نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
31.12.2009
انډيواله يوڅه کوږ روان يې! ټول کارونه داسې نه کيږي ٠
[quote:158f647350="پتوال"]طالبان پايد کلک په پام کې ونيسي چې :
١ - طالبان دې د تل لپاره له افراطيت سره خدای پاماني وکړي که څه هم په اسلام کې وي ، وهابيت دې نه خپلوي ، بلکې پر ځای دې د حنفيت روحيه وساتي !
٢- که ISI يې په خدمت کې وي يا دوی د هغوی په چوپړ کې وي، نو اول دې پر هغوی ډانګ کيږدي او پرځای دې ملي پوځي کمېټې جوړې کړي، يوه ګرځنده ملي شورا دې هم جوړه کړي ،څو هم د شورايت اسلامي امر پر ځای شي او هم د ديکتاتورۍ د پلوي تور داغ له ځان څخه ليرې کړي، ځکه ديکتاتوري يواځې ديو بهر لاس په خدمت کې وي ، نو د پرديو استخباراتو ( د بلواکۍ ) تور داغ به هم په دې توګه له خپل تندي څخه ړنګ کړي!
٣ - دملي شوری او جمهوري رياست ټاکنې بايد په لومړي کال کې تر سره کړي او مستقل او منتخب حکومت جوړول بايد دمقاومت لومړنی کار وي
٤ - ملي حکومت بايد ژر تر ژره ملي اردو جوړه کړي او پوځي مشاورين پوځي روزونکي بايد له ګاونډيو هيوادونو لکه پاکستان څخه نه وي ٠
٥- لکه څنګه چې ديني سنت د معاملې او ټولپوښتنو مورد نشي ګرځېدلای دغسې ملي فرايض لکه د ډيورن د منخوسې کرښې بطلان
او ترديد هم د معاملګرۍ او د ټولپوښتنو پر لمبو له منځه وړل ستر ملي او تاريخي جنايت دی او ټولپوښتنېته چانس ورکول
صرف اوصرف د پښتونستان د
ملي داعيې پر ضد يو ناوړه عمل دی ، نو طالبان ورونه دې هم نه د پاکُستان خاينانه او نه هم د شمالي ټلوالې دوښمنانه غوښتنې مني !
٦ -
٧-
دا نوربيا [/quote:158f647350]
02.01.2010
ځوانه څنګه نه کيږي ، ډير ښه کيږي، ما او تاته دې قدرت راوسپاري چې دغه ټولې ګڼې پلې کوو که نآ !
خو ستا مطلب دويمه ګڼه ده، که هغه اوس نشي کولی، ددې نورو ګڼو ژمنه خو کولی شي کنه!!؟؟
بس صرف هغه ژمنه دې اوس اعلام کړي !!!!
pattang
03.01.2010
انډيواله !
چې دا پښتانه وينم قسم په خدای دی چې په خپل ځان کې مې هم شک وينم ٠
چې هرڅو يې ټولوې نه ټوليږي .
په خبره د پوه شوم مونږ به خپل کوشش کوو !
[quote:c63c18d975="پتوال"]ځوانه څنګه نه کيږي ، ډير ښه کيږي، ما او تاته دې قدرت راوسپاري چې دغه ټولې ګڼې پلې کوو که نآ !
خو ستا مطلب دويمه ګڼه ده، که هغه اوس نشي کولی، ددې نورو ګڼو ژمنه خو کولی شي کنه!!؟؟
بس صرف هغه ژمنه دې اوس اعلام کړي !!!![/quote:c63c18d975]
هیښ
04.01.2010
سلامونه
دافغانستان په سیاسي ـ اجتماعي تاریخ کې ډیر تنظیمونه ،ګوندونه او سازمانونه منځ ته راغلل چې دملي او مذهبي ارزښتونو او ګټو نه ددفاع،وطن ،وولس او مقدساتو ته دوفادارئ ،اخلاص او تعهد او دیوې عادلانه ټولنې دجوړولو دپاره ئې دومره په زور او زوږ چیغې او نارې وهلې چې ستوني ئې په چاودیدو شول ،مګر کله چې ئې د غلا ،تزویر او زور له لارې دسیاسي قدرت په چوکئ ډډه ولګوله او دعمل میدان راغئ ،نود ټولو ملي ،انساني ،افغاني او اسلامي ارزښتونو سره ئې داسې جفا وکړه چې دبشر تاریخ ئې نمونه او مثال نه لري او په خپلو خائینانه او غیرې انساني اعمالو سره ئې افغان وولس دیوه لوئ ناورین سره مخامخ کړ.دیوې سالمې ،باامنه ،مستقلې او دانساني ضوابطو په اساس جوړې شوې ټولنې دمنځ ته راتګ په ځائ دتفرقې ،مذهبي،قومي ،ژبني اوسمتي تعصب فتنې ئې راوزیږولي او دوولس د سیاسي ،اقتصادی ،اجتماعی او فرهنګي ستونزو برسیره د خلکودسر ،مال ،ناموس او عزت سره لوبې کولو او تجاوز کولو یوه بله ستونزه ددې تنظیم شویو جانیانو له لوري ور اضافه شوله .داځکه چې دا تنظیمونه او سازمانونه دخدائ (ج) درضا او دخلکودخدمت او دمشکلاتو دحل کولو دپاره منځ ته نه وو راغلي بلکه هدف ئې دخپلو شخصي او ګوندي مادی ګټو ترلاسه کول او یوه کاذب شهرت ته رسیدل وو.ددوئ دپاره انسان او دهغه کرامت مطرح نه وو بلکه دجذابو او غوړو غولوونکو شعارونو لاندې دخپلو حیواني خواهشاتو پوره کول که څه هم دیوه لوئ ملت په بدمرغئ او مصیبت تمامه شي دوئ ته اهمیت نه درلود .همدا وجه وه چې دخپلو مادی او نفسانی غوښتنو دلاسته راوړلو له پاره ئې ټول هغه الهي ،افغاني او انساني اصول ،قوانین ،ارشادات او نورمونه چې دیوې ټولنې دبقا او پایښت دپاره محترم او لازمي وو په ډیره بې شرمئ ،رذالت او شیطانت سره تر پښو لاندې کړل او په افغاني ټولنه کې هغه دمینې ،دیندارئ ،انساندوستئ ،افغانیت او اسلامیت مزي چې دزرهاوو کلونو راهیسې غښتل شوي وو په غوڅولو او شکولو ئې شروع وکړه .خو دافغان وولس جوړښت چې په اسلامیت او افغانیت ولاړدئ دومره کلک او محکم دئ چې ددې شیطان صفته عناصرو او ددوئ دبادارانو توطئې او دسیسې دې جوړښت ته دتاوان رسولو نه عاجزپاته شول او تنظیمي جانیانو ته یوازې شرمندګي،ذلت او دوولس له لوري رټنه ور په برخه شوه.
