګاهانه همکارئ پورې تړلې ده ....چې [color=red:965dbc55a1]دیوه لوئ هدف دپاره چې دافغانستان ازادي او خپلواکې اووولس ته دسیاسي قدرت سپارل دي [/color:965dbc55a1]دیوه واحد سنګرنه ددښمن په ضد [color=brown:965dbc55a1]عملي اقدام [/color:965dbc55a1]وکړي[/quote:965dbc55a1]
چې لوی هدف وولس ته دسیاسي قدرت سپارل دي ، نو د ولس سياسي واک منل هم
ورسره تړلی دی، داسې خو نشي کيدای چې ولس دې سياسي قدرت ولري او سياسي واک دې ونه لري، آياطالبان د ولس سياسي واک يا ولسواکي مني؟؟؟؟؟؟
آيا د ولس له واکه پرته د ولس په نوم خپل واک چلول سياسي جنايت او له ملت سره خيانت نه دی؟؟؟؟؟
له بلې خوا د لوی هدف دپاره د عملي اقدام تصميم د افغانستان په تاريخ کې درې ځلې نيول شوی او بري ته هم رسيدلی دی :
١- دميرويس خان په مشرۍ لويې جرګې د ګرګين پر ضد د پاڅون پريکړه وکړه

٢-د شيرسرخ لويې جرګې د افغانستان د تاسيس او د احمدشاه د پاچا کيدلو پريکړه

٣- د امان الله خان په مشرۍ د اسطقلال د ګټلو او د امان الله خان د قدرت د تثبيتولو لويه جرګه !
نورې ټولې لوئې جرګې قدرت ته له رسيدلو وروسته شوي او له تيز وروسته د پلتۍ وهلوارزښت او اغيز يې درلود او بس !

له دغسې لويو جرګو پرته هېڅ پاڅون بريالی شوی او هېڅ لوی هدف ترلاسه شوی نه دی!
لومړی مجاهدينو د روسانو په ضد پاڅون کې دغه اساس له پامه وغورځاوه، د بهرنيانو ښکار شول ، د جهاد بهير او پايلې يې د کتو نه وې او په کورنۍ جګړو انجام شو!
طالبانو هم همدغه تيروتنه تکرار کړه ، له لويې جرګې پرته او په يو اړخيز ډول قدرت ته ورسېدل ، پايله يې له قدرت څخه غورځېدل او دبهرنيانو ناورين پيلېدل شو چې اوس هم لا دوام لري!
همدا رنګه طالبانو په دوهم ځل پاڅون کې بيا دغه تيره تيروتنه تکرار کړه او تر نن ورځې پورې يې کومه لويه جرګه جوړه نکړه نو د مقاومت پايله يې معلومه نه ده چې بري ته به ورسيږې که نه او که ورسيږي انجام به يې د کورنۍ جګړو پيل او ډيرنور بد انجامونه وي او که نه ؟؟؟؟؟؟؟
حال داچې قدرت ته له رسيدو مخکې يې ښه وخت همدا اوس دی چې کرزيخيلو ته سياسي چلينج ورکړي او لويه جرګه په سعودي عرب کې جوړه او له دواړو خواو څخه قومي مشران دګډون له پاره وروليږي!
په دې ډول به هم مشروعيت ، هم سوله، هم د بهرنيانو ويستل ، هم براختلسټه ګډ ملي اسلامي حکومت جوړول کيدايتوب پيدا او ټولو نيکو هدفونو ته پرې ورسيږي !
او که د ملي خير او ښېګڼې لار نه نيسي ، نو زمونږ د مظلوم ولس پر ضد روانې جګړې کې دې الله ټولې ښکيلې خواوې (بهرنيان او د هغوی داخلي جنګ غوښتونکې ډلې ) له ماتې سره مخامخ او په خپل قهر او غضب کې ښکيلې او مقهورې او مغضوبې او تباه او برباد کړي چې دې بيګناه ولس ته دې ددوی له کرلي شرڅخه نجات ور کړي!!


