د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د 2010 ميلادي کال په لومړۍ شپه سپوږمۍ تندر ونيوه.

و.افغان
31.12.2009

درنو وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ګرانو وروڼو!
نن د نوي ميلادي 2010 ميلادي کال لومړۍ شپه ده، زه په مدينه منوره کې يم، د مکې مکرّمي په وخت له نهه نيمو بجو وروسته سپوږمۍ تندر ونيوه، په ټول جزيرة العرب کې هم د سپوږمۍ تندر نيول تر سترګو کيږي، د آسيا په نورو هيوادونو کې هم کېدای شي وليدل شي، څنګه چې د سپوږمۍ تندر نيول د 2010 ميلادي کال په لومړۍ شپه پيښيږي، نو له دې سره به د نجوميانو، کوډګرانو، ساحرانو، او پالبينانو بازار ښه ګرم وي، د دې کال د آينده شپو او ورځو لپاره د مختلفو پېښو، جګړو، او نورو مختلفو واقعاتو په اړه وړاندوينې او پېشبينۍکوي،

د اسلام دريځ په دې اړه څه دی؟
اسلام وايي چې: سپوږمۍ نه د کوم غټ شخص د پيدايښت لپاره تندر نيسي، او نه د چا د وفات لپاره تندر نيسي، نه د کومې مستقبلي پيښې ښودنه کوي، او نه په راروانو جګړو کوم دلالت کوي، په دې اړه چې نجوميان
او کهان او کوډګر څه وايي؛ ټول دروغ وايي، هيڅ حقيقت نه لري، که کومه خبره يې اټکلي صحيح شي، نو دا د دې
معنا نه لري چې دی په غيبو خبر دی، بلکه په سلو زرو خبرو کې يوه نيمه خبره اټکلي همغسې پېښه شي، څنګه چې ده ويلي وي.

دا تندر نيول د الله جل جلاله د قدرت له نښو څخه يوه نښه ده، چې خپل بندګان پرې ويروي، او خپل رب او د آخرت ورځ ور په يادوي، کله چې مسلمانان وويني چې سپوږمۍ يا لمر تندر نيولې ده، نو له آذان پرته د (الصلاة جامعة) تر اعلان لاندې دې په مسجدونو کې راټول شي، او تر هغې دې لمونځونو ، دعاګانو او ځاريو ته دوام ورکړي، تر څو خسوف او کسوف ختم شي.

په مدينه منوره کې اوسمهال لس نيمي د شپې په مسجدونو کې امامان په لمونځونو او قراءتونو لګيا دي.

ستاسې د لوستلو څخه يوه نړۍ مننه.

پنجشنبه د 2010 ميلادي کال لمړۍ شپه.


..Ahmadzai
02.01.2010

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

وهاج صاحب
جزاک الله خیراٌ

همدغه زمونږ عقیدة ده.

په درنښت


میوند ننګیال
03.01.2010

ګران او رانزدی شیخ الحدیث وهاج صافی صیب !
دروند او محترم ورورجلال احمدزی صیب !
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
جزاکم الله احسن الجزاء.
په رښتیا چی دا د کاهنانو او جادګرو عقیده ده چی دا پیښه به کیږی یا داسی کیدونکی دی .
او زمونژ په ټولنه کی هم داسی خلک پیدا کیږی چی د لمر یا سپوږمی تندر نیولو نه داسی اخذ کوی چی دا به داسی کیږی او دا داسی .
خو دا ورنه د یاده وتی ده چه داد الله عزوجل کار دی او خپل بنده ګان پری ویروی .
بهر حال الله دی زمونږ ټولنه دنبی علیه الصلاة وسلام اصحابو کرامو تابعینو او سلف صالح په نقسش قدم روانه کړی او مونږ ته د ی دنیکو هدایت وکړی .
امین .



03.01.2010

ورونو، د جزاکم الله احسن الجزاء سپېڅلې دعا دې الله زمونږ ټولو له پاره قبوله کړي، خو خبره داسې نه ده :
د سپوږمۍ نيولو ته خو وهاج صيب د خسوف اوکسوف دواړه کلمې کارولې دي، خو په حقيقت کې يوه ورته کاريږي، او دا پيېښه لا په پنځمه ق م پيړۍ کې په مصر
کې د يونان يو فيلسوف تاليس د لمر د تندر نيولو په اړه روښانه کړې وه . سبوږمۍ
هغه وخت تندر نيسي کله چې سپوږمۍ د لمر او ځمکې تر منځ راشي ، نو په دې
صورت کې د ځمکې سيوری په سپوږمۍ غورځيږي او هغه تيارۀ کوي او د سپوږمۍ تندر نيونه رامنځته کيږي !
تاليس په منظم ډول محاسبه کړې وه چې کله به د لمر بله تندرنيونه په لرغوني
مصر کې تکراريږي ، دده د محاسبې او د وړاند وينې سره سم په اړونده کال،
مياشت او ورځ په خپله نېټه لمر تندر ونيو، د ننۍ ليبيا او شاوخوا سيمو کې هغه
مهال ددوه سترو قومونو تر منځ سخته جګړه هم د همدغه تندر نيونې څخه د
رامنځته شوې ډار له امله ختمه شوه! نو تندر نيونه که د لمر وي او که سبوږمۍ
کومه خارق العاده پيښه نه، بلکې يوه منظمه قانونمنده طبيعي پېښه ده چې
مخکې له مخکې محاسبه کيږي اود ساينسي ستورپيژندنې د محاسبو سره سم
ليدل کيږي، په ارو پا او ټول لويديځ کې ترې خلک مخکې له مخکې خبر وي
او بيا يې ننداره هم کوي !
[color=darkred:347bed61b0]
دا د ګناهونو او ثوابونو سره تړل صرف د هغه وهم ويرې او ډار نتيجه ده چې
له ساينس څخه بې علمه او جهالت خوړلو او جهل ځپلو اولسونو سره پيداکيږي
او ملا صاحبان په کې د تابعانو د موندلو له پاره سخته پانګونه کوي،او په خپل
جال کې ډير کبونه رانيسي ، آيا همداسې خو به نه وي ؟؟؟؟ نه داسې نه ده ، خو ډير
ملا يان صاحبان ( ټول نه ) او طالبان په دې برخه کې کاملاً ناپوه او ګچ و ګول دي
او د خبلو تابعينو له ناپوهۍ څخه قصدا ناوړه ګټه نه پورته کوي، بلکې د يوې
سترګې والاو په توګه د ړندو په منځ کې خپله پادشاهي قايمه ساتي![/color:347bed61b0]