ددې مادې او شیطاني افکارو لرونکي دخپلو شومو اهدافو دپیاده کولو له پاره کله چې دوولس له خوا ورټل شول دخپلو ولي نعمتانو او بادارانو لمن ئې ونیوله او دخپل وولس په ضد ئې پردئ سلاح په غاړه دتجاوزګرانو سره یوځائ یوې بلې پستئ ته اقدام وکړ او دافغانستان خاوره ئې دپردیو تجاوزګرانو دتاخت وتاز او بشري جنایت صحنه وګرزوله .هغه وولس چې دلوږې ،بې سوادئ ،بې دوائئ،بې معلوماتئ ،فقر او تنګدستئ سره لاس او ګریوان وو ددې خائینانو او وطنفروشانو په وسیله دیوه داسې شیطان سره په دښمنئ کیوت چې نه ئې دپیسو لږوالئ وو او نه دوسلو کمئ او په سقاوت او وحشت کې ئې دبشر په تاریخ کې مثال نه دئ لیدل شوئ او دادې نږدې دیرش کاله کیږی ،چې ددې شر او فساد دعاملینو له خوا یوه انساني فاجعه په افغانستان کې روانه ده او هره ورځ افغانان ددې فتنې دختمولو له پاره دخپلو ژوندونو او وینو په بیه قرباني ورکوي .
دافغانستان په دې بحراني او له کړاوونو ډک تاریخي پړاو کې داسې سازمانونه او تحریکونه هم دوولس دبطن څخه راوزیږیدل ،وده ئې وکړه او دنبوغ په لوري په حرکت سره دخپل وولس ترڅنګ ودریدل.دمتجاوزینو او اشغالګرانودوحشت په مقابل کې ئې دمقاومت او مبارزې جبهه تشکیل کړه ، چې په خپلو مبارزو،قربانیو،شجاعت ،شهامت، کارنامو او شهکارونو ئې دانسانیت اود وولسو نودخودارادیت ددښمنانو پلانونه په خاورو بدل کړل او دائې ثابته کړه چې دځمکې په سر ترټولو لوئ شیطاني قدرت دټولو مادي ،مالي ،تخنیکي ،نظامي او لوژیستیکي امکاناتو باوجود دیوه میړني وولس دازادۍ او خپلواکۍ جوش او ا حساس نه شي له منځه وړلائ .
یو ددې تحریکونو څخه دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک دئ چې د مقاومت په جبهه کې دافغان وولس دازادۍ او خپلواکۍ دلاسته راوړلو له پاره په مبارزه او جهاد لګیادي او دمتجاوزینو او اشغالګرانو دوحشت په مقابل کې ئې په ډیر اخلاص او صداقت سره دمبارزې سنګر ګرم ساتلئ دئ.
دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک چې دوطن ،دین او ناموس ددښمنانوسره دمبارزې په ډګر کې ئې په شهادت غوښتنې او ایثارګرئ سره اعجازامیزه بریاوې حاصلې کړي دي او دڅلویښتو نه زیاتو متجاوزو ملکونو دمدرنترینو نظامیانو سره ئې په قهرمانانه مقابله کې ددښمن نه لاره ورکه کړې ده ،ددوست او دښمن دحیرانئ سبب شوي دي او هرڅوک ئې دخپل ضمیر او وجداني ظرفیت په معیار ارزیابي کوي. دښمن خو باید خپل ټول تبلیغاتي وسایل او امکانات دمقاومت دجبهې په مقابل کې په کار واچوي او دتجاوزګرانو او اشغالګرانو نه بله توقع هم نشته ،بیله دینه چې دخپل زور ،ظلم او جنایت دپټولو له پاره وسیع ،دروغجن او شیطاني نشرات وکړي ،ترڅو دخلکو ذهنونه دحقایقو ددرک کولو نه محروم کړي او دنظامي ترور ترڅنګ میډیائې ترور هم په مخ بوزي ،ځکه هیڅ تجاوزګر او اشغالګر دانه وائې چې دخلکو دقتلولو او له منځه وړلو له پاره راغلي دي ،بلکه ترنورو عنوانو نو لاندې خپل وحشیانه عمل تو جیه کوی .
