د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اور- بل
06.02.2010

د ټول افغان بحثفورمونو کې پښتنې خويندې ونډه نه لري، چې لويه نيمګړتيا ده، د همدې نيمګړتيا له کبله دلته په مينه ليکل نه کوم ، خو ځينې وخت انسان څه ويلو ته اړوځي :
دغه مقايسه راته اړينه ښکاره شو :

د ډيورن لاين په اړه د پخواني ستمي ولسمشر رباني دريځ :

د ۵/۱/۲۰۰۹په تاریخ د العربیة خبري چینل د برهان الدین ربانی سره مرکه کړې وه:
حسن معوض:
[color=yellow:868c24c068]أخيراً بروفسور رباني هناك ما تسمى باتفاقية ديوران التي تقضي بإعادة أراضي تابعة لأفغانستان من باكستان، هل أنت مع تفعيل هذه الاتفاقية بحيث تعاد الأراضي التي أخذت أو المحسوبة لأفغانستان ولكنها في الأراضي الباكستانية أم لا؟برهان الدين رباني: أنا أرى لا بد أن نحلّ هذه المشكلة بصورة يرضي الطرفين.حسن معوض: كيف؟برهان الدين رباني: لا بد أن نطرح أمام البحث وثم بعد أن نتباحث فيما بيننا ثم نصل إلى نتيجة، حتى هذا في أيام جرت.. الملك فيصل رحمة الله عليه نفس الأمر كان هناك اقتراح للملك ولملك.. امبراطور إيران وفي أيام كان الرئيس الباكستاني فكانوا تقدموا بهذا الاقتراح أن يكون هناك طريقة لهذا الحل أن يعطى لأفغانستان بعض التسهيلات في دخول الميناء وهذا يستفيدون من الميناء البحري أو مثل ذلك اللي كان بعض.. تقديم بعض التسهيلات وكادوا أن يصلوا إلى بعض النتائج لولا الظروف كانت تغيّرت.حسن معوض: طيب هذه النقطة إذن وصلت في الختام أشكر ضيفي برهان الدين رباني الرئيس الأفغاني السابق كما أشكركم مشاهدينا الكرام على حسن المتابعة والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته. [/color:868c24c068]
دلته دغه ستمي په واضحؤ توګه خوپه عربي رکیکه لهجه وایي چې د ډیورنډ اتفاقیة باید بحث ته واچول سي ، او د څه امتیازاتو په حاصلولو سره ومنل سي او حل سي.
ژباړه :
حسن معوض(خبریال):
په اخیر کې فروفیسور صاحب هلته د ډیورانډ په نوم یو تړون سته چې ددې تړون په مقتضا د افغانستان هغه ځمکې چې پاکستان سره دي باید بیرته افغانستان ته ورکړل سي، ایا ته د هغه تړون عملي کولو سره یې، چې په دې توګه به هغه ځمکې چې افغانستان څخه اخیستل سوي او یا هم پر افغانستان حساب دي ، خو اوس پاکستان کې دي،بیرته افغانستان ته ورکړل سي او که د هغه خلاف یې؟
[color=darkred:868c24c068]
برهان الدین رباني:
زه وینم چې دا ستونځه باید په داسې توګه حل سي چې دواړه اړخه پرې خوښ وي.
حسن معوض (خبریال):
څنکه؟
برهان الدین رباني:
باید دا موضوع خبرو اترو او بحث ته وړاندې سي، او چې مو بحث پرې وکړونو نتیجې ته به ورسیږو، ان دا په هغو ورځو..... د ملک فیصل رحمه الله همدغه خبره هلته د وړاندیز په توګه پاچا ته او پاچا... د ایران امبراطور او هغو ورځو کې چې پاکستانی ولسمشر هلته ټولو دغه وړاندیز وړاندې کړو چې د دې ستونځې حل لپاره باید لاره وي، هغه دا چې سمندري بندرګاه ته د رسیدلو اوننوتلولپاره افغانستان ته ځینې سهولتونه ورکړل سي، او دا رنګه به وکړای سي چې بحري بندرګاه څخه ګټه واخلي، او د دې غوندې ځیني.... ځیني تسهیلات وړاندې کول وو،او که څه حالات بدل سوي نه وای نیژدې وو چې ځیني نتیجو ته ورسیږي. [/color:868c24c068]
حسن معوض(خبریال):
سمه ده، دا نقطه(ټکی) ورسیده.( ځواب شوه).

د رباني سره د مقايسې له پاره د محترم عادل عادل ورور نظر :

[color=red:868c24c068]
زما په نظر د روان افغان کړکیچ نه د وتلو په هر افغاني صلح امیزه، نظامي او سیاسي حل کې باید چې د ډیورنډ د کرښې مسله اساسي ټکئ وګڼل شي.

زما هیله او نظر خو دا دئ چې د ټولې پښتونخوا د خپلولو پر ځای دې افغانان په یوه ټوټه پلنه مځکه کې د ګوادر په لوري سمندر ته لار پیدا کړي،
د ایران او پاکستان ګاونډیتوب دې د تل لپاره پای ومومي، او پاتې سویلي لرې پرتې پښتنې سیمې دې پاکستان سره معامله شي.[/color:868c24c068]

[color=blue:868c24c068] فعتبرو يا اول الابصار ![/color:868c24c068]

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5102&postdays=0&postorder=asc&start=0


عادل عادل
06.02.2010

سلامونه

بسم الله الرحمن الرحیم
و یمکرون و یمکرالله والله خیر الماکرین..... الایه
صدق الله العظیم

غوټئ خورې خدای دې خیر درکړي، چې حد اقل خو د خویندو په نمایندګئ راڅرګنده شوې، تاسو لیکلي چې دلته په مینه لیکل نه کوئ، ستاسو نقش که څه هم د ټول افغان د بحث فورم په کچه ظاهرا د صفر سره برابر بریښي، خو د تاریخ په اوږدو کې د هر یرغلګر په وړاندې د افغاني غازیانو په حوصله افزایئ کې ستاسو پتمنو خویندو میندو کردار او قربانیانې هغه څه دي چې له مخې یې افغاني غیرتي میرمنو د هیڅ امتیاز په بدل کې د کورنیو په معنوي او دودیز جوړښت کې نذرانه کړئ او کوي یې.

رابه شو د ډیورند د کرښې موضوع ته:

ډیر خفه پدې شوم چې زما نظر مو د یو داسې شخص د نظر سره په مطابقت کې ثابت کړئ دئ چې زه ورڅخه د خدای، دین او وطن په خاطر کرکه او نفرت کوم، که زه پوهیدای او یا خبر وای چې استاد رباني به زما د نظر په موازاتو کې ورته څه ویلي وي، نو کیدای شي چې لومړئ مې د نظر څرګندونه نه وای کړې او په دوهم قدم کې به مې زیار ایستلئ و چې خپل نظر د یو لړ مقدمې د وړاندې کولو په تعقیب کې افاده او وړاندې کړم.

په هر حال خدای مې ویني چې زما نظر د خپل شخصي فکر او احساس زیږنده ده، اساسي هدف مې د ګټورو اهدافو خپلول او دداسې اساسي ټکو په ګوته کول دي چې ملي وحدت ته لار پرانیزي ، هدف مې هیڅکله د یادوشوو ګټورو اهدافو او اساسي ټکو د کمیت او کچې د حدودو ټاکل او تعریف نه دی!!

د ډیورند کرښه د افغانانو په منځ کې معمولا د منحوسې کرښې په نوم یادیژي، زه یې هم تپل شوې او په مقلده توګه منحوسه یادوم، خو د الهي قانون په رڼا کې کله نا کله د ددغې کرښې په تقدس باوري شم، هغه دا چې دا او دې ته ورته ډیرې کرښې انګریزانو د خپل مکر له مخې د ولسونو د ټوټې کولو، ویشلو او یو د بل سره د ټکولو په منظور تر شا پرایښې دي، او د تاریخ په اوږدو کې یې خپل استعمار هلته کرلئ او پاللئ ساتلئ، او تر ډیره حده ظاهرا خپلو شومو اهدافو ته رسیدلي هم دي، خو ددې ټولو په څنګ کې الله پاک ټولو باطلو امپراطوریو ته د خپل مکر جزاوې ورکړې دي چې مونږ، تاسو او تاریخ یې د ډیورند د کرښې سره په ارتباط کې شاهد یو.

د مثال په ډول د روسي یرغل په وخت کې د ډیورند کرښه وه چې یرغلګرو خپله د یرغل وحشي څپه د نړیوالو قوانینو په رڼا کې په یوه وخت د تپل شوې کرښې په ها غاړه خپره نکړه چې د وخت په تیریدو سره د افغانانو په ګټه تمامه شوه او یرغلګر د بشپړې ماتې سره مخ شول.

روان حالات هم ښیي چې ددغې کرښې په برکت سره یرغلګر نه دي توانیدلي د پولې دواړه غاړې تر یو ډول یرغلګر تهدید لاندې ونیسي، چې دې په خپل ذات کې مقاومت کوونکو ته د چیلنجونو تنوع ورپه برخه کړې او تر ډیرې کچې توانیدلي چې یرغلګر دښمن په متقابل متنوع ډول سره سرخوړلي یا لږ تر لږه سرګردانه، مصروف او لالهانده وساتي.

