د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا دا يوه چټله او تپل شوې جګړه نه ده ؟


18.02.2010

د ژباړونکو شاهدي :

sakraan
View Profile View Forum Posts Private Message

Nazawalay
Join Date:Mar 2007
Location:Punjab
Posts:943افغان ژباړونكي دبريتانيا اوطالبانو له پټ

له باګرام جريدې څخه
په انګرېزي ګړېدونكي لسګونه افغان زلميان په هلمند كې د برېتانويانو د ماموريت په ديپلوماسۍ او جاسوسۍ كې ځانونه د ژرندې ددو پلونو ترمنځ ګڼي. ژباړونكي نشي كولاى په برېتانوي هډو كې دهغو مخالفو قوماندانانو ناسته ولاړه له پامه وغورځوي، چې په ښكاره يې دولت ضد دريځ نيولى دى اوهره ورځ ځانمرګي بريدونه سمبالوي. دترهګرۍ ځپلو پيچلې لوبه دوه زره لسم كال ته ننوځي خو هلمند هماغسې د طالبانو په ولكه كې دى لكه په دوه زره څلورم كال كې چې و.
دغه ژباړونكي ادعاكوي چې نه يواځې بريتانيا نظامي ماموريت په هلمند كې په فاجعه بدلېدونكى دى، بلكې ددوى ژوند هم له سخت ګواښ سره مخ دى. زياتره هغه زلميان، چې د هلمند په بېلابېلو هډو كې له برېتانوي پوځيانو سره له دوه زره څلورم كال راهيسې په دندو بوخت دي اوس سوكه سوكه ځانونه راټولوي او هڅه كوي له خپلو قرار دادونو لاس واخلي. يوازې په تېرو دوو مياشتو كې د شلو په شمېر ژباړونكي په قاچاقي لارو له افغانستان څخه اروپا او كاناډا ته تښتېدلي او ځينو يې په ايران كې سرونه پنا كړي دي.
افغان ژباړونكي اوس د طالبانو او بريتانوي پوځيانو پټو غونډو او ملمستياوو ته د شك په سترګه نه ګوري بلكې گڼي، چې دغو اړيكو د حالاتو سياسي معادله څومره پېچلې كړې ده؟ د اپرېل په يو مازديګر د لشكرګاه ښار په څنډه كې برېتانوي پوځيان په خپل مېشت ځاى كې د لسو په شمېر پګړۍ وهلو ناپېژانده وسله والو موټر سايكل سپرو كوربانه وو، په غونډه كې زياتې خبرې د يو افغان ژباړونكي په مرسته تبادله كېدې، وروسته دغه قوماندانان هغه مهال د نادعلي دښتو په لور ووتل، چې بريتانوي ټانكونو سړك څاره او د افغان پوليسو ګزمې ته اجازه نه وه.
د سيمه ييزو طالب قوماندانانو په اړه ژباړونكو د نغدي مرستو او معاشونو راز هم رسوا كړى، چې څوځله يې په سپارلو كې دوى هم شاهدان وو .
يو افغان ژباړن چې د همدې رازونو په لالچ كې څو ورځې وړاندې د تركيې له لارې ناروې ته روان شو، ادعا وكړه، چې د نشي توكو په قاچاقچيانو او د مخالفو وسله والو په پنډغاليو د افغان ملي اردو كلابندۍ ډېر وخت بريتانويانو په لوى لاس ماتې كړې او ملي اردو سرتيري يې په شا تګ ته اړايستلي دي ، ده دنامه د خوندي ساتلو په شرط وويل، چې د قاچاقچيانو د يوې سترې ډلې د نجات د همداسې يوې پېښې شاهد دى او په ګرشك ولسوالۍ كې دملي اردو تر محاصرې لاندې راغلل خو بريتانوي پوځيانو قاچاقچيانو او وسله والو ساتونكو ته يې د خوندي وتلو لاره پرانسته .
ددغو پټو خواخوږيو اومعاملو په لړ كې داسې رازونه هم رسوا شوي، چې ډېرى طالب بنديان دملي اردو اوملي پوليسو له خوا بهرنيو سرتېرو ته ترسپارل كېدو سملاسي خوشي شوي او سبا بېرته دجګړې په كرښه كې ليدل شوي يا وژل شوي دي. دغسې پېښې د لومړي ځل لپاره د هلمند ولايت په ناوه ولسوالۍ كې د افغان ملي اردو دسرتېرو د خواشينۍ سبب شوې خو بريتانويانو دغسې ادعاوې په كله رد كړې اوس افغان ژباړونكي دټولو هغو پېښو شاهدي وركوي چې دښكېلو اړخونو له خوا پخپل وخت كې رد شوې اوغندل شوې دي.
ژباړونكي په هلمندولايت كې دوالي له څوكۍ سره د بريتانوي پوځيانو ددلچسپۍ ټكي او ټكرونو ته هم اشاره كوي دوى وايي چې دموسى كلا ولسوالۍ د طالبي كيدو او تصفيې سره د انجنير عمر او اسدالله وفا دماموريت برخليك تړلى و. دوى ګڼي چې طالبانو ته ددې ولسوالۍ سپارل پخپله دهغه توطيې يوه برخه وه چې له مخې يې هلمند سقوط كاوه او ددولت له ولكې څخه وت ، ددوى په باور كه څه هم افغان دولت هڅه كوله موسى كلا وژغوري ، هلته ځواكونه ځاى پرځاى كړي اوله سيمه ييزو مشرانو سره دحالاتو دكابوكولو يوه لاره رامنځ ته كړي خو بريتانوي پوځيانو دهلمند ولايتي ادره اړويسته چې دموسى كلا په معامله كې خوله پټه وساتي.
د افغان ژباړونكو په باور كه څه هم ګلاب منګل دهلمند په قومي پېچلتيا او درزونو سر نه خلاصوي خو بريتانويان غنيمت ګڼي چې له ده سره دښو مرسته كونكو په توګه پاتې شي.
زما ددې واقعيتونو داډانې يو بل كركټر دكابل د لوديځ سيمې يو شپږ ويشت كلن ځلمى و، چې ماښام مهال د ورزش په يوه كلپ كې سره مخامخ شو، هغه اوس بې روزګاره دى اوتازه مهال هڅه كوي دخپلې مېرمنې دتابعيت په اعتبار استراليا ته پنا يوسي. دغه زلمى هم دهغو ژباړونكو له ډلې دى چې درى كاله يې په هلمند كې له بريتانويانو سره دنده ترسره كړې اوله طالبانو سره په يوه مخامخ جګړه كې څلور مرمى لګېدلى دى. نوموړى په كندوز كې داحمد منادي له مړينې وروسته خپله دنده پرېښوده. احمد منادي ديو بريتانوي خبريال ژباړن و چې روان كال په كندوز كې دملكي وګړو په ډل وژنه د رپوټ جوړولو پرمهال ترى تم شو اوبيا وروسته دبريتانويانو له خوا ووژل شو. په ښكاره خو بريتانويانو هغه يوه تيروتنه وبلله خو له بريتانوي هډو راوتلي معلومات داول چې دخبريال په نامه ( ) اومنادي استخباراتي ماموريت ترسره كړى و او درازونو دخونديتوب له وجې منادي په شعوري توګه له منځه يوړل شو . د يادونې وړده چې هغه عملياتوته بريتانويانو له هلمند څخه ځواكونه استولي ول .
ژباړونكوته دمرګ ګواښ :
پوښتنه داده چې ولې ژباړونكي له ټول اعتبار سره سره وېرېږي اوله چا ويرېږي ؟
دبريتانويانو په لاس داحمد منادي وژنه ، داجمل نقشبندي مرموز مرګ او څونورې پېښې دهلمند ، بريتانويانو، او طالبانو دمعاملې ترمنځ د ژباړونكو بې ضرورته اهميت دى،چې نور بايد له مخې ورك شي. ددغو ژباړونكو مړينه چې يو يې بريتانويانو په مستقيمه توګه اوبل يې دبريتانويانو په اشاره ووژل شو، ژباړونكي ترهولي چې بايد دخپلو قراردادونوله تكميل وړاندې له سياسي نظامي هډو وتښتي او دبريتانويانو له سترګو پناشي. خو دايوازې نقشبندي اومنادي نه وو چې دتوطيې ښكار شول بلكې په لسګونه نور ژباړونكي دچريكي جګړو پرمهال دشا له خوا ويشتل شوي اوكه طالبانو يرغمل كړي هم دي ژر يې له منځه وړي دي.
په كابل كې داى ساف په مركزي دفتر كې يوې افغانې مېرمنې وويل دې څوځله دكاپيسا او سروبي مشهور طالبان ليدلي چې دكابل دفتر ته په رسمي بلنه راغلي او له دوى سره مخامخ كېږي ، دغې مېرمنې ويره څرګنده كړه چې طالبان دوى پېژني اوهرومره به يې ووژني ، خو تردې وړاندې هغه له بهرنيو سرتيرو ويريږي چې كه ددوى اوطالبانو خوږې اړيكې رسوا كېږي نو ضروري ده چې لاملونه له منځه يوسي. همدغه پوښتنه په هلمند كې دبريتانوي پوځيانو له ژباړونكو سره هم مطرح ده، چې آيا طالبان اوپخپله بهرني پوځيان زغملى شي ژباړونكي دپټو معاملو له رازونو ډك ژوندي وګرځي. داستخباراتي دايرې نه بهر افغان ژباړونكي هم دبريتانويانوسياست او هم د طالبانو ولسي نفوذ ته ترټولو لوى سرخوږى جوړولاى شي او افغان ژباړونكي كولاى شي. اته كاله وروسته دترهګرۍ ضد جګړې، انساني خواخوږۍ، دخپلواكۍ هلو ځلو ، جهاد او استخباراتي فعاليتونو تعريفونه سره ګډوډ كړي


