نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دادې لا بله شاهدي
26.01.2010
که يو استاذ په خپل شاګرد شاهدي ورکړي چې ده ته دا ټول کمالونه ما ښودلي او ننني مقام ته ما رسولی دی او اوس هم ورته
لار ښودنه کوم ، نو شاګرد به د دې په خلاف څه ووايي؟
هېڅ !
ايا همدغسې يوه استاذي او شاګردي په دې لاندې لېنک کې هم نه ليدله کيږي چې شاګرد يې هېڅ نشي ردولای ؟؟؟؟؟؟
دغه لينک وګورئ او نظر پرې ورکړئ :
http://www.tolafghan.com/posts/16811
او دغه سند څه وايئ :
http://media.causes.com/712927
_________________________________
Re: دادې لا بله شاهدي
pattang
26.01.2010
ځوانه دا شيان په درد نخورې څو مياشتې مخ کې هم يوه نسوار پک داسې خبرې
ليکلې وې ٠ که استاد دروغ وايې نو بيابه څرنګه وي ? څکه دپاکستان دولت خو په
دروغو او حرامزادګي سره له اشغالګرو پيسې اخلي او پښتانه وژني٠
شاګرد به استاد ته وايې چې شاګردي دې منم خو زه بې حسه او بې درکه ماشين نيم
چې ته تيل راکوې او زما اشټرنګ دې په لاس کې دی ٠ نه زه خپل فکر او خپله عقيده
لرم او په خپل نقص او تا وان ښه پوهيږم ٠ نو ر ډېر وخت په تاريخ کې شاګرد استاد
را چپه کړی دی٠ شاګرد يې څرنګه رده کړي ? شاګرد خو په تور لېست کې دي په ډګر
نه ګرزې دی شي او نه خبرې کوی شي او داشيان ديوه نسوار پک چېټيات بولي٠
[quote:a42e6ea7d7="پتوال"]که يو استاذ په خپل شاګرد شاهدي ورکړي چې ده ته دا ټول کمالونه ما ښودلي او ننني مقام ته ما رسولی دی او اوس هم ورته
لار ښودنه کوم ، نو شاګرد به د دې په خلاف څه ووايي؟
هېڅ !
ايا همدغسې يوه استاذي او شاګردي په دې لاندې لېنک کې هم نه ليدله کيږي چې شاګرد يې هېڅ نشي ردولای ؟؟؟؟؟؟
دغه لينک وګورئ او نظر پرې ورکړئ :
http://www.tolafghan.com/posts/16811
_________________________________[/quote:a42e6ea7d7]
و.افغان
26.01.2010
محترم پتوال او ګران مشر ورور پتنګ صاحب سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ.
له هر څه مخکې د ښکېلاګ په وړاندې د سپيڅلي مقاومت د شاځلمو زړور مقاومت او
سرښندنو ته د زړه له تله د تعظيم سر ټيټوم، د غربي امپريالېزم په وړاندې يې د افغاني
پت او عزت ستر ساتونکی بولم، آن چې د کابل د برحال رژيم د کارکنانو په خپل اعتراف
باندې دغه سپيڅلي مقاومت هغوی ته هم تر يو حده د آبرومند ژوند وربخښلی دی.
هو! تر اوسه مقاومت بيخي صحي اړخ ته په حرکت کې دی، البته کله کله ځينې فرصتونه
د مقاومت لاس ته لويږي چې هغه بايد له لاسه ونه باسي، ځکه چې دغه فرصتونه دوی
خپل هدف ته په آسانه، کم تاوانه لاره ژر رسولی شي.
خبرې اوس د سولې ډېر مطرح کيږي، دا بايد له ياده ونه باسو چې د افغانانو په مريو
(ستونيو) باندې له هر اړخه زهريله مارانو خولې خښې کړي دي، ښکېلاګر دښمن مو هم ډېر مکار او
فرېبکار دی، بايد د صلحې په لورې تګ کې ګام ګام واضح او لکه لمر ښکاره وي،
د مقاومت ځواکونه ټول په ګډه بايد د ښکېلاګرو د محترم وتلو لپاره ژمنه وکړي، خو
په عين حال د هغوی ويستل يوه 100٪ يقيني خبره په اثبات ورسيږي، ځکه چې د
ښکېلاګرو نامحترم وتل هم ځمونږ په ګټه نه دي، موخه داده چې دغه کار مونږ له خپل
مقدس هدف څخه لرې کوي، او د يوه دښمن له غېږې مو بل دښمن ته غورځوي.
پاکستان هغه څوک دی چې اسلامي امارت يې په 30 مليونو ډالرو خرڅ کړ، او د
عسکري مواقعو مفصله نخشه يې د امريکايانو په لاس ورکړه، په سلګونو بلکه په
زرګونو مجاهدين يې بنديان او شهيدان کړل، او په امريکايانو باندې يې د شنو ډالرو
په مقابل کې خرڅ کړل.
که چېرته د مقاومت ځواکونه وينې، چې رښتيا هم امريکا او د کابل حکومت د سولې
په مطرح کېدو کې رښتيني وي، نو طالب بايد پخپله له هغوی سره کښيني، که خطره
احساسوي، نو الحمد الله ځمونږ په افغان ملت کې قحط الرجال نه دی، ښه پاک خلک
شته، هغوی دې پخپلې نمايندګۍ وړاندې کړي، او ګام ګام دې ښه په اطمينان واخلي.
البته په مار پاکستان باندې يو ځل بيا باور کول د يوه لوی حماقت معنا ده، پوهېږم
چې پاکستاني جنرالان تر ډېره حده دروغ وايي، او طالبان په داسې حال کې نه دي چې
حتا د هغوی دروغو ته د دروغو نسبت وکړي، خو البته په عملي ميدان کې بايد د
پاکستاني مار له منځګړيتوب څخه جدي ډډه وکړي.
لوی الله جل جلاله دې د مقاومت ځواکونو ته توفيق ورکړي، چې د خپل رب، دين،
وطن او ملت حقوق پر ځای کړي، ژونديو غازيانو ته يې د مبارک عمر غوښتونکی
يم، او شهيدانو ته يې جنت الفردوس د لوی الله جل جلاله له دربار څخه غواړم.
په درنښت
طالب ISI
26.01.2010
وهاجه وروه ډیرښه ځواب د لیکلئ، د ډیرو پښتنو وروڼو شاید همدا لاره خوښه وی،چی بهرنیان ووځی، خو چې نه داسې د فسق او فجور څخه ډک حکومت لکه د نجیب له سقوط څخه وروسته چی منځ ته راغئ، اونه هم داسی سپیره او د دکتاتورئ ، مایوسئ، او غریبئ حکومت لکه د طالبانو چې لامل یی، یو څه خپله د طالبانو کړنلاره، یوڅه د بهرنیانو نه همکاری، او پاتی برخه د د ابلیس د پلارنی ټاوټوبی(پاکستان)، او په خاص ډول د شیطان خاص لښکر (د پاکستان پوځ) او د شیطانانانو او منافقینو فخر (ای،اس،ای) رول د یادولو وړ دی.
خو همدا د فخرالشیاطین نمایندی ګان (کرنیل امام، او نور منافیقین یی)، داسی دعوه کوی چی ته به وایی که نن ورځ طالبان ته ووای چې نفس مو بند وساتئ، نو یو طالب به هم نور نفس ونه باسی، او تر ټولو بده دا چې یوه ورځ طالبانو د هغه ظلمونوڅخه چي پاکستان وکړل ،یوه وړه غوندی ګيله هم ونه کړه.
نوکه همداسی حال وی بیا د طالبانو او Black water څه فرق دی؟
هفه هم د پيسو مقابل کی ، د امریکا د حکومت ته کار کوی،او طالبان هم عین کار، د اسلام تر جذباتو او پوښښ لاندی پاکستان ته کوی.\
په پای کی به طالب پښتون مړ وی، پولیس پښتون، پوځی پښتنو، ښونځی په د پښتنو سوځول شوئ وی، پلونه به د پښتنو ړنګ وی، او چغی به کور نیل امام وهی، چی یی سب همرا منصوبه تا، سوچ او فکر همارا، او جذبه او قربانی پټانو کا!،
پښتونه تر هغه ښه ورځ و نه وینی، چي ورسته له تولد څخه د هر پښتانه ماشوم په غوږ کی،د جومات د ملا امام په مبارک ژبه د ښکلی آذان د ویلو څخه وروسته لاندی کلمات هم ووایی:
۱. دا چې پاکستان زمونږ اذلی دښمن دی
۲. بچیه تر مرګه به په پښتو خبری کوی.
