اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
17.01.2010
محترم وهاج صافي صاحب ، مکرم استاد مولينا حليمي صيب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
اصولا خبرې دوه دي :
لومړی قانونمندي او اعجاز
دويم قدرت او ويره
قانونمندي په طبيعت کې هم د الله تعالی قدرت دی ، پيژندل او پوهيدل پرې ډاډ رامنځته کوي !
اعجاز د الله تعالی د الله تعالی په قدرت د يوې خارق العاده پېښې رامنځته کيدل دي چې ويره رامنځته راوړي!
ايتونه د الله تعالی د قدرت نښې دي، خو تل بايد تفکيک شي چې د قانونمندۍ او ډاډ ورکونکي قدرت نښې او مظاهر دي او که د اعجاز
او ويرونکي قدرت نښې اومظاهر (؟) د قانونمندۍ او ډاډ لړل به د اعجاز او ويرې سره هدفمند نه وي .
هغه څه چې د الله بندګان پرې ډاډ پيدا کوي ، تکيه پرې کوي او د نعمت په توګه ترې ګټه پورته کوي لکه ورځ ، شپه ، لمر، سپوږمۍ
او د ستورو حرکتونه ، رڼا او د کشش او ګريويټېشن قوه يې ، بارانونه ، سيندونه او سمندرونه ددې ټولو ذکر په قران کې هم ددې ايتونه
او نښانې دي چې دا د الله تعالی رحمتونه او نعمتونه دي، هم ددې ايتونه دي چې د الله د قدرت مظاهره کوي او ددې ايتونه دي چې ددې
نعمتونو څخه د ګټې پورته کولو له پاره بندګانو ته د هغې قانونمندۍ پيژندل په کار دي چې په دغو مخلوقاتو کې حاکمه او مسلطه ده !
دغه پوهنه ، ساينس او طبيعي علوم دي ، حال داچې د اعجاز اوو ويرونکي قدرت تر شا د انسان له پاره کومه د پيژندلو وړ کوني قانونمندي
امکان نه لري، که ممکنه وای نو ويره ونکی اعجاز به هم نه ورته ويل کيده ،
يعنې يواځې د عقيدې ، اخرت ، دوزخ اوجنت
له پاره ټاکونکی رول لري اوپه تحقيق سره د اخرت رايادونکې نښې او ايتونه دي او بس!
خو که هر څه د ويرې او خوف ايتونه او نښې وبولو ، بيا به نو د الله تعالی په ٩٩ نومونو کې هم يواځې يو نوم قهار نه و ،
بلکې ټول ٩٩ به د قهار په څير ويرونکي نومونه وو، او که څنګه ؟
ع کريم حليمي
18.01.2010
وعلیکم السلام و رحمةالله و برکاته ،
[quote:93d777b731]خو که هر څه د ويرې او خوف ايتونه او نښې وبولو ، بيا به نو د الله تعالی په ٩٩ نومونو کې هم يواځې يو نوم قهار نه و ، بلکې ټول ٩٩ به د قهار په څير ويرونکي نومونه وو، او که څنګه ؟[/quote:93d777b731]
محترم او مکرم دانشمند پتوال صاحب ،
بلې هو ! د طبیت دا د تظاهراتو جولې بڼي، څېرېٖ ، كړه وړه ته چه بنده ګوري باور ئې د ډاډ او یقین درجې ته پورته کوي ، یعني په تظاهراتو خالق پېږندل کيږي
راساً نه ، بلکي غیري مستقیم به د بحث اصلي نقطې ته یوه اشاره کوم ، له یوېٖ نګاه وحي پر دوه ډَوْلَه دي
یو متلو او بل غیر متلو : متلو وحي ته د ساتلو پېشګویي سوېده ، په هره معنیٰ ، او د غیري متلو وحي د ساتلو
زیمه واري چا پر غاړه نده اخستې ، یعني د غیري متلو وحي حروف زیاتېدای او کمېدای سي خو مفهوم
به يي هیڅ وخت تغیر نه سي ، دا ولي ؟ ولي چه مفهوم يي دننه دی په متلو وحي کښی
نو و مونږ ته هغه (غیر متلو وحي د اعتبار وړ دي کوم چه مفهوم يي په متلو وحي کیږي وي )
نو که د متلو وحي او غیري متلو وحي مطلب یو نه وو ، نو هغه غیري متلو وحي له نظره لوېږي، مطلب: بعْضي وخت اعتبار له لاسه ورکوي