monir
19.02.2010

دوستانو سلامونه او ښې چارې
[quote:299837530e]آيا دا يوه چټله او تپل شوې جګړه نه ده ؟[/quote:299837530e]
واقعا هم چټله او ټپل شوې جګړه ده! د دې چټلې جګړې نښې نښانې پخوا هم څرګندې شوې وې، خو زموږ افغانانو په ځاګړیتوګه پښتنو عقل د چا خبره په سترګو کې دﺉ. تر څو یو څه پخپلو سترګو ونه وینو باور مو نه راځي.
په هلمند کې دوه کاله د مخه د برطانویانو رزیلانه مداخله تر دې حده وه چې د افغانستان حکومت مجبور شو چې د اروپایی ټولنې د استازیتوب مشر Michael Semple او د
ملګرو ملتو دیپلومات Marvin Patterson د نا مطلوبو کسانو په توګه له هېواده وشړی، چې یو یې برطانوﺉ اوبل یې آیرلندﺉ دی.
reuters:
Diplomatic row as Afghans expel European pair

http://uk.reuters.com/article/idUKSP33170320071226?pageNumber=3&virtualBrandChannel=0


..Ahmadzai
19.02.2010

ژباړونكي د ښكيلاكګرو سترګې غوږونه او ژبې دي.
د دوۍ له منځه وړلو سره به ښکيلاكګر هم ړانده هم کاڼه او هم ګونګ سي.

