نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
كه طالبانو ته نيكې او ګټورې مشورې لرئ.....
سمون
05.12.2009
بسم الله الرحمن الرحيم
السلام عليكم ورحمت الله و بركاته
له هرڅه نه مخکې خوښ يم چې دلومړي ځل لپاره په دې فورم کې له تاسې سره اشتراک کوم خداى دې وکړي چې دمستقبل لپاره زمونږ په شخصي او ټولنيز ژوندانه کې دمثبت سمون په هيله ګټور بنډارونه ولرو.
امابعد:
په دې کې خو هيڅ عادل تحليلګر، منصف سياسي کارپوه، او حقيقت خوښی او واقعبين انسان شک نه لري چې اوسمهال په افغانستان کې دڅه كم درې شلو هيوادونو پوځونه چې په هرراز مادي او تخنيکي ځواک سمبال دي دباشهامته او ميړنيو افغانانو په لاس له وچ شکست، او شرميدلې ماتې سره مخ دي او په شريکه ديوې ابرومندانه منډې لپاره ستراتيژيګانې جوړوي،،
په دې کې خو هيڅ شک نه شته.
او په دې کې هم هيڅ شک نه شته چې لکه دانګلستان دباندنيو چارو وزير چې په ډاګه کړې او اعتراف يې كړى چې که نن اشغالګر ځواکونه له افغانستانه ووځي سبا به دافغانستان ګوټ ګوټ دطالبانو ترولکې لاندې راغلى وي او دكابل په ارګ به دطالبانو سپين توغ رپانده هسک ولاړ وي. او دادى بالآخره اشغالګر ځواکونه په شين زور دې ته مجبور شول چې له افغانستان څخه دوتو لپاره نيټه اعلان کړي او څو مياشتې پس به دخپل ټغر په ټولولو پيل کوي ددوى فرعوني غرور دالله په نصرت دومره مات شوى چې له نن څخه دوه كاله وړاندې يې دكرزي له اجيرې ادارې سره دڅلويښتو او پنځوسو کلونو لپاره دپاتې كيدا معاهدې لاسليک كولې.
اوس چې زمونږ دهيواد ازادۍ او استقلال ته دګوتو په شمير شيبې پاتې دي، او زړورو او په دين او وطن مينو طالبانو دبرياليتوب په درشل پل ايښى، او نن دى که سبا په افغانستان كې به يو ځل بيا داسلامي شريعت تر سيوري لاندي يو اسلامي نظام حاکم شي، او دهيواد واکمنى به دهيواد اصيلو بچيانو په لاسونو کې شي، له دې سره سره بياهم هر امير او حاکم نيکو مشورو، توصيو، او ګټورو لارښوونو ته اړتيا لري، نو دا زمونږ ديني وجيبه او ايماني مکلفيت دى چې هيڅ قسم وړانديزونه چې ددين او ملت په ګټه پريوځي ونه سپموو. هيله ده چې پرته له دې دطالبانو برى او داشغالګرو شکست ترسوال لاندې راولئ او دشک په سترګه ورته وګورئ نيغ په نيغه خپلې مشورې، وړانديزونه، او غوښتنې مطرح کړئ تمه ده چې داسلامي امارت رهبري شورى يې تر غور لاندې ونيسي او تر ارزولو وروسته دعمل جامه ورواغوستل شي، په دې ترتيب به ديو اسلامي نظام په ټينګښت او سمون کې مو ونډه اخيستې او له لوى خداى څخه اجر او ثواب ترلاسه کړى وي.
والسلام
Lotfollah
07.12.2009
سمون صیب په خیر راغلې!
زه فکر نه کوم چې طالبان د حکومت کولو لپاره جوړ شوي وي چې ورته مشورې ورکړﺉ شی. یوه ملا یا طالب ته د طبابت او یا انجینرۍ کومه مشوره ورکوﺉ؟
دوی یواځې د دې لپاره جوړ شوي دي چې په افغانستان کې د یوه باثباته حکومت له رامنځته کیدو څخه مخنیوﺉ وکړي.
د طالبانو امارت په وخت هم ډېر با احساسه هېوادوال پدې باور وو چې طالبانو ته باید د حکومت کولو مشورې ورکړﺉ شي او له همدې کبله آن له بهر نه ډلې ډلې هېواد ته را ستانه شول خو څرنګه مو چې ولیدل د ( میم زیر ما ټولې دما ) امارت څخه هیڅ چا هم د دوی مشورو ته پاملرنه و نه کړه او هسې نا امیده بېرته خپلو ځایونو ته لاړل. اوس هم دابه ډېره سادګی وي چې باور وشي چې دا هغه طالبان ندي، د چا خبره همان دیګ همان شلغم!
زما مشوره طالبانو ته دا ده څنګه چې پاک الله په ځمکه باندې د انسانی اجتماعی ژوند د مخکې بیولو لپاره انسانان د ژوند اړتیا په پوهو سمبال کړي دي ، دوی هم پدې اجتماعی ژوند کې ونډه لری او هغه دا چې د جنګ جګړې پر ځای دې بېرته مدرسو او جوماتونو ته را ستانه شی او خپله دینی پوهه یوې ضروری کچې ته ورسوی چې د ټولنې دینی خدمتګاران شی!
والسلام
عادل عادل
12.12.2009
سلامونه
لطف الله خانه ستا هیر دي چی د اصلاحیونو په دفاع کې مو ددوی د اصلاحي کړنلارې دروغجنې مادې په مربوطه بحث کې دوه ځلې راکاپي کړې دي، خو دلته بیا د هغه څه نه چې زمونږ او تاسو ټولو اصلی مسوولیت او ستا د اصلاحیانو اصلی دنده تشکیلوي، اوږه خالي کوې او د خپلې اصلاحي هڅو شونتیا دې ناشونې شمیرې، نو مونږ نه پوهیژو چی تاسو د څه شیانو اصلاح خوښوئ؟؟ د سر او که ما تحت السرة؟
Lotfollah
12.12.2009
[quote:d04370fe41="عادل عادل"]سلامونه
لطف الله خانه ستا هیر دي چی د اصلاحیونو په دفاع کې مو ددوی د اصلاحي کړنلارې دروغجنې مادې په مربوطه بحث کې دوه ځلې راکاپي کړې دي، خو دلته بیا د هغه څه نه چې زمونږ او تاسو ټولو اصلی مسوولیت او ستا د اصلاحیانو اصلی دنده تشکیلوي، اوږه خالي کوې او د خپلې اصلاحي هڅو شونتیا دې ناشونې شمیرې، نو مونږ نه پوهیژو چی تاسو د څه شیانو اصلاح خوښوئ؟؟ د سر او که ما تحت السرة؟[/quote:d04370fe41]
عادل عادل صیب په خیر راغلې!
تاسې ما څه کوﺉ، اضافی خبرې څه په کار، یو وار د بحث عنوان ته ځیر شئ او د ښاغلي سمون صیب غوښتنې او د طالبانو استعداد ته په پام سره د ما پشان طالبانو ته خپلې نيكې او ګټورې مشورې وړکړﺉ!