پورتنيو ژونديو مثالونو استعمارګر دې نتیجې ته رسولي چې د یو قوم او ولس ټوټې کول ددوی په زیان تمام شوي او لاپسې تمامیژي، ځکه خو روانو حالاتو او بدلیدونکو تحولاتو ته په کتو سره چانس د ډیورند د کرښې د دواړه غاړو ولسونو په لاس کې دی چې مشران یې د روانو حالاتو څخه په خپله ګټه اعظمي استفاده وکړي او وروڼه ولسونه سره یو ځای، متحد او د لوی، واحد او خپلواک افغانستان څښتنان کړي.

د یادولو او اهمیت وړ تکئ همدا دئ چې د متخاصمو افغاني اطرافو او ویشلو افغانانو په منځ کې مشترک ټکي وموندل شي لکه غوټئ خور چې زما او استاد رباني نظر د نیتونو په احتمالي توپیر سره په یوه شریک موقف کې سره پویودي دي.

......... نور بیا


اور- بل
06.02.2010

اسلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

محترم ورور عادل صاحب ، خوشاله شوم چې لږ تر لږه زما د پوښتنې د يو ځواب هڅه مو کړې ده، او ستاسو پام مې دې ټکي ته راوګرځاوه چې
ستاسې د ليکنې د سياسي لرزښتنونې له پاره يواځې د نيت په توپير سره چې الحمد ل الله د استاد رباني سره يې لرئ ، ولې
ليکنه مو ورسره کټ مټ يو هدف لري ، هېڅم نه کيږي !
سر بېره په دې به مو پام شوی وي چې د رباني استاد هدف يو ستمی هدف او د پښتنو پر ضد و، نو ځکه يې د پاکستاني واکمنانو سره سره
چې د بښتنوز سيمې يې اشغال ساتلي دي سر او سمون خوري، نو ستاسو د ليکنې ګټه هم چې چې ستاسې د نيت په خلاف د رباني له موخې
سره کټ مټ يوشی ده، ارومرو په کټ مټ شکل د پاکستان په ګټه او د افغانستان د ملي ګټو نقضونکې او تباه کونکې ده !
ددې ملي ګټو کچه له دې نه هم تصور کولی شئ چې دپاکستاني کشمير سرحدي لانجه د وچو او لوړو غرونو په څوکو کې
په يو ه وړه ټوټه ځمکه ده، چې د محکوم پښتونستان زرمه برخه هم نه جوړوي، ولې پاکستان ترې تيرېدلو ته حاضر نه دی،
که څه هم په حل سره د پاکستان سودا ګريزې اړيکې پراخيږي او ترانزيتي لار دواړو هيوزادونو ته خلاصيږي ، خو د ملي
ګټو له پاره پاکستان د کشمير په سرحدي پوله يو څو متره هم له لاسه ورکولو ته تيار نه دی!
زما د معلوماتو له مخې طالب حکومت هم په خبل وخت د باکستان غوښتنه په دې اړه نه رد کړه او نه يې ومنله، او وې ويل چې دا د ولس حق دی چې په اړه يې پريکړه وکړي ٠
سر بېره په دې د ډيورن دکرښې يادونه يواځې زمونږ د خاورې او ملت بهرني دوښمنن (پاکستان) او په داخل کې ملي خاينان کوي
نه وطن پال او ملتپال افغانان !
نوکه د افغانستان ملي شوری کله مطرح د ډيورن د کرښي په نامه مطرح کړي وي او که رباني يا بل افغاني لوری مطرح کړې وي زما په اند خيانت يې کړی
او خيانت يې هدف دی !
هو ، افغانان چې له پاکستان سره سرحدي پوله مطرح کوي نو هغه د آټک سيند دی، نه د ډيورن کرښه!

افغانان بايد پنجابيانو ته هيڅکله د ډيورن د کرښي د يادولو موقع هم ورنکړي،
نو هغه افغانان بايد خجالت وباسي چې د پاکستان
پر ځای دوی، او د د اټک د سيند پر ځای د ډيورن فرضي او کاغذي منخوسه کرښه مطرح کوي ، ايا دوی پنجابيانو او ټولې نړۍ ته
نه ثابتوي چې څومره بيوقوفه او پاګلان دي ؟؟؟؟؟

يو افغان څنګه کولی شي چې د اټک پر ځای د ډيورن په کرښه مکث او تامل وکړي ؟؟؟ او ددوښمن پر ځای دئ د ډيورن د کرښې غږ پورته کړي ؟؟؟؟؟
که څه هم زه ددې پلوی نه کوم چې په اوس يا څو لسيزو کې دې د پاکستان سره
د پولې د پولې مسله مطرح شي، خو بيا هم که
څوک نه دريږي او مطرح کوي يې نو افغان به د اټک سيند طبيعي پوله مطرح کوي،
نه د ډيورن کاغذي کرښه، او پنجابيان به د ډيورن
د فرِضي کاغذي لاين پسې ګرځي چې د سلو کالو په تيريدلو سره يې کاغذ هم واخته خپل رسمي اعتبار له لاسه ورکړی دی !


..Ahmadzai
06.02.2010

ډير ښه بحث مو روان كړی

غوټۍ خور ته
ښه راغلاست وايم

عادل صاحب ستا او د رباني د مطلب ترمنځ زښته ډير توپير سته

نو وروره مطلب دې ښه په رغنده او زغرده توګه وړاندې كړه
ترڅو ګټه او تاوان يې ښه څرګند سي.

په درنښت


lawangin
06.02.2010

http://www.youtube.com/watch?v=irPZqrnpaWc&feature=related

[quote:4c163b99a3="jalal ahmadzai"]ډير ښه بحث مو روان كړی

غوټۍ خور ته
ښه راغلاست وايم

عادل صاحب ستا او د رباني د مطلب ترمنځ زښته ډير توپير سته

نو وروره مطلب دې ښه په رغنده او زغرده توګه وړاندې كړه
ترڅو ګټه او تاوان يې ښه څرګند سي.

په درنښت[/quote:4c163b99a3]


عادل عادل
07.02.2010

سلامونه

غوټئ خورې ما مخکې لیکلي وو، چې د دغې مسلې پالل تر اوسه د شعر او شعار په حد کې شوي دي چې ګاوندئ پاکستان مو په خپل لاس هڅولئ چې مونږ ته ستونزې وزیږوي.

تاسو وړاندیز کړئ چې د اوس او څو لسیزو لپاره دې دغه موضوع نه مطرح کیژي، نو ستاسو احساس، د اټک ګټل او ملتپالي زما د پورتنئ خبرې مصداق نه شوه؟

ایا تاسو د ګوتو په سر ساده محاسبه کړې چې زمونږ او تاسو باقي عمر به تر دوه نیمو لسیزو نور هم ورواوړي؟ ایا دا ددې مانا نه ورکوي چې خپل د اوږو بار بل نسل ته حواله کوئ، ایا تاسو په څنګ ددې کې کومه عملي سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پلان لرئ او یا یې هم وړاندې کولئ شئ چې له مخې یې راتلونکئ نسل د ننني پاکستان په کچه اتومي اسلحې ته لاسرسئ ومومي او په هره سطحه یې د ځواب ویلو جوګه او سیال شي؟ په نتیجه کې ایا ستاسو دریځ په اوږدمهال کې عملا د اټک او ډیورن هیرول او پینجابیانو ته بښل نه شي تلقي کیدای؟؟

درنې خورکې، کوم شرایط چې نن د افغانانو په ګټه د ډیورنډ د کرښې د حل او فصل په اړه مساعد دي، فکر نه کوم چې په تیر تاریخ کې به یې سارئ درلود، او باور مې هم نه شي چې په راتلونکې کې به تر دې ښه چانس د افغانانو لاس ته ورشي، دا چې مونږ خدای وهلي یو او د ډالر او موټر شوق ان د خپل ورور اهل او عیال نه بې خبره او پردي او یا پردي پال کړي یو، نو دا ددې مانا نه شوه چې اوس مهال یې وخت نه دئ.

د رباني خبرو ته زه په ټول عمر کې غوږ نه نیسم، دا چې څه یې ویلي او مطلب یې څه دئ تاسو ته به مالوم وي، خو زه ګوادر ته لار موندنه هغه څه نه بولم چې مونږ ته دې د بحري بندرګاه سهولتونه مهیا شي، او یا دې د مالیې نه تش ترانزیتي امتیازونه راکړل شي، نه هیڅکله نه، [color=white:5164e07e94]بلکه زما مطلب د عمان په خلیج کې د افغانستان د خاورې افغاني ساحل دئ. الله اکبر[/color:5164e07e94]

غوټئ خورې مونږ او تاسو ته نه ښايي چې د هغه ټوټې لویشت لویشت خاورې د خپلولو لپاره هم سرونه مات کړو چې میشته ولسونه یې افغانانو ته د ګند خطاب کوي او د پاینده باد پاکستان په شعار سره یې خپل افغاني الاصله ضمیر وژلئ وي، هو، که دوی تر اوسه د کشمیریانو په څیر د حق غوښتنې او خپلواکئ حد اقل یو لاریون هم کړئ وي نو بیا ستاسو پیغور په ځای دی. که نه مونږ باید هغه څه وغواړو چې زمونږ د ولس او راتلونکې ګټه پرې مرتبه وي نه دا چې د دیرواله او ګجر پر سر د ښه ګاونډیتوب پر ځای پیړئ پیړئ دښمنئ او جګړې وپالو.