pattang
10.03.2010

خبرې په سروزرو کې مه تله عمل وتله او عمل خو نشته ټول دزړه باد او يا کوم
مرض دی٠ خبرې به زه څه کوم چې عمل نه وي !!، لويه جرګه خو پېريان نشي
رابللی خوانسانان به يې را بولي ، دوه درې به يو ځای کېږي او خپل غږ به پورته
کوي او نوره به په مخ ځي٠ له بلې خوا لويه جرګه خپل وخت او شرائط غواړي ،
لويه جرګه هر وخت د نزلې تعويذ نشي کېدی ٠
په ا وسني شرائطواو وخت کې اخلاق ډېر فاسد دي ، ملي روحيه په دالرو
خرڅه شوې او خرڅېږي ٠



11.03.2010

[quote:dc0c0b3aa6="pattang"]خبرې په سروزرو کې مه تله عمل وتله او عمل خو نشته ټول دزړه باد او يا کوم مرض دی٠ خبرې به زه څه کوم چې عمل نه وي !![/quote:dc0c0b3aa6]
انډيواله عملا خو دمظاهرو اعلاناتو ته ته ډير تکړه يې، خو بيا ورک يې او په يوه کې هم نه ليدل کيږي :
چې کاکو لا لا دې لوئې جرګې راغوښتلای شي، آيا د طالبانو ملا ماته ده او د چا دلاسه ماته ده ، چې يو دريم هيواد پيشنهاد کړي او د خپل باور وړ قومي مشران هلته وروغواړي؟ آيا دې ته يې ملا ماتيدل د ISI کار نه دی؟؟ ؟
حکومت دې هم خپل استازي او قومي مشران هلته وليږي ، که ددې له پاره اړونده افغاني پاسپورتونه او مصارف غواړي کوربه هيواد ( مثلا سعودي عرب به يې مصرف ) ورکړي او که نه افغان حکومت به يې په غاړه واخلي! صرف د لويې جرګې نه دې نه تښتي ، غاړه دې ورته کيږدي، د خپلو غوښتنو برحقيت او اړينتيا دې ثابته کړي، ځان دې د ISI له پنجې او منګولو څخه پرې راوباسي ، خپل اهليت او سياسي وړتيا دې ولس ته وښيئ ، د جرګې تربيون دې د افغان ولس په گټه استعمال کړي، په هيواد کې دې د امريکايانو او ناتو شتون د افغان ولس د استازو په حضور کې وټکوي او بمبارد دې کړي، دملت استازو ته دې معلومات ورکړي چې دوی څه غواړي او قدرت ته له رسيدو وروسته څه څه کوي ، دهيواد سرنوشت د څشي سره مخ کوي او له څشي څخه يې ژغوري،
[color=blue:dc0c0b3aa6]په لويه جرګه کې دوی کولی شي امريکا او ناتو ته د قوقاو د وتلو نېټه وټاکي او په دې شرط تر هغه وخته پورې د ملي روغې جوړې په پراختلسټه حکومت کې برخه واخلي ، چې تر ټولو ستر او عظيم بری يې بللی شو !![/color:dc0c0b3aa6]
په لويه جرګه کې به د ولس او قومي مشرانو پوښتنو ته ځواب ووايي ، خپله افغاني شتراتيژي دې اعلام کړي، تر څو پورې به له پټو سوړو څخه پټ ګوزارونو ، ځانمرګي بريدونو او نا معلومه او مجهول برخليک ته افغانان د سر په قيمت راغواړي؟؟؟؟؟؟؟