والسلام
عبد السلام
13.12.2009
[color=darkblue:3794e55894]ښاغلي عادل عادل لیکلي:
نو مونږ نه پوهیژو چی تاسو د څه شیانو اصلاح خوښوئ؟؟ د سر او که ما تحت السرة؟[/color:3794e55894]
-------------------------------------
لطف الله وروره ! سلامونه :
وروره! تاسو خو عادل عادل صاحب ته په ډیرو ساده الفاظو دا یادونه کولاشوه چې مونږ= جمع متکلم ، څوک دي ؟ ښایي خپل نوم په دوه ؤ تیروي چې حق یې دی! اویاهم ښایي دطالبانو په استازیتوب ګړیږي ،چې متاسفانه تراوسه یې په دې اړه دلته کوم سند نه دی ښکاره کړی! پاتي شوه د(ما تحت السرة) په عورت لګیدل! کوم کارچې د طالبا نوڅخه نه وو خلاص ، حتی دخلکو ښکتني سنت یې هم معاینه کول !
باتور
13.12.2009
ټولو ته سلامونه؛
سمون خانه محترمه، په خير راغلې، هرکله راسې، خدای دي وکړي چي ستا په راتګ سره په بحثونو کي سمون او د بحثوالو تر مينځ تړون راسي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
طالبانو ته خو لوی ملا عمر د اختر په پيغام کي خپل اوامر، غوښتني او مشورې په عامه توګه وړاندي کړې . . که د هغو مطابق عمل وکړي يا وکړای سي، نو د اوس لپاره به هم کافي او هم د عام ولس په ګټه وي .
قدرت ته له رسېدلو وروسته به بيا که خير وو، د وخت سياسي، اجتماعي او اقتصادي حالاتو ته په کتلو سره، نوي پيغامونه، اوامر او تګلاري ورته وړاندي کړي.
په درنښت
15.12.2009
سمون صيب ستړی مشې او هرکله راشې ! سلامونه اونېکېې هيلې مې ومنه !
ښې او نېکې مشورې ښې ډيرې دي، تر هغه هم زياتې چې زه او تاسې يې تصور کولالی شو، نو ښه به داوي چې :
اول :
تاسې ځان د طالبانو د يو رسمي استازي په توګه لوستونکو ته وروپيژنئ، مشورې او وړانديزونه لولئ او اورئ او آن تر مشر ملا صيب
يې رسوئ، نه داچې يواځې دلته وليکل شي که نور چا ولوستلې او که نه .
دويم :
د خپلې تيرې دورې په اړه تنقيدونه واورئ، تر غور لاندې يې ونيسئ ، تحليل يې کړئ او په بې آمانه توګه ترې نتيجه ګيري وکړئ !
دريم :
همدغه بحث د (( دوست به دې وژړوي ، دوښمن به دې وخندوي)) تر سرليک لاندې پرانيزئ او له لوستونکو څخه ددوستانه تنقيد
هيله وکړئ، چې ښه مو وژړوي ، که غواړئ چې حق او حقيقت واورئ آن دوښمن ته هم د تنقيد اجازه ورکړئ، ځکه ستر دوښمن خو
ناپوهي او تيروتنه ده، که دوښمن دې هم دغه ستر دوښمن دروژني نو په ورين تندي ورته غوږ کيږده او نور پرې ځان خپل منزل ته ورسوه!
د تنقيد کوره کې ويلې شه فولاد شه
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ پس له هغې کار کوای شې لکه توره
ومن الله التوفيق!
ِ
والسلام علی من تبع الهدا
و.افغان
18.12.2009
طالبانو او نورو ته ځما يوه دا خبره ده:
چې اوسنۍ جګړه د اشغال په مقابل کې ده، د اشغالګرو له وتلو وروسته چې هر څوک
يو ډز هم په افغان ورور کوي؛ نو له هغه بل لوي خائن نشته.
د مسلمان قيد ته ضرورت ځکه پاتې نشو، ځکه چې د دواړو خواوو غوڅ اکثريت
مسلمانان دي، او کوم چې په کې له اسلامه وتلي خلک دي، هغوی به د اشغالګرو سره
يو ځای تښتي.
په درنښت
..Ahmadzai
18.12.2009
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:d1d292e2fa] د اشغالګرو له وتلو وروسته چې هر څوک
يو ډز هم په افغان ورور کوي؛ نو له هغه بل لوي خائن نشته[/quote:d1d292e2fa]
دلته جنګ د افغان او غیر افغان نه دی،دلته جنګ د مسلمان او غیر مسلمان دی
نو ترڅو چې په اصولو برابر اِسلامي دولت رامنځ ته سوی نه وي باید جنګ ته دوام ورکړی سي، تر هغه چې ِاسلام حاکم سي.
کله چې صلیبیان ووځی هغوۍ خامخا خپل ګوډاګیان په واک کې پریږدي او سپورټ به یې کوي، لکه چې روسیانو وکړل، نو باید تر هغه پورې ورسره جنګ دوامداره وساتل سي تر څو د صلیبیانو دغه ګوډاګی نظام هم نسکور سي.
د هر چا د وینې حرمت اسلام ټاکي، چې څوک واجب الحرمت دی او څوک هدر،
نو که د چا وینه د اسلامي شرع له نګاه مهدوره وي، باید هغه هدر سي او هغه شخص قتل سي، افغانیت ورته شفاعت نسي کولی .
او د اشخاصو دوینې د حیثیت په معلومولو کې د اسلام شرعي اصول مراعات سي، او نواقض الاسلام ته پکې جدي پام وسي.
اسلام په تش لااله باندې ندې،لا اله خپل حقوق لري .
په درنښت
د بدرۍ خور دغه نظم مې ډیر خوښ سو
نو وهاج صاحب ایا داسې افغان هم د بښلو وړ ده، ایا دی هم مسلمان دی؟
[color=darkred:d1d292e2fa] ځوانه !ترجمانه
ځوانه ښکاري چې پښتون ېې
هم ددې وطن سړی ېې
موراو پلار اوخویندې وروڼه
به دې هم مسلمانان وي
تا به هم کلیمه زده وي
هم به لوستی دې قران وي
ځه منم درسره اوس چې
تا پلورلی به ایمان وي
خو ای ځوانه نه پوهیږم
چې وجدان څنګه خرڅیږي؟
***
ته له دین که ېې اوښتی
په قیصه کې د خدای نه ېې
که مړتد یا منافق ېې
خو بیا هم ددې وطن ېې
لا سړی ېې او پښتون ېې
ما په خوا وو اوریدلي
چې سړی که مسلي وي
بیا به هم پکې غیرت وي
دا چې بیا نو یو پښتون وي
له غیرت نو پور مامور وي
***
خو ته ځوانه ترجمانه
چې دا څرنګه پښتون ېې
وا دا څرنګه سړی ېې؟
ستا په وړاندې صلیبیان چې
دچا ورونه په زور مات کړي
پښتنې سپيڅلې پیغلې
او سپین سرې اناګانې
خپله څه چې آن په سپيو
ستا په مخ کې ټولې داړي
ته په غټو ورته ګورې
هۍ افسوس ستا په وجدان شه
بیا افسوس په نارینتوب دې
چې بیا ګیر دې څڼیور کړي
چرته غره کې دې حلال کړي
نو دا ټول وطن په ویر وي
او رسنۍ وي واړه ډکې
له راډیوو اور وریږي
چې دا څومره ظالمان دي
دا خو خدای که انسانان دي
دا وحشیان دي قاتلان دي
***
خو ای ځوانه زه دا وایم
ځار له دغسې لاسونو
لولپه شمه لوګی شم
ما اوه لټه ترې ځار کړې
چې د ستا په شان د خلکو
په مرۍ باندې چاړې ږدي
***
بلینډه بدرۍ
[/color:d1d292e2fa]
په درنښت
pattang
18.12.2009
احمدزی صيب ډېرې ښې خبرې مو ليکلې دي خونه يواځې لاسپوڅي دلګان
بلکې دپښتنو قاطلان هم !!