د ټولو لاسپوڅو ترمنځ سپكترين او بيغيرترين بې ناموسه لاسپوڅي ژباړونكي دي.

تاسو دلته كوشش مه كوي چې ژباړونكو څخه اتلان جوړ كړي, او په د ې توګه د ازادۍ جنګيالي بدنام كړۍ.


[quote:34917cbb62]په كابل كې داى ساف په مركزي دفتر كې [color=darkred:34917cbb62]يوې افغانې مېرمنې [/color:34917cbb62]وويل دې څوځله دكاپيسا او سروبي مشهور طالبان ليدلي چې دكابل دفتر ته په رسمي بلنه راغلي او له دوى سره مخامخ كېږي [/quote:34917cbb62]

د دې او د يوې رنډۍ ترمنځ هيڅ توپير نسته.



21.02.2010

احمد ځی صيب ښې چارې او سلامونه !
د ژباړونکو درنه چا هم نه ده ويلې، اتلولي خو پريږده پريږده، هغوی د پيسو سپي وو چې په پوځي چارو کې ژباړې ته تيار شوو!
خو نه هغه څوک چې تښتېدلي ، او نه له دغسې څرګندونو وروسته هغوی چې بس کړي يې دي په افغانستان کې ژوند کولی شي
او نه دا چانس لري چې بيرته له بهرنيانو سره همکاري وکړي، نو نه نور د اشغالګرو سترګې دي او نه يې غوږ او بوزه، خو داچې
د صحني نږدې شاهدان هم دوی وو، که اقلا په خارج کې يو څه جرئت وکړي له حقايقو څخه د پردې په پورته کولو کې تر دې هم پراخه رول لوبولی شي !

او د طالب جنګياليو نوم يوه خبره او د مشرتابه خبره بيله ده : طالب جنګيالي لکه مجاهدين (نۀ د هغوی تنظيمي مشران) ددين او وطن له پاره
له سره تير افغانان دي نه انګليس او نه پنجابي استخباراتو سر ټيټوي، ددوی نوم به تاريخ په زرينو کرښو ثبتوي ، خو په لوړ پوړه رهبرۍ کې يې
د ISI اغيز او د هغوی له لارې د انګليسانو سره معامله ګري اوس له شکه وتلې تثبيت شوی حقيقت دی !
د KGB هم د خلق اوپرچم له صفوفو سره څه کار نه و، د هغوی له ملعون تره کي او
خبيثې اروا ملعون ببرک کارمل او مرکزي کمېټې له عړو سره کار درلود!
دلته هم د ملا برادر او نورو څه لوړ پوړو طالب مشرانو نيول په ګوته کړل چې چې د ISI له خوا يې مغزوينځنه نه وه بشبړه شوې او د سولې
خبرو ته د چمتووالي څرکونه په کې ليدل کېدل ، نو سروخت يې و نيول او داسې بريښي چې ددوی له نيولو وروسته ممکنه شوه چې
چې د طالبانو د رهبرۍ شورا په آزاد لاس او ډاډه زړه د سولې خبرې اترې رد کړي!
که سبا ورځ دغه کسان بيرته خوشې هم کړي ISI يې په نيولو څلور مرغۍ په يوه ډز وويشتلې :
يو يې د کويټې د رهبرۍ په شورا کې د بې قيدو شرطه جنګ د ادامي مخالف کسان
له منځه وکښل او يايې ضعيف کړل او بل يې
هغوی دمغزوينځلو د بشپړولو لاندې ونيول، چې څو ژوندي وي نو غُل به هم د پنجابي استادانو له امره پرته نه کوي ، او که نه - د بيرته راخلاصيدو چانس يې هم نشته!
دريم داچې که په امريکايانو يې خرڅ کړي د اوبا دحکومت په اجازه به يې افانستان ته تسليم کړي او ډبلې ډالرې به پرې جب ته کړي !
څلورم داچې په دې ډول به يې د ملاضعيف او متوکل غوندې له طالبانو څخه ګوښه او پر هغوی له هر ډول اغيز څخه وغورځوي !

خو احمد ځیه وروره، يوه پوښتنه په اړين ډول هم له تا او هم له هر چا سره مطرح ده چې :
د ملاعمر تر مرستيال ملا برادر پورې يې ونيول، ولې د کويټې طالب شورا غوږ هم ونه خوراوه، آيا داچوپتيا ، دا صبر او زغم که ددوی د مطلق
اطاعت او ګوډاګيتوب معنی ونه لري نو د څشي معنی لري ؟

څوک چې خپل مرستيال ګټل څه چې نوم يې په خوله اخيستلی نشي، په دغسې ګوډاګي بيا څنګه د ډيورن کرښې د امضا مخه نيسې ؟؟؟؟؟؟

د رسوائۍ دغه لګېدلی اور خويې نور له لمنې څخه د سر او سوږمو تر ويښتانو ورسيد ، نور نو څه پاتې دي چې دوی پرې بايد پرده وغوړوي؟؟؟؟
پښتانه رښتيا وايي چې :
په شرم دې هاغه وشرميږي چې نه شرميږي ، نه داسې چې نو زه نه شرميږم ما به څوک وشرموي (!)
لعنة الله علی الخاينين الملة والدين !