په دې خو نه کيږي چې زه افغان طالب يم نور که هر څومره نالايق هم يم حکومت به زما وي،
يا زه افغان طالب مسلمان يم نور که هر څومره نالايقه هم يم داسلامي حکومت مشري به زه کوم ! ولې؟ ؟؟؟؟
آيا په دې هيواد کې له طالب پرته نور افغانان نشته ؟، نور پښتانه نشته ؟ او نور مسلمانان نشته ؟ کوم افغانان چې زر کرته تردوی په ملي او اسلامي سياست ښه پوهيږي نشته ؟؟؟؟؟؟
دا ملت افغان نه دی؟ دا ملت مسلمان نه دی؟ په دې ملت کې تر ټولو ستر ورور پښتون نه دی؟ آيا داملت صرف څو زره طالبان دي ؟ دلته بل څوک ژوند نه کوي ؟؟؟؟؟
آيادغه عظيم ولس ته د قدرت انتقالول صرف طالب ته د قدرت د انتقال معنی لري؟؟؟؟ او آيا د ولس قدرت د ولس واک غواړي که نه؟؟؟؟ که هو، نو ايا طالب
افغاني ولسواکي مني؟؟؟؟؟؟؟ که يې نه مني ولې؟؟؟؟؟؟ او د څه له پاره يې نه مني؟؟؟؟ او د څه له امله يې نشي منلی؟؟؟؟؟ هر چاته څرګنده ده چې څوک د افغان ولس واکمني نشي منلای :
يو پاکستان (ISI) د افغان ولس واک په خپله خاوره افغانستان کې نشي منلی او بل شوروي و چې د ولسواکۍ ٍثبات يې په افغانستان کې نشو زغملی، هغوی د سوسيالستي ايديالوژۍ په پلمه د خلق او پرچم پواسطه او دوی د اسلامي ايديالوژۍ په پلمه د طالب پواسطه د افغانستان عظيم ملت ته د غلامۍ حلقه په غاړه اچول غواړي !
هغوی د KGB له اجازې کنترول او ريژي پرته لويه جرګه نشوه جوړولی اونه دوی د ISI د اجازې، مستقيم کنترول او رژي پرته کومه لويه جرګه جوړولی شي اونه په کې ګډون کولی شي! دوی د ملا برادر او مولوي کبير پوښتنه نشي کولی، نو نور به
د پاکستان په وړاندې څه ... وکړي؟؟؟؟؟؟؟ آيا خلقيان د ترکي او امين د وژلو پوښتنه له روسيې يا KGB څخه کولی شي ؟؟؟؟؟ نو دوی به څنګه له پاکستان يا ISI نن د ملابرادر او مولوي کبير او صغير او سبا د ملا عمر پوښتنه وکړي ؟؟؟؟؟؟
[quote:dc0c0b3aa6]ملي روحيه په دالروخرڅه شوې او خرڅېږي [/quote:dc0c0b3aa6]
اسلامپالنه هم په ډالرو خرڅه شوې او خرڅيږي، ټوله ISI چې بنسټګرايي او طالبان رهبري کوي په ډالرو خرڅه شوې او خرڅيږي ، ځکه خو بايد د ټولو ايديالوژيو والا د لويې جرګې له لارې د خپل ملت او خپل ولس تابع شي ، [color=red:dc0c0b3aa6]نه برعکس ![/color:dc0c0b3aa6]