..Ahmadzai
03.01.2010

پتواله
هسې تش لګیا یې.
دلته چا ساینس نه دی رد کړی، په سعودی کې هم څو ورځې مخکې لیا اِعلان سوی وو چې سپوږمۍ به تندر نیسي، یا خسوف، نو د دغې پیښې وړاندوینې د فلکي او ساینسي حساب له کبله شوني دي، چا پرې ا ِعتراض نه دی کړی.
ِاعتراض او نیوکې په هغو پالبینو او کاهنانو اونجومیانو سوی، چې هغوۍ به د دغې پیښې یعنی د سپوږمۍ خسوف د ۲۰۱۰ په اوله ورځ د یو بد یا ښه شګون په حیث تلقي کوي، او د حوادثو او پیښو(البته) دنیوي وړاندوینې کوي.
یعني دمثال په توګه ګورو به چې یو مشعوذ کوډګر به وایي چې دغه خسوف په دغه وخت د آمریکا په ماتې دلالات کوي، یا هم د مسلمانانو په ماتې یا بری، یا هم بعضې به وایي چې دا کال به یو سخت خونړی کال وي، یا به سخته قحطی، یا کوني پيښې واقع سي، چې پکې ډیر انسانان به پکې تباه سي، او دې ته ورته خبرې چې دې پیښې پورې تړل کیږي، او پرې مبنا وي، داسې خبرې او ګنګوسې ډیرې روانې دي.
وهاج صاحب واضحه کړه چې د سپوږمۍ یا لمر تندر نیول یو فلکي پیښه ده او د خدای د لویي علامه ده د چا د مرګ ، ژوند ښو او بدو پورې اړه نلري، مونږ ته امر سوی چې کله هم موخسوف یا کسوف ولیدو نو هغه مشروعي دوعاګانې او لمونځ په جمع ادا کړو، او خدای یاد کړو، اود خدای تعالی د قدرت او قهر څخه وویریږو.
په درنښت


میوند ننګیال
04.01.2010

ګرانو او محترمو وروڼو !
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
[quote:20c8c16927]د سپوږمۍ نيولو ته خو وهاج صيب د خسوف اوکسوف دواړه کلمې کارولې دي، خو په حقيقت کې يوه ورته کاريږي،[/quote:20c8c16927]
بلکل یوه کلمه ورته کاریږی .
خو وهاج صیب ! لمر او سپوږمی دوراړو خبر ی کوی نه د یوه .
[quote:20c8c16927]او دا پيېښه لا په پنځمه ق م پيړۍ کې په مصر
کې د يونان يو فيلسوف تاليس د لمر د تندر نيولو په اړه روښانه کړې وه [/quote:20c8c16927]
مطلب دا چی اسلام ددی نه وروسته خبر شوی که څنګه ؟
[quote:20c8c16927]سبوږمۍ
هغه وخت تندر نيسي کله چې سپوږمۍ د لمر او ځمکې تر منځ راشي ، نو په دې
صورت کې د ځمکې سيوری په سپوږمۍ غورځيږي او هغه تيارۀ کوي او د سپوږمۍ تندر نيونه رامنځته کيږي ! [/quote:20c8c16927]
نه یاره ! وروره !ساینس دا وایی او مونږ ترینه انکار نه کووخو مونږ دا نه منو چی لمر تندر ونیو نو دا وجه ده یا داسی کار کیدونکی دی یا سپوږمی تندر ونیوله نود کوم غټ سړی مړ شوی یا بل څه .

په بدایة ونهایة کی را غلی چه :
د453 ه کال اخری دوه ورځی وی چی په سهارکی لمر تندر ونیوه او داسی تپه تیاره شوه چه خلکو ستوری ولیدل او لمر د ماسپیښین نه وروسته خلکو ولیده .

خسفت الشمس في عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فصلى رسول الله صلى الله عليه وسلم بالناس ، فقام فأطال القيام ، ثم ركع فأطال الركوع ، ثم قام فأطال القيام ، وهو دون القيام الأول ، ثم ركع فأطال الركوع ، وهو دون الركوع الأول ، ثم سجد فأطال السجود ، ثم فعل في الركعة الثانية مثل ما فعل في الأولى ، ثم انصرف ، وقد انجلت الشمس ، فخطب الناس ، فحمد الله وأثنى عليه ، ثم قال : إن الشمس والقمر آيتان من آيات الله ، لا ينخسفان لموت أحد ولا لحياته ، فإذا رأيتم ذلك فادعوا الله ، وكبروا وصلوا وتصدقوا . ثم قال : يا أمة محمد ، والله ما من أحد أغير من الله أن يزني عبده أو تزني أمته يا أمة محمد والله لو تعلمون ما أعلم لضحكتم قليلا ولبكيتم كثيرا .
الراوي: عائشة المحدث: البخاري - المصدر: صحيح البخاري - الصفحة أو الرقم: 1044



04.01.2010

دا منم چې وهاج صيب رښتيا هم د تندر نيونې په اړه چې هم سپوږمۍ او هم لمر ته راجع دی ، نو ځکه يۍ بالکل پر ځای هم د خسوف او هم کسوف کلمه کارولې ده!

د ساينس منل او نه منل په دې جمله کې څنګه روښانه کوئ چې :
[quote:0593bec7da]داد الله عزوجل کار دی او خپل بنده ګان پری ویروی [/quote:0593bec7da]
دا جمله دوه برخې لري ، لومړۍ داده چې :
[color=white:0593bec7da]داد الله عزوجل کار دی [/color:0593bec7da] او بېشکه همداسې ده ، ساينسي قوانين هم الله تعالی خلق کړي دي، نو له دې برخې سره کوم ضد ونقيض نه لري !
خو دويمه برخه : [quote:0593bec7da]چې خپل بندګان پرې ويروي،[/quote:0593bec7da]
د ساينس اعتبار له منځه وړي، يعنې خسوف او کسوف له طبيعي قانونمندۍ څخه باسي او د بندګانو د ويرولو په وخت او موخې پورې محدوديږي !
دا هم عقلي موجه ده چې ويرول د ګناهونو د ډيروالي په صورت کې اړين وي، نو د انسانانو ګناهونه د ويرولو ضرورت رامنځته کوي او ددغه ضرورت له پاره الله تعالی خسوف او کسوف رامنځته کوي ، نتيجه داچې که توبې او عبادتونه هر وخت اړين دي ، نو په دې وخت کې بيا ډير اړين او ضروري دي ، ځکه دا کومه عادي طبيعي پيښه نه ، بلکې
[quote:0593bec7da]دا دالله جلاله د قدرت له نښو څخه يوه نښه ده، چې خپل بندګان پرې ويروي، او خپل رب او د آخرت ورځ ور په يادوي، کله چې مسلمانان وويني چې سپوږمۍ يا لمر تندر نيولې ده، نو له آذان پرته د (الصلاة جامعة) تر اعلان لاندې دې په مسجدونو کې راټول شي، او تر هغې دې لمونځونو ، دعاګانو او ځاريو ته دوام ورکړي، تر څو خسوف او کسوف ختم شي. په مدينه منوره کې اوسمهال لس نيمي د شپې په مسجدونو کې امامان په لمونځونو او قراءتونو لګيا دي .[/quote:0593bec7da]
[color=darkred:0593bec7da]
کله چې د خسوف او کسوف پيښېدلو ته له ګناهونو او ختميدلو ته يې د عبادتونو سره تړاو ورکړل شي نو طبيعي او ساينسي په کې نور څه شی پاتې شوو ؟ [/color:0593bec7da]

خو ننګيال صيب او جلال احمد ځی بيا هم وايي :
[quote:0593bec7da]نه یاره ! وروره ! ساینس دا وایی او مونږ ترینه انکار نه کوو، دلته ساينس چا نه دی رد کړی[/quote:0593bec7da]
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
خو ورون تاسې اندېښنه مه کوئ . کله چې طالبان ورونه د خيره بيا قدرت ته ورسيدل خسوف او کسوف به له جغرافيا څخه وباسي او د ګناهونو او ثوابونو له مخې به يې داسې درته تحليل او تجزيه کړي چې راشه که يې ګورې!