پښتانه به هيڅکله دلستوڼي دمار چيچل هېر نکړي !!
ددښتې ليلې 6000 شهيدان ، د مزار دقلعه جنګي او شبر غان مجموعا ٢٠٠٠٠
زره شهيدان مړي به هېر نشي ٠ دپښتنو قاطلين دوستم ، عطا ، مالک،هزارګان
بايد دغو وزل شويو پښتنو ځواب ورکړي٠
دوی ډېر ټول داسې خلک په شمال کې مړه کړل چې يواځې پښتو يې وېله .
(ددوستم دجنرال خبرې دشاهد په توګه ). اوس يې هم په شمال کې پښتانه له
خپلومځکو شړلي او هغوی په ډېر فلا کت ژوند کوي٠ دمفعول کرزي ، خاديست اتمر، نرښځي زنچو احدي ، دصليبي اشغالګرو
اودحرامزادګي حقوق بشر لپاره دپښتنو وژنه سپکه او نوره بېعزتي بې تفاوته
ده بلکې دوی يې نوره هم غواړي نو پردې اساس دپښتون لپاره تر اخيرې
کاميابۍ پورې بله لاره نده پاتې بېله جنګه !
مونږ يې نه غواړو خو خلک مو نه پرېږدي٠
ژوندي او بر يالي دوي طالبان !
..Ahmadzai
19.12.2009
بیا هم السلام علیکم
[quote:1de96cec55]احمدزی صيب ډېرې ښې خبرې مو ليکلې دي خونه يواځې لاسپوڅي دلګان
بلکې دپښتنو قاطلان هم !!
پښتانه به هيڅکله دلستوڼي دمار چيچل هېر نکړي !!
ددښتې ليلې 6000 شهيدان ، د مزار دقلعه جنګي او شبر غان مجموعا ٢٠٠٠٠
زره شهيدان مړي به هېر نشي ٠ دپښتنو قاطلين دوستم ، عطا ، مالک،هزارګان
بايد دغو وزل شويو پښتنو ځواب ورکړي٠
دوی ډېر ټول داسې خلک په شمال کې مړه کړل چې يواځې پښتو يې وېله .
(ددوستم دجنرال خبرې دشاهد په توګه ). اوس يې هم په شمال کې پښتانه له
خپلومځکو شړلي او هغوی په ډېر فلا کت ژوند کوي٠ دمفعول کرزي ، خاديست اتمر، نرښځي زنچو احدي ، دصليبي اشغالګرو
اودحرامزادګي حقوق بشر لپاره دپښتنو وژنه سپکه او نوره بېعزتي بې تفاوته
ده بلکې دوی يې نوره هم غواړي نو پردې اساس دپښتون لپاره تر اخيرې
کاميابۍ پورې بله لاره نده پاتې بېله جنګه !
مونږ يې نه غواړو خو خلک مو نه پرېږدي٠
ژوندي او بر يالي دوي طالبان ![/quote:1de96cec55]
پتنګ صاحب ستا په تایید باید ووایم چې :
د پښتونه مړي پورلري، او پوروړي به دغه پور خامخا ادا کوي
هیڅکله باید بې پوښتنې او بې غچه پاتې نسي.
دې کې بسته بسته ملتونه او اقلیتونه ککړ دي، خوبیا هم باید د وچو او لمدو توپیر پکې وسي.
پښتانه نور باید د خپل ټاټوبې واک په خپل لاس کې واخلي، او نور دغو خچنو پچنو ته دومره جرات پرینږدي چې بیا دې هم د پاچاهي، ښورښ او ګډوډۍ خوبونه وویني.
په درنښت
و.افغان
19.12.2009
[quote:5d8475672e="jalal ahmadzai"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:5d8475672e] د اشغالګرو له وتلو وروسته چې هر څوک
يو ډز هم په افغان ورور کوي؛ نو له هغه بل لوي خائن نشته[/quote:5d8475672e]
دلته جنګ د افغان او غیر افغان نه دی،دلته جنګ د مسلمان او غیر مسلمان دی
نو ترڅو چې په اصولو برابر اِسلامي دولت رامنځ ته سوی نه وي باید جنګ ته دوام ورکړی سي، تر هغه چې ِاسلام حاکم سي.
کله چې صلیبیان ووځی هغوۍ خامخا خپل ګوډاګیان په واک کې پریږدي او سپورټ به یې کوي، لکه چې روسیانو وکړل، نو باید تر هغه پورې ورسره جنګ دوامداره وساتل سي تر څو د صلیبیانو دغه ګوډاګی نظام هم نسکور سي.
د هر چا د وینې حرمت اسلام ټاکي، چې څوک واجب الحرمت دی او څوک هدر،
نو که د چا وینه د اسلامي شرع له نګاه مهدوره وي، باید هغه هدر سي او هغه شخص قتل سي، افغانیت ورته شفاعت نسي کولی .
او د اشخاصو دوینې د حیثیت په معلومولو کې د اسلام شرعي اصول مراعات سي، او نواقض الاسلام ته پکې جدي پام وسي.
اسلام په تش لااله باندې ندې،لا اله خپل حقوق لري .