۳.بچیه یو د اسلام دین ترک نه کړی، او بل پاړسیوان نه شی
۴.ښونځی او پوهنتون به خاخما خلاصوی.
۵. د هر لونګئ واله او ګیری په خوله به سنګر ته نه دانګي.
( دا یو خیال دی، خو هیله ده تاسی زما زړه درد درک کړئ وی)
wadan
wadan
27.01.2010
سلامونه،
شهیروروره د لیکنی نه دی مننه٠ ناپئیلی او رښتينی وو٠
په درناوی،
Helmand.M
27.01.2010
ی ایس آی: د امتیازونو په بدل کې طالبان خبرو ته راولو
تاند(سې شنبه/جنوري ۲۶) د پاکستان استخباراتي اداره (آی ایس آی) تیاره ده چې د هند په وړاندې د امتیازونو د ترلاسه کولو په بدل کې افغان طالبان له جګړې لاس په سرکولو ته چمتو کړي .
فیننشل ټایمزورځپاڼې راپور ورکړ د پاکستان استخبارات ،چې د دې ورځپاڼې د راپور له مخې ،په افغان طالبانو کې نفوذ لري،وايي چې دا اداره چمتو ده چې د هند په وړاندې د سیالۍ لپاره په سیمه کې د نفوذ او اغېزپه خاطر د امریکا د قوي ملاتړپه بدل کې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو لپاره د خبرواترو لار اواره کړي .
له اسلام اباد څخه د فیننشل ټایمز د خبریال فرهان بخاري د راپورله مخې د پاکستان د استخباراتویوه پخواني مقام ،چې له طالبانوسره پېژني،وویل :«که نړۍ غواړي چې موږ نه یوازې طالبان د خبرومېزته راولو بلکې خبرو ته د هغوی په کښېنولواو بریالیتوب کې فعال رول ولوبوو باید زموږامنیتي ستونزې او چلینجونه ومنل شي .
په افغانستان کې د امریکايی اوناټوځواکونو عمومي قومندان سټنلي مک کریسټل ویلي چې د افغانستان د حکومت او وسله والوطالبانو سیاسي تماسونه کېدای شي د افغانستان د کشالې د پای ته رسېدا ترټولوښه لار وي .
په داسې حال کې چې ډېرشناندي وايي د کابل د حکومت او د طالبانو د مشرانو ترمنځ د خبرواحتمال کم دی د جنرال مک کریسټل څرګندونې د امریکا د پالیسي جوړونکوپه منځ کې د هغه نظر ښکارندويي کوي په یو نه یوډول واک وېش(د قدرت وېش)به ممکن د امریکا لپاره د خروج ترټولوغوره ستراتیژي وي .
د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس د پاکستان د وروستي سفر په لړ کې وویل چې طالبان د افغانستان د سیاست یوه برخه ده .
فیننشل ټایمز وايي د پاکستان د مرکزي حکومت یوه وزیراندېښنه څرګنده کړه چې افغانستان ته د دېرش زره اضافي امریکايي سرتېرو له رسېدو سره به زیات طالبان د پاکستان خاورې ته واوړي .
هغه وویل :«موږپوهېږوچې دوی ولسي ملاتړ نه لري.افغانان به احتمالاً هیڅکله د دوی استازو ته رایې ونه کړي چې په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي.خو یوازې او یوازې د پاکستان په مرسته به د سیاست لوړو کچوته د دوی رسول د امریکا له لوري د بغاوت ضد عملیاتو په نسبت په افغانستان کې د ثبات له راوستلو سره زیاته مرسته وکړي .»
فیننشل ټایمز لیکي چې د آی ایس آی له لوري خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې پاکستان په سیمه کې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره له امریکا څخه امتیازونه ترلاسه کولی شي .
ورځپاڼه زیاتوي چې په آی ایس آی کې ځینې عناصرد طالبانود مشرانو، چې باور دی په پاکستان کې مېشت دي، ساتونکي اوپالونکي ګڼل کېږي.
پاکستاني امنیتي چارواکي له طالبانوسره خبرو او روغې ته د امریکالېوالتیا خپلو هدفونو او له امریکا څخه د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله بولي .
پاکستان ته ترهرڅه زیات مهم دا دي چې د کشمیرپرسر له هند سره په سیالۍ او دغه راز په افغانستان کې د نفوذ په برخه کې امتیاز لاس ته راوړي .
خو مخکې تردې چې د پاکستان آی ایس آی په دې باب څه ووايي افغان طالبانو د ولسمشرکرزي د وروستیو څرګندونو په باب چې دی له طالبانو سره خبرې کوي او له تور لیسته د هغوی د مشرانو د ایستلو غوښتونکی دی ، د تل په شان منفي عکس العمل نه دی ښوولی .
وروسته له دې چې له طالبانو سره د پخلاینې په باب د ولسمشرکرزي د حکومت له هلوځلو سره نړیوالې ټولنې له زړه موافقه کړې په پخوانۍ شمالي ټلوالې پورې اړوندو ډلو او عناصرو له طالبانوسره د خبرو مخالفتونه پیل کړي دي .دا په داسې حال کې ده چې په هغوی پورې مربوطو رسنیو په غیرمستقیم ډول او کله ناکله په زغرده د حکومت په وړاندې د طالبانو د دریځونو ملاتړ کاوه .
28.01.2010
ښاغلی او منلی وهاج صيب او درنو لوستونکو ته سلام!
ستاسې د ليکنې دغه برخه د ډيرټينګار وړ بولم :
[quote:f98c330905]
پاکستان هغه څوک دی چې اسلامي امارت يې په 30 مليونو ډالرو خرڅ کړ، او د
عسکري مواقعو مفصله نخشه يې د امريکايانو په لاس ورکړه،
په سلګونو بلکه په زرګونو مجاهدين يې بنديان او شهيدان کړل، او په امريکايانو باندې يې د شنو ډالرو په مقابل کې خرڅ کړل ......البته په
مار پاکستان باندې يو ځل بيا باور کول د يوه لوی حماقت معنا ده، پوهېږم
چې پاکستاني جنرالان تر ډېره حده دروغ وايي،
او طالبان په داسې حال کې نه دي چې حتا د هغوی دروغو ته د دروغو نسبت وکړي، خو البته په عملي ميدان کې بايد دپاکستاني مار له
منځګړيتوب څخه جدي ډډه وکړي[/quote:f98c330905]
ويل کيږي چې طالبان هم د ISI له لاسه پوزې ته راغلي دي خو نه پوهيږي چې د ISI له لومې څخه به ځان څنګه خلاص کړي !
له بلې خوا يې ISI هم مستقل حرکت ته نه پريږدي او ورپسې ده چې له افغان حکومت سره ځانله په ځانله خپرې ونکړي او د سعودي عرب تر څنګ دوی هم
په دغو خبرو کې برخه واخلي يا لږ تر لږه ويې څاري او د پردې تر شا طالبانو ته
ديکتې ورکړي! همدا اوس د ترکيې له ولسمشر او کرزي په ليدنه کتنه کې د
ISI مشر هم ګډون درلود ، دلته کرزی هم دومره بيدار ملي شعور او اګاهي نه لري
چجې په ديپلواتيک مهارت سره په خپلو خبرو کې طالبان دISI له اغيز څخه ليرې وساتي! برعکس پاکستان له امريکا څخه په مکرر ډول غوښتنې کړي چې د افغاني روغې جوړې په خبرو کې ددوی په وينا (( پاکستان هم په اعتماد کې واخلي))، څو طالبان په مستقله توګه له افغان حکومت سره کوم ملي افغاني توافق ته ونه رسيږي او پاکستان ته تری هېڅ سؤ استفاده ونشي کړای !
پردي هيوادونه خو دغه غوښتنې له پاکستان سره مني،
خو داچې کرزی يې هم مني ډير د خواشينۍ ځای دی.
له پاکستان سره بايد تل بيلې ديپلوماتيکې خبرې وشي او بين الافغاني خبرو ته نږدې هم پرينښودل شي!