عادل عادل
05.01.2010

سلامونه

پتوال صیب

زه یوه نسایي ولادي ډاکټره پیژنم، په خپل مسلک کې phd لري، ایرانئ ده، ددې په خپل قول مذهبي هم نه ده، خو دغه آغلې وایي چې د ماشوم د ولادت صحنه هغه څه دي چې ما د خپلې ټولې زده کړې، مطالعې، علمي تجربې او انساني عقل او شعور سره سره د بم بست سره مخ کوي، او دې نتیجې ته رسم چې دغه عملیه د الله پاک په بلاکیف قدرت سره سر ته رسي.

د موضوع نه لرې نه ځم، زړه مې پدې وسوزي چې مونږ او تاسو افغانان د نورې نړې د انسانانو خلاف داسې یو عجیب مخلوق یو چې کله مو هم د ساینس یوه زره بوی تر پوزو شي نو په همغه اندازه مو د خپل خالق نه عقیده شلیژي.

ګیله بیا د ملاصاحبانو نه کوو چې ولې مونږ ته زمونږ د ساینسي زده کړې په وجه کافر وایي، ستونزه نه په ملاصاحب کې شته او نه هم په ساینس کې شته، ستونزه په هغه ماغزو کې ده چې د قران کریم ایاتونه د ساینس د مباديو په صفت سره نه پیژني، بلکه پرې نقض او نفی کوي یې.

وهاج صیب

دا چې سپوږمی ولې د میلادي کال په لومړئ شپه تندر نیولې وه، یو څه د مکث وړ ده، مانا دا چې لکه څنګه چې تاسو فرمایلي الله پاک د خپلو بنده ګانو د تنبه لپاره د خپل قدرت نښانې وړاندې کوي تر څو بندګان توبه وباسي او دده لوري ته رجوع وکړي، نو چې کله مونږ وویریژو نو د ویرې په څنګ کې په هغه احتمالي اسبابو هم فکر کوو چې د الله پاک د نارضایت سبب به شوي وي، زما لپاره ورته واقعه ددې مانا لري چې مونږ اسلامي اقدارو ته شا کړې او په ځای مو د منسوخو ادیانو وراسته رواجونه د مدنیت، دموکراسئ، روشنفکرئ او نورو مادي مصلحتونو تر شعارونو لاندې د خپل ژوند د ورځني معمول برخه ګرځولې ده.


عتیق الله
05.01.2010

السلام علیکم!
غواړم ستاسو په تاوده بحث کې برخه واخلم.
کله چې لمر تور شي نو کسوف ورته وایي او لامل یې دا دی چې سپوږمۍ د لمر او ځمکې تر منځ واقع کېږي. نو څرنګه چې ځمکه له لمر نه رڼا اخلي، په دغه وخت کې په ځمکه رڼا بنده شي او لمر تور ښکاري.
همدا راز کله چې سپوږمۍ تندر ونیسي نو خسوف ورته وایي. لامل یې دا دی چې نو ځمکه د لمر او سپوږمۍ تر منځ واقع کېږي. په دغه وخت کې سپومۍ توره ښکاري ځکه چې سپوږمۍ هم له لمر نه رڼا اخلي.
[color=red:d5f79e11af]دا طبیعي پېښې دي چې د سیارو د حرکت له مخې واقع کېږي. [/color:d5f79e11af]
اوس د پتوال صیب پوښتنې ته راځو چې اسلام ولې د یوې طبیعي پېښې په راتګ سره خلک وېروي او عبادت ته یې رابولي؟
حکمت یې دا دی چې الله جل جلاله د انسانانو بښنې ته بهانې لټوي. ځکه چې لمر او سپوږمۍ تورېدل یا کسوف او خسوف ډېره اږمده موده پس رامنځته کېږي نو خامخا د خلکو پام ورګرځي. او اسلام دومره له حکمته ډک دین دی چې دغه وخت کې خلکو ته د عبادت بلنه ورکوي څو یې پر خدای نوره هم عقیده پخه شي. چې ځلانده لمر او رڼه سپوږمۍ هم تورلی شي. نو د خدای ثنا وایي. یو بل حکمت دا دی چې په کسوف کې ورځ وي نو خلک راوځي او په جوماتونو کې عبادت کوي خو په خسوف کې شپه وي هر څوک په خپل کور کې کولی شي عبادت وکړي او د خدای لویي بیان کړي.
شپه او ورځ هم طبیعي پېښې دي او اوړي راوړي چې انسان بابد ترې عبرت واخلي او د خدای په لویئ قایل شي. دا چې د پتوال صیب خبره ملایان غواړي چې تابعان یې ډېر شي. نو دا خو ښه خبره ده ځکه کله چې د ملا تابع خل ډېر شي نو ښکاره ده چې مسلمانان به ډېر شي!
خو لکه څنګه چې کاهنان له نورو رنګونو بدې انګېرنې کوي او خلک ګمراه کوي، په همدې ډول د لمر او سپوږمۍ د رنګونو له بدلیدو هم بدې او کرغېړنې انګېرنې کوي او خلک لارورکي کوي.


عبد السلام
06.01.2010

[quote:d34715893b]
د موضوع نه لرې نه ځم، زړه مې پدې وسوزي چې مونږ او تاسو افغانان د نورې نړې د انسانانو خلاف داسې یو عجیب مخلوق یو چې کله مو هم د ساینس یوه زره بوی تر پوزو شي نو په همغه اندازه مو د خپل خالق نه عقیده شلیژي.

ګیله بیا د ملاصاحبانو نه کوو چې ولې مونږ ته زمونږ د ساینسي زده کړې په وجه کافر وایي.

[/quote:d34715893b]
عادل صاحب! سلامونو اودرناوئ وړاندې کوم :
ستاسو دا ښکلئ نظر اوستاسو دډلې دځینوو خبرې مې کله ډیرو صاف خبرو ته و هڅوي چې پرې اظهار زمونږ د ټولنې لا دستور نه دی . زمونږ ملایان اوطالبان لا تر اوسه په لاس کې هغه وهمی ټاپې لري چې دوي هم ترې نه دي خبر چې څنګه یې په لاس ورغلی خو هرې خوا یې هسې وهي، لکه وړانده ته دویرې په حال کې ټوبک په لاس ورشي! دداسې یو ‌ذهنیت دتکوین پړه یواځې دعلم او ساینس په غاړه نده نور عوامل هم ښایي ددې ذهنی اوسلوکی انحراف دلیل وي ، چې سمه څیړنه غواړي !!!!!! او سمه څیړنه تل په روښانه دلایلو کیدونکې ده ، دلایل وهمی کیداي نشي.