مګر جالبه داده چې ځنې جنابان دیوې خوا دوولسونو دازادۍ او خپلواکۍ نارې وهي ، دبل لوري نه ئې په خولو کې دا تکیه کلام ګرزیدلئ دئ چې کله دطالبانو نوم اخستل کیږي نو دوئ سمدستي د(آی،اس،ائ) بې خونده ، بې ثبوته ،بې معنی ،تکراري ،مصنوعي،خسته کنه او بې وزنه سندره ورسره زمزمه کوي اودطالبانو ټولې قهرمانئ او شهکارونه په هغوئ پورې تړي.حال داچې دا دلمر په شان ښکاره ده چې آی ،اس،آی دسي،آی ،اې یو نامشروع او نابالغه بچئ دئ او روزنه ، پالنه اودستورالعمل ئې دهغوئ دحمایت او نظارت لاندې صورت نیسي.نو دا به کوم منطق ،عقل او تفکر ومني چې شاګرد،نوکراو خلف به د خپل استاد ،ولي نعمته او سلف په خلاف دهغوئ ددښمنانو سره لاس یو کړي ،ځکه دخپل بادارپه ورشکستګئ او په ناکامئ کې نوکران هم خپل مزد او اجرت له لاسه ورکوی او دبادار نابودي ئې د نوکر په نابودئ هم تمامیږی ،مګر په یوه صورت کې ئې امکان شته چې نوئ بادار تر زاړه ډیره اجره او مزدوری ورکړي ،چې په دې حالت کې هم، هغه تحریک چې په لوڅو پښو او وږې ګیډه مبارزه کوي او تکیه ئې په لوئ خدائ(ج) او په خپل وولس ده تر سي،آئ،اې به څه اضافه ورکړئ شي او هغه څښتن چې په خپله نینې خوري سپیو ته به څه ورواچوي .
نو دهغه اشخاصو او ډلو له پاره چې ځانونه داشغالګرانو او متجاوزینو په صف کې نه بولي او دوولسونو دازادۍ او خپلواکې داعیې ته احترام او وفاداري لري ښه به داوی چې دبې ځایه تهمتونو او افواهاتو په ځائ سازنده او نیکې مشورې دهغه تحریکونو او سازمانونو په ادرس بیان کړي چې ددې مقدس هدف (ازادي او خپلواکۍ ) دپاره دخپل سر او ژوند په بیه مبارزه کوي.
دطالبانو اسلامي تحریک که څوک ئې مني او که نه ئې مني دافغانستان او نړئ په سیاسي جغرافیه کې یو موجود او مطرح تحریک دئ او تراوسه ئې دخپل سیاسي ژوند په بهیر کې دشر،فساد،غلامئ او هررنګه جنایت او خیانت په ضد مبارزه کړې ده او دلوړو اسلامي او انساني اډیالونو دپیاده کولو له پاره ئې خپل صداقت او تعهد په عمل کې ښودلئ دئ.
مګر داهم باید دپامه ونه غورځول شي چې هر تحریک دانسانانو په وسیله منخ ته راځي ،او انسانان طبعاً کامل نه دي او دخپل ژوند په درشل کې اشتباهات او لغزشونه ورڅخه سروهي.نو هوښیار خلک باید داشتباوو نه پند واخلي او دتکرار مخه ئې ونیسي او ددوستانو نیوکې ،انتقاد او وړاندیزونه دتوهین او سپکوالي په مانا تعبیر نه کړي ،بلکه دبیداریدو او ويښیدو په مخصد ئې قبول او ومني.دیوه منتقد دوست او یوه مداح او ابن الوقته ستایونکي تر منځ باید توپیر وکړي .
دطالبانو اسلامي تحریک زما په نظر دنورو صفتونو اوکیفیتونو اضافه ددوه عمده عنصرونو نه جوړشوئ دئ :
۱- روحانیت
۲- وولسیتوب
همدا دوه عنصرونه دي چې داسازمان ئې په خپله مبارزه او جدوجهد کې دټولو هغه طاقتونو او قدرتونو په مقابل کې ثابت ،پایدار ، محکم او کامیابه ساتلئ دئ ،کوم چې ددې دوو عناصرو خلاف پالیسئ لري .
طالبان دمادي نعمتونو دلاسته راوستلو ،دنفسي خواهشاتو دپوره کولو ،دثروت ،مال اوجایداد دحاصلولو،دشهرت او په نورو داغائئ او بادارئ دکولو ،یوه شیطاني قدرت او جاه او جلال ته درسیدلو اونورو هغه مقامونو او منصبونو ته چې یوازې نمایشي او سمبولیک شکل لري او په واقعیت کې پوچ او دهر ډول انساني،افغاني او اسلامي ارزښتونو فاقد وي دتقرب او توصل دپاره مبارزه نه کوي ،بلکه دوئ دیوه لوئ ارمان دپوره کیدو اوهغه کمالي ټولنې جوړیدودپاره چې اساس ئې په قران کریم او نبوي ارشاداتو باندې ولاړوي جهادکوي.