ع کريم حليمي
21.02.2010

[quote:6e2a45a45e]لعنة الله علی الخاينين الملة والدين ![/quote:6e2a45a45e]
ما الفرق بين الملة والدين؟
ّد پوهانو او لیکوالو او نقادانو سرداره ، پتوال صاحب السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

دوی دین ساتي ، ملت ئې غرق کړۍ ، کله چه ملت غرقېږي نو دین هم ورسره غرق سي
ور ته ووایه !! چه اېٖ بدبختو ملت او اقوامو حفاظت او ساتنه ! دغه ملت او اقوام دي چه دين ساتي
که ملت له فقره را ؤ ګرځوۍ ، نو اصلاً مو خپل قوم له کفره را ؤ ګرځاوه ، فقر دی چه په سړو کفر کوي يا
کفر ته ئې اړ باسي
درنښت  


pattang
21.02.2010

حليمي صيب که بل چا داسې خبرې کړې وی نو ګيله به مې نه ترې کوله خو کله
چې تاسو داسې خبرې ليکلې دي ډېردافسوس وړ دي :
زه پر دې عقيده يم چې زمونږ لپاره دين نظرملت ته مهم دی، مونږ په دين سره
راټوليږو خو په ملت نه ! چې مهم مسالونه يې ، خلق ، پرچم او د نظار شورادي
هغوی په دين عقيده نلرله ، ملت يې جوړ نکړ٠
بل مسال يې د اجنټ کرزي دولت دی چې بې دينه دی او په دغو اتو کالو کې يې
دوحشت ، رشوت او فحشا بوی تر اسمانه تېر شه٠
اوس به راشم اساسي خبرې ته :
ډېر خلک جوار ،غنم ، جودر ګډ سره وخوري او بياد خپل نس دخوږو تحليل نشي
کولی چې کوم شی يې په نس بد لګېدلي دي :
- کله چې صليبي اشغالګر وحشيان دشپې کورونه تلاشي کوي خلک وژني
بيناموسي کوي اودا ټول هم ناحقه ، نو ددوی په مقابل کې به دې يوه قام او ملت
اوسېدونکي کوم عمل کوي ? يا به غلامي کوي او يابه لاس په توره ږدي٠
- هيڅ کوم طالب ،افغان ، نه کوم تيرور کړی او نه يې صليبي اشغالګرو ته زيان
رسولی ، حقيقت دادی چې په اسلامي هېوادو کې دا څناور وحشيان خپل اجتماعي
سيستم چې په فحشا او حيواني ژوند ولاړ دي پياده کوي٠
- دغه وحشيان هر وخت خپل اجنټان لکه کرزی او نور دې ديموکراتي په نوم په
قدرت راولي خو هدف يې خپلې سياسي او اقتصادي ګټې وي ٠
مسالونه يې ډېر شته ، ددغو وحشيانو خښته په زور او ظلم کېښودل شوي ده٠
نو اوس ته دا راته ووايه چې له هېواد او دين نه دفاع فرض ندی ! او داکار طالب
نکوي ?
د طالبانو دغورځنګ اود کمونستانو مقايسه دپردي چوپړ په هکله لويه بې
منطقي ده ،ځکه طالبي غورځنګ کومه پارټۍ نده چې دپارټۍ منشور يې
امضا کړی وي خو بر خلاف کمونستانو به دمارکس او لينين په عقائدو
قسم خوړ او بيا به يې غړيتوب له لاسه کاوو٠
- دملا برادر نيول تر اوسه پورې طالبان ردوي او تائيد کړی يې ندی٠
کله چې ملا برادر د طالبانو جنګي ( ددفاع ) وزيردی نو دی په کراچۍ کې څه کوي?
دی خو بايد د جبهي له څنګ سره د جنګ حالات دم او ګړۍ وڅيړي او خپله جنګي
لاري د جبهي له څنګ سره ارزيابي کړي .
ايا دا لويه بې منطقي ندی چې جنګ په افغانستان کې وي او دفاع وزير د کراچۍ
په کوم ځای کې ژوند کوي٠!!
حليمي صيب افغانان د الهي له سادګي څخه خلاص کړي ٠

[quote:f110e00303="ع کريم حليمي"][quote:f110e00303]لعنة الله علی الخاينين الملة والدين ![/quote:f110e00303]
ما الفرق بين الملة والدين؟
ّد پوهانو او لیکوالو او نقادانو سرداره ، پتوال صاحب السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

دوی دین ساتي ، ملت ئې غرق کړۍ ، کله چه ملت غرقېږي نو دین هم ورسره غرق سي
ور ته ووایه !! چه اېٖ بدبختو ملت او اقوامو حفاظت او ساتنه ! دغه ملت او اقوام دي چه دين ساتي
که ملت له فقره را ؤ ګرځوۍ ، نو اصلاً مو خپل قوم له کفره را ؤ ګرځاوه ، فقر دی چه په سړو کفر کوي يا
کفر ته ئې اړ باسي
درنښت  [/quote:f110e00303]