په درنښت
د بدرۍ خور دغه نظم مې ډیر خوښ سو
نو وهاج صاحب ایا داسې افغان هم د بښلو وړ ده، ایا دی هم مسلمان دی؟
[color=darkred:5d8475672e] ځوانه !ترجمانه
ځوانه ښکاري چې پښتون ېې
هم ددې وطن سړی ېې
موراو پلار اوخویندې وروڼه
به دې هم مسلمانان وي
تا به هم کلیمه زده وي
هم به لوستی دې قران وي
ځه منم درسره اوس چې
تا پلورلی به ایمان وي
خو ای ځوانه نه پوهیږم
چې وجدان څنګه خرڅیږي؟
***
ته له دین که ېې اوښتی
په قیصه کې د خدای نه ېې
که مړتد یا منافق ېې
خو بیا هم ددې وطن ېې
لا سړی ېې او پښتون ېې
ما په خوا وو اوریدلي
چې سړی که مسلي وي
بیا به هم پکې غیرت وي
دا چې بیا نو یو پښتون وي
له غیرت نو پور مامور وي
***
خو ته ځوانه ترجمانه
چې دا څرنګه پښتون ېې
وا دا څرنګه سړی ېې؟
ستا په وړاندې صلیبیان چې
دچا ورونه په زور مات کړي
پښتنې سپيڅلې پیغلې
او سپین سرې اناګانې
خپله څه چې آن په سپيو
ستا په مخ کې ټولې داړي
ته په غټو ورته ګورې
هۍ افسوس ستا په وجدان شه
بیا افسوس په نارینتوب دې
چې بیا ګیر دې څڼیور کړي
چرته غره کې دې حلال کړي
نو دا ټول وطن په ویر وي
او رسنۍ وي واړه ډکې
له راډیوو اور وریږي
چې دا څومره ظالمان دي
دا خو خدای که انسانان دي
دا وحشیان دي قاتلان دي
***
خو ای ځوانه زه دا وایم
ځار له دغسې لاسونو
لولپه شمه لوګی شم
ما اوه لټه ترې ځار کړې
چې د ستا په شان د خلکو
په مرۍ باندې چاړې ږدي
***
بلینډه بدرۍ
[/color:5d8475672e]
په درنښت[/quote:5d8475672e]
ګران او محترم ډاکټر صاحب:
ستاسو سره يو ذره اختلاف هم نه لرم، خو مشکل د دغو احکامو په صحي تطبيقېدو
کې دی، څوک د دې ضمانت کولای شي چې دغو احکامو کې به حظوظ النفس غټ
تأثير نه لوبوي.؟؟؟
بل ځما مقصد د قاتلينو، مجرمينو او جنايتکارانو څخه دفاع نه وه، ځکه خو مې وويل
چې دغه مجرمان به خپله تښتي، ځما موخه هغه پوهه او مسلکي او د وطن په درد
دردمن خلک دي، چې طالبانو په خپل اول پېر کې هغوی ته غېږ ه ونه پرانیسته، نه يې
حکومت کې پرېښودل، نه يې حق ورکړ، او نه يې حق حقدار ته وسپاره، هغوی دې
حکومت کې راغلل، ګوندې چې وکولای شي خپلو خلکو ته خدمت وکړي، يو مثال
مثلا ډاکټر اشرف غني احمدزی تاسې ته وړاندې کوم، او داسې نور په زرګونو مثالونه
شته، خائن رباني، دستم ، فهيم ، قانوني او نور مرداران دلته بيخي مطرح بحث نه دي،
زه د هغې ورځې د راتلو په اميد يم چې دوی په کې محاکمه شي.
بله دا چې مونږ په خارج کې هم پوه، تکړه او مسلکي خلک لرو، آيا طالبان چې له اوس
څخه يې له وزېره نيولې تر ښکته خلکو پورې خپل مأمورين ټاکلي دي، په اوسني
حکومت کې او خارج کې خلک ټول د اشغالګرو د لاسپوڅو سره په يوه تله وتلي؟ او
که د انصاف او عدل له مخې به هغوی را مخکې کړي، او د خپل حکومت هغه چارې
به ورته وسپاري، چې د طالب تخصص نه دی، او نه پرې طالب پوهيږي.
دا خبرې او دا ويره ولې؟؟؟؟
ځکه چې که مونږ 100٪ ووايو، چې طالب د پاکستان ايجنټ نه دی، او په رښتيا سره
په دې عقيده هم ولرو، ليکن د طالب د سياست مؤدی او نتيجه داسې جوړيږي، چې دی
به ضرور د پاکستان غلام جوړيږی.
هغه څنګه ؟
هغه داسې چې طالب په خپل حکومت کې خپلو پوهو اومسلکي کدرونو ته ځای
ورنکړي، او بين الأفغاني اختلافات داسې دوام پيدا کړي، نو طالب پخپله حتا د دې جوګه نه دی،
چې د خليج غوندې هيوادونه سره سالم سياسي تعلقات ولري، درحالېکه خليجي هيوادونو طالب حکومت په رسميت پېژندلی وو.
له بل پلوه د دوی د سياسي ناپوهۍ له امله نشي کولای چې چين سره سالم سياسي
علاقات ولري، ايران خو يې ازلي دښمن دی، له هغه څخه د هيڅ خير تمه نه لري، په
شمال تاجکستان اوزبکستان او ترکمنستان هم د طالب سره مثبتې سياسي او
اقتصادي اړيکي نشي جوړولی.
نو څنګه چې افغانستان د يوې 35 کلنې جګړې څخه وروسته يو ځپلی هيواد راووځي،
خلک يې د لوږ د شدید خطر سره مخامخ دي، بنيادي اساسات ټول ويجاړ دي، هر څه
له منځه تللي دي، نو طالب مجبور دی چې د قوت لا يموت لپاره دوی ته د طورخم
دروازه خلاصه وي، تر څو چې ژوندي پاتې شي، او د دې قوت لا يموت په مقابل کې
پاکستان يو ځل بيا له ده څخه خپل غلام جوړ کړي، نو ويره داده که چېرته طالب خپل
پخواني سياست ته ادامه ورکوي؛ نو بيا د غلامۍ لاره حتمي ده.
يوه خبره بايد له ياده ونه باسو، چې په افغانستان کې مونږ له کوم قوم سره دښمني نه لرو
او هر قوم د افغانستان په حکومت کې د خپل قومي تناسب په اندازه د واک حق لري،
هو! لکه څنګه چې مونږ پښتنو هيڅکله خپل مجرمين نه دي بخښلي، داسې مونږ د
هيڅ قوم مجرمين او جنايتکاران نشو بخښلی، اګر که په مخکني جهاد کې مسئله
داسې وه چې پښتون مجرم پښتون نه باښه، خو غير پښتون مجرم ته به يې عفو عمومي
کوله، په هر حال هر قوم ښه کدرونه هم لري، هغوی دې د سياسي عمليې لپاره خپل سالم
ښه کدرونه ، او ښه بديلونه وړاندې کړي، او په پښتنو واجب دي چې هغه ورسره ومني.
په دې اميد چې داسې ورځ ووينو چې په هغې کې قومي تناسب بيخي مطرح نه وي،
بلکه کار اهلکار ته سپارل د ټولو شعار وي.
په درنښت
عبد السلام
19.12.2009
[quote:6da4254e8c]
خو ای ځوانه زه دا وایم
ځار له دغسې لاسونو
لولپه شمه لوګی شم
ما اوه لټه ترې ځار کړې
چې د ستا په شان د خلکو
په مرۍ باندې چاړې ږدي
***
بلینډه بدرۍ
[/quote:6da4254e8c]
دوستانو! سلامونه اوښې چاري:
پتنګ صاحب په دې عقیده دی چې منطق هره خوا ځغلی ، خو زه ورسره په دې کې کلاَ مخالف یم. ځکه ۲+۲=۴ ! ۴-۲=۲ ! چې هرې خوایې واړوي راواړوي !!!
خو که غلط شوئ نه یم پتنګ صاحب بیا یو بل خاص منطق لري چې زه یې ورسره منم . هغه دا دی چې: ( ددپه الفاظوبه یې نه لیکم) مردارئ په مرداري نه پاکیږي.
دا پاسنئ حماسی شعر راته دمنځنیو پیړیو ذهنیت زیږنده ښکاري چې دمنفی اغیز عکس العمل یې ترځانمرګه بریده کم ندی. که سیاست کوو نو دخپل انسانی کرامت دپایمال په بیه دې نوي. هیڅوک به دچړو په حلالولو نه تشویقوو،او نه به دا مشورې ورکوو، ځکه دځواب ورکولو منطق یې مردود دی.