Sangar Watan
06.01.2010

يوه محترم داسې ليکلي:

[quote:afeb2fe553]حکمت یې دا دی چې الله جل جلاله د انسانانو بښنې ته بهانې لټوي.[/quote:afeb2fe553]

زما سر پرې خلاص نشو،مګر الله (ج) هم بهانو ته اړ دی؟؟

بهانه خو يو انساني ضرورت دی چه معمولا ديوه مشکل دحل لپاره،يا ديوه
نادرسته کار دانجام لپاره ددلايلو دلټون په مسير کې بهانې کوي٠

هيله ده چه ديوه اسلامپوه لخوا مالومات ورکړ شي٠


اٰیَات الله


ع کريم حليمي
07.01.2010

السلام علیکم ورحمة الله
که اٰیات او علامات محوه سي یا ئې محوه کړو یا ئې بیرته کړي ، په دېٖ صورت کي نو دا یوه یقیني خبره ده
چه نه موږ کوم یو شئ پېژندلی سو او نه یي معلومولای سو ،

همدا د آیات او علامات سره پېژندگلوي ده ، چه د حــــــــــــــــــــــیوان او انســــــــــــــــــان او هوښیار او بې عقله
په منځ کښي فرق پیداکوي

په هر چا کښي چه د دېٖ آیاتو او علاماتو د پېژندلو تمیز او قوت هرڅومره ډېر وي ، په هم هغه اندازه به د هغه
دعقل او پوهي کمال ډېر او زیات وي

اٰیاتونه او علامات د ویري او وهم له پاره نه دي بلکي د پوهي او فکر او اندېښنې او استدلال له پاره دي

د "آیت" لفظ په قرآن مجید دومره ډېر راغلئ چه دلته ټول نسم ذِکر کولای ، یوازي به د یو څو متفرقو سورتونو څخه یو څو ایاتونه را نقل کم

د رب په کلام کښی اٰیه لفظ د یؤمِنون ، تعقلون ، یعقلون ، یتفکرون ، یسمعون ، کذبوا باٰیت الله ،
کذب باٰیٰت الله ................

نو دا ویلی سم چه : رب العزت ایة د وهم او بیرېدلو له پاره موږ ته نه رااستوي بلکي د ایة لفظ داسي استعمالوي چه : ایمان راوړي ، د عقل د خاوندانو له پاره نخښي ، د هغو خلګو له پاره نخښي چه اوري ..............

بسم تعالی :- ان فی السماوات والارض ـ لآیات ـ للمومنین (جاثیه)

و فى خلقكم و ما يبث من دابة ـ ايات ـ لقوم يوقنون

واختلاف الليل والنهار وما أنزل من السماء من رزق فأحيا به الأرض بعد موتها وتصريف الرياح ـ آيات ـ لقوم يعقلون

تلك آيات الله نتلوها عليك بالحق فبأي حديث بعد الله وآياته يؤمنون

ان فى خلق السموات و الارض و اختلاف اللیل و النهار والفلک التى تجرى فى البحر بما ینفع الناس و ما انزل الله‏من السماء من ماء فاحیابه الارض بعد موتها و بث فیهامنکل دابة و تصریف الریاح و السحاب المسخربین‏السماء و الارض ـ لآیات ـ لقوم یعقلون

او په حدیث کښي داسي راغلي چه :‌"‏ ان الله تعالى يخوف بهما عباده ‏"‏‏ په تحقیق سره الله تعالی په دېٖ سره بندګان بېروی
خبره داسي ده چه دغه الفاظ په نورو احادیثو کښی په مختلف عبارت راغلي او دغه 'یخوف بهما عباده ' الفاظ د سنت الله او کلام الله د سنت سره موافق او موازي هم نه دی ، او ویلای سو چه دلته خوف د تقوا به مفهوم
استعمال سوئ


larghonay laraway
07.01.2010

سنګر وطن صاحب بهانه هر وخت منفي نه وي.
زمونږ په وطن کې ډېر اصطلاحات دي چې بهانه په کې په مثبته توګه کارېږي.
لکه :
کله چې څوک یوه مېلمستیا جوړوي نو مېلمنو ته وایي: (هسې ستاسو راتګ او لیدو کتو ته مو یوه بهانه لټوله)
یا چاته په یو کار پسې ورځي خو کار دومره مهم نه وي نو وایي (ستاسو راتلو ته مې بهانه کتله)
حافظ صاحب وایي: بهانه مې ستا دیدن کړلو څه نور به وګورم
چې ته په کې اوسېږې هغه کور به وګورم.

بې شکه چې لوی خدای د خپل کار لپاره بهانې ته اړ نه دی خو بهانه په دې معنی چې پر بندګانو دومره مهربانه دی چې په ډېره وړه ښه کړنه ډېر ستر اجر ورکوي.
دا چې وایي (فاذکروني اذکرکم) نو د خدای ج څه حاجت دی چې مونږ یادوي.



07.01.2010

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
آدم (ع) ته الله تعالی علم ورکړ او ملايکې يې ولوري ته په سجده کولو مامورې شوې، هغه چا چې د علم او عالم ته په ټيټه سترګه وکتل او د خپل شيطاني غرور
اور يې وښود هغه لعنتي شو !
استاد حليمي صاحب ښه تفسير کړی چې ايتونه د علم، پوهې او پوهنې دروازې دي هغه څوک يې پرانيستلی شي چې عقل او تفکر ولري!
داچې الله سبحانه و تعالی په آيت شريف کې وائي [color=blue:414af94660]اوبه درته له اسمانه راکښته کوم [/color:414af94660]، همدومره معلومات ددې ايت نښه او نښاني ده چې اوبه څنګه او ولې له اسمانه راتلای شي ، تاسې ځان ته د وريځې څرنګوالی تودوښه او سړښت او ادلون بدلون ، ايرو فزيک او آيرو ديناميک وڅېړئ او ګټې ترې پورته کړئ !
دايې ددې له پاره نه دي ويلي چې عقيده په دې کلکه کړئ چې بس اوبه د الله تعالی په امر د باران يا واورې په بڼه راستول کيږي ، بلکې دايې ددغې پبيښې په اړه د بنده ګانو د علميت د زياتولو او څيړنو له باره اشاره کړې ده او له ايرو فزيک او ديناميک نه علاوه د اوپو او خارو له تعامل نه د نباتاتو د شنه کيدلو او زراعت کيميا او بيولوژي په اسرارو او پوهنو تسلط پيداکړئ ، په دغې څيړنو او پوهنو سره طبيعت د خپلې ولکې او تسخير لاندې کړئ او په ژوند کې پرمختګ او ترقي وکړئ، الله ښودلې ما ددې پرمختګ او ترقۍ له باره نفس او اړتيا هم درکړه او ددې اړتيا د رفع له پآره مې ورسره عقل هم درکړ چې څو د طبيعت په پيژندلو او کارولو سره دطبيعت خلقت او د خپل رب خالق والی وپيژنئ، په دې اساس نفس هغه تيل دي چې د ژوند د ترقۍ او پرمختګ ، علم او تخنيک موټر پرې چليږي ، خو د پرمختګ موټر علم او ساينس دی چې د حرکت وروستی منزل يې څشی دی (؟) ، هغه د الله تعالی د لايتنهي قدرت ، د هغه د خدايي او اولهيت پوهه او معرفت دی !
لويديځوال د خپلې ټولې ساينسي پوهې سره سره تر اوسه ايله په بيله د طبيعي علومو په درشل کې دي، يواځې د پښو لاندې ځمکه يې لا بشپړ نه ده پيژندلې،
اسلامي هيوادونه خو لا د خپل روڼي شفيروي پوخ لا نه دی غورځولی او د معارف د ورځې رڼا يې لا په سترګو هم نه ده ليدلې ، دوی مکلف دي چې د ادم په رسالت کې چې د علم پوهې معارف او د طبيعت د تسخير له لارې د الله تعالی معرفت ته ځان رسول او په دغه لاره الهي قرب حاصلو ل دي تر لويديځوالو مخکې شي!
د الله قران د ايتونو مجموعه ، او اسيتونه ابواب العلوم او -فنون دي ، دغه ابواب
هر يو پخپله بشبړ علم نه دی، دا دعلومو درشلونه او علم ته دداخليدو ايتونه، نښانې يا په اصطلاح بريښنائي شنې ترافيکي نښې دي ، چې تر شا يې د علومو دنيا پرته ده، خو دغه ابواب په مجموع کې پخبله يو ستر علم ، حکمت او نور دی،
ځکه چې د الله د قدرت (= طبيعت) د پيژندلو ابواب او د هغه قادر ذات دالوهيت
د معرفت رڼه او روښانه لار ده !
و من الله التوفيق