pattang
11.03.2010

[quote:e802c255a7="پتوال"]خبرې په سروزرو کې مه تله عمل وتله او عمل خو نشته ټول دزړه باد او يا کوم مرض دی٠ خبرې به زه څه کوم چې عمل نه وي !![/quote:e802c255a7]
[quote:e802c255a7]انډيواله عملا خو دمظاهرو اعلاناتو ته ته ډير تکړه يې، خو بيا ورک يې او په يوه کې هم نه ليدل کيږي :[/quote:e802c255a7]
انډيواله په مظاهرو کې خوبه دپېژندنې او شمېرنې کار او وظيفه تاپه غاړه نوي اخيستې !
داخبره خو دې پښې نلري ! په ١٥٠٠ مظاهر ه چيانو کې پتنګ پوليس هم نشي پېژندلی ٠
دالمانيانومظاهر ه خو زمونږ هېواد پالنه نه ښکاره کوي !
چېره ده دافغانانو مظاهره !

[quote:e802c255a7]چې کاکو لا لا دې لوئې جرګې راغوښتلای شي، آيا د طالبانو ملا ماته ده او د چا دلاسه ماته ده ، چې يو دريم هيواد پيشنهاد کړي او د خپل باور وړ قومي مشران هلته وروغواړي؟ آيا دې ته يې ملا ماتيدل د ISI کار نه دی؟؟ ؟[/quote:e802c255a7]
انډيواله په پالنګ پروت يې خوبونه ويني خو فکر نشې کولی !
عجيبه هم داده چې د طالب په بر خه ستا قضاوت د NA اود کرزيخېلود غدارانو
سره سم سر خوري٠ کرزي ته خو پيسې ټوله صليبي اشغالګر ور کوي چې عرب او عجم واکداران يې ټول غلا مان دي، نو طالب ته به يې څوک ورکې او په کوم ځای
کې به جرګه جوړيږي ? دهېوداڅخه دباندې جرګې ددو توتواهميت هم نلري ٠

[quote:e802c255a7]حکومت دې هم خپل استازي او قومي مشران هلته وليږي ، که ددې له پاره اړونده افغاني پاسپورتونه او مصارف غواړي کوربه هيواد ( مثلا سعودي عرب به يې مصرف ) ورکړي او که نه افغان حکومت به يې په غاړه واخلي! صرف د لويې جرګې نه دې نه تښتي ، غاړه دې ورته کيږدي، د خپلو غوښتنو برحقيت او اړينتيا دې ثابته کړي، ځان دې د ISI له پنجې او منګولو څخه پرې راوباسي ، خپل اهليت او سياسي وړتيا دې ولس ته وښيئ ، د جرګې تربيون دې د افغان ولس په گټه استعمال کړي، په هيواد کې دې د امريکايانو او ناتو شتون د افغان ولس د استازو په حضور کې وټکوي او بمبارد دې کړي، دملت استازو ته دې معلومات ورکړي چې دوی څه غواړي او قدرت ته له رسيدو وروسته څه څه کوي ، دهيواد سرنوشت د څشي سره مخ کوي او له څشي څخه يې ژغوري،[/quote:e802c255a7]
انډيواله هسې دوخت ضايع کړی :
ايادجرګې مشران پر دې نه پو هيږي چې افغان ملت بې ګناه اشغال شوی ايا
دخپلو قوميانو د کورونو تلاشي ، بې عزتي اود بګرام بنديخانه دوی نه ويني !
ايا دپښتنو وژنه بې عزته کول او شړل د شورايې نظار د قاتلانو له لا سه
دوی نه پېژني ? نودا ټول طالب ورته په ګوته کړي ? نو که دجرګې غړي
پر دې نوي خبر نو بيا جرګه په کوم اساس او دڅه لپاره جوړوي ? جرګه هغه وخت
اغيزه لري چې مسئوليت او ضرورت په خپله انفرادي درک شي ،
نه دطالب په خوله٠

[quote:e802c255a7][color=blue:e802c255a7]په لويه جرګه کې دوی کولی شي امريکا او ناتو ته د قوقاو د وتلو نېټه وټاکي او په دې شرط تر هغه وخته پورې د ملي روغې جوړې په پراختلسټه حکومت کې برخه واخلي ، چې تر ټولو ستر او عظيم بری يې بللی شو !![/color:e802c255a7][/quote:e802c255a7]
بياداپورته سادګي ته ګوره :
نو چې دوی نېټه وټاکي هغوی به ورته ووايې :
بلې صيب مونږ بې له قيد او شرطه وزواوافغانستان پرېږدو٠
له چټل رژيم سره پاک خلک چټليږي ، هره يوه ډله ، يو حزب چې له سمرقندي مهاجرو او دکرز اجنټ له دولت سره يو ځای کيږي هغه به همداسې بې ناموسي کوي لکه اوس دغه داشغالګرو له خواکېښودل شوي رژيم٠
يو ژوندی مسال يې افغان ملت دی ٠
[quote:e802c255a7]په لويه جرګه کې به د ولس او قومي مشرانو پوښتنو ته ځواب ووايي ، خپله افغاني شتراتيژي دې اعلام کړي، تر څو پورې به له پټو سوړو څخه پټ ګوزارونو ، ځانمرګي بريدونو او نا معلومه او مجهول برخليک ته افغانان د سر په قيمت راغواړي؟؟؟؟؟؟؟[/quote:e802c255a7]
که زما په زړه وي :
تر هغه وخته پورې چې اشغالګر او سمرقندي مهاجرله وطنه وشړل شي .