که پاکستانيان وايي چې که د هند په وړاندې زمونږ دغه او دغه شرايط ومنل شي نو طالبان ورسره خبروته کښينوم ، بايد طالبان خبرو ته کښينوي ، خو پخپله
دې ورسره نه کښيني او نه دې چانس ورکړل شي چې د پردې ترشا په طالبانو اغيز وشيندي!
pattang
28.01.2010
څوک به ښه وي کرز ی او که طالبان ?
کوم يو يې هېواد دوسته ، اسلام دوسته د ی ?
ايا کرزی د افغان دملت واقعي استازی دی چې طالبان خبرې ورسره وکړي ?
ايا کرزو جادوګر مداري د نظار دشورا د قاتلا نو څخه مستقيل دی او که
په نکاح شويې ښځه يې دی ?
غواړۍ چې طالبان بيا پر شمالي ټلوالو مړه او قتل کړۍ ٠
له پاکستان سره برمنډه دوښمني د طالبانو او پښتنو په کټه نده٠
هر شی په خپل وخت اوس طالبانو ته پاکستان ډېر مهم دی چې دسولې په
پروڅيس کې يې ور ګډ کړي او بيا چې وخت يې راشي په پاکستان خپل
شرائط کېږدي ٠
[quote:92718aad87="پتوال"]ښاغلی او منلی وهاج صيب او درنو لوستونکو ته سلام!
ستاسې د ليکنې دغه برخه د ډيرټينګار وړ بولم :
[quote:92718aad87]
پاکستان هغه څوک دی چې اسلامي امارت يې په 30 مليونو ډالرو خرڅ کړ، او د
عسکري مواقعو مفصله نخشه يې د امريکايانو په لاس ورکړه،
په سلګونو بلکه په زرګونو مجاهدين يې بنديان او شهيدان کړل، او په امريکايانو باندې يې د شنو ډالرو په مقابل کې خرڅ کړل ......البته په
مار پاکستان باندې يو ځل بيا باور کول د يوه لوی حماقت معنا ده، پوهېږم
چې پاکستاني جنرالان تر ډېره حده دروغ وايي،
او طالبان په داسې حال کې نه دي چې حتا د هغوی دروغو ته د دروغو نسبت وکړي، خو البته په عملي ميدان کې بايد دپاکستاني مار له
منځګړيتوب څخه جدي ډډه وکړي[/quote:92718aad87]
ويل کيږي چې طالبان هم د ISI له لاسه پوزې ته راغلي دي خو نه پوهيږي چې د ISI له لومې څخه به ځان څنګه خلاص کړي !
له بلې خوا يې ISI هم مستقل حرکت ته نه پريږدي او ورپسې ده چې له افغان حکومت سره ځانله په ځانله خپرې ونکړي او د سعودي عرب تر څنګ دوی هم
په دغو خبرو کې برخه واخلي يا لږ تر لږه ويې څاري او د پردې تر شا طالبانو ته
ديکتې ورکړي! همدا اوس د ترکيې له ولسمشر او کرزي په ليدنه کتنه کې د
ISI مشر هم ګډون درلود ، دلته کرزی هم دومره بيدار ملي شعور او اګاهي نه لري
چجې په ديپلواتيک مهارت سره په خپلو خبرو کې طالبان دISI له اغيز څخه ليرې وساتي! برعکس پاکستان له امريکا څخه په مکرر ډول غوښتنې کړي چې د افغاني روغې جوړې په خبرو کې ددوی په وينا (( پاکستان هم په اعتماد کې واخلي))، څو طالبان په مستقله توګه له افغان حکومت سره کوم ملي افغاني توافق ته ونه رسيږي او پاکستان ته تری هېڅ سؤ استفاده ونشي کړای !
پردي هيوادونه خو دغه غوښتنې له پاکستان سره مني،
خو داچې کرزی يې هم مني ډير د خواشينۍ ځای دی.
له پاکستان سره بايد تل بيلې ديپلوماتيکې خبرې وشي او بين الافغاني خبرو ته نږدې هم پرينښودل شي!
که پاکستانيان وايي چې که د هند په وړاندې زمونږ دغه او دغه شرايط ومنل شي نو طالبان ورسره خبروته کښينوم ، بايد طالبان خبرو ته کښينوي ، خو پخپله
دې ورسره نه کښيني او نه دې چانس ورکړل شي چې د پردې ترشا په طالبانو اغيز وشيندي![/quote:92718aad87]
30.01.2010
پتنګ خانه !
پوښتنې دې د مقايسې وړ نه دي !
پوښتنه دې بايد داسې کړې وای چې
١- طالبانو ته :
کرزی ښه دی، که امريکايان او که پنجابيان ؟
همدا رنګه
٢- کرزي ته :
طالبان ښه دي، بنجابيان او که امريکايان ؟
٣- افغان ولس ته :
کرزی ښه دی که طالبان ، امريکاايان ښه دي که پنجابيان ؟
ځوابونه :
١ +٢ : طالبانو ته کرزی او کرزي ته طالبان !
دوی دواړه د افغانانو په توګه بايد تر هر پردي يو بل ته ښه وي او دې قانونمکندۍ ته بايد دواړه خواوې تسليم شي، که نه بهرنيان ستا په جنګ کې خبلې ګټې لټوي او روغه به هيڅکله ونشي!
له همدې څخه ددريمې بوښتنې ځواب هم داسې روښانه دی چې :
افغان ولس ته کرزی او طالبان دواړه په ملي اتحاد کې ښه دي، او روړغه جوړه به هم په همدې ټکي کيږي، دواړه خواوې به ځانونه له امريکا يانو او پنجابيانو خلاصوي!
هو، پنجابي سياستوال دافغان ولس تر ټولو پخواني او تر ټولو وروستني دوښمنان دي ، او د نورو هيوادونو دوښمني هم دوی زمونږ کور ته راوړې ده !
ددې علت او آرتاړی :
تر څو چې پښتونستان آزاد شوی نه وي ، دوی به له مونږ سره دوښمني کوي ،
خو د امريکا سره مونږ دغسې کومه ملي مسله نه لرو!
که القاعدې ضد امريکايې لاسوهنې اود ISI ضد افغاني لاسوهنې په افغانستان کې او له دې دواړو له طالبانو سره د هغوی جنګونکی تړاو ورک شي، امريکا يان او نور بهرني ځواکونه به ژر تر ژره ووځي !
القاعدې او پنجابيانو(ISI ) طالبان يرغمل کړي او د خپل افغان ملت پرضد يې جنګوي، امريکايانو کرزی يرغمل کړی او د
طالبانو پر ضد يې جنګوي، نو که حکومت او طالبان ددوه افغاني خواو په توګه سره خبلو کې نږدې شي، دCIA او ISIدواړو لاسونه به قطع شي،
امريکايان وتلی او د آزاد افغانستان يو دوست پاتې کيدلی هم شي، خو پنجابي پاکستان هيڅکله آزاد او مستقل افغانستان
له دوښمنۍ نه لاس نشي اخيستلای ! نو د پاکستان دوستي غوښتونکي افغانان به هم تل ملي خاينان او جنايتکاران وي!
نوطالبانو چې آن د رباني نامشروع حکومت چپه کړ دايې ښه کار وکړ،
خو داچې د ISI په مستقيمه مرسته يې چپه کړ، د ځان او افغان ملت برخليک يې دISI په لاس کې ورکړ، دا يې يو ملي خيانت او جنايت وکړ !
نو ددې له پاره چې ملي حکومت جوړ شي طالبان بايد د ISI له سيوري څخه اقلا په د ملي روغې جوړې په خبرو کې راوباسي او روغه جوړه وکړي،
او ددې له پاره چې دبهر لاسوهنې ورکې شي نو حکومت بايد د ملي او اسلامي ولسواکۍ په بنسټ عيار شي او اساسي قانون ولري!
pattang
31.01.2010
نه انډيواله! ستا تحليل خپل دی ،خو داسې نده :
زما مقصد اولس دی څوک اولس ته ، پښتنو ته ، ښه دی/دي ?
نورې خبرې دې تکراري او زړې دي٠
1+2 دواړه بې مانا دي : کرزی څوک دی ايا کرزی پښتون او افغان دی
هو د زېږېدنې ځای او پاسپورت يې نور خو دامريکې اجنټ دی ، نه يوازي د
cia اجنټ بلکې پښتانه يې په داخل کې هم په نورو خرڅ کړل٠
انډيواله امريکايان هم ډوډۍ خوري ، هدفونه نور دي ،
ځوابونه دې ډېر وخت نيسي خو يوه خبره :
القاعده خو اوس په پا کستان کې ده نو اشغالګر په افغانستان کې څه کوي ?