هیله اومینه

زبیرانصاری
07.01.2010

دسلامواونیکولورینوپه وړاندي کولو
هیله ده چي ټول به روغ رمټ یاست
دوه حلاته دي چي تل ماغوندي ځوانان بې له دې چي اوښکي ورته نظرانه کړي بله چاره نه لري .
یودافغانانوپه مینځ کي دوښمني(دخواشنۍاوښکي ) اوبل دافغانانوپه مینځ کي دوستي(دخوشالۍ اوښکي)
خبره به یوڅه سپینه کړم هغه داچي نن مي په لومړي ځل ولیده چي دټول افغان په فورم کي زماغیرتمن مسلمان پښتانه وروڼه داسلام پوهني په اړه په ډېره خوږه ژبه رڼاوي اچوي څوکړکۍ مي راخلاصي کړلې بېلابیل نظرونه چي ډېری یې په تول ښه پوره وه ومي لوستل خوند مي ترې واخیست، دهغه مخکنۍ دوهمي خبري په تاید((دنظرانې لپاره یې دخوښۍ اوښکي رانه طلب کړلې)) که څه هم چي زه کوم لیکوال یاادیب نه یم مګردې ته یې اړکړم څوتاسوته یوڅوګډي وډي ولیکم اودیوه دردمن مسلمان اوافغان په توګه ځان ته ددې حق ورکوم ترڅو تاسوته ځولۍ وغوړم اوپه ادب درنه هیله وکړم چي ګرانوعالمانو،ادیبانواولیکوالانووروڼو!
تاسي یاست چي دټولني دردپه ښه حس سره درک کولای سئ ،تاسي یاست چي دظالم دظلم اودمظلوم
د(اهـ ) آوازدخبرواوقلم له لاري ترنژدې اولري پرتوسیموپوري رسولای سئ ،تاسي یاست چي په شعوري ډول مړژوانده اوخوبولي ضمیرونه راويښولای سئ . نودخدای په خاطرپه خپلودندوکي نورهم رشتني ووسئ هوډ وکړئ دډارځینځرونه مات کړئ هغه څه دخلکوتراذاهنو ورسوئ چي په قرآن اوحدیثوکي راغلي وي اوداسلام هغه رشتنې بڼه خلکوته ښکاره کړئ، پرخپل دردلي ملت رحم وکړئ داقوم دتور تیاروپه لوري یون کوي، مه یې پرېږدئ چي وحشي ځناوریې درنه وخوري داغیرتمن قوم په داسي ناوړه ناروغۍ اخته سوی دی چي بېړنۍ درملني ته اړتیالري تاسي پوهېږئ داکومه ناروغي ده؟دانورغي له بې اتفاقۍ بې باورۍ خودبینۍ اوداسي نوروڅخه سرچینه اخلي . تاسي باوروکړئ چي داقوم نن له ملاڅخه ونیسه ترهغه بدماشه پوري په هیچاباورنه سي کولای داقوم سوځول سوی دی اوبیا شیدوهم سوځلی دی .
ښاغلولږفکروکړئ !! دهغه قوم به څه حال وي چي پررهبراوامام یې نه یوازي باورنه وي بلکه ترې نه په ډاروي نوله هغه داړمارانو،جګړمارانو،غلوواوپردیووځاناوروخبره خولامخکي روغه ورته برته ده
له ځان سره فکروکړئ دافغان هروګړی ستاسوورور،خور،مور،پلار،زوی ،لوریادکورنۍ بل غړی دی خوموږپه حقیقت داسي نه دی بللی که یې چیرته په حقیقت داسي وبولوهیڅ دموري زوی نه سي کولای چي زموږطرف ته دي برګ وګوري
تبصیره رانه مقاله نه سي بیاهم یوه خبره تکراروم هغه داچي هسي نه پخپل مینځوکي دبریدونوښکارسو اوددې پرځای چي ټولني ته خدمت وکړو یوپه بل پسي لګیاسوي یو لیکني کوواو هغه اصلي هدف رانه پاته سوی وي
داسلام په چوکاټ کي دسوکاله اوسمسورافغانستان په هیله



08.01.2010

انصاري صيب عليکم السلام ورحمت الله وبرکاته !
ټول افغان ته په خير راغلئ ستړيمشئ او هر کله راشئ!
تاسې ډيرې ښې او نيکې هيلې څرګنده کړې دي :

[quote:fae7036e52]دهغه قوم به څه حال وي چي پررهبراوامام یې نه یوازي باورنه وي بلکه ترې نه په ډاروي نوله هغه داړمارانو،جګړمارانو،غلوواوپردیوو
ځاناوروخبره خولامخکي روغه ورته برته ده له ځان سره فکروکړئ دافغان هروګړی ستاسوورور،خور،مور،پلار،زوی ،لوریادکورنۍ بل غړی
دی خوموږپه حقیقت داسي نه دی بللی که یې چیرته په حقیقت داسي وبولوهیڅ دموري زوی نه سي کولای چي زموږطرف ته دي برګ وګوري [/quote:fae7036e52]
ډيره اعلی آرزو ده، چې د يوې کورنۍ يا قبيلې په کچه ، چيرې چې آړيکې په وينه او اتنيک پورې محدودېږي، ډيره ښه پلې کېدای شي، خو لا د يوه ستر قام ، ملت يا لويې ټولنې په سطحه يې تطبيقول ستونزمن بريښي ، هلته بيا مذهبي ، ملي او ټولنيز اندونونه(مفکورې) او عقيدې رول لوبوي!
وروري او برابري د اسلام مبين دين تر هر بل اندون ښه بيان کړې ده، د خو اسلامي ورورۍ او برابرۍ اندون د اسلام د پيغمبر (ص) او دوه لومړيو خليفه ګانو د وخت پورې ښه دوام وکړ، خو د خلورم خليفه په وخت کې لا د څلورم خليفه په اړه د قدرت په سر د نفاق تخمونه وکرل شول او د څلورم خليفه مشري يې ناندرئيزه او په سرو وينو جګړه ئيزه کړه چې د تشيع دوښمني يې له تسنن سره تر نن ورځې پورې لا ختمه شوې نه ده او نه مذهبي امپراطوريو ټولنيزې ستونزې اوحکومت د مشروعيت مسله حل کړې ده ، لذا ددولتي قدرت مسله په مذهبي سطحه لاينحل ده، د قدرت مسله بايد په ملي او ټولنيزو تلسټونو او مباديو حل شي، چيرې چې مذهبي مقتضيات هم مراعات او پلي کيدای شي!
[color=blue:fae7036e52]د شکل له مخه بايد ټولنه ښه ملي او اسلامي وي او د محتوا له مخه ولسواکه ، نو هله زمونږ اسلامي او ملي وروري او د قدرت يا حکومت ولسواکه توګه او چلند
يواځيني امکانات دي چې له مونږ او تاسي نه په متقابل تړاو او غښتلي وحدت کې پلي کول غواړي که چيرې مونږ د خپلې ټولنې، خپل اسلام او خپل ملت ژغورل غواړو ! هغه وروري او برابري چې دغه درې اړخيزه وحدت غښتلی کوي هغه سم اصولي ژور او حياتي وحدت دی او حياتي وروري او برابري ده او بس ، که نه مونږ په هره يو اړخيزه ورورۍ کې له ماتې او زوال سره مخ يو ![/color:fae7036e52]