ع کريم حليمي
22.02.2010

ماته ډېر ګران ورور پتنګ صاحب السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
[quote:22b939e291]حليمي صيب که بل چا داسې خبرې کړې وی نو ګيله به مې نه ترې کوله خو کله
چې تاسو داسې خبرې ليکلې دي ډېردافسوس وړ دي : [/quote:22b939e291]
محترما !، دا ملة الإسلام او دين الإسلام يوه بل ته ډېري نېږدي خبري دي ، هر یو چه تر فشار لاندي
کړېٖ ها بل خود په خود تر فشار لاندي کیږي ، هر څوک چه ملة الإسلام تر خپل فشار لاندي راولي ،
مخي ته ئې د توان په اندازه کلک ولاړ يو ، مغول او افغان موږ ته یو دي ، زما په القاموس کي استبداد نسته

ارمان ارمان ، پسله دغوندو کلونو دي لا هم ونه پېږندلم

په کاکړي مینه ، زموږ یو ګایه ده


monir
22.02.2010

سلامونه او ښې چارې

[quote:5f48e16ac7]زه پر دې عقيده يم چې زمونږ لپاره دين نظرملت ته مهم دی[/quote:5f48e16ac7]
پتنګ کاکا هېره دې نشي چې ادیان د انسانانو د خدمت او لارښونې لپاره راغلي دي . پدې معنی چې لومړﺉ انسانان چې ټولنه جوړوي مطرح دي. اول انسان بیا ادیان!

[quote:5f48e16ac7]کله چې ملا برادر د طالبانو جنګي ( ددفاع ) وزيردی نو دی په کراچۍ کې څه کوي?
دی خو بايد د جبهي له څنګ سره د جنګ حالات دم او ګړۍ وڅيړي او خپله جنګي
لاري د جبهي له څنګ سره ارزيابي کړي .
ايا دا لويه بې منطقي ندی چې جنګ په افغانستان کې وي او دفاع وزير د کراچۍ
په کوم ځای کې ژوند کوي٠!! [/quote:5f48e16ac7]
پتنګ کاکا لومړﺉ دا چې طالبان جبهه ای جګړه نکوي بلکه دوی چریکي یرغلونه کوی او چریکي یرغلونه له هر ځایه پلان کیدای شي.
بل دا چې په کراچي کې د ملابرادر موجودیت دومره د تعجب وړ هم ندﺉ! ځکه مطبوعاتو لا پخوا لیکلي وو، چې ملا محمد عمر دامریکایی بې پیلوټه الوتکو له وېرې د آی اس آی په مرسته له کویټې څخه کراچی ته مهاجر شوﺉ دﺉ.
ښایی پاکستانیان دا وېره ولری چې داسې نشي چې ملا محمد عمر آخندامریکایانو سره پرته د پیسو کومه معامله د بې پیلوته الوتکوقربانی شی!
طبعا ملا عمر سره د هغه د رهبری شورا غړي ملګري دي.

http://www.washingtontimes.com/news/2009/nov/20/taliban-chief-takes-cover-in-pakistan-populace/?feat=home_features


..Ahmadzai
22.02.2010

[quote:11fdd7d9f3]اول انسان بیا ادیان![/quote:11fdd7d9f3]

[color=darkred:11fdd7d9f3]دې ته صريح كفر وايي[/color:11fdd7d9f3]

هيڅ كله هم دين (إسلام) د إنسان قرباني كيداى نسي
خو إنسان خپل خوږ ژوند له خپل دين څخه قربانوي
او په مقابل كې خداى ورته د شهيد مرتبه وركوي
د إنسان عزت كرامت په دين كې ده, د بې دينه إنسان مرتبه د څارويو څخه ډيره ټيټه او كمه ده.

په درنښت


monir
22.02.2010

سلامونه اوښې چارې !
[quote:894ef1847e][color=brown:894ef1847e]دې ته صريح كفر وايي [/color:894ef1847e][/quote:894ef1847e]
دا دمظلوم مسلمان ملت روزګار دﺉ چې ګواکې دین پوهان داسې حکمونه کوي !
احمدزی صاحب مګر پاک الله لومړﺉ انسان پیدااو بیا د ادیانو له لارې ورته لارښونه ونکړه؟؟؟

په درنښت


Ghairat
22.02.2010

ښائي دغه دوه مخالف نظرونه په [color=white:773f44b601]اول او بيا [/color:773f44b601]څرګند نشي، بلکې داسې روښانه شي چې انسان ددين له پاره دی که دين د انسان له پاره ؟

د دې ځواب له دوه حالتو څخه بهر نه دی، پر يو يې هم څوک نه کافر کيږي . نو هر يو ځواب چې تاسې ته سم او منطقي ښکاري نظر پرې ورکړئ :

١.- دين د انسان (دګټې) له پاره راغلی نو ځکه انسان هم د دين له پاره قرباني ورکوي

٢- انسان د دين (د ګټې ؟) له پاره پيدا شوی نو ځکه دين هم د انسان له پاره ډيره ګټه لري .


عبد السلام
23.02.2010

درنو ورونو ته سلامو نه اونیکې هیلي :
احمد زی صاحب تل په دلیل او برهان خبرې کوي ،دلته به هم دلیل لري چې تر اوسه یې ندی وړاندي کړئ ، هیله ده چې خپل دلایل په دې اړه له مونږ ه ونه سپموي.
چې ولي اول انسان بیا ادیان ، صریح کفر دی؟

[quote:3a63a1e22a]اقتباس:
اول انسان بیا ادیان!