د دروند ورور احمدزي صیب نه مننه او هیله کوم چې خپل نظر څرګند کړي تر څو روان بحث یوې ګټورې نتیجې ته لنډ کړو.


Sangar Watan
07.02.2010

[quote:c1e727f5bd]درنې خورکې، کوم شرایط چې نن د افغانانو په ګټه د ډیورنډ د کرښې د حل او فصل په اړه مساعد دي، فکر نه کوم چې په تیر تاریخ کې به یې سارئ درلود، او باور مې هم نه شي چې په راتلونکې کې به تر دې ښه چانس د افغانانو لاس ته ورشي، دا چې مونږ خدای وهلي یو او د ډالر او موټر شوق ان د خپل ورور اهل او عیال نه بې خبره او پردي او یا پردي پال کړي یو، نو دا ددې مانا نه شوه چې اوس مهال یې وخت نه دئ. [/quote:c1e727f5bd]

ډيرښکلی نظر،شاباش
اوس چه دکرزي له خولی دامريکې اوانګريز دشرابو بوي کشمير ته رسي،
نود عادل صيب په قول دډيورند دمنحوسې کرښې دبطلان او دپښتنو دبيا يوالي
لپاره ،تر دې ښه فرصت به هيڅکله هم مساعد نشي٠
خو عادل صيب،پدی سايټ کې دپاکستان تالي څټي کم ندي،خدای دې موږ ته
خير راپيښ کړي!


اور- بل
07.02.2010

سلامونه !
محترمو ورونو ، په ليکنو کې يو څه ګونګتيا شتونوالی درلود، چې د عادل ورور په ليکنه کې يې دا هيله يو مثال دی چې :
[color=yellow:9ec6b056ae]تر څو د پاکستان او ايران له ګاونډيتوب څخه د تل له پاره خلاص شو[/color:9ec6b056ae]
اوس يې ددې خبرې يو څه سوداګريز وضاحت داسې کړی چې :
[quote:9ec6b056ae]خو زه ګوادر ته لار موندنه هغه څه نه بولم چې مونږ ته دې د بحري بندرګاه سهولتونه مهیا شي، او یا دې د مالیې نه تش ترانزیتي امتیازونه راکړل شي،
نه هیڅکله نه، بلکه زما مطلب د عمان په خلیج کې د افغانستان د خاورې افغاني ساحل دئ. الله اکبر [/quote:9ec6b056ae]

هو پاکستان د سند دکراچۍ بندر په لرلو او د پښتونستان د ګوادر بندر په اشغال ساتلو د عمان (؟ که د فارس ) د خليج بلوچستاني ساحل ته آړتيا نه لري، که دغه ساحل تر هراته پورې د يوې لارې سره افغانانو ته پريږدي، له يوې خوا به د ايران د ګاونډيتوب د خطرونو په وړاندې افغانان ورته سپر کړي او ځان به ترې خلاص کړي،ځکه چې افغانستان به د ايران له ګاونډيتوب نه خلاص نه، بلکې نوموړې لار او سا حل به يې له ايران سره ګاونډيتوب نور هم وغځوي، د سوداګريزې ګټې تر څنګ به د بلوڅو دخاورې
له ويش پړه او له هغې څخه راپورته شوې او راپورته کيدونکې شخړو پړه به هم له دريواړو (بلوڅو، ايران او پاکستان ) له خوا د افغانستان په څټ غورځول کيږي ، اوکه يو طالبي پاکستان پلوی رژيم هم ورسره نصب شوی وي نو بيا خوبه پاکستان پښتانه تل د ايران سره په جګړو او تشنج کې ښکېل ساتي ، نو په دغسې حالت کې به خدای مکړه هغه ګټه هم د افغانانو زهرو ګنډير وګرځي چې په اصطلاح د فارس خليج له افغاني ساحل څخه تر لاسه کيږي!
سره ددې ټولو د فارس افغاني ساحل خپل ارزښت لري او څوک ترې انکار نشي کولی، خو آيا دومره ارزښت لري چې په مقابل کې يې د افغانستان نيمه خاوره په رسمي سنَد سره پنجابيانو ته وسپارو ؟؟؟؟

آيا دا د وطن او ملت په سر معامله ګري نه ده؟

زما په اند خو له پاکستان څخه افغانستان ته بل هېڅ کوم عملي خطر نشته، پرته له دې چې خپله پښتانه د پاکستان له پاره د افغانستان پر ضد و نه جنګيږي !
که افغان پښتانه د ISI په اشاره د افغانستان په ضد ونه جنګيږي پنجابی خو هيڅکله دا جرئت نشي کولی چې له افغانانو سره د جګړې ډګر ته راووځي، او نه غواړي چې
افغانان د يوې جګړې له لاري د بښتونستان ګټلو ته په لوی لاس را و ننګوي !
هغوی يواځې د اسلام په پلمه خپل هدفونه د افغان پر ضد د افغان په لاس مخ ته
بيايي او لکه اوس پخپله تل له افغان دولت سره ددوستۍ ادعا کوي !
نو د مسلې حل دا دی چې بښتانه بايد اول ځان او بيا دوست او دوښمن وپيژني او ددوښمن په لمسون دې د خپلو پښتنو، وطن او ملت پر ضد نه جنګيږي !
[quote:9ec6b056ae]غوټئ خورې مونږ او تاسو ته نه ښايي چې د هغه ټوټې لویشت لویشت خاورې د خپلولو لپاره هم سرونه مات کړو چې میشته ولسونه یې افغانانو ته د ګند خطاب کوي او د پاینده باد پاکستان په شعار سره یې خپل افغاني الاصله ضمیر وژلئ وي، [/quote:9ec6b056ae]
عادل صيب په ملي مسايلو کې دا ګيلې ميلې ډيرې وړې خبرې دي چې يوه ورځ
وي او بله ورځ نه وي او يوه زره ارزښت هم نه لري!
هو، مونږ سرونه هم نه ماتوو، نه خپل او نه د بل، بلکې دايمي سوله له پاکستان سره غواړو، ولې سند هم چاته نه ورکوو او نه له خپله لاسه چاته دخپل وطن قواله سپارو!
[color=red:9ec6b056ae]هو په يو ګوادر اوپه يو عماني ساحل هم نه ![/color:9ec6b056ae]

که پنجابيانو ته د خبل وطن او خپلو پښتنو د غلامۍ قواله وسپارو ، کوم کار چې په شاه شجاع د اګليسي استعمار په زور او تسلط شوی و ، هغه اوس دپنجابيانو زور ته د تسليمدو له امله تکرار کړو ؟؟؟؟

[color=blue:9ec6b056ae]دا کار اصولاً هم ناسم دی، که څوک خپل پښانه او پښتنې خاوره د ډيورند لاين په رسميت پيژندلو سره پنجابيانوته تسليموې، نو هغه د افغانستان غير پښتنې سيمې څنګه او په کوم حق بيا ساتلی شې؟؟؟؟[/color:9ec6b056ae]
نو که د طالبانو هم خدای مکړه دغه سياست شي چې عادل صيب يې وړانديز کوي، نو بيا خو په لوی لاس افغانستان د برې پښتونخوا
دوچو غرونو او سپېرو ډاګونو سيمو ته رامحدول غواړي ، آيا دا به د افغانستان
په نوم او نقشه د طالبانو يوځان وژونکی بريد نه وي ؟؟؟

پاتې خو لا داچې په دې ليونتوب سره به [quote:9ec6b056ae](( زمونږ د ولس او راتلونکې ګټه پرې مرتبه شي)) [/quote:9ec6b056ae]
ولې عادل صيب په ډير جرئت او پيپاکانه ډول ليکي چې د ډيورن د استعماري کرشې د منلو له باره بهترين وخت دی :
[quote:9ec6b056ae]کوم شرایط چې نن د افغانانو په ګټه د ډیورنډ د کرښې د حل او فصل [color=red:9ec6b056ae](يعنې منلو ؟؟؟؟)[/color:9ec6b056ae] په اړه مساعد دي، فکر نه کوم چې په تیر تاریخ کې به یې سارئ درلود، او باور مې هم نه شي چې په راتلونکې کې به تر دې ښه چانس د افغانانو لاس ته ورشي[/quote:9ec6b056ae]
معلومه ده چې د ډيورن د کرښې منل خو باکستان غواړي او د پاکستان له پاره دا بهترين وخت دی چې بر افغانانو باندې د طالبانو په واسطه ددې کرښې منل تحميل کړي، د کومې منل چې د افغانانو په تيره بيا د پښتون قام له پاره سراسر تاوان او رسوايي ده !
آيا همداسې نه ده ؟؟؟؟
خو يو بل لوستونکي ، محترم سنګر وطن بر عکس پوه شوی چې ګواکې عادل صيب د ډيورن د کرښه ردوي او ې په بطلان او نه منلويې ټينګار کوي . نوموړی ليکي :
[quote:9ec6b056ae]ډيرښکلی نظر،شاباش
اوس چه دکرزي له خولی دامريکې اوانګريز دشرابو بوي کشمير ته رسي،
نود عادل صيب په قول دډيورند دمنحوسې کرښې دبطلان او دپښتنو دبيا يوالي
لپاره ،تر دې ښه فرصت به هيڅکله هم مساعد نشي٠ [/quote:9ec6b056ae]