شفق
13.01.2010

السلام عليكم
ستاسي بحث مي ولوستو دي نتيجي ته ورسيدلم چي وهاج صاحب غوښتل لوستونكي وپوهوي چي كسوف او خسوف په اړه د كاهنانو د خبرو تر اغزي لاندي رانه شۍ، او د كسوف اوخسوف په وخت مليان دي خلك راجمع كړي دوركعته لمونځ دي وكړي او خلكو ته دي د خداي پاك د قدرت نښاني بيان كړي او خلك دي د بدو اعمالو پريښودو او ښه اعمالو كولو ته دعوت كړي.
پتوال صاحب د مليانو سره د خپل حساسيت له قبله په ريښند اميزه توګه قلم ته حركت وركړي دخبرو څخه يي دا فهم اخيستل كيږي چي خسوف او كسوف د خداي د قدرتونو نښه نه ده بلكي د سيانسي حساباتو له مخي همداسي كيږي او كومه نوي خبره نه ده نو مليان دي اول ځان پوه كړي بيا دي خلكو ته بيانونه وكړي
پتوال جانه كي په همدي عقيده وي نو خداي چي په قران كي نافرمانو قومونو ته كوم عذابونو يادونه كړي هغه هم بايد مليان د عذاب په توګه تشريح نه كړي بايد سيانسي نظرياتو له پلوه يي تشريح كړي ترڅو د خداي څخه ويره د خلكو له زړونو څخه ووزي او هغه څه وكړي چي نفس يي غواړي
پتوال جانه ستاسي په نظر د كون په نظام كي پيښي چي په ځمكه د ډيرو پيښو سبب كيږي په خپله راځې ؟ او كه د كوم ذات په ارادي سره راځي؟؟؟؟؟


watanmal
13.01.2010

ټولو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

د كسوف او خسوف په اړه بحث ښه روان دى زه به كوښښ وكړم چى د ملګرو
د نظرونو خلاصه لوستونكو ته وړاندى كړم.
كسوف د لمر د رڼا پټيدو ته وايى او خسوف د سپوږمۍ د رڼا پټيدو ته ويل كيږى ،
[color=white:f0a685bb5f] د كسوف او خسوف دوه سببه دى[/color:f0a685bb5f] چى يو ته يى كوني او بل ته يى شرعي ويلي شو،
[color=darkred:f0a685bb5f]كوني سبب:[/color:f0a685bb5f]
كله چى سپوږمۍ د ځمكى او لمر ترمنځ حايله شى نو لمر په جزوى توګه تندر
نيسى ځكه سپوږمۍ له لمر او ځمكى دواړو څخه وركوټى ده نو امكان نلرى
چى ټوله لمر دى تندر ونيسى
او كله چى ځمكه د لمر او سپوږمۍ ترمنځ حايله شى نو د حايلو كيدو په تناسب
سره سپوږمۍ تندر نيسى ، لكه مخكى مى چى وويل سپوږمۍ د ځمكى او لمر
څخه وركوټى ده نو د ټولى سپوږمۍ د تندر نيولو امكان شته

[color=darkblue:f0a685bb5f]شرعي سبب:[/color:f0a685bb5f]

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايى: [color=white:f0a685bb5f]إن الشمس والقمر لا ينكسفان لموت
أحد ولا لحياته وإنما هما آيتان يخوف الله بهما عباده [/color:f0a685bb5f]

شرعى سبب يى دا شو چى كسوف او خسوف د الله د قدرت نښانى دى او
الله پاك پرى بندګان ويروى ترڅو د هغه مطيع پاتى شى. همدا وجه دى چى
د كسوف او خسوف په وخت رسول الله صلى الله عليه وسلم خلكو ته امر په
لمانځه كړى يعنى د قدرت ددى نښانو په ليدو بندګان بايد د الله اطاعت
طرف ته متوجه شى. پدى اړه د[color=green:f0a685bb5f] حليمى صيب[/color:f0a685bb5f] ليكنه كافي واضحه ده
په همغى به بسنه وكړو ، كه سورة الاسراء ايات نمبر 59 ته زير شو نو پوه به شو
چى بندګانو ته الله د خپلو قدرتونو نښانو ښودلو سبب د هغوى ويرول بيان كړى
ترڅو د هغه مطيع پاتى شى: [color=white:f0a685bb5f]وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا [/color:f0a685bb5f]- سورة الاسراء الاية 59.
نو ددى ويرى د ختمولو طريقه رسول الله صلى الله عليه وسلم د عباداتو
په كولو سره بيان كړى ، د لمونځ استغفار او توبى امر يى كړى.

[color=darkblue:f0a685bb5f]دلته يوه پوښته پيدا كيږى چى ايا د كسوف او خسوف كيدو وخت له مغيباتو څخه دى [/color:f0a685bb5f]؟؟؟؟
ځواب يى دى [color=white:f0a685bb5f]نه [/color:f0a685bb5f]، ځكه دا تر حسى علم پورى تړاو لرى كه د تاريخ كتابونه
وكتل شى نو فرعونيانو ته هم د كسوف اوخسوف وختونه معلوم وه،
په موجوده عصر كى د فلكياتو په علم كى ډير پرمختګ شوى نو دا معلومه ده
چى كسوف او خسوف هر[color=darkblue:f0a685bb5f] 18 كاله يولس ورځى اوو ساعته 43 دقيقو[/color:f0a685bb5f] كى
پيښيږى نو پدى توګه سړى كولى شى چى د راتلونكو سوونو كلونو كى د
كسوف اوخسوف وخت په ګوته كړى

[color=white:f0a685bb5f]محترم وهاج ساپى صيب[/color:f0a685bb5f] خبره مو د كاهنانو كړى ، كه د اسلام په فورم كى د كاهنانو
په اړه تفصيلى ليكنه وكړۍ يعنى دغه خلك څوك دى څه فكر لرى او اسلام ورته په
څه نظر ګورى ، نو فايده به يى عامه شى او د خطراتو څخه به ئى لوستونكى خبر شى.