عادل عادل
19.12.2009
سلامونه
وهاج صیب
د لیکنې په منځ کې مو د ترکمنستان په اړه قضاوت نه منم، د طالبانو د حاکمیت په وخت کې د ترکمنستان دریځ او د هغه تاریخي شالید ته توجه وکړئ.
عبدالسلام وروره کیدای شي بې ربطه هم وي خو د بدرئ خور د شعر، ستاسو د قضاوت او تبصرو په اړه لاندې کیسه رایاد شوه:
د غزني په ښار کې د یو عمومي حمام تر څنګ دوکاندار طالبانو ته عریضه راوړې وه چې د حمام له لوګیو څخه په تنګ دی، دا چې د حمام څښتن هزاره و، نو دوکاندرا هیله درلوده چې طالبان به یې وروتړي.
د طالبانو مسوول کس دواړه راوغوښتل، او د دوکاندار څخه یې وپوښتل چې د حمام سره مو څه ستونزه ده؟
دوکاندار ورته وویل چې صیب په حمام کې زاړه ټایرونه، د ذغالو ډبرې او نور دودګن شیان سیځي، نو ځکه خو یې له لوګي څخه په تنګ یم.
طالب چارواکی چې په پورتني حساسیت ښه پوهیده ، ورغبرګه کړه چې شه شه اوس راته په غزني کې د پغمان هوا غواړې؟؟؟
momtaz
19.12.2009
[quote:077dba0ad3="بلینډه بدرۍ"]
خو ای ځوانه نه پوهیږم
چې وجدان څنګه خرڅیږي؟
[/quote:077dba0ad3]
بدرۍ خورې دا خو دومره سخت کار ندﺉ چې پوهه شې! د ملا عمر نه و پوښته چې په وجدان پلورلو که د څو کلن امارت تجربه هم لری. په تېره اونۍ یې هم د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د دغه بې وجدان ځانوژونکي لیوني بیا د کابل ښاریان یې په وینو ولړل.
د هغه په موندلو کې به آی اس آی درسره مرسته وکړي، ځکه پدې وروستیو کې یو خبر خپور شو چې آی اس آی هغه د امریکایی بې پیلوټه الوتکو له وېرې له کوټې نه کراچی ته انتقال کړﺉ دی.
بریالۍ اوسې
..Ahmadzai
19.12.2009
ممتازه
وجدان چې چا خرڅ کړی هغوۍ ټوله دنیا پیژني
[color=indigo:9b56a34941]دا ته څومره زړور يې ـــــ اغلې بلېنډه بدرۍ
15.08.2009 06:23
دا ته څومره زړور يې
وا دا څومره لوی یاغي يې
چې د څو روپو دپاره
د خپل خدای (ج) سره په جنګ يې
د رسول (ص) مخالفت کړې
له قرآنه يې اوښتی
ای په غبرګو سترګو ړوند شې
ته نه ګورې عزتونه
د ملالو لوټل کېږي
ستا پر وړاندې له سپین ګیرو
ټول کالي يې ایستل کېږي
تي خواره د خپلو میندو
سره غبرګ په اور کې سوزي
ته اوس هم ټوپک پر غاړه
د کاپیرو ساتندوی يې
کله مخکې کله وروسته
کله غبرګ ورسره درومي
راشه ځوانه توبه وکړه
ځه وبیرته مسلمان شه
ګنې لاړې دوزخي يې
که ته نه منې نو راشه
چې قران ته سره کښېنو
بخاري او ترمیزي کې
هم پر تا داسې فتوا ده
چې دوزخ کې ټیکانه دې
له کاپیرو هم بدتره
له دوی هم ځینې ژوره
هی هی ځوانه ډیر افسوس دی
څومره بد ځای ته وردرومې
هغه ځای درکِ اسفل دی
اغلې بلېنډه بدرۍ[/color:9b56a34941]
pattang
19.12.2009
ته خو بايد داسې خبرې وکړې , افسوس چې ستا ملګری ترې بچ شه ٠
تر بل واره پورې٠
[quote:b1c568b84e="momtaz"][quote:b1c568b84e="بلینډه بدرۍ"]
خو ای ځوانه نه پوهیږم
چې وجدان څنګه خرڅیږي؟
[/quote:b1c568b84e]
بدرۍ خورې دا خو دومره سخت کار ندﺉ چې پوهه شې! د ملا عمر نه و پوښته چې په وجدان پلورلو که د څو کلن امارت تجربه هم لری. په تېره اونۍ یې هم د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د دغه بې وجدان ځانوژونکي لیوني بیا د کابل ښاریان یې په وینو ولړل.
د هغه په موندلو کې به آی اس آی درسره مرسته وکړي، ځکه پدې وروستیو کې یو خبر خپور شو چې آی اس آی هغه د امریکایی بې پیلوټه الوتکو له وېرې له کوټې نه کراچی ته انتقال کړﺉ دی.
بریالۍ اوسې[/quote:b1c568b84e]
momtaz
20.12.2009
[quote:4d966764ba="jalal ahmadzai"]ممتازه
وجدان چې چا خرڅ کړی هغوۍ ټوله دنیا پیژني
[/quote:4d966764ba]
غلط !!!
ګوره احمدزیه آشنا بدرۍ(جماله) نه پوهېږي ځکه پوښتنه کوي :
[color=blue:4d966764ba]خو ای ځوانه نه پوهیږم
چې وجدان څنګه خرڅیږي؟ [/color:4d966764ba]
او ما ورته آدرس ورکړ! بس همدومره.
دا وچ کاږه لرګي به پرېږدوو ، زه بدرۍ( که وچه کږه نه وي) او افغان زلمي ته د شاعر خبره کوم :
را وزه، له دردو او ارمانو سره را وزه
له علم او له کتاب او له فکرو سره راوزه
له ګوټ د انزوا نه چې کلونه پکې ناست وې
د ژوند د حقیقت له فلسفو سره را وزه
فرصت د ځغلېدو بیا زمانې درته درکړی
میدان د امتحان ته له جلوو سره را وزه
غوږونه له زړو زړو خبرو ستړي شوي
له نویو مضمونو او ترانو سره را وزه
د دې ښکلي وطن د نیمګړتیاو تلافی ته
له عشق او له وفا او نهضتو سره را وزه
اې ځوانه اې افغانه اې د عصر راز داره
له بشپړ حرارت او له لمبو سره را وزه
په درنښت
..Ahmadzai
20.12.2009
[quote:0c4bfebcea]دا وچ کاږه لرګي به پرېږدوو ، زه بدرۍ( که وچه کږه نه وي) او افغان زلمي ته د شاعر خبره کوم : [/quote:0c4bfebcea]
ممتاز خانه
د بدرۍ بلا دې درپسر سي، ته خوبیخي پکې تللی یې
[quote:0c4bfebcea]له ګوټ د انزوا نه چې کلونه پکې ناست وې
د ژوند د حقیقت له فلسفو سره را وزه
فرصت د ځغلېدو بیا زمانې درته درکړی
میدان د امتحان ته له جلوو سره را وزه
غوږونه له زړو زړو خبرو ستړي شوي
له نویو مضمونو او ترانو سره را وزه [/quote:0c4bfebcea]
ممتازه مونږ هم دغه زمانه کې اوسو، او ستاسو دا مردار رواتل مو په رڼو سترګو ولیدل، تاسو خو لوڅ بربنډ راووتۍ، د کابل د ښار د فاحشو بوۍ ټول ښار ونیو، که تمدن دې ته وایې ، چې خپل ناموس پر غربیانو وپلورۍ نو بښنه غواړم، مونږ نه یو درسره په دغه راوتو کې، زمونږ همغه زړې خو له عفته ډکې خبرې خوښې دي، ته دې دا نوي مضمون کې مزې چرچې کوه، همدغو شین سترګو او زیړ څڼو سره دې یاري کلکه ساته، چې ترقي وکړې.