ځکه خو دئ عادل صيب ته داسې خبرداری ورکوي :[quote:9ec6b056ae]
خو عادل صيب،پدی سايټ کې دپاکستان تالي څټي کم ندي،خدای دې موږ ته
خير راپيښ کړي![/quote:9ec6b056ae]
نو سنګر وطنه وروره ، که عادل صيب د ډيورن د کرښې بطلان نه، بلکې په رسميت پيژندنه يې لاسليکول غواړي، نو
ستاسو دغه خبرداری کې نغښتی تور بيا چاته راجع دی ؟؟؟؟
تر ټولو بده لا دا خبره ده چې دخبلې ملي بين الافغاني داخلي روغې جوړې شرط هم
د ډيورن د کرښې د رد او بطلان پر ځای د هغې د پاکستاني حل او فصل (منلو) پورې وتړل شي :
[quote:9ec6b056ae]زما په نظر د روان افغان کړکیچ نه د وتلو په هر افغاني صلح امیزه، نظامي او سیاسي حل کې باید چې د ډیورنډ د کرښې مسله اساسي ټکئ وګڼل شي. [/quote:9ec6b056ae]
آيا عادل صيب په دې ادعا سره په څرګند ډول دا ثابتول نه غواړي چې د طالبانو جګړه له افغان دولت سره ددغې کرښې په سر او به افغانستان باندې د پاکستان له پاره ډيورن د کرښې د تحميلولو په موخه روانه ده(؟؟؟؟)، او ددې له پاره بايد چې
[quote:9ec6b056ae](( په هر افغاني صلح امیزه، نظامي او سیاسي حل کې ... د ډیورنډ د کرښې مسله اساسي ټکئ وګڼل شي)) ؟؟؟؟؟؟ [/quote:9ec6b056ae]
عادل صيب په پاکستان د طالب جګړې د زړه پورې نتيجو او د خپل نظر او هيلې زيری داسې کوي :
[quote:9ec6b056ae]زما هیله او نظر خو دا دئ چې د ټولې پښتونخوا د خپلولو پر ځای دې افغانان په یوه ټوټه پلنه مځکه کې د ګوادر په لوري سمندر ته لار پیدا کړي،
.... او پاتې .... لرې پرتې پښتنې سیمې دې پاکستان سره معامله شي. [/quote:9ec6b056ae]
که ملاله پښتنه خور ژوندۍ وای کوم غږ به يې پورته کړی و ؟ طبعاً دا چې :

[color=red:9ec6b056ae]که ډيورن کرښه دې امضا کړه ،
..........................................................خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه ! [/color:9ec6b056ae]
[color=blue:9ec6b056ae]اوس نو ماته هم دا کيسه رښتيا وځلېده چې وايي :
کله چې په اذل کې د عقل ، ملي او سياسي شعور برخې ويشل کېدلې، هغه وخت زمونږ پښتانه ورونه هلته هډو حاِضر نه وو ، که څنګه ؟؟؟؟[/color:9ec6b056ae]
[color=red:9ec6b056ae]په درنښت[/color:9ec6b056ae]


[color=darkred]سر ګټل ضروري دى[/color]

..Ahmadzai
07.02.2010

عادل صاحب
سلامونه
مونږ ته پكار دى چې اول خپل سر وګټو بيا به غوږ پسې ګرځو.

د ګوادر بندر مونږ ته حياتي ارزښت لري, دا نورو پښتونستان به همدغه پښتانه ګټي, او كله چې دوۍ راوچت سول او د ازادۍ غوښتنه يې وكړه بيا به نو مونږ ضروري ورسره همكاري كوو, كنه, د پښتونستان ازادۍ او بيرته افغانستان پورې دومره اسانه كار هم نه ده, اوس چې ځينې لر پښتانه دا هڅه كوي هغه د ستايلو وړ ده, لكه وزيرستان او نورو ځايو كې, خو ليا عموم د سرحد پښتانه پاكستان ته ډير مخلص او وفادار دي, او كه مونږ وغواړو چې په زور
يې راسره بسته كړو, نو بايد اول يي ښې وينې تويې كړو, ترڅو تسليم سي
اوبيا يې تابع كړو, او دا به د ځان وژنې په معنا وي ځكه چې بالأخر دوۍ هم پښتانه دي او زمونږ وروڼه دي, مرګ يې شرعاً ناروا دى

او دا مو هيره نه وي چې يو ځلې مو پر انګريزانو خرڅ كړي هم دي
.
نو زما په اند پښتونستان به خپله لر پښتانه ازادوي, او كه يې خوښه وه نو مونږ سره ګډ سي, خو د پښتو او دافغانستان د دولت په كوشش او هڅو نشي ازاديدلى, بلكې ديني جذبه غواړي چې دا خلك پرې راټول سي او يوه واحد ه مشري ولري, او مرګ او ژوند د خداى لپاره وقف سي, او انګريزي قانون او پنجابي ښكيلاك مات كړي, نن سبا په پښتو څوك ځان نه وژني.

نو ناأميدي هم ښه نه ده

اوس په لاشعوري توګه د سرحد خلك د ازادي خوا ته روان دي, او همدارنګه
له مونږ سره د يو ځاي كيدو په تكل كې دي, مونږ د دين بيرغ اوچت كړى او دوۍ راپسې دي, پوره غيرت او شهامت او قرباني سره, خپلې تودې سرې وينې د خداي په لار كې تويوي, زمونږ مشر ته په بيعت او إطاعت قايل دي
غم او ښادي مو يوه ده, دوښمن او دوست مو يو دى, لاره مو يوه ده
خير كه اوس يو محدود خلك مونږ سره په غم كې شريك دي, خو زه يقين لرم چې دا لړۍ به دوام ولري او نوره به هم پراخيږي, تر څو لر پښتانه ټول په بر كې ونيسي, او بيا نو نه پنجاب او نه سند ورته ټينګيدى سي.

بغير لدې زه اوس مهال او نه څو راتلونكو لسيزو كې د پښتونخوا د ازادۍ خيال په خوب كې هم نه وينم

لوى ملا صاحب دې خداى ژوندى او سرلوړ لري, چې دا جذبې يې دې ويدو خلكو كې راويښې كړې.

په درنښت


pattang
07.02.2010

ولې دومره په غضب شوی يې له چا څخه مرور يې !
او که طالب -پوبي دې زياته شوې ٠??
انډيواله زه بياهم په تکرار تکرار درته ليکم ښه دغوږونه خلاص کړه !
نن پښتانه په افغانستان کې د هزارګانو رول لري ٠ ټولې مهمې چوکۍ په
عسکري کې دپښتنو ددوښمنانو په لاسونوکې دي او دمفعول کرزي ددولت ټول
سياست د پښتنو په ضد روان دی٠
دغه خبرې چې ته يې ځينې وخت د اولسواکي ... په هکله ليکې دا ټول خوب دی.
پښتانه بايد خپل حق له غلو اواشغالګرو څخه واخلي ٠ اقليتونو ته قدرت ورکول
اودهغوي دقاتلو مشرانو ساتل د صليبي شکېلاک ستراتېږي ده ٠
له پوستين څخه سر را وباسه ولونه ، ولټوه ،وګوره چې اشغالګر د پښتنو په هکله
کوم نظريات لري او څه ډول مېديايې پروپاګنده يې په اسلام او پښتنو پسې شروع
کړې ده٠ له پا کستانه بد دوښمن پښتنو ته فاسد کرزی او دهغه ماحول دي٠

[quote:42688f08f8="پتوال"][color=blue:42688f08f8]استغفر الله ، استغفرالله ، و لاحول و لاقوة الا بالله ![/color:42688f08f8]
[color=red:42688f08f8]دځينو پښتنو افغانانو د وطندوستۍ او ملي شعور سطحه څومره لوېدلې او د تاريخ اسفل السافلين ته کښته شوې ده (!)
څومره ځپلې ده(!!) ، څومره خوړلې ده (!!!) ، څومره چينجنه ده (!!!!)، څومره خوسا او ورسته ده (!!!!!!) ، چې د ملت هر مهدي به ترې
د بيزارۍ په چغو چغو په وچ غرۀ ورننوځي!!!! څو تر قيامته بيا د پا کستاني دجال په خرۀ د سپرو پښتنو مخ هډو ونه ګوري![/color:42688f08f8][/quote:42688f08f8]


عادل عادل
08.02.2010

سلامونه

غوټئ خورې

زه خو ژوندی یم، تاسو ولی زما قول په خپله اخیستنه او تعریف سره تحریفوئ ......!!!

ته او خدای او د بحثفورمونو ټول ګډونوال او هغه چې په پښتو ګرامر پوه او لیکوالان دي، چې حل او فصل ته په کوم قاموس کې د منلو او تسلیمولو مانا ورکول کیدای شي؟

اوس راسره کیبورد ستا ملگرئ دی ؛ که خدای کول سبا به په سړه سینه سره خبرې کوو.