طالبان خو په ډګر وايې : دوی به راتلونکي کې هغو کسانوته ځای ورنکړي چې
هغوی دنورو ممالکو په خلاف کار کوي او په تېروکې هم دوی په داسې پلانونو
خبرنه وو اونه يې څوک سبوت لري ٠
پښتنوستان څوک ازادوي په څه شي څرنګه ? دا اوږده قصه ده!
څوک چې دپښتونستان ډېرې نارې وهي هغه هغوی پښتو نستان نه غواړي ٠
چې ژوندي مسالونه يې ظاهر شاه ، داؤد اوځينې نور حزبونه دي٠
يابه جنګ کوې يا هوښياري اوس او په تېرو کې دواړه نه شته او نه وو ٠
[quote:5b3ee998c1="پتوال"]پتنګ خانه !
پوښتنې دې د مقايسې وړ نه دي !
پوښتنه دې بايد داسې کړې وای چې
١- طالبانو ته :
کرزی ښه دی، که امريکايان او که پنجابيان ؟
همدا رنګه
٢- کرزي ته :
طالبان ښه دي، بنجابيان او که امريکايان ؟
٣- افغان ولس ته :
کرزی ښه دی که طالبان ، امريکاايان ښه دي که پنجابيان ؟
ځوابونه :
١ +٢ : طالبانو ته کرزی او کرزي ته طالبان !
دوی دواړه د افغانانو په توګه بايد تر هر پردي يو بل ته ښه وي او دې قانونمکندۍ ته بايد دواړه خواوې تسليم شي، که نه بهرنيان ستا په جنګ کې خبلې ګټې لټوي او روغه به هيڅکله ونشي!
له همدې څخه ددريمې بوښتنې ځواب هم داسې روښانه دی چې :
افغان ولس ته کرزی او طالبان دواړه په ملي اتحاد کې ښه دي، او روړغه جوړه به هم په همدې ټکي کيږي، دواړه خواوې به ځانونه له امريکا يانو او پنجابيانو خلاصوي!
هو، پنجابي سياستوال دافغان ولس تر ټولو پخواني او تر ټولو وروستني دوښمنان دي ، او د نورو هيوادونو دوښمني هم دوی زمونږ کور ته راوړې ده !
ددې علت او آرتاړی :
تر څو چې پښتونستان آزاد شوی نه وي ، دوی به له مونږ سره دوښمني کوي ،
خو د امريکا سره مونږ دغسې کومه ملي مسله نه لرو!
که القاعدې ضد امريکايې لاسوهنې اود ISI ضد افغاني لاسوهنې په افغانستان کې او له دې دواړو له طالبانو سره د هغوی جنګونکی تړاو ورک شي، امريکا يان او نور بهرني ځواکونه به ژر تر ژره ووځي !
القاعدې او پنجابيانو(ISI ) طالبان يرغمل کړي او د خپل افغان ملت پرضد يې جنګوي، امريکايانو کرزی يرغمل کړی او د
طالبانو پر ضد يې جنګوي، نو که حکومت او طالبان ددوه افغاني خواو په توګه سره خبلو کې نږدې شي، دCIA او ISIدواړو لاسونه به قطع شي،
امريکايان وتلی او د آزاد افغانستان يو دوست پاتې کيدلی هم شي، خو پنجابي پاکستان هيڅکله آزاد او مستقل افغانستان
له دوښمنۍ نه لاس نشي اخيستلای ! نو د پاکستان دوستي غوښتونکي افغانان به هم تل ملي خاينان او جنايتکاران وي!
نوطالبانو چې آن د رباني نامشروع حکومت چپه کړ دايې ښه کار وکړ،
خو داچې د ISI په مستقيمه مرسته يې چپه کړ، د ځان او افغان ملت برخليک يې دISI په لاس کې ورکړ، دا يې يو ملي خيانت او جنايت وکړ !
نو ددې له پاره چې ملي حکومت جوړ شي طالبان بايد د ISI له سيوري څخه اقلا په د ملي روغې جوړې په خبرو کې راوباسي او روغه جوړه وکړي،
او ددې له پاره چې دبهر لاسوهنې ورکې شي نو حکومت بايد د ملي او اسلامي ولسواکۍ په بنسټ عيار شي او اساسي قانون ولري![/quote:5b3ee998c1]
31.01.2010
پتنګ خانه ښې چارې !
ځوانه القاعده که په پاکستان کې ده، نو کار او اغيز يې په افغانستان او د ډيورن
دفرِضي کاغذي لاين دواړو خواو پښتنو سيمو کې روان دی
او د امريکا بې پيلوټه الوتکه يې د پلويانو پسې لا اوس هم ګرځي ، د پاکستاني او افغاني طالبانو مشترکه نقطه اوس هم د القاعدې او د ISI لاس دی !
کرزیخيل او عمرخيل دواړه د بهرنيو استخباراتو ISI او CIA په لاس کې دي، خو يويې ولس ته د ديکتاتورۍ او بل يې د ولسواکۍ پيغام لري،
يو د بهرنيانو په مرسته بيا رغونې او بل يې د هيواد دورانولو ته دوام ورکوي ٠
يو ي ېواځې د طالبانو او القاعدې ددوښمن امريکا په لاس کې دی او بل يې د ټول افغان ملت ددوښمن پاکستان په لاس کې دی،
يو يې د افغانانو بيلابيل اتنيکونه سره متحد کوي او له طالبانو سره ملي روغه جوړه غواړي او بل په تيرو زخمونو مالګې دوړوي ،
د ريوانښيزم او انتقام غوښتنې اور ته لمن وهي او د ملي روغې جوړې څخه تښتي، د يوه کارونه د لويديځ د غلامۍ سره سره د وطن په گټه دي او د بل کارونه د د هيواد د پخواني اوسني او راتلونکي دوښمن د غلامۍ له کبله د هيواد د زيان او ورانولو څخه دکې کارنامې دي !
سره ددې ټولو خبرو يو يې چمتو دی چې دملي روغې جوړې په مټ او نتيجه کې بهرنيان رخَصت کړي، خو بل لوری د خپل بادار له لاسه
آن ملي روغه جوړې ته هم تن نه ږدي او که تن هم کيږدي دخپل بادار ISI جغ له خپله څټه څخه نشي غورځولی !
يو حاضر دی د بهرنيانو له وتلو وروسته لويځواله ولسواکي ملي او اسلامي ولسواکۍ واړوي او بهرنۍ لاسوهنې پرې له منځه يوسي، خو بل يې د خپل بادار د لاسلرلو او لاسوهنو له پاره د اسلام په پلمه د ملي او اسلامي ولسواکۍ امکانات هم له منځه وړي ، څو د خپلې ديکتاتورۍ په بڼه په هيواد کې ISI ديکتاتوري رامنځته کړي !
د پښتونستان د آزادۍ خبره اوس دافغانانو له خوا مطرح نه ده، خو په ليرې راتليزه کې دپښتونستان د غوښتنې د امکان پر ضدد پاکستان له خوا له افغان ولس سره دوښمني تل مطرح کړې ، مطرح ده او مطرح يې ساتي !
ساده او ماشومانه اسلامستان لکه طالبان تير باسي او د سلفي نړيوال اسلامي خلافت په خيال او خوب يې چې دا ځل به يې له اول سر څخه اسمه بن لادن خليفه اعلاميږي ، د خپلو ناوړو هدفونو له پاره استعمالوي ! يو خلافت چې د پنجابيانو اکثريت په کې د سياست ستون فقرات جوړوي، يو پنجابي خلافت دی که مشر يې تش په نامه ملاعمر او که اسامه بن لادن هم شي .
او که چيرې نور عربي هيوادونه هم په کې داخل شي نو بيا به د سياسي واک د پيړۍ لومړۍ ډېنګرۍ عرب او دويمه پنجابيان وهي ،
افغانان په تيره پښتانه به صرف د جګړو له پاره د توپونو د ګوليو په توګه کارول کيږي او بس !