که دنړئ او افغانستان سیاسي،اجتماعي کړکیچونو ته ژور نظر واچوو ،ټولې بدمرغئ او بشري جنایتونه دانسان دفزیکي غوښتنو او هوسونو دپوره کیدو له کبله منځ ته راغلي دي او دانسان دژوند معنوي او روحاني اړخ له نظره لویدلئ دئ .دټولنې روابط دانسانیت ،مینې ،همدردئ ،مسؤلیت ،همنوعیت اوشریک احساس څخه دځان غوښتنې ،تفوق طلبئ،ثروت غوښتنې ،تعصب او وحشیګرئ ته سقوط کړئ دئ او ددې حیواني غوښتنو دپوره کولو له پاره په ډیرشوق او ذوق سره یو دبل دوینو تویولو دپاره ئې اقدام کړئ دئ .دهر تیري،قتل ،ظلم اوناروا شاته همدغه نفسي حیواني غوښتني او میلونه پراته دي چې دیو موټي شیطان صفته ،ماده پرسته او دروحاني ارزښتونو نه فاقدو انسانانو په وسیله عملي کیږي او دلویو مصیتونو دراتګ سبب ګرزي.
دطالبانو اسلامي تحریک دیوې داسې لارې پیروان دي چې په ټولنه کې دهرډول ژبني،قومي ،رنګي،نژادي او اتنیکي تعصبونو او امتیازونو په ضد دي او انسان ته یوازې دهغې دتقوا او پرهیزګارئ په درجه امتیاز ورکوي( دا تقوانه یوازې په عبادي مسائیلو کې بلکه په ټولو سیاسی،اقتصادي،اجتماعی ،فرهنګي او تربیتي برخو کې) ٠
همدا دروحانیت فکتوردئ چې طالبان ئې په خپله مبارزه کې سرشاره او کامیابه ګرزولی دي،او په دې لاره کې د هر رنګه مشقت ،شکنجې او عذابونه تحمل دظالمانو او ستمګرانو سره په مبارزه کې خپل انساني فرض او اخروي سرخروئې ګڼي او بې له خدایه دهیڅ چا څخه وهم او ویره نه لري.
دوهم امتیاز چې دطالبانو داسلامي تحریک په نصیب دئ هغه ددې تحریک وولسیتوب دئ .
هر تحریک خپلو هدفونو ته درسیدو دپاره مرستې ته اړه لري ،ترڅو ددې مرستو او امکاناتو په موجودیت کې خپل پلانونه او پروګرامونه عملي کړي.
په ننیو شرایطو کې دنړئ ټول طاغوتي طاقتونه او دهغوئ مزدور دولتونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول دافغانستان په تجاوز او اشغال کې برخه لري او دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دمقاومت دجبهې په ضد خپل مالي ،تخنیکي او نظامي امکانات استعمالوي . لاکن دې پراخه او جهاني شیطاني ائتلاف سره له ټولو کوښښونو او فوځي –استخباراتي فوقیتونو بیا هم ونه شوائ کولائ دا غورځنګ وځپي او په خلاص مټ خپل چټل هدفونه عملي کړي.ځکه چې دطالبانو اسلامي تحریک یووولسي تحریک دی ، دوولس دهمه جانبه مرستې او خواخوږئ څخه برخورداره دئ،انګیزې،غوښتنې ،هیلې او ارمانونه ئې دوولس هیلې او ارمانونه دي. همدا وجه ده چې دافغانستان په ازادۍ او خپلواکۍ مین وولس ددې تحریک ترشا ولاړدئ او کوم سازمان چې دخلکو دپشتیبانئ او حمایت په مټو مبارزه کوي ،هیڅ قدرت او طاقت ئې په مخه کې دمقاومت تاب نه لري او ټولې دسیسې او توطئې به ئې شنډې کیږي.
نو که دافغانستان دطالبانواسلامي تحریک دا دواړه اصله یعنې روحانیت او وولسیتوب په خپله کړن لاره کې همیشه مراعات کړي او انحراف ځنې ونه کړي حتماًبه متجاوزګران او اشغالګران دشرمناکه ماتې سره مخامخ کیږي او دافغان وولس ارمان چې دهرنوع فساد اوشر له منځه وړل او دیوې عادلانه او انساني نظام جوړول دي به پوره کیږي.
دافغانستان دتاریخ په دې حساسه او بحراني حالت کې داسلامي تحریک شازلمیان خپله وظیفه او فرض چې دتجاوزګرو او اشغالګروقواوو او دهغوئ دداخلي وطنفروشانو په مقابل کې برحقه مبارزه ده په ډیر مدبرانه او دلیرانه توګه اجراکړې ده اوپه خپله فداکارئ او ایثارګرئ سره ئې دعصر دفرعونانو دتکبر او غرور بیړئ دجهنم کندې ته دغورځیدو له پاره نږدې کړي ده او
ان شاءالله په ډیرکم وخت کې به په ټیټو سترګو له دې پاکې خاورې پښې سپکوي او خپل ناوولي حضورته به خاتمه ورکوي.
داشغالګرانو دوتلو او دخپلواکۍ دلاسته راوستلو نه وروسته دافغانستان دعظیمو پرابلمونو دحل کولو او دهغې ژورو زخمونو ددرملنې له پاره چې دڅولسیزو کالونو په جریان کې دوطن اووولس ددښمنانو له لوري منځ ته راغلي یوه مدبره ،پراخ نظره ،باحوصلې،زغمناکه ،هوښیار او د متنوعوافکارو او نظریاتو د اظهار او تحمل لرونکئ مدیریت او منجمنت جوړیدوته چې دخلکو تائید او ملاتړورسره وي او دوولس تصمیم او انتخاب په کې اولویت ولری اشد ضرورت دئ ،چې دملي او فرهنګي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره باید دهمکارئ او تفاهم په فضا کې منځ ته راشي.