د پتوال صیب غاښ چیچلو ته هیڅ ډول ربط نه شم ورکولی هیله ده چی پخپله به یی واضح کړي; پتنگ صیب یی نبض نیولی خو پته یی نه لگی.


اور- بل
08.02.2010

محترم ورور عادل عادل صيب ته سلامونه!
بې شکه چې ژوندي ياست ځکه دا خبره خو ما نه ده ليکلې ، دا خو تاسو وئ بل څوک نه و چې د ډيورنلاين د حل او فصل نه
مطلب مو ګوادر بندر ته د افغاني لارې په بدل کې پخپله داسې رسوا کړ :

[quote:893110472e]زما هیله او نظر خو دا دئ چې [color=darkred:893110472e]د ټولې پښتونخوا د خپلولو پر ځای دې افغانان په یوه ټوټه پلنه مځکه کې د ګوادر په لوري
سمندر ته لار پیدا کړي[/color:893110472e]، د ایران او پاکستان ګاونډیتوب دې د تل لپاره پای ومومي(؟؟؟؟)، او....[color=red:893110472e] لرې پرتې
پښتنې سیمې دې پاکستان سره معامله شي.[/color:893110472e][/quote:893110472e]

نو اوس تۀ ووايه چې  دې ته د ډيورنلاين منل نه وائې ؟؟؟
بيا مو لا  خپله ملي بين الافغاني داخلي روغه جوړه  هم د ډيورن د کرښې د رد او بطلان پر ځای ددغه ډول  ضدافغاني ،سوچه پاکستاني حل او فصل پورې ، چې  په ښکاره  د دې منخوسې کرښې  د منلو معنی لري ، تړلی ده (!!!!)
دې کرښې منل چې له امان الله خان  نه نيولې تر نن ورڅې پورې هر نسل او هر واکمن رد کړي ، نو نن ولې  ورته تادي کوئ چې په اوسني نسل يې منل تحميلوئ 
او تر راتلونکي نسل پورې هم  ځنډ نه منئ ، دا ولې  او د څه له پاره ؟
تر دې زيات به څوک دخپل وطن پر ضد او د پنجابيانو په ګټه دريځ ونيسي ؟؟؟
 د اخو طبيعي خبره ده  چې دهر مستعمره شوي ملک بار ترازادۍ پورې د ټولو نسلونو پر اوږو  غورځيږي ٠ 
پاکستان هم د خپل مرګ په لور ځغلي ، کله چې دايران صفوي دولت ضعيف شو احمد خان  ترې  خپله خاوره بيله کړه ،
دغسې به هغه ورځ هم  ليرې نه وي چې د پاکستان روانه ناروغي د هغه  د زنکدن  شيبو ته ورسيږي  او ننګيالي  پښتانه 
 پښتونستان  دپنجابيانو  له ستوني څخه  راو باسي ، انشا الله،
 تر هغې پورې  پنجابيانو ته دخوشال په دغه وينا بسنه کوو چې :

ټيټ مې مه بوله غورڅنګ را باندې  مکړه ٠٠٠٠زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ يم 


عتیق الله
09.02.2010

زما په نظر خو د عادل په نامه يو ليکوال دلته هسې د پاګلۍنادودې کوي ځکه
که دا وَس مو نسته چې له پاکستانه پشتونخوا
وګټو نو ترې تېرېدل خو د یو وطندوښمنه اوملت دوښمنه انسان فکر دی او بس ، لر او بر پښتانه بايد په هيڅ صورت سره بيل نشي
او د کاغذ پر مخ فرضي ډيورنلاين يې سره جدا نکړي ! اوس خو ددې لاين هغه تش دکاغذي پر مخ رسميت هم په ١٩٩٨ کې دسلو کالو په تيريدلو سره د انګليسانو له پاره هم له منځه تللی ، نو اوس مونږ بيا ولې رسميت ومنو ؟؟؟؟


عادل عادل
09.02.2010

سلامونه

[quote:6dc0f37275]پاکستان هم د خپل مرګ په لور ځغلي ، کله چې دايران صفوي دولت ضعيف شو احمد خان ترې خپله خاوره بيله کړه ،
دغسې به هغه ورځ هم ليرې نه وي چې د پاکستان روانه ناروغي د هغه د زنکدن شيبو ته ورسيږي او ننګيالي پښتانه
پښتونستان دپنجابيانو له ستوني څخه راو باسي ، انشا الله، [/quote:6dc0f37275]

تاسو په پورته ټکو کې زما مطلب ته نژدې شوي یاست.

که د روسانو تر ماتې وروسته مونږ او تاسو د پاکستان سره د پولې لانجه نه درلودای، نو ممکنه وه چې افغانانو د جهاد ثمره او د خپلواکئ خوند څکلئ وای، خو غیر مخلص ګاونډي پاکستان په اسلامي ورورئ کې په داسې توګه وځپلو چې د جهاد ثمره مو په زهرو بدله شوه او نتیجه یې کورنئ جګړې ، شر او فساد، بین الافغاني توپیرونه، نفرت پالنه او نړیواله انزوا شوه.

خو نن د تیر خلاف پاکستان د افغانانو د دښمن په صف کې ولاړ دئ، د پاکستان پایښت او قلابي ځمکنئ بشپړتیا د صلیبي یرغل تر پایښته پورې تړلې ده، همدارنګه د افغاني مقاومت په لیکو کې عدم تعدد هم هغه اساسي ټکئ دی چې د پاکستان لپاره په بد شاګوم سره شمیرل کیدای شي.

د پاکستان کورني مشکلات، د هغوی په وړاندې د غربي نړئ حساسیت او د زغم لبریزي، هندوستان، د افغانانو د نفرت نه ډک ذهنیت او داسې نور ټول هغه ټکي دي چې د افغانانو لپاره د پښتونخوا د خپلولو زمینه سازي کوي.

په لنډو ټکو کې ویلئ شم چې د پښتونخوا د خپلولو لپاره ټول جانبي اسباب د افغانانو په ګټه راټوکیدونکي دي، چې د افغانانو د ملي وحدت په صورت کې یوازې خپلواک افغاني زعامت کولئ شي چې پورتني راټوکیدونکي اسباب د افغانانو او افغانستان په ګټه وڅرخوي.

غوټئ خورې د ځنې یا ټولې پښتني خاورې ګټل او خپلول زمونږ په ملي وحدت، او ګډ افغان شموله سیاست پورې مربوط دي، مونږ او تاسو ته ښايي چې د تخریب او خپلو پښو وهلو پر ځای یو د بل اصلاح وکړو، خپلې خلاوې ډکې کړو، یود بل نه د ګډو افغاني حقوقو د غږ پورته کولو جرات سلب نه کړو، د افغانانو ابتکار او ټینګ عزم د پردیو د لاس محصول و نه ګڼو او داسې نور.

نور بیا .....

[color=white:6dc0f37275]عتیق خانه ستا لهجه خو انساني نه ده، که وي نو خپله مو ولې د ځناور په لهجه او صفت سره ماته خوله اچولې ده؟ خدای دې په استمراري ډول خوار لره، آمین[/color:6dc0f37275]



09.02.2010

پتنګ خان ليکي :
[quote:64a706c783][color=red:64a706c783]له پا کستانه بد دوښمن پښتنو ته فاسد کرزی او دهغه ماحول دي٠ [/color:64a706c783]
[/quote:64a706c783]
ښه نو :
په دې منطق سره ته غواړې څوک رښتی چپه کړې ؟؟؟ :
.................................................... له ISI سره يو کيږې چې کرزی چپه کړې ؟؟؟؟؟؟


pattang
09.02.2010

داخري سياسي هدف لپاره منطق هر وخت په درد نخوري خو هغه ګامونه چې
دهدف لوري ته يې ور اخلې بايد منطقي وي هغه هم دخپل هدف لپاره ٠
انډيواله دغه مارکه (ISI ) دې زه نه منمه خو ته يې په زور راباندې تپې ، زه درته وايم
چې زه طالب تروريست نيم خو ته مې نه پرېږدې په زور مې وژنې او خپل پښتني
پت راڅخه اخلې ٠
پر دې کې شک نشته چې طالبان له ګاونډيو هېوادو څخه مرسته اخلي خو داچې
دا مرسته څومره بيا دملي منافعو په زيان دی چاته نده مالومه اوداهم ندی مالومه
چې طالبان ددې مرستې لپاره خپل هېواد خرڅوي ، ماته خو کلک پښتاته مالوميږي.
اوس به دکرزي لعنت کړه وړه سوابق درته وړاندې کړم :

Hamid Karsai - Biografie WHO'S WHO

Hamid Karsai
Der Politologe gilt als moderater, prowestlich und demokratisch eingestellter sowie als populärster Vertreter der politischen Führung des neuen Afghanistan. Hamid Karzai war in Kooperation mit den [color=brown:892a602a50]US-Geheimdiensten [/color:892a602a50]in den 1980er Jahren aktiv am Widerstand gegen die sowjetischen Besatzungstruppen und ab Mitte der 1990er Jahre am Sturz des Taliban-Regimes in Afghanistan beteiligt. Nachdem er 2001 bis 2004 als Präsident der afghanischen Übergangsregierung gewirkt hatte, amtiert Karzai seit Dezember 2004 als Staatspräsident des neuen Afghanistan...