وطنمل



13.01.2010

وطنمل صيب کور مو ودان دواړه دلايل مو په نيکه اراده سره تړلي دي!
خو وګورئ کله چې کسوف تر دقيقې پورې دقيق د وړاندويلو وړ دي، نو که د امت ښه عملونه ډير هم شي بيابه هم کسوف په خپل همغه ټاکلي وخت رامنځته کيږي او
مخه به يې نه نيول کيږي ، حکه چې علت يې کوني دي ، برعکس که عملونه هر څومره خراب هم شي د کسوف د ټاکلي کوني وخت څخه مخکې کسوف نه رامنځته کيږي، نو آيا دلته شرعي علت تر کوني علت پورې بې اغيزه پاتې نشو ؟
ددواړو علتونو تړاو تاسو نه دی ښودلی چې کوني علت د شرعي سره يا شرعي له کوني سره څرنګه اړيکه او څه ډول تړاو لرلی شي ؟؟؟؟؟؟؟؟
[color=red:102f7c1873]
له دې نه معلوميږي چې دلته شرعي دليل علت نه بلکې پايله بيانوي، او کوني دليل علت ![/color:102f7c1873]
حقيقت هم دادی چې کله کسوف واقع کيږي نو مسلمانان ويريږي او بايد هم وويريږي او توبې باسي ، نو د ويرې فنکسيون دادی چې مسلمانان خپل عملونه اصلاح کوي په تيره بيا هغه وخت چې له کوني دليل او علت څخه خبر نه وي !


عادل عادل
14.01.2010

سلامونه

عزتمند ورور وطنمل صیب

ډیر خوښ شوم چې پس له اوږدې مودې مو سر را ښکاره کړ، په روان بحث مو ډیره مفیده او هر اړخیزه رڼا اچولې او بهترینه نتیجه ګیري مو کړې ده.

هغه څه چې ما ترې زده کړل او پتوال صیب ته یې بیا وریادول غواړم دادي چې، مونږ بندګان دومره زړور نه یو چې د کسوف، خسوف او نورو افاتو په واقع کیدو سره تر هیڅ ډول رواني اغیز لاندې رانه شو، شرعي ارتباط یې همدلته دئ چې زمونږ د سکون او ویرې د راټیټیدو په خاطر د ذکر، استغفار او توبې توصیه شوې، او همدا د ذکرالله او استغفار ویلو نتیجه ده چې د زلزلې، سیلاب، تندر او یا په طیاره کې د هوا د خرابوالي په وخت کې د مسلمان روحیه تر هغه نه ډیره پیاوړې وي چې ایمان نه لري .



14.01.2010

درنو ليکونکو ورونو او ګرانو لوستونکو ته سلام !
عادل صيب د کسوف يوه بله پايله ( نه علت ) هم په ګوته کړ چې د دې طبيعي کوني پېښې يوه طبيعي پايله (ويره) ده او ددې ويرې
د کمولو يا ورئکولو له پاره د مسلمانانو له پاره له شک پرته دعا ، استغفار
او ذکر خورا غيزمن دی ، نو ځکه مونږ مؤمنان خپل رب ته
لا زيات ځانونه تسليموو اود خپل دنيوي او اخروي ژوند په اړه لا ډاډمن کيږو!
په دې توګه دغه ټولې روحاني هڅې او روحي اسانتياوې
هم د کسوف دکوني طبيعي پېښې له علت سره نۀ، بلکې له پايلې (ويرې) سره تړاو لري ، کومه چې په خپل وار د ويرې د کموالي او آن
ورئکوالي رواني اړيزی (سبب) ګرځي!
هو، داچې هېڅ علت او هېڅ طبيعي قانونمندي هم د الله تعالی د ارادې او قضی له دايرې څخه وتلې نه ده، نو هره قانونمندي، هر علت او معلول
او هره پآيله او د پايلې پايله هم ټول د لاحوله و لا قوة الا بالله له حکم سره سم د الله تعالی د ارادې،پلان او قديم علم سره سم رامنځته کيږي ،
نو زما له انده پورتني حديث شريف هم بايد په همدې معنی درک شي .

[color=blue:ece8d53a82] آيا مطلب مو ښايي حل او همدا سې دی (؟) او که څنګه ؟؟؟[/color:ece8d53a82]


و.افغان
16.01.2010

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

له ټولو درنو او محترمو وروڼو څخه يوه نړۍ مننه چې خپل قيمتي غبرګونونه يې څرګند کړل:
درنو وروڼو!
پرته له شکه چې هيڅ يوه کوني حادثه يا پېښه د قضاء او د قدر په کتاب (لوح محفوظ) کې له ليکلو
څخه نه ده پاتې شوې، او نه د الله جل جلاله له علم او مشيئت پرته پېښېدی شي.
خو لکه ځينو وروڼو چې ورته اشاره کړې ده، الله جل جلاله د خپلې مهربانۍ او رحمت
له مخې د خپلو بندګانو د تقرب او بخښنې لپاره د خير او برکاتو مواسم ټاکلي دي،
د هغوی د ثواب د ډېرېدو او درجو د لوړېدو لپاره يې مختلف اسباب هغوی ته ورښوولي دي، چې ډېر کرته دغه
اسباب د حالاتو په تغيير کې متمثل کيږي، که چېرته دغه تغيير په فرض محال دوام پيدا کړي نو
ټول خلک ترې متضرر کيږي، خو الله جل جلاله د خپل علم، رحمت او حکمت له
مخې هغسې نه کوي، البته بندګانو ته پرې تنبيه ورکوي، ويروي يې، د نورو
مصيبتونو او امتحانونو د يو نښې او علامې په څېر يې ورڅرګندوي، البته د دې
معنا دا نه ده چې دغه تغييرات د هغې قانونمندۍ څخه ووځي چې الله جل جلاله له
پيله د کـَون يا عالـَم د نظام لپاره وضعه کړېده.
الله جل جلاله فرمايي: انا کل شيء خلقنه بقدر.
په کل شيء کې خسوف او کسوف هم شامل دي.
يعنې کسوف او خسوف اګر که يو طبيعي حادث دی، د فلکي نظام په مطابق سره په
خپل وخت پيښيږي او ختميږي، البته د قيامت د ورځې احداث ضرور انسان ته په
يادوي، خو دا د هغه چا لپاره چې سوچ په کې وکړي، او مجرد د يو فلکي حادث
په سترګه ورته ونه ګوري، بيا خو لږ وړاندې سوچ هم پکار دی چې د دې فلکي نظام
خالق څوک دی؟ د دې فلکي قانون مدبّر څوک دي؟
په قيامت کې به هم لمر توريږي، رڼا به يې ختميږي، د
سپوږمۍ روښنايي به له منځه ځي، ستوري به خړ شي . .. . او داسې نور.