[quote:e802c255a7]په دې خو نه کيږي چې زه افغان طالب يم نور که هر څومره نالايق هم يم حکومت به زما وي، يا زه افغان طالب مسلمان يم نور که هر څومره نالايقه هم يم داسلامي حکومت مشري به زه کوم ! ولې؟ ؟؟؟؟[/quote:e802c255a7]
انډيواله دا ستا بابو لالې دي :
هيچا داسې دعوه نده کړې !
يو پاک انسان له لايق چټله څخه سل کرته ښه دی چټل نه پا کيږي خو پاک
ناپوهه خپل هيواد شعوري نه خرڅوي او هر وخت خپل سر پرې ور کوي ٠

[quote:e802c255a7]آيا په دې هيواد کې له طالب پرته نور افغانان نشته ؟، نور پښتانه نشته ؟ او نور مسلمانان نشته ؟ کوم افغانان چې زر کرته تردوی په ملي او اسلامي سياست ښه پوهيږي نشته ؟؟؟؟؟؟ [/quote:e802c255a7]
ولې نشته ټول افغان ترې ډک دی خو په عمل کې صفر دي ٠

[quote:e802c255a7] دا ملت افغان نه دی؟ دا ملت مسلمان نه دی؟ په دې ملت کې تر ټولو ستر ورور پښتون نه دی؟ آيا داملت صرف څو زره طالبان دي ؟ دلته بل څوک ژوند نه کوي ؟؟؟؟؟[/quote:e802c255a7]
داخبرې دخوشې بد بيني او لمسون خبرې دي !
تر ټولو ستر ورور پښتون? اوس تر ټولو رټلی ، تحقير شوی ، اقليت پرې تپل شوی
په پيسو اخيستل شوی پنډي پښتون دی ٠

[quote:e802c255a7]آيادغه عظيم ولس ته د قدرت انتقالول صرف طالب ته د قدرت د انتقال معنی لري؟؟؟؟ او آيا د ولس قدرت د ولس واک غواړي که نه؟؟؟؟ که هو، نو ايا طالب افغاني ولسواکي مني؟؟؟؟؟؟؟ که يې نه مني ولې؟؟؟؟؟؟ او د څه له پاره يې نه مني؟؟؟؟ او د څه له امله يې نشي منلی؟؟؟؟؟ هر چاته څرګنده ده چې څوک د افغان ولس واکمني نشي منلای :[/quote:e802c255a7]
عظيم اولس خو دې اوس د cia شوله خوري ، موبايل تليفونونه په جيب کې لرې
دشپې ديوه او بل کورته کله کله ازار هم ورکوي ،ته څه خبر يې چې طالب دا او هغه
نه مني کوم ليکل شوي سند لرې ? هرشی له ازادي وروسته ٠
[quote:e802c255a7] يو پاکستان (ISI) د افغان ولس واک په خپله خاوره افغانستان کې نشي
منلی او بل شوروي و چې د ولسواکۍ ٍثبات يې په افغانستان کې نشو زغملی، هغوی د سوسيالستي ايديالوژۍ په پلمه د خلق او پرچم پواسطه او دوی د اسلامي ايديالوژۍ په پلمه د طالب پواسطه د افغانستان عظيم ملت ته د غلامۍ حلقه په غاړه اچول غواړي ![/quote:e802c255a7]
انډيواله که د ISI پنجابي لښکرې مو په افغانستان کې وليدلې بيابه هغه هم شړل
کيږي اوکه نه پروپاګنه ما نانلري٠