[color=red:3a63a1e22a]دې ته صريح كفر وايي [/color:3a63a1e22a]

هيڅ كله هم دين (إسلام) د إنسان قرباني كيداى نسي
خو إنسان خپل خوږ ژوند له خپل دين څخه قربانوي
او په مقابل كې خداى ورته د شهيد مرتبه وركوي
د إنسان عزت كرامت په دين كې ده, د بې دينه إنسان مرتبه د څارويو څخه ډيره ټيټه او كمه ده.

په درنښت [/quote:3a63a1e22a]



ع کريم حليمي
23.02.2010

يا رسول الله أى الإسلام أفضل قال ‏"‏ من سلم المسلمون من لسانه ويده

له حدیث نبوي نه داسي څرګندېږي ، حق اولیت د ورور دی ( داسو افضله اسلام )
که د افضل اسلام سره بیا خیر اسلام یو ځای کوېٖ نو ورورته ډوډۍ کوه او هر ورور ته دعا کوه

افضله او د خیر خبره دا ده چه : هر وخت ورور اول دی ، حق العباد

په بولدک کښي زموږ دوستان اوسېږي ، زه یوه شپه هلته مېلمه وم ، په مجلس کي یوه مخ را واړاوه وېٖ ویل چه
دا خدای او رسول څه سره ګېږئ ، هغه بل پر راوغورځېدلی ، ورته وئې ویل ، بړوه !، دا لوی کورنۍ دي په دېٖ کي خبري مه کوه

اکثرهunwissendمرکب او یآ unwissendبسيط خلګ بدي خبري کوي ، نا پوه به وي ؟ در یاب خپله خپل ځان پرېمینځي
 


Sangar Watan
23.02.2010

که څوک پرما هم د کپر اوکم ونکړي نو داستاسو بحث دې سوال ته ورته دی
چه:

چرګه يا هګۍ کم يو مخکې پيدا شوئ؟ :D


pattang
23.02.2010

داخبره خو د خلقيانو دوخت شعار وه٠

[quote:dd63e55e58="sangar watan"]که څوک پرما هم د کپر اوکم ونکړي نو داستاسو بحث دې سوال ته ورته دی
چه:

چرګه يا هګۍ کم يو مخکې پيدا شوئ؟ :D[/quote:dd63e55e58]



ع کريم حليمي
23.02.2010

ابراهیم ع د ملت لپاره خلاف ویل و کړل ، په داسي حال کښي چه : سارا که خلیله نه وه ، خو څه کم خلیله وه ؟
ابراهیم ع تر شریعت پښه واړول ، د ټول ملت ساتنه ئې کوله

که په داسي سحن او سحنه کښی راګير سوېٖ چه ناموس تر خطر لاندي وي تر شریعت پښه واړوه ، زما د اناګانو په دین اول ناموس له خطره راباسم ، د دین دښمن خو ظالم دی ، الحمدالله رب خو الرحمٰن او الرحیم دی


..Ahmadzai
23.02.2010

[quote:7dd26a7269] احمدزی صاحب مګر پاک الله لومړﺉ انسان پیدااو بیا د ادیانو له لارې ورته لارښونه ونکړه؟؟؟ [/quote:7dd26a7269]

محترمه خداى تعالى قران كريم كې وايي:

قال الله تعالى‏:‏ ‏{‏وما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون ما أريد منهم من رزق وما أريد أن يطعمون‏}

له دغه أيت څخه دا معلوميږي چې إنسان او همدارنګه پيرى پيدا د خداي د عبادت, طاعت او توحيد لپاره دي, او دې ته دين وايي.
نور بيا......


و.افغان
23.02.2010

[quote:2f3847bda0="ع کريم حليمي"]ابراهیم ع د ملت لپاره خلاف ویل و کړل ، په داسي حال کښي چه : سارا که خلیله نه وه ، خو څه کم خلیله وه ؟
ابراهیم ع تر شریعت پښه واړول ، د ټول ملت ساتنه ئې کوله

که په داسي سحن او سحنه کښی راګير سوېٖ چه ناموس تر خطر لاندي وي تر شریعت پښه واړوه ، زما د اناګانو په دین اول ناموس له خطره راباسم ، د دین دښمن خو ظالم دی ، الحمدالله رب خو الرحمٰن او الرحیم دی[/quote:2f3847bda0]

معزز او محترم حليمي صاحب:
له دين څخه پښه اړول هيڅکله هم نه روا کيږي، ابراهيم عليه السلام معاذ الله و حاشا
لله له دين څخه پښه نه وه اړولې، خو د ضرورت حالت خپل احکام لري، چې هغه هم
همدغه دين مونږ ته راښوولي دي.

اسلامي احکام دوه ډوله دي: يو يې عزيمت دی بل رخصت دی، که چېرته مسلمان
ته د اسلام په سبب د سر خطره وي، نو اسلام هغه ته دغه دوه خياره په لاس ورکوي،
عزيمت او رخصت، عزيمت ډېر کله بهتر وي چې په هغه کې د اسلام سرلوړي او
د کفارو نکايت او ذلت وي، او رخصت هم شته چې هغه هم جايز دی، او کله کله د
عزيمت څخه هم بهتره وي.

ابراهيم عليه السلام د خپل سر او عزت دواړو بچ کولو لپاره جايز ظاهري دروغ وويل،
چې په حقيقت هغه دروغ هم نه وو، بلکه د هغه د نيت مطابق رښتيا وو، ټول نارينه او
ښځينه سره خويندې او ورونه دي په دې اعتبار چې ټول د آدم اولاده دي، دغسې توريې
يواځې د قاضي په وړاندې د قسم کولو په وخت کې شرعا بې اثره او د عقوبت وړ دي،

د سر د خطر په وخت کې اسلام د کفر د ويلو د کلمې اجازه هم ورکوي، الله جل جلاله
فرمايي: الا من اکره وقلبه مطمئن بالايمان.