زه د قرآنکريم يو څو آيتونه تاسې ته د دې مطلب لپاره ږدم، که لږ سوچ پرې وکړئ نو
ضرور د کسوف او د خسوف علّت به نور هم ستاسو په اذهانو کې واضح شي:
دغه آيتونه د شپې او د ورځې په باره کې دي:

د القصص سورت: له 71 آيت څخه تر 73 آيته پورې:

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَداً إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِضِيَاء
ووايه ای محمده دوی ته: آيا وينئ يعنې څرنګه درښکاري که چېرې وګرځوي الله پر تاسې دغه شپه اوږده همېشه تر ورځې د قيامت پورې، نو څوک دې هغه معبودبې له الله چې راوړي تاسې ته رڼا چې په کې طلب د معاش کوئ.

تفسير: يعنې تاسې خبر راکړئ! چې مثلاً الله تعالی پرې نه ږدي چې لمر طلوع وکړي، يا يې رڼا او تودوخه ترې لرې کړي، نو تاسې به د خپلو کارونو او چارو لپاره داسې تودوخه او رڼا له کومه راوړئ؟.

أَفَلَا تَسْمَعُونَ (71)

آيا پس نه اورئ تاسې دغه خبره د زړه په غوږو سره؟.
تفسير: يعنې دا خبره دومره روښانه او صافه ده، چې تش په يوه اورېدلو سره هم په فهم او پوهه راځي، نو آيا تاسو له سره نه اورئ؟.

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَداً إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (72)

ووايه ای محمده! دوی ته: آيا وينئ تاسې يعنې څرنګه درښکاري که چېرې وګرځوي الله پر تاسې ورځ اوږده همېشه تر ورځې د قيامت پورې چې هيڅ غروب الشمس ونشي، نو څوک دی معبودبې له الله چې راوړي تاسې ته شپه چې آرام وکړئ تاسې په هغې کې؟ آيا پس نه وينئ تاسې دا آثار د قُدرت.
تفسير: يعنې تاسې خبر راکړئ! که الله تعالی پرې نه ږدي چې لمر غروب وکړي، او تل ترتله ستاسې پر سرونو همداسې ولاړ وي؛ نو هغه راحت او سکون او نور فوائد چې د شپې له راتلو څخه حاصليږي؛ د هغو حصول به په کوم يو طاقت سره ممکن کېدی شي؟ آيا دغسې يو ظاهر او باهر حقيقت هم تاسې نشئ ليدلئ؟.

وَمِن رَّحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (73)
او خاص له رحمته مهربانۍ خپلې پيدا کړې ده الله تاسې ته شپه او ورځ، لپاره د دې چې آرام وکړئ تاسې په هغه شپه کې، او چې ولټوئ تاسې په دغه ورځ کې له فضله د دغه الله ، او لپاره د دې چې شُکر وکړئ تاسې د نعماوو د الله.
تفسير: يعنې د شپې او د ورځې اړول رااړول، څو د شپې په تيارو کې مو سکون او راحت په برخه شي، او د ورځې په رڼا کې خپلو کارو او چارو ته هم دوام ورکړی شئ، او د شپې او د ورځې پر مختلف الأنواعو انعاماتو د الله تعالی د انعاماتو شُکر اداء کړئ.

له کابلي تفسير څخه.
په درنښت



ع کريم حليمي
16.01.2010

السلام علیکم و رحمة الله
عباد الله !!! :
بلې ،
موږ دامنو چه بعضي موسمونه شرعي مراسم لري ، د روژېٖ موسم ، د اختر موسم ، عاشورا .............
نو کسوف او خسوف ځان ته لمونځ او خطابه لري ، او په بعضي فقها ئې واجب ګڼي او بعضي ئې مستحب
نو که چیري په مسجد کښي په جماعت د تندري لمونځ وسي ، نو خطابه سنت کيږي ، که په مسجد کښي د جماعت لمونځ اداء نه شي نو خطابه نسته ،

امام به داسي خطابه ورکوي چه : خلک عبادت ته تشویق کړي ، او دجهالت د وخت خرافات وغندي ، آیتان من آیات الله، لایخسفان لموت أحد ولالحیاته، فإذا رأیتموهما فافرعوا إلی الصلاة
نه دخان صاحب غوا مړه ده ، او نه خان صاحب مړ شوئ ، او نه د حامد کرزي کره کوچنئ زېږېدلئ
هیڅ نه ده پېښه ، خو پېښه دا ده چه لمر ، سپوږمۍ او ځمکي مستقم خط جوړ کړی ،
د ام المؤمین عائشې رضی الله تعالی عنها په قول مبارک د تندري په خطابه کښي دا الفاظ (ان الله تعالى يخوف بهما عباده ) نه دي فرمایلي ، او الامام المجاهد ابن تيمية په دیٖ باور دی ، چه د خوف او بېري
او وهم ذِکر سردار عالم نه دي کړئ په خطابه کښي


و.افغان
17.01.2010

مکرم معزّز حليمي صاحب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

يوه هيله کوم، ابن تيميه دا خبره چېرې کړې ده، په کوم کتاب کې؟
د ويرولو د خبرې توجيه يې ما پورته کړېده، آيا څه مشکل په کې دی؟
زه خو له پيله تر اوسه هيڅ ستونځه په کې نه وينم.

په خورا درنښت

[quote:3382545d93="ع کريم حليمي"]السلام علیکم و رحمة الله
عباد الله !!! :
بلې ،
موږ دامنو چه بعضي موسمونه شرعي مراسم لري ، د روژېٖ موسم ، د اختر موسم ، عاشورا .............
نو کسوف او خسوف ځان ته لمونځ او خطابه لري ، او په بعضي فقها ئې واجب ګڼي او بعضي ئې مستحب
نو که چیري په مسجد کښي په جماعت د تندري لمونځ وسي ، نو خطابه سنت کيږي ، که په مسجد کښي د جماعت لمونځ اداء نه شي نو خطابه نسته ،

امام به داسي خطابه ورکوي چه : خلک عبادت ته تشویق کړي ، او دجهالت د وخت خرافات وغندي ، آیتان من آیات الله، لایخسفان لموت أحد ولالحیاته، فإذا رأیتموهما فافرعوا إلی الصلاة
نه دخان صاحب غوا مړه ده ، او نه خان صاحب مړ شوئ ، او نه د حامد کرزي کره کوچنئ زېږېدلئ
هیڅ نه ده پېښه ، خو پېښه دا ده چه لمر ، سپوږمۍ او ځمکي مستقم خط جوړ کړی ،
د ام المؤمین عائشې رضی الله تعالی عنها په قول مبارک د تندري په خطابه کښي دا الفاظ (ان الله تعالى يخوف بهما عباده ) نه دي فرمایلي ، او الامام المجاهد ابن تيمية په دیٖ باور دی ، چه د خوف او بېري او وهم ذِکر سردار عالم نه دي کړئ په خطابه کښي[/quote:3382545d93]



ع کريم حليمي
17.01.2010

مکرم او معظم قاري صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
فعلاً سند نه لرم په لاس کښي ، تر څو چه مي سند نه وي وړاندي کړئ ، لاندي جملې له نظره و غورځوي او یا اعتبار ئې تعطیل کړئ
[quote:3937c9694f]او الامام المجاهد ابن تيمية په دیٖ باور دی ، چه د خوف او بېري
او وهم ذِکر سردار عالم نه دي کړئ په خطابه کښي[/quote:3937c9694f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more