په درنښت
momtaz
20.12.2009
سلامونه
[quote:4b6846575b="jalal ahmadzai"]ممتاز خانه
د بدرۍ بلا دې درپسر سي، ته خوبیخي پکې تللی یې[/quote:4b6846575b]
جلال احمد زیه آشنا ته هم لکه هغه بل احمد زي ( سرور احمدزی) پشان روانی ناروغ ووتې. سرور احمد زی هم په یوې ټلویزیوني مناظرې کې کله چې استدلال یې ونشو کړای سملاسی یې بوتل واخیست او پر داکټر رمضان بشردوست یرغل وروړ.
زه ستا فکري بې وزلۍ ته حیران شوم چې دیوه جانانه لارښود شعر څخه څه اخیستنه دې درلودله. د پورتني څرګندونو څخه دې جوته کېږي چې د کومو کړیو سړی یې!
ګوره شاعر پر افغان زلمي غږ کوي چې:
[color=blue:4b6846575b]را وزه، له دردو او ارمانو سره را وزه
له علم او له کتاب او له فکرو سره راوزه [/color:4b6846575b]
له ګوټ د انزوا نه چې کلونه پکې ناست وې
د ژوند د حقیقت له فلسفو سره را وزه
فرصت د ځغلېدو بیا زمانې درته درکړی
میدان د امتحان ته له جلوو سره را وزه
غوږونه له زړو زړو خبرو ستړي شوي
له نویو مضمونو او ترانو سره را وزه
د دې ښکلي وطن د نیمګړتیاو تلافی ته
له عشق او له وفا او نهضتو سره را وزه
اې ځوانه اې افغانه اې د عصر راز داره
له بشپړ حرارت او له لمبو سره را وزه
عجب دا چې د پورتني شعر نه په ذهن کې دې نه علم ګرځي نه کتاب او نه دهېواد د آبادۍ تدبیر ، هسې خوشې د تعصب په چټیاتو لګیا یې ډاکټر جانه. نور نو در سره څه وشي تعلیم آن تر ډاکټري پورې نو عقل خو په پیسو هم نه پیرودل کېږي ! دخپل وچ کوږ لرګیتوب دې واقعاً په اثبات ورساوه! خدای که درسره مرسته وکړي!
په درنښت
عادل عادل
21.12.2009
سلامونه
ممتازه
شعر دې رانقل کړئ خو خبرې دې د شعر د محتوی سره په تناقض کې دي، شعر کې داسې ټکئ نشته چې لاسپوڅئ ته دې وهڅوي، بلکه علم، پوهې، تدبیر، د وطن رغاونې او ابتکار ته دې هڅوي، زما او ستا ابتکار او خولې تویول هغه وخت ځای نیسي چې زه او ته ازاد او خپلواکه واوسو، د بل بابا په ډالري او قراردادي خوشند به دې دوام رانه وړي، او نه هم دومره پّ پرمختګ مین یو چې هر څه پکې بایلو، نو ته ددې کوشش مکوه چې ولاړ د لاسپوڅئ په آخور یې او خبرې د سپیڅلو او ګټورو شیانو کوې.
که په تپل شوي لاسپوڅې اداره او د هیواد په یرغل خوښ او راضي وې او په څنګ کې یې د علم، پرمختګ او هوساینې خوبونه هم وینې نو په یاد ولره چې که دغه خوب دې خدای مکړه رښتیا هم شي، نو ستا او کوم چې ستا نه ستا په نامه پیدا کیژي، د هغو فلیپنیانو سره هیڅ توپیر ونلري چې په نن عصر کې زما او ستا په لرې پراته ګاونډ کې ژوند کوي.
ورشه د هغوی فرهنګ، کورنئ ژوند، ملي شعایر؟؟؟ (اصلا یې لري نه) او اجتماعي ژوند له نژدې نه وګوره، دوی هم د غربیانو د شهوترانئ او دیموکراسئ څپو وهلي .... د ملي په نوم هیڅ شئ نلري ..... او داسې نور.
افغانان دداسې حیواني او پردي پاله ژوند په څنګ کې پرمختګ او ترقي خپل سپي ته هم نه خوښوي.
ستا د هدایت په هیله
..Ahmadzai
21.12.2009
[quote:62e8b5efbc]ډاکټر جانه. نور نو در سره څه وشي تعلیم آن تر ډاکټري پورې نو عقل خو په پیسو هم نه پیرودل کېږي ! دخپل وچ کوږ لرګیتوب دې واقعاً په اثبات ورساوه! خدای که درسره مرسته وکړي!
[/quote:62e8b5efbc]
ممتاز جانه
عقل خدای انسان ته د دې لپاره ورکړی، چې خدای پرې وپیژني.
ممتازجان دا به ډیره بې عقلي وي چې انسان صرف او صرف د دنیا ژوند ته ځان وقف کړي، او مرګ هیر کړي، دغه ژوند خو ډیر لنډ دی، مونږ او تاسو یې نیمایي برخه تیره کړه او پاتې به خدای خبر چې څومره وي، خدای خبر چې ارمانونه به مو پوره سي که نه، یعني خبره په شک کې ده، خو یقیناٌ چې مرګ راروان دی، او ډیر زر به هغی حیاة ته انتقال وکړو چې هغې کې ابدي، تلپاتې او حقیقي ژوند دی، دغه ژوند مود هغه ژوند لپاره حقیقي امتحان دی،مونږ خو مسلمانان یو دا مو عقیده ده ، مونږ د علم او ترقي په غولیدلي شعار خپل حقیقي ژوند نه سو بربادولی.
مونږ علم ترقي او رفاهیت د اسلام په چوکاټ او دخدای تعالی په رضا کې غواړو، چې هم دا دنیا او هم هغه وګټو.
څوک چې صرف د دې دنیا او انی ګټو په څوچ کې وي ، هغه لنډ لید لري او لکه څاروی د نن په سوچ کې وي،زمونږ دنیایي ژوند ټول نن ده او سبا مو پس له مرګ څخه راځي،نو که تاته زما د سبا سوچ کم عقلي ښکاري نو خدای دې درته هدایت وکړي.
نو ګرانه ماته هر هغه څوک چې بې دینه، سست او یا کافر وي یو ډیر لوی احمق انسان ښکاري، د انسان عقل کولی سي چې دې پراخ کون کې ښه په روانه توګه سوچ وکړي او د ژوند په حقیقت ځان پوه کړي، او هدف وټاکي، خو کوم انسان چې بې سوچ وي، او یا هم د حقیقت لارپسې نه ګرځي هغه او څاروي یو شان وي، څاروي خو خدای بښلي او انسان نه بښي.