عادل عادل
31.01.2010
سلامونه
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې
................. د پتوال صیب د تفکیکي لیکنې په ادامه ............. یو یې د وطن د ټوټې کولو هوډ لري او بل یې د وحدت او یکپارچګئ...... یو یې غلا، رشوت، سړي تښتونې، اخلاقي فساد، شراب، لواطت، زنا ترویجوي او بل د دې ټولو د جرړو د ایستلو هوډمن دي .......... یو یې د تاریخ په توره پاڼه کې ځای نیسي او بل یې د زرینو پاڼو متن جوړوي .......... په یوه یې ټول بشریت شرمیژي په بل یې دوست او دښمن دواړه ویاړي ......... یو یې د نفسي خواهشاتو او مادیاتو په مقابل کې ځان او وطن دواړه خرڅ کړي دي خو بل د وطن او دین لپاره مال او سر دواړه نذرانه کوي،یو یې مداري، ماجراجو، منافق او سیاستباز خو بل یې د دوست او دوښمن دواړو سره ریښتونئ، حکیم،او ډانګپیلئ سیاستمدار............. یو یې غل، قاتل، رشوت خور، قمارباز، شرابي، لوطي، زاني او قاچاقبر حمایه کوي خو د بل نه ددې ټولو ساه خیژي، یو یې په خپل ذات کې د باطل لورئ دئ خو بل یې تر خپله وسه د حق پلوئ او مدافع ............ یو یې مال او مادیات لري خو بل یې وزن، هیبت، ارزښتونه او معنویات ........... یو یې ورځ تر بله د فساد، رسوایئ، ذلت او ماتې په لور ځي، خو بل یې د بریا، شهرت، اصلاح او ولسي ملاتړ په لور، یو یې مصلحتا د پتوال صیب خوښ دی او بل یې ترجیحا او عقیدتا د خدای او ډیرو بندګانو ....... او ........................ په یوه یې د سي-آی-اې د لاسپوڅئ او غلامئ پور دئ خو په بل یې د ای-اس-ای سره د اړیکو تش تور ............ او داسې نور............
دا چې کوم د چا صفت دی تاسو یې سره وویشئ.
31.01.2010
عادل صيب کاشکې چې همدغسې چې تاسې يې واياست وشي، خو پوښتنه داده چې آيا دغه کارونه د ملي اسلامي ولسواکۍ له تضمين سره نشي کيدای (؟؟؟؟)، څو ملي وحدت او ټولو افغانانو رول د هيواد په سرنوشت ټاکلو کې خوندي شي او په دې توګه نه د اسلام په مقدس نوم او نه په افغان ولس د ديکتاتورۍ کرغيړن نوم و تپل شي ؟؟؟
لږ تر لږه د ايران په کچه خو د اسلام په نامه هم طالبانو ته دومره سيالي په کار ده چې په ايران کې حکومت او شوری د انتخاباتو له لارې ټاکل کيږي ، که څنګه ؟
pattang
31.01.2010
پتوال خانه !
ستا د تېر تېر ليک په هکله :
- که فرضاستا د عقيدې او سبوت په بنسټ طالبان د ISI په تار تړلي چرګان وبولو-
- کر زی خو مالومداره د CIA سړی او دولت يې دامريکې غلام دی ٠
نو دکزي او طالبانو خبرې خو کومه مانا نلري ، په داسې حال کې بايد ددوی بادران
خبرې وکړي او فيصله به يې داسې کيږي چې ددواړوخواوو به پکشې ګټې او
دافغان ملت تبايې اوله طبعي حقه محرومېدل وي .
خبره دطالبانو او کرزي نده ! خبره دملي مقاومت او امريکايانوده ! امريکايان غواړي
چې په ا سلامي نړۍ کې خپل د خوښې دولتونه جوړ کړي او خام موادد خپل ملت لپاره
ګرو کړي او اسلامي اخلاق په يوه ليبراله ديموکراسي بدل کړي ، نو هغه وخت به بيا
اخلا قي مقاومت او مسال وجود نلري او هر کار به دسرما يې په ګټه و ي ٠
اسلامي بانکونو هيڅ کوم نقص ندی کړی خو غربي بانکې سيستم په بيليونو دالر
نقص وکړ دا پر دې مانا چې دغريب اولس پيسې سرمايدارانو په خپلو جيبونو کې
وا چولې ٠همداسې نور کورني اسلامي معيارونه ددوی په سترګو کې ازغي دي٠
په سويس کې دمنارو او په فرانسه کې د پټ مخ لوڅول عملونه پورته خبرې
تصديقه وي٠
دامريکايانو ملګري دشمال غله دي خو هغوی بياپه خپل نوبت د پښتنو قاتلان
اوسر سخت دوښمنان دي -
سوله د پښتنو په نقص دی په هغه صورت کې چې قاتلان محاکمه نشي او اشغالګر
د وتلو نېټه لاسليک نکړي٠
دلندن په کانفرانس کې دامريکې خارجه وزيرې دوتلو وخت نامالومه کېښود او
دوی به هلته وزي چې دوی يې لازم وبولي ٠
او هم داسې د المان نزرۍ توړۍ ( مېر کل) واضح کړه چې دبېرته وتلووخت کوم
ټاکلی وخت نلري٠
په دې مياشت January کې ٢٩ کسان اشغالګر وژل شوي دي که داسې نور هم دوام
وکړي په اشغالګرو به سخت مادي او معنوي فشار راشي ا ودوی مجبور دي چي
افغانستان پرېږدي ٠
طالبان ا وس هغه پخواني طالبان ندي او نه د پاکستان د دولت عسکر
(Foreign Legion ) دي چې دپيسواونورو امتيازاتو په مقابل کې هر چېرته
خپل سرونه ور کوي ٠
monir
01.02.2010
[quote:3fe477e493="pattang"]
طالبان ا وس هغه پخواني طالبان ندي او نه د پاکستان د دولت عسکر
(Foreign Legion ) دي چې دپيسواونورو امتيازاتو په مقابل کې هر چېرته
خپل سرونه ور کوي ٠[/quote:3fe477e493]
پتنګ کاکا ! د دې لپاره چې د تاسو پورتنۍ لیکنه یو مفهوم پیدا کړي باید تشریح کړﺉ چې تاسې په کوم استناد دا ادعا کوﺉ؟
آیا تاسې د طالبانو ویاند یاست او دا څرګندونه د طالبانو په استازیتوب کوﺉ ؟ که ځواب مو مثبت وي نو لومړﺉ خو دا یوه نوې خبره ده .
خو د تعجب ځای دا دﺉ چې دطالبانو د رهبری شورا ولې د لس هاو اعلامیو د خپرولو په ترس کې یې یو وار هم پر آی اس آی د دوی د تړلتوب لګول شوي تورونه ندي رد کري !
د نورو ترڅنګ یو مثال یې د پاکستانی جنرال اطهر عباس د څه مودې د مخه علنی څرګندونې وې چې دوی کولای شی طالبان امریکایانو سره په خبرو کښېنوي .
او که د طالبانو استازﺉ او ویاند نه بلکه یو طالب پلوه د بحثونو ګدونوال یاست نو داسې هوایی خبری خو بیخي بې معنی دي.
په درنښت
01.02.2010
پتنګ خانه د امريکايانو دوتلو مهالويش بايد د ملي روغې جوړې يوه برخه وي او ملي روغه جوړه بايد د حکومت کابينه پراخ بنسټه کړي ، د حکومت ٢٥ ٪ وزيران او واليان بايد طالبان وي !
تر بل ځل انتخاباتو پورې دې ګډ حکومت سره وکړي او بيا دې هر څوک د
آزاد ملي او پراخ بنسټه ګډ حکومت تر کنترول لاندې د انتخاباتو له لارې خپل قدرت وغځوي، پراخه دې کړي او يا به يې په انتخاباتو کې له لاسه ورکړي !
تر دې سمه ، بهتره او عادلانه لار بله نشته !
pattang
01.02.2010
مونير خانه !
که دطالبانود شورا ليکونه د لوستلي وي هلته واضح مالوميږي .