نو که څوک له دغه رخصت څخه استفاده وکړي، نو دا خبره پر ځای نه ده چې ووايو چې
ده له اسلام څخه پښه واړوله، بلکه له اسلامي رخصت څخه يې استفاده وکړه، او په
اسلام يې عمل وکړ.

او بيا ابراهيم عليه السلام خو يواځې ظاهري دروغ وويل چې حقيقت کې د هغه د نيت
مطابق رښتيا وو.

په درنښت



ع کريم حليمي
23.02.2010

بسم الله الرحمن الرحيم

لقد جاءكم رسول من انفسكم عزيز عليه ما عنتم حريص عليكم بالمؤمنين رؤوف رحيم

ولقد کرمنا بني آدم و حملناهم في البر والبحر وفضلناهم على کثير ممن خلقنا تفضيل.....

سردار عالم ، قائد المرسلين ،خاتم النبيين څخه لمونځ قضا شوی
د بنده حق ئې نه دی پایمال کړي ، په داسي حال کښي چه :قُلْ إِنَّما أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ
د هيڅ آدم کرامت ئې تاوان ندی رسولی ، اما هر هغه ادم چه : د آدم حقوق تر يښولاندي کول هغوته يې دعا نه کول ، په داسي حال کښي چه تر ده رؤوف رحيم ادم خدای ندی پېدا کړی

مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّهِ وَ الَّذِينَ مَعَهُ أَشِدّاءُ عَلَى الْكُفّارِ رُحَماءُ بَيْنَهُمْ تَراهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللّهِ وَ رِضْواناً سِيماهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذالِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْراةِ وَ مَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْع أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوى عَلى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفّارَ وَعَدَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَ أَجْراً عَظِيماً

ړوند مه سې په سترکو ، د سر په سترګي دغه ولوله !!!! أَشِدّاءُ عَلَى الْكُفّارِ آو رُحَماءُ بَيْنَهُمْ

د بل په دښمني کښي د ورور د عزیت حق نه لریٖ ، که د دین په نامه څان ته حق ورکوېٖ ، نو داسي سپېره ګرځه

ورک سه چوپاني دي نه زده ، چوپاني را پرېږده ، خپله خرکاري دي کوه



ع کريم حليمي
23.02.2010

استاد قاري صاحب غالب ګمان کوم چه سره موافق یو ، اختلاف نه وینم ،


..Ahmadzai
23.02.2010

حليمي صاحب
السلام عليكم
مشره
يا خو بيخي بې خوبه يې, او يا خو ډير زوړ او سپينږيرى سوى يې او يا هم خداى دې نه كړي په الزهايمر مبتلا سوى يی.

دا څه ګډې وډې دې شروع كړي, ديني مسائل داسې أسانه مه أخله ډير إحتياط كوه.
بحث په دنيايي مسلو او مسائلو كوه, كه خطا هم سې څه باك نسته.
دا درته زما توصية.

زه ښه پوهيږم چې دينداره مسلمان يې, خو كله كله د تعصب او مخالفت له مخې د كمونستانو ننګه هم كوې, د بې دينه او بې ناموسانو دفاع هم كوې
دا ولې؟ او أخر ولې؟
په درنښت



ع کريم حليمي
23.02.2010

الزهايمر په ۶۵ کلنۍ کي پیدا کيږي ، چه وخت يې راسي، ته هم په اخته کېږېٖ
هو رب همداسي کوي او ویلي يې دي چه : بسم تعالی - وَ اللّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفّاكُمْ وَ مِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْم شَيْئاً إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ .صدق الله العظيم

تا چه خر څه scrawl په قلم لیکلي ، هر کرښه ئې زما په ذهن کښي سته، در پیاد يې کم
تا جاهل مرکب ، چاته ویلي وه ، اوس نو زه په مرض ګرفتار يم ، او که ته - اخته - ئې  
جمله اقتباس که نظر څرګند که ، له دېٖ ! لاس واخله چه : سلا در کوم ، زما دا ومنه ، دغه مه کوه.
ډانګتره !سم صحیح کتابي بحث او بیان وکه ، د نورو د ناپوهۍ سره غرض مه لره ، ته د خپل بحث
علمي سویه مه کښته کوه ،

د چپي اقتصاد ټولی خبري نه وېٖ غلطي او نه به سي غلطي ، یوازي په دېٖ کي ریخېدلي وه چه شخصي ملکیت ردکړئ وو ( پر اقتصادي نظام يې خبري کوم )  

هر سړئ چه په مرض الزهايمر مبتلا وي دا سماوي فیصلې دي ، اما له داسي حاله دي الله راوساته
چه تاته رب د ملائکو وقام در کړ + تې پخپئله ..........................