مونږ کولی سو په خپلو مټو او د اسلام په چوکاټ کې خپل وطن اباد او ملت ته ترقي ورکړو او د تمدن لوړو پوړو ته ورسیږو، پرته له دې چې اخرت برباد کړو.
بې له فاحشي او ډمګیرت او غلامۍ څخه هم کولی سو چې خپله ټولنه پرمخ د تمدن په لور بوځو، خو دا نه چې زمونږ لومړی هدف ترقي او هوسا زوند وي، بلکې مونږ افغانان باید ټول جنت ته لاړ سو اود دنیا په امتحان کې کامیاب ووځو.
ګرانه ته کولی سې د طالبانو په ځینو کړو نیوکې ونیسې او ځوابون وغواړې،او کیدای سي یو وخت قناعت ته ورسیږې، خو دا چې ته له یو مخه د کافرو او لاسپوڅو ویانداو پلوي ووسې ، نو بغیر له شبهې چې ورو ورو به د اسلام له چوکاټ نه هم ووځې (که لیا وتلی نه یې).
وروره مونږ پښتانه دوه خویه یا صفتونه لرو
یودیندارۍ، او بله ازادۍ
زما غور نیکه انګریزانو سره په نره جنګیدلی، نیکه مې انکریزانو او سقاویانو سره ډغرې وهلي، پلار مې کمونستانو او روسانو سره، نو ته مانه غواړې چې هم کفر او هم غلامۍ قبوله کړم.
په درنښت
momtaz
22.12.2009
دوستانو سلامونه
[quote:eedcf5ad77="jalal ahmadzai"]
ګرانه ته کولی سې د طالبانو په ځینو کړو نیوکې ونیسې او ځوابون وغواړې،او کیدای سي یو وخت قناعت ته ورسیږې،[/quote:eedcf5ad77]
احمد زیه وروره د طالبانو په هکله پوښتنې دې هغه څوک وکړي چې طالبان و نه پېژني. ما د طالبانو امارت په واکمنۍ کې له اوله تر آخره پورې ژوند کړی دی. ما هم د ملیونونو نورو افغانانو پشان په پیل کې خوشحالي کوله چې دوی د شر او فساد ټغر یې تر یوه حده ټول کړ. خو ما دا هم ولیدل چې افغان ملت یرغمل ونیول شو او په نړۍ کې یې نور سیالان نه درلود. او په پای کې پرته د پاکستان نور هیڅ آن یو مسلمان هېواد هم افغانانو سره سیالي نه کوله او زمونږ مروجه پیسې یواځې کلدارې وې.
هسې چې خدای (ج)هر څوک د یوه کار لپاره پیدا کري ما هم طالبانو ته مشوره ورکړه چې تجربه وښوده چې خدای (ج) طالبان یې د حکومت کولو لپاره ندي پیدا کړي . لاړ دې شي بېرته خپلو مدرسو ته او د آخرت لپاره دې یو څه ټوښه ټوله کړي.
دا وه د بحث عنوان سره سم طالبانو ته زما مشوره! تاسې کولای شئ هغو ته د خپله مشوره ورکړﺉ. که مشوره نلرې غلی کینه او په نورو مه نښله!
[quote:eedcf5ad77="jalal ahmadzai"]خو دا چې ته له یو مخه د کافرو او لاسپوڅو ویانداو پلوي ووسې ، نو بغیر له شبهې چې ورو ورو به د اسلام له چوکاټ نه هم ووځې (که لیا وتلی نه یې).[/quote:eedcf5ad77]
ګرانه احمدزیه له یوې خوا د اسلام موعظې کوې او له بلې خوا بیایو څوک چې نه پېژنې او په حدث او ګومان پرې تهمت او بهتان لګوې .
حتمی نده څوک چې طالبان نه مني حتمی حکومت سره وي. که داسې وي خو د افغانستان خلکو غوڅ اکثریت طالبان نه مني! راځه یو وار هېواد ته او وګوره. که خلک د حکومت له کړو وړو څخه په عذاب هم دي خو دوی هېڅکله هم طالبان نه غواړي.
پرو پاګند او نارې سورې کوم ځای نه نیسي، راځه ګرانه هېواد ته او وګوره چې الحمد لله د لمانځه په وخت ټول جوماتونه ډک دي. د افغان ملت الحمد لله آن د دریم خلیفه حضرت عثمان له وخته را هیسې مسلمان دﺉ ، نه انګلیسانو او نه هم روسانو د دوی په عقیده کې بدلون راوستلای وشو او نه هم د امریکایانو او نور و شتون به د دغو با دیانتو مسلمانانو پر عقیدې کومه اغیزه ولري. نو دا مسلمان ولس د هیڅ چا په تمه ندي چې دوی ته له سره مسلمانی راولي!
په درنښت
pattang
23.12.2009
احمد زی صيب سلام عليکم !