يوڅه نور خصوصي مالومات، که طالبان حکومت کول غواړي نو بايد تغير وخوري٠
طالبان دروغ هم نه وايې ، زه دطالبانو استاز ی نه يم خو دوطن په ازادي کې مو فکرونه
يو شی دي٠
د تهمت سپينول ددوښمن په کور کې وخت ضايع کول دي کومه ګټه نلري ٠
اشغالګر او لاسپوڅي يې دا تهمت تړي او هر چېرته لدي کلمې څخه دګټې اخيستلو
اميدونه لري٠ اوس ګوره په هر ه غربي ميد يا کې طالبان تروريستان معرفي کوي او
داددې لپاره چې خپلو اولسونوته خپل تېری او جنايت قانوني او دفاعي معرفي کړي ٠
نه يواځې پاکستان ، جنرال طاهر بلکې هردوست اسلامي هېوادمنځګړتياکولی شي٠خوا دامنځګړتيابه څرنګه وي ? طالبان به يې مني?٠
هوايې خبرې !
له يوې خوا تر منطقه او له بلې خوا تر عقيدې پورې تړلې دي٠
[quote:1e12df2598="monir"][quote:1e12df2598="pattang"]
طالبان ا وس هغه پخواني طالبان ندي او نه د پاکستان د دولت عسکر
(Foreign Legion ) دي چې دپيسواونورو امتيازاتو په مقابل کې هر چېرته
خپل سرونه ور کوي ٠[/quote:1e12df2598]
پتنګ کاکا ! د دې لپاره چې د تاسو پورتنۍ لیکنه یو مفهوم پیدا کړي باید تشریح کړﺉ چې تاسې په کوم استناد دا ادعا کوﺉ؟
آیا تاسې د طالبانو ویاند یاست او دا څرګندونه د طالبانو په استازیتوب کوﺉ ؟ که ځواب مو مثبت وي نو لومړﺉ خو دا یوه نوې خبره ده .
خو د تعجب ځای دا دﺉ چې دطالبانو د رهبری شورا ولې د لس هاو اعلامیو د خپرولو په ترس کې یې یو وار هم پر آی اس آی د دوی د تړلتوب لګول شوي تورونه ندي رد کري !
د نورو ترڅنګ یو مثال یې د پاکستانی جنرال اطهر عباس د څه مودې د مخه علنی څرګندونې وې چې دوی کولای شی طالبان امریکایانو سره په خبرو کښېنوي .
او که د طالبانو استازﺉ او ویاند نه بلکه یو طالب پلوه د بحثونو ګدونوال یاست نو داسې هوایی خبری خو بیخي بې معنی دي.
په درنښت[/quote:1e12df2598]
pattang
01.02.2010
پتوال خانه !
که ستا دغه ليک ستميان او دشمال قاتلان ولوني له خوشالي به چک چکې وهي٠
په کوم دليل طالبان ٢٥ % وزيران او واليان ولري ? نو دانور ٧٥ % فيصده به څوک
وي ? غله ، رشوتخواره ، بې کاره ، قاتلان ، په جعلي اسنادو سمبال جنرا لان ،
قاچاقبران، دامريکايې عساکرو مردګاوان ، دوطن خائنان ، خراسانيان ، دامريکې
ملګري او غلامان ........
نو بياخو سړی له باران څخه راغی ناوې ته کشېناست چې لوند نشي٠
که صليبي اشغالګر دوتلو لاسليک وکړي او ٧٥ % قدرت طالبانو ته ورکړي تر
څوچې غله ،قاتلان خپله جزا وويني او افغانستان بېرته يو واحد موټی کړي نو
امکان يې شته٠
انډيواله!
پښتانه يو خدای لري ، امريکايانو او صليبيان په مځکه دخدايې دعوه کړې ، دغه
ددوی دعوه ، پښتانه ،طالبان او دنړۍ ټول مسلمانان نشي منلی ، ځکه چې مونږ يو
خدای لرو او بس٠
امريکايې وحشيان دکوم لو چک نظاري او يايوه قامي لو چک په خوشې غلط راپور
دشپې په درې بجو دروازه په راکېټ ولي او ماته وي يې ، ښځې اونر ټول يوې خواته
داسې دروي لکه دملي ماتم په بې حرکته ويرکې ، څوک به سپڼ نه باسي ، اصلحه يې
ورته نيولې وي ، حتا د کوچنی ژړا څوک نشي اخيستی٠
دتلاشي په وخت کې ، پيسې ،د شځوګاڼې او نور ټول شيان غلا کوي ، د سړويو لاسونه
له څټه ورتړي په سر يې توره خلته ور اچوي ، د ټوپک په کنداغو يې تر خپلې څرخندۍ
پور ې وهي ،دښځې ، مور ، زامنو او نورو په مخ کې بې ابه کوي ، خپل ځای ته يې بيا
يې او بيا چې کوم شی سبوت نشي بېرته يې پرېږدي ( دغه کار ټول بې د محکمې او يوه
قاضي له امره سرته رسوي ، صليبيا ن دځنګله په قانون تګ کوي ) ٠
دغه کار له يوه کور سره درې واره شوی دی ، درې واره وهل ، غلا ، بې پتي او درې
واره بېرته پرېښودل ٠ ايا دا ا شغالګر وحشيان اوخره ندي ?
امريکا دخدايې دعوا لري او ټول تاريخ يې په ظلم او زور ايښودل شوی دی دوی دسولې
او حق ژبه نه پېژني٠
اياد غسې بې پتي پښتون قام زغملی شي ? زه ګمان نکوم پتوال خانه چې دisi لښکرې
دې افغانستان ته راشي او پښتانه دې په غيرې اسلامي او پښتني دود داسې بې
عيبه کړي لکه دغه صليبي وحشيان يې چې کوي اومسلمانانو ته په ډېرو بدو
او دحقارت په سترګو هروخت ګوري٠
صليبيان بايد مسلمانان په حقوقو برابر معامله کونکي وبولي او داحترم په سترګو
ورته وګوري که نوي ددوی او مونږ به همېشه شخړې وي٠
ان دعيسويت نه پنځه قرنه مخ کې يې د افريقا او اسيا په استعمار ، لوټ شروع کړې
تر اوسه پورې ، يواځې داشغال سيناريو يې داسې او هسې بدلوي٠
[quote:20e8ca33a2="پتوال"]پتنګ خانه د امريکايانو دوتلو مهالويش بايد د ملي روغې جوړې يوه برخه وي او ملي روغه جوړه بايد د حکومت کابينه پراخ بنسټه کړي ، د حکومت ٢٥ ٪ وزيران او واليان بايد طالبان وي !
تر بل ځل انتخاباتو پورې دې ګډ حکومت سره وکړي او بيا دې هر څوک د
آزاد ملي او پراخ بنسټه ګډ حکومت تر کنترول لاندې د انتخاباتو له لارې خپل قدرت وغځوي، پراخه دې کړي او يا به يې په انتخاباتو کې له لاسه ورکړي !
تر دې سمه ، بهتره او عادلانه لار بله نشته ![/quote:20e8ca33a2]
01.02.2010
پتنګ خان ليکي :
[quote:13518ae847]زه دطالبانو استاز ی نه يم خو دوطن په ازادي کې مو فکرونه
يو شی دي٠ [/quote:13518ae847]
او بيا داسې ليکي :
[quote:13518ae847]که ستا دغه ليک ستميان او دشمال قاتلان ولوني له خوشالي به چک چکې وهي٠
.... دانور ٧٥ % فيصده به څوک وي ? غله ، رشوتخواره ، بې کاره ، قاتلان ، په جعلي اسنادو سمبال جنرا لان ، قاچاقبران، دامريکايې عساکرو مردګاوان ، دوطن خائنان ، خراسانيان ، دامريکې ملګري او غلامان ........
که ...٧٥ % قدرت طالبانو ته ورکړي تر څوچې غله ،قاتلان خپله جزا وويني او افغانستان بېرته يو واحد موټی کړي نو امکان يې شته٠ [/quote:13518ae847]
که داسې وي نو آيا طالبانو هدف هم له آزادۍ څخه ستا په څېر په پورتنيو پلمو د انتقام اخيستل او ريوانشيزم دی؟ او که د عدالت تامينول؟
که د عدالت تامينول وي ، نو هغه د ملي روغې جوړې د پراخ بنسټه حکومت په لاس هم کيدلای شي، دبي پلوه قضائي محاکمو له لارې، خو مبارزه غواړي او دغه مبارزه به د ملي وحدت سبب وګرځي!