داسلامي تحریک زعامت او کدرونه باید دعصر او زمان سیاسي ،اقتصادی،روزنیزې،امنیتي او ټولنیزي اړتیاوې درک کړي او ددې درنو معضلو دحل له پاره باید دنورو اشخاصو،سازمانونو او ګوندونو دتخصصي او کدري ظرفیتونو دهمکارئ او مرستې دچانس نه اعظمي ګټه پورته کړي .هغه درایت ،میړانه او همت چې دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک په دې اضطراري،بحراني او فوق العاده شرایطوکې دځانه وښود او ښئی یې او دخلکو دتحسین او تائید ګرزیدلئ دئ ،باید په نورمالو او عادي شرایطو کې هم دخپل سیاسي ژوند فعاله پالیسي وګرزوي او یاوه ګویانو او اپلتې ویونکو ته ثابته کړي چې که دجنګ په حالت کې ئې شهکارئ او قهرمانئ کړې دې دسولې په فضا کې هم دپراخې حوصلي او خدایي تعقل نه برخمن دي او دمخالفو افکارو دلرونکو سره داحترام او زغم په لرلو اود ازادرقابت په موجودیت کې دعمل په ډګرکې ددې جوګه دي چې دخپلې عقیدې حقانیت او رښتینوالئ ثابت کړي اوپه خپلو نیکو،سنجیده اومعقولو کړنو سره ددې وړ ګرزدیلي دي چې دوولس له لوري د ملک دادارې او رهبرئ مسؤلیت ورته وسپارل شي اودا ماموریت به چې دوولس له لوري ورته سپارل شوئ دئ په اخلاص او صداقت سره دالله(ج)او دهغه دمخلوق درضایت دپاره په ښه توګه سرته ورسوي اوعملاًدا ښکاره کړي چې دوولس اعتماد اوباور یولوئ نعمت او امانت دئ اوددې نعمت اوامانت په ساتلو او پاللو کې ترنورو بهتره او کاري وړتیا لري،ترڅووولس په خپل انتخاب کې مایوسه او ناامیده نه شي او دباور اواعتماد کچه ئې نوره هم لوړه شي.
مننه
05.01.2010
سلامونه
د هيښ صيب دې اجرونه او ثوابونه په برخه شي چې له قلم څخه ملغلرې غورځوي ٠ سره له دې دا پوښتنه راپورته کيږي چې د طالبانو نيمګړتياوې ولې نه مني او دپخوانيو تنظيمونو او قدرت ته رسيدلو ګوندونو په څير د طالب يواځې په ستاينه او هڅونه نه مړيږي ، دومره دفاع او ملاتړ يې کوي ان تر دې چې طالب
په ډير نازولو او توصيفولو دې ته نه پريږدي چې خپل ځواب پخپله ووايي او دخپلو نيمګړتياو د اصلاح کولو غم هم وخوري ٠
دا ترخه تجربه خو افغان ولس څو څو ځله وکړه چې د کمونستانو او مجاهدينو پلويانو با ورته ددوی د مشرتابه او ګوندي او تنظيمي کړنو په توصيفونو به يې
دملت غوږونه نور ودردول ، خو دقدرت او عمل په وخت کې يې بيا هغه څه وکړل چې د هيښ صيب په شمول يې ټول ملت تر قيامته هم بخښلی نشي ٠ نو د ملت پوښتنه دا نه ده چې بهرنيان دې وويستل شي او له قيدو شرط پرته او په زور دې وويستل شي، داد افغان ملت روح دی چې پردي دې ټيټ سر او خړې سترګې له وطنه وباسي، خو له دې روح او آزادۍ او سرشارۍ له روحيې څخه بايد ناوړه ګټه پورته نشي ، افغان ولس يواځې روح نه ، بلکې عقل غوښتنې او پوښتنې هم لري او نه غواړي چې لکه د کمونستانو او تنظيمونو په واسطه چې د پرديو ښکار شول يو ځل بيا هم ښکار شي!
له دې کبله د مسلمان افغان ملت غوښتنې بايد طالبانو او هرې ډلې ته چې د ملت له سر نوشت سره سياسي او نظامي لوبې کوي په ډاګه شي، شرطونه شي او د ملاتړ معيارونه شي ، که نه ددغه اوتيرو نورو تنظيمونو او ګوندونو د توپير معيارونه او د هغه د ثبوت بيلګې به څنګه وټاکلی شو ؟
مثلآ داد ملت غوښتنه ده چې د ملت له عامو او آزادو انتخاباتو برته دې هيڅ کومه ډله قدرت ته ګوتې نه وروړي، داقدرت د ټول مسلمان افغان ملت امانت دی او امانتدار به دوی پخپله ټاکي
چې د ملت دا آمانت کوم ساتونکي ته وسپاري ! نو مخکې له دې چې ملت د چا ملاتړ کوي د خبل امانت د ساتلو ژمنه يې ترې بايد اخيستې وي ، نو که طالبان د ملت په زور د ملت قدرت ته رسيدل غواړي بايد مخکې له مخکې ددې امانت د ورسپارلو او مشروعيت توګه يې منلې او د مراعات ژمنه يې د ملت سره کړې او اعلام کړې وي !