په مو ضع به زه يو څه رڼا وا چوم :
[quote:e541d03e62]احمد زیه وروره د طالبانو په هکله پوښتنې دې هغه څوک وکړي چې طالبان و نه پېژني. ما د طالبانو امارت په واکمنۍ کې له اوله تر آخره پورې ژوند کړی دی. ما هم د ملیونونو نورو افغانانو پشان په پیل کې خوشحالي کوله چې دوی د شر او فساد ټغر یې تر یوه حده ټول کړ. خو ما دا هم ولیدل چې افغان ملت یرغمل ونیول شو او په نړۍ کې یې نور سیالان نه درلود. او په پای کې پرته د پاکستان نور هیڅ آن یو مسلمان هېواد هم افغانانو سره سیالي نه کوله او زمونږ مروجه پیسې یواځې کلدارې وې. [/quote:e541d03e62]
طالبان هغه څوک پېژني چې هغه سوچه مسلمان وي، طالبانو يوڅه نه بلکې په مکمله توګه پاټکيان ، جنايتکاره ، زنا کاره ، شرابخواره، غله له ميدان لرې کړل
او ښکاره يې کړل چې افغانستان څوک نشي تقسيمه ولی ٠ طالبانوو لې هيواد
ير غمل نيولی وو ? داځکه چې هغوی ، شراب، زنا، مردګاوي ، بجه بازي بنده کړه
او دهغې فحشاه مخه يې ونيوه چې هغه په تاريخ کې نوه تېره شوې٠
نو طبعا فا سد خلک له طالبانو سره نشي جوړېدی او خپل ژوند يې ازاد نه باله
او نه يې بولي٠ داچې صليبي غربي ملکونه يو قوي اسلام نه غواړي او نه يې غوښت
نو طبعي دی چې په طالبانو يې له هرې خوا بنديز ولګاوو٠
په افغانستان کې اوس هم کلداره چليږي نه يوازې د طلبانو په وخت کې ٠
ډېر پخواني په افغانستان کې پاته شوي کمونستان او له روسي څخه را تښتېدلي
کمونستان په غربي نړۍ کې د asyl يانې سياسي پناه عريضي ورکړې پر دې پلمه
چې دوی له طالبانو څخه را تښتېدلي دي، اوس هم دغه انسانان دي چې پر طالبانو
پورې بد وايې ، ځکه که دوی ښه ووايې نو امکان لري چې بيا بېرته پناهندګي
ورڅخه اخلي ٠
[quote:e541d03e62] هسې چې خدای (ج)هر څوک د یوه کار لپاره پیدا کري ما هم طالبانو ته مشوره ورکړه چې تجربه وښوده چې خدای (ج) طالبان یې د حکومت کولو لپاره ندي پیدا کړي . لاړ دې شي بېرته خپلو مدرسو ته او د آخرت لپاره دې یو څه ټوښه ټوله کړي.[/quote:e541d03e62]
لوی جنايت او خيانت په افغانستان کې مکتبي روڼ انديو وکړ او اوس يې هم کوي
طالبان دمسجد ته لاړ شي خو داسې فاسده لکه کرزی او Co دې امريکايانو ته
مردګاوي کوي ، عطا او دو ستم د ې پښتانه وژني ! عجيبه لوده جرعت او فاسده
اخلاق وينم٠
[quote:e541d03e62]حتمی نده څوک چې طالبان نه مني حتمی حکومت سره وي. که داسې وي خو د افغانستان خلکو غوڅ اکثریت طالبان نه مني! راځه یو وار هېواد ته او وګوره. که خلک د حکومت له کړو وړو څخه په عذاب هم دي خو دوی هېڅکله هم طالبان نه غواړي[/quote:e541d03e62]
که څوک طالبان نه مني نو هغه بيا دکرزي فاسد او دهغه دفاسد ګوډاګي رژيم
اودهغه له جنګي جنايتکارانو ډکه کابينه په کلکه غندي او پر ضد يې کلکه مبارزه
کوي ، ځينې منافقين په دوو سترګو ننوزي ٠
يواځې د کابل عياشه خلک او هغوی چې مردار دالر اخلي د امريکا له له رژيمه
خوښ دي نور ټول داشغالګرو او ګوډاګي رژيم پر ضد دي او مطلق اکسريت د
طالبانو طرفداري کوي ٠ هغوی چې خپل ناموس پرې ګران وي او ساتي يې نو
د طالبانو طرفداري کوي ٠ نن ملت اشغال دی ، طالب ازادي غواړي او دملت اراده
يې په لاس کې اخيستې نوهر څوک چې ازادي غواړي هغه به طبعا په طالب پورې
تړلی وي ( طالب = دهېواد ازادي ).
[quote:e541d03e62]پرو پاګند او نارې سورې کوم ځای نه نیسي، راځه ګرانه هېواد ته او وګوره چې الحمد لله د لمانځه په وخت ټول جوماتونه ډک دي. د افغان ملت الحمد لله آن د دریم خلیفه حضرت عثمان له وخته را هیسې مسلمان دﺉ ، نه انګلیسانو او نه هم روسانو د دوی په عقیده کې بدلون راوستلای وشو او نه هم د امریکایانو او نور و شتون به د دغو با دیانتو مسلمانانو پر عقیدې کومه اغیزه ولري. نو دا مسلمان ولس
د هیڅ چا په تمه ندي چې دوی ته له سره مسلمانی راولي! [/quote:e541d03e62]
اشغالګر دومره بې عقله ندي چې له واره په اسلام حمله وکړي ، هغوی امريکايې
غربي ملا يان تر بيه کوي ، چې دا زوړ نسل ختم شي نوی نسل به دغربي ملا يانو
په لاس کې ولوېږي او له اسلامه به هم داسې يو شی جوړ شي لکه عيسويت ٠
31.12.2009
طالبان بايد کلک په پام کې ونيسي چې :
١ - طالبان دې د تل لپاره له افراطيت سره خدای پاماني وکړي که څه هم په اسلام کې وي ، وهابيت دې نه خپلوي ، بلکې پر ځای دې د حنفيت روحيه وساتي !
٢- که ISI يې په خدمت کې وي يا دوی د هغوی په چوپړ کې وي، نو اول دې پر هغوی ډانګ کيږدي او پرځای دې ملي پوځي کمېټې جوړې کړي،
يوه ګرځنده ملي شورا دې هم جوړه کړي ،څو هم د شورايت اسلامي امر پر ځای شي او هم د ديکتاتورۍ د پلوي تور داغ له ځان څخه ليرې کړي،
ځکه ديکتاتوري يواځې ديو بهر لاس په خدمت کې وي ، نو د پرديو استخباراتو ( د بلواکۍ ) تور داغ به هم په دې توګه له خپل تندي څخه ړنګ کړي!
٣ - دملي شوری او جمهوري رياست ټاکنې بايد په لومړي کال کې تر سره کړي او مستقل او منتخب حکومت جوړول بايد دمقاومت لومړنی کار وي
٤ - ملي حکومت بايد ژر تر ژره ملي اردو جوړه کړي او پوځي مشاورين پوځي روزونکي بايد له ګاونډيو هيوادونو لکه پاکستان څخه نه وي ٠
٥- لکه څنګه چې ديني سنت د معاملې او ټولپوښتنو مورد نشي ګرځېدلای دغسې ملي فرايض لکه د ډيورن د منخوسې کرښې بطلان
او ترديد هم د معاملګرۍ او د ټولپوښتنو پر لمبو له منځه وړل ستر ملي او تاريخي جنايت دی ځکه ټولپوښتنې ته چانس ورکول
صرف اوصرف د پښتونستان د
ملي داعيې له منځه له باره يوه دسيسه ده چې د شمالپ ټلوالې د ځينو استازو او پاکستان پلوه عناصرو له خوائې يادونه کيږئ
ايا طالبان به په دې خبره ځانونه د پاکستان ګوډاګيان ثابت نکړي چې د وياند په خوله يې ويلي چې دابه بيا د قدرت په وخت کې ټول پوښتنې ته پريږدي ؟؟؟
آيا طالبان له ملت نه داسې ټولپوښتنه کولی شي چې لوی کندهار دې پاکستان ته ورکړل شي که نه ، که دا نشي کولی چې
خپلې کندهارۍ سيمې يې هم دي نود وطن د نورو سيمو په اړه چې تر اباسينه پورې په کې پښتانه آباد دي څنګه دغسې ټولپوښتنې کولی يا منلی شي ؟؟؟؟
[color=blue:3f05b7c098]
٦ - طالبان دې تضمين کړي چې دملي اسلامي نظام د جوړولو له پاره په په موقتي او انتقالي دورې کې صرف جهوري رياست ، د دفاع ، عدليې ،
حج او اوقافو وزارتونه پخپله اخلي، له نورو سره به کار نه لري ، وروسته دې په سوله ييزه توګه دعامو آزادو انتخاباتو له لارې چې
د ګردې نړۍ څارونکي هم حاضر وي خپل لياقت استعداد افغان ولس ته په اثبات ورسوي او په قدرت کې دې وړو رايو په تناسب
په حکومت او ملي شورا کې برخه واخلي، څو په دې هم ډول ملي سوله او پرمختګ تضمين شي او هم مشروعيت رامنځته کړي[/color:3f05b7c098]
٧-
نوربيا