Die Staats- und Regierungschefs Asiens

Biografie

Hamid Karsai (oder: Karzai) wurde am 24. Dezember 1957 in dem Dorf Karz (Provinz Kandahar, Afghanistan) geboren.

Seine Familie gehört dem Stamm der Paschtunen und der Dynastie der Popalzai an, die in der Vergangenheit viele Könige Afghanistans stellte. Sein Vater Abdul Ahad Karsai war ein anerkannter Führer der Popalzai.

Nach dem Schulbesuch in Kabul nahm Karsai 1979 ein Studium der Politikwissenschaft an der indischen Universität Simla auf, das er 1983 abschloss. Danach blieb er zunächst in Indien, hielt sich aber auch in den USA auf, [color=white:892a602a50]wo er in Kontakt mit der CIA geriet[/color:892a602a50].

Inzwischen hatten sowjetische Truppen Afghanistan besetzt. Karsai bereitete mit Unterstützung der amerikanischen Geheimdienste Widerstandsaktionen gegen die Besatzer vor. Gegen Ende der 1980er Jahre kehrte Karsai in sein Heimatland zurück, um dort aktiv Widerstandsgruppen gegen die sowjetische Besatzung zu unterstützten.

Nach dem Abzug der sowjetischen Truppen wurde Karsai 1992 als stellvertretender Außenminister in das Kabinett von Burhanuddin Rabbani berufen. Im Zuge des Machtaufstiegs der Taliban in den 1990er Jahren zeigte sich Karsai zunächst als deren Anhänger. Bald ging er zu den neuen Kräften jedoch auf Distanz, da er deren islamistischen Zielsetzungen nicht teilte.

Im Jahr 1996 brachte er sich in die UNO-Botschaft in Sicherheit, um dann nach den USA ins Exil auszuweichen. 1999 wurde sein Vater von den Taliban im pakistanischen Exil ermordet. In den USA kooperierte [color=brown:892a602a50]Karzai mit den US-Geheimdiensten[/color:892a602a50], mit denen er nach dem Terror-Anschlag vom 11. September 2001 den Sturz des Taliban-Regimes vorbereitete.

Der afghanische Exilpolitiker wurde auf der Bonner Afghanistan-Konferenz vom Dezember 2001 zum Präsidenten der künftigen Übergangsregierung nominiert. Nach dem amerikanischen Militärschlag gegen Afghanistan und dem Sturz der Taliban wurde Karsai im Juni 2002 zum Präsidenten der Übergangsregierung gewählt.

Der provisorische Regierungschef entging im September 2002 nur knapp einem Mordanschlag. Vom Dezember 2003 bis zum Januar 2004 saß Karsai der verfassungsgebenden Großen Ratsversammlung (Loya Jirga) vor, welche die neue Verfassung Afghanistans verabschiedete, nach der sich das Land als islamische Republik konstituierte.

Bei den Präsidentschaftswahlen vom Oktober 2004 trug Karsai unter einer äußerst hohen Wahlbeteiligung seitens der Bevölkerung mit 55,4 % der Stimmen den Sieg davon. Anfang Dezember 2004 wurde der Politiker in Kabul feierlich in sein Amt als Staatsoberhaupt des neuen Afghanistan eingeführt.

Eine der bedeutendsten Amtshandlungen des Präsidenten Afghanistans, dessen Amtszeit für fünf Jahre vorgesehen ist, betraf im April 2005 die Durchführung der ersten freien Parlamentswahlen des Landes. Mitte Mai 2005 unternahm Karsai einen Staatsbesuch in Belgien, wobei er auch mit Repräsentanten der EU zusammentraf. Danach weilte er auf Staatsbesuch in Washington.

Karzai wurde im Juli 2004 mit der Philadelphia Liberty Medal geehrt.

Home | Namen | Themen | Zeitstrahl |

Copyright © 1999 - 2008 by rasscass Medien und Content Verlag
Webdesign - mps by Susanne Porsche - www.whoswho.de


[color=white:892a602a50]Kunduz-Affäre[/color:892a602a50]
Nato-Bericht prangert Fehler von Oberst Klein an
AP
[img:892a602a50]http://www.spiegel.de/images/image-36766-galleryV9-bwvg.jpg[/img:892a602a50]

Ausgebranntes Wrack bei Kunduz: Oberst Klein "isolierte sich vom System"

Der Nato-Abschlussbericht zum Luftangriff auf zwei Tanklaster bei Kunduz legt die Fehler des deutschen Obersts Klein offen. Nach SPIEGEL-Informationen verstieß der Bundeswehr-Offizier gegen etliche Regeln. Dabei ist die Rolle der Spezialtruppe KSK größer als bisher bekannt.

Hamburg - Die Beteiligung des Kommandos Spezialkräfte (KSK) bei dem Bombardement von zwei Tanklastern bei Kunduz spielte nach Informationen des SPIEGEL eine größere Rolle als bisher bekannt. Die Nato kommt in ihrem geheimen Abschlussbericht zu dem Ergebnis, dass die vielen Verstöße des deutschen Obersts Georg Klein gegen Nato-Vorschriften nur möglich wurden, weil dieser ausschließlich vom Gefechtsstand der deutschen Spezialeinheit Task Force 47 aus agierte.

Die Task Force 47 agiert strikt abgeschirmt auf dem Gelände des deutschen Feldlagers in Kunduz. Die Einheit besteht zur Hälfte aus KSK-Elitesoldaten und zur anderen aus Aufklärern der Bundeswehr.

Klein, so das Urteil des Abschlussberichts der Nato, "isolierte sich vom System der gegenseitigen Kontrolle und gemeinsamen Verantwortung". Die Bundeswehr hat die Rolle der Task Force und damit des KSK bisher stets heruntergespielt. Die Nato hingegen konstatiert in ihrem Bericht, "dass der Einsatz hauptsächlich vom Personal der Task Force 47 initiiert und ermöglicht wurde".

Zudem haben Oberst Georg Klein und sein Fliegerleitoffizier den Piloten der zwei F-15-Kampfjets vor der Bombardierung der beiden von Taliban entführten Tanklaster entscheidende Informationen vorenthalten. Dem SPIEGEL sagte einer der Piloten jetzt, er habe die ganze Nacht kein gutes Gefühl gehabt. Der US-Pilot erwog sogar, den Einsatz über Kunduz abzubrechen, da er spürte, dass der deutsche Kommandeur am Boden das Bombardement um jeden Preis wollte. Bei dem Angriff am 4. September 2009 kamen bis zu 142 Menschen ums Leben, darunter auch Zivilisten.

Einer der beiden Tanklasterfahrer war noch am Leben - dann kam der Angriff

Aus dem geheimen Nato-Bericht über den Vorfall geht hervor, dass die Bundeswehr von einem Informanten wusste, dass mindestens einer der beiden Fahrer der Tanklastwagen noch am Leben war, als die Laster die Sandbank im Fluss erreicht hatten. Der Übersetzer der Task Force 47, ein Afghane mit deutschem Pass, der in der Nacht mindestens siebenmal mit dem afghanischen Informanten gesprochen hatte, sagte dies als Zeuge vor Nato-Ermittlern aus. Als die US-Piloten per Funk bei den Deutschen nach dem Schicksal der Fahrer fragten, sagte der Fliegerleitoffizier von Oberst Klein dennoch, er habe darüber keine Informationen.

Den Nato-Ermittlern berichtete einer der beiden US-Piloten, wenn sie gewusst hätten, dass einer der entführten Tanklasterfahrer unter den Menschen im Zielgebiet sei, "hätten sie ihre Waffen nicht eingesetzt".

Im Zuge der Kunduz-Affäre war Arbeitsminister Franz Josef Jung (CDU), der zum Zeitpunkt des Angriffs Verteidigungsminister war, von seinem Amt zurückgetreten. Auch den jetzigen Verteidigungsminister Karl-Theodor zu Guttenberg (CSU) hatten die Untersuchungen zum Hergang belastet.

[color=darkred:892a602a50]Karzai lobt Bundeswehr-Einsatz in Afghanistan

Der afghanische Präsident Hamid Karzai sieht die Beziehungen zu Deutschland durch das Tanklaster-Bombardement aber nicht gefährdet. "Keine andere Regierung hat sich so um die zivilen Opfer gekümmert wie die deutsche", sagte er dem SPIEGEL. Karzai zollt den deutschen Truppen sogar großes Lob. "Sie haben ihre Sache gut gemacht."[/color:892a602a50]

Bei der Londoner Afghanistan-Konferenz habe der Westen sich dem Kurs der afghanischen Regierung angeschlossen, behauptet Präsident Hamid Karzai in dem SPIEGEL-Interview. Das Ergebnis der Konferenz fasste er mit den Worten zusammen: "Das Neue daran ist, dass die internationale Gemeinschaft endlich begreift, wie wichtig ein Aussöhnungsprogramm" mit den Taliban für das Land sei. Neu sei auch, "dass die Vereinigten Staaten, Europa und Japan ein solches Programm mittragen wollen". Erst jetzt habe der Westen erkannt, dass sich der Anti-Terror-Kampf nicht gegen afghanische Dörfer richten dürfe, sondern gegen die "Rückzugsgebiete, die Trainingscamps, die finanziellen Unterstützer" der Terroristen. Karzai: "Hätten die Verbündeten das schon vor acht Jahren eingesehen, stünden wir heute besser da. Leider haben nicht alle auf uns gehört."