په ملي اردو کې دپښتنو سرتيرو او پوځيانو شمير له طالبانو له شمير څخه زيات دی . او که دولتي مقاماتو کې دپښتنو ونډه ٥٠ ٪ هم فرض کړو نو د طالبانوله ٢٥ ٪ سره اوس هم د پښتنو ونډه ٧٥ ٪ ته رسيږي ، نو تر دې خويې زياتول عدالت د نورو افغانانو په وړاندې له منځه وړي، حال داچې د طالبانو په شمول بايد په قدرت کې د ټولو پښتنو ونډه له ٧٠ ٪ څخه زياته نشي، څنګه چې د طالبانو شمير دافغاني پوځ او ملکي مامورينو ٢٠٪ ته هم نه رسيږي نو په قدرت کې ولې تر ٢٠٪ زياته ونډه ولري؟
داچې طالبان تر نورو ټولو افغانانو پاک او پر ولس او وطن مين بولې ددې ثبوت د براخ بنسټه حکومت په پای کې چې بهرنيان به هم ټول وتلي وي،
د واقعا آزادو انتخاباتو به نتيجه کې ښه په ډاګه کيدای شي ، که طالبانو ٣٠٪ رايې هم ونه ګټلې ، نو خُفه په دې يم چې
د پتنګ غوندې غيرتي پښتون به مجبور نور د ټول افغان د ليکوالانو په ليکه کې نه وي، ځکه چې له خجالت څخه به يې
ځان اعدام کړی وي او د ګران لوستونکو په منځ کې به يې تشې فاتحې روانې وي !
دا له خجالته ډک ځانمرګی بريد خو بيا په جهاد کې هم نه شميرل کيږي ،
نو ښه به نه وي چې د بهرني لاس په هېڅ يوې لاسپوڅې ډلې سړی هيڅکله دومره زيات باور ونکړي؟؟؟ که هغه د KGB ، CIA اوکه ISI لاسپوڅي وي!
طالب ISI
02.02.2010
ټولو ته سلامونه،
پتوان صاحب طالبان شاید ټول ټاکنی ونه منی، ځکه دوی داسی استدلال کوی، چي ښه خلک لږ دی او بد خلک ډیر، البته د ښو خلکو څخه د هغوی مطلب داسی خلک لکه خپله ملان یا طالبان، او یا هم ډیر ورنیږی خلک، نو که څوک چیرته کوم اتڼ هم وکړی، یا موزیک واوری، هغه هم په ښو خلکو کی نه راځی. او که نور هر څه ښه سړئ وی، خو ګیره د لنډه ، جالی داره خولئ د په سر وه (لکه پخوانی د حزب اسلامی خلک) بیا هم چندان ښه سړئ نه یی.
نو ځکه باید ددوی په اند د ټولټاکنو سیستم نه وی، بلکه خپله ملان یو څوک د یوه ملت لپاره وټاکی، ځکه یواځی دینی عالمان حق لری، او یا ددی قابلیت لری، چی یوه څوک وټاکی، اود ښه او بد تفکیک وکړی.
البته د ډیر پخو څخه د حرکت اسلامی تنظیم هم دا رایه وه، چی انتخابات باید نه وی.
بل طرف ته حزب اسلامی برخلاف، ټول ټاکنو ته خاص اهمیت ورکوی.
یو بله خبر چی غواړم چی ستاسی پام ورته راواړم هفه داده، چی که فرض کړه طالبان دا ومنی چی اولس مشر باید د انتخاباتو له لاری وتاکل شی، او ددی تر څنکه لاندی ټکی هم منی:
- د امریکایان له وتلو وروسته داسی ثابتول چی دوی د،ای،اس،ای کسان نه دی
-د هلکانو او نجونو تعلیم ته هڅول، او لوړو زده کړو ته خاصه پاملرنه کول
-په نرمه لهجه خلک په اسلامی احکام عمل کولو ته هڅول
-په بعضی کارونو کی یو څه نرمی کول،فرض کړه میوزیک نه داسی بندول لکه دوی چی بند کړئ وو، او نه داسی ازادول، لکه د پاکستان په بسونو کی!
- په تلویزیون کی هر هغه څه ته اجازه چی زمونږ له کلتور سره په ټکر کی نه وی لکه د ایران تلویزیونونه چی په اخوندی نظام کی خپرونی کوی
- خلکو ته د حق ورکول چی په دوی انتقاد وکړی، مطلب دا چی آزاد مطبوعات
(که نن د کرزی دولت هر څه د فساد څخه ډک دی، خو هر څوک هر ویلئ شی.)
زما په اند که پورتنیو ټکو ته طالبان پام ونیسی، نو زه باور لرم، چي تر ۶۰٪ زیاتی رایی به یوسی، او تر ډیرو لسیزو پوری په افغانستان حکومت وکړی، او ددی تر څنک به د افغانستان نوم په نړئ کی روښانه کړی، او افغانستان به ودان شی.
الله د هغه وکړی، چی د د ټولو خیر وی پکی.
-
عادل عادل
02.02.2010
سلامونه
پتوال صیب څه ښه لیکلي:
[quote:df29e9a2e8]........ څنګه چې د طالبانو شمير دافغاني پوځ او ملکي مامورينو ٢٠٪ ته هم نه رسيږي نو په قدرت کې ولې تر ٢٠٪ زياته ونډه ولري؟ .....[/quote:df29e9a2e8]
1- که داسې وي نو د کرزي اداره ولې نارې سورې وهي چې نړیوال او یرغلګر د ملي اردو ډیرښت او سمبالښت ته پاملرنه وکړي تر څو طالبان مات او مهار کړي؟، کوم ډالر چې د ملي اردو د ډیرښت په منظور اخلي هغه دې د بیا رغاونې په کارونو کې ولګوي؟
3- که داسې وي نو د نابللو میلمنو ته ولې ځواب نه ورکوي، د وتلو مهالویش ولې نه ورته ټاکي؟
4- که داسې وي نو دا د تعجب وړ خبره او په خپل ذات کې یوه معما نه ده چې 20 سلنه تش لاس خلک دې د 80 سلنې داسې خلکو سره مقابله وکړي چې څه باندې 40 یرغلګر هیوادونه یې تر شا ولاړ دي؟
پتوال صیب ښايي ومني او اقرار وکړي چې دپورتنئ 20 سلنې خلکو سره د د ولس ملاتړ دئ خو بس څه وکړي چې دده په ژبه د ای-اس-آی نوم راځي.
monir
02.02.2010
دوستانو سلامونه اوښې چارې!
[quote:2447a824d1="عادل عادل"]quote]
1- که داسې وي نو د کرزي اداره ولې نارې سورې وهي چې نړیوال او یرغلګر د ملي اردو ډیرښت او سمبالښت ته پاملرنه وکړي تر څو طالبان مات او مهار
4- که داسې وي نو دا د تعجب وړ خبره او په خپل ذات کې یوه معما نه ده چې 20 سلنه تش لاس خلک دې د 80 سلنې داسې خلکو سره مقابله وکړي چې څه باندې 40 یرغلګر هیوادونه یې تر شا ولاړ دي؟[/quote:2447a824d1]
یوه ناسمه مقایسه! دا د پوځیانو مخامخه جګړه نده !
عادل صاحب په دې روانه مبارزه کې د طالبانو او دولت موقفونه سره ډېر توپیر لري:
دولت غواړي سراسری امنیت ټینګ کړي چې د افغان اولس د سوکالۍ لپاره دبیا رغاونی کارونه تر سره شی.
خو په اوس وخت کې طالبان غواړي د بمونو کېښودلو او انتحاری اعمالوله لارې په ټولنه کې ویره خپره او دامنیت له ټینګښت او بیا رغاونې کارونو څخه مخنیوﺉ وکړي پدې معنی چې حکومت یې جوړوي او طالبان یې د بمونو په واسطه ویجاړوي.
نو دا خو ټول پوهېږي چې آبادول ډیر ستونځمن او زیات پرسونل ته اړتیا لري او خرابول آسان کار دي ، یو دوه درې کسانو ته ضرورت دﺉ.
یوه ودانۍ لکه د افغان ستر پلورنځی د یو یا دوه کسانو له خوا ویجاړیدای شي!
په درنښت
03.02.2010
ضيا الحق د افغاني جهاد ملاتړ ته په دې شرط تن ايښی و چې د افغانستان سرنوشت به نور بيا دده په لاس ټاکل کيږي. نو ګڼ شمير
يو د بل پر ضد جهادي ډلې يې رامنځته کړې او د ټولو واګي يې ISI ته وسپارل او د افغانستان له آزادۍ وروسته يې پرې افغانستان
دومره وران کړ چې په ټوله جهادي دوره کې نه و وران شوی، څو د ضعيف او آړمن هيواد په توګه افغانستان په خپله يو ډول مستعمره واړوي،
د ډيورن فرضي کاغذ -کرښه پرې لاسليک کړي !