[quote:e802c255a7]هغوی د KGB له اجازې کنترول او ريژي پرته لويه جرګه نشوه جوړولی اونه دوی د ISI د اجازې، مستقيم کنترول او رژي پرته کومه لويه جرګه جوړولی شي اونه په کې ګډون کولی شي! دوی د ملا برادر او مولوي کبير پوښتنه نشي کولی، نو نور به د پاکستان په وړاندې څه ... وکړي؟؟؟؟؟؟؟ آيا خلقيان د ترکي او امين د وژلو پوښتنه له روسيې يا KGB څخه کولی شي ؟؟؟؟؟ نو دوی به څنګه له پاکستان يا ISI نن د ملابرادر او مولوي کبير او صغير او سبا د ملا عمر پوښتنه وکړي ؟؟؟؟؟؟[/quote:e802c255a7]
مقايسه دې ډېره غلطه او بې مانا ده ، طالب يو دولت ندی چې پوښتنه يې وکړي
طالب په جنګ لګيادی له هرې خوا دغليم وارونه خوري٠

[quote:e802c255a7]ملي روحيه په دالروخرڅه شوې او خرڅېږي [/quote:e802c255a7]
اسلامپالنه هم په ډالرو خرڅه شوې او خرڅيږي، ټوله ISI چې بنسټګرايي او طالبان رهبري کوي په ډالرو خرڅه شوې او خرڅيږي ، ځکه خو بايد د ټولو
ايديالوژيو والا د لويې جرګې له لارې د خپل ملت او خپل ولس تابع شي
[color=red:e802c255a7]نه برعکس ![/color:e802c255a7]
دې ته څه وايې :
[color=brown:e802c255a7][size=24:e802c255a7]دپاکستان دولت خو دډېورن دکرښې دېخواته او هغې خواته طالبي جنګيالي د پاکستان ددولت دوښمنان بولي [/size:e802c255a7].[/color:e802c255a7]



13.03.2010

پتنګ خانه نور ځوابونه دې هم دغسې بي ځايه و لکه دغه ، چې وائې :
[quote:bafd9c7611]انډيواله په مظاهرو کې خوبه دپېژندنې او شمېرنې کار او وظيفه تاپه غاړه نوي اخيستې ! داخبره خو دې پښې نلري ! په ١٥٠٠ مظاهر ه چيانو کې پتنګ پوليس هم نشي پېژندلی ٠ [/quote:bafd9c7611]
په برلين کې دوه وروستۍ مظاهرې چې اعلام يې تا په ټول افغان کې نشر ته نه يواځې سپارلی ، بلکې افغانان دې هم ورته رابللي وو، په تيره بيا وروستی ځل
دې زياته کړې هم وه چې معلوم به شي چې څوک د وطن په غم سټ ګروي او څوک نه، نوځکه تصور کيدۀ چې ته خو به حتمآ په کې برخه اخلې!
داچې مظاهره د المانيانو وه وه به، خو موضوع يې دالماني پوځيانو د شتون دمودې د غځولو په ضد وه، نو د اشغال ضد افغانانو لپاره بايد تر المانيانو هم
مهمه وای، سره له دې تمه نه کيدله چې ته له غربي څخه شرقي المان برلين ته راشې او په مظاهره کې ګډون وکړې، ولې دمظاهرو د دغه ډول اعلامولو څخه دا تصور
کېدۀ چې ته پخپله به حتما په کې ګډون کول غواړې، نو زما هيله صرف دلته ستا پوښتنه او ستا ليدل وو، ستا دوه تنه همښاريان راغلي وو هغوی مې نه پيژندل
خو هغوی زه له پکول اونورو کړو وړو څخه وپيژندم راغلل او ډيره شيبه مو سره خبرې وکړې ! ما د پښتنو يوه لس کسيزه ډله دغې مظاهرې ته راغوښتې وه، د هغوی پۀ
لټون کې مې د مظاهرې له لومړي قطار څخه تر وروستي پورې بيل بيل صفونه تر نظره تيرکړل ، المانايانو به راته لاسونه خوځول، فکر مې کاوه چې پتنګ خان هم
نه ښکاري شايد له همغوپښتنو سره مخ شوی او ګډپاتې شوی وي، تر څو چې په وروستي قطار کې مي هغوی وموندل، خو ته مې په لاس رانغلې! په دغسې حالت کې که
احيانا ما ته نه وای ليدلی نو تا خوزه حتما ليدم، بي له دې چې کومه پوليسي دنده درباندې وتپم ! اوس پوی شوې !!!!!؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more