Die neue Strategie des amerikanischen Oberbefehlshabers, General Stanley McChrystal, unterstützt Karzai vor allem, weil sie "dem Schutz von Zivilisten" diene. "Wenn wir uns an dieses Prinzip halten, werden wir Erfolg haben. Wenn nicht, ist ein Scheitern sicher."

اوس نوپخپله قضاوت وکړه چې څوک ښه ده کرزی او که ملا عمر ????
زه له هر چا مرسته غواړم چې کرزی چپه کړم که زه د ISI سړی شم نو زما او
دکرزي به بيا څه توپير وي .

[quote:892a602a50="پتوال"]پتنګ خان ليکي :
[quote:892a602a50][color=red:892a602a50]له پا کستانه بد دوښمن پښتنو ته فاسد کرزی او دهغه ماحول دي٠ [/color:892a602a50]
[/quote:892a602a50]
ښه نو :
په دې منطق سره ته غواړې څوک رښتی چپه کړې ؟؟؟ :
.................................................... له ISI سره يو کيږې چې کرزی چپه کړې ؟؟؟؟؟؟[/quote:892a602a50]



09.02.2010

دروند ورور عادل عادل صيب ته نېکې هيلې او سلامونه !

که ستاسې مطلب دغه وي چې د غوټۍ خور په ځواب کې وروستی ځل ليکلی ، نوبيا نه محکوم . نه شمالي ، نه منځنی
او نه سويلي پښتونستان پنجابيانو ته تسليمول غواړئ، هو د ګوادر بندر په بدل کې هم نه، نو زه يې درسره سل په سلو کې تاييدوم،
او باور لرم چې د غوټۍ خور موخه هم همدا وي !
د ډيورن ليکه خو يواځې په يو بي اعتباره پاڼه کې شته، په واقعيت کې خو د مځکې پر مخ هېچېرې نشته، لر او بر بښتانه سره يو دي او هيڅکله نه دي جدا شوي!
نو څوک يې چې جدا کول غواړي هغه د ډيورن د کرښې نوم اخلي، او هغه پاکستان دی، نه مونږ!
مونږ دغه کرښه (=د پښتنو جدايي) په رسميت نه پيژنو ، نه مو پيژندلې وه او نه به يې وپيژنو،نو کله هم پاکستان غواړي چې زمونږ ختيز ه
او خپله لوېديزه پوله وټاکي، نو بيا به مونږ پر آباسين خبرې کوو ، نه په ډيورن !
هو، مونږ له پاکستان سره سوله ، دوستي
او ښه ګاونډيتوب غواړو، خو د خپل وطن له پاره، نه د خپل وطن او قام پر ضد، نو
د خاورې او قام په قيمت (؟) هېڅکله نه !!!
الله تعالی دې مونږ ته توفيق راکړي چې ګډه او عام و تام وحدت سره د هيواد ملي او نړيوال مسائل ټول په سوله ييزه لار حل کړو،
او په خپل منځ کې د بهرنيو لاسوهنو ته هيڅکله موقع ورنکړو!

نور ستاسې په وړاندې د عتيق الله ورور کارولې لهجه غندم او د هغه د خپل نامه په ترکيب کې د دوهمې برخې په مخ ترې هيله کوم
چې دغسې لهجه کارول په راتليزه کې هيڅکله د هيچا پر ضد تکرار نکړي او له مونږ تاسې سره په فوروم کې هم د افغاني او اسلامي
ورورۍ فضا ، متقابل درناوی او صميميت جاري وساتي !
[color=blue:c42ebe9cdb]ومن الله التوفيق ![/color:c42ebe9cdb]!


Sangar Watan
10.02.2010

له عادل صيب نه په رښتيا هم خپله ليکنه ګډه وډه شوې،
خو که پاکستان په "ساده ګئ" سره افغانستان ته دګودر بندر ته لاره ورکړي
(بيدون قيد و شرط)،دې ته وائي غوړي لاغوړ٠
پاته شوه دپاکستان سره اصلي لانجه يعني دافغان ولس د هغې برخئ،برخليک
 چه دپنجابيانو تر سلطې لاندې ژوندکوي،پدی هکله تصميم ،زما په اند ،دهغو
پښتنو او بلوڅو حق دی چه دډيورند دمنحوسې کرښې په وسيله دخپل اصلي
ټاټوبي نه بيل کړی شوي دي٠

اوس نړۍ اونړيوال په دموکراسۍ عقيده لري٠دموکراسي داسې حکم کوي چه
بايد دسرحد هغې خوا افغانانو ته حق ورکړی شي چه په يوه عادلانه ټولټاکنه
کې(نه لکه دکرزي ټولټاکنې !) خپل برخليک پخپله تعين کړي٠
ځيني خلک به داهيله لري چه دوباره دخپل پلرني هيواد افغانستان سره يوځای
شي،ځيني به غواړي چه مستقل هيواد ولري،اوځيني نور ممکن دپاکستان تر
غلامئ لاندی ژوند کول خوښ کړي٠دا، ددی افغانانو اسلامي،طبيعي او دموکراتيک حق دی٠
مګر که په اوسنيو شرايطو کی چه زموږ خپل هيواد تر اشغال لاندې دی،
اشغالګر دپاکستان په تجزيه راضي شوي وي  :roll: او افغانانو ته دهغوي ځمکې 
 واپس ورکولو خيال ولري،موږ بايد ددې عمل هرکلی وکړو :shock:


میوند ننګیال
10.02.2010

درندو او رانزدو هر یو پتنګ اکا ، عادل صیب ، پتوال صیب ، سنګر صیب او رانزدی ورور جلال احمد زﺉ صیب او اغلی غوټی وربل خور ته نیکی هیلی او سلامونه !

ښه بحث مو روان کړی .

د هر چا خپل نظر دی او زه د ټولو رایو او نظر ته احترام لرم.

دډیورنډ لاین د هرمخلص مسلمان او هر اصیل افغان ارمان دی چی یو ورځ به ان شاءالله دا دلوی افغانستان یو ولایت وی خو :

د اخبره د سلو کالو نه مخکنی ده تر اوسه پوری یو افغان هم ددی په سر سودا نده کړی او نه به یی وکړی .

د افغانستان حالات نن دروس سره د جهاد دوخت نه بد تر دی او داسی یو بی دینه او وحشی خلکو اشغال کړی چی دډیورنډ لاین یی رانه د ياده ویستی .
بیشکه پښتانه یو قوم او یو ملت او دیوه وجود غړی دی خو ایا د سرحد دپښتنو هم دا خوښه ده چی افغانستان سره یو ځای شی ؟

ګرانی غوټی اوربل خور له تا یو څو پو ښتنی کوم ؟

[color=green:98921d8921]ایا تا سو خبر یی چی د لری پښتونخواه خلک څه غواړی.
ایا د لری پښتونخواه پښتانه دافغانستان سره مینه لری
ایا هغوی غواړی چی دافغانستان سره یوځای شی

تاسو بغیر دبلوجستان دپښتنو نه په سرحد کی په چا نازیږی[/color:98921d8921]

[quote:98921d8921]مونږ دغه کرښه (=د پښتنو جدايي) په رسميت نه پيژنو ، نه مو پيژندلې وه او نه به يې وپيژنو،نو کله هم پاکستان غواړي چې زمونږ ختيز ه
او خپله لوېديزه پوله وټاکي، نو بيا به مونږ پر آباسين خبرې کوو ، نه په ډيورن [/quote:98921d8921]!

ګران پتوال صیب !
همدغه زمونږ هم ناره ده او همدا مو مرام دی چی نه دا مردار ه او توره پوله منو اونه پری خبری کوو.

پتنګ اکا سلامونه !
[quote:98921d8921]اوس نوپخپله قضاوت وکړه چې څوک ښه ده کرزی او که ملا عمر ???? [/quote:98921d8921]

په او سنی وخت کی په کرزی د ملا عمر سپی هم شرف لری ځکه د کرزی او شا ه شجاع تر منځ هیڅ فرق نشته فرق لری هغه هم دا چی هغه یو نر غلام وه او دا یو بی غیرته دی .

هو دملا عمر بعضی مخکنی سیاست ته هم ښه نه وایم خو اوس د مقاومت او دفاع په میدان کی دی او الله به یی کامیابوی ان شاءالله

عتیق الله خانه !

[quote:98921d8921]زما په نظر خو د عادل په نامه يو ليکوال دلته هسې د پاګلۍنادودې کوي ځکه
که دا وَس مو نسته چې له پاکستانه پشتونخوا
وګټو نو ترې تېرېدل خو د یو وطندوښمنه اوملت دوښمنه انسان فکر دی او بس.[/quote:98921d8921]
عتیقه !
د اد سلو کالو لاتجه ده او ستانه د ښو شو ځوانانو هم دا ارمان وه چی پښتونخواه را خپله کړی مګر الله ته نه وه منظوره او زمونږ هم دا ارمان دی خو

دا نن چی د احمد خان لو ی افغانستان اشغال دی دا دهغی په مقابل کی ډیره لویه او د بی عزتی خبره ده .