همدارنګه د ملت عامه او څرګنده غوښتنه او شرط دی چې دمقامت هېڅ ډله دې د بل هيواد له استخباراتو سره اړيکه ونه لري، له ملت پټې مرستې دې له ګاونډيو څخه نه اخلي، بهرني ليډران دې که سعوديان وي که امريکايان وي او که پاکستانيان وي نه مني! نه دې ځان ، نه دين اونه ايمان خرڅوي او نه دې وطن او نه ملي ناموس په دغو بهرنيانو خرڅوي ، تر څو چې د ګوندي او د تنظيمي دوروجنايات بيا تکرار نشي!
دا هم د ملت حق دی چې د ټول ملت استازي په حکومت ، تقنين او اداره کې ګډون ولري، دا کار له اسلامي او ملي دموکراسۍ پرته امکان نه لري، نو د هرډول ملاتړ او باور مخکې بايد د مقاومت هره ډله ملت ته د ملي او اسلامي ولسواکۍ ژمنه او تضمين ورکړي !
خو متاسفانه هيښ صيب دغه يو تضمين له مقاومت څخه د ملت له پاره نه دی غوښتی او په دې يې ځان تير کړی چې طالبان بايد هغه وکړي ، بايد دغه وکړي او بايد او بايد او بايد دغه او هغه او هغه او ....... وکړي ! په دې بايد بايد خوک نه غوليږي، دا او دې ته ورته غوښتنې بايد د ملي اسلامي مقاومت شرطونه او معيارونه شي ، که نه دې ته خو سړی هسې ښکلې ښکلې ادبياتي خبرې وايې ، يا د يو شخص د نيکې ارادې او اخلاقو څرګندونه ، نه د کومې ډلې ژمنه ، نه د کومي واقعي ستونزې دحل واقعي ، مسولانه او مسولونکې لار !
عادل عادل
05.01.2010
سلامونه
پتوال صیب
تاسو مهربانی وکړی د افغانستان په سطحه د یوه داسی تنظیم، ډلې یا شخص نوم وړاندی کړی چی د ښاغلی هیښ صیب د سوچه او ریښتینې لیکنې د محتوی سلمه پکې موجوده وي؟
د هیښ صیب دا خبره ډیره رښتیا ده چی د افغانانو سپیڅلي فولادی مقاومت ددوی دوستان او دښمنان دواړه په حیرت کې اچولي دي.
و ما رمیت اذ رمیت و لکن الله رمی .....
دا ټول د خدای ج نصرت دی چی ددوی د تش لاس او لوڅو پښو په مخلصانه هڅو کې یې داسې هیبت اچولی چی ددښمن زړه ترې چوي.
د کسوف او خسوف په اړه مو ساینسي دلایل منو، خو د سپیڅلي افغاني مقاومت سره د الهي نصرت د موجودیت لپاره ای-اس-ای ستاسو ساینسی او عقلي دلیل نشی کیدای، بلکه د نامالومو وجوهاتو له مخې به خدای مکړه له بنیاده ورسره مشکل لری؟
كريم كامران
06.01.2010
دبحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه عرض کوم.
زه هم په خپل وار په پورتنیو لیکنو په لنډو ټکو کې خپل نظر وړاندې کوم.
له هرڅه نه مخکې طالبان په اساس کې اسلامي تحریک دی، ژبنی، قومي، او
سمتي تړاو په رسمیت نه پیژني، په اسلامي تحریک کې هرراز اړېکي د ایمان پر
ستنو ولاړ وي، له همدې ځایه داسلامي معیارونو موجودیت (ايمان او تقوى) دهر
قوم او ژبې سړی ددې جوګه ګرځوي چې په اسلامي حکومت کې دنده ورته وسپارل
شي. چې ښاغلي هیښ صاحب همدا موضوع په تفصیل څېړلې ده.
نو که چېرته همداسې وشي چې ایمان او تقوی په هرڅه کې معیار او اساس وي بیا به
زما په ګومان دبهرنۍ مداخلې اندېښنه هم ترډېره بريده کمه وي ځکه چې یو مومن،
متقي، او دخپل دین په ګټو پوه او ورته ژمن افغان به هیڅکله زمونږ بهرني دښمن ته
دا فرصت په لاس کې ورنکړي چې له ده نه په استفادې سره زمونږ اسلامي او افغاني
ارزښتونو ته ګواښ متوجه کړي.
راغلو دېته چې ایا طالب او ملا ددې جوګه دی چې سیاست ته راودانګي؟ لکه ځینو
وروڼو چې په نفې سره ځواب کړې ده او لیکلي دي چې ملا او عالم باید دخپل کار
ساحه دمسجد او مدرسې تر دېوالونو محدوده وساتي، او دهیواد سیاسي چارې
دې مسلکي او په دې ډګر کې لوبېدلیو خلکو ته پرېږدي. زما په اند سیاست
داسلام، نه بېلېدونکی جز دی، او دبېلولو په صورت کې به دعلمانیت او سیکولریزم
دغیر اسلامي خطرناکې نظریې دکندې پر غاړه ولاړ یو، داسلام شامل او کامل دين
انسان ته دژوندانه په هر حالت او هر ډګر کې قوانین ايښي، نو له همدې ځایه اسلام
هم دین دی، هم سیاست دی، نو څرنګه چې په ټولنه کې یوازې ملا او عالم، په دین
باندې له بل هرچا څخه پوهه زیاته لري نو زما په اند خو یوازې او یوازې همدی کولای
شي داسلامي روح مطابق حکومت وکړي او له بهرنۍ نړۍ سره د شریعت له اصولو
سره سم سیاسي تعلقات ټینګ کړي.