24.02.2010

سلامونه !
احمدځی صيب تاسې دغه ايت شريف رانقل کړی :
قال الله تعالى‏:‏ ‏{‏وما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون ما أريد منهم من رزق وما أريد أن يطعمون‏}

ايا دا ايت شريف په هغو نسوسو کې راځي چې له مخې يې کوم شرعي حکم کيدای شي؟؟؟؟
که مفهوم يې صرف اخلاقي غوښتنه او توصيه وي نو د قران کريم خو په سلو کې ٨٠ برخې اخلاقي هدايات او توصيې دي !
عملآ خو تل د انسانانو ، په تيره بيا پيريانو ډيره برخه الله تعالی کفار پيدا کړي، چې د الله تعالی عبادت نه کوي، او دا حالت
الله تعالی ته له اذله ښه معلوم هم و، نو که د پورتنې ايت شريف معنی ستاسو په شان همدغسې ميخانيکي ونيسو، بيا نو دکافرانو پيدايښت
چې هېڅ عبادت نه کوي څنګه ممکن شو او د څه له پاره خلق شوي دي ؟
او په جنياتو کې خو مسلمانان بيخي کم بلل کيږي ، که څنګه ؟

که انسانانو نفس نه درلودای نو لکه ملايک د عبادت له پاره به پيدا شوي وو او بس!
داچې انسان نفس لري نو د اغوا کيدو او سرکشۍ سره مخ او شيطان يې کندې ته غورځوي، صرف ددې له پاره چې انسان له دغه بدبختۍ
څخه نجات او ژغورن ومومي اسماني دين ورته راغلی دی ، دغه نجات موندل د انسان په ګټه او د انسان له پاره راغلي، نه انسان ددې ژغورنې له پاره !
نو د انسان ددغې ژغورنې له پاره دين راغلی او بس، الله تعالی دانسان او نه د انسان عباداتو ته اړتيا لرله ، چې [color=blue:d86240eede]الله الصمد[/color:d86240eede] يې د اخلاص په سورة کې همدغه معنی لري!

او بيا د همدغه نفس لرونکي مطمتع انسان په توګه درڅخه يوه پوښتنه کوم چې :
[color=blue:d86240eede]که اسلام مسلمانۍ او عباداتو هېڅ ډول مکافات
او مجازات (جنت او دوزخ ) نه درلودای، نه په دين او نه په دنيا، کله به دې هم خدای ته سر په سجده ايښی و؟؟؟؟؟؟
- او که دې ايښی و، دڅه له پاره ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
- د خدای د رضا د حصول له پاره ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
- او هغه حصول د څه له پاره ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

د خدای د رضا پورې دا ټول مراحل د نفس په اساس د مکافاتو له پاره منې، مکافات غواړې، له عذابه دې پرې دا خوږ نفس ژغورې
او يواځې د همدې هدف له پاره عبادت او ددين پيروي کوې آيا همداسې نه ده (؟؟؟؟) او همدغه بندګي او دينداري نه ده ؟؟؟؟؟

او آيا له دې پرته دين امکان لري ؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:d86240eede]

په دقيقه توګه ملايک دي چې د عبادت له پاره پيدا شوي دي او له کوم دين ، نفس او نفسي طمعې او توقع پرته د الله تعالی مطلقه بندګي کوي او بس !


عادل عادل
25.02.2010

سلامونه

بحث مو ګرم خو لږ لانجه من دئ، یو بل ته زغم وکړئ

زه نه غواړم بحث ته داخل شم، خو د دروند وهاج صیب د لیکنې په اوږدو کې مې یوه نتیجه واخیسته چې غواړم تاسو سره یې هم شریکه کړم:

که مونږ او تاسو څوک په مرګ وګواښي چې یادې وژنم او یا خو دین او الله ته ښکنځلې وکړه !!!، نو دا راته اسلامي شریعت جایز کړي دي چې دین او خالق ته نعوذباالله ښکنځل وکړو تر څو د مرګ نه خلاصون ومومو.

خو که مونږ او تاسو څوک په مرګ وګواښي چې یا دې وژنم او یا خو هغه فلانئ ووژنه !!!! نو پدې حالت کې که مونږ مړه هم شو ددې جواز نلرو چې د بل په مرګ لاس پورې کړو.

په لومړي حالت کې الله سبحانه و تعالی د خپل حق نه د بنده د ژوند او بچاو لپاره تیریژي خو په دوهم حالت کې د خپل بنده حق مونږ او تاسو ته نه بښي.

نتیجه دا راوزي چې اسلامي شریعت هغه څه دي چې په تطبیق کې یې د فرد او ټولنې دواړو حفاطت خوندي دی.



25.02.2010

[quote:64dbd00021]عادل عادل"]سلامونه

که مونږ او تاسو څوک په مرګ وګواښي چې یادې وژنم او یا خو دین او الله ته ښکنځلې وکړه !!!، نو دا راته اسلامي شریعت جایز کړي دي چې دین او خالق ته نعوذباالله ښکنځل وکړو تر څو د مرګ نه خلاصون ومومو.

خو که مونږ او تاسو څوک په مرګ وګواښي چې یا دې وژنم او یا خو هغه فلانئ ووژنه !!!! نو پدې حالت کې که مونږ مړه هم شو ددې جواز نلرو چې د بل په مرګ لاس پورې کړو.

په لومړي حالت کې الله سبحانه و تعالی د خپل حق نه د بنده د ژوند او بچاو لپاره تیریژي خو په دوهم حالت کې د خپل بنده حق مونږ او تاسو ته نه بښي.[/quote:64dbd00021]
کور اباد او بچي دې لوی!
خو دا بايد جلال احمدځی صيب د خپلې دغې ليکنې بشپړ ځواب وبولي چې :
[quote:64dbd00021]
هيڅ كله هم دين (إسلام) د إنسان قرباني كيداى نسي
خو إنسان خپل خوږ ژوند له خپل دين څخه قربانوي [/quote:64dbd00021]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more