اول باید ازاد اوسی بیا دډیورنډ لاین خبره کوه

هو نر شه صهیونی اشغالګر وباسه زه وعده درکوم چی اول څاڅکی وینه به زما د ډیورنډ لاین په سر تویږی

بله دا چی دلته هر سړی حق لری خپل نظر ورکړی تا هم خپل نظر ورکړ او ما هم همداسی عادل صیب هم خپل نظر ورکړی وه بیا ستا هیڅ حق نه جوړیده چی داسی نا زیبا الفاظ دی ورته کارولی وه


Sangar Watan
10.02.2010

ښاغلی ننګيال

ستاسو ليکنه،چه معظمې وربل ته موليکلي:

[quote:702f166345]ایا تا سو خبر یی چی د لری پښتونخواه خلک څه غواړی.
ایا د لری پښتونخواه پښتانه دافغانستان سره مینه لری
ایا هغوی غواړی چی دافغانستان سره یوځای شی

تاسو بغیر دبلوجستان دپښتنو نه په سرحد کی په چا نازیږی [/quote:702f166345]

داسې معني ورکوي چه ګواکې تاسو پخپله دې سوالو په ځواب 
ډير ښه پوهيږئ٠
واقعيت دادی چه په وګړنيز ډول هيڅوک هم ددې سوال ځواب نشي ويلی٠

لکه چه ما دمخه ليکلي،ددې ناتار دحل لاره ټولټاکنه ده٠ موږ افغانان دهميش
لپاره دا ملي اوتاريخي مسوليت لرو چه دهر امکان نه په استفادې سره،
پاکستاني جرنيلان پدی وپوهوو چه افغانان به دډيورند کرښه هيڅکله 
هم ونه مني٠



11.02.2010

د ننګيال صيب پښتنې ننګ او غيرت ته درناوی او سلامونه !
[quote:97e7fa82b8]
ایا تا سو خبر یی چی د لری پښتونخواه خلک څه غواړی.
ایا د لری پښتونخواه پښتانه دافغانستان سره مینه لری
ایا هغوی غواړی چی دافغانستان سره یوځای شی
تاسو بغیر دبلوجستان دپښتنو نه په سرحد کی په چا نازیږی [/quote:97e7fa82b8]

که د هند لاس بر شي، سره له دې چې پنجاب او پنجابيان ترې بيل دينه مسلمانان دي دانګليسئ استعمار تارتق پاکستان به تر بريد لاندې ونيسي
او سند وپنجاب به د پنجابي قوميت او خاورې په نامه بيرته په هند پورې وتړي،
که څه هم پنجابيان د هند پر ضدآت اتومي وسله کارولو ته هم چمتو دي،
خو هغوی به د پاکستاني پنجابيانو سره اليکشن ونکړي ،
حال داچې لر پښتانه به هيڅکله هم د افغانستان د بريد پرضد ټوپک ته لاس نکړي ، بلکې د لوی افغانستان هرکلی به وکړي ، که څه هم تر هغه وخته پورې يې د پښتونستان آزادي په خيال کې هم نه وي ورګرځېدلې!

نو خبره دا نه ده چې هر ه سکالو په الېکشن حل او فصل شي، انګليسانو هانګانګ
له هغوی سره له اليکشن پرته چين ته وروسپاره او
که اليکشن شوی وای هانکانګ به هيڅکله بيرته چين نه و سپارل شوی ،چين هم هيڅکله نه حاضرېده چې خپل د ا ملي حق د هانکانګيانو
د رايو پورې وتړي!
د جنوبي ويتنام يو فرد هم نه غوښتل چې د شمالي کمونستي ويتنام سره يوځای شي، پلکې د هغه پرضد جنګېده، خو شمالي ويتنام د خبل وطن او ملت د يوې برخې په توګه په زور آزاد کړ!
دلته د وطن او ملت بشپړتيا مهمه او ټاکونکې ده، نه د يوې يا بلې برخې رايې، که همدا اوس پښتونستان له پاکستان څخه مستقل شي
مثلآ فرض که چې د پاکستان اتومي ځواک يې په لاس کې ولويد، آزاد شو او بيا يې دعوه وکړ ه چې افغانستان دپلرني وطن په توګه په زور
ونيسي او د لوی افغانستان خاوره تر اټکه سره وتړي ، که حکومت برې د هغوی و او که ددوی، هغه په کې رول نه لري، هغه د داخلي دموکراسۍ موضوع ده،
چې د اليکشنونو پورې اړه پيدا کوي،
ولې د بهرنيو دولتونو په وړاندې دملت حقوق هيڅکله د اليکشن موضوع نه ګرځي!
له همدې کبله د ډيورت پر کرښه تصميم هيڅکله هم د لر يا بر افغان د رايو پورې نشي تړل کيدای، او په دې اړه ټاکنو ته چانس
ورکول هم ملي خيانت او جنايت دی ، ځکه دغسې چانس ورکول هم د خپل ملي حق تر پوښتنې لاندې راوستل او ددوښمنانو د دسيسو ښکار کېدل دي او بس !


عادل عادل
11.02.2010

سلامونه

PAK= Panjab which is part of Indian Panjab+Afghan land of Koza Pakhtunkhwa+ Kashmir the so called Azad kashmir

الله پاک وکړي چی د پورته دریو ټوټو نه جوړ پاکستان وپاشل شی پداسی توگه چی د مسلمانانو او پښتنو په خیر پریوځي. امین



11.02.2010

ځوانه ته خو وايې :

[quote:c5d77ff1bc]دغه مارکه (ISI ) دې زه نه منمه خو ته يې په زور راباندې تپې ، زه درته وايم چې زه طالب تروريست نيم خو ته مې نه پرېږدې په زور مې وژنې او خپل پښتني پت راڅخه اخلې ٠ [/quote:c5d77ff1bc]

وروره ترکي دې هم غورې کولې چې له دې انقلاب نه نۀ مسکو خبر و او نۀ واشنګټن، صرف مسکو برې خوښ او واشنګټن پرې ماڼېجن شو،
او تره کی هم نه يواځې تاته ښه بښتون بريښېدۀ، امين خو دې د ناسيوناليزم لمبه ؤ،
ولې کوم يو يې د KGB له کنترول او کوم يو يې
د KGB له غړيتوب څخه وتلی شو ؟؟؟؟
هو ، پرته له دې چې شوروي افغانستان اشغال کړی وای، امين د KGB له کنترول او تره کی د KGB له غړيتوب څخه نشو وتلای!
نوپه دې خبرو ځان مه تيرباسه چې د KGB يا CIAاو يا ISI دغه غړی يا هغه غړی او يا هغه بل دريم غړی ولادير ښه پښتون
دی KGB يا ISI به وغولوي ، هيواد به پرې آزاد کړي او نور به د هغوی لکۍ ورغوټه کړي :lol: :lol: :lol: :lol:
نه نه ، برعکس هر يو او د هغه ايجنټان زموڼم دوښمنان دي او هيواد به نور هم تر بد بدتر او د نويو لا خطرناکو بادارانو په لومه کې ښکېل کړي او غولېدلی ايجنټ په لا پيګيرانه ډول د بادار لپاره قام او وطن ته د کارمل غوندې اور اچوي او که نه مخکې له مخکې به د تره کي او امين غوندې خپل سر خوري !
امين نشو کولیKGB وغولوي، تره کی نه غوښتل KGB وغولوي او کارمل په داوطلبانه توګه دKGB هدفونو ته مخکښ رول لوباوه، نو مشر ملا صيب په څنګه
وکړای شي چې د ISI غوندې جهنمي سازمان وغولوي، يايې غولول وغواړي او يا داسې وخت راشي چې دهغې په خدمت کې نور مخکښ رول ونه لوبوي ؟؟؟؟
نو ايا :
............ له ISI نه دې حيا نه کيږي ، له KGB نه دې حيا کيدله ؟
که نا :
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠دا CIA او KGB پردي وو، او ISI دې شوه دخپلو خپله ؟؟؟؟

نو ځوانه دا ډير زياتی او ځان غولول دی چې ليکې :

پر دې کې شک نشته چې طالبان له ګاونډيو هېوادو([color=red:c5d77ff1bc]= [/color:c5d77ff1bc]ISI) څخه مرسته اخلي خو داچې
[quote:c5d77ff1bc]دا مرسته څومره بيا دملي منافعو په زيان دی [color=darkred:c5d77ff1bc]چاته نده مالومه اوداهم ندی مالومه
چې طالبان ددې مرستې لپاره خپل هېواد خرڅوي [/color:c5d77ff1bc]، ماته خو کلک پښتاته مالوميږي [/quote:c5d77ff1bc]( :lol: :lol: :lol: )

دا خبره خو به پنجابيان هم درسره ونه مني اودرته به نيغ په سترګو کې دا سپق درکړي چې :[color=white:c5d77ff1bc]

اسلام به وسيله کړم چې پښتو کړم پرې ساقطه
........................................................... اسامه به ترهګر کړم چې تا وغورځئ له قړته ! [/color:c5d77ff1bc]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more