خو رباني دخپلو نور لا ناوړو پلانونو له پاره ترې مخه ايران روسيې او هند ته وګرځوله او د ISI په سر سړې اوبه تويې شوې!
نو د همغه ورانونو او ګډوديو پاټکيزم او ټوپکيزم په پلمه چې ISI پخپله رامنځته کړي وو، يوه نوې وفاداره او قسم خوړلې ډله
ظاهرآ د نصير الله بابر په ابتکار د طالبانو په نامه رامنځته کړه ! دې ډلې ISI ته د مطلق اطاعت قسم کړی و نو د پاکستان مطلق ملاتړ هم ورسره و !
حتی دومره اطاعت چې د باکستان حامي امريکا ددوی قدرت د سختو بمباريو
په مټ دړې وړې کړ او ټولې الوتنې يې د پاکستان له هوائي
ډګرونو څخه کېدلې ، خو دوی د پاکستان او ISI په خلاف يوه کلمه ، يو ا َه ، يوه ښکالو قدرې هم له خولې ونه ويستله (!!!!! )
له هغې راهيسې چې د طالبانو مقاومت بيا په پښو ودريد تر اوسه پورې د ISI متقاعد او غير تقاعدو رسمي چارواکو او حکومتي
مامورينو په کراتو مراتو اوپه لسګونو ځلو د ISI ملاتړ او تسلط پر طالب مشرانو تاييد کړ ، او طالب مشرانو
يو ځل هم نه رد نکړ ، بلکې دومره يې په عام ډول يې هم ونه ويل چې مونږ د هيڅ يو ګاونډي او غير ګاونډي هيواد د پوځي استخباراتو تابع نه يو او اړيکې
ورسره نه لرو ، بلکې طالب مشرتابه دغه ملي پړه او ملامتي په چوپتيا سره منلې ده !
په داسې حال کې چې په داخل کې دشمالي ټلوالې اوستميانو استازی د قندوز والي د ډيورن د کرښې د منلو غوښتنه کوي ، له بهره
هم همدا اوس اعلام شوه چې پاکُستان له خپلو شتراتيژيکو دوستانو ترکيې او سعودي له مشرانو غوښتي په روانو ملاقاتونو کې په کرزي فشار واچوي چې
[color=red:04609fd47c]که د ډيورن کرښه لاسليک کړي ، نو د طالبانو جګړه به سمدلاسه ختمه کړي او په افغانستان کې به د طالب يو ټس هم وا نئوري!
[/color:04609fd47c]
بيانو افغانستان يې خپل دی، افغاني حکومت او طالبان سره يو دي او امريکايان هم ددواړو د مور ميړونه او د پاکستانيانو پلندران دي !
په دې صورت کې به نو بيا نه طالب غواړي چې امريکايان دې له هيواد څخه ووځي او نه به امريکايان غواړي چې نور په افغانستان کې پاتې شي
دا جوړه شوې ډرامه به په همدې سره ختمه شي چې افغانستان د تاريخ کندې ته وغورځوي او په هغه کنده کې يې
ټول تاريخ په صفر کې ور ضرب کړي !
ايا دا د طالبانو پنجابي رسالت نه دی چې د اسلام د تش نقاب لاندې يې تعقيبوي؟
او آيا همدا د قندوز د والي او ستميانو هدف هم نه دی ؟
رښتيا چې هر افراطيت په سياسي سطحه ددوښمن په غيږ کې غورځېدل دي او بس !
[color=red:04609fd47c]لعنة الله علی الاِفراطيون کلهم جميعا َ![/color:04609fd47c]
عادل عادل
04.02.2010
سلامونه
پتوال صیب افغانان یوازې افراط نه بلکه د تفریط ښکار هم دي، خدای دې ددې دواړو د منځ انډول ورپه برخه کړي. آمین
تاسو ښه تاریخچه بیان کړې ده، خو هر اړخیزه ځکه نه ده چې همدغه طالبانو چې تاسو یې د پاکستان مطلق العنان خلک معرفي کوئ، هم د خپل واک په وخت کې چې پاکستان په رسمیت هم پیژندلي وو، د ډیورنډ د کرښې د په رسمیت پیژندلو څخه انکار وکړ.
دا به منو چې د ډیورند د کرښې په اړه د ټولو افغانانو موقف یو دئ او د هغې منل او تسلیمول یو نه بښوونکئ تاریخي خیانت بولي. سره لدې چې دې کرښې مونږ او تاسو ته ډیرې ناخوالې زيږولي دي او لا یې هم زیږوي،د ناخوالو سبب یې هم مونږ خپله افغانان یو، هغه ځکه چې د تش شعار او شعر په حد کې مو ددغې کرښې د نه تسلیمولو د مفکورې بې هدفه پالنه کړې، او ګاونډئ پاکستان مو په خپل لاس هڅولئ چې زمونږ د بدمرغیو په اړه نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي.
زما په نظر د روان افغان کړکیچ نه د وتلو په هر افغاني صلح امیزه، نظامي او سیاسي حل کې باید چې د ډیورنډ د کرښې مسله اساسي ټکئ وګڼل شي.
زما هیله او نظر خو دا دئ چې د ټولې پښتونخوا د خپلولو پر ځای دې افغانان په یوه ټوټه پلنه مځکه کې د ګوادر په لوري سمندر ته لار پیدا کړي، د ایران او پاکستان ګاونډیتوب دې د تل لپاره پای ومومي، او پاتې سویلي لرې پرتې پښتنې سیمې دې پاکستان سره معامله شي. دا هغه فکر او خیال دی چې روانو حالاتو ته په کتو سره یې امکانات او اسباب تر ډیره حده شوني او د افغانانو په لاس کې دي، پدې شرط چې افغانان د خپلواکئ او میدان د ګټلو څخه هدف د ګلمکئ لاسته راوړل وګڼي، نه د افغان د وینو په بدل کې د سپیرو خاورو، پلنو هدیرو او ناهیلو څخه ډک سرنوشت !
دا هغه څه دي چې زمونږ افغانانو مسلم او سرنوشت جوړونکئ حق دی، که داسې وشي نو افغانان به د درویزې پر ځای د یوې مړئ حلالې ډوډئ څښتنان شي، په خپلو پښوبه ودریژي اوپدې توګه به د نړئ د ملکونو سره د سیالئ جوګه شي.
داهغه ټکئ دئ چې پالل یې د نننیو افغاني ویشلو او پاشلو اطرافو په منځ کې واټن لنډولای شي، او د ملي وحدت لپاره یوه ګړندئ لار پرانیري ځکه خو ټولو افغاني اطرافو ته ښايي چې د ډیورنډ د کرښې په اړه یوه همجهته، مشترکه او ګټوره عملي پالیسي خپله کړي.
د آی-اس-آی سره د پتوال صیب د ډول مخالفت کوم چې د نن سبا د هر افغان د ژبې معمول ورد ګرزیدلئ ، هغه څه دي چې کیدای شي ای-اس-ای یې په بدل کې جایزه ورکړي، خو کوم ټکي ته چې پورته اشاره وشوه هغه څه دي چې د ای-اس-ای سره د یو هدفمنداو ګټور مخالفت په مانا دي او په ورته وخت کې بین الافغاني خصومتونه هم له منځه وړلای شي.
04.02.2010
[color=blue:1a5732421b]استغفر الله ، استغفرالله ، و لاحول و لاقوة الا بالله ![/color:1a5732421b]
[color=red:1a5732421b]دځينو پښتنو افغانانو د وطندوستۍ او ملي شعور سطحه څومره لوېدلې او د تاريخ اسفل السافلين ته کښته شوې ده (!)
څومره ځپلې ده(!!) ، څومره خوړلې ده (!!!) ، څومره چينجنه ده (!!!!)، څومره خوسا او ورسته ده (!!!!!!) ، چې د ملت هر مهدي به ترې
د بيزارۍ په چغو چغو په وچ غرۀ ورننوځي!!!! څو تر قيامته بيا د پا کستاني دجال په خرۀ د سپرو پښتنو مخ هډو ونه ګوري![/color:1a5732421b]