یو شمېر کسان دطالبانو دتېر ځل قدرت یو لړ انساني نیمګړتیاوو ته په ګوته نیولو
پورتنی واقعیت ترسوال لاندې راولي خو په اصل کې دطالبانو دا نیمګړتیاوې په
سیاسي ډګر کې دعلماوو کاري تجربې ته راجع کېږي، چې له اسلامي خلافته راوروسته
دعلماوو او ملایانو لپاره دطالبانو حکومت په سیاسي ډګر کې لومړنۍ تجربه وه،
چې دوخت په مرور سره هرڅه داصلاح او مثبت بدلون پرلور روان ول.
خو زه یوځل بیا په تاکید سره وایم چې په سیاسي چارو کې طالبان تربل هرچا مخکې دي،
ځکه چې طالبان (ملایان) په قرآن او حدیث باندې تربل هرچا زیات حاکمیت او پوهه لري
دکوم په مطابق چې باید له مسلمان او کافر سره په اسلامي حکومت کې چلند وشي.
همدارنګه زما په اند که مونږ دطالبانو دتحریک تاریخ ته نظر واچوو وبه ګورو چې
له ابتدا نه تراوسه پورې طالبانو ته هيڅکله په راټول زړه دحکومت کولو چانس په
لاس نه دی ورغلی، جنګي شرایطو او دجګړې سياسي ادامې له مقاومت کوونکیو
څخه همېشه یوشمېر فرصتونه او ظروف تښتولي دي. چې که چېرته دې موضوع ته
دغښتلې سياسي ادارک له عینکو نظر واچوو وبه پوهېږو چې له فتحې وروسته به
دطالبانو لومړنی اقدام په افغانستان کې دهر خارجي هیواد دخلاص مټ فعالیتونو
ته کرښه ویستل وي. له همدې ځایه امریکا ددغسې یو متحرک افغانستان نه زیاته
وېره احساسوله.
مننه
06.01.2010
سلامونه
عادل خان عادل صيب!
[quote:8875e11069]
تاسو مهربانی وکړی د افغانستان په سطحه د یوه داسی تنظیم، ډلې یا شخص نوم وړاندی کړی چی د ښاغلی هیښ صیب د سوچه او ریښتینې لیکنې د محتوی سلمه پکې موجوده وي؟ [/quote:8875e11069]
له همدې له امله خو يې ما هم ليکنه د ملغلرو له پييلو سره تشبه کړې ، اجرونه او ثوابونه مې ورته د الله تعالی له درباره غوښتي دي، او دا نه يواځې د ليکنو له طاتي وجهې نه، بلکې له دې وجهې نه چې دغه توان او طاقت يې د طالبانو په خدمت کې ايښی دی!
کومه پوښتنه چې ماکړې هغه صرف داصولو پوښتنه ده ، نه دومره د طالب سره تړاو لري او نه د کومې بلې مشخصې ډلې سره ، بلکې د افغان ولس پر سر د قدرت چلولو له غريزې سره چې تل پرې د قدرت چلونکوخپله حکمراني کړې او د مظلوم او محکوم ولس ګټې ، ملي او ولسواکيزه حقونه يې ورپايمال کړي دي !
نو هر څوک چې قدرت ته رسيږي دمخه دې د ملت حداقل اړينو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او په دې اړه ډير خلک غوښتنې او پوښتنې لري اودغسې غوښتنې او پوښتنې هېڅکله د مخالفت معنی نه لري !
مونږ څومره چې د هيواد ابادي او ترقي غواړو تر هغه زيات يې آزادي غواړوځکه چې آپادي او ترقي له آزادۍ پرته نه امکان لري او نه رښتينې ترقي وي، ولې داسې هم نشي کيدای چې آزادي دې د هيواد د پرمختګ او نيکمرغۍ کار ودروي او که يې نه دروي نو د ټولنيز پرمختګ او شګوفانۍ په اړه به هر سړی او هر تبعه خپلې پوښتنې ، غوښتنې او خپل اود بل د رول د رول په اړه سوالونه کوي!
سلامونه
عادل خان عادل صيب!
[quote:8875e11069]
تاسو مهربانی وکړی د افغانستان په سطحه د یوه داسی تنظیم، ډلې یا شخص نوم وړاندی کړی چی د ښاغلی هیښ صیب د سوچه او ریښتینې لیکنې د محتوی سلمه پکې موجوده وي؟ [/quote:8875e11069]
له همدې له امله خو يې ما هم ليکنه د ملغلرو له پييلو سره تشبه کړې ، اجرونه او ثوابونه مې ورته د الله تعالی له درباره غوښتي دي، او دا نه يواځې د ليکنو له طاتي وجهې نه، بلکې له دې وجهې نه چې دغه توان او طاقت يې د طالبانو په خدمت کې ايښی دی!
کومه پوښتنه چې ماکړې هغه صرف داصولو پوښتنه ده ، نه دومره د طالب سره تړاو لري او نه د کومې بلې مشخصې ډلې سره ، بلکې د افغان ولس پر سر د قدرت چلولو له غريزې سره چې تل پرې د قدرت چلونکوخپله حکمراني کړې او د مظلوم او محکوم ولس ګټې ، ملي او ولسواکيزه حقونه يې ورپايمال کړي دي !
نو هر څوک چې قدرت ته رسيږي دمخه دې د ملت حداقل اړينو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او په دې اړه ډير خلک غوښتنې او پوښتنې لري اودغسې غوښتنې او پوښتنې هېڅکله د مخالفت معنی نه لري !
مونږ څومره چې د هيواد ابادي او ترقي غواړو تر هغه زيات يې آزادي غواړوځکه چې آپادي او ترقي له آزادۍ پرته نه امکان لري او نه رښتينې ترقي وي، ولې داسې هم نشي کيدای چې آزادي دې د هيواد د پرمختګ او نيکمرغۍ کار ودروي او که يې نه دروي نو د ټولنيز پرمختګ او شګوفانۍ په اړه به هر سړی او هر تبعه خپلې پوښتنې ، غوښتنې او خپل اود بل د رول د رول په اړه سوالونه کوي!
[quote:8875e11069]په اصل کې دطالبانو دا نیمګړتیاوې په سیاسي ډګر کې دعلماوو کاري تجربې ته راجع کېږي، چې له اسلامي خلافته راوروسته دعلماوو او ملایانو لپاره دطالبانو حکومت په سیاسي ډګر کې لومړنۍ تجربه وه[/quote:8875e11069]
کريم خانه وروره دلته دې يوې واقعي ستونزې ته ګوته نيولې ده، سياسي اجتماعي مسايل په نړيواله کچه له اوږدې تجربې او تعليم او تحصيل پرته درک کول ستونزمن کار دی، عمومي تعليمات ، مسلکي بوهه او تجربه ټ،ل غواړي، مونږ دا نه وايو چې څنګه چې طالب دا يو هم نه لري نو له سياست نه٩ دې لاس واخلي، ولې دا اړينه بولو چې د هيواد سياسي او علمي (سايسني) کادرونه بايد په کار وګماري و چې د حکومت بيړۍ د تير په څېر په طوفانونو ور برابره نکړي، تر څو پورې چې دوی ترې زدکړه کوي ، خپل حاکميت دې د ملي دفاع او عدليې وزارت په ساحې پورې محدود وساتي ، د دفاع په وزارت له دې کبله چې سياسي قدرت يې څوک را ونه پرځولی شي، په عدليې له دې کبله چې ښايي په دې برخه کې لږو ډير مسلکي معلوات ولري ، نو د هيواد په زيان به تمام نشي!
کله يې چې په اجرائينه او مقننه کې هم عام و تام دانايي او توانايي پيدا کړه په هغه برخو کې دې هم کار پيل کړي، خو تر هغې پورې دې په بوځئ او قضايي واکمنۍ بسنه وکړي :
دا کار به د پاکستان او ايران له هغه اړينتيا سره ورته والی ولري، د کومې اړتيا له مخې چې قدرت د پوځ او ISI په لاس کې دی ، نه د حکومت، په ايران کې هم اصل قدرت روحاني شورا په لاس کی دی چې خمنېنايي مشري کوي، خو سره له دې پاکستان هم مقننه اوهم اجراييه ځواک لري او هم آزاد ژورناليزم !
طالبان يو بل امتياز هم لري چې له پوځ او پوځي استخباراتو سربېره قضايي ځواک هم لرلی شي!
څنګه چې د پوځ او ISI سياسي استازيتوب د مسلم ليګ په غاړه دی، دغسې طالبان هم په سياسي ډګر کې د يوه طالبي ګوند په واسطه خپله سياسي مبارزه پر مخ بيولی شي ، کوم چې د مسلم ليک په څير هم اسلامي او هم ملي سياست پر مخ بيايي!
ددې يو علت دادی چې اسلامي سياست د سياست ١٠ ٪ جوړوي نو ضداسلامي سياست هم د سياست له ١٠٪ څخه زيات په لمن کې نه رانغاړي، په دې ډول د سياست په سلو کې ٨٠ د ژوند هغه مسايل جوړوي چې نه د اسلامي او نه غير اسلامي يې بللی شو ، نو په اسلامي او غير اسلامي اصطلاحاتو نه منعکس کيږي او نه اسلامي ځواکونو لکه طالبانو او نه ضد اسلامي کسانو لکه کمو نستانو ته اړتيا لري ، نو د حيرانتيا خبره داده چې د سياست ٩٠٪ ته دې چې د اسلام سره تړاو نه لري د ١٠ ٪ اسلامي سياست په سترګه وکتل شي ، له همدې کبله هېڅ ديکتاتوري که کمونستي وي او که مذهبي په ١٠ ٪ سره مشروعيت نشي پيدا کولی !
دا هم بايد هير نشي چې د ملي او اسلامي سياست اړيکه ډيره عجيبه ده ،
هغه هيوادونه چې اسلامي سياست يې پر ملي سياست ډډه لګولې لکه پاکستان ، ايران او عربي هيودونه ، د هغوی په ا سلامي سياست کې ملي ګټه خوندي ده او هېڅ شی نه قرباني کوي ، خو هغه هيوادونه چې ملي سياست هم له اسلام قرباني کوي په نړۍ کې وجود نه لري ، ځکه دوی دعربو او عجمو په پرتله سياسي او ملي زيان سره مخامخ کيږي لکه طالبان ، خو د اخرت ګټې يې ښايي خوندي شي او يا د قدرت تر پوښښ لاندې په پټه عياشۍ سره هغه هم له لاسه